نوي کـــــــــیسې

لونګ اوبنګ

په دوه ټوکه کي

لیکوال: معلم عـــــــبدالقیوم

۱۳۹۴هـ ل

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 مننه:

په سرکي غواړم  له هغو ښاغلو او قدرمنو دوستانو څخه مننه وکړم چي زما دغه  څو لیکلي جملې ئې تر چاپ  کولو مخکي په خورا مینه  سره و لوستې،  دوی هر یوه جلا جلا زه دې ته هڅولی یم چي لیکلنې ته دوام ورکړم. هم ئې  د دې لیکني د ښه والي او تکمیلولو  د پاره لار ښووني  راته کړېدي. هغوی  هر یوه:ښاغلي ډاکترصاحب "وطندار"، ښاغلي عبدالرحمن " بسام "  صاحب ،ښاغلي پوهنمل حاجي محمد "نوزادي"  صاحب، ښاغلی استاد عبدالرحمان "رحماني " صاحب ، دکابل  پوهنتون مخکني استاد ښاغلي محمد شریف "هیواد دوست"  صاحب ،تکړه لیکوال او شاعر محمد عاریف "خزان " صاحب. پدې توګه ښاغلي عبدالقیوم "نورزي" صاحب څخه مننه چي  هر وخت به ئې د تلیفون دلاري زما د لیکني په باب معلومات او وضاحت  غوښتی، تر هغه وروسته به ئې په تفصيل سره خپل نظر راسره شریکوی. بلې ښاغلي "خزان " صاحب  د دې لیکني  د لیک دود د درست والي په برخه کي ډېره خواري کړېده. د دوی  ټولوڅخه د منني علاوه هریوه ته د ښه ژوند غوښتونکی یم.

چي را څخه پاته نسي  د لته د خپلي میرمني د همکاریو یاد کوم چي د ګډ ژوند له هغه لمړۍ ورځي  څخه په هوښیارۍ اومړانه زما  د څو څو ځله  تبديلیو ،بې کاریو ،څو ځلي زخمي کیدو، څوځله  او په کلونو بندي ګیریوچي هرځل به مي دخلاصون اوژوندی پاته کیدو تمه نه وه، اوبیاڅوځلي فرار کیدو په داټولو سختو شپوکي ئې هیڅ وخت راته ونه ویل چي نوره ستړې یم.

بلکي خپله دمعلمی وظیفه ئې پر مخ وړل،زه  ئې په محبسونو کي هم چا ته محتاج نه یم پرې اېښئ، او لویه خبره ئې لا دا چي اولادونه ئې ساتل،او مکتبونه ئې په لوستل.د خپلو څلوروو  واړو اولادونو څخه ترحد زیات خوښ یم چي اوس ئې  د ژوند کولو مناسب شرایط راته برابر کړي او هم مي د کتابونو د چاپ لګښت هر ځل ورکوي.خدای دي زما هر دوست ته همداسي اولادونه ورکړي.

په زیات درنښت!

عبدالقیوم

د مقدمې پرځای

 

 دا به ډېر سخت کار وي ما اوهر بل کس ته چي په یوه نا برابره ټولنه کي، هلته چي بیوزله ولسونه یي د خپل ژوند په هره برخه  کي لکه: فکر،مذهب،سیاست، حکومت، اقتصاد، کلتور او نور ... هر څه ئې،  د پردو پرستو ټوپکوالو، مافیائې او جاسوسو کړیو تر سخت ظلم، وحشت او وحشیانه بیرېدونکي  او زیا تيدونکي فشار لاندي په سختۍ نفس کاږي.  په داسي پیچلو او مغلقو شرایطو کي  راګیر یو لیکوال  به څنګه وکولاي سي، د ظالمانو له خوا د هغوی د غیر انساني،غیري اسلامي او غیر اخلاقي  کړنود سرته رسولو څخه بشپړه پرده پورته  او دهغوي څیرې  ولسونو ته لڅي او بر بندي کړي؟

 یا دي  دهغوی"نارواوي"د کاغذ پر مخ د لیکني په بڼه تر خلګو پوري ورسولای سي.

په ټولنه کي لرو ډېر شمیر لیکوال، چي هیله ئې  ده که وکولای سي د خپلو خلګو ذهنیتونه په واقعیت ویلو او لیکلو سره څه روښانه کړي، پدې هیله، که دوی و کولای سي،خپل هیوادوال وپوهوي، چي څنګه هغوی  په بې خبري کي د دښمنانو د دسیسو  همیشه ښکار وې.

موږ  افغانان په یوه غریبه او د علمه لیري پا ته ساتل سوې ټولنه کي ژوند لرو تر څو چي  د پردو په مټ ولاړ خائین ،جاسوس  او د خدایه  نه بیرېدونکي ظالمان  پر واک وي نو لیکوالو ته د حقیقتونو را لڅول ستونزمن کار دئ.

 د زمانې د ټګانو، جاسوسانو، ظالمانو، خاېینانو او وژونکو د مخه پرده پورته کول او د هغوي اصلي څیرې خلګو ته ښودل، هغه وخت ښه کیدای سي چي ولسونه وېښ وي. لا تر اوسه زموږ لیکوال مجبور دي په خپلو لیکنو کي د زمانې د ټګانو نومونه مستعار ولیکي، مخامخ ګوته چا ته نه سي نیولای، د کیسې سیمه او ځاي نه سي ښوولای.  دا ټولي ستونزې د لیکوال مخې ته پرتې دي.

که څه چي زموږ په ټولنه کي له پخوا څخه هم زورواکو خپل ظلمونه د هیچا د سترګو څخه پټ نه تر سره کول. ځکه  هغوی هیڅ بیره ئې  د چا نه لرل، زورور او جابر د خپلو ظالمانه کړنو د توجیه کولو، عملي کولو او ځانو ته د برأت د پاره هغه وسله په لاس کي لرل اولري، چي هر وخت به ئې د هغي په مرسته د ټولني د پرمختګ لاره په اسانی سره بندوله.

د دوی د دې وسلې په وړاندي هیڅ بله "وسله " مقابله او سیالي نسي کولای.  یوازنۍ "وسله "چي د دوی د وسلې په وړاندي باید و کارول سي هغه  علم او پوهه  ده  چي  ولسونه باندي سمبال سي، چي په خواشنی سره موږ داسي" وسله " لا تر اوسه هم  په ولس کي نه ده وېشل سوې.لا مو ولسونه بې وسلې(بې زده کړو) دي.

په هغو بشري ټولنو کي چي اقتصادي او تولیدي زېر بناوي ئې په څو اشخاصو او یا د ټولني په ځانګړو کړیو پوري تړلي وي؛ هلته په ژوند پوري تړلي ټولي مسلي (ټولنیزی، سیاسی، مذهبي او کلتوری) د اقتصاد پر لور خپله ور لغړي او جوت د اقتصاد تر اغیزي لاندي وي. 

پس د مظالمو او ظلمونو مخالف احساس لرونکي لیکوال هم د دغسي ټولني غړی دی هغوی له دې کبله چي دوی  هم ځانته ژوند او ټولنیزي اړیکي لري او دهغو تر اغیزي  لاندي وي.  دا چي لیکوال د ټولني د عادي انسانانو په نسبت د خپلي هغه لږ او یا ډېري پوهي په برکت د ظالم په پټو او لوڅو موخونو چي د بیوزلو ولسونو سره ئې خائنین کوي پوهیږي.  دوی د خپلي پوهي په  اندازه تر عادي خلګو په ټولنه کي د بي عدالتیو څخه زیات ځورېږي. هغه پدې چي دا ئې درک کړې وي چي ظلمونه ظلمان کوي نه د خدای تعالی لخوا را باندي نازل ، پس  د خپلي ځورېدني او د ظالم څخه د کرکي د څرګندوني وسیله ئې خپل قلم وي.  په یوه شکل د شکلونو خپل زړونه خالي کوي.

څوک خپل نظریات د شعر په قالب کي  د قلم تر څوکه راباسي او څوک ئې د نثر په شکل.  ماهر اشخاص په ښکلو بیتو او پخو جملو کي خپله موخه را نغاړي او د خلګو تر غوږو ئې رسوي. ما په خپله  دې لیکنه کي کوښښ کړې دئ د خپلي ټولني او ټولیز ژوند څخه یو عکس واخلم او تاسي ته ئې  در وښیم چي  زموږ  پر ولس څه  په څه چل تیر سول اوڅه تیریږي دکمه دغه بدبختئ راځي او څوک ئې چاغوي. چي ورور دورور،زوی د پلار په  وړاندي جنګیږي؟ په کیسوکي خیالي څه نسته واقعي پیښي دي. ماغوندي خلګ چي خپل مطلب ترتا سو پوري رسول غواړی، هرڅوک د خپل توان په پیمانه یو څه لیکي، د لیکلو د پند او هنر کمزوري به ئې لوستونکي ورته بخښي. 

دنیک بخته راتلونکي  ژوند خاوندان سۍ!

 

تقریظ:

د دوو کیسو په با ب:

 

هر انسان د خپل فکري وس په اندازه د یو نه یوه کمال او هنر خاوند وي. کولاي سي د ځان، ټولني او ان دا چي د نړۍ په اړه یو څه فکر وکړي.

د ښو او بدو څخه ئې په خپلو فکرونو کي د ښو او بدو پدیدو خاطرې واړوي او راواړوي او کله نا کله د ټولني او خپل ژوندانه ناخوالي یا په ویلو او یا هم په لیکلو کي په ډېر هنري شکل څرګند کړي.

نو ځکه کله همدا راز انسانان د خپلو خیالونو په بهیر کي په نوښتو ډکو لیکنو او څیړنو لاس پوري کوي. دا هغه انسانان دي چي نه یواځې د کمال او هنر خاوندان به وي. بلکي د کسبي کمالاتو تر څنګ څښتن تعالي فطرتي او قدرتي وړتیا هم ور په برخه کړې وي. نو ځکه بیا همدا لیکوالان، ادیبان او پوهان دي چي د ټولني ناخوالو ته ځیر کیږي په انسان مین وي او د مظلومو انسانانو د ملاتړ په ترڅ کي په مبارزو، لیکنو او ویناوو پیل کوي، چي په ټولنه کي د نوښت او د یون سبب ګرځي.

یو له داسي انسانانو څخه پرته له مبالغې څخه ویلي شم چي پوخ علمي او ادبي لیکوال ښاغلي عبدالقیوم دی.

کله چي مي د لومړي ځل لپاره د ده له درو چاپ شوو اثارو څخه دوه چاپ شوي اثرونه "استبداد" او"د کندهارغښتلي نامیان" په نامه ولوستل، بیخي راته جوته شوه چي دی یو پوخ لیکوال دی او په خپله ټولنه کي یو پوخ سیاستوال هم.

لیکوال د خپلو لیکنو په بهیر کي د ټولني ټول رنځونه، کړاوونه او هر راز ناخوالي په خورا دقت او مهارت سره څرګندي کړي دي. خپله لیکوال هم په خپل ژوندانه کي له خورا سختو کړاوونو، ربړونو او ناخوالو سره مخامخ شوئ،خو خپلي مبارزې او حوصله مندۍ ته ئې دوام ور کړی دئ.  وګورئ سراسر "استبداد" د لیکونو اثر ته؛ تاسي ته به هر څه په خپله څرګند شي.

کله چي ما ته د نوموړي دوست د یو بل اثر پاڼې “ دوې کیسې” چي د دوو داستانونو پخه لیکنه ده، لاس ته راغلی، هغه راته وویل، چي دا به ولولې او یو څه به پرې ولیکې.  د محترم لیکوال په دې خبره خوشاله شوم چي دا پاڼې ولولم، خو وارخطا په دې شوم چي د داسي پیاوړي لیکوال په لیکنه به زه کمزوری څه ولیکم. خو خیر، په لوستلو مې پیل وکړ. لوستلو ئې سخت له ځان سره یوړم، ځکه ډېر خوندور لیکل شوي و، او که رښتیا ووایم، هره پاڼه مې چي لوستله، ورسره جوخت مې اوښکي له سترګو بې اختیاره توییدې.

دومره ئې لیوال شوم چي درې ځله مې په مینه او وینه په شوق سره ولوست  او که لنډه ئې کړم نو د لوستلو په ترڅ کي دغه لاندي څو ټکي چي زما په اند سره د داستان د پیاوړتیا او ادبي خوځښت په کي له ورایه ځلیږي، ولیکم:

۱. که چیرې وغواړو د داستانونو د لوستلو په ترڅ کي د دغه اثر د لیکوال، ادبي او د لیکنو هنري پیاوړتیا څرګنده او ثابته کړو نو ګورو چي خپله لیکوال د خپلو هنري لیکنو په هره کلمه او په هر توري خورا ټینګ تسلط او لاس بری لري او د داستان په کانفلکس"confelex" او غوټه خلاصولو کي دومره پیاوړی تللی چي هر لوستونکی داسي له ځانه سره اخلي چي خامخا به ئې تر پایه په مینه سره لولي.

بله خبره دا چي لیکوال دومره په خپلو لیکنو پوخ او حاکم دی چي د ټولني او کلیوالي ژوندانه لوړي او ژوري ئې او هر راز ناخوالي ئې د بیلو بیلو سیاسي رژیمونو په لړ کي په خورا ادبي او هنري قوت سره څیړلي او هر څه ئې روښانه کړي دي.

۲. دغه ادبي اثر په خورا سلیس او روانه توګه د خلګو په ژبه لیکل شوی چي لږ څیز پوهه کسان ئې هم ولولي، د داستان په موخه او مفهوم اوچته پوهیږي او سرئې پرې خلاصیږي چي ټولنه کي په تیره بیا زموږ په ټولنه کي څه بیلا بیلو ناخوالو او کړاونو تر چتر لاندي زموږ بیوزله ولس کړیږي او له منځه ځي.

۳. هر لوستونکی د داستان په لوستلو داسي فکر کوي چي دی پخپله د داستان غړی دی، چي دا د لیکني ادبي ځانګړتیا او قوت ښئي.

۴. داستان کي مبالغه بیخي نشته، هر څه ریالیستکي بڼه لري او داسي ښکاري چي لیکوال په خپلو سترګو هر څه لیدلي او کټ مټ ئې په خپلو لیکنو کي په هنري چوکاټ کي ځاي ورکړی دی.

۵. څنګه چي پورته ورته اشاره وشوه، داستان په غوڅه توګه ریالستیکي اړخ لري او د ادبي ریالیزم له ښوونځی څخه په علمي توګه برخمن دی.

۶. ځیني لوستونکي ښائې داسي فکر وکړي چي لیکوال یو کلیوالي لیکوال دی او هسي په کلیوالي کیسو بوخت شوی مګر زه په ډاګه وایم چي هنري او ادبي ځانګړتیا او پیاوړتیا په همدغي ټکي کي نغښتې، چي لیکوال په خپلو لیکنو کي دومره ماهر دی چي د یوه کلي استبداد او کړاونه او ناخوالي ئې داسي انځور کړي چي په ټول هیواد او ان دا چي په نړۍ کي ئې استبداد او استبدادي رژیمونو ته خوله ماتوونکی جواب ورکړی دی.

نو ځکه د لیکني ځانګړتیا په دې کي هم پرته ده چي داستان د ټولني په ژبه او خوږه لهجه په امانت دارۍ سره لیکل شوی.

۷. تر کومه وسه چي ما د محترم معلم صاحب عبدالقیوم خان دغه اثر چي دوو داستانونو کي نغښتی “ دوې کیسې” "لونګ وبنګ" ولوستې، نه یوازي یو ادبي او هنري لیکنه ده بلکې که چیري د سینمایي هنرمندانو او فلم جوړونکو شخصیتونو لاس ته ولویږي او د فلم او سینما په هنر کي ځای ورکړي، خورا قوي سینمایي داستان به پرې جوړ شي، چي حتا هنرمندان به ئې د سینما او فلم په اسمان کي لکه ستوري وځلیږي.

په همدې ځاي خپلې خبرې لنډوم، ګران لوستونکي به ئې په خپله ولولِي چي دغه دوه داستانونه څومره انقلابي خوځښت او څومره په ټولنه کي د بدلون یون په جوشیدو راولي.

نو زه په پاي کي د ښاغلي معلم صاحب عبدالقیوم د لیکنو ادبي نړۍ، نه یوازي ستایم او په دې لار کي د ده زیات بریالیتوب او پیاوړتیا غواړم، بلکي ترې هیله لرم چي تل خپل قلم همدا راز ځغلنده او پیاوړي وساتي او په خپلو لیکنو خپل لوستونکي په لوستولو بوخت کړي.  دا احسان به ئې ابده تر ابده زموږ په غاړه وي.

په خورا درنښت

د کابل پوهنتون مخکني استاد،

محمد شریف" هیواد دوست"

 2015،12،6 م

لمړی ټوک

اوله  کیسه

لونګ

 

 

یوازی پنځوس کاله پخوا وښار ته نژدې د ډېرو بیوزلو کورنیو په شان د لونګ پلار اکبر هم په یوې غریبې کورنۍ کي د ژمي په یوه سړه او تیاره شپه کي چي نه څراغ و، نه دوا، نه ډاکټر و، نه روغتون؛ پر سپیره ډاګ، لڅه مځکه، خړو خاورو له موره وزېږېدی.

اکبر د خپلي زوکړي له هغه لومړنۍ ورځي څخه په لوږه او خواریو کي راګیرغټیدئ. د هیواد د نورو غریبو انسانانو په ډول د ژوند سختیو، ستونزو، خواریو او نیستیو داسي وټکاوه، چي په وروسته کي د جوشي خښتي غوندي  پوخ او کلک سو.

 لا پوره غټ سوی هم نه و، چي پلار ئې  ورته د یوه بل تر ځان لا هم غریب سړی وړه لور ورپه نامه کړه. اکبر او پلار ئې  لا په ګډه، د ولور یوه څنډه ادا کړې نه وه چي په بلي پیښي واوښتل.

متل دی وائې چي ډبره د یتیم له سره نه چپیږي. دا دئ د اکبر مور او پلار غبرګ د وبا په کال د وبا ناروغۍ ووهل او مړه سول. اکبر یوازي   او یتیم پاته سو. خسر ئې  چي د اکبر د پلار رښتونۍ یار او اشنا و، ويی لیدل چي زوم ئې  یتیم پاته سوی، هغه ئې  خپل کور ته راووست، او خپله لور ئې  بې    له ولور اخیستلوڅخه ور واده کړه.

اکبر او ښځي ئې  تر واده وروسته ډېر اولادونه وزېږول، مګر اولادونه ئې  نه پاییدل.

 په کلیوالو کي عام او مسلط ذهنیت داسي را جوړ و، د هغو بیوزله خلګو چي اولادونه به ئې  نه پاېیدل، پر هغوی به یو بل زیاتي  تور او تومت تړل کیدئ.

ویل کیده به چي پر دوی د رب قهر نازل سوی دئ؛ پر دوی د پټو بلاوو، پیریانو او خبیثه ارواوو اثر پروت دئ. دا ښځه او سړی پر درانه ځای ختلي دي... او داسي نور نور تورونه.

په کلیوالو کي د دغه ډول پاخه منفي ذهنیتونو اغیزي موجودي وي، چي اکبر او ښځه ئې  مجبوره سول، د خپل اولاد د پایښت په هیله هره ورځ پر فرضو لمونځونو سربیره نفلې لمونځونه هم وکړي. بیا به دواړه جوړه پر زیارتونو، تعویذګرو، سیدانو او پیرانو باندي هم ګرځیدل. هر چیري او د هر چا څخه به ئې   دا یو خواست او یوه غوښتنه لرله:

- د اولاد د پایښت له پاره دعا، دم، چوف، تعویذونه، څاښتونه، پلیتې او توبندونه.

