دثور(اوومه اواتمه)؛یوه فېروزه یوه ملغلره ده څـه وکـړوچـاره څـه ده مـوږنـه مـــروره ده

محمد انور ولید : ۶ ـ ثور ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

له نن څخه (۳۷) کاله وړاندې زموږ په ګران هېواد افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد په دستور او مستقیم ملاتړ سره کودتا وشوه ، چې په ترڅ کې یې د سردار محمد داؤد خان په شمول ددې کورنۍ (۱۸) کسان ، لوی درستیز جنرال عبدالعلي وردک ، قدیرخان نورستانی ، د دفاع وزیر رسولي او ځینې نور لوړ رتبه پوځي او ملکي کسان ووژل شول  او د تل له پاره یې د آل یحیی د کورنۍ (۵۰) کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود .

خو دا لا دپټي سر ؤ ـ پټی خو بېخ ته سورور ؤ . واک ته تږي ـ بې تجربې او څو غیر مسلکي کسان چې د کمونېزم د معما په ناولونو کې یې آن له (۱۳۴۲ ) هجري لمریزکال ( د دیموکراسۍ د لومړۍ لسیزې را په ایسته) د واک خوبونه لیدل او بیا د واک پر ګدۍ ور کښېناستل ، نو بیاخو دوی ټولو خپل ځانونه شاه خېل احساسول . له چپړاسي او عادي عسکر څخه نیولې ـ بیا آن تر جنرال او پرېزېدېنت پورې د ټولو حکم نافذؤ . د افغانستان خاموش اکثریت ته وار له مخه ټاپه جوړه شوې وه ( بسمچي یعنې اشرار ) . ددې ټاپې په لګولو سره هرچا هرڅوک نیولی ، بندي کولی او وژلی شوای .

هره ورځ به مارشونه را وتلي وو . د تعلیم او تعلُم ځای مارشونو او بېګاریو ونیو. شپه ورځ به د کارګري انقلابو نو ، بورژوازیو ، پرولتاریا ، فیوډالېزم ، کاپیتالېزم ، پریکمبرین ، د مغارو ددورو ، سوخوز او کلخوز او کور ـ کالي ډوډۍ خبرې کېدلې . د کمونېزم د پوچې فلسفې( سفسطې ) پينځه اصول به یې خلکو ته له روسي ژبې را ژباړل او بیا به یې نیمګړي خلکو ته تشرېح کول . غریب ملت یرغمل نیول شوی ؤ . په داسې حال کې چې د افغانستان ملت پردغه پورته یادو واژو ( وایو ) یوه یې هم نه پوهېده . د کمونېستانو د پېځایه او بې منطقه حرکاتو او برخوردونو له امله په افغانستان کې د روسي پلوه خلقیانو ـ پرچمیانو اومجبور ؤلس تر مینځ ټکر او تصادم راغۍ . ځکه خلقیانو ـ پرچمیانو په ګډه د بېدفاع ؤلس پر ځورولو ، وژلو او بندي کولو لاس پورې کړ . د خان ، فیوډال ، ملک ، ملا معلم ، متعلم ، او نفس مسلمان په نوم به یې پر خلکو باندې د اخوان الشیاطین نومونه اېښودل . په زور به یې نیول او عسکري به یې ور باندې کوله . ښځو ته یې ( ۳۰۰ ) افغانۍ وَلوَر وټاکه او د مکتب شاګردانو به کوپون چیغې ور پسې وهلې . په داسې حال کې چې د ښځو مهر اصلاً (۳۰۰ ) شرعي درهمه او یا د هغه انډول ښودل شوي .

څوک به یې چې په لمانځه باندې ولیدل او یا به دوه تنه سره ودرېدل هغوی به یې نیول چې اکثره یې د تحقیق تر ځایه هم نه دي رسول شوي . پر لاره به د شخصي خصومتونو قرباني شول .

