د سولې ستنه پرد وحه ولاړه ده ، خود پا کستان صد ا قت ، ا و د قطراوچین منځګړتوب په کې اړین دئ
محمد انور ولید: ۳ـ۱۲ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال
دا د ټولو ژوندیو موجوداتو خپل ذاتي خصلت دئ چې باید خپلواک ، هوسا او بسیا ژوند ولري . هسې انساني ژوند لکه د خپلې مور په غېږکې په شیدو موړ له عاطفي چال چلند څخه ډک د سالمې روزنې او ښوونې ماشومانه ژوند چې مسؤولیت یې ټول د داسې مَلِکې (مور) پرغاړه دئ ـ د چا په لاس کې چې د جهان زانګو ده ، او له بابا آدمه تر دې دمه یې انساني ځوځات په متمدنه توګه په کې لوبولی او بيده کړی دئ . د خپلې فطري غېږې د خوږې جغرافیې په وړکتون ، مدرسه ، ښوونځۍ اوعلمي او ادبي کانون کې یې داسې روزلی چې آخر یې آن ترعرش معلی پورې په کې رسولی او د نړیوال بشریت او انسانیت د ریښتیني خادم ، الګو ، مخکښ او بېلګې په توګه یې نړۍ ته وړاندې کړی دئ . خو رسالت یې بیا د داسې شاهنشاه (پلار) پرغاړه دئ چې د نارینتوب ، مېړانې او بهادرۍ په مینه ناکه او کارګره امپراتورۍ کې یې تل د معروف ، درانه انساني عُرف او اصولو پر بنأ خپلې ټولې انساني اړیکې له خپل باوري محور سره په یوه ثابته فاصله کې تړلې او خوندي ساتلې دي .
افغانستان چې له آره د اصیلو تمد نونو زانګو، د آسیا زړه ، او په وچه کې د نړیوال پُل حیثیت او سترا تیژیک مقام لري ، او د سیمې او نړۍ سوکالي او نا امني ور پورې تړلې ده ، نو د سیمې او نړۍ پر ټولو هېوادونوباندې واجبه ده چې په ګډه ددې هېواد ټیکاو ، بیا رغونې او امنیت راوستو ته په اخلاص او صداقت سره خپلې مټې را ونغاړي ، تر څو له سیمې او ټولې نړۍ څخه د فساد لمن ور ټوله شي . دا هېواد د سیمه ییزو او نړیوالو منفي ټرېنېنګونو ، ورانیو ، مافیایي کارونو ، زور آزمویلو ، منفي رقابتونو ، نیابتي جګړو ، جنګي اجیرو پروژه یي ډلګیو او سیاسي او پوځي نا مقدسو معاملو او سودا بازیو ځای نه دئ . ځکه افغانستان د سیمې او نړۍ له پاره د رغنده تجارتي ، کلتوري او متمد نو اړیکو ټینګولو له پاره یو داسې هېواد دئ چې لوېدیځ له ختیځ ، او سویْل له شمال سرنښلوي .
په دې هېواد کې باید تل امن او ثبا ت حاکم وي ـ تر څو سیمه او نړۍ ور سره د آرام ډاډمنه سا واخلي . د افغانستان بې د فاع خاموش اکثریت ، حکومت ، سیمه ییز او نړیوال خاموش ملتونه ټول په ګډه د خپل ضمیرپه آواز په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې سوله ، آرامي ، سوکالي ، رغنده د یپلوماتیکې اړیکې اویو د بل تر څنګ داسې ګاونډیتوب غواړي چې یو د بل پرضد یې په کورنیوچاروکې غرضي لاسوهنې نه وي .