د ټولو هغو مړو د قبرونو له سرو څخه د خوردې اخیستل، د ډېرو هغو پیرانو دربارونو ته په هیله ورتګ چي نومونه به ئې  د خلګو په خولو کي وو، او خلکو به د هغو په باب داسي ویل:

- هغه پلانی پیر نه دی! اه، د ده قربان سم، د رب نازولئ دی، ټول پیریان ده مسخر او تابع کړي دي!

یا هغو پیرانو ته چي لوی لوی لنګرونه ئې  چلیدل، له مځکي   او اسمانه به خلګو ورته پیسې، غوائې، پسونه، چرګان، اسان، اوښان او حتا لوړني د دروږو په نوم ور وړلې.

اکبر او ښځي ته به ئې  چي څه لاس ته ورتلل، ودغسي لویو پیرانو ته ور وړل.

د هغو په دربار کي به ئې  شپې او ورځي تیرولې. په دربار کي به ئې  د دربار کارونه سر ته رسول، څو د پیر ښه پاملرنه ځان ته را واړوي او خدای هم ځیني راضي سي.

 بالاخره، په ډېرو بې ګټو ګرځیدو، راګرځیدو، دروږو او شکرانو ورکولو باندي ستړي، مفلس او ناهیلي سول. وروسته له ډېرو ستړیاوو، سرګردانیو او خواشينیو ګاللو په ولس کي د منل سوي متل سره سم ئې   تن وتقدېر ته وسپاره. پر دې خبره په ظاهره دواړه سره سلا سول: "چي نه کوي حبیب، نو څه به وکي خوار طبیب." نور نو اکبر او ښځي ئې  د فکر د خرابوالي، لوږو او کم ځواکو خوړو او خواریو په سبب مایوسه او د میني، محبت، د میړه او ماینې تر منځ د اړیکو چلونه یو مخ هیره کړل.

د اکبر به هلته نورهم خولک تنګ سو، چي د خپل کور د باندي په کوڅه کي به ئې  د خپلو تربرونو، خان، ملک، او پیر اولادونه لیدل چي هر یوه به سور او سپین مخ ناست و، او یا به ګرځیدل. او هر کال به ئې  یو بل کوچنی هم زیږاوه.

د غریبۍ او ډېرو نورو خواریو سربیره، د اولاد نه لرلو ئې  له ژوند څخه زړه ور تور کړی و. په مغزو کي چي ئې  هر څه و، هغه به و، خو کله نا کله به ئې  تر خوله یوه د خواشینۍ خبره هم را ووتله:

- خدایه! دا موږ بیوزله بنده ګان دي یوازي   خواریو او غمو ته پیدا کړي یو؟

 په دغه ډول ښځې چي ئې   وخپل یو وزری ناروغ میړه ته کتل، ډېره زوکلیدله. سربیره پر هغه چي اولاد ئې  نه لاره، د خپل راتلونکی ژوند څخه ئې  وهم او بیره هم درلودل او د ځانه سره به ئې  ګروم کاوه. هر وخت به د ځانه سره ګډه وه:

- که خدای مه کړه، سبا مي د ا میړه نه وي، د میړه تربرونه او میراث خواره به زما سره څه وکي؟ ایا زما سره به هم داسي وکي لکه د "ببوګلي خاله" سره چي میراث خورو وکړل؟ یا، یا، زما خدایه! مه مي سر توره وه، که به سر توره کیږم، ما ته نو مرګ راکړه.

وخت ناوخته خو به ئې  خپل سر، سر تورکړ، او غبرګ لاسونه به ئې  پورته کړل، اسمان ته به ئې  خوله ونیوله. هیڅوک نه پوهیدل چي هغې به لا څه ویل؟ خو یوه خبره ښکاره وه چي ښځه د اولاد په نه لرلو زورېده او ورځ تر بلي ئې  خپل وزن بایلۍ او د بدن غوښه به ئې   توی او اوبه کیده.

د میړه او ماینې دواړو څخه خوب له سترګو الوتۍ و، شپه او ورځ په فکر او سودا کي وو. دوه درې کاله اکبر او ښځه ئې  یو له بل څخه جلا بیدیدل.

یوه ورځ سهار وختي چي ښځه له خوبه را پورته سوه، ډېره خوشحاله ښکارېده. اکبر ولیدل چي ښځه ئې  نن خوشحاله ده، غوښتل ئې   د خوشحالۍ په سبب ئې  پوه سي. هغه لا ښځه نه وه پوښتلې، چي ښځي خپل میړه ته داسي وویل:

- اه سړیه! واوره؛ یوه خبره درته کوم، ته به نو  وائې   چي څه خبره به وي؟ او یا بل ډول فکر و نه کې. که څه هم ما او تا خو ژبه کړې وه، چي نور به اولادونه نه زیږوو. مګر یو اولاد به پیدا کوو، هغه په دې چي برائې شپه، په خوب کي یوه نورانی سپین ږيري سړي داسي را ته وویل:

- د الله (ج) له درباره نا امیده نه سي، تا ته به  لونګ درکړي او هغه به د خیره سره لوی  سي.

د اکبر ښځي زیاته کړه:

- زه باور لرم چي دې نورانی سړي به رښتیا را ته ویلي وي. وګوره! که دا ځل په رښتیا الله (ج ) ما او تا ته زوی را کړئ، فکر دي وي چي هیر ئې نه کړي، هغه وخت چي ملا صاحب ئې   په غوږ کي اذان ورکوي، نو سمدستي ورته ووایه چي د لونګ نوم پرې کښیږدي. هیر دي نه سي.

هغې بیا پر اکبر تاکید وکړ:

- ګوره، هیر ئې  نه کړې!

اکبر هم د سپيڅلی او کلکي عقیدې خاوند ؤ، د خپلي ښځي خبره ئې   زړه ته تیره سوه او ټینګ باوري سو، چي خدای به زوی ورکړي.

کال داسي تیر سو، لکه یو ګړی. د ښځي زوی وسو. دا دئ وروسته له ډېرو کلونو له تیرېدو پس یو ځل بیا د اکبر د خوني پر بام سهار وختي درې نارې وسوې:

- د خدای له داده، د مړو له یاده، د اکبر زوی وسو!

دا درې نارې ټول کلي واورېدې. دا هیله خو د دوی پوره سوه. خدای (ج) دوی ته زوی ورکړی. سهار چي د نوي پیدا سوي هلک پلار اکبر خپل زوی په خپلو ډنګرو لاسونو په غیږه کي نیولی مسجد ته په دې نیت وروړئ، چي ملا صاحب به ئې  په غوږ کي اذان ور وکي. خو ملا صاحب چي سهار تر اذان مخکي د اکبر د زوی د  زېږېدو ناره اورېدلې وه، نو د اکبر په لیدو پوه سو، چي د مسجد پر لور ئې  نوی پیدا سوی زوی را اخیستۍ دئ.

 مګر بل څه ورسره نسته، مانا دا چي اکبر په خالي لاس ور روان دئ.

ملا خپل یوه چړي ته ورږغ کړه، ورته وئې ویل:

-  هلکه ورسه، د "اکبرګي"  د زوی په غوږ کي اذان ور وکړه.

 اکبر چي د ملا صاحب سپکه لفظ "اکبرګي" واورېدی، خو څه ئې  ونه ویل. چړي د هلک په غوږ کي آذان وکئ. که څه هم چي اکبر د ملا په کړو خپه سوی و، بیا هم د ملا پر خوا ورغلې، هغه ته ئې  په عاجزانه او کمینی سره وویل:

- ملا صاحب،  زما او د مور ئې د هلک دپاره د لونګ نوم خوښ دی، دغه نوم پر کښیږده.

خو ملا صاحب له دې کبله چي اکبر تش لاس ورغلی و، خپه و. هغه پر هلک باندي د نوم له ایښولو څخه انکار وکړ.

اکبر د ملا څخه پوښتنه وکړه چي ولي نوم نه باندي ږدې؟ ملا ورته وویل:

- اکبره! د هلک په غوږ کي خو مو اذان مفت درته وکړئ، بس دي نه دي؟ د نوم ایښولو میوه او شیرېني دي هم نه ده راوړې او بل د لونګ د نوم سره خو د "عبدال" او "محمد" توري نسته.

اکبر ته هغه د پښتو متلونه چي تربرو به ئې  هر وخت په قصدي توګه د ده مخ ته تکرارول: "هستي کوي مستي"، "چی نه لري سړي، نه دي کورت خوري نه غوړي" وریاد سول. اکبر په پټه خوله او خپه زړه هلک کور ته راوړۍ او د خپلي ښځي څخه ئې  خبره پټه وساتله.

اکبر خپلي ښځي ته وویل:

- الحمدالله چي خدای پاک ما و تا ته زوی را کئ، نور نو زموږ پر مینه میراث خور پیدا سو، که زه مړ هم سم، په تا به مي فکر خراب نه وي  او ستا پر لور به مي سترګي کږې نه وي.

اکبر خو هر څه په غوږو اورېدل او د سر په سترګو لیدل. کوم وخت چي به د کلي  د یوه ماړه په کور کي هلک وزېږېدئ، سهار وختي پر بام تر درو نارو سربیره، څاښت به د ټوپکو ډزونه کیدل، خوشحالۍ به وي، ملا صاحب او چړیان به تر لمانځه وروسته د یو شمیر مړو سره یو ځا ی د خان سراچې  ته ورتلل، د هلک په غوږ کي به ئې  هلته اذان ور کاوه، ماښام به نشره ویل کیده، نوم به اېښول کیدی، مبارکۍ به وې، او شیرېنۍ به وېشل کیدې.

اکبر به وویل:

- ای زموږ خدایه! موږ دي په کومه ګناه او د چاه په ګناه نیولي یو؟

خیر، اکبر خپل زوی د لونګ په نوم ونوماوه. اکبر چي په دوو لاسونو یو څه ګټل، هغه ئې  په خپل زوی لګول. لونګ د "لونګ" په شان د مور په مهربانه او پاکه غیږه کي او د خپل پلار تر سیوری لاندي  راوغوړیدئ. له مور او پلار څخه ئې  د ژوند کولو لومړي حرکات او ډولونه لکه خوړل، خبري کول، شفقت او مهربانی زده کړل.

 لونګ په خاورو کي تر خاړپوڅو کولو وروسته، ولاړ سو او قدم ئې  واخیست؛ یوه نیمه خبره ئې  زده کړه. ژر  د کوره کوڅې ته راووت. په خاورو او خټو کي د نورو کوچنیانو سره په ټولنه ورګډ سو؛ د همزولو سره په خبرو او لوبو بوخت سو. هغه په کوڅه کي داسي څه زده کړل چي په کور کي د هغو زده کړه ممکن نه و.

لونګ به لا شپږ کلن سوی نه و، چي د ژوندی پاته کیدو او نفقی پیدا کولو لپاره د کلیو د نورو بیوزلو کورنیو د ماشومانو په شان د خپل کمکي بشرې وس او ځواک سره برابر د خپل مور او پلار سره په خواریو کي بوخت سو.

لونګ تر پلار د خپلي موره سره ډېره مرسته کوله.

 پدې ډول د مور ئې لاس په خلاص و. د لونګ پلار ناروغ او یو وزری سړی و. د اقتصادی کمزورتیا په وجه ئې  ښځي ورسره ملا وتړله. هغې له هیڅ کاره مخ نه ګرځاوه. د لو او لور پر وخت، د کودو، د درمندونو پر وخت ئې  په فصلونو او وډنوکي وږي ټولول.

د هرکس او ناکس د کورونو کارونه به ئې  کول. اکبر به بیا هم په دې شکرونه کښل او ویل به ئې:

 - د خدای تعالی مهرباني ده، د ښځي  مي اوس د خپل زوی سره خوله پرې سول، هغه نوره له یوازيتوب او بې کسۍ راووته.

 

د لونګ سُنتي

 

 د لونګ پلار یوه ورځ د خپل زوی خوا ته تر کتلو وروسته، خپلي ښځي ته مخ ور وا ړاوه، او ورته وې  وویل:

- ښځي! سږکال خو باید له خیره سره لونګ هم "سنت" کړو.

 د ښځي هم د خپل خاوند خبره خوښه سوه. مګر د لونګ پلار ته ئې   داسي وویل:

-سړیه! ګوره، دغه یو زوی لرو، نه مو د هغه د نوم ايښولو ښادي جوړه کړه، نه مو پر زوی چا نشره وویل، نه مو د اووم شپه پر روڼه کړل، نه موغاښ کوچه وکړل او نه مي د سر کلۍ  (سرخریلو) ورځ په درییو او خوشحالۍ ولمانځله.

اکبر وویل:

- وسه مونه لرل، که نه د چا نه خوښیږي چي په خپل زوی هوس او خوشحالي و نه کړي.

د اکبر ښځي وویل:

- پر سنتي به ئې   نو د خیره سره یوه ښادي نیسو؛ زه خپل هوس په کوم. پرېږده چي د تربرو ئې  زړونه وچوي. ته ئې  وینی سږکال مي چرګه پوره ۱۲چرګوړي لري؛ ما خوویل چي ټول به خرڅ کم، ګوندي څو روپۍ په جوړي کړم، کله چي د بلوڅو کډي په دوبي د رېګه کلي ته راشیوه سي، د چرګي د چیچانو په پیسو به د هغو څخه یوه سیرلۍ رانیسم، زما او لونګ جان به سات په تیر وي، که خدای کول بل کال به هغه لو بزه او لنګه سي، حلق به مو په لوند وي. خیر، سنتي ئې  تر هر څه ضرور ده، نو ټول د چرګي چیچیان به تر خپل لونګ جار کړم، ټول په یوه شپه حلالوم، د کلي  ښځي خبروم، ټوله شپه ښې د ريې پر وهم او خوشحالې په کوم.

په داسي وخت کي چي د اکبر ماینه (ښځه) ښه پر جوش راغلې وه، اکبر د ټوکي په ډول پر ور درسته کړه:

 -هو، هو! ښه اواز خو دي هم دی!

 ښځي ئې  ورته وویل:

- تر خوله دي تیره یم، خود مي ښه اواز دی.

پر اکبر نه یوازي لونګ ګران و، د هغه مور هم پر ګرانه وه. هغه خپلي ښځي ته وویل:

- ښه خبره دي وکړه، خو ته لږ صبر وکړه چي منی را ورسیږي، دا کارونه د مني دي.

اکبر د دې خبري کولو سره په فکر کي ډوب سو.

اکبر پدې په فکر کي ډوب سو، چي د خپلي ښځي دغه هیله به څنګه پوره کوي؟ له لږ ځنډ وروسته ئې   سر راپورته کړ او بیا ئې   خپلي ښځي ته وویل:

- ښځي! ټول خلګ خپل زامن په مني ځکه سنت کوي چي له یوی خوا هوا سړه وي، له بلی خوا مچان هم کم وي. په سړه هوا کي زخم ژر وچیږي. بل، زه به پوښتنه کوم، کله چي په کلي کي ونډۍ کیدله، او باور مي راځي، ان شاءالله د مني په لومړيو شپو او ورځو کي به کلیوال یوه ونډۍ وکړي. ولي چي کلیوال ټول زړه خوږي سوي  دي. زه به د ونډۍ په ورځ پوره دوه چاریکه (چارکه) غوښه د ښادۍ جوړولو له پاره درته راوړم.

اکبر له لږ ځنډ وروسته زیاته کړه:

- ته تلوار مه کوه، ستا د  چرګي چیچیان لا اوس کوچني دي. هغه  پرېږده چي څه نور غټ سي، بیا به هغه خرڅ کړو. یوازي   مو په مخکي د هلک سنتی نه ده، اختر هم را روان دی. اختر ته به ستا د  چرګي چیچیان ښه غټ سوي وي، هغه به په ښو پیسو خرڅ کړو. د چرګانو په پیسو به د اختر له پاره زوی ته یو کمیس او پرتوګ وکړو. پخوا مو زوی ته یو کمیس بسنه کوله، خو سږکال د خیره سره تر پخوا څه زیات ټوکر په کار دئ، ولي چي وهلک ته تر سنتی وروسته پرتوګ هم ضرور دئ.

 اکبر بیا په خندا د یوې ټوکي په ډول خپلي ښځي ته وویل:

- ستا خو به ښه یاد وي، څه ښې وختي وې، کله چي زه هلک وم، موږ همزولو تر ۱۵ او ۱۶کالو پوري پرتوګان نه لرل، کمیسونه مو اغوستل او بس.

ښځی ئې  وویل:

- خاوري    څه شي ښه  وختونه  و، لوی لوی سړی به واست لڅه... به ګر ځیده لاست.

اکبر وویل:

-  څنګه ئې  کوې ښځي، د زمانی  سره به ځو.

اکبر بیا زیاته کړه:

- ښځي، بل سبب همدغه و، چي ما به تل درته ویل، لږ صبر وکړه، ځکه زما په دغه لږو پیسو خو د کمیس او پرتوګ  دواړو د پاره ټوکر نه کیږی.

د لونګ مور د میړه خبره ومنله، میړه ته ئې   وویل:

- سړیه، ته رښتیا وائې، زما دې خبري ته والله که هیڅ پام  و، چي پرتوګ هم غوښت غواړي. ولچی (والله چي) لونګ جان به کله کله را ته ویل چي موري، په جومات کي  مو یو شمیر هلکان  اوس پرتوګونه لري.

- وګوره ښځي! رښتیا یوه بله خبره رایاده سوه. دا استاد فیضو خو هم یو څه خشمړي غواړي، مفت خو هغه هم دا ستا د زوی "بلاګی" نه پرې کوي.

د لونګ مور پرته له ځنډه په خندا ځواب ورکړ:

- ځه ورک سه، د شي د پرې کیدو پر وخت بیا زما زوی سو، ستا نه؟

تر ټوکي وروسته ښځي خپل میړه ته داسي اطمینان ورکړ:

- غم مه کوه، هر څه به سم سي. دا ځل چي هګۍ والا کلي ته را شوه کیږي، ما به ان شاء الله د خیره سره ۲۰هګۍ دخپلو چرګو څخه ټولي کړي وي، هغه به خرڅي کړم، پوره لس روپۍ کیږي. د هغه تیر ځل هګیو لس روپۍ مي هم ټینګي ساتلي دي، یو څه پلمیټ او پتاسې چي مي د خلګو له کورونو راوړي دي، هغه به په ټوکر کي ورسره غوټه کړم، د استاد فیضو اکا مخ ته ئې  کښیږده، تر یوه تومن (پخوا یو تومن شلو افغانیو ته ویل کیدل. لیکوال) خو به دا زوی مړۍ هم زیاتي  نه غواړي؟

د لونګ پلار د خپلي ښځي د خبرو په اورېدو ډېر خوشحال سو.

***   ***   ***

یوه ورځ مسجد ته چا داسي خبر راوړ:

- د جمعې په  نیکه شپه د غرګي د کلي  عبدالله لالا خپله وچه غوا ونډۍ کوي.

 د خبر په اورېدو سره د کلي مشر وویل:

- هر څوک چي په ونډۍ کي ونډه غواړي، یوه ورځ د مخ دي ملا صاحب ته ووائې.

د لونګ پلار چي د همدغسي خبراورېدو ته ئې  غوږ اړولی و، ژر ئې  ملا صاحب ته وویل:

- زه هم غواړم په ونډۍ کي ځان شریک کړم.

 

 د ونډۍ غوښه

 

 

دا دی د ونډۍ ورځ را ورسیدله؛ سهار چي اکبر د مسجد څخه کور ته راغۍ، خپلي ښځي ته ئې وویلي:    هله، ژر سه؛ هغه دوه شلي (څلویښت) افغانۍ چي مي  په تا ساتلي وې، نن ئې  د لګښت ورځ ده، هغه را که چي ځم، ونډۍ  درته راوړم.

د دې خبري په اورېدو د لونګ مور په ډېره خوشحالۍ سره چسته له خپله ځایه ولاړه سوه؛ د تاخچې غوټي اوغوړاشې ئې  د خوني په منځ کي سره راچپه کړي، په ډېر مشکل ئې  په غوټو کي هغه څو کاله مخکي ساتلي او د خپلي خولې سپمولي دوه شلګون نوټونه پیدا کړل.

