امریکې ته د ؤلسمشر او اجرأیه ریْس سفر او د افغانانو هیلې
محمد انور ولید: ۸ ـ حمل ـ ۱۳۹۴ همري لمریز کال
ؤلسمشر اشرف غني او اجرأیه ریْس عبدالله عبدالله په داسې وخت کې د امریکې متحده ایالاتو ته خپل سفر وکړ چې له یوې خوا د دوی دواړو له پلوه له ملت او نړیوالې ټولنې سره ژمنه شوې وه چې په هېواد کې به سوله راولي ترڅوعامه دایْمي ډاډ من امن راوستو ته پرې لاره پرانيزي ، اداري اصلاحات به راولي ، ترڅوپرمټ یې د هراړخیزه اداري فساد مخه ونیسي ، اقتصادي ودې ته به د کورنیو زېربنایي پروژو په جوړولو سره د سیمې او نړۍ دروازې پرانیزي ، له ګاونډ یانو سره به مُحطا تا نه ـ او له نړۍ سره به دوستانه دیپلوماتیکې اړیکې ساتي .
اوس چې ؤلسمشر او اجرأیه ریْس دواړه امریکې ته ورغلل ، هلته یې د امریکې له خارجه چارو وزیر، د ناټو له مشرانو ، د امریکې له ؤلسمشر او د امریکې د سنا له مجلس سره وکتل، ؤلسمشر اشرف غني د افغانستان ورپېښې ستونزې د امریکې او ناټو له مشرانو سره شریکې کړې ، د افغانستان خلکو او ټولې نړۍ هم ولیدل چې هلته په امریکه کې د افغان ؤلسمشر ډېر تود هرکلی وشو ، د افغانستان د ښه مشر خطاب یې ور ته وکړاو جایْزه یې ورکړه . ؤلسمشر د افغانستان د امنیت او د افغان پوځ د تمویل ، تجهیز او ټرېنېنګ په اړه اند ېښنه وښووله او له امريکې او ناټو څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکې ، افغانستان ، او نړۍ ګټې او زیانونه ټول سره شریک دي ، او زیاته یې کړه : داعش په افغانستان کې حضورلري چې دا مهال د افغانستان امنیت او د امریکې او نړۍ ګټو ته زیات خطر دئ ، خو که امریکه او نړۍ د افغانستان تر شا ودرېږي ، پوځي او مالي ملاتړ یې وکړي ـ افغانستان به د داعش په قبرستان باندې بدل شي ، په افغانستان کې به سوله او ثبات را مینځته شي ، دیموکراسي به وده په کې وکړي ، افغانان به خپله ددې جوګه شي چې په خپل هېواد کې امنیت او ثبات وساتي .
د امریکې جمهورریْس باراک اوباما او ناټو سرمشریزې د ؤلسمشرغني ددې وړاندیزونو او خبرو هرکلی وکړ، په منطق برابراومعقول وړاندیزونه یې ومنل او د خپلوعسکرود پاتې کېدوموده یې په افغانستان کې نوره هم داسې وغځوله چې کانګرس هم داوباما پرېکړه وستایله .
خو اوس له یوې خوا د امریکې په مشرۍ نړیواله ټولنه ـ او له بله اړخه خپله افغانان د افغان ؤلسمشرکړو خبرو او ژمنو ته په تمه دي چې د عمل جامه به څه وخت ور واغوندي . ځکه د نړیوالو او امریکایي مشرانو شرط داؤ چې باید په افغامنستان کې اصلاحات راشي ، اداري فساد له مینځه ولاړ شي ترڅو ددوی د مالیه ورکوونکو پیسې او د عسکرو قربانۍ یې لکه په تېرو دورو کې هسې خوشې په خوشې ضایْع نه شي . همداسې افغانان هم د ؤلسمشر د دې سفر پایلو ته سترګې په لار دي ، ځکه چې له یوې خوا د افغانستان اړیکې له امریکې سره لږې تتې ( پیکه ) شوې وې ـ اوله بل پلوه دوی د نا امنیو ، بې عدالتیو او اداري فساد له لاسه ترسپنګو پورې راغلي دي . بېکاریو ، بې روزګاریو ، خواریو ، در په دریواو ناخوالو پر له پسې ځپلي ، چې نور یې د زغملو توان ورسره نه شته .
او درېیم فکتور یې هم د ګاونډ یانواو د سیمې د ذید خلوهېوادونواوحریفومتقابلواقتصادي سیالیو دئ چې ؤلسمشر په دې اړه د خپلو ګاونډیانواو د سیمې د نوروهېوادونوپه وړاندې د خپل هېواد د سولې او ټیکاو په خاطر څه پلانونه او کومې لاسته راوړنې له ځان سره لري .
پاکستان خوپه خوله له افغانستان سره همکاري اعلان کړې ، خو په عملي ډول لا هم په افغانستان کې د امنیت اوناامنیوترمینځ ډېره فاصله پرته ده ، ځکه چې اوس هم پرافغانستان باندې توغند یزاو ترورېستي بریدونه دوام لري او د سولې پروسه لاهم د خطر د کندې پرژۍ ولاړه د ه .
