داچرګ خو یو مارغه دئ ، چې چا ونیو د هغه دئ

محمد انور ولید : ۲۱ ـ ۶ ـ ۱۳۹۴ هجري لکریزکال

پخوا به چې څوک په کوم اسلامي هېواد او سیمه کې د کوم قوم ، سیمې ، او یا کوم هېواد مشرټاکل کېده نو هغه به په اسلامي هېوادوکې د نخبه صحابه ْ کِبارو په څېر د اهل حل و عقد له خوا انتخاب او پر دندو به ګومارل کېدل او ټولنیز مسؤولیتونه به هم د هغوی غاړې ته د نورو له خوا ور اچول کېدل .

افغانستان هم له همدغو اسلامي هېواد یودئ . دلته هم د سلطان محمود غزنوي ، میر ویس نیکه او ستر احمد شاه بابا په څېر ټول لوی ریښتیني ملي مشران چې نړیوال نېک تاریخي شهرت یې خپل کړی د اهل حل و عقد او سالمو مشورو له لارې ټاکل شوي . افغانستان یې له بدنامیو بچ ساتلی ، هغوی دې خاورې او ددې خاورې بچیانو ته ملي تاریخي ویاړونه ور په برخه کړي دي .

هغو یادو مشرانو له پاتې ورستیو سره په واټنو لیرې توپیرونه  درلودل . علت یې دا ؤ چې هغوی په ملي روحیه ، ټینګ ایمان اوویښ وجدان خپلوخلکو اوخپلې خاورې ته خدمتونه کړي اوځانونه به یې د ملت ، خاورې او دین خادمان کڼل ، ولې وروستیوبیا په خپلوکې د قدرت او څوکۍتر لاسه کولو پر سر دپردیو په توشه او لمسون سره یو د بل ستر ګې را وایستلې ، یو بل یې له خپلې جغرافیې څخه ور باندې وشړل ، غله ته به یې ویل چې دا ځای وهه ـ او د کور څښتن ته به یې ویل چې غل درغۍ باخبر .

د افغانستان د خاورې دښمنانو به هغوی په څنګ کې ور ته وساتل او بیا به یې د ضعیفو نقطو څخه د افغانستان د نظامومو پر ضد د خپلو ناولو او شومو اهدافوترلاسه کولو په خاطرسره جنګول . چې متأ سفانه دغه لړۍ تر ننه پورې زموږ په غمونولړلې او مصیبت ځپلې خاوره کې د یوه سُنّت په توګه په لوی لاس همداسې روانه ساتل شوې ده .

که څه هم زموږ په هېواد کې د شاهزاده ګانو او شاهزاده امیرانو دوه نیم سوه کلنه لړۍ په کورني اړدوړ او د پردیو په چوپړکې تېره شوه او د سلطان محمود غزنوي ، شاه محمود هوتکي او لوی احمد شاه بابا د سترو امپراتوریو سرحدات او سیمې یې د افغانستان په هغوسردرو پورې محدودې او دخپلو هوسونو قرباني کړې چې د غرونو سلسلې یې له هندوکُش ، باباغره ، سپین غره ، تور غره او سلیمان کوه څخه را پیل شوې دي . هغه متل دئ چې وایي : ( پلار ګټلي زوی ته آسان دي .)

په افغانستان کې د شاهانو او امیرانو ملوک الطوایْفۍ او مشروطه حکومتونه هم پای ته ورسېدل . ځکه هلته هم ټولې مالي او ځاني قربانۍ د همدغه مظلوم ملت پر اوږو ور بار وې ـ خو په منقولو او غیر منقولو شتمنیو یې داسې خېټې ور پرتې او پر اقتصادي سینواو شا رګونو یې داسې خپسې تر کلونو پورې ور ناستې وې او دا غیور ملت یې د ناخوالو او بدمرغیو په اوږده خوب بيده کړی ؤ چې د هغوی عزل او نصب به تل په برتانوي هند ، تزاري روسیه ، ايران ، فرانسه او نورو هېوادو کې تر سره کېدل . عیاشي او نایټ کلپونه به هم د شاهزاده ګانو په برخه رسېدلي وو ، او وینې ، اوښکې او په تورو ځاګانو کې نامعلوم برخلیک  به د مسلمانو وطنپرستانو په نصیب ؤ . ولې هغوشاه زاده ګانو او امیرانو بیا هم د یوه حکومت په توګه د خپل ملت په وړاندې د ملي یووالي موازنه و نه ساتله . د پېلګې په توګه : سر دار محمد داؤد خان د شاهي خاندان د خپلمنځي اختلافاتو له امله چپیانو ته لاس واچاوه ، چپیانو د روسانو په دستور ښي اړخي پر داؤد خان باندې و ځپل او د لومړي ځل له پاره د افغانستان ملت په رسمي ډول په دوو برخو (ښي اړخواو کيڼ اړخو ) باندې سره ووېشل شو . ځکه چې د افغانانو تر مینځ دغه ډول عقیده وي ټکر ټولې نړۍ ته څرګند شو . 