اکبر نو د کلونو ذخیره او سپمولي پیسې د ځانه سره واخیستي، د غرګي د کلي  پر لور ور روان سو. په هغه کلي  کي د اوبو د ژرندي مخ ته د غټ پنبیي توت سره پر خټینه سوپه (تنګاچه) ونډۍ وال عبدالله لالا د څو نورو سړو سره پیتاوي ته ناست و. چړې او ساتول ئې  مخ ته ایښي وه، غوا ئې  هم را وستلې او هلته تړلې وه.

عبدالله لالا انتظار و، چي په ونډۍ شریک ټول کلیوال راسي. دا دئ یو په ونډۍ شریک اکبرهم ځان ور ورساوه. اکبر وناستو کلیوالو ته سلام وا چوه. تر سلام او روغبړ وروسته، اکبر وعبدالله لالا ته ورنژدې سو، په کراره اوعاجزانه توګه ئې  هغه ته خواست وکئ. داسي چي که ده ته د دوه نیم شلو ونډه ورکړي. دوه شلي لرم او پاته۱۰ افغانی به ان شاء لله څو ورځي وروسته درکړم.

عبدالله لالا چي د ځوانی څخه یو خرابات او مناجات سړی و، او اکبرهم په ځوانی کي وخت ناوخته د هغه سره کښینستۍ، کله کله چي به پره کي راغلی، نو خپل روڼ ئې  تیراوه، یو دم مم ئې  ورسره واهه. په هغه یاری ئې  یو ځل بیا د اکبر وچ، ژړ مخ او ډنګرو لاسو ته وکتل، زړه ئې  پر وسو. د اکبرخبره ئې  ومنله، ورته وئې ویل:

- اکبر جانه! پروا نه کوي، لس ګون دي ستا بلا واخلي ته خو مي پخوانی یار يې.

بیا نو اکبر په ډاډه زړه هلته خپل پټو تر ځان لاندي  کړ او پر کښینستۍ. په ونډۍ شریک سړي څوک راغلي او څوک را روان وو. ټول په ونډۍ شریک ونډه وال او د مسجد ملا صاحب سره راجمع سول.

عبدالله لالا پر ملا صاحب ږغ وکئ:

-  ملا صاحب، ان شاء الله څوک به نورپاته نه وي،  ته لاس پورته کوه، دعا کوه.

 ملا صاحب تر اعوذ بالله او بسم الله ورورسته یو لنډ سورت ولوست، او دعا ئې  وکړه. تر دعا وروسته، عبدالله لالا پر خپلو اولادو ږغ وکئ:

- هلکو! غوا را ولۍ.

زامنو ئې  غوا راوستله.

نا ستو خلګو یو د بله سره ویل:

 ـ د پلاني د لاس غوښه به ښه خوږه وي.

بل پر بل سړي لاس کښیښود.

څو عبدالله وملا صاحب ته وویل:

- په چا غوا حلاله کړو؟

ملا صاحب خلګو ته مخ ور واړاوه، وئې ویل:

- زما په باور خپله دي عبدالله لالا غوا حلاله کړي، دی خپله ښه تقوا داره مسلمان دی.

 خلګو د ملاصاحب په خبره کي څه ونه ویل. د غوا پښې ئې  وتړلې، بیا ئې  را چپه کړه، څو تنو ټینګه ورته ونیوله. ملا صاحب، عبدالله لالا او ناستو ټولو الله اکبر، الله اکبر ووایه. عبدالله دغوا پر غاړه چاړه راکش کړه. ژر ژر ئې  په ګډه سره پوست کړه. کوټی، پښې او دیلبند ئې  هغو ته ورکړل، چي وختي ئې  پیسې  پرېکړي وې. د غوښو د سرجمع څخه ئې  ملا صاحب ته دوې کټوي غوښه ورکړه. تر هغه وروسته د حلالي غوا پر څرمن، غوښي لس کوټي کښیښول سوې. له کلیو راغلی خلګ زړه خوږي (هغه سړی چي زیات وخت ئې  غوښه نه وي خوړلې) وو. هر چا د اوموغوښو له لیدو خوند اخیست.

 د غوښو هره کوټه د لسو تومنو وه. اوس نو د هغو ونډه چي پنځه تومنه ده، هغو په دوو نفرو یوه کوټه د غوښو واخیستله. نوري برخي په څلورو، پنځو، شپږو او حتا اتو نفرو سره شریکي وې. خو د محمد اکبر ونډه د دوه نیم شلو افغانیو وه، چي په غریبو کي نو اکبر لوی برخه وال و.

 ټول خلګ ورته حیران وه، چي اکبر څونه ډېره غوښه کور ته وړي؟ اکبر د یوې کوټي څلورمه برخه کور ته وړي. دا وخت لمر پرسر اوغرمه نژدې وه.

 اکبرغوښه را واخیسته، ډېرخوشحاله و، لڅی پښې په مټنو کوڅو کي د کور پر خوا داسي په مینه را روان و، لکه  یوه لویه فتحه چي ئې  کړې وي. په فکرونو کي غرق دی، دځانه سره وائې: چي کور ته ورسم ښځه او لونګ جان به غوښه و ویني څونه به خوشحاله سي. د جمعې شپه خو لا لیري ده، ښځه به مي د غوښو څخه لغړ را وباسي او یوه خوندوره ښوروا به ځیني راپخه کړي. په دغه فکر او خوشحالی کي په یوه چارناله (د ځغاستي هغه ډول ته  وائې   چي تر تیز تللو تیز او د سیالیو تر ځغستلو کراره وي) کور ته راورسیدی.

په لوی اواز ئې ښځي ته ناره کړه  غوښي مي راوړې. دا د اکبر او د هغه د ښځي په ژوند کي لومړی ځل و، چي دونه زیاتي  غوښي د هغو کور ته راځي. ښځي ئې   په ډېرهوس د غوښو څخه هډوکي را وایستل او پر نوره غوښه ئې  مالګه وشندله. غوښي ئې   په یوه وچه او کلکه لښته وپییلي. بیا ئې   د لرګی دوه سرونه په پړي وتړل، د خپلو خونو مخ ته د ولاړي وني په یو ښاخ را وځړولي.

 د لغړو څخه ئې  ماښام ته  خوندوره ښوروا پخه کړه، دا نو د اکبر، ښځي او لونګ هغه د خوښی څخه ډکه شپه وه چي شاهانو به دغسي شپه نه وي لیدلی. تر ښورا خوړلو وروسته چي شپه پخه سوه، لونګ بیده سو، ښځي او میړه په تیاره کي دغه خبره سره اړوله او را اړوله، څو د خبرو په پای کي د لونګ مور خپل میړه ته وویل:

 – د جمعي مباره کي شپې ته استاد فیضو کاکا (هغه کلیوال ماهر سړی، چي هلکان ئې  سُنت کول) را وغواړه، زه به سبا سهار لا ښځي خبري کړم.

تر دی خبري کولو او تصمیم وروسته دواړو سرونه کښیښول او بیده سول. د لونګ مور سبا اومه غرمه کي خپل لوی پړنی پر سر کي، له کوره ووته، چي کلیوالي ښځي خبري کړي، او هغوی ته ووایي، څو د جمعې شپې ته د دې کور ته ورسي او د لونګ د سُنتۍ په ښادئ کي ګډون ورسره وکړي. او له هغو کورو څخه چي دريې ئې  لرلې، هغه هم راټولي کړې. ښځه تر ګونګو ماښام پوري په کورونو وګرځیده. هغه په ستړیا ځکه نه پوهیدله چي زیاته خوشحاله وه.

کله چي کورته راغله، خاوند ئې  اکبرهم پر کور و. بیا سره کښینستل، مجلس ئې   ډېر خوږ و، یو بل ته ئې   وویل، چي دیګ، کاسې او هغه څه چي په کارېږي، د فلاني او یا فلاني له کوره به ئې  را وړو. د شپې تر ناوخته ئې   پر دغه خبرو خوند اخیستۍ او پام ئې   په بله وو. هر سهار به ئې  غوښي د خوني څخه دباندي د وني په ښاخ ځړولې او د شپې به ئې  په خونه کي ساتلې.

اکبر او ښځي ئې  په کور کي لږغلمین اوړه ساتلي و. خپله ئې  اوربشینه پخوله او خوړله. څه وږي چي ئې  میده کړي او پاک کړي ئې  لا نه و، لازمه ئې  وګڼل چي د لونګ د سُنتۍ په ښادۍ کي د هغو څخه کار واخلي. نو د لونګ پلار هغه څه وږي چي دوی د کودو د ټولولو پر وخت په پردیو وډونو کي ټول کړي و، هغه ئې وټکول، پاک ئې  کړل، ټول ټال یو مشتک (یومټ)غنم سول.

د لونګ پلار تر ژرندي پوري د مشتک د وړلو له پاره کوم مردارهډۍ (خر) نه لاره. مجبور سو، مشتک ئې  په شا کړ او تر ژرندي ئې  یووړ. ستړۍ ستومانه په ژرنده کي د روڼ (نوبت) رسیدو تر وخته هلته د ژرندي په یو کونج کي په خاورو کي  پرېووت. ناوخته د مشتک د اوړه کولو وار ور ورسیدی. د مشتک تر اوړه کولو وروسته، اسیوان (اسیابوان) مزد اوشکردانه( یوئې" مزد" مزدوری غوښتۍ او بل "شکرانه" شاګردانه) شیرېنی او په غربی رواج یپ". د اکبر د مشتک څخه چي څه اوړه د مزد په نوم او څه د شکرداني په نوم واخیستل سول، بار ئې  نور هم سپک سو. هغه ئې  را په شا کړل، ماښام ناوخته ستړی کور ته را ورسیدی.

د شپې ئې  د ښځي سره مجلس ډېر خوږ و، دواړه ستړی وو؛ په خبرو، خبرو کي بیده سوی وو. د ښځي ئې   غوښي د باندي په ونه ځړولي هیري سوي وي، چي دشپې ئې خوني ته راوړي. خو اکبر تر بیدېدو مخکي غوښي ولیدلې او خوني ته ئې  را دننه کړې.

ښځه چي سهار له خوبه راویښه سوه، تر لمانځه وروسته ئې  د نغری په کومي کي پر هغه برنی په پړوندو کي پټ کړي اور باندي څه پروړ، خاشې او خځلي واچولې؛ په پو، پو کولو تر زیات دود پورته کیدو وروسته اور بل سو. بیا ئې  د اوبو ډکه توره ګډوه پر دېګدان کښیښوله. کله چي د ګډوې اوبه پر اېشیدو سوې، د جوارو اوړه ئې  په خاورېن کاشنه کي واخښل. پر اور ئې  تبخۍ کښیښود، د جوارېنو اوړو څخه ئې   ټکی جوړي کړې، یو مخ او بل مخ ئې  پر تاوده تبخي باندي څه وچ وکړل. بیا ئې سوړسکان د اور په پړوندو کي ښخ کړل، چي په مغز پاخه سي.

 میړه او ماندینې بیا هغه د ښادۍ جوړولو او خوشحالۍ خبري سره پیل کړې. اکبر خپلي ماینې ته ویل:

- ترنارې کولو وروسته به ځي، دیګ او کاسې به د همسایه ګانو له کورونو را ټولوي.

په همدې وخت کي یو دم د لونګ د مور ورپه یاد سول، چي غوښي خو ئې د شپې د باندي د یاده وتلي د ي. یو اه ئې   تر خوله ووت، ژرئې وځغستل، تر خوني ووتله، ژرئې وني ته وکتل، وئې لیدل چي غوښه نه سته. د خفګانه ئې  سر پر له وګرځیدۍ، پر سترګو ئې   توره شپه سوه، ډوبه پر مځکه ولوېده.

اکبر په خونه کي د ننه د هغې پر مځکه د لوېدو درز واورېدی. اکبر چي له خوني راووت، ګوري ښځه ئې   د سرای په غولي کي په خاورو کي لیته پیته بې حاله پرته ده. ژر ژر ئې   له خاورو څخه خپله ښځه را پورته کړه او په کش کش ئې  تر خوني ورسوله. لونګ د دوی په دربی له خوبه را وېښ سو، وئې لیدل چي مور ئې  بې    سده پرته ده، په ژړا سو.

اکبر په وارخطائې کله لونګ اراموی او کله د خپلي ښځي لاس، پښو او تندي ته لاس ور وړي. پر مخ ئې   اوبه ور وپاشی، بیا ئې  اوبو ته دوه پلمیټه واچول، دغه خوږی اوبه ئې  د ښځي په خوله کي ور واچولې، د خدای فضل و، ښځه پر سد راغله.

د کلمی تر ویلو د مخه ئې  اوله خبره دا وه:

- غوښي، غوښي، غوښي!!!

میړه ئې  ورته وویل:

 – څه وائې، غوښي، غوښي، څه در پیښ سول؟ څه وسول، څه وائې؟

 ښځي بیا په نیولي او خفه اواز خبره درسته کړه:

- غوښي نه سته!

اکبر چي غوښي ئې  په خونه کي مخته ځړېدلې، ورته وویل:

- هغه دې ځړېږی. ته بیده وي، ما د شپې غوښي خوني ته راوړې.

د دې خبري په اورېدو سره ښځه کرا کرا، عادی حالت ته را وګرځیده. هغي چي غوښي ولیدی، نو وروسته ئې  کلمه و ویله او شکر ئې  وکښۍ.

څه شیبه وروسته، اکبر ورته وویل:

-  زه به د حا جي مراد لالا د کوره دیګ او کاسې  درته راوړم. ته ولاړه سه، څه غلمین اوړه لانده که.

د لونګ مور ولاړه سوه، مګر لاسونه او پښي ئې  ریږدیدل. اکبر د اوړو کاشین، په ګډوه کي اوبه، د مالګي کنډولی او د مشتک څخه لږغلمین اوړه ورته را نژدې کړل، او بیا ئې  وویل:

-  اول به دیګ او د ښوروا د پاره کاسې در ته راوړم. بیا نو ځم استاد فیضو کاکو به را ولم. ته لونګ خوشحاله ساته او خونه هم جارو که.

 ښځي په ډېر مشکل سره اوړه لانده او واخښل، او د استاد فیضو اکا د راتګ له پاره ئې  په خونه کي د کالو منځلو خاورېن تشت سر چپه کښيښود، پر سر ئې  نغاړکۍ ورهواره کړه. د دې له پاره چي لونګ د سُنتی پر وخت پر دغه لوړ ځای کښینوي.

اکبر ژر، ژر د همسایګانو څخه پیتلي او خورېني کاسي او کا شینان کور ته راوړل.

بیا اکبر له کوره ووت، او تر لږ وخت تیرولو وروسته، اکبر د استاد فیضو اکا سره جوړه کور ته راننووت. لونګ چي د خپل پلاره سره استاد فیضو اکا او بیا د هغه په بغل کي کوچنۍ د چړو، امبور او پلاس څخه ډکه درنه بغل ځولی ولیدله، په ځان وپوهیدی. ځکه استاد فیضو کاکا دکلي ټول ماشومان پدې  پیژانده چی هغه ماشومان سُنته وي.

 خو پلار او مور ئې لونګ په چل چل سره هغې خوني ته ورووست، چي د ده د سنتی د ناستي ځای پکښي جوړ کړل سوی و. استا د فیضو اکا د کوچنیانو د تیرایستو او بوخت کیدو په لاره کي ډېرمهارت لاره. هغه پوهیده چي څنګه یو هلک تر خپل تاثیرلاندي را ولي  فکر ئې بل لورته واړوي او ژر ئې  سنت کړي.

استاد فیضو اکا نور لونګ ته وخت ورنه کی چي ځان دورې دورې کي، د سترګو په رپ کي ئې  لونګ سنت کي او د کوره څخه ووتی.

***  ***  ***

نور نو لونګ پروت و، یوه اړخ او بل اړخ ته ئې مور  بالښتونه ورته کښیښول .سپین ټوکر ئې  پر پښوهوار او هغه د بلا ګي پرې کړې ټوټه ئې  په زرغون تار کي اچولې تر چپه پښه غوټه وه. پلار ئې  اړخ ته  ورته کښینوست، مچان ئې  ځیني شړل. مور ئې  سره له دې چي د سهار غوځارېدو څخه ئې  بدن درد کوی، د ډوډۍ او ښوروا په پخولو اخته وه.

د ماښام تر لمانځه وروسته د کلي  ښځي، نجوني او د لونګ همزولي هلکان د خپلو میندو سره د لونګ کور ته راغلل. ښځو خپلي دولاغي،برقې او پړوني له سرو ایسته کړل، کشرانو د لونګ د مور سره په ښه مینه او اخلاص د ډوډۍ په سمولو او اچولو کي مرسته وکړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته، ټولو کلیوالوښځو، نجونو او خپله د لونګ مور په شریکه سره د شپې تر نیمائې پوري ګډي او جلا جلا بدلي وویلې، هم شلې وکړې،هم اتڼونه. ټولو شپه ئې په ډېره خوښۍ سره سبا کړه.

 

لونګ  او ښوونځی

 

 

دا هغه کال و چي د ثور د میاشتي پر اوومه نیټه ئې د افغانستان په حکومت کي یو خورا لوی او اساسي بدلون راغلی و. هغه دا چي د یوې ټنبلي او عیاشي کورنۍ واکدارۍ ته د تل لپاره د پای ټکی ایښول سوی و. ورسره سم وحکومت ته د سرکار د نوم پر ځای د خلقي حکومت نوم ورکړل سوی و. خو بیا هم په حکومت کي وظیفه لرونکو او کار کونکو سړو ته ولسي وګړو د سرکاري سړو خطاب کوئ.

 د یوې ورځي تر پایه د هیواد په لیري پرتو سیمو کي هم خلګ خبر سول چي په مملکت کي پاچا ګښتي راغلې ده. د ډېرو خلګو په زړونو کي د پخوانیو کورنیو حکومتونو څخه د کرکي او بیري پر ځای د خلقي حکومت سره د نژدېوالي مینه را پیدا سوې  وه.

 د خلګو مینه دښوونځۍ سره راپیدا سول، ولسونه باورمند سول، پدې چي پاچا نه خدای دی او نه د خدای سیورۍ. هر څه چي دی، هغه خپله هم دغه خلګ دي. د هیواد په هر ګوټ کي د ښوونځيو جوړولو له پاره علم  دوستو خلګو خپل حکومت ته وړیا مځکي په اختیار کي  ورکړې، حکومت د ښوونځيو جوړولو تر څنګ هر ځای د لیک او لوست د زده کړي وړیا کورسونه پرانیستل.

خلګو د لیک لوست د زدکړو کورسونو ته مخه کړه؛ د هغو خلګو له جملې څخه یو تن اکبرکاکو هم و، چي د خپل اخښي ملا نیک محمد په تشویق ئې  د لیک او لوست د زده کولو په کورس کي ځان شامل کړی و. او هم ئې  خپل یوازنی لونګ  زوی وښوونځی ته ورکړ.

په عامو اوغریبو ولسونو کي وحکومت ته د ورنژدې کیدو روحیه را وخوټیدله، خو په هیواد کي د دې  بدلون راتلو سره سم  د هیواد دننه  د مفتخورو او پردو پرستو خلګو او له هیواده بهر ئې د افغان دښمنو قهر هم را وپارا وه.

په همدې وخت کي لونګ نژدې اته کاله عمر لاره. هغه ته به خپل مور او پلار په ګډه دا خبره کوله:

- لونګ زویه، ښوونځی به ووايې، د خیر سره به لوی سرکاري سړی در څخه جوړسي، او که نورهیڅ  هم نه سوې، نو معلم خو به سې. بیا به نو د خیره سره پیسې لرې پیسې، عزت به لرې، واده به درته وکړو. زموږ هیله خو همدا ته ئې، مور او پلار دي  دواړه ستا بلا واخلي.

