څنګه د شخړو د منفي خوځښت مخنیوی وکړو ؟
محمد انور ولید : ۹ ۸ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال
دا چې شخړې منفي اړخونه هم لري، نو موږ څه ډول کولای شو چې ددغو منفي اړخونو مخنیوی وکړو ؟ لازمه خو داده چې لومړی په هغو خواوو او چاپېریال کې د بدلون راوستو له پاره یو لړ اقدامات تر سره کړو چې په کې شخړه را مینځته شوې. په زیاتره شخړو کې د تشدد د را مینځته کېدو په صورت کې هغه وخت کموالی او شاته تګ را تلای شي چې زور زیاتی په پرله پسې ډول پر ځای ولاړ حالت ځانته غوره او دواړه خواوې له شدیدو زیانونو څخه متأ ثره شوې وي.
په زور زیاتي کې د کموالي راوستو، شاته تګ، اوربند او له جګړې څخه د همکارۍ اوهمغږۍ پرخوا روانېدل ددواړو خواوو له یو شمېر مثبتو داسې اقداماتو سره تړاو لري چې له یو بل سره همغږي وي. خو دا کار هله شونی دﺉ چې سوله راوړونکي درېیمګړي عناصرد دواړو خواوو پرټولو جګړه ییزو تلفاتو، انګېزو (عواملو)، کتلېستي محرکینو، جګړه ییزو سببونو، په جګړه کې د ښکېلو خواوو پر ضعفونو، فکري تمایلاتو، سوله ییزو مشترکاتو اوتمایلاتو باندې علماً پوه، اوعقلاً د تشخیص او پرځای پرېکړې قوّت، درایت، بصیرت او خپلواک صلاحیت په کې موجود وي.
دغه اقدامات که څه هم په سرکې په وړه سطحه پیلېږي ـ ډېر مهم او د پام وړ دي. چې په عام ډول په هغه اقداماتوکې د ښکېلو خواوو تر مینځ د زور زیاتي کموالی، مذاکرې ته تمایل، د رسنیو رغنده مدیریت، او د اړیکو د ښه والي او پیاوړتیا له پاره ډول ډول هڅو ته پراختیا ورکول شامل دي. خو دغه اقدامات باید نه یوازې په شخړوکې د زور زیاتي د مخنیوي او خوځښت په کموالي کې خپل رغنده رول ولوبوي، بلکي د شخړو د خوځښت پر وړاندې هم باید ټینګ ودرېږي.
داچې په دې اړه څه باید وشي ؟
موږ د لته په لاندې ډول د ځینو اړینو اقداماتو بېلګې راوړو :
· د شخړه ییز خوځښت د مخنیوي له پاره د پلانیزه نورمونو او ادارو را مینځته کول او د هغو پیاوړتیا.
· په شخړوکې د ښکېلو خواوو تر مینځ لومړی د اخلاقي ستونزو پرحل تمرکزکول.
· د درېیمګړو( ثالث بالخیر ) داسې عناصرو او ادارو پیاوړتیا چې ټولو ته د منلو وړ وي، ترڅو د شخړو په سوله ییز حل کې مرسته وکړي. مدّعي او پروژه یي طرف هېڅکله هم سوله نه راولي او نه یې راوستی شي. بلکي خنډونه په کې اچوي.
· د شخړو له وضعیت څخه خبرتیا او د هغو د منفي خوځښتونو د مخنیوي، کنګل کېدو او وچېدو له پاره په دیپلو ماتیکي اقداماتو لاس پورې کول.
· د شخړو له منفي او تخریبي پایلو څخه عامه خبرتیا او پوهاوی.
· د شخړو د ښکېلو خواوو تر مینځ د شخړو د خوځښت د لا زیات مخنیوي له پاره د بندیزونو لګول او د هغو څارنه.
· د سولې ضد تخریبي او تخریشي بېځایه ( در واغجنو )آوازو اچولو او تبلیغاتو مخنیوی.
· د سوله ییزو ټولنیزو ډلګیو جوړول او هغو ته د اړتیا تر بریده پراختیا ورکول. نه داسې چې د سولې له ټولنیزې پروسې څخه د سولې په نامه (ان جي او یي ) پروژه جوړه شي، چې هغوی له دې لارې خپل ځان، خپلې کورنۍ او خپل ملګري په کې تمویل او اکمال کړي، او د ښکېلو خواوو تر مینځ د جګړې اوږدول یې د خپلې پروژې اصلي موخه وي، نه د اچې جګړې او تاو تریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.
· د ( ولقد کرمنا بني آدم ) د الهی ارشاد له مخې عامه انسانیت ته په درنه سترګه کتل او د ښکېلو خواوو تر مینځ مشترکاتو ته درناوی، بیاوړتیا او پراختیا ورکول.
· په شخړوکې د ښکېلو خواوو تر مینځ سوله ییز حل پیاوړي کول، او د عامه ؤلس مسؤولانه ساتنې او ذمه وارۍ ته پاملرنه.
· پرته له تعصب څخه د خوابد و خواوو د زړونو باوري لاسته راوړنه، او د یوبل له ستونزو او اړتیاوو څخه خبرېدل.
· د هغو ډلو او وګړو پېژندل او د هغوی مخنیوی چې د نورو تر مینځ له شخړو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
· د ژوندانه سرچینو ته پراختیاورکول، او د ښکېلو ډ لو اړتیاوو ته لاس رسی او د آسانتیاوو را مینځته کول.
· د ښکېلو ډلو تر مینځ د یو بل منل او یو د بل روا انساني حقوقو ته درناوی کول.
· د شخړو د بېخپوره کمښت او له مینځه وړو له پاره د سیمه ییزو ګډ و بنسټونو را مینځته کول او د هغوغښتلتیا.
· د سولې له پاره ښوونیزو مرکزونو او مېډیا ته وده او پراختیا ورکول.
· د وسلو د وېش اوکارولو څخه مخنیوی کول.