خو په دې تېرو ځلورو وروستیولسیزو کې د افغان مشرانو عزل او نصب ټول د وارسا او ناټو په پکتونو پورې داسې ور وتړول شو چې له ګوند او ګوندي مشرانو څخه نیولې بیا آن تر هېواد مشرانو پورې ټول په پخواني شوروي اتحاد ، ایرن ، پاکستان ، بُن ، روم ، قبرس ،سعودي عربستان ، او نورو هېوادو کې د سفیرانو په سلا مشوروباندې ټاکل کېدل .

ژوندۍ بېلګه یې د داؤد خان د واکمنۍ پیل ؤ چې چپیان روسانو او افغان حکومت په څنګ کې ور سره ونیول ، او ښي اړخي یې مجبور کړل چې د پاکستان لمن ونیسي . خو منافق پاکستان د افغان زعامت له دې تشې څخه پر سؤ استفادې سره افغانان په خپله ګټه د سوټي او ډال په څېر داسې استعمال کړل چې هم یې د هغوی ملي یووالی او ملي سنګر ور ټوټه ټوټه کړ ، او هم یې خپل رقیب روس ور باندې مات او ټوټه ټو ټه کړ ، ځکه روسان ګرمو اوبو ته ترې ونه رسېد ل  ، او نه هم په پاکستان کې د روسي ټانکونو غوبل جوړ شو او پاکستان یې ور باندې بچ وساته . بلخوا د ایران آخوندانو هم پاکستان ته ورته کار وکړاو شیعه مذهبه افغانان یې پر اتو ډلو سره ووېشل او هم یې د افغان شیعه او سُني تر مینځ د مذهبي او ژبني نفاق اورونه تر دری نیمو لسیزو په دې هېواد کې پرې بل کړي وو .

اوس چې دا مهرې نورې زړې او له کاره ولوېدلې . غرب او شرق هم دواړه پر دې باندې پوه شول چې په افغانستان او سیمه کې د اېزم او رېزم ډیالوګ نور ختم دئ ، دغه ډول پروژې نورې په افغانستان او سیمه کې نه چلېږي او په یادو نومونو دداسې خلکو اکمال ، تمویل ، سیاسي او نظامي ملاتړ په سیمه او نړۍ کې ددوی ګټو ته خطر پېښولی شي . نو هغوی هم ځينې پخوانۍ افغاني مهرې په یواو بل نوم سره د واک پرګدیو پرله پسې په خپل مستقیم ملاتړ ورکښېنولې ، ځینې یې له واکه لیرې وشړلې وسلې او مهمات یې ورکړل ، او دادي موږ یې هم په خپلو سترګو وینو چې د افغان حکومت پر وړاندې یې دا څو کاله پر له پسې په متوازنه توګه په خپلو کې سره جنګوي ، ځینې یې بندیان او په قتل ورسول . خو ځینې نور یې بیا له سره را وټوکول ، د ترورېزم نوم پر طالب او داعش باندې بدل شو . مشران یې څوک په کوټه، څوک په پېښور ، څوک په قطر او څوک په افغانستان کې ور ته ځای پر ځای کړل . د جنګ سیمې او د ارتباط کانالونه وار له مخه ور ته په نښه شوي دي .