لونګ د خپل مور او پلار پدې مهربانه او له محبته ډک نصیحته زیات خوشحالیدئ. ماما ئې   هم دغه یو خوره ئې   لونګ درلود. پر ماما باندي خوره ئې   زیات ګران وي. د اکبر کور ته نژدې یوه کلیوالي ښوونځی پرانستل سوه، چي یو ښوونکی ئې  درلود. ملا نیک محمد د لونګ ماما د مسجد د ملائې په څنګ کي ئې  د ښوونکي  وظیفه هم لرل، د دغي ښوونځی ښوونکی سو.

د لونګ پلار اکبر د خپل اخښي ملا نیک محمد په مرسته چي په ملا نیکو سره مشهور و، سږکال نوی په ښوونځی کي چپراسې مقرر سو.

په وطن کي د نوي حکومت په منځ ته را تلو سره په خلګو کي د ښوونځی سره د کرکي پرځای مینه زیاته سوه. ډېرو خلګو چي پخوا خپل اولادونه ښوونځيو ته نه ورکول او یا به ئې  په رشوتونو ورکولو له ښوونځيو اېستل،  اوس ئې  په ډېره مینه خپل اولادونه ښوونځيو ته شامل کړل.

دا دی لونګ په خیر وښوونځۍ ته روان سو. کلیوالي ښوونځی د دوی له کور څخه لږ لیري په یوه زاړه سرای کي چي د وې خوني ئې  لرلې، پرانیستل سوی و.

ملا نیکو چي یو قراردادي ښوونکی و. وښوونځۍ ته نژدې د مسجد  امامت هم کاوه، کلیوال دې ته را بلل چي خپل اولادونه په ښوونځی کي شامل کړي؛ ځکه هغه په ښوونځی کي شاګردانو ته سپاره، پښتو کتاب، حساب او خط په هغه خپل ډول چي د ده زده وه، هلکانو ته ورښودل.

کله چي ښوونځی پیل سو، د لونګ پلار اکبر ته هم تنخوا چالان سوه. د هري  میاشتي په وروستیو کي ئې۵۵۰ افغانۍ پخه تنخوا وه، چي ۵ افغانۍ تحویلدار صاحب ګرځولې او۵۴۵ افغانۍ ئې  کور ته را وړې.

مهم  لا دا وه چي په دغو شپو او ورځو کي نوی حکومت وحکومتي سړو، معلمینو، پوځي خلګو،مامورېنو، کارګرو او اجیروته کوپون ورکړی. (واده لرونکو ته د کابل په وزن اته مني کوپون او واده نه لرونکو ته څلور مني کوپون)  د دې امرسره سم اکبرهم د اته سیره کوپون خاوند سو.

هغه په خپل تیر ژوند کي هیڅ وخت پر یو ځای د غلمینو اوړو اته سیره کور ته نه و راوړي. اوس د هري میاشتي په وروستیوکي اوړه، بوره، چای او غوړي کور ته را وړي. په کور کي ئې  اوړه، بوره او غوړي پیدا سول، حلق ئې  لوند سو. کورنی ژوند ئې   لږ ښه سو. دی هم اوس یو سرکاري سړی و.

 دا لومړی کال ئې  په خیر او خوشحالۍ سره تیر کړ.

لونګ د ښوونځی لومړی کال په خوښی پای ته ورسوی، په ښه نمره بریالی سو. هغه خپله درې میاشتنۍ رخصتي د مور او پلاره سره په کارونو کي مرسته کوله او په څنګ کي ئې  د خپل ماما څخه د پښتو کتاب، حساب او خط لیکل زده کول او قران مجید ئې  لوستۍ. نیکو ډېر ژر په لونګ د دوهم ټولګۍ پښتو کتاب او حساب ولوستل. لونګ اوس د دوهم ټولګۍ پیل کیدو ته ښه تیاري لرله.

رخصتي مخ په پای ته رسیدلو وه، په څو ورځو کي چي بیا ښوونځی شروع کیدل، اکبرهم خوشحاله و. یوه ورځ معلم نیکو د لونګ پلار ته وویل:

- اکبره! د ښوونځی تر پرانستلو یوه هفته مخکي به د خیره سره ښوونځی ته ورسې، د ښوونځی د سرای پرغولي انګړ چي سره زوزان، چغک او زومی را شنه سوي دي، هغه به وکاږي، سرای به دخاشو څخه ښه پاک کې، د خونو دیوالونه به خړوبی کې، اوبیا به نو د سرای غولي  ښه خیشت او او پاشي کړې.

ملا نیکو زیاته کړه:

- سر معلم صاحب تیره ورځ راته وویل، چي پدې شپو او ورځو کي مفتیش صاحب له ښاره راځي، ان شا الله موږ دواړه درځو، د ښوونځی سرای او خوني د نژدې ګورو.

لونګ چي هوښیار هلک و، د خپل پلار، مور او ماما هره خبره ئې  تل په غوراورېده، نو ئې د ماما تر هدایت او خبرو وروسته خپل پلار ته وویل:

- بابا جانه، دا د ښوونځی جارو کول خو نو تر هغو پرديو مزدوریو لکه د غنمو لو کولو، د ویالو تر اشرونو، د دیوالونو تر وهلو، د خښتو تر مښلو، انګور کښیو، یوي کولو، غوبل کولو، ګوروانۍ او چوپانۍ ټولوڅخه ډېره اسانه نه دي؟ اکبر وخندل او وئې ویل:

- هو، زویه! دونه فرق لري لکه مځکه او اسمان.

- لونګ ته چي د خبرو نوره موقع په لاس ورغلې وه، خپلو خبرو ته ئې  ادامه ورکړه:

- پلار جانه! زما هغه ورځي چي تا به په سرو او ټکنده غرمو کي د کور او کلي څخه  لیري فصلونوکي لوونه کول، ما او مور به د غرمی ډوډۍ سوړسک او د خیروګي ماما د کور شلومبې په کونجۍ کي در وړلې، نه هیرېږي.

د لونګ مور د خپل زوی خبره ونیوله او میړه ته ئې  وویل:

- لونګ جان زوی مي شکر دی هوښیار هلک دی، هر څه ئې  په یاد دي. رښتیا په هغه سره اهاړ کي چي لمر به پر سر یو نیزه را کښته ولاړ و، په هغه ګرمی کي به ما او لونګ لڅي پښې د کلي  لیري فصلونو ته وتا ته اوبه او خواړه نه دروړل؟

زما  غمجني خو پښې څه پخې او سختي وې، مګر د لونګ جان د پښو نازکي ګوتي به تڼاکي او د سرو زوزانو به ډکي سوې. زما هغه ستا په دوړو، ګرزونو او خاورو لړلی سپیره مخ، وچ حلق، تڼاکي او د سرو زوزانو ډک لاسونه او پښې، په لاره ( لور) پرې کړي ګوتي چي اکثر وخت به دي لاسونه په سرو وېنو لړلي وو، څیري څیري کالي د ناړیو او لشو څخه ډکه ږېره له یاده نه دي وتلي. هغو کارونو ته ناروغ کړې.

اکبر وویل:

-هو، زموږ ژوند خو په هوکه او یا سوکه تیرېدئ، ملا نیکو ته دی خدای خیر ورکړي چي سرکاري خواري ئې  را پیدا کړه او زه ئې  سرکاري نوکر کړم.

د لونګ مور بیا خبره واخیستله:

- زما زوی به د خیره سره ښوونځی خلاص کړي؛ خط خو شکر اوس لا ویلای سي، دی به هم سرکاري سړی سي، ښه پیسې به وګټي، زما او ستا ټول ارمانونه به را پوره کي.

لونګ چي په خپل زاړه لنډي تلتک کي پیچلۍ پروت و، د مور د خبرو په پای کي په ټوکه وویل:

- پلارجانه! د مور جاني ارمان خو رامعلوم دئ؛ مور مي هر وخت وائې، زوی به خپله مور د خیره سره حج ته بیائې، مور مي نور څه نه غواړي.

 ټولو وخندل  زیاتي  د دې خبري سره لونک  پرېووت او بیده سو.

کله چي دوهم کال ښوونځی پیل سوه، اکبر څلور میاشتي تنخوا واخیستله، کوچنی اختر هم را نژدې سوی و. اکبر ځان او لونګ ته د نویو کالو له پاره له بازار څخه د ګلبهار د فابریکی ټوکر او خپلي ښځي ته ئې  څه د شولی او څه د چیټ ټوکر راوړۍ. د لونګ مور په ډېرهوس د خوني مخ ته نغاړکی هواره کړه، ستن، تار، انګشتانه او نوی ټوکران ئې  را واخیستل، د اختر له پاره ئې  په ډېره خوشحالي کالي ګنډل پیل کړل.

 اکبر د خپلي ښځي سره ناست او د زړه خواله کوله:

- ښځي! خدای مو ناره وا ورېدله، دغه خواری (چپراسيتوب) را ته پیدا سو، نیکو دي خدای په دواړو جهانو کي سر لوړی لري. که نه سږکال نو زه د بل د خواریو نه ومنفس مي بند بند کیږی. او تر ټولو ښه ئې  لا دا چي ته هم د وږو د ټولیدو او د پردو د کورونو له کارو بیغمه سوې، خدای یوه ګوله ډوډۍ دا دی په عزت را رسوي.

ښځي ئې  ورته وویل:

- سړیه، هو، شکر دئ، خو ته مي زړه مه را اچوه  هر وخت مه راته وایه چي ناروغه یم، ډېر کارونه په مخکي لرو، دا زوی مو سبا او بیګاه د خیره سره ځوان دی واده غواړي. لونګ پرما اوتا باندي دواده حق لري. مګر د  پردۍ ښځي کور ته را وستل، خو مفتی نه دي.

اکبر وویل:

- ښځي! ته فکر مه کوه، هغه دئ نوي حکومت د دغه ناوړه دود لوړ ولور یا د ښځو خرڅول یو ناروا عمل وګانه او اعلان ئې  کړل چي پر ښځه باندي تر شرعي ټاکل سوي مهر زیاتي  پیسې اخستل جایز نه دي. خدای مهربان دی، نه دي د ي اورېدلي:

- چي شپه تر میان، خدای مهربان!

د لونګ مور وویل:

-  هروخت چي مي د لونګ ناوی کور ته راوستله،هلته به د خیره سره ارامه  سم.

- هو، رښتیا سړیه! تا خو قول کړی و،کله چي دغه میاشت تنخوا واخلم د خیره سره د څپلوغم به هم وخورم.

اکبر وویل:

هو، دا کار ان شاالله کوم.

درې سره میړه، ښځه او زوی ئې  لونګ سخت خوشحاله وو. دوی د اختر راتلو ته ورځي او شپې شمیرلي. د دوی په ژوند کي به دا لومړی اختر وي، چي ټول نوې کا لي او څپلۍ ولري. اکبر وویل:

- ښځي! څه شی به د پخیدو دپاره راوړم، د اختر په شپه به ئې  پاخه کړو، سږ کال به موږ له کوره هم د اختر په سهار ماجت (مسجد) ته د خیره سره کاسه ور ووزی. څونه خوند به وکي، ځکه هر اختربه زه ماجت ته خالي لاس ورتلم.

 ملا نیک محمد چي د هري میاشتي په وروستیو کي به د ولسوالۍ مرکز ته تلی او د هغه ځایه به ئې  خپل او د اکبر میاشتنۍ تنخاګاني دځانه سره راوړې، مګر دا ځل کور ته خالي لاس راغی. ملا نیک محمد چي د شپې کور ته راورسیدی، ډېر خوا بدی و.ما ښام ئې اکبر او خپلي خور ته کیسه کول:

-  یوډېر بد خبر مي را وړی دی.

کبر او خور ئې ورته وویل:

- خدای دي خپل فضل وکړي.

دوی ورته غوږ سول او وې وویل:

- وایه، خدای دی خیر کړي، څه پیښه ده؟

ملا نیکو په ډېر خفګان، وېري او وهم سره چي ناړي ئې  په حلق کي وچي وچي کیدې وویل:

- هیڅ مي باور نه راځي، اوس هم لکه خوب چي وینم، ولسوالۍ ته تللۍ وم، ښوونځی ته ورغلم، ما ویل که تحویلدار صاحب زما او ستا تنخاوي را وړي وي، اختر را روان دی ځیني را وا به ئې  خلم، او را به ئې  وړم. لاکن هلته په بازار کي لا چوپه چوپتیا وه، د ولسوالۍ په ښوونځی کي یوازي   د جانک زوی مست، مست ګرځیدی.

اکبر د ملا نیکو خبره ونیوله:

- هغه لنډی معلم یادوې؟

ملا نیکو ور زیاته کړه:

- هو، هغه لنډی یادوم، یوازي   هغه خوشحاله و، داسي پورته او کښته سرې سترګي ګرځیدئ. زه بیا د خدای نا خبره د پخوا په شان چي د هر معلم او مامور په لیدو به خوشحالیدم، له خندا څخه په ډکه خوله مي د ټولو سره روغبړونه کول، مګر ښوونکی را سره د تیر په ډول نه وو، څو زه هم د تحویلدار صاحب په څنګ کي   دا سي غلی کښینستم.

د تحویلدار صاحب څخه مي په کراره وپوښتل، چي تنخاګاني دي را وړي دي که نه؟ تحویلدارصاحب په هم داسي کراره پوه کړم چي تنخاګانی نسته. ملا صاحب خبره خرابه ده، ته وده چي خدای لا څه کوي. بیا ئې  نور هم چي څوک ئې وانه وري په کراره را ته وویل:

- ملا صاب وه ئې واژه!!!

ما وویل:

- څوک؟ څوک ئې  وواژه؟؟؟

تحویلدار صاحب پر خوله لاس را ونیوئ او زیاته ئې  کړه:

- فکر دي ونیسه...! د جانک زوی ته ئې اشاره وکړه، چي د ی در پوه نه سي. که درباندي اشتباهي هم سي ...هغه خو موږ او تاسي له پخوا څخه ښه پیژنو چي زوی نه و؟ اوس خو داسي معلومیږی چي دوی مړ کړی وي.

ـ ما هم په کراره ورته وویل: زاره دي را وچوله، څوک چا مړ کۍ؟

تحوېدارصاحب بیا په کراره ،کښته او خفه  اواز را ته وویل:

- ملا نیکو، ګوره؛ زه تا پیژنم او ته ما پیژنې... چي نه زه حزبی وم او نه ته.

- ما ور درسته کړه:هو، دا خو رښتیا ده. پدې خبرو نه پوهیږم، اوس خبره څه ده؟... ژر را ته وایه څه خبره ده؟

ده بیا را ته وویل:

ـ ملا نیکو! قسم په خدای که مي پرخوله راځي، داسي خفه یم لکه سکه پلار چي مي چا را وژلی وي.

بیا ئې  په سترګو کي اوښکی ورغړېدې. خبره ئې  وژول را وژول، خو اخر ئې  وویل:

- هغه سپین ږېرۍ نور، نور ئې  وواژه!!!

 -  زه بیا هم سم پوه نه سوم. ما هغه ته تسلې ورکړه چي خیردئ، د الله امر دی... اخر مي ورته وویل: څوک چا وواژه؟ هغه په ډېر تکلیف خبره پوره کړه او وي  وویل:

- تره کی صاب!!!

- د دې خبري په اورېدو سره زما هم د بدن وېښتان جګ ودرېدل، هکي حیران  پاته سوم  نور مي نه خولې کار کاوه نه لاسونو په ډېر مشکل مي ویل چا؟

تحویلدار صاحب سرکښته اچولی و د جانک زوی ته اشاره وکړه، او زیاته ئې  کړه، په ظاهره داسي معلومیږي لکه دوی چي!…مګر دا چي د چا په ټونګ به دغه سپین ږېری وژل سوی وي، زه هم نه پوهیږم.

-  زما تر سترګو هم بې اختیاره اوښکی را توی سوې، او له ادارې راووتم، مخ د بازار پر خوا راغلم. حکومتي مامورېن، سرتیري او حتا ټول خلګ خفه وو. په بازار کي خندا ورکه وه، یوه له ډاره ډکه فضا وه. زه هم له ډېره غمه پړسیدلی لکه ډک ټوپک په څه نه پوهیدم، بس دغسي سیده کور ته را روان سوم.

د دې خبر په اورېدو ټول غمګین سول. د لونګ چي په خبره سر خلاص سو، دی هم زیات خفه سو.

د لونګ مور سر سرتور کي، ښیرا ئې   وکړه، ويی وویل:

- هرچا چي د غه سپین ږېری سړی وژلی وي، خدای دي هغه په خپل عذاب ګرفتار کړي!

ټولو وویل:

-  امین، یا رب العلمین.

لږ وخت لا تیر نه و، چي د هیواد پر شمالی پولو سرې متجاوزي لښکري د میږیانو په شان زموږ پر خاوره را وبهیدلې او له هوا څخه را واورېدلې. زموږ په هیواد کي ټولي را غوړیدلي هیلي ئې  مړي کړې، د وطن حالات پر بل مخ واوښتل. د افغانستان په خاوره کي د پردیو لیري او نژدې هیوادونو پټو او ښکاره لاسوهنو زور واخیست.

*****

اه! دا دئ په کلیو کي چک چکه خپره سوه چي ښوونځی ته تلل کفر دی. د لونګ مور او پلار چي دا ګونګوسې وا ورېدې، زړه نا زړه سول، چي لونګ ښوونځی ته واستوي که نه. بل دا چي اکبر نوی د تنخا خاوند سوی و؛ ملا نیک محمد او د لونګ مور د واړو د ملا نیک محمد څخه وپوښتل:

- ملا نیکو، ته خو ملا ئې، یو ځل خو په قران کي ښه پسی وګوره، که رښتیا ښوونځی ته تلل او ښوونځی لوستل کفر وي، چي لونګ ځیني را وباسو.

ملا نیکو دوی ته  وویل:

ـ  خوري او اخښې! ما خو سبق لږ ویلۍ دئ، تر اوسه مي نه دي لوستي چي ښوونځی ته تلل او یا سبق ویل دي کفر وي. هلته خو کم څه چي ما لوستي دي او ما ته مي استاذ راښولي دي، وائې چي علم پر نر او ښځه

ـ دواړو- فرض دئ، بیا هم زه به دا ځل ښه قران شریف پر وګورم.

په هر ډول چي وه، بخت د افغانانو سره یاری و نه کړه. تر اختر څو شپې مخکي چي، اکبر، لونګ او دلونګ مورلا اختر ته هوسیدل. د ژوند اول اختر ئې  و چي پلار، مور او زوی درو سرو نوي کالي ورته لرل، خو  وائې   نه غوستل.

د ښوونځی، ښوونکي

او کتاب سوځنه

 

یوازي درې ورځي اختر ته پاته وې چي د لونګ د ښوونځی د سوځلو او د ښوونکې د وژلو دپاره وښوونځی ته یوه ډله مولونه وهلي څڼور ټوپکوال سړي ورغله. شاګردان د خپل ښوونکي ملا نیک محمد سره ټول د ټوپکوالو په ورتلو او لیدو سره وارخطا سول.

شاګردان او ښوونکی صاحب ملا نیک محمد نه پوهیدل، چي خبره څه ده؟ په دې وخت کي اجل نیولی چپراسي اکبر چي د غیرحاضرو شاګردانو لیست ئې  وړی و، هغه هم ښوونځی ته راورسیدئ. دوه غیرحاضر شاګردان ئې  هم د ځان سره له کورونو او کوڅو څخه راوستي وو.

