زموږ په ټولنه کې د سوله یْیز کار اغېزمنتیا:

محمد انور ولید : ۲۵ ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

زموږ په ټولنه کې له پخوا را هیسې د سولې ساتنې، روغې جوړې، د شخړو د حل او بدلون رسمي او غیر رسمي ادارې، نهادونه، د الله تعالی (ج) د ارشا د ا تو اود رسول الله (ص) د نبوي ملغلرولارښوونې ، افغاني روا دودونه، ټولنیزې ډلې او ثالث بالخیر وګړي موجود دي چې د وګړو او ډلوتر مینځ د شخړو په حل او سوله ییزه روغه جوړه کې کار کوي.

که موږ دنوموړو جوړښتونو اغېزمنتیا او بشپړې سولې وضعیت ته په تېرو نږدې څولسیزو کې یو ځغلنده نظر وکړو، وبه ګورو چې زموږ ټو لنیزې شخړې او اختلافات څه ډول تاو تریخوالي او جګړو ته ور داخل، اوله کنټرول او ادارې څخه ووتل، نه یوازې په کوردننه، بلکي سیمې اونړۍ ته یې پراختیا وموندله او سرایت یې وکړ. ډېرو جګړه مارو د شخړو اوجګړوصحنو( ډګرونو) ته را ودانګل. د تاو تریخوالي، جګړو او ناتار ډګرونه یې تر ډېره تاوده وساتل. ډېری میندې یې بورې، او پلرونه یې د غم او ویر په ټغرکښېنول. تاسې پوهېږۍ چې دا سې ولې وشول ؟ دا اختلافات او شخړې له کوم ځایه را پیل، او بیا په دومره لویه کشاله څنګه بدلې شوې ؟

زموږ ؤلس او واکمنو په  شخړو کې د ښکېلو خواووپه وړاندې ولې د یادو ټو لنیزو اختلافاتو او شخړو په پیل کې مناسب او وړځواب ونه وایه ؟ آیا دوی د نوموړو اختلافاتو او شخړو په پیل کې له شخړو سره د نا مناسبو کړنوله عواقبو څخه خبرنه وو، په حل باندې یې نه پوهېدل او که وېرې او ډارپسې اخیستي وو ؟

په جګړوکې ښکېلو مخالفولوریوڅه ډول ددې اختلافاتو مدیریت کاوه ؟ څه ډول یې د ځان په وړاندې حل لارې موندلې ؟ له کومو وسایْلو، روېښونو، مفاهمې، مذاکرې، زور زیاتي اوچورلټ نابودولویې کار واخیست ؟

ددې ټولو پوښتنو د ځواب په ژورتحلیل او پایله کې دا نتیجه ترلاسه کولای شو چې د تاریخي حکم له مخې له شخړو او جګړو سره مناسب چلند او معامله نه ده شوې. په ډېره سطحي اوسمبولیکه توګه یوازې د اقتدار اوصلاحیتونو او یا هم د شخصي امتیازاتو یا د واک د وېش پرسر د سولې پرضد معاملې شوې دي. د شخړو روېښ، ټولنیزعدالت اوانصاف ته چې د سولې بنسټ جوړوي کومه خاصه اوژوره پاملرنه نه ده شوې. ډېرداسې فرصتونه وو چې زموږ په ټولنه کې له هغو څخه له پخوا را هیسې سترګې پټې شوې او غفلت په کې شوی دﺉ. د هغو له جملې څخه د سولې ساتنه، د شخړو د سوله ییزحل، د مهارتونو پیاوړتیا، له تاو تریخوالي او جګړو څخه د مخنیوي له پاره په ټولنیز او حکومتي سیستم کې د مناسبو بدلونونو را مینځته کول د یادولو وړ دي.

سره له دې چې پخواني روا او معروف دودیز مېتودونه په خپل ځای کې ارزښت لري، خو په اوسنیو ډېرو حالاتوکې د نننیو شخړو وضعیت ته په کتو سره د ځواب وېیلوجوګه نه دي. له همدې کبله ځینو مهمو جوړښتونو او مهارتونو ته پراختیا او وده ورکول اړین دي.

