فاروق فردا

دافغانستان د وتلِي شاعر مرحوم  د اوه لسم تلین په مناسبت، په کابل کې د و میدیاتیک او پل درنې غونډی ته

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

د اسحق ننگیال انځوریزه دنیا

انځور دشعر له بنسټیزو تو کو څخه دی چې نه یوازې،یو نظم تر شعریته لوړوي،بلکه د شعر نورو توکیو ته هم  رنګ او خوند وربخښلای شي.

مرحوم اسحق ننګیال،په شعر کې د انځور د ارزښت په درک کولو سره هيڅکله دخپل شعر چاپيریال  له انځوره تش پريښی ندی او په دې تو ګه یې ددغه چاپيریال د پراخوالي سره ځانته ځانګړې انخوریزه دنیا یې لرله. دده اکثره شعرونه،دطبیعت د عینیت او دده د ذهني ماحول دمعنوي مزاج له امتزاجه رنګ اخیستی دی.دا به دده د پراخې مطالعې ځانګړنه وي چې د شعري دنیا ژبه یې انځوریزه شوې وه.دننګیال د انځوريزې دنیا تر اغیزو وه چې دی یې له ډانګ پېیلې شاعرئ لرې ساته  او ده ته یې د یوې رنګینې دنیا د طبیعت په حرم کې  خدایزده د چا د زلفو له شاڅخه  کوم نسیم دروازه پرانیستله چې ننګیال یې جوګه وو.

دننګیال انځوریزه دنیا ،هغه دنیا ده چې  ننګیال په کې د ټوپک نه نیولې تر رقیقی عاطفې پورې د طوطي او بلبل پر ژبه  خواله کوله او هغوی یې له وسواسه د احساس  د چمن سیل ته را بللې.

دجنګ او جګړو شپې ورځې وي.د ټولنې رواني حالت داسې وو چې وغواړې که ونه غواړې د ټوپک د ډزو او باروتو  غږونه اورېدل کېدل.که څه هم تر اوسني حالاتویې توپیر درلود مګر له دې امله چې  وطن ورسره روږدی نه وو، نو کرکه او نفرت  هم ورسره داسې غاړه غړئ وه لکه چې ځینو ورسره مینه درلوده .ننګیال په همدې شرایطو او په همدې بوړبوکو کې دورېځو سره د زړه خواله کوي، دلمر سره همغږی کېږي او ورسره د زړه راز وايي، سپوږمئ په کور کې مېلمه کوي او ستوریو سره د تیارو پر ضد دهغو جامې آغوندي ، د لښکروته یې ورګډېږي او پخپله ستورو سره ، ستوری کېږي.

ما به کله نا کله د ننګیال د صور خیال آزانګی  لیدلې  خو د  «ډالئ» د چاپ اولوستلو سره نیغ په نیغه  دیوه شاعر ننګیال سره آشنا شوم. په «په سپیره ډاګونه او غړیدلي بزغلي »کې چې د ده دوهمه شعري ټولګه ده، بل ننګیال وینم .یو سیاسی او ژمن شاعر، یو دردیلی او کړېدلی شاعر. د ده صور خیال هم  له ډول ډول پېښو څخه یو ځورېدلی او مات انځور دی چې یو بینوا شاعر یې په ځان کې راښکیل کړی دی.ما پر دې مجموعی مقدمه کښلې او ده سره د ښکلاوو په شنه دنیا کې دمه شوی یو. په دې سریزه کې دننګیال د اند وژوند هنرمندانه اړخونه او دده دسیاسي ادب مختلفو مراحلو ته پام ساتل شوی دی.

ننګیال په دي مجموعه کې، د هنري دنیا یوه ورکه هستي ده، چې په لاره کې د منزل  دنښه کولو په لور سرګردانه دی. خو دغه ورکه هستي په «هغه شېبې هغه کلونه» کې دورېځو پاغوندو باندې د کاوون د غره شمالونه را خوشې  او د شنه اسمان له لمنې څخه د ستورو په مینځ کې ځان راښکاره کوي . په ورځ کې د لمر سره جوړه د شعر په چینو کې د هنر د پېغلو فالونه  ګوري اوخوبونه یې ور تعبیروي.

هغه شېبې هغه کلونه،  د ننګیال دشاعرئ د عطف ټکی  جوړوي. دی په همدې شېبو او همدې کلونو کې،دښایستونو او انځوورنو سره غاړه غړئ کېږي او بيغام ورکوي چې :
سحر اوچت شو

دتیارو لمن یې څيرې کړله

او سپرلنیو وږمو،

ددې شینکي اسمان په دښتو کې

په سرمنګولو،

باغ دنارنجو جوړ کړ....

