زموږ اړتیا او لومړیتوب څه دئ ؟

محمد انور ولید : ۸ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجری لمریزکال

وایي چې په جنګ کې آس ته دانه نه ورکول کېږي . معنا یې داده چې پر یو وخت د خېټې ډکول او خپل رقیب ته ماتې ورکول شوني نه دي . بل ځای وایي چې په یوه لاس کې د دوو هنډواڼو نیول امکان نه لري . همداسې نبي کریم ( ص) فرمایلي : پر یو وخت دوه کارونه کول ناشوني دي ، ځکه چې انجام یې ناقص او نا تمام وي . علت یې دادئ چې د انسان فکر سره وېشل کېږي ـ پاشل کېږي او په دوو مختلف الهویه اړخونوکې پلانیزه او په ستراتيزۍ ولاړه او حاکمه قومانده نه شي عملي کولی .

له پورتنیو څو بېلګو یادولو څخه زما موخه د افغانستان پر لومړیتوبونو را څرخي ، او تر ټولو ستر لومړیتوب د افغانستان د خاورې ، ملت او دولت له پاره امنیت دئ . امنیت یو داسې کور یا پوښ دئ چې په کې د ننه زموږ د خلکو او دولت ټولې شتمنۍ خوندي کېدی او ساتل کېدی شي . امنیت زموږ د ژوند ، ناموس او ټولو هستیو له پاره تر ټولو خوندي کلا ده چې یوازې د دفاعي او امنیتي ارګانونو له مورچلو یې د ملت په ملاتړ سره ویښ او صادق نظارت اوڅارنه کېدی شي .

خو امنیت هم څو اړخونه لري :

لومړی کورنی امنیت : ــ  دا ډول امنیت حکومت او ملت په ټول اعتماد او باور یو له بل سره داسې تړي  لکه په یوه وجود کې د نوک او اورۍ په څېر ، چې آرامي او درد یې د وجود په ټولو برخو کې یو خېل محسوسېږي . ځکه امنیت د یو هېواد په دولتي اډاڼه کې فعال ماغزه ، سترګې ، غوږونه او د حافظې آرشیف دئ ، چې د قلم او بیان تر ځنګ د خپلې ملي ژبې عفت هم په محسوسه توګه خوندي او ژوندی ساتي . خو که دغه کورنی احساس په کې نه وي ، نو ښکاره خبره ده چې د افغانانو په وجودکې عصبي نیګړتیا شته .

دوهم : بهرنی امنیت : ــ  ددې نیمګړتیا د پوره کولو ذمه واري ددولت دنده ده چې له سیمه ییزې او نړیوالې ديپلوماسۍ سره جوخت خپل دیپلوماتیک پلان او ستراتیژي په علمي ، تجربتي ، سیاسي ، فکري ، اقتصادي ، او کلتوري لحاظ داسې عیاره کړي ترڅو له بهرنۍ نړۍ سره په اړیکوکې افغانستان ته تلپاتې ګټه پرې ورسېږي ، نه تاریخي تاوانونه .

درېیم : ــ  افغانستان چې له چا سره اړیکې نیول ، ټینګول او غځول غواړي ، چارواکیو ته یې تر هر څه د مخه د یوې ذمه وارې او مسؤولې مرجع په توګه لازمه ده چې لومړی له خپل هېواد سره د هغه هېواد د حال ، استقبال او راتلونکې په اړه جرړې او تارونه ځانته ښه معلوم کړي . د هغو جرړو له معلومېدو سره سم دې هغه د ريښتینو سترا تیژیکو مطالعاتو له فلتر څخه تېرکړي ، نه له اجاره کړیو مطالعاتي مرکزونو څخه . بیا دې د (( وشاور هم فی الامر)) له حکم سره سم په بالا دستۍ یا انډول حالت کې له مجربو ، مسلکي ، او پوهو خلکو سره پرې مشوره وکړي ، د موالاتو ټول اړخونه دې سره پر تله کړي ، بیا دې د اړیکو نیولو ، ټینګولواو غځولو بندوبست وکړي . که داسې نه وي نو هېڅکله به هم پردې باندې بریالي نه شي چې لږ تر لږه خپلې غوښتنې پر نورو با ندې په منصفانه ډول ومني ، ترڅو د ندیم او ندم په څېر له موږ سره په متبادلو اړتیاوو پوره کولوکې لاسونه یوکړي . 

