افغانان دې په ځان کې روغ ملي احساس ، تفکر او عقل را ژوندی کړي
محمد انور ولید : ۲۲ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال
احساس ، تفکر ، اړتیا ، زده کړه ، وړتیا ، دنده ، اخلاص ، باور ، ملګرتیا ، ژمنتیا ، قانون ، پلان ، اړین مدیریت ، ستراتیژي ، پرخپلو پښو درېدل ، با عزته ـ هوسا او بسیا ژوند ، آزاده ـ خو پرانساني اصولو ولاړه متمدنه ټولنه ، تولید ، پر مختګ ، قانون ته ژمن اجراْیوي ځواک د افغان نظام هغه اړینې برخې دي چې د اساسي قانون د تطبیق په چوکاټ کې وده کوي او د انارشۍ او د غیر مسلط نظام په صورت کې د رکود او سقوط خواته بېول کېږي .
افغانستان دا مهال دغه ټولو ته اړتیا لري ، خو ددې هر یوه پر ماهیت ، کیفیت او کمیت باندې باید ځانونه پوه کړو .
لومړی :
احساس :
احساس په لغت کې حس کولو او پیدا کولو ته وایي ، په اصطلاح کې هر هغه شی چې سړی د پینځو حواسو په واسطه د هغو نرم والی ، ځيږوالی ، سختوالی ، تود والی ، یخوالی ، روښنایي ، تیاره ، آرامي ، ناآرامي ، لوږه او تنده ، خوند ، بوی ، ښه او بده رویه ، وېره او ډار ، محسوس اودرک کړي ـ هغې ته احساس ویل کېږي .
خو دغه احساس په ځینو انسانانوکې ډېر تېز ـ خو په ځینو نورو کې بیا سست او پیکه وي ، د تېز احساس لرونکو انسانانو هوښ ( ذکاوت ) ډېر قوي او حساس وي . آن تر دې چې دغه ډول انسانان د خوب یا ناپامۍ پر مهال هم تر واقع کېدو مخکې خطر احساسولی شي . ځینې بیا داسې وي چې د الهام په ډول د شپږم حس په ژوندي کېدو سره د راتلونکو غیر محسوسو طبیعي او غیر پېښو وړاندوېینه ور باندې کولی شي .
دا ډول حس په څارویوکې هم شته . ځکه موږ او تاسې ټولو د برېښنایي او تصویري رسنیوله لارې ولیدل چې په آرام سمندر کې د سونامې تر پېښېدو یوه یوه نیمه اوونۍ مخکې د سمندر د غاړې ژوي لکه فیلان ، او نور ځناور د لوړوغونډیو پرخوا روان وو . همداسې موږ او تاسې په خپلو سترګو وینو چې مېږیان د باران ، سېلاب او یا کوم بل آفت د مخه خپلې سوړې بندوي او ټول د ننه په خپلو سوړو کې خوندې ځایو ته ننوځي .
قرآن عظیم الشأن هم د حضرت سلیمان (ع ) د لښکرو تېرېدو پر مهال مخکې له مخکې ځانونه خپلو سوړو ته ننه ایستلي وو .
ولې پیغمبران ( ع ) ، نبیان (ع) او رسولان (ع) بیا سره له نبوي احساسه د الهي وحی څخه هم برخمن وو . هغوی به خپلو امتونو ته د موعودو تعمتونو او تعذیب زېري له الهي فرمانونو سره سم ورکول . چې دا بیا له احتمالاتو سره توپیر لري ، ځکه الهي زېري به له شک او شبهو وتلي او حتمي به کېدونکي وو ، او احتمالات بیا له شک او شبهو او د انساني ذهن له ادراک سره تړلي دي ، چې د پېښېدو او نه پېښېدو دواړو احتمال په کې شته .
