له شخړو سره د چال چلند روېښونه

محمد انور ولید : ۲۲ ـ ۹ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

په هره شخړه کې دوه ډېرمهم ټکي ( موضوع ، او اړیکې ) شامل دي . که زموږ شخړه له خپلوخپلوانو سره وي ، موږ به د دواړو ټکو ( موضوع ، اواړیکو) په هکله په اندېښنه کې یو . که شخړه له پردیو اړخونوسره وي ، موږ بیا د اړیکو په اړه کومه اندېښنه نه لرو ، خو په پایله کې زموږ کړنې او د کړو وړو سبک توپیرسره لري . همداسې ، چې څومره موضوع موږ او تاسې ته ارزښتناکه برېښي ، او یا نه برېښي ، خو له شخړوسره د تعامل په سبک کې بیا هم لږ ـ یا ډېر رول لري . که موضوع هرڅومره زموږ له حیاتي او رواني اړتیاوو سره ژور تړاو ولري په همغه کچه موضوع ډېره مهمه ګرځي .

سربېره پر دې په انسانانو کې د شخصیت توپیرونه ( تېری کوونکي ، فرمان وړونکي اومطیع ، د خپل ځان اونورو د حقوقو ساتونکي ) هم له شخړو سره د تعامل د روښونوپه تشکیل کې مهم رول لوبوي .

په بل عبارت ؛ له موضوع او اړیکو سره د تړاو پربنسټ په شخړه کې ښکېلې خواوې له شخړو سره د تعامل په عملیه کې له یوه سبک څخه کاراخلي، چې هرسبک په خپل وار د شخړو د دواړو خواوو پرهدفونو او اړیکوباندې ځانګړی اغېز لرلی شي .

اوس موږ له شخړو سره د تعامل پینځه سبکونه د هغو روښونو په بهیرکې د شخړو د ښکېلو خواووکړه وړه او پایلې په لنډه توګه له یوبل سره پرتله کوو :

۱ــ تېرېدل ــ شاته کېدل :

په شخړه کې یوه ، یا دواړه خواوې له شخړې څخه تېرېږي . هغوی ته موضوع او اړیکې ارزښت نه لري ، او مهمه ورته دا برېښي چې له شخړې څه ډول ځان وباسي . په دې سبک کې پرشخړه باندې سترګې پټېږي ، له شخړې څخه اغماض او انکارکېږي ( نه څه لیدل شوي او نه څه اورېدل شوي ) ، د معلوماتو له شریکولو څخه ډډه کېږي او دېته ترجېح ورکول کېږي چې نور هم له نوموړې موضوع څخه ځان لیرې وساتي .

۲ـــ رقابت ( سیالي ) : 

د شخړې یوې ــ یا دواړو خواوو ته موضوع ډېر اهمیت لري او خپلو اړیکو ته کومه پاملرنه نه کوي . د شخړې په دې سبک کې د ګټلو یا بایللو پېښه مینځته را ځي . په دې سبک کې یوه ـ یا دواړه خواوې پردې ټینګارکوي چې ددوی له غوښتنې سره سم باید چلند ( پرېکړه )  وشي .

د بېلګې په توګه وایي : څه چې زه وایم ـ همغسې وکړه . په دې سبک کې له فشار ، کنټرول او جګړې څخه کار اخیستل کېږي . دېته تر جېح ورکول کېږي ، ترڅو چې مقابل لوری کورټ مجبور او ترې تېر شي او یا د هغه غوښتنې ومني . (( خو دا بیا له اسلامي شریعت سره په ټکر کې راځي ، ځکه په اسلامي شریعت کې جبر او اکراه نه شته ، اود جبراو اکراه کړنې اوفیصلې ټولې خپله باطلې او مردودې دي )) . ځکه په سوله کې ترتعمیل مخکې  د حُرّو ، عاقلو او بالغو او پرټولو شرعي صفاتو متصفو جانبینو رضاْیت شرط دﺉ .

۳ـــ تېرېدنه او ګذشت

په دې سبک کې اړیکو ته زیاته پاملرنه کېږي او یوه خوا له موضوع څخه صرف نظرکوي . په دې سبک کې داسې عمل کېږي :

د بېلګې په تو ګه :

