شیرشاه حمیدي 

 

د ژوند ماهيت ــ واقعبيني او رښتينتوب دی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

مونږ د خپلو خوبونو، خیالونواو هیلو د پوره کولو په تمه شپې او ورځي تیروو. خو نه پوهيږو چې  ژوند د یوې وږمې په څیر په یوه شيبه کې ډېر ژر تیريږي. داسې تیريږي لکه خوب، لکه سیوری، نه وړاندویونکئ لکه شولنک او تیز لکه پړکه.

هو! زمونږ ژوند همدغومره لنډ او هیښوونکئ  دی.

کله مې چې سترګې خلاصې کړې، توره تیاره وه، هرې خوا ته مې چې کتل له تیارې پرته نور هیڅ هم نه وو. تیارې، تورې تیارې په هر څه باندې خپله پراخه لمن غوړولي وه. زړه مې په دربا شو، سترګې مې وموښلي او یوځل بیا مې په ګړندي نظر شاوخوا وکتل۰ په ډېرې اريانتیا سره مې ولیدل چې په تابوت کې پروت یم۰ له تیارې او وهم څخه پرته نورهیڅ هم نشته. لږ وو چی زړه مې له ډاره وچوي. د کلمې په ویلو سره مې د ځان څخه وپوښتل چې: « اې  پروردګاره دا چا » ؟ دا ولې؟

زما خو هیڅ هم نه یادیږي. دا چا دومره ظلم اوبد چلند زما سره کړی دی؟ ولي یې کړی دی؟ ژوندی یې په تابوت کې اچولی یم. غوښتل مې چې نارې ووهم؛ خود يوچا د پښو دربا او خبرې مې غوږو ته راورسيدې؛ سړې اوبه راباندې توي شوې؛ خوښۍ می بیرته په زړه کې ځای ونیو او د ځان سره مې وویل: الله شکر! ژغورلو ته مې راغلل؛ اوس به مې خلاص کړي، او دغه ناولي لوبه به پای ته ورسيږې.

د تابوت د سر تختې د ايسته کولو په انتظار کې وم. هره ثانیه د ټول تیرشوي ژوند غوندې راباندې اوږده شوه. له بهر څخه مې ژړا او سلګۍ غوږونو ته راغلې. که څه هم د باندې مې هیڅ شی هم نه شوای ليدلی، خوله هرې خوا او له هرځای څخه پريادونه او چیغي اوريدل کيدلي؛ ویر او وهم وو؛ خپګان، ژړا او نارې وې. لږ شانته چې ورته ځیر شوم، د مور او خویندو ژړا اوسلګۍ مې په کې وپیژندلي. میرمنې مې په داسي حال کې چې په لوړ غږ يې ژړل  د تابوت پورتنۍ تخته په سوکونو وهله. ګڼ شمیر خلکو د یوه او بل سره خبري کولي. یوه به ویل چې په  ډېره تنکۍ ځوانۍ کې مړ شو! بل به ویل چې ژوند ډېره بې وفایي ورسره وکړه! بل به بيا ویل چې الله دې يې وبخښي ښه سړی وو. په همدې ډول چا یوڅه او چا بل څه ویل!

هک پک اريان خو په دې وم،چې دا څه کیږي او څه شوي دي.‎ ځکه زه ژوندی وم او د جنازې لمونځ مې هم په خپلو غوږونو اوریدو. څو شيبې وروسته باوري شوم چې دا د ما د خپلې جنازې لمونځ دی. خو زه مړ نه وم، ژوندی وم. غوښتل مې چې نارې وواهم او ووايم؛

چې: «اې خلکو زه مړ نه یم ژوندی یم، په هديره کې مې مه خښوئ»!

د تابوت تختې په سوکونو او لغتو وهم، تر څو خلک پوه شي چې زه مړ نه یم. په بې صبرۍ سره ورته وايم، چې هله ژرشئ د تابوت سرخلاص اومخ مې جوت کړئ. خو ځان مې ښورولی نه شو او خوله مې هم نه وراکېدله.

