افغان چارواکيوته د افعي مارانو دعوتنامې او وروستي ټکونه

محمد انور ولید :  ۶ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجری لمریزکال

 وایي چې ځان پېژندنه په اصل کې د خدایتعالی پېژندنه ده . موږ افغانان ټول مسلمانان یو . او مسلمان تل د توښې ټولولو په دغه آزمویښتي دنیا ګۍ کې د عقبی خیال او انډول هم په خورا هوښیارۍ سره ساتي . د حضرت نبي کریم ( ص ) مبارک حدیث شریف دئ چې فرمایلي یې دي :

(( مسلمان یوازې یو ځل له یوې سوړې چیچل کېږي ، که دوهم ځل وچیچل شو ، نو په خپل ایمان کې دې له سره تجدید نظر وکړي . ))

له پورتني حدیث شریف څخه داسې برېښي چې مسلمان تل د خپل فردي او ټولنیز ژوند په ټولو ابعادو کې هوښیار او ځیرک وي . او دغه هوښیاري او ځیرکتوب یې له داسې مشروطو مسؤولیتونو سره تړاو لري چې د شرعي مکلفیت په صورت کې یې باید ادأ کړي .

خو په تأسف سره باید ووایم چې زموږ رسمي او غیر رسمي مشران او سیاستوال د پردي زر ، زور او تزویر او معاملو په خمارو باندې لومړی مین شوي ، ور پسې مست شوي ، او بیا د واک او ځواک په نشو باندې داسې اخته شوي چې د ساړه ژمي تاوده پوستینونه او شته شتمنۍ هم پردیو نا پېژاندو انډیوالانو ترې وړې ـ او ددوی بې دفاع او بېوزله ځان یې د برخلیک د بېرحمه پېښو ګوزارونوته یوازې پرې اېښی . هغوی وژل شوي ، خودکارنامو قضأوت او پرېکړې یې داسې تاریخ ته په میراث ور پاتې شوې چې د هغه د مخې نیولو هېڅ وس هم ور سره نه شته .

موږ د افغانستان تېر تاریخ کتلی ، او دا سبق مو ترې اخیستی چې د تورې ، کارنامو ، باتوریو ، ډوډۍ ماریو ، زړورتوب ، مېړانې او تاریخي اتلولیو څښتنو افغانانو په خپل افغاني غیرت سره دا خاوره او د خپلو نیکونو شمله لومړی تل هسکه ساتلې ، خوکله چې د سولې او مذاکرې مېز ته سره ناست دي ، نو بیا يې د بندو دروازو تر شا د خپل ملت ، خپل نظام او خپل هېواد ټول ملي افتخارات ، سر ښندنې او لاسته راوړنې خپل دښمن ته د مېز پر سر د نذرانې په توګه اېښې او د نا مقدسو معاملو او زدو بندونو په صورت کې یې دا هر څه د پیسو او مصنوعي قدرت په مقابل کې له لاسه ورکړي ، چې باید داسې یې نه وای کړي . ځکه دا د ملت خپل حق دئ او دد اسې ملي حق هبه کول او ډالۍ کول هېڅکله هم د منلو او بښلو وړ نه دي .

د افغانستان د خاورې تمامیت او ساتنه  د وخت د حکومتونو دنده او ذمه واري ده . ځکه د افغانستان جغرافیه د ټولو افغانانو ملي ملکیت او پلرنی ټاټوبی دئ ، چې پر دې سره د ټولو افغانانو ملي هویت ثابت دئ . په نفیرعام کې ددې خاورې لوېشت لوېشت ساتنه د هر افغان ، نر او ښځو ( حکومت او رعیت )  ټولو دنده ده . ولې په عادي حالاتوکې ددې خاورې ساتنه یوازې پر دولت باندې فرض د ه . ځکه دولت ته خلکو رأیه ورکړې . تر څو ددې خاورې د هر وګړي سر ، مال ، ناموس او عزت د پردیو یرغلګرو له یرغلونو څخه خوندي وساتي . که داسې ونه کړي ـ  نو بیا ددولت معنا څه کېدای شي ؟ !

