د (CIA) د جاسوس، خاین. هیواد پلوری او در واغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د (( ثور پاڅون، د (KGB) دسیسی او شوروی یرغل په نامه)) پر خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاْ کمونستی ضد) اثر باندی علمی نقد!

ســــــــــــــریزه:

ګرانو لوستنکو! څه ښه وایی چی: (( د یوه کتاب له لوستلو نه ړومی دی د هغه لیکونکی و پیژندل شی)) نو پدی لحاظ مونږ واقعی زرغونصفته خلقیان (ماهیتاٌ علمی کمونستان) هم غواړو چی: د تولنیز عینی واقعیت پراساس د محمد اقبال وزیری په باب داسی وتیو چی: محمد اقبال وزیری د امریکا در متحده ایالاتو د امپریالستی دولت د جاسوسی (CIA) نړیوالی شبکی د ډیر زیات فعال، ماهر او چالاک جاسوس او غړی او زمونږ در ګران او محبوب ملګری، موسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون په شمولُ زمونږ دیره شمیر واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شهدیانو ملګرو (ماهیتاٌ علمی کمونستانو) او د نورمحمد تره کی په شمول د یوه شمیر عمومی خلقیانو د اصلی قاتل، خون آشام او وینی بهونکی حفیظ الله امین شاګرد او د هغه پیرو وه او دی. وزیری د ثور له دموکراتیک انقلاب څخه پخوا د خون آشام امین له خوا د افغانستان پخوانی خلقی دموکراتیک ګونډ ته جلب، جذب شوی، روزل شوی او د نوموړی خلقی دموکراتییک ګونډ غړیتوب یی تر لاسه کړی دی.

وزیری در ثور د دموکراتیک انقلاب د پیل څخه د خون آشام امین تر وژل کیدو او د هغه د وحشی او فاشستی رژیم تر له منځه تلو پوری د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی غړی او په نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند کی دننه د خون آشام امین له خوا جوړشوی او د هغه په رهبری د افغانستان دمکراتیک ګوند فعال غړی او د فغانستان د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی رییس وه. وزیری د خون آشام امین لاس په نامه نوکر او د هغه په دروازه کی به شپه په ورځ د سپی په شان غپیده او له خون آشام امین سره عملاْ په تولو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) خیانتونو، جرمونو، شهادتونو، قتلونو او اداری فسادونو شریک وه.

وزیری د خپلو عملی کړو وړو له مخی شعوری امینی او د (CIA) جاسوس او غړی وه او دی او په خپل نوموړی زهرآلود اثر کی یی له سر څخه تر پایه عملاٌ له خون آشام امین او د (CIA) لعنتی او منفوری شبکی تر لارښوونو او رهبری لاندی یی داخلاٌ: د هغه له خلقی دموکراسی ضد یعنی ماهیتاٌ له مارکسیستی - لینینستی - استالینستی او هیواد پالنی ضد ملی دموکراسی یعنی ماهیتاٌ له بورژوازی دموکراسی تګ لاری څخه او خارجاٌ: د پخوانی شوروی اتحاد د عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی تګ لاری او د نړی کمونستی او کارګری ورونو ګوندونو د پرولتاری انترناسیونالستی علمی او زرینو اصولو باندی د مرتد او پر دالرو اخیستل شوی ګرباچف او د هغه د سیا نوی کمونستی ضد تفکر د تګ لاری په منلو سره د امریکایی استثمارګر، استعمارګر، وحشی او یرغلګر امپریالیزم په مشری له نړیوالی امپریالستی او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو له ارتجاعی تګلاری څخه په دیره بیشرمانه ، غیرواقعبینانه، رزیلانه او خاینانه توګه سره کلکه دفاع او ننګه کړیده او په دیری سپین سترګی، بی حیاګی او بی وجدانی سره لا اوس هم دفاع او ننګه تری کوی! فلهذا دا باید ووایو چی: لعنت او نفرین دی وی د خاین محمداقبال وزیری دا د (CIA) د جاسوس او درواغجن شعوری امینی پر کثیفه، ناولی، مرداره او چتله خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاْ کمونستی ضد) څیره باندی.

-  نابود دی وی د (CIA) نوره استثمارګره، استعمارګره، ستمګره، وحشی او داړه ماره دا د امریکا د متحده ایالاتو د امپریالستی دولت د جاسوسی نړیواله شبکه او د هغی آید یولوژی.

- رسوا، مړه او نابود دی وی د داکتر شاولی، عبدالکریم میثاق، عبدالرشید جلیلی، محمود سوما، فقیرمحمد فقیر او محمد اقبال وزیری پشمول نور تول شعوری امینیان دا د (CIA) نماینده ګان او جاسوسان او زمونږ د ستر او محبوب ملګری، موسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون او همدا رنګه زمونږ د یو شمیر واقعی زرغون صفته خلقی سازمانی شهیدانو ملګرو یعنی: لعل پادشاه عالمی، آقاګل باییس، ذکریا، محمدحنیف یرغل، نیک محمد، انجینر عبدالسلام، انجینر عزیز بسام، رسول کیهان او داسی نورو په شهادت او همدا رنګه د نورمحمد تره کی په شمول د یوه شمیر عمومی خلقیانو لکه: محمدهاشم قوماندان د بنوک ځدران، غنی اندړ، محمدقاسم ځدران (د سروری بادیګارد)، محمدقاسم زرمتی او ببرک د تره کی د بادیګاردانو او د داسی نورو عمومی خلقیانو په وژلو کی له خون آشام او دنوموړو خاصو او عامو خلقیانو له اصلی قاتل حفیظ الله امین سره اصلی او عملی شریکان او دا د افغانستان د خاصو او عامو خلقیانو په شمول د تولو کارګرانو، بزګرانو او نورو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو نه پخلاکیدونکی دښمنان.

- د (CIA) جاسوس، خاین هیواد پلوری او درواغجن شعوری امینی محمداقبال وزیری ته په خطاب کښی زمونږ یوه واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شاعر ملګری څه ښه ویلی دی چی:

[اقباله]

له سر څخه تر پښو پوری اقباله، خیانتکار یی

مونږ تا ښه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

ســتا سـر خو امینی دی، ستا لاسونه امینی دی          ســـتا غـــوښه امینی دی، ستا هډونه امینی دی

ســــتا ویــــنه امینی دی، ستا رګونـه امینی دی          ســـتا ژبــه امـــینی دی، ستا لیکونه امینی دی

پخـوا هم امینی وی او اوس هم د امین یار یی

مونږ تا ښه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

تره کی به امــــــین تــــه وفـــادار شـــاگـــرد ویـــلو     په خپلو کړو او وړو کی به یی هر وخت کی ستایلو

امـــــین بـــه هـــم تــره کی خپل دیر ستر رهبر بللو       آخـــر خـــو یی پــه خوله باندی بالښت ور کیښودلو

تـــه د امــــین شـــــــانــته بـــیوفا او جــــفـاکار یی

مــــــونــږ تا ښه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

امــــــین بــاید تــــره کی پـــه بالښت نه وای وژلی        تــــره کی وه هــــروخـــــت دده په لاره باندی تللی

چـــوکی پــرسریی ده سره هیڅ ضد نه وای ښودلی          هـــــــرڅــه چــی تـــره کی ورتـــه ویلای ده منلی

تـــــه هـــم د امـــین غــندی دسومین تور ښمار یی

مـــونـــږ تا ښــه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

امــــین د (CIA) جــاسوس وه تل یی جاسوسی کړه          دی هــــیڅ نـــه وه خــلقی در (CIA) جاسوسی کړه

شــــپه ورځ یـــی د ملی دموکراسی طرفداری کړه          او دا یــی بــورژوازی دمــوکراسی نه پیروی کړه

تـــه هــم هیڅ خلقی نه یی چی روان دده په لار یی

مــونــږ تا ښــه پـــیژنو چی امینی او لوی غدار یی

امـــین هیڅ کمونست نه وه تک تور اپورتونست وه         یوه وخت کی خوبه ښی بل وخت به کین رویژیونست وه

یو وخت به تروتسکیست او په بل وخت به ماؤیست وه         یو وخــت به لیبرالیست او په بل وخت به دګماتیست وه

تـــه هـــم دده پـه شانی ابن الوخت او هم تګمار یی

مـــونــږ تـا ښـــه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

امــــین د ســــــتر زرغون تول اندامونه شهیدان کړل         او هم یی لعل پادشاه، باییس اونور دیر تیرباران کړل

او هم یی دیر شمیر خاص او عمومی خلقیان بندیان کړل      او هم یی ځینی طـــرد او ځینی نور یی فراریان کړل

ته هم له تور امین سره هم صفی وی خو خونخوار یی

مـــونــــږ تا ښه پیژنو چــــی امینی او لوی غدار یی

امـــــین خــــو د خـــلقی دمــوکراسی ضد جنګیده تل          او دا د پــــرولـــتاری دیکــــــتاتوری ضد جنګیده تل

خــــلـقی کــــمونستی آیــــدیـولــوژی ضد جنګیده تل           هـــمدغــی د عــلـــمی جـــــــهانبینی ضد جنګیده تل

دا تـــــه هــــم د وحشی امین شاګرد او پیروکار یی

مــــــونـــږ تـا ښه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

خـــایـــنه ستا کړه وړه د CIA کړو وړو په شان دی              د لــــمر پـــه څــــیر راتــــه په ځمکه او آسمان دی

هــــم تـــه هـــم ستا ملګری خلقاین ندی امینیان دی                پــــه ســـرو خــلقی جامو کی د خلقیانو دښمنان دی

د ذلـــیله CIA آیــــدیـــولـــوژی تـــه وفـــادار یـــی

مــــونـــږ تـا ښه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

په سرو خلقی جامو کی به بتیږی له خلقیانو             او هم له زیارایستونکو، کارګرانو، بزګرانو

او هـم خو له موچیانو، جوالیانو، خښتګرانو               او هـــم لـــه مزدورانو او نورو زیارکښانو

د خـــلکو تور دښمن د CIA فرمانبردار یی

مونږ تا ښه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

شــــریک یــی لــه امین سره په تولو خیانتو کی          د خاصو او د نـورو سرو خلقیانو په شکنجو کی

جــــــیلو، پــه تبعیدو، په طردیدو او اعدامو کی           او هـــم د نـــورو خـــلکو ربړیدو او ګړیدو کی

شاعر خو وایی دا چی نه بخښونکی ګنهګار یی

مـــونږ تا ښه پیژنو چی امینی او لوی غدار یی

(افغانستان - کابل - د خیرخانی دریمه حصه، ۱ - ۲ - ۱۳۸۸ هجری شمسی کال - هـ - پ - سه شنبه)

____________________________________________________________

{خون آشام حفیظ الله امین او امینیان}

امین خـــــو وه خــــائـــین هـــــم خائینان دی امینیان          دوی تــــول د CIA د شــــبکی دی جــــاســــــوسان

امین بـــــه تــــره کی تــــه ویـــل سـتا یمه شـــاگرد           دوی دی دبــــیـوفـــا امــین پـــه شــــان بـــــیوفایان

امین خـــو تـــره کی کـــړلـــو خــفه په تور بالښت            دوی تول د ده په مرګ کی ور سره دی شریــکان

امین او امینیانـو ســـتر زرغـون کــړلـــو شـهــــید            او هم یی زمونږ نور یو شمیر یاران کـړل شهیدان

امین او امینیانو وکـــړل نـــور تــــور تــور اعمال

شاعر خو وایی دا دوی دی پړانګان، لیوان، ماران

(هـ - پ - افغانستان - ارگون، خیمه - ۲۵ / ۵ / ۱۳۸۹ هـ ش  دوشنبه)

یادونه: دا یو تولنیز عینی واقعیت دی چی: (( په تولنیزه نړی کښی دوی آیدیولوژی موجودی دی چی یوه پرولتری آیدیولوژی ده او بله یی بورژوازی آیدیولوژی ده او پدی کی دریمه نیمایی آیدیولوژی نشته)): فلهذا که چیری د تولنیزی د نړیوال د ټلی او یا ترازو په یوه پله کی پرولتاری آیدیولوژی او د هغی په بله پله کی بورژوازی آیدیولوژی واچول شی له پرولتاری آیدیولوژی څخه چی لږ څه کمیږی د بورژوازی آیدیولوژی پله درنیږی او له بورژوازی آیدیولوژی څخه چی لږ څه کمیږی د پرولتاری آیدیولوژی پله درنیږی اویا که چیری: په پرولتاری آیدیولوژی باندی چی لږ څه ور زیاتیږی د پرولتاری آیدیولوژی پله درنیږی او د بورژوازی آیدیولوژی پله سپکه کیژی او په بورژوازی آیدیولوژی پله چی لږ څه ور زیاتیږی، د بورژوازی آیدیولوژی پله درنیږی او د پرولتاری آیدیولوژی پله سپکه کیژی.

او همدارنګه د تولنیز عینی واقعیت له مخی دا هم وایو چی: څرنګه چی زمونږ افغانی تولنه یوه وروسته پاتی تولنه ده، نو د کارل مارکس، فریدریک انګلس، ولادیمیر ایلییچ لینین او آی. ایوسیف. ویساریونویچ استالین د انقلابی زده کړو او ښوونو له مخی: د یوه ستر سوسیالستی هیواد د واکمنانو او د هغه د تولو خلکو له هر ډول مادی او معنوی بی غرضه او بی آلایشه مرستو څخه پرته مونږ په ځانګړی توګه سره پرولتاری انقلاب سرته نشو رسولای او نه نوموړی دول هیواد او یا نور سوسیالستی هیوادونه او یا د نړی کمونستی او کارګری ورونو ګوندونه په ځانګړی توګه سره مونږ ته پرولتاری انقلاب کولای شی (یعنی د انقلابونو او دموکراسیو او د هغو وارده ول ناممکن دی او نا ممکن به وی). فلهذا: مونږ او دوی به ګډه او شریکه توګه سره زمونږ په تولنه کی انقلابونه سرته رسوو، خو د انقلابونه په اجراکی به اصلی رول زمونږ د تولنی او فرعی رول د دوی په غاړه وی ځکه چی: د دیالکتیک د قوانینو پر اساس (( د تکامل سرچینه داخلی تضادونه دی)). او د تولنیز واقعیت له مخی داهم وایو چی:

د نړی د پرولتاریاوو د ځلورم رهبر آی ایو سیف ویساری اونویچ استالین له فزیکی او یا جسمانی مرګ څخه وروسته د پخوانی شوروی اتحاد تر ړنګیدو او د هغه تر تجزیه کیدو پوری د جاسوسی دوی متضادی نړیوالی شبکی او د هغوی آیدیولوژیګانی موجودی وی چی: یوه یی د کارګرانو، بزګرانو او نورو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د معنوی تیوریکی او آیدیولوژیکی بریالیتوب او د دوی فشار له امله د پخوانی شوروی اتحاد د (KGB) واکمنه عمومی نړیواله امپریالستی ضد صلح دوسته شبکه او د هغی عمومی نړیواله امپریالستی ضد صلح دوسته آیدیولوژی وه.  او بله یی د (CIA) یعنی د امریکا د متحده ایالاتو توره استثمارګره، استعمارګره، یرغلګره او وحشی امپریالستی دولتی شبکه او د هغی استثمارګره او استعمارګره، ستمګره او یرغلګره آیدیولوژی وه موجوده وه. نو که چیری د تولنیزی نړیوالی ترازو په یوه پله کی د (KGB) شبکه او د هغی آیدیولوژی اچول شوی وای او په بله پله کی د (CIA) شبکه او د هغی آیدیولوژی اچول شوی وای، د (KGB) له شبکی او د هغه له آیدیولوژی څخه به چی لږ څه کمیدله د (CIA) د شبکی او د هغی د آیدیولوژی پله به دریندله او د (CIA) له شبکی او د هغی له آیدیولوژی څخه به چی لږ څه کمیدله د (KGB) د شبکی او د هغی د آیدیولوژی پله به درنیدله یعنی: د (KGB) د شبکی او د هغی د آیدیولوژی تخریب پخپل اصل او ذات کی عملاْ د (CIA) د شبکی او د هغی د آیدیولوژی توصیف د هغه په ګته او له هغی څخه دفاع وه او د (CIA) د شبکی او د هغی د آیدیولوژی تخریب په خپل اصل او ذات کی عملاٌ د (KGB) د شبکی او د هغی د آیدیولوژی توصیف د هغی په ګته او له هغی څخه دفاع وه.

فلهذا: د خاین، بی پته او درواغجن شعوری امینی او نور شعوری امینیانو په شمول هر هغه چا او یا هر هغه څوک چی د پخوانی شوروی اتحاد د (KGB) شبکه او د هغی آیدیولوژی تخریب کړی وی او یا اوس نوموړی شبکه د هغی آیدیولوژی او د هغی پاتی شونی تجربوی او یا زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته د پخوانی شوروی اتحاد د یوه شمیر راغوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی پوځونو را تګ غندلی وی او یا یی اوس غندی او یایی نوموړی پوځونه یرغلګر او استعمارګر پوځونه بللی وی او یا یی اوس بولی په خپل اصل او ذات کی د (CIA) د شبکی وفادار غړی، جاسوسان او نماینده ګان وو او دی. ځکه چی که چیری په هم وخت کی د پخوانی شوروی اتحاد نوموړی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست نظامی پوځونه راغلی نه وای نو هماغه وخت به حتماٌ او حتماٌ زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د امریکا د متحده ایالاتو نظامی استعمارګر او یرغلګر، استثمارګر او ستم ګر نظامی پوځو به پلی شوی وای او د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو هر دول مرستی به ورسره وای او د خون آشام امین او د افغانی انقلاب او خلکو ضد تش په نامه افغانی او اسلامی باندونو په وجود کی به یی تر اوسه پوری زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی خپله استثمارګرانه او استعمارګرانه حکمروایی کوله او د هم هغه وخت نړیوال تولنیز شرایط هم همدغسی وو چی: د خون آشام امین او د وخت د واکمنو ګوندی او دولتی رهبرانو او نورو شعوری امینیانو او د هغوی له لاس په زامین نوګرانو یعنی: مرتد زیری، مرتد میثاق او مرتد پنجشیری او د هغوی له شعوری پلویانو چی نوموړو تولو د خلقی جناح تقریباٌ پنخه لسمه برخه تشکیلوله څخه پرته د نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند د دواړو اړخونو (خلق او پرچم) یو موجود غړی به ژوندی پریښودلی نه وای او تل به یی له منځه وړی او اعدام کړی وای او دا هم وایو چی: که چیری د (CIA) له لارښونو او د قوماندی سره سم د هغی د دیرو سختو او ماهرو جاسوسانو مرتد میخایل ګرباچف، مرتد یلتسن او د هغوی شعوری پیرویانو له خوا د پخوانی شوروی اتحاد نوموړی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست نظامی پوځونه زمونږ له خاوری څخه وتلی نه وای، نو تر اوسه پوری به زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د ثور د دموکراتیک انقلاب که په خلقی دموکراتیکه انقلابی ساحه کی نه وای نو په ملی دموکراتیکه ساحه کی خو به حتماٌ او حتماٌ بریالیتوب ته رسیدلی وای.

مونږ غواړو چی دلته  د خون آشام او د یوه شمیر خاصو او عاموخلقیانو د اصلی قاتل حفیظ الله امین د یو څو تنو شعوری شاګردانو او پیروانانو یعنی: د خاین او درواغجن شعوری امینی وزیری د شعوری امینستو ملګرو یو څه نقل قولونه تکی په تکی سره را نقلوو: د ۱۳۸۳ لمریز کال په آخرینو میاشتو کی نه مختلفو غربی او غرب پلوه رادیوګانو څخه د (CIA) د ماهر عبدالرشید جلیلی، معصوم ستانکزی او حبیب الرحمن او داسی نور د خون آشام امین له تورو تورو خلقی ضد کړو وړو چه د امریکایی وحشی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو له یرغلګرو، استثمارګرو او استعمارګرو نظامی ځواکونو چی له دیرو کالونو را هیسی زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی په زور او جبر سره میشته دی څخه په دفاع کی په یوه شکل نه یوه شکل سره د کارګرانو، بزګرانو او د نورو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو او د هغوی د واقعی نمایندګانو، د مارکسیزم - لینینیزم - استالینیزم، هیواد پالنی او پرولتاری انترناسیونالیزم او د پخوانی شوروی اتحاد د یو شمیر راغوښتل شوو عمومی صلح دوستو وسله والو نظامی ځواکونو د راتګ پر ضد په سپینه رنا ورځ لکه سپی داسی غپیدل او اوس هم په یوه شکل نه یوه شکل سره د سپیو په شان غپیږی او پدی توګه سره یی غوښتل او غواړی چی: لمر په ګوتو پټ کړی، له زرګر څخه زر غلا کړی او موقتاٌ د خلکو سترګوته شګی او خاوری ور وپاشی او اوبه خړی کړی او ماهیان پکی ونیسی، مثلاٌ:

مرتد، پست او بی حیثیته عبدالرشید جلیلی د یوی امپریالستی غربی رادیو له یوه تماس لرونکی سره په مرکه کی داسی ویلی چی: ((حیظ الله امین پر دموکراسی باندی عقیده درلوده، د قانونیت، مصوونیت او عدالت قوانین یی پیل کړل، له نورمحمد تره کی سره یی اکثره وختونه د بل هر چا په نسبت زیاتی مشاوری کولی)) لنده دا چی: خاین او د (CIA) جاسوس او درواغجن شعوری امینی عبدالرشید جلیلی په خپلو نوموړو خبرو کی په دیری سپین سترګی، پستی او رذالت سره خون آشام او بیوفا امین ته کاملاْ براات ورکړ او په داسی حال کی چی ((اکثره وختونه یی د بل هرچا په نسبت له نورمحمد تره کی سره د امین مشاوری وښودلی)) خو د خون آشام او بیوفا حفیظ الله امین له خوایی په دیره نامردی، پستی او بیوفایی سره یی په زور او جبر سره د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی د عمومی منشی، د انقلابی شورای د ریاست، صدراعظمی او د ملی دفاع د وزارت له مقامونو څخه د نورمحمد تره کی د لیری کولو، د هغه په خوله باندی د بالښت له ایښیدلو او د بالښت په واسطه سره د هغه له وژلو څخه هیڅ ډول یادونه ونکړه، مرتدجلیلی او د ده ملګری او حامیان داسی فکر کوی چی دوی چی هرڅه وایی نو خلک هم هغه قبلوی په داسی حال کی چی د دیر کم عقل لرونکی انسانان هم د ده نوموړی خبری او کړه وړه له عینی تولنیز واقعیت سره په ضدیت کی بولی، نه یی منی او نه به یی ومنی، په حقیقت کی دوی خلک د تل لپاره نشی غولولی بلکی خپل ځانونه او خپل ملګری غولوی او همدا ډول: یوه بله ورځ هم له مرتد او بی پته عبدالرشید جلیلی څخه یوه غربی پلوه رادیویی تماس لرونکی داسی پوښتنه وکړه چی: ((تاسی خو هماغه پخوانی یاستی او او څنګه خلکوته د خدمت دعوا کوی؟)) ده د نوموړی پښتنی په ځواب کی په داسی حال کی چی کمونستوب او مسلمانیتوب پښتنه هم ور څخه شوی نه وه او په اوسنیو شرایطو کی هیڅ احتیاج او حاجت هم ورته نه وه په قصدی توګه (CIA)، استعمارګرانو، استثمارګرانو او د هغوی شعوری نمایندګانو ته د شرایطو په لاس ته ورتلو سره د خپل اصلی جاسوسانه ماهیت په څرګندولو سره داسی وویل چی: ((مونږ پخوا هم کمونستان نه وو، اوس هم کمونستان نه یو او په راتلونکی کی به هم کمونستان ونه اوسو او مونږ مسلمانان وو، یو او ووبه او روسانو پرمونږ او زمونږ پر خاوره باندی تعرض وکړ، زمونږ قانونی حکومت یی ړنګ ګړو او زمونږ خاوره یی تر پښو لاندی کړه، مونږ یی یو شمیر شهیدان او یو شمیر یی څو کاله بندیان کړو. اوس چی د دموکراسی د منځ ته راتلو لپاره شرایط آماده شوی دی، کله چی دموکراسی استقرار ومومی او د دموکراسی په رنا کی محاکمه دایره شی نو بیا به مونږ او زمونږ مخالفین خبری سره وکړو....))

او مونږ د ده له نوموړو زهرجنو او له طبقاتی کینی او فساد څخه دکو خبرو په وړاندی داسی وایو چی: (په رشتیا سره چی دوی پخوا هم عملاٌ کمونستان نه وو، کمونستان خو څه کوی چی عمومی خلقیان هم نه وو او اوس هم کمونستان ندی ، کمونستان خو څه چی عمومی خلقیان هم ندی او په راتلونکی به هم کمونستان ونه اوسی، کمونستان خو څه کوی چی عمومی خلقیان یعنی ملی دموکراتان ونه اوسی او همدا رنګه دا چی د پخوانی شوروی اتحاد یو شمیر را غوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی پوځونو د افغانستان له خاصو او عامو خلقیانو، پرچمیانو او خلکو سره یو ځای او د هغوی د ارادی پر اساس چی: تصلی رول مونږ نوموړو فوتونو او فرعی رول شوروی نوموړو پوځونو پکی لوبولی دی د دوی قوت خون آشام او وینو بهوونکی امینی حکومت د هغه د خاینانه کړو وړو له امله له پښو وغورځوه او د خون آشام امین په شمول یی یو شمیر شعوری امینیان په قتل ورسول او یو شمیر یی زندانونو ته واچول. د خاین وزیری او د ده د شعوری ملګرو په نظر روسان متعرضین وو او دی! خو دا چی د امریکا داړه مار، وحشی او الکاپون دوله بد معاش امپریالیزم په مشری، نړیوال امپریالیزم او دهغوی اندیوالانو او ګوداګیانو د ثور د ملی دموکراتیک انقلاب په ناکامیدو او زمونږ د ګران او محبوب افغانستان د ښارونو او کلیو په ړنګولو کی د خپلو هر ډول خاینانه مادی او معنوی هلوځلو او کوښښونو څخه یوه لحظه هم دده ونګړه او همدا دول دا چی بیا د امریکایی پست او بی پته، بی عزته او بی حیثیته امریکایی امپریالیزم په مشری نړیوال امپریالیزم وسله والو ځواکونو پر مونږ او زمونږ پر مقدسه خاوره باندی متعرضاٌ لمړی د کروز میزایل توغندی وتوغول بیایی په غیر قانونی او غیر عادلانه توګه سره زمونږ په سپیڅلی، پاک او مقدس حریم باندی د خپلو بمب غورځونکو الوتکو بمباری پیل کړی، بیایی زمونږ پر خاوره باندی خپل تور تور وسله وال ځواکونه پلی کړل او د خپلو ډول ډول ځمکنیو او هوایی حملو په واسطه یی د خپل پخوانیو ملګرو، دوستانو، اجیرانو او مزدورانو او اوسنیو مخالفینو او یاغیانو یعنی: د افغانی طالبانو او د هغه د غربی حامیانو حکومت چی د دوی په نسبت دیر کمزوری وه له پښو وغورزاوه او زمونږ مقدسه خاوره یی تر خپلو تورو تورو پښو لاندی کړه او د ۱۳۸۰ لمریز کال د جدی په میاشت کی یی له بن څخه د هیواد پلوری او اجیر حامد کرزی تر مشری لاندی یی خپل ګوداګی او تش په نامه افغانی حکومت زمونږ محبوب هیواد افغانستان ته راولیږداوه او زمونږ په خاوره کی یی زمونږ لپاره زندانونه جوړ کړل، زمونږ له اجازه څخه پرته زمونږ کورونه تلاشی کوی، زمونږ پر پت، شرف او نوامیسو باندی وحشیانه شبخونونه او حملی کوی او د خپلو ځمکنیو او هوایی حملو په واسطه سره زمونږ غیر مسلح بیګناه، نران او واړه ماشومان شهیدانوی او زمونږ پر خاوره کی پر مونږ باندی خپلو یرغلګرانه او وحشیانه حملو ته دوام ورکوی.

د ده او د ده دشعوری ملګری او پلویان په نظر نوموړی وحشی، یرغلګر او فاسدلاخلاقه وسله وال پوځونه نړیوال سوله ساتی او د دموکراسی لرونکی پوځونه ګنل کیژی نو آیا:  مرتد جلیلی او د هغه شعوری ملګری او پلویان د (CIA) غړی او د هغی جاسوسان او نمایندګان ندی؟ لنده دا چی دوی له هر دول شک، شبهه او تردید څخه پرته د (CIA) غړی، جاسوسان او نمایندګان وو او دی او همدا رنګه په (۱۵/۹/۱۳۸۳ لمریز کال) خاین او بی پته معصوم ستانکزی له یوه غربی پلوه رادیویی تماس لرونکی د یوی پښتنی په وړاندی داسی وویل چی: (( حامد کرزی د خلکو منتخب جمهور رییس دی )) په داسی حال کی چی هیڅکله او هیڅکله د خلکو د منتخب جمهور رییس نه بلکی شاه شجاع ثانی ، هیواد پلوری او د بوش مستقیم، علنی او پیژندل شوی او د هغه له خوا پر دالرو اخیستل شوی ګوداګی دیږ

- یو وخت مونږ له خپل  ستر او محبوب ملګری، موسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون څخه داسی پښتنه وکړه چی: (( دا چی حفیظ الله امین وایی چی زه خلقی یم او کمونست یم او نورمحمد تره کی، داکتر صالح محمد زیری، غلام دستګیر پنجشیریُ عبدالکریم میثاق او داسی نور هم د ده د نوموړی بی بنیاده ادعا تاییده وی خو یوازی مونږ دا وایو چی: حفیظ الله امین یوازی ظاهراْ او په تشه خوله ځانته خلقی او کمونست وایی خو په پته کی اصلاٌ او ماهیتاْ د (CIA) غړی او جاسوس دی او مونږ په کومو دلایلو سره دا ثبته وو چی امین د (CIA) جاسوس دی؟  ده زمونږ په ولاندی داسی وفرمایل چی: (( د هیچا په تنده باندی کمونستوب او یا د (CIA) غړیتوب لیکل شړی ندی چی هر څوک یی علناْ په خپلو سترګو باندی ووینی چی دغه سړی کمونست دی او یا د (CIA) او جاسوس دی او مونږ له دی مارکسیستی - لینینستی مقولی چی (د حقیقت معیار عمل دی) سره سم داسی وایو چی د حفیظ الله امین او د ده د حامیانو او شاګردانو تول عمده عمده کړه وړه د (CIA) د غړو د کړو وړو په څیر دی. فلهذا دی د (CIA) غړی او د امریکا امپریالیزم جاسوس دی او که دی مړ هم شی د ده د شاګردانو تول عمده عمده کړه وړه به هم د (CIA) د غړو کړو وړو په څیر وی)). په رښتیا سره چی ژوند دیر ښه شونکی دی او ژوند دا کاملاٌ ثابته کړه چی د ده شاګردانو او پیروانانو تول عمده عمده کړه وړه د (CIA) در غړو د کړو وړو په څیر دی))

خاطره:  مونږ د خون آشام حفیظ الله امین او داسی نورو تش په نامه او تشو خولو بدو او بیوفاه او نیمه لارو ملګرو په باب داسی وایو چی: څه ښه وایی چی: (( - له بد ملګری څخه یوازی ګرځیدنه ښه ده، - بد مار له بد ملګری څخه ښه ده، - بد ملګری له بد مار څخه بدتر دی، - بد ملګری د لستونی د مار حیثیت لری، - له بیوفاه پهره دار څخه وفاه دار سپی ښه دی، - له بد ملګری څخه په ځان ژغورنه کی د معالجوی تداوی په نسبت وقایوی تداوی ښه ده، - که څه هم هر غیشی بد دی خو بدترین غیشی هغه دی چی د یوه ملګری له خوا په بل ملګری باندی و ویشتل شی، - د دی لپاره چی له بدترینو غیشو څخه مو خپل ځانونه ساتلی وی نو په ملګرو باندی اعتماد ښه دی خو کنترول بهتر، - د خپل آشنا کنترولول.

(معنی وگوره)

ســـرو صـورت یــوازی مه گوره معنی وگوره          پـــه ســر کــی فـکـر زړه کـی پته مدعا وګوره

ویـــنایـی واوره بــیایـی وګـوره عــمل ور سره          مــــیل و رغـــبـت، غـایه هدف او تمنی وګوره

په آشــــنایـانـو او مـــلګــرو کـــی یی فکر کوه           پـــه غــور غــوریی بــیا ذوی او اشتباه وګوره

څـــه وایی څـه کوی او څه غواړی د څه لپاره           ورته په څیر څیر له هر لوری هریخوا وګوره

نــن دی چــی ولیـده یــوازی او لــه نورو سره           پــه یـو ځــل مــه کړه قناعت سبایی بیا وګوره

مــه وایـه داچـی نــور یی نګورم لیدلی می دی           بــیا پــه دقــت د ده تـمـامــه مشــغـولا وګــوره

ور پسی پـــت پـت څار کوه څه کوی څه ښیی            د ده پــه کار کــی د ده غــلا د ده ریـــا وګوره

تاثیر یی څنګه دی په نورو په ده څه تـاثیر دی           د ده طاقت او د ده تولو کــمزورتــــیا وګـــوره

پــه خـــطـراتو سختو ورځو کی به څرنګه وی

اســـتــقامــت او حــوصـــلـه د خپل آشنا وګوره

(ګل پاچا الفت، غوره اشعار، د ۵۲-۵۳-۵۴ مخونه)

((ګل مـــکـن، کاګل مکن دیوار بی بنیاد را          خــــدمـت ســګ را بـکن نه آدم بد ذات را

ســــعدیا شـــــیرازیا پـــندی مـده کـمزاد را          کمزاد اګر عاقل شود ګردن زند استاد را))

________________________________________

تواضع های دشمن مکر صــیادی بـود بــــیدل          که خم خم رفتن صیاد ز بهر قتل مرغان است

نتیجه:- هر هغه چا چی پخوا د خون آشام حفیظ الله امین او له داسی نورو بدو او بیوقاه ملګرو سره ملګرتیا کړیده له دیرو سختو تاریخی ناکامیو او ماتیو سره مخامخ شوی دی او همدا رنګه هر هغه څوک چی په اوس او یا راتلونکی کی د خون آشام حفیظ الله امین له شاګردانو او پیروانانو او له داسی نورو بدو او بیوفاه ملګرو سره ملګرتیا کوی له دیرو سختو تاریخی ناکامیو او ماتیو سره به مخامخ شی، ځکه چی څه ښه وایی چی: (( آزموده را مه آزمایید، - از ګندم، ګندم روید و از جو-جو!

عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود

ګرچه با آدمی بزرګ شود))

اسلوب : انسانان په خپل ژوندانه کی خپلی مخی ته یوه سلسله هدفونه زدی او نوموړو هدفونو ته د ور رسیدو لپاره یو لړ میتودونه، طریقی او لاری چاری سنجوی او د هغوی عملی کولو لپاره هلی ځلی کوی. اسلوب د تیوریک تحقیق او پراتیک تاکلی اصولو او روشونو مجموعی ته اسلوب وایی، خو: اسلوب د هغه اصولو او روشونو مجموعه نه ده چی د انسان په خوښه وی بلکی د هم هغی پدیدی په قانونمندی پوری هله لری)) یعنی تولنیز اصلی اسلوب : د هغو اصولو او روشونو مجموعه نده چی د خاین محمداقبال وزیری، خاین داکتر شاه ولی، خاین عبدالکریم میثاق، خاین عبدالرشید جلیلی، خاین منصور هاشمی، خاین محمود سوما، خاین فقیرمحمد فقیر او داسی نورو شعوری امینیانو او د شعوری امینیانو په شمول د افغانستان د کارګرانو، بزګرانو او نورو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د نورو تولو پتو او څرګندو کورنیو او باندینیو نه پخلاکیدونکو دښمنانو په خوښه وی یعنی: هر څه چی دوی ووایی او یایی وغواړی هم هغسی دی تر سره شی، خو دغه هیڅکله او هیڅکله نه تر سره شوی دی، نه تر سره کیږی او نه تر سره شی. او دا هم وایو چی: د شعوری امینیانو ویناوی او کړه وړه نه یوازی دا چی له تولنیز عینی اسلوب سره هیڅ تطابق نلری بلکی په بشپړه توګه سره د هغه پرضد او له هغه سره مغایرت لری او داهم ځکه چی د دوی ویناوی او کړه وړه تولی کینی رویژیونستی ویناوی او کین رویژیونستی کړه وړه دی او د دوی ویناوی او د دوی ویناوی او کړه وړه په دبرو کی ړ غنمو اچونه او د هغه زرغونونه شنه کونه او پخونه ده په داسی حال کښی چی: د تولنیز عینی اسلوب پر اساس په دبرو کی د غنمو زرغونونه، شنه کونه او پخونه هیڅ امکان ندی او دا ځکه چی غنم په نرمه او همواره قلبه شوی او یا په تراکتور وهل شوی ځمکه کی اچول کیږی، بیا ماله پری کیږی، یعنی د مالی په واسطه سره په نوموړی ځمکه کی پتیږی، بیا پاره (سره) ورکول کیږی، بیا پخپل وخت او زمان سره اوبه ورکول کیږی، بیا له مالونو څخه ساتله کیږی، بیا رپیل کیږی او بالآخره اونل کیږی او خوړلو ته آماده کیږی.

- زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شاعر ملګری د جلاد، وحشی او خون آشام حفیظ الله امین په باب څه ښه ویلی دی، چی د شعر عنوان یی دی: (( زمونږ د خاصو او عامو خلقیانو سرسخت دشمن))

امین هیڅ خلقی نه وه سخت دشمن وه د خلقیانو

جـــاســـوس د (CIA) ای کارګـــرو بــزګــرانو

د خلک دموکراتیک ګوند چی تاسیس شو افغانستان کی          آواز خـــویی شـــو خـــپور په توله ځمکه او آسمان کی

تــول خــلک پــری خبر شول هیواد سیمه او جهان کی          نــــو سـمـدستی پلان جوړکړو (CIA) په خپل دیوان کی

امــین یی تــربــــیت کــــړو ای زیـــارکښو افــغانـــانو

جـــاســوس د (CIA) ای کــارګــــرو بــــــزګــــرانـــو

راســـــاٌ وحـــشی امـــین تــلــیفون وکـــړو تـره کی ته          ظــاهـــــر کــی یی لاســونـه ورته پـورته کړل تندی ته

تـــره کی هـــم مثبت ځـــواب ورکــړه ده ســــلامی ته          پــــه غـــور ســــره ګـــوری تــره کی خـــوشـباوری ته

امــــین پــه خـــلقی ګوند کی کار شروع کړو آشنایانو

جــاســوس د (CIA) ای کــارګـــــرو بـــــزګــــرانـــو

امــــین تــش زبـانـاٌ ویـــل چـی زه خو سور خلقـی یم          مـــین د مــــارکـس، انګلـــس، لیـنــــین پــر تــیوری یم

شـــاګــرد د بــل چــا نـــیـمه شـاګـرد د تـــــره کـی یم          پــټ پــټ یـی (CIA) تــه ویــــل ســــتاســو پــــلوی یم

عـــــمـلاٌ وه پـــیـرو د (CIA) ای مــــــظـلـــــومــــانو

جــــاســـــوس د (CIA) ای کارګـــــرو بــــزګــــرانو

امــــین هــــیڅ کـمونست نوه وحشی رویژیونـست وه          پــــــیرو وه د مــــلی دمـــوکــراســـی اپــورتــونست وه

او دی خو په ماهیت کی بورژوازی دیکتاتوریست وه          تــک تـور ناسیونالست، او دګماتیست او سکتاریست وه

ســــخـت ضـد وه د عــلـمی کــمونـســـتانو ای یـارانو

جــــاســـــوس د (CIA) ای کارګـــــــرو بــزګـــــرانو

زمــــونــــږه ســــتر رهبر داکتر زرغون وپیژنده دی          پـټ پـټ یی پـه حوزو کی شپه په ورځ کی راښوده دی

مــونــــږ هـــم پــه مخفی تـــوګه همیشه تخریباوه دی          افـــــسوس چــی تـــره کی خــو دایــماٌ تــوصیـــفاوه دی

امــــین ظاهــــراٌ ده تــه چــاپــلوســی کـــړه جوالیانو

جــــاســـوس د (CIA) ای کــــارګـــــرو بــــزګــرانو

امــــین پــــر ســــتر زرغون توره حمله وکړه اولسه          او دا وحـــــشی حـــمله یـی پـــری پـه شـپه وکړه اولسه

زرغــون تـــه یی د خـــلکو ضــد پلمه وکــړه اولـسه          او دایــــی ورتــــه تـــــوطــــــهــه وکـــــــــړه اولـــــسه

بـــــندی یــی پــه شیرپور پلچرخی کی کړه موچیانو

جـــاســــوس د (CIA) ای کارګــــرو بـــــزګــــرانو

وحــــــشی امـــــین نـــــو بــیا دی پلیګون ته ولیږلو          لــــه ســــر څـــخه تـــر پښویی په ګـــولـــیو شــهید کړلو

پــــه دیـــری بـیرحمی یی بیا تر خاورو لاندی کړلو          پـــه دی تــوګــه یــــی خــــــلکوتــه دیـــر زیان ورسولو

امــــین دیـــر لـــوی قــاتـــل وه برو لرو زیارکښانو

جـــاســــوس د (CIA) ای کارګـــــرو بــــزګـــــرانو

او بـیایی سـروری او ګلاب زوی ســخت ودار کړلو          او هــــم یی وطـــنجار او مـــزدوریــار وتـــرســولو

پـــه دیــــر نامـــــردی ســـــره لـــــه ده وتـــښـــتیدلو          سـپـین ږیــری تـــره کی یـــی ورته ګوښی پریښیدلو

دوی دیــــره داوســـی وکړه کــــوچیانو چــــوپــانانو

جـــــاســــوس د (CIA) ای کارګـــــرو بــــزګـــرانو

او بـــیایی پـــنجشیری، زیــری، میثاق ور وغوښتلو          دوی زر د ده په پښوکی ســـپو په شان ورغــړیــدلو

ننګ، شــــرم، پټ، ایمان یی ورته پښو کی کیښیدلو          او هـــم یـــی شــــروع وکــــړه ده د پــښو ښــکلولو

دوی دا پـســـت فــــطـرتی وکــړه نادارو بی وزلانو

جـــاســـــوس د (CIA) ای کارګـــــرو بــــزګـــرانو

او بـــیایی تـــــره کی جـمهوری ارګ کی بندیان کړ          د ده په خوله یی کښودو بالیښت مرګ یی اعلان کړ

او بـــیا خـــویی جـــسد د ده داخـــل په ګورستان ګړ          وحشی امـــین پر خپل ځان باندی تنګ افغانستان کړ

دی هیــــڅ وفـــــادار نه وه بـــیوفــا وه مـــــزدورانو

جـــــاســــوس د (CIA) ای کارګـــرو بـــــــــزګرانو

او بیایی زمــونږ نور یو شمیر ملګری شهیدان کړل           مــلګری لـعل پادشاه هم ورسره یی نور یاران کړل

پــــه تــکه توره شپه یی پولیګون کی تیرباران کړل           د دوی پر شهادت یی خفه خاص او عام خلقیان کړل

رښــتـینی سـر پـــریـــــکړی فدائیان وو ای خوارانو

جـــاســــوس د (CIA) ای کارګـــرو بـــــزګــــــرانو

امــــین خـــو بالآخره لــه څــلورو خواوو حصار شو          نـــا څـــاپــاْ خــــو د زهـــرو په خـــوړلو ګرفتار شو

او بیا دسرو او ورونو سرو لمبو منځ کی غورځار شو         شـــاعــــر خو وایی دا چی تاریخاٌ محکوم مردار شو

شـــابـــاس خـــو پر خـــلـقـیانو، پرچمیانو، شورویانو

جـــــاســــوس د (CIA) ای کارګــــــرو بـــزګــــرانو

(افغانستان - پکتیا - ارګون - د مانده کاریځ - خیمه - هـ . پ - ۱۵/۵/۱۳۸۹ لمریز کال - جمعه)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمونږ نومولی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شاعر ملګری د (CIA) د جاسوس خاین او هیواد پلوری شعوری امینی عبدالرشید جلیلی او د هغه د ملګرو په باب څه ښه ویلی دی چی:

{ملگرو}

دا تــــور تور جلیلیان خو تول شعوراْ امینیان دی

مــــلګـرو! خــلـقــیان نــدی د خلقیانو دښمنان دی

مونږ ږاقعاٌ زرغوناٌ سره خلقیان وو هم خلقیان یو          د مـــارکس، انګلس، لینین او استالین پیروانان یو

سـخت ضد د فیودالیست، امپریالیزم هر سـمان یو          او هـــم د ښـــی او کـــین رویژیونیزم دښمنان یو

دوی خو د هیواد پلورو ګوداګیانو ګوداګـــیان دی

ملګرو! خلقیان نـدی د خـــــلقیانو دښــــمنان دی

امین په تشه خوله ویل چی زه خو سور خلقی یم          شـــاګـــرد دبــل چـــا نه یمه شاګرد د تره کی یم

د خــــلکو خـــدمـــتګار یــم ولسی انــــقلابــی یم          پــــیـرو د اولــسی او پــرولــتاری دیکتاتوری یم

دوی خو د خون آشام امین تور تور شاګردان دی

مــــلګــرو! خــلــقــیان ندی د خلقیانو دښمنان دی

دوی خو پر خون آشام خاین امین پهره داری کړه         شپه ورځ یی صرف د ده له اوامرو پیروی وکړه

څه وخت یی تش په خولو د تره کی غوړه مالی کړه       د خلکو پر تول ګوند یی له دی لاری رهبری کړه

دوی تــــول د بــــیوفاه امین په شان بیوفایان دی

مـــلګــرو! خـــلــقـیان ندی د خلقیانو دښمنان دی

تره، ستر زرغون او لعل پآدشاه یی شهیدان کړل          هم نیک، باییس، بسام او ذکریا یی تیرباران کړل

بیشماره دیر خلقیان یـــی زندانونوکی بندیان کړل          یو شمیر یی له هیواد او له کابل نه فراریان کړل

چاری یی په لاس سوکــی دی نیولی جلادان دی

مــلګــرو! خــلــقــیان نـدی د خلقیانو دښمنان دی

پـــه تشو خولو د خلق او خلق ناری وهی ملګرو          عـــمل کــی خو پــر خلکو مسخری وهی ملګرو

اولـــــس پـــر غوښو وینو خو مږی وهی ملګرو          شپه ورځ کړی عیش و نوش او هم چوچی لری ملګرو

د وزو میږو پوستکیو کی پړانګان، لیوان، ماران دیی

مـــلګــرو! خـــلـقــیان نــدی د خـــلـقیانو دښمنان دی

پــــر مــــونـــږ کـــړی نــړیوال امپریالیزم یرغلونه          پـــرکلـــیو، پـرکــورو، ښارو او غرو مو شبخونونه

هـــم جــــبراٌ لـــټوی زمــونــږ کــورونــه فـــامیلونه          دوی کــــړی پـــه رنا ورځ ددی وحشــیانو صفـتونه

اوس لا هـــم شــوی ثـابـت د (CIA) نــمایند ګان دی

مـــلګـــرو! خــلـقـیان نــدی د خــلـقــیانو دښمنان دی

بــوشـــیان چــه کــړی تــخـریب په شارانو کمونیزم          دوی جـــهراٌ کـــــړی ملاتړ له امریکایی امپریالیزم

لـــه دی هـــتلــر صفـــته او بــد معاش الـــکاپونیزم          سخت ضد دی د مارکسیزم - لینینزم - اســــتالینیزم

عـــــملا د وحــشی امــــــپریـــالـــیزم نـــوکران دی

مــــلګـــرو! خـــــلــقــیان ندی د خلقیانو دښمنان دی

شــــپه ورځ لـــه غــــرب پلوه رادیوګانو نه غږیږی          هــــیـڅ شــرم و حیا نه کړی لکه سپی داسی غپیږی

خــــو مــــونږ کلک باوری یو چه هیواد به آزادیږی          زمـــــونـــږه لـــیده، وچـه، او فضا به زرغـــونیږی

شاعر خو وایی دا چی دوی د پردی کاسه لیسانو دی

مــــلــګـرو! خــلــقیان نـــدی د خـلقیانو دښمنان دی

(هـ پ - ۱ - ۱ - ۱۳۸۴ لمریز کال)

په واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی (ماهیتاٌ کمونستی ساحه کی):

الف: « محبت است که دل را نمیدهد آرام         وګرنه کیست که آسوده ګی نمیخواهد»

ب: څوک چی ځی آرامی زندګی پسی             ځی دی عشق هسی آسان کار نه دی

ج : مشغول نبودن به زنده نبودن برابر است.

