یو هدف ، یو قوماندان او دوې مخالفې قوماندې

محمد انور ولید : ۱۸ ـ ۱۱ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

وایي په یوه سیمه کې یو وخت یو وستاکر ( ګلکار ) دګونډې د زوی سره کارکاوه . دکونډې زوی کلا جوړوله . د مور یو نازولی زوی ؤ . په ډېر غیرت او سپېڅلي ویښ وجدان یې له ځانه سره د کنڅیو سپینولو هوډکړی ؤ . مور پر زوی ـ او زوی پر مور باندې ډېرګران ؤ . موراو زوی دواړو ډېرې ښکلې ځوانۍ لرلې . زوی یې لږ سبق هم لوستی ؤ .کلیوالو ته به یې لمونځونه هم ورکول . مور به یې په خورا مینه او صداقت د کور کارونه کول  . وستاکر ( ګلکار) چې څه موده مخکې یې مېرمن په حق رسېدلې وه ، د طالب مور ولیدله او زړه یې ور باندې بایلود . ټوله ورځ په چرتونو او سوچونو کې داسې ډوب ؤ چې کله نا کله به د پخسې وهلوکار هم ترې خراب شو .

آخر یې چل ورته جوړکړ ، او هغه داچې طالب ته یې ویل : یاره ځوانه ! ډېر ښه سړی یې . د مور دې هم ډېر احترام ساتې . زه پو هېږم چې ته دا کلا د مور له پاره جوړوې . ډېرې ستړیې او ستومانۍ دې په کې تېرې کړې او ډېره خواري دې په کې وکړه . خو نه پو هېږم یو څه مې لیدلي ، چې در ته ویې وایم که نه . که درته ویې وایم ، نو پر تاباندې باور نه لرم ، هلک یې ، مور ته به دې ووایې ، زه هم غریب سړی یم ، له دې کاره به مې پرې وشړې .

د بې تجربې طالب د ګلکار دې شکمنې تر ژبه لاندې خبرې او رمز ته ډېره تلوسه شوه ، او په وار وار یې له ګلکارکاکا څخه ددې خبرې د ویلو غوښتنه وکړه . خو ګلکار به بیا هم ځان یوې او بلې خواته ترې غلطاوه . څو شپې ورځې یې اسرار وکړ ، خو ګلکار به دا خبره نه ورته کوله ، ترڅو ښه یقین یې پرې پوخ شو چې طالب حتماً د زړه په غوږو زما دغه خبره اوري او مور ته یې زما له خولې او زما له آدرسه نه وایي .

نو بله ورځ چې طالب اوګلکار د پخسې وهلو له پاره کلا ته سره ولاړل . نو طالب په وار وار له ګلکارکاکا څخه وپوښتل چې کاکا جانه ! خیر دئ ، هغه خبره څه وه چې ته یې ماته نه وایې ؟ ګلکار ور ته وویل : زویه ! سوګند را سره وکړه چې مور ته به دې نه وایې . پرساده طالب باندې یې لومړی سوګند یادکړ او بیا یې د خپل زړه جوړکړی راز ور سره شریک کړ ، او ور ته ویې ویل : ته نه پو هېږې چې دا ستا مور څه کوي ؟ طالب وویل : نه کاکا جانه ، نه پو هېږم چې زما مور څه کوي . زه خو څه علم غیب نه لرم . ګلکار ور ته وویل : که نن وي یا سبا ، دا ستا مورمېړه کوي ، ما ولیدله . که یې نه منې نو ته سبا ته ددې حال وګوره چې ستا سره ددې چلند څه ډول دئ .

طالب چې د ګلکار دا خبرې واورېدلې ، هک پک حیران شو، چې زه څه کوم ـ او زما مور څه کوي . ګلکار چې د طالب الوتي رنګ او بدل مزاج ته وکتل ، نو په منډه یې په یوه پلمه مور ته ورغۍ ، او مور ته یې وویل : هۍ ! هۍ ! مورجانې ، که د طالب مور یې خو زما هم مور یې . ستا په لاس پوخ شوی آب و نمک مې خوړلی . نه پو هېږم په کومه خوله در ته ووایم ، که در ته ووایم ، ښځې ډېرې ناقص العقله وي ، ژر په قهرېږي ، ژر تېر وځي او ژر عکس العمل ښیي .

زه هم غریب سړی یم . دا کار مې په ډېر تکلیف پیدا کړی . که در ته ووایم نو په خپل زوی ( طالب جان ) به مې له کاره وشړې . مور یې له ګلکار څخه څو څو ځلې په خورا اسرار سره غوښتنه وکړه چې دا خبره حتماً ور ته وکړي . خو ګلکار به نه ور ته کوله . آخر یې سوګند ور ته یاد کړ ، ګلکار ور ته وویل چې در ته وایم ، خو شرط مې دادئ چې زوی ته به دې نه وایې . د طالب مور ور سره ومنله . د ګلکار چې ښه یقین پرې پوخ شو نو بیا یې د خپل زړه هغه بوخڅه مخې ته ور ته پرانستله چې په هغې کې د طالب له خوا د مور ودولو خبره نغښتې وه . ګلکار کونډې ته وویل چې : زما یقین دۍ ، اولاد د سړي ددین دښمن دئ . خوارۍ او هلې ځلې ور ته کوي . ته هم تورې کونڅۍ ور باندې سپینوې ، همدې یوه زوی ته ناسته یې . خو زوی دې تا چېرې لیرې ودوي ، پرون او ها بل پرون هم خلک را غلي وو ، او د ستا د ودولو په اړه یې خبرې ور سره کولې . زه وېره لرم چې چېرې به دې کوم داسې لیرې ځای واده کړي چې بیا به د خپل پلار او مور هدیرې ته هم نه شې ور تلای . که یې نه منې ، نو ورشه نن دې د زوی برخورد اوعکس العمل د ځان په وړاندې په خپله وګوره .