خو په خپل مینځ کې هم سره بدمرغ وو ، خلقیانو ځانته قدرت غوښت ، او پر چمیانو ځانته . ولې په ګډه یې بیا غریب ؤلس ته لاره یوه وه . په ډېر کم وخت کې یې له تاجیک ، ازبېک ، هزاره او پښتون مسلمانانو څخه زندانونه ډوک کړل . بیا یې په ډېره بې شرمۍ هغوی په ډله ییزه توګه د خپلو زندانونو په مختلفو برخو کې په شهادت ورسول . او په خورا ګُستاخۍ سره یې د زرګونو  شهیدانو لېستونه  وځړول . ولې مړي یې لا هم ورک دي خو کونډې او یتیم ماشومان یې داسې بې سر پرسته پاتې شول چې د کونډې پر مخ یې د حیأاو عزت  ـ او د یتیم پر مخ یې د ترحم او تعلیم دروازې ور وتړلې .کارګر ته یې خپل کور قبر ، خپل کالي کفن او خپله ډوډۍپه وینو او اوښکو کې خیشته کړه . تعلیم او تعلُم کډه وکړه ، ټوله ورځ به د لېنېنېزم او مارکسېزم پوچې سفسطې غږول کېدلې .

د خلقیانو او پر چمیانو تر مینځ د واک پر سر اختلافاتو خو پر چمیان څه زندانونو ته ولېږل او څه یې تر ماسکو تېر شول . پر دوی کې هم پر له پسې کودتاوې پیل شوې . نور محمد تره کی خپل وفادار شاګرد حفیظ الله امین وواژه . حفیظ الله امین بیا د روسانو په مستقیم هوایي  یرغل کې د تاجبېک په قصرکې ووژل شو . ببرک کارمل بیا له دوشنبې څخه بیانیه ورکړه او پر ټانکونو سپور له دوشنبې څخه ارګ ته راوړل شو . ډېر خلک د ببرک کارمل په واکمنۍ کې سرو لښکرو شهیدان کړل . کلي ، کورونه او ښارونه له مینځه ولاړل . هرکلي ، هر کور ، هر پټی ، هر جومات ، هر دفتر او هره ښوونځۍ د افغانانو له پاره هدیره جوړه شوه . قتل عامونه یې وکړل . کله چې روسان په نړیواله کچه بدنام شول ، نو بیا یې په افغانستان کې خپله واکمنه مُهره بدله کړه او پر ځای یې د خاد پخوانی ریْس ډاکټر نجیب الله د واک پرګدۍ ور کښېناوه ، او کارمل چې کله د روسانو پر دې پلان خبر شو ، نو دا شعار به یې ډېر زمزمه کاوه چې : ( کمونېزم در خطر است ) . د مجاهدینو پر مهال ببرک کارمل ناروغه او مړ او په مزار شریف کې ښخ شو ، خو هغو طالبانو یې مړی افغانانوته دور اوښتو ځاني او مالي تاوانونو په بدل کې آمو سیند ته ور وغور ځاوه چې په اصل کې هغوی هم د غوایْي د (اوومې) پېښې زیږنده دي . ځکه که د غوایْي په (اوومه) نېټه هغه خونړۍ سره کودتا نه وای شوې ، نو طالبانو او (آی اس آی ) به په افغانستان کې څه کول ؟ اوس به موږ هم پر مختللی پر خپلو پښو یو ولاړ هېواد وو . ولې به پردۍ جګړې او پردۍ وسلې زموږ په هېواد کې آزمویل کېدلې ؟ ولې به پردیو له دې تشې ګټه پورته کوله ؟ ولې به پاکستان زموږ په خاوره او نظام کې ګوتې وهلې ؟ ولې به زموږ د ګاونډي پاکستان له خوا د ترورېستانو ډلګۍ په افغانستان کې جنګېدلې ؟ ولې به پاکستان زموږ پر خاوره تېری کاوه ؟ ولې به زموږ پر سرحدي سیمو باندې پردۍ تاڼې جوړېدلې ؟ ولې به زموږ پر اوبو د ګاونډیانو ځمکې خړوبېدلې ؟ ولې به اوس موږ پردۍ کرایي وارداتي برښنا ته لاس تر زنې ناست وو ؟ ولې به نړیوالو زموږ پر خاوره ناتار جوړاوه ؟ ولې به اوس موږ د پردیو نیابتي جګړو مرکزي ډګر جوړېدو ؟ ولې به موږ دری مېلیونه شهیدان په پردیو جګړو کې له لاسه ورکول ؟ ولې به اوس زموږ هېواد د ګاونډیانو په بې کیفیته مصرفي مارکېټ بدلېد ه ؟    