څلورم : ــ که چېرته موږ ( ملت او حکومت ) ټول سره یو لاس او یوه خوله و اسو ، له ملي غلو ، مافیایي کړیو ، غاصبینو ، اختلاسګرو او تروېستانو سره لاس یو نه کړو ، ښکاره خبره ده چې زموږ په هېواد کې د ننه به هېڅ ډول ورانکاریو ته ځای پاتې نه شي . څوک چې د بدانو مل وي او د هغوی بدي په خپلو سترګو ویني ، خو نور نا بینا او ناخبره نه ور باندې خبروي ، که هغوی ته د سر ، مال یا ناموس او خپلواکۍ هر ډول زیان ور واوړي ، ور باندې باخبره او لیدونکی که څه هم په هغه فعل کې ور سره شریک نه وي ـ سم په ګناه کې ور سره شریک دئ . د اسلام حکم هم همدغه دئ .

پینځم : ــ  تر امنیت وروسته په افغانستان کې افغانان اقتصاد ته ډېره اړتیا لري ، خو څه ډول اقتصاد ؟ آیا یوازې ثروت او بډاینه د افغانانو له پاره بسنه کوي ، اوکه نه اقتصاد ته هم کوم پلان او سیاست په کار دئ ؟ که پلان او سیاست ور ته په کار وي ـ نوکوم ډول پلان او سیاست ؟

په نړۍ کې ډېرې پر مختللې پانګې او د پانګو زیاتولو ډېر پر مختللي او پیاوړي پروګرامونه او سیستمونه وجود لري ، خو دا چې دا پانګې پر څه باندې لګول کېږي ، نو دا بیا ځانته لاملونه او عوامل لري :

مخکې له دې چې د پانګو او اقتصادي بنسټونو په نورو اړخونو باندې وغږېږو ، لازمه بولم لومړی دا پوښتنه وکړم چې آیا اقتصاد په هېواد ، سیمه او نړۍ کې جګړې ختموي ـ اوکه یې ډېروي ؟ آیا د اقتصاد اصلاح کولو ته اړتیا شته ؟ آیا په کوم ډول اقتصاد سره دښمن او دښمنۍ زیاتېږي او په کوم ډول سره کمېږي ؟ آیا په افغانستان کې اقتصادي نظام د مارکسېستي اوکاپيټالېستي سیستمونو پر بنأ ګټور دئ او که د اسلامي سیستم پربنأ ؟ تر اوسه پورې بشر ته په کوم اقتصادي سیستم کې ډېر زیانونه او تاوانونه ور اوښتي دي ؟ آیا اقتصادي سیالي د وچ سود له لارې ګټوره ده ـ او که د مشروع تجارت او زکات ورکولو له لارې ؟ زموږ په ټولنه کې کوم ډول اقتصادي سیاست ته اړتیا شته او دولت باید د اقتصادي سیستم په پلي کولو کې له څه ډول سیاست څخه کار واخلي ؟

ددې د پاره چې موږ یادو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه موندلي وي لازمه ده لاندې څو ټکوته خپل پام ور واړوو :

الف : ـ  افغانستان د ځمکنیو زېرمو ، اوبو ، شاړو دښتو ، کرنیزو او تولیدي توکو ، لاسي صنایْعو ، مردمي قوې او علمي قشر د درآمد ډېرې سترې بډایې سر چینې لري ، خو ځواکمن مدیریت ، منظم پلان او روغې سترا تیژۍ ته اړتیا لري ، چې د ځمکنیو زېرمو را ایستل د کومو لنډ مهالو ، منځمهالو او اوږدمهالو پلانونو او سترا تیژیو له مخې  په کومو شته امکاناتو تر سره کېدای شي .

