اې افغانانو ! افغانستان نور مه ورانوۍ
محمد انور ولید : ۲۲ـ ۷ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال
له تېرو ( ۳۷ ) کالو را په ایسته افغانستان او په افغانستان کې مافیها په فزیکي ، سیاسي ، اقتصادي ، بشري ، دیني ، کلتوري ، قومي ، ژبني ، علمي او رواني برخوکې د پردیو تر سندان او څټک لاندې پراته دي . له دې هېواد څخه د حرفوي پښ داسې کُره جوړه شوې چې د بې دفاع او مظلوم ؤلس وچ او لانده هرڅه ټول په کې ذوب شول . کوم څه چې تر اوسه ترې پاتې دي له هغو څخه د خپلې پرمختللې باروتي تکنالوجۍ د چکش او سندان په زور د خپل زړه خود ساخته مصنوعي آلات او افزارونه جوړوي او بیا یې د تېر په څېر بېرته ددې هېواد د خاورې او بچیانو پر ضد استعمالوي .
خو خبره داده چې که سندان پردی ؤ ، نو د چکش لاستي خو خپله د افغانستان شموله ونې څخه ورته اچول شوي دي ، چې له امله یې دادي اوس له افغان بشري منابعو څخه د پرې کولو هر ډول افزارونه او آلې جوړې شوې او د افغانستان د ملي یووالي ونه مو په خپل لاس پرې بوچه برمنډه کړه . اوس غواړي چې سټه مو له رېښو سره له بېخه پرې وباسي .
پردیو افغانان په خپلوکې په مختلفو نومونو او پلمو سره ووېشل او هرې وېشلې ډلې ته یې د لاندي د پسونو په څېردانه په خپلو استخباراتي لمنوکې واچوله ، د ګوتو په شمار یې د خپلې خوښې څوتنه د دې خاورې د نورو مظلومانو په وړاندې ښه چاغ کړل . په تېرو ( ۱۴ ) کالوکې یې د کورنیو تولیداتو او بهرنیو مرستو ټول فصلونه ور باندې لوټ او وخوړل . هغوی یې په مُفت خوراک ښه سره عادت کړل . ملت هم بعینهِ ور باندې پوه دئ چې دوی د نورو په مرسته له قانوني او د واک له سوړې څخه خپل ځانونه پړسولي ، خو بیا هم پرله پسې خپل عادتي خوراک ته اړتیا محسوسوي . هغوی خو اوس له یوې خوا له خپلو دندو لیرې کړی شوي ، او له بل پلوه دانه ور باندې بنده شوې ده ، ځکه دوی لګیا دي دا ځل په خلکوکې وېره او ترهه ورګډه کړي ، ترڅود تېر په څېر یوځل بیا ښارونه او ښاریان چورکړي چې دې ډول چور او چپاؤل ته دوی په خپل فرهنګ کې ؤلجه او غنیمت وایي .
ددې کار له پاره دغه ډول عناصرو وار له مخه خپلې غدۍ جوړې کړې ، هغوی ته د ځان ساتلو او مقابلې په پلمه وسلې او مهمات هم ور وېشل شوي ، ځکه همدا اوس چې کومې د ځان وژنې ، غلاګانو ، سړي تښتونو او نور جرمي جنایات او پېښې په ښارونو او د ښارونو خواوشا سیموکې ترسره کېږي ، هغه ټولې د نا امنیو اوګډوډیو جوړولو د پروژې همغه پخوانی تسلسُل دئ . ځکه تېره ورځ هم دکابل امنیه قو ماندان د مظنونوکسانو د تصویر په ښکاره کولو سره په مستند ډول وویل چې په دې وروستیوکې یوازې په کابل ښارکې (۸۰ ) کسان د ډول ډول جرمونو په تور نیول شوي دي . دغه هزار جېبه کسان شپه ورځ د ښار په مینځ ، لارو ،کوڅو او نورو غیر ضروري سیمو کې ډله ډله ګرځي ، د ورځې جارحه آلې او د شپې وسلې له ځانه سره ګرځوي چې د شتون له امله یې د ښار ټول بې وسلې شریف خلک په اندېښنه کې لوېدلي دي . ځکه دغه ډول ؤزګاروکسانو پخوا هم څوڅو ځلې دغه ډول کارونه تر سره کړي دي .