دغو د خدایه نه بیرېدونکو ببرو، بد رنګو څڼورو، ږېرورو او ټوپکوالو په تونده او سپکه لهجه ومعصومو شاګردانو ته وویل:

- مکتبیانو! ژر سی، ژرسی  خپل دبغل ځولو څخه کتابونه، کتابچې، د قران سپارې، پنسلونه او د مشق هغه د لرګو تختې ټولي دباندې راوباسئ. دلته ئې  د سرای په منځ کي کوټه کړئ او په کوټو کي هواری سترنجۍ ګانی هم د سرای په غولي    کي د کتابونو پر سر واچوئ.

دې ببرو د لرګو جوړي دوې توري تختې هم ماتي ماتي کړې او د کوټه کړو کتابونو دپاسه ئې  کښیښوولې. شاګردانو هغسي چي ټوپکوالو ورته ویل، هغسي کول.

وروسته د څڼورو ټوپکوالو مشر چي د خبرو د لهجې ئې معلومیدله یو پاکستانی بې غیرته پښتون افسربه و، شاګردانو ته په پوچ ویلو پیل وکړ:

- سکول (ښوونځۍ) د کافرو دپاره دی، د مسلمانو د سبق ویلو ځای جومات (مسجد) او مدرسه وي.

تر چټیاتو ویلو وروسته ئې د معلم صاحب ملا نیک محمد او چپراسي اکبر لاسونه او پښې ور وتړل. بیا ئې هغوی د دغو کوټه کړو کتابونو او لرګو دپاسه کښینول؛ د قران مجید سپارو، کتابونو، کتابچو او نورو ته ئې  اور ور وا چاوه.

دا د هر انسان په خاصه د معصومو زده کوونکو له پاره عجبه د وحشت، وهم او بیري څخه ډکه یوه صحنه وه.

کله چي بیوزلو معلم ملا نیک محمد او اکبر د سوځلو څخه د لیري رغښتلو هڅه کوله، نو د پاکستان نوکرو ټوپکوالو د الله اکبر په ویلو پر هغوی ډزې وکړې او د ټوپکو په مرمیوئې دغه دوه مظلوم، غریب، بې    کسه، بیوسه مسلمانان ئې  غلبیل، غلبیل کړل.

دوی مړه  لانه وو، خو له حرکته ولوېدل. دا مسلمانان او پښتانه د اور په لمبو کي سوځیدل، نارې ئې  پورته اسمان ته ختې، څو چي کرار کرار ئې  اوازونه چوپ ،چوپ او ساوي ئې  ووتې.

کله چي د اور په سرو لمبو کي دا دوه غریب بې    کسه او بې  وسه افغانان لو لپه سول، ولاړو ټولو شاګردانو ژړل. له بیري ئې  اندامونه څه چي زامی هم کړپیدی. په خپل راتلونکې نه پوهیدل، چي د دوی سره به دغه ظالم ولاړ ږېرور، څڼور او ټوپکوال څه وکړي؟

 نورو ټولو ولاړو شاګردانویوازي دځان ژغورلو په فکر کي وه او ژړل ئې ، مګر د لونګ خپل ځان هیرو، په زړه نو بیا بې له یوه الله څخه بل څوک څه پوهیدل، چي پر ده به لا څه تیرېدل. ولي چي د دې واړه معصوم افغان ماشوم مخ ته د هغه یوازنی مهربانه پلار او ګران ماما د ټوپکو د مرمیو تر ضربې لاندي  او د سره اور په منځ کي په ژوندونی سوځیدل، ډېره دردونکې صحنه وه.

لونګ د خپل پلار او ماما له بدن څخه د وېنو فوارې، د هغوی ترخولو را وتلی نارې، غلبلې، خیزونه، د هغوی پر بدنونو د اور بلي لمبي او د هغوی لپه تکی په وېښو د سر په سترګو ټولي ولیدلې. ټوپکوالو د ملا نیک محمد او اکبر پر نارو او بغارو خندل او چا به لا د الله اکبر، الله اکبر ناره هم کوله.

 د دې صحنې لیدل د لونګ له پاره یو محشر و، محشر!!!

په دې ډول د پردو په لمسون او د پردو په خدمت کي ولاړو ټوپکیانو دلته خپله وظیفه سر ته ورسوله او له ښوونځی څخه ووتل.

 ټوپکوالو د تلو پر وخت د سرای پر دروازه یو لیک وځړاوه او ولاړل. کله چي ټوپکوال د ښوونځی څخه ولاړل، بیرېدلي کوچني شاګردان چي هر یو به د ښوونځی له سرایه دباندي را وتل، شا و خوا به ئې  وکتل، چي څوک نسته، نو په کوڅو، مځکو او باغونو کي د خپلو کورونو پر لور ځغستل. هیچا تر خپلو پښو لاندي  مځکه نه لیدله.

مګر لونک د خپل وړوکتوب او ماشومتوب سره سره د دې پر ځای چي د کور پر خوا وځغلي، هغه مخ پر اور ور وځغستل: د بابا، بابا، ماما، ماما ناری ئې   وهلې. د اور په پړندو ورګډ سو، په خپلو نازکو خپړو ئې   د سره اور له منځه د خپل پلار او ماما سوځلي اندامونه چي د اور لمبې لا په پوري وي، را ایستل.

پر درست جهان څوک نه وو، چي د لونګ مرستي ته ورغلي وای. د لونګ لاسونه، پښې او مخ په سرو پړندو، ایرو او دود تور د پلار او ماما سوځلي غوښي او سوځلو هډونو ئې   لاسونه تڼاکي او په پړوندو ئې   پښې هم کباب سوې.

لونګ یوازي هغه هډونه له اوره را اېستل چي غوښي به ئې   سوځل سوي وې. تر هغو ئې   په تنهائې د خپل پلار او ماما سوځلي اندامونه له اوره را اېستل،  څو چي مور ئې  له کلي څخه کومک ته راورسیدل.

د لونګ مور په کلي کي د ورغلو او بیرېدلو شاګردانو له خولې دغه غم لړلي خبر واورېدی. د لونګ مور هغه چي په کورونو او کلي کي به د دې د ښایست، ستر او حیا نقلونه کیدل، د دې غمجن خبر په اورېدو سره ئې  یو دم بې ارادې د پت ساتلو او ستر پرده څیرې کړله.

هغه څه چي خلګو به افغانیت او د حیا د خونديتوب وسیلې بللې، د لونګ مور دوی داسي مجبوره کړل چي هر څه ئې  لیري وغورځول؛ د لیونۍ په شان ئې  پوړنی په تخرګ کي ونیوه، لڅ مخ، سر توره، ببر سر او لڅې پښې په کوڅو کي مخ د ښوونځی پر خوا ئې داسي راځغستله، لکه یو وحشي زمرۍ چي په ښکار پسي ځغلې.

د لونګ مور د سترګو په رپ کي د ښوونځی دروازې ته ځان ور ورساوه. د ښوونځی دروازه خلاصه ولاړه وه. هغه په دروازه همداسې ښوی ورننوتله. ګوري چي د سرای پرغولي د مور نازولی ښایسته لونګ د اور د تورو پړندو په دا منځ کي په دود او ایرو لړلی د پلار او ماما په سوځلو هډو پورې لکه سورکی میږی مښتی او د اور له منځه سوځلي هډونه را کښوي.

د لونګ مور هم سمه په پړوندو ورګډه سوه او په خپلو سرو لاسونو او سپينو مړوندونو ئې  سوځلي هډونه له اوره را ایستل.پر زوی او مور باندي غم او درد دونه غلبه کړې وه، چي نه لونګ او نه يې مور د خپلو ځانونو د سوځلو پروا لرل.

د دواړو، مور او زوی اوښکې په سترګو کي وچي سوي وې، نور ئې   اصلن په بدن کي اوبه نه وې. د زړه له سخت درد او خفګان له امله ئې   د خپلو سوځلو لاسونو او پښو سوزش، او د تڼاکو درد هیر وو. د لونګ غمجنې مور هم د خپل میړه او ورور سوځلي هډونه په خپل پوړني کي را واخیستل. لونګ ئې   تر لاس ونیوئ،  د خپل کور پر خوا چي اوس نو کور ورته  کورګی و، را رهي سوه.

د کلي سړي، ښځي او ماشومان له خپلو کورونو نه را وتل. داسي یو ماتم او چوپتیا خپره وه، تا به فکر کاوه، چي ټول کليوال مړه یا ئې  له کلي کډه کړې ده او کلی   د سړو او مړو خالي او تور دی. د لونګ مور په ساندو ساندو کي ویل:

- را وه ئې  وژل ورور او پلار د لونګ جان

زه ئې  کړم کونډه او یتیم سو زما جانان

پر تاسي د ي له غیبو او له اسمانه ټکه  پرېوزي

چی اخته ټوله په ویر سئ د خپلوانو او د ځان

را وه ئې  وژل ورور او پلار د لونګ جان....

تردا وخته لا درست کلیوال پر ځای وو. په کوڅه کي یوازي دوه سوځلي او دردېدلي یوه مظلومه ښځه او بل کوچنی بې ګناه ماشوم، هغو دواړه هم  فقط یوازي   یو ګړی مخکي مړوښی ښځه وه، اوس کونډه ده او زوی ئې  لونګ  دپلار د مهربانی څخه بې برخي یو یتیم سو، را روان وو.

 په درست کلي هیڅ انسان او مسلمان نسته،مرسته څه چي یو د رحم ږغ پر وکړي. میړه ئې  د ښوونځی د چپراسي او ورور ئې   یو ملا امام او د ښوونکي په ګناه وژل سوي وو.

 دوی په دې نه پوهیدل چي څنګه، چیري او چا د دوی د وژلو فتوا ورکړی وه. او ولي د دوی د مرګ پچه را وختله، دا فتواګران څوک او تطبیق ګران څوک وه؟

په دې خبره چي څوک مسلمان او څوک کافر دی، هر څوک ښه پوهیږی؛ مګر جبر داسي ظالم دی چي هیڅوک نه پوهیږي؟

 

***  ***  ***

اوس خو ټوپکوالو د ښوونځی په دروازه یو لیک ځړولی دیئ. هغوی په لیک کي لیکلی د ي:

- دا دوه خلګ چي د کفری حکومت سړي وو، دشرعي محکمې په امر موږ ووژل. د شریعت په حکم او د الله پاک حد پر جاري کړ، د دوی جنازه او هدېره څوک نسي کولای.

لونګ او مور ئې   د خپلو دوستانو سوځلي هډونه خپل کورګي ته ورسول. د لونګ مور په خپلو ښځینه سوځلو، تڼاکو او زخمي  لاسونو او لونګ په خپلو کوچنیو سوځلو او تڼاکو لاسونو په داسي حال کي چي تر کوچنیو او نازکو ګوتو ئې  وینی بهیدلې، په مځکه خپړي   ولګولې، د سرای د غولي    په منځ کي ئې   مځکه وکيندله، د دواړو - نیک محمد او اکبر- هډونه ئې  یو ځای په کښي پټ کړل.

په دې ژړ مازېګر پر ټول کلي  یوه چوپتیا خپره وه؛ ټول وګړي لکه چي  دمرګ په خوب بیده وي. سته داسي څوک چي غم نه پیژني، له غمو څخه بې خبره وي. ځیني واقیعتونه د با احساسه انسانانو په زړونو کي توفانونه را زیږوي.

لونګ او مور ئې   له غمه ډک زړونه د قبر شا و خوا تاوېدل را تاوېدل. اما هغه وخت چي پر سوځلو هډونو ئې  خاوري    وا ړولې او د قبر خوله ئې  پټه کړله، ور سره سم لونګ هم نور خپله خوله وتړل اوچوپ سو، هیڅ خبري ئې  نه کولې. د لونګ مور په لوړ اواز وویل:

- وروره، په تا او اکبر څه وسول؟ تاسي څه کړي وو؟ ولي خبري نه کوي؟ ای بې    وفا دنیا،.. ای د خدای ظالمانودا په موږ مو څه وکړل؟

مور او زوی دواړو شپه د پټو کړو هډو سره په ژړا تیره کړه. لونګ  دخپل پلار پر قبر پر هغه لنده خاوره پړ مخي پروت و، د ډېري ژړا څخه ستړی او خوب وړی و. مګر مور ئې هلته په ژړا شپه روڼه کړل. سهار ګوري چي لمر د پخوا په شان لکه نوري ورځي چي به پر وخت راخوت، په هغه ډول ئې  بې پروا خپله رڼا خپره او کرار کرار مخ پر لوړه خوت. د لونګ مور حیرانه وه، چي لمر ولي زموږ په غم غمجن نه دی. ولي ئې  زموږ په شان مخ تور نه دی. هغې لمر ته ډېر وخت کتل وکتل؛ بیا ئې  لمرته په اشاره وویل:

- ستا دي د ا سورمخ داسي تک تور سي لکه زما د میړه او ورور چي اور ور تورکړله هډونه.

د لونګ مور بیا خپل زوی لونګ په غیږ کي ټینګ ونیوئ،  پر مخ ئې  مچ کی، په خپله لمن ئې  د لونګ د باړخوګانو څخه خاوري    او خټي    لیري کړې. د لونګ د لاسونو او پښو تڼاکو ته به ئې  و کتل چي ویني ځیني را بهیدې نو په کرږو، کرږو به ئې  وژړل.

بیا ئې  لونګ ته وویل:

- ای زما د زړه سره! ای زما د سترګو توره! اوس نو یو ته ئې  چي زما د سر تاج به يې! زه پردې په غم لړلي لوی او ارت جهان  کي پرته له تا بل څوک نه لرم. او ته بې له ما بل څوک نه لرې. ته خو را سره خبري کوه.

- ته ولي چوپ سوې؟

-زما څخه مرور سوی ئې؟

مور ئې  زیاته کړه:

- زویکه! زه ستا مور وم، سر له دغه ګړیه ستا پلارهم سوم. زه به ستا ټولي هیلي پوره کوم.

لونګ لکه چي د مور خبري نه اورېدي. داسي ډوب تللۍ و. هغه یوازي   دا یوه خبره وروسته تر اوږده نفس اخیستلوتکراروله:

- بابا، ماما!

مور او زوی کری ورځ او دغه شپه ټوله د سوځلو او ښخ کړو هډونو سره په ژړا سهار کړه.

د اکبر او کورنۍ څخه ئې هغه د اختر دپاره راوړی نکریزي، د اختر میوه او نوی کالي، هر څه هلته پر ځای پاته سول.

 سترګي خو به بې له شکه چي نعمت وي، هغه چي زړه سواندي وي او هرو هغو سترګو چي د غه صحنه لیدلې وي، هغو ته نو سترګي نعمت نه، بلکي قیامت وي.

*****

نن اختردئ. لونګ ته چي مور کالي    ګنډلي و، بې اغوستلو پاته سول.  د لونګ چي سترګي پټي سي، هغه صحنه ئې   په مغزو کي راسي، یو دم یو ناره وکړي:

- بابا، ماما!

د لونګ مور هڅه کوله د لونګ له فکره دغه صحنه وباسي. نور لونګ یوازي د خواري مور د سترګو تور دی. مور به ئې   د هر ځل ور ږغ کولو سره ورته ویل:

- لونګه زویه، ستا بلا خو دي پر ما سي.

خو هغه خوشحاله او شوخ هلک داسي زهیر و،  چي شوخي ئې  نوره نه پیژندله. مور خو ئې  له پخوا څخه د لونګ د هري شوخۍ په مقابل کي ترېو تندی، بده خبره او ښیرا هغه ته تر خوله نه را وتل؛ اوس ئې  مور "نذر" واخیستی چي د خپل ژوند تر پایه به د خدای ج د رضا او لونګ ته د اوږده ژوند په هیله هره د جمعې شپه او د جمعې ورځ ثوابي روژې نیولې.

خو د لونګ له ذهنه هغه صحنه چي د بد رنګو، ملونو وهلو ټوپک سالارانو د دوی په ښوونځِی کي د ده پلار او ماما بې    ګناه او په ظالمانه ډول وویشتل او د اور په لمبو کي ئې   وسوځل، هغه صحنه چي د پلار بدن به ئې   د هري مرمی د لګیدو پر وخت ټوپونه وهل او مولونو وهلو به الله اکبرونه ویل او خندل به ئې، نه هیرېږي. د هري مرمی وېشتلو سره به د وېنو فواره را وبهیده.

د هغه کتاب چي لونګ ئې   د زده کولو سره مینه لرله، هغه کتاب سور اور سو؛ د ده مهربانه پلار او ماما ئې   وسوځل. د لونګ په ذهن کي دا صحنه واخښل سوه. تر هغې ورځي وروسته په کلیو کي نور د کتاب ویل، د لیک زده کول او قلم په کور کي لرل، د کفرعلامه او د واجب القتل دلیل سو. له دغي غمجني پیښي وروسته، په کور کي د مکتب د کتابونو لرلو د ډېرو افغانانو سرونه له تنه جلا کړل.

د لونګ مور چي لا  خپله عده پوره  کړې نه وه،لونګ کرار کرار پر خبرو راغی؛ د لیکلو او حساب سره ئې  مینه بیرته را ژوندۍ سوه. بې    له قلم او کاغذ لرلو څخه ئې  پر مځکه د لاس په ګوتو، د لرګو او خاشو په واسطه څه لیکل او مخ ته  به تلۍ.

لونګ د خپلي مور د کوټواله هګۍ وه. لونګ لکه نوم چي ئې   لونګ و، په هغه شکل مور ته د لونګو بوټی سو. په خپلو همزولو کي به له لیري ځلیده. هغه هر چیري او په هر څه چي به بوخت و؛ پلار، ماما او د هغو بیګناه وژنه او سوځنه ئې  له فکره نه وتل. په تیره بیا پلار.

 ځکه پلار به ئې   هر وخت چي سهار وختي له کوره وتۍ، که به لونګ بیده هم و، ده به ئې   پر سره لاس تیراوه او پر تندي به ئې   مچاوه. لونګ اته کاله د پلار د لاس تیرولو او میني سره عادت نیولی و.

د لونګ مور ته د خپل میړه هغه خبره ور په یاد سوه، چي یوه ورځ د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته راغی او وئې ویل:

- ښځی! دغه زموږ د ملا نصیحت نن داسي بل ډول و، د لمانځه تر ادا کولو وروسته ئې  وویل:

- د قیامت علایم معلوم سول، د مسجد سره د خلګو مینه کمه سوه، د مکتب سره مینه زیاته سوه.

یوه ورځ د لمانځه تر دعا وروسته، ملا صاحب اکبر ته کرار پسته مګر درنه ژبه په مانا داره شکل ویلي و:

- اکبره! ته غریب سړی ئې،  ستا سره نه ښائې چي زوی دي مکتب ته ورکې. مسجد ته ئې  را استوه چي سپاره ووائې، کلمه او لمونځ زده کړي، ښوونځی ته ئې   مه استوه.

د لونګ پلار په کلي  کي غریب سړی و، هستي، نیستي او ټوله شتمني ئې   د انګورو څلور جويې باغ او دوی بې  له چار دیوالۍ زړې خوني له پلاره څخه په میراث ورپاته وې. د باغ اوسول (حاصل) ئې   د ومره نه و. هغه ملا صاحب ته یوازي   یو من وچ کشمش ذکات ورکولای سوای.

د همدغه غریبی له وجهي تربرونه، کلیوالو د نوی ملا په درولو او د زاړه ملا په لیري کولو کي هم نه پوښتئ. ملا صاحب هم په داسي موقف کي ولاړو کلیوالو ته په زیات ارزښت قایل نه وي. اوس خو ملا صاحب ټوپک لا هم لري.

د لونګ مور او پلار هغه وخت پدې خبره پوهیدل، چي د دوی په اولاد پیدا کولو په تیره بیا د لونګ غوندي  زوی په لرلو ئې   تربرونه خوښ نه وو.

د لونګ پلار د شپې د ملا صاحب دا خبره چي د ه ته ئې   په مسجد کي کړی وه، د لونګ مورته وکړه:

- دا زوی دی مسجد ته را استوه چي سپاره ووائې، لمونځ او اودس زده کړي!!!