مخکې ترکیې ، قطر، سعودي عربستان او چین د افغان سولې او ټیکاو په اړه د مرستې غږ کړی ؤ ، چین خو د افغان سولې په اړه آن کوربه توب هم منلی ؤ ، خو اوس چې د عربې نړۍ سیاسي او نظامي وضعې ته ګورو ـ لید ل کېږي چې ځينې عربې او د خلیج هېوادونه په عراق او یمن کې په سیاسي او نظامي برخو کې عملاً داسې سره ښکېل دي چې یو بل ته اخطارونه سره ورکوي چې کېدای شي له دې وضعې سره په مذهبي او ستراتيژیکي لحاظ په عربي نړۍ کې جګړه نوره هم توده او خوره شي .
نو که چېرې جګړه په عربې نړۍ کې زور واخلي ، د افغانستان پرسوله باندې هم مستقیم اغېزکولی شي چې بیا یې دیپلو ماتیکي اړیکو جوړولو ته له سره نویو هڅو ، نویو پلانونو ، نویو پانګو او نویو لارو چارو موندلو ته اړتیا لیدل کېږي .
خو هغه مهال به هرڅه بد ل ـ او جګړو به نوې بڼه ، نوي تاکتیکونه اومهارتونه خپل کړي وي ، د سیمې استخباراتو به نورې ځالې هم په افغانستان کې جوړې کړې وي ، ټول فرصتونه به زموږ له لاسه وتلي وي ، د مرګ ژوبلو اوبه به زموږ پرسر را اوښتې وي ، افغانان او د افغانانو شتمنۍ به د سیمې او نړۍ د نهنګانو خوراک وي ، ؤلسي او نړیوال باوراو ملاتړ به مو له لاسه ور کړی وي ، خو افغانستان به لاهم د فیل په غوږ کې بیده وي .
په داسې حال کې چې د پاکستان مذهبي او اقتصادي اشترېنګ په عربي نړۍ کې ـ او سیاسي اشترېنګ یې د نورو هېوادو په لاس کې دئ . نو بیا به له امریکې څخه پرته بل څوک پاکستان دېته را مات کړي چې افغان سولې ته که په صداقت نه وي ـ د زور له لارې غاړه ور باندې کېږدي . او داکار امریکه پر پاکستان باندې منلی او عملي کولی شي چې د اقتصادي مرستو پروژه یي ویالې ور باندې پارچاوې کړي ، په سیمه کې پر خپلو دوستانو ( سعودي عربستان ، قطر ، او ترکیه ) باندې په ټینګه ومني چې له پاکستان سره دې په مذهبي او اقتصادي تړاو نورې مرستې ترهغو پورې نه کوي ـ څو چې افغان سولې ته یې په ريښتیا او عملي توګه را وړاندې کړي .
پرته له دې بله لار او بل بد یل هم نه لري . ځکه زموږ په هېواد کې نا امني د پاکستان له خوا یو داسې مولود دئ لکه په وجود کې د خبیثه سرطان دانه ، چې هرکله د تسلیخ پروخت د پرېکولوچاړه ور رسېدلې ، ور سره جوخت یې لکه په اوبو کې د پطرولو اورپه ډېر لږ وخت کې د وجود ټولو برخو ته سرا یت کړی . درد او مرګ یې شته ـ خو دارو درمل یې نه شته . همدا لامل دئ چې تر نن ورځې پورې افغانستان پرته له درد او خوار ځواکۍ څخه روغه ورځ په سترګو نه ده لیدلې .
که نه نو په دغه یوه ځولۍ کورنیو او بهرنیو ژمنو سره ړنګ افغانستان نه جوړېږي . ځکه که په یوازې ژمنو او خبرو سره دا ړنګ افغانستان رغېدلی ، نو اوس به په دغه (۱۳) کلونو کې د یا د ګار څلي ترې جوړ شوي وای .
افغانستان د پراخ بنسټه پلان او نقشې له مخې په باروتو سره ړنګ شوی ، اوس به د پراخ بنسټه پلان ، نقشې او ملي سترا تيزۍ پرعملي کولو سره له سره په تخنیکي لحاظ رغېږي ، چې پرته له اصیلوخود جوشه افغانانو یې عملي کول او رغول ګرانه خبره ده . ځکه هغه متل دئ چې وایي : په پردي لاس لا مار مه وژنۍ . سوله خو مار هم نه دئ چې افغانان یا بل څوک وچيچي ، بلکې سوله یوه داسې مُد وا ده چې د خبیثه جګړې خبیثه سرطان هم له مینځه پرې وړل کېدای شي . نو بیا ولې افغانان په خپلو کې د سولې ابتکار په لاس کې نه اخلي . ځکه زموږ په هېواد ، سیمه او نړۍ کې سوله د ټولو نېکمرغیو ، او نا امنۍ او جګړې د ټولو بدمرغیو مور ده . افغانانو سولې ته خېمه وهلې ، لاس تر زنې ناست دي ، تر څو سوله راشي او هېواد یې له جګړو پرې خلاص او دوی په خپلو کې سوکاله ـ هوسا او بسیا ژوند یو د بل تر څنګ سره وکړي .