نورزموږ له پاره بد نیتونه لري خو موږ باید یو لاس شو
محمد انور ولید: ۲۲ ـ حمل ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال
افغانستان د آسیا په زړه کې یو لرغونی هېواد دئ چې د پیدایښت ، تمدن او دوام پر تاریخ باندې یې خواوشا (۵۰۰ ـــ ۶۰۰ ) پېړۍ تېرې دي . افغانستان په سترا تیژیکي لحاظ په سیمه او نړۍ کې خاص اهمیت او ځای لري چې له کبله یې د نړۍ ستر متمدن کاروانونه هم پر ې راغلي او بېرته تللي دي .
دغو تلو راتلو هم له حماسو او شاهکاریو ډکې مرګ ژوبلې له ځان سره لرلې ـ او هم دا هېواد له جیو پولیتیکي پلوه د نړیوالې سوداګرۍ د یوه پُل په حیث کارول شوی دئ . افغانستان خپله هم د تاریخ په ډېرو پړاوونوکې د علم او تمدن مرکز پاتې شوی او هم یې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته علم او پوهه له ځانه سره انتقال کړې ده . پر خوب بیده ملتونه او ؤولسونه یې د غفلت له درانه خوبه را پاڅولي او په هغوی کې یې د ملي یووالي او خپلواکۍ نوې سا ور پو کړې ده .
خو دا هر شاهکار او نارینتوب افغانانو د تاریخ په هره مقطع کې د خپل ملي یووالي په صورت کې تر سره کړی دئ ، ځکه که ګوتې په کې و نه وهل شي او خپلمنځي شخړو حل کولو ته سره پرېښودل شي افغانان د ملي یووالي توان او استعداد په ځان کې لري ، چې پر مټ یې کولی شي د خپلو ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو ور پېښو ستونزو او کشالو په وړاندې د وروستي حل او ملي لوړو ګټو په خاطر په خپلو کې سره یو موټی شي .
خبیر او په کورنیو او بهرنیو دسیسو باندې پوه افغانان پر دې خبر دي چې د افغانستان په نا امنیوکې څوک د خپلو کومو شومو موخو له پاره ښکېل دي ؟ ولې زموږ په هېواد کې سوله نه راځي ؟ ولې په خاص ډول د جګړو له پاره زموږ خاوره په داسې حال کې کارول کېږي چې د روانې جګړې عامل او لامل ( مار او موش خرما ) هم دواړه له افغانستانه بهر شتون لري ؟ ولې افغانان په خپل مینځ کې ـ او یا هم د بل په لاس وژل کېږي ؟ ولې یې پر واکمنې ادارې باندې د نفاق تېل ور پاشي اودکرکې اونفرت په اورلګیت سره یوځل بیا د سمتي ، قومي ، ژبني ، ګوندي او مذهبې توپیرپه نامه اورونه په کې بلوي ؟ ولې زموږ هم نژاده او همدینه ؤلس په خپلو کې د پردیو موخو له پاره د ځان غوښتنوپرملي ضد محورونو سره وېشل کېږي ، دېکتې کېږي او تمویلېږي ؟
دا ـ او دېته ورته نورې ډېرې پو ښتنې شته چې هره یوه یې بېلې موخې او بېل اړخونه لري . خو زموږ اصلي پو ښتنه داده چې ؛ له معمول سره سم د سیمې او نړیوالو ټولې روا موخې په دوستیو کې تر سره کېدای شي ـ نه په دښمنیو ، چلول او دوکه کې . نن سبا دښمني او دوکه په دغه هوښیاره نړۍ کې نه سره چلېږي ، اوپه سیمه او نړۍ کې د دوامداره نېکو اړیکو چلند په چل ول او دوکه باندې نه دئ اېښودل شوی . پټې او ښکاره دښمنۍ او منافقتونه د نېکو اړیکو د پرې کېدو سبب جوړېږي . ځکه بین المللي روابط یوازې د ضوابطو او مقررو په متقابل صادقانه تعمیل کې سره ټينګېدلی شي او بس .
