مشفق

۱/ حوت /۹۴

دکب د دریمې پاڅون یا دتاریخي بدلون نښه

کله چې شوروی اتحاد نیغ په نیغه د ۱۳۵۸ کال د مرغومې مېاشتې په شپږمه نېټه په افغانستان یرغل وکړ نو افغانانو ته دغه وضیعت بیخی دتحمل وړ نه ؤ، سره له دې چې د ۱۳۵۷ کال دثور له کوتاه وروسته دشوروی اتحاد ترحمایی لاندې رژیم په افغانستان کې ډیر ځپل شوي ؤ او مجاهدین په دې توانیدلی وو چې دهیواد ډیر برخه له کمونستی واک نه وباسي او څه پاتې نه وو چې کابل هم دکمونستانو له واک څخه خلاص کړي. شوروي واکمنو چې وکتل تر حمایی لاندې نظام یې له خطر سره مخ دی او دکلونوکلونو خواری يې او تودوابوته درسېدو خیالونه یې چې غوښتل یې تر انترناسیونالستی شعار لاندې یې حقیقت ته ورسوي په ابو لاهوشول.

دافغانستان خلکو تل له یرغلګرو سره ډغرې وهلی دي ، که به یی ددښمن ځواک هرڅومره ؤ او که چېرې دوی به  څومره هم ظاهراً کمزوری وو خو له ظلم ، تاړاک ، یرغل او تیری سره یې مبارزه کړې او په وړاندې یې قیام کړی ، دغه قیامونه دافغانستان دخلکوو ځانګړتیا ځکه ده چې دوی په خپل دین او وطن مین او دخپل  رب دامر منونکی خلک دي ، همدا اوس که څوک دنړۍ ګوټ ګوټ ته ولاړشي نو وبه ګوري هغه هېواد اوهغه خلک چې خپل اسلامی شعایر ډېر مراعاتوی هغه دافغانستان خلک دي . دپردیو او تیری کوونکو په وړاندې ددوی دمبارزې یو بېلګه هم د ۱۳۸۵ کال دکب دمېاشتې ددرېمې نېټې پاڅون دی چې یواځې ۵۷ ورځې وروسته دشوروي اتحاد له تیری نه او ۲۲ مېاشتې وروسته د ۱۳۵۷ کال له کمونستي کودتاه نه  ترسره شو.

 ځېنې مغرضه شنونکی دافغانستان دجهادبری او دشوروي ماته دلویدیز په مرستو کې بولي او امریکا او غرب ته دا امتیاز ورکوي چې ګواکې شوروی یې مات کړ او افغانستان یې ورته دام کېښود حال داچې بیخی داسې نه ده، دکب ددریمې نېټې دپاڅون په وخت کې نه هم په کابل کې دمجاهدینو منظم جوړښتونه وو نه هم دغرب مرستې وې نه هم لویدیزه وسله وه او نه هم مالی مرستې خو په دغه ورځ افغانانو په تېره بیا دکابل ښاریانو په تش لاس د تیری او یرغل کوونکو او ددوی دګوډاګیانو په وړاندې راپاڅېدل د خپلو وینو په تویولو سره یې یرغل کوونکي په دې وپوهول چې داهیواد او داخلک ترښکېلاک لاندې نشی راتلای داخلک پرخپل دین مین خلک دي او دخپل دین دامر دپلی کولو لپاره تر خپل ځان او مال نه تیردي.

سره له دې چې دغه پاڅون د سفاک دښمن له لوری وځپل شو خو ناکام نشو ځکه چې همدغه پاڅون او په نورولایتونو کې دنورو پاڅونونو ترڅنګ چې له مخکې لا پیل شوي وو د شوروی، وارسا تړون او بلشویکی کمونیزم د له مېنځه تلو لامل شول.

دکب ددریمې نېټې پاڅون یو خودجوشه ، انقلابی دخلکو ددینی غریزې نه راولاړشوی پاڅون ؤ، دغه پاڅون چې لا له مخکې دشپې له خوا دتکبیر په نعرو دمتدینو کابل اوسېدونکو له لوري پیل شوي ؤ دکابل ښار ټول په ځان کې را لتاړ کړ او خلکو ته یې ستره انګیزه ورکړه ، له دې نه چې رسنۍ هغه وخت ټولې دکمونستانو ترکنترول لاندې وې خو سره له هغه هم ټوله نړۍ پرې خبره شوه ، دغه پاڅون له مځکې په شوبلو اوټانکونو او له هوا دچورلکو له لارې وځپل شو ، کمونستانو ډېره هڅه وکړه چې پاڅون کوونکی دزور اوتبیلغ له لارې له خپل قیام نه منع کړي خو خلکو خپل تصمیم نیولی ؤ.

