په باروتو او سیاستونو ړنګ افغانستان په سریالونو نه جوړېږي
محمد انور ولید : ۳ ـ ۶ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال
هره سپورټي لوبه یوه سرګرمي او د وجود د سلامتیا او پیاوړتیا له پاره یوه تر ټولوغوره لاره ده . د سپورټي لوبو مینه وال هرچېرې ډېر دي . موږ هم له سپورټ سره ډېره مینه لرو او د سپورټ مخالف هم نه یو . ځکه د سپورټي لوبو مشق او تمرین نن سبا په ټوله نړۍ کې رسمي بڼه خپله کړې ، چې رسمي خلک په تېره د معارف او پوځ کسان په کې ډېر تمثیلي رول لوبوي .
خوکله نا کله دا لوبې قراردادي شکل اختیاروي ، د ترغیب له پاره له خپلو سیالو خواوو سره د هېواد ، سیمې او نړۍ په کچه لوبې او مېچونه تر سره کوي . خپل هېواد ته د خپلو بریاوو زېري او مډالونه له ځانه سره راوړي . د سیمې او نړۍ په کچه د خپلو هېوادونو بیرغونه رپانده او جګ ساتي . افغانستان هم له هغو هېوادو یودئ چې دې سیالیو ته یې لاره موندلې ده .
ولې سپورټي لوبې په مدرسو ، ښوونځیو ، پو هنتونونو ، پوځي ځایونواو تعلیمي مرکزونوکې د نورو عصري او اصلي زده کړو ترڅنګ د بدني روزنې په نوم یوازې د یو مضمون په توګه ځای لري . ترڅو د زده کوونکو او محصلینو روغتیایي حالت د نورو درسونو د زده کړې له پاره نارمل پرې وساتي .
مګر د هېوادونو په تېره د وروسته پاتې افغانستان ټولې اړتیاوې یوازې په سپورټ سره نه پوره کېږي او نه خو د افغانستان دغه ژورې تشې په سپورټي لوبو سره ډکېدلی شي . ځکه افغانستان همدا اوس وږی دئ ، کرکیلې ، مالدارۍ ، آبیارۍ او د هغه پوهې ترلاسه کولوته اړتیا لري . ترڅو افغانستان هم خودکفأ او له ګدایۍ څخه پرې خلاص شي . انجینیري زده کړو، برښنایي تولید ، صنعت ، ماشیني ژوند ، بیا رغونې ، او د وارداتو پرځای خپلو تولیدي صادراتو ته اړتیا لري ، ځکه ټول افغانستان ړنګ ـ نفوس یې ورځ تر بلې ډېرېدونکی او د سر پنا له غټې ستونزې سره مخ دئ . طبي زده کړو ته اړتیالري ، ځکه په افغانستان کې تر دری نیمولسیزو زیات جنګونه او جګړې روانې دي ، ډول ډول کېمیاوي او ذروي وسلې استعمال دي ، چې په میلیونو او لګونو افغانان یې له کبله ناروغ کړي دي ، او هغوی روغتیا غواړي . امنیتي زده کړو ته اړتیا لري ځکه چې افغانستان نږدې نیمه پېړۍ د پردیو جګړو په اورکې سوځي . دیني زده کړو ، متوازن معارف او نورو عصري او ضروري علوموته اړتیا لري ، ځکه چې زموږ ماشومان همدا اوس په لا چارۍ او بېسوادۍ کې د پردیو استخباراتو د شومو اهدافو ښکار شوي ، او د دیني تعلیم پرځای یې انتحاري واسکټونه ور اغوستي ، بمونه یې په ځان پورې ور تړلي ، په لاس کې یې ټوپک ورکړي او په خپله خاوره کې یې د خپلو وروڼو په وړاندې جنګوي . که چېرې د معارف او پو هنتون په کچه پراخ تعلیمي فساد نه وای شوی ، اوس به دا په زرګونو افغان بچیان زموږ په ړاندې د پردیو استخباراتو په قومانده نه جنګېدل . دلته به هم امن ؤ . بلا له خپله کوره په مخ کې را ته درول شوې ده .
اوس مهال سپورټي لوبو په افغانستان کې په رسمي او غیر رسمي بڼه دومره زور اخیستی چې آن په لاروکوڅوکې هم دکوچینیانو له دې بوختیاوو څخه سړی په آسانۍ سره نه شي تېرېدلی . کوچینیانو ته هم د ژوند اصلي محور همدا سپورټ مالومېږي او بس . نور هرڅه یې تر شا غورځولي . ځکه په سپورټي لوبو کې پیسې دي . او نور علمونه ، مهارتونه او د سواد زده کول بیا هسې د خپل وخت ضایْع کېدل ګڼي .