تاریخ په دې ګواه دئ چې د افغانستان پاکه خاوره تل د خپلوکورنیو ځان پلورونکو په مرسته د پردیو یرغلګرو د  باروتي فیلانو تر پښو لاندې شوې ، ځمکه او هوا یې تر خپلې ؤلکې لاندې راوستې او دلته د نابللیو مېلمنود ټانکونو غوبل ځای جوړ شوی . د افغانستان  تولیدي ، اقتصادي ، کرنیز ، تجارتي ، سیاسي ، تعلیمي ، کلتوري او نظامي سکتورونه یې د نېستۍ په خوب ور بیده کړي ، خپلې موخې یې په کې تر لاسه کړې او بیا بېرته په خپله خوښه ترې وتلي او دا هېواد یې په لوی لاس د بې رحمه ګاونډیانو هر ډول لاسوهنو ته سپارلی دئ . خوکله یې چې بیا د نیواک تابیا ور ته نیولې ، نو د افغانستان د ګاونډیانو په ملاتړ یې وروسته له څو لسیزو بیا په نوبت سره حمله ور باندې کړې ، او له ټپونو ډک افغانستان به یې د مرګ په بسترکې پرته له مدوا او پټۍ لګولو څخه تر مافیایي اوپراتیفي مرګونو عملیاتو لاندې داسې نیولی ؤ چې د رغېدوچانس به یې تر ډېره د کُوما له وجهې نه تر سترګو کېده .

شش جیبه ، لس جیبه او شل جیبه سیاسي پرستارانو او ننګکانو به هم د مُدوا پر ځای خپلې غلاګانې ترې کولې او خپل جیبونه به یې ډکول ، د دارو در مل پر ځای به یې په وجود کې د افعي مارانو  زهر ور تزریقول . ځکه خو تر ننه پورې افغانستان په ټوله آسیا کې همداسې ناروغ ، معیوب او ناقص الاعضأپاته شوی دئ .

د هوتکیانو پر نظام ړنګولو باندې هم معامله وشوه ، خو هغه معامله ستر احمدشاه بابا ابدالي خپله جبیره کړه . ولې په بدل کې یې د وخت استعمار د تیمورشاه د ضعف ټکی پیدا کړ او له هغې لارې یې د هغه په اولادونو کې رېښې وغځولې ، یو پر بل یې سره ووهل ، د لوی احمد شاه بابا ستره امپراتوري یې د پسه پر پوستکي ور باندې بدله کړه . سل کاله خپلمنځي جګړه یوازې پر دې روانه وه چې د سدوزیو له کورنۍ څخه محمد زیو ته څنګه سلطنت انتقال شي . وروسته له سلوکالو بیا د یحیی ترکورنۍ پورې د محمد زایي شاهزاده ګانو تر مینځ جګړې او کورنی اړدوړ روان ؤ . او دغه اړدوړ ته له برتانوي هند ، تزاري روس او ایران څخه هوا ور کول کېدله او هغوی به یې په شا باندې له یوې او بلې خوا ټپول . کله به چې افغانان ښه ډېر کاواکه شول ، بیا به نرم د کوژک ـ یا تورخم او یا بخارا یا کومې بلې لارې پرې راوختل او یوه د اخلاف او معاملو ډکه فرښته به یې د افغانستان د تش په نامه ـ خو په اصل کې د یو مزدور پاچا ( امیر ) په نامه ور سره راوست او په کومه پوځي چاوڼۍ کې به یې له ځان سره د نورو پَټو ناروا معاملو او معاهدو لاسلیک کولو له پاره ساتلی ؤ . همغه به یې حمایه کولو او نور به یې ور باندې ځپل، وژل او رټل . ځکه په دې پټو معاملو او زدوبندونو کې به د استعماري ځواکونو او افغاني مزدورانو خپلې ګټې او د آزادي غوښتونکو او افغان خاورې زیانونه نغښتي وو . تر ( ۱۹۲۹ ) زیږدیز کال وروسته بیا په افغانستان کې د انګرېزانو غواګۍ لنګه شوه او د استقلال ضد یتیمانو ته به یې پټې شیدې ورکولې ، خو بخت یاري ور سره ونه کړه ، تر نهو میاشتو زیات یې مولود ونه پايېده ، ځکه انګرېزانو په فرانسه کې د شاه امان الله پر ضد له روسانو ، او بریتانوي هند سره معامله وکړه او سپهسالار محمد نادر یې د افغانستان د خلکو د باور زیاتولو او پخولو له پاره تر پینځوکالو وروسته له فرانسې څخه افغانستان ته له هغې لارې ور دا خل کړ ـ له کومي لارې چې نادر خان انګرېزان تر ټل او واڼه هم ور آخوا ځغلولي وو . دې ځوان په سرکې د جنوبې خانانو ته ویل چې زه د شاه امان الله له پاره پاچاهي نیسم ، خو کله چې ځان یې ښه کلک او خپل مخالین یې ټول مړه او بندیان کړل نو بیا یې خپله پاچاهي اعلان او خپل وروڼه یې پر مهمو دندو وګومارل . په دې توګه یې افغانستان د (نیمې پېړۍ ) له پاره د فقر او بېسوادۍ پر خوب بیده وساته .