 

دا همهغه ننګیال دی او دا همهغه شېبې او همهغه کلونه دي چې ننګیال پکې  دلوی دریاب پرغاړه د حسن په کور،دشنو اوبو د سپینو سپینو آیینو د پاسه د طلایي ماهیانو لامبا ته کیني.
دریاب،دحسن کور،سپینې آیینې،سره لمرونه او طلایي ماهیان.دسمبولونو او استعارو یوه کلکه مجموعه ده چې شاعر  د طبیعت به یوه ګوښه کې په  یوه ځان جوړي عیني دنیا کې  ذهني انځور وړاندې کوي.داسې چې لوستونکی ورته کینې،  یا باید دلمرونو سیند ته ور ښکته شي او پر سپینو آیینو باندي د طلایي ماهیانو سره  لاس وخو ځوي او یا پخپله لمر شي او پر طلایي ماهیانو باندی آیینه واچوي. له یوه  پلوه دا هغه طلایي ماهیان دي، چې د ننګیال لاس ورته رسېږي،دخپل د شعر پرښته ددوې پر لپو ږدي ، څو پر اننګو  یې د خپل زړه له وینو څخه  ګلان ترسیم کړي.

انځور جوړونه د شاعر د لرلید  د لنډوالي او ارتوالي پورې تړلې خبره ده،چې د پوهې او آګاهي څخه سرچینه اخلي.تر دې ها خوا،  شاعر د خپل ماحول د عیني موجوداتو له کارولو پرته هیڅ ابزار موندلای نشي چې په شعر کې یې وکاروي.ننګیال دي  پوهې ته رسېدلی وو او په همهغه وخت کې چې ډيرو لا دځپل چاپیریال له ...... اومادیاتو څخه بهر هډو فکر هم نشو کولای،ننګیال د ورېځو په سترګو کې نښتر بلول.سترګې یې د جانان کوڅه کې کچکو کیدې،اوښکې به یې ډيوې شوی او دی به سحر ته د شپې تر ګریوانه لار ایستله.دتوبو د ګناه بغاوت یې کاوه او خماری عقل یې د ګناه پښو ته ورټيټاوه.

کس چو حافظ نکشاد از رخ اندیشه نقاب

تا سر زلف سخن را به قلم شانه زدند

انځور جوړونه هم لکه شعرې پړاوونو ،ډول ډول موقفو نه او مقامونه لري. ما پر دې مسالی په یوه مقاله کې زیاتې خبرې کړي دي ،خو دلته یوازې دننګیال په تمثال کې څو لنډو ټکو ته د دوستانو پام را آړوم:

ننګیال هماغسې چې شعري تجربې یې مختلف پړاوونه لري،انځور جوړونه یې هم په مختلو پوړیو کې د مطالعې او کتلو وړ دي. دی په معاصر ادب کې د خپل وخت سر لاری انځو جوړوونکی وو. دده دشعر جوړښت د انځورونو پر ستنو ولاړ دی.

انځور جوړونه په شعر کې حیراني زېږونه ده.هنر یې دادی چی یو ناشوني کار یا نا شونې خبره د شوني کار یا شونې خبرې  په توګه اډانه کړي.

ننګیال په تمامه معنی شاعر دی.ممکن زما خبره  به یو مقدار ،د شعر د کره کتونکو خوښه نشي، او دا په دې خاطر دی چې زما او د کره کتوونکو ترمینځ هم دمسایلو د څېړلو پر ډول پوره اختلاف نظر موجود دی.د اختلاف نظر یو لامل دادی چی منتقد همیشه هغه څه لیکې چې دی فکر کوي، نه هغه څه لیکی چې شاعر ورباندی فکر کړی دی. ننګیال دبل هر بریالي شاعر په شان په انځور جوړونه او انځور اودنه  کې لوی لاس لري.دی کله کله داسې کارونه کوي چې په ډېرو کې په ندرت لیدل کېږي.دبېلګې په توګه د قافیې او ردیف له امتزاجه  تصویر رازېږول داسې یو کار دي پر خپلې ښکلا سر بېره  د شعر موسیقیت ته هم خوږ ریتم  او تال وربخښي.

