په افغانستان کې دباروتوجګړه اوذروي ټپونه
محمد انور ولید : ۱۹ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال
تېر یادونه او وروستۍ پېښې :
د افغانستان تاریخي بهیر ته یوه لنډه کتنه :
افغانستان یو داسې لرغونی غرنی هېواد دئ چې د غرونو تسلسُل یې آن د نړۍ له بام ( د پامیرله لوړو ) څخه را پیلېږي . ددې هېواد د غرني جوړښت یوه برخه د افغانستان د ملا تیر تشکیلوي چې له هندو کُش څخه د بابا د غره تر جنوب غربي لمنو پورې رسېږي . بله برخه یې د سپین غر او تور غر سلسله ده چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د سلیمان غره ترجنوبي لمنو پورې غځېدلې ده .
د افغانستان د غرونو دنګې څوکې او سر درې تل په واورو بټې او د داسې لویو او څپانده سیندونو د ذخیره وي سر چینو سبب ګرځېدلې دي چې خپله افغانستان او خوا و شا سیمو ته تل راونې اوبه ورکوي . د افغانستان خلک هم په همدغو سردرو ، دښتو او مېرو کې سره مېشت او پنځېدلي دي چې لومړی یې کلي او د کرنې ځمکې په کې آبادې کړې دي . د اوبواو ځمکو وېش یې هم د ( المرعی لاقرب القراء ) د مبارک حدیث او ملکیار غرشین د معروفه او منل شویو قوانینوله مخې په افغانستان او سیمه کې دود کړی دئ . خو که چېرې مرعی یا مالچر دښته او بېدیا وي ، نو د اړوند کلي حق تر هغه ځایه پورې کېدی شي چې په همغه کلي کې تر ټولو د لوړ غږ لرونکي کلیوال سړي خپله طبیعي چیغه تر وروستي بریده څوک واوري .
دیاد حدیث شریف معنا داده چې هر مالچر په همغه کلي پورې اړه لري کوم چې هغه ته ور لنډ وي ، او غرونه او سر درې هم د همغه چا ملکیت ګڼل کېږي او له ټولو پیداوارو او اوبو څخه یې ګټه باید واخلي چې له زیان اړوونکو سېلابونو او نورو ځمکنیو آفتونو څخه یې همغه اړوند کلي او سیمه په فزیکي لحاظ متأ ثره وي .
کټ مټ د پورته حدیث شریف په څېر د ملکیار غرشین د غرونو ، ځمکو او اوبو د وېش قوانین هم موږ ته دا راښیي چې د کوم غره اوبه هرې خواته بهېږي ، هغه د همغو خلکو حق دئ چې په ترې لاندې کلیو ، بانډو او سیموکې مېشت دي .
د افغانستان د خلکو ډېره برخه غرونو نیولې ، خوترڅنګ یې کرنیزې ځمکې ، باغداري او مالداري هم لري څړځایونه او دامداري هم لري . ځکه افغانستان د طبیعي اوبو ډېرې سترې منابع لري چې متأ سفانه تېرو افغان چارواکو دې خاورې او دې خلکو ته هغه څه نه دي کړي چې باید کړي یې وای . د افغانستان طبیعي جوړښت داسې دئ چې خپله یې د دښتو او شاړو ځمکو خړوبولو او کرکیلې له پاره دکانالیزاسیون سیستمونو جوړولو او برښنایي تولید ته لاره پرانیستې ده .
ولې متأ سفانه چې د خپلو طبیعي منابعو او څپانده سیندونو تر څنک افغانان له تندې مړه شول ، ځکه عام المنفعه آبګردان ذخیره وي ملي بندونه نه لري ، او اوبه یې خوشې په خوشې د افغانستان شمال غرب ، شرق ، جنوب شرق و جنوب غرب خواوو ته په خپل سر روانې دي ، چې زموږ ګاونډیان زموږ له اوبو څخه ناروا ګټه اخلي ، هغوی د افغانستان د بې څښتنه اوبو په ګټه او خوندونو باندې پوه دي او آن چې اوس یې دعوا هم کوي ، خپل بندونه ور ته جوړوي او غواړي خپلې اوبه او زموږ پر اوبو باندې تولیدوونکې برښنابېرته پر موږ باندې وپلوري . ځکه موږ د خپلو شمالي ګاونډیانو ، ایران او پاکستان دری واړو حرکتونه وینو چې دوی د افغانستان د اوبو خپلولو پر سرڅه ډول لانجې افغانستان ته جوړوي .
