زموږ اوسنی وضعیت

محمد انور ولید :  ۲۵ـ ۸ ۹۴ هجري لمریزکال

د نړۍ ( دوه پر درېیمه ) برخه هېوادونه د پټو او ښکاره تاوجنو لانجمنو ، شخړو ، ماتو اوپرېکړو حالاتو سره لاس اوګرېوان دي . د نړۍ په ډېرو ځایونوکې انسانان یو بل سره وژني ، یو بل ته درنې مرګ ژوبلې اړوي ، انسانی ناورینونه را مینځته کوي ، چې دا د انسانانو په لاس را مینځته شوی ناورین بیا د پراخو ورا نیو سبب جوړ شوی اوکېږي .

د انساني تاريخ په اوږدوکې شلمه پېړۍ یوه ډېره دردوونکې او وژونکې پېړۍ وه ، چې په کې د پر مختللي مدنیت ترڅنګ بیا هم د  ( یو سل او یو نوي مېلیونو) (۱۹۱۰۰۰۰۰۰) په شاوخا کې انسانان د شخړو او جګړو له امله په کې وژل شوي دي .

همدغه ډول ورانوونکې شخړې او جګړې په لوړه کچه د نړۍ ثبات ته ګواښوونکې هم دي ، چې دداسې شخړو او جګړو د تحلیلولو، سړولو، قابوکولو( کنټرولولو ) او درولو هڅې هم تراوسه پورې په ډېرو ځایونوکې ډېرې اغېزمنې او مؤثرې نه دي . ځکه چې د جګړو جوړولو اصلي خبرځایونه استکباري قطبونه دي چې تل یې غریب هېوادونه او د هغو هېوادونو اتباع د خپلو شومو موخو قرباني کړي او خپلې نوې وسلې په کې آزمویي او زړې ور باندې پلوري ، شتمنۍ یې ورڅخه په زور او غلا سره وړي ، خپل فرهنګ په عملي ډول د ناڅیزه مرستو په بدل کې ور باندې تحمیلوي ، په جغرافیوکې یې د خپلو روزل شویو اجېنټانو ( مزدورانو ) پر مټ په خپله خوښه د خپلو اهدافو له پاره فزیکي بدلونونه راولي ، ملي او سیمه ییز یووالی یې د نفاق او بدمرغیو په شتون کې ور باندې له مینځه وړي ، د سر او دستار سړي په کې وژني او تر څو چې تېغ یې برښ ور باندې کوي په خپله مستعمره کې یې همداسې احتیاج محتاج او وږي تږي له ځانه سره ساتي .

خو له دې سره سره په شخړه ییزو ځایونو او حالاتو کې د ژوند هرخوځښت د شخړې په سړولو یا تېزولوکې خپلې اغېزې لري چې یا حالات د د ښمن په ګټه د جګړې لوري ته بیایي او یا یې هم د سالم مدیریت په معقول او منل شوي چوکاټ کې د سولې خواته .

خو د سولې هڅې له مختلفو لارو څخه ممکنې او اړینې دي ؛

په اوسنۍ نړۍ کې د هر وګړي انساني دنده داده چې خپل هرهغه فعالیت پیاوړي کولوته زور ورکړي  ترڅو د بالقوه شخړې مخنیوی ور باندې وکړي او بدیل یې د بالقوه سولې د را ژوندي کولو او خوځښت سبب وګرځي .

د دوامداره سولې له پاره ښه نقشه هغه ده چې شخړه او سوله دواړه په سمه او بېخپوره توګه د شخړې د دایْمي حل په خاطر د ثالث بالخیر او بې پرې کاملاً ملي خوا خوږو عناصرو له خوا په کې تشخیص ، په نښه او و پېژندل شي ، خو په څنګ کې ور سره په یوه ټولنه کې د سولې د ظرفیتونو پېژندل هم اړینه خبره ده . ځکه ترکاڼي د بیزوګانوکار هم نه دئ .

که چېرې موږ پورتني مفاهیم په سمه توګه و نه پېژنو ، نو څنګه به وکولای شو چې سولې ته لاره او لاس رسی ومومو . داچې جګړه او د جګړې جوړولو چمونه زده کېدای او عملي کېدای شي ، نو سوله هم په عملي ژوند او  اوډګرکې د زده کړې او عملي کېدو وړ ده .