په هر صورت بیا هم موږ انسانان ـ په تېره افغانان فراموش کار یو . موږ ته لازمه ده چې له خپلې تېرې ماضي څخه تر اړتیا پورته درسونه ، پندونه او عبرتونه واخلو . ځکه داسې ـ او دېته ورته نورې ډېرې داسې پېښې بیا هم پېښېدونکې اوکېدونکې دي . زموږ پلرونو ، نیکونو او تېرو اسلافو د نړۍ د وخت له زبرځواکونو او د سیمې له هېوادونوڅخه ډېرې سختۍ لیدلې دي . زموږ مېنه ، زموږ ټاټوبی ، زموږ وینه ، زموږ ځان ( افغانستان ) څوڅوځلې د پردیو یرغلګرو غدیو د بې واګو آسونو په ګردونو کې پټ ـ او دا خاوره یې د مظلومو افغانانو په معصومو وینو باندې په وار وار لړلې اولوټ کړې ده .
د شلمې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو ـ او د یوویشتمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې په سرکې د زبر ځواکونو له خوا پر افغانستان باندې دغه وروستي بربنډ تېري ټول ددې ګواهي ورکوي چې افغانانو په دغو دواړو پېړیوکې د سیمه ییز او نړیوال ظلم په وړاندې خپلې مرګ ژوبلې ، خپل مظلومیت په ژوندۍ بڼه احساس کړی . او دغه احسان په افغانانو کې اوس دومره پیاوړی شوی چې تر ( اوو) پردو ور آخوا اوس د افغانانو بچیان په محسوسه توګه پو هېږي چې هلته د افغانستان د برخلیک پر ضد څه روان دي . افغانان دا مهال خپله راتلونکې په محسوسه توګه ویني . دوی ته خپلې تېرې ماضي دا الهام په میراث پرې اېښی چې د خپلې سبا ورځې برخلیک همدا نن ور باندې محسولي شي .
اوس له افغانانو سره دا فکر او اندېښنه پیدا ده چې څه ډول له خپل ګرېوان څخه د سیمه ییزاو نړیوال استعمارلاسونه ور لنډ کړي . خو اوس به راشو تفکر او اندېښنې ته چې تفکر او اندېښنه څه ته وایي ؟
دویم :
تفکر :
تفکر په لغت کې سوچ کولو ته وایي ، په اصطلاح کې تفکر د بدلون په موخه له شک څخه وتلي هغه لومړنی ګام پورته کولو او د فعالولو څرنګوالي ته وایي چې د تعقل ( انساني پانګې ) له پاره لاره پرانیزي .
لکه څنګه چې انسانان په هرڅه کې یو د بل په توپیر سره پیدا شوي دي ، نو افکار یې هم یو له بل سره فرق لري . د ځينو خلکو فکر یوازې پر دې باندې سره را ټول وي چې څه ډول خپل ځان ، آسوده او آرامه کړي ؟ څه ډول خپله ګېډه له کومو لارو او کومو امکاناتو ډکه کړي ؟ څه ډول ځان بادار او نور غلامان کړي ؟ څه ډول ملي او بین المللي ګټې د ځان کړي ؟ څه ډول نورو ته دامونه کېږدي ؟ څه ډول خپلې غریزې اشباع کړي ؟ څه ډول خپل شوم پلانونه پر نورو باندې عملي کړي ؟ څرنګه د نورو حقوق تر خپلو ګونډو لاندې کړي ؟ څه ډول خپل بخت د نورو په بدبختیو کې و آزمویي ؟ څه ډول ځان واک ته ورسوي ؟ بیت المال څه ډول لوټ کړي ؟ څه ډول فحاشیو او بد معاشیو ته مخه کړي ؟ څه ډول نارواوو ته ځان ورسوي ؟ څه ډول د خدای تعالی دین ته خنډونه او موانع را وټوکوي ؟ څه ډول ناروا معاملې وکړي ؟ څه ډول له الهي حدودو آخوا پښې وغځوي ؟ څه ډول حدودو او معروف عرفونه او رواجونه مات کړي ؟ څه ډول خپل ځان ، خپل ناموس ، خپله خاوره او خپل ملي ویاړونه وپلوري ؟
دغه ډول افکارو آن له نطفي څخه جړق خوړلی وي . هغه هم داسې چې د داسې تفکر د قوماندې واګې د هغه ناقص عقل په مرکزي نطفه کې پرتې وي چې سلول سلول او رېښو یې تل له حرامو تغذیه او وده کړې وي ، داسې تفکر په حرامو کې لوی شوی ، پوخ شوی او زوړ شوی وي . دغه ډول تفکر یوازې ماده پرستي پېژني ، او له معنوي اړخ او انساني مسؤولیت سره یې هېڅ اړخ نه لګېږي .