له نېکه مرغه چې اوس د افغانستان ګاونډیان ، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه ټول پردې پوه شوي چې د افغانستان بې ثباتي او نا امني د سیمې او نړۍ بې ثباتي او ناامني ده ، او د افغانستان ثبات او ټیکاو په اصل کې د سیمې او نړۍ له ثبات او ټیکاو سره تړاو لري . په کار خو داده چې ټول په ګډه د دې هېواد په ثبات او امنیت راوستو کې لاسونه سره یو کړي . چې په سر کې یې تر ټولو مخکې ریښتینې او دوامداره سولې ته اړتیا ده . ځکه خلک سولې ، امن ، هوساینې او بسیا کېدو ته تږي دي .
نن سبا د دې وخت را رسېدلی چې باید افغان حکومت په هېڅ قېمت دا فرصت له لاسه ور نه کړي ، او له خپلو ګاونډیانو ، سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو ه سره په خپل هېواد کې د ريښتینې پایداره سولې راتلو په اړه خپلې اغېزمنې دیپلو ماتیکې اړیکې نورې هم غبرګې ، غښتلې ، همغږې او چټکې کړي . ترڅو زموږ په هېواد کې لومړی سوله او ټیکاو راشي ، او ور پسې زموږ خاوره د پردیو منفي سیالیواو رقابتونو څخه پرې خلاصه شي . او افغانان دې پرېږدي چې نور په خپله خاوره کې یو د بل تر څنګ د وروڼو په څېر پرته له تبعیضه ګډ ډاډمن ژوند سره وکړي . ځکه دلته د افغاني جغرافیې په دغه محدوده کې ازبېک ، تاجیک ، ترکمن ، هزاره ، قذلباش ، ګوجر ، پشه یي ، پښتون ، هندوان ، سیکان او نور اقلیتونه ټول یو افغان بلل کېږي . تر یوه جنډه او یو قانون لاندې ژوند کوي . افغانان د هند ، پاکستان ،متحده ایالاتو او نورو په څېر ګڼ مېلیتي خلک هم نه دي چې په سوونو عقایْد په کې را ټول شوي . یو پاکستان ، یو هندوستان ،او یو متحده ایالات یې ترې جوړ کړي دي .
افغانان ددې قابلیت لري چې یو بل سره و زغمي ، او په ګډ سیا سي نظام کې د یوې جنډې او یوه قانون تر چتر لاندې د پخوا په څېر خپل سیاسي ژوند سره وکړي . خو افغانان یوه ور پېښه ستونزه لري ؛ او هغه دا چې په افغاني جغرافیه کې د سیاسي نظام جوړېدو په اړه سیمه ییز او نړیوال حرفه وي غمازان تل په اندېښته کې دي . له همدې امله تل د افغاني سیاسي دېګ سرد تاریخ په هره مقطع کې په لوی لاس لوڅېږي ، او بیا له هرې خوا خس او خاشاک او جراثیم په کې ور و لوېږي ، چې په پایله کې افغان نظام ـ او خاموش اکثریت ټول مېکروبي کړي . کله چې دا سر لوڅی دېګ د اتوم بم په څېر وچوي ، د سیمې او نړۍ په کچه سونامې جوړه کړي ، نو بیا وروسته د سیمې او نړۍ سیاسي طبیبان ور پسې را پاڅي د مېکروب پر ځای افغان کالبوت له مینځه وړي ، چې داسې تشخیص ، داسې نسخه او داسې درملنه هېڅکله افغانانود تاریخ په اوږدو کې نه خو زغملې ـ او نه یې منلی شي .
ښه شوه چې زموږ ځینې ګاونډیان خپلو تېروتنو ته متوجه شول او هغه یې ومنلې . ځکه که دوی دا کار د مخه کړی وای ، نو نن به یې دومره غتې قربانۍ هم نه وای لیدلې . د مارګیر مرګ آخر له مار څخه وي . خو زموږ ځینو ګاونډيانو په خپل لستوڼي کې مار ته ځای ور کړی ؤ .
اوس هم لا وخت شته ، که د تخریب پر ځای د افغانستان پر بیا رغونه باندې پانګونه او کار وشي ـ د دې ګټه به تر بل هرڅه ټولو ته زیاته وي . ځکه ګټه په دوستۍ کې تر لاسه کېدای شي ، نه په دښمنۍ کې .
