د ښاغلي همدرد د نیوکی په اړوند،
ستاسو د ليک له محتوا څخه ښکاري چی
یا خو تاسی پورتنی مطلب په دقت ندی
لوستی او یا دا مو غوره ګڼلی چی خپل د
مخه چمتو شوي عکسالعمل په بیړه څرګند
او وړاندی کړئ او میدان ته ورودانګئ٠
څنګه چی لؤستی شئ "پیام" د وطن ګوند
د غړو د پیوستون د مؤقتو تشکیلاتو
خپرونه ده چی له هیواد څخه بهر خپريږي
او د یو تن، یوی ډلی یا "خیالي" کسانو
پورې اړه نلري او یوازی د وطن ګوند د
مخه اعلان شویو او منل شویو اصولونو
او دریځونو پر بنسټ ولاړه ده٠
پدی هکله چی ولی د تېر کال مطلب مو
اوس د دی انترنتی پاڼی په وسیله خپور
کړی دی باید ووایم چی د دی مطلب د
محتوا څخه یوازی او یوازی یو مفهوم
لاس ته راځي او هغه د وطن ګوند تر نوم
لاندی د نوموړي ګوند د پخوانیو غړو
بیا راټولیدل دي او څنګه چی ټولو ته
معلومه ده د ګڼ شمیر دلایلو په وجه د
وطن ګوند غړي لا تر اوسه هم په غیر
متمرکزه حالت کې قرار لري چی د تیر یا
سږ کال توپیر یې هم زیاد ندی، نو دا ﻻ
بی ارتباطه نده که مو د تیر کال د
خپرونی عکس (copy) د دی وب پاڼی په
وسیله دګرانو هیوادوالو او د ګوند
پخوانیو غړو د لوست لپاره بیا وړاندی
کړ٠ د پښتو Font د نشته والي له امله
یوازی په Copy کؤلو باندی بسنه وشوه
خو له بده مرغه ليکنه د کیفییت له مخی
څنګه چی باید وای رانغله چی دی لپاره
له درنو لوستونکو څخه بښنه غوښتل
کیږي٠
دا دی هم په ډاګه وي چی دا د وطن ګوند
په نمایندګي کومه "اعلامیه" نده ځکه
چی اصوﻵ هم دا صلاحیت د ګوند د پراخی
او سرتاسري غونډی پوری اړه لري او
ښکاره ده چی دا حق نه موږ په یوازې
ځان لرو او نه به یې بل ته ورکړو٠ یو
وار بیا ټینګار کؤم چی دا د وطن
ګوند په نمایندګئ "اعلامیه" نده او
اټکل کیږي چی دا به اشتباهأ ليکل شوي
وي٠
دا به هم ورزیاته کړم چی شهید ډاکټر
نجیب اله یوازې د وطن ګوند نه بلکه د
ټول افغانستان شهيد دی او دا به حتی
مناسبه هم نه وي چی وطن ګوند یا
ګوندیان دی د نجیب له لوړ نوم څخه
خپلی سياسي ګټی پورته کړي لکه څنګه چی
تاسویې غوره ګڼئ٠ |