په شعر کې قافیه او ردیف ځانګړي ماموریتونه اوویاړنې لري خو دننګیال «د کعبی په لمن کې » د ردیف او قافیي د امتزاج دتصویر بیلګه دي چې  دشاعر نوښت پکې ښکاره کوي.نه غواړم په دې لنډه لیکنه کې د قافیي پر مسالی خبرې وکړم چې په پښټو شعر کې د بحث وړ مساله یې بولم،غواړم دا ووایم چې په یاد غزل کې  دردیف څخه یواځې د «لمن»کلمه د شعر د قافيې سره په شاعرانه انځوریزه اندازه کې امتزاج مومي او یوه نوې خبره او نوی مفهوم د لوستونکي مخې ته ږدي.د اسویلو لمن،د دقدمو لمن،د لمبو لمن،دکعبو لمن، داننګو لمن،دتوبو لمن او نور.

 

زړګی راته ستومان د اسویلو په لمن ځي

ارمان ې سوی سوی د لمبو په لمن ځي

ګلان د سپینو اوښکو مې تالا کړ کوم خزان؟

باران باران د چا د قدمو پر لمن ځي؟

 

تر پایه.

شاعر د یوې پېښې تر جمان دی.پېښه همیشه  حقیقت نه وي،ولې یو مسلم واقعیت ګڼل کېږي.د پېښې سره د هغې د معا صر شاعر تړاو او د پېښې د واقعیت د حقیقي انځور دراایستلو د پاره شاعر د حقیقت اوواقعیت په مینځ کې د انتخاب  ویاړ لري.ډانګ پيېلی شاعر تاریخ او ژورنالیزم ته پناه وړي او داعداو او ارقامو په لومو کې نښلي  او په دې توګه هم له ځانه زړه تشوي او هم له تاریخ نه. پیغام یې هم  نه د کوم انځور په بڼه،  بلکه د یوې رسنئ د خبرې پیغام څخه ها خوا ځای نشي موندلای.مګر انځور ګر شاعر د عُظم او جَزم  په چینه کې دمستظهرو کلماتو د مفاهیمو انځوریزه دنیا مخې ته ږدي.عاطفه،احساس او پیغام د استعارو،سمبولونو او تشبیهاتو کې د ذهنیت او عینیت پر دواړو حالاتو کې صحنه آرايي کوي.

ننګیال معاصر انځور ګر شاعر دی .دی معاصره انځور ګري کوي هغه انځور ګري چې وخت ورڅخه د شعر ناوي ټټر ته  ګل  غواړي.دې پوهېږي چې یوه ناوې یوازې یوه ورځ ناوې وي او باید ورته د ټولو ښېګڼو څخه د اوبو ډک جام ورکړشي څو ځان په هینداره کې یې و ګوري.ځکه نو ننګیال  تابلو کاږي او هغه د عاطفو  او احساس په چینو کې د اند منارو ته بیایي او وایي:

ددې ساړه ژمي لاسونه د طوطیانو بچي

له شنو خوبو پاڅوي

په یخ نیولو ګوتو.

 دشنه بڼکو حرم څیري نرینه زړونه باسي.

په همدې شعر کې وینو چې.

دستورو ناوې د وحشي باد په کمڅو کې زانګي،او د اسمان دشینکي باغ د سرو ګلونو وږمه،دشپو شېطان په زهر جن نفس دود جن کوي،داسې چې د ځمکې اورني فریادونه وچېږي او دغوټیو یاقوتي اننګي دخپلو هوسونو او امیدونو پر مزار ساندې بولي.

(د وداع شعر/هغه شېبې هغه کلونه)

شاعر په همدې شعر کې جګړه انځوروي.هغه د جګړې ژوبل شهید چې تر څو دمه وړاندې بل څوک وو،او اوس دادی د ننګیال په شعر کې روح مومي ، حرکت کوي او یو خوځښت د ځانه سره رهبري کوي.اوس هغه شهید، هغه ټوپک په لاس سر تیری ندی،هغه سپوږمئ ده چې ژړېږي او څاڅکی څاڅکی ویلي کېږي.شهید هغه سپېده ده چې دکوم لمانځه د ادا کولو د پاره د خپلو پېغلو وینو په سیند کې  دطهارت لمبا کوي.دا دپېښې د واقعیت حقیقي انځور دی چې شاعر ورته ذهني جامه آغوندي او دیوه عینیت پر وزرونو هغه تر لوستونکي انتقالوي. لوستونکی دې ته اړباسي چې دستوروسره د وداع د پاره اوښکه تویه کړي.