اوس چې د سولې د عقربک ستنه د قطر پر دوحې باندې ولاړه ده ، نو باید د جانبینو تر مینځ د نا مقدسو زدو بندونواو معاملو لنډ مهالي داسې ګامونه پورته نه شي چې له دوحې څخه کابل ته تر رسېدو مخکې د سولې پښې په کې ماتې او پرې شي . ښه خبره داده چې پاکستان د افغانستان په وړاندې په لاس ورغلی فرصت ـ او چین او قطر د ريښتینې سولې راوستو د درېیمګړو په رول کې خپل باور له لاسه ورنه کړي . ځکه قطرهمدا اوس له امریکې ، اوچین له پاکستان سره ډېرې نږدې شریکې مالي ګټې او د يپلوماتیکې سترا تیژیکې اړیکې لري . که چېرې د افغانستان ، پاکستان ، چین ، قطر او واشنګټن تر مینځ دا مزي سره پرې شول ، او پاکستان له افغانستان ، سیمې او نړۍ سره دوکه وکړه ، نو معلومه خبره ده چې لومړی به په پاکستان ، افغانستان ، او سیمه کې د چین د مخ پر ودې اقتصادي پر مختګ او د یپلو ماتیکو ګټو ته د نړیوال انحصاراو بندیزونو له امله سخت زیانونه واوړي . چین باید د افغانستان ښه ګاونډيتوب او هغه صداقت په پام کې وساتي چې په وزیرستان کې روزل شوي ، ټرېنېنګ شوي او افغانستان ته را اړول شوي او نیول شوي ایغوریان یې بیجېنګ ته څنګه وسپارل . اودوهم به د مصرفوونکي پاکستان پرمخ د منځنۍ آسیا د هېوادونو تجارتي دروازه بنده او د سیال هندوستان پرمخ به دالاره پرانستل شي . ځکه واشنګټن په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په خاطر له هندوستان سره خپلې د یپلو ماتیکې اړیکې همدا اوس په ژوندۍ بڼه سا تلې او هندوستان هم ور سره منلې ده .
نو که چېرته پاکستان د افغان سولې پرسرله کوم بل چا سره معامله اودرغلي وکړي ـ کېدای شي پاکستان خپل ځان ، خپل نظام ، خپله اتومي هستي او خپله خاوره په خطر کې واچوي . ځکه (۶۷) کاله وړاندې چې بریتانوي استعمار په پردیو ځمکوکې د پاکستان په نامه کومه جغرافیوي پروژه د خپلواهدافو له پاره پیل کړې وه ، هغه نوره زړه او له کاره لوېدلې ـ او اهداف هم نن داسې پرې تر سره شوي دي ـ لکه دوی چې پر طالب او القاعده باندې تر لاسه کړل . نور نو داسې پروژې ته څه اړتیا هم نه لیدل کېږي . ځکه د طالب او القاعده پرځای اوس د داعش او خلافت اسلامي په نومونوپه آسیا او افریقا کې وسله وال خوځښتونه په ژوندۍ بڼه روان دي .
بل لور ته د امریکې نوی دفاع وزیر په غیر مترقبه ناڅاپي سفرله افغان ؤلسمشر اشرف غني سره د امریکایي عسکرو د پاتې کېدو یا تلو په اړه د خبر وپه موخه کابل ته را غلی ؤ . مانا یې داده چې افغانستان یوازې نه دئ او تر شا یې لا هم نړیوال قووتونه شته. نو که چېرته پاکستان د ترورېزم د ټرېنېنګ ، تمویل ، تجهیز او قوماندې تور له خپلې لمنې پاکول غواړي ـ ور ته په کار ده چې د خپلو تېرو خوبونو پرځای له افغان حکومت سره د افغانستان په سوله کې د زړه له کومې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره مرسته وکړي . ترڅو د افغانستان له امنیت اوټیکاو سره د پاکستان ، سیمې او نړۍ ماغزه هم آرام شي .