خو په دې وروستیوکې له څه کم څلورو لسیزو را هیسې پر افغانستان باندې پردۍ جګړه ور تپل شوې ، د افغان حکومت په نامه یې ګټې د نورو دي ، خوځاني او مالي قربانۍ بیا د افغانانو په برخه رسېدلې دي . هغه هم داسې چې روسي پلوه ګوندونو د یحیی کورنۍ ته د پای ټکي په اېښودلو سره لومړی سپینې ـ او ور پسې سرې کودتاوې ، مارشونه ، نیونې ، وژل او له هېواد څخه نېښتې او مهاجرتونه پیل شول ، چې وروسته روسانو خپله ماتې او خپل سرونه په کې وخوړل ، مرګ ژوبلې په کې افغانانو ته واوښتې ، ولې په عکس یې د انګلیسانو پاتې شونو نوزادو  ( پاکستانیانو ) تر نن پورې په کې خپل ځانونه وپړسول .

د پاکستان پوځې او سیاسي چارواکیو تل له پېله تر اوسه پورې د افغانستان خواته سترګې کږې نیولې او د خپل سترا تژیک عُمق هغه خوبونه ویني چې بادارانو یې ورته تعبیر کړي دي .

له کله نه چې د پاکستان استخباراتي اداره ( I.S.I ) جوړه شوې بیا تر نن پورې د پاکستان د بهرني سیاست واګې دوی په لاس کې اخیستې ، چې ددوی عزل اوټاکنې په بهر کې ، او د ملکي ادارې عزل او نصب په داخل د پاکستان کې د استخباراتي ادارې په واک کې دي . د پاکستان پوځي جنرالانو تل په سیمه او نړۍ کې په تېره د خپلو ګاونډیانو ( افغانستان او هندوستان ) په وړاندې خپل غلط او دوه ژبی سیاست چلولی . هندوستان ته د خپل دښمن سیال ، او افغانستان ته د خپل سترا تيزيک عمق په سترګه ګوري . ځکه خو پاکستاني چارواکو افغان مشرانو ته د سوسمارې په څېر د وخت په خورا حساسو پړاوونو کې خپله ژبه را وباسي ، کله چې افغانان په باوري توګه ورسره په تماس کې شي ، نو نرمه خپله ژبه ور ټوله او د افغان سیاستوالو ټولې خوارۍ له یوې مخې له ستوني تېرې کړي .