له سترګو مې ا وښکي را روانې شوې. د ځان سره مې وویل: اې پاکه پروردګاره په ژوندوني مې خښوي. چیرته دي زما وروڼه، چیرته دي ملګري او خپلوان مې؟ دا څه ډول چلند زما سره کیږي او ولې کيږي؟

د طايبې  کلمې په ویلو سره یې تابوت پورته او قبر ته ورښکته کړم. پر تابوت باندې د تبۍ په ایښودو سره لا زياته تیاره شوه. د هيلو کاسه مې نسکوره اود ژغورلو تمه مې بيخي پرې شوه. خاورې مې په سرشوې. د ګیلو او نا هیلۍ نه ډګ پرياد مې له زړه څخه راووت: اخ دا مو څه وکړل؟ په ژوندوني مو خاورې راباندې امبار کړې!  دا مو د کومې تیروتنې غچ راڅخه واخیست؟  د څو شيبو په لړ کې خپل تیر ژوند ته ځیر شوم او راته څرګنده شوه چې د خپل ځان په وړاندي ډېر ظالم وم. د خپل ځان او خپل ژوند سره مې ډېره لویه جفا کړي وه. ما داسي فکرکاوه چې زه ژوند کوم، خو نا، ما یواځې ساه ايستله. ما نه یواڅې د نن ورځي خوندونه، خوښۍ، نیکمرغۍ، دوستۍ او خپلوۍ هیرې کړي وې؛ بلکې رښتيني او اړينې دندې مې هم سباته پرېښودلي وې.

خو دا لعنتي سبا به هیڅکله هم نه راته. هر سهار به مې « سبا » ویل. کله چې سبا راغی ورته خوښ شوم، خو هغه مهال ډېر ناوخته و. ځکه د خپل ابدي خوب نه په قبر کې راویښ شوم.

د قبر نه بهر خو هروخت پوهیدم چې ژوند خورا  لنډ مزل دی او هره ساه ايستل اوهر ګام اخيستل یې کیدای شي وروستئ ټکی وي. نو ولې مې هیرکړي وو چې سم او رښتینئ ژوند بايد وکړم. اوس مې ټولي هیلي، امیدونه او خوبونه د خپل ځان سره قبر ته راوړل، او زما سره به یوځای خاورې ایرې شي. ولې مې د ځان څخه دا نه پوښتل چې ایا سبا به ژوند وې او که نه؟ که چیرې ژوند وې، نو په کوم ‌ډول کې به وې.

نه پوهیږم چې ما څه غوښتل؟ ما خو هر څه درلودل او ژوند هر څه راکړي وو! په تن پټ، تندرست، د ګلالیو او په تن جوړو اولادونو څښتن، د پښتو ژبې د پیژندل شوي او ویاړلي لیکوال، پر هیواد او هیوادوالو مین، غښتلې او نوښتګر ژباړونکي، داسې با احساسه ادیب او تکړه شاعر اولاد وم چې د افغانانو د حقونو په ملاتړ کې يې ټینګه او نه پخلا کیدونکي مبارزه کړي او په دې لاره کې يې هر ډول ستونزې، کړاوونه، ستړياوې او ستومانۍ  زغملي وې او د خپل قلم، پوهې او لوړوخیالونو او فکرونو په مرسته يې د علم، ادب او هنر ډېوې روښانه او ځلانده ساتلي وې او د یوې پښتنې مور زوی وم.

په امن او سوکالۍ کې مې ژوند کاوه، نیک ملګري او پتمن خپلوان مې درلودل، نور نو ما څه غوښتل؟

ایا ما دا غوښتل چې نن ورځ په دغه هدیره کې تر ټولو بوډا واوسم. دا دي زما هم د هغو ټولو په شان چې له ما څخه دمخه په دغه لاره دلته راغلي وو، یوه لوېشت کفن په برخه شوله.

