د استخباراتي مالوماتود تفاهم لیک پرسر د افغانانو وسوسې
محمد انور ولید : ۲ـ ۳ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال
د ملي امنیت او ( آی اس آی ) تر مینځ د هوکړه لیک پر سر د افغانانو غوغا د څه له پاره را پورته شوې ؟
دا هغه پوښتنه ده چې ډېری افغانان یې په شک کې اچولي دي . تېره اوونۍ د پاکستان د استخباراتو ( آی اس آی ) مشر د افغانستان د ملي امنیت له مشر سره د امنیتي پېښو او جدایې غوښتونکود مخنیوي په تړاو له یو بل سره د امنیتي مالوماتو شریکولو په موخه یو سند لاسلیک کړی ، چې جزْیات یې د رسنیو له لارې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د پوځ له آدرسونوڅخه هم خپاره شوي دي .
خو د دې سند غبرګون په ټول هېواد کې د هغو افغان رسنیوله لارې خپور شو چې تل د ملت په زړونوکې وسوسې ور اچوي . له دوی څخه ګیله هم نه شته ، ځکه دا ددوی پخوانی عادت او ور سپارل شوې دنده ده .
د پارلمان ځینو وکیلانو او د افغانستان د ملي امنیت دوو پخوانیو مشرانو هریوه امرالله صالح او اسد الله خالد یې په اړه غبرګونونه وښودل ، د پارلمان وکیلانو خو ددې هوکړه لیک وضاحت له ملي امنیت څخه وغوښت ، خو امرالله صالح او اسد الله خالد دواړو بیا دا یوسترملي خیانت وباله او زیاته یې کړه چې تر ډېورنډ کرښې هم ددې سند لاسلیکول خطر ناک دي او موږ هېڅکله هم داسې ننګین سند له خپل دوښمن پاکستان سره نه دئ لاسلیک کړی . خو ملت ولې لا تر اوسه پورې د ملي امنیت دغه پخواني چارواکي نه دي پېژندلي چې آیا په ریښتیا دوی د پاکستان دوښمنان دي اویا پاخه دوستان ؟
په چاپې او برښنایي رسنیو کې هم ددې سند دلاسلیک کولوپه اړه ځینې مقالې خپرې شوې چې د خلکو پام یې ځانته ور اړولی دئ . حکومت هم تر یوه بریده ددې سند د لاسلیک کولو په اړه خپل مالومات له خپلو اتباعو سره شریک کړي . خو د خلکو اندېښنه لا هم پرځای ده . ځکه د مخه چې له امریکایانو سر ه کوم امنیتي تړون لاسلیک شوی ، اوس د هغه اته میاشتې په پوره کېدو دي ، خو د مرګ ژوبلو او انتحاري بریدونو خونړۍ لړۍ لا هماغسې په زورکې روانه ده .
بل خوا په افغانستان کې د امریکې پخواني سفیر زلمي خلیلزاد هم ددې سند په اړه خپلې څرګندونې وکړې او د افغانستان تېروتنو ته په اشارې سره یې وویل چې : ما دا سند نه دۍ لیدلي او پر جزْیاتو یې هم خبر نه یم ، خوکه چېرته دا سند همداسې لاسلیک شوی وي لکه چې د رسنیو له خولې اورېدل کېږي ، نو دا بیا د افغانستان پر زیان ده ځکه پاکستان هېڅکله پر خپلو وعدو باندې ثابت نه دئ پاتې شوی . کېدی شي چې پاکستان ددې خبرو تر شا کوم بل کار تر سره کړي . ځکه زه چې کله په افغانستان کې د امریکې له خوا سفیر وم ، ما له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلې مه کوۍ ، هغوی په بار باتر ماته ویل چې موږ هېڅ ډول مداخله په افغانستان کې نه ده کړې ، خو کله مې چې په دې وروستیو کې د پروېز مشرف له خولې بیا خپله واورېدل او ویل یې چې موږ د طالبانوملاتړکاوه . نو اوس هم کېدای شي چې پاکستان خپل ځان د طالبانواو القاعده د روزلو ، تمویل او تجهیز له تورونو خلاص کړی وي ، ځکه اوس یې هغوی افغانستان ته را واړول . هغه وخت یې هم د طالبانو د مخنیوي په نوم پیسې پرې تر لاسه کولې او اوس به یې هم پرې اخلي .
