افغان سوله او سیمه ییز قراردادونه د ډېورنډ او پاکستاني سیاست په لومه کې

محمد انور ولید : ۵  ـ  ۲ ـ  ۱۳۹۴ هجري لمریز کال 

انګرېزي کفتان ( ډیورنډ ) د افغانستان پر سینه باندې د افغانانو له عامه ټولپوښتنې او خوښې پرته د وخت پټه توره کرښه د تش په نامه ځان غوښتونکو تپل شویو افغان چارواکو د پټو معاملو پر مټ را کاږله چې لا یې هم څوک په رسمیت نه پېژني او نه یې مني . ولې په بر صغیر کې د پخواني انګلېسي استعماراخیافي میراث خواره ( پاکستان ) له خپل تولد څخه تر نن ورځې پورې د تاریخ په هره مقطع او هر پړاوکې دا کرښه په داسې حال کې خپل رسمي سرحد ګڼلی چې تر اوسه په ټوله شمالي او جنوبي پښتونخوا کې د خپل دغه غیر رسمي ـ خو په اصل کې جعلي سند له وېرې د پنجاب په څېر آبادي هم نه شي کولی ، ځکه دوی وېرېږي او پو هېږي چې دغه پردۍ مقبوضه سیمه یو وخت بېرته ددوی له واکه وتونکې ده .

پخواني شوروي اتحاد له افغانستان سره ډېره ستره جفأ او ستره دوښمني کړې ده ، ځکه د روسانو له خوا د افغانستان نظامي اشغال او په دې هېوادکې ددوی د پرله پسې لاسپوڅو او خپلې خوښې رژیمونو جوړولو پاکستان ته دا موقع په لاس ورکړه چې په پرله پسې توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي ، د وخت غیر ملي حکومتونه بې کاواکه او بې ثباته کړي . د ټوپک ، وطن پلورلو ، ترور ، اختناق ، او ملي خیانتونو فرهنګ په کې عام کړي . د افغان جهاد واک د یوې قراردادي ایجاره کړې پروژې په څېر په خپل لاس کې واخلي . افغانستان په کې ړنګ ، افغان رژیمونه په کې بې ثباته او افغانان په کې ووژني .

پاکستاني چارواکو هر یوه په خپل وخت کې د افغانانود جهاد ، هجرت ، اقتصاد او توحید سنګرونه ټول د خپل منځي کورنیو او د مخه پلان شویو او دېکتې شویو اختلافاتو له امله ټوټه ټوټه کړل ، مردمي زور یې د نفاق تر الاجې ور څخه وویست ، په لاس ورغلې وسلې او مهمات یې د کباړ په څېر ترې ټول کړل ، (۳۶) کاله یې د زده کړې ټولې دروازې د افغان بچیانو پر مخ ور وتړلې او د کتاب پر ځای یې ټوپک په لاس کې ورکړ، د اسلام او کمونېزم په نومونو یې افغانان یو پر بل سره ووژل ، خو په خپله تر افغانانو څو چنده لادینه ، لا مذهبه او فاحش پاکستاني عناصر په یوه کابینه کې سره را غونډېدل او د افغانستان او افغانانو د راتلونکې پر ضد به یې خپل ناروا تصمیمونه نیول ، توطیْې به یې ورته جوړولې ، او د افغانستان او افغانانو د برخلیک پر سر به یې په سیمه ییزه او نړیوله کچه له نورو سره ناروا معاملې کولې ، خپل باجونه به یې ور باندې ټولول ،پیسې به یې پر سر اخیستې ، افغانستان دوی ته د لنګې غوا په څېر یوه داسې پروژه وه چې پۍ او کوچ یې هم ټول ددوی وو ، دا ځکه چې خپل سترا تیژیک ُعُمق ته پرې ورسېږي .

تاسې دېته ښه په ځير پام  وکړۍچې په افغانستان کې دغه پردۍ جګړه د چا له خوا ، او د چا په لاس پر مخ بېول کېږي ؟ څو څو ځلې پاکستان دغه نیابتي جګړې په اجاره نیولې او تر اوسه پورې یې څوسوه میلیارده ډالر ور باندې تر لاسه کړي دي ؟ په داسې حال کئې چې د ټولې مرګ ژوبلې بیه یې هم تر دې مهاله خپله افغانانو پرې کړې ده .

پاکستان له یوې خوا موږ ته تر اوسه پورې د ترورېزم ، القاعده  او داعش په نومونو د مارانو ځالې جوړې کړې ، ، بل لور ته یې زموږ د سوداګرو پر مخ د نړۍ ټولې دروازې تړلې دي ، زموږ د تجارانو مالو نه بهر ته نه پرېږدي ، او نه یې له بهره را پرېږدي . په زرګونو افغان کانتینرونه ددوی په بندرونو کې په میاشتو او کلونو ولاړ وي ، او د ځینو خو مالونه د پاکستان له خوا  تلف شوي هم دي .

