فاروق فردا

 

ژبارونکی : فاروق فردا                                      
مسکو -فدراتیف روسیه

 

شاعر :الکساندر سرګیوویچ پوشکین.د روسيي او نړئ ستر شاعر.

مینه

مینه یوه – دساړه ژوند بوختیا ده
مینه یوه ده او دزړونو زَور
خو رابخښي د خوشحالئ څه خوندوره شېبه.
نا پایه ستونزې او خپګان د پېژندلو ندي
سل برکت وي پر هغوې چې پر ځوانئ ځانونه ښکلي ساتي
دا دچټکې الوتنې د شېبو نیول دي
څوک ښکلا دخوشالئ او ناپېژاندې نیکمرغئ پښوته
خاضع کوي او په ګونډو کینوي!
خو هغه څوک به وي چې ،
خپله مینه یې ځار کړې نه وي
یوې سندرغاړې ته دمیل پر وجه؟
تردې دمخه مو چې،
پر ښو سندرو ستاسو روح تازه کړي
ورته له ویاړه پړقوې لاسونه
او دسر تاج یې بولئ.
خو ها کړوپ شوي ړانده، 
هغئ شهئ سره د تا دهمغږئ په لار کې 
بس له کینې او له غصې نه یې اغري و شیندل.
او ځان یې تاسو نه هم خوښ وښودل،
د (تیبول) ژڼو ته په مینه کې یې غم ډالئ کړه.
تاسو د ژوند پر ار زښتمنو خوږو ښه پوهېږئ
چې د سهر د څرک په شان ځلوي ستاسو ورڅې .
زما خوښېږي سندر غاړي او همداسې د«ملادین» خوښي بخښونکي نغمې.
رکوع ، له خولې څخه پر شونډو غځولي وړانګې.
شعرونو تاسو په کرار کراره سا وباسئ
ستاسو پر وړاندې د کینې جرات په ما کې نشته
ځئ او دخپلو مینه والو سره یو ځای مړه شئ .
زما خوښېږئ سندرغاړو ټولو،
تاسو خپګان لیدلی
او تېرې کړي مو دي ورځې د اغزیو سره.
داندېښنو سره رسېږئ به د پای ټکي ته.

پای هم را ورسېده
او ستاسو ژوند سره د ټولو مشغولیتاو له یوې شېبې نه وانه وښته.
ژوندون چې کله نېکمرغي یې بېرته خپله کړله
تاسو هم کم له کمه ویاړ سره ليدنه وکړه.
اوس د غمجنو ورېځو سوری لاندی
ماته تلپاتي عذابونو دبرخلیکه څخه
ځانګړی کړی برخلیک.
په دوشاله او بیابان اودغمجنو ځنګلو په سیورو ،...
او هم د سین او ایرني شپې په شېبو کې یویو،
غمجن غمجن او لالهانده د زګیریو او د اوښکو سره ،
د څپڅپاندو څپو،
د زمزمو او د چيړیو په غږونو کې مې تاته پام دی.
آیا د ځان پرېولل سړو اوبو کې پای ته رسي؟
شعر به نوره هم راښکون ومومي
تاوده ساړه یوځلي بیا را زېږي
شنډ الهامونه هم تېرېږي سره.
پرې چې دا وویاړي پر بل چا باندې.
مینه یوه وي او زه، 
ورسره مینه لرم ،مینه لرم
خو دا دهغې تر اغېز نه راځې
مینه یوه وي، هغې لرله ،
او زه مین پر مینې.
دهغه شعرونه هره ورځ ول او ساده شعرونه
چې چاپېریال نه لرې؟.

د څه د پاره به سندرې وایم؟
دښتو کې پرېښودلم باد د سهار 
او زه هم «لیره» پرېږدم تل دپاره، 
وړې ډالې ،
او د نا ورک لوګي د نور په شانې.

ا.س. پوشکین

 

 

 


بالا
 
بازگشت