امریکې دا مهال د نړیوال جنګي او اقتصادي سیاست لاره خپله کړې ، غواړي چې ایران د روسانو له ملګرتیا څخه د ځینو امتیازاتو په ورکولو سره را بېل کړي ، چې له دې سره کېدای شي امریکه به د ایران اتومي پروګرام د یورانیمو له لارې ور ته غني کړي ، خو ایران ته د افغان طالبانو د پلاوي ور تلل بیا په کومه مانا دي ؟ د داعش او امریکې پر ضد ، او که ددغه سیاسي مصنوعي ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې د نفوذ پیدا کولو او په سیمه ( عراق او سوریه ) کې د افغانانو د جنګولو له پاره ؟ بلخوا داسې برېښي چې امریکا به ښایي خپلو موخو ته تر رسېدو پورې په عراق ، سوریه ، یمن ، لېبنان ، افغانستان ، آذربایجان او ځینو نورو سیموکې د ایران د نفوذ او پراختیا غوښتنې ملاتړ وکړي . خو بیا به دا تسلسل هم پرې قطع کړي ځکه چې هندوستان یې په ظاهره له ایران ضد اسراأیلو سره په یارانه کې اچولی . عربې شېخان یې په خپل څنګ کې ور سره ساتلي .
د منځنۍ آسیا هېوادونه بیا د مقبوضه کشمیر په څېر د امریکې او روسیې تر مینځ یوه اختلافي سره کرښه جوړه شوې . اوانګلیسانو ته یې د پاکستان له لارې د خپلې جنګي او پلان شوې پروژې د عملي کېدوسپارښتنه کړېده ، ځکه خو القاعده او طالب اوس دواړه د پاکستان له لوري افغانستان ته د هېرویْینود فابریکو په څېر را واړول شول . له بل پلوه انګلیسان په خپله دغه نړیواله لوبه کې له افغانستان څخه پاکستان ته تر شک وتلې ډېره ترجېح ورکوي . افغان حکومت ، د افغانستان خاوره او ملت هم دری واړه د (۱۳) کلن ملي فساد له امله دا مهال د نړیوالو اوسیمه ییزو ژرندو تر تیږو لاندې د خپل نامالوم برخلیک شېبې او شپې شماري . ولې بیا هم ؤلسمشر اشرف غني ویلي چې (( زموږ خاوره د هېڅ لیرې او نږدې ګاونډي پر ضد نه شي استعمالېدلی ، په افغانستان کې جګړه پردۍ او پر موږ باندې تحمیل شوې ده )) . د افغان ؤلسمشر ددې خبرې یوښکاره ثبوت دا دئ چې څه وخت وړاندې د پاکستان یوه پخوانیو چارواکي پروېز مشرف په خپله ژبه اقرار وکړ چې : موږ د طالبانو ملاتړکاوه . له دېنه داسې مالومېږي چې طالب ، القاعده او دا نور پساوند نومونه ټول بوه پردۍ پروژه وه چې په پاکستان کې جوړه ، تمویل او تجهیز شوه او افغانستان یې ور ته د جګړې او خپلو تطبیقاتو له پاره سنګر وټاکه .
خو بیا هم حکومت د افغانانو مسؤوله مرجع ده . باید په مسؤولانه ډول د ناوړه تاریخي پېښو دمخنیوي په اړه ځینې ستونزې خپله له منځه یوسي ، او د ځینو سترو ستونز د هواري په اړه له خپل ملت سره تر یوه بریده خبره د وضاحت له پاره شریکه کړي ، ځکه په ټولو ملي مسایْلو کې پرته له کورنۍ رغنده سلا مشورې څخه ډېرې وړې ستونزي هم ډېرې سترې خرابې تاریخي پایلې لرلی شي . په دې اړه باید حکومت په خپلو مشاورینو باندې له سره غور وکړي . چېرې نه چې بله ورځ ټوله تاریخي ملاتیا او پړه د اوسني دولت پر غاړه ور ولوېږي .
له پاکستان سره د خپلو ملي ګټو تر لاسه کولو په خاطرد خپل دوښمن په وړاندې د مالوماتو شریکول کومه ګناه نه ده . د افغان دولت کورني او بهرني مخالفین دې په ناحقه له ( فاقبولوا هم )څخه په لوی لاس ( فاقتولوا هم ) نه جوړوي . ځکه خبره واضېح ده . په سندکې د بېلتون پالود منخینوي په اړه ددواړو هېوادو تر مینځ د مالوماتو شریکولو خبره راغلې .