په افغانستان کې د پردیو موخو له پاره پوره ( دری نیمې لسیزې ) په مختلفو نومونو او مختلفو نیتونو سره جګړې وشوې . خو ددې جګړو خوراک هم خپله افغانان او ددوی ملي او ؤلسي شتمنۍ وې . پایله یې هم دا شوه چې ایله د افغانانو ملي یووالی په کې زیانمن شو . د ملي پخلاینې پر ځای ملي تفرق ، ځان ځانۍ ، څوکۍ ، د قدرت انحصار اوسره پاشلوته لمن و وهل شوه .
خو له نېکه مرغه چې لا تر اوسه پورې سره له ور اوښتو ځاني او مالي تاوانونو د افغانستان ټول مېشت قومونه د ملي یووالي د تحفط په مفکوره باندې سمبال ا و د یو بل تر څنګ د ورورۍ ژوند سره کوي . یو واحد افغانستان ، واحد نظام ، واحد قانون ، واحد ملي بیرغ ، واحد ملي مدیریت ، واحده ملي ستراتیژي ، واحد ملي پـــــــلان ،
واحد ه سیاسي ـ نظامي ـ اقتصادي کورنۍ او بهرنۍ پالېسي ، ملي امنیت او په کور د ننه خود کفاء ، زراعتي ، ماشیني او تولیدي خپلواک ژوند غواړي .
د افغانانو له پاره د ملي یو والي مانا ددوی همدغه ملي مفکوره اوخپل ملي دریځ دئ ، چې تل یې پر مټ خپلو اغیارو ته دهغوی د شومو نیتونو ځواب ویلی دئ . ځکه افغانان پوه دي چې په کور د ننه ددوی ملي ژوند ـ او له کوره بهر ددوی ملي هویت اوواحده سیاسي کړنلاره ټول ددوی په ملي یوالي پورې تړلي دي . که خدای مه کړه ملي یووالی یې نه وي ددوي د مظلوم ؤلس پر ستوني به بد ذهنه او بد صفته پردۍ خپسې ورکښېني ـ نور به یې هم د غږ والیم تر صفر درجې ور ټيټ کړي ، هېڅوک به یې چیغه نه اوري ، په افغان نظام کې به د ( سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه ) مېکروب ور ننوتی وي ، هر څوک به په ډېر هیجاني شکل د ځان غوښتنې او واک تبې په کې نیولی وي ، او دغې ناروغۍ به دهغوی ضمیر دومره تر فشار لاندې راوستی وي چې دوې ورځې واک ته د رسېدو په معامله کې به آن ترخپل خپلوانو ، خپله خاوره او ملي خپلواکۍ هم تېر وي .
له همدې امله به پردي په خپلوشو مونیتونو سره د افغانانو په کور کې د کورني نفاق اورونه بل کړي تر څو لسیزو به یې دودونه خېژي ، افغانان ـ د افغانانو کور او ددوی ټوله شتمني به څه په اورکې سوځي ـ او څه به نور خلک په زور او غلاسره ترې وړي . دا ځکه چې هغه مهال به افغانانو خپله د ملي یووالي پر ستوني باندې پل ور اېښی وي . په خبره به یې څوک غوږ هم ګروي ، خپل وزن ، خپل قدر او خپل باور به یې له لاسه کړی وي او په یوازې سر به هېڅ هم نه شي کولی . چې په هغه صورت کې به بیا د افغانانو اوبه له ورخه تېرې وي ، وخت به یې له لاسه ورکړی وي او د خپل له واکه وتلي برخلیک پاتې شېبې به د خپلو غلیمانو په دادګاه کې شمېري . ځکه دا د هر دښمن خصلت دئ چې لومړی د کورنۍ غړي په خپلو کې سره اخته کوي ، کله چې د مرګ ژوبلو او بدیو بریدونه یې تر مینځ سر ه کېږدي ، نو بیا یې په نوبتي شکل کله د یوه او کله هم د بل غیر معقوله ننګه او ملاتړ کوي . تر څو ښه سره کاواکه او بې واکه شي . تعقل او علم کډه ترې وکړي ، وروسته چې د علم او عقل څښتن سړی په کې ونه ویني ، نو بیا یې په پایله کې کور په خپله خوښه د خپل سیمه ییز کلي د مزدورانوتر مینځ سره ووېشي . هو ! د افغانستان دد ښمنانو پلان او نقشه همده ده .