که موږ لږ وړاندې یعنې د مجاهدینو واک ته د رسېدو له ورځې ترطالبي پروژې پورې د افغانستان دکورنۍ جګړې تېرتاریخ ته وګورو په ښکاره به موږ دکابل اوکابلیانود مرګ ژوبلواو چور تالان ژوندي تصویرونه د زړه په سترګو ووینو . ځکه هلته خو موږ او تاسو ټولو په خپلو سترګو ولیدل چې په کابل کې د ( ارګ ـ یا مرګ ) په هغه سیالۍکې د سیالو ممثلینو او لوبغاړو تر مینځ داسې جګړه روانه وه چې هلته به (یو) توغندی د خپل دوښمن پر خوا توغول کېده او ( لس ) نور توغندي به د خلکو په مسکوني کورونو باندې ور ویشتل کېدل . هرکور د هغه کور د اوسېدونکو غړو له پاره هدیره جوړه شوې وه چې د بیا رغونې پر مهال همدا اوس هم له ډېرو جنګي ښمڅو ، څاګانو او چپه شویو کورونو څخه د مړو بشپړ جسدونه ، هډوکي او د ښځو وېښتان را خېژي . دکابل ښار( ۶۰۰۰۰ ) اوسېدونکو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړ . د کابل په دروازو کې خو بیا د ناستو ملېشو له لاسه د عامو خلکو او ښځو پر سر د چکې کڅوړې او یوسېر اوړه په میدان ښار ، چهار آسیاب او سروبي کې د سړک پر سر ځکه بادېدل چې پرکابل او کابلیانو باندې تحریم لګېدلی ؤ . ملي تأسیسات ، ملي اردو ، سپکې او درنې هوایي او زمیني وسلې ، په سلګونو الوتکې او په زرګونو زغره وال ګاډي او ټانکونه مو له لاسه ورکړل . پر پاتې وسلو پسې پسکیستانیانو را وځغاستل او ټولې یې وېوړې ، د پاتې نورو له پاره د شمالي اتلانتیک ایتلافي ځواکونو مټې را ونغښتلې ، څه یې په خپله له مینځه یووړې او څه یې د ( ډي ډي آر ) په پلمه ټولې کړې او افغانستان یې بې وسلې او بېواکه کړ .
اوس چې د ملي وحدت حکومت مینځته راغلی او ځینو کسانو په کې خپلې دندې له لاسه ورکړې ، نو یو ځل بیا یې د شخصي ملېشو جوړولو خواته مخه کړې ، خپل زېرمه تونونه یې پر خپلو همغو پخوانیو وسله والو باندې وېشلي چا چې په چور او مرګ ژوبلو اړولو او ظلمونوکې پر خپل وخت ساری نه درلود .
دغو مشرانو په یوه او بل نامه ځینې خپلمنځي شوراګانې هم د بحران د مخنیوي او د حل لارو موندلو په پلمه سره جوړې کړې دي . په کابل کې هم ځینې سیاسي نهادونو د کابل د حفاظت په خاطرخپل تیاری ښوولی . خو د چور تالان خلک ګوش په آواز په دوو پښو د ښار ګډوډۍ ته همداسې تیارسۍ ناست دي . داسې آوازې هم تیت شوې چې ګواکي طالبان پر کابل باندې د حملې تیاری نیسي . دا چې دا به ترکومه بریده ریښتیا وي او یا درواغ او یا هم د همدغو چورلکانو آوازې ، نو دا به خپله امنیتي اورګانونو ته ښه معلومه وي . خوکه چېرې داسې وي ، نو حکومت دنده لري چې مخکې له مخکې د کابل او خواوشا سیمو همدغه غیر مسؤول وسله وال بې وسلې کړي . ځکه که چېرې امنیتي ارګانونه دا کار ونه کړي ، که بیا د طالبانو خبره ریښتیا هم وي ، نو د کندوز په څېر به همدغه غیر مسؤول وسله وال هر ناروا عمل ته لاس واچوي ، ټول ناروا کارونه به دوی خپله وکړي ا و په کې بدنام به حکومت شي .
زما په آند خو د افغانستان ټولو خلکو ، په خاص ډول د کابل خلکو د ملي وحدت حکومت ته د خپل سر په بدله خپلې رأیې ورکړې دي ، او س دا د حکومت دنده ده چې کابل او کابلیان اونور ښارونه څه ډول ژغوري ؟ ځکه په ګډوډۍ کې امنیتي ارګانونه دواړو خواوو ته نه شي جنګېدلی ، چې هم به په طالب پسې ګرځي او هم به د خپل مینځ پټ دوښمن څاري . حکومت ته په کار ده چې د کابل او نورو ښارونو په ساتلوکې ټول غیر مسؤول کسان بې وسلې کړي او له جهادي تنظیمونو او مشرانو څخه د حکومت ترقوماندې لاندې صادقانه مرسته وغواړي او د یرغلګرو طالبانو په وړاندې په یوه صف کې خپل ځانونه سره تنظیم کړي . که نه نو د طالبانو په راتګ سره به همدغه جهادي مشران او ټول نظام له بربادۍ سره مخ شي . زما ټولو ته خواست دادئ چې اې افغانانو ! افغانستان نور مه ورانوۍ .
ښه داده چې ټول سره یو شۍ ، ځکه په تفرق او ځانځانۍکې ټول سره ورکېږۍ تباه کېږۍ . او افغانستان به خدای مه کړه تر ډېره د ترورېزم په ځاله بدل شي . د یوموټی ، هوسا او بسیا افغانستان په هیله .