ددې له پاره چې په اوس او راتلونکې کې له اختلافاتو او شخړو سره مناسب عمل ترسره شي، باید زموږ په افغاني ټولنه کې ریښتینی ټولنیز ثبات اوسوله تأمین شي. ځکه د سولې له پاره کارکول او سوله ییزه زده کړه، او په مناسبه توګه د هغې کارول ډېر مهم او بنسټیز رول لري.

د سولې د مسلکي پوهې تر لاسه کول د سولې د ښوونې او روزنې او سوله ییزو روزنو له لارې تر سره کېدای شي. موږ ټول په دې پوهېږو چې د هر مثبت بدلون له پاره اړونده زده کړې ته اړتیا شته، که هغه د دیني، طبي، انجینیري، کرکیلې، کلتوري،.... او نور وي.. د زده کړې عملیه د هرې سطحې د بدلون له پاره اړینه ده. خلک د اړونده دندو ( وظایْفو ) (( ځانګړیو، ټولنیزو، بنسټیزو او...))، د خپلو وړتیاوو (( ظرفیتونو )) لوړولو له پاره د ښوونې او روزنې مختلفو ځایونو او ادارو ته ورځي ترڅو د وړتیا وړ زده کړې په کې ترلاسه کړي.

تعلیمد ټولنې وګړي په خپله ټولنه، سیمه او نړۍ کې د فعال او اغېزمن ژوندکولو له پاره آماده کوي. ځکه تعلیم داسې مفاهیم، سلوک او ارزښتونه انتقالوي چې هم د یوې ټولنې د مثبت شخصیت، کلتور او هو یت ساتنه وکړي او هم د هغو د ودې او لا پراختیا له پاره هڅه کوي. د ټول تعلیم موخه (هدف ) همدادﺉ چې د نړۍ غېږې ته داسې انسانان وړاندې کړي تر څو د نړۍ او انسانیت په عمران او آبادۍ کې په اغېزمنه توګه فعاله او مثبته ونډه واخلي. تاسې پو هېږۍ چې پورتني یاد شوي هدف ته در سېدو له پاره ډېره مناسبه طریقه د سولې تعلیمات دي. د سولې زده کړې د نورو پوهنو په خوا کې او یا په ځانګړي ډول زموږ د ژوند د سوله ییز تګ لوري په ټاکلو کې ډېر اغېزمن رول لوبولی شي.

سوله ییزې زده کړې د انساني ژوند په هغو اړخونو ( ابعادو) باندې ډېر ټینګارکوي چې د انسانیت او انساني ارزښتونو ژوند په هغو پورې تړلی دﺉ. د بېلګې په توګه :

سوله ییزې زده کړې انساني کرا مت ته درناوی لري، انساني اړتیاوې څاري،د شخړو سوله ییز حل لاره لټوي، د تاو تریخوالي او جګړو مخنیوی کوي، متقابلو همکاریو ته پراختیا ورکوي، له یو بل سره په سوله ییزه توګه ژوند کوي او چاپېریال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي . سر بېره پر دې د انسانانو د فزیکي، ذهني، علمي او روحاني ودې او پراختیا په لارکې هم په بشپړه توګه هڅه کوي. سوله ییزه ښوونه او روزنه د خپلې ټولنې په وګړو او ټولې نړۍ کې د سوله ساتي جوښت، ژمنتیا روح ( سا ) ور پوکوي. خو داباید په یاد ولرو چې سوله ییزې زده کړې د دایْمي سولې د بقأ له پاره په پسته او نرمه منطقي له حکمته ډکه ژبه، په خورا تر ټولو ښه طریقه، او پوره درناوي او وقار سره د شخړې ښکېلو خواوو ته ور انتقال شي.

 

 


بالا
 
بازگشت