خصوصی پوهنتونو نه انستیتوتونواو ښونځیو ته یوه لنډه کتنه !

 

وروسته له څو لسیزو جنګ جګړواوسیاسی بحرانونو څخه په ګران هیواد افغانستان کی دنوی باب په پیلیدو دسیاسی فضا په پرانستولو،دسولی،بیاودانی اورغونی، پرمختګ ، انکشاف ترڅنګ تعلیم تربیه او معارف دودی او پرمختګ لپاره هم زمینه رامینځ ته شوه .   چی زمونږ دهیواد دغم ځپلو خلکو لپاره  یو ښه شګون اوزیری دی ددولتی پوهنتونونو،انستیتوتونو او ښونځیو ترڅنګ خصوصی تعلیمی سکتورونه هم ایجاد او په فعالیت یی پیل وکړ.اوپه زیات شمیر خصوصی تعلیمی موسسی دهیواد په پلازمینه او ولایتوتو کی پرانستل شوی دی. چی په ټولنه او ځوانانو باندی یی مثبته اغیزه کړی.دویدیو فلمونودصالونونوځای کورسونه، ښوونځی، انستتیتوت او پوهنتون ونیولو او ډیرو ځوانانو دغو تعلیمی ادارو ته مخه وکړه چی  دهیواد والو دخوشحالی سبب شول او هیوادوالو په ډیر ورین تندی سره ورته  ښه راغلاست ووییلو. پدی خاطر څرنګه  چی مونږ تاسی ټول شاهدان یو چی هیوادکی موجوده اداری فساد دی حد ته ورسیدلو چی دکانکور ازموینه هم تری په اما ن کی پاتی نشوه او دفساد سره دقومی سمتی اولسانی  تعصباتو ښکار شوه او هر کال زمونږ ډیر با استعداد ځوانانو د نا عادلانه نتایجو له وجی بی نتیجی او بی سرنوشت پاتی شول او همدا رنګه د خصوصی تعلیمی ادارو دپرانستلو سره زمونږ ځوانانو ته د لوړو زده کړو موقعه او زمینه برابره شوه. همدارنګه خصوصی تعلیمی اداری دنوری نړی د هیوادونو په شان زمونږ دهیوادوالو دتعلیمی سطح به  لوړولو کی ډیر ارزښت او عمده رول لوبولی شی. خصوصی تعلیمی ادارو او ښونځیو ته ډیر ځوانان او ماشومان جذب او راوبلل شول چی داهم دلوړوزده کړو او معارف وزارتونو لویه  لاسته راوړنه شمیرل کیږی، او یونیک ګام دوطن دترفی او پرمختګ لپاره دی . پدی خاطر چی پوهان وایی دیو ښوونځی په پرانستلو سره دیو زندان دروازه تړل کیږی( خوشبختی، نیکمرغی او سوکالی) ټولنی ته ور په برخه کوی.د خصوصی تعلیمی ادارو کار، فعالیتونه او خدمات تر یو حده دقناعت وړهم دی . اوډیرخصوصی پوهنتونونه، انستیتوتونه او ښوونځی ښه ځلیدلی دی چه  ښه مثال یی به  پلازمینه کابل کی افغان امریکن ، دنیا ،کاردان او سلام پوهنتون په ختیځ زون کی  خراسان او  الفلاح پوهنتون او همدارنګه به  ښونځیو کی افغان ترک ، کابل نړیوال ، افغانیار، خانه نور او شمس لندن اکاډمی یادولی شو چی  په خورا لنډ وخت کی یی  