خوځینې نور افکار بیا داسې وي چې تل د حق او حقیقت په لټه کې ډوب وي . فردي او ټولنیز مسؤولیت د انساني تعقل په مرسته پېژني . نارمل انسان ته د عقل په تلېسکوب کې وړاندې وروسته لارې چارې ور په ګوته کوي . عاقل انسان د همدغه مبتکرانه تفکر او اندېښنې له دهلېزه د تعقل پر مټ ځان د خپلې کورنۍ ، خپلې ټولنې ، خپل نظام ، خپل قانون ، خپل هېواد او خپلې خپلواکۍ په وړاندې مکلف او مسؤول احساسوي .
د افغانانو احسان باید ژوندی او تفکر یې باید روغ وي . او روغ تفکر په روغو ماغزو او روغه کوپړۍ کې شتون لري . په دغه ډول تفکرکې پرته له مثبتو اړخونو نورې ټولې منفي بافۍ مردودې وي . د مثبت بدلون له پاره مثبت فکر د عقل پانکه په عبث کارونو تر سره کولو باندې نه لګوي ، بلکي دغه انساني پانګه تل باید د خیر ښېګڼې له پاره په پاخه تدبیر ، روغ مدیریت ، منظمه ستراتیژۍ او پلان عملي کولو سره ولګول شي . ترڅو پر مټ یې کورنۍ ټولنې ته ـ ټولنه نظام ته ـ نظام سیمې ته ـ او سیمه نړۍ ته صالح او اهل عناصر د روغو او روا کارونو تر سره کولو له پاره وړاندې کړي .
هو! موږ همدغه ډول تفکر ته اړتیا لرو ، چې پر مټ یې اجرأیي ، تقنیني او قضأیی سیستمونه د وجدان له مخې ورغېږي ، او فرهنګي ، سیاسي ، دیني ، نظا مي ، تعلیمي ، اقتصادي او نور اړوند سیستمونه پرې فعال شي .
( ۳۷ ) کاله پرله پسې افغانان له هرې خوا او له هرې سوړې و چیچل شول ، دوی به اوس پر دې باندې پوه شوي او سبق به یې ترې زده کړی وي چې موږ پخوا څوک وو ـ او اوس څوک یو ؟ آیا موږ دا مهال د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو توطیؤ ، معاملو او زدو بندونو په وړاندې د ځواب ویلو عملي جوګه یو ؟ که چېرته یو ـ نو په موږ کې د خپلې را سپارل شوې دندې اخلاص ، ژمنتیا ، خپل قانون پلي کولو ، ؤلسي ـ سیمه ییزاو نړیوال باور تر لاسه کولو ، ملګرتیا ، پلان عملي کولو ، اړین مدیریت ، ستراتیژۍ ، هېواد پر خپلو پښو درولو ، هېواد والو ته د باعزته ـ هوسا او بسیا ژوند برابرولو ، ظرفیت شته ـ که څنګه ؟ که وي نو هېواد وال دې د هغوی یوه بېلګه په ګوته کړۍ ؟ او که نه وي ـ نو افغانان خو په دغه یوویشتمه پېړۍ کې یوې خپلواکې ، پر انساني اصولو ولاړې متمدنې ټولنې ، تولید ، پر مختګ ، قانون ته ژمن اجرأیوي او مدافع داسې ځواکمن نظام ته اړتیا لري چې د اساسي قانو ن د تطبیق په چوکاټ کې وده وکړي .
که په افغانانو کې پورته مواصفات موجود وي ، خپلو ټولو کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته ماتې پرې ور کولی شي .
که نه نو د انارشۍ او غیر مسلط نظام په صورت کې به موږ ټول د رکود او سقوط خواته ور ټېل وهل شو . او خدای مه کړه د تل له پاره به بیا زموږ تخت او بخت کوټه او چپه شي .
د افغانستان د ښې راتلونکې ، د افغان نظام د ثبات ، او د افغانانوتر مینځ د تل پاتې سولې په هیله