عبدالقیوم

طالبان او کابل:

 

 کابل ربانی،سیاف ،مزاری ،اکبری،انوری ،محسینی ،ګلبدین اونورو جنګی ډلو ترخپلومنځونو  نه یوازی سره ویشلی و بلکی نړول سوی ،چورسوی اوبی عزته کړل سوی و. دهرډول غلوپه امن ځای یی بدل کړی و.

پاکستان هغه پاکستان چی دافغانانو دسر،مال اوناموس دښمن هیواد دی.پاکستان ولیدل چی ددوی روزلي او را استولی غله نورستړی او ماړه سول،هغسی چی اول یی دبادار پلانو تطبیق کول اوس هغسی ندی .

 نویی دخپلو دغو نا اهله اولادونو دځپلو اوخپلو ګټو دخوندی توب دپاره نور زیږولی چیچان دخپلو ځالوڅخه راوالوزول چی هغه طالبان وه.

 څه وخت چي طالبانودجنوب اوشرق څخه پرکابل دغلبی په نیت سروبی ولسوالی ته راورسیدل،شمالی ټلواله دملاربانی ،سیاف،مسعود اونورسره په شپه کی لاسنګرونه اودفترونه تورپری ایښی وه. دشمال پرلور تښتیدلی وه.

 کابل و طالبانو ته بېله جنګ او جګړې تش دفترون اوخالی نظامی قرارګاوی په لاس ورغلی. زه هلته په کابل کي وم او هر څه مي د سر په سترګو وليدل. زما ښځه مريضه وه. د جمهوريت په روغتون کي يوه ورځ مخکي تر دې چي جګړه ماران د کابل څخه وتښتي عمليات سوې وه.

زه د شپې و کور ته د روغتون څخه راغلم زوی بری جان او د کاکا ښځه مي د مريض سره په روغتون کي وه. شپه تېره سول سهار کله چي د کور څخه را و وتلم و پوهېدم چي حالات بل ډول دي زما کور د خيرخانې کوتل ته نژدې دی.

 چي ګورم، رباني وال، مسعودوال او سياف وال ټول په موټرونو کي د خير خانې تر کوتل اوړي او د شمال پر لور کوچ کوي. هر څه يې بار کړي دي. د ښار و خوا ته موټرونه نه ځي. خلک هم د ښار پر لوري نه ځي.

 ټول له ښاره راوزي نو مي پوښتنه وکړل چي څه خبره ده هر څوک وايي (طالب آمد) زه مجبور وم چي ښار ته ولاړ سم ځکه ښځه مي عمليات سوې په شفاخانه کي او هغه هم په ريکوري کي پرته ده. زوی او د کاکا ښځه مي هم هلته ده.

نو پر بايسکل د ښار پر لوري د تايمني پر سړک روان سوم. د رباني د حکومت ډلي نور پر پښو د خيرخانې پر لور ډلي ډلي په عجله سره ځغلي او يو زه يم چي مخ پر ښار ځم کله چي د حاجي يعقوب څلور لاري ته ورسېدم نور نو هيڅوک نسته ټول ښار تور ( دسړوخالي) سوی دی.

 د کورنيو چارو د وزارت مخته تېر سوم په ټول وزارت کي څوک نه وه دروازې خلاصي پاته وې. کله چي روغتون ته و رسېدم يوازي څو هغه مريضان چي تلای نه سوای او سخت مريضان وه پاته وو. نور ټول د روغتون څخه تللي وه.

 پيره ميره نه وه دوه ډاکټران چي هغه هم پښتانه وه و دغو عاجل مريضانو ته پاته وه. کله چي زه ور و رسېدم ډاکټران ډېر خوشحاله سول. دوی فکر کوی زه کندهاری يم. ږيره لرم بس نو حتمي طالبان پېژنم.

په دغه ورځ او ورپسې شپه کابل آزاد و، نه جګړه ماران او نه طالبان وه. دا بله ورځ غرمه يو جيپ روسی موټر او يو ډاډسن موټر پيدا سول چي ټول لس نفره پکښي سپاره وه او سپين بيرغونه يې درلودل.

څوماښام ته څوتنه طالبان کابل ته را و رسېدل. فکر کوم يوه هفته په ټول کابل کي اضافه تر پنځوسو نفرو طالبانو زيات نه وه.

په سبا بيا کابليان بېچاره ګان په ځانو پوري حيران وه چي څه وکړي. ږيري خريل د نارينوو لپاره، د مخ لڅول د ښځو لپاره د کفر سره په يوه ترازو کي تلل کېدل. تلويزيونونه او ټايپونه لس په روپۍ هم څوک نه اخلي.