د : موجیم که آسودګی ما عدم ماست          ما زنده درآنیم که آرام نداریم!

د زرغونی خلقی دفاعی خاطری دو دیشتمه فقره

- د خون آشام او د (CIA) د دیر زیات ماهر جاسوس حفیظ الله امین د شاګرد د (CIA) د جاسوس د ثور د دموکراتیک انقلاب له پیل څخه د امین تر وژل کیدو او د امینی وحشی رژیم تر سرنګون کیدو پوری د وسله پوځ د سیاسی چارو د عمومی رییس له خون آشام امین سره په تولو خیانتونو او جرمونوکی د شریک خایین او درواغجن شعوری امینی محمداقبال وزیری د (ثور پاڅون) د (KGB) دسیسی او شوروی یرغل په نامه له اثر څخه:

- خایین او درواغجن محمدحسن کاکړ د خایین او درواغجن شعوری امینی محمداقبال وزیری په نوموړی اثر باندی د خپلی سریزی په یوه برخه کی داسی لیکلی دی چی: « محترم وزیری لکه چی د مخه ورته اشاره شوی ده یو متعهد خلقی وه، په سلوک کی متواضع او په فکر کی روڼ دی او له وطن سره مینه لری. د هغه د همدغه سلوک له امله وو چی د دهمزنګ په زندام کی یی له اخوانیانو او له ارواح ښاد فیضانی سره د وطنوالی په روځنی سره شپی ورځی تیری کړی دی، د ده شخصیت له دغی لیکنی نه هم مالومیدلی شی ځکه چی یو څوک په خپلی لیکنی کی هغه وی چه وی! خو دا چی وغواړی ځان بدل کړی. د ده په دغی لیکنی آیدیولوجیکی او چپی اصطلاح ګانی او کلیمی نشته . پیښی په کی په دغه دول بیان شوی چی لکه کوم دریم ګړی بیان کړی وی. روحیه یی هم انتقادی ده، که لوستونکی دی نه پیژنی ممکن فکر وګړی چی دا د کوم غیر ګوندی لیکنه ده، د دغی لیکنی په لوستلو او په خپله د هغه په لیدلو او ورسره به ځینو خبرونو وروسته مانه دغه فکر پیدا شو چی خلقی لویانو ولی د ده او د ده په شان کسانو په لرلو سره بیا هم غټی تیروتنی وکړی چی د هغو له امله تول وریزول شول. د وزیری ځواب دا وو چی د حکومت او ګوند د سر کسانو مشوری نه منلی او په دغه فکر وو چی دوی په هر څه پوهیږی» (ج، ح مخونه).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان یعنی (ماهیتاٌ مارکسیستان - لینینستان ۰ استالینستان)  هیواد پالان او پرولتاری انترناسیونالستان د خایین محمد حسن کاکړ د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: خایین داکتر محمد حسن کاکړ په خپله نوړی لیکنه کی محمد اقبلا وزیری یو متعهد خلقی بللی دی، هغه یی متواضع بللی دی او د هغه فکر یی روڼ ښودلی دی او داسی یی هم لیکلی دی چی هغه له وطن سره مینه لری او د هغه رحیه یی انتقادی بللی ده، او دا یی هم لیکلی دی چی «هغه لوستنکی چی وزیری نه پیژنی ممکن داسی فکر وکړی چی وزیری غیرګوندی دی! نو دایی په بشپړه توګه سره ښکرور درواغ ویلی دی ځکه چی: اقبال وزیری د خپلو پخوانیو او اوسنیو کړو وړو له مخی هیڅکله او هیڅکله یو واقعی او متعهد خلقی نه وه او نه به وی! دی یو شعوری امینی وه او دی. وزیری دیر سخت خودخواه او تور و تاریک امینی فکر څښتن وه او دی، او ده هیڅکله او هیڅکله له وطن سره واقعی مینه نه ده درلودلی او ونه یی لری او د وحشی او خون آشام امین شاګرد او پلوی وه او دی. د (CIA) جاسوس او په نوموړی توره شبکه باندی هیواد خرڅوکی وه او دی. ده پخوا هم د امین له خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاْ کمونستی ضد) ملی دموکراتیکی تګلاری څخه دفاع کوله او اوس یی هم په خپل نوموړی اثر کی له سر څخه تر پایه پوری د (CIA) تر رهبری لاندی له امینی ملی دموکراتیکی تګلاری څخه کلکه دفاع او ننګه کړیده. او داهم وایو چی: وزیری داسی امینی ضد انتقادی روحیه نه لری چی له امینی تګلاری څخه د اوښتلو په معنی وی او همدا رنګه د ده د نوموړی اثر تول لوستنکو نه بلکی هغه لوستنکی چی سیاسی شعوری سطحه یی دیره ټیته وی او دیر ساده ساده وی ممکن داسی فکر وکړی چی وزیری غیر ګوندی دی او دغه هم وایو چی : داچی محمد حسن کاکړ په خپله نوموړی لیکنه کی داسی لیکلی دی چی « د وزیری او داسی نورو کسانو په درلودلو سره به څنګه د نوموړی خلقی دموکراتیک واکمن ګوند رهبرانو دومره تیروتنی کولی چی تول راویزول شول؟» دایی هم کاملاٌ درواغ او چتیات ویلی دی ځکه چی د تره کی، امین، زیری، میثاق، پنجشیری، شاولی او داسی نورو رهبرانو څخه په هغه وخت کی وزیری زیات نه پوهیده، وزیری د وحشی او خون آشام امین شاګرد او لاس په نامه نوکر وه او شپه ورځ به د امین په دروازه کی د سپی په شان غپیده او د وحشی امین د لارښونو سره سم به یی خپل کار او فعالیت انجاموه او داهم د یادولو او لیکلو وړ بولو چی: وزیری پدی باندی هم کاملاٌ پوهیده چی واقعی خلقی دموکراتیکه  انقلابی یعنی د خلقی دموکراسی یعنی ماهیتاْ کمونستی تګلاره د خلکو په ګته تګلاره ده خو د خپل ځان او د خپلو شخصی او ځانګړو ګتو په خاطر یی شعوراٌ د (CIA) تر رهبری لاندی له نوموړی امین ملی دموکراتیکی یعنی ملی دموکراسی، یعنی ماهیتاٌ انحصاری بورژوازی دموکراسی تګلاری څخه کلکه ننګه کوله، او داهم باید یاده کړو چی: که چیری وزیری په هم هغه وخت کی به نوموړی امینی خلقی ضد ملی دموکراتیکه تګلاره کی زیات زیات پوهیدلی نو ده باید له امین سره کلک مخالفت ښودلی وای او یا یی د امین له ګوندی او دولتی موقف نیولی وای او یا یی پر هغه باندی خپل ځان له امینی ملی دموکراتیک ګوند څخه پری خارج کړی وای. او داهم باید وایو چی: ده خپله نوموړی سطحی او معمولی نیوکه پر خون آشام امین باندی نه بلکی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی پر عمومی منشی نورمحمد تره کی او د نوموړی ګوند د مرکزی کمیتی د سیاسی بیرو دغړو په اکثریت باندی چی د نوموړی ګوند د سر کسان بلل کیدل، نیولی ده او له نوموړی نیوکی څخه د ده مطلب دا دی چی د نوموړو د سر کسانو خو د ده په قول د امین او د هغه د ملګرو او شاګردانو مشرانوته غوږونه نه نیول او که د ده په نظر یی غوږونه ورته نیولی وای، نو اصطلاحاٌ به دنیاه ګل ګلزار وای. په داسی حال کی چی د نوموړو تولوبد بختیو اصلی محرک خون آشام او جلاد حفیظ الله امین وه.

داسی هم ندی لیکلی چی نوموړی د سر کسان د دموکراتیک سانترالیزم د زرینو اصولو پر اساس منتخب شوی نه وو بلکه تش په نامه او په خپل سر تاکل شوی رهبران او رویژیونستان وو او ده دغه تکی ځکه ندی لیکلی چی دی خو په خپله واقعی خلقی او کمونست نه وه او نه دی. خو مونږ دا وایو چی: نوموړی کسان د خلقیانو واقعی رهبران او کمونستان نه وو او د دموکراتیک سانترالیزم د زرینو اصولو پر اساس منتخب شوی نه وو او تش په نامه او تر خپل سر تاکل شوی رهبران او رویژیونستان وو او رویژیونستان طبعاٌ د خپل تیتو ملګرو مشاورو ته غوږ ونه نیسی. فلهذا په دی توګه سره یی نه یوازی داچی له ګوندیتوبه څخه ځان ندی ژغرولی بلکی له خون آشام امین او د (CIA) تر رهبری لاندی یی د هغه له ملی دموکراسی تګ لاری څخه خپله کلکه ننګه او دفاع کړیده. او همدارنګه په نوموړو د سرکسانو باندی د ده د نوموړی نیوکه ځکه سطحی او معمولی نیوکه ده چی، ده زمونږ د خلقی دموکراسی (ماهیتاٌ کمونستی) انقلابی تګلاری او د نوموړو د سر کسانو د خلقی دموکراسی ضد ملی دموکراسی تګلاری په وړاندی یی د (CIA) تر رهبری لاندی په پته او مخفی توګه سره د خون آشام امین له نوموړی ډول خلقی دموکراسی او ملی دموکراسی ضد ملی دموکراسی له تګلاری څخه دفاع کوله، کړی یی ده او لا اوس هم کوی.

ګرانو او واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی ملګرو!

څرنګه چی پدی وروستیو وختونو کی د خون آشام، وحشی، جلاد او د (CIA) د دیر زیات ماهر او چالاک جاسوس حفیظ الله امین شاګر، د (CIA) جاسوس، خایین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د (ثور پاڅون د KGB دسیسی او د شوروی یرغل) په نامه یو اثر لیکلی او خپور کړی دی او ده په همدغه اثر کی یوه سلسله لاندنی، بی بنسټه او د تولنیز عینی واقعیت څخه لیری خلقی ضد، دموکراتیک ضد، انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) خوشی تشی بابولالی، برغزی او حلوتی غږه ولی دی چی دا دی:

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان یعنی (دهیواد د کارګری طبقی او نورو تولو زیارایستونکو او تر ستم لاندی مخکښان) یعنی ماهیتاٌ (مارکسیستان - لینینستان، استالینستان، هیوادپالان او پرولتاری انترناسیونالستان) هغه ټکی په ټکی سره را نقلوو او هغوته د تولنیز عینی واقعیت پر اساس په واقعی زرغون صفته خلقی دموکراتیک انقلابی چوکات کی د مارکسیزم - لینینیزم - استالینیزم، هیوادپالنی او پرولتاری انترناسیونالیزم له اصولو او قانونمندیو سره سم علمی، مستند، منطقی او نه ماتیدونکی ځوابونه ورکوو او غواړو چی لمړی یی تاسو او بیایی ستاسو له لاری په یوه شکل نه یوه شکل سره کارګرانو، بزګرانو او نورو تولو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکوته وړاندی کړو:

I :- د (CIA) جاسوس، خایین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی لیکلی دی چی: « زمونږ د هیواد د وروستی لنډی خوتوپانی دوری سیاسی تاریخ هم باید د کورنیو شرایطو برسیره د دوو متضادو نړیوالو تولنیزو سیستمونو تر منځ د سیالی د شرایطو په نظر کی نیولو سره وڅیړل شی او تر خپله وسه هڅه وشی چی له ګوندیتوب څخه ځان وژغورل شی ترڅو د دی لانجی دوری سیاسی تاریخ مسخ نشی. ما هڅه کړیده چی په دی لنډه لیکنه کی تر وسه وسه پورتنی اصل ته زیات پام وکړم چی که وکړای شم ددی لنډی دوری د سیاسی تاریخ په روښانولو کی خپل پور ادا کړم» (پیلامه . و مخ).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده او هم د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: څه ښه وایی چی: « د یوه کتاب له لوستلو څخه ړومبی دی د هغه لیکونکی و پیژندل شی ». نو مکرراٌ دا لیکو چی محمد اقبال وزیری د خون آشام او د (CIA) د ډیر زیات ماهر جاسوس  حفیظ الله امین شاګرد، د (CIA) جاسوس د ثور د انقلاب له پیل څخه د امین تر وژل کیدو او د امین ګوداګی، هیواد پلوری او وحشی رژیم تر سرنګونیدو پوری د افغانستان د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی رییس، د پخوانی خلقی دموکراتیک واکمن ګوند د مرکزی کمیتی غړی او له خون آشام امین په تولو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد، (ماهیتاٌ کمونستی ضد) خیانتونو، جرمونو، قتلونو، اداری فسادونو او ډول ډول جنایتونو کی شریک او شعوری امینی وه او دی څکه چی که چیری دی شعوری امینی نه وای او یا شعوری امینی ونه اوسی نو هر هغه څوک چی په سیاسی شعوری لحاظ په بشپړه توګه سره ړانده، کاڼه، ګونګان او کورمغزه ونه اوسی او لږ څه نا څه سیاسی شعور هم ولری نو پدی باندی پوهیږی چی: دا چی خون آشام حفیظ الله امین آن د تره کی په وخت کی یعنی په (۲۱ / ۴ / ۱۳۵۸ لمریز کال) کی زمونږ ستر او محبوب ملګری موسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون زندانی کولای شو او بیایی ۲۷/ ۲۸ . ۷ . ۱۳۵۸ لمریز کال کی اعدامولای او په شهادت رسولای شو او یی زمونږ یو شمیر واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری لکه: ملګری لعل پاچا عالمی، استاد ذکریا، آقاګل باییس، محمد حنیف یرغل، نیک محمد، انجینر عبدالسلام، انجینر محمد عزیز بسام، رسول کیهان او داسی نور بندیانولای، اعدامولای او په شهادت رسولای شول او زمونږ یو شمیر نور سازمانی انقلابی ملګری یی له وظایفو څخه شړلی، بیکاره کولای او تبعیدولای شول، هم یی نورمحمد تره کی له عمومی منشی توب او د دولتی ریاست او صدارت له چوکیو څخه لیری کولای شو او دهغه په خوله باندی یی بالښت ایښودلی شو او هغه یی د بالښت په واسطه سره وژلی شو او د هغه بادیګارډان محمد قاسم او ببرک یی اعدامولی شول، هم یی: اسدالله سروری، محمد اسلم وطنجار، خرد ضابط او بیکفایته سید محمد ګلابزوی او شیرجان مزدوریار له خپلو واکمنو ګوندی او دولتی موقفونو څخه لیری کولای او تبعیدولای شول او هم یی: داکتر صالح محمد زیری، غلام دستګیر پنچشیری، عبدالکریم میثاق او د دوی ملګری، پلویان او اندیوالان کاملاٌ د خپلو خلقی ضد اوامر تابع کولای شول، خپل ځانته یی تسلیمولای شول، په خپلو پښو کی یی رغړولای شول او په خپله دروازه کی یی د سپیو په شان غپولای شول. نو آیا که چیری محمد اقبال وزیری د خون آشام امین شاګرد، پیرو او د ده شعوری ګوندی ملګری نه وای او یا یی د ده تولو اوامرو او لارښونو ته غاړه ایښودلی نه وای او یایی له ده سره مخالفت ښودلی  وای او یایی د ده پرضد مبارزه کړی وای ، دی سس تبعید ولای او اعدامولای نشو؟ او مونږ د تولنیز عینی واقعیت پر اساس دا وایو چی: پدی کی هیڅ شک، شبهه او تردید نه شته چی دی یی له خپلو ګوندی او دولتی موقفونو څخه لیری کولای، بندی کولای، تبعیدولای او اعدامولای شو، یعنی په دی باندی یی د نوموړو اشخاصو په څیر هر څه کولای شول او هرڅه به یی پری کړی هم وای ځکه چی محمد اقبال وزیری د نوموړو اشخاصو مخکی د غلبیل حیثیت درلود او لری یی، لکه څه ښه وایی چی: «اوښ چی همدغومره ورته هیڅ هم ندی». او د غلته د ده دا مینتوب په باب نور څه نه لیکو او په لنډ ډول سره دا وایو چی « چیزی که عیان است چه حاجت به بیان است؟ ».

اوبل دا چی: خایین بی پته او درواغجن شعوری امینی اقبال وزیری په دیری بی حیاګی او سپین سترګی سره په خپله نوموړی لیکنه کی له ګوندیتوب څخه ځان ژغورل ښودلی دی او دایی هم کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی د مارکسیستی فلسفی یو اصل دا دی چی: (د حقیقت معیار عمل دی) او ده په تشه خوله له ګوندیتوب څخه د «ځان ژغورلو» جملی لیکلی ده او په عمل کی یی په خپل نوموړی اثر کی له سر څخه تر پایه پوری د (CIA) تر لارښونو لاندی له امینی ملی دموکراتیکی تګلاری څخه کاملاٌ دفاع کړی ده او له ګوندیتوب څخه د ځان ژغورلو جمله یی په دی خاطر لیکلی ده چی موقتاٌ یو شمیر ساده عام خلقیان او ځینی نور ساده کسان چی سیاسی شعوری سطحه یی دیره ټیټه وی وغوړوی او چی هغوی داسی فکر وکړی چی دا خو امینی ندی او بیطرفانه قضاوت یی کړی دی ځکه چی خون آشام امین خو دیر لوی جلاد او قاتل وو او د اکثریت خلقیانو او نور مترقی کسانو دیر بد او نفرت ورڅخه راځی او هغه ورځ لیری نه ده چی د اقبال وزیری په شمول نور تول شعوری امینیان به د امین په شان د اکثریت خلکو په وړاندی تور مخی او رسوا کیږی او د تل لپاره به له خلکو څخه تجریدیږی او تول زیارایستونکی او تر ستم لاندی خلک به دوی د خپلو نه پخلاکیدونکو دښمنانو په څیر پیژنی او د ده له لاندینیو لیکنو څخه کاملاٌ د ده امینیتوب ثابتیږی.

II :- د (CIA) جاسوس، خایین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د خوشحالخان په لیسه کی کنفرانسونه او ننداری د زده کونکو له خوا د ښونکو په مرسته ترسره کیدلی چی زیاته برخه یی د پشتونستان د آزادی موضوع ته وقف شوی وه. ما د لمړی ځل لپاره په هغه کنفرانس کی د یوه همصنفی شعر ولوست چی خوشحالخان لیسی ته د پښتنو د مشر خان عبدالغفار خان د راتلو په ویاړ جوړ شوی وو او دا رنګه می د «ملنګ بابا» په نوم درامی کی چی د قادر مداخیل له خوا لیکل شوی وه د ناروغ رول ولوباوه، د دغی لیسی زده کونکو یو څه وخت د پشتونستان په پروګرام کی برخه واخیسته چی له کابل رادیو څخه خپریده، د دغه پروګرام په تنظیم او ترتیبولو کی د هغی لیسی د مدیر تاج محمد وردک په اجازه حفیظ الله امین مهم رول ولوباوه چی د دی لیسی په لوړو تولګیو کی یی دالجبر، مثلثاتو او هندسی مضامینو درس درلود ...... د ۱۳۴۵ لمریز کال د وری د میاشتی په ۲۲ نیته د «خلق جریده» خپره شوه چی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند نشراتی ارګان وه. د هغی په خپرولو سره د کابل د پوهنتون په لیلیه کی د محصلینو تر منځ تاوده بحثونه کیدل. زه هم د کابل د پوهنتون په همدی چاپیریال کی د کین اړخ د نظریاتو تر اغیزی لاندی راغلم او د خوشحالخان د لیسی دغه شپژ تنه: (قادر مداخیل د حقوقو د پوهنځی محصل، غلام جان احمدزی د طب د پوهنځی محصل، پیروز وزیر د طب د پوهنځی محصل، عبدالرشید وزیری د طب د پوهنځی محصل، اعظم خان مسحور د حقوقو د پوهنځی محصل او محمد اقبال وزیری د پی سی بی محصل) لمړی ځل لپاره د ۱۳۴۵ کال د ثور په میاشت کی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند ته د حفیظ الله امین له خوا جذب شول چی د ۱۳۴۳ کال د جدی په ۱۹ نیته یی د کابل ښار په څلورمی کارته کی یی د نورمحمد تره کی په کور کی یی بنسټ ایښودل شوی وه په لمړی غنده کی حفیظ الله امین د پشتونستان په مسئلی باندی رڼا واچوله او: د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند دریځ ئی د پښتونستان د مسئلی په هکله ځرګند کړ» (۴ - ۵ مخونه)

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نومړی لیکنی په وړاندی داسی وایوچی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی خپل استاد او رهبر، خائین او خون آشام او د (CIA) دیر زیات ماهر جاسوس حفیظ الله امین ته کریدت او رول ورکړی دی او له دی څخه دا معلومیږی چی محمد اقبال وزیری له هم سر سخت څخه چی د لمړی ځل لپاره د ځون آشام حفیظ الله امین له خوا د افغانستان پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند ته جلب، جذب او تنظیم شوی وه او د امین تر وژل کیدو پوری د هغه شاګرد وه او د هغه له تولو خلقی ضد لارښونو سره سم ئی خپل کار او فعالیت پر مخ بیوه او اوس هم عملاٌ د هغه شاګرد او پیرو دی ځکه چی ده په خپله نوموړی اثر کی له سر څخه تر پایه پوری د (CIA) تر لارښونو لاندی له امینی ملی دموکراتیکی تګلاری څخه کلکه ننګه او دفاع کړیده. فلهذا په لنډه توګه سره دا وایو چی خائین او درواغجن محمداقبال وزیری شعوری امینی وه او دی.

III :- د (CIA) جاسوس خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « تصادفی نه ده چی شوروی اتحاد د یوی لویی نړیوالی رسوایی په منلو سره سور پوځ په حرکت واچاوه او د نړیوالی تولنی د ټولو نورمونو خلاف یی په یوه ښکاره او خشن تیری لاس پوری کړ. هغه دولت ئی را نسکور کړ چی د هغه مشر د شوروی دوست وه خو د شوروی لاسوهنه ئی په کورنیو چارو کی نه منله، لمړی ئی هغه د زهرو په ذریعه مسموم او بیائی ترور کړ او خپل لاس پوڅی ئی په اصطلاح د واک په ګیډی کښیناوه» (ص ۲۱)

ده پخپل نومړی لیکنه کی له خپل استاد او رهبر خائین وحشی، جلاد او خون آشام حفیظ الله امین څخه کلکه ننګه او دفاع کړیده. او دا چی زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته یی د پخوانی شوروی اتحاد د یوه شمیر عمومی نړیوالو امپریالستی ضد راغوښتل شوو صلح دوستو نظامی پوځونو را تګ د تولو نړیوالو موازینو پر خلاف بللی دی او نوموړی پوځونه یی متعرض او یرغلګر پوځونه بللی دی نو ده دا کاملاٌ چتیات او درواغ ویلی دی ځکه چی د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس په همهغه وخت کی د پخوانی شوروی اتحاد د نوموړو پوځونو راتګ  د خون آشام او اجیر امین او د هغه د وحشی رژیم او د هغه د نړیوالو امپریالستی بادارانو په وړاندی او د هغوی پر ضد په عمومی نسبی ټوګه سره یو پرځای او پر خپل وخت عمل وه او نوموړی قوتونه یرغلګر او متعرض قوتونه نه بلکی راغوښتل شوی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست قوتونه وو او د هغوی راتګ د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادی له مخی وو او دغه هم وایو چی: خائین محمد اقبال وزیری په خپل نوموړی اثر کی تول هغه خلقی او ملی دموکراتیک عناصر او قوتونو چی له خون آشام امین او هغه امپریالستی بادارانو سره ئی مخالفت کاوه، د KGB د شبکه پوری تللی او د هغی اجنتان بللی دی، خو د CIA او د هغی له اجنتانو څخه ئی د نوموړی اثر په یوه مخ او یوه پانه کی هم هیڅ یادونه نه ده کړی، دا ځکه چی: دا یو متل دی چی « هیڅوک خپل لاس په خپله نه لنډ وی » نو هم خون آشام امین او د وزیری په شمول نور تول شعوری امینیان د CIA اجنتان او جاسوسان وو او دی. او دغه هم یو تولنیز عینی واقعیت وه او دی چی: په خاص کی نه بلکی عموماٌ او جبهتاٌ تول نوموړی عمومی خلقی او ملی دموکراتیک عناصر او قوتونه  او کارمل او د هغه ملی دموکراتیکه پرچمی دله او همدا رنګه پخوانی شوروی  اتحاد او د هغه د KGB شبکه په عمومی نسبی توګه سره د جلاد او خون آشام امین او شعوری امینیانو او د هغوی د نړیوالو امپریالستی بادارانو په نسبت څو چنده زیات د خلکو په ګټه وو، دی او ووی به! فلهذا په دی اساس بیا هم وایو چی خائین او درواغجن محمد اقبال وزیری شعوری امینی وه اودی.

IV :- د CIA جاسوس خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم ویلی دی چی:- « ما هم د پورتنیو ګوندی دنډو تر څنګ د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په پوځی څانګه کی خوځنده ونده واخیسته چی حفیظ الله امین ئی مشری کوله........ د محمد دا‌ؤد له کودتاه وروسته دا مناسبه ګړی را ورسیده او د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند (خلقیانو) مرکزی کمیتی پریکړه وکړه چی په ګوند کی دی وسله وال پوځ ځانګه جوړه شی تر څو د وسله وال پوځ منسوبین تنظیم کړی، د ګوند د پوځي څانګی مشری د مرکزی کمیتی غړی حفیظ الله امین ته وسپارل شوه، له حفیظ الله امین سره د ګوند وتلو کادرونو د پوځ د افسرانو او وړو ضابطانو په تنظیمولو کی مرسته وکړه. د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند (خلقیانو) غړو هغه پوځی افسران او کوچنی ضابطان چی پخوائی په انفرادی ټوګه ورسره تماسونه درلودی او خپرونی ئی ورکولی، د ګوند پوځی سازمان ته جذب او حفیظ الله امین ته ئی د ګوند په پوځی څانګی کی د تنظیمولو په منظور سپارل. حفیظ الله امین چی یو جذاب، زړور، ښه سازمان ورکونکی او د یوی فوق العاده حافظی څښتن وه، په لږ وخت کی ئی وکولای شول چی د وسله وال پوځ په بیلو بیلو قطعاتو کی د پوځی سازمان کړی جوړی کړی. پوځی سازمان له یوه څخه تر څلورو تنو پوری په ګوندی کړیو کی تنظیمیدل» (۳۳ - ۳۴ مخونه).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو: د ده له نوموړی لیکنی څخه هم کاملاٌ د ده امینیتوب ثابتیږی او دا تری معلومیږی چی ده له ګوندیتوب څخه هیڅ ځان ندی ژغورلای، ځکه چی ده په همدغه نوموړی لیکنه کی د CIA دیر زیات ماهر او چالاک جاسوس، جلاد، خون آشام او وینو بهوونکی حفیظ الله امین ته دیر کریدت او رول ورکړی دی او هغه ئی دیر زیات توصیف کړی دی، او بل دا چی که چیری دی امینی نه وای نو ده ته د حفیظ الله امین له خوا د ده د نورو ګوندی وظایفو په څنګ کی په حزبی پوځی څانګه کی کله دومره خوځنده لوړه دنده (یعنی د افغانستان د وسله وال پوځ دسیاسی چارو د عمومی ریاست دنده ورکول کیدله، همدا رنګه:

خائین، بی پته او بی حیثیته محمد اقبال وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی قصداٌ او شعوراٌ له لاندینی دیری دیری مهمی مسئلی څخه هک کاملاٌ په دیری سپین سترګی سره خپلی سترګی پتی کړی دی چی هغه دا ده چی: کله چی د نورمحمد تره کی له خوا د افغانستان د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند مرکزی کمیتی ته داسی پیشنهاد وشو چی له دی وروسته، دی ټول پوځی حزبیان حفیظ الله امین ته ورکړل شی، په هم هغه وخت کی زمونږ ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون د نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی علی البدل غړی وه چی د مشاورتی رای حق ئی درلود، د نوموړی دموکرات ګوند د مرکزی کمیتی نورو ټولو اصلی او علی البدلو غړو د تره کی نوموړی خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) تک تور او ناولی پیشنهاد د رایو په اتفاق سره تصویب کړاو یواځنی شخص چی له نوموړی پیشنهاد سره ئی دیر سخت او کلک مخالفت وښود زمونږ ستر او محمبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون وه چی نورمحمد تره کی ته داسی وفرمایل چی: « امین د خپلو تورو او کرغیړنو کړو وړو له امله ماته په کامله توګه سره په ثبوت رسیدلی دی چی دی د CIA غړی دی او زما په عقیده د افغانستان د کارګرانو، بزګرانو او نورو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو دیر سخت او نه پخلاکیدونکی دښمن دی او وی به. او دا چی نن تاسو ټولو د خلقیانو پوځی څانګه ده ته وسپارله نو دا مو په حقیقت کی مسلح خلقیان (CIA) ته وسپارل! خائین امین به خپله تکه توره خلقی ضد، دموکراتیک ضد اوانقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) تربیه او روزنه ورکړی چی بالآخره: یوه ورځ به دوی لمړی پرمونږ او تاسو، بیا به ئی پر ټول خلقی ګوند او بیا به ئی د افغانستان پر ټولو کارګرانو، بزګرانو او نورو ټلو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو استعمال کړی چی زه دغه کار د افغانستان د خلکو سره ستر او نه بخښونکی تاریخی خیانت ګنم! نو زه به هیڅکله او هیڅکله له تاسو سره په همدغه ستر او نه بخښونکی تاریخی خیانت کی خپل ځان نه شریکوم او په راتلونکی به ئی هم شریک نه کړم ..... » بالآخره ټول هماغه وشول کوم چی زمونږ ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید اکتر عبدالکریم زرغون د هغو پیشبینی کړی وه.

داهم وایو چی: که څه هم زمونږ پټ انقلابی سازمان د خپل محبوب مشر شهید داکتر زرغون په رهبری پخوا هم د خلکو د نورو ډول ډول دښمنانو سره د مبارزی په څنګ کی د خون آشام امین او د هغه د ملګرو او حامیانو په ضد هم مبارزه کوله خو په دغه وخت کی په شوه شکل نه یوه شکل سره زمونږ مبارزی خصوصاٌ په نظامی ساحه کی د خون آشام امین او د هغه د ملګرو او حامی پر ضد شدیده بڼه غوره کړه چی بالآخره: د ۱۳۵۳ لمریز کال د اسد د میاشتی په شلمه نیته د خون آشام امین له پیشنهاد سره سم د نورمحمد تره کی په مشری د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د پخپل سر تاکل شوی مرکزی کمیتی له خوا د دموکراتیک سانترالیزم د زرینو اصولو او موازینو پر خلاف د ټولو پخوانیو خلقی دموکراتیکو انقلابی یعنی ماهیتاٌ کمونستی فعالیتونو له امله زمونږ ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون زمونږ له دوو نورو سازمانی انقلابی ملګرو سره یوځای چی یو ئی شهید ملګری میرسردار وفا او بل ئی زمونږ صاحب منصب ملګری وه چی تر اوسه پوری لا ژوندی هم دی، د افغانستان له پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند څخه اخراج شول او د ثور د دموکراتیک انقلاب له بریالیتوب سره سم سمدلاسه د نورمحمد تره کی له غوښتنی سره سم زمونږ نوموړی دری واړه ملګری بیا د نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند اصلی غړی شول او داهم وایو چی: خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی ځکه د همدغی نوموړی دیری مهمی مسئلی له یادولو او لیکلو څخه سترګی پټی کړی دی چی بیا خو د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند په پاتی نشونو، نوره ټولنه، سیمه او نړی کی د اوس په نسبت لا نور هم د خون آشام امین، شعوری امینیانو او د هغوی د حامیانو او بادارانو سیاسی اتوریته، رول، اعتبار او نفوذ کمیږی او زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون او زمونږ د نورو سازمانی انقلابی ملګرو سیاسی اتوریته، رول، اعتبار او نفوذ د اوس په نسبت لا نور هم لوړیږی.

V :- د CIA جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری دخپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « خلقیانو هڅه کوله چی د محمد داؤد پرضد د توطئو په کشفولو کی د خپلو ملګرو له لاری له دولت سره مرسته وکړی چی د جنرال میراحمدشاه خان د توطئی په بربندولو کی د اسلم وطنجار نوم راوړای شو، اسلم وطنجار چی د میر احمد شاه خان له خوا دعوت شوی وه امین ته ئی د نوموړی توطئی راپور ورکړ. اسلم وطنجار د امین په لارښونه دا موضوع د هغه وخت د دفاع وزیر رسولی ته ورسوله، همدا رنګه د انجینر محمد ظاهر د بریښنا او اوبو لګولو د وزارت مرستیال له قوله، اسلم وطنجار دا راپور نورمحمد تره کی ته هم ورکړی ؤو او د تره کی په لارښونه ئی له کومی غرفی څخه داؤد خان ته تلیفون کړی وه او د دی توطئی په هکله یی راپور ورکړی وه، داؤد خان وطنجار ته ویلی ؤو چی ور څخه خبر دی. وطنجار د رسولی په اجازه له وطنجار سره کار کاوه چی په تاکلی شیبه کی دسیسه خنثی شوه او عاملین ئی و نیول شول. دا یادونه باید هم وکړم چی: ګوند د محمد داؤد پر ضد د ارتجاعی ځواکونو له خوا د توطئو په خنثی کولو کښی له دولت سره د همکاری بر سیره دی ټکی ته هم پام کوو چی د محمد داؤد له خواه په ګوند باندی د ګذار په شیبه کی له ده سره د دغرو وهلو په خاطر دتیاری لپاره د فعالیت پر کار باندی کار کیده او پوځی ګوندی ملګرو ته دا روحیه ورکول کیده چی د محمدداؤد له خوا په ګوند باندی د ګذار په وړاندی باید څرنګه له ځان او ګوند څخه دفاع وکړی، پدی منظور به ځینی تمرینونه کیدل چی ورو ورو د دی دندی لپاره روحیه تیاره شی. د نمونی په دول د ګوند له لوری به پوځی ملګروته وویل شول چی داسی ګنګو سی دی چی شاید سبا د ارتجاعی ځواکونو له خوا د داؤد پر ضد عمل اجرا شی لدی کبله ملګرو ته دنده سپارله کیږی چی په خپلو پوځی قطعو کی پاتی شی که څوک د هیواد د جمهوری نظام پرضد حرکت کوی هغه باید خنثی کړی او که د داؤد خان رژیم نسکوریږی په هغه صورت کی خلقیان باید سیاسی واک پخپل لاس کی ونیسی. په ۱۳۵۵ کال کی د پوځي افسرانو شمیر زیات شو، حفیظ الله امین غوښتل چی د پوځی کار د لا ښه کیدو په موخه د ګوند له وتلو کادرونو څخه یوه نظامی کمیته جوړه کړی، د دی کمیتی د جوړولو لپاره ئی د ګوند مرکزی کمیتی ته خپل وړاندیز وړاندی کړ، د حفیظ الله امین له دی وړاندیز څخه غلام دستګیر ګته پورته کړه او هڅه ئی وکړه چی په اردو کی د امین د نفوذ مخنیوی وکړی، مرکزی کمیتی د پنجشیری د وړاندیز ملاتړ وکړ او نظامی کمیته د مرکزی کمیتی د غړو څخه جوړه شوه چی مشری ئی حفیظ الله امین ؤو او داکتر صالح محمد زیری او عبدالکریم میثاق ئی غړی وو، څرنګه چی پنجشیری، زیری او میثاق هغه وخت د امین په مقابل کی فرکسیونی مبارزه کوله د دی کمیتی په پوځی څانګه کی د فرکسیونی مزمنی ناروغی د خپریدو امکان منځته راغی، د ۱۳۵۵ کال په نیمائی کی د داؤد خان د رژیم له خوا په خلقیانو باندی فشار زیات شو او د ګوند یو شمیر غړی بندیان شول، خلقیانو وپتیله چی: په ګوند باندی د دولت له خوا له احتمالی برید څخه د ځان ژغورنی په موخه باید لمړنی تدابر تر څیړنی باندی ونیول شی، په هغه صورت کی چی که دولت پر ګوند برید وکړی او د هغه مشران بندیان کړی، نو د ګوند پوځی سازمان باید له وضعی سره سم غبرګون وښئی له دی کبله د ګوند نظامی کمیتی د ګوند له وتلو کدرونو څخه یوه بله کمیته جوړه کړه چی د دولت له خوا د ګوند مرکزی کمیتی د نیولو په صورت کی د پوځی سازمان لارۍښونه وکړی او د دولت په وړاندی مناسب غبرګون وښئی، د ۱۳۵۵ کال د لړم د میاشتی په دریمه نیته د داکټر صالح محمد زیری په کور کی نظامی کمیتی د حفیظ الله امین په مشری غونده وکړه چی درو تنو کدرونو ته هم پکی د ګدون بلنه ورکړ شوی وه، په دی غونده کی د امین له چینل څخه محمد اقبال وزیری، د میثاق له چینل څخه انجینر نظرمحمد او د زیری له چینل څخه خیال محمد کتوازی ته دنډه ورکول شوه چی په هغه کی یوځل منظم سره وګوری او په مرکزی کمیتی باندی د دولت له خوا د برید په صورت کی د رایو په اکثریت د پوځي غبرګون پریکړه وکړی، داهم وویل شول چی د نظامی کمیتی غړی به هریوه ارتباطی کدر ته په تدریجی دول د خپل چینل ټول پوځی کسان د مربوطو قطعاتو سره ور وپیژنی تر څو د نظامی کمیتی په نشتوالی کی پورتنی دری تنه کدرونه وکولای شی چی تول نظامی سازمان په لاس کی ولری ( ۳۵ - ۳۶ - ۳۷ مخونه ).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی:  ده په نوموړی زهرآلوده لیکنه کی له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغرولای او له خون آشام امین او د هغه لارښونو لاندی له ګوندیتوب څخه کلکه دفاع کړیده، پدی ترتیب چی ده د جنرال میراحمد شاه د توطئی په بربنده ولو کی د محمد اسلم وطنجار له لاری خون آشام امین له نورمحمد تره کی څخه مخکی بللی دی او بل ئی د زیری او پنجشیری د فرکسیونونو په مقابل کی د امین له وحشی فرکسیون څخه هیڅ یادونه ندی کړی په داسی حال کی چی د امین وحشی فرکسیون له نوموړو فرکسیونونو څخه څو چنده زیات مضر او خطرناک وه خو ده نوموړی فرکسیونونه ئی غنډلی او په یوه شکل نه یوه شکل سره له امینی وحشی فرکسیون څخه چی دی هم د نوموړی وحشی فرکسیون غړی وه کلکه ننګه کړیده، نو که چیری دی شعوری امینی نه وای  نو له نورمحمد تره کی څخه به ئی خون آشام امین مخکی نه وای بللی! او همدا رنګه که چیری محمد اقبال وزیری شعوری امینی نه وای او د خون آشام شاګرد نه وای، نو خون آشام، جلاد او وحشی امین به د ګوند نظامی کمیتی ته دی له خپل چینل څخه ور معرفی کړی نه وای او حتماٌ او حتماٌ ئی د ده پر ځای بل ملګری معرفی کړی وای، او داسی نور .....

VI :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د ثور په شپژمه نیته د شپی په اتو بجو خبرونو کی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د مشرانو د بندی کیدو خبر خپور شو، دی خبر پر مونږ دیر ناوړه اثر وکړ، مونږ پایوازی ته په بیخبری سره انتظار و ایستلو او په دی فکر کی ؤو چی په پایوازی کی به ملګری و وینو او له باندی وضعی څخه به پوره خبر شو، خو د ثور په اوومه نیته پایوازی ونه شوه، له ماز پیښین وروسته ناڅاپه څرګنده شوه چی د کابل رادیو عادی نشرات په تپه دریدلی دی او یوازی نغمی او ترانی اوریدلی کیدی، یوڅه وروسته د ګولیو آوازونه پیل شول او د ماز دیګر په وخت کی د جت د الوتکو غږونو د کابل فضا ولرزوله، ماښام د کابل رادیو په څپو کی د حفیظ الله امین آواز واوریدل شو، نوموړی جګړن محمداسلم وطنجار معرفی کړ او د محمد اسلم وطنجار په غږ د انقلاب اعلامیه په پشتو ژبه ولوستله شوه او بیائی دګروال عبدالقادر معرفی کړ او د انقلاب اعلامیه ئی په فارسی ژبه واروله. ما خپلو ملګرو ته وویل چی هیڅچاته به نه وایاست چی اسلم وطنجار او قادرخان څوک دی او ځانونه بیخبره ونیسی نه ویل کیژی چی ځینی متعصب کسان په جیل کی ملګرو ته زیان ورسوی .............. د ثور په نهمه نیته پر ما پسی موتر راغی او د ملی دفاع وزارت ته ئی یووړم او نور ملګرو هم هغه ورځ له جیل څخه ایله شول، زه ئی د ملی دفاع وزارت ته راوستم، د ملی دفاع په وزارت کی می له حفیظ الله امین او عبدالقادر سره ولیدل او بیا می د مرکزی کمیتی له غړو سره چی په بلی کوتی کی ناست وو روغبړ وکړ بیا ملګرو یوی بلی کوتی بوتلم چه هلته تره کی اوتود روغبړ مو ورسره وکړ، نورمحمد تره په دیره مینه د جیل د شرایطو پوښتنه وکړه او بیائی زیاته کړه چی د یحی د کورنی څخه مو د ټول ملت غچ واخیست اوس به درانه کارونه در پغاړه شی، وروسته می بیا له امین سره ولیدل او راته ئی ویل چی اوس ولاړ شه دوه دری ورځی استراحت وکړه بیا به راشی او د اردو ملګرو سره ګوندی کار پرمخ بیائی د........ سبا د ملی دفاع وزارت ته راغلم او په اردوکی می له نورو ملکی ګوندی کدرونو سره یو ځای ګوندی پیل کړ. څو ورځی وروسته هغه ملکی کدرونه چی په اردو کی ئی کار کاوه په نورو دولتی دنډو وتاکل شول، له ملکی کدرونو څخه یوازی د ملی دفاع په وزارت کی زه پاتی شوم چی وروسته د وسله وال پوځ د سیاسی چارو د عمومی رئیس په توګه وتاکل شوم » (۴۸ - ۴۹ - ۵۰ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: د ده نوموړی لیکنه هم په بشپړه توګه سره د ده د امینیتوب څرګند وی ده ځکه چی: ده پکی له یوه پلوه د جلاد او خون آشام امین ته د خلکو د ګتو پر خلاف دیر کریدت او رول ورکړی دی او له بله پلوه دا چی: ده ته د جلاد امین له خوا ویل شوی وو چی « ته اوس لاړ شه دوی دری ورځی استراحت وکړه او بیا به راشی او د اردو له ملګرو سره به ګوندی کار پرمخ بیائی » او دا چی ده لیکلی دی چی: « د ملکی ګوندی کدرونو له جملی څخه یوازی زه د ملی دفاع په وزارت کی پاتی شوم چی وروسته بیا د وسله وال پوځ د سیاسی چارو د عمومی رئیس په توګه وتاکل شوم » نو دا چی دی د بل چا له خوا څخه نه بلکی د امین له خوا د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی رئیس په توګه تاکل شوی او د هغه تر مرګه پوری په نوموړی څوکی باندی پاتی شوی، له دی څخه دا کاملاٌ په ثبوت رسیږی چی: دی شعوری امینی وه او دی او که چیری دی د امین شاګرد نه وای او شعوری امینی نه وای نو دی به د امین له خوا د وسله وال پوځ د سیاسی چارو د عمومی رئیس په توګه تاکل شوی نه وای او د جلاد امین تر وژل کیدو پوری به په نوموړی څوکی باندی د جلاد امین له خوا پاتی شوی نه وای.

VII :- د CIA جاسوس او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « غلام دستګیر پنجشیری هڅه وکړه چی په ګوند کی د بی باوری او بی اتفاقی هغه اور ته لمن ووهی چی پخوا په ګوند کی موجود ؤو او په دیر زیرکی سره ئی مخ ته بیوه، څرنګه چی د خلقیانو په منځ کی د ګوند دننه د زرغون فرکسیون وه چی د امین پرضد ئی فعالیت کاوه ولی په واقعیت کی د دغه فرکسیون شاته دری تنی چی: اصلی محرک ئی پنچشیری وه او صالح محمد زیری او عبدالکریم میثاق هم ورسره ملګری وو ولاړ وو! دغو درو تنو د یووالی د پروسی په جریان کی خپل پلویان د حفیظ الله امین پر ضد تحریکول، هم ئی د نورمحمد تره کی د وړاندیز پر خلاف نه یوازی د ګوند په یووالی کی د امین دسیاسی دفتر د غړیتوب خند وو بلکی له ګوند څخه د هغه د ایستلو په توطئه کی د ببرک ملګری شول، په پای کی ئی حفیظ الله امین او د هغه پلویانوته یی د ګوند د ضدیت تر نوم لاندی دوسیی جوړی او د امین د ایستلو د سند مسوده د میثاق له خواه ولیکل شوه چی د مرکزی کمیتی په راتلونکی غوندی کی ئی مرکزی کمیتی ته وړاندی کړی او پریکړه پری ونیوله شی. امین هم لاس تر زنی ناست نه وه او د افغانستان د ملی دموکراتیک ګوند بنسټ ئی کیښود چی د مرکزی کمیتی غړی یی لاندی کسان ؤو:

۱ - حفیظ الله امین د ګوند مشر. ۲ - محمود سوما. ۳ - محمد منصور هاشمی. ۴ - عبدالرشید جلیلی. ۵ - صدیق عالمیار. ۶ - رازمحمد پکتین. ۷ - صاحب جا صحرایی.

