حقیق
۲۲/سنبله / ۹۴
ښه زده کړه او تعلیمي نصاب مودپرمختګ عامل
په دې وروستیوکې جمهور ریس محمداشرف غني دبشري پانګې د ودې شورا په غونډه کې ویلي چې ( باید د افغانستان په تعلیمي او تحصیلي نصاب هر اړخیز بحث وشي، ځکه اوسنی نصاب د بازار اړتیاوې نشي پوره کولی .ښوونیز نصاب ته د بیاکتنې پرمهال به د ښوونځیو، د مسلکي او عالي تعلیماتو د انسټيټیوتونواو پوهنتونونو په درسي سیستم کې بدلونونه راشي.)
که چیرې په ریښیا هم موږ خپل درسي نصاب ته په پوهنتونو نو کې اوهم په ښوونځیو کې که هغه دولتي دی که نادولتي وګورو نو ددننۍ وخت اړتیاوې نه پوره کوي . کله چې له پوهنتون نه زموږ یو هیوادوال فارغیږي او په ځانګړې څانګه کې یې زده کړه ترسره کړې وي خو متأسفانه چې دهمغه مسلک په عملي چارو کې دنورو هیوادونو د فارغانو په پرتله وړتیا نه لري . او همدا دلیل دی چې ډیری وخت موږ متخصیصین له بهره راغواړو او کارونه پرې ترسره کوو.
په همدې توګه په ښوونځیو کې داسې حالت دي چې زده کوونکوته یواځې نظری لوست ورکول کیږي او هغوی هم په میخانیکي توګه دغه زده کړه ترلاسه کوي او کله چې خپله دغه زده کړه غواړي په عملي ډګر کې پلې کړي بیا پرې نه توانیږي.
یوه غټه ستونزه هم په ښوونځیو کي او هم په پوهنتونونو کې دعملي چارو او لابراتوارو نواو پراکتیکي کار کمزورې زده کړې دي . دبیلګې په توګه که چیرې زموږ یو زده کوونکی دښوونځي په عالی دوره کې دپاسکال ، یا نیوتن یا هم دفارادې له قانون څخه زده کړه کوي په عملي ساحه کې یې زده کړه نیمګړې وي او نه پوهیږي چې دغه قوانین په عملي توګه دکار په ساحه کې څه ډول او چیرته تطبقيږي. زموږ انجنیر د موټر له څانګې فارغ شي خو نه پوهیږي چې موټر څه ډول ترمیم کړي جوړیدل خو یی پریږده ، دمعدنونو داستخراج په برخه کې مو فارغان په همدې ستونزو اخته دي او په همدې ډول نورې برخې .
اوس که چیرې هم په لوړو زده کړو او هم په لومړنیو زده کړو کې بدلون راشي او عملي چارې مو ډیرې شي او په نصاب کې داسې بدلونونه رامینځته شی چې وکولای شي زموږ زده کړیال کسان دنورو هیوادونو سره سیال شي نو حد اقل وبه کولای شوپه اوسنی وخت کې یوڅه دخپل هیواد په ستونزو بریالی شو اوهم به نورو هیوادونو لکه عربي هیوادونو ته داسی مسلکی کسان ولیږو چی هلته دکارونو جوګه شي ، لکه د هند ، او پاکستان هیوادونو دکسانو په څیر چې په نورو هیوادونو کې کار کوي .
له کمی اړخه د پوهنې بهیر په هېواد کې ډېرپه ښه توګه روان دی، همدا اوس په افغانستان کې نږدې یوولس میلیونه زده کوونکې ښوونځیو ته ځي چې دغه شمېره دهیواد په تاریخ کې ساری نه لري دغه راز نږدې یومیلیون کسان دسواد زدکړو کورسونو ته ځي چې لوړه کچه جوتوي . تردووسو زرو زیات دښوونکو شمېره هم دهیواد په تاریخ کې ساری نه لري .
حقیقت دادی چې دهرهیواد دپرمختګ سولې او امنیت اصلی لامل همدا معارف او ښوونه اوروزنه او زده کړې دي ، همدا اوس زموږ په هېواد کې د نهو میلیونو تنو په شاوخواکې خلک له سواد نه بې برخې دي چې دا شمېره دټولې نړۍ دهېوادونو په کتار کې په وروستېو برخو کې راځي او لاهم زموږ دهېواد ستره ستونزه بلل کېږی .
پوهه او زده کړه هغه څه دی چې دهرهېواد او ټولنې دپرختګ لامل وي ، الحمد لله اوس داسې شرایط په رامېنځته کېدو دي چې دافغانستان ډېری بچیان به ښوونځېو ته ولاړشي دهیواد د ښوونې اوروزنې دبرخې پرمختګ دهیواد نورې برخې هم هیله منې کوي خو لاهم یو شمېر ستونزې په دې برخه کې لرو.چې یوه یې هم همدغه، په لووړو معیارونو او نورو هیوادونو په کچه دزده کړې دکچې نه موجودیت دی، چې باید کتنه پرې وشي او لپاره یې اوږدمهاله او لنډمهاله پروګرامونه جوړ شي.
دې برخه کې خپله دهیواد دخلکو رسالت هم ډېر دروند دي ،هغه څه چې دهېواد خلکو ته په کاردي هغه دادي چې خپل اولادونه باید لوست ته ولیږي ، ډېری په دې سوچ کې وي چې زده کړه یواځې د مادي ګټو دلاسته راوړلو لپاره کېږي او خپلو اولادونو ته وایی چې ګواګې دپیسو لاسته راوړل په نورو لارو هم ترسره کېدای شی ، په داسې حال کې چې زده کړه یواځې دمادیاتو دندې او پیسو دلاسته راوړلو لپاره نه وي ، زده کړه په یوه ټولنه کې ښه اخلاق خوروي ، زده کړه دهوسا ژوند دلارو چارو لپاره زمینه برابروي ، زده کړه ددین په چارو کې انسان بلدوي ، زده کړه دمادیاتو اودپیسو د کارولو لار په ښه توګه جوتوي ، زده کړه دهیواد دپرمختګ لامل وی ، زده کړه او معیاري او مسلکي زده کړه دتولید او اقتصادي ودې لامل وي .... نو یواځې زده کړه دنوم ، فراغت ، کارموندلو او دپیسو لپاره نه وي ، دنړۍ په کچه له اقتصادی اړخه په پرمختللو هیوادنو کې هغه کسان چې په شخصی کارونو بوخت دي ټول یې زده کړې لري او زده کړاو روزنه یې دژوند اساسی برخه جوړي، له همدې کبله دهېواد ټولو خلکو ته په کارده چې له دولتی څانګو سره په څنګ کې دهیواد دپرمختګ او سرلوړي او معیاري زده کړو لپاره دپوهې او معارف برخې ته خپله پاملرنه باید لا ډېره کړي. څو چې زموږ هیواد له نورو هیوادونو سره دسیالی جوګه شي او خپله خپلواکي هم په ټولو ډګرونو کې وساتی.
زموږ هرهیواد وال ته په کارده چې دخپلو اولادونو دپوهې بهیر که هغه په هرزریعه وي جاري وساتي او هغوی وهڅوی چې داسې زده کړې وکړی چې نه یواځې فارغ شی بلکې له خپلې زده کړې په عملي ډګر کې هم کارو واخلی . او دولت ته هم په کارده چې په دې اړوند منظم او مناسب پرواګرامونه جوړ کړي . دجمهور رییس وروستی اقدام چې په دې اړوند یی کړی دستایلو دي خو اصلي خبر ددغو اقداماتو عملي کول دي چې خلک ورته انتظار لري.