له دې نه ور آخوا د نور تعلیم پر ځای د فلمي ستوروجوړېدو له پاره خو افغان زلموټو او پېغلوټو بیا د آزمویښتي دورو تېرولو ته ځانونه آن یو یا دوه کاله وړاندې ثبت او راجسټرار کړي وي ، ترڅو که شیطان ور سره یاري وکړي په دې شیطاني سیالیوکې د پینځمې ، څلورمې ، درېیمې ، دوهمې او لومړۍ کته ګورۍ په بهترینوکې د داوَرانو له خوا حساب او یو تکړه اکتور یا اکترېسه ، یا هم ادأ کار یا ادأ کاره ، یا ګلوکار یا ګلوکاره ترې جوړه شي . ولې داسې مې بیا له هېچا وا نه ورېدل چې کوم افغان ځوان یا ځوانه د ساینسي ، اجتماعي ، ادبي او دیني مضامینوسیالیوته ځان درولی او اړوند داوَران ورته د بهترینو نمبرې ورکوي . تر څو له هغوی څخه هم یو تر ټولو غوره ریاضي دان ، فزیک پوه ، کېمیا پوه ، ادب پوه او ادبي او اجتماعي علومو علمبردار یا علمبر داره جوړه شي .
که له دې نه هم لږ وړاندې پام وکړو نو مُبتذل سریالونه او فلمونه د افغان بچیانو د تعلیم او تعلُم په وړاندې یوه بله ستره ستونزه ده ، چې د اخلاقي او بېسوادۍ له انحراف پرته بل هېڅ بدیل په کې نه شته .
نو اوس دا د اولیأ امورو ( حکومت )په اراده او نیت پورې اړه لري چې د خپلې ملي دندې او ذمه وارۍ له مخې د وطن بچیان څه ډول له انحرافاتو او خرافاتو څخه د تعلیم او تعلُم خواته را ګرځوي . ځکه افغانستان خو د نړۍ او سیمې په غلطو سیاستونو او جنګ جګړو کې په باروتو او غلطو غیر افغاني افکارو سره ړنګ شوی . نو د جوړېدو بدیل یې هم باید په پاخه سیاسي افغاني تدبیر ، سیاسي اجتهاد ، اړینو عصري تعلیماتو ، او سالم مدیریت سره کېدای شي ، نه په یوازې کرکټ او مبتذلو سریالونو او فلمي ستورو جوړولو باندې .
سپورټي لوبې او نور تفریحي پروګرامونه په نوره پر مختللې نړۍ کې د خپل (۲۴) ساعته ژوند په بهیرکې د یوه ټایْم ټېبل یا تقسیم اوقات له مخې په یوه معین وخت کې تر سره کېږي . نه داچې د ټول ملت بچیانو ته یوازې د سپورټ ، سریالونوکتلو او فلمي ستورو جوړېدو ذهنیت ورکړي .
کله چې دا خلک خپل پاخه عمر ته ورسېږي ، د سپورټي لوبو، سریالونوکتلو ، سندرو ، رقص او ګډاوو سیزن یې تېر شي ، نو بیا موږ او تاسې ډېر داسې کسان لیدلي او وینو یې چې په پاتې عمرکې د وخت له غوښتنو سره سم خپلې اړونده اړتیاوې د سواد د کموالي په وجه نه شي پوره کولی ، ځکه بیا لومړی نشواو پوډرو ته مخ کړي ، ور پسې غلاوې او قتلونه کوي . له مافیایي بانډونو سره لارې پیدا کړي ، نورو بداخلاقیو ته لاس اچوي او بالآ خره حرفوي مُخل د امنیت ، مضر جامعه او مشهور بالفساد ترې جوړشي ، چې دا بیا هم حکومت او هم رعیت دواړو ته ستر سرخوږی دئ . بیا ددغه ډول خلکو ژوند د ټولو هېواد والو او هېواد تباهي ده .
که چېرې دا وضع همداسې دوام وکړي ، کېدای شي چې د افغانستان اکثرا راتلونکي نسلونه دا لاره د یوه سُنت له مخې په خپل مینځ کې سره دود کړي ، او د هېواد راتلونکي نظامونه به په نورو اړوندو برخوکې خپله فلج او نورو ته به محتاج وي . بیه به یې هم راتلونکي نسلونه پرې کوي ، خو د تاریخي پړې او ملامتۍ وزن به یې د اوسنیو علمبردارانو پر اوږو باندې بار وي .