یو پر بل باندې د خپل بام واورې مه ور غورځوۍ
محمد انور ولید : ۲۶ـ حمل ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال
دا خو ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان مسلمان بې وزله ملت له تېرو درې نیمو لسیزو را په ایسته د جګړو په اور کې شپې ورځې تېروي او هره لحظه د خپلو مرګ ژوبلو ، بېوزلیو ، بې عزتیو، نا امنیو او ناخوالود تکراري پېښېدو ویر او وېرې اخیستي . تمه یې داده چې څه وخت پر دوی باندې د نا امنیو دغه تور ه کرغېړنه شپه د سولې او ثبات په رڼه ورځ بدلېږي ؟
هو ! همداسې ده . افغانانو خپلو چارواکو ته سترګې نیولې دي . هغو چارواکو ته چې د همدغه هېواد والو د یوې یوې رأیې په ورکولو سره قانوني واک ته ددوی د رسېدو په خاطر دهغوی ګوتې او لاسونه پرې شول . خپل ځانونه یې له لاسه په کې ور کړل . هیله یې ترې داوه چې ګني له دې کار سره به ددوی سر ـ مال ـ او ناموس ټول خوندي شي ، سالمه قانوني واکواله داسې ملي اداره به ور سره جوړه شي چې اجرأیه او قضأیه دواړه پښې به یې له مقننه قانوني ملي فلتر څخه د لوړو ملي ګټو په خاطر راووځي . ځکه د هېواد د مجلسینو دغه تقنیني ملي بنسټ هم د همدغو هېوادوالو په معصومو رأیو سره ددې له پاره جوړ شوی چې د قانون ( ملي وثیقې ) د تطبیق څارنه وکړي . تو څو څوک په کې په اجرأیي او قضأیي سیستمونو کې اشخاص د سلیقوي ، ګوندي ، ژبني او سمتي حرفوي پروژو له لارې غوره نه شي . د هغوی د غوراوي له پاره باید لیاقت ، درایت ، بصیرت ، تجربه ، مسلک ، علم او ادب په پام کې ونیول شي ـ نه نور مردود اوله ناروا حرفوي معاملوډک روېښونه .
د ؤلسمشرۍ تر ټاکنو ( یوکال او څو ورځې ) واوښتې . خو دملي یووالي حکومت هم نږدې د ( اوو ) میاشتو کېږي . په کار خو داوه چې له ژمنو سره سم دوی د مقننې قووې تر څنګ د خپل دری بُعدي څلي دوه نور ( اجرأیه او قضأیه ) اړخونه هم همغه وخت ور پوره کړي وای . ولې متأ سفانه چې د دولت ددې منشور ډوله څلي هغه پاتې دوه نور اړخونه لا هم نیمګړي پاته دي .
خو علتونه یې څه کېدای شي ؟ آیا له اجرأیه ریاست سره د پارلمان په ژرنده اوبه ورکمې شوې ، یا وچه او لنده دانه ور باندې ډېره شوه او د پارلمان تنګ سوری او فلتر یې د را ایستلو ظرفیت اووس په ځان کې نه ویني ؟ څه خبره ده ؟ په داسې حال کې چې مخالفین او موافقین ټول د حکومت له دغه زار حالت څخه سر ټکوي او وایي چې په هېواد کې هره ورځ د ویر او ماتم او نا مناسبې فضأ ټغر د حکومت د په ټپه درېدلي وضعیت له امله غوړېدلی دئ او هره ورځ په اوسط ډول هرکلي ته لږ تر لږه یوه جنازه ور روانه ده . هره ورځ زموږ په سرحدي سیمو توغندیز بریدونه تر سره کېږې . ددې خاورې اصیل بچیان په کې وژل کېږي ، برمته کېږي او مرګ ژوبلې ور اوړي . دا ځکه چې د سر پرستانومجهول المعلوله لړۍپه ټول هېوادکې لاهم دوام لري . خلک نه پو هېږي چې د ښې حکومت ولۍ او ښایسته سالارۍ اصلي علت چېرې دئ ؟ تر واکوال محور ښکته او که پورته ؟ او یا هم په خپله واکمن محور کې ؟
که چېرې علت تر محور ور ښکته وي ، نو دا علت ډېر کوچینی او د اصلاح کېدو وړتیا لري . ځکه چې اصلي محور تل پر ځای ثابت وي او کولی شي چې تر ځان ټيټ علتونه د خپلې واکوالې جاذبې د قانون په زور ځانته ور کش او سره منظم کړي . او که علت له بهره وارد شوی وي ـ نو بیا خو د ملي یووالي یو ه منل شوي داسې یو قطبي محور ته اړتیا لیدل کېږي چې خپل ټول کورني علتونه پرې منظم کېدای او لیرې کېدای شي ، اوهم د بېرونیو علتونو د دفعې قوه په ځان کې ولري .
خو که چېرته علت خپله په محور کې وجود ولري ـ او دګوتمبرګ دکُرو په څېر واک په دوو مخالفو جهتوکې په اسپاورو سره یوې او بلې خواته کشوي ، نو دا بیا بله مسْله ده . ځکه هر لوری به د ځان د بریا له پاره له خپل اعظمي سوپر پاور څخه کار اخلي . هر څوک به د واک دایْرې ته خپل ځان رسول غواړي ، ملي ـ سیمه ییزې او نړیوالې ستونزې اوکشالې به ترې پاتې وي . خلک به وژل کېږي ، نا امنۍ به ور سره زیاتېږي ، مافیایي او قاچاقي سیستمونه به زور اخلي . همدا اوس هېواد د پردیو بې کیفیته توکو د خرڅلاو په مصرفي مارکېت بدل شوی دئ ، خو په هغه صورت کې به مصؤونیت او قانونیت هم له هېواده کډه کړې وي . خپل ملي باور ، سیمه ییز او نړیوال ملاتړ به مو له لاسه ور کړی وي .
کله چې هره نا قانونه نسخه زموږ په هېواد کې و چلېږي ، نو بیا پارلمان په دې هېواد کې هېڅ ارزښت نه لري .
لازمه ده چې دا مهال زموږ پارلمان له خپلو ګوندي ، سمتي ، ژبني او مذهبي سوړو نور را ووځي او د ملت د کور له آدرسه پاتې وزیرانو ته پرته له سقاط اخیستو څخه خپله ملي رأیه ورکړي او د حکومت دا تشه د خپل ایمان په زور ور ډکه کړي ، تر څو هېواد نو ر له دغه بحراني حالت څخه را ووځي ، که نه نو د هېواد د راتلونکو ژوبلو پړه به هم د اوسني پارلمان پر غاړه وي .