زه د څرخی پله په جیل کی د علی شاه احمدزی له خوا له دی موضوع څخه خبر شم. د ثور د انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته امین راته وویل چی: د ګوند د جوړیدو اسناد د هغه پولیس له خوا سوځول شوی وو چی د ثور په شپژمه نیته ئی د ده د بندی کولو لپاره د ده کورته ورغلی او یو لاسی بکس چی سل زره نغد یی افغانی په کی وی له ځان سره یووړ. نوموړی بولیس فکر کړی وه چی امین بندی شو او هرو مرو له منځه ځی نو په راتلونکی کی چی د سلو زرو افغانیو دعوه ور باندی ونه شی نو په بکس کی ټول اسناد ئی سوځولی وو، پدی دول نوموړی سند چی د کنفرانس د ګډونکونکو لاسلیکونو ور باندی شوی وو له پریکړو سره یو ځای له منځه ولاړ. (۵۷،۵۸،۵۹) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: دا چی ده په خپله نوموړی زهرآلوده لیکنه کی په دیره داوسی، بی شرمی، سپین سترګی او بی حیاګی سره داسی لیکلی دی چی « د ګوند دننه د زرغون فرکسیون موجود وه چی د امین پر ضد ئی فعالیت کاوه، خو په واقعیت کی د دغه فرکسیون تر شا دری تنه چی غلام دستګیر یی اصلی محرک او داکتر صالح محمد زیری او عبدالکریم میثاق هم ورسره ملګری وو ولاړ وو» نو دایی کاملاٌ داسی ښکرور درواغ ویلی دی چی په پښو باندی منډی وهی، ځکه چی هیڅکله او هیڅکله زمونږ د انقلابی سازمان ترشا نه یواځی دا چی: پنجشیری، زیری او میثاق ولاړ نه وو او د دوی له خوا لارښونه نه راته کیدله بلکی نوموړی اشخاص زمونږ پرضد په یوه شکل نه یوه شکل سره جنګیدلی هم دی. دا ځکه چی زمونږ د پټ او مخفی انقلابی سازمان بنستیزه خښته د ۱۳۴۵ لمریز کال د جدی د میاشتی په ۱۱ مه نیته زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون له خوا د خپل هیواد، سیمی او نړی د ټولو مخکښو انقلابی قوتونو له انقلابی فعالیتونو څخه په تجربی اخیستلو او د مارکس، انګلس، لینین او استالین د انقلابی کړو وړو په پیروی د افغانستان په پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند کی دننه په پټه او مخفی توګه سره ایښودل شوی ده! او په نوموړی دموکرات ګوند کی دننه مو د خپل سازمانی استقلال په درلودلو په مستقلانه او مخفی توګه د خپل نابغه رهبر شهید داکتر زرغون له انقلابی لارښونو سره سمه د فیودالیزم، امپریالیزم، اخوان السشیاطینیزم، ښی او کین رویژیونیزم، امین او امینیانو او کارمل او کارملیانو او د هغوی د حامیانو، زیری ، پنجشیری، میثاق او د دوی د شعوری پلویانو، صهیونستانو، فاشیستانو او هر رنګ اپورتونستانو چی البته د دوی تر منځ به نسبیت پکی موجود وی خپله سازمانی طبقاتی مبارزه پرمخ بیوله او دا هم یو تولنیز عینی او مستند واقعیت دی چی:

د داکتر صالح محمد زیری، پنجشیری او میثاق په شمول د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د دواړو اړخونو (خلق او پرچم) د تولو په خپل سر تاکل شوی رهبرانو ستراتیژیک مرام ملی دموکراسی حکومت وه! او یوازی او یوازی زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون په مشری زمونږ د انقلابی سازمان ا(ستراتیژی مرام) خلقی دموکراسی دولت وه او دی. نو په داسی حال کی چی پنجشیری، زیری او میثاق له ملی دموکراسی څخه طرفداری او پیروی کوله او بل دا چی پنجشیری، زیری او میثاق خو دری واړه رویژیونستان وو او دی. او ابن الوختان وو او دی چی کله به ئی د رویژیونستی ترازو له ښی پلی، کینی او کله به ئی له کینی پلی څخه ښیی پلی ته منډی وهلی او وهی ئی، او زمونږ د ستر رهبر شهید داکتر زرغون په مشری زمونږ انقلابی سازمان خو یو واقعی خلقی دموکراتیک انقلابی یعنی ماهیتاٌ کمونستی سازمان وه، دی او وی به! نو څرنګه به په سازمانی لحاظ پنجشیری زمونږ د انقلابی فعالیتونو اصلی محرک وباله شی؟ او یا به څرنګه نوموړی دری تنه زمونږ د انقلابی سازمان د انقلابی فعالیتونو تر شا ولاړ وی او څرنګه به ئی زمونږ ستر رهبر شهید داکتر زرغون او د هغه له لاری به ئی مونږ ته لارښونه کړی ئی وی؟؟ او دغه ډول پوچی او بی بنیاده خبری او اتری لکه چی: د تولو شعوری امینیانو په نمایندګی بی پته او بی حیثیته اقبال وزیری کړی ئی دی له خوشیو تشو بابولالو برغزو او حلوتو څخه پرته بل څه ندی او نه به شی او همدا نوموړی خبری او اتری ئی د دی لپاره لیکلی دی چی په ابدی ټوګه سره نه بلکی په مؤقتی توګه سره یو شمیر هغه ساده او عام خلقیان او نور کسان چی سیاسی شعوری سطحه ئی دیر ټيټه وی وغولوی او په دی توګه سره د یو څه مؤقتی مودی لپاره اوبه خړی کړی او ماهیان پکی ونیسی.

او دا هم باید یاده کړو چی زمونږ ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر زرغون دری انقلابی آثار یعنی: ( مستربل. ملی دموکراتیک دولت د خلقی دموکراتیک دولت په څیر نه دی او له فیودالیزم څخه سوسیالیزم ته ) ولیکل او په یوه شکل نه یوه شکل سره مو خپل سازمان، د افغانستان په پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند او هم د نورو خلکو په منځ کی پخش کړل. په مستربل نومی اثر کی د ښی او کین رویژیونیزم او هر رنګ اپورتونیزم ریښی او د ښیو او کینو رویژیونستانو او هر ډول اپورتونستانو خصوصیات او کړه وړه او د هغوی پرضد د کمونستانو کړه وړه او همدا رنګه د کمونستی احزابو پرضد د ارتجاعی ډلو دسیسی او د مبارزی اشکال ذکر شویدی. او کامل او کارملیان او هم پټ پرچمیان یعنی امینیان پکی غندل شوی دی. او بی پته اقبال وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی د نوموړی آثارو له یادولو او د هغو د نومونو له لیکلو څخه هم کاملاٌ ډډه کړیده او دغه کار ئی په دی خاطر کړی دی چی بیا خو د اوس په نسبت د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند په پاتی شونو، نوره تولنه، سیمه او نړی کی د امین او امینیانو سیاسی رول او اعتبار لا نور هم را تیتیږی او زمونږ دستر او خلاق رهبر شهید داکتر زرغون او زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقیانو سیاسی رول او اعتبار لا نور هم را لوړیږی، فلهذا: دغه داؤس، د CIA جاسوس او هیواد خرڅونکی اقبال وزیری هیڅ شرم، ننګ، آبرو او حیا نه لری او که ده لږ ځانته شرم، ننګ او حیا درلودلای او شعوری امینی نه وو نو په خپله نوموړه لیکنه کی به ئی زمونږ د ستر رهبر شهید داکتر زرغون او زمونږ فرکسیون تر شاه د پنجشیری، زیری او میثاق د دریدنه نه وای ذکر کړی او د نوموړی فرکسیون اصلی محرک به ئی په درواغو سره پنجشیری نه وای ښودلای بلکی له تولنیز عینی واقعیت سره سم به ئی زمونږ ستر او محبوب ملګری شهید داکتر زرغون ښودلای وای او همدارنګه که چیری داؤس اقبال وزیری او نورو تولو هغو شعوری امینیانو چی د نوموړی اثر په لیکلو کی ئی مشاوره ورسره کړی وی او رای ئی ورکړی وی لږ شانته شرم، ننګ، پټ، حیا او آبرو هم درلودلای، نو د جلاد امین په مطلق العنانه دوران ئی هم باید: جلاد او وحشی امین او امینیانو ته په مطلق ډول سره د پنجشیری، زیری او میثاق د تسلیمولو د امین او امینیانو په تورو پښو کی د هغوی د غړیدلو او د امین او امینیانو په تورو تورو دروازو کی د سپیو په شان د هغوی د عپیدلو او پدی اساس تر اوسه پوری د هغوی د ژوندی پاتی کیدلو او همدا دول: د خون آشام امین او امینیانو له خوائی زمونږ د ستر رهبر او مؤسس شهید داکتر عبدالکریم زرغون د شهادت په باب ئی هم باید په خپله نوموړی لیکنه کی بشپړ حقایق لیکلی وای، او دغه هم وایو چی له نوموړی لیکنی څخه د خائین وزیری اصل مطلب دا دی چی: « امین ځکه ملی دموکراتیک ګوند جوړ کړ چی د پنجشیری، زیری او میثاق له خوا د خلکو دموکراتیک ګوند څخه د امین او امینیانو د ایستلو مسوده ترتیب کړی وه که نه امین او امینیانو ملی دموکراتیک ګوند نه جوړاوه » خو مونږ د تولنیز عینی واقعیت پر اساس دا وایو چی ده په دی باب په بشپړه توګه سره درواغ ویلی دی ځکه چی دغه ګوند خو یو دم له آسمان څخه ندی را لویدلی بلکی دیر کالونه مخکی د امین او امینیانو له خوا جوړ شوی وه او په دی باب زمونږ ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون اوهم زمونږ یو شمیر واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګرو، نورمحمد تره کی، زیری او یوشمیر نور عمومی خلقیانو ته څو څو ځله ویلی دی چی امین په ګوند کی منظم خلقی ضد فرکسیون او تشکل لری خو دوی له مونږ سره نه یوازی چی دا نه منل بلکی د خون آشام امین او امینیانو له کنترولولو څخه ئی هم ډډه کوله تر څو چی د خپلو سرونو په سترګوئي ولیدل چی امین او امینیانو څه نه وو چی پری وئی نکړل.

او خائین اقبال وزیری په اوسنی وخت کی په نوموړی مسئله باندی اعتراف هم ځکه کړی دی چی عمومی خلقیانو او خپلو خوشبینانو ته په یوه شکل نه یوه شکل سره دا وښئی چی د دوی ګوند د امین له خوا لا دیر پخوا جوړ شوی دی تر څو چی یو شمیر ساده عمومی خلقیان او ځینی نور کسان د دوی اوسنی سازمان ته ورشی، او دغه هم باید ووایو چی داکتر صالح محمد زیری، پنجشیری او میثاق د خپلو شخصی ګټو په خاطر د افغانستان له پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند څخه د خون آشام او امینیانو د ایستلو مسوده دیره نا وخته لیکلی وه، دوی باید د خون آشام امین او امینیانو پرضد لکه څنګه چی لازمه وه هم هغسی مبارزه کړی وای او له نوموړی ګوند څخه ئی خارج کړی وای او خارجولای ئی هم شول، او له نوموړی مسودی څخه وروسته ئی هم باید د خون آشام امین تر وژلکیدو پوری هم د هغه او امینیانو پرضد لکه څرنګه چی لازمه وه هم هغسی مبارزه کړی وای او مرکزی کمیتی ته ئی د نوموړی مسودی په وړاندی کولو سره بیا هم خون آشام امین او امینیان د خلکو له دموکراتیک ګوند څخه نشول خارجولای ځکه چی: په هغه وخت کی نورمحمد تره کی نه یوازی دا چی د هغوی له نوموړی مسودی سره توافق نه درلود بلکی: د ګوند سیاسی بیرو ته ئی د خون آشام امین پورته کیدل غوښتل، او  دا چی خائین وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی داسی هم لیکلی دی چی « د امین له د ملی دموکراتیک ګوند د جوړولو په هکله زه د پل چرخی په جیل کی د علی شاه احمدزی له خوا خبر شوم او د ثور د انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته امین هم داسی راته وویل چی د نوموړی ګوند د جوړیدو اسناد چی د کنفرانس د نمایندګانو امضاوی پکی شوی وی، تول د هغه داؤدی پولیس له خوا وسوځول شول کوم چی زه ئی د ثور په شپژم نیته ونیوړم او زندان ته ئی بوتلم» فلهذا: د خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د نوموړی تولی لیکنی څخه دا کاملاٌ په ثبوت رسیږی چی، دی شعوری امینی وه او دی ځکه چی که چیری ده شعوری امینی نه وای، نو ده به په خپله نوموړی لیکنه کی زمونږ د ستر او محبوب ملګری، موسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون، زیری، میثاق او د دوی د پلویانو په وړاندی له خون آشام امین او د هغه ملګرو څخه دفاع کړی نه وای. همدا رنګه که چیری دی شعوری امینی نه وای نو د نوموړی امینی ملی دموکراتیک ګوند د جوړیدو په باب به ده ته علیشاه احمدزی چی هغه هم یو شعوری امینی وه او دی، هیڅ نه وای ویلی، او همدا دول د ثور له انقلاب څخه وروسته به بیا ده ته پخپله خون آشام امین هم د نوموړی امینی ملی دموکراتیک ګوند په هکله هیڅ نه وای ویلی ...... او داسی نور.

« ملګرو! تور امین خو دیر چالاک او دیر مکار وه          عــــــمـل کــی پــه رښـــتــیا د CIA فرمتنبردار وه

ویــل ئــی تـــره کی تـــه چــی تـــاتـــه وفـــادار یــم          خـــو کلـــه پـه عــمل کی تره کی تـه وفادار وه ؟ »

VIII :- د CIA جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د ثور انقلاب څنګه تر سره شو؟ د میر اکبرخیبر له ترور څخه وروسته د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د هغه جنازه او خاورو ته سپارنه په درنو مراسمو سره چی د کابل د ښار زیات شهر اوسیدونکو پکی ګډون کړی وو تر سره کړو، د محمد داؤد رژیم د میراکبرخیبر جنازی او خاورو ته د سپارلو مراسو بی حوصلی کړ او د افغانستان د خلک په دموکراتیک ګوند ئی برید وکړ، د ثور په پنڅمه نیټه د شپی له دوو لسو بجو وروسته د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی عمومی منشی نورمحمد تره کی د وسله والو پولیسو له خوا بندی شو. همدا رنګه سهار وختی د حفیظ الله امین کور د پولیسو له خوا محاصره شو، امین خپل زوی عبدالرحمن ته دنده ورکوی چی د تره کی احوال واخلی چی بندی دی او که نه؟ عبدالرحمن ژر خپل پلار ته د تره کی د بندی کیدو خبر ورسوی، په دغه شیبه کی په تصادفی توګه د امین او د هغه د میرمنی یو خپلوان چی سرمعلم وه او عبدالغفور نومیده د امین کورته راځی، سرمعلم ته د امین له خوا دنده سپارله کیږی چی په چتکی سره د کابل ښاروالی ته لاړشی او د هغه ښاروالی یوه مامور فقیرمحمد فقیر ته ووایی چی: چی په بیړه سرحدی خپل ځان د امین کورته ورسوی، فقیر ته چی وختی له کور څخه راغلی او د ښاروالی مخی ته پرچوکی ناست وه د سر معلم له خوا د امین پیغام رسیږی، فقیر ژر د حفیظ الله امین کور ته ځان رسوی او د امین کورته ننوزی، امین لمړی په شفاهی توګه فقیر ته د انقلاب قومانده ورکوی چی ملګروته ئی ورسوی خو فقیر امین ته چی دی (فقیر) بیخی ګیچ شوی دی د ارتباط تولو غړو ته فقیر په لیکلی توګه له امین څخه قومانده غواړی، امین د ارتباط د هر یوه غړی په نوم د خپل قلم په سره رنګ په کوچنیو پانو کی قومانده لیکلی او فقیرته ئی ورکوی. فقیر لا د امین په کورکی دی چی انجینر ظریف د امین کورته راځی، حفیظ الله امین ظریف ته د تره کی د بندی کیدو خبر ورکوی او د انقلاب د قوماندی په هکله هم ورسره غږیږی، ظریف امیته وایی چی: « مونږ د دی ورځی او قوماندی هیله درلوده » ظریف په دغه شیبه کی وایی چی موتر رخصتوم او ژر بیرته راځم، ظریف راوزی، موتر رخصتوی او غواړی چی بیرته کورته ننوزی خو پولیس ئی د ننوتلو مخنیوی کوی، هغه د امین کوچنی زوی ته چی باندی لوبی کوی وایی چی پلار ته ووایی چی پلیس هغه ته د کور د ننوتلو اجازه نه ورکوی هغه به د سیلو څنګ رستورانت کی ناست وی، او د یو چا په ذریعه دی هدایت را واستوی، هغه وو چی امین فقیر ته دنده ورکوی چی د سیلو څنګ ته په رستورانت کی انجینر ظریف ته قومانده ورکوی او بیا په چتکی سره نورو ملګرو ته قومانده ورسوی او سبا سهار په نهو بجو دی انقلاب د شوبلو د څلورمی لوا څخه پیل کړی، دفقیرمحمد فقیر له وتلو څخه پولیس ممانعت کوی خو د امین ورور عبدالله امین پولیسوته دیزی زاری کوی او په پای کی پولیس فقیر ته د امین له کور څخه د تللو اجازه ورکوی، پدی ترتیب سره، پولیس یوه تاریخی تروتنه کوی او داسی یوه سړی ته د امین له کور څخه د وتلو اجازه ور کوی چی د انقلاب د کولو لیکل قومانده ئی په جیب کی وه، فقیرمحمد لمړی د سیلو څګ ته رستورانت کی له انجینر ظریف سره ګوری او هغه ته د ده په نوم د انقلاب د قوماندی لیکل قومانده سپاری. بیا فقیر د یوه تکسی موتر د نیولو سره قومانده خیال محمد کتوازی، انجینر صالح محمد زیری، سید محمد ګلابزوی او نورو ملګروته د دی ورځی په جریان کی رسوی، پدی ترتیب د ثور د انقلاب قومانده د امین له خواه د فقیر په ذریعه د ګوند پوځی سازمان ته رسیږی. د ملګرو تر منځ دا خبره پنچشیری چی د ثور د اوومی نیتی په  وختی باید په دهمزنګ کی د آزادی د څلی څنګ ته سره وګوری که په قومانده کی کوم بدلون راغلی نو هغه باید په نظر کی ونیسی. سهار وختی له فقیر برته نور ملګری ټاکلی ځای ته راځی او سره وینی، فقیر خپل وراره وراستوی او د هغه په ذریعه هغوی خبروی چی په قومانده کی کوم بدلون ندی راغلی. په پوځي قطعاتو کی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند (خلقیانو) د پوځي سازمان قوماندانان په لاندی ډول وو:

۱ - محمد اسلم وطنجار د شوبلو د لومړی کندک قوماندان د ځمکنی پوځ د قوماندان په حیث،

۲ - عبدالقادر د مدافع هوائی درستیزوال د هوائی پوځ د قوماندان په توګه.

۳ - اسلم وطنجار، شیرجان مزدوریار او اسدالله پیام د شوبلو د څلورمی لوا د قوماندانانو په حیث.

۴ - عبدالمجید او مصطفی د شوبلو د پنخلسمی لوا د قواماندانانو په توګه.

۵ - آغا محمد د ګارد د قوماندان په ټوګه.

۶ - اصیل د اوومی فرقی د قوماندان په توګه.

۷ - علاؤالدین د اتمی فرقی د قوماندان په توګه.

۸ - محمد دوست په بالا حصار کی د ۳۲ غند د قوماندان په توګه.

۹ - شیخ محمد د ۸۸ توپچی لوا د قوماندان په توګه.

۱۰ - شهنواز تنی د کوماندو د قطعی د قوماندان په توګه.

۱۱ - شرف الدین د پراشوت د قطعی د قوماندان په توګه.

۱۲ - نیک محمد د انظباط د قطعی د قوماندان په توګه.

۱۳ - سردار محمد د پلچرخی د ورکشاپونو او تخنیکی خدمتونو د قوماندان په توګه.

۱۴ - انځرګل د ملی دفاع د وزارت د قرارګاه د قوماندان په ټوګه.

۱۵ - بهرام د ننګرهار د یوولسمی فرقی د قوماندان په ټوګه.

۱۶ - نظرمحمد د خواجه رواش د هواېی دګر د قوماندان په توګه.

۱۷ - هاشم د بګرام د هوائی دګر د قوماندان په توګه.

۱۸ - بهرام د شیندند د هوائی دګر د قوماندان په توګه.

۱۹ - اعظم د بلخ د هوائی دګر د قوماندان په توګه.

۲۰ - میر نجیب الله د کندهار د هوائی دګر د قوماندان په توګه.

۲۱ - عبدالحق د هوائی مدافع د قوماندان په توګه.

۲۲ - علی شاه پیمان د راکتو د لوا د قوماندان په توګه.

پورتنی افسران د خپلو قطعاتو ملګروته د همدی ورځی په جریان کی ورپیژندل کیږی او د قوماندی د رسیدلو په وخت کی د هری قطعی ګوندی غړو ته امر کیږی چی: سبا ورځ په قطعاتو کی له پورتنیو ملګرو د اړوندو قطعاتو د انقلاب د قوماندانانو په صفت د هغوی له قوماندی څخه پیروی وکړی. د ثور د انقلاب په بریالیتوب کی دثور په شپژمه نیته په خبرونو کی له کابل رادیو څخه د ګوند د مشرانو د بندی کیدو خبر هم د ګوند د غړو پر احساساتو رغنډه اثر وغورځاوه.... .... دا هم باید ووایم چی: په دغه ورځ د اردو په قطعاتو کی د ملی دفاع وزارت د افغانستان د خلک په دموکراتیک ګوند باندی برید په اتڼونو او نورو خوشحالیو په کولو سره تجلیلوی، دی تجلیل د ملګرو د راتولولو لپاره ښه مرسته وکړه. انقلاب له پلان سره سم د شوبلو له څلورمی لوا څخه د اسلم وطنجار په نوښت پیل کیږی، هغه خپلو ملګرو افسرانو ته د انقلاب د پیل اعلان کوی او په دیر مهارت او زړورتیا سره د شوبلی څلورمه لوا تر خپل کنترول لاندی راولی، دی د نوړی لوا شوبلو ته د جمهوری ارګ په لور د خوځیدو قومانده ورکوی، دا هم باید ووایم چی: اسلم وطنجار د شوبلو د څلورمی لوا افسر محمد رفیع ته وایی چی انقلاب مونږ پیل کړی دی، د ده دریځ څه دی؟ رفیع د یوه شخص په توګه له انقلاب څخه خپل ملاتړ اعلانوی او تر بل سهاره پوری د خلقیانو تر کنترول لاندی خپله دنده په رښتینوالی سره تر سره کوی، پدی ترتیب: په ۱۳۵۷ لمریز کار د ثور په اوومه نیته د سهار د نهو بجو په شاوخوا کی د اسلم وطنجار په مشری د ثور انقلاب د شوبلو له څلورمی لوا څخه پیل شو او د دی لوا تانکونه، جنګی ماشینونه او زرهپوشونه د کابل ښار په لوری وخوځیدل، همدارنګه د شوبلو د پنځلسمی لوا کنترول ئی په لاس کی ونیو، د شوبلو د پنځلسمی لوا تانکونه او نوری جنګی وسیلی د ښار په لوری وخوځیدی.

د شوبلو د څلورمی لوا تانکونو د کابل رادیو ونیوه، جمهوری ګارد او د ملی دفاع وزارت ئی محاصره کړ او خپلی شوبلی ئی د خواجه رواش د هوائی دګر کنترول په هدف ولیږلی، د ملی دفاع په وزارت لومړی ګذار د اسلم وطنجار له خوا د ده تانک په ذریعه وشو چی د ثور د انقلاب د بری وروسته د خلکو د کور مخی ته د یادګار په توګه ودرول شو. ..... د وزیر جنګی ماشین د کابل له رادیو څخه د خواجه رواش هوائی دګر تهخوځیږی او د قوماندی ودانی ته په ورسیدو د هغی پر برج دزی کوی. دګروال عبدالقادر چه د انقلاب په ورځ د هوائی پوځ د قوماندان په ټوګه تاکل شوی وه، په دغه ورځ دی د هوائی او مدافع هوائی پوځ د قوماندان له خوا په یوه کوته کی تر نظارت لاندی نیول شوی وه، د جنګی ماشین له دزو سره د قوماندانی په پرسونل کی وارخطائی ګډه شوی او قادر له دی ګډودی څخه په ګټه اخیستلو د نظارت له کوتی څخه راکوزیږی او له ملګرو سره یو ځای کیږی، د دی دګر پوځی سازمان په بیړه سره ځان وسله وال کوی او د خواجه رواش د هوائی دګر قرارګاه په خپل کنترول کی اخلی، ملګری په یوی چورلکه کی قادرخان د بګرام هوائی دګرته رسوی. څرنګه چی د بګرام د هوائی دګر قوماندان غلام سخی خان خلقی وه نو د ملګرو په لیدو سره له وضعی څخه خبریږی او سمدلاسه خلقی پیلوتانوته په جمهوری ارګ باندی د بمبارد قومانده ورکوی او قادرخان په هم هغه چورلکه کی بیرته د خواجه رواش هوائی دګرته راګرزی او د هوائی پوځونو قومانده په لاس کی نیسی ....................... د شوبلو د پنځلسمی لوا خپل تانکونه د اتمی فرقی د مخنیوی لپاره د باغ بالا په کوتل کی، د اوومی فرقی د مخنیوی لپاره ئی د دارالامان او چهل ستون په سړکو کی او د ننګرهار د یوولسمی فرقی د مخنیوی لپاره په ماهیپر کی ځاپرځای کړل. برسیره پر دی د شوبلو د پنځلسمی لوا تاڼکونه د مصطفی خان په مشری د کورنیو چارو وزارت کنترول په خپل لاس کی ونیو او له توقیف څخه ئی د ګوند د مشرانو د خلاصون عملیات په بریالیتوب سره اجرا کړل.

لومړی تن چی په توقیف کی د نورمحمد تره کی کوتی ته ورننوت او هغه ئی له بند څخه را وایستلو، لمړی بریدمن سید رحیم وه. د شوبلو د پنځلسمی لوا د عملیاتو په جریان کی د ګوند د مشرتابه غړی له توقیف څخه خلاص او په جنګی ماشین کی د خلکو د ولولو او تاوده هرکلی په جریان کی د کابل رادیو ته یووړل شول او هلته په مستقیمه ټوګه د انقلاب قومانده حفیظ الله امین په لاس کی ونیوه ».

مونږ وتقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده په خپله نوموړی لیکنه کی جلاد وحشی او خون آشام امین او د هغه شعوری امینیو ملګرو د کارګرانو، بزګرانو او نورو زیارایستونکو او ترستم لاندی خلکو د ګټو پرخلاف زیات کریدت او رول ورکړی دی، او د خلکو پرخلاف دا معنی لری چی: د جلاد، وحشی او خون آشام امین او امینیانو د هغو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او دموکراتیک ضد یعنی (ماهیتاٌ کمونستی ضد) کړو وړو په نسبت چی له اول څخه ئی د ثور تر انقلابه پوری انجام کړی وو د دوی هغه خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) کړه وړه چی د ثور د انقلاب څخه وروسته ئی د خپل ګوند او دولتی واک تر سقوطه پوری تر سره کړل څوچنده زیات وو او دغه هم وایو چی: که چیری څوک داسی ووایی چی دا چی جلاد امین د ثور د دموکراتیک انقلاب قومانده ورکړه نو په دی اساس نوموړی یو واقعاٌ خلقی (ماهیتاٌ کمونستی) شخصیت وه، مونږ د دوی د نوموړی خبرو په وړاندی په علمی، منطقی او مستنده ټوګه سره داسی وایو چی: هیڅکله او هیڅکله د داؤدی رژیم پرضد د ثور د انقلاب د کولو قومانده د جلاد، وحشی او خون آشام امین په واقعاٌ خلقی توب (ماهیتاٌ کمونستی توب) باندی دلالت نه کوی، ځکه چی د ثور انقلاب په دوه لاری کی واقع وه ، یعنی که چیری د هیواد د تولو خلقی او ملی دموکراتیکوانقلابی قوتونو تر منځ یوه پراخه متحده او انقلابی جبهه جوړه شوی وای او دنوموړی جبهی رهبری د هیواد د کارګری طبقی او د هغی واقعی نماینده او لارښونکی واقعی زرغون صفته خلقی دموکراتیک او انقلابی (ماهیتاٌ کمونستی ګوند) په لاس کی لویدلی وای، نوموړی انقلاب به په خلقی دموکراتیک انقلاب باندی عملاٌ بدل شوی وای او په تولو سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او اجتماعی ساحو کی به ئی ژور دموکراتیک اصلاحات سرته رسولی وای او د کمونستی ټولنی په راتګ کی به بل انقلاب ته ضرورت نه وای پیدا شوی! او که چیری د نوموړی جبهی رهبری د ملی بورژوازانو په لاس کی لویدلی وای نو نوموړی انقلاب به په یوه ملی دموکراتیک انقلاب باندی بدل شوی وای او د بورژوازی ټولنی خواته به ئی حرکت پیل کړی وای چی په دی صورت کی به د کمونستی ټولنی په راتګ که یو بل واقعاٌ سوسیالستی انقلاب ته ضرورت پیدا شوی وای. خو جلاد او خون آشام امین او د هغو شعوریو امینی ملګرو د (CIA) د استعمارګری او وحشی شبکی له خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) لارښونو سره سم نه یوازی دا چی: زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د نوموړی خلقی او یا ملی دموکراتیکی جبهی د جوړولو په خاطر هیڅ اقدام ونه کړ بلکی د هغو پر خلاف ئی د CIA، د خپل ځان او خپلو شعوری امینیو ملګرو او اندیوالانو ډول ډول مادی او معنوی ګټو او د ټول واکمن ګوندی او دولتی واک د لاسته راوړلو په خاطر خپل ډول ډول پټ او څرګند، مستقیم او غیر مستقیم خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) هڅی، کړه وړه تلاشونه او کوښښونه پیل کړل چی په لمړی قدم کی: نورمحمد تره کی، ډاکتر صالح محمد زیری، دستګیرپنجشیری، کریم میثاق او د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک واکمن ګوند نوری په خپل سر تاکل شوی رهبری د جلاد او خون آشام امین له تورو تورو پیشنهادونو سره سم په کینی رویژیونستی ټوګه سره له خپل وخت او زمان څخه مخکی یو لړ روبنائی او زیربنائی لکه اووم لمبر او اتم لمبر [فرمانونه] او داسی نور اعلان کړل چی نوموړو فرمانونو په ژوره، اساسی او عمده توګه سره عملی بڼه نه درلودله او هم جلاد او خون آشام حفیظ الله امین د ثور د انقلاب له پیل سره سم په تولو واکمنو ګوندی او دولتی ملکی او نظامی مهمو، اساسو، اساسی او کلیدی پستونو باندی د خپلو شعوری امینیو ملګرو په ځای پخای کول پیل وکړ او نورمحمد تره کی، زیری، پنجشیری، میثاق او د عمومی خلقیانو نورو رهبرانو په دیری بی پروائی او بی کفایتی سره د جلاد امین د نوموړو خائینانه کړو مخه نه نه نیوله او که چیری دوی د ده د نوموړو او لاندینیو خائینانه کړووړو مخه له اول څخه نیولی وای نو جالاد امین او امینیان به هیڅکله او هیڅکله په بشپړ ګوندی او دولتی واک تر لاسه کړی نه وای او دا یو څرګند او روښانه حقیقت وه، دی او وی به. 

- بیائی نورمحمد تره کی او د خلقی جناح نوری رهبری ته د دی لپاره چی د هغوی ځایونه دی پخپله دی او د ده شعوری ملګری و نیسی او د خلقی او پرچمی جناحونو د رهبرانو تر منځ تضاد لاشدید کړی د ببرک کارمل او د پرچمیانو د نورو رهبرانو، کدرونو او صفوفو د وهلو او له مهمو پستونو څخه د هغوی د لیری کولو او له هیواد څخه د هغوی د رهبرانو د شړلو پیشنهاد ورباندی کړ چی د ده همدغه پیشنهاد هم د نورمحمد تره کی او د خلق جناح د نورو رهبرانو له خوا د دیری لاپروائی، بی احطیاطی او بی کفایتی په چوکات کی منظور او تائیذ شو، دغلته دا هم باید یاده کړو چی نورمحمد تره کی، داکتر صالح محمد زیری، پنجشیری، میثاق، امین او داسی نور ښه پری خبر وو چی د پخوانی شوروی اتحاد د کمونست ګوند او د جهان د کمونستی او کارګری ګوندونو له خوا د ببرک کارمل تر رهبری لاندی پرچمیان په رسمیت پیژندل شوی دی او د هغوی له خوا خلقیان په رسمیت ندی پیژندل شوی! خو همدغه راز د خلقیانو له مطلق اکثریت  پټ کړی وه  او په دی اسی حساسو او خطرناکو تنقلابی شرایطو کی، خلقیانو باید له پرچمیانو سره متحده انقلابی جبهه جوړه کړی وای خو دعمومی خلقیانو رهبرانو له دوی سره جبهه جوړه نه کړه او په پرچمیانو باندی ضره وارده کړه، نو په پرچمایانو باندی د ضربی وارد ول په خپل اصل او ذات کی د پخوانی شوروی اتحاد پر کمونست ګوند او د جهان پر تولو کمونستی او کارګری ګوندونو باندی د ضربی  د وارد ولو په معنی وو او همدغه کار په خپل اصل او ذات کی د امریکا د متحده ایالاتو د امپریالستی دولت او د CIA په ګټه تمامیده! دوی باید د دی پر ځای چی له دی اصل څخه چی « لومړی باید مغز او وروسته باید لاس مسلح شی » او « د رفیقانه مشاورو له لاری ئی خپل ځانونه او خلق جناح پری منلی وای، په کینه رویژیونستی توګه ئی په زور خپل ځانونه او ټول خلقی جناح پری مانه، چی دا کار هم پخپل ذات کی د CIA په ګټه او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم پرخوا د افغانستان کشول او د هغوی تر واک لاندی راوستل وو.

- بیائی په (۲۱ / ۲۲ / ۴ / ۱۳۵۸) لمریز کال د شپی له خوا د نورمحمد تره کی، زیری، پنجشیری او میثاق او داسی نورو له خبریدو څخه پرته په خپل سر زمونږ پر ستر او محوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون باندی د دموکراتیک سانترلیزم د زرینو اصولو او موازینو پرخلاف وحشیانه او خائینانه حمله وکړه او هغه ئی لمړی د شیرپور او بلائی د پلچرخی زندان ته انتقال کړ او بیائی د شپی له خوا په (۲۷ / ۲۸ .  میزان ۱۳۵۸) د څرخی پله په پلیګون کی په دیره بیرحمانه او غیر عادلانه ټوګه سره اعدام او په شهادت ورساوه او د ده په بندی کیدو باندی نوموړو څلور واړو او د ده پر شهادت باندی نوموړو دریوواړو عمومی خلقی رهبرانو د خون آشام امین او امینیانو پرضد هیڅ ډول مخالفت ونه ښود.

- بیائی نورمحمد تره کی ته له ګوندی او دولتی وظایفو څخه د اسدالله سروری، محمد اسلم وطنجار، شیرجان مزدوریار او خوردضابط او بیکفایته سید محمد ګلابزوی د لیری کولو پیشنهاد وکړ خو همدغه پیشنهاد نورمحمد تره کی ورسره ونه مانه او بالآخره نوموړو څلورو تنو خپل بیدفاع، بیوسلی او سپینږیری رهبر نورمحمد تره کی په دیری نامردی سره یواځی وحشی او خون آشام امین او وسله والو ملګرو ته پریښود، د تره کی د بادیګاردانو او د وحشی امین د مسلحو ملګرو تر منځ د وسله وال برخورد په نتیجه کی د خون آشام امین وحشی او داؤس شاګرد، ملګری او پیرو ووژل شو او خون آشام امین په تښته د ملی دفاع وزارت ته ور څخه خلاص شو او نورمحمد تره کی سمدلاسه د ګارد د قومانان جانداد له خوا چی د خون آشام امین له وفادار شاګردانو، ملګرو او پیروانو له جملی څخه وه بندی شو.

- بیائی مرتد او ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری، پنجشیری، میثاق او د دوی پلویان په بشپړه توګه سره د خپل ځان او خپلو شعوری امینیو ملګرو تابع کړی او په خپلو تورو تورو پښو کی ئی د سپیو په شان ورغړول او په دروازه کی ئی د سپیو په شان وغپول.

- بیائی د ۱۳۵۸ لمریز کال د سنبلی په ۲۵ امه نیته د ګوند د مرکزی کمیتی پلینوم دایر کړ او د انقلابی شورای غنده ئی هم وکړه او په نوموړی پلینوم او د انقلاب شورا په غنده کی ئی له ګوندی او دولتی وظایفو څخه د دموکراتیک سانترلیزم د زرینو اصولو او موازینو پرخلاف د نورمحمد تره کی د ګوښه کیدو جبراٌ د هغه په غیاب کی د هغه د مستعفی کیدو او بندی کیدو وړاندیز وکړ او څو ورځو وروسته ئی په دیره بیرحمانه او وحشیانه ټوګه سره د هغه په خوله باندی بالښت په واسطه سره وواژه، او دغه هم وایو چی: په نوموړی پلینوم کی په دیر نامردی، پستی، داؤسی او بی ننګی سره د خپلو لوړو لوړو ګوندی او دولتی موقفونو او امتیازونو او له مرګ څخه د ژوندی پاتی کیدو په خاطر ابن الوخت داکتر ډاکتر صالح محمد زیری، ابن الوخت پنجشیری او ابن الوخت میثاق او د هغوی پلویانو د جلاد، وحشی او خون آشام امین نوموړی خائینانه وړاندیز ته هریو د خپلو دواړو لاسونو په جګولو برسیره د خپلو دواړو پښو په جګولو سره موافقی رائی ورکړی او له خون آشام امین او امینیانو سره ئی د نوموړی موضوع په باب هم هیڅ دول مخالفت ونه ښود *(او خون آشام امین عمومی منشی، د دولت رئیس، صدراعظم او د ملی دفاع وزیر وتاکل شو، ۱ / ۴ / ۱۳۸۹ لمریز کال هـ پ) او دغلته د خپل یوه نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی شاعر ملګری یوه امینی ضد رباعی ټکی په ټکی سره را نقلوو:

تور امین خو CIA ته جاسوســــــی کړه          شپه په ورځ ئی تره کی ته چاپلوسی کړه

تــــره کی هـــم وفـــادار شـــاګـــر د بللو          عــــملا ئــی ور ښــــکاره بــیوفایی کړه

او بیائی: زمونږ د (۱۳۵۸ ه ش) کال د میزان د میاشتی ۲۷ می نیتی واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد پاڅون قهرمان او زړور رهبر شهید ملګری لعل پاچاه عالمی په ګډون زمونږ یو شمیر واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری او یو شمیر عموموی خلقیان په دیری بیرحمی سره بندیان، اعدام او په شهادت ورسول، یوشمیر نور خاص او عام خلقیان ئی بندیان او یو شمیر خاص او عام خلقی انقلابی ملګری ئی له خپلو دولتی وظایفو څخه ګوښه او تبعید کړل او داسی نور ................. او پدی ترتیب سره زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی وحشی، جلاد، خون آشام او وینو بهوونکی حفیظ الله امین او امینیانو ټول او بشپړ ګوندی او دولتی واک پخپل لاسو کی واخیست او په دیری چالاکی سره ئی کوښښ کاوه چی زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان داخلاٌ د خپل ځان او خپلو ملګرو او اندیوالانو د واکمنی په صورت کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی اندیوالانو تر بشپړی ولکی او تسلط لاندی راولی خو خوشختانه: د جلاو، وحشی او وینو بهوونکی او خون آشام امین او امینیانو او د هغوی د اندیوالانو پرضد زمونږ د ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو د نه ستړیکیدونکی مبارزی او سرښندنی پر اساس او د پخوانی شوروی اتحاد د یوه شمیر را غوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی قوتونو په مرسته چی اصلی رول مونږ او فرعی رول دوی پکی درلوډ خون آشام امین او دهغه وحشی او فاشیستی رژیم سرنګون او له مینځه لاړه، د جلاد امین او د امینیانو او د هغوی د نړیوالو امپریالستی بادارانو فاسدی او ناولی آرزوګانی له خاورو سره یوځای خاوروته وسپارل شوی او دغه هم وایو چی: دا به دیره ښه وای چی د پخوانی شوروی اتحاد نوموړو یو شمیر راغوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی پوځونو ته داسی زمینه مساعده شوی وای چی همدا نوموړی قوتونه د ثور د انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته سمدلاسه زمونږ هیوادته راغلی وای او له مونږ سره ئی یوځای د خون آشام امین او امینیانو په له منځه وړلو مرسته کړی وای خو داچی که څه هم دوی په هم هغه وخت کی هم داکارونه کړ او په (۶ جدی ۱۳۵۸ ه ش) کال راغلل بیاهم په عمومی نسبی ټوګه سره د دوی همدغه عمل زمونږ د تائید وړ وه، دی او وی به.

نو د CIA  د لارښونو پر اساس د جلاد وحشی او خون آشام حفیظ الله امین او امینیانو د نوموړو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتا کمونستی ضد) کړو وړو څخه دا کاملاٌ په ثبوت رسیږی چی: وحشی، جلاد، بیوفا او خون آشام حفیظ الله امین د داؤدی رژیم پرضد د ثور د انقلاب فرمانده د ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو قوتونو او ټولو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو په خاطر نه بلکی له داؤد څخه ئی خپل د خپل ځان د ژوندی پریښیدلو او همدا رنګه د خپل ځان او خپلو ملګرو او اندیوالانو له خوا د بشپړو ټول واکمن ګوندی او دولتی واک د ترلاسه کولو په خاطر ورکړیده او دغه هم باید ووایو چی: وحشی، جلاد، بیوفاه او خون آشام حفیظ الله امین او امینیانو له اول څخه د ثور تر انقلابه او بیا د ثور د انقلاب له پیل څخه د نورمحمد تره کی په خوله باندی د بالښت د ایښودلو او د بالښت پواسطه سره د هغه د وژلو تر وخته پوری خپل ټول نوموړی تور تور او کرغیړن کړه وړه د نورمحمد تره کی د بشپړی بی احتیاطی، سادګی، بی پروائی او بی کفایتی پر اساس تر سره کړی دی چی بالآخره: نورمحمد تره کی پخپل ژوند کی د ده په قول د خپل وفادار شاګرد (خون آشام حفیظ الله امین) چی سل نمری به ئی ورکوړی او امینیانو له خوا تش او خالی لاسونه پاتی شوی وه او تش په نامه سره د ګوند د مرکزی کمیتی عمومی منشی او د دولتی شورای رئیس، صدراعظم او د ملی دفاع وزیر وه ځکه: د وحشی او خون آشام حفیظ الله امین د یوی اشاری پر اساس په بشپړه توګه سره له نوموړو لوړو لوړو ګونډی او دولتی څوکیو او وظایفو څخه تیری، بی واکه، بندی او د بالښت پواسطه سره ووژل شو چی د ده همدغه بی واکه توب او بی کفایتی، خائین، د (CIA) جاسوس او هیواد پلوری شعوری امینی محمد اقبال وزیری هم د خپل نوموړی اثر د یوی برخی په خپله لاندنی لیکنه کی اشاره تاٌ په یوه شکل نه یوه شکل په طنزآمیزه او ریشخندآمیزه ټوګه سره په ګوتو کړیده یعنی: د ملی دفاع وزارت ته د خون آشام امین له تښتیدو څخه وروسته « تره کی د ګارد د قوماندان جانداد ته امر کوی چی د دلکشا مانی له خاورو سره برابره کړی خو هغه د تره کی دا قوله منلو څخه ډډه کوی او ورته وایی چی هلته امین او نور ملګری دی او نشی کولای چی په خپلو ملګرو برید وکړی ..... د خواجه رواش په هوائی دګرکی د سیاسی څانګی آمر دوست محمد هڅه کړی وه چی د هوائی او مدافع هوائی قوماندان بی وسلی کړی او د هوائی او مدافع هوائی پوځونو کنترول په خپل لاس کی ونیسی ........... او د دوست په قومانده د خواجه رواش له هوائی دګر څخه یو جنګی ماشین راوتلی وه او دخلکو وه او د خلکو د کور په لورئی یو دز کړی وه خو جنګی ماشین تسلیم کړای شو او دوست ونیول شو، امین لوی درستیزته امر وکړ چی د تره کی د تلیفون اړیکی پری کړی، عبدالرشید جلیلی ئی د کابل رادیو او تلویزیون ته ولیږلو چی د سروری، وطنجار، ګلابزوی او مزدرویار له دندو څخه د لیری کیدو خبر له رادیو او تلویزیون څخه خپور کړی، نورمحمد تره کی ئی د خلکو په کورکی تجرید کړ او د وسله وال پوځ قطعاتو ته ئی امر وکړ چی ښار ته راووزی  او د ښار امنیت سنبال کړی. سبا د سیاسی بیرو غندو دایروی او د سیاسی بیرو په غونده کی د پرونی پیښی راپور وړاندی کوی، سیاسی بیرو پریکړه کوی چی مرکزی کمیتی پلینوم او د انقلابی شورای غندی دی دایر شی، بیا د مرکزی کمیتی پلینوم دایریږی او په هغه ئی د نوموړی پیښی په هکله د سیاسی بیرو راپور وړاندی کیږی، د سیاسی بیرو په وړاندیز چی نورمحمد تره کی د ناروغی له کبله استعفا کړی ، د مرکزی پلینوم د هغه استعفی منی او امین د مرکزی کمیتی د عمومی منشی په توګه د رایو په اتفاق تاکل کیږی، د مرکزی کمیتی له پلینوم څخه وروسته انقلابی شورای غنده کوی او په هغه کی به د نورمحمد تره کی استعفی منل کیږی او امین د انقلابی شورای د رئیس په توګه د رایو په اتفاق تاکل کیږی. » (۱۲۱-۱۲۲-۱۲۳) مخونه.