خو له بده مرغه چې ځینو انسانانو د سولې او همزیستۍ پرځای پرجګړه ییزو پروژو جوړولو اوعملي کولو باندې زیاته پانګونه کړې ده ، او د سولې له پاره یې تر اوسه پورې کوم منظم بېخپوره کار نه دئ ترسره کړی . بلکې د سولې پر ځای د خپلو ګټو له پاره جګړو ته لمن وهي . تر څو د کور خلک په خپلو کې په جګړو کې لکه د افغانستان خلک سره ښکېل وساتي او کور یې دوی لوټ کړي .

همدا لامل دئ چې نننۍ جګړه په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې په آسانۍ سره نه درېږي . د دې تر څنګ د نړۍ ځینو حریصو او زورواکو ځواکونو د نویو دښمنیو په راټوکولو ، جوړولو ، د بحرانونو په را مینځته کولو ، وسلو آزمویلو ، وسلو پلورلو او مداخلو سره ځیني انساني کاواکه ټولنې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي .

که چېرې موږ او تاسې د جګړو او پرهغو باندې د شویو لګښتونوټول مصارف او بیې د سولې د فعالیتونو ، زده کړو او د عدالت د تأمین له مصارفو سره پرتله کړو ، دا به را ته په ډاګه شي چې د جګړې تر تاوانونو به د سوله ییزو فعالیتونو اودعدالت تأمین ډېر ارزانه او آسانه وي .

(( ځکه چې د یوه هېواد د یوې ورځې جبهه ییزې جګړې لګښت په اوسط  ډول د هغه هېواد د ټول کال له ټولوعایْداتو سره برابرـ او یا ترهغې هم څو برابره زیات دئ . ))

موږ او تاسې ټولو ولیدل چې د عراق او ایران ترمینځ جګړې که څه هم دواړه نفت خېزه هېوادونه دي د ایران اوعراق دواړو اقتصادي تير ورمات اود کلونو له پاره یې له مخ پر ودې اقتصاد څخه پر شا کړل .

همداسې هند او پاکستان ، پاکستان او بنګله دېش هم خپلمنځي جګړو د پولۍ ټک ته ترکلونو پورې سره کښېنول . د افغانستان او ایران جګړې ،  د افغان او انګلیس درېیو جګړو ، د افغانانو او روسي ښکېلاک پینځلس کلنې جګړې ، د پاکستان او افغانستان پینځه کلنې جګړې ، او په افغانستان کې دناټو ځواکونو  پینځلس کلنې جګړې افغانستان د نړیوال تمدن له کاروانه ( سل ) کاله شاته پرېښود . 

مصرله اسرایْیلوسره په تعرضي جګړه کې په یوه ورځ ( اته سوه )جنګي ټانکونه له لاسه ورکړل ـ چې له امله یې ترننه پورې دغربت پېټی پرشا وړي . الجزایْر له فرانسویانو سره په جګړه کې تر اوسه پورې بې وسه  دئ . همداسې به لېبیا ، الجزایْر، سوډان ، فلسطین ، سوریه ، یمن ، لېبنان ، بوسینا اوهرزه ګووینا او افغانستان ترکلونوپورې د سوال اوچندو کچکول په غاړه ګرځوي او د بخور و نمیر په څېر به سره  چلېږي . ځکه همدا اوس د یادو هېوادونو اقتصاد په صفرکې ضرب او یا ترمنفي صفرهم ورښکته دئ .

خوا دا په یاد ولرۍ چې پخوانی شوروي اتحاد هم د افغانستان نا انډوله ملا ماتوونکې لس کلنې جګړې سره ټوټه ټوټه کړ  په سوونوجنګي الوتکې ، په زرګونو جنګي ټانکونه اوتر ( یو لک ) زیاتې درنې لیرې ویشتونکې وسلې ، په مېلیونوسپکې وسلې ، مهمات او نورجنګې تجهیزات ، په زرګونو پوځیان ، د وارسا منظم جنګې ماشین اوکورنۍ عایْداتي او اقتصادي سرچینې یې له لاسه په کې ورکړې . له خپل ګاونډ سره په څنګ کې پروت سترا تیژیک افغانستان او د هند سمندرګی یې له لاسه وؤت . له ناټو سره سړه جګړه او د کمونېزم مفکوره یې په ټوله نړۍ کې په افسانه بدله شوه .

