د
اسلامي اورپکو سونامي
ولي منګل
امريکا په خپل لاس د اسلامي بنسټپالنې او اورپکو د واښو
داسې چمن وکاره, چې اوس يې څومره ريبي لا زرغونيږي او لا شين کيږي.
۳۵ دېرش کاله مخکې متحده
ايالتونو او په سيمه کې د هغوی تالي څټی متحد پاکستان ,په چټکۍ سره په
افغانستان کې د نويو واکمانانو او د شوروي اتحاد د نظامي مداخلې پر ضد رواني -
تبليغاتي او نا اعلان شوې جګړه پيل کړه .
امريکا ته د ويتنام د جګړې دغچ اخېستلو يوه زرينه موقع په لاس ورغله او پاکستان
په سيمه کې د شوروي اتحاد د نفوذ له خپريدو نه په ډار کې و. دا هغه څه و چې
هغوی يې د شوروي اتحاد او د نوي افغان دموکراتيک دولت پر ضد په " ګډه جبهه " کې
سره متحد کړل. پاکستان د اسلامي اورپکو ژرنده جوړه کړه او امريکا پرې د پرېمانه
مرستو سونامي راخوشې کړله . سره له دې چې هغوی دواړه تر يو حده ددغې ګډې جبهې
نه بريالي راووتل , خو هغه د اورپکو ژرنده په قووت سره لا چالانه ده او څرخيږي
او اوس هغه د اورپکو او بنسټپالو د ژرندې د توليد سونامي د هغوی په لور ورماته
ده. څومره ښه يې ويلي" څه چې کرې هغه به ريبې".
متحده ايالتونه, پاکستان او د هغوی متحدين اوس په ډېره ګرانه بيه ددغې جګړې پور
پرېکوي . په زرګونه عسکر يې په دې جګړه کې مړه او معيوب شول , افغانستان يې د
نړۍ د ګم نامو سپاهيانو د ککريو په هديره بدل کړ. دا هغه جګړه ده چې د هغوی تر
کوره هم ورسيده, او د جګړې جنګي ماشين په ترليونه ډالر وخوړل , هغه ډالر چې د
خپلو خلکو نه يې د مالياتو په نوم لوټلي و.
د پايدارې آزادۍ د عملياتو په نوم جګړه
'enduring freedom operation
' چې جورج ډبليو بوش پيل کړه, اوس که هغوی هغې ته هر نوم ورکوي , په حقيقت کې د
يوې پايدارې اسلامي او شرعي نړۍ د غورځنګونو سره روانه ده , چې پای نه لري او
په دې جګړه کې برياليتوب هم ناممکن دی.
خو د امريکا لپاره له يوې خوا جګړه ننګه غوا ده , او له بلې خوا جګړه جګړه ده ,
هرهغه څه چې بری لاس ته راوړي د هغوی لپاره سپېڅلي دي. ددغه هېواد د حاکمو کړيو
لپاره د ګټو لاس ته راوړنو په وړاندې اصول او اخلاق يو بې ارزښته شی دی.
" اسلام او افغانستان په خطر کې دی ! "
متحده ايالتونو ۳۵ کاله
وړاندې ددغې چيغې په مرسته افغانان 'مقدس جهاد ' ته راوبلل . د افغانستان د نوي
دموکراتيک جمهوري دولت او د هغوی د ملاتړي شوروي اتحاد پر ضد هر جنګيدونکی
افغان ته د مجاهد او غازي نوم ورکړل شو, او هغه جګړه چې په سر کې متحده
ايالتونو سپنسر کوله , پکې مليونونه افغانان ووژل شول ; خواوس
۳۵ کاله وروسته هر هغه افغان چې د
دوی او د هغوی د لاس پوڅو پر ضد جنګيږي د ترورېست نوم ورکول کيږي ,او اوس د
تروريزم په نوم هره ورځ افغانان وژل کيږي . خو دا چې د هغوی لپاره په سياست کې
اصول , نورمونه او اخلاق يو بې ارزښته شی دی, د نن دښمن او ترورېست سبا کيدای
شي, د هغوی لپاره په مجاهد او دوست بدل شي.تاريخ شاهد دی, همدغې امريکا د
افغانستان په جګړه کې عادي ملايانو ته په سپينه ماڼۍ کې د مېلمه پالنې تر څنګ د
افغاني قهرمانانو نومونه او لقبونه ورکړل, خو اوس هم هغو کسانو ته د جګړه مار
او لوټمار نوم ورکوي.
