فاروق فردا

 

موږ او زمان

درڼا تږی د تیارو له شانه
دسپوږمۍ څاڅکو ته نیولې لپې
دنیمو شپو د رڼو اوښکو د سترګکو خندا،
په شنه لمنه د اسمان کې د «پروین»د وږي نښه ګوري
او د سپرلي د تن دعطرو پر بخمل دشنه خمار پر اوږو،
څي د اورښت نڅا ته ځان رسوي.
دښکلا سویو پتنګانو پر مجمر د وچو شونډو دوریت زړونو کاروانونه سره،
دچا دزلفو د مشکابو د رڼا دګوټ نافې پخپلو غاړو کې وړي.
دوخت له سترګو دخندا څاڅکي راولېږي ،د وچوبي په اهاړ سېوري کې سا ورکوي.
زمان یې سېل ته ناست دی.
دشک نظر د باور لومو کې خپل سېوری ته تر اوسه پر کاږه کتلو ستړی ندی.
د ژوند دتورو سرګردانه مانا
د ځان تفسیر ته تعبیرونه ګوري
او ځي غځېږي دوږمو پر بستر،
چې مینځل شوي دځنګل دشنو له عطرو سره.
دعمر سېوری دی چې،
دمازیګر لمر یې د غره له سره،
دلنډېدلو شېبې وړي د طلایي وړانګو پر ولو باندې.
ورېځو د کوم طالب د شرعې له هیبته څخه،
ستوري منګول کې نیسي،
او درولي د هیندارې پر مخ تورې لړې؟
چې هېڅوک ځان نه ویني
او که څوک ویني هم ، خپل ځان ورته پردی ښکارېږي.
په هره خوا کې غوړېدلي دي د درد ګلونه
ځکه چې نور د ترانو او دسندرو پرځای
بلبلان هم د توتکیو سره
په «حجارت من سجیل» اخته دي؟
هر څوک چې زړه پرانیزي
پکې د ښکلیو د ښکلاوو بې کفنه جنازو سره د سا دحسرتونو د څپو له پاسه،
چېرې نَکِیر او مُنَکَر ګوري چې،
دآزموینو نه پر پرتو ورځو هم
دریاضیاتو دښوونکو په شان
له خندا کرکه کوي
او د پوښتنو پرنا سمو ځوابونو زدکړیالانو ته جزا ورکوي.
دې ته هم نه ګوري چې ،
هغه ښکلاوې هغه ښکلي ول دوی
چې په سلګونې زلېخا به یې په مینځو کې هم نه راتللې
دهر یوه له کمیسه څخه د سل یوسف بویونه راتلل.
دا همهغه دۍ چۍ خندا به یې سپرلو ته سره ګلونه نذرانه کې ورکړه،
او دسپرلو د یوې پاڼې رژېدلو سره،
شپه تر سهاره پورې
دلاله زار مخونو دښتو کې پر هرې سرې ګلپاڼې باندې
له رڼو اوښکویې خالونه لونل.
زمان دخپلو ابلو پښو د انځورونو نندارې ته تم دی
ګوري چې دلته د نظر د هرې پاڼې له خوشحالو سترګو
پرهر یو ګل،
زموږ دانګورو د خمار فصل چېلې نه هر یو وږی تویوي د ماتو زړونو اوښکي.

دې لېوني مین ته چا ویلي،
چې د کوم حسن د لمانځه انځور ته ناست دی ټولوي د چا دمخ له سجادې نه دمچکو غونچې
او د اسمان له لاسه،
د راولېدلي ماتې شوي شنې هیندارې پر ټوټو د بارانونو نقره یي دانو شړهاره څخه ،
دخپل بیعت لمانځه ته نوي سورتونه آوري.
زمان دا نه ویني چې،
له هرې لورې نه بادونو بوړبوکۍ جوړوي
چې د غاټولو تاندې پاڼې وړي له ځانه سره
خو زه څوک نه وینمه
چې د ښکلا دجنازو د کاروان
یوه بازو چېرې داوښکو پر اوږو پورته کړي.

تر څو به موږ هم یو پراته د لمر پر مخ د ورېځو سېورو په شان،
یوه په بل کې نا پېدا وړي شمالونه مو دنشت کلي ته.
یا هغه څړیکه یو چې
خپلو غوږونو څخه پرته انګازې مو بل ځای نه خپرېږي
او دهغې دهېرې شوې ژبې،
دکلماتو پرماناوو یې مو هم سرونه نه خلاصېږي.
دتورو ورېځو غټو غټو پاغوندو سېورو کې
دلمر پر وړانګو زموږ د ذهن مرۍ چا تړلې؟
چې موږ د ورېځو او دغر ،
یا دشمال او دځنګل او یا دلمر په مېنځ کې،
ګرځو د خپل «زه» سرګردانه هویت انځور ته قاب لټوو.
مسکو د می شلمه
2014

 

 

 


بالا
 
بازگشت