پوهندوی دوکتور سیدحسام مل
اقرار
چی می سوځی په اور زړه ستا له بیلتون دی
د دردونو مینه ستا می اوس تسکین دی
بی پیسو می ځان پرتا باندی خرڅ کړی
ستا د خولی خندا د هیلو می مضمون دی
تا چی وینمه له سره بیا ځوانیږم
ژوند می تا پوری تړلی او اړین دی
ګرم می بوله په عشق کی دی صنمه
«مل» پر تا باندی له ډیر وخته مین دی
*****
پوهندوی دوکتور سیدحسام «مل»
جرمنی ۱۳-۱۲-۲۰۱۴
لمبه
توبه ګار له مینی نه یم خو هجران می سوځوی
چی دیارمخ می رایادشی سترګی اوښکی تویوی
خلکو ډیر به وی لید لي ناز نخری د ښکلو پیغلو
جوړه نه لری آشنا می هسی ما چی تخنوی
ناغه دار توري سترګي یی لمبه کری په زړه کی
په مسکا د سری شونډو له ګو ګله می زړه وړی
چي له مخ وربل کړی لیری سپوږمی له وریځووځی
ترږمی لار می رڼا شی چی یار «مل» ته وګوری
***
پوهندوی دوکتور سیدحسام «مل»
جرمنی ۱۲-۱۲-۲۰۱۴