سوله یْیزه پوهه او روزنه

  محمد انور ولید: ۲۴ ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

دا چې موږ د سولې خبره کوو، څه ډول سوله غواړو پلې کړو ؟ آیا سوله هم کوم تخنیکي اوعلمي اړخونه لري که څنګه ؟ د څه ډول منطق او استدلال له مخې د سولې بهیر پر مخ یوسو ؟ آیا د سولې اړتیا د خیر خواه خبیرو خلکوپه خوله پوره کېدای شي، که نه د متناظر‌و ذيدخلو اړخونواو تامع خلکو په خوله ؟ د سولي تشه څه ډول ډکه کړو ؟

ښکاره خبره ده چې سوله ( روغه جوړه ) پوهې او روزنې ته اړتیا لري. ځکه د سولې پوهه اوروزنه په سوله یْیزه توګه له یو بل سره د ژوند کولو له پاره یوه ژوره انساني اړتیا ده، خو له بده مرغه زموږ په هېواد اوافغاني  ټو لنه کې ددې مهمې موضوع د ښوونې او روزنې په اړه په دوامداره توګه غفلت شوی دﺉ. دا په دې معنا چې زموږ هېواد او هېواد وال په پردۍ وارداتي سیمه یْیزه جګړه کې له تېرو (۳۶) کالو را په ایسته ایسار پاته دي. د سر او مال تاوانونه او خپل مینځي  دښمنۍ زموږ هېواد والو وګاللې او ګټې نورو په کې وکړې. ځکه په افغانستان کې ټولې جګړې پردۍ پروژې وې، چې پروپوزلونه یې له افغانستان نه بهرجوړ شوي، او د تطبیق له پاره یې نورو ته په اجاره ورکړې، خو پر افغانانو باندې د افغانستان په خاوره کې د پر مختللې اقتصادي او نظامي تکنالوجۍ پر مټ جبراً تحمیل شوې. اوس یو شمېر کسانو د سولې په نوم د بل په اشاره او پردیو پیسو سر را اوچت کړی، له سولې څخه یې آله جوړه کړې، سوله یې یوه پروژه ده ، خپل معاشونه په کې اخلي، او پرسوله باندې یې خپل بېزنېس روان ساتلی. جنګ جګړې په غرونو او سرحداتو کې روانې دي، او سوله په ښارونو کې یوازې په شعارونو کې محدوده ده. او پایلې یې ددې سبب شوې چې زموږ په ټو لنه کې د تشدد او تاو تریخوالي رېښې لا پسې ژورې شي. تر څو ددوامداره جګړو اوپردیو مداخلو له پاره پرې مناسب شرایْط را منځته کړي. موږ د خپلې روغتیا او سلامتیا د وقایوي ساتنې له پاره طبابت، فزیکي جوړښت، انجنیري سیستم، د کروندو او دفاع له پاره وسله وال او امنیتي پوځ، او نورو ته په پر له پسې ډول وخت، پیسې او وسایْل لګوو، ترڅو په ډاد من امنیت کې ژوند وکړو.

که د نړۍ په کچه دا پوښتنه مطرح کړو چې اوسني انسانان د دومره پر مختګ سره سره څومره په مدنیت، امنیت او سکون کې ژوند کوي ؟

ځواب واضح دﺉ چې تر اوسه پورې د وسلو رقابت، جګړو، درواغو، حِرص، بُخل، پر نورو باندې د سلطې او کنټرول له پاره د ځان غوښتنې حس انساني مدنیت، امنیت، سکون، پر یو بل باندې باور، مرسته، مینه، لورېینه او نور انساني ارزښتونه له ګواښونو سره مخ کړي دي. له دې کبله د انساني مدنیت، امنیت، سکون، پر یو بل باندې باور، مرستې، مینې، لورېینې او سولې د پر مختګ او تأمین له پاره موږ باید سوله یْیزې پو هنې او روزنې ته ژوره پاملرنه وکړو. سوله، سکون او اطمینان باید سره وپېژنو او په جوړونه کې یې له یو بل سره مرسته وکړو.