د لونګ مور چي د میړه له تربرو څخه ښه زړه نه لاره، د لونګ تر زوکړي مخکي څو ځله مخامخ دا  خبري له هغوی څخه اورېدلي وې چی بې  زویه او دوچي ښځي په نوم  ئې یادول. د لونګ مور د خپل میړه د تربرو مخامخ او پسی شا خبري اورېدلي وي، چي ویل به يې:

- اکبر زوی نه لري، میراث دی.

د اکبر تربرونو به د اکبر د باغ، ښځي او کالو ویش تر خپلو منځو کاوه. اوس چي  دلونګ مورته هر څوک د لونګ په هکله ښه خبره هم  کوي، دا شک کوي چي پدې خبره کي نه چي د تربرو لاس وي، د خبري منفي اړخ به ئې  ښه سنجوی.

د لونګ مور چي هیڅ وخت ئې   وخپل میړه ته خبره نه ورغبرګوله او د هغه خبره ئې   پر مځکه نه اچوله، مګر دا ځل ئې  میړه ته ویلي و:

- زه خپل زوی ښوونځی ته نه اچوم، لمونځ زه خپله ورزده کوم، شکر قران شریف مي زده دی، د ملا خبره  پرېږده.

د لونګ مور ته هر ګړی هغه د میړه خبري ورپه یادېدې او ارمان  به ورته درېدئ، او باورمنده کیدله چي هغه وخت لا دغه د ملا خبره چي زوی دی مسجد ته را استوه، بې مقصده نه وه.

دا دی تر خپلي عدې پوره کیدو مخکي چي خبره تربرو ته ورسیږی، یا تربرونه د لونګ مور ته څه ووائې، او یا ئې کوم یو ځانته په نکاح کړي دې د خپل زوی سره تصمیم ونیوئ،  چي نور باغ، کور،هدېره  هیره او پرېږدي، پر یوه نامعلومه خوا وتښتي.

ښځه د خپل زوی لونګ سره د شپې په تیاره کي له خپلي خوني راووتله، د ورور او میړه قبر ته د لونګ سره ودرېدله، د دوی څخه ئې رخصت واخستی پر هغه خاورو ئې  سجده وکړه، خاوره ئې  مچ کړه.

لونګ هم د پلار او ماما د قبر خاوري په خپل مخ پوري وموښلې، بیا ئې  د خدای په اماني ځیني واخیستله او خپل پلرنی کور، کلی  او د خوارۍ ګودړان ئې   پرېښول. د لونګ مور په زیات ارمان سره  داسي وویل:

د کتابونو په اور

را ومو سوځل میړه او ورور

قسمته دا څه دي وکړل؟

چی  پرېږدم خپل کلۍ، کور

دکتابو نو په او....

لونګ هم چي د خپل پلرنی میني څخه تلۍ، څو ځله به ئې  تر شا شا خپل کور ته ورکتل، خپل کلی، کور، هدېره او باغچه ئې  ارمانیدل.

 

پلرنۍ مينه خوشي کول

 

مور د خپل زوی لونګ سره د شپې په تیاره کي د خپل کور او کلي  څخه لیري بل پردي کلي  ته ولاړه. اوس نو دوی په دغه نوې کلي  کي د هیچا هیڅ هم نه دي او څوک ئې  په پلار او نیکه هم نه پوهیږي. پدې پردی کلي  کي یوه خدای پرسته ښځه اوسیدله، چي دهغې میړه څو کاله مخکي مړ او دا کونډه سوې  وه. سر او نیم سر واړه اولادونه او د میړه څخه باغ او پټی ورته پاته و.

 دغی کونډي ښځي د خپلو خونو په څنګ کي ولونګ او مور ته د اوسیدو د پاره یوه خونه ورکړه. د لونګ مور چي د خواریو سره د وړکتوب څخه بلده ښځه وه، اوس چي کونډه او د بل همسایه سول، نو د نر میړه په شان ئې   کار ته ملا وتړله. ساده خړ پرتوګ ئې  واغوستۍ، پوړنۍ ئې   هم تور پر سر کی، وېښتان ئې د ایله پر ځای ټنګي کوَڅۍ کړلې، ځان جوړول ئې   لا وختي پرې اېښي وه.

لونګ هم شکر دی تکړه او په ژبه پوه هلک دی. هغه ته خو سمدستي    خواري پیدا سوه؛ د کلیوالي کونډي پنځه وري پیائې. هغه خپل نس وا ړاوه. مور ئې  هم ارامه کښینه نستل، ژر ئې په کلیوالو ښځوځان پیژانده. دې هم د پخوا په ډول کار شروع کی. کلیوالو ښځو به وخت نا وخته د خپلو کالو منځلو په ورځ مرستي ته ورغوښتل، تر کالو منځلو وروسته به ئې  څه لاس ور ته نیوئ.

نور نو د لونګ مور د هر ډول ورپیدا سوو خواریو څخه مخ نه چپاوه. د هر کور کالي به ئې  پرېولل،غړکی به ئې ور شربلې، تلتکان به ئې   ورګنډل، وړۍ به ئې   ور شنلې، ډوډۍ به ئې   ورپخولې او یا کله چي به ښځو خپل کورونه پاکول، نو د مرستي له پاره به ئې   د لونګ مور وربلل.

 د کار تر تمامیدو وروسته به ښځود لونګ مور ته پر لږ لاس نیولو سربیره، پاته سوی خواړه، څه چای او بوره هم ورکول. د لونګ مور ژر د دې کلي  د ښځو په منځ کي پدې مشهوره سوه، چي یوه مسلمانه، د باور وړ او نه لاس وهونکې ښځه ده.

د لونګ مور هم خپل یوازنی زوی لونګ ښه نازاوه او د هغه روزني ته ئې  پام  کاوه. ځکه دا پوهیدله چي زیات شمیرپه نس ماړه بې علمه خانان او په تیره بیا دغه نوی د پاکستان  پلاس روزلی افغان ټوپک سالاران او پیسه وال پاک نفس خلګ نه دي. همیشه د لونګ د مور دا خبره وریادېده، چي د لونګ پلار به تل هغې   ته ویل، شکر به کاږو چي زوی لرو، زما تر مرګ وروسته به زما مینه توره نه پاته کیږي او زموږ د کاله څراغ به لګیدلئ وي.

د لونګ مور ته دوه شیان لکه: پر ځان باور او د لونګ ملګرتیا هر څه وو. لونګ هره ورځ د ورځي پسونه پیول او ماښام ستړی چي به کور ته راغی، څه سبق ئې  هم وایه او بیا به د خپلي مور په څنګ کي پر هغه نازکه نغا ړه کي  پرېوتی. مور او زوی په دواړو یو زوړ تلتک لاره.

لونګ به په هغه ورځ خوښ و، چي مور به ئې   د کالو، مینځلو او یا تلتک ګنډلو پر ځاي، و یوې لوی میلمستیا او یا کلیوالي ښادیو ته د کار او پخلي له پاره وربلل سوی  وه. د شپې به لا لونګ تیاري نیوله، ځکه په هغه ورځ به ئې   مور د نورو ورځو خلاف ډېره وختي له خوبه پورته کیدله، د لمانځه تر ادا کولو وروسته به ئې   سمدستي    خپل زوړغټ پینه، پینه تور پوړنی پر سر او خپلي زړې کلوښي به ئې   په پښو کړې، لونګ به ئې   هم سهار وختي له خوبه را وېښ کړ.

لونګ به د لمانځه تر ادا کولو وروسته سهار وختي د بډائې ښځي پسونه څړ ته بوتلل او اومه کی غرمه به ئې  ماړه کور ته راوستل. هغه به د پسونو د شپې خوړلو دپاره څه واښه هم ورسره راوړل. بیا به ئې نو په بیغمه زړه سره خپله سپاره په څنګ کي ونیول او خپل زوړ کړوپ، روئې بې سر پوښه دیګ د ځان سره واخیستل او هغه کور ته به تلی چي مور به ئې  چیري کار کاوه.

که څه هم چي لونګ نو اوس نامي خدا د بدو سترګو دي په امان وي، نژدې د دولس دیارلسو کلونو ښه غښتلۍ هلک دی، خو د مور یو زوی دئ.  کلیوالي ښځي هم د لونګ څخه پلو مخ ته نه نیسي.

د لونګ مور مجبوره وه، تر هغه کوره ځان وختي ورسوي چيري چي د ا به کار ته وربلل سوی  وه. ځکه د وړو اخښل او د کور جارو کول، هغه کارونه دی چي د سهار تر ناري مخ ته باید وسي. د لونګ هغه ورځ د خپلي مور سره ښه تیرېدله، کوم چي په هغه کور کي به د ده همزولي هلکان او نجوني زیاتي  وي. د ډول ډول نجونو او هلکانو سره به ئې   لوبي  کولې. د ټولو همزولو هلکانو او نجونو لونګ خوښ و. د لونګ مور د کلیو هکانو او نجونو خاله بلله او لونګ ئې   د خاله زوی لونګ چي ښه هلک و، حتا د ټولو کلیوالو ښځو هم خوښ و.

 د ډېرو ښځو د لونګ رنګ څه چي د هغه بشپړي، سمي، پوره او هوښیاری خبري خوښي وې. هر یوې غوښتل د ده سره خبري وکړي. په هره ښادي کي د لونګ مور ته کلیوالو ښځو نصیحتونه کول، چي خواره مه سي، دغه زوی ته دي سپلني دود وه، له بدو سترګو دي په امان وي، بدي سترګي سته چي له نظره  ئې   نه کړي.

د شاه اغا له زیارته څخه ور ته د نظر تور بندونه راوړه او ور په غاړه کوه ئې.

لونګ هم د خپلوهمزولو نجونو او هلکانو په منځ کي د هري لوبي  په سر کي میراو وي. د کلیو ښځو به خپل تر منځ د لونګ د مور د خوا پاکۍ او چابکۍ صفتونه کول. کله نا کله به کلیوالو ښځو د هغې   په غیاب کي یوې بلی ته سره وویل:

-  فلانۍ خواره مه سې،خوري! ته خو یو ځل پر خاله ښه پام وکه، کار ئې   څه کوي ځوانه جانه(جهانه) هم ده، په رنګ کي هم جوړه نه لري.  داسي معلومیږی چي د ا له ذاته اُپره نه ده، کوم مصیبت وهلې را معلومیږي.

د لونګ مورد خپل مجبوریت له مخي د خپل ژوند په غم لړلئ داستان هیچا ته نه سوای  ویلای. په هر صورت، د ښځو ځانګړتیا خو دا ده چي د خپل میړه په مخکي د پردۍ ښځي د کمال خبري نه کوې رنګ خو لا  پرېږده. مګر د هغو ښځو چي میړه ئې  درې،څلور ماینې  لري، هغوی بیا دا خیال نه ساتي. دا چي څنګه د بد مرغه قوماندان ترغوږه د لونګ د مور د ښایست خبره ورسیدله، معلومه نه ده.

 د لونګ مور د کلیوالي ښاديو په هر شپه، سره له دې چي د کار تر ختم وروسته  به که هر څونه زیات نا وخته هم سو،دې ترخپلي خوني ځان رساوه.

له هغې   ورځي څخه چي د قوماندان تر غوږه  د لونګ د مور د ښایست خبره رسیدلې وه، نور ئې خپلي ښځي هیري  وي د لونګ د مور په فکر کي ډوب و، چي څنګه به وي؟ کله به ئې لاس پر برسي. د لونګ مور د قوماندان په کږو کړو پوهیدله.یوه شپه چي د لونګ مور د ټوپکوال قوماندان کور ته د کار له پاره ور وبلل سوه، د لونګ مورد ځانه سره ویل:

- یا الله! پر تا ځان سپارم؛ له هري  بلا ما او بچی مي را ساته.

بیا ئې په ډېر افسوس سره  وویل:

- یا زما ربه! موږ دي هم بنده ګان یو؟ که نه؟ غریبي د ې ځان وخوري، د یوې ګولې ډوډۍ له پاره مي د پردو د کورونو وخواریو ته ځان اچولی دئ.بې غیرته والله که یم، خو بې کسه او بې وسه یم. پردی کلی  دئ، سر توره خو دي کړم، بې کوره خو دي کړم، یوازي د عزت په ساتلو کي را سره مرسته کوه!

بیرته ئې وویل، دا هم د شکر ځای دئ چي لونګ  زوی خودي را کړی دئ.په لونګ مي زړه تکیه دئ، پدې توګه ئې خپل ځان ته تسلا ورکړه چي ځه شکرلونک خو را سره دئ.

قوماندان د څلورو معلومو اورتو (عورتو) خاوند و، زیاته حرامه شتمني ئې  را ټوله کړې وه. سربیره پر دا ټولو چي لرل ئې، بد ارواح او په هډ و نا پاک سړی هم و.

دغه قوماندان به تل د سترګو تر کونجو هري ښځي ته کتل. د لونګ مور چي د ده د ښځو له خوا هر ځل وکار ته وربلل کیده، قوماندان به د لونګ مور ته پرته له اړتیا یوه خبره کوله او پدې ډول به ئې  په هغې   باندي ځان لیدئ.

د لونګ مور د خپلي حیا ساتلو په منظور د قوماندان څخه مخته  پلو نیوی. د هغه خبره به ئې   داسي تیره کړه، لکه هیڅ چي ئې  نه وي اورېدلې.

قوماندان ته خو خپلو ښځو د میړه په سترګه نه کتل؛ لکه هرو ډېرو ماینو لرونکو میړو ته چي ئې   ښځي د میړه په سترګه نه ګوري. نو ئې   د میړه په کږو تلو او کږو کړو خوا نه بدېده په داسي حالت کي را ګیری ښځي له خدایه غواړی چي خاوندان ئې   پر یوه بلا وا وړي.

په دې شپه چي د قوماندان د کشري او ګراني ښځي پلرګنۍ او خورلڼي میلمنې وي. اول خو دا چي میلمنې ښه ناوخته راغلې. ډوډۍ ناوخته وکښل سوه. د چای څښلو، د لوښو منځلو او د دالانچې پاکولو ښه زیات وخت ونیوي، په اسمان کي سپوږمۍ تر سر اوښتې وه. ایله چي د لونګ مور لوښي او لرګي سره ټول او له کاره فارغه سوه.

لونګ هم کله چي نور کوچنیان او همزولي ئې  بیده سول، راغلی و، د اور په دالانچه کي چیري چي مور ئې  په کار بوخته وه، بیده سوی  و. د لونګ مور یو څه د وریجو کوینی موینی، سوځلي د نه ساتلو وړ پاته سوي خواړه په خپل روئې د یګي کي واچول، غوښتل ئې  چي د قوماندان له ښځي څخه رخصت واخلي. بیا نولونګ له خوبه راوېښ کړي او خپل کور ته ولاړه سي.

نور نو نژدې دی د سهار پیرونې را پورته کیږي؛ د قوماندان ګراني  او نازولي ماینې  چي د ټول کور واکداره وه، د لونګ مور ته وویل:

- خاله! ته یو ځل ماتله (معطله) سه، لونګ د خوبه مه را وېښوه.

 د دې خبري کولو وروسته، ښځه د خپل میړه د خوب خوني ته ورغله، میړه ته ئې   وویل:

- که ستا خوښه وي، ښه هوا ده، ټول کوچنیان بیده دي، دا میلمنې به یوساعت په باغچه کي وګرځي، لوی ښځي دي، ګلان او بوټي دي نه ماتوي. د لونګ مور به دلې زموږ تر بیرته راتلو پر کوچنیانو پام کوي.

قوماندان چي په زړه پاک سړی نه و، هغه چي د لونګ د مور د یوازي پاته کیدو ئې واورېدل، نو هغه څه ئې   ور په یاد سول، چي له ښځو ئې   اورېدلی و:

-  د لونګ مورځوانه او په رنګ ښایسته ده.

د قوماندان نور خپل باغ او باغچه هیرسولٍ، شرمښ له خدایه څه غواړي؟ باد او باران.

قوماندان له خدایه دا ساعت غوښتئ. په زړه کي خوشحاله سو، ژر ژر ئې   خپلي صدرۍ ته لاس کئ، له جیبه ئې   د باغچې د قلف کلی  را وایستلې او خپلي کشري ماینې  ته ئې   ورکړې.

د قوماندان ښځه راغله، د لونګ مور ته ئې   وویل:

- یوازي د یوه ساعت د پاره لا پاته سه، ښه هوا ده، کوچنیان ټول بیده سوي دي، ایله چي میندی ئې اوس لږبې غمه سوې، موږ یو ځل دا باغچې ته ورځو او ته په کور کي پر دغه کوچنیانو پام کوه، موږ ژر راځو.

د لونګ مور ناچاره وه، و ئې  منله او خپل کور ته له تلو پاته سوه. کله چي ټولي ښځي باغچی ته تللې، د قوماندان هغه مشره ښځه لنډه له نورو ښځو څخه را وګرځیده او راغله د لونګ د مور سره د اور په دالانچه کي کښینستله. ځکه د هغې د خپلي بني د میلمنو سره وړ نه وتۍ، د لونګ مور هم د دې ښځي په پاته کیدو خوشحاله سوه؛ ځکه هغه یوازي   بیرېده.

تر لږ خبرو او مجلس کولو وروسته، د اور دالانچه ګرمه وه، د قوماندان مشري ښځي ته خوب ورغی دالته د لونګ څنګ ته  پرېوته او بیده سوه. د دې ښځي او میړه تر منځ د میړه توب او ښځیتوب خوند لا ډېر وختونه مخکي نه و.

د لونګ مور له یوې خوا نا ارامه وه او له بلي خوا ښځو ورته پرې اېښي کوچنیان، ټول د لوی سرای د غولي په منځ کي پرخټینه تنګاچه بیده وو. نوکله چي د قوماندان مشره ښځه (د کوتري مور) دلته د اور په دالانچه کي د لونګ د اړخه سره بیده سوه، د لونګ مور دا او لونګ دواړه بیده پرې ښوول او خپله د تاوده دالانه را ووته، د باندي پر تنګاچه د ماشومانو په منځ کي پرېوته.

له بیري او تشویشه خوب نه ورتۍ، او پرځای وېښه پرته وه. په همدې وخت کي ئې ولیدل چي په غم لړلۍ قوماندان په تلوار لکه د مني د وروستیو شپو وږئ لیوه چي په ښکار پیدا کیدو پسي سر ګردان ځغلي په هغه شان سر تور سر، ببره ږېره او توپنګچه په لاس د خپلي خوني د باندي راووت او سیده د اور د دالانچې پر خوا ورغلۍ.

د سد دسره تللۍ او سترګو ئې سم نه لیدل ؛ فکر ئې  کاوه، چي د کور ټولي ښځي باغچې ته تللي دي، یوازي   د لونګ مور پاته ده او د اور په دالانچه کي پرته ده. د اور دالانچه څه توده او لږ تیاره وه. ده په دالانچه کي  دومره ولیدل چي ښځه د لونګ په خوا کي پرته ده. فکرئې کاوه چي  دغه د لونګ مور ده.

بس پر ښځه ئې  ځان واچوۍ، او ورسره  پرېووت... ښځي هیڅ مخالفت و رسره ونه کئ،  خپل ځان ئې  چوپ نیولی و. قوماندان پدې فکرکي سو، چي ښځي له بیری ئې ځان چوپ نیولی دئ.ده خپل کار وکئ. تر پایه پوه نه سو، چي دا ئې  خپله ښځه وه. د غلا، بیري او وهم خبره وه. وروسته ژر خپلي خوني ته ولاړ.

ډېرخوښ پدې سو، چي د ده په فکر د لونګ مور مخالفت ور سره و نه کۍ. لږ وروسته چي ټولي ښځي د باغچی څخه بیرته  کورته راغلې.

د کوتري مورد قوماندان مشره ښځه هم د اور دالانچی څخه ور ولاړه سوه، خو ښه خوشحاله په ښځو ګډه سوه. بیا خپلي خوني ته ولاړل.