IX :- د (CIA) جاسوس خائین او درواغجن شعوری امینی محمداقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « په دی ترتیب د اندروپف د توطهی لومړی سره تر سره شوکیږی او د خلقیانو له مشرانو څخه یوتن په ګوندو کړی » څه وخت وروسته د شپی په خبرونو کی د تره کی د مړینی خبر د تلویزیون او رادیو څخه خپور شو چی د هغی د ناروغی له امله چی ورپیښه شوی وه مړ او په خپله پلرنی هدیره کی خاورو ته وسپارل شو خو بیا ویل کیدل چی: جنرال ایوانف په اشاره د امین له خوا په وحشیانه توګه ووژل شو یعنی: د بالښت په ذریعه تربت (خفه) کړای شو چی د جدی له شپژمی نیتی وروسته ئی د دله ایزو خپرونو په وسایلو کی پراخ انعکاس وموند » ۱۲۳ مخ.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: داچی د ده اصلی مطلب له نوموړی څخه دادی چی د تره کی په مرګ کی اصلی او عمده رول اندروپف او پخوانی شوروی اتحاد لوبولی دی او ده پدی ترتیب سره دډیالکتیکی قوانینو پرخلاف چی « د تکامل منبع داخلی تضادونه دی » له خپل استاد او رهبر جلاد، وحشی او خون آشام حفیظ الله امین څخه دفاع کړیده او خلکوته دا ښئی چی تره کی خو امین ندی وژلی بلکی KGB وژلی دی! نو ده دا کاملاٌ درواغ، چتیات او خوشی تشی بابولالی ویلی دی ځکه چی د ټولنیز عینی واقعیت پراساس داسی نه وه بلکی داسی وه چی: د نورمحمد تره کی او خون آشام امین او د هغوی تر منځ د لوړو لوړو واکمنو ګوندی او دولتی څوکیو پر سر مبارزه او جګړه روانه وه، خون آشام امین او ملګرو ئی غوښتل چی تره کی ووژنی او د هغه ګوندی او دولتی مقام او څوکی ونیسی او تره کی په داسی حال کی چی اوبه ترورخ ور څخه تیری وی خو بیائی هم په تشو او خالی لاسونو غوښتل چی خون آشام امین ووژنی او خپله ګوندی او دولتی واکمنه او لوړه څوکی ورته پری نږدی او پخوانی شوروی اتحاد او KGB دا غوښتل چی تره کی د خون آشام امین له خوا څخه نه بلکی خون آشام امین باید د تره کی او د هغه د پلویانو له خوا څخه ووژل شی او له هغه وروسته بیا د تره کی تر مشری لاندی د تره کی او د هغه د پلویانو او د کارمل او دهغه د پلویانو تر منځ ګوندی سازمانی وحدت صورت ونیسی او د خون آشام امین او امینیانو له خوا د CIA او امریکایی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم تر تسلط لاندی رانه شی او CIA غوښتل چی تره کی د امین او امینیانو له خوا باید ووژل شی او خون آشام امین او امینیانو د هیواد د تول ګوندی او دولتی واک پخپلو لاسو کی واخلی او د هغوی له لاری بالآخره افغانستان تر خپلی ولکی باندی راوړی او په نتیجه کی د خون آشام امین له قوماندی سره سم د امینیانو له خوا د نورمحمد تره کی پر خوله باندی بالښت کیښودل شو او د بالښت په واسطه سره ووژل شو. خون آشام امین د هغه پرځای باندی کیناست او مؤقتاٌ په بشپړه ټوګه سره ټول ګوندی او دولتی واک د خون آشام امین او د هغه د اندیوالانو یعنی زیری، پنجشیری، میثاق او د هغوی د پلویانو په لاسو کی ولویده او KGB او پخوانی شوروی اتحاد پدی خاطر چی په افغانستان کی پاکستانی او امریکائی امپریالستی یرغلګری قواوی پلی نشی مجبور شو چی:

د (۱۳۵۸ ه ش) کال د جدی د شپژمه نیته د پرچمیانو او د عمومی خلقیانو د پخوانیو رهبرانو او ورتښتیدلو رهبرانو د پخوانیو او هم د هغه وخت له غوښتنو او د ملګرو ملتو د (۵۱) مادی سره سم د نوموړی مترقی قوتونو او له ټولو خلکو سره د مرستی په خاطر خون آشام امین او امینیانو او دهغوی د وحشی او فاشیستی امینی رژیم په له مینځه وړلو کی خپل یو شمیر عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی نظامی قوا وی زمونږ هیواد ته را داخلی کړی او له پرچمیانو او خاصو او عمومی خلقیانو سره یوځای ئی خون آشام امین او یو شمیر شعوری امینیان ئی اعدام او یو شمیر ئی بندیان او د هغوی توره ناولی او فاشیستی امینی رژیم ئی له مینځه یووړ او د هغوی پرځای ئی کارمل او نورو پرچمیان او د عمومی خلقیانو او عمومی زرغونیانو رهبران کښینول چی نوموړی کسان په خاص کی نه بلکی په عمومی نسبی ټوګه سره له خون آشام امین او امینیانو څخه مترقی وو او دغه هم وایو چی: خائین بی پته او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی د تره کی د مرګ په باب چی آیا نوموړی د چاه له خوا وژل شوی؟ او څنګه وژل شوی؟ په دیری سپین سترګی، بی وجدانی، بی حیاګی او بشپړه درواغجنه ټوګه سره قصداٌ او شعوراٌ خپل ځان ناخبر ښودلی او پدی ټوګه ئی خپل ځان د «حسن چپ» په کوڅه کی وهلی دی ځکه چی دا هیڅکله او هیڅکله نه شی کیدای چی په داسی حال کی چی اقبال وزیری چی د خون آشام امین له دیرو نږدو شاګردانو او ملګرو له جملی څخه وه په هغه وخت کی د واکمن ګوند د مرکزی کمیتی غړی او د افغانستان د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی رئیس هم وه خو بیا دی هم د نورمحمد تره کی د مرګ څخه چی آیا نوموړی څنګه او د چا له خوا ووژل شو په کامله ټوګه سره خبر نه وای، او دا هم وایو چی: د ده همدا نوموړی دول ناخبرتیا د ده تجاهل العارفی بڼه لری. او دغه هم د یادولو او لیکلو وړ بولو چی: داچی په خپله نوموړی لیکنه کی په معنی کی داسی هم ویلی دی چی: ( دخپلو ګټو په خاطر اندروپف او KGB ، تره کی او امین دواړو ته بازی ورکړیده چی دوی ئی یو دبل پرضد ولمسول او په خپل منځ کی ئی سره واچول او ئی پر بل باندی وواژه ) یعنی په دی ځای کی ئی هم په شکل نه یوه شکل سره له خپل استاد او رهبر جلاد او خون آشام مین څخه دفاع کړیده او خون آشام امین ئی داسی ښودلی دی چی ده خو خیانت نه بلکی اشتباه کړیده ځکه چی دومره پوه نه وه بلکی ساده وه نو پدی اساس خائین نه بلکی غولول شوی وه،  او مونږ پدی باب د ټولنیز واقعیت پر اساس داسی وایو چی:

تره کی او امین خو دومره ساده، کم عقلان، موشومان نه وو او لیونیان هم نه وو چی اندروپف او KGB دی بازی ورکړی وی، دوی د خلکو د دموکراتیک ګوند رهبران وو، دوی ته هغوی بازی ورکولو نه شوه. اول خو: اندروپف او KGB دوی ته بازی نه ده ورکړی او که احیاناٌ بیائی هم دوی ته داسی ویلی وای چی یو او بل سره ووژنی تره کی به هم: هیڅکله او هیڅکله چی خپلی عمده او اصلی ګټی ئی چی د امین په مرګ کی نه وای د اندروپف او د KGB په خولو به ئی د هغوی د ګټو پخاطر دده په قول د خپل وفادار شاګرد (خون آشام امین د وژلو هڅه کړی نه وای او ورته ویلی به ئی وای چی زه خو دا کار نه کوم چی ستاسو د ګټو په خاطر خپل وفادار شاګرد (خون آشام امین) ووژنم، او که اندروپف او KGB ورته ویلی وای چی که ته دی نه وژنی نو مونږ تا وژنو! نو دا به حتماٌ دا ورته ویلی وای چی تاسی کولای چی ما مړکړی خو زه خپل وفادار شاګرد او ملګری نه وژنم او پردوی باندی به ئی خپل ځان وژلی وای خو خپل وفادار شاګرد او ملګری (خون آشام امین) به ئی وژلی نه وای او همدا رنګه: خون آشام امین به هم چی پدی باندی هم کاملاٌ پوهیدلی نه وای چی که زه تره کی ژوندی هم پریږدم بیامی هم حتماٌ او حتماٌ وژنی او که د تره کی په مرګ کی د ده شخصی اصلی او عمده ګټی موجودی نه وای هیڅکله او هیڅکله به ئی د اندروپف او KGB د ګټو پخاطر خپل مصنوعی استاد او رهبر نورمحمد تره کی په خوله باندی بالښت ایښودلی نه وای او په بالښت سره به ئی هغه وژلی نه وای او ورته ویلی به ئی وای چی زه داکار د تاسو د ګټو پخاطر نه کوم چی خپل مصنوعی استاد او رهبر (تره کی) ووژنم او که هغوی خون آشام امین ته هم داسی ویلی وای چی ته چی نه وژنی نو مونږ تا وژنو، نو ده به هم حتماٌ دا ورته ویلی وای چی تاسو کولای شی چی ما مړکړی خو زه خپل مصنوعی استاد او رهبر نه وژنم او پر دوی باندی به ئی خپل ځان وژلی وای خو خپل مصنوعی استاد او رهبر (تره کی) وژلی نه وای، فلهذا په لنډه ټوګه سره دا وایو چی: خون آشام امین قصداٌ او شعوراٌ د خپلو نورو تولو خائینانه کړو وړو په څنګ کی د تره کی د وژلو خائینانه او تاریخ نه بخښونکی عمل تر سره کړ او په او په دی کار کی هم ده نه د اندروپف او KGB له خوا بازی خوړلی ده او نه ئی اشتباه او سهوه کړیده بلکی شعوری خیانت ئی کړی دی او زمونږ د خلکو په سره تاریخ کی به د تل لپاره د ده تور نوم او د ده تور تور کړه وړه د یو ستر او تاریخ نه بخښونکی خئین په ټوګه درج وی! او همدغلته دا هم وایو چی خائین او درواغجن اقبال وزیری د خپل نوموړو کړو وړو له امله شعوری امینی وه او دی.

X :- د CIA جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو لاندینیو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د ۱۳۵۷ ه ش کال د دسمبر د میاشتی په لومړیو کی د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت لوړ رتبه هیئت د نورمحمد تره کی په مشری د شوروی اتحاد د مشر تابه به بلنه مسکو ته رسمی سفر وکړ د دی هیئت غړی په لاندی ډوله وه:

۱ - نورمحمد تره کی د ا . خ. د. ګ د مرکزی کمیتی عمومی منشی، د انقلابی شورای رئیس او صدراعظم د هیئت مشر.

۲ - حفیظ الله امین د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی د سیاسی دفتر غړی، د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د هیئت غړی.

۳ - داکتر شاه ولی د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی د سیاسی دفتر غړی، د روغتیا وزیر او د پلان د وزارت سرپرست د هیئت غړی.

۴ - داکتر صالح محمد زیری د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی د سیاسی دفتر غړی او د کرهنی وزیر د هیئت غړی.

۵ - محمود سوما د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی د سیاسی دفتر غړی او د لوړو زده کړو وزیر د هیئت غړی.

۶ - محمد منصور هاشمی د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی غړی، د اوبولګولو د بریښنا وزیر د هیئت غړی.

۷ - محمد اسمعیل دانش د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی غړی او د کانو او منابعو وزیر د هیئت غړی.

۸ - سید محمد ګلابزوی د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی غړی او د مخابراتو وزیر د هیئت غړی.

۹ - خیال محمد کتوازی د ا. خ. د. ګ د مرکزی کمیتی غړی او د رادیو او تلویزیون مرستیال  د هیئت غړی.

۱۰ - رازمحمد پکتین په مسکو کی د افغانستان لوی سفیر د هیئت غړی.

۱۱ - صالح محمد پیروز د فواید عامی د وزارت مرستیال د هیئت غړی.

د دی سفر لومړنی غونده په کرملین کی د دواړو د لوړ رتبه هیئتونو تر منځ دایره شوه ........... پدی غونده کی د شوروی مشرانو له خوا له افغانی مشرانو سره د ناندری اصلی علت په دولت کی د خپل لاس پوڅی ببرک کارمل او د هغه د ډلی د ګډون او ونډی پرسر وی، په دی غونده کی نورمحمد تره کی دا یادونه کوی چی افغانانو د دی لپاره په خپل هیواد کی انقلاب کړی دی چی دا وروسته پاتی هیواد آباد او د خلکو ژوند بسیا کړی، د دی موخی د پلی کولو په خاطر مونږ اقتصادی مرستو ته زیاته اړتیا لرو، زمونږ د دوستی درجه به له نورو هیوادو سره د هغوی د بیغرضو مرستو د اندازی پوری تړلی وی، له دی کبله مونږ د شوروی مشرتابه په بلنه ستاسو هیواد ته پدی منظور راغلی یو چی زمونږ د هیواد د اقتصادی ودی د پروژو په جوړولو کی به زمونږ ګاوندی هیواد دپام وړ اقتصادی مرسته وکړی. د دی خبرو په جریان کی بریژنف د نورمحمد تره کی خبری پری کوی او ورته وایی چی: د دوستی، وروری او مرستو خبری پریږده او خپل سیاسی اختلافونو دی طرح کړه چی له شوروی اتحاد سره ئی لری! نورمحمد تره کی د بریژنف د دی بیځایه مداخلی له امله رنګ سور او په تندی کی ئی د قهر نخښی څرګندی شوی خپل رسمی وینا ئی پریښوده او ځان ئی دی ته چمتو کړ چی د بریژنف د دی لاسوهنی په وړاندی غبرګون وښایی. خو په دی وخت کی امین چی د تره کی څنګ ته ناست ؤ له تره کی څخه اجازه غواړی او د بریژنف په ځواب کی په جدی لهجی سره وایی چی: مونږ له شوروی اتحاد سره هیڅ سیاسی اختلاف نه لرو، که شوروی لوری د افغانستان له دموکراتیک جمهوریت سره کوم سیاسی اختلاف لری، نو شوروی لوری دی طرحه کړی، بریژنف خپلو ملګرو ته وکتل شونډی ئی وځړیدی او د ځواب له ویلو څخه ئی ډډه وکړه.

نورمحمد تره کی بیرته د خبرو مزی په لاس کی ونیو په جدی ټوګه ئی وویل چی: افغانستان د اقتصادی ودی په داسی وروسته پاتی پړاو کی دی چی تر هرڅه د مخه بهرنیو مرستوته اړتیا لری، مونږ په دی هیله په خپل هیواد کی انقلاب کړی چی په هغه کی ژور او اراړخیزه بدلونونه منځ ته راشی خو مونږ ته له بهرنیو هیوادونو سره د دوستی معیار اقتصادی مرستی دی، مونږ ګمان کاوه چش شوروی اتحاد زمونږ ګاوندی او دوست هیواد دی شاید د افغانستان په وده او پرمختګ کی به له هیځدول مرستو او همکاریو څخه ځان ونه سپموی نو ځکه مونږ شوروی اتحاد ته ستاسو په رسمی بلنه سفر وکړ خو که تاسوته د مرستو او دوستی یادونه ښه نه ښکاری نو مونږ د خبرو لپاره نور هیڅ نه لرو! نورمحمد تره کی د دی خبرو له پای ته رسولو سره سم بی له دی چی د بریژنف غبرګون څه دی له خپل ځای څخه ولاړ شو او د میز له غاړی څخه راووت، ور سره پلاوی ئی ټول راپورته شو، په دی وخت کی پاناماریوف د ګوندی چارو د بهرنیو اړیکو رئیس په بیړه بریژنف ته ورنږدی شو او په غوږ کی ئی پس پسی ورسره وکړ او په چتکی سره د تره کی په لوری را وګرځید، ده هڅه وکړه چی غنده بیرته عادی بڼه ونیسی خو ګټه ئی ونه کړه او غونده له کومه پایلی او نتیجی څخه پرته پایته ورسیده. د اوسیدو ځای ته راوګرځیده او هلته تره کی وویل چی مونږ به هڅه وکړو چی د خپلو امکاناتو له مخی خپل وطن او ټولنه آباد کړو، تره کی صاحب زیاته کړه چی سبا به په شپژو بجو بیرته هیواد ته ستنیږو خو: د حفیظ الله امین او ورسره هیئت غړو او هم د کاسیګین په هڅه د دی مخنیوی وشو چی افغانی هیئت خپل رسمی سفر پری کړی، بریژنف هڅه وکړه چی په هغی میلمستیا کی چی د شوروی اتحاد د مشرتابه له خوا د افغانستان هیئت په ویاړ جوړه شوی وه نورمحمد تره کی خوشحاله کړی او ډیر ځله ئی د هغه په سلامتیا جامونه پورته کړل خو تره کی تر پایه خپل عادی حالت ساتلی ؤ. ددی موضوع په هکله محمود سوما شفاهی معلومات راکړی او کتوازی په لیکلی ټوګه معلومات راکړی دی. شورویانو به شاید د آواز د ثبتولو وسیلی د میلمنو په استوګنځی کی ایښی وی او د هیېت خبری به ور رسیدلی وی نو ځکه یی د افغانانو د تیر ایستلو لپاره ځانونه زښته زیات خواږه کړل او د هر راز مرستی وعده ئی کوله، پدی سفر کی د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت او شوروی اتحاد تر منځ د دوستی او متقابله مرستو لوزنامه د دسمبر په پنځمه نیته لاسلیک شوه چی بیا وروسته هغه مهال چی شوروی اتحاد افغانستان د وسله وال یرغل په نتیجه کی ونیو، د یوی تبلیغاتی وسیلی په حیث وکار وه چی زمونږ د هیواد نیواک قانونی وبولی، پدی ترتیب شوروی اتحاد پورتنی لوزنامه خپلو نیواکګرو موخوته د رسیدو له پاره وکاروله » (۹۰ - ۹۱ - ۹۲ - ۹۳ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده په خپله نوموړی لیکنه کی نه یوازی دا چی له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغورلی بلیک له خون آشام امین او له امینی دول ګوندیتوب څخه ئی کلک ننګه او دفاع کړیده، او ده په خپله نوموړی لیکنه کی پر خون آشام امین برسیره د یوه شمیر شعوری امینیانو لکه داکتر شاه ولی، محمود سوما، محمد منصور هاشمی او رازمحمد پکتین نومونه هم را لوړ کړی دی. او بل دا چی ده په خپله نوموړی لیکنه کی داسی هم لیکلی دی چی « بریژنف د تره کی خبری پری کوی او ورته وایی چی د وروری، دوستی او مرستی خبری پریږده او خپل سیاسی اختلافونه دی طرح کړه چی له شوروی اتحاد سره ئی لری » او مونږ د دغه علی اصل له مخی چی: « له یوه او بل سره هر ډول هراړخیزو مادی او معنوی مرسته او همکاری هله صورت مومی چی پریوه اوبل باندی باور او اعتماد موجود وی » په دی باب به داسی وایو چی بریژنف هیڅکله  نوموړی ډول خبری ندی کړی او خائین وزیری په دی باب کاملاٌ درواغ ویلی دی او که څه هم: د پخوانی شوروی اتحاد د کمونست ګوند رهبری یو واقعاٌ پرولتاری انترناسیولستی رهبری نه وه او نوموړی هیواد د خلکو او د هغه هیواد د کمونست ګوند د تنی او صفوفو د معنوی ارادوی فشار له امله یوی عمومی نړیواله امپریالستی ضد صلح دوسته رهبری وه او له خلقی جناح سره ئی نه بلکی له دیر پخوا څخه ئی د ببرک کترمل تر مشری لاندی له پرچمیانو سره رسمی ګوندی اړیکی او ارتباطات درلودل او که هغه کومی خبری ورته کړی وی نو داسی به ئی ورته ویلی وی چی (تاسی پخپلو منځو کی سیاسی اختلافونه سره حل کړی او مونږ ته سره یو موتی شی بیا به هغه وخت مونږ هر ډول مرستی در سره وکړو او دا یو څرګند حقیقت وه چی بریژنف او ملګروئی د خلقی جناح پر رهبری باندی پوره اعتماد او باور نه درلود نو څرنګه ئی د خپلو پرچمیو همفکرو ملګرو او دوستانو په نه موجودیت کی له تره کی او امین سره د پرچمیانو په شان هر ډول لازمی مرستی کړی وای؟ او دا هم وایو چی خون آشام امین او د هغه شعوری ملګری، اندیوالان او خاص په د سرو خلقی جامو کی ناسیونالستان او فاشیستان ؤو چی یواځی او یواځی ئی د وسلو په زور باندی تکیه درلودله او همدارنګه خائین او د (CIA) جاسوس شعوری امینی اقبال وزیری هم پخپله نوموړی لیکنه کی او هم د خپل نوموړی اثر په ځینو نورو برخوکی نورمحمد تره کی ، تره کی صاحب بللی دی او همدغه کار ئی پدی خاطر کړی دی چی دی هم د خوڼ آشام امین په شان یو تعداد عام ساده خلقیان او ځینی نور ساده کسان مؤقتاٌ له دی لاری څخه داسی وغولوی چی دا خو وزیری تره کیست دی خو مونږ د ده په باب داسی وایو چی: دغه بی پته او بی وجدانه اقبال وزیری د (CIA) جاسوس، د خون آشام امین شاګرد او شعوری امینی وه او دی، ځکه چی نورمحمد تره کی خو د خپل ژوندانه په آخرینو شپو او ورځو کی د خون آشام امین په باب دی نتیجی ته ورسیده چی خون آشام امین له ده څخه لوړه واکمنه ګوندی او دولتی څوکی نیسی او افغانی ټولنه د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم خواته کشه وی نو هغه وه چی په مسکو کی ئی د پخوانی شوروی اتحاد له واکمنی ګوندی او دولتی رهبری سره په مشاوره کی د افغانی محصلینو په وړاندی د یوی غوندی په ترڅ کی په تشه خوله او په تشو او خالی لاسو بی له یوه منظم تشکل له درلودلو څخه د خپلی وینا په یوه برخه کی داسی وویل چی: « زه چی کله افغانستان ته لاړ شم او زمونږ په ګوند کی یوه د سرطان ده او هغه عملیاتوم » او په دی وخت کی یو شمیر شعوری امینیان هم د ده په څنګ کی ولاړ وو نو سمدلاسه پوه شول چی د تره کی مطلب امین دی، نو خون آشام امین ته ئی پدی باب راپور ورکړ او نورمحمد تره کی دا غوښتل چی د خون آشام امین د له منځه ولړلو څخه وروسته د کارمل او د هغه له نورو پرچمیو ملګرو سره په سازمانی وحدت او له پخوانی شوروی اتحاد سره په مشاوره کی به د ثور انقلاب پرمخ بیائی چی د نورمحمد تره کی دا کړنلاره په خاص کی نه بلکی په عمومی نسبی ټوګه سره د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم تر تسلط لاندی له امینی تګلاری څخه دیره ښه او مترقی وه خو په تاسف سره وایو چی: کله چی تره کی کابل را ورسیده نه یواځی دا چی خون آشام امین ئی عملیا نه کړ بلکی د خون آشام امین او مینیانو له خوا په دیره بیرحمانه او وحشیانه ټوګه سره د هغه په خوله باندی د بالښت په ایښیدلو سره داسی عملیات شو چی یو څاڅکی وینه هم تری ونه څاڅیده. نو که چیری همدغه پست او رزیل اقبال وزیری په رښتیا سره تره کیست وا نو له هم هغه وخته څخه به ئی د تره کی په مشری، کارمل او پخوانی شوروی اتحاد تر منځ له نوموړی ګډی کړنلاری څخه په یوه شکل نه یوه شکل سره خپله ڼڼګه او دفاع کړی وای او له خون آشام امین او د (CIA) تر رهبر لاندی د هغه د ملی دموکراتیکی خلقی ضد تګلاری سره به ئی مخالفت کړی وای او که نورئی هیڅ هم نه وای کړی، دومره امینی ضد کار خو به ئی کړی وای چی پر خون آشام امین بانډی خو به ئی خپل ځان له خپل لوړ ګوندی او دولتی مقام څخه لیری کړی وای. خو څرنګه چی دی د خون آشام امین شاګرد، د هغه کلک پیرو او د خون آشام امین په مشری د افغانستان د ملی دموکراتیک ګوند غړی وه په ورین تنډی سره ئی د پخوا په نسبت په لا زیاتی پراخی پیمانی سره د خون آشام امین تر خلقی ضد لارښونو لاندی خپل خلقی ضد کار او فعالیت ته دوام ورکړ او او ئی هم په خپل نوموړی اثر کی له سره څخه تر پایه پوری د (CIA) تر رهبری لاندی له وحشی او کثیفی امینی تګلاری څخه کاملاٌ دفاع کړیده، نو دلته باید دا ووایو چی: لعنت او نفر ین دی وی د خائین اقبال وزیری په منحوسه، ناولی، کثیفه او چتله څیره باندی، او بل دا چی همدغه رزیل او بی وجدانه اقبال وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی په اوسنیو شرایطو د مسلطو افغانی رسومو، رواجونو، عنعنو او هم په اصطلاح د دینی عقایدو پرخلاف د (CIA) توری استعمارګری، استثمارګری او یرغلګری شبکی په ګټه داسی هم لیکلی دی چی:

« بریژنف هڅه وکړه چی په هغی میلمستیا کی چی د شوروی اتحاد د مشرتابه له خوا د افغانی هیئت په ویاړ جوړه شوه نورمحمد تره کی خوشحاله کړی او دیر ځله ئی د هغه په سلامتیا جامونه پورته کړی ». زمونږ په عقیه له نوموړی لیکنی څخه د ده مطلب دا دی چی د تره کی پشمول د خلقی جناح د رهبری د ورسره هیئت پر سر د تول خلقی جناح د کدرونو او صفوفو اکثریت چی د کارګرانو، بزګرانو او نورو زیارایستونکو او تر ستم لاندی طبقو او قشرونو اولادونه دی او اصلاٌ او ماهیتاٌ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی علمی خاصی او له هردول طبقاتو او د فرد له خوا د فرد د هر دول استعمار، استثمار، ظلم او ستم څخه د خلاصی او فارغی ټولنی د جوړیدو پخاطر راجمع شوی دی د خلکو په منځ کی مؤقتاٌ رسوا او بدنام کړی! لکه اصطلاحاٌ چی وایی:

- « هرکی را که پیرش ګمراه بود، مریدش را کی به جنت راه بود؟ ». یا:

- « معد مقتدیان به خود ګډوډ وی فکر وکړئی چی ولاړ وی ترینه وړاندی امام ګډوډ ». یا:

- « یوه غوا په اوبو کی میتیاځی وکړی او د ټولو غواؤ رنګ پری بد شی » او داسی نور، او دا ځکه چی هم د (CIA) توره شبکه او هم خائین او جاسوس شعوری امینی محمد اقبال وزیری او نور تول شعوری امینیان پدی بانډی ښه پوهیږی چی زمونږ په افغانی ټولنه کی د اکثریت خلکو دین په اصطلاح د اسلام دین دی، یعنی زمونږ د افغانی ټولنی په اکثریت خلکو کی په اصطلاح د اسلام دین کاملاٌ مسلط دی او په اصطلاح د اسلامی شریعت له مخی د شرابو څښل حرام او کاملاٌ ممنوع دی، نو که چیری د CIA جاسوس او خائین وزیری د عامو او ساده مسلمانو خلکو او د خلقیانو د سیاسی مخالفینو له خوا مطالعه شی، آیا هغوی به د خلکو په منځ کی داسی ناوړه تبلیغات پیل نکړی چی وګوری خلقیانو پخپله اعتراف کړی دی چی د تره کی په شمول د خلقی جناح نورو رهبرانو له شورویانو سره یو ځای شراب څښل؟ او د تره کی په سلامتیا د شورویانو او افغانی خلقی رهبرانو له خوا د شرابو جامونه پورته کیدل؟ نو دا چی د دوی رهبرانو شراب څښل نو ټول خلقیان به شرابیان او کافران ندی؟ نو خلکو ته به داسی ونه وایی چی باید له خلقیانو څخه دفاع ونه کړی ځکه چی هغوی شرابیان او کافران دی؟ او آیا خلقیان به مؤقتاٌ له خلکو څخه تجرید نشی؟ او د خلقیانو له خوا به د هغوی د جذب مخه مؤقتاٌ ونه نیوله شی؟ او داسی نور ........

او مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان پدی باب داسی وایو چی: د تره کی پشمول د نوموړی ورسره هیئت غړو به په نوموړی میلمستیا کی شراب څښلی وی او که نه؟ خو دومره وایو چی تر اوسه پوری د تره کی پشمول ټولو نوموړو اشخاصو یوه هم زمونږ په مخکی شراب نه دی څښلی او په دی باندی هم کاملاٌ ښه پوهیږو چی تول نوموړی اشخاص  واقعی خلقیان (ماهیتاٌ کمونستان نه)  بلکی رویژیونستان وو چی کله به ئی د رویژیونستی ترازو له ښی پلی څخه کینی پلی او کله به ئی د هغی له کینی پلی څخه ښی پلی ته مندی وهلی او له ملی دموکراسی (ماهیتاٌ) بورژوازی دموکراسی څخه څخه دفاع، پیروی کوله او کوی ئی او د دوی د جملی څخه ځینو له انحصاری ملی دموکراسی څخه پیروی کوله او کوی ئی، او د ټولنیز عینی واقعیت له مخی په دی باندی هم ښه پوهیږه چی: واقعی خلقیان (ماهیتاٌ علمی کمونستان) هیڅکله او هیڅکله د کارګرانو، بزګرانو او نورو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د ګټو پرضد شراب نه څښلی دی، نه څښی او نه به ئی وڅښی! او همدا رنګه دا چی: خائن او بی وجدانه اقبال وزیری په خپل نوموړی لیکنه کی د نورمحمد تره کی په مشری د نوموړی افغانی هیئت او د پخوانی شوروی اتحاد واکمنی ګوندی او دولتی رهبری تر منځ د (۱۳۵۷ ه ش) کال د دسمبر د میاشتی د پنځمی نیتی د هر ډول دوستی او متقابله مرستو او همکاریو د لور نامی په هکله په دیری سپین سترګی او بی وجدانی سره داسی لیکلی دی چی: « ..... بیا وروسته هغه محال چی شوروی اتحاد د افغانستان د وسله وال یرغل په نتیجه کی ونیو نوموړی لورنامه د یوی تبلیغاتی وسیلی په حیث وکاروله چی زمونږ د هیواد نیواک قانونی وبولی په دی ترتیب شوروی اتحاد د پورتنی لورنامه خپلو نیواکګرو موخو ته د رسیدو لپاره و کاروله » نو دائی هم کاملاٌ ښکرور درواغ او چتیات ویلی دی ځکه چی د پخوانی شوروی اتحاد نوموړو یو شمیر وسله والو پوځونو زمونږ پر هیواد باندی یرغل او تیری نه وه کړی بلکی اصلاٌ او ذاتاٌ د نوموړی لوزنامی پر اساس راغوښتل شوی وو او امپریالستی یرغل قوتونه نه بلکی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوسته قوتونه وو. او خائین وزیری په دی خاطر نوموړی پوځونه یرغلګر او نیواکګر قوتونه بللی دی چی نوموړو پوځونه په خاص کی نه بلکی په عمومی نسبی چوکات کی زمونږ له ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو قوتونو او خلکو سره د خون آشام امین او د خائین وزیری په شمول د هغه د ټولو شعوری امینیو ملګرو له واکمن ګوندی او دولتی واک څخه په اخیستلو د خون آشام امین په شمول د ده د یو شمیر امینیو ملګرو په وژلو او د یوه شمیر نورو شعوری امینیانو له بندی کولو او د امینی فاسد، ناسیونالست، فاشیست او خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کونستی ضد) په له منځه وړلو کی قانونی مرسته وکړه او داهم وایو چی که چیری نوموړو پوځونو له خون آشام امین او امینیانو سره زمونږ د خلقی او یا ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو په له منځه وړلو کی نوموړی ډول مرسته کړی وای نو هیځکله او هیځکله به همدغه پست او بی وجدانه شعوری امینی محمد اقبال وزیری نوموړی وسله وال پوځونه متعرض، یرغلګر او نیواکګر پوځونه بللی نه وای.

XI : - د (CIA) جاسوس خائین، بی وجدانه او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « د ثور انقلاب او د KGB دسیسی: د مخه مو یادونه وکړه چی د ثور انقلاب د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند (خلقیانو) د وسله وال پوځ د ګوندی سازمان له خوا د حفیظ الله امین په قومانده تر سره شو چی د محمد داؤد د رژیم له خوا ور باندی وتپل شو، دامو هم څرګنده کړه چی انقلاب وروسته خبر نه درلود. کورد وبز سلیک هرسن لیکی چی: د (۱۹۷۸ م) کال د انقلاب وخت د مسکو له خوا څخه نه بلکی د ځایی کمونستانو د مشرانو له خوا وتاکل شو، هغه افغانی کمونستان چی د تور د انقلاب کنترول ئی په لاس کی ونیو، د دولتی امنیت د کمیتی یا (KGB) اجینتان نه وو.» (۹۴ مخ).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی نه ګوندیتوب څخه ځان نه دی ژغورلی ځکه چی له خون آشام امین او د CIA تر رهبری لاندی د هغه د انحصاری ملی دموکراتیکی شوروی ضد کړنلاری څخه دفاع کړی ده او همدا رنګه ده په غیر مستقیم ډول سره خون آشام امین په شمول د خلقی جناح ټول رهبران، کمونستان بللی دی، نو مونږ د ده او د هرسن همدغه دول ادعاګانی په بشپړه ټوګه سره درواغجن ادعاګانی بولو ځکه چی: د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس د خون آشام امین پشمول د خلقی جناح ټول رهبران کمونستان نه بلکی رویژیونستان ؤو چی کله به ئی د رویژیونستی ترازو له ښی څخه کینی او کله به ئی د هغی له کینی پلی څخه ښی پلی ته مندی وهلی، او دا هم وایو چی: هرهغه څوک چی د کوردویز په شان د خون آشام امین په شمول د همهغه وخت د خلقی جناح ټول رهبران کمونستان بولی د خلکو له ګټو سره ستر او نه بخښونکی خیانت کوی او دغه هم باید ووایو چی:  د پخوانی شوروی اتحاد له خلکو او نوموړی هیواد د کمونست ګوند د اکثریت تنی او صفوفو په خاطر د نوموړی هیواد له واکمنی ګوندی او دولتی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری او KGB سره په خاص کی نه بلکی په عموم کی مشاورانه ملګرتیا د هغی د اجنتوب په معنی نه ده بلکی له هغو سره نوموړی مشاورانه ملګرتیا د امپریالستی ضد ملګرتوب په معنی ده او اجنتوب دا معنی لری چی: د باندینیو امپریالستی یا د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو او یا د عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو حکومتونو او دولتونو ګټي د خپلو هیوادونو د خلکو او حکومتونو او دولتونو تر ؛تو مقدمی وبلل شی.

XII :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « نبی عظیمی په (اردو او سیاست) کی د وکیل له خوا ده ته د کودتاه د وړاندیز په هکله لیکی: آیاکولای شی چی په هغه ځای (غزنی) کی د فرقی استقلال اعلان او زمونږ د غوښتنی په صورت کی د کابل په لوری وخوځیږی. خو چاره نه وه دا یو تریخ واقعیت وه چی باید منلی می وای. زمونږ تر منځ رمز وتاکل شو او لوزمو وکړ چی د تلیفون یا دکوم چا په ذریعه دغه رمز ماته وویل شی او یا راورسول شی». KGB ا د پرچم مشرتابه په ګډه د کودتاه پلان ترتیب کړ خو کله چی کودتاه افشا شوه او هغه شوروی مشاورین چی په اګسا کی ئی کار کولو د کودتاه له افشا کیده سره سم د پرچم د مشرتابه او په خاصه د ببرک کارمل د مصئونیت لپاره هڅی پیل کړ. د محمود سوما له خولی حفیظ الله امین غوشتل چی ببرک کارمل او په کودتاه کی نور شامل کسان بندیان کړی خو د نورمحمد تره کی له مخالفت سره مخامخ شو. نورمحمد تره کی په دی نظر وه چی په دی هکله د شوروی اتحاد له سفیر پوزانف سره مشوره وکړی.  تره کی له پوزانف سره مشاوره وکړه او پوزانف ورته ویلی وو چی: کارمل په چکوسلواکیا او نور کسان ئی هم په بهر کی سفیران کړی. کوردویز او سلیګ هرسن لیکی چه « مسکو تره کی راضی کړ چی کامل پراګ ته ولیږی ». پوزانف تره کی ته دا مشوره هم ورکوی چی: دا مسئله په دموکراتیکه توګه حل کړی. محمود سوما وویل چی: په سیاسی بیرو کی د دی مسئلی حل ستونزمی ؤ ځکه په سیاسی بیروکی تره کی، امین او شاه ولی لږ کی جوړولو او د ببرک کارمل پلویان دیر وو له دی کبله د مخه تردی چی د سیاسی بیرو غونده را وغوښتله شی، د تره کی له خوا دغو دریو تنو هریوه محمود سوما، صدیق عالمیار او منصور هاشمی ته ډنده ورکړل شوه چی په ترتیب سره له زیری، پنجشیری او میثاق سره وګوری او د دوی موضوع په هکله ور سره خبری او اتری وکړی تر ځو چی د سیاسی بیرو په غونده کی د کارمل او د هغه د ځینو ملګرو د سفیرانو په توګه د تاکلو د طرحی ملاتړ وګړی. همدا رنګه د سلیمان لایق او بارق شفیعی سره هم خبری وشوی. بیا همدغه ټولو ملګرو ته د تره کی له خوا هغه هغه فیتی و غږول شوی د ببرک د ډلی د کودتاه د جریان خبری پکی ثبت شوی وی. هغه وخت چی پورتنی کسان پدی باوری شول چی د کارمل د ډلی کوتاه کشف شویده او شوروی سفیر تره کی ته مشاوره ورکړیده چی د سفیرانو په توګه ئی بهرنیو هیوادو ته واستوی نو بیا دسیاسی بیرو غنډه دایره او د رایو په اکثریت سره ئی د کارمل او د هغه د ملګرو سفیرانو په توګه بهر ته واستول او هغوی ته ئی په دی ترتیب د شوروی سفیر کارمل او د هغه ملګری په مصئون ډول بهر ته واستول او هغوی ته ئی د بیرته راتګ په هکله بشپړ داډ ورکړ لکه چی « په افغانستان کی چګړه » نومی کتاب کی د هغه مؤلفین لیکی چی: (پراګ ته د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د سفیر په ټوګه له تللو د مخه یعنی ببرک کارمل څرګنډه کړه چی: « خامخا به راستنیږی خو په لاسونوکی له سره بیرغ سره ».

هو! ببرک کارمل د (۱۳۵۸ ه ش) کال د جدی په شپژمه نیته افغانستان د شوروی اتحاد د ټاڼکونو په زور بیرته را ستون شو او د بګرام له هوائی دګر څخه د شوروی جنګی ماشین په میل سپور په داسی حال کی کابل ته راوړل شو چی په لاسو کی ئی سور بیرغ نه ؤو خو د شوروی اتحاد د غلامی ځنځیر ئی په غاړه ؤ. » (۹۹ - ۱۰۰ مخونه)

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی زهرآلودی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغورلی ځکه چی: له خون آشام امین څخه ئی کلکه دفاع کړیده او نورمحمد تره کی ئی غنډلی او تخریب کړیده، ځکه چی تره کی د جلاد او خون آشام امین له دی پیشنهاد سره چی « ببرک کارمل او په کودتاه کی نور شامل کسان بندیان کړی » کلک مخالفت ښودلی دی او پدی باب ئی امین ته ویلی دی چی باید له پخوانی شوروی اتحاد سره مشاوره ونیسی او د پخوانی شوروی اتحاد له سفیر پوزانوف له مشاوری سره سم ئی کارمل او هغه ملګری په باندینیو هیوادو کی د سفیرانو په ټوګه مقرر کړی دی او پدی باب د خائین او جاسوس وزیری له نوموړی لیکنی څخه اصلی مطلب دا دی چی: تره کی باید د کارمل او کارملیانو د بندی کیدو په باب د امین نوموړی پیشنهاد منلی وای، ځکه چی که چیری د ده په قول کارمل او کارملیان بندیان شوی وای نو شورویان له کارمل زمونږ هیواد ته راغلی نه وای او امین او دهغه رژیم به ئی له مینځه څخه وړی نه وای، او دغه هم وایو چی، څرنګه چی: د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د دواړو جناحونو (خلق او پرچم) ټول رهبران رویژیونستان ؤو نو دا هم کاملاٌ واضح کوو چی تره کی له اول څخه تر پایه پوری د روسی پلخانوف د کړو وړو په پیروی خپل ټول کړه وړه ترسره کول او همدا رنګه په بشپړه ټوګه سره نه بلکی په اکثریت فیصدی ټوګه سره ئی د پخوانی شوروی اتحاد د عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری د واکمنی ګوندی او دولتی رهبری له کړو وړو څخه دفاع کوله. جلاد او خون آشام حفیظ الله امین د تره کی په قول د هغه وفادار شاګرد چی پوره سل نمری ئی ورکړی وی او شعوری امینیانو له اول څخه تر پایه پوری په سرو خلقی او کمونستی جامو کی د نورمحمد تره کی ترنامه لاندی د شخصیت د کیش په چوکات کی د مارکسیزم - لینینزم - استالینیزم - هیواد پالنی او پرولتاری انترناسیونالیزم د اصولو او قانونمندیو پرضد په یوه شکل نه یوه شکل سره سرسختانه مبارزه کوله او همدا رنګه په بشپړه توګه سره ئی د پخوانی شوروی اتحاد د عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی ګوندی او دولتی رهبری د کړو وړو پر ضد مبارزه کوله او د (CIA) له لارښونو سره سم ئی شپه ورځ تلاش او کوښښ کاوه چی: تول عمومی خلقیان او نور ټول ملی او مترقی جنبش او هم ټول زیارایستونکی او تر ستم لاندی خلک له واقعاٌ علمی کمونستی او هم د پخوانی شوروی اتحاد له نوموړی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست چوکات څخه خارج او د امریکائی امپریالیزم په مشری ئی د نړیوال امپریالیزم او د هغه د ؛وډاګیانو او اندیوالانو پر خوا کش او سوق کړی، ببرک کارمل او د هغه د پرچمیو ملګرو د رهبریو غړو هم له اول څخه تر پایه پوری په پرچمیو او کمونستی انقلابی جامو کی د تره کی، امین، زیری او د خلقی او پرچمی جناحونو د نورو رهبرانو په شان د مارکسیزم - لینینزم - استالینیزم، هیواد پالنی او پرولتاری انترناسیونالیزم د اصولو او قانونمندیو پرضد په شوه شکل نه یوه شکل سره دیره سخته مبارزه کوله او په بشپړه توګه سره ئی هم په خاص او هم په عام کی د پخوانی شوروی اتحاد د عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری له کړنلاری څخه کلکه ننګه او دفاع کوله او مونږ واقعی زرغون صفته خلقیانو یعنی ماهیتناٌ کمونستانو د خپل مخفی انقلابی سازمان له تاسیس څخه: د خلکو پرنور ډول ډول دشمنانو بر سیره د خون آشام او جلاد امین او زمونږ د ګران او محبوب هیواد افغانستان د یوه شمیر واقعی خلقیانو (ماهیتاٌ کمونستانو) د اصلی قاتل حفیظ الله امین له خوا زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون تر بیرحمانه او وحشیانه شهادته پوری او د هغه څخه را نیولی تر اوسه پوری د هغه د واقعی شاګردانو او پیروانانو له مجربانه، مدبرانه او خلاقانه لاښونو لاندی په بشپړه توګه سره د خون آشام امین او امینیانو او د هغوی د حامیانو او اندیوالانو پرضد هم په واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی یعنی د خلقی دموکراسی په چوکات کی د ماهیتاٌ مارکسیستی - لینینستی - استالینستی، هیواد پالنی او پرولتاری انترناسیونالستی اصولو او قانونمندیو د پلی کیدو او عملی کیدو په خاطر په نه ستړیکیدونکی، نه داریدونکی، نه تسلیمیدونکی او نه پخلاکیدونکی ټوګه سره سازمانی طبقاتی مبارزه کړیده، کووئي او وبه ئی کړو. او همدا رنګه په خاص کی نه بلکی په عموم کی په بشپړه ټوګه سره د پخوانی شوروی اتحاد د عمومی نړیوال امپریالستی ضد راغوښتل شوو یوشمیر صلح دوستو نظامی پوځونو د راتګ په شمول د نوموړی هیواد د عمومی نړیوالی واکمنی ګوندی او دولتی رهبری له ټولو کړو وړو څخه عموماٌ دفاع او ننګه کړیده، کوو ئی او وبه ئی کړو. او په خاص کی نه بلکی په عموم کی په مکرره سره دا هم وایو چی: زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته د پخوانی شوروی اتحاد د عمومی نړیوالو امپریالستی ضد پوځونو سره د ببرک کارمل او د هغه د پرچمیو ملګرو د رهبری د غړو بیرته راستنیدل د پخوانی شوروی اتحاد په وړاندی د هغوی د غلامی په معنی نه بلکی له پخوانیو شورویانو سره د هغوی د عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست پیوستون او ملګریتوب معنی درلودله.  او زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د پخوانی شوروی اتحاد د رول په هکله زمونږ نوموړی ږاقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی مجرب او دیر سخت مادیاٌ او معنویاٌ ځورول شوی، وهل شوی او آزمویل شوی ملګری چی زمونږ د ستر او محبوب کلګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر زرغون د واقعی شاګردانو له جملی څخه دی، له شهید ملګری ډاکتر زرغون او له شهید ملګری میرسردار وفا سره یوځای د ۱۳۵۳ ه ش کال د اسد په شلمه نیته د امینی ضد فعالیت پراساس د افغانستان له پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند څخه خارج شوی وه او د ثور له انقلاب حخه وروسته بیا د خلقیانو د تنی او صفوفو د مادی او معنوی ارادوی فشار له امله د تره کی له غوښتنی سره سم د نوموړو دوو شهیدانو ملګرو سره د نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند اصلی غړیتوب حاصل کړی وه او تر اوسه پوری لا ژوندی هم دی، زمونږ د ستر او محبوب ملګری، استاد، مؤسس او رهبر شهید داکتر زرغون نظر داسی څرګند کړی دی چی: د ثور له انقلاب څخه څو ورځی وروسته ما له خپل ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون داسی پوښتنه وکړی چی: آیا نوموړی انقلاب به کاملاٌ کامیاب شی او که نه؟ ده داسی راته وفرمایل چی: « دا خو د هیواد په درستی او سمی رهبری او د شوروی اتحاد په هر دول مادی او وعنوی مرستو پوری اړه لری » بیائی داسی راته وفرمایل چی: « د ثور انقلاب لکه اووه میاشتنی طفل داسی دی، له اووه میاشتنی طفل سره باید هروخت داکتر موجود وی او که ورسره موجود نه وی نو طفل حتماٌ او حتماٌ مری خو د نوموړی طفل په ژوند او یا مرګ کی اصل رول د نوموړی طفل په وجود او فرعی رول په ډاکتر پوری اړه لری، یعنی که طفل نه وی نو ډاکتر به د چا تداوی ووړی؟ او که داکتر نه وی نو بیا وایم چی طفل حتماٌ او حتماٌ مری » ما ورته وویل چی: یعنی له داکتر څخه ستا هدف شوروی اتحاد دی؟ ده وفرمایل چی: « هو! شوروی اتحاد، شوروی اتحاد. » اوس وایم چی: په رښتیا سره دده نوموړی پیشبینی په واقعی امکان بدله شوه.