پر دې سر بېره افغانستان نورې ډېرې سر شاره طبیعي زېرمې او لرغوي توکي هم لري چې ارزښت یې ترېلیونونو او بېلیونونو ډالرو ته رسېږي .
سکندرکبیر، چنګېز خان ، ګُرګین ، انګرېزان ، روسان ، پاکستانیان او همدا اوس د امریکې په مشرۍ ټوله نړیواله ټولنه د همدې له پاره افغانستان ته راغلي چې د افغانستان طبیعي ذېرمې د ځان کړي او له جیو جغرافیکي موقعیت څخه یې د خپلو اقتصادي ، جیو پو لیټيکي او نظامي سیاستونو په برخه کې کار واخلي .
دوی ټولوتل د تاریخ په هرپړاوکې په خپل خپل وخت او موقع د افغانستان له خاورې ، هوا ، اوبو ، معدني موادو اوحکومتونو څخه د افغانستان د خاموش اکثریت پرضد تل ناوړه ګټه پورته کړې . او دا هېواد ، او ددې هېواد ټول ملي ارزښتونه یې د خپلو باروتي فیلانو تر پښو لاندې پایمال کړي دي .
د یرغمل شوي خاموش اکثریت میلیوني خوښې او قانون ته په سپکه سترګه کتل شوي او هېڅ ارزښت چا نه دئ ورکړی . د شاه محمود هوتک ، شاه زمان دُراني ، وزیر محمد اکبر خان ، افغان سید جمال الدین ، د استقلال علمبردار امیر امان الله خان ، وزیر عبدالمالک ، عبدالرحمن پژواک او داسې نورو ډېرو افغانانو په څېر د دستار تعلیم یافته سړي په دې هېواد کې لږ تر لږه له واکه لیرې ساتل شوي او یا له دې خاورې په ژوندیا مرګ باندې محکوم شوي او شړل شوي دي ، او پردیو په خپل دې عمل سره په دې جغرافیه کې د خپلونارواګټو په خاطر زموږ هېواد په کلونوکلونو د نړیوال تمدن له کاروانه په قصدي ډول وروسته پاتې نیم ژواندی ساتلی دئ .
دلته له پخوا راهیسې په افغانستان کې سیاسي جریانونه ټول دپردیو مېشتو سفارتونو له خوا د ملي روحیې پرخلاف د خپلو شومو اهدافو له پاره داسې رهبري کېدل چې لومړی یې د افغاني تفکر پر تابوت باندې د تفرق مېخونه ور ټکوهل او د ( عروة الثقی ) جریده یې لومړی له افغانستان څخه تجرید ، او بیا یې بهر په اعدام محکومه کړه ، ور پسې یې د ( حی علی الفلاح ) جریده د افغانستان په داخل کې په دار و ځړوله ، ور وسته یې د ویښ ځلمیانو تر چتر لاندې چپي او ښي اړخوګوندونو ته د دیموکراسۍ ترلسیزې پیلېدو پورې پټه وده ورکړه .
د افغانستان ملي افکار ( تعلیم او تعلُم ) یې په قصدي ډول د امیر شېرعلي خان د زمانې را هیسې په دوو برخو ( حکومتي یا رسمي تعلیم او غیر رسمي یا غیر حکومتي تعلیم ) سره بېل کړل . د تعلیم کولو ځینې مینه وال به په مکتب ، پوهنتون او مدرسه کې تربیه کېدل ، اوځینې نورو به بیا په کلیوالي جوماتونو او بهرنیو استخباراتي مدرسوکې خپلې پګړۍ( دستار بندۍ ) وتړلې ، چې همدلته د مکتب او جومات تر مینځ تربګني را پیل شوه . مکتبي او محصل له جومات ـ او چړي او طالب بیا له مکتب او پوهنتون سره بایکاټ کړی ؤ او یو پر بل باندې به یې د تکفیر ټاپې لګولې .ځکه د مکتب او پو هنتون شاګردان له هر ډول امتیازاتواو رسمي دندو برخمن وو ، اوچړي او طالب بیا پرته د کلیوالو له ټوک او شړومبو څخه نور له هر څه نه محروم وو . مکتبي او محصل ته په مختلفو کته ګوریوکې د وخت له تعلیمي نصاب سره سم د کتاب او قرطاسیې په شمول هرڅه رسېدل ، ولې جړي او طالب بیا د زاړه یونان د اناکسا ګوراس ، سقراط او افلاتون د زمانې زوړ منطق دخواست په زاړه کتاب کې چې هغه د چا خبره د امیر کروړ یا امیر پولاد سوري په زمانه کې به لیکل شوی ؤ او دوی به ټکې په ټکي هغه د قرآن دحروفو په شکل یادول او نور به هرڅه ورته کفر ښکاره کېدل ، هغه هم داسې چې لیک او لوست او یا د سیمې او نړۍ له سیاسته خو چورلټ په کې وتلي وو او بې خبره وو او دي . د قرآن او حدیثو په علم کې به هم داسې نیمګړي وو چې د مذاهبو تر مینځ به یې هم سم تفکیک او کره کتنه نه شوای کولی .