 ځکه د طالبانو له لوري  پرموسقی اودموسقی پر الاتود اعدام فيصله راوتی وه. نو د دغه اعداميانو پټول او ساتل په کور کي د قانون خلاف او د اسلامي امارت سره د مخالفت مانا لرل. ساتونکی او استعمالوونکـی يې بايد د شريعت مطابق جزا لیدلی وایی. ساز او سرود د کابله کډي بار کړې، رباب، تبله، ډهل، تمبور، آرمونيه خو ټول په دار وځړېدل.

هغه خلکو چي په ښار کي د تلوېزيوني فيتو خرڅولو او د ټايپ د فتو خرڅولو دوکانونه درلودل ټول وتړل سول. د سلمانيانو دوکانونه وتړل سول. سينماګاني وتړل سوې، ښځي د کار او مکتبو څخه راوګرځېدې هوټلونه او کافي ګاني چي د ځوانانو د ناستي او موسيقي د اورېدو ځايونه وه وتړل سول.

 لنډه دا چي د خلکو څخه نيم ژوند په نوم مجاهدو اخیستۍ و او څه پاته طالبانوځیني واخيست. د پکول ځای لنګوټو ونيوی تور او سپين پاج په بازارو کي ورک سو او که به چيري هم پيدا سو په ډېره لوړه بيه به خرڅېدی.

 د خوليو بازار ګرم سو. دا ځل نو د سپين بيرغ نوبت دی. هر ځوان ټوله شپه په کور کي هنداري ته د لنګوټې په تړلو او زده کولو مصروف سو. هر کابلي ځان مجبور بلی حتا خپل تر منځ به يې هم پښتو خبري کولې.

 سره له دې ټولو خبرو اورېدلو بيا هم خلک خوشحال وه په دې چي اميد يې درلودی آينده ته ځکه ځينو خلکو په ډېره پراخه پيمانه دا خبري کولې چي امريکا د طالبانو تر شا ولاړه ده.

ظاهر شاه منتظر ناست دی ودرېږئ نن راځي. او سبا راځي. خو د هري ورځي په تېرېدو خلک خپه کېدل ناراضه کېدل. پاکستانی (I S I) چي په طالبانو کي پر قدرت و، پر خلکو باندي هر ډول ناروا ظلمونه کول. د خلکو او ښځو تهديدونه، وهل، بندي کول، پيسې اخيستل ملي تعصبو ته لمن وهل. هر ډول بېکاره خلک خپل په ليکو کي جذبول، د پښتنو تر نامه لاندي د نورو ملتو سره بده رويه دا هر څه يو عادي او د ورځي کار سو.

ډېر خلک او ځوانان به يې وړي او وژلي وي چي زه يې نه پېژنم هغه چي زه خبر وم او د کندهار د ولايت اوسېدونکي وه په يوه ورځ اوولس (۱۷) نفره حفيظ مجيد او اميرمحمد آغا يا اميرماد آغا تر وهلو وروسته د چمتلي په دښته کي مړه کړل. چي د څو نفرونو نومونه يې دا دي.

۱- ښاغلی محمد اسماعيل خان، سنا تور يا ولسوال صاحب د ارغنداب اوسېدونکی.

۲- ښاغلي معلم صاحب حبيب الله خان.

۳- د خان محمد قومندان ورور فيض محمد.

۴- منصور قومندان د بولدک د ولسوالۍ اوسېدونکی.

او د نورو نهو نفرو نومان مي نه دي زده ټول د کندهار خلک وه.

۱- په کندهار کي يې مديرشيرمحمدخان د سپېروان د کلي اوسېدونکی.

۲- محمد داؤدخان د کندهار د عالي دارالمعلمين مدير د ميوند اوسېدونکی.

۳- محمد ظاهر (سوله مل) د هلمند د نوزاد د ولسوالۍ اوسېدونکی.

او په لسهاوو نور د پوهي خاوندان مړه کړل.

اساساً د افغانستان سره د (I S I) دښمني همدغه وه چي د وطن پوهه لرونکي مړه کي او هيواد د ناپوهۍ په ګدام او ځای بدل کړي. او دا دی تر اوسه هم (I S I) لاس نه اخلي او پر اوضاع مسلط دی.

موږ پښتانه بيا په خاص ډول کندهاريان چي هلته په کابل کي اوسېدو تر هغو چي پښتانه نه وو. زيات د دغسي وضعي او حالت په ليدو زورېدو. ځکه زموږ سره د قوم ژبي، مليت، ولايت، او منطقې خبري نه وې.

موږ هر چا ته د مسلمان او افغان په سترګه کتل. د طالبانو په هره غلطي موږ شرمېدو.

 

 


بالا
 
بازگشت