بیا څو ورځی وروسته د راکتو د (۹۹) لوا یوه سازمانی صاحب منصب ملګری داسی راته وویل چی زمونږ په قطعه کی شوروی مشاورین زمونږ په کارونو کی شپه ورځ مشاوری راکوی او حتی تر دی حده پوری چی هر سهار زمونږ د سربازانو کاغوشونو ته ننوزی او د سربازانو چپرکتونه ګوری، ایضا او استقامت ېی سموی او په شالونو باندی لاسونه وهی او ګوری چی ګرد پری شته او که نه؟» نو زه په دی باب د طفل شفاخانی ته خپل ستر ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر زرغون ته ورغلم او ورته ومی ویل چی دغسی مسئلی ده او زه داسی وایم چی: د دوی له نوموړو حرکتونو څخه دا معلومیږی چی: زمونږ هیواد ته مستقیماٌ راننه نه وزی؟ او ده سمدلاسه داسی راته وویل چی: « کاشکی شورویان مستقیماٌ زمونږ هیواد ته را ننوزی» ما ورته وویل چی: څنګه؟ او ده راته وفرمایل چی: « هرڅومره چی شورویان مونږته را نږدی کیږی په همدغومره اندازه سره امریکاېی امپریالستان له مونږ څخه په شا درومی او هر څومره شورویان له مونږ څخه لیری کیږی په همدغومره اندازه سره امریکائی امپریالستان زمونږ هیواد ته را نژدی کیږی.» او واقعیت هم دا وښودله چی: کله چی زمونږ هیواد ته شورویان په عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست چوکات کی راننوتل، امریکائی امپریالستان له مونږ څخه د پخوا په نسبت لانور هم په شا شول او کله چی شورویان زمونږ له هیواد څخه ووتل نو امپریالستان له نورو نړیوالو امپریالستانو سره یوځای دیر را نږدی شول او بالآخره را ننوتل او اوس زمونږ په هیواد کی کښته پورته خپلی الوتکی، تانکونه او نور جنګی متعرض وسایل او نقلیه وسایط ګرځوی او شپه په ورځ مو وینی تویوی، بندیانوی مو او کورونو ته را ننوزی او داسی نور ......

XIII :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو لاندینیو برخوکی داسی هم لیکلی دی: « پورته مو یادونه وکړه چی نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین د هرات د پیښی د ځپلو لپاره له شوروی اتحاد څخه د یوه کندک سرتیرو غوښتنه وکړه، لمړی تره کی له کاسګین سره د هرات د پیښی په هکله تلیفونی خبری کړی وی او د هغه له خوا ئی منفی ځواب تر لاسه کړی ؤو. بیا د انقلابی شورای غونده روانه وه چی امین د غوندی د جریان اداره داکتر شاه ولی ته وسپارله او ماته ئی وویل چی: راځه چیری ځو! امین عسکری کلوپ ته ولاړ او له هغه ځای څخه ئی د مخابری دستګاه له لاری په مستقیمه ټوګه د شوروی اتحاد د ملی دفاع له وزیر اوستینوف سره د هرات د پیښی په هکله وغږیدل. استینوف امین ته وویل چی دا موضوع په تلیفونی خبرو باندی نه حلیږی. مازدیګر وختی به ځانګړی الوتکه د کابل هوائی دګرته درولیږو، نورمحمد تره کی به په پټه ټوګه مسکوته راشی چی ددی موضوع په هکله له ملګری بریژنف سره خبری اتری وکړی او بل سهار به په اتوبجو بیرته کابل ته در ستون شی چی د انقلابی شورای په غونده کی برخه واخلی او څوک تری خبر نشی. مازدیګر وختی نورمحمد تره کی په ځانګړی الوتکه کی مسکو ته سفر وکړ چی لوی درستیز محمد یعقوب ورسره ملګری ؤو، په مسکو کی تره کی له بریژنف سره ګوری، بریژنف او شوروی مشرانو د نورمحمد تره کی غوښتنی ته منفی ځواب ورکړ .............. د ثور د انقلاب له پیل څخه په افغانستان باندی د وسله وال یرغل تر وخته پوری شوروی اتحاد د خلقی حکومت د را نسکورولو په نیت دسیسی جوړولی چی پرچمیان واک ته ورسوی. ما په دغه لنډه لیکنه کی پرده ور څخه پورته کړی ده. بریژنف د دی پرځای چی د نورمحمد تره کی غوښتنی ته مثبت ځواب هغه هڅول کیږی چی د هرات له پیښی څخه په ګته اخیستلو سره امین د ملی دفاع له وزارت څخه ګوښه کړی. بل سبا سهار د انقلابی شورای غونده دایریږی او نورمحمد تره کی د انقلابی شورای په غونده کی موجود دی او هیڅوک خبر ندی چی د شپی شوروی اتحاد ته تللی دی. تره کی د انقلابی شورای د غوندی په جریان کی په ناڅاپی توګه پرته له دی چی ددی موضوع په هکله ئی له چا سره د مخه خبری کړی وی وویل چی: « ما اسلم وطنجار د با صلاحیته لوی درستیز په ټوګه وتاکلو او په خپله به دملی دفاع د وزارت په چارو کی ور سره مرسته کوم. پدی توګه تره کی د بریژنف هیله پرځای کړه او امین ئی د ملی دفاع له وزارت څخه لیری کړ. ددی ورځی په مازدیګر د ملی دفاع د وزارت مشر مشاور تورنجنرال ګاریلوف زما دفتر ته راغی او راته وئی ویل چی: تره کی ولی امین د ملی دفاع له وزارت څخه لیری کړ، سره له دی چی وطنجار ته زیات احترام لری نوموړی ددفاع د وزارت د چارو له عهدی څخه نشی وتلای، له تاسو څخه هیله کوم چی نورمحمد تره کی ته می نظر ورسوی. زه هم هغه مازدیګر نورمحمد تره کی ته ورغلم هغه د کور په انګر کی چکر وهلو زه ئی له ځان سره روان کړم او وئی ویل چی: څنګه راغلی ئی؟ ما د ګاریلوف خبره ورته وکړه ...... په هرصورت په حفیظ الله امین باندی په ناڅاپی توګه د نورمحمد تره کی له خوا دی ګذار بده آغیزه وکړه، ددفاع وزارت ته نه راتلو او خپله همکاری ئی پریکړه. نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین ته نږدی کسانو هڅه وکړه چی د دوی ترمنځ دغه خفګان پایته ورسوی او د دوی تر منځ پخلاینه وکړی، په پای کی تره کی پریکړه وکړه چی: امین د لومړی وزیر په توګه، وطنجار د دفاع وزیر په توګه او یعقوب د لوی درستیز په توګه وتاکی. امین بیرته د ملی دفاع له وزارت سره خپله همکاری پیل کړه. خو د شوروی اتحاد سفارت او د اندروپف خاص نماینده جنرال ایوانوف لاس تر زنی ناست نه ؤو هغوی هڅه وکړه چی د اسدالله سروری، سیدمحمد ګلابزوی، اسلم وطنجار او شیرجان مزدوریار په ذریعه د نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین تر منځ د بی باوری د پیدا کولو زمینه برابره کړی، اسدالله سروری او سیدمحمد ګلابزوی د جدی له شپژمی نیتی وروسته پدی ویاړ کاوه چی ګواکی له څلورو میاشتو منظم کار څخه وروسته پر نورمحمد تره کی باندی د دوی خبرو اغیز وکړ او د امین پرضد ئی د دوی خبروته غوږ ونیو.» (۱۰۴ - ۱۰۵ - ۱۰۶ - ۱۰۷ مخونه)

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان، د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: د ده له لیکنی څخه کاملاٌ دا معلومیږی چی اصلاٌ د تره کی په وجود کی خون آشام امین د هرات د پیښی د آرامولو په خاطر له پخوانی شوروی اتحاد یوه نظامی کندک غوښتنه کړی وه خو مونږ دا وایو چی: دا غوښتنه ئی د دی لپاره ورڅخه کړی وه چی بالآخره کله چی د امریکا د متحده ایالاتو او د هغه د ګوداګیو دولتونو نظامی قوتووته افغانستان ته د راتګ زمینه مساعده کړی او هغه وخت مخکی له دی چی نوموړو امریکائی نظامی قواوی په افغانستان کی پلی شی د پخوانی شوروی اتحاد دیرو لږ نظامی قواوو ته د وتلو او بیرته تګ امر وکړی ځکه چی خون آشام امین پدی باندی کاملاٌ پوهیده چی شورویان ئی له ګوندی او دولتی قدرت څخه غورزوی او دا ځکه چی: خون آشام امین خو څو کوچنی او ماشوم هلک نه وه او لیونی هم نه وو او روغ رمت وه او خپل ټول کړه وړه ښه ورته معلوم وه چی د (CIA) له لارښونو سره سم او د هغی په ګټه وو او نورمحمد تره کی داسی فکر کاوه چی شورویان ګوندی پرده باندی اتکا وکړی او شورویانو هم د خون آشام امین په وجود کی نه بلکی د کارمل په وجود کی برده باندی اتکا کوله او کوښښ ئی کاوه چی له تره کی سره د خون آشام امین په له منځه وړلو کی مرسته وکړی ځکه چی خون آشام امین او امینیان ناسیونالستان، فاشیستان او د CIA جاسوسان وو او دلته دا هم باید ووایوچی:

خائین او بی پته اقبال وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی دا ندی لیکلی چی: د شورویانو همدغه نوموړی کندک یو متعرضو یرغلګر او نیواکګر کندک وه، ځکه چی همدغه نوموړی کندک خو د خون آشام امین او دهغه ملګرو د خپل دولتی او حکومتی واک د تینګښت او استقرار لپاره ورڅخه غوښتلی وه او همدا رنګه ده په خپل نوموړی لیکنه کی په جوته او څرګنده توګه سره له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغورلی اوله خپل وحشی او خون آشام استاد او رهبر حفیظ الله امین څخه ئی کلکه ننګه او دفاع کړیده او نورمحمد تره کی ئی سخت غندلی او تخریب کړی دی. او دهغه په باب ېی داسی لیکلی دی چی: « تره کی د بریژنف هیله پر ځای کړه، او د بریژنف له خوا هڅول شوی وه» او ده دا هم لیکلی دی چی « د ملی دفاع د وزارت سر مشاور ده ته وویل چی: د هغه خبری دی تره کی ته ورسوی، نو داېی کاملاٌ درواغ ویلی دی او مونږ پدی باب دا وایو چی: دغه خبره د ملی دفاع د وزارت سر مشاور، خون آشام امین او وزیری په خپل منځ کی سره خوښه کړی ده او بیا دی تره کی ته ورغلی دی او که خائین وزیری شعوری امینی نه وای او تره کیست وای نو ده باید نوموړی سرمشاور ته داسی ویلی وای چی « ړوند پخپله خونه ښه پوهیږی نه سترګور د بل په خونه » او زمونږ د هیواد په کورنیو چارو کی له تا څخه تره کی ښه پوهیږی او زه نشم ورتلای ته پخپله ولی نه ورځی؟ او بیاېی دیره پته توګه سره تره کی ته پدی باب راپور ورکړی وای او بل دا چی: که چیری وزیری د خون آشام امین شاګرد او د هغه پیرو نه وای نو خون آشام امین دی ولی عسکری کلوپ ته ورسره بیوه او د پخوانی شوروی اتحاد د یوه نظامی کندک د را دخلولو رازئی ورسره شریکاوه او همدا رنګه د وزیری له دی لیکنی څخه چی « له تره کی سره یوځای شوروی اتحاد ته یعقوب تللی وه کاملاٌ دا معلومیږی چی د هغو خبرو چی د تره کی او بریژنف تر منځ شوی وی مکمل راپور امین ته د یعقوب له خوا ورکول شوی وه ځکه یعقوب خو د خوڼ آشام امین کلک او وفادار ملګری وه او همدا دول ده په خپله نوموړی لیکنه کی په دیری داؤسی، بی ایمانی او بی وجدانی سره وحشی او جلاد امینی حکومت ته خلقی حکومت ویلی دی پداسی حال کی چی نوموړی امینی حکومت خو د خپل خائینانه کړو وړو له مخی هیځکله او هیځکله یو واقعی خلقی حکومت نه بلکی عملاٌ یو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) حکومت وه او همدا رنګه که چیری وزیری شعوری امینی نه وای نو ده به پخپله نوموړی لیکنه کی اسدالله سروری، اسلم وطنجار، مزدوریار او خرد ضابط سید محمد ګلابزور به ئی هم چی د واکمنو ګوندی او دولتی لوړو لوړو چوکیو پرسر باندی د هغوی او د خون آشام امین او امینیانو او د هغوی د اندیوالانو تر منځ سخت اختلافات موجود وو، د شورویانو اجنتان بللی نخ وای او داسی نور ...........................

XIV :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمداقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « د یوی خوا شورویانو د اسدالله سروری، سید محمد ګلاب زوی او د هغوی د اندیوالانو په ذریعه د تره کی او امین ترمنځ د بی باوری تخم شینداولی. له بلی خوا د امین وراره اسدالله امین، د هغه ورور عبدالله امین او د هغه نور خپلوان د امین له موقف څخه ناوړه ګته اخستله او د شوروی سفارت او د KGB اجنتانو د تره کی او امین تر منځ په نفاق اچونه کی د هغوی له ناوړه اعمالو څخه زښته زیاته ګته هم پورته کوله. زمونږ د یوه مشر ملګری دا خبره په بشپړه توګه سمه وه چی ویل ېی: « اسدالله امین او عبدالله امین به چی له هری کوڅی څخه تیریدل حفیظ الله امین ته ئی دښمنان کرل »! دا هم باید ووایوچی: د می د لومړی نیتی نورمحمد تره کی ونده وانه خسته، څو ورځی وروسته امین ماته وویل چی: تره کی صاحب راڅخه خفه دی چی ولی ئی د می د لمړی نیتی مراسمو ته نه دی بیولی د دی خبری په اوریدو هک پک شم ځکه چی نورمحمد تره کی د دولت په سرکی دی او څرنګه امین چی په دولت کی دوهم سړی دی دا حق تر لاسه کړی چی د می د جشن په مراسمو کی د تره کی د ګدون او نه ګدون پریکړه وکړی » (۱۰۸ مخ ).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی هم داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی هم ځان له ګوندیتوب څخه ندی ژغورلی او له خون آشام امین دا د افغانستان د واقعاٌ خلقیانو (ماهیتاٌ کمونستانو) له قاتل څخه ئی خپله ننګه او دفاع کړی ده ځکه چی: له یوی خوائی سروری، ګلابزوی او د هغوی اندیوالان چی د وحشی امین مخالفین وو په درواغو سره د شورویانو اجنتان بللی دی او له بلی خوائی د خون آشام امین ورور عبدالله امین او له بلی خوا د هغه وراره اسدالله امین او دهغه تور خپلوان ېی دیر سخت غنډلی دی او پدی ساحه کی ئی توله ملامتیا د عبدالله امین، اسدالله امین او د هغه تور خپلوانو په غاړه وراچولی ده او خون آشام امین ته ئی برائت ورکړی دی او دائی هم کاملاٌ چتیات او بابولالی ویلی دی دا ځکه چی: که چیری خون آشام امین له عبدالله امین او اسدالله امین له خلقی ضد کړو وړو سره شریک نه وای، نو خون آشام امین به حتماٌ هغوی د کنترول لاندی نیولی وای او حتماٌ او حتماٌ به ئی له خپلو ګوندی او دولتی وظایفو څخه لیری کړی وای او بل داچی: ده پخپله نوموړه لیکنه کی د می د لومړی نیټی په مراسمو کی د امین له خوا د تره کی دنه ګدون په باب خپله هکپکتیا ښودلی دی، دائی هم په بشپړه ټوګه سره درواغ ویلی دی، یعنی هکپک شوی نه دی بلکی خپل هکپکتوب اشارتاٌ په طنزآمیزه او ریشخندآمیزه ټوګه سره ښودلی دی، ځکه چی که چیری وزیری له اول څخه تر پایه پوری شعوری امینی نه وای او د خون آشام امین شاګرد او پیرو نه وای، نو خون آشام امین خو دومره ساده، کوچنی او ماشوم نه وو او لیونی هم نه وو چی ده ته ئی دومره ستر پټ راز یعنی د تره کی او د ده ترمنځ د اختلاف او د تره کی د بشپړی بی قدرتی راز ښودلی وای او له دی څخه دا معلومیږی چی خائین وزیری په غیر مستقیمه او ریشخند آمیزه توګه سره خلک ته دا ښودلی ده چی تره کی اصلاٌ صرف په نامه سره د ګوند د مرکزی کمیتی عمومی منشی او د انقلابی شورای رئیس، صدر اعظم او د ملی دفاع وزیر وه او ګوند او دولت او حکومت د خون آشام امین په لاس کی وه.

XV :- د (CIA) د دیر زیات ماهر او چالاک جاسوس حفیظ الله امین شاګرد او پیرو او د (CIA) جاسوس محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « د اسمار د غونده پیښه: د (۱۳۵۸ ه ش کال) په پیل کی د کنړ په غوند کی د هغه غوند د قوماندن له خوا یو توطئه وشوه چی د هغی په نتیجه کی د کنړ غند دښمن ته تسلیم شوله دی موضوع څخه بیا د شوروی سفیر پوزانوف او د (KGB) مسئول جنرال ایوانوف ګته پورته کړه او د تره کی او امین تر منځ د بی باوری د زیاتولو له پاره پورتنی کسان ولمسول، یوه ورځ دا موضوع د وطن د عالی شورای په غونده کی یاده شوه او تره کی صاحب هڅه وکړه چی ددی پیښی پړه په امین واچوی او داسی ښکاریده چی دوی له هری تیښی څخه د یوه او بل د ملامتیا لپاره ګټه پورته کوی، ما هم په دغه غونده کی پدی موضوع رڼا واچوله او ومی ویل چی: د کنړ غند په پیښه کی د وسله وال پوځ دری ګونی ارګانونه مسئولیت لری، څرنګه چی په وسله وال پوځ کی دری ګونی ارګانونه په ګده سره یوه موخه او هدف پرمخ بیائی او هغه په پوځی قطعاتو کی د واک تینګښت دی او د کنړ د غند په پیښه کی دری واړه ارګانونه ګډ مسئولیت لری ځکه چی د دی غند قوماندان د ننګرهار دفرقی د قوماندان په وړاندیز او د ملی دفاع د وزارت د مقام له خوا تأکل شوی دی له دی کبله له دی مسئولیت څخه نشی خلاصیدای. همدا رنګه د اګسا دنده دا ده چی د دښمن د پتو دسیسو او توطئو په سپړلو کی مهم رول ولوبوی. نو ددی پیښی له مسئولیت څخه اګسا نشی خلاصیدای. د سیاسی ارګانونو هم دا دنده ده چی: په قطعاتو کی د سیاسی کار اغیز زیات او پراخ کړی، نو سیاسی ارګانونه هم له دغه مسئولیت څخه نشی خلاصیدای. غونده پایته ورسیده او له غوندی وروسته د ځینو د هدایتونو د اخیستلو لپاره د امین دفتر ته ولاړم او هلته تړون هم حاضر وه، تړون زما د دریځ په هکله ګله وکړه خو امین چی یو ځیرک سړی وه سمدلاسه ئی تړون ته وویل چی: ده رښتیا وویل او د دی پیښی مسئولیت د دری ګونو ارګانونو په غاړه دی خو ما دا حس کړه چی دواړه خوا وی یوه او بل ته اوبه خړوی.» (۱۹۸ - ۱۰۹ مخونه).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی هم له ګوندیتوب څخه ځان نه دی ژغورلی او د خون آشام امین او د هغه له تګلاری څخه ئی د تره کی په مقابل کی دفاع کړیده، ځکه چی ده نورمحمد تره کی د پخوانیو شورویانو له خوا غوړول شوی بللی او د تره کی په خلاف پر خون آشام امین باندی د اسمار د غند د تسلیمولو پړه رده کړی او داسی ئی ویلی دی چی د نوموړی پیښی توله پړه پر خون آشام امین باندی باید وانه چوله شی ځکه چی د ده په قول په نوموړی پیښه کی د ملی دفاع وزارت، سیاسی ګوندی ارګانونه او اګسا دری واړه مسئول دی او په دی توګه ئی تره کی ناپوه او خون آشام امین او خپل ځان ئی تر تره کی پوه او هوښیار ګنلی دی، پداسی حال کی چی په نوموړی پیښه کی د نوموړی غند قوماندان د ننګرهار فرقی د قوماندان په پیشنهاد او د خون آشام امین په منظوری چی د ملی دفاع د وزارت د چارو واکی ئی په لاس کی وی د نوموړی غند د قوماندان په صفت مقرر شوی وه، اصلی، عمده او تاکونکی رول درلود او په هغه وخت کی سیاسی ګوندی او د اګسا ارګانونو دیر لږ او کم رول درلود چی د نوموړی قوماندان له اوامرو څخه هیځ دول سرغړونه نه شوله کولای او بل دا چی: همدغه غدار خپلو شخصی او امینیو او د (CIA) ګتو ته واقعاٌ وفادار اقبال وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی سید داؤد ټړون د خون آشام امین خاص نفر بللی دی او خپل ځان ئی د خون آشام امین خاص نفر ندی بللی او هم ئی تره کی «تره کی صاحب» بللی دی، نو دائی کاملاٌ داسی ښکرور درواغ او چتیات ویلی دی چی چی په سپینه رڼا ورځ په پښو باندی مندی وهی ځکه چی: که چیری وزیری له سخت خائین او د خون آشام امین له لاس په نامه نوکر ټړون څخه دیر زیات د خون آشام امین خاص نفر نه وای نو دی به هیڅکله او هیڅکله د خون آشام امین تر مرګه پوری د خون آشام امین او امینیانو له خوا د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی، د وطن د عالی انقلابی شورای غړی او دوسله وال پوځ د سیاسی چارو د عمومی رئیس په صفت پخپلو نوموړو مقامونو باندی پاتی شوی نه وای او خون آشام امین به حتماٌ او حتماٌ د ده پرځای خپل کوم بل ملګری او شاګرد مقرر کړی وای او ده به هم پخپل نوموړی زهرآلود اثر کی له سر څخه تر پایه پوری عملاٌ د (CIA) تر رهبری لاندی د خلقی دموکراسی یعنی د پرولتاریا د دیکتاتوری د همدغه ځوان شکل له ضد امینی ملی دموکراسی تګلاری څخه هیڅ دفاع کړی نه وای او همدارنګه نوموړی غدار او بی وجدانه وزیری غواړی چی: د خپل استاد او رهبر خون آشام حفیظ الله امین د غوړه مال خوی او خصلت په پیروی د «تره کی صاحب» له کلیمی څخه مؤقتاٌ ناوړه ګټه تر لاسه کړی او پدی ټوګه سره یوتعداد عام او ساده خلقیان او ځینی نور ساده کسان و غولوی یعنی چی هغوی داسی فکر وګړی چی دا خو وزیری یو شعوری امینی نه وه او یا امینی نه دی ځکه چی تره کی ته ئی تره کی صاحب ویلی دی که نه عینی واقعیت خو داسی دی چی: په هغه وخت کی چی د خون آشام امین له قوماندی سره سم د خون آشام امین د شاګرد یعنی روزی خان په نامه د یوه فاسدلاخلاقه، عیاش او خائین صاحب منصب له خوا د ده په نوموړی قول د «تره کی صاحب» په خوله باندی په دیره رزیلانه، بیشرمانه او بیرحمانه ټوګه سره بالښت ایښودل کیده او د هغه په واسطه سره وژل کیده او هم هغه وخت چی نورمحمد تره کی د خون آشام امین له خوا په جمهوری ارګ کی بندی شوی وه او دهغه له بندی کیدو څخه وروسته ېی سمدلاسه د دموکراتیک سانترلیزم د زرینو اصولو او موازینو پر خلاف په غیرعادلانه او غیر قانونی ټوګه سره د خپل تالی ځینو او ځنځیر لرونکو سپیو ( زیری، پنجشیری، میثاق، شاه ولی، صدیق عالمیار، سوما، صاحب جان صحرایی، انجینر ظریف او نورو ابن الوختانو او خائینانو له لاری خپل ځان د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی عمومی منشی او د وخت د انقلابی شورا رئیس او صدر اعظم او د ملی دفاع وتأکلو یوه ورځ یوه ورځ باندینی ژورنالیست پوښتنه ور څخه وکړه چی پخوانی رئیس جمهور نورمحمد تره کی چیرته دی؟ ده ورته وویل: چی هغه ناروغ دی! هغه بیا ورته وویل چی څه دول ناروغی لری آیا څرګندیدلی نه شی؟ ده ورته وویل چی هغه د جنون په ناروغی باندی اخته دی را څرګندیدلی نه شی ځکه چی هغه لیونی دی یعنی چی د ده ئی نه منل نو لیونی دی، همدغه خائین اقبال وزیری چیرته وه او کوم ګوندی او دولتی موقف او مقام ئی درلود؟ دا کاملاٌ واضح، ښکاره او د لمر غوندی څرګنده خبره ده چی:

قبال وزیری په هغه وخت کی د نوموړی واکمن خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی غړی او د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی رئیس وه او دا هم څرګنده ده چی ده په هم هغه وخت کی هم د خون آشام امین پرضد او د ده په قول د «تره کی صاحب» په ګټه نه یوازی دا چی هیڅ ندی ویلی بلکی د ده په قول د «تره کی صاحب» په خوله باندی د بالښت د ایښیدلو او د هغه او دهغه د وژلو په جرم کی جسماٌ او معناٌ له خون آشام امین، امینیانو او (CIA) سره شریک وه، دی او شریک به وباله شی او داسی نور .......

XVI : - د (CIA) جاسوس، هیواد خرڅونکی او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « زه د ۱۳۵۸ ه ش کال د پسرلی په پای کی ناروغه شوم او د وسله وال پوځ په څلورسوه بستریز روغتون کی بستری شوم، له دی ناروغی څخه لا پوری روغ شوی نخ وم چی یوه بله ناروغی راته پیدا شوه چی یو زښت درد وونکی خارښ را ته پیدا شو او زښت زیات ئی وځورولم، له هرځای سره می چی وجود تماس وکړ د هغه ځای پوټکی به سور شو او سخت خارښت به ئی کوله، د دی ناروغی د درملنی لپاره شوروی اتحاد ته ولاړم، په مسکو کی د شوروی اتحاد د مرکزی کمیتی په روغتون کی د درملنی لاندی وم چی خبر شوم چی د توپچی رئیس انځرګل د یوه نا کامیابه عملیات له کبله په ځانګړی الوتکه کی د مسکو په پوځی روغتون کی روغتون د درملنی لاندی دی او دا زما غوندی خارښت هم ور سره مل دی. زه اوس هم په دی فکر کی یم چی د نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین د اختلافاتو په نتیجه کی د پوځی اکادمی د کوم چا له خوا به کومه دوا راکړل شوی وی چی د ناروغی په پلمه له هیواد څخه ووځو، د دوه نیمی میاشتی درملنی وروسته هیواد ته راستون شوم، د همدی ورځی په ماپښین زه او زما مرستیال هاشم د نورمحمد تره کی لیدو ته ولاړو هغه په کنړ کی د غوند د پیښی پړه په امین اچوله خو ما دهاشم په وړاندی خپل دریځ چی پورته می یادونه وکړه تکرار کړ. تره کی صاحب وویل چی سبا هاوانا ته ځی چی بیرته راوګرزی بیا به پدی موضوع سره وغږیږو، اوس تاسو رخصت یاست. » ( ۱۰۹ - ۱۱۰ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: څرنګه چی دا یو تولنیز عینی واقعیت دی چی «تودی او خلک دی چی اشخاص او رهبران روزی، شخصیت، نفوذ، رول او کریدت ورکوی  او توصیفوی ئی او پخپل منځ کی ئی را لوړوی او کله چی: دوی شعوراٌ پری و پوهیږی چی نوموړی رهبران او لارښونکی د دوی واقعی لارښونکی او رهبران نه دی او یا کوم وخت د دوی د ګټو پر ضد حرکت پیل کړی نو سمدلاسه د دوی له توصیف څخه لاسونه اخلی او تخریبوی ئی او خپل ورکړل شوی شخصیت، رول او کریډیت بیرته تری سلبوی او پر ځمکه ئی غورځوی» او دا چی د (CIA) له لارښونو سره سم خون آشام حفیظ الله امین او د خائین وزیری په شمول د ده نورو شاګردانو (شعوری امینیانو) او د دوی حامیانو زمونږ د هیواد له کارګرانو، بزګرانو او نورو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو سره دومره ستر ستر تاریخی تاریخی خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) خیانتونه، جرایم او جنایتونه تر سره کړی دی چی هیڅکله او هیڅکله د عفوو او بخښلو وړ ندی! نو خائین وزیری هم ځکه پخپله نوموړی لیکنه کی د خون آشام امین په بیروی په بشپړه درواغجنه ټوګه سره په یوه شکل نه یوه شکل سره اشارتاٌ په تشه خوله خپل ځان د تره کی پیرو بللی، تره کی ئی تره کی صاحب پیرو بللی او خپل ځان ئی پخپله توصیف کړی او خپل ځان ئی دومره ستر شخص بللی دی چی ګنی د امین او امینیانو له خوا ده ته زهر ورکول شوی او هم ئی د درملنی په پلمه له هیواد څخه ایستلی او مسکوته ئی لیږلی دی، په داسی حال کی چی: خون آشام امین او د وزیری په شمول نورو ټولو شعوری امینیانو: زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون په شمول زمونږ یو شمیر واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری لکه: شهید لعل پاچا عالمی، آقاګل بائیس، استاد ذکریا، انجینر عبدالسلام، محمدحنیف یرغل، نیک محمد، انجینر محمد عزیز باسام، رسول کیهان بندیانولای او اعدامولای او شهیدانولای شول، زمونږ یوشمیر نور واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری ئی زندانی کولای، له وظیفو څخه شړلی او د کابل څخه تبعیدولای شول، همدا رنګه د نورمحمد تره کی په شمول یو شمیر عمومی خلقیان ئی لکه محمد قاسم زرمتی، ببرک، محمد قاسم ځدران، محمد هاشم ځدران او داسی نور ئی وژلی او یو شمیر نور عمومی خلقیان ئی زندانی کولای او تبعیدولای شول، همدا رنګه اسدالله سروری، خردضابط او بیکفایته ګلابزوی، اسلم وطنجار او مزدوریار ئی له وظایفو او له هیواد څخه شړلی شول، همدا رنګه یو شمیر ملی دموکراتیک عناصر ئی زندانی مولای وژلی او تبعیدولای شول او همدا رنګه د ببرک کارمل په شمول د پرچمیانو د رهبری یو شمیر غړی ئی تبعیدولای شول او د هغوی یو شمیر نورئی زندانی کولای او له وظایفو څخه شړلی شول نو په محمد اقبال باندی ئی نوموړی سزاګانی نه شول تطبیقولای؟ او دا یو څرګند او عینی واقعیت دی چی پری تطبیقولای ئی هم شوی، او که چیری: همدغه پټ سترګی، سپین سترګی او درواغجنی محمد اقبال وزیری د خون آشام امین شاګرد، پیرو او شعوری امینی نه وای نو د نورمحمد تره کی له مرګ څخه وروسته به د خون آشام امین تر مرګه پوری هیڅکله او هیڅکله پخپلو نوموړو واکمنو ګوندی او دولتی لوړو لوړو مقامونو باندی پاتی شوی نه وای او همدغه خائین، پست او بی وجدانه د خپلی نوموړی لیکنی په پای کی بیا هم خپل ځان له ګوندیتوب څخه ندی ژغورلی او د آسمار د غوندی د پیښی په باب ئی د تره کی د پریکړی په مقابل کی له خون آشام امین څخه د پخوا په شان کلکه ننګه او دفاع کړیده او دا هم باید ووایو چی : دا چی ده په بشپړو درواغو سره پخپله نوموړی لیکنه کی په یوه شکل نه یوه شکل سره خپل ځان د تره کی پیرو بللی دی او د ده د همدغو درواغجنو ادعاګانو د ردولو په باب مو پخپلو نوموړو لیکنو کی یوه سلسله نور مستند علمی او نه ماتیدونکی دلایل هم وړاندی کړی دی چی دغلته د هغوی تکرارول هیڅ لازم نه بولو.

XVII : - د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی:- « هاوانا ته د نورمحمد تره کی سفر: نورمحمد تره کی د ۱۳۵۸ کال د سنبلی په میاشت کی د ناپیلو هیوادو په کنفرانس کی د ګډون په موخه کیوبا ته روان شو خو په مسکو کی د شوروی مشرانو له خوا د هغوی په غوښتنه د دی لپاره تم شو چی نوموړی له دغه سفر څخه ډډه کولو ته وهڅوی. په مسکو کی: د شوروی اتحاد سفیر پوزانوف او د شوروی اتحاد د مشرتابه له خوا تره کی ته ویل شوی وو چی کیوبا ته لاړ نشی خو هغه کیوبا ته پخپل سفر تیڼګار کړی ؤ. نو بیا د شوروی د مشرتابه له خوا ورته وویل شوی ؤو چی له کیوبا څخه د راګرځیدو په وخت کی دی د مسکو له لاری ستون شی چی یو ځل بیا ور سره خبری وکړی، ایوانوف لیکی چی:

« تره کی ته لازمه نه وه چی په دغسی وضع کی کابل ترک کړی او امین یوازی پریږدی »! هغه پدی هکله د (KGB) نماینده په کنایه باندی په نا آرامی سره په موسکاشو او کیوباته ئی پخپل سفر تیڼګار وکړ دوی ( دشوروی مشرتابه ) هغه وخت پریکړه وکړه چی یوځل بیا په مسکو کی ورسره خبری وکړی. د نورمحمد سفر جریان د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیال محمد کتوازی چی په دغه سفر کی خپله موجود وه ماته په لیکلی ټوګه راکړی دی او هم می په کیوباکی د افغانستان د سفیر نظیف الله نهضت له لیکنی څخه چی «آشوب بیګانګان» نومیږی استفاده کړی ده.

د (۱۳۵۸ ه ش کال) د سنبلی په میاشت کی نورمحمد تره کی د ناپیلو هیوادو په کنفرانس کی د کیوبا د مرکز هاوانا ښار ته سفر وکړ، په دغه سفر کی د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه کولو په موخه د نورمحمد تره کی او ضیاؤالحق تر منځ لیدنه د زیات اهمیت وړ ده، په دغه کتنه کی چی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داکتر شاولی او د پاکستان د جمهور رئیس سلا کار آغاشاهی هم حاضر وو د افغانستان او پاکستان ا اړیکو د ښه کولو په هکله ګټه وره خبری اتری وشوی،  ددغو خبرو په جریان کی چه په یوه زړه پوری فضا کی وشوی، د دواړو مشرانو له خوا پدی لاندی ټکو موافقه وشوه:

۱ - دواړه لومړی په خپله خاوره کی د یوه او بل د دولت ضد ځواکونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوی. پاکستان به د افغانستان د دوله ضد ځواکونو مشران تر څارنی لاندی نیسی او د افغانستان پرضد فعالیت ته به نه پریښودل کیږی او افغانستان به وظن ته د بیرته ستنیدو په موخه عمومی بخښنه اعلانوی، هغوی ته به جزا نه ورکوله کیږی او د عادی افغانانو په توګه به د ژوند شرایط ورته برابر وی.

۲ - دواړه لوری پدی موافقی کوی چی د یوه بل پرضد به دښمنانه تبلیغات بند وی او همدا رنګه به د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند چی د نورمحمد تره کی تر مشری لاندی د پاکستان د پښتنو او بلوڅو په مینځ کی فعالیت لری، خپل فعالیت پایته رسوی.

۳ - دواړه لوری پدی موفقه کوی چی افغانستان به د پاکستان د تجارتی مالونو لپاره د حیرتان د بندر له لاری او پاکستان به د افغانستان د تجارتی مالونو لپاره د کراچی د بندر له لاری لازمی آسانتیاوی برابر وی.

۴ - د دی موافقی د وروستی متن د تیارولو په موخه به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داکتر شا ولی پاکستان ته رسمی سفر کوی او بیا به د پکستان د جمهور رئیس ضیاؤالحق سلا کار آغاشاهی کابل ته رسمی سفر کوی او دا موافقه به کابل ته د پاکستان د جمهور رئیس ضیاؤالحق د رسمی سفر په جریان کی د دواړو هیوادو د مشرانو له خوا لاسلیک کیږی.

ضیاؤالحق د پشتونستان په هکله ددیورند د کرښی یادونه وکړه خو نورمحمد تره کی ورته وویل چی: دا موضوع د افغانستان د خلکو مسئله ده او ددی مسئلی په هکله یوازی د افغانستان خلک پریکړه کولای شی. » (۱۱۰ - ۱۱۱ - ۱۱۲ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی د شوروی د مشرتابه له خوا غولول شوی بللی دی چی د هاوانا له سفر څخه دبیرته را ټګ په وخت کی چی له هغوی سره په مسکو کی د تم کیدو وعده وکړه او د تره کی او بریژنف تر منځ په نوموړی لیدنه کی ئی د خون آشام امین له منځه وړلو او د هغه پر ځای ئی د ببرک کارمل دتأکلو تصمیم ونیو. چه په دی ټوګه سره ئی بیاهم له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغورلای او د تره کی په وړاندی ئی له خون آشام امین څخه دفاع کړی ده او نورمحمد تره کی ئی په یوه شکل نه یوه شکل سره هخریب کړی او غندلی دی او همدا رنګه د ده له نوموړی لیکنی څخه دا هم کاملاٌ په ثبوت رسیږی چی: د (CIA) له خلقی ضد تګلاری سره سم، لارښونو سره سم خون آشام امین او وزیری پشمول د ده تولو شعوری امینیو ملګرو حتی الوسع کوښښ کاوه چی بالآخره د افغانستان په هکله له امریکائي او انګریزی ګوداګی اوتالی حتی پاکستانی دولت سره د مناسباتو د عادی کولو له لاری زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د امریکائی ډاله مار امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم وحشی او یرغلګرو قواوو ته د پلی کولو زمینه مساعده کړی او پدی ترتیب سره نوموړو قواوو ته یوه د خټو پزه جوړه کړی او یو او یوه ظاهری قانونی بڼه ورکړی او پدی ډول سره مؤقتاٌ د خپل ځان او د خپلو ملګرو د ژوند او خپل دولتی او حکومتی قدرت موده په نسبی ټوګه سره څه نا څه اوږده کړی او: نورمحمد تره کی او ملګری ئی غوښتل چی د ضیاؤالحق او تره کی تر منځ د نوموړی موافقی پراساس چی لا په بشپړه سره تکمیله شوی نه وه او عملی بڼه ئی نه درلوده پر کارمل او دهغه پر ملګرو او د پخوانی شوروی اتحاد پر پر عمومی نړیوالی ګوندی اودولتی امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری او د هغه له لاری پر ټول نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست کمپ باندی فشار راوړی او وئی بیروی چی د خون آشام امین او د هغه شعوری ملګرو په له منځه وړلو او د هغوی پرځای د نورمحمد تره کی تر مشری لاندی د هغوی پر ځای د ببرک کارمل او د هغه د ملګرو په تأکلو کی د تره کی او د هغه د ملګرو نظر تائید کړی نه دا چی: د ببرک کارمل او د هغه ملګرو نظر چی د تره کی او د هغه د ملګرو پر ځایونو وتأکل شی. نو هغه ؤو چی تره کی د هاوانا له سفر څخه بیرته د راتګ په وخت کی په مسکو کی تم شو او د بریژنف، اندروپوف او د کارمل د اوامرو پر اساس نه بلکی له هغوی سره د مشاوری له کولو وروسته د هغوی له خوا د تره کی نظر و منل شو. نو سمدلاسه ئی د یوه منظم او مستحکم تشکیل له درلودلو څخه پرته پر یوه عمومی خلقی تشکل باندی په اتکأ سره یوازی او یوازی په تشه خوله او په تشو او خالی لاسونو سره د خون آشام امین دغه د ده په اصطلاح د خپل وفادار شاګرد چی له پخوا څخه ئی د ملی دموکراتیک ګوند په نامه پټ منظم او مستحکم تشکل درلود د له مینځه وړلو تصمیم ونیو او په یوه شکل نه یوه شکل سره ئی نوموړی تنظیم اعلان هم کړ، چی بالآخره په نتیجه کی پر ده باندی خپل وفادار شاګرد چی هروخت به ئی سل سل نمری ورکولی بریالی شو! یعنی د ده په خوله باندی ئی بالښت کیښود او د هغه په واسطه ئی په دیری بیوفائی، نامردی او بیرحمی سره وواژه او داهم وایو چی په همدی علمی نقد کی به د تره کی او ضیاؤالحق تر منځ د نوموړی موافقی چی په بشپړه توګه سره لا تکمیله شوی نه وه په باب بیا وروسته مفصله او هراړخیزه رڼا واچوو.

XVIII :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « مونږ په کار بوخت ؤو چی د غرمی د یوو لسو بجو په شاوخوا کی ڼاڅاپی خبر راغی چی: د اګسا مرستیال نواب د سروری د یاور له خوا ټپی شوی دی او سروری، ګلابزوی او وطنجار له کورونو څخه تښتیدلی دی،  نواب چی سخت ټپی شوی وه پوځی روغتون ته وړل شوی وه، د نواب پوښتنی ته د هغه دوه وطنداران انجینر خیرمحمد او داکتر سورګل ورغلی ؤو، د پوځی روغتون قوماندان غنی انډړ په دیری بیرحمی سره تواب، خیرمحمد او سورګل وژلی ؤو چی وروسته ئی پخپله هم ځان وژلی وه........ له بله خوا سروری، وطنجار او ګلابزوی چی شوروی سفارت ته تښتیدلی ؤو د KGB مسئولو کسانو پټ کړل. هغه موتر چی دوی سفارت ته پکی تښتیدلی ؤو په کابل کی د شوروی اتحاد د سفارت په انګړ کی شخ کړای شول تر څو چی د امین استخبارات ونه کړای شی چی د دوی پل پیدا کړی څه وخت وروسته ئی پورتنی دری تنه د مړو په صندوقونو کی د بګرام له هوائی دګر څخه بلغارېی ته یوړل او د صوفېی د ښار په اطرافو کی په یوه استراحت ځای کی چی بانکی نومیږی ترځو چی له هغه ځایه څخه ئی مسکو ته بوتلل.» (۱۱۸ - ۱۲۶ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی بیا هم له ګوندیتوب څخه خپل ځان ندی ژغورلی ځکه چی:  دا چی د تره کی او د خون آشام امین تر منځ له وسله وال برخورد څخه څوموده وروسته د کابل په ښار کی د خلکو په منځ کی داسی ګڼه آوازه پخش شوه چی: نورمحمد تره کی له خوا تلیفوناٌ: اسدالله سروری، خرد ضابط او بی کفایته سیدمحمد ګلابزوی، اسلم وطنجار او شیرجان مزدوریار ته داسی وویل شول چی څلورو اړه جمهوری ګارد (دخلکو کور) ته راشی امین می هم را غوښتی دی چی مونږ ټول د شوروی اتحاد د سفیر په مخکی خبری او اتری سره وکړو او نوموړو څلورو ټنو داسی ورته وویل چی امین خو د خپلو وسله والو ملګرو سره یو ځای درځی او بیا نورمحمد تره کی ورته وویل چی: « تاسو هم څلورواړه مسلح راشی » او اوس معلومه نه ده څه به کیږی؟ او یو ساعت وروسته بیا دغسی آوازه پخش شوه چی د اسدالله سروری له خوا خپل یاور محمدقاسم ځدران امر صادر شوی دی چی د اګسا مرستیال نواب هلمندی ووژنی او محمد قاسم ځدران له خوا په نواب بانډی دزی شوی دی، نواب دیر سخت ټپی شوی دی او څلورسوه بستریځ پوځی روغتون ته انتقال شوی دی او محمد قاسم ځدران ځاپرځای د امینیانو له خوا په شهادت رسیدلی دی او بیا څو شیبی وروسته داسی آوازه هم پخش شوه چی د څلورسوه بستریځ پوځي روغتون د واقعاٌ خلقی، زړور او قهرمان انقلابی قوماندان غنی انډړ له خوا دوو تنو مشهورو شعوری امینیانو داکتر سورګل ختیځ او انجینر خیر محمد سلطانی ته تلیفوناٌ داسی ویل شوی دی چی: نواب دیر سخت زخمی شوی دی او تاسی دواړه ولګری ئی د ملاقات لپاره غوښتلی یاست! څرنګه چی دوی ورغلی دی نوموړی قوماندان، نوموړی دری واړه مشهور شعوری امینیان وژلی دی او قوماندان غنی انډړ هم ځای پر ځای د امینیانو له خوا په شهادت رسیدلی دی. څو ساعته وروسته دا کاملاٌ په ثبوت ورسیده چی نوموړو ټولو آوازو رښتینی او حقیقی بڼه درلوده او دا چی له یوه پلوه نواب هلمندی، داکتر سورګل ختیځ او خیرمحمد سلطانی دری واړه شعوری امینیان ؤو او د خون آشام امین بشپړ ګوندی او دولتی واک ته له رسیدو څخه وروسته د خون آشام امین له خوا په هغه ساختمانی دستګاه باندی چی خیرمحمد سلطانی په کی کار کاوه د خیرمحمد سلطانی د دستګاه د لشکرګاه پر ښار باندی د نواب شهر، د جمهوریت په روغتون باندی دسورګل ختیځ روغتون او د جلال آباد پر ښار باندی د تړون شهر نومونه کیښودل شول او داهم باید ووایو چی سیدداؤد تړون هم دیر سخت شعوری امینی وه. او له بله پلوه د قهرمان غنی انډړ له خوا د نوموړو دریو واړو مشهورو شعوری امینیانو وژنه خائین وزیری په بیرحمی سره ښودلی ده او دیر سخت زړه زړه سوی ئی پری شوی دی پداسی حال کی چی د ټولنیز عینی واقعیت له مخی هر هغه څوک چی د خلکو په نه پخلاکیدونکو او شعوری دښمنانو باندی رحم کوی نوموړی ډول رحم او ترحم ستقیماٌ پر خلکو باندی ظلم ا خیانت شمیرل کیږی او دا چی خائین وزیری له خپلو دریو واړه مشهورو شعوری امینیو ملګرو څخه په یوه شکل نه یوه شکل سره خپله کلکه ننګه او دفاع کړیده نو د ده همدغه ناولی عمل پخپله د ده کاملاٌ ګوندیتوب او امینیتوب ثابتوی. او دغه هم باید ووایو چی: اسدالله سروری، خرد ضابط او بی کفایته ګلابزوی، اسلم وطنجار او شیرجان مزدوریار باید هیڅکله او هیڅکله خپل ځانونه د نورمحمد تره کی ملګری، پلویان او خلقیان بلل نه وای، نه ېی باید اوس وبولی او نه ئی باید په راتلونکی کی وبولی، ځکه چی د ټ،لنیز عینی واقعیت پراساس دوی هیڅ شرم، ننګ، غیرت، حیثیت، حیا او آبرو نلری او دا ځکه چی: دوی په دیری بی پټې، داؤسی، بی ننګی، بیغیرتی، بی ایمانی، بیوجدانی او پستی سره د خپل سپین ږیری مشر، ملګری او رهبر نورمحمد تره کی اوامرو ته خپلی غاړی نه کیښودلی او د خپلو ځانونو د مرګ په دار او ویری له خون آشام امین او د هغه د ملګرو سره د مخامخ وسله والی جګړی سره دګرته نه ورغلل او خپل سپین ږیری، بیدفاع او بی وسلی رهبر او ملګری ئی نورمحمد تره کی ئی خون آشام امین او د هغه مسلحو ملګروته یوازی پریښود او دوی په دیری نامردی، بیوفاېی، داؤسی او وارخطایی سره د جګړی له سره دګر څخه پخوانی شوروی اتحاد سفارت ته ورڅخه و تښتیدل او څرنګه چی دوی اصلاٌ او ماهیتاٌ مړه وو او صرف جسماٌ ژوندی ؤو نو ځکه له هیواد څخه د مړو په څیر د مړو په صندوقونو کی خارج ته په الوتکی انتقال او لیږدول شول او کله چی: د کرملین د مانی مخی ته ورورسیدل نو هریوه له هرڅه څخه مخکی د دواړو لاسونو او دواړو پښو په جګولو ببرک کارمل او د هغه ملګرو ( د دوی په اصطلاح د غرب فراریانو ) ته او د هغوی حامیانوته سلامی وکړه او بیا د هغوی پښوته په خپوړوسره ورغلل او د هغوی په پښو کی د سپیو په شان ورغږیدل او د سجدیو په کولو سره ئی د بشپړی پښیمانی په ټوګه د خپلو تیرو شویو اعمالو په باب د پزو خطونه ورته وکښل او کلکه وعده ئی ورسره وکړه چی: ستاسو له لارښونو سره سم به ستاسو په دروازو کی، ستاسو د هر دول دښمنانو پرضد تر مرګه پوری غپیږی، جنګیږو او مبارزه به کوو، اوداسی ئی هم ورته وویل چی: مونږ ستاسو له لارښوونو سره سم دا غواړو چی « سپی دی وو خو ژوندی دی ؤو »! نو ببرک کارمل او د هغه ملګرو او حامیانو هم له خپلو پښو څخه راپورته کړل او د خپلو ځانګړو ګتو په خاطر ئی د ماشومانو په څیر ئی د دوی پر سرونو باندی د بخښنی، نوازش، مهربانی او شفقت خپل بادارانه لاسونه تیر کړل او په خپلو غیږو کی ئی ونیول او په راتلونکی ئی د لوړو لوړو ګوندی او دولتی موقفونو او امتیازونو د ورکولو وعدی ورسره وکړی چی په خپل وخت او زمان ئی خپل وعدی ورسره ترسره هم کړی. او مونږ پدی باب دا وایو چی څرنګه چی دوی د نورمحمد تره کی په غیاب او نه موجودیت کی د خون آشام امین او امینیانو د تره کی او د هغه د پلویانو د ضد تبلیغاتو له مخی پدی باندی کاملاٌ پوهیدل چی خون آشام امین او امینیانو له خوا د نورمحمد تره کی او هم د دوی د له منځه وړلو پریکړه او فیصله شوی ده او د دوی پرسر باندی د تره کی او خون آشام امین تر منځ اختلافوتو شدیده بڼه غوره کړی وه، نو دوی باید هیواد ته د تره کی له داخلیدو سره سم هغه تر خپل بشپړ کنترول او امنیت لاندی نیولی وای چی په دی صورت کی به هیڅکله او هیڅکله پر نورمحمد تره کی او دوی باندی خون آشام امین او امینیان بریالی شوی نه وای او دوی چی دغه کار ونه کړ بیا خوئی باید د تره کی له لارښونو څخه غاړی غوړولی نه وای، مسلح ورغلی وای، خون آشام امین او امینیانو سره مخامخ جنګیدلی وای او په دی صورت کی هم د دی دیر امکان موجود وه چی دوی پری کامیاب شوی وای او خون آشام امین او امینیان ئی له مینځه وړی وای او که احیاناٌ د امینیانو له خوا دوی له مینځه وړل شوی وای هیڅ فرق به ئی کړی نه وای او آسمان به ځمکی ته رالویدلی نه وای او د دوی وژنه به په راتلونکی کی دیره د خلکو په ګټه تمامه شوی وای او بیا به په راتلونکی کی د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ د سازمانی وحدت په باب خبری نه کیدلی او د متحدی جبهی په باب به ورسره خبری او اتری کیدلای او داسی نور ...................