د لونګ مور چي د سرای په منځ کي پر تنګاچه وېښه پرته وه، هر څه ئې   د سر په سترګو ولیدل او ښه پوه سوله چي بلا وه، برکت ئې   نه. هغې   له ځانه سره وویل، ګوره، چي د کومو ښو اعمالو له برکته خدای (ج) د درنده او وحشی حیوان له برېده  ئې روغه اوسالم. وساتلم.

بیا ئې   هم له بیري ټول بدن رېږدېدئ، په سړه هوا کي توده تبه پر راغله، په خولو کي لنده خیشته سوه،خبري ئې سمي نه سوای کولاي، غوښتل ئې   چي اجازه واخلي او کور ته ولاړه سي. پدې وخت کي قوماندان له خپلي خوني څخه خپلي ګراني  ښځي ته ور ږغ کړل:

- ښځي! تاسي  راغلاست؟

ماینی ئې :هو، راغلو!

قوماندان زیاته کړه:

- دغه د لونګ جان مور نن د اشپزۍ او لوښو منځلو سربیره، ستاسي ډېر خدمت و نه کئ؟ په خدای چي دا ډېره مسلمانه ښځه را ته معلومیږي،یوه  د پټی خولې میرمنه ده. که کوم اضافي کالي مالي وه لرې، یوه جوړه ورکړه، زموږ به خیرات سي او د دې به یوه پرده په وسي. دغه سل روپۍ هم زما له خوا ورکړه؛ داسي د پټي خولې میرمنه والله که تر دا اوسه پوري ما د مزدورانو په تخم کي لیدلې وي.

 خدای سته د قوماندان پردې مهربانۍ او د لونګ دمور پر وارخطا ګۍ دهغه کشر ښځه لږ اشتباهي سول. څه ئې و نه ویل .د لونګ د مور په زړه نو یو پاک الله خبر و. حلق ئې   وچ وچ کیدئ. هغه بې خوبه، بیرېدلی او حیرانه پاته وه چي اوس څه وکړي، څه ووائې، چا ته د زړه غوټه خلاص کړي او څه ئې   له وسه کیږي؟ هغه اوس سل په سلو کي باورمنده سوه چي قوماندان لاس نه اخلي ځکه ئې ورته سلګون ورکړئ.

هر ډول چي و، هغې   خپل زوی لونګ له خوبه راوېښ کړ، د پاته سوو سړو خوړو ډک دیګ، او د قوماندان د ماینې  ورکړې د زړو کالوغوټه ئې  را واخیستل او د لونګ سره یو ځای د قوماندان د کلا د دروازی تر ولاړ ټوپکوال را تیره سوه.

د لونګ مور د خپل زوی سره په تیاره کوڅه کي د کور پر خوا روانه وه او چورتونو پر سر اخیستي وه، لاری ته  ئې پام نه و.

یو ځل به ئې  په فکر کي ور وګرځيدل: چي راسه، د تیري شپې کیسه د هغه ماینو ته وکړه. بیا په چورت کي ډوبه سوه، او د ځانه سره ئې  وویل:

- شرم، حیا، غریبي، کمزوري، د زوی کوچنیوالۍ، مجبوریت، پردی کلي  او تر ټولو لویه خبره سر توره یم، کونډه یم  نه چي خپله پدې خبره کي بد نامه سم؛ ځکه په غریب او کونډه پوري ژر تهمت مښلي.

 هغه بل لوری خو ټوپکوال، زورور جنګ سالار دئ. یو شمیر حیله ګر ملایان او نا پوهه کلیوال هم ور سره یولاس دي. نو راځه، هر څه پر ځان تیره وه او ځان ساته؛  تر اوسه خو ئې په تاڅه نه دي کړي. توکل پر الله.

بیا ئې  په ډېره نا امیدی کرار له ځانه سره وویل:

- کونډه ئې، غریبه ئې  او زوی دي لا ما شوم دئ.

لویانو ویلي د ي: "چی نه لرې سړي، مه کورت خوره، مه غوړي." لونګ سره له دي چي خوب ځنګاوه، خو د خپلي مور دغه د نا امیدۍ خبري ئې   اورېدې، په دغه ګړی ئې   څه و نه ویل، ځکه خوب پر زور و.

د لونګ مور د خپل ځان سره پرېکړه وکړه، چي خپل ځان به خپله وساتي.

اوس نو سپیدې وچاودي، نژدې سهار و، چي خپلي خوني ته را ورسیده، ستړی ستومانه پرېوته. ژر سهار سو، ملا اذان وکئ، دې هم کلمه وویله او را پورته سوه، خپل لمونځ ئې  ادا کئ. بدن ئې  ور سره مرسته نه کوله. څو ورځي ناروغه سوه او د چا د کور کارو ته، به نه تلل.

ژوند ئې  ستړۍ دئ؛ نور د پخوا په شان د هرچا د کور کارو ته ځان رسوي، خو د قوماندان د کور پر خوا ور ګوري هم نه. ډېر ځله د خان ښځو د لونګ مور وغوښتله، چي کار ته ورسي، ښادیو او میلمستیاو ته ئې   د کار له پاره خبره کړه، خو د لونګ مور قسم کړی و، کار ته څه چي بیا به د قومندان د کور په دروازه سر ور دننه نه کړي.

 

***  ***  ***

په دغو شپو او ورځو کي له دغه کلي  څخه هم د نورو کلیو په شان هره ورځ یوې یا دوو کورنیو د پاکستان پر خوا کډه کوله. ځکه د یوه لوري جنګونه وه او بل خوا ته په کلیو کي کار ورک سو. لونګ هم څو ځله خپلي مور ته وویل:

- مور جاني! ډېرخلګ پاکستان ته ځي که زه او ته هم پاکستان ته ولاړ سو، بده به نه وی.کلیوال حتا ملا صاحب لا ویل چي هلته مفت اوړه، غوړی، خیمه اونور شیان افغانانو ته مفت ورکول کیږي؛ ډېري کورنۍ کډه سوې.

د لونګ مور په زړه کي د پاکستان او د هغو د مزدورو څخه سخته کرکه درلوده، ځکه چي له پاکستانه راغلو ټوپکوالو د هغې   میړه او ورور ور وژلی وو. خو بیا هم حالاتو هغه مجبوره کړه، د یوې بلي کورنۍ سره په ګډه  پا کستان ته مهاجره سوه.

***  ***  ***

 

د لونګ مور چي کله پاکستان ته ورسیده، هلته د مهاجرو کمپ ته د خپل زوی لونګ سره ورغله. د ځای او یوې خیمې د تر لاسه کولو او راشن پاس د په لاس را وړلو له پاره یوه افغان ته چي د کمپ مشر و، ورغله. د کمپونوزیات مشران دوطنه تللي خانان اوملکان وه.

ډېری دهغوی خو لا په وطن کي په زړه ناپاک، غل او حرام خور سړی و، هغوی د مهاجرو سره مرسته مشروط کوله.د کمپ مشر د لونګ له موره اول د پیسو(رشوت) غوښتنه کول، چي هغې   نه لرلې. بله غوښتنه ئې بد اخلاقي چي  دې ځان نه سپاره. بله  غټه ستونزه ئې لا  دا وه، چي د میړه تذکره ئې  چا ته نه سوای ښودلاې، نه چي څوک ئې  و نه پیژني.

د لونګ مور پدې فکر کي وه، که د مهاجرو په کمپ کي خلګ خبر سي، چي دا د هغه اکبر ښځه ده، کوم چي نژدې دوه نیم کال مخکي ټوپکوالو وژلۍ و، نه دا چي مرسته به ور سره و نه کړي،  بلکي تربرونه به ئې  هم خبر سي، بیا به دا په زور د میړه کولو د ستونزي سره مخ وي.

***  ***  ***

 

نو ښه ئې دا وګڼل چي بیرته وطن ته را وګرځي.لونګ او مور ئې  په ډېرو ستونزو لیدو سره بیرته نا امیده افغانستان ته، هغه کلي  ته راغله، چي لومړی ځل د خپل اصلی ټاټوبی ورته ورغلي وه. هغې   ښځي چي پخوا ئې  ځای ورکړی و، بیا ځای ورکړئ.

 

د قوماندان ښځه ورکه سوه

 

وروسته له څه دو میاشتو تیرېدو د قوماندان مشره ښځه په ځان وپوهیدله، چي له هغې شپې څخه چي میړه ئې د خپلي خوني څخه په بد نیت د لونګ د مور په تلاښ راوتلۍ و، په تیروتنه او سر ناخلاصی کي د دې سره پرېوتۍ و،اوس په نس کي کوچنی لري.

په زړه کي خو زیاته خوشحاله وه، مګر دا چي څنګه او په چا به دا ومني، چي دا کوچنی ئې  د خپل میړه څخه دئ،ځکه میړه خوئې ډېر کلونه د دې سره کار نه لاره، له دې سببه ئې  تشوېش او بیره لرل.

ښځي خپلي بني، میړه او دوستان نه سوای خبرولای، چي د هغې   کوچنی په نس دئ، ځکه د دې پوښتني سره مخامخ کیده، چي د چا څخه دي کوچنی په نس سو؟  نه پوهیدل چي څه وکړي؟یو څه وخت ئې  هڅه کوله، غټ کالي واغوندي، مخامخ پر چا ور نه سي، د هر چا څخه ئې  ځان پیچئ.

په دغه شان د حمل اخیستلو ئې  پنځه میاشتی تیري وي، چي یوه ورځ ئې  کشره بن پر شکمنه سوه. هغې ته تشوېش پیدا سو. ځکه د کشري ښځي سره خو قوماندان قول کړی و، چي دنورښځو سره به نور کار ونه لري.

د قوماندان کشره ښځه، د دې پر ځای چي د میړه سره خبره سپینه کړي، اول غواړي خپل ځان پوره باوري کړي، چي مشره بن ئې   په رښتیا امیدواره او په نس کي څه لري،که نه. ځکه دې هم  په دغه شپو کي په خپل نس کي اولاد لاره.  نو یوه ورځ کله چي مشره بن ئې   خپلي کوټي ته ولاړه، لږ وروسته، دا هم بې له دې چي  له هغې اجازه واخلي، داسي ښوی په خونه ورننوته.

هلته مشري بني ئې خپل کالي بدلول. کشري بني د مشري بني هر څه لڅ او د سر په سترګو ولیدل. پر سر ئې   لکه د اور لمبه چي وګرځیده،دغسي لنډه (ژر) د کوټي راووته، په ځغاسته خپلي خوني ته ولاړه، او دخوني دروازه ئې د شا لخوا ځنځیر کړه. تر ماښامه د خوني را ونه وتل. هغې   په خپل ځان خولې ولګولې، خپل وېښتان ئې   وشکول، او بالښتانو ته ئې   سوکان ورکړه. داسي پوچي خبري ئې له خولې څخه را وتلې، چي د باندي هم اورېدل کیدې.

دوې نوري بني او د قوماندان لور کوتره یوه هم  نه پوهیدل، چي څه پیښ سوېده؟ بني دواړي راغلې، د مشري بني ئې  وپوښتل:

- څه دې په وکړه؟ چي داسي  بغاري وهي او ښراوی کوي، رد اوبد وائې.

مشري ښځي ځان بې خبره وښود. تر ماښامه پوري ښځه له خپلي خوني را و نه وته.

مشره ښځه خو وپوهیده چي د میړه نازولي ښځي مي نس ولیدئ. خبره مي تر میړه رسیږي، دا چي هغه به څه  وايې او یا به څه کوي، دا هغه څه دي چي دا ئې  تر مخه فکر نه سي کولای. د شپې نا وخته کله چي میړه ئې  کور ته راغلۍ، د پخوا په ډول د خپلي کشري ښځي خوني ته ننوتۍ، وئې لیدل  چي د معمول خلاف د خوني د روازه کلکه تړلی ده.

 دروازه ئې وټکوله، بیا ئې  په زور سره دروازه پوري وهله او خوني ته ورننووت. ښځه د قوماندان مخي ته ولاړه نه سوه، سلام ئې   وا نه چوۍ. سر بیره پرهغه ئې  ژړل، ښیراوي ئې  کولي. قوماندان ښځي ته نژدې کښینستۍ، په ناز ئې خپله ښځه  وپوښتل:

-  ګراني !څه پیښه ده؟

ښځي یو دم د خپل میړه وغاړی ته د جنګره پیشي په شان خپلي سری منګولي ور واچولې او کمیس ئې تر لمني ور څیري کړ، پر مخ ئې  ور تو کړل، او بیا ئې  ورته وویل:

- درواغجنه! ستا چي هغه خوښه وه، نو زه دي څه کولم؟

په دغه وخت کي چي قوماندان خوني ته دننه سو، مشره ښځه ئې  راغله،  دباندي ئې غوږ ورته ونیوئ؛ دماپښین څخه ئې لا خپله غوټه موټه تیاره  ټوله کړې وه.

په خونه کي دننه چي قوماندان د خپلي ګراني  ښځي خبري وا ورېدلې، هک پک پاته سو، نه پوهیدئ، چي په کومه ورانه ئې ښځه خبره سوې  ده،او چا خبره کړی ده؟  د هغه څخه هم د کلاوې سر ورک و.ځکه ده خو ډېري تیروتني او لاس وهني کړي وې.

قوماندان د ځان سره فکر کاوه چي امکان لري. د لونګ مور به څه ورته ویلي وي، ځکه چي هغه تر هغې   شپې وروسته بیا دا ډېر وخت کیږی، چي زموږ کور ته د کالو منځلو او د ښځو سره مرستي ته نه راځي. سخت وارختا سو، په خبرو کي ګنګوړه سو. بیا ئې  ژر ژر وویل:

- ته څه وايې؟ څه وايې؟...څوک؟...څوک مي خوښه ده؟

ښځی ئې  خبره ورسره اوږده نه کړل، د میړه د چورتونو او تشوېش خلاف ئې  د خپلي مشري بني نوم پر خوله راوړئ.

قوماندان په زړه کي شکر وکښئ، داسي خوښ سو، لکه هیڅ چي نه وي  پیښ سوي د ځانه سره ئې  وویل:

- شکر

چي د لونګ د مور او یا د بل ادرس خبره نه وه.

د خپلي ښځي په باب خو مطمئن و؛ نو په خندا زیاتي  تر قسمو لاندي  سو او خپلي ګراني  ماینې  ته ئې وویل:

- ستا سر قران دئ، ما دي ووهي، چي ستا تر واده وروسته مي بیا د هغې   د خوني پرده هم نه ده ور پورته کړې. ته څه وايی؟ هر چا چي  هرڅه درته ویلې دي، رښتیا نه دي. ته زما خبره ومنه.!!!

ښځی ئې   بیا ور ته وویل:

- زما خبري رښتیا دي، زه درواغ نه وایم، تهمت هم نه تړم، که زما خبره نه مني، ورسه، خپله د هغې نس وګوره، دا له کومه سو؟

قوماندان حیرانۍ واخیست، چي د ا څه را ته وائې. هیڅ ئې باور نه را تلۍ. فکرئې خراب سوونه چي دا مشره ښځه مي د کم بل چا سره جوړه سوې  وي.

که داسي نه وي، نو څنګه ئې  نس ډک سوی  دئ؟ ولي په ځان خو ئې   باور و، چي لاس ئې  نه دئ ور وړئ. وروسته له ډېرو خبرو اورېدو او چُرتونو څخه درد ورغلۍ. ولاړ سو، ټوپک ته ئې   لاس کړ، او کشري ښځي ته ئې   وویل:

-نور دي نو خولک را تنګ کی، ما ډېر وژلي دي، خو په خپلوانو او خپلي کورنۍ کي به مي دا لومړی وار وي، چي خپله ښځه وژنم. دا دئ اوس ورځمه، که ستا خبره رښتیا وه، هم دا نن شپه ئې   په دغه ټوپک، هلته په خپله خونه کي ځای پر ځای وژنم.

کشره ښځه ئې  په زړه کي ډېره خوښه سوه، ځکه  دا باوري وه په خپله ئې   د بني غټه سوی  خیټه لیدلې وه. هغې خپل میړه ته وویل:

- که ما تهمت تړلۍ و، یا زما خبره درواغ سوه، نو بیا راسه، په دغه ټوپک ما مړه که. ما خپل خون دربخښلی دئ.

مشري ښځي چي د خپل مرګ خبره وا ورېده، باوري سوه، چي بې پوښتني وژل کیږم، ځکه قوماندان به ډېر ځل په کور کي خپلو ښځو ته ځان ښکاره کاوه.

قوماندان به کله ناکله د خپلو نارواوو اعمالوپه خاصه د قتلونو او وژنو کیسې په کور کي هم کولې. ویل به ئې:

- د مقاماتو موخه ئې  (د پاکستانISI ) څخه و څه چي  به د هغوی  هدایت و، هغه مي تل سر ته رسول. د فلاني لور هغه چي مکتب ته به تلل، هغه مي ووژله؛ فلانی مامور، فلانی ښوونکۍ، فلانی بزګر او په لسګونو د اردو او پولیسو سرتیري ټول ما ترور کړئ دي....

 څو چي دی له خوني را وتۍ مشري ښځي دوې پښې خپلي وي  او دوې ئې   نوري پور کړې. پخوا تر دې چي ټوپکوال میړه ئې له خپلي خوني را ووزي، په یوه شیبه کي ښځه ورکه سول که څه هم چي شپه او تیاره وه، خو دا له کوره ووته او پر نامعلومه خوا ولاړه.

قوماندان چي ټوپک په لاس له خپلي خوني راووت، هلته د شا له خوا ئې   کشري ښځي دواړه لاسونه چپه پسي پورته او له خدایه ئې   وغوښتل، چي بن ئې   ووژل سي او قوماندان په یوه بلا اخته سي.

کوم څه چي د دوی هیله وه، هغسي و نه سول. د دوی دواړو د هیلو خلاف، کله چي قوماندان د مشري ښځي خوني ته ورغلۍ، ګوري چي "ځای سته او جولا نه". یوازي   ئې  لور (کوتره) په خونه کي بیده ده. ټول سرای او هر څه نور ئې وپلټل، ښځه ئې پیدا نه کړه. د کشري ښځي ادعا په ظاهره رښتیا سوه.

قوماندان ته اوس دوې خوارۍ ور پیښې سوې. له یوې خوا وخپلي ګراني  ښځي ته بې    اعتباره سو او له بلې خوا ئې  مشره ښځه وتښتیدله، دا شرم هم ورته پاته سو....

نور د قوماندان له سترګو خوب والوت. هغه هڅه کوله، چي خپلي کشرئ او ګراني  ښځي ته دا ثابته کړي چي یوازي   دا ورباندي ګرانه ده، او د دې د بني سره نه دی یو ځای سوې.

بل خوا ته پدې فکر کي هم و، چي دا تښتیدلی ښځه به ئې   د چا سره یو ځای سوی وي؟ دا شرم به چا ور اړولی وي؟ هغه فکر کاوه حتمي به مي ښځه زما په ټوپکوالو کي د کوم ټوپکی سره جوړه راغلی وي. هغه خپل هر ټوپکې ته په مغزو کي د شک په سترګه کتل.

نه پوهیدئ چي چا به دا بد نامي ور اړولې وي؟ او بده ئې   لا دا چي ښځه ئې   ژوندۍ ژړانده ورکه سوه؛ د ښځي و پلرګنۍ ته به څه وايې، چي لور ئې   چیري ده؟

قوماندان ټوله شپه ګراني  ښځي ته په زاریو او د بلي ورکي ښځي په باب په چورتونو کي تیره کړه. پدې شپه ئې   لا فکر کاوه، چي  ممکن ښځه به مي د خپل پلار ترکوره تللي وي. په دغه چورتونو کي وچي شپه پر سهار سوه. سهار ئې  نه غوښتل  پردي څوک خبر کړي. په پټه خوله ئې   د خپلي ښځي د پیدا کیدو په موخه کوند پی )بیله دې چي څوک پوهه یا خبر سي پلټنه کول ) پیل کي.