همداسې افغانستان د اوبو ډېرې سرشارې او نه تمامېدونکې زېرمې او سر چینې لري چې د بندونو او کانالېزېسیونو نو له لارې زموږ هېواد هم پرې زراعتي کېدای ـ او هم صنعتي کېدای شي . برېښنایي اړتیاوې هم زموږ په کور د ننه ور باندې پوره کېدای شي او هم نورو ګاونډیانو ته برښنا ور څخه پلورلی شو . زموږ ژوند له همدې پلوه ماشیني کېدلی شي . موږ د خوراکي موادو له پلوه خود کفأ کېدلی شو . دښتې او شاړې ځمکې به مو تر اوبو لاندې شي . افغانستان به بیا نور واردوونکی او مصرفي هېواد نه وي ، بلکي زموږ د هېواد د صادراتوکچه به تر وارداتو ورځ تر بلې لوړه شي . ځکه کوم هېواد چې هم خود کفأ وي ، هم اضافي با کیفیته تولید او صادرات ولري ، هم یې مردمي قوه په کور د ننه په کار ولوېږي ، بیا به د نورو خلکو هغو پیسو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي چې بهرنیان یې موږ ته په مشروط ډول راکوي . ځکه افغان دولت به د خپلو مالیاتو ، ګمرکاتو او عایْداتو له لارې خپل دولتي سیستمونه خپله پرته له څه ستونزو ـ او د نورو له باج او خراج څخه ور باندې اعاشه کولی او اکمالولی شي . خو شرط په کې دادئ چې دداسې سیستمونو رغولو او چلولو له پاره تر هر څه مخکې باید روغ مدیریتونه جوړ شي . او مدیریتونه په ونډو ، دوه بعدي واک چلولو ، حرفوي غلو ځای پرځای کولو ، د څوکیو په اجاره ورکولو او په دولتي واکوالو څوکیو کې د بېسواده خپلو خپلوانو پرځای پرځای کولو باندې نه شي جوړېدای ، چې کار پر نورو باندې کوي او نور مادي او معنوي امتیازات یې همغه ( بار دوش جامعه او بېسواده)  خپلو خپلوانو ته ور هبه کړی وي .

شپږم : ــ  که چېرې اقتصاد ته یوازې د ماديګرۍ له اړخه وده ورکړل شي . نو موږ خو په خپلو سترګو ولیدل چې اقتصاد د مارکسېزم له نظره وروسته له ( اوو لسیزو ) څه ډول میراث په نړۍ کې ترشا پرېښود ، او تاریځ څه قضاوت ور باندې وکړ ؟  د سوسیالېزم مزد په اندازه د کار ـ او د کمونېزم مزد په اندازه د ضرورت فورمولونه خو هم غلط وختل . ځکه د ژوند په ټولو برخو او د بشر د غوښتنو په ټولو اړخونو کې د سایبیریا د شپانه او د کریملین د کاخ نشینانو تر مینځ ښکاره توپیرونه موجود وو ، او ټولې نړۍ په خپلو سترګو هغه ولیدل چې د وخت د سیاسي سوسمارانو دغه ډول سیاسي ژبې بیا هم په سرمایه دارۍ او غلامۍ باندې ورګډې شوې . وروسته له اوو لسیزو ټولې نړۍ ولیدل چې د سوسیالېزم او کمونېزم خپسو د نیمې آسیا وګړي او د هغوی شتمنۍ او خود ارادیت څه ډول تر خپلو ګونډو لاندې بیده او پټ ساتلي وو ؟ د بیان او قلم په ژبه یې د سکوت ټاپې ور وهلې وې . د ماکیاؤل زامنو پر اسیرو هېوادو او خلکو باندې خپل ژوند او د ژوند هر څه حرام کړي وو .مېړه به د ښځې ، او ښځې به د مېړه ، زوی به د پلار ، او لور به د خپلې مورجاسوسي کوله : ټول یې د ( کې جې بې ) په لومه کې بند او یو پر بل بدګومانه ساتلي وو . جګړو ورځ تر بلې زور اخیست ، نړۍ پر دوو پلاکونو ووېشل شوه او په اسلامي نړۍ کې د سیاسي زدو بندونو او معاملو د ازدواجونو او کلیدي مزدورانو پر مټ  د چرچل فورمولونه پلي شول . د غربي دیموکراسۍ سوغات د اسلامي نړۍ فرهنګ دومره وپړساوه چې اوس مهال یې مخ او شاته د لاس رسي امکان نه لیدل کېږي . ځکه د مسلمانانو فرهنګ ټول مسخه او پر خپل دین باندې یې مسلمانان د زیاتو لاسوهنو او اسرا ايْلي خرافاتو له امله بې باوره کړي . بس اوبه یې په کې خړې کړې او د خپلو اهدافو کبان په کې نیسي . غلاوې په کې کوي ، خپل سودونه په کې خوري ، خام مواد یې ترې وړي او همغه پاخه بې کیفیته خپل مواد بېرته د مریخ په نرخ ور باندې پلوري . دمسلمانانو د خپلو ژبو پر الفبأ باندې ملنډې وهي او په خپلو هېوادونوکې یې حتی د هغو لوستل او لیکل منع کړي ـ خو خپل الفبا د لومړۍ ژبې په توګه په زور او مشروط ډول سره ور باندې مني . ځکه خو جنګ جګړې او خپلمنځي اختلافات دټولې مسلمانې نړۍ په برخه رسېدلي دي .