XIX :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپلی نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « ..... پوزانوف او ملګروئی په تره کی زور اچولی وه چی امین په فزیکی ټوګه له مینځه یوسی، دوی افغانی مشر ته د خپل پلان د عملی کولو پوره ډاډ ورکړی وه. پلان داسی وه چی: امین به د بریژنف د پیغام په نامه د تره کی دفتر ته وغواړی، د ګلخانی د ماڼی پر بام باندی به د روسی کماندو سرتیری ځای پرځای کړی چی د جنرال ایوانوف د شخصی ساتونکو تر نامه لاندی په ځانګړی موتر کی له ده سره ګرځیدل، د تره کی ساتونکو قاسم او ببرک ته دنډه ورکړ شوی وه چی امین د تره کی دفتر ته د ننوتلو په مهال کی له مینځه یوسی او که چیری امین ژغورل کیږی او په تښته بریالی کیږی نو د تښتی په مهال به د شوروی د کوماندو سرتیری چی د ګلخانی د مانی د بام له پاسه ځاپرځای شوی د امین فزیکی نابودی تضمینوی.

له پورتنی پلان سره سم نورمحمد تره کی امین ته تلیفون کوی چی پوزانوف له خپلو ملګرو سره یوځای د ده دفتر ته ورغلی او د بریژنف پیغام ئی راوړی دی خو امین د تره کی دفتر ته له ورتګ څخه ډډه کوی، پدی مهال کی پوزانوف د خپل ژباړونکی په ذریعه له امین سره تلیفونی خبری کوی او امین ته وایی چی: نوموړی ئی امنیت تضمینموی او که ځان مصئون نه احساسوی له خپلو ساتونکو سره دی راشی. امین له پوزانوف سره موافقه کوی او له ځان سره د ساتونکو په توګه حبیب الرحمن، مصطفی او وزیر ځیرک بیائی او د دلکشا له ماڼی څخه د تره کی دفتر ځی، د تره کی دفتر د ګلخانی د ماڼی په دوهم پوړکی وه او په لومړی پوړ کی د تره کی د یاور ټړوڼ دفتر وه چی د امین خاص سړی وه. امین د ګلخانی ماڼی ته ننوزی او د ټړون له خوا د تره کی دفتر ته بدرګه کیږی. د امین مخی ته تړون او ورپسی وزیر او په وزیر پسی امین او د هغه شا ته مصطفی او حبیب الرحمن روان دی او دوهم پورته په زینه خیژی.دتره کی یاوران هغه وخت چی دوی په زینه را خیژی ورباندی ډزی کوی، تړون سمدلاسه وژل کیږی، وزیر سخت ټپي کیږی او امین او نور ساتونکی ئی تښتی. امین چی وزیر ئی په لاسونو ئی نیولی په بیړه سره خپل موتر ته خیژی او په چتکتیا سره د دلکشا ماڼی ته په خپل موتر کی تښتی، د تښتی په مهال د ګلخانی له بام څخه په امین او ساتونکو باندی ئی د شوروی د کوماندو د سرتیرو له خوا ډزی کیږی او امین دا صحنه پخپله وینی، خو امین دا موضوع له ګوند څخه پټوی، په دی دلیل چی که ګوند خبر شی پدی موضوع کی د مسکو سیخ لاس دی نو ګوندیان به له ده څخه واړوی. امین یوازی دا موضوع په هم هغه شپه سوما او جلیلی ته کوی چی: د دلکشاه په مانی کی ئی له ده سره شپه وه دا موضوع پخپله محمود سوما ماته هغه وخت یاده کړه چی زه هالند ته روان وم .......................... امین له شوروی اتحاد څخه غوښتی وو چی: د ده د ساتنی لپاره دی یو کندک شوروی سرتیری افغانستان ته واستوی. شورویانو چی له خدایه دا غوښتل چی دلته خپل پوځی شته والی زیات کړی څو د امین د نسکوریدلو لپاره ور څخه کار واخلی، شوروی اتحاد هم هغه مسلمان کندک چی د تره کی د غولولو لپاره جوړ کړی وه او بیائی د تاشکند له هوائی دګر څخه بیرته ستون کړ د امین د ساتنی په نامه افغانستان ته را وستولو څو د دسمبر د شپاړلسمی نیتی د امین ضد کودتاه کی ورڅخه کار واخلی. له دغه کندک سره ئی یو ځای په پټه کی د KGB له کوماندوګانو خاصه قطعه چی د زینت په نوم یادیده هم را استولی وه چی ګواکی د مسلمان کندک سرتیری دی او د شوروی اتحاد په سفارت کی ځای پرځای کړی وو. مسلمان کندک او د زینت قطعه په پرمختللی تخنیک سمبال وو. د دسمبر د شپاړلسمی نیتی له ناکامی کودتاه وروسته هغه وخت چی امین د دارالامان ماڼی ته ولاړ، شورویانو مسلمان کندک په دارالامان کی د امین د ساتنی په نوم ځای پرځای کړ چی د جدی په شپږمه ئی د زینت له ټولګی سره یوځای د امین په ماڼی باندی په برید کی خوځنده ګټه واخسته.» (۱۱۹ - ۱۲۰ - ۱۵۱ - ۱۵۲ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده په خپله نوموړی زهرآلوده لیکنه کی په بشپړه ټوګه سره درواغ ویلی دی چی، ځکه چی: نورمحمد تره کی د شوروی د سفیر پوزانوف د فشار پر اساس نه بلکی پخپله خوښه ئی د خون آشام امین د له منځه وړلو تصمیم درلود خو داچی، دی پخپل نوموړی پلان کی ناکام شو او د ده په خوله باندی د خون آشام امین له قوماندی سره سم د هغه د فاسدالاقه او بی حیثیته روزی خان له خو بالښت کیښودل او د بالښت پواسطه سره ووژل شو همدغه د ده په دیری سادګی، بیکفایتی او خوشباوری باندی دلالت کوی دا ځکه چی ده داسی یو منظم او مستحکم تشکل نه درلود چی د خون آشام امین ملی دموکراتیک ګوندی تشکل په وړاندی ودریږی او خون آشام امین له مینځه یوسی، اوداهم وایو چی: او که چیری احیاناٌ د تره کی د بادیګاردانو محمد قاسم زرمتی او ببرک سیدکرمی له خوا خون آشام او وحشی حفیظ الله امین له منځه تللی هم وای بیا به هم: د خون آشام امین له خوا د جوړشوی ملی دموکراتیک ګوند دلومړی معاون له خوا د جمهوری ارګ قوماندان جانداد ته به چی یو شعوری امینی وه قومانده ورکړل شوی وای او تره کی به ئی حتماٌ او حتماٌ له منځه وړی وای او د هیواد بشپړ ګوندی او دولتی واک به ئی پخپل لاس کی اخیستی وای، او دغه هم باید ووایو چی: خائین او بی پټه محمود سوما د خائین او درواغجن شعوری امینی اقبال وزیری په شان د خون آشام امین له خولی دا هم کاملاٌ درواغ ویلی دی چی: د پخوانی شوروی اتحاد د کوماندو سرتیرو په امین باندی ډزی وکړی خو امین ورڅخه خلاص شوی دی او دائی ځکه کاملاٌ درواغ ویلی دی چی پدی باندی هرڅوک که څه هم په سیاسی لحاظ دیر ساده، بیسواده، کم عقل، ړونډ، کوڼ، شل او ګونګ هم وی او سیاسی سطحه ئی دیره ټیټه هم وی او یا که هیڅ په سیاست باندی هم نه پوهیږی پدی پوهیږی چی خون آشام امین خو دومره ساده، خوشباوره، بیعقله، لیونی، سودائی او کوچنی هلک نه وه چی یو وار چی پرده باندی د شوروی د کوماندو د سرتیرو له خوا ډزی شوی وای نو بیا به ئی څنګه له پخوانی شوروی اتحاد څخه د نوموړی هیواد  د کوماندو خاصه قطعه چی د زینت په نوم یادیده د خپل ځان د ساتنی لپاره غوښتی وای او مونږ په دی باب دا وایو چی خون آشام امین به هیڅکله او هیڅکله له پخوانی شوروی اتحاد څخه د خپل ځان د ساتنی لپاره نوموړی غوښتی نه وای ځکه چی: هیڅوک چی کاملاٌ لیونی نه وی نو « خپل لاس پخپله نه لنډ وی » او « هیڅوک په خپل ځان باندی خپل نه پخلاکیدونکی دښمن پهره دار نه دروی » او داسی نور .................. او دا هم د یادولو او لیکلو وړ بولو چی دا چی: له یوه پلوه خائین وزیری د پخوانی شوروی اتحاد نوموړی کندک د تره کی د غولولو لپاره ښودلی دی او له بله پلوه ئی د تره کی له خوا پر خون آشام امین باندی برید او هم ئی د ببرک کارمل او د هغه د ملګرو، اندیوالانو او حامیانو له خوا پر خون آشام امین باندی برید کودتاوی ښودلی دی نودائی هم کاملاٌ درواغ او چتیات ولی دی ځکه چی: شوروی اتحاد د نوموړی کندک پواسطه تره کی ندی غولولی او همدا رنګه د تره کی او ببرک کارمل او د هغوی د ملګرو، اندیوالانو او حامیانو له خوا پر خون آشام امین او د هغه په ملګرو باندی بریدونه کودتاه ګانی نه بلکی عمومی خلقی، ملی دموکراتیک انقلابی پاڅونونه وو.

XX :- د (CIA) جاسوس، بی پټه، بی حیثیته، داؤس، خائین، هیوادپلوری او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « شورویانو د تره کی په نامه یو شمیر کسان دی ته وهڅول چی کودتاه ترسره کړی چی د اوومی فرقی بلوائی ښه بیلګه کیدای شی، که څه هم د اوومی فرقی بلوا په چتکی سره وځپله شوه خو د ګوند یوشمیر شریف کسان د KGB د دسیسی ښکار شول! زابلاتین لیکی: « د ۱۹۷۹ کال د اکتوبر د میاشتی په څوارلسمه نیټه په اوومه پلی فرقی کی شورش وشو، د شورش له ځپلو وروسته زه سفارت ته ولاړم، هلته د انتظار په خونه کی د سفارت یو کارکونکی ناست وو او ژړل ئی زما پوښتنی ته چی څه پیښ شوی دی؟ پوزانوف ځواب راکړ چی: دی دشورش د ناکامی له امله ژاړی ................ د ورځی په جریان کی د لعل پاچا له خوا چی د ګوند یو پیاوړی کدر وه پاچاګل ته یو تن را استول کیږی او ورته وایی چی «لعل پاچا را باندی تنګار کړی دی چی تاسی باید د کابل په هوتل کی شپه تیره نه کړی ځکه چی دا نن بیګاه د دوی له خوا د امین پر ضد پوځی عمل کیږی او د الوتکو له خوا د امین پرضد د خلکو کور بمبارد کیږی، خدای نکړی چی د بمبارد په نتیجه کی له منځه یووړل شی.» (۱۲۶ - ۱۲۷ - ۱۳۷ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی زهرآلودی او درواغجن لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: همدغه پست، بیوجدانه، بی حیثیته او درواغجن شعوری امینی اقبال وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی د کابل د مرکزی قول اردو د اووم لمبر (ریشخور) د فرقی د پیښی په باب داسی شاخدار او ښکرور درواغ ویلی دی چی:

- له زرګر څخه د زرو د غلا کولو په معنی دی په داسی حال کی چی له زرګر څخه زر نه غلا کیږی،

- په پټه سره د اوښانو د غلا کولو په معنی دی په داسی حال کی چی د اوښانو غلا په پټه سره نه کیږی،

- د کاروان په وړاندی د سپیو د غپیدلو په معنی دی په داسی حال کی چی کاروان تیریږی سپی غپیږی،

- د سپي په ژبه د دریاب د مردارولو په معنی دی په داسی حال کی چی دریاب د سپی په ژبه نه مرداریږی،

- د شګو په بندونو سره د سیلاب د بندولو په معنی دی په داسی حال کی چی سیلاب د شګو په بندونو نه بندیږی،

- په ګټه سره د لمر د پټولو په معنی دی په داسی حال کی چی لمر په ګوټو باندی نه پټیږی،

- په پټه سره د شنود چیچلو په معنی دی په داسی حال کی چی شنی په پټه سره نه چیچلی کیږی،

- په بډو باندی د اوښانو دننه ایستلو په معنی دی په داسی حال کی چی اوښان په بډو باندی نه ننه ایستل کیږی،

- په لوټه باندی د دریاب د خړولو په معنی دی په داسی حال کی چی دریاب په لوټه باندی نه خړیږی،

- تر منزله پوری د کاږه بار د رسولو په معنی دی په داسی حال کی چی کوږ بار تر منزله نه رسیږی،

- د درواغو د منزل د لندولو په معنی دی په داسی حال کی چی د درواغو منزل لنډ دی،

- په خړو اوبو باندی د مخ د پریمنځلو په معنی دی په داسی حال کی چی په خړو اوبو باندی مخ نه پریمنځل کیږی،

- په اور باندی د سرو زرو د سوځولو په معنی دی په داسی حال کی چی سره زر چی پاک وی نو له اوره ئی څه باک وی؟ اوداسی نور ......... » ځکه چی د تولنیز عینی واقعیت پر اساس د نوموړی اووم لمبر فرقی پیښه زمونږ د یوه واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی قهرمان ملګری شهید لعل پادشاه عالمی تر مستقیمی آګاهانه او خلاقانه رهبری لاندی زمونږ له سره زرغون خلقی وسله وال امینی ضد پاڅون څخه عبارت وه او داهم وایو چی: زمونږ د همدغه وسله وال امینی ضد پاڅون زړور او قهرمان رهبر او قوماندان شهید ملګری لعل پاچا عالمی په شمول د نوموړی پاڅون د رهبری نورو ټولو غړو د شورویانو تر مستقیمی قوماندی او لارښونو لاندی یا د هغوی سره د ګډی مشاوری او موافقی او یا د هغوی د هڅو پر اساس نه بلکی په خپله خوښه په مستقلانه، آګاهانه او خلاقانه ټوګه سره د وحشی او خون آشام امین دا د نورمحمد تره کی په خوله باندی د هغه د وفادار شاګرد نه بلکی د هغه د بی وفا شاګرد له خوا د بالښت د ایښیدلو او د هغه له وژلو څخه وروسته د (۱۳۵۸ ه ش کال) د میزان د میاشتی په ۲۲ نیټه د خون آشام امین او د هغه د شعوری ملګرو پر ضد نوموړی وسله وال انقلابی پاڅون پیل کړ او د کارل مارکس د قول په پیروی ئی په سپینه رڼا ورځ « پر وحشی او فاشیستی امینی آسمان باندی هجوم ور ووړ» او که څه هم نوموړی پاڅون د ځینو عمده نیګړتیاوو له امله ناکام شو خو بی نتیجی پاتی نشو ځکه چی د خون آشام امین د وحشی او فاشیستی رژیم په مینځ کی ئی کیفیتاٌ یو ستر او اساسی سیاسی بحران را ووست چی بالآخره د جلاد او خون آشام امین او د هغه د وحشی او فاشیستی رژیم په له منځه وړلو کی ېی اصلی، عمده او تاکونکی رړل ولوباوه او ضرورتاٌ، لزوماٌ تکراراٌ او مکرراٌ بیا هم دا لیکو چی: د نوموړی پاڅون د ناکامیدو څخه وروسته سمدلاسه د جلاد او خون آشام امین او امینیانو له خوا زمونږ د نوموړی پاڅون د زړور او قهرمان انقلابی رهبر او قوماندان شهید ملګری لعل پادشاه عالمی پشمول د نوموړی پاڅون د رهبری ټول غړی یعنی: استاد ذکریا، آقاګل بائیس، انجینر عبدالسلام، انجینر محمد عزیز باسام، نیک محمد، رسول کیهان او نور او هم د نوموړی پاڅون یو دیر شمیر نو ګدونکونکی و نیول شول او تور تور زندانو ته ولیږل شول چی د خون آشام امین له لارښونو سره سم د شعوری امینیانو د وحشی شعوری مستنطقینو له خوا له څو میاشتو دیرو سختو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) مادی او معنوی شکنجو له ورکولو څخه وروسته په دیره بیرحمانه او وحشیانه ټوګه سره اعدام او شهیدان شول.

- ښاد دی وی زمونږ د زړور او قهرمان انقلابی شهید ملګری لعل پادشاه عالمی د روح په ګډون د نوموړو تولو شهیدانو ملګرو او نوموړی پاڅون د نورو تولو خاصو او عامو شهیدانو ملګرو پاک اورواح!

فلهذا د نوموړی اووم لمبر فرقی وسله واله پیښه د خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری په قول: « چی یوه کودتاه وه یا یوه بلوا یعنی ګډوډی او ماجراجوئی وه او یا د نوموړی پیښی ګدونګونکی د شورویانو له خوا دسیستاٌ غولول شوی او هڅول شوی» دغسی نه بلکی په خپله خوښه زمو سور زرغون خلقی وسله وال پاڅون وه بس او بس! او که چیری د نوموړی پاڅون رهبر او یا د هغه د رهبری نورو غړی به هم: د شوروی اتحاد د سفارت ته تښتادلای وای او د سروری، خورد ضابط او بیکفایته ګلابزوی او وطنجار په شان د مړو په څیر او د مړو په تابوتونو کی مسکو ته د هغوی له خوا انتقال شوی وای او یا به د کارمل او د هغه د یو شمیر ملګرو په شان د شورویانو له خوا حمایه شوی وای او یا که چیری د ډارن ډاکتر صالح محمد زیری، پنجشیری، میثاق او داسی نورو په شان خون آشام امین او امینیانو ته تسلیم شوی وای او د سپیو په شان د هغوی په پښو کی رغیدلی وای، نو تر اوسه پوری به د نوموړو تولو اشخاصو په شان د هیواد په دی ننه اویا له هیواد څخه د باندی په باندینیو غربی او شرقی هیوادونو کی له خپلو فامیلونو سره یو ځای په دیره بیشرمانه او داؤسانه توګه سره ژوندی اوسیدلی! همدا رنګه ده پخپله نوموړی لیکنه کی په دیره بیشرمانه او سپین سترګی توګه سره زمونږ نوموړی شهیدان ملګری د «KGB» د دسیسی ښکار بللی یعنی په دی توګه سره ئی زمونږ د نوموړو شهیدانو ملګرو د شهادت اصلی او عمده ګناه او پړه په KGB پوری تللی ده او پر هغه باندی ئی خیالاْ وراړولی ده په داسی حال کی چی: زمونږ د نوموړو شهیدانو ملګرو په شهادت کی اصلی، عمده او تاکونکی رول د (CIA) او د هغی دیر چالاک او ماهر جاسوس خون آشام امین او خائین وزیری په شمول نورو ټولو شعوری امینیانو لوبولی دی نه KGB او شورویانو! او همدا رنګه ده په دیری داؤسی او درواغجنی سره په خپله نوموړی لیکنه کی زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری او زمونږ د نوموړی سره زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد پاڅون رهبر او قوماندان شهید ملګری لعل پادشاه عالمی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند یو پیاوړی کدر بللی دی او هم ئی زمونږ د نوموړی پاڅون د رهبری غړی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند یو شمیر شریف کسان بللی دی په داسی حال کی چی: د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند ټولو په خپل سر تأکل شوو رهبرانو او د خائین وزیری پشمول نورو ټولو شعوری امینیانو ته دا کاملاْ جوته او څرګنده ده چی شهید ملګری لعل پادشاه عالمی زمونږ د دیر ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون له واقعاٌ دیرو لومړنیو وفادار، زړور او انقلابی شاګردانو له جملی څخه وه او زمونږ د واقعی زرغون صفته پټ او مخفی خلقی دموکراتیک انقلابی (ماهیتاٌ کمونستی سازمان) د مرکزی کمیتی د سیاسی بیرو غړی او منشی وه چی د ثور له دموکراتیک انقلاب څخه وروسته زمونږ د ستر رهبر شهید داکتر زرغون له خوا شرایطاٌ، لزوماٌ، عموماٌ او ظاهراٌ د (شهید ملګری لعل پادشاه عالمی) په مشری زمونږ یوه سازمانی حلقه نورمحمد (تره کی) ته ورکړل شوی وه چی په دیره پټه او مخفی ټوګه سره زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر زرغون له خوا رهبری کیدله او زمونږ د نوموړی امینی ضد پاڅون د رهبری نوموړی غړی هم د شهید ملګری عالمی په مشری د نوموړی سازمانی انقلابی خلقی د مرکزی کمیتی له غړو څخه عبارت ؤو او دا چی:

خائین او بی پټه وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی قصداٌ او شعوراٌ زمونږ شهید ملګری لعل پادشاه عالمی زمونږ د ستر رهبر شهید داکتر زرغون واقعی او رښتینی شاګرد یعنی څرنګه چی وه هم هغسی ندی ښودلی، هم ئی زمونږ د نوموړی امین ضد پاڅون د رهبری غړی زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان د نوموړی سازمانی خلقی مرکزی کمیته نه ده بللی او هم ئی زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد پاڅون زمونږ له خپل خوښی سره سم پاڅون ندی ښودلی او هغه ئی یوه کودتاه، بلوا او د شورویانو د دسیسوی لارښونو په چوکات کی په غیر واقعبینانه ټوګه سره ښودلی دی. او دا خلقی ضد او کثیف کارئی د دی لپاره کړی دی چی: بیا خو په ټولنه کی د اوس په نسبت زمونږ د ستر رهبر شهید داکتر زرغون، زمونږ د قهرمان شهید ملګری لعل پادشاه عالمی او زمونږ د نوموړی امینی ضد پاڅون د نورو ګډونکونکو ملګرو او همدا رنګه زمونږ د ټول واقعی زرغون صفته خلقی دموکراتیک انقلابی (ماهیتاٌ کمونستی) پت او مخفی مرکزی سراسری سیاسی سازمان، سیاسی اتوریته، اعتبار، موقف، نفوذ او رول لا نورهم رالویږی او د خون آشام امین دا د (CIA) د دیر زیات چالاک او ماهر جاسوس او د نورمحمد تره کی د دیر سخت بی وفا شاګرد حفیظ الله امین او د (CIA) د جاسوس اقبال وزیری په شمول د نورو ټولو شعوری امینیانو او د هغوی د پخوانیو او اوسنیو حامیانو او اندیوالانو ( زیری، پنجشیری، میثاق ) او د هغوی د ملګرو او پلویانو سیاسی اتوریته، اعتبار، موقف، نفوذ او رول لا نور هم را ټیټیږی. او دا هم وایو چی: که چیری په رښتیا سره خائی وزیری لا اوس هم شعوری امینی نه وای او له ګوندیتوب څخه ئی ځان ژغورلای وای او یائی په رښتیا سره پر نورمحمد تره کی او یائی زمونږ د نوموړی واقعی زرغون صفته سره خلقی وسله وال امینی ضد پاڅون رهبر او قوماندان شهید ملګری لعل پادشاه عالمی او زمونږ د نوموړی پاڅون د رهبری پرغړو باندی ېی زړه سوی شوی وی نو ده باید پخپله نوموړی لیکنه کی: د خون آشام امین او امینیانو له خوا د نورمحمد تره کی قتل او زمونږ د نوموړی امینی ضد پاڅون د زړور او قهرمان رهبر او قوماندان شهید ملګری لعل پادشاه عالمی او د نوموړی پاڅون د رهبری د نورو غړو بندیانول، اعدامول او شهیدانول د خون آشام امین او امینیانو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) عمل بللی وای او خون آشام امین او امینیان به ئی: د افغانستان د خلکو نه پخلاکیدونکی دښمنان او خائینین بللی وای. او دغه هم د یادولو او د لیکلو وړ بولو چی خائین وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی زمونږ د نوموړی پاڅون په باب د شهید ملګری له خوا « پاچاګل وفادار ته د یوه تن له ورلیږلو څخه هم یادونه کړی ده » او څرنګه چی پاچاګل وفادار اصلاٌ د پکتیا اوسیدونکی دی، په قوم ځدران دی او له سردار محمد داؤود سره ئی ډیره موده اړیکی درلودلی او له هغه سره ئی یو ځای د ظاهر شاه پر ضد کودتاه کی مستقیماٌ برخه درلودله او د هغه په وخت کی څوموده د افغانستان د سرحداتو وزیر هم وه او که څه هم یو نشنالیست انسان وه او دی او یو واقعی خلقی (ماهیتاٌ کمونست) نه وه او نه دی او دیره موده ئی زمونږ له قهرمان واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری شهید لعل پادشاه عالمی سره نه بلکی عمومی او د قامولی اړیکی درلودلی او زمونږ د شهید ملګری لعل پادشاه عالمی له لاری ئی د افغانستان د خلکو د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند خلقی جناح ته خوشبین وه او تر اوسه پوری خوشبینیت ورته لری او د ظاهر پر ضد داؤودی کودتاه په باب ئی نورمحمد تره کی ته هم اطلاع ورکړی وه . او له نوموړی لیکنی څخه د خائین وزیری اصلی مطلب دا دی چی: یو تعداد عام او ساده خلقیان چی سیاسی انقلابی شعوری سطحه ئی ډیره ټیټه وی مؤقتاٌ داسی فکر وکړی چی: دا خو لعل پادشاه عالمی هم د پاچاګل وفادار په شان یو نشنالیست شخص وه. په داسی حال کی چی زمونږ شهید انقلابی ملګری لعل پادشاه عالمی په دی عقیده وه چی: کارل مارکس داسی ندی ویلی چی: د نړی قومونو او ملیتونو سره یو شی بلکی: داسی ئی ویلی دی چی: « د نړی کارګرانو سره یو شی!» ځکه چی شهید ملګری لعل پادشاه عالمی یو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سیاسی (ماهیتاٌ کمونستی) شخصیت وه، او دا هم وایو چی: دا چی خائین وزیری د خپلی نوموړی اثر په ځینو برخوکی د پاچاګل وفادار ځینی نقل قولونه هم ذکر کړی دی او دا کار ئی ځکه کړی دی چی پاچاګل وفادار هم د خون آشام امین او د وزیری په شمول د نورو امینیانو په شان یو نشنالیست شخص وه او دی نه پرولتاری انترناسیونالیست یعنی (ماهیتاٌ کمونست) شخص. لکه څه ښه وایی چی: « هغه مرغان یوځای الوتنه سره کوی چی د هغوی پری سره برابر وی » یا « هر یو جنس له خپل جنس سره جوړیږی، ما له زاغه سره باز لیدلی نه دی »، اویا: « کبوتر با کبوتر باز با باز --- کند همجنس با همجنس پرواز » او داسی نور ........... او همدا رنګه دا هم وایو چی: د دی لپاره چی زمونږ د نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد پاڅون پر شاو خوا باندی مو څه نا څه نوره رڼا هم اچولی وی نو په دی باب زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری داسی وایی چی:

[ د ۱۳۵۸ ه ش کال د میزان د ۲۲ می نیتی دا زمونږ واقعی زرغون صفته امینی ضد خلقی وسله وال پاڅون رهبر او قوماندان زړور او قهرمان انقلابی ملګری شهید لعل پادشاه عالمی ته په خطاب کښی: ځار انقلابی لعل پادشاه ]

دتوری شرنګ دی تول خلقیان را ویښ شوی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

پاکه نــامه دی امـیـنـــیان ســــخت لــــرزوی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

ته خو شاګرد د ستر زرغون وی ----- د خلکو غم کی ځیګر خون وی

زخمی په زړه او په لــړمون وی ----- کلک طرفدار د ستر بدلون وی

ته وی نظر او پــه عـــمــل کی سـور خلقی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

ته خــو مـــین پــر انــــقلاب وی ----- پــر یوه رښتینی خلقی باب وی

نه پـــه پــلو نـــه پـــه کـباب وی ----- نه پــه رباب نـه پـه شراب وی

تــه وی رښــتــینی ســــر پــریکړی فدائی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

ته خـــو مـــیـن پـــر پاڅونو وی ----- پرمارکسیسیتی سروهجومو وی

د امـــین ضـد پـر سر حملو وی ----- هــــم پــر وړو درنــو وسلو وی

شپه ورځ لګیا وی ستر زرغون په بیروی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

ستا نوم چی هرځای کی یادیږی ----- امیـــنــیان سخت وارخطا کیږی

دوی خو لــــه دی څخه داریږی ----- چی دی خو بیا را ژوندی کیږی

وی کلک پیرو د مارکسیستی آیدیولوژی لعل پادشاه ----- ځـار انقلابی لعل پادشاه! ځار

ته په جلغر بــانـــدی شــیدا وی ----- مستربل غـر بــانـدی شـــیدا وی

پامـــیر، خـیـبر بـاندی شیدا وی ----- ټـــول لـر او بـر باندی شیدا وی

تـا مـصـنوعــــی ښودلی کرښه دیورندی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

ته په رښتیا مــرد د مــیدان وی ----- مـــلګریه! دیر لوی قهرمان وی

هم سور خلقی لوی پهلوان وی ----- تیر له خپل سر او مال او ځان وی

وشــو امین ضد پاڅون ستا په رهـــبری لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

چی وکـــړل تاسو پری ډزونه ----- امــین ســخت وکـــــړل فریادونه

کړل پری راجګ موسره پوځونه ----- هـــم مـو وتانـکونـه او توپونه

دا کارنامه به مو خلک هروخت یادوی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

امین مو دیر سخت سرګردان کړ ----- هم مو په زړه دیر زیات پریشان کړ

له سر تر پښو مو په لـــرزان کړ ----- پــــری تـنګ مو څمکه او آسمان کړ

تور امینی نظام مو سخت کړو بحرانی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

امین هم ته هـــم ســتا یاران ټول ----- اول داخـــل کـــړی پـــــه زندان ټول

او بیا ئی کــړلی شـــهـیدان ټـول ----- پــر تـاسـو شــول حــــفه خلقیان ټول

دغه شاعر مو یو لحظه نه هــــــیروی لعل پادشاه ----- ځار انقلابی لعل پادشاه! ځار

( د پاکستان تر لاس لاندی سیمه، بنّو - ختک خیل - د قاضیانو کلی - ه، پ - ۲۲ میزان ۱۳۸۵ ه ش کال )

XXI :- د (CIA ) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثرپه یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « د شوروی د سفارت کار کونکو هڅه وکړه چی یو شمیر خلقیان اونور کسان و هڅوی چی دافغانستان څخه شوروی اتحاد ته وتښتی او د امین پرضد کمپاین کی ورڅخه ګټه واخلی، شوروی سفارت پدی منظور صولت شاه چی په اصل کی تاجک ؤو او د پښتو ژبی د متلونو په څیړنه کی ئی د دکتورا دیپلوم اخیستی وه د سیاسی بیرو غړی میثاق ته ویلی ؤو چی ژوندئی په خطرکی دی او که شوروی اتحاد ته را وتښتی هغه هیواد به ورته سیاسی پناه ورکړی، د میثاق له خوا نه یوازی د رد ځواب ورکړ شوی وه بلکی امین ته ئی پدی هکله راپور هم ورکړی ؤ.

همدا رنګه ایګور کانکوف په کابل کی د شوروی اتحاد د سفارت دوهم سکرتر چی په مسکو کی زما همدوره او د پښتو ژبی د زده کړی په وخت کی ما کله کله د وریانکوف پرځای د پشتو ژبی درس ورکولو یوه ورځ ماته راغی او راته وویل چی: امین خائین دی او تره کی ئی له مینځه یووړ تاسی شوروی اتحاد ته را وتښتی هغه هیواد به سیاسی پناه درکړی. ما نوموړی ته د نه ځواب ورکړ او امین ته می د دی موضوع راپور وړاندی کړ هغه وخت چی: ما امین ته راپور ورکړ هغه سمدلاسه راته وویل چی کانکوف نه یوازی تاته بلکی د پنجشیری ورور داؤد ته ئی ویزه هم اخیستی ده او ماته ئی راپور راکړ او ویزه ئی هم راوړه، امین له خپلی دوستی څخه ویزه را واخیسته اوماته ئی وښوده. صولت شاه او کانکوف د ۲۴ ساعتو په موده کی له افغانستان څخه وویستل شول څو د جدی له شپژمی نیتی وروسته کانکوف صدارت ته راغی چیری چی زه بندی وم او راته ئی وویل چی « زه تا پر امین وشړلم خو دغه بیرته راغلم » (۱۲۷) مخ.

مونږ واقعاٌ زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: داچی: ده په خپله نوموړی لیکنه کی هم خپل ځان او هم کریم میثاق خلقیان بللی دی نو دائی کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی دوی دواړه عملاٌ خلقیان نه بلکی تاریخ وتلی شعوری امینیان وو او دی او د خلقیانو او خلکو نه پخلاکیدونکی دښمنان ؤو او دی. او همدا رنګه ده پخپله همدغه نوموړی لیکنه کی په کاملاٌ ښکاره او جوته ټوګه سره پخپله اعتراف هم کړی دی چی دی شعوری امینی او د (CIA) جاسوس او د خون آشام امین شاګرد او د هغه پیرو وه او دی ځکه چی چیری دی د (CIA ) جاسوس د خائین او خون آشام امین شاګرد او پیرواو شعوری امینی نه وای او تره کیست وا اویا که نور هیڅ هم نه وای او یوازی او یوازی  یوعمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست انقلابی دموکرات هم وای باید حتماٌ او حتماٌ د شوروی اتحاد سفارت ته تښتیدلی وای او دا ځکه چی: پخوانی شوروی اتحاد همدغه عمومی نړیواله امپریالستی ضد صلح دوسته انقلابی آرزو درلود چی: خون آشام امین او دهغه ملګری باید د افغانستان د ټولو ملی او دموکراتیکو انقلابی قوتونو له خوا له مینځه لاړ شی تر څوچی: په افغانستان کی د خون آشام امین او دهغه د ملګرو په وجود کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغه د اندیوالانو او ګوداګیو دولتونو نظامی پوځونه پلی نشی. یعنی لکه چی اوس پلی شوی دی! نو د دوی همدغه نوموړی عمومی نړیواله امپریالستی ضد صلح دوسته انقلابی آرزو په عمومی نسبی ټوګه سره یو په سله هم د شوروی، هم زمونږ، هم د سیمی او هم د ټولی نړی د کارګرانو، بزګرانو او نور زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو او ټولو ملی او دموکراتیکو انقلابی قوتونو په ګټه وه او همدا رنګه که دی شعوری امینی نه وای نو ده به پدی باب خون آشام امین ته هیځکله او هیځکله راپور ورکړی نخ وای او ایګور کانکوف ئی خپل استاد او رهبر خون آشام امین ته ورښودلی نه وای او هغه به ئی پر خون آشام امین باندی په ۲۴ ساعتونو کی له افغانستان څخه ایستلی نه وای او د هغه راتلونکی امینی ضد فعالیت مخه به ئی نیولی نه وای. او دا هم وایو چی مونږ څوڅو ځله به پخپلو پخوانیو لیکنو کی هم دا ویلی دی او اوس هم بیا وایوچی: ابن الوخت، بی پټه، بی آبرو او دارن عبدالکریم میثاق د ثور له انقلاب څخه وروسته په شعوری ټوګه سره کاملاٌ امینی شوی وه او تر اوسه پوری شعوری امینی دی، دغه مرتد میثاق دیره موده د میرزا عالم حمیدی خوستی له خوا چی دیر پیسه دار وه تغذیه کیده او د پنجشیری د ورور داؤود په باب هم دومره وایو چی: نوموړی هم د خون آشام امین او د امینیانو تر تأثیر لاندی راغلی او په هم هغه وخت کی امینی شوی دی، او که چیری مرتد میثاق او مرتد داؤد شعوری امینیان نه وای نو نوموړی ډول کړه وړه چی د خائین وزیری په باب مو لیکلی دی چی هغه باید دغسی کړی وای هغوی هم باید ترسره کړی وای. او داهم باید ووایو چی: دا کاملاٌ رښتیا ده چی: « ړونډ پخپله خونه ښه پوهیږی چی نه سترګوردبل په خونه » او « کور به کار خود بینا است » نو که شورویان هم څومره پوه هم وی خو بیا هم د هیواد په کورنیو چارو باندی دومره نه پوهیږی لکه مونږ چی پری پوهیږو او مارکسیزم - لینینزم - استالینیزم - هیواد پالنه او پرولتری انترناسیونالیزم په رښتیا سره په حقه دی چی وایی چی: « د تکامل سرچینه داخلی تضادونه دی » یعنی د ټولنی په تکامل کی هم داخلی قوتونه اصلی، عمده او ټاکونکی رول لری. نو که چیری شورویانو زمونږ د هیواد په کورنیو مسایلو کی پوره شناخت درلودلی نو دوی به هیڅکله او هیڅکله نومړو دریو تنو شعوری امینیانو یعنی وزیری، میثاق او داؤد ته داسی نه وای ویلی چی « امین خائین دی، تره کی ئی وواژه تاسو د شوروی سفارت و تښتی او شوروی به سیاسی پناه درکړی ».

XXII :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « اوس به یوازی دومره یادونه وکړم چی د افغانانو د سختو سرښندنو او قربانیو په پایله کی چی نړیوال پراخ ملانړو سره ؤ شوروی تیری کونکی مجبورشول چی له افغانستان خپل پوځ وباسی او د پورتنی پلان جوړونکی بګدانوف د (۱۹۸۹) کال د فبروری د میاشتی په پنځلسمه نیته د کابل له هوائی دګر څخه په داسی حال کی شوروی اتحاد ته الوتنه وکړه چی د څلورویشتم تیری کونکی پوځ بیرغ ئی په ټیټ سر له ځان سره یووړ » (۱۳۳) مخ.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وائی چی: ده پخپله نوموړی خلکوته د خیانته ډکه لیکنه کی ځان له ګوندیتوبه څخه نه دی ژغورلی او د (CIA) تر رهبری لاندی له امینی توری او وحشی خلقی ضد، دموکراتیک ضد ملی دموکراتیکی تګلاری څخه ئی په دیره جوته او څرګنده توګه سره بشپړه دفاع او ننګه کړی ده. یعنی دا ټولو خلکو ته پوره او کاملاْ څرګنده او جوته ده چی ده په حقیقت کی له ټولو هغو ارتجاعی او انقلاب ضد وحشی او ډاړه مارو ګروپونو او تنظیمونو دلو او ټپلو ( په اصطلاح د افغانستان د اسلامی حزبونو حکمتیار او خالص، د برهان الدین ربانی په مشری د افغانستان د اسلامی جمعیت د مسعود په مشری د نظار د شورای، د پیر سید احمد ګیلانی په مشری د ملی محاذ، - د سیاف په مشری د افغانستان د اتحاد اسلامی، - حرکت اسلامی د مولوی محمد نبی په مشری، د اسلامی تنظیمونو او داسی نورو په اصطلاح اسلامی ډلو او ټپلو (اخوان الشیاطین) د فیودالیزم د نمایند ګانو او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیو دولتونو د ټالی څټو او د لاس په نامه نوکرانو له رهبرانو او د هغوی له شعوری ملګرو څخه دفاع کړیده چی: د ثور له دموکراتیک انقلاب څخه مخکیاو له هغه څخه وروسته او د پخوانی شوروی اتحاد د یو شمیر راغوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو او مترقی نظامی قوتونو له راتګ څخه وروسته پاکستان، ایران او ځینو نورو بادینیو هیوادونو ته تښتیدلی وو او هماغلته میشته شوی وو او د نوموړو هیوادونو حکومتونو او دولتونو د دی لپاره چی د ثور انقلاب دوی ته هم ور انتقال نشی پخپلو خارو کی پناه ځایونه ورکړی وو او هغوی ته ئی نظامی کمپونه جوړکړی وو او د نړیوالو امپریالیستانو او د هغوی د ګوداګیانو له خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) له لارښونو سره سم د غیر عادلانه او وحشی جګړی په چوکات کی زمونږ د خلکو او د ثور د دموکراتیک انقلاب پرضد جنګیدل او له هره پلوه د هغوی له خوا: مادیاٌ او معناٌ په ډول ډول وړو او ډرنو جنګی وسلو، جنګی وسایطو، خوراکی او پوشاکی موادو مجهزیدل، سمبالیدل او تغذیه کیدل او په جنګی ټ،ګه روزول کیدل او زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته را استول کیدل. فلهذا دا د خائین وزیری او د هغه شعوری امینیو ملګرو لپاره د ډیری بیشرمی، بی ننګی، داؤسی، بی حیاګی، بی پتی او بی عزتی خبره ده چی پدی کی هم دی، او د ده ملګری زمونږ د خلکو او د ثور د انقلاب مدافعینو او حامیانو، خلقیانو، پرچمیانو او نورو ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو او هم د دوی له خوا د یو شمیر راغوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو شورویو نظامی پوځونو په واندی نوموړو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) او ارتجاعی ګروپونو، ډلو او ټپلو او تنظیمونو ( اخوان الشیاطین او د دوی مشرانو) د دفیودالیزم نمایندګانو او د امریکائی امپریالیزم پا مشری د نړیوال امپریالیزم مزدورانو او لاس په نامه مزدورانو ته افغانان واېی او د هغوی وژنی ته د هغوی سرښندنه وایی او له پراخ نړیوال ملاتړ څخه ئی برخوردار بولی، په داسی حال کی چی دده په قول نوموړی پراخ ملاتړیو پراخ نیوال ولسی ملاتړ نه بلکی یو پراخ نړیوال امپریالستی او د هغه د ګوداګیانو او اندیوالانو او لاس په نامه نوموړو تښ په نامه افغانیو نوکرانو ملاتړ وه چی یو په سله د خلکو د ګټو پرضد مضر او خطرناک وه او دا هم وایو چی د خائین وزیری او د ده د ملګرو همدغه نوموړی ډول خلقی ضد کړه وړه د دوی اوسنی کړه وړه نه دی بلکی دوی ته آیدیولوژیکتاٌ له (CIA) او له خون آشام امین څخه په میراث کی ورپاتی دی، هغو له اول څخه په یوه شکل نه یوه شکل سره اساستاٌ همدغه نوموړی ډول فاسده او خلقی ضد آیدیولوژی د خپلو شاګردانو او پلویانو، خلقیانو او ټولو خلکو په منځ کی پخشوله او په دی ټوګه سره ئی غوښتل چی بالآخره زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د ګوداګیو دولتونو یعنی ایران، پاکستان او داسی نورو وحشی متجاوزو او یرغلګرو نظامی قواوو ته د پلی کیدو زمینه مساعده کړی تر څو چی خون آشام امین د هغوی په وجود او موجودیت کی په نسبی مؤقتی ټوګه سره د خپل ځان او د خپلو شاګردانو، ملګرو او اندیوالانو د زوند موده څه نا څه لا نوره هم اوږده کړی او پدی باب به وروسته بیا هم څه نا څه مفصلاٌ غږیږو او دا هم باید ووایو چی: خائین او درواغجن شعوری امینی اقبال وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی دا هم په بشپړه ټوګه سره درواغ، چتیات او خوشی تشی بابولالی، حلوتی او برغزی غږولی دی چی: « د پخوانی شوروی اتحاد د نظامی پوځونو د افغانانو د سختیو سرښندنو او د نړیوال پراخ ملاتړله امله له افغانستان څخه په ټیټ سر ووتل» ځکه چی د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس زمونږ له ګران او محبوب هیواد افغانستان څخه د پخوانی شوروی اتحاد نوموړی پوځونه د درواغجن وزیری د نوموړی قول پر اساس نه بلکی د خائین او هیواد پلورو ( مرتد میخائیل ګرباچوف، مرتد ایلسن او دوی د هیواد پلوری ملګرو) دا د (CIA) د جاسوسانو او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوالو امپریالستانو له خوا پر دالرو باندی د اخیستل شوو اشخاصو تر رهبری لاندی د نوموړی هیواد د وخت د واکمنی ګوندی او دولتی رهبری د مارکسیستی ضد - لینینستی ضد - استالینستی ضد، هیوادپالنی ضد او پرولتاری انترناسیونالستی ضد پریکړو پر اساس زمونږ له ګران او محبوب هیواد افغانستان څخه وتلی دی او که چیری داسی نه وای نو: پخوانی شوروی اتحاد چا تجزیه کړ؟ له چکوسلواکیا، بلغاریا، او له یوشمیر نورو هیوادو څخه د پخوانی شوروی اتحاد نظامی پوځونه چا وایستل؟ د دوو آلمانونو تر منځ دیوال چا وتړاوه؟ او د وارسا د سوسیالستی کمپ چا ړنګ کړ؟ او داسی نور ........ او دا کاملاٌ معلومداره او د لمر په شان څرګنده او جوته خبره ده چی نوموړی ډول خائینانه کړه وړه خو د وزیری په قول د افغانانو د قربانیو پر اساس نه ؤو تر سره شوی بلکی د مرتد ګرباچف، مرتد ایلسن او د دوی د ملګرو او پلویانو له خوا تر سره شوی ؤو، نو د خائین وزیری په شان نوموړو ډول خبری خو ډیر واړه او کوچنی ماشومان هم نه کوی او داسی نور ....................