مور یې چې د زوی ، او زوی یې د مور برخورد یو د بل په وړاندې ولید ، نو د مور پر خپل زوی ، او د زوی پر خپله مور باندې پوخ یقین راغۍ چې د ګلکا رکاکا خبره ريښتیا ده . خو زوی او مور یو پر بل خبر نه وو چې د مور او زوی د مینې او محبت په شنو کروندو کې د فساد تخمونه د خپل ناوړه هدف په خاطر ګلکار ماما ور وکرل .

ورځ بر بلې مور او زوی یوله بله فاصله سره نیوله . آخرکونډه غریبه ګلکار ماما ته پټه ورغله او ورته ویې ویل چې : څه چاره وکړم ، ماته چاره را وښیه ! ګلکار ورته وویل چې : خورکي ! کار هم په آخر دئ . زما خوی خصلت خو به اوس تاته ښه مالوم شوی وي . زه واده نه لرم . په واده پسې ګرځم . که چېرته ماته کومه داسې ښځه پیدا شي چې زما شپه ور سره تېره شي ، عزت او آبرو مې وساتي ، نو واده ته مې نیت دئ .

که ستا خوښه وي له ماسره واده وکړه ، کونډې هم ور سره ومنله ، خو د واده کولو په چل نه پوهېدله . ګلکار ماما ورته وویل چې : ترڅو دې زوی پر بل چا باندې پلوري ، نن شپه له ما سره وتښته . سم دم به ؤلسوالۍ ته ورشو ، شاهدان به بوځم ، او ستا نکاح به د ؤلسوالۍ په محکمه کې وتړم . کونډې همداسې وکړل . له ګلکار کاکا سره په توره شپه له کوره وتښتېدله ، په ؤلسوالۍ کې یې نکاح وتړله ، څو شپې ورکه وه ، طالب خوارکي به هرځای اښتنې پوښتنې کولې . وروسته له څه مودې یې څرک مالوم شو چې مور یې له خپل ګلکار سره تښتېدلې ، ګلکار ځانته نکاح کړې ، او له هغه سره په کورکې ګډ ژوند کوي .

د یتیم طالب اوکونډې مور یې لنډۍ پاچاهي ځکه ړنګه شوه چې پرته له څه سوچ او فکر کولو څخه یې د پردي زاړه ګلکار په خوله وکړل ، ريښتیا او درواغ یې نه سره مالومول ، یو پر بل یې سره بد ګمانه کړل ، او دا یې له ځانه سره نه ویل چې مور او زوی څه ډول له یو بل څخه بېلېدای شي ؟ چېرې نه چې د ګلکار په دې خبره کې کوم بل پټ هدف پروت وي .

بس ګلکار د یوه ماهر ـ  پردي ـ منافق قوماندان په څېر د مور او زوی په زړونو کې د منافقت ځاله جوړه کړه ، د هغوی زړونه یې پرله پسې په ډېر لنډ اوکم وخت کې په لاس راوړل . له ځانه یې ځان ورته داسې قوماندان قوماندان جوړکړی ؤچې د قوماندې منل یې پر ځان باندې فرض عین او نه منل یې لکه د کوم اولی الامر خبره ستره ګناه ګڼله . همدلته د همدې یوه قوماندان له یوه آدرس څخه په مور او زوی دواړو باندې د خپل شوم هدف تر لاسه کولو له پاره دوې مخالفې قو ماندې و چلېدلې ، او دواړه یې یو د بل په غیاب کې له یو بل څخه په ژوند سره بېل کړل . خو ګټه منافق قو ماندان وکړه ، ځکه د کونډې او طالب کور یې ور ړنګ ، او د طالب مور یې ځانته په نکاح کړه .

دې ته وایي سیاست ، او دېته وایي په دوستۍ کې منافقت .

نن سبا افغانستان ، افغان نظام او افغانان له همداسې یو حالت سره مخ دي . که له هوښیارۍ او دقت څخه په ګډه کار وا نه خلي ، د دوی برخلیک به هم د کونډې او د کونډې د زوی په څېرکړي . ځکه ګلکار ماما هم د سولې پخسې وهي ، او هم د جګړې په واده پسې ګرځي . په دې واده کې دده ځکه ډېره ګټه ده چې د طالب او کونډې ټوله منقوله او غیر منقوله شتمني د ګلکار ماما کېږي . هم به په کونډه باندې ښې مزې چړچې وکړي ـ اوهم یې  په ور پاتې دینا . نوش جان ، د موزي مال وي د غازي .        

 

 

     


بالا
 
بازگشت