لنډه دا چې په افغانستان او سیمه کې د (۳۷) کلنې غمیزې اصلي مور د غوایي (اوومه ) ده . ځکه له همدې ورځې د غوایي ( اتمه ) هم را وزيږېدله . هلته هم د افغانستان او افغانانو د برخلیک په اړه پاکستانیانو او نورو نړیوالو بر لاس درلود ، او اوس یې هم لري . تر څو چې د پاکستان او نړیوالو خوښه نه وي ـ افغانان په خپل سر هېڅ هم نه شي کولی . ځکه ملي واحدې مفکورې او ملي ارادې په افغانستان کې سخته ضربه خوړلې ده . مشران مو چې دا ورځې نمانځي او یا یې غندي ، په دواړو کې همغه خلک ورته  ناست وي چا چې دا ورځې پر افغانستان او افغانانو باندې راوستې دي .   

موږ په دغه یوه ورځ کې هم نه یو . په دواړو ورځو کې موږ ته مالي او ځاني تاوانونه را رسېدلي دي . ځکه دا دواړه هغه ورځې دي چې له امله یې د افغانانو په مېلیونو جنازې بار شوې . په مېلیونو ترې کډه شول . په مېلیونو په کې  بې کوره او بې سر پنا شول . په مېلیونو جرېبه ځمکې په کې غصب شوې . په مېلیونو ماشومان په کې بې پلاره او په مېلیونو کونډې په کې بې سر پرسته شوي . په زرګونو مختلفې مافیایي ډلګۍپه کې فعالې شوې . په میلیاردونو کورني او بيروني عایْدات په کې غیب شول . په لکونو اختلاسونه او قاچاق په کې فعال شول . د دیموکراسۍ تر شعار لاندې زموږ ټولټاکنې او انتخاباتي سیستمونه ټول تر سوال لاندې دي . ځکه هره ورځ په رسنیزو ګردیو مېزونو کې پرې ضد او نقیض خبرې روانې دي .  دا ورځې ( د ثور اوومه ـ او اتمه ) نه د افغانستان او افغانانو له پاره فېروزه د ه  ـ  اونه هم ملغلره چې زړه ور باندې بایلي او نېکمرغي ور ته راوړي . بلکې دغه دواړه ورځې د افغانستان او ټولو افغانانو له پاره د غمونو ، ویرونو ، ماتمونو ، مرګ ژوبلو ، تاو تریخوالي ، ملي نفاق ، ملي بې ثباتیواو نامعلوم برخلیک د پیل ورځې دي چې بیه یې هره ورځ افغانان د خپلو وینو په قېمت پرې کوي . خو هغه خلک چې دا ورځې نمانخي ـ هغوی ته دا ورځې یوه فېروزه ده ، بله هم ملغلره . ځکه خوندونه خو همدوی ترې واخیستل ، نه نور ملت . په مزه او یارۍ باندې یې هم همدوی ښه پو هېږي . د ملت یې ور سره څه ؟ ملت پرېږدئ چې په کور د ننه او له کوره دباندې د هغوی پر حقه حقونو باندې ملنډې او رباب ووهل شي .

 

 


بالا
 
بازگشت