د سواد کچه به یې دومره ټيټه وه چې د فزیک کتاب به یې د کفرکتاب باله ، خو په موټر ، بایسکل او الوتکه کې سپرېدل ، ساعت په لاس کول ، لوډ سپیکر او وسلې استعمالول بیا ورته غوره ښکاري . دکېمیا مضمون ورته شین کفر معلومېده ، خو ډول ډول جامې اغوستل ، په صابُن کې د جامو پرېولل ، عطراستعمالول او نور بیا ثواب ګڼي . الجبر د جومات د ملا په نزدکفر دئ ، خو پردې باندې بیا نه دئ خبر چې حضرت علي کرم الله وجهه او محمد بن قاسم د مسلمانانوترټولوغوره او بهترین ریاضي دانان اود الجبر لومړني کاشفان وو .
همدلته ده چې پردیو استخباراتود تعلیم او تعلُم له دې عُقده یي توپیرڅخه هر وخت ناوړه ګټه پورته کړې ، محرومه برخه یې په افغانستان کې د خپلوګټو له پاره استعمال کړې ، دوی ته یې د خپلو استخباراتي ملا نماآنو په خوله د خدایتعالی سپېڅلی کتاب په غلطه ترجمه او تفسیرکړی ، ځکه ځان وژنه او د نورو مسلمانانو وژل یې چې په هېڅ کتاب او هېڅ مذهب کې جواز نه لري ـ په کې ور ته روا بللي دي . (( د پاکستان مذهبي مشرانو خو آن دا هم ور ته وویل چې: افغانستان دارالحرب ـ او پاکستان دارالامن دي . په افغانستان کې جهاد روا ـ او په پاکستان کې جواز نه لري . خو دا یې نه دي ور ته ویلي چې اخلاقي ، مذهبي او سیاسي فساد په افغانستان کې ډېر دي او که په پاکستان کې . د فساد اصلي سر چینه کوم ځای دئ ؟ د شرک او بُت پرستیو مرکز پاکستان دئ او که افغانستان ؟ ورشۍ د پاکستان موزیمونه وګورۍ چې ټول د بودا او علي جناح له مجسمو ډوک دي . ))
پردیو استخباراتو د افغانستان ټول نظامونه خپلو ملي کارونو تر سره کولو ته په آرام نه دې پرې اېښي او نه به یې وروسته له دې په آرام پرېږدي . ځکه ذيدخلو هېوادونو تل هڅه کړي چې په افغان نظام کې د انتخاباتو له لارې د خپلوګټوخوندې کولو په خاطرخپل کسان ځای پرځای کړي ـ ترڅو افغان نظام د تل له پاره له بحرانونو څخه را بهر نه شي . تل یې نظام کمزوری ، بې سواده او له کورني تولید څخه د استعماري ځواکونو د بې کیفیته صادراتي توکو د خرڅلاو په خاطر بې برخې وي . تل یو مصرفوونکی او محتاج هېواد وي . ددوی د بې کیفیته توکو د خرڅلاو یو مارکېټ وي او بس .
استعمار له یوې خوا لومړی پر افغانانو باندې پلانیزه شوي یرغلونه پیل کړل ، او له بل پلوه یې د هغوی مردمي ، نظامي ، فکري ، اقتصادي ، سیاسي او د ملي یووالي قووت په خپلو کې سره ووېشل . بیا یې په خپلو کې سره و جنګول . په لاس ورغلې وسلې او مهمات یې څه ددوی په خپلو لاسونو تخریب او له مینځه یووړل ، څه یې په خپله ترې ټول کړل ، او څه چې پاته وو ، هغه یې د نړیوالې ټولنې پر مټ ترې ټول کړل ، دولت او ملت یې ټول بې وسلې او بې واکه کړل .
