عبدالرووف لیوال
نوستالژی له دوه یونانی کلمو (nostos) خپل کورته راستنیدل او(algia) ددرد په معنی، څخه جوړه شوې اوپه اصطلاح داسې مانا ورکوی (هغه تیریادونه او خاطرې چې دزړه تنګی له وجهې په یوه ډول رابرسیره یاتازه کوو).
یا نوستالژی هغه خفګان دی چې له ټاټوبی څخه دډیرې مودې لرېتوب نه پيدا شوی اوبړاس یې په انګازو ،بربړو ، اشعارو ،سندرو او یادونوویستل کیږی .
دلمړی ځل لپاره یوسویسی ډاکترجوهانس هوفرنوستالژی په هغه مقاله کې وکاروله چې ددوتنوناروغانوحالات یې انځورول ،اودامقاله په۱۶۸۸زیږدیز کال په جون کې خپره شوه ، دادواړه ناروغان کله چې خپلوکورنیوسره یوځای شول ،روغتیایې بیا وموندله .
خوکانت نامتوعالم په دې باورووچې ، نوستالژی ناروغۍ نه ده چې له تبعیدنه پیداشوی وی ،بلکې نیستی اوبیوزلی یې لامل دی اوبیا شتمنیدل اوبریالیتوب په ټولنه کې هغه له منځه وړی شی .
دزیات وضاحت لپاره به دښاغلی عبدالغفور لېوال لاندې نوستالژی شعرته پام وکړو :
هاغه ورځې ، تللې ورځې
چې مُلا به هم مین و
دچړیانو به مېلې وې
په شړشمو غوړې څڼې
درنجو به یې وسمې وې
څه وختونه ، تېروختونه
شورماشور دزاړه ښارو
چې ودان دسات منار و
نه لونګۍ وې سیاسي شوې
نه په ږیرو دچا کارو
هاغه تللې ښکلې ورځې
چې دمور دلاس ډوډۍ وه
ورنه ډکه به شکرۍ وه
دچارماغو به لمن شوه
دممیزو به خولۍ وه
هاغه ورځې مې ارمان دي
هغه شپې مې رایادیږي
په پورتنی شعرکې شاعر هغه تللې ورځې یادوی ، کله چې هیواد کې سوله وه ،ملا سیاسی شوی نه وو ، آن تر دې چې یا به ملا مین وواویا به پرملاڅوک مین ، زباد یې دهغه وخت داسندره وه چې نجونوبه ویله :
( دطالبانوډلې راغلې + زما دیارډله روستۍ ده رابه شینه ) اویا هم :
(طالبه ! خدایکه ملا شې + په کتاب پروت یادوې شینکی خالونه )
خونن ورځ د طالب دنوم په یادولوسره دخلکوورږځیګه اوویښتان دنایی چړې ته سیخ ودریږی.
دشعرپه بله برخه کې دکابل زوړښار(شوربازار،خیابان، سک بچه ها،چارچتې ) کوڅوشورماشوریادوی اودپل محمود خان دڅلی هغه سات یادوی چې دهرساعت په پوره کیدو به کړنګیدواو دکابل ښاریانوته به یې وخت اعلانولو، هغه وخت لونګۍ سیاسی نه وې خو اوس ډبل عبدالله اودسردارنعیم لمسئ هم لونګۍ پرسروی، همدارازداختری دراټولولپاره دچارماغوډکه لمن اوله ممیزوډکه خولۍ هم یادوی.
سره له دې چې دشاعر عمردومره پوخ هم نه دی ، ځکه هغه چې په څلورکلنۍ کې دخدای بخښلی پلار نه راته پاتې شو نوپه ۱۳۵۹کال مې دکابل په اعتبارخان لیسې کې شامل کړ چې شپږکلن و.
دفرهاددریاد(اوغایتا )نوستالژیکه سندره :
په دې سندره کې فرهاد دې ته نغوته کوی چې پخواوختوکې سپین سترګی ګاونډی، موږته مړ څټ وو( دیوه سکارد په توغولوسره به وارخطاشوخونن په رڼا ورځ راباندې یرغل کوی ).
په هغه وخت کې به یو څوک دانسان په څیرومړ ، دهغه تکفین او تدفین به په انسانی کرامت سره ترسره شوخواوس دچاپرجسد میتیازې وشی اویاهم دځانمرګی برید له وجهې که دپږی کومه ټوټه پیدا شی ، آن تردې چې دسړی غوندې دمرګ په ارمان یو .
دنامتوسندرغاړې میرمن رخشانې نوستالژیک دردونه :
میرمن حمیده (رخشانه ) دافغانستان نوموتې سندرغاړې چې دشاه امان الله غازی دپیردجنرال اصیل خان منګل لوراوطرزی کورنۍ ته اړونده (خدیجه طرزی) یې مور ده ، داسندرغاړې درادیوافغانستان په آرشیف کې په سلهاووسندرۍ لری چې دپښتوپه زړه پورې سندرې لکه (وه مورې رادم که ،لړم دی –لړم ، پاس دې تنګی مستې ځدراڼې ، شینوارې لونګینه اونورې په لومړی ځل هغې ویلی اودشهید سردار محمدداوود په پیر کې امریکې ته تلۍ ده ، هغه دلیوال اودریا په پرتله داسې خاطرې رابرسیره کوی چې ګرسره انسان فکرنه کوی چې دابه هماغه هیواد وی چې دې پکې ژوند کړی هغه وایی ((له ۳۷کلونوکډوالی نه وروسته ، ددرمیاشتواوسیدنې سره په کابل کې مې هغه پخوانی کورورغاوه اوبیرته ځوانه شوم )) درخشانې یادونې یواځې دډاکترهانس الواک ځکه کټ ، مټ سم زبادته رسوی چې په رښتیا هم نوستالوژی دزړه بړاس باسی خو دکانت الواک په دې هکله نه شی ثابتولی ولې په دې چې رخشانه دسولې په حالت کې له ټاټوبی وتلې اودسولې په حالت۲۰۰۳م کال کې بیرته ټاټوبی ته راستنه شوې او هغه دجګړې دردونه چې لیوال او دریا حس کړی هغه رخشانې سره نشته .
عبدالرووف لیوال .
رااخیستنې :دذبیح الله امانیارمرکه ، وړیاانسکلوپیدیااودلیکوال څیړنې .