کله چې موږ د سوله یْیزې ښوونې او روزنې خبره کوو، زموږ موخه داده چې داسې ذهنیتونه جوړ او مهارتونو ته پراختیا او وړتیا ورکړو چې له خبروکولو سره درناوی او وضاحت مل وي. او په خورا دقت او خوا خوږۍ سره هغه واورېدل شي. ستونزو ته د نورو له نظره هم وکتل شي. نوښت، د نظریاتو توپیر او ریښتیانۍ هیلې باید تقدیر شي. ترڅو ستونزې او شخړې په سوله یْیزه توګه په کې حل او د شخړو وضعیت بدلون ومومي.

ټولنیز چاپېریال داسې وده او پراختیا په کې ومومي چې په هغې کې درناوی او د یوبل پالل، تحمُل او زغم، له یو بل سره د مرستې کولو او له یو بل څخه د سختیو، ستونزو او وېرو په لیرې کولو کې برخه اخیستل په ژوند ۍ بڼه د پراختیا په حال کې وي. د سوله ییزې پوهې اوروزنې لارې چارې همدغه دي چې موږ یې په لاندې ډول بیانوو:

د سوله یْیزې ښوونې او روزنې عملیه:

سوله یْیزه ښوونه او روزنه د هغو ښوو نیزو روزنو او ارزښتونو ترلاسه کولو اکتسابي عمل دﺉ چې په مرسته یې ذهنیتونه، مهارتونه، ارزښتونه اوعادتونه پراختیا مومي او له خپل ځان، نورو او چاپېریال سره په همغږۍ کې د ژوند کولو وړتیاوې ورسره پیاوړې شي.

په بل عبارت:

سوله یْیزه ښوونه او روزنه هغو ښوونو، روزنو او ذهني زده کړو ته وایي چې د هغو له لارې شخړې په سوله یْیزه توګه حل اوله تاو تریخوالي او جګړو څخه مخنیوی پرې وشي. په دې عملیه کې داسې پو هنیز مهارتونه او ارزښتونه وده او پراختیا مومي چې موږ ته له نورو او چاپېریال سره د خپل ځان د همغږۍ لارې چارې را په ګوته کولی شي. او موږ ته ددې وړتیا راپه برخه کوي چې هیلې او وېرې سره پر تله او وپېژنو او هم پر وېرو باندې د غلبې جرأت ترلاسه کړو. د سوله یْیزې ښوونې او روزنې د عملیې په بهیر کې به موږ د سولې په وړاندې د خطرونو او ګواښونو څېره او پس منظر (شالید ) ته لومړی خپل پام ور واړوو، بیا به تعاملات او اړیکې په کې درک او تحلیل کړو، ور پسې به ددې تحلیل په رڼا کې موږ و توانېږو چې د سولې د پر مختګ له پاره لارې او سر چینې په نښه کړو. دغه معلومات به له موږ سره د سولې په پېژندلو او جوړجاړي کې مرسته وکړي.

 

د سوله ییزې ښوونې او روزنې موخه:

د سوله ییزې ښوونې او روزنې اصلي موخه داده چې یوه داسې سوله ییزه پر مختللې ټولنه په کې جوړه شي  چې اوسېدونکي یې په ډاډمنه سوله کې له یو بل سره آرام، هوسا او بسیا ژوند وکړي.

د سوله یْیزې ښوونې اوروزنې هدفونه:

د سوله ییزې ښوونې او روزنې اصلي هدفونه او مخې له ( باور، پېژندنې، مرستې، اورېدلو،....کشف او د عملي مهارتونو له لارې د هغود پیاوړتیااوپراختیاڅخه عبارت دي . )                                       

په انسانانو کې د سولې زېرمې عبارت دي له:

.                درناوي، وقار، مینې، تقدیر او هیلې.

.                دیوبل تر څنګ په ورور ولۍ او فعالې مرستې سره په ځمکه کې د فساد له مینځه وړل او د عدل او انصاف قایْمول دي.

.          هغو لارو او اصولو ته باید پراختیا ورکړل شي چې پرمټ یې انسانان له یو بل سره په سوله یٌْیزه توګه ژوند وکړي

.                هغو ذهنیتونو، معیارونو، وړ تیاوو، لارو چارو، ارزښتونواوعواملوته باید وده او پراختیا ورکړل شي چې په مرسته یې له اختلاف او شخړې سره په سوله یْیزه توګه تعامل (چال چلند ) وشي.

 

.                هغو لارو، عواملو، معیارونو او وړتیا ووته وده او پراختیا ورکول دي چې د هغو په مرسته سوله په تاو تریخوالي او جګړو باندې غلبه ومومي.

 


بالا
 
بازگشت