د جاپان د دوو اتومي ریاکتورونو په له مینځه تلو سره د هغه هېواد اقتصاد پينځه کاله شاته ولوېد ، خوکه ناټو او افغان ګاونډیانو په ګډه سره د زړه له اخلاصه د هغې جګړې پرځای د افغانستان په بیا رغونه باندې کارکړی وای  ـ  اوس به په ډېره لږه بیه هم آزاد او سمسور افغانستان موجود وای ـ اوهم به پخوانی شوروي اتحاد نن د نړیوالو سیالانو په کتارکې ولاړ ؤ . ولې روسانو افغانستان او خپل ځان له هره اړخه داسې ړنګ کړل چې بیا رغونه به یې په لس ګونو کاله وخت واخلي . ))

هر ډول چې کېږي موږ باید تاوجنې جګړې ، شخړې او د هغوی اغېزې لومړی تشخیص او سره وپېژنو ، ځکه د تاوجنو شخړو او جګړو د اغېزو تشخیص او پېژندل به له موږ سره مرسته وکړي چې پر مټ یې خپل تګ لوری بدل کړو . پر جګړه ییزو لارو باندې پانګه اچونه به موږ نور هم جګړو ته وهڅوي ، او په جګړو کې به ور ښکېل شو .

خو ددې پر عکس ، که چېرته موږ پر سوله ییزو لارو چارو خپلې بانګې ولګوو ، نو موږ به امنیت ، ثبات او سولې ته اوس زموږ خپل انتخاب ورسوي .

ځکه انتخاب زموږ په لاس کې دئ  چې کومه لاره د خپل ژوند او راتلونکو نسلونو له پاره غوره کړو .     

                                   (سوله که جګړه ؟ )

د اسلام مبارک دین د سولې او امن یو تر ټولو خوندي دین دئ . ځکه اسلام د ټول عالم بشریت له پاره د سولې پیغام له ځانه سره لري . موږ مسلمانانو ته لازمه ده چې د خپل دین پر اصولو باندې منګولې ټینګې ښخې کړو او په خپل مینځ کې د سولې په کارکې له یو بل سره مرسته وکړو . اسلام یوازینۍ لاره ده چې پر مټ یې زموږ ټولنه کولای شي د هغه په تطبیق سره دایْمي سولې ته لاره و مومي . ځکه اسلام زموږ له پاره امن راوړي او د    خبرو لاره زموږ پر مخ پرانیزي . یوه تر ټولو غوره لار داده چې اسلامي هېوادونه په خپل مینځ کې یو د بل پر وړاندې د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو دروازې پرانیزي ، هغوی ته پراختیا ورکړي . ترڅو پرمټ یې سیمه ییز ، اقتصادي ، ټولنیز او فرهنګي سازمانونه را مینځ ته کړي . په هره کچه چې اسلامي هېوادونه په خپل مینځ کې سره یو موټی شي ، په همغه اندازه به په کې بهرنۍ مداخلې کمې شي . چې موږ ددې کارغوره بېلګه له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته د اروپایي اتحادیې جوړېدل په ګوته کولی شو چې د نوموړې اتحادیې ډېرو ستونزو ته یې د حل لارې پرې وموند لې  .

خو زما پوښتنه له ټولو مسلمانانو څخه داده چې که اروپایي عیسویان دا کارکولی شي ، نو د اسلامي نړۍ مسلمانان او محمدي امت ولې دا کارنه شي کولای ؟ آیا ددوی ذهني وده کمزورې او ( آی کیو ) یې ټيټه ده ؟ او یا دوی د وسوسو پرسیند ورلاهو شوي ؟ څه خبره ده ؟  که نه نو موږ خو باید د مسلمانانو روحیه د سره یوموټی کېدو او یو والي په اړه لا پسې پیاوړې کړو . ترڅو د لویو ستونزو پرحل سربېره خپله دیني فریضه مو هم په کې ادأ شي . خو ددې کار د تر سره کولو له پاره صادق ، مُدبراو په کارپوه خدای پرسته کسان په کاردي     . د مسلمانانو د یووالي هغه آواز چې په (۱۸۷۹) میلادي کال کې افغان سید جمال الدّین اوچت کړی ؤ ، خو تر نن پورې د هغه غږ د بیا پیلېدو په تمه نسلونه نسلونه انتظار باسي . د نوموړي هغه د ريښتیني ضمیر آواز اوس هم په هغو زړونو کې ازانګې کوي کوم چې ضمیرونه یې د افغان سید جمال الدین له ضمیر سره تړلي او د افکارو دروازې یې د سید جمال الدین مفکورو ته ور خلاصې دي . د نوموړي هغه (۱۳۷) کلن ملکوتي آواز اوس هم پرځای او اغېزمن دئ ، د نوموړي دغه د سپېڅلي ضمیر غږ زموږ دنده اودین دئ ، او موږ کولای شو چې د نوموړي دا امانت د هغه له آرمانونو سره یو ځای په سوله ییزه توګه د نننیو مسلمانانوغوږونو ته د خپل رسالت او وجیبې له مخې ورسوو .

 

 


بالا
 
بازگشت