XXIII : - د (CIA) جاسوس خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « دا هم باید زیاته کړم چی: شورویانو او په خاصه ټوګه KGB دا هڅه کږله چی د خپل عمل د تبریه کولو په موخه داسی تبلیغ وکړی چی ګوند د امین رژیم د را نسکوریده په حال کی ؤو ځکه دوی بیړه وکړه چی خپل پوځونه افغانستان ته ننه باسی. یو شمیر لیکوالان تر دغه تبلیغ لاندی راغلی او پورتنی نظریه ئی تأئید کړی، یوشمیر جهادی لیکونکو چی د امین د رژیم پرضد خپل رول لوړ وښائی. پرتڼی نظر تائیدوی خو دا نظر بیخی پایه نه لری. د امین حکومت ستونزی درلودی خو امین په دی بریالی کیده چی له ایران او پاکستان سره اړیکی نورمال کړی او د دولت هغو مخالفینو چی د پاکستان او ایران له خاورو څخه ئی د دولت پر ضد فعالیت کاوه د دی وس نه درلود چی د امین رژیم ته د نسکوریدو خطر پیدا کړی، کوردویز ته په ۱۹۸۱ کال کی د امریکا شاردزافیر په کابل کی ویلی ؤو چی « رژیم د نسکوریدو په خطر کی نه وه، د سفارت ټول غړی له دی آرزو نی سره موافق ؤو.» (۱۴۰ - ۱۴۱) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی بیا هم له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغورلی او په ښکاره ټوګه سره ئی له خپل وحشی او وینو بهونکی امینی دولت څخه کلکه دفاع کړیده په دی ډول دا چی ده لیکلی دی چی « په هغه وخت کی امینی دولت هیڅکله د نسکوریدو پحال کی نه وه ځکه چی: له پاکستان او ایران سره ئی خپلی اړیکی نورمالولی » او په دی باب ئی « په افغانستان کی د امریکا د سفارت د غړو نظر هم تائید کړی دی، نو د ده همدغو خبرو پخپل اصل او ذات کی د پاکستان او ایران له خلقی ضد او ارتجاعی دولتونو سره د نوموړی امینی دولت د دولتی اړیکو او مناسباتو نورمالولو پخپله مستقیماٌ د امریکائی امپریالیزم په مشری له نړیوال امپریالیزم او د هغوی له اندیوالانو او ګوداګیو ارتجاعی دولتونو سره د دولتی مناسباتو او اړیکو د نورمالولو او همدا رنګه زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او یا د پاکستان ارتجاعی او یرغلګرو نظامی قواوؤ د پلی کولو او زمونږ دهیواد له ټولو خاصو او عامو خلقیانو، پرچمیانو او نورو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو او همدا رنګه د پخوانی شوروی اتحاد او عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست کمپ او دهغه له ټولو کمونستی او کارګری ګوندونو، ګوندی او دولتی رهبریو او هم د سیمی او ټولی نړی له کارګرانو، بزګرانو او نورو ټولو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو سره د نه پخلاکیدونکی دښمنی، مبارزی او غیرعادلانه جګړی د دوام معنی درلوده! او د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس په دیر لنډ ډول سره دا هم وایو چی: د امریکائی امپریالیزم په مشری له نړیوال امپریالیزم او د هغوی له ګوداګی پاکستانی دولت سره د دولتی اړیکو له نورمالولو او د پاکستانی او یا د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم د استعمارګرو او یرغلګرو نظامی قواؤ له پلی کولو څخه پرته هیڅکله او هبڅکله زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی یوازی او یوازی له پاکستانی او ایرانی دولتونو سره د دولتی اړیکو او مناسباتو په نورمالولو سره نوموړی امینی دولت له نسکوریدو څخه نه شو ژغورل کیدای او په دی باب به وروسته بیا مفصلاٌ غږیږو.

XXIV :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « حفیظ الله امین په زرغون رنګه توش د بریژنف او کاسګین په نامه یو لیک پخپل لاس په پښتو ولیکلو چی په هغه کی ئی د شوروی سفارت د کارکونکو لاس وهنه د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت په کورنیو چارو کی وښودله او له شوروی مشرتابه څخه ئی وغوښتل چی په افغانستان کی د شوروی اتحاد سفیر پوزانوف تبدیل کړی او پرځای ئی یو بل سفیر چی د هغه هیواد د یوه مسلمان جمهوریت څخه او د مرکزی کمیتی غړی وی راولیږی. امین شوروی مشرانو ته دا وړاندیز هم وکړ چی دی غواړی په هر ځای کی چی شوروی مشران و غواړی ورسره لیدنه وکړی. دا لیک امین ماته راکړ چی د دفاع د وزارت مشاور ګاریلوف ته ئی ورکړم چی شخصاٌ ئی بریژنف ته ورکړی. ګاریلوف او زاپلاتین د شوروی پوځ د کلنی راپور په غونده کی د ګډون لپاره مسکو ته روان ؤو، ګاریلوف او زاپلاتین له امین سره د ده په دفتر کی مخه ښه وکړه او له مخه ښی وروسته ئی ګاریلوف ته وویل چی ماته به یو کار وکړی او ګاریلوف د هو ځواب ورکړ او بیا امین ورته وویل چی: زما یوشخصی لیک به استاد اقبال دروړی او هغه به شخصاٌ بریژنف ته ورسوی، ګاریلوف وویل ښه ده او رخصت شو. ګاریلوف د سفارت او KGB له ویری سفارت ته راپور ورکړی وو چی امین ور څخه هیله کړیده چی د ده شخصی لیک بریژنف ته یوسی، پوزانوف او جنرال ایوانوف ورته ویلی ؤو چی ګاریلوف دی د امین لیک دوی ته وړی ترڅو چی د هغه له متن څخه خبرشی، ګاریلوف ورته ویلی ؤو چی د امین لیک ور سره نشته او وروسته به ئی اقبال وزیری ورته وړی، سفیر او د KGB نماینده دواړه په وارخطایی سره د شپی تر یوی بجی تلیفونونه کوی خو لیک درک ئی پیدا نه کړو، مالیک ګاریلوف ته په هوائی دګر کی هغه وخت ورکړ چی دی د الوتکی په زینه پورته شو ترڅو چی سفیر او د KGB نماینده ئی ونه ګوری، دالیک ګاریلوف د دفاع وزیر اوستینوف پلاس بریژنف ته رسولی وه، پوزانوف تبدیل شو، فکرت احمد جانوویچ چی د تاتارستان له جمهوریت څخه وه افغانستان ته ئی د شوروی اتحاد د نوی سفیر په ټوګه راولیږلو چی د هغه هیواد د کمونست ګوند د مرکزی کمیتی غړی ؤو خو شوروی مشران له امین سره دلیدنی په هکله چوپه خوله پاتی شول. » (۱۴۷ - ۱۴۸ مخونه).

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی لیکنه کی بیا هم له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژوغورلی او له خون آشام امین څخه ئی کلکه دفاع کړیده ځکه چی که چیری دی شعوری امینی نه وای نو د خون آشام امین شخصی لیک به ئی د دفاع د وزارت مشاور ګاریلوف ته د پوزانوف د تبدیلیدلو په خاطر به نوموړی ټوګه سره یعنی په هوائی دګرکی هغه وخت نه وای ورکړی چی هغه د الوتکی په زینه پورته شو ترڅو چی پوزانوف سفیر او د KGB غړو ته ئی ونه رسوی چی هغه بریژنف ته ورسوی او د هغه پر اساس پوزانوف له سفارت څخه تبدیل کړی او پرځای ئی بل سفیر را ولیږی او دلته مهمو ټکی دا دی چی امین د شخصی لیک د ورکولو چل خو خون آشام امین ده ته نه وه ورښودلی او همدا چل به خپله ده کړی وه او دا ځکه چی په امین باندی د ده ډیر سخت زړه بدیده او د هغه هره خبره به ئی په یوه شکل نه یوه شکل سره عملی کوله.

XXV :- د CIA جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمداقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د ثور د انقلاب له لومړی شیبی څخه د شوروی اتحاد استخباراتی دستګا هڅه کوی چی له خلقیانو څخه واک پرچمیانو ته ولیږدوی، د شوروی د پټی اداری اجنتانو کوښښ کاوه چی که وکولای شی د دسیسو د پکار اچولو له لاری سرته ورسوی او هغوی دسیسی یو پربل پسی کیدی او د دغو دسیسو له لاری ئی غوښتل چی له یوی خوا په مسکوکی هغه کسان چی په افغانستان کی له پوځی لاسوهنی سره مخالف ؤو پوځی لاسوهنی ته وهڅوی او له بلی خوا د ثور د انقلاب له لومړیو ورځو څخه په افغانستان کی د پوځی موجودیت په لټه کی ؤو ترڅو چی: په مناسبه شیبه کی مستقیمی پوځی لاسوهنی ته لاره هواره کړی او د تزاری روسیی پخوانیو خوبونو ته د عمل جامه واغوندی او ګرمو اوبو ته د رسیدو په لار کی دا مهم ستراتیژیک هیواد ونیسی.

پدی منظور د ثور انقلاب له بریالیتوب سره سمدلاسه د مخه تردی چی د افغانستان دموکراتیک جمهوریت په رسمیت وپیژنی د شوروی اتحاد مشرتابه د افغانستان له نویو مشرانو څخه و غوښتل چی افغانستان ته به له مسکو سره د مستقیمو اړیکو پخاطر د مخابری دستګاه درولیږو او د هغی د ساتنی لپاره به یو بلوک شوروی سرتیری ملګری وی. د افغانستان مشرتابه د شوروی اتحاد دا غوښتنه ومنله او دشوروی اتحاد د مخابری دستګاه په عسکری کلوپ کی ځای پرځای شوه او دشوروی اتحاد د سرو لښکرو لومړی سرتیری زمونږ د هیواد په سپیڅلی خاوره کی پلی شول، له دی موضوع څخه هغه وخت خبر شوم چی د هرات د پیښی لپاره له امین سره عسکری کلوپ ته ولاړم او له هغی دستګاه څخه ئی له شوروی اتحاد د دفاع له وزیر اوستینوف سره خبری وکړی ما هلته شوروی سرتیری ولیدل او بیا می له امین څخه پوښتنه وکړه او هغه پورتنی کیسه راته وکړه.

هغه وخت چی د پرچمیانو کودتاه چی د شورویانو په سلائي کوله کشف شوه او کارمل او یو شمیر اندیوالان ئی په بهر کی د پوزانوف په مرسته سفیران شول او وروسته یو شمیرنورئی د کشتمند او رفیع پشمول بندیان شول او وروسته ئی یوشمیر نوری دسیسی ناکامه شوی نو شوروی اتحاد په دی پلو چی د بګرام هوائی دګر دیر مهم دی او دهغه ساټنه دیره اړینه ده نو تره کی او امین ته ئی ویلی ؤو چی: دپراشوت یو کندک به درولیږو چی د دښمن د پاڅون په صورت کی د بګرام د هوائی دګر ساټنه وکړی پدی ترتیب د خلقیانو د ځواک په یوه مهم دګر کی شوروی اتحاد د پراشوت کندک ځای پرځای کړ چی له تره کی سره د شورویانو د وعدو سره سره ئی د اندروپوف د دسیسی له مخی مرسته ونه کړه او د ۱۳۷۶ ه ش کال د جدی په شپژمه نیټه ئی د خلقیانو پرضد ورڅخه کار واخیست او د دیرو خلقیانو وینی ئی و بهولی. د دی په څنګ کی دوی هڅه وکړه چی په یوه او بله پلمه د مشاورینو د موټر چلونکو، د ځینو جنرالانو د ساتونکو په نوم یو زیات شمیر د کماندو کسان هیواد ته راولی او په سفارت کی ئی ځای پر ځای کړی.

شوروی اتحاد د می MI24 او MI25 ډوله چورلکی هم زمونږ وسله وال پوځ ته ورکړی، د هغو د ورکولو پروسه دیره پیچلی وه، لومړی ئی د ځینو مشاورینو په ذریعه د هوائی پوځ قوماندانانو ته ویل چی: تره کی او امین ته وواېی چی له شوروی اتحاد څخه د ګولیوضد چورلکی وغواړی زمونږه ستا مشرانو به بیا د مشاورینو له لاری د دغو چورلکو د ورکړی غوښتنه وکړه، ددی موضوع پریکړه به د شوروی مشرانو له خوا دیره وځندیده، په پای کی چولکی افغانی لوری ته ور کړل شوی ولی یو شمیر تخنیکی وسایل به چی په جګړه کی ور څخه ښه ګته اخستل کیږی پکی نصب نه ؤو، بیا د هغوی پر ورکړه پوره وخت لګیده وروسته به پدی پلمه چی تاسی پیلوتان نلری تر هغه چی دا پیلوتان روزول کیږی په دغو چورلکو کی به شوروی پیلوتان الوتنی کوی. دا ډول شورویانو خپل پوځي شته والی زیادتره ترڅو د خلقیانو پرضد کودتاه کی ورڅخه ګټه واخلی. یوه ورځ زه: امین وغوښتلم کله چی جنرال ایوانوف راځی او ورسره یوازی وینی. ته می د دی لپاره را وغوښتل چی ژباړه وکړی. دا هغه وخت وه چی په ۱۳۵۸ ه ش کال کی بریژنف ژنیو ته د امریکا د جمهور رئیس کارتر سره د سالټ ۲ تړون د لاسلیک لپاره سفر کاوه. جنرال ایوانوف امین ته وویل چی پدی نږدی ورځو کی بریژنف له کارتر سره د کتڼی په موخه ژنیو ته سفر کوی او دی (جنرال ایوانوف) د بریژنف د امنیت د نیولو د مسئول په ټوګه ژنیو ته سفر کوی، که د تاسو استخبارات پدی هکله څه معلومات ترلاسه کړی نو له مونږ سره به مرسته کوی، بیائی د خبرو په ترڅ کی امین ته وویل چی: دوی (شوروی اتحاد) په کیوبا کی د هغه هیواد لپاره د پوځی پرسونل د روزنی لپاره د ښونی یو مرکزجوړ کړی دی چی په بیلوبیلو برخو کی دکیوبا د پوځ لپاره پرسونل روزوی، نو که د تاسو لپاره داسی پوځی روزنیز مرکز جوړ شی په دی هکله ستاسو نظر څه دی؟ امین ورته وویل چی: تاسو زمونږ په هیواد کی د آبادی هر کار کولای شی زمونږ د تأئید وړ دی. د حیرانتیا دوړ خبره خو دا ده چی د جدی د میاشتی له تیری وروسته په شوروی لیکنو کی په اصطلاح د افغانی مشرانو له خوا دا هم د شوروی پوځونو د غوښتنی په لت کی په سترګو کیږی خو ددغه مرکز د جوړیدو په نامه ئی د شوروی د راتلونکی تیری لپاره د خپل پوځی شته والی لپاره ګټه پورته کوله » ( ۱۴۸ - ۱۴۹ - ۱۵۰ - ۱۵۱ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: دا چی ده پخپله نوموړی لیکنه کی: لومړی داسی لیکړی دی چی شوروی اتحاد غوښتل چی « دتزاری روسیئی پخوانی خوبونو ته د عمل جامه ور واغوندی او ګرمو اوبو ته د رسیدو په لاره کی دا مهم ستراتیژیک هیواد ونیسی » نو دائی کاملاٌ درواغ اوچتیات ویلی دی ځکه چی: د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس پخوانی شوروی اتحاد هیڅکله او هیڅکله زمونږ د هیواد د نیولو عزم او پلان نه درلود او نه ئی نیولی ؤو او د نومړی هیواد نظامی او راغوښتل شوی قوا وی د دی لپاره راغلی وې چی د خون آشام امین او د ده دملګرو په وجود کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم د استعمارګرو او یرغلګرو نظامی قواؤو او یا د هغو د ګوداګیو پاکستانیو دولتی وحشی نظامی قواؤو مخه ونیسی او د هغوی مخه ئی په رښتیا سره هم ونیوله. او همدا رنګه دوهم: ده د پخوانی شوروی اتحاد د نوموړی نظامی قواوی د تزاری روسی نظامی قواوو سره برابر کړی دی چی دائی کاملاْ درواغ او بابولالی ویلی دی او دا ځکه چی:

- با شعوره او آګاه انسانان خوڅه کوی بلکی دیر کم شعوره او ساده سیاسی انسانان او حتی کوچنی ماشومان هم پدی باندی پوهیږی چی د تزاری روسی د قواؤو او د پخوانی شوروی اتحاد د قواؤو ترمنځ دومره لوی فرق موجود دی لکه د آسمان او ځمکی تر منځ، د توری شپی او د سپین رڼا ورځی اړ د تور او سپین ترمنځ چی کوم فرق موجود دی. او داهم باید ووایو چی تودو او ګرمو اوبو ته د تزاری روسیئی د قواؤو په تګ کی به د روسیئی د فیودالی استعمارګری او استثمارګری طبقی ګټی موجودی او خوندی وای او نوموړو اوبو ته د پخوانی شوروی اتحاد د عموی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو قوتونو په تګ کی به د نوموړی امپریالستی ضدصلح دوست هواد او ټول عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست کمپ او ټول عمومی مترقی بشریت ګټی موجوی او خوندی وای او نوموړو اوبوته د واقعاٌ علمی کمونستی قوتونو په تګ کی به د هم هغه هیواد او ټول نړیوال سوسیالستی کمپ او د ټولی نړی د کمونستی او کارګری ګوندونو او هم د ټولی نړی د کارګرانو، بزګرانو او نورو ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو ګټی موجودی او خوندی وی. او دریم: ده داسی هم لیکلی دی چی د ثور د انقلاب له پیل سره سم شوروی اتحاد:

۱- د مخابری یوه دستګاه راولیږله او د هغو د ساتنی لپاره ئی یو بلوک سرتیری هم را ولیږل.

۲ - د بګرام د هوائی دګر د ساتنی لپاره ئی یو کندک پراشوتی عسکر هم را ولیږل

۳ - بیا ئی د ځینو خپلو جنرالانو د ساتونکو په نوم یو زیات شمیر د کوماندو کسان را داخل کړل،

۴ - بیائی یو شمیر می۲۴ او می۲۵ ډوله چورلکی هم له پیلوتانو سره یوځای هم راولیږل.

۵ - زمونږ په هیوادکی ئی د روزنی یو مرکز جوړ کړ چی مطلب ئی دلته د خپل مشاورینو ځای پر ځای کول ؤو.

خو دلته داهم باید ووایو چی که چیری خائین او هیواد خرڅونکی اقبال وزیری شعوری امینی نه وای او له خون آشام امین څخه ئی دفاع نه کولای نونوموړی شوروی عسکرئی هم باید یرغلګر او متعرض سرتیری بللی وای خو ده چی نوموړی سرتیری ځکه یرغلګر او متعرض سرتیری ندی بللی چی همدا نومړی سرتیری د خون آشام امین په خوښه راغلی ؤو خو هغه یو شمیر عمومی راغوښتل شوی امپریالستی ضد صلح دوست پوځونه چی زمونږ له ټولو خلقی او ملی مترقی او انقلابی قوتونو سره یوځای ئی خون آشام امین او د خائین وزیری په شمول ئی د نورو ټولو شعوری امینیانو په سرکوبولو او سرنګونولو کی ئی فرعی رول ولوباوه یرغلګر او استثمارګر پوځونه بللی دی نو ځرنګه به د ده همدا نومړی خائینانه او جاسوسانه عمل د ګران افغانستان آګاه او باشعوره خلقیان، پرچمیان او نور ملی او دموکراتیک انقلابی قوتونه  او نور خلک تائید کړی؟ او مونږ دا وایو چی: هیڅوک به ئی تائید نه کړی او همدا چی که دی امینی نه وای نو خون آشام امین به ده ته د شوروی د مخابری د دستګاه د ساتونکو سرتیرو پټ راز نه وا ویلای. همدا رنګه دا چی ده پخپله نوموړی لیکنه کی داسی لیکلی دی چی: « نوموړو شورویو سربازانو او الوتکو د جدی په شپژمه د خلقیانو پرضد کودتاه کی فعاله ونده واخیستله » چی پدی توګه سره ده امینیانو ته خلقیان ویلی دی په داسی حال کی چی: د ټولنیز عینی واقعیت پراساس خون آشام امین او د خائین وزیری په شمول نور ټول شعوری امینیان او د هغوی اندیوالان (زیری، پنجشیری او میثاق) هیڅکله او هیڅکله واقعی او رښتینی خلقیان نه ؤو او نه دی ځکه چی دوی د واقعی خلقیانو نه پخلاکیدونکی دښمنان وو او دی او داهم وایو چی:

- لعنت او نفرین دی وی پر خون آشام امین او دخائین وزیری پشمول پرنورو ټولو شعوری امینیانو دا د (CIA) پر جاسوسانو! دا په تښو خولو، تښو ژبو او تښو نومونو خلقیانو او دا دخلقیانو پر اصلی قاتلانو او د هغوی پر نه پخلاکیدونکو شعوری دښمنانو باندی.

XXVI :- د (CIA ) جاسوس خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپلی نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « شورویان د ۱۹۷۹ کال دسمبر شپاړ لسمی نیتی له ناکامی دسیسی وروسته پدی پوه شول چی: پرچمیان په افغانستان او په خاصه ټوګه په وسله وال پوځ کی هیڅ نفوذ نلری او هغه پوځی قوتونه چی دوی افغانستان ته په بیلوبیلو پلمو له خلقیانو څخه پرچمیانو ته د واک د لیږدولو لپاره بسنه نه کوی له دی کبله شوروی مشرتابه افغانستان ته د یو سلو شلوزرو شوروی پوځ د ننوتلو لپاره د شرایط په برابرولو کار پیل کړ.

اندروپوف دی موخی ته د رسیدو لپاره په کابل کی خپل ځاګړی استاذی جنرال ایوانوف ته دنډه وسپارله جی افغانی چارواکو او په ځانګړی ټوګه امین ته ووایی چی د (KGB) د معلوماتو له مخی د پاکستان وسله وال پوځ پلان لری چی په نورستان برید وکړی او هغه ونیسی خو همدغه اندروپف د بریژنف د غولولو لپاره د همدغه ایوانوف په ذریعه مسکو ته بیا دپاکستان د منظمی اردو له خوا د کابل د نیولو راپور ورکوی. د دغه پلان له مخی به مجاهدین په نورستان کی مؤقتی حکومت اعلان کړی، د امریکا متحده ایالات، سعودی عربستان، پاکستان، چین او نور لویدیځ هیوادونه ئی سمدلاسه په رسمیت پیژنی، دا موضوع زښته جدی ده او میدای شی چی د دریمی نړیوالی جګړی دپیل ټکی شی. د پیښو د دغسی ودی د مخنیوی په موخه د مخه تر دی چی اشرار په نورستان کی مؤقتی حکومت اعلان کړی باید د افغانستان وسله وال پوځ په نورستان او بدخشان کی پوځی عملیات ترسره کړی، د نورستان د عملیاتو د ترسره کولو لپاره دی اوومه او اتمه فرقه ننګرهار ته واستول شی او د بدخشان د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د نهرین فرقه او یو غنډ له بامیانو څخه واستول شی. دا تشه چی له کابل څخه د پوځونو د لیږلو په نتیجه منځ ته راځی شوروی اتحاد تیار دی چی د هغی د ډکولو لپاره په مؤقتی ټوګه دری کندکونه درواستوی چی یو کندک په بالاحصار، بل کندک په بامیانو او دریم به په کیله ګی کی ځای پر ځای شی، په پای کی امین پرته له دی چی د حکومت له غړو او دسیاسی بیرو له غړو سره خبری وکړی پخپل سرئی د دریو کندکونو د رالیږلو هوکه له شورویانو سره کړی وه. .... د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدی په پنځمه نیټه دسیاسی بیرو د غوندی وروسته هغه وخت چی د ډوډی خوړلو خونی ته د ناشتی د خړلو لپاره د غوندی غړی ننوتل .......  دا هغه محال وه چی شوروی پوځونو د الوتکو په ذریعه د خواجه رواش هوائی دګرته به راتلو پیل کړی ؤو. د سیاسی بیرو د دی غوندی په پای کی زه او یو څه نور کسان را بلل شوی ؤو، په دغه غونده کی زما حضور له دی کبله وه چی په حربی پوهنتون کی د سیاسی فاکولتی جوړیدل وړاندیز څیړل کیده او هم هغه ورځ د جدی په پنځمه نیته د حربی پوهنتون په چوکات کی د سیاسی فاکولتی جوړیدل له رادیو او تلویزیون څخه اعلان شول له دغو دریو کندکونو څخه هغه کندک چی باید په بالاحصار کی ځای په ځای شوی وای د پوځی الوتکو په ذریعه باید د خواجه رواش هوائی دګر، هغه کندک چی په بامیانو کی ځای پر ځای شوی وای د بګران هوائی دګر ته او هغه کندک چی د کیلګی په دښته کی ځای په ځای شوی وای د مځکی له لاری یانی د حیرتانو د بندر له لاری رالیږل شوی وای. دا هم باید یاده کړم چی: امین له هغی وروسته چی د دوډی له خوړلو وروسته را و وتلو. له ما سره ئی ولیدل. دا کټنه د هغی غونډی په هکله وه چی سبا د جدی په شپژمه نیټه امین د وسله وال پوځ سیاسی کارکونکو ته وینا کوله هغه وویل چی: د شوروی د دریو کندکو په راتګ خفه دی ځکه چی: هغه د ثور د انقلاب ملی ارزښت کموی، امین زیاته کړه چی: شورویانو ته ئی ویلی دی چی د دغو دریو کندکونو سرتیری باید پټ وساتل شی چی افغانان ئی ونه وینی که نه نیمائی افغانان به هیواد پرږدی. د ده په وینا شورویانو دا پتیلی ده. هغه وخت چی افغانی قطعات د عملیاتو له کولو څخه بیرته راستانه شی د دوی دری کندکونه به سمدلاسه بیرته شوروی اتحاد ته استول کیږی ....... حفیظ الله امین له پاکستان سره د اړیکو په ښه کولو کی د نورمحمد تره کی په پله باندی ګام کیښود او د پاکستان له دولت سره ئی تماس ټینګ کړ، ضاؤالحق تیاری څدګند کړ چی په ټولو هغو وعدو چی له نورمحمد تره کی سره ئی کړی دی وفادار دی او له افغانستان سره سوله غواړی. امین د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت معین شاه محمد دوست پاکستان ته واستول، شاه محمد دوست او ورسره هیئت ئی د پاکستان د دولت او شخصاٌ د ضیاؤالحق له خوا ټود هرکلی سره مخامخ شو، هیئت بیرته راستون شو او امین ته ئی راپور وړاندی کړ.

شاه محمد دوست د کارمل نږدی ملګری له KGB سره ئی ټینګی اړیکی درلودی او د امین باورئی تر لاسه کړی وه. کله چی هغه په خپل سفر کی څرګند شوه چی د ډواړو هیوادو مشران په رښتیا سوله غواړی نو په بیړه ئی روسان له موضوع څخه خبر کړل. د ۱۹۷۹ کال د دسمبر د میاشتی د اتمی نیتی په غونده کی ګرومیکو د خپل راپور په ترڅ کی وویل چی « له دیپلوماتیکو کانالونو څخه ښکاری چی امین د لودیځ او د امریکا له متحده ایالاتو سره د نږدی کیدو لار لټوی، په دی هکله د امین او ضاؤالحق ترمنځ د وعدی کولو حقیقت دا راپه ګوته کوی چی د دسمبر په پای کی د پاکستان د لارښود استاذی آغاهاشمی کابل ته د خبرو لپاره ځی، امین به کټ مټ د لویدیځ یا متحده ایالاتو د را بللو لپاره له دغه کنال څخه ګټه واخلی. کله چی شورویان په دی پوه شول چی: د جدی د میاشتی په اتمه نیته آغاشاهی کابل ته ځی، د ضاؤالحق د راتلو نیته اعلانیږی نو: بیړه ئی وکړه چی په افغانستان باندی د خپل یرغل نیته د آغاشاهی له سفر څخه را د مخه کړی او د جدی په شپژمه نیټه ئی په افغانستان بانډی وسله وال یرغل وکړ او زمونږ هیواد ئی ونیو. شورویانو خپل اجنت ببرک کارمل واک ته ورساوه او اعلان ئی وکړ چی امین غوښتل چی د جدی په اتمه نیته کودتاه وکړی او ګلب الدین حکمتیار د صدراعظم په توګه وتاکی. شورویانو د افغانستان په نیولو سره د سولی او امنیت ټول امکانات له مینځه یووړل او زمونږ په بیوزله هیواد ئی یولوی ناورین منځ ته راووړ چی د هغه په نتیجه کی نه یوازی زمونږ ښکلی هیواد تباه شو بلکی د شوروی اتحاد د بربادی سبب هم شو.» (۱۵۲ - ۱۵۳ - ۱۵۴ - ۱۵۶ - ۱۵۷ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده په خپله نوموړی لیکنه کی دا کاملاٌ درواغ ویلی دی چی: پاکستان په نورستان باندی حمله نه کوله او پدی باب ئی اندروپف د یوه دسیسوی پلان د عملی کیدو په خاطر به درواغو سره تورن کړی دی. په داسی حال کی چی: اندروپوف د نوموړی پاکستانی حملی پا باب په بشپړه توګه سره رښتیا ویلی دی ځکه چی د پخوانی شوروی اتحاد عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی واکمنی ګوندی او دولتی رهبری د نوموړی هیواد د کمونست ګوند د تنی او صفوفو د اکثریت او د هغه هیواد د کارګرانو، بزګرانو او نورو تولو زیارایستونکو او ترستم لاندی خلکو د معنوی ارادوی فشار له امله هیڅکله او هیڅکله دا نه غوښتل چی د ثور انقلاب دی ناکام شی. یا دی د ثور انقلاب د سیمی هیوادوته انتقال نشی او یا دی زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د پاکستان او یا د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم نظامی وحشی استعمارګر او یرغلګر قوتونه پلی شی اوله بله پلوه خون آشام امین هم دومره لیونی ناپوهه او کوچنی هلک نه وه چی: ده دی له جنرال ایوانوف سره له مؤثقو اسنادو او شواهدو پرته په نورستان باندی د پاکستان نظامی حمله منلی وی او هم دی ده دهغوی په وړاندی د پخوانی شوروی اتحاد د دری نظامی کندک سرتیری راغوښتی وی او هر هغه څوک چی سیاسی شعوری سطحه ئی دیره ټیټه هم وی د خائین وزیری نوموړی لیکنه ولولی په دی باندی به خامخا پوهیږی چی خائین وزیری درواغ ویلی دی او داهم وایو چی: خائین وزیری په هم هغه وخت کی دشوروی اتحاد د نوموړی دری کندکه نظامی سرتیری یرغلګر او نیواکګر قوتونه نه دی بللی ځکه چی نوموړی قوتونه د ده د استاد او رهبر خون آشام امین له خوا را غوښتل شوی ؤو خوکله چی: نوموړو قوتونو د خون آشام امین او د هغه د فاشیستی او وینو بهونکی رژیم په له مینځه وړلو کی په عمومی نسبی امپریالستی ټوګه سره د افغانستان له ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو قوتونو سره د خپل فرعی رول په چوکات کی مرسته وکړه نو له هغه وروسته ئی بیا نوموړی قوتونه استعمارګر او نیواکګر قوتونه بللی دی چی پدی ټوګه سره ده بیا هم له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغورلی او له وحشی او خون آشام امین او د هغه تر مشری لاندی ئی له خپل ملی دموکراتیک ګوند څخه دفاع کړی ده چی د ده همدغه دفاع په بشپړه ټوګه سره د ده شعوری امینیتوب ثابتوی. او دا هم باید یاده کړو چی: خون آشام امین پدی خاطر نوموړ دریو کندکونو شورویو سرتیرو زمونږ هیواد ته په مؤقتی ټوګه سره د داخلیدو اجازه ورکړه چی پدی چل او نیرنګ سره د ده له موافقی او مشاوری سره سم په پاکستان کی له افغانی ارتجاعی او انقلابی ضد ګروپونو د یوه لوی او یا کوچنی ائتلاف په جولوړلو سره د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم په خوښه اورضایت نوموړو پاکستانی او یا امریکائی امپریالستی یرغلګرو نظامی قوتونو راداخلولو ته زمینه مساعده کړی او زمونږ په عقیده نومړو پاکستانیو نظامی قواؤو د خون آشام امین له اجازی څخه پرته پر نورستان باندی د حملی نیت درلود. او خون آشام امین په نوموړی چل او نیرنګ سره غوښتل چی: نوموړو پاکستانیو او یا امریکائیو نظامی استعمارګرو قواؤو ته د یوی خمیری اویا اخټو د پزی په جولولو سره نسبی قانونی بڼه ورکړی او دی او دده ملګری په راتلونکی حکومت کی ښه ونده واخلی. او خون آشام امین دا هم غوښتل چی: کله چی: نوموړو پاکستانیو او یا امریکائیو نظامی وحشی قواؤو راتګ ته د ده له موافقی او مشاوری سره سم زمینه مساعده شی، نو بیا به سمدلاسه نوموړو دریو شوروی نظامی کندکونو ته له هیواد څخه د وتلو امر صادر کړی او له دی امله ئی له خپل شاګرد خائین وزیری سره دا مشاوره کړی ده چی د نوموړو دریو کندکونو د راداخلیدو راز باید پټ وساتل شی او پدی راز باید پټه هیڅوک خبره نشی او دا چی: خون آشام امین له دی سره همدغه نوموړی پټ راز شریک کړی دی په دی وجه هم د خائین وزیری شعوری امینیتوب او د خون آشام امین تر رهبری لاندی د ده دملی دموکراتیک ګوند غړیتوب ثابتیږی. او خائین وزیری دا هم کاملاٌ درواغ ویلی دی چی: حفیظ الله امین د افغانستان او پاکستان د دولتونو ترمنځ د اړیکو او مناسباتو د نورمالولو او ښه کولو په خاطر د تره کی په پله باندی ګام کیښود یعنی: په هاوانا کی د تره کی او ضاؤالحق ترمنځ د موافقی د عملی کیدو په خاطرئی له پاکستان سره په خبرو پیل وکړ، خو همدغه بی پته وزیری پدی ځای کی هیڅ داسی ندی لیکلی چی خون آشام حفیظ الله امین د نورمحمد تره کی په خوله باندی په بالښت ایښودلو او د بالښت پواسطه د هغه په وژلو سره د چا په ګامونو بندی خپل ګام ایښودلی وه؟ او مونږ پدی باب دا وایوچی: د (CIA) او دا د امپریالستی دولت او د پاکستان او ایران د خلقی ضد او ارتجاعی دولتونو د مشرانو په پلونو باندی خپل ګام ایښودلی وه او دا ځکه چی: نورمحمد تره کی خو د هاوانا له سفر څخه دبیرته راګرځیدو په وخت کی د شوروی اتحاد له عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستی واکمنی ګوندی او دولتی رهبری سره په مشاوره کی د وحشی او خون آشام حفیظ الله امین دله میخه وړلو تصیم ونیو چی متأسفانه د خپلی بی کفایتی، ساده ګی او خوشباوری له امله ئی د خون آشام امین او امینیانو له خوا ئی په خپل رنګ کی کوټ او باوڼ وخوړ! او همدا رنګه پدی باب د تره کی او خون آشام امین په نیتونو باندی پخپلو مخکینو لیکنیو کی هم غږیدلی یو او همدا رنګه خائین وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی دا هم لیکلی دی چی: « د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ د الیکو پّ ښه کیدلو سره زمونږ په هیواد افغانستان کی کاملاٌ سوله او امنیت برقراریده ». او داهم په بشپړه درواغ او چتیات ویلی دی ځکه چی: د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس د افغانستان، پاکستان او ایران د دولتونو تر منځ هیڅکله او هیځکله د کارګرانو، بزګرانو او نورو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو په ګټه ژور او اساسی اړیکی او مناسبات نه ښه کیدل و په ژوره او اساسی ټوګه سره د خلکو په ګټه عادلانه سوله او عام وتام امنیت نه تینګیده او خون آشام امین او دهغه فاشیستی، وحشی او خلقی ضد رژیم په نهائی تحلیل کی بالآخره د پاکستان او یائی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم د استعمارګرو قواوو له حضور او موجودیت څخه پرته هیڅکله او هیڅکله پخپل حال نه پاتی کیده او دا ځکه چی:

۱ - پدی باب مو د همدی علمی نقد په مخکینیو پانو کی هم د خون آشام امین او د ده د ملګرو له خائینانه خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) کړووړو څخه یادونه کړیده چی پدی ځای کی د دوهم ځل لپاره د هغو لیکل لازم نه بولو او فقط دومره وایو چی: چی په دی ترتیب سره د خون آشام امین او دهغه شعوری ملګرو او حامیانو له خوا په نوموړو عناصرو او قوتونو باندی چی همدی علمی نقد په مخکینیو پانو کی مو یادونه تری کړیده د ډول ډول مادی او معنوی چلو په نتیجه کی نوموړی عناصر او قوتونه او هم د هغوی د غیر شعوری پلویانو مطلق اکثریت ذهناٌ د خون آشام امین او د هغه د شعوری ملګرو او حامیانو سخت دښمنان شول او بی حده کینه او دښمنی ئی ورسره پیدا شوه او سخت تنفر، نفرت او کرکه ئی ورڅخه ښکاره شوه او پدی ډول سره له خلکو څخه په ملی، سیمه ییزی او نړیوال کچی سره د خون آشام امین او د هغه د شعوری ملګرو او حامیانو د تجرید، ګوښه توب او بیلوالی پروسه د پخوا په نسبت دیره چټکه او ګړندوی شوه او لا نور هم ورځ پورځ چټکه او ګړندی کیدله او دا هم وایو چی: د جلاد او خون آشام امین د شعوری او غیر شعوری ملګرو او پلویانو شمیر زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکترعبدالکریم زرغون او هم د شهید ملګری لعل پادشاه پشمول زمونږ د یو شمیر نورو نومړو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شهیدانو ملګرو چی د هغوی نومونه مو د همدی علمی نقد په مخکینیو پانو ذکر کړی دی او همدارنګه د نورمحمد تره کی په ژوندانه کی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند تقریباٌ شپژمه برخه تشکیلوله او زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس اورهبر شهید داکتر زرغون پشمول زمونږ د نوموړو شهیدانو ملګرو له شهادت او همدا رنګه د خون آشام امین له لارښونو سره سم د هغه د یوه فاسدالاخلاقه صاحب منصب ملګری او شاګرد روزی خان نومی له خوا د نورمحمد تره کی په خوله باندی د بالښت له ایښیدلو او د بالښت په واسطه سره د هغه له وژلو څخه وروسته د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د تنی او صفوفو مطلق اکثریت له وحشی حفیظ الله امین او د هغه له شعوری ملګرو او پلویانو څخه دیر سخت متنفر شو، نو د خون آشام امین د ملګرو او پلویانو شمیر د نوموړی ګوند د خلقی جناح تقریباٌ پنځلسمی برخی ته را ټیټ شواو ورځ په ورځ لانور هم راټیټ او په سرعت سره زمونږ انقلابی سازمان او توموړو د تره کی تش په نامه پلویانو ته راواویستل.