افغانستان یو مسلمان هېواد دئ چې ( ۱۵۰۰ ) کاله وړاندې یې د اسلام او انسانیت معقول دین منلی . خو د هېواد اصالت او تاریخي قدامت یې تر (۵۰۰۰ ) کالو هم ور اوړي . ولې د تمدنونو دغه لرغونې څلور لارې د غرب او شرق ټولو پام ځانته را اړولی ، ځکه دلته د علم پانګې ، د تمدن زانګو وې ، ځمکنۍ سر شارې زېرمې ، سترا تیژیکي حاکم سنګرونه ، او له حماسو ډکې سر درې پرتې دي . خو متأ سفانه چې غرب او شرق دواړو ته د افغانستان ددې ټولو ملي پانګو او شتمنیو ارزښت یوازې یوه انګرېزي ژبه ، د بشر د حقوقوڅو نړیوالې مادې او پر بد اخلاقیو ولاړه دیمو کراسي ده او بس . همدلته زموږ کور تباه او برباد شو چې ځينو هغو هېوادوالو مو د هېواد له دښمنانو سره د تاریخ په هره مقطع کې د جوال خوله نیولې ـ څوک چې ددښمن په ژبه پوهېږي . همغو خلکو دلته د اداري فساد . اخلاقي فساد . مافیایي فساد . د ځمکو د غصب فساد . مالي فساد . د سړي تښتونو فساد . د انسان د بدن د غړو پلورلو فساد . د ملي څوکیو د نیولو ـ چور ـ پلورلو او په اجاره ورکولو فساد . د ورور وژنې فساد . د اختلاس او رشوتونو فساد . د پردیو جنګ جګړو د اجاره کولو ، تودولو او خپلو خلکو وژلو فساد .  سمتي ، ژبنی ، قومي ، اېْډیؤ لوژیکي او دیني فساد لمن خوره کړې ده . ناټو( شمالي اتلانتیک ) او وارسا دواړو په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پیل کړې د اسلامي نړۍ ژیرمې یې جور او غلاکړي ، دخپل سود اقتصاد یې ور باندې ورغاوه ، د خپلې پوځي او تخنیکي تکنالوجۍکمیت او کیفیت یې ور باندې لوړکړ ، اوس یې د اسلامي نړۍ تسخیرولو ، غلام کولو او احتیاجولو ته ملا تړلې ده .

زموږ د اقتصادي نظام بنسټ چې تر اوسه پورې لا وجود نه لري او په اسلام کې موږ د اقتصادي نظام جوړولو تر ټولو غوره قوا نین لرو ، خو اوس غرب غواړي زموږ د اقتصادي نظام زاویه هم خپلې خواته ورکږه کړي . هغه هم داسې چې سود به یې ټول په افغانستان کې سترې غربي کمپنۍ وړي . او خپله افغانان به د خپل څپانده اقتصادي سیند له غاړي له تندې مړه وي . په دغه ډول اقتصادي سیاست کې به افغانان تل د یوې مړۍ وچې ډوډۍ پیداکولو له پاره که څه هم هغه له حرامې لارې وي ـ په خپله خاوره کې په خپلوکې د وږو چرګانو په څېر په جنګ جګړو سره ا خته او تل به د دښمن په طلسمي قفس کې بند پاته وي ، او یا به بهر چېرې د خوارۍ مزدورۍ له پاره ځي او خشره کارونه به کوي .

له همدې کبله لازمه ده چې زموږ اقتصادي سیستم باید پر اسلامي بنأ ولاړ وي تر څو چارواکي یې د حضرت عمر فاروق (رض) په څېر  زکات او خیر خیرات کوڅه په کوڅه او کور په کور و ګرځوي او هېڅوک پیدا نه کړي چې خیرات یا زکات ور کړي او ټول ملت خود کفأ شي .

هو ! زموږ اړتیا او لومړیتوب همدغه دئ چې موږ ټول په ګډه خپل امنیت او خپل اقتصاد په خپله په اسلامي طریقه ورغوو . له دې پرته بله لاره نه لرو . که داسې ونه کړو ، له پردیو مشروطو مرستو ، لوږې ، احتیاج او تپل شوي جنګ جګړو څخه نه خلاصېږو .

                  

       


بالا
 
بازگشت