د هیواد دجهاد سنګرونه ورځ تربلې پرهمدغو خلکو ډک شول ، زندانونه ترې ډک شول ، هجرت ځایونه پرې ډک شول او کمونستانو او شورویانو ته کلک ګوزارونه ورکړل شول.

داچې زموږ قیامونو هغه ډول چې دافغانستان خلکو یې انتظار درلود دمکار دښمن ددسیسو له کبله او دافغان ملت دسیاسی او فکری کمزورتیا له کبله چې ددښمن دځواکمن تاړاک له امله ورپه نصیب شوې وې خپل وروستی هدف چې دیوې اسلامی فعالې او نمونې ټولنې او نظام جوړل ؤ ونه رسېدل خو تر ډېره ځایه یې په نړۍ اغیزې محسوسې او داسلام دخپلواکۍ لامل شوي.

دهمدې قیامونو له کبله منځنۍ آسیا او دشوروی ترواک لاندې اسلامي هیوادونو خپله خپلواکی ترلاسه کړه او هلته چې دقران مجید لوستل او لمونځ کول جرم ګڼل کېدل دشوروي له ړنګېدو وروسته پکې دجماعت لمونځونه پیل شول او اسلامي دعوت په کې پراخ رنګ خپل کړ.

فارسی ژبی شاعر وایی : ((ما که ویران شده گانیم به این دلشادیم  ـ که جهان شده آباد ز ویراني ما))

دکب ددریمې نېټې دپاڅون کره ارقام دهغوی کره دسرچینو دنه موجودیت له کبله نشته خو زموږ سلګونه پاڅون کوونکی شهیدان شول ، په زرګونه ټپیان شول او په سل ګونه نور زندانونو ته واستول شول.

دکب د دریمې نېټې پاڅون ددې اثبات دی چې افغان جهاد دافغانانو دارادې او عقیدې تمثیلوونکی او مظهر دی او ویاړونه یې یواځې دافغان مسلمان ملت ته باید ورکړل شي.

دغه  پاڅون څه هوس او بې نظمی غوښتل نه وو بلکې دالله ج امر ته غاړه ایښودل  ؤچې د تیری کوونکی په وړاندې باید پاڅون وشي ، له دې نه چې افغان ولس له خپلو دغه ډول پاڅونونو  ښې تجربې ترلاسه کړې نو بیایې دمبارزې ډول بدل کړ او په چریکې جګړو یې پیل وکړ او له دې سره یې دښمن ته ښه ماته ورکړه او له همدغو تجربو نه په ګټه اخستنې سره  افغان مومن ولس په دې وتوانید چې شوروی یرغلګر لښکر له هیواده وباسي چې څو ورځې مخکې یعنی د سلواغې دمېاشتې په ۲۶ نېټه یې دوتلو ۲۷کلیزه وه. په همدې توګه هغه رژیم هم چې دشوروي په مرسته یی واګې چلولې له پښو وغورځول شو.

 خو له بده مرغه د هیواد دبهرنیو او کورنیو دښمنانو او دجګړو داغېزو له کبله افغانانو ونشوای کولای دخپلې دغې سترې مبارزې خوند وڅکي او یوه داسې فضا په هیواد کې رامېنځته کړي څه ډول چې دکب دمېاشتې ددریمې نیټې دپاڅون کوونکو ارمان ؤ . ددغې ربړې یو علت به هم کیدای شي دا ؤ چې افغانانو داسې فکر نه کاوه چې شوروي اتحاد به دومره ژر مات کړي او شرمیدلی به یی له خپل هیواد ه وباسي او ګوډاګی رژیم به یی هم را وپرځوي نوځکه دوی یواځې دمبارزې په فکر کې ؤ او بری یی ډیر اوږدمهال باله نو دیوه داسې نظام په راوستو بریالی نشول چې له جګړې او بري وروسته دافغانانو دردونه دواکړي.

شنونکی ددې نه بریالیتوب بل غټ عامل دهغو بهرنیو هیوادونو دسیسې هم ګڼي چې نه یې غوښتل دغه جګړه لیدلی اوځواکمن خلک چې دیوې امپراتوري دنړېدو تجربه لري نور دوی ته دسر درد جوړ کړي او په دې توګه یی وغوښتل ددوی په منیځ کې په خپل منځی جګړو سره دهغوی ځواک کمزوری کړی او هغه فضا چې دیوه ستر او بریالی نظام دجوړیدو لپاره په افغانستان کې ترلاسه شوې وه له مینځه یووسي او همغه وو چې دغه دسیسي تر دانن ورځې پورې روانی دي چې افغان ولس یی لاهم دغم په اور کې کړیږي.

خو یوه هیله شته چې راتلونکی نسل به انشاالله دخپل تیر تاریخ په اړوند سم او پرحقانیت ولاړ قضاوت کوي او دلته به د تللو قربانیانو او اوسنیو ریښتینو  ارمانیانو د غوښتنې مطابق شرایط رامینځته کوي.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت