افغانستان او سیاسي مجتهدین

مُفسر: ۵ ـ ۱۲ ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

هرڅوک د خپل ځان له پاره دوې تګلارې لري ، یوه یې کورنۍ تګلاره او بله یې هم بهرنۍ . کورنۍ تګلاره چې د کورني سیاست پرمحوررا څرخي ، د کور ټولې اړوندې داخلي اړیکې د هغوکورنیوواکمنو له خوا اداره او پالل کېږي چې د کورد ښې او بدې ټوله مشري او مسؤولیت د کورني دود دستوراو  قانون له مخې پرغاړه لري . ځکه همدغه کورني واکمن د کور ـ او د کورد نوروغړیو د برخلیک په اړه د تصمیم نیولو اصلي مرجع ده . داسې مشران دغه د نده ترهغو پورې پرمخ وړي ، ترڅو چې د مشرۍ محور یې له کوم فکري ، روحي او فزیکي ټکراو تصادم سره مخ شوی نه وي .

د داسې مشرانو بله تګلاره بهرنی اړخ لري . په دې اړخ کې د کورنۍ مشران په سیمه او نړۍ کې له پلان سر ه سمه خپله کورنۍ پاليسي دا سې جوړوي چې له نورو سره په روا اړونده د یپلو ما تیکو اړیکو او معاملاتو کې د خپل کورني نظام اصالت متضرر نه کړي .

افغانستان هم د یوې کورنۍ په څېرد ټولوافغانانوګډ کوردئ . افغان ؤلسمشرد افغانانو په دې شریک کورکې د (۳۰) میلیونه افغانانوله مینځ څخه د ښې حکومت ولۍ او ښه مدیریت په تمه د ټولو افغانانو په خوښه غوره شوی او نړیوالو یې د افغانستان له پاره مشري منلې ده . څرنګه چې افغا نا ن په خپلو (۳۰) مېلیونه اتباعوکې خپل ځانته یو داسې مشر(جمهور ریْس) موندلی شي . نوافغان ؤلسمشرهم کولای شي د افغانستان په اجرأیه ، مقننه او قضأیه دولتي سیستم کې داسې کسان پرد ند و وګوماري چې افغان خاورې ، خلکو، دین ، نظام ، قانون اوخپلوملي ګټو ته تربل هرڅه په صداقت اوایماندارۍ سره لومړیتوب ورکړي ، اوعلماً ترنورو د پېښو او قضأیاوو د تشخص ، او جسماً ترنورو د قانون د تطبیق په اړه پرته له څه وېرې او ډار څخه غښتلي وي .

ځکه د افغانستان د کورني نظام او بهرنۍ پالېسۍ له پاره اجرأیه ، قضأیه او مقننه دری ګونې قوواوې    د اسې نهادونه دي چې په اصل کې پرته له څه سوء شکل څخه د افغان دولتي کالبوت اسکلېټ تشکیلوي . خو د متوازنې ودې ، بلوغ او نبوغ له پاره یې داسې چارواکو ته اړتیا ده چې په دې کالبوت کې ژوندۍ روح ور پوکړی شي ، له لوږې ، تندې ، سړو او تودو یې وساتي . نه داچې افغان وجود ته د کوم مېکروب او پرازیت په څېر د زر ، زور او تزویر له لارې ور د ننه شي او دا نظام یو ځل بیا د تېر په څېر له پښو وغورځوي .

اوس چې یو ځل بیا د ړنګ افغانستان د جوړېدو او رغېدو تمه کېږي ، افغان چارواکو ته په کار ده چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالېسیانې په ډېر دقت او خورا ځيرکتیا سره په افغانستان کې تېرو تاریخي  پېښو ته په کتو د علمي دریڅې او پخې تجربې له لارې په خورا احتیاط او بشپړه ملي روحیه ګام په ګام وپالي . چېرې نه چې دا هېواد ، نظام او ټولې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړي .

ځکه افغانستان له (۳۶) کالو را هیسې د خپلې ورپېښې ناروغۍ له امله د مرګ ژوبلو په بسترباندې د کوما په حالت کې یو پروت هېواد دئ چې له تشخیص او درملنې پرته یوازې د ترورېزم ، مافیا ، اداري ، اقتصادي ، کلتوري او سیاسي فساد ، جراثیمو او مېکروبونوځالې په کې جوړې کړې دي . د بې دفاع ملت پر سینه ور ناستو د واک خپسو یې نور نفس ور تنګ کړی او افغانستان یې دومره نا آرامه کړی  چې تر ننه پورې ټوله سیمه او نړۍ ور سره نا آرامه ده .

اوس ددې وخت را رسېدلی چې افغان ، سیمه ییز او نړیوال سیاستوال دې په دغه نړیواله لوبه کې د افغان ستونزې د حل په اړه په یوې نړیوالې اجماع کې سره را ټول ـ او د خپل اجتهاد وروستۍ پرېکړه دې د نړیوال لوی مفتي په خوله د داسې قراأت شوې فتوا پر بنیاد اعلان کړي چې هلته د افغان ستونزې اصلي متن او شرح د سیاسي آخوندانو او محررینو په لاس په کې تحریف شوي نه وي . او که خدای مه کړه دغه سیمه ییزاو نړیوال سیاستوال مجتهدین د خپلې نړیوالې لوبې په دغه اجتهاد  کې څه تېروتنه او یا هم په قصدي او عمدي توګه غلطي وکړي ، نو بیا به تر پېړیو پېړیو پورې په ټوله سیمه او نړۍ کې د دوی د تېروتنو او غلطیانو بشري ضد اورونه بل ـ او د ود و نو او لوخړو به یې د شمسي نظام مخ هم ور پوښلی وي .

خو افغان سیاستوالو ته په کار ده چې نور په لاس ورغلی فرصت له لاسه ور نه کړي . او پرې نه ږدي چې افغانستان د القاعده او ترورېزم په نومونو د تېرې (۱۳) کالنې دورې په څېر دا ځل هم د داعش (خلافت اسلامي ) او امارت اسلامي په نومونو تر نامعلومې نېټې پورې د پرد یو شومو اهدافو قرباني شي .

په تېره (۱۳) کلنه دوره کې هم ځینو افغانانو د بُن پردۍ ښوروا ته خپل پیاز په بډه وهلی ؤ ، پایله یې موږ ټولو په خپلو سترګو ولیدله . خو که دا ځل هم افغانان د بُن په څېر بیا اشتباه تکرار کړي ، ګټه به یې افغان ګاونډیانواو نړیوالو ته وي او تاوانونه به افغانان ګالي . ځکه همدا اوس محسوسه ده چې په ښکاره پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو تر مینځ عایْق واقع شوی . ((۱:  پاکستان ترورېستان له خپلې خاورې افغانستان ته د افغانستان د نا امنه کولو له پاره را وکوچول ،  ۲: ځان یې د ترورېستانو د ملاتړ له تور څخه پرې سپين باز وښود ، ۳:  د سولې امتیاز یې پر طالبانو باندې ځکه د ځان کړ چې طالبان لا هم د پاکستان په ؤلکه کې دي ، ۴ نړیوالو ته یې وښووله چې ګواکي داموږ یو چې په افغانستان کې سوله را وستلای شو ، ۵ : د شپږو تنو افغان پوځیانو پر روزلو سره یې د افغانستان او هندوستان تر مینځ دوستانه اړیکې ، پوځي قراردادونه او ملکي مرستې ټولې په ټپه ودرولې ، ۶: د ټاپي د غازو د نل لیکې جوړول یې په شک کې واچول ، ۷: خپله د پاکستان موخه هم څرګنده نه ده چې آیا پاکستان په دې لوبه کې د سولې تر نامه لاندې افغانستان ته څومره صادق دئ ، ځکه تر اوسه یې له افغانستان سره هېڅ هم نه دي کړي ؟ ۸: افغانستان د ایغورهغه بندیان چین ته وسپارل چې په شمالي وزیرستان کې یې ترورېستي زده کې کړې وې ، ۹: هغه پاکستاني طالبان چې په افغانستان کې بندیان وو ـ افغانستان ور خوشې کړل ، ۱۰: د قطر له طالبانو سره له پېله د پاکستاني سیاستوالو او مذهبي مشرانو لکه مولانا فضل الرحمن په قطر او پاکستان کې لیده کاته جریان لري ، او همدا اوس د هغه طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي ، :۱۱د افغان مهاجرو د ځورولو او را ایستلو ستونزه لا هم دوام لري ، ۱۲: د ترانزیت ستونزې لا پر ځای پرتې دي ، ۱۳: په افغانستان کې د ترورېستي پېښو بهیر لا روان دئ ، ۱۴: د طالبانو سیاسي وفد ( پلاوی ) چې له چا سره خبرې کوي نو لومړی په پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره ګوري ـ او بیا په نورو ځایونو کې خبرې او استازیتوب کوي ، لکه په چین کې د طالبانو د خاص استازي خبرې او داسې نور . )) دا ټول امتیازونه د پاکستان دي چې له افغان حکومت څخه یې تر لاسه کړي ، خو په بد ل کې یې تر اوسه پورې افغانستان ته هېڅ هم نه دي ور کړي ، کومې وعدې او هوایي خبرې چې د تېر په څېر د پاکستان له خوا شوې د هغو نتیجه هم نه ده معلومه . نو افغان چارواکي پرڅه باندې ډاډه ـ او پاکستان له څه نه په اندېښنه کې شي ؟!!! .... پاکستان یې هم په مېخ وهي اوهم په نال . خو پام چې سیمه ییزاو نړیوال سیاسي مجتهدین د ښې حکومت ولۍ اوسولې ترتحریف شویونومونو لاندې د ترورېزم عیسوي الاصله ، اود داعش یهودي الاصله جګړې بیا پر افغانانو او افغان خاوره باندې د نړیوال منشور په پلمه ورونه تپي . ځکه که دا کار وشي ، نو د درېیمې نړیوالې هستوي جګړې د ثقل مرکز به هم افغانستان وي . افغان سیاستوال دې له افغانستان څخه یوریشیما او ناګاساکي نه جوړوي . نړیوال دې هم لږ په خپل ګرېوان کې سر ټيټ کړي ، او بې د فاع  مظلوم افغانان او افغان خاوره دې نور د خپلو اهدافو له پاره نه کاروي . بس دي دومره پوځي او سیاسي ټرېنېنګونه او آزمویښتونه چې په نړیوالو نیابتي یرغلونو کې پر افغانانو او افغان خاوره باندې وشول . هغه متل دئ چې وایي : غریب مړ کړه ـ خو کالي یې مه ور څیره . غریب افغانان خو مو مړه کړل ، خو کورګی یې مه ور ړنګوۍ . ځکه دا مهال خو د افغانانو سوله او جګړه دواړه د پردو په لاس کې دي .

 

 

  


بالا
 
بازگشت