اوس یې په پینځه زره کلن افغانستان کې داسې خپل سرې نا اعلان شوې پټه او مرموزه باروتي جګړه پیل کړې چې په نیمه شپه کې پر بې ګنا افغانانو باندې ژور ذروي ټپونه جوړولی شي ، د ( ۲۰۰۰ ) کیلو یي ناپلم بمونو ، کروز او پِټریټ توغندیو له استعمال څخه هم ور آخوا په زیاته کچه نیمه ناحیه او پاخه تعمیرونه له بېخه ایستلی شي ، په سوونو خلکو ته مرګ په کې ژوبلې اړولی شي ، خلک ګونګیانولی اوکڼولی شي ، د پېښې له ځای څخه ( ۵۰۰ ) متره لیرې خلک وژلی شي ، ترلسو مترو پورې ژورې کندې په ځمکه کې ایستلی شي ، خو د لانچرو تخنیکي وسیلې یې نه مالومېږي چې د غه ډول ذروي چاودنې او آزمېښتونه په ځمکه کې د لاندې په ژورو څاګانوکې د اوبوله سطحې فیر شول ، او که نه د هوا له لارې ؟ !!! . آیا په کابل کې شاه شهید سیمه هم کومه وړه یوریشیما یا ناګاساکي وه که څه ؟ ؟؟ !!! چې د شپې په یوه نیمه بجه یې په خوب بیدو بې ګناه خلکو باندې قیامت جوړکړ؟؟؟!!! ....
ما د روسانو بمبارد هم لیدلی چې دکونړد (کرهالې ) یوکلی یې له بېخه وایست چې په لسګونو یتیم ، بې کوره ، بې خپلوانو او بې سر پرسته ماشومان یې تر شا پرېښودل . خو هغه په لسګونو بمونه وو . د وردکو د سید آباد ؤلسوالۍ د حسن بېک کلی مې هم لیدلی ؤ چې په څو بمونو یې له بېخه وایست ، خو دومره تخریب یې نه ؤ کړی لکه د شاه شهید دې وروستۍ پېښې چې وکړ .
څوکاله وړاندې انګرېزانو په هلمند په کوکنارو باندې داسې کېمیاوي مواد وپاشل چې څو موده وروسته سؤ شکل اطفال په کې تولد شول . د اېبولااو سرطان ناروغۍ ور سره ډېرې شوې . همداسې فرانسویانو خپلې ذروي وسلې په کاپیسا ولایت کې استعمال کړې او ددوی په خپله خوله چې ویل یې : موږ په کا پیسا ولایت کې ( ۴۵۰۰ ) خپل عسکر په ذروي وسلو باندې ټرېنېنګ کړي . او اوس هلته سؤ شکل اطفال تولد کېږي . همداسې په هلمند کې د خامو یورانیمو توپالې ( کنجاړې ) و موندل شوې .
آخر دا ولې . د ذروي او اتومي وسلو اثرات خو له ( ۲۵۰۰ ) کالو در واخله تر ( ۵۰۰۰ ) کالو پورې پاتې کېږي نو نړیوال او سیمه ییز استخبارات بیا ولې له افغانستان سره دومره ژوره کینه او دښمني لري چې ددوی د جنګي جنایااتو بقایا تر (۵۰۰۰ ) کالو پورې له راتلونکو افغان بچیانواو نسلونو سره و جنګېږي ؟ د افغانانو دا نسلونه خو ټول د جګړو د اور خوراک شول . مالي اوځاني دواړه شتمنۍ جګړو ترې واخیستې . نود راتلونکو نسلونوګناه څه ده چې په تسلسل سره به له مینځه ځي ؟
زما له ټولو افغانانو دا غوښتنه ده چې په یو ه خوله او یوه ملي غږ سره دې په خپل هېواد کې دغې پردۍ جګړې ته نور د تل له پاره د پای ټکی کېږدي او د خپلمنځي اختلاف کلۍ او وسله دې پردیو ته په لاس کې نه ور کوي . ځکه چې د داسې بمونو غورځولو تر ټولو غوره او ارزانه لانچرې افغاني خپلمنځي اختلافات دي چې باید زموږ له مینځه ورک شي . پرته له دې څخه ددې پردۍ تپل شوې جګړي بله چاره ، بل بدیل ، بل تشخیص او بله مدوا نه شته . افغان چارواکي باید د خپلې ملي وجیبې او مسؤولیت له مخې پر دې ټکي باندې محوري رغنده ترکیز وکړي .