 

سر بېره پر دې ما دده په شعرونو کې  پر یو لړ نورو انځورونو هم کار کړی دی چې د وخت د کموالي له امله یې له وړاندې کولو بخښنه غواړم یوازې د یادونې  په خاطر  دهر انځور لنډه او نامکمله پېژندنه او یوه نمونه دده  له شعره را اخلم او ستاسو درانه حضور ته یې وړاندې کوم:

 

کلیوالي انځور:

کلیوالي انځور سم لکه کلیوالي یا ولسي شعر غوندې،راسپړل شوی پدیده ده چې، د ساده کلیوالي مینې او کلیوالي حالاتو بیان پکې رانغښتل کېږي. ددې انځور ځانګړنې د پام وړ ټکي لري چې تر ډېرو خبرو پر ځای پخپله په شعر کې ځان پوره راښکاره کوي.

کلی کور زموږ سره نه شلیدونکي تړاو لري او ننګیال هم د لغمان د څو درنو شاعرانو په شان لکه محترم عاشق الله فریاد، مرحوم محمد عالم حیران،خوږمن شاعر محسن مختار او یا هم کله کله لکه مامه

 

نور(محمد نور) دخپل پیر څخه د وړاندې شاعرانو  وزني او انځوریزی تومني له پیروي څخه وروسته پاتې شوی ندی.

زړه راته مه سپړه له سترګو مې ماتم وګوره

داوښکو سین مې په ګریوان کې د قلم وګوره

په مړاوو مړاوو اشارو دې پوهېدی کله شم؟

زه دې قربان شمه جانانه راته سم وګوره

یا بل شعر


څانګې زړې شولې ګلان نه راځي

دا څه سپرلی دی چې جانان نه راځي

مټونه مات دي ښیښې تشې پرتې

ساقي بې هوښه دی په ځان نه راځي


تر پایه

متضاد انځور:

متضاد انځور هغه انځور ته ویلی شي چې د دوو متضادو کلماتو یا متضادو مفاهیمو یا متضاده کلمه او متضاد مفهوم له امتزاجه رازېږول کېږي.

له اوږده بحثه تېرېږم،دننګیال له شعره یې مثال وړاندې کوم:

(د «ویر ګلان» مې د سحر له اننګو ټول کړي)

 ویر ،ویر دی او ګل د خوښئ ،تازه ګئ او روح افزایئ نښه ده.اما د (ویر ګلان) متضاد انځور دی.

 

سرچپه انځورونه:

تر هغې چې ورته  ټاکلی نوم پېدا کوم،د اوس د پاره یې د همدې (سرچپه انځور) په نوم ومنئ.

هر کله چې د یوه مفهوم یا شي  څخه د هغه د ځانګړنې پر خلاف پدیده را وایستل شي او له هغې څخه انځوریزه افاده رامینځ ته شي ، هغې ته سرچپه انځور ویل کېدای شي.  دمثال په توګه:

ککی شوګیرو وړی سحرونه دي چې  ژاړي

شېبو د پسرلو کې مې ګلونه دي چې ژاړي

مالي ته زېری ورکړئ وچکالي لاړه باران دی

ګلونو تاسو خاندئ بهارونه دي چې ژاړي

یا:

 

دا چې لګیا یمه زخمونه شمارم

تورو کمڅو ته دې ګلونه شمارم

 د سحرونو د ژړا یا د بهارونو د  ژړا انځورونه  د یاد انځور تر سرلیک لاندې د مطالعې وړ دي.

ننګیال  یو شمېر  تکلفي او فرامنطقي انځورونه هم لري چې د هر بل شاعر په شان هڅه کوي،ښکلا او مینځل شوی کلام وړاندې کړي،ځکه نو کله کله د تکلف او فرامنطقیت حالت  کې قرار نیسي او د تکلفي او فرامنطقي انځورونو په هستونو  مجبوره کېږي.
لکه :

(سپېدې د تورې تروږمئ له موره وزېږېدې) .سپېدې که زېږي نو له تروږمیو څخه زېږي د تروږمیو له مور څخه چې په شعر کې معلوم هویت نه لري . دغه فرامنطقی انځور ته ځیر شئ:

سحر د شونډو په شینکیو پاڼو

لکه د زرو باران و څڅېده.

دلته شاعر د زرو باران  او د زرین باران تر مینځ په توپير کې سرګردانه شوی دی.چې په فارسی که  ډېر ځله (د باران نقره یی) چې دا دنقرو باران  ندی،کارول شوی.

د ننګیال روح  دې ښاده وي او جنتونه یې ځاي.

ددې دنیا په ارمان دې نه وي.

 

مننه 

 


بالا
 
بازگشت