پاکستان تل هڅه کړې چې په افغانستان کې باید ددوی د خپلې خوښې داسې  حکومت را شي چې په اجرأیه ، قضأیه او مقننه قوه کې ددوي خپل کسان وي ، ترڅو د پاکستان پر ضد کومه ملي پرېکړه په کې ونه شي ، ډېورنډ لاین ومني او د افغانستان اړوندې سیمه ییززې او نړیوالې کشالې د پاکستان په خوله هوارې کړي . پاکستاني چارواکي ټول په دې هڅه کې دي چې افغانستان تل باید خوار او محتاج وي ، د خپل صنعت ، خپل زراعت ، خپل تولید او خود کفایۍ څښتن نه شي ، ځکه چې که چېرې افغانستان د زراعتي او تولیدي سکتور له لارې ماشیني او زراعتي شکل اختیار کړي ، خپله به د خود کفایۍ تر کچې پورې ورسېږي نو بیا خود پاکستاني  بې کیفیته توکو مارکېټ له مینځه ځي . افغانان به خپل معدنونه او خپلې زېرمې په خپله را وباسي ، د نړۍ له متمدن کاروان سره به یو ځای شي ، په سیمه ییزه او نړیواله کچه به ځانته خپل ملګري پیدا کړي . اوپاکستان به بیا په سیمه کې تر ټولو فقیر هېواد شي .

بلخوا پاکستان په افغانستان کې پردۍ جنګي پروژې اجاره کړې دي . افغانستان یې د نړۍ په تر ټولو خطر ناک او نا امنه هېواد بدل کړی ، افغانان خپل نظام او خپل هېواد جوړولو ته نه پرېږدي . افغانستان چې له هر نږدې او لیرې ګاونډي سره د خپل هېواد د امن او ثبات ټینګولو له پاره مټې را ونغاړي  ـ  پاکستان ور سره مخالفت کوي ، او د خپلو ځینو غربي خواخوږو د مشورو پر بنأ افغانستان ته توطیْیې جوړوي . چې ښکاره بېلګې یې له چین ،  هند او عربي نړۍ سره د افغانستان د سولې په اړه اړیکې دي .

پاکستان تل له هند سره د افغانستان اړیکو ته د شک په ستر ګه کتلي ، له افغان حکومت سره یې د هند د پوځي او بشري مرستو په اړه مخالفت ښوولی ، خپله هم مرسته نه کوي ، افغان مهاجر یې د خپلو شومو اهدافو له پاره له ځان سره یثرغمل نیولي ، له یوې خوا یې د افغانستان او منځنۍ آسیا په زېرمو پسې شونډې را ووتلې . له یوې خوا خوب نه ورځې ـ خو زور یې نه رسېږي . ځکه خو کله په افغانستان کې بمي چاودنې کوي ، او کله هم د ډېورند پر کرښه باندې د پاپي په څېر ښکه پورته ځغلي او د ګیدړې په څېرڅوس وهې .

د خپل دې هدف تر لاسه کولو له پاره یې یو ځل د طالبانو پروژه د نورو په اشاره پلې کړه ، افغانان یې ور باندې خلع سلاح او خلع صلایت کړل ، بیا یې همغه طالبان په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې تجرید او بدنام کړل ، دین یې د خپلو استخباراتو په ژبه ور باندې بدنام کړ . او د خلکو او طالب تر مینځ یې د بې باوریو واټنونه را پیدا کړل .  بیا یې د نړیوال ایتلاف څخه د افغانستان د ړنګولو او ژوبلو له پاره د خپلو مرستو بله پروژه واخیستله . 

ناټو ځواکونو ته یې په تفاهم باندې خپله خاوره او هوا دواړه په واک کې ور کړل ، چې له یوې خوا یې په في کانتینر باندې (۱۲۰۰۰ ) ډالرترې اخیستل ، او له بل پلوه یې د ناټو پر مهمو وسلو او مهماتو بارکانتینرونه خپله لوټول او بیا به یې کانتینرونو ته اور ور واچاوه او وروسته به یې پر برمته کړیو القاعده او طالبانو باندې  ور واړول . د لا ښه امنیت په پلمه به یې نورې پیسې هم ترې واخیستلې . آن تر دې چې د امریکې او پاکستان ددې پټې معاملې د نه افشأ کېدو له امله امریکې پټه خوله نیولې وه ، د بن لادن او ځینو نورو مالوماتو د پټولو پر سر امریکې د پاکستان (۲۴) تنه لوړ رتبه پوځیان ور وویشتل ، د ناټو امریکایي قوماندان پاکستان ته اخطارونه ورکړل چې ډبرین دور ته به دې بوځم ، چې بیا یې امریکې په بدل کې د ماناس هوایي اډه له مجبورته خلاصه کړه . خوهلته هم د روسیې فشارونه د خپل محسوس کړي خطر پر سر زیات وو . ولې پاکستان د انګلیس په منځګړتوب بیا له امریکې سره خپلې اړیکې له سره وغړلې او له هغه هېواد سره غاړه غړۍ شو . په میلیاردونو ډالر مرستې یې پرې تر لاسه کړې .

