پر سیمه ییزو هېوادونو او نړۍ باندې د افغانستان باور څنګه را تلای شي ؟

افغانستان دا مهال د سیمه ییزوهېوادونو او نړیوالو په سترا تیژیکي ، سیاسي ، پوځي ، امنیتي ، اقتصادي ، تجارتي اوکلتوري مرکز اوښتی . هرڅوک ـ په تېره نږدې او لیرې هېوادونه په دې هڅه کې دي چې افغانستان په یو ډول نه په یو ډول له سترا تيژیکي ، سیاسي ، پوځي ، امنیتي ، اقتصادي ، تجارتي اوکلتوري پلوه د ځان کړي ، ددوی له آنده افغانستان دوی ته دا مهال داسې خمیر مایه ده چې ډېر ژر خپل ځانته پرې ډوډۍ پخولای او تیارولای شي . ځکه خو افغانستان ډېر ورته ګران ـ او د خپلو سترا تيژیکو ، سیاسي ، پوځي ، امنیتي ، اقتصادي ، تجارتي اوکلتوري برخو دوکتورین یې د سره انګار لرونکې بټۍ په دغه لوبه کې د خپلوګټو له پاره په خپلو پرمختللوتحقیقاتو باندې لګیاد ي .

داسې بټۍ چې پوره (۳۶) کاله د میلیونو کونډو ، یتیمانو او آواره افغانانو عزیزان د هېزم خانې د لرګیو او د جګړې د هغو ماتو شویو سوټیو په څېر په کې سوځي چې د سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو تر مینځ دغه پرد ۍ جګړه کې د خپلو حریفانو له ماتولو وروسته له کاره لوېدلي دي . خو نن سبا یې تاو تریخوالي او لمبو د ټولې عربي نړۍ هېوادونه ، د افریقې شمالي او د اروپا ختيځې سیمې هم وسوځولې ، اوس یې دود د منځنۍ آسیا هېوادونو او ټولې نړۍ ته رسېدلی دئ . خو خبره داده چې لومړی اورلګیت دې بټۍ ته چا ، چېرته ، د څه له پاره  او د چا په دستور او قومانده ولګاوه چې اوس یې اکمالات د خلیج پرتېلو ، د افغانستان پرتریاکو ، ناقانونه معدني کیندنو ، قاچاق او مافیایي کړیو په لاس تر سره کېږي ؟ !

که له یوې خوا افغانان په دې جګړه کې پاخه او وریت شول ، مالي اوځاني قربانۍ یې ورکړې ، د نړۍ له متمدن کاروان څخه وروسته پاتې شول ، خو بلخوا ددې خاورې اصلي وارثان همدا اوس ( په افغانستان کې د پرد ۍ تپل شوې جګړې د قربانیانوکونډې او یتیمان ) داسې پاخه له سره را ټوکېدلي چې بیا به یې څوک د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال په څېر داسې په آسانۍ سره و نه شي غولولی . اوس د افغان کهول دا نسل په دې فکرکې دئ چې زموږ عزیزانو څه ګناه کړې وه ، او په کوم جرم په خپل کور ، کلي ، پټي ، جومات ، مدرسه ، ښوونځي ، پوهنتون او دفترکې شهیدان شول ؟ هغوی اوس غواړي خپلو پوښتنو ته په افغانستان کې د سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالوتر مینځ د دغه ګډ روان سریال (جګړې ) حقیقي ځواب پیدا کړي چې آیا ریښتیا هم افغانانو دومره ګناه کړې وه چې باید ټول افغانان په پر له پسې توګه په کې قتل عام ، اولادونه یې په کلونوکلونوپه خپل هېواد کې  له خپلو ټولو انساني حقوقو محروم ، او افغانستان دې د سیالو خواوو په نیابتي جګړو کې د وسلو آزمویلو په ډګر باندې بدل ،  ړنګ ، نا امنه ، بې ثباته ، لوېدلی ، تباه او بر باد شي ؟

که چېرته خبره مظلومو افغانانو ته په نا حقه د مرګ ژوبلو اړولو ـ او په دې خاوره کې د خپلو عسکرو د ټرېنېنګ او وسلو آزمویلو وي ، نو بیا خو د افغانانوپه وړاندې د سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو باور له همغې ورځې را هیسې له منځه تللی دئ . په داسې حال کې چې  د ړنګ او له لاسه وتلي باور بیا لاسته راوړل او آبادول خو د تخریب څو چنده وخت غواړي .

افغانستان به خپله غریبي ، ناچاره ورځ او ټول مالي او ځاني تاوانونه هم و زغمي ، که چېرې افغان بچیان د خپل هېواد بیا آبادولو ته په صداقت ، مهارت او پوهې سره مټې را ونغاړي ـ نو په لږ وخت کې بیا لک پتي کېدای هم شي ، خو که له چا سره یې په خام تار اړیکې داسې سستې تړل شوې وي چې کله سره وشلېږي ـ او کله هم نیم بندې او غیر باوري ، نو بیا خو په دغه ډول اړیکو کې د جانبینو پت او عزت هم له مینځه ځي ، او په بې عزته اوبې پته  لاره تګ کول هېڅ نارمل افغان او هېچاته ته هم و منلو نه دئ . ځکه پتمنو او درنو افغانانو د اړدوړ او جګړوپر مهال د تېرې بې تشخیصه نسخې له مخې یو ځل د سیمه ییزو او نړیوالوطبیبانو بې کیفیته تر وخت تېر دارو در مل خوړلي ، د خپلې بې عزتۍ ، بې پتۍ او مرګ ژوبلو خوند یې په کې څکلی دئ ، نو ځکه خو یې اوس پر دغه ډول حرفوي طبیبانو باندې دومره په آسانۍ سره باور نه راخي ، او مار خوړلی خو له پړي څخه هم  ډارېږي .

افغانستان اوس مهال د خپلو ګاونډیانو او نړۍ باور ته ډېره اړتیا لري ، خو دا چې پر سیمه ییزو هېوادونو او نړۍ باندې د افغانستان باور څنګه را تلای شي ؟ نو په افغانستان کې د سیمې او نړۍ ټولو ښکېلو هېوادونو ته په کار ده چې په پوره همغږۍ او بشپړ صادقانه ملاتړ سره په ګډه د افغانستان د بشپړ باور خپلولو په موخه لومړی باید په ريښتینې اوکامله ایماندارۍ د خپل زړه صداقت په عمل کې د اوږد مهال له پاره افغانانوته ور وښیي ـ او د خپل ضمیر او وجدان غږ دې په سترا تيژیکي ، سیاسي ، پوځي ، امنیتي ، اقتصادي ، تجارتي اوکلتوري برخوکې په متقابل ډول اوچت  او د افغانستان خپلواکۍ ، د خاورې تمامیت او خلکو ته دې له حقوقي پلوه د نړیوالو معیارونو پر بنأ په درنه سترګه وګوري .

د افغانستان له خاورې څخه دې د خپلو ګټو له پاره د خېز د تختې په څېر ناوړه ګټه نه اخلي . د بشري بِلاعوض مرستو ، افغاني صنعت ، زراعت ، تولید ، ډېر تصدیر او لږ تورید ته دې وده ورکړي . د دوه اړخیز تجارت له لارې دې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پوره پاملرنه وکړي ، او له افغانستان څخه دې د خپلو بې کیفیته توکو د خرڅلاو مارکېټ نه جوړوي . ګاونډیان او نور نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو (کورني سیاست او نظام جوړونه) کې کوتې نه ور وهي ، په سوله او ټیکاو را وستو کې دې ور سره ریښتینې مرسته وکړي ، ځکه د افغانستان جګړه او سوله دواړه د افغان ګاونډیانو او نړیوالو په لاس کې دي ، که په ريښتیا سره د افغانستان ګاونډیان او نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې سوله مینځته راشي ، نو له افغانستان څخه دې ددغې پردۍ کرغېړنې جګړې لمن نوره ور ټوله کړي ، او افغانان دې پرېږدي چې خپل سیاسي نظام په خپله جوړ کړي . ترڅو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي . خود کفأ شي . خلکو ته یې په خپل هېواد کې د ننه کار روزګار پیداشي . له بېکاریو ، بې روزګاریو ، روحي ناروغیو او نفاق څخه نجات پیدا کړي . ځکه بېکاري او نفاق د ټولو روحي او فکري ناروغیو مور ده .

د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق ( رض ) هم په دې اړه فرمایلي دي چې : شیطان د بېکاره او نا لایقه سړي په کوپړۍ کې ځاله جوړوي . ځکه کار ګر خو تل په خپلو مثبتو کارونو باندې لګیا وي  ـ  او پام یې خپل کار ته وي . خپل ځان او خلکو ته یې په لاس او ژبه ګټه رسېږي . خو ددې پرخلاف بېکاره سړي تل منفي سوچونه په خپله کوپړۍ کې له ځانه سره ګرځوي ، غیبتونه کوي ، د ځان درنې او د بل سپکې وایي ، او شپه ورځ پر دسیسو او تو طیؤجوړولو او بل ته پرکوهي کیندلو باندې لګیا وي . چې بالآخره خپله هم په همغه کوهي کې ور ولوېږي ـ کوم چې د بل له پاره یې کیندلی دئ  .

محمد انور ولید: ۲۹ـ ۱۱ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

 

 


بالا
 
بازگشت