تیر شول،هرڅه تیرشول، نور به هیڅ کله هم څوک زما څیره ونه ویني.

نه به نوره زما د ښایسته او ګلالیو لوڼو او زامنو څیره ووینم، نه به یې د معصومیت او میني څخه ډکې خوږې خبرې واورم. نه به یې په غیږ کې ونیسم او نه به د مینې او محبت خپله تنده پرې ماته کړم. کاشکې مې د دوی سره ډېر وخت په لوبو تیر کړی وای!! کاشکې چې ژوند دومره یاري راسره کړي وای چې هغوي مې د ژوند په غولوونکو لوبو پوه کړي وای. څومره هيله مې درلوده په خپلو سترګو ووینم چې دوي پتمن، عزتمن، پوه، هیوادپال، د نومونو ساتندوي، د ویاړونو ګټندوي او په سمه لار روان سترشي.

دوي خو لا ډېر واړه دي، لا یې د ژوند رېښې سمې نه دي ځغلولي. د تاندو څانګو غوندې د پلار د میني او روزنې څخه په تنکۍ ځوانۍ کې بې برخې شول. اې خدايه پاکه ! د دوي سرته خیر کړې؛ د رنځونو او کړاونوڅخه یې وساتې!

د خپلې ادکړې  مور د خواخوږۍ نه ډک هغه جار او قربان به هم وانه اورم چې په هره خبره او هرګام کې به یې راته وايل:

اې زما د ګرانښت او سپیڅلتیا پرېښتې! نوربه هیڅکله هم ستا درنښت ونه شم کړای اونه به ستا سره د مرستې لاس یووړای شم. ما خو د خپل ځان سره ژمنه کړي وه، چې ګرانه مور به مې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې خپکان او ژړا ته نه ورکوم، خو اوس یې دا ده ژړا اورم، نارې یې اورم!!

اې ظالمو! دا چا زه بې ژمنې کړم؟ ولې مو بې ژمنې کړم؟

اې کاشکې چې مې د ....سره د روغې جوړې او انډیوالۍ نغری تود ساتلی وای. په دې باندې خو هر وخت پوهیدم، چې په نه خبره د یو او بل څخه خوابدي یو! د دې سره سره چې تاسې مې خورا ډېر یادیدئ او ډېر مې غوښتل چې د خپګان او ګیلې اور زموږ په منځ کې مړ او سره پخلا شو، روغه جوړه وکړو او د همیش لپاره يو او بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړو، خو غرور او غفلت خوړلی وم، کوم کار چې ما نه کاوه د هغه هیله مې له ستا څخه درلودله.

هر ځل به چې د کور ور وټکیده، زړه به مې ویل چې اې کاشکې دغه ... وي، خو ته به نه وې.

هر ځل چې به مې د تلیفون زنګ په غوږوشو، د ستا د زنګ په هیله به وم. ښايي ته به هم زما په شان دې ته سترګې په لاره وې چې زه به د ستا په  لوري لومړۍ ګام پورته کړم، خو اوس ناوخته دی! هیڅکله به هم په دې باندي پوه نه شم چې د ستا په زړه کې څه وو او څه نه وو.

ډاریدم د څه شي څخه؟ له دې څخه چی« نا » به راته ووایې، نو څه؟ مړ کولم خو دې نه.

د « نا » په اوریدو خو به مې زړه په ارامه شوی وای.

