فاروق فردا

 

 

دحضرت وهریز د څو شعرونو پښتو ژباړه


ژباړونکی :فاروق فردا

دهېواد د وتلي شاعر او لیکوال ، حضرت وهریز د اتو لنډکیو او دوو لنډو شعرونو پښتو ژباړه.
حضرت وهریز  اند او ښکلا ته په  شعر کې  بې جوړې اوډون ورکوي.دې له هغه وخته چې د هایي کو  او  روسې شعر موخیزو خواوو سره  له نږدې آشنا  شوی دی لنډ شعرونه لیکي،دده هدف دادی چې په شعر کی اضافات لاره ونه مومي او تر دې پر  خپلې خبرې ټینګار کوي چې حتی شعر ته د سرلیک ټاکل هم کله کله اضافي کار بولي .
دادی دده دشعرونو څو نمونې دپښتو شعر درنو لوستونکو ته وړاندې  کوم.البته د شعرونو فارسی یا اصلی متنونه هم په پای کې راغلي دي.


 

۱ شعر
======
دا دیوې شپې سپوږمئ
ټوله هستئ یې ده نغاړلې،
په یوه موسکا کې.
«»«»«»«»


۲ شعر
----------
پرېږدم چې لاړه دې شي
دا د سپوږمئ ټیکله
3-
زما په شعر کې یې ځای ونه مونده.
«»«»«»«»


۳شعر
-------
سږکال،
را آړوومه ستنې
 
د تا دسترګو د نظر لورې ته.
د عالمونو د ناموس ښیښه پر ځمکې ږدمه
 
چې زما و ستا ګډه لامبو به یې بې لارې کړله.
سږکال د خپلو د چڼچڼو،
مسېدل ډېره آورو
دخبرونو تر سرلیکو پورې.
او نړئ سږکال ګرځوو د خپلو ستنو سره ،
 
سږني کاله څخه.
«»«»«»«»


4
شعر
-------------
کلیزه نوې نوې،
خو ستنې ګرځي ،
لا پخوانو لارو کې.
«»«»«»«»


5
شعر
------------
اوس ان پر دې پوه نه یم ،
چې ته د لمر په چاپیریال کې له کوم ځایه ګرځې؟
اوس ،
د وخت او ځمکې د څلورو خواو،
شپږو اړخونو څخه
دعا له یاده باسم.
دټولې ځمکې او زمان د برخلیکونو اندیښمن یمه زه .
ددغې ځمکې اوس پر هرې ګوښې
د اسماني ډبرې ،
دراولېدو اندیښمن. 
د«غور» پر لارې دموټر د اوړېدو اندېښمن،
او د «ارګون» بازار کې
 
زه د نفرت د چاودېدو اندېښمن.
دیوه سخت نوم درلودونکي جزیره کې دجګړې اندیښمن.
دها بيړئ د غرقیدو اندېښمن،
چې مهاجر وړي د اوبو لاندې ته.
زه هغه بمب ته اندېښمن یمه چې،
چوي د لندن مترو کې.
د الوتکو د ټکر او دبرجونو دولېدو اندېښمن.
ښکلو ماڼيو او په تورو ویروونکو څمڅو ،
یم اندېښمن د هر بې پته ، هر بد انده پر کنګل تخیل .
اوس نو له ټولو آدمي خدایانو هیله کوم
چې ستا موسکا دپاره
یوه ساتونکئ پرښته و ګماری....
له تناوونو څخه
دمندرسو جامو ،
په شان مې ځوړند دي لاسونه ، اوس پر دواړو خواوو.
زما هر څه له کاره وتې دي خو،
بغیر له زړه څخه مې
چې د نړئ هر ګوټ کې هرې کرغېړنې پېښې،
سره زوږونه کوي.
بغیر له شونډو مې چې،
دخدایانو په درګاه کې دعا ګانې وایي....
اوس خو نو هېڅ کار پوره ندی د هیچا له لاسه.
«»«»«»«»


6
شعر
----------
خُوږ ،
یعنی چې ژوند،
په ما کې اوس هم پايي.
«»«»«»


7
شعر
----------
سپيدي،
ستا یادونه ټول دي،
زما دبڼو لاندې د مرچو دانې.
«»«»«»«»«


8
شعر
-------------
ستنې
شدیارې لیکي یې د ګام له شا نه
پر اننګو دي زما....
«»«»«»


9
شعر
-------------------
تخته ،
شپږ ځلي پاکه شوه او ،
اوس زه په ډېر مهارت، بیا تېر وځم.
«»«»«»«»


10
شعر
-------------
غونچه د ګلو یې چې،
 وړلای خپل کور ته نشوه
ډېران کې وغورځول.

حضرت وهریز.

«««««««««««««««


متن اصلی شعر های آقای وهریز
****
تمام هستی اش را
 
در لبخندی گذاشته
این ماه یک شبه
***
می گذارم برود
این ماه کامل
 
که در شعرم ننشست
***
امسال
عقربه ها را سمت خیره شدن به چشم‌هایت
 
می چرخانم. 
شیشه‌ی ناموس عالم را
به زمین می گذارم
که آبتنی باهمِ ما را
 
منحرف می کرد. 
امسال
 
به چهچه‌ی گنجشک های ما
 
بیشتر گوش می نهیم
 
تا سرخط خبرها
 
و دنیا را با عقربه‌های مان
چرخ می دهیم. 
امسال.
از امسال
. ***
تقویم نو
عقربه ها
 
مسیر قدیمی
****

حالا دیگر حتا این را نمی دانم
از کجای زمین به دور آفتاب می چرخی
حالا دیگردعایم را به چارسوی و شش جهت زمین و زمان فوت می کنم
نگران سرنوشت تمام زمینم و تمام زمان...
نگران افتادن سنگ آسمانی به هر گوشه ی زمین
نگران بسی در مسیر غور
و به انفجار رسیدن نفرت در بازار ارگون
نگران جنگی در جزیره یی با نامی دشوار
و غرق شدن قایقی که پناهجو زیر آب می برد
نگران بمبی که در میتروی لندن منفجر می شود
نگران بهم خوردن هواپیمایی و برجی
و نگران تخیل سنگدلانه ی هر بداندیش
هر پلیددر کاخ های زیبا
و در غارهای مخوف
حالا دیگر از تمام خدایان آدمی
تمنا می کنم فرشته یی برای پاسبانی لبخند تو بگمارند...
دست هایم به هردو پهلو آویزانند
چون آستین های لباس مندرسی از طناب
تمام آن چه که باید
در من از کار افتاده است
جز چشم های منتظر
 
جز دلی که شور می زند برای هر اتفاق نامیمون در هر گوشه ی دنیا
و لبهایی که ورد می خوانند در درگاه تمام خدایان...
که حالا دیگر
 
از هیچ کس
هیچ کاری ساخته نیست

*****
درد
 
یعنی هنوز در من هست
زنده گی
 
*** 
سپیده دم
 
دانه های مرچ زیر پلک های من
یادهای تو
 
***
عقربه ها
 
شیار پشت گام شان
 
بر صورتم
*****
شش بار تخته پاک شد
 
حالا هم اشتباه می کنم
با مهارت بیشتر
*** 
به زباله دانی انداخت
 
دسته گلی را
که نمی توانست خانه ببرد.

وهریز

 


بالا
 
بازگشت