مستفرقه دموکراسي
د دموکراسۍ هغه تياتر چې متحده ايالتونو او د هغوی نانځکو
متحدينو د افغانانو نندارې ته راوړاندې کړ, اوس افغانانو هغه بېرته د هغوی پر
مخ ور استفراق کړاو دموکراسي يې پخپله ټوله روغه مانا چټله کړه. اوس به هرو مرو
هغوی د افغانانو لپاره د سپينې ماڼۍ او پنتاګون په لابرتوار کې يو بل فورمول
جوړوي. داسې فورمول چې په سيمه کې خپله ولکه ولو چې په هر قيمت وي وساتي.
تېري ټاکنې
تېرې د ۱۳۹۳ کال ولسمشريزې
ټاکنې بيا هم د تېر په څېر په نندريو سره تر سره شوې او انتخاباتي غوبل د
افغانستان درمانده * لوټې لوخړې کړ.
حامد کرزي پرته له دې چې د واک پر سر دې هډوکي مات شي او وينه دې وبهيږي وروسته
له ډېرو خنډونو او تاکتيکونو چې د واک د عمر د اوږدولو لپاره يې مهندسي کړي و,
واک پرېښود .اوس ګران افغانستان د ” جان کېري د سټوکراسۍ ” پر لور يو بل باب
غوړولی دی.
دا د اختاپوت په ښکېلاک کې راګير بېوزلی ولس اوس غبرګ ولسمشران لري, دوه حاکمان
او دوه حکومتونه د غيرحاضرې کابينې لري. په راتلونکې کې به دوه د وزېرانو او
واليانو غونډونه که خدای کول هم ولري, او موږ به ټول په لوړ غږ وايو…
” د ملي وحدت حکومت “
که د افغانستان تاريخ ته زير شو, په دې هېواد کې تل د ملي وحدت حکومتونه و. په
عنعنوي ډول پښتون ددغه هېواد تقريبآ سمبوليکه مشري کړې ده, خو د دولت په امورو
او اداره کې نورو ټولو وروڼو قومونو تل پراخه برخه لرلې ده.
اوسنی د “ملي وحدت حکومت” د نورو په پرتله کې نه شي راتللی , ځکه هغه د زور او
جبر له مخې جوړيږي او يا کوښښ کيږي چې جوړ شي; او که جوړ نه شي , آيا دغه د خطر
او وېرې زنګ نه دی ? آيا دغه زنګ په حقيقت کې د هېواد د ټوټې ټوټې کيدلو پيلامه
نه ده?
دملي وحدت حکومت په قوي احتمال خپل پينځه کلنی عمر نه شي پوره کولی. ځکه هغه د
بهرنيانو د پراخې مداخلې او د ځينو محدودو او په ولس کې د منفورو زورواکانو د
فشار او زور په نتيجه کې جوړيږي.
راتلونکی حکومت د افغانانو هغه بې شمېره غوښتنو او هيلو ته چې : امنيت به ښه
شي; اداري فساد به ورک يا کم شي;اقتصادي حالت به ښه شي, ځواب نه شي ويلی. برعکس
جکړه به لا شدت پيدا کړي;اداري فساد به په اداري انفجار بدل شي; اقتصادي حالت
به په يو تمام هېوادني غميزه بدل شي; او له بلې خوا به په ارګ کې د واک پر سر
نندرۍ په ټکرونو بدلې شي.
د ملي وحدت حکومت په اغلب ګمان د يوه راتلونکي لنډمهاله حکومت لپاره چې, په هغه
کې وسله وال مخالفين , د اوسني حکومت ځينې ځواکمنې کړۍ او په هېواد کې د ننه او
بهر معتبر شخصيتونه او ګوندونه ګډون وکړي, کېدای شي يوه ښه وسيله او بديل وي.
احتمالآ دا ډول د " دوو واکمنو حکومت " په افغنستان کې د بهرنۍ ټلوالې په لاس د
همدغه هدف لپاره ډيزاين او جوړ شوی وي.