(۱۴) کاله د ترورېزم او ترهګرو په پلمه نړیوالې ټولنې دلته په افغانستان کې د ننه حضور درلود . خو په افغانستان کې ترورېزم او ترهګر ـ او په پاکستان کې د هغوی پټن ځایونه او د تمویل او تجهیز منابع د ځپلو پر ځای نور هم تقویه او پراخ شول . علت یې چېرې دئ ؟ سبب او مسبب یې څوک او چېرې دي ؟ ولې په افغانستان کې (۱۴) کاله پڅه او پر فساد ککړه حکومتولي روانه وه  ؟ ولې په پردیو نړیوالو مرستو باندې پردي پوځیان اکمال او تمویل شول ؟ ولې ملي اردو نوره هم بې وسلې شوه ؟ ولې ګټونکی جمهور ریْس ـ او بایلونکي ناکام اعلان نه شو ؟ ولې د افغانانو خپلمنځي اختلافات او د پاکستان او ایران بربنډې پوځي مداخلې نه درول کېږي ؟ ولې نړیوالې ټولنې خپلې ژمنې په افغانمستان کې عملي نه کړې ؟ د امریکا جمهور ریْس اوباما خپله وویل چې موږ په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلي یو ، نو دا د افغانستان ملي موخه په کوم سیاسي زباله دان کې واچول شوه ؟ ولې زموږ پو ځ تر اوسه پورې بې وسلې دئ ؟ ولې یې خبلې وسلې تباه او برباد او ټولې شوې ؟ ولې د افغانستان سوله په سلو لاسو شوه ؟ سوله چېرې ده ؟  د چا په لاس کې ده او ولې نه راځي ؟ د سولې امکانات د چا په لاس کې دي ؟

له دې ټولو خبرو او روانو پېښو داسې معلو مېږي چې د افغانستان د سولې ، آبادۍ او بربادۍ ریموټ د بهرنیانو او له واک څخه بهر قدرت ته تږو افغانان سیاستوالوپه لاس کې دئ . ځکه چې د پاکستان پوځې فشارونه او د ایران سیاسي لاسوهنې ، د بهرنیانو په ظاهره بې پرې سیاست او د کورنیو سیاستوالو پټ سیاسي حرکات او خبرې ټولې همزمان سره غاړه غړۍ دي .

د افغانستان د ملي وحدت اوسنی حکومت چې په حقیقت کې د کورنیو سیاستوالو د اختلافي محوراصلي مولود دئ ، نو اوس ولې ددې حکومت په کاواکه کولو او ضعیفولو کې خپلې مذبوحانه هلې ځلې کوي ؟ ولې ملي ضد ایتلافونه سره جوړوي ؟ آیا هغه مخالفتونه یې بس نه دي چې له امله یې یو وخت په ایران او کولاب کې سره پټ وو او اوس هره ورځ د هغوی له لاسه د هر افغان په کور کې د غم ټغر غوړېدلی دئ ؟

که نه نو داسې خو به نه وي چې دوی له ایران او پاکستان سره د افغانستان د حکومت پر ضد یوه خوله شوي وي ، هغوی ته به یې د یوځل بیا واک ته د رسېدوله پاره د تېرو شاه زاده ګانو په څېر د افغان اوبو ، مصرفي مارکېټونو جوړولو ، بې کیفیته مالونو واردولو ، پرکرښو او پولوباندې د سترا تیژیکو او حاکمو تقطو د پلورلو ، منځنۍ آسیا ته د ترانزیت د خوشې بې محصوله لارې ورکولو ، د افغان معادنو د غلاکولو او په افغان حکومت کې د غوښنو ونډو ورکولو پر سر  یو لړ امتیازات منلي وي ، دغه ډول سیاسي مشران به دا حکومت د خپل ځان ، پاکستان او ایران د اهدافو په واړندې خنډ بولي . ځکه خو یې یو لړ سیاسي فعالیتونه ، پټې خبرې او ایتلافونه پیل کړي او وایي چې د قدرت خلا را مینځته کېږي او موږ باید دغه خلا ډکه کړو . هغه متل دئ چې وایي : دا چرګ خو یو مارغه دي ـ چې چا ونیو د هغه دئ . خو دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت به پاتې څلور کاله وخت نور هم پوره کوي . او دوی په دې خبرو سره نور دا ویښ ملت نه شي غولولی . وروسته له څلورو کلونو به بیا ملت تصمیم نیسي چې د ې څوکۍ ته د انتخاباتو له لارې څوک راولي . دوی نور آزمویل شوي او اولادونه یې هم ملت ښه پېژني .         

 

      


بالا
 
بازگشت