پاکستان د ډېورنډ کرښې د امنیت په پلمه (یونیم لک ) پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې واچاوه . خو وروسته بیا ځایي ژورنالېست مسود سېلاب افشا کړه چې پاکستاني پوځ د (۵۰۰۰ ) په شاوخا کې قبایْلي مشران په مرموز ډول وژلي دي . د ډېورنډ کرې دې غاړې ته یې نوې تاڼې جوړې کړې . آخوا په بلوچستان کې (۸۰۰۰) بېلتون پال بلوڅان بیا په زندانونو کې تري تم شوي .

بیا یې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو پروژه جوړه کړه ، هغه هم ونه چلېدله ، د نویو دروازو درولو خبره یې را پورته کړه ، کله یې چې د افغان عسکرو له عکس العمل سره مخ شول ـ  نو بیا یې د افغانستان او بلو چستان تر مینځ خندق کیندلو ته ملا وتړله او هغه هم داسې چې د محمود خان اڅکزي ډېرو نږدې خپلوانو ته یې په اجاره ورکړ . بیا یې کابل ، کندز ، کندهار ، خوست ، پکتیکا ، وردک ، بدخشان ، غزنی ، لوګراو ننګرهار په وینو ولمبول . خو چې پاکستان په دې ټولو کې ناکام شو نو بیا یې د امریکې د فشار په نتیجه کې تش په نوم سولې ته مخ را واړاوه ، بې عمله ژمنې یې وکړې ، خو کله چې د آخرین ځل له پاره له نړیوالو استخباتراتي کړیو سره را جسټرار شو ، پوځي او استخباراتي چارواکي یې ور وغوښتل شول . افغانستان او د سیمې نور هېوادونه یې ور باندې ناآرامه کړل ، بیا یې پرې له هغوی څخه د داعش او خلافت اسلامي په نومونو نورې پروژې وا خیستلې ، او د طالب سپینه لنګوټه او جنډه یې په توره ور ته واړوله ، نوم یې ور بدل کړ . چین ته د پاکستاني چارواکو ور تګ او د چین له خوا له پاکستان سره د (۴۸) مېلیاردو ډالرو ژمنې ـ چې په هغو کې (۲۴) مېلیارده ډالر نغدې او نورې په راتلونکو کلونو کې دي ـ چې کېدای شي پاکستان دا پیسې شمالي پولې ته نږدې د داسو بند جوړولو په څېر په برښنا یي پروژو باندې ولګوي ـ تر څو د افغانستنان پر اوبو ځان پرې د (۱۰۰۰۰ ) مېګاواټه پرښنا د تولید څښتن کړي .  پر ځینو ن پیسو به د تجارتي پروژو په رغولو او ځینې به کېدای شي د امریکایي درنو وسلو سره جوخت د هند او بلوچستان پر ضد په جګړو کې ولګېږي . همداسې هند ته د افغان ؤلسمشر له ور تګ سره سم پاکستان خپله قبله بلې خواته واړوله . ځکه چې پاکستان په شک کې ولوېد چې ګني هند به له افغان حکومت سره خپلې نظامي او اقتصادي مرستې زیاتې کړي ، چې دا بیا د هغوی په آند پاکستان ته خطر دئ .  

له دې ټولو سره سره بیا هم پاکستان پرخپل استخباراتي خصلت او ماتو کړو ژمنو سر بېره په تاجکستان او د منځنۍ آسیا په هېوادوکې سترګې ښخې کړې ، پاکستان د شېرخان او حیرتانو له بندرڅخه واخان تړانګې ته ترجېح ورکړې او له پخوا را هیسې یې په بدخشان کې د نورستان او مقبوضه کشمیر له لارې نا امنیو ته په دې پلمه لمن وهلې ده چې ګواکي پاکستاني ( استخباراتي طالبان ) کونړ او نوستان ته ور غلي دي . خو داسې یې نه ویل چې موږ ور وړي دي . هغوی څه موده وړاندې افغان عسکر په بدخشان کې برمته او بیا یې سرونه ور پرې کړل ، دا ځکه چې پاکستان نه غواړي له افغانستان او  هند سره یو ځای د شېرخان بندر او حیرتانو له لارې د منځنۍ آسیا زېرمو ته په شریکه لاره ومومي . خو په دې کې کېدای شي د نړیوالو استخباراتي کړیو لاسونه هم وي ، ځکه د افغانستان او سیمې د توکړې کېدو له پاره د پاکستان په لاس د بدخشان پروژه د ( سي ) پلان او د کلېنټن د پلان یوه برخه ده .

خو افغانان او د سیمې نور خلک وار له مخه د پاکستان دغه کرغېړن مارپېچ سیاست ، ډېورنډ کرښې ، درواغجنې سولې او درواغجنو سیمه ییزو هوکړو ته هوښیار او ځیر دي ، او دا ارمان به د افغانستان او سیمې توکړې کوونکي عناصرخپل ګور ته ور سره یوسي . افغانستان د هولبروک اوکلېنټن ناولې طرحې نه شي سره وېشلی . د خپلواک افغانستان او یو موټی خود جوشه او خپلواکې کلکې ارادې لرونکو افغانانو په هیله .   

 

 

 


بالا
 
بازگشت