محمد آجان غلجی
په سویدن کی څومره افغانان اوسی ؟
په پخوا زمانو کی د بیلا بیلو لاملو نو په وجه او په خاصو پیرو نوکی افغانانو هم ځانګړی او ټولنیز مهاجرتونه کړی ؛ چی ډیری یی د هندوستان په لور ؛ د اوسنی ایران او ترکیی پلو ؛ او د منځنی اسیا پلور و ؛ هغه تللی کډوال د هغو سیمو شول ؛ ژبه ؛ ثقافت او هر څه یی بدل شول ؛ له اصل سره یی اړیکی وشلیدی ؛ اټکلأ یوه پیړی وړاندی کله چی استرالیا د ژوندانه لپاره جوړیده د انګریز استعمار په جبری توګه لسګونه زره افغانان د دوی له اوښانو سره هلته ولیګدول او د استرالیا په ودانولو کی یی برخمن کړل چی په خواشینی سره هغو هم خپله ژبه او ثقافت تقریبآ له لاسه ورکړی .
خو لویډیز ( اروپا او امریکا ) ته ؛ له ځینی استثنا ګانو پرته ؛ کډوالی له افغانستان نه اوږده سابقه نلری ؛ د افغانانو د کډوالی نوی پراخ بهیر د ۱۳۵۷ کال له بدلونونو سره مل پیل او تر اوسه دوام مومی ؛ د څه باندی دری لسیزو پرله پسی مهاجرتونو لاملونه بیشمیره او راز راز دی ؛ چی سپړل یی ځانله څیړنیز بحث غواړی ؛
زموږ اولس په پخوا کی بهر ته د تګ راتګ او سفر چندان لیوالتیا نلرله ؛ دګوتو په شمار کسانو سوداګریز ؛ د درملنی ؛ توریزم ؛ یا رسمی سفرونه لرل ؛ خو د ۱۹۷۹ ع کال له بد لونونو وروسته او په تیره د شوروی اتحاد د سرو لښکرونو په راتګ چی زموږ هیواد د شوروی او امریکا د رقابت ډګر وګرزید او پدی ډول دجګړی اور به کلیو ؛ بانډو او ښارونو کی ولګید ؛ خلک د خپل ژوند او ځان بچولو په هیله دکورونو او ان ټاټوبی پریښودو ته اړ او دکډوالی ستر بهیر پیل او پراخ شو ؛ لویډیزو او اسلامی ملکونو دخپلو موخو په وجه زموږ خلک مهاجرتونو ته هڅول ؛ په ګاونډی ملکونو او لویډیزه نړی کی یی د ځای پرځای کیدو امکانات او وسایل برابرول ؛ پدی توګه په ملیونونو افغانان ، پاکستان او ایران ته ولیګدیدل ؛ له دی نه علاوه په لکونو نور هندوستان ؛ روسیی ؛ ترکیی ؛ عربی نړی ؛ اروپا ؛ امریکا ؛ استرالیا ؛ کانادا او دنړی هر ګوټ ته تیت او ځای پرځای شول ؛ دا لړی لا هم په زور کی ده او خلک په بیلا بیلو دلایلو دکور او ټاټوبی بریښودو ته دوام ورکوی ؛ پدی لړ کی اروپا امریکا او ځینو پرمختللیو او هوسا هیوادونو ته د تګ او رسیدو لیوالتیا د افغانانو تر مینځ له پخوا پیاوړی شوی او په ډیر جګ لګښت ؛ دسختو او له خطره ډکو لارو په وهلو ځانونه همدغو هیوادونو ته رسوی ؛ البته ډیر شمیر هیوادوال په لارو کی مری ؛ په اوبو کی ډوبیږی ؛ په جیلونوکی شپی سبا کوی او له ورته غمجنو پیښو سره مخ کیږی ؛ ددی ټولو کړاوونو په ګاللو سره چی ټاکلی هیواد ته ورسیږی ؛ په وروستیو کلونو کی دلویدیزو هیوادونو د کډوالی په قوانینو او سیستمونو کی د پناه غوښتونکو په ضرر هغو پراخو پرله پسی منفی بدلو نونو په وجه ډیری له دوی ؛ د نه منلو او ناڅرګند برخلیک سره مخ ؛ په کلونو کلونو سرګردانه او له کورنیو لری پاتی کیدو ته اړ کیږی ؛ په اروپاکی سکندناوی ملکونه یا شمالی اروپا تر نورو ټولو پدی اړه بهتره عملی دریځ لری ؛ سره لدی چی دوی هم له باقی اروپا سره مل خپل دمهاجرت قوانین تر ډیره د پناه غوښتونکو په نقصان بدل کړی او دا لړی لا هم دوام لری ؛ مګر دنورو لویډیزو ملکونو په پرتله په ځانګړی توګه د افغانانو د منلو په اړه تر نورو ښه او اسانه دریځ لری ؛ زه دلته دسکاندناوی ملکونو له جملی څخه په سویدن کی د اوسیدونکو افغانانو د شمیر ؛ او په ۲۰۱۲ ع کال کی د لته دراغلو او له هغوی نه د منل شویو او نا منل شویو شمیری یوازی د مینه والو د معلوماتو لپاره وړاندی کوم .
لاندنی ارقام د ستکهلمیان ویبسایت نه اخیستل شوی او د سویدن د احصایی او مهاجرت له ادارو سره چک شویدی : -
په ۱۹۷۹ عیسوی کال کی په سویدن کی ټول ټال ( ۸ ) ؛ اته تنه افغانان اوسیدل ؛ چی له هغه جملی څخه ؛ ( ۷ ) ؛ اوه کسان نارینه او ( ۱ ) ؛ یو تن هم ښځینه وه .