وېیل کېږي چې : هر څه چې ته یا تاسې وایۍ سمه ده منم یې . له اختلاف څخه سترګې پټول ، تسلیمېدل ، او د نورو کنټرول او فیصلو ته غاړه اېښودل دي . خو دا سبک هم باید په خپل رضأیت سره ترسره شي . (( خو دغه ډول رضأیت باید ځانګړی (فردي ) اړخ ولري ، نه ټولنیز . ځکه په ځانګړي ډول خپل حق هرڅوک هرچاته ور بښلی او ورهبّه کولی شي ، خو د نورو په استازیتوب پرته د هغوی له خوښې او رضأیت څخه د بل چا حق څوک چاته نه ور بښلی شي ، او نه یې هم ور هبه کولی شي .که څه هم ریْس جمهور یا کوم بل چارواکی وي . او معامله خو بیا په څلورکتابه یو ناروا عمل دئ چې تر سره کېږي ، هغه هم لکه د افغانستان په کومه ملي برخه کې چې د خپل مصنوعي واک اختیار او حکومتي پروژو جوړولو او عایداتو له پاره د افغانستان پرخاوره ، ملي واکمنۍ ، ملي وثیقې او خپلو خلکو باندې له تېرو ( ۳۷ ) کالو را هیسې زدو بندونه او سودا بازۍ وشوې . چې دا بیا د قانون له مخې  په فردي ، ټولنیزه ملي ، سیمه ییزه او نړیواله کچه هېڅ ډول شرعي ، عرفي او انساني مخینه نه لري او د زور زیاتي اود بندو دروازو ترشا د پټو معاملوجوړجاړي لکه د کندمک ، ډېرنډ او نور تړونونه هېڅ ارزښت نه لري . )) ځکه د مکر او حیلو پرېکړې او فیصلې د راتلونکو کورنیو ، نسلونو او ؤلسونو د تباهۍ او بربادۍ سبب جوړېږي . او عاملین یې ټول خايْنان بلل شوي دي .  

۴ـــ مرسته او د ستونزو حل :

په دې سبک کې هره خوا هم موضوع او اړیکو ته پام لرنه کوي . دوی غواړي چې هم خپلو موخو ته ورسېږي ، او هم یې اړیکې له خوا بدیو او دښمنیو څخه خوندي پرې پاتې شي . په دې سبک کې یوازې د شخړې پر حل او فصل باندې ټینګار کېږي . د معلوماتو پر راټولولو او د شخړې د حل له پاره د بدیلونو پر موندلوباندې ډېر ټینګار کوي . 

۵ ـــ سازش  ( جوړ جاړی ) :  

د سولې له پاره دواړه خواوې یو څه ترلاسه کوي او یو څه له لاسه په کې ورکوي . ډېری خلک داسې فکر کوي چې دا یو ښه سبک ( روښ ) دي ، خو په بشپړه توګه اړتیا نه په کې پوره کېږي .

د بېلګې په تو ګه : یوه خوا داوایي چې زه له خپلو ګټوڅخه په دې شرط یو څه تېرېږم چې تاسو هم زما په څېر ورته دا سې کار وکړۍ . دواړه خواوې په خپلو غوښتنو کې یو څه کموالی راولي او ګټې او تاوانونه بیا په خپلو کې سره ووېشي .

پورتني ټول سبکونه کېدای شي په ځینو شرایْطو کې ډېر ګټور او اغېزمن وي ، خو ددې پر خلاف په ځینو نورو شرایْطو کې بیا له زیانونو څخه ډک وي . لازمه ده چې دواړه خواوې د شرایْطو په پام کې نیولو سره له شخړو سره د معاملې پر وخت پورتني سبکونه په پام کې ونیسي او په مناسبه توګه یې وکاروي .

خو دا باید په یاد ولرۍ چې له کلیوالي ، دولتي ، سیمه ییزو او نړیوالو زورواکو ـ په تېره له کفارو سره د یو بام او شلو استخباراتي هواوو په موجودیت کې د مرکې حرفوي لېوانوته واک اختیار او خپله پاکه رأیه مه ورکوۍ ، ځکه چې هغوی د څو پیسو یا نورو امتیازاتو تر لاسه کولو په بدل کې پر تاسو ـ او ستاسو پر روا حقوقو باندې د یوې لنډې وقفې له پاره خپلې ناروا معاملې کوي ، او تاسې او ستاسې اولادونه  تاریخي بدیو ته سپاري .  

 

پوښتنې :

۱ــ تاسو په خپل ورځني ژوند کې له شخړو سره د معاملې پر وخت له نوموړو پینځګونو سبکونو څخه له کوم یو سبک څخه کار اخلۍ ؟

۲ــ ستاسې په کورنۍ ، کليوالي ژوند ، ټولنه ، ګوندي سیستمونو ، اداره ، دولت ، سیمه او نړۍ کې له شخړو سره د معاملې کوم سبکونه ډېر بریالي دي ، او ولې ؟ ځواب یې خپله پیدا کړۍ .

 

 

 


بالا
 
بازگشت