تر ټولو مخکي ئې   د خسر کور ته ښځي واستولې، چي  ځان ته  دا معلومه کي، ښځه ئې د پلار کور ته تللي ده او که نه؟ کله چي له هغې   خوا،لیږل سوو ښځو احوال ورته راوړۍ، چي ښځه هلته نه ده تللې، اوس ئې   نو نور هم فکر خراب سو.

هغه شا و خوا په پټه خوله معلوماتونه کول، څو ټولي هڅی ئې   بې    نتیجې سوی  پدې منځ کي ورځي تیري سوې. دا دئ د تښتیدلي او ورکي ښځي پلرګنۍ خبره سوه، چي لور ئې   د میړه په کور کي نسته. هغوی راغلل، د قوماندان څخه ئې  د خپلي لور د مړي یا ژوندۍ معلومات غوښتنه کوله.

قوماندان خپلي خسرګنۍ ته سم ځواب نه درلود. د ښځي د تیښتي اصلی سبب چي څه پیښ سوه، نه سي څرګندولای. د ښځي مور او پلار فکر کاوه، چي قوماندان به  حتمي د دوی لور وژلې وي. قوماندان چي نه ئې   خپله ښځه وژلې او نه بندي کړې وه، او نه ئې  کولای سوای، هغه تریخ حقیقت چي دی هم سم نه په پوهیدئ، بیان کړي.

ځکه قوماندان پدې باور و، چي ښځه ئې   خرابه نه وه، او که پر هغې   تور هم وتړي، خپله لمن په خپل پورته کوي. وروسته له ډېرو بې    نتیجو هلو ځلو، د ښځي خپلوان مجبوره سول، هلته د ټوپکمارو په نوم محکمې ته ورغلل؛ د خپل زوم (قوماندان) د لاسه عارض سول. هغوی د خپلي لور دمړي او یا ژوندی معلومات  ئې غواړي. دا هغه وختونه وه، چي په هیواد کي دمرکزو نو څخه پرلیرو پرتو کلیو باندي ټوپکسالارانوخال خال خپل  سیوری غوړه ولی و.

په  هغه محکمه کي زور او زرو خبره سر چپه کړه. د ټوپکوالو محکمې د قوماندان خوا ونیوله. د ښځي پلار ئې   بندي کړ او تور ئې   پر ولګاوه، چي د قوماندان ښځه ئې   پټه کړې ده.

تر ډېرو وهلو او ټکولو وروسته، د توپک سالارانو قاضي حکم وکئ، چي د ورکي ښځي پلار دي خپله لور د میړه کور ته حاضره کړي او پنځه زره افغانۍ نغدي جرېمه دي هم تحویل کړي.

کله چي د لور پلار ته د محکمي پرېکړه د ملا قاضي له خوا واورول سوه، سړی وویل:

- د خدای روی دئ، هم مي لور وژل سوېده، هم ما بندي کوئ او هم مي جرېمه کوئ؟ دا عدالت او انصاف نه دئ؛ زما سره دي عدالت وسي!

خو قاضي ورته وویل:

- تا پر یوه جهادي قوماندان تهمت تړلی دئ او درواغ دي ویلې دي، هغه زموږ یو مجاهد دئ. زموږ د سنګر انډیوال دئ، د سرو روسانو سره جنګیږي، محکمې  د شریعت سره سمه فیصله کړې، باید عملې سي.

په کلي  او کورونو کي خبري، ورځ تر بلې ډېرېدلي او تودېدلي. د خُسر کورنۍ  نو اوس د خپلي لور د مرګ او ژوند خبره هیره کړه، د خپلي کورنۍ د یوازنۍ مشر او سپین ږېرې د خلاصیدو وسه هم نه لري او د پنځو زرو افغانیو د جرېمې د ورکړي وسه خو بیخي نسته. په حقیقت کي ئې  زور د جهادي قوماندان سره برابر نه و. په عجز، زاریو او مرکو ئې   نفس وخوت، چي د قوماندان له شره ځان خلاص کړي.

ډېري هلي ځلي ئې  وکړې، خو ګټه ئې  و نه کړه. په پای کي دې ته مجبوره سول، چي د جرېمي د ورکړې له امله ئې خپله لږ مځکه ګرو کړل. لنګه غوا او مردارهډۍ ئې  په کمه بیه ورته خرڅ کړل. مګر د خپلي لور پیدا کیدل ئې   تر وس وتلې خبره وه؛ ځکه د هغې   د مرګ او ژوند معلومات نسته.

له بلي خوا، د خسر کورنۍ د محکمې  له خوا هره ورځ د وراستول سوي ماسل (محصل) څخه په تنګ سول، ځکه ماسل هره ورځ ډوډۍ او پیسې غوښتې. په پای کي د قوماندان د خسر کورنۍ یوه شپه د هغه د نارواوو او نا دودو او د ماسل د ماسلانۍ څخه د ژغورلو په موخه، خپل کور او کلی   پرېښود او د شپې په تیاره کي ښار ته ور وتښتیدل.

***  ***  ***

د قوماندان کشره ښځه چي امیندواره وه، قوماندان او ټوله کورنۍ ورته خوشحاله او پدې هیله وه، چي ګونډي    کشره ښځه به ئې  زوی ورته وزېږوی؛ خو نه دا هیله ئې  پوره نه سول. دې هم لور وزېږله. پدې ډول قوماندان او کشره ښځه ئې  د لور په زیږېدو نورهم غمجن سول.

 

د تښتیدلي ښځي برخلیک

 

د کوتري مور چي د حتمي مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په هیله د میړه د کوره ووتل، خپله یوازنۍ لور کوتره ئې  تر شا پرې اېښی وه. دې یوازي   د خپل سر امان غوښتۍ. تر لوی ښاره پوري ئې  ځان ورساوه، په ښار کي تر څو میاشتو ژوند کولو وروسته ئې  هغه د خپل میړه څخه په نس سوئ زوی پیدا سوی و.

که څه چي د ښځي په کلی  کي لا د لونګ نوم خوښ و، بیا ئې  هم پر خپل زوی د "سمندر" نوم کښیښود. هغې   د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلي د لونګ د مور څخه په الهام اخیستلو سره کارکولو ته ملا وتړله.

هغي د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یوه ورځ ئې  خپل ماشوم زوی د درملني دپاره روغتون ته وړئ و. هلته په روغتون کي یوې ښځینه ډاکټري تر څه معلوماتو وروسته، مرسته ورسره وکړل. په روغتون کي ئې  د پیاده په توګه د کار موقع ورته برابره کړه.

 تر کار پیدا کیدو وروسته، ښځه د معاش خاونده سوه. زوی ئې  د روغتون په وړوکتون کي بې    له پیسو د ورکړي ورساتل کیدئ او روزل کیدئ. وخت ډېر ژر تیرېدئ کوچنی سمندر د سترګو په رپ کي ښوونځی ته د تلو عمر ته رسیدلی و. مور خپل زوی ښوونځی ته شامل کئ.

د سمندر د مور چي اوس ئې  په خپل معاش او کوپون ګوذاره کیږي. ژوند ئې  یو څه رونق ونیوۍ، نو پلار، مور، ورور او کورنۍ وریاد سول، خپله یوازنۍ پر دې ګرانه لور (کوتره) ئې  تر بل هر چا ډېره یادېده او هر وخت ئې   دا هیله وه، چي که څوک ورته د خپلي مور، پلار، ورور، خور او لور احوال د کلي  را وړي.

 د خپلي لور کوتري په باب خو ئې  پدې ډېر تشوېش کاوه، چي هغه به اوس پیغله وي او میری ګانو به چا ته واده کړې وي؟

 د دې دا تشوېش پرځای و. واقیعت دئ میره مور هیڅکله د مور په شان مهربانه، نه وي. نو د کوتري مور به روغتون ته د دوی له ولسوالۍ څخه هر ورغلي ناروغه ته ورتلله او په غیر مستقیمه توګه به ئې  د کلي  په احوال ځان خبروئ.

هغې به له هر ناروغه سره راغلی پایوزان جلا جلا پوښتل، څو خبره سي چي په کلي  کي څوک مړه او څوک ژوندي دي؟

یوه ورځ ئې   په روغتون کي د یو بسترسوې ناروغ له خولې واورېدل، چي ویل ئې:

- زموږ د کلي  ټوپکوال قوماندان هغه چي ښه ډېر کلونه پخوا ئې یوه  ښځه ژوندۍ ژړانده تری تم سوی  وه، څه وخت د مخه ئې  پیغله لور هم د خپل مزدور (لونګ) سره جوړه راغله او د هغه سره له کوره وتښتیدله.

د دې خبري په اورېدو سره د کوتري مور په زړه کي خوشحاله سوه، چي لور ئې  کوتره په خپل بخت پسی تللي ده. د پلار ظالم او د هغې   د کشري ښځي له نارواوو خلاصه سوی  ده. هغې   ته دا خبره یقینی بريښيدله، چي په کلي  کي خو د لونګ په نوم بیله د خاله د زوی لونګ څخه بل هلک دلونګ په نوم نه و. دې خبري د هغې   زړه ته بشپړه تسلي ورکوله.

  

کـوتره

کوتره چي په ښایست کي وتلی پیغله ځیني جوړه سوی  وه، ډېره هوښیاره سوی  هم وه، او په ټولو رازونو د خپل ژوند ښه پوهیدله. هغې   تل له ځانه سره د خپل برخلیک په هکله سوچونه کول. په هغه کور کي چي دا لوییده، یو خوا ته بې پروا او ظالم پلار، بل خوا ته د مور ورکه، د نیکه بنديتوب، د انا، خاله او ماماګانو څخه را جلاوالۍ او د هغوی پر نا معلومه خوا تلل، د مور د بنو او میرو میندو سره په کور کي ژوند، دا ټولي ناخوالي وي  چي د هغې   ژوند ئې په رښتیا ور سخت او تریخ کړی و.

په وروستیو وختونو کي خو ئې  پلار هم کور ته چندانی نه ورتلۍ؛ پدې چي یوه ښځه د کوتري مور ئې  ورکه سوه،د کشري ښځي سره خفه و، د دوو نورو ښځو څخه خو لا پخوا لاس پر سر و. هغه د خپلو نورو ټوپکوالو سره په کوټه کي اوسيدئ، هلته ئې  هلکانو خدمت کاوه، مګر هغه پخوانۍ دبدبه ئې   نه وه پاته.

سره له دې چي ډېر وخت تیرسوی و، بیا هم کله نا کله ئې   په زړه کي د لونګ د مورسره خیالي یادونه او مینه په زړه کي را ژوندۍ کیدله. هغه به غیرمستقیم له هلکانو څخه د لونګ او د هغه د مور پوښتنه کوله، خو بیرته به ئې  ځان تیر کئ.

 

***  ***  ***

 

هلته د خپل کلي  څخه لیري د لونګ مور خپلي خواری کاږي، غاز پر غاز، یکي پر یکي غِران پرغِران سر پر سر سره ږدي. هغه پدې فکر کي وه چي په خپل ژوند کي د لونګ جان کور ور جوړ کړي او ناوې ئې  وویني. دا نو د لونګ د مور وروستۍ او خورا لویه هیله وه.

لونګ د خپلي مور یوازنی زوی و. هغه به نو ۱۷ یا ۱۸کلن ځوان و. ښه روغتیا، ښه قد او بازو خدای ورکړې وو. مور ئې  ښه کالي،صدرۍ او څپلۍ په اغوستل، د پاچ لنګوټه ئې  په سر تړله، او بهرام جانۍ چوټي (څپلۍ)، یا زرېنه سوچه چوټي ئې  په پښو کولې. د کلیو ډېرو نجونو په زړونو کي ئې  ځای نیولی و. د کلي  په ټولو ځوانانو کي د لونګ جوړه نه وه.

دا ئې  لا څه چي لونګ د مسجد سبق ویلۍ و، حتا لیک ئې  لیکلای او لوستلای سوای. په هر کور او کلي  کي نر او ښځي ټولو لونګ په ښه رنګ، ځواني او ښو اخلاقو یادا وه. د کلي  ډېرو نجونو ته هغه یو پیژندل سوی ځوان و. د هري  نجلۍ زړه غوښتل چي د لونګ سره واده وکړي. مګر بې  کسې او غریبې ټولي           د روازې د لونګ پر مخ تړلي وې.

د لونګ اسکیرلي مور چي د ټول کلي  په راز، خیر او شر پوهه وه، د ټولو کورنیو نجوني ئې  ښې پیژندلې، د هر چا سره ئې   دوستي زړه نه غوښتۍ او هر چا ته ئې  زړه نه سو ورنژدې کیدلای. په خپلي غریبۍ او خوارۍ ئې   څه پیسې سره یو ځای کړې وې، چي د لږ ولور د ورکړي وسه ئې درلوده او یوه خوشحالي ئې پرې جوړولای سوه. هغې   به هر وخت ویل: چي د غه یو زوی مي دئ، هر څه چي لرم او ګتم، د ده د خوشحالۍ له پاره ئې   لګوم.

***  ***  ***

یوه ورځ چي لونګ کور ته راغې، د ډوډۍ خوړلو پر وخت ئې   خپلي مور ته وویل:

- ادې! زموږ د کوره سره نژدې قوماندان تیرېدئ، روغبړ مي ورسره وکۍ، زه ئې   اول ونه پیژندم، وروسته ورسره ملګرو هلکانو ور وپیژندم.  هغه  زما په لیدو ډېر خوشحاله سو. مورجاني تا ته ئې   هم ډېر سلامونه ویل. ما ته ئې   وویل:

- هلکه، ستا څخه خو ښه ځوان جوړ سوی  د ئ. مور خو دي بیخی ښه ښځه وه، دا ډېرکلونه زموږ کره نه ده راغلې، جوړه خو ده؟

 بیا ئې  زیاته کړه: چي ته هم نه را ګرځې، ډېر خو سره لیري نه یو؟ په څه خواري اخته يې که نه؟

ما ورته وویل:

- یوازي   د خپلي مور خدمت کوم او په مسجد کي سبق وایم.

لونګ یوه سا واخیسته،بیا ئې  مور ته وویل:

- قوماندان را ته وویل، راسه زموږ انډیوال سه، جنګ ته دي نه استوم. تا به د ځان سره ګرځوم، په تا باور لرم. هلته زما سره عربان، د مقاماتو سړي او نور ډېر خلګ سته، هغه به سبق هم درته وائې.

د دې خبرو په اورېدو ئې د مورد زړه شرک سو، سر ئې  پر له وګرځیدئ او په فکر کي ډوبه سوه، بیا را پورته سوه، د ځانه سره ګډه سوه:

- یا خدایه! میړه او یوازنی ورور دي را څخه واخیستل، د تربرو له بیري مي کور او کلی   پرېښود، اوس دي بیا دلته دا ظالم قوماندان را ته بلا کئ...ولي، ما څه ګناه کړې ده؟

د لونګ د مور زړه ته تیره سوه، چي قوماندان له دې لاس نه اخلي، او پدې چل لاره خلاصوي. هغې   خپل زوی ته څه و نه ویل، او چوپه خوله پاته سوه.

لونګ چي اوس چټ ځوان و، پوه سو، چي د مور ئې  نه ده خوښه. هغه ته یو ځل بیا د خپل ښوونځی سوځیدل، د پلار اوماما بې رحمانه وژنه، له هغه د کتابونو اخیستنه او سوزونه ور په یاد سول.

 په فکرونو کي لاهو سو، او د هغو بد مرغو ټوپکیانو بڼی ئې  تر سترګو سوې. یو دم لکه له خوبه چي راوېښ سي؛ د هغه ظالم اواز ئې  په غوږ کي ازانګه وکړه. هغه لږه شیبه وروسته، بیرته له فکرونو او سوچونو را ووت.

د هغه په زړه کي چي هر څه تیر سوي  و، خو د اوس له پاره ئې   په ښکاره څه و نه ویل.

لونګ هم یوکلیوالی ځوان و، و بیکاره کلیوالي ځوانانو ته په کلیو کي د ناستي او ولاړی ځایونه، د مجلس او بنډار ځایونه همدغه د ټوپکوالو اتاقونه وو. د هر ځوان د بنډارسره مینه وي. ټول د کلي  ځوانان پدې مصیبت لړل سوي و.

لونګ به د خپلي موره په پټه د ورځي یو ځل د قوماندان اتاق ته ورتلۍ .هغه هلته کلیوال او غیر کلیوال خلک لکه: پاکستانیان، عربان او نور ډول ډول خلګ لیدل. چاي، ډوډۍ او مجلس هلته وو.

د ترور، وژلو، سوځولو او نړولو کیسې، چور او د څه په لاس راوړلو کیسې به هلکانو کولې، په ورځ کي یو ځل به د نویو ځوانانو د جلب وجذب دپاره د عربي او پاکستاني ISI استازو له خوا پر هغه دنیا او اخرت کي د جنتونو، حورو او غلمانو وعدې او زېري ورکول کیدل.

قوماندان له نورو ټوپکوالو کسانو څخه په جلا کوټه کي اوسيدئ. هغه به زیات وخت د مخابرې په نوم په یوه کوټه کي د دوو ښایسته هلکانو سره چي په دواړو ئې تورخو ښایسته، ښوی د میکس یا ټټرون کالي اغوستل،  دهغوی سره ناست او پروت وو.د مخابرې کوټي ته هیڅوک بې له هغه د اجازی ورتلای نه سوای. هر هغه څوک هلته ورتلای سوای، چي زیات به ورته اعتباري و.

د لږ وخت په تیرېدو، لونګ په خپله ناسته، پاسته، کړو، ښایست او جرأت سره د عربو او پاکستانیانو پاملرنه ځان ته ورواړوله. لونګ ته اجازه ور کړل سوه، چي په ټولو کوټو او سرایو حتا د مخابرې اتاق ته هم بې    له تلاښئ او پوښتني ور سي. هغه پدې ډول د دوی په کار او خدمت کي ځان مشغول کړ.

لونګ ته وخت نا وخت د نورو جنګیالیو او افرادو په نیامه (په پټه )کوم عرب او یا پاکستانیوالisi څه لاس هم نیوئ، څه پاکستانۍ کلداري به ئې لاس ته ورتلې. دا کار د لونګ د نور فعاله کیدو او تشویق سبب ګرځیدئ.

قوماندان هم پر لونګ نسبت نورو جنګیالیو ته زیات اعتماد کاوه. هغه لا د لونګ مور له یاده نه وه ایستلې. قوماندان د خپل کور ټولي چاري لونګ ته وسپارلې. اوس نو لکه مرغانو ته چي د انه واچوې او یا هیلیو ته مله په اوبو کي کښینوې.

د قوماندان په خام خیال که ئې  د لونګ مور یو ځل بیا په نصیب سي. لونګ سربیره پردې چي د جنګیالیو، پاکستانیانو،عربو او مخابرې کوټو ته بې له اجازې ورتلای سي، د قوماندان کور ته هم په خلاص مټ لاس رسی پیدا کړې و. د لونګ مور دقوماندان،ځای او کورته دلونګ په ورتلو هغه وخت خبره سوه، چي کار تر کار تیر و.

 هغې   بیوزلی د لونګ د را ګرځیدو هڅي د خپل وس برابر وکړې، خو بې    ګټی وي. هلته د قوماندان په کور کي د قوماندان درو سرو ورپاته ښځو نسبت نورو مزدورانو ته لونګ ته لا هماغسي د کوچنیوالی په سترګه کتل، چي د خپلي مور سره به د دوی کور ته ورتلئ، هغوی به لونګ له نازه لونګین باله.

د قوماندان د هغې   مشري تښتیدلي ښځي لور کوتره چي د لونګ همزولې وه، کله چي به لونګ د خپلي مور سره د دوی کور ته ورتلئ، هغه وخت به