څېرې بدليږي تاريخ او سياستونه تقراريږي . د شوروي اتحاد ولسمشر ګرباچوف د نوي
سياسي تفکر دوکتورين چې, په نتيجه کې يې د غرب سره سړه جګړه پای ته ورسيده, او
په افغانستان کې يې خپل نظامي او حربي حضور ته د پای ټکی کېښود , په افغانستان
کې د متحده ايالتونو د ننني سياست سره ورته والی لري.
له بلې خوا په افغانستان کې د هغه وخت د ملي. روغې جوړې سياست , په حقيقت کې د
وسله والو مخالفينو سره د واک د وېش وسيله وه ; خو په خواشينۍ سره د ځينو داخلي
کړيو او خارجي جاسوسي شبکو په مټ هغه تخريب شوه او په پايله کې د افغانستان
غميزې دوام وموند.
سره له دې چې هر هغه ګام چې د سولې د راتګ لپاره اخيستل کيږي د ستايلو وړ دی,
خو دې وطن ته چې سياست بازانو او تاريخ ليکونکو ورته ” د امپراتوريو قبرستان ”
ويلي, هر ګام بايد په پوره پام او احتياط سره واخيستل شي
افغانستان يا د نړۍ د ګمنامو سپاهيانو هديره
په افغانستان کې متحده ايالتونه او د هغوی متحدين په حقيقت کې د ګټلې جګړې ډګر پرېږدي او ځي. هغه جګړه چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو نورو نيواګرو جګړو اوږده شوه او هغه جګړه چې د هغوی لپاره د سر او د مال په بې ساري زيان تمامه شوې ده . په داسې حال کې چې وسله وال مخالفين او طالبان عملآ اوس په دې پوی دي , چې که بهرني پوځيان وي يا نه وي جګړه هغوی نه شي ګټلی. د طالبانو لپاره نور هغه وخت او هغه تاريخ نه شي تقرار کيدای, چې په سپينو جنډو په کابل ورننوځي او نه بيا د افغانستان هغه خلک غولولی شي چې يو وار يې غولولي .
د متحده ايالتونو د واکمنو کړيو نوي پلانونه
په سيمه کې د روسيې , چين , هند اقتصادي او نظامي ځواکمنتيا
او د " نه ماتيدونکي ايران" , عمده عوامل کيدای شي
امريکايي سياسي ستراتيژيستان دې اړ کړي وي چې په افغانستان کې څرنګه چې هغوی
فکر کاوه , خپل قوي نظامي , اقتصادي او سياسي نفوذ نه شي ساتلی , هغوی پوی شول
چې دغه سيمه په تاريخي توګه د روسې او نورو ګاونډيانو د تاثير او نفوذ برخه
ده .
او تر دې نوره ډالرو ته اور اچول او د خپلو پوځيانو وينه بهول احمقانه کار دی.
خو دا په دې مانا هم نه ده چې امريکا دې خپله " پخه مړۍ" د نورو دسترخوان ته
ورغوزاره کړي. د ښکېلاک , زبېښاک دا خصلت دی چې هغه هېواد چې هغوی يې نه شي
دايمي لاندې کولی, يا يې وېشي او يا يې داسې زبېښي او ځپي چې د نورو له مفاداتو
نه هم ووځي . دا ډول تاريخ کيدای شي يو وار بيا په افغانستان کې تقرار شي.
همدلته ده چې د سپينې ماڼۍ پر مېز يو بل په وينو لړلی پلان پروت دی .
ددغې 'خونړۍ اجنډا ' يوه برخه د هغې جګړې اوږدول دي, چې افغانستان يې په واقعيت
کې د خپلو او د نړۍ د ګمنامو سپاهيانو په هديره بدل کړ .
خو ددغې خونړې اجنډې په جګړه کې به يو فرق داوي, چې امريکايان به نور په دې
جګړه کې نه مري, بيا به هم لکه د تل په څېر په لومړي سر کې افغانان مري او بل
فرق به يې دا وي چې داځل به ددغې خونړۍ جګړې اور د ايران چين , تاشکند او
دوشنبې تر لمنو ورسيږي.
تر هغې چې افغانان " د ملي وحدت حکومت "په هډوکو سره جوړيږي, افغانستان به يو
ځل بيا د اسلامي نړۍ د پرازيتو , داعشيانو,النصريانو او " نويو طالبانو "په
غوامنډه بدل شي.