په قبر باندي د خاورو په اچولو سره لا زياتې تیارې خپله لمن راباندې پراخه کړه۰ په ټول بدن باندې  مې لړزه ولګیده او ساه ايستل راته نورهم ستونزمن شول. څو شیبې وروسته چوپه چوپتیا او ارامه ارامي شوه! داسې راته ښکاره شوه، لکه چې خلک خپلو کورونو او خپلو کورنیو ته ولاړل۰ زه یې بيخي یواځې پرېښودلم. هغه وخت لا سخته ګیله راته ودریدله، کله چې پوه شوم چې دوي ژوندي دي، پاکه هوا تنفس کوي؛ غرونه، ونې او مرغۍ ګوري. یو د بل سره خبرې کوي. د سبا اود راتلونکي وخت پلانونه جوړوي. د ميندو، خويندو او پلرونو، خپلو لوڼو او زامنو، خپلوانو، دوستانواو ملګرو سره خبرې کوي. په ډېرې مينې او محبت سره يو او بل په غیږو کې سره نیسي. د خوشاليو خنداوې کوي او زه په قبر کې پروت يم.

دوې، درې ورځې به په ما پسې خپګان او ماتم وي، خو د وخت په تیریدو به د ټولو هیرشم. ای پروردګاره دا ولی ټول بشر ژوندی دی او زه نه یم. الله پاکه دا ولې؟

ولې دې یواځې پرېښودلم؟ ولې هیڅوک هم مرسته نه راسره کوي؟ بنده دې یم، ګنهکار دې یم، راباندی ورحمیږه! د ځان او جهان نه په ګیلو لګيا وم، چې ناڅاپه مې نا اشنا اواز غوږونو ته راورسيده. دغه د هغو چینجیانو اواز وه، چې تابوت ته د راننوتلواو بهر وتلو په وخت کې يې ټیل ماټیل جوړ کړی او د ما دخوړلو لپاره يې خپل نري نري غاښونه تیره کول.

زه  هڅه کوم چې ځان وښوروم خو ګټه نه لري، زړه مې په سینه کې له ډاره چیغې وهي. غواړم له سخت ډار او مایوسۍ څخه نارې ووهم، خو خوله مې نه خلاصیږي. چینجي مې بدن ته راجګ شول، یو یې زما غوږ ته راننوت، بل یې خولې ته او بل یې د سږمو له لارې ماغزو ته. لږ څه وروسته ټول تابوت له چینجیو څخه ډک او د خوراک برید یې راباندی وکړ. نور مې د مرستې او ژغورلو تمه پرې شوه، او د ځان سره مې وویل: شیرشاه هڅه وکړه، ځان په خپله خلاص کړه، ژوند دې لا تراوسه هم نه دی نړیدلی، وښورېږه، لاس واچوه، پښې واچوه.

يوناڅاپه تابوت دړې وړې شو. تختې یې هرې خوا والوتلې. قبر هم ورک شو. په خوالوکې ډوب په کټ کې راویښ شوم. دوه درې ځله مې ژوره ساه وباسله، یوې او بلې خوا ته مې وکتل. که څه هم ټول بدن مې لړزیده، خو په زړه کې مې د ارامۍ احساس کاوه، او نه پوهیدم چې له ډېرې خوښۍ نه خټ خټ وخاندم او که وژاړم. په دې وخت کې مې دیوې څېرې سېوري ته پام شو، چې ورته ځیرشوم، ومې پیژانده. هغه زما مرګ وه، چې د کټ په لنګه غلی راته ناست و. خو دغه سيوری هغه مرګ نه وه، چې څو شیبې د مخه زما خپل ډار او زما خیالونو راته جوړ کړی وه. بلکې دا زما د ژوند ملګری، هم لاری او مرستیال وه. دی به مې له دې وروسته هیڅکله هم پرې نه ږدي چې له خپل ژوند سره مې ظلم وکړم! د غفلت په خوب ویده اوخپل  ضمیر ته مې د بې غيرتۍ له امله خجالت وباسم.