تېره میاشت افغان ؤلسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په له زهرو ډکه بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ او د ظاهري تاوده استقبال په سر کې یې د توپ ( ۲۱ ) زهري ډزې ور ته وکړي . د پاکستان صدراعظم نوازشریف ، د پوځ مشر راحېل شریف ، د استخباراتو مشر اشفاق کیاني او ځینې نور لوړرتبه چارواکې د اسلام آباد هوایي ډګر ته په مکر سره ورغلل . خو له هغه سره همزمان په کندهار هوایي ډګر باندې (۱۴ ) تنوځانمرګو برید وکړ او شل ساعته تر وژل کېدو پورې وجنګېدل . په هلمند کې سخته جګړه جوړه شوه ، او پرکابل باندې یې بیا حملې شنډې شوې . خو افغانان پوه نه شول چې پاکستان ته د ؤلسمشر د سفر تر څنګ په افغانستان کې ددې بریدونو مانا او موخه او د افغان سولې سره یې تړاو څه ؤ ؟  

تر دې وروسته بیا د پاکستان د پوځ او استخباراتو لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلل ، او س دادي نن د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف افغانستان ته راغۍ . په رسنیو کې ویل کېږي چې دا سفرونه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په خاطر تر سره کېږي  . د امریکې ، چین ، هند ، عربو ، پاکستان ، افغانستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو مشران هم په کې ګډون کوي . خو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو څرک د پاکستان له آدرس څخه تر اوسه پورې نه دۍ څرګند شوی . او افغانان نه پو هېږي چې د پاکستان له لوري به دا سوله کله په کوم کیفیت او ځه ډول را شي ؟ آیا سوله خپله افغان وسله وال مخلفین نه غواړي ، یا داچې د هغوی د سولې او جګړې ریموټ له پاکستان سره دئ چې هر وخت وغواړي جنګولی او درولی یې شي ؟ ځکه د طالب مشر تابه د پاکستان له خوا جوړېږي او خود جوشه نه دي ، بل دا چې د طالب په نامه د جنګي ماشین د اصلي پرزو ( ۴۰۰ ) کورنۍ ټولې له  پاکستاني چارواکوسره برمته پرتې دي . له بلې خوا ټول خود ارادیته طالبان د پاکستان له خوا څه ووژل شول ، څه د وژل کېدو په کتار کې بندیان  ولاړ دي ، اوڅه په زورسره ددې له پاره جنګول کېږي چې په افغانستان کې د غه پردۍ نا اعلان شوې جګړه ور باندې توده او جاري وساتي ، او بل لورته په افغانستان کې د کانونو د غلاکولو ، د کوکنارو د حاصلاتو تر لاسه کولو ، منځنۍ آسیا ته د ترانزیتي خوشې لارې موندلو د افغانستان د اوبو تر لاسه کولو ، پر عایْقو سیمو د خپل واک ټینګولو ، له هند سره د افغانستان د اړیکو پرې کولو  اود ډېورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلو په خاطر پر افغان لوري فشار راوړي ترڅو خپلې دا ډول ناشونې غوښتنې چې هېڅ امکان یې نه شته ـ ور باندې ومني .  

ځکه خو پاکستاني چارواکي د سولې او دښمنۍ دواړو یارانوته هغه مهال نیم پلو ور لوڅ کړي چې کله دوی بله توطیْه لا دمخه په لاره اچولې وي . خو په اصل کې د افغان چارواکو وخت ور ضایْع کوي ، او دوی خپل شوم هدف او امتیازاتو تر لاسه کولو ته ځانونه پرې نږدې کوي .

زه د سولې مخلف نه یم ، خو له پاکستان څخه د سولې تمه هېڅ نه لرم . ځکه افغان چارواکو ته د پاکستاني چارواکو له خوا دعوتنامې او دید او وادید ټول د هغه افعي مار د ټکونو او چیچلو په مانا دي چې هېڅ دم دارو او منتر پرې نه لګېږي . بلکې دهغوی د مخنیوي له پاره پر افغانانو باندې فرض ده چې نور خپل وخت پر پاکستان باندې ضایْع نه کړي او په بدل کې یې له هندوستان او درېیو نورو شمالي غربي ګاونډیانو او یوه شمال شرقي ګاونډي سره خپلې اړیکې په مشروطه او پراخه توګه ټینګې کړي . هو! د پاکستان د لاسوهنو د منخنیوي یوازینۍ لاره همدغه ده . تر څو د پاکستان له پرله پسې چیچلو پرې خلاص شو .     

 

 


بالا
 
بازگشت