نوی کال ، نوي درسونه

محمد انور ولید: ۴ـ حمل ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

موږ افغانان پسرلی نمانځو ـ خو د پسرلي په اصلي چل اورمز باندې نه پوهېږو چې په دې کې د فطرت کوم رازونه پټ دي . پسرلی خو د ژوندانه د نظام یوه نښه او پیل دئ چې په کې د ټولو ژوندیوموجوداتو په خوب بیده ځانونه له خوبه راپاڅېږي ، حجرات اوسلولونه یې په وده پیل کوي ، د تغذ یې له پاره د خپلو پښو او رېښو په واسطه د ځمکې پرسر او ترځمکه لاندې خوځېږي . وده کوي ، تخمونه اچوي ، د پوخوالي ترکچې پورې ځان رسوي ، د بل نسل تولید ته ځان جوړوي . او د وچ او سوځنده موسم او یخنیو په وړاندې انتي باډي خواص په ځان کې پیاوړي کوي . خپل پوستکی کلکوي . ترڅو په سړو او تودو کې خپل اصل او نسل له لاسه ورنه کړي . مرغان ځالې جوړوي ، لومړی هګۍ ـ او ور پسې بجي په کې باسي . حشرات پردانوراټولولواوخوندی کورونو جوړولو باندې لګیاوي ، شپه ورځ کارکوي . څاروي څړځایونو ته روان وي . او خواري کښ انسانان پرخپلو خواریو غریبیو باندې بوخت وي .

موږ افغانانو ته هم د پسرلي دغه ژوندی فطري پیغام دادئ چې نور د غفلت له خوبه راپاڅو . د نورو په تمه لاس تر زنې کښې نه نو . خپلې ړنګې اوخپلې بېد یاوې خپله په یوه خوله ـ یوفکرـ یولاس او ملي یووالي سره آبادې کړو . د خپل ځان او خپل وطن له پاره کاروکړو. خپل ماشومان اوزلموټي ښوونځیو، مدرسواو پوهنتونونو ته واستوو . چېرې نه چې بله ورځ د یوه لیک د لیکلو اولوستلوله پاره د خان ناظرته احتیاج شو . او یا پردي زموږ د کور او کلي ملکي او مشري وکړي .

هسې خو هم ژوند په داسې لوړو ژوروکې تېرېږي چې د تجربو ، زده کړو ، علم ، حیأ ، فزیکي او رواني جوړښت ، اړتیاوو ، افکارو ، لیدو ، کتو او لاسته راوړنو سعودي ګراف یې په کیفي لحاظ  انسان ترعرش مُعلی پورې رسولی ، خو انساني ضد نزولي ګراف د در دوونکوعذابونوهغې ټيټې کندې ته ورغوځولی چې بیا یې د نجات لاره او نېټه په تصور کې هم نه ورګرځي .

لکه څنګه چې د ژوند د لومړیو شېبو پیل خپله د سپرلي معنا لري . او الله تعالی موږ ته هره ورځ زموږ په خپلو نفسونو اوقدرتي چاپېریال کې د ژوند کولو ، خوځښټ ، کارکولو او توښي برابرولوداسې عملي درسونه راکول کېږي ته به وایې چې د تغذ یې ، پر ورښت او ودې پر وخت یې د ځوانۍ او رشد پر مسته نیلۍ باندې پښه اړولې او د تکامل پرخوا خپل پړاوونه وهي ، ترڅو د پخېدو مرحلې ته ځان پرې ورسوي . د کار او زیار مېوه یې پخه او د اړتیا پر وخت ترې ګټه واخلي .

هو ! د هرمکلف انسان وجیبه او رسالت همدغه دئ چې د مېوه لرونکې ونې په څېر نورو اړمنو خلکو ته مېوه ( د خپل کارثمره ) ورکړي او د خپلو اسلافو دا خاصیت خپلو اخلافو ته په ارثي ، سُنتي اواصلاحي ډول ترشا په میراث پرېږدي . ځکه هرانسان په خپل ذات کې اصلاً د مینې ، تدبُر ، کار، تولید ، راکړې ورکړې ، اومشروع اړیکو یوه کورنۍ ، یوه ټولنه او یوه نړۍ ده چې هم د ځان او هم د نورو په اړه فکرونه او کارونه کوي ، خپل موجودیت او اړتیا محسوسوي ، آزمېښتونه کوي ، زده کړې کوي ، ابتکاراو تولید مینځته راوړي ، داکمال پخې کچې ته ځان په کې رسوي ، د نورو اړتیا ور پوره کوي او د ځان اړتیا له بل څخه ترلاسه کوي . او همدا خپلمنځي تعامل په پرله پسې توګه له یوه نسل څخه بل ته سینه په سینه او لاس په لاس سپاري .

افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادو یودئ چې له تعلیمي ، صحي ، زراعتي ، تولیدي ، فکري ، رواني ، نظامي ، سوداګریزاو کلتوري پلوه په فزیکي او کېمیاوي شکل نړېدلی . بېوزلۍ ، بې روزګارۍ او زیاتو لګښتونو یې د اقتصادي تيرملا ورماته کړې د ه . له تېرو دری نیمو لسیزو را په ایسته د افغانستان نیم په نیمه خلکو د اکتسابي طفیلي عادت له امله له کار روزګار څخه په کمي او کیفي لحاظ د من او سلوا په تمه لاس اخیستی . ټولو د حاتم طایي د سخا دستر خوان ته سترګې نیولې . په خپل کورکې د ننه یې سره او سپین تل دي ، خوله مّفلسۍ  یې د دروېش په کچکول ـ او له لوږې یې د خان په دسترخوان کې  سترګې ښخې کړې دي . په داسې حال کې چې موږ هم د کار سړي لرو ـ او هم د د ستار . ولې متأ سفانه چې هغوی هم د خپلو فطري حقوقو څخه د ستر فیلسوف افغان سید جمال الدین په څېر محروم او څنډې ته وهل شوي . د لته د هغوی له پاره ځای نه شته او په خولو باندې یې د سکوت مُهرور وهل شوی . که څه و وایي بد نام دي ـ که یې نه وایي ګُم نام دي .

موږ افغانان پسرلی نمانځو ـ خودپسرلي په اصلي چل اورمز باندې نه پوهېږو چې په دې کې د فطرت کوم رازونه پټ دي . پسرلی خو د ژوندانه د نظام یوه نښه او پیل دئ چې په کې د ټولو ژوندیو موجوداتو په خوب بیده ځانونه له خوبه را پاڅېږي ، حجرات او سلولو نه یې په وده پیل کوي ، د تغذ یې له پاره د خپلو پښو او رېښو په واسطه د ځمکې پرسر او تر ځمکه لاندې خوځېږي . وده کوي ، تخمونه اچوي ، د پوخوالي ترکچې پورې ځان رسوي ، د بل نسل تولید ته ځان جوړوي . او د وچ او سوځنده موسم او یخنیو په وړاندې انتي باډي خواص په ځان کې پیاوړي کوي . خپل پوستکی کلکوي . ترڅو په سړو او تودو کې خپل اصل او نسل له لاسه ور نه کړي . مرغان ځالې جوړوي ، لومړی هګۍ ـ او ور پسې بجي په کې باسي . حشرات پر دانو را ټولولو او خوندی کورونو جوړولو باندې لګیاوي ، شپه ورځ کارکوي . څاروي څړ ځایونو ته روان وي . او خواري کښ انسانان پرخپلو خواریو غریبیو باندې بوخت وي .

په پسرلي کې له ټولو ژویو ( کثیر الحجره وي ، وحید الحجره وي، فقاریه او غیر فقاریه ) را نیولې تر  خزوو او سر خسونو پورې هریو موږ ته د حال په ژبه د خپل ژوندانه د بهیر ژوندۍ کیسې بیانوي .

موږ افغانانو ته هم د پسرلي دغه ژوندی فطري پیغام دادئ چې نور د غفلت له خوبه راپاڅو . د نورو په تمه لاس تر زنې کښې نه نو . خپلې ړنګې او بېد یاوې خپله په یوه خوله ـ یو فکر ـ یو لاس او ملي یو والي سره آبادې کړو . د خپل ځان او خپل وطن له پاره کار وکړو . خپل ماشومان او زلموټي  ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو ته واستوو .چېرې نه چې بله ورځ  د یوه لیک د لیکلو او لوستلوله پاره د خان ناظر ته احتیاج شو . او یا پردي زموږ د کور او کلي ملکي او مشري وکړي .

 

 


بالا
 
بازگشت