نور به هیڅکله هم د تیر وخت ارمان ونه کړم، چې ولې مې هغه کار یا دغه کار ونه کړ. نوربه وایم چې خوښ په دې یم، چې هغه کار چې پخوا مې لس کاله وروسته کاوه اوس نور لس کاله ورته په انتظار نه يم ناست، همدا  نن ورځ يې سر ته رسوم. نور به هیڅکله هم ونه وایم چې دغه کار نا شونی دی، ناشوني به شوني کوم. د ژوند په لوړو او ژورو کې به د ستونزو د اوارولولپاره مبارزه کوم، ترڅو د هيلو د پوره کیدو لاره می اواره اوټول خنډونه له خپلې مخې لرې کړم.

د ژوند لویه ګناه د « کاشکې »  ویل او د « افسوس » کلمې له خولې ايستل دي۰ داسې یو عمل به هیڅکله هم له دې وروسته ونه کړم چې سبا ته پرې پښیمان اوسم.

هو! زمونږ ژوند لنډ او خورا هیښوونکئ  دی.

ځينې خلک وایي! چې وخت داسي وحشي ځناور ته ورته دی، چې زموږ ټولي خوشالۍ او نیکمرغۍ را څخه اخلي. زما په آند د ژوند تر ټولو نیږدې ملګری وخت دی. وخت هغه ملګری دی چې مونږ ته لارښوونه کوي، چې د ژوند له هري ګړۍ څخه خوند او مثبته ګټه واخلو! ځکه چې یوځل تیرشوی وخت بیا هیڅکله هم بیرته نه راګرځيدونکئ دی. انسانان هروخت خپل ژوند داسې ویني، په کوم ډول چې دوي یې غواړي ؤویني، او نه په هغه ډول په کومه بڼه چې په رښتیا دی.

ډېر خلک په دې باندي پوهیږي، چې په خپل ژوند کښې خوښ نه دي! خو د دوي نه ډېرخلک په دې باندي نه پوهیږي چې ژوند هرڅه ورکړي دي! تندرست، په تن پټ، خوښ او خندان دي. دوي باېد د ژوند څخه منندویه او خوښ وي.

انسانان په دې  باندې ښه پوهیږي چې نن ورځ به سبا ته تیره ورځ وي! نوځکه د نن ورځې کړه وړه، خبرې اترې او چال چلند د سبا لپاره ورته ډېر اهميت لري. دوي د ښې او ځلانده راتلونکي په تمه د نن ورځی ډېري خوښۍ او نیکمرغۍ له یاده باسي. دوي په دې هیله دي چی راتلونکي به یې د نن ورځي څخه ښه وي! نو ځکه همیشه د نیکمرغه سبا په هیله ژوند کوي.

دوي د ځان څخه داسې پوښتنه نه کوي چې سبا به دوي ژوندي وي او که نه؟

مرګ او ژوند د يو او بل سره تړلي دي. مرګ د ژوند دوهم مخ دی. داچې کال، میاشت، اونۍ، ورځ، ګړۍ او یا هم يوه دقیقه وروسته څه پېښېږي، په دې باندې هیڅوک هم نه پوهیږي.

نو ځکه داسې کسان باید له  ځانه څخه  ؤپوښتې، چې ایا دوي په رښتيا ژوندي دي، او که هسې خوشي شپې او ورځې تیروي. په یاد ولرۍ چې نیکمرغي اوبدمرغي یو بل ته مخامخ اوسیږي. په داسې حال کې، چې یوه یې ستا سره په کټ کې ویده وي، بله یې د کټ په لنګه خپل وار ته په انتظار ناسته وي. دوي دواړه زمونږ د ژوند تر اخري سلګۍ پوري بدرګه کوونکي دي. پوه شئ چې مرګ د یوه ګام په واټن، د ژوند تر شا ګړندی روان دی. له همدې اخستي ګام نه ګټه واخلئ او رښتينی ژوند وکړئ.

ښايي ژوند مو هرې خواته بوځي، خو پوه شئ، چې تګلوری يې مونږ په خپله ټاکو.

کور مو ودان، اوبه مو سړې او ډوډۍ مو توده.

په ډېر درنښت

شېرشاه حمیدي

 

 


بالا
 
بازگشت