د لاندنیو شمیرو مبدا له افغانی مور او پلاره په افغانستان کی زیږیدلی کسان دی ؛ هغوی چی له افغانی مو ر او پلاره په سویدن کی نړی ته راغلی یا د افغان پلار او د بل هیواد له موره ؛ یا بر عکس د افغانی مور او دبل هیواد له پلاره په سویدن کی پیدا شوی وی په دی ارقامو او احصایه کی ندی شامل .
هغه شمیری چی دسویدن د احصایی او کډوالی اداری ثبت کړی او تر ټولو صحیح او باوری احصایه ده ؛ د۲۰۱۲ عیسوی کال تر وروستی نیټی ټول هغه افغانان چی په افغانستان کی زیږیدلی او په سویدن کی اوسی ؛ ( په سویدن کی اقامت یا طابعیت لری ) ؛ ( ۲۱۴۸۴ ) ؛ یو ویشت زره څلور سوه څلور اتیا تنه دی ؛ له دی جملی نه ؛ ( ۱۳۰۵۴ ) ؛ دیار لس زره څلور پنځوس تنه نارینه او ( ۸۴۳۰ ) ؛ اته زره څلور سوه دیرش تنه ښځینه افغانان دی .
د افغانانو له ټولیزی شمیری چی په پاس کی ذکر شوی ؛ تر اوسه ؛ ( ۴۸۰۵ ) ؛ څلور زره اته سوه پنځو ؛ کسانو د افغانستان د طا بعیت په ساتلو سره د سویدن طابعیت هم تر لاسه کړی او ( ۱۶۶۷۹ ) ؛ شپاړس زره شپږ سوه نه اویا تر ننه یواځی د افغانستان طابعیت لری ؛ دا چی د نورو ملکونو نه راغلی مهاجرینو په پرتله افغانانو په کم شمیر کی طابعیت اخیستی یو دلیل یی د نو رو په نسبت د افغانانو سویدن ته وروسته راتګ ښو ول کیږی ؛ بل لامل یی هم د افغانانو د هویت په اسنادو د اروپایی ملکونو په تیره د سویدن د دولت بی باوری په ګوته کیږی ؛ ځکه په افغانستان کی دپاخه او باوری سیستم نشتوالی ددی ستونزو لامل شوی دی ؛ د یادولو وړ ده چی په پخوا کی د سویدن او افغانستان تر مینځ د شته تړون په وجه د دواړو ملکونو کډوال کولای شی په یو وخت کی د دواړو ملکونو طابعیت او پاسپورت ولری .
تیر کال ؛ یعنی د ۲۰۱۲ عیسوی کال په اوږدو کی ؛ ( ۴۷۵۵ ) ؛ څلور زره اوه سوه پنځه پنځوس تنه افغانان تازه سویدن ته راغلی او دلته یی د پناه غوښتنه کړی ؛ چی له دی ډلی ؛ ( ۳۵۶۶ ) ؛ دری زره پنځه سوه شپږشپیته کسان نارینه ؛ او ( ۱۱۸۹ ) ؛ یوزرو یو سلو نه اتیا تنه ښځینه هیوادوال دی .
په ۲۰۱۲ عیسوی کال کی په سویدن کی د افغان پناه غوښتونکو لپاره د مثبت ځواب یا منلو چانس څرنګه و؟
د ۲۰۱۲ ع کال په اوږدو کی د سویدن د مهاجرت اداری د ( ۴۴۳۱ ) ؛ څلور زره څلور سوه یودیرش ؛ افغان پناه غوښتونکو ؛ غوښتنلیکونه تر غور لاندی ونیول ؛ له دی جملی ؛ ( ۲۵۴۹ ) ؛ دوه زره پنځه سوه نه څلویښت تنو مثبت ځواب واخیست او ( ۱۸۶۴ ) ؛ یوزرو اته سوه څلور شپیته تنو منفی ځواب ؛ چی دا په تیر کال کی ( ۵۸ ؛ آته پنځوس په سلو کی مثبت ځواب ښیی ) ؛ د هغو چی د سویدن د مهاجرت له اداری منفی ځواب تر لاسه کړی په هیڅ وجه وروستنی ځواب نه ده ؛ بلکه دوی حق لری له دی پریکړی د ملک په دوه مهاجرتی محاکمو کی یو په بل پسی شکایت وکړی ؛ چی د دوی ډیر شمیر بیا له دی لاری د منلو چانس لری .
په ۲۰۱۲ ع کال کی د افغان پناه غوښتونکو لپاره د سویدن د مهاجرت اداری له خوا د ځواب اخیستلو منځنی مهال ( ۱۱۹ ) ؛ یوسل و نولس ورځی و ؛ پداسی حال کی چی دا مهال دنورو پناه غوښتونکو مثلا ایرانیانو لپاره ډیر اوږد و . دا زمانی فرصت یوازی د مهاجرت په اداره پوری ربط درلود او د مهاجرتی محاکمو مهال ویش په کی شامل ندی .
د سویدن د مهاجرت اداری خپری شوی وړاند وینی ښیی چی د ؛ ۲۰۱۳ آو ۲۰۱۴ عیسوی کلونو کی به د افغان پناه غوښتونکو کچه له دی هیواده د ۲۰۱۲ ع کال په پرتله خامخا لوړه وی .
د یادونی وړ ده سربیره له هغه شمیر افغانانو چی د ۲۰۱۲ کال تر پایه یی په پاس کی احصایه وړاندی شوی ؛ په زرګونه نور هغه افغانان چی دلته په سویدن کی له افغانی میندو او پلرونو زیږیدلی هم علاوه کیږی او په سویدن کی د اوسیدونکو افغانانو شمیره لوړوی .
په درناوی ؛ پای