زیات  شمیر محصلین او زده کونکی جذب کړی  او د ښه شهرت لرونکی دی چی ښه مثال یی  په ختیځ زون کی دالفلاح دلوړو زده کړو دموسسه لخوا دتیرکال دکانکور ازموینه  څخه بی نتیجی پاتی زده کونکو په ټیت او مناسب فیس جذبول وه. چی مونږ دالفلاح دلوړو زده کړو دموسسه د مشرتابه او اداره دغه وطنپال او ولسپال ملی گام او کړنی ستاینه کو او کور ودانی ورته  وایو او دلوی څښتن تعالی څخه یی لا بریاوی او پر مختگ غواړو. مګر دښو خدماتو ترڅنګ ددغو خصوصی تعلیمی ادارو پالیسی خصوصآ دفیسونو او داخله له درک ډیر لوړ  ، ګزاف  او زمونږ دهیوادوالو داقتصادی او معاشی وضیعت سره په ډیر واټن کی دی.چون زمونږ د ټــولنی اکثـــریت دغریب ولس نه تشکل دی بنآ ډیر زیات ستــونزمن  او ناشــونی دی چی ددی خــــــــــــــــــــــد ماتــو څخه برخمن  او ګټــه تری لاسته کړی. مثلآ یو محصل دمیاشتی ۳۰۰۰ دری زره افغانی فیس چی د سمیستر ۱۸۰۰۰ اتلس زره افغانی کیږی همدارنګه دافغان امریکن  پوهنتون یو کلن فیس ۵۰۰۰ بنځه زره امریکایی ډالر دی چی دا بالکل ګزاف اوملا ماتونکی دی. چی ددی خدماتو ځخه کیداشی  ډیر لږ او دګوتو په شمار کسان برخمن شی، همدارنګه دښونځیو داخله فیس، دکتابونو قیمت ، دزده کونکو ځانګړی لباس چی هر ښوونځی ځان لباره  په ګاونډیو هیوادونو کی ډیزاین کړی دی او زده کونکو ته یی عرضه کوی خورا زیات قیمته پریوزی او بله دا چی د هرتعلیمی کال په پای کهClass Promotion Fee) ( (بل صنف ته د ترقی یا کامیابی په نوم) تقریبآ ۱۰۰۰ زر افغانی او یا ۱۵۰۰ پنځلس سوه افغانی  فیس د  زده کونکی څخه اخلی. چی دابلکل یو ظالمانه عمل او لری له انصاف پالیسی ده او  د زده کونکو په  والد ینوباندی یو اقتصادی بوج دی. اوبل منفی جهت یی دادی چی هره خصوصی تعلیمی اداره ځان ته جداګانه Curriculum لری چی هیڅ بین المللی ستندرد لرونکی نه دی اونه هم دلوړو زده کړو وزارت دپالسیه سره جوړښت او مطابقت نلری.همدارنګه بله عمده موضوع د خارجی استادانو جلبول بدون د اسنادو دارزیابی ده. هغه  مشهور وطنی متل دی چی وایی پردی کټ د نیموشپو وی . نه په پند اخیستلو سره باید  دخپل هیواد دکدری ظرفیتونو څخه استفاده  تر څو دبیروزګاری ستونزه هم حل شی او هم خپل وطنی  علمی ظرفیتونه  تقویه شی او دهیواد په هر ډول  بحرانی حالاتو کی ورڅخه کار اخیستلی شو او په اینده کی  به د  قوی علمی او اکاډمیکو ظرفیتونواو کدرونوخاوندان اوسو  .