اوس باید دا خبره واضېح شي چې دا بېلتون پال څوک دي چې له هرې خوا ددې نوم له یادلو سره مخالفتونه را وپارېدل ؟
که چېرې دغه بېلتون پال په ( اي ) ، ( بي ) او ( سي ) پلانونو پورې تړلي عناصر وي ، نو دا خو بیا د نړیوالو او سیمه ییزو توطیؤ د هغو پردیو پلانونو لړۍ ده چې ددې پلانونو د تطبیق په نتیجه کې د افغانستان ، پاکستان ، د منځنۍ آسیا هېوادونه ، منځنی ختیځ اود عربې نړۍ د هېوادونو تجزیه او توکړې کېدل د ژبې ، قوم او مذهب پر بنا شامل دي . چې په هغو کې بلوڅ بېلتونپال لوی بلوچستان ، کردان لوی کردستان ، پنجابیان لوی پنجاب ، لره پښتونخواه لوی پښتونستان ، د شمال تاجکان لوی تاجکستان او د افغانستان ځینې شیعه مذهبه عناصر اسماعیلیه دولت غواړي . او دا بیا د افغانستان د ملي وحدت پر ضد یوه توطْیه ده ، چې د خنثی کولو ذمه واري یې ددولت دنده ده . او باید د ملي یووالي اوملي ثبات د ټینګښت له پاره دغه ډول ملي ضد توطیْې او حرکتونه له هرې ممکنه لارې څخه خنثی او مخنیوی یې وکړي . که هغه د کلېنټن پلان وي یا په لوی بدخشان کې د آغاخان چهارم پروژه .
افغانستان یو واحد ملت او یوه واحده جغرافیه ده . د ملي وحدت حکومت دنده او تاریخي ذمه واري پرغاړه لري چې د تاریخ په دغه حساس پړاو کې د دې ملت ملي یووالی او خپله تاریخي او له ویاړونو او حماسو ډکه جغرافیه وساتي .
تر اوسه پورې خو ؤلسمشر غني په افغانستان کې د انارشۍ او پاچاهي ګردشۍ ( ۱۳ ) کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود ، په نظام کې یې د بېخپوره اصلاحاتو راوستو پر اساس د اداري او مافیایي فساد مخه ونیوله . د هغوغلو لاسونه ور وتړل شول چې د زرګونو معلمینو او عسکرو په نامه به یې تنخواګانې په خپلو جیبونو کې اچولې ، خپلسري قراردادونه به یې له بهرنیو دونرانو سره کول ، خو معلم ، عسکر او د ښه کیفیت موادو به درک نه درلود . د هرات ، فراه ، کندهار ، خوست ، کندوز او نورو ولایتونو ملوک الطوایْفۍ یې ور ړنګې کړې .
د عزل او نصب پر دستګاه ( د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون ) باندې کار روان دئ . پر ځینو رسنیو باندې د تور تمویل تورې سرچینې ور وچې شوې . د والیانو او قوماندانانو سهامي شرکتونه نور ختم شول . د افغان سوداګرو پر مخ د سیمه ییز ترانزیت دروازې پرانستل شوې . له ګاونډیانو سره د تفاهم له لارې یې د قاچاق دروازې تر یوه بریده ور وتړلې . د مافیایي او فساد پېشه بانډونو ځینې سر حلقې په زندانونوکې ولوېدلې ، ځينې په دار وځړېدل او ځينې نور بیا و تښتېدل . له دېنه داڅرګندېږي چې د داسې تفاهم لیکونو مخالفین په اصل کې همدغه د (اې ) ، ( بي ) او (سي ) پلانونو د عملي کېدو غوښتونکيۍ خلک دي چې کله دا پلانونه په خطر کې وویني ، دوی یې زغم نه لري ، خپل ځانونه او خپلې ګټې په خطر کې ویني . دوی په اصل کې د استعمار د نقشوتطبیقولو لوبغاړي او ممثلین دي . ځکه خو دولت نه د انتخاباتو د کمېسیون او اداري سیستم اصلاح کولوته پرېږدي ، او نه یې هم د مافیایي دروازو تړلو ته .
خو ملت باید په پټو سترګو د هر چا له پُر و پاګنډو ډکه خبره ونه مني . حقیقت ته دې خپل پام ور واړوي ، ځکه د رسمي تصمیم نیولو په مرجع کې ملت شتون نه لري ـ اوخود غرضه خلک د خپلو شومو اهدافو له پاره د خپلو حریفانو خبرو ته هسې پرداس او هوا ورکوي ، چې هغوی اوس ټول د افغانستان خبیرو خلکو ښه پېژندلي دي .