مګر ځینوخصوصی پوهنتونونه او تعلیمی ادارو بیا د کفیت پرځای تجارتی اړخ او مادیاتو باندی تکیه لږولی ده  ډیر وګړی او ځوانانو ته تش په نوم داخلی ورکړی نه خاضری مطرحه وی نه لیکچرونه  کی گډون صرف  فیس باندی اکتفا کیږی. همدارنګه په مرکز او ځینو ولایاتونو کی ډیر هغه دولتی چارواکی چی ددولسم ټولګی څخه فارغ شوی و او په لوړو دولتی موقفونوکی ځای لری خپل د فراغت سندونه  هغه هم  دکدر په کچه باندی بیدون دفزیکی موجودیته په پوهنتون کی دفراعت په وخت کی  سره دمنوګراف دزور اوزره له لاری تر لاسه کوی . چی دا وطن ، خلکواو هیواد ته دخدمت پر ځای یو ملی او نه جبران کیدونکی لوی خیانت دی.

دلوړو زده کړو او معارف وزارتونو خپل اداری جوړښت کی دخصوصی ادارو او ښو ونځیو لپاره مستقل ریاستونه ایجاد کړی مګر تراوسه پدی ندی توانیدلی چی یو ه جامع ستراتیژی او د تعلیمی نصاب لپاره واضح او ګټوره کړنلاره جوړه کړی.

 

دیادو ستونزود حل لاری

۱- دلوړو زده کړو او معارف وزارتونو باید یوه جامع ستراتیژی او کړنلاره دیو بین المللی باستندر د تعلیمی نصاب curriculum  سره جوړ او عملی کړی.

۲-دخصوصی تعلیمی ادارو د څارنی لپاره د نظارت او ارزیابی کمیټه چی د مخلصه ، وطنپال او مسلکی کدرونو څخه تشکیل او جوړه کړی ترڅودخصوصی پوهنتونونه او تعلیمی ادارو  د کانکور دازموینه څارنه ،د استاذانو دتحصیلی اسنادو ارزیابی او کتنه ، دمیاشتنی فیسونو تعین اوکنترول او دپوهنتونو د محیطی چاپیریال څارنه وکړی ، او هم دمحصیلینو ستونزو دحل ولټول شی.

۳- دلوړو زده کړو او معارف وزارتونه باید هغه  پوهنتونونه اوتعلیمی اداری  چی دیادو وزارتونو دقوانینو او مقرراتو خلاف دکفیت بر ځای په تجارتی اړخ تکیه کوی ، غیر قانونی کړنی او فعالیت کوی باید جواز  دفعالیتونو یی باطل او بی اعتبار شی او وتړل شی.

۴- خصوصی تعلیمی ادارو او پو هنتونونو ته باید داوسنی عصری سا ینس او تکنا لوژی ، امنیتی چاروکی همدارنګه ګاونډیو هیوادونو ته د سکالرشیپونو ، دتکس او مالیه به برخه کی ټیتوالی ‘د درسی موادو، لابراتوارونو، او څیړنیزو مرکزونو  په برابرولوکی ور سره مرسته وکړی.

۵-هغه محصلین چی د لیسا نس په کچه فارغ کیږی د ماستری د تکمیلولولپاره ورته زمینه برابر ولو په داخل او یا هم د هیواد نه بهر او په دولتی اداروکی د هغوی جلبول او په دندو ګمارل. 

په اخیر کی دلوړو زده کړو او معارف وزارتونو په هیواد کی موجود ټولو پوهنتونونو ، انستیتوتونو او ښوونځیو دادارو او دمسولینوته زمونږ غوښتنه  او وړاند یز دا دی چه  په پوره اسلامی روحیی ، تقوا ، ایمانداری ، صدافت، وطنپالنی او ملی احساس  او قوی  عزم سره خپلو زوریدولوخلکو اوهیوادوالو ته د یو باکفیته  Quality Education System  سالم او پر مخ تللی تعلیمی سیستم ا یجادوالو او پیاوړی کولو لپاره په ګډه سره کاروکړو تر څو خپل  ځوان نسل ته ښه راتلونکی جوړ او  مثبت طرف ته یی رهبری کړو تر څو هیواد والو اوطن ته مصدر  د خدمت وګر ځی او مونږ هم دنړیوالو سره سیال شو ا و خپله ډوبیدونکی بیړی مخکی له ډوبیدو باید تر ساحله ورسوو اوله ډویبدویی وﮋغورو. پدی خاطر چی دتعلیم په واسطه  خپل افغانیت ، میړانه ، غرور ، میلمه پالنه ا وملی دودونه یوالی او وحدت بیا را ژوندی کولای شو او نړیوالوته وښایوچی افغانان  هیڅکله جنگ غوښتنونکی قوم ندی بلکه  افغانان یو ژوندی بشردوست او په سوله او آزادی مین قوم دی .:

                                                                       په درناوی

                                                               نصیر احمد " څپاند"

 

 


بالا
 
بازگشت