۲ - له بله پلوه په پاکستان او ایران کی خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونه، تنظیمونه، ډلی او تپلی چی په خپلو مخکینیو لیکنو کی مو د هغوی نومونه لیکلی دی ( اخوان الشیاطین) د ګلب الدین حکمت یار، مولوی خالص، سیاف، پیرسید احمد ګیلانی، مولوی محمد نبی محمدی، مسعود، برهان الدین ربانی او داسی نورو په مشریو هم د افغانستان د خلکو، د ثور د انقلاب او د خون آشام امین او د هغه د ملګرو سرسخت دښمنان ؤو ځکه چی: خون آشام امین خو یواځی مونږ ته معلوم وه چی هم دی او هم ئی هم ئی ملګری واقعاٌ خلقیان نه وو بلکی د (CIA) پټ جاسوسان او د افغانستان د پت او مخفی ملی دموکراتیک ګوند غړی ؤو او ملی دموکراتان ؤو او نوموړو او نوموړو ګروپونو پر ده او د ده په ملګرو پاندی د واقعی خلقیانو فکر کاوه او نوموړی هری یوی دلی کوښښ کاوه چی خون آشام امین له دولت څخه وغوځوی، د ثور انقلاب ناکام کړی او د هیواد دولتی او حکومتی واک پخپلو لاسوکی ونیسی او نوموړو ګروپونه ځینی د ثور له انقلاب څخه مخکی او ځینی له انقلاب څخه وروسته پاکستان او ایران ته تښتیدلی ؤو

۳- له بله پلوه د پاکستان او ایران خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) ارتجاعی او ګوداګیو دولتونو د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغه د اندیوالانو له پټو او څرګندو، مستقیمو او غیرمستقیمو لارښونو سره سم زمونږ د هیواد یوشمیر تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو او تنظیمونو ته پخپل خاورو کی ځایونه ورکړی ؤو او کمپونه ئی ورته جوړکړی ؤو، دوی پدی ګمان چی امین او ملګری ئی خلقیان دی د خون آشام امین او د هغه د ملګرو دښمنان ؤو. نوموړو دولتونو د دی لپاره چی د ثور انقلاب د دوی هیوادونو ته ور انتقال نشی او هغه په ملیاردونو دالرو مرستی چی د امریکائی امپریالیزم په مشری له نړیوال امپریالیزم او نورو نړیوالو ارتجاعی دولتی منابعو او سرچینو څخه ئی په پټه یا څرګنده توګه سره تر لاسه  کولی د هغوی اکثریت برخه په خپلو دولتونو باندی مصرف کړی او اقلیت برخه ئی نوموړو تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو ته ورکړی او هغوی پری ملبس او تغذیه کړی او همدا رنګه: له نوموړو نړیوالو امپریالستی او ارتجاعی دولتونو څخه ډول ډول وړی او ډرونی وسلی او وسایط واخلی او نوموړی تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونه او باندونه پری سمبال او مجهز کړی، هغوی ته جنګی روزنه او تربیه ورکړی او زمونږ هیواد ته ئی د ورانکاری او جنګ کولو لپاره راولیږی او نوموړو دولتونو کوښښ کاوه چی: د نوموړو تش په نامه افغانی او اسلامی ګروپونو، تنظیمونو او باندونو پواسطه سره امین او دهغه ملګری سرنګون او له مینځه یوسی او د هغوی دولت نسکور او سرکوب کړی او د هغه پرځای د نوموړو تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو د خپلی خوښی او ګوداګی حکومت کښینوی او د ثور انقلاب له بشپړی ماتی سره مخامخ کړی. او داهم وایو چی: نوموړو پاکستانی او ارتجاعی دولتونو پخپله دومره ډول ډول جنګی وسلی، مهمات او وسایط نه لرل او نه ئی دومره پیسی لرلی چی نوموړو تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو ته ئی ورکړی. هغوی پری مجهز، مسلح، تغذیه او ملبس کړی او د خون آشام امین او امینیانو او د افغانستان د خلکو او هم د ثور د انقلاب پرضد ئی وجنګوی او د ثور انقلاب پری ناکام کړی ترڅو چی د دوی هیوادونو ته زمونږ د ثور انقلاب ور انتقال نشی. او همدا رنګه د پاکستان او ایران ارتجاعی او ګوداګیو دولتونو او حکومتونو د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو له خوښی، رضایت او اجازی څخه پرته پخپل سر هیڅه هم نشول کولای او نه ئی څه کول، نو لدی څخه په بشپړه توګه سره دا په ثبوت رسیږی چی:

پاکستانی او ایرانی ارتجاعی او ګوداګیو دولتونو هیڅکله او هیڅکله د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال او د هغوی د اندیوالانو او هم د ځینو نورو نړیوالو ارتجاعی دولتی منابعو او سرچینو له لارښوونو، مشاورو او موافقو او اجازی څخه پرته پخپل سر له خون آشام امین او اومینیانو سره بنیاداٌ، تهداباٌ او اساساٌ د خلکو او د ثور د انقلاب په ګټه عملاٌ خپل دولتی مناسبات او اړیکی نه ټینګول او نه ئی ټیګولای شول او نه ئی زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د خلکو او د ثور د انقلاب په ګټه عملاٌ عادلانه سوله او امنیت راوستل او نه ئی راوستلای شول! فلهذا په دی باب د خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری له خوشیو تشیو بابولالو، برغزو او حلوتو له غږولو څخه پرته بل څه نده او نه به ئی،

۴ - اوله بله پلوه: د امریکائی امپریالیزم په مشری نړیوال امپریالیزم او د هغو اندیوالانو او هم ځینو نورو نړیوالو ارتجاعی دولتی منابعو او سرچینو غوښتل چی: په هرشکل چی وی باید پاکستان، ایران او د سیمی ځینو نورو دولتونو ته د ثور د انقلاب د را انتقالیدو او د پخوانی شوروی اتحاد د نفوذ مخه ونیسی، نو پدی خاطر ئی له یوه پلوه له خون آشام امین سره په دیره پټه ټوګه خپل ارتباطات او اړیکی تینګول او پیاوړی کول او له بله پلوه ئی تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونوته چی په پاکستان او ایران کی میشته شوی ؤو، وسلی، مهمات او جنګی وسایط په ملیاردونو په ښکاره ډول د پاکستان او ایران د ارتجاعی او ګوداګیو دولتونو له لاری ډول ډول وړی او درڼی وسلی، مهمات او جنګی وسایط په ملیاردونو دالره نغدی پیسی او خوراکی او پوشاکی موادو ورکول. او هم ئی غوښتل چی بالآخره زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د خون آشام امین او د هغه د ملګرو په موجودیت او له هغوی سره د نوموړو تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو په یوه کوچنی او یا لوی ائتلاف کی د خپل خوښی یو داسی ګوداګی حکومت راوړی چی په هغه کی د علمی جهانبینی او هم د ثور د انقلاب د ارزښتونو او آروانونو هیڅ نښی او نښانی موجودی نه وی. او همدا رنګه په افغانستان کی د پاکستان او یا د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو استعمارګرو او یرغلګرو نظامی قواوو ته د دخول اجازه ورکړی او په دی ترتیب نوموړی تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونه او هم خون آشام امین په خپلو منځوکی یو له بله سره پخلا کاندی، نوموړی شوم او خلقی ضد هدف ته د ورسیدو په خاطر یو څه ناڅه وخت پکار وه او له بله پلوه خون آشام امین او د ده ملګری هم کاملاٌ پدی باندی پوه شوی وو چی د خپلو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ  کمونستی ضد) کړو وړو پر اساس: په بشپړه توګه سره له ټول خلقی، او ملی دموکراتیک انقلابی جنبش څخه تجرید شوی دی او دوی د (CIA) له لارښونو سره سم له اول څخه د همدغه تجریدتوب په هیله وو، نو د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم له نوموړی خائنانه، رزیلانه او غیر عادلانه پلان له تطبیق سره ئی هم کاملاٌ توافق درلوډ او ځکه ئی د پاکستان او ایران له ارتجاعی او ګوداګیو دولتونو سره په نوموړی دول پټو او ښکاره خبری او اترو باندی پیل کړی وه او مونږ په عمومی نسبی ټوګه سره داسی وایو چی: خوشبختانه: د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدی د میاشتی په شپژمه نیته د ډوی ترمنځ نوموړی خبری او اتری زمونږ د هیواد د تولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو او هم د پخوانی شوروی اتحاد د عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستی ګوندی او دولتی رهبری د انقلابی کړووړو پر اساس د نوموړی هیواد د یوه شمیر عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی پوځونو د راتګ له امله له صفر سره ضرب شوی ، عملی جامه ئی وانه غوستله او له خاورو سره یوځای خاوروته وسپارلی شوی او داهم باید ووایو چی پدی باب: شاه محمد دوست که څه هم یو رویژیونست وه خو بیاهم په خاص کی نه بلکی په عموم کی د ده په نسبت خون آشام امین او شعوری امینیان یو په سله د خلکو ګټو ته خائین، مضر او خطرنام ؤو او دی. او کله چی شاه محمد دوست د خون آشام امین او ضیاؤالحق تر مینځ په پټو او ښکاره خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد رازونو باندی کاملاٌ و پوهیده نوئی فوراٌ: د مارکسیستی خلقی دموکراسی انقلابی وجدان له مخی څخه نه بلکی: د خپل ملی دموکراسی انقلابی وجدان له مخی د دوی د نوموړو خائینانه رازونو په باب ببرک کارمل د عمومی خلقیانو نورو تیښتدلو اشخاصو او د هغوی له لاری د شوروی اتحاد د عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی ګوندی او دولتی رهبری ته مکمل راپور ورکړ او په دی باب مونږ هم پخپل نوبت سره په خاص کی نه بلکی په عموم کی د خون آشام او جلاد امین او د وزیری پشمول د ټولو شعوری امینیانو او د هغوی کورنیو او باندینیو حامیانو په نسبت له ده څخه مننه ادأ کوو ځکه چی د عینی واقعیت پراساس ده د خون آشام امین او ضیاؤالحق تر منځ د نوموړو پټو خائینانه پلانونو په هکله له هرډول شک او تر دید څخه پرته کالاٌ رښتیا ویلی دی ځکه چی د خون آشام امین او امینیانو له نوموړو خائینانه پلانونو څخه پرته بل هیڅ ډول کړه وړه نه تر سره کول. او خائین وزیری پدی باب کاملاٌ درواغ ویلی دی او دا چی خائین وزیری لیکلی دی چی: شورویانو د سولی او امنیت ټول امکانات له مینځه یوړل او زمونږ پرهیواد باندی د شورویانو د یرغل په نتیجه کی نه یوازی زمونږهیواد تباه شو بلکی نوموړی یرغل پخپله د شوروی اتحاد دبربادی سبب هم شوی، نو: دائی هم کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی: د تولنیز عینی واقعیت پر اساس دشوروی اتحاد د یوه شمیرعمومی نړیوالو راغوښتل شوو امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی پوځونو په راټګ سره نه یوازی دا چی زمونږ په هیواد کی ئی د سولی او امنیت امکانات له مینځه څخه یونه وړل بلکی په خاص کی نه بلکی په عمومی نسبی ټوګه سره ئی سوله او امنیت تأمین کړل او همدارنګه د نوموړو پوځونو راتګ زمونږ د هیواد د بربادی سبب نه بلکی په خاص یعنی دخلقی دموکراسی د ژورو اصلاحاتو د انجام په چوکات کی نه بلکی په عمومی نسبی ټوګه سره د ملی دموکراسی د سطحی اصلاحاتو د انجام په چوکات کی زمونږ د هیواد د آبادی سبب شو او د افغانستان د خلکو د پخوانی دموکراتیک ګوند یعنی خاص او عام خلقیان اوپرچمیان او د ثور انقلاب ئی د خپل فرعی رول په لوبولو سره په هم هغه وخت کی له نابودی او ناکامی څخه وساتل. او د خون آشام امین او امینیانو او دهغوی د امریکائی او نورو نړیوالو امبریالستی بادارانو او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو له وحشی او یرغلګرو منګلو څخه ئی وژغورل او د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند انقلابی غړی ئی د پخوا په نسبت ښه وروزل او پاخه ئی کړل او کله چی د ۱۳۶۷ ه ش کال د دلو د میاشتی په اوه ویشتمه نیټه د خائین میخائیل ګرباچف او د خائین ایلسین، د دوی د شعوری ملګرو دا د (CIA) له خوا روزل شوو او د هغی له خوا په دالر اخیستل شوو اشخاصو د مارکسیستی ضد کړنلاری په اساس زمونږ له هیواد څخه ووتل او زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ئی د (زخم خون چکان) یعنی د داسی ټپ په حال کی چی وینی تری څیڅیدلی پریښود او زمونږ د هیواد واک ئی خپل ګوداګی او هیواد پلوری مزدورو چی د (ګاو او قصاب) په نامه ئی شهرت درلوډ ډاکتر نجیبالله ته پریښود چی له څومودی وروسته د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د پاکستان او ایران د ګوداګیانو (افغانی اخوان الشیاطینی) په لاسو کی زمونږ د هیواد دولتی او حکومتی واکی ولویدلی او بالآخره زمونږ ښکلی هیوادئی برباد، ویجاړ او په ړنګه کندواله بدل کړ. او دا هم د یادولو او دلیکلو وړ بولوچی: دا هم کاملاٌ یو ټلنیز عینی واقعیت دی چی زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان د پخوانی شوروی پوځونو په راتګ سره هیڅکله او هیڅکله پخپله له پخوانی شوروی اتحاد نه دی برباد شوی او د پخوانی شوروی اتحاد د بربادی او تجزیی په باب پخپلو مخکینیو لیکنو کی مفصلاٌ او علماٌ غږیدلی یو او په دی ځای کی د هغوی لیکل لازم نه بولو. فلهذا د نوموړو واقعاٌ علمی، منطقی او عینی نه ماتیدونکو دلایلو پراساس دی نتیجی ته رسیږو چی: که چیری: په نوموړی وخت او زمان سره د پخوانی شوروی اتحاد نوموړی نظامی پوځونه زمونږ هیواد ته را داخل شوی نه وای نو فوراٌ د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم استعمارګر او چپاولګر پوځونه د خون آشام امین او د یوه شمیر افغانی انقلاب ضد تش په نامه افغانی او اسلامی ګروپونو په موجودیت کی زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته را داخلیدل چی: نوموړی وحشیانه او استعمارګرانه عمل به یو په سله زیان زمونږ د ګټو پرضد مضر او خطرناک وای ځکه چی د نوموړو پاکستانیو او یا نړیوال امپریالستی استعمارګرو نظامی پوځونو له موجودیت څخه پرته خون آشام امین او د هغه فاشیستی رژیم نور هیڅ دوام نشو کولای او په همدی خاطر ئینوموړو پاکستانیو او نړیوالو امپریالستی پوځونو ته زمونږ هیواد ته د را داخلیدو اجازه ورکوله او که چیری نوموړی پاکستانی او یا نړیوال امپریالستی نظامی پوځونه زمونږ په خاوره کی نه پلی کیدلای نومونږ هم نوموړی شوروی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست نظامی پوځونه راغوښتل او دا ځکه چی زمونږ خاصو او عامو خلقیانو، پرچمیانو او نرو تولو ملی دموکراتیکو قوتونو به هم خون آشام امین او هم د هغه وحشی او فاشیستی رژیم نور هیڅ دوام ته نه وای پریښودلای او له مینځه به مو وړی وای. او دا هم په مکرره توګه سره وایو چی نوموړو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو راغوښتل شوو نظامی پوځونو هیڅکله او هیڅکله عمده، اساسی او بنیادی استعماری او یرغلګره او چپاولګره بڼه نه درلودله.

XXVII :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د جدی په شپژمه زما لیدنی او کټنی: د جدی په شپژمه نیته د سهار په مهال زه یوی پوځی قطعی ته تللی وم چی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د غړیتوب کارتونه د هغی قطعی د ګوند غړو ته وویشم، پدی ورځ له مخکینی پلان سره سم د ماپیښین په دوو بجو حفیظ الله امین د وسله وال پوځ د سیاسی ارګانونو منسوبینو ته وینا کوله او ما هم د وسله وال پوځ دسیاسی ارګانونو په نماینده ګی متقابله وینا باید کړی وای، زه له خپل مرستیال محمد هاشم سره یوځای د دارالامان مانی ته ولاړو، مانی ته د ننوتلو په مهال مو ولیدل چی د امین یاوران د تلو په وخت کی تمبیږی. د امین یاور راته وویل چی: د امین د روغتیا حالت دیر ناوړه دی. زه سمدلاسه حفیظ الله امین ته ورغلم چی د هغه حالت پخپله ووینم. هغه پخپل چپرکت کی پروت وه خولی ئی څګ کاوه، د ګارد د قوماندان جانداد څخه می پوښتنه وکړه چی څه پیښه شویده؟ هغه راته وویل چی: امین او د سیاسی بیرو غړو ته په دوډی کی زهر ورکول شوی دی، نور ملګری روغتون ته وړل شوی دی او یوازی پنجشیری روغ دی، زه په بیړه د غوندی تالار ته ولاړم او وسله وال پوځ سیاسی کارکونکی د غوندی د پیل کیدو په هیله په تالار کی ناست وو، ما هغوی ته اعلان وکړ چی امین ناجوړه دی او نن وینا نشی کولای او هغوی می رخصت کړل ............... ما چی سیاسی کارکونکو رخصت کړل په بیړه امین ته را وګرځیدم، په همدی شیبه کی تلیفون راغی او د تلیفون غوږی می را واخیسته، ګورم چی د شووی اتحاد سفیر تابیعیف دشوروی له سفارت څخه خبری کوی نوموړی وویل چی: غواړی له امین سره خبری وکړی، ما دشوروی سفیرته وویل چی امین ناجوړه او بیهوشه دی اوس خبری نشی کولای هغه وویل چی غوښتل ئی چی د شوروی اتحاد د بهرنیو چارو د وزیر ګرومیکو پیغام ورته ورسوی او د شپی په خبرونو کی د شوروی اتحاد د دریو کنډکونو اعلان د رادیو او تلویزیون له لاری خپور شی. فکرکوم چی: د سفیر موخه دا وه چی په امین باندی د زهرو له تأثیر څخه خبر شی او داسی وښائی چی ګوند ئی له پیښی څخه خبر ندی. دارنګه ګمان کوم چی له دریو کندکونو څخه یادونه د دی لپاره وی چی مونږ غافله کړی، وروسته له دی چی دشوروی د سفیر خبری خلاص شوی جانداد ماته وویل چی پوځی روغتون ته ئی تلیفون کړی دی او د امین د درملنی لباره ئی داکټران راغوښتی دی، خوما د دی لپاره چی د امین د روغتیا وضعه دیره جدی وه او له پوځی روغتون څخه د راټګ له مخه که وګړای شم یو بل داکټر پیدا کړم نو سمدلاسه شوروی سفارت ته ولاړم چی له هغه ځایه څخه چی د دارالامان مانی ته ډیره نږدی وه یو شوروی ډاکټر رالم، زه چی سفارت ته ننه وتلم له دوهم پوړ څخه شوروی سفیر په زینو راکوز شو، روغبړ مو سره وکړ او ورته می ویل چی که له سفارت څخه په بیړه یو ډاکټر راسره ولیږی ترڅو چی له پوځی روغتون څخه ډاکټران را رسیږی لومړنی مرسته وکړی، هغه راته وویل چی تاسی انتظار وباسی ډاکټر به پیدا کړو، هغوی د ډاکټر د تیارولو په پلمه زیات وخت تیر کړ او په پای کی ډاکټر تیار شو او یو ژبالونکی چی د یما نومیده او پخوا د وسله وال پوځ د سیاسی ریاست ژباړونکی وه هم را سره ولیږلو. باید یادونه وکړم چی: د یما له سیاسی ریاست څخه ناپلاتین پدی سبب وشړلو چی دهغه راپورونه ئی د (KGB) استازی ته وړل او پخپله د دغه سازمان غړی وه. مونږ دریواړه یوځای په بیړه د دارالامان مانی ته ولاړو، مونږ چی د امین خونی ته ننوتو که ګورو ترمونږ د مخه له پوځی روغتون څخه ډاکتر ولایت او یو شوروی ډاکتر د امین په درملنی لګیا دی. په دغه مهال کی: فقیر محمد فقیر د کورنیو چارو وزیر، د هغه مرستیال مصطفی، د مرکزی قول اردو د سیاسی څانګی آمر حبیب الرحمن، د پوځی کام رئیس اسدالله او ورپسی د پوهنی وزیر محمد سالم مسعودی راغلل، د ډاکترانو د پرلپسو هڅو له امله د امین وضع ګام په ګام ښه کیده او مازدیګر ټه په هوش راغی او سترګی ئی وغړولی یو څه وخت وروسته ئی خبری وکړی او دی ته ئی پام شو چی دا څه پیښ شوی دی؟ ......... په دی مهال د هوائی پوځ قوماندان حسین خان امین ته تلیفون وکړ چی شورویان پخپل سر د خواجه رواش په هوائی دګر کی حرکت کوی، دا تلیفون یوازی د هغو تلیفونونه په جمله کی ؤو چی یوازی ئی له امین سره الیکی درلودی، خو امین هغه ته د ده تشویش بیځایه وباله. یوه شیبه وروسته ډاکټرانو وویل چی: امین استراحت ته اړتیا لری، که تاسی لاړشی ښه به وی. مونږ را ووتو، زه او فقیر په یوه موتر کی او مصطفی، حبیب الرحمن او اسدالله په بل موتر کی کښیناستو او د ملی دفاع د وزارت په لوری روان شوو. دملی دفاع وزارت په دی نږدی ورځو کی دموزیم په ودانی کی ځا په ځای شوی وه، مونږ د دارالامان مانی ته د دفاع وزارت ته په لاره وه چی یوه لویه چاودنه وشوه، دا چاودنه د مخابراتو او تلیفونی اړیکو د پری کولو په منظور شوی وه. او لا دمخه شورویانو هلته بم ځای په ځای کړی وو، مونږ د ملی دفاع وزارت راغلو، زه او فقیر دوهم پوړ ته په زینه پورته شوو او دا دری تنه ملګری هم راپسی دی، په دوهم پوړ کی د دهلیز په یوه سر کی د سیاسی چارو د رایست دفتر او په بل سر کی د ستر درستیز دفتر دی. دوهم پوړ ته چی را وختو ګورو چی د ودانی د دوهم پوړ په دهلیز کی روسی کوماندو سرتیری له کلاشینکوفونو سره تیارسی ولاړ دی مونږ د ستر درستیز دفتر ته ننوتو له لوی درستیز سره په میز روسی جنرال چی د کوماندو دریشی ئی اغوستی وه او څو تنه نور ورسره دی ناست دی.

دستر درستیز د دفتر شاته د بالاپوشونو د ځړلو ځای او تشناب دی او د هغی تر شاه د خوب خونه پرته ده. ما او فقیر او له یعقوب او شوروی میلمنو سره روغبړ وکړ او د بالاپوشونو دایستلو لپاره دی بل کوتی ته ورننوتلو بالا پوشونه مو لا ځړولی نه وو چی ډزی پیل شوی، مونږ په بیړه سره دستر درستیز د خوب خونی ته ننوتو او په مونږ پسی یعقوب او مصطفی را ننوتل او حبیب او اسد د تشناب خونی ته ننوتلی وو. د لوی درستیز د خوب خونی دوی دروازی درلودی چی یوه ئی د تشناب دخونی په لور او بله ئی د دهلیز په لور وه، په مونږ باندی د دواړو دروازو له خوا ډزی کیدی، دیره خطرناکه دا وه چی د لوی درستیز تر کټ لاندی یوشمیر لاسی بمونه پراته وو او د دی ویره وه چی که کومه ګولی ورباندی ولګیږی نو بمونه به وچوی او مونږ به توله ځای په ځای له مینځه ولاړ شو. د ستر درستیز د خونی له کړکی نه چی د دارالامان د مانی لوری ته وه د شوروی له هغه کندک څخه چی د امین د ساتنی په نامه ئی هلته ځای په ځای کړی وه د سرو ګولیو باران اوریده، دلوی درستیز او روسی جنرال د خبرو له جریان څخه خبر نشوو خو وروسته چی لوی درستیز او مصطفی راغلل دوی وویل چی هغه وخت چی لوی درستیز او یعقوب پدی پوه شو چی شورویان ناوړه نیت لری نو د مخابری دستګاه ته په بیړه ورغی وسله وال پوځ ته د شوروی پوځونو پرضد د جګړی قومانده ورکړی خو د روسی جنرال له خوا ورباندی ډزی وشوی او دوی د کلاشینکوف ګولی ئی په سینه لګیدلی وی، لوی درستیز د وینو دلاسه ورکولو په نتیجه کی مړینی ته نږدی کیده ما دوه ځله هڅه وکړه چی په روسی ژبه له دوی سره خبری وکړم لمړی ځل ئی دروازه په غټه وسله وویشتله او په مقابل دیوال ئی وغورزوله ، دوهم ځل پدی بریالی شوم چی له کوڅی څخه خبری ورسره وکړم، هغوی وویل چی تاسی کوم کسان پدی کوته کی یاستی؟ او ما د ټولو کسانو نومونه ورته واخیستل او بیائی وویل چی راووځی خو شرط ئی دا دی چی لاسونه به پورته کوی چی کومه غلط فهمی ونه شی مونږ تول ورووتلو، شوروی جنرال خپلو ورسره کسانو ته زمونږ د بندی کیدو امر وکړ، بندیان ئی کړو لاسونه ئی د شاه له خوا راباندی کلک وتړل او پر مخی پریوتلوته ئی اړ کړو، پدی مهال کی:

لوی درستیز محمد یعقوب دهغو ټپونو له کبله چی د روسی جنرال له خوا ورباندی ډزی شوی وی، مړینی په حالت کی وه وکیل چی د روسی کوماندوګانو یونیفورم ئی اغوستی وو د کوماندو په حالت کی محمد یعقوب باندی د کلاشینکوف ججوره تشوی او هغه وژنی. وکیل چی په مړه یعقوب ئی ګولی وچلولی مونږته سراپا ښماره کړ کنځل ئی کول او بد رد ئی ویل، وکیل د هغه قهرمان په څیر دی چی دبل په لاس ئی مړ ښمار ئی په خنجر وهلی او ځان تورزن ښائی، وکیل د کوما پحالت کی د یعقوب وژنه د هغه د پست فطرتی اود وطنپالونکو پرضد کرکه څرګندوی، مونږ د ستر درستیز په دفتر کی بندیان وو ............. شوروی سرتیرو د تیری په مهال ویل شوی وو چی افغانستان ته امریکائیان راغلی دی او د امین رژیم د شوروی اتحاد پرضد رژیم دی او دغه رژیم افغانستان د امپریالیزم په اډی اړولو خو د شوروی سرتیری چی ځوانان وو او هیڅ تجربه ئی نه درلوډه دیر زر ئی د خپلو مشرانو په درواغو سر خلاص شو او ورو ورو ئی دا اعتراض پیل کړ چی ولی شوروی اتحاد کمونستان بندیان کړی دی؟

مونږ نږدی دوه ساعته د لوی درستیز په دفتر کی پراته وو چی په پای کی یو تن چی د ثور د انقلاب د بریالیتوب له لومړیو وختو څخه د خلکو په کور کی د امنیت د مشاور په توګه کار کاوه زه او فقیر ئی را ولاړ کړو ............ مونږ ئی په جنګی ماشین کی کښینولو او د شوروی سفارت ته ئی به وتلو او له هغه ځای څخه ئی د ښار په لور حرکت وکړ او عسکری کلوپ ته ئی یووړو، په عسکری کلوپ کی له روسانو سره بندیان وو، او یو څه مهال وروسته علیشاه د کورنیو چارو د وزارت د امنیتی قوماندان راووست، له روسی سرتیرو سره مو په روسی ژبه خبری وکړی......... د شپی ناوخته یو روسی افسر راغی او مونږته ئی وویل چی: تاسی به د امین پرضد خبری وکړی، مونږ پدی ښه پوهیدو چی پرمونږ د دوستی په جامه کی برید شوی او د شوروی د استعماری مو خو قربانی شو او هیڅ فکر مو نه کاوه چی ژوندی به پاتی کیږو، هغه څه چی زمونږ لپاره ئی ارزښت درلود هغه دا ؤو چی: که وکړای شو خپلو ملګروته پیغام واستوو چی: بیځایه تلفات ورنکړی، دا ځکه چی شوروی اتحاد پرمونږ د دوستی په جامه کی یرغل وکړله، پنجشیری او یو شمیر نور کسان چی له سروری او دهغه له یارانو سره ئی اړیکی درلودی پرته هیڅوک پردی نه پوهیدل چی شوروی به له افغانانو سره دومره سترخیانت کوی! او نورو ګوندیانو هیچا د شوروی د یرغل اتکل نشو کولای. له دی کبله زمونږ ملګرو او پوځی قطعاتو د شوروی د یرغل په وړاندی هیځ ډول تیاری نه درلود په داسی حالاتو کی چی دداسی پیښی وړاندوینه بیخی ناشوی ګنل کیږی، مقاومت یوازی د بیځایه تلفاتو بله نتیجه نه لری، زمونږ پخ نظر دا دعقب نشینی وخت وه وروسته هرڅوک د دی امکان لاسته راوړی چی له شرایطو سره سم غبرګون وښئی....... دوی ورځی وروسته شورویانو له عسکری کلوپ نه د کابل رادیو تالار ته راواستولو چی هلته د ګوند مشران بندیان وو ...... بله ورځ و کابل له رادیو څخه په شوروی ټاڼکونو کی د څرخی پله جیل ته یووړ شوو په لومړی بلاک کی ئی زمونږ ملګری څوک دوه دوه تنه او څوک دری دری تنه په یوه کوته کی واچول. یوازی د لومړی بلاک د اساسی ودانی په ښی خوا کی یوه ودانی موجوده وه چی یوازی ئی دری کوتی درلودی او په دغو کوتو کی ئی مونږ دری تنه صالح محمد زیری، ګل نواز او اقبال وزیری جلا جلا واچولو او شوروی افسر د کوتی دروازه راپسی وتړله وروسته مو چی ملګری ولیدل نو د جدی د شپژمی نیتی د پیښی په هکله مو یو له بل سره کیسی وکړی او وروسته ئی په پورتنیو کوتو کی د امین د کورنی غړی بندیان کړل....... د امین په مانی باندی شوروی تیری کونکو ته له اندروپف څخه دنډه ورکړی شوی وه چی امین باید ووژنی، امین ئی له خپلو دوو زامنو سره یوځای ووژلو او د هغه پرځای ئی خپل مزدور ببرک کارمل د واک په ګدی کښیناوه چی نه یوازی د خلکو د غیږی پیل شو بلکی د شوروی د بدبختیونکی هم شو ............................................ هغه وخت چی د امین د مانی ساتونکی نکوله مقاومت څخه لاس واخیست د (KGB) کسان د امین مانی ته ننوتل، د امین زوی عبدالرحمن د مرګ تر آخرینی سلګی په دیره میړانه مقاومت وکړ ترڅو چی د کلاشینکوف ګولی ورخلاص شوی او کلاشینکوف ئی پر ځمکه وواهه بیا د (KGB) دبریدکونکو له خوا ووژل شو، د خاصو ټلګیو د ډزو په نتیجه کی امین د مانی په دهلیز کی په داسی حال کی ټپی شو چی په یوه نیکر کی او په یوه زیرپیراهنی کی د ناروغی له بستری راپورته شوی او د سیروم نل ئی په لاس کی بند وه په دغه وخت کی د امین مینځنی زوی چی خوازک نومیده او او نهه کلن وه خپل پلار ئی له پښی څخه نیولی او د ډوډی خوړلو خونی ته په ژړا ورسره ننوځی.

داهم باید وویل شی چی: د یرغلګرو ټول پرسونل ته د امین عکس د مخه ورکړل شوی وه او د اندروپوف له امر سره سم ئی سمدلاسه وواژه. باید ووژنی. د (KGB) کسان امین د ډوډی په خونه کی د ډزو په جریان کی وژنی. د یوی مؤثقی سرچینی له مخی بیا هغوی اسدالله سروری او سید محمد ګلابزوی راوړل چی مړی وګوری چی پخپله امین دی او که نه؟ کله چی سروری او ګلابزوی دا خبره کوی چی دا مړی د امین دی نو د (KGB) یرغلګر د امین مړی له لاسه نیسی او د مانی په دهلیزکی ئی تر هغی کشوی ترڅوچی د امین لاس د KGB وحشیانو ته ورخیژی.» (۱۵۸ - ۱۶۰ - ۱۶۱ - ۱۶۲ - ۱۶۳ - ۱۶۴ - ۱۶۵ - ۱۶۶ - ۱۶۸ - ۱۶۹ - ۱۷۰ - ۱۷۱ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ده پخپله نوموړی زهرجنه اوله شر او فساد څخه په دکه لیکنه کی بیاهم له ګوندیتوب څخه ځان نه دی ژغورلی او له خون آشام امین او د (CIA) تر رهبری لاندی ئی د هغه په مشری له ملی دموکرایک ګوند او دهغه له استعماری انحصاری ملی دموکراتیکی تګلاری څخه په لاندنی ټوګه سره کلکه ننګه او دفاع کړیده:

۱ - د خون آشام امین چی څه ډول خلقی ضد آیویولوژی د افغانستان په وسله وال پوځ او نورو خلکو کی پخشوله د هغه په تعقیب خائین وزیری هم هم هغسی توره او فاسده امین آیدیولوژی پخشوله.

۲ - چون په دی باندی خپل استاد او رهبر خون آشام حفیظ الله امین دیرزیات ګران وه نو ځکه هم پخپله د هغه لیدنی ته ورغلی وه ترڅو چی له پوځی روغتون څخه داکترو ته رارسیږی ده کوښښ کړی وه چی د شوروی سفارت ته لاړشی او له هغه ځایه څخه په بیړه بل ډاکتر ورته راولی، ځکه چی ګمان ئی کاوه چی له پوځی روغتون څخه په ډاکټر زر ورته را ونه رسیږی یعنی ده ټول خپل وس اوتوان پکار واجوه ترڅو چی جلاد او خون آشام امین ژوندی پاتی شی.

۳ - زمونږ په عقیده د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز یعقوب د شوروی جنرال له خوا نه دی ویشتل شوی بلکی د وکیل له خوا څخه ویشتل شوی دی، او خائین وزیری په دیری بیشرمی او شپین سترګی سره د خغه رذیل او پست فطرته او مرتد یعقوب څخه دفاع کړیده چی یو وخت هغه زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون شاګرد وه او زمونږ سازمانی ملګری وه او بیائی قصداٌ او شعوراٌ زمونږ له ملګرتوب څخه لاس واخیست او دخپلو شخصی ګټو په خاطر خائین امین ته تسلیم شو او د هغه په پښو کی د سپی په شان ورغړیده. ده له هغه بی حیثیته او وحشی یعقوب څخه دفاع کړیده چی چی هاوانا ته د تره کی د سفر په وخت کی د خون آشام امین له خوا وظیفتاٌ له هغه سره لیږل شوی وه او د تره کی ټول راپورونه ئی وحشی امین ته ورکول.  ده له پست او داؤس شعوری امینی یعقوب څخه دفاع کړیده چی د ملی دفاع وزارت د وحشی او وینو بهوونکی امین د نه ټګ په وخت کی د وحشی امین په پیشنهاد سره هغه د افغانستان د وسله وال پوځ د لوی درستیز په صفت مقرر شوی وه او ده له هغه خپل شعوری امینی ملګری او لیوه صفته یعقوب څخه دفاع کړیده چی د تره کی د بندی کیدو په وخت کی ئی د ده پقول د خون آشان امین له امر سره سم د تره کی تلیفونی اړیکی پریکړی وی او داسی نور ............

۴ - ده کاملاٌ په درواغو سره په غیرمستقیم ډول د شوروی سرتیرو له خوا له خون آشام امین، خپل ځان او خپل شعوری امینی ملګری (امین او امینیان) کمونستان بللی دی په داسی حال کی چی دوی یواځی او یواځی په تشوخولو باندی خپل ځانونه خلقیان او کمونستان بللی خو په عمل کی د خلقیانو او کمونستانو سرسخت دښمنان او قاتلان وو. لعنت او نفرین دی وی پرهمدغو د خلقیانو او کمونستانو پر نه پخلاکیدونکو دښمنانو او قاتلانو بادی.

۵ - خائین وزیری دلته بیاهم خپل شعوری امینی توب په ډاګه کړی دی څکه چی ده د ښورویانو دهمدغو خبرو په وړاندی چی « امین باید تخریب کړی » داسی ویلی دی چی: « هرهغه څه چی دوی د ده په شمول دتولو امینیانو لپآره ارزښ درلود هغه دا وه چی: خپلو امینیو ملګرو ته دا پیغام واستوی چی بیځایه تلفات ور نه کړی. اوس د عقب نشینی وخت دی او وروسته بیا هرڅوک د دی امکان په لاس راوړلی شی چی له شرایطو سره سم غبرګون وښیی » او ده داهم کاملاٌ درواغ ویلی دی چی: «شورویانو د دوستی په جامه کی له افغانانو سره ستر خیانت وکړ او استعمارچیان وه او پر افغانانو باندی ئی یرغل وکړ » ځکه چی د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس په عمل کی وحشی او جلاد امین او شعوری امینیان هیڅکله او هیڅکله خلقیان، کمونستان، افغانان او د شوروی اتحاد دوستان نه وو بلکی دوی د CIA جاسوسان، د هغی ګوداګیان او لاس په نامه نوکران او په نهائی تحلیل کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم مزدوران ؤو او د خلقیانو، کمونستانو، زیارکښو افغانانو او شورویانو سرسخت او نه پخلاکیدونکی دښمنان وو او دوی شپه په ورځ پدی هڅه کی وو چی تر خپلو ځانونه هوښیاران غلط کړی یعنی شورویان وغولوی تر څوچی پاکستانیو او یا د امریکا امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم استعمارګرو نظامی پوځونو ته زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د پلی کیدو زمینه مساعده کړی ځکه چی: خون آشام امین خو څه کوچنی ماشوم اویا لیونی نه وه او په دی باندی کاملاٌ پوهیده چی دا چی د هیواد په ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو قوتونو او د دوی په مشرانو باندی ډول ډول ګوزارونه کړی وو، ځینی ئی شهیدان، ځینی ئی وژلی، ځینی ئی بندیان، ځینی ئی تبعید او ځینی ئی بیکاره کړی وو. او د نورمحمد تره کی په خوله باندی ئی بالښت ایښودلی وه او هغه ئی د بالښت په واسطه سره وژلی وه او همدا رنګه د افغانی انقلاب ضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی تنظیمونو او باندونو مشران ئی هم ځینی وژلی، ځینی ئی بندیان کړی او ځینی ئی تبعید کړی ؤو او پردی ټولو نوموړو کړووړوبرسیره که شورویانو سهواٌ پردوی باندی اتکأ هم کړی وای بیاهم وحشی او خون آشام امین او د هغه فاشیستی رژیم دیر ژر له مینځه تلو، نو کوښښ ئی کاوه چی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او دهغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو له لارښونو خوښی او رضایت سره سم له افغانی انقلاب ضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو او ګروپونو سره په یوه کوچنی او یا ستر ائتلاف کی د پاکستانیو او یا د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم د نظمی یرغلګرو پوځونو په موجودیت کی مؤقتاٌ د خپل ځان اوخپلو ملګرو د ژوند موده اوږده کړی. او دغه هم د یادولو او لیکلو وړ بولو چی شورویان په عمده، اساسی، او بنیادی ټوګه سره استعمارچیان نه وه او زمونږ له ټولو خاصو او عامو خلقیانو، پرچمیانو او نورو ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو قوتونو سره ئی د جلاد، وحشی او خون آشام امین او دهغه د فاشیستی رژیم په له منځه وړلو کی د خپل فرعی رول په لوبولو سره ستر خیانت نه بلکی ستر خدمت وکړ او زمونږ پر هیواد باندی ئی یرغل نه بلکی په عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست چوکات کی ئی پخپل نظامی راتګ سره زمونږ له هیواد څخه کلکه ننګه او دفاع وکړه. او شورویانو هم په دیر چل او نیرنګ او دیری هوښیاری سره په تشو خولو باندی خون آشام امین او امینیانو ته ملګری او دوستان ویل د دوی رښتینی دوستان پرچمیان او په عمومی نسبی چوکات کی خاص او عام خلقیان او نور خلقی او ملی دموکراتیک او ملی انقلابی قوتونه ؤو نو شورویانو به څنګه پر خون آشام امین او امینیانو دا د CIA پر جاسوسانو باندی چی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د خلقی جناح تقریباٌ پنځلسمه برخه برخه ئی تشکیلوله او ورځ په ورځ لانورهم ضعیفیدل او کمزوری کیدل اتکأ کړی وای او څنګه به ئی له هغوی څخه دفاع، ڼڼګه او ملاتړ کړی وای؟؟ نو ځکه ئی په عمل که د خون آشام حفیظ الله امین او د هغه د شعوری ملګرو او د هغوی د امریکائیو او نورو نړیوالو استعمارګرو بادارانو او حامیانو په وړاندی له خپلو نوموړو واقعی دوستانو یعنی په خاص کی له پرچمیانو او په عموم کی له عامو او خاصو خلقیانو او له نورو ټولو ملی او دموکراتیکو انقلابی قوتونو او د ثور له دموکراتیک انقلاب څخه دفاع، ڼڼګه او ملاتړ ښکاره کړ او ۱۳۵۸ ه ش کال د جدی د میاشتی په شپژمه نیټه ئی د جلاد امین او د هغه د فاشیستی رژیم په له منځه وړلو د خپلو نظامی پوځونو په راتګ سره خپل فرعی رول تر سره کړ او په دی ترتیب سره د ثور دموکراتیک انقلاب له ناکامی څخه وژغورل شو او زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د پاکستانیو او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم د نظامی یرغلګرو پوځونو د پلی کیدو مخه ونیوله شوه.

۶ - ده پدی ځای کی هم خپل ځان امینی بللی دی ځکه چی ده لیکلی دی چی: د څرخی پله په لمړی بلاک کی ئی د ده پشمول د دوی ملګری، څوک دوه دوه تنه او څوک دری دری تنه په یوه یوه کوته کی واچول او د ده ملګری خو له شعوری امینیانو څخه پرته بل څوک نه وو. او همدا رنګه ده له خون آشام امین او د هغه له دوو زامنو څخه هم کلکه دفاع کړیده او د هغوی پرمرګ باندی ئی دیر سخت خفګان ښودلی دی او همدا ډول خائین وزیری د خون آشام امین او د هغه د دوو زامنو په وژلو ئی اصلی او عمده رول د اندروپوف او د نورو شورویانو پرغاړو باندی وراچولی دی او دائی هم د خپلو مخکینیو لیکنو په شان کاملاٌ درواغ او چتیات ویلی دی ځکه چی د عینی واقعیت پراساس دخون آشام امین، د هغه د زامنو او د هغه د ټولو شعوری ملګرو په وژلو او د امینی وحشی او وینوبهونکی رژیم په له منځه وړلو کی اصلی، عمده او تاکونکی رول زمونږ د هیواد ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو لوبولی ده او دلته دا ټکی هم د یادولو او لیکلو وړ بولو چی: د ده د همدغی نوری نوموړی درواغجنی تکراری لیکلو په وړاندی مو پخپلو نوموړو لیکنو کی علمی مستند او نه ماتیدونکیدلایلوړاندی کړیدی او دغه وایو چی: داچی خون آشام حفیظ الله امین، د ده زامن، ورونه او ورارونه او د خائین وزیری پشمول ټول شعوری امینیان هیڅکله او هیڅکله واقعی خلقیان، کمونستان، افغانان او زمونږ د ګران، محبوب، ویاړلی او پر هراړخیز آزادی او استقلال بانډی مین هیواد افغانستان د پاکی، مقدسی او سپیڅلی خاوری واقعی او رښتینی بچیان، لونه او زامن نه بلکی عملاٌ د CIA جاسوسان، اجنتان، لاس په نامه نوکران، غلامان، مردوران او فرمان وړونکی وو او د کارګرانو، بزګرانو او نورو ټولو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو او د دوی و واقعی نمایندګانو نه پخلاکیدونکی شعوری دښمنان وو، دی او وی به. نو د خون آشام امین پشمول دوی باید ټول هیڅ بندیان شوی نه وای او په ګولیو باندی ویشتل شوی نه وای بلکی په سپینه رڼا ورځ د کابل د ښکلی ښار چی په راتلونکی کی به د زرغون ښار په نامه ونوموړ شی په زړه کی د خلکو په عام محضر کښی د سرو اورونو د سرو لمبو په مخکی ژوندی اچول شوی او سوځول شوی وای او د دوی پخی غوښی او هډوکی سپیو ته اچول شوی وای او زمونږ په پاکه، مقدسه او سپیڅلی خاوره کی ښخ شوی نه وای ځکه چی د دوی کثیفو، چتلو او مردارو وجودونو زمونږ په پاکه خاوره کی د ښخولو لیاقت نه درلود، نه ئی لری او نه به ئی ولری او داهم ځکه چی زمونږ په خاره کی زمونږ د هیواد کارګران، بزګران او نورو زیارایستونکی او ترستم لاندی خلک او د ډوی واقعی نماینګان او رښتینی بچیان بلل کیږی او هم زمونږ سیمه ئیز او نړیوال پرولتاری انترناسیونالستی ملګری او دوستان باید خښ کړل شی.

XXVIII : - د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدی په شپژمه نیټه پخوانی شوروی اتحاد د افغانستان په دمکراتیک جمهوریت د ټولو نړیوالو موازینو خلاف پوځی تیری وکړ او دا بیوزلی ګاوندی هیواد ئی ونیو، د شوروی اتحاد مشرانو د تزاری روسیی د تزارانو پخوانی حزب چی د هند سمندر تودو اوبو ته ځان ورسوی په رښتیا کولو کی یو مهم ګام واخیست او زمونږ پرهیواد ئی د خپل لاس پوڅی کارمل د بیواکه تانځکی په څیر دواک په ګدی کښیناوه ............ د هیواد دڼڼه د خلکو اکثریت د ګوداګی دولت پرضد دریځ ونیو او په دیره میړانه ئی د پردیو نیواکګرو او اشغالګرو پرضد دخپل وطن د آزادی په جګړه کی حماسی منځ ته راوړی. په سلګونو زره کسان ئی د څرخی پله په سلولونوکی واچول چی په غیر انسانی ټوګه شکنجه او توهین شول، نورئی د بند په بیلوبیلو مودو د فرمایشی محکمی له خوا په بند محکوم شول. په نړیواله کچه افغانستان سخت ګوښه شو د شوروی له خوا د افغانستان اشغال د ملګرو ملتو په مؤسسه کی دنړی د مطلق اکثریت هیوادو له خوا وغنډل شو او له افغانستان څخه ئی د نیواکګرو پوځونو د سملاسی ایستلو غوښتنه وکړه. د بی پرو هیوادو د اسلامی هیوادو په ټولنو کی د شوروی له خوا د افغانستان اشغال وغندل شو او له افغانستان څخه ئی د استعمارګرو پوځونو سملاسی وتنه ئی وغوښته، په یوشمیر ملی او دموکراتیکو، سوسیالستی هیوادو کی دا عمل په کلکه وغندل شو او همدا رنګه د یوشمیر کمونستی او ملی دمکراتیکو ګوندو او د نړی دیرکیو ټولنیزو او بی پری سازمانونو په کلکه د ببرک د ګوداګی رژیم پرضد دریځ ونیو، د ببرک راتګ د پردیو دبرچوپه زور د افغانستان دښمنانوته دا موقع پلاس ورکړه چی دافغانستان له وضعی نه په ګټه اخیستلو سره دفغانانو پرضد پلانونه پلی کړی.» (۱۷۲ - ۱۷۳ - ۱۷۴ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: د ده د نوموړی لیکنی یو تکراری برخه مو د همدغه علمی نقد په خپلو نوموړو لیکنو کی په علمی، منطقی، مستندو او نه ماتیدونکو دلایلو سره رډ کړیده  او دا هم وایو چی دا د ده لپاره له دیر شرم او خجالت څخه دکه خبره ده چی ده د خلکو، د ثور د انقلاب او د هغه د مدافعینو یعنی خاصو او عامو خلقیانو او د هغوی د پلویانو، پرچمیانو او د هغوی د پلویانو او نورو ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو او د دوی حامیانو (شورویانو) او د هغوی د نړیوالو دوستانو پرضد د تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو، تنظیمونو او باندونو چی د دوی او د دوی د مشرانو له نومونو څخه مو پخپلو مخکینیو لیکنو کی یادونه کړی ده غیر عادلانه، وحشیانه او بیرحمانه جګړه ئی د هیواد د آزادی لپاره جګړه بللی ده، په داسی حال کی چی: د هرچاته د لمر غوندی ښکاره او جوته ده چی نوموړی جګړه د آزادی لپاره نه بلکی د آزادی ضد جګړه وه، نو د نوموړو افغانی انقلاب او دخلکوضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو، تنظیمونو او باندونو د صفوفو او تنو غیر شعوری او غید آګاهانه اکثریت او هم د هغوی د پلویانو غیرآګاهانه او غیر شعوری اکثرت هم په خپلو سرونو باندی نه بلکی د خپلو نوموړو تنظیمونو د شعوری مشرانو له خوا او د هغوی مشرانو د امریکائی وحشی او داړه مار امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغو د اندیوالانو او ګوداګیو پاکستانیو او ایرانیو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) ارتجاعی دولتونو او حکومتونو له خوا رهبری کیدل، تربیه کیدل، روزل کیدل، تغذیه کیدل، ملبس کیدل، تداوی کیدل، مسلح کیدل او زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته را استول کیدل او زمونږ د خلکو او نوموړو انقلابی قوتونو او زمونږ د نوموړو را غوښتل شوو شورویو دوستانو او د ثور د دموکراتیک انقلاب پرضد جنګیدل او دا چی: زمونږ د هیواد د خلکو اکثریت ئی زمونږ د نوموړو انقلابی قوتونو، د ثور د انقلاب او زمونږ د نوموړو را غوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو شورویو دوستانو او حامیانو پرضد بللی دی نو دائی په بشپړه توګه سره درواغ ویلی دی او د ده همدغه نوموړی دور درواغجنی څرګندونی د خوشیو تشو بابولالو، برغزو او حلوتو له غږولو څخه پرته بل څه نه دی او بل څه نشی کیدای. او دائی هم پخپلو درواغو کی کاملاٌ له خپل حد او اندازی څخه زیاته مبالغه کړیده چی: نوموړو ارتجاعی ګروپونو څخه ئی « په سلګونو زره تنه بندیان، او په لسګونو زره تنه زندی شول » او همدا رنګه ده دشوروی اتحاد د نظامی پوځونو په راتګ او دخون آشام امین او دهغه وحشی او فاشیستی رژیم په له منځه تلو افغانستان په نړیوالی کچی سره سخت ګوښه ښودلی او نوموړی عمل ئی د ملګرو ملتونو په مؤسسه کی د نړی د مطلق اکثریت هیوادو له خوا غندل شوی بللی دی خو دغه پست، بیوجدانه او رذیل وزیری د ملګرو ملتونو په مؤسسه کی د مطلق اکثریت هیوادونو د دولتونو او حکومتونو چی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم له خلقی ضد او انقلابی ضد لارښونو سره سم ئی خپل کړه وړه ترسره کول د دوی او د دوی د نړیوالو استعماری بادارانو او د نوموړو هیوادونو د کارګرانو، بزګرانو او نورو ټولو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو چی د نوموړو هیوادونو د نفوسو (۹۰ - ۹۵) فیصده مطلق اکثریت تشکیلوی ترمنځ فرق ته هیڅ قائل شوی ندی په داسی حال کی چی: د نوموړو هیوادونو دولتونو، د دوی د نړیوالو استعماری بادارانو او دخلکو تر منځ د آسمان او د ځمکی ترمنځ د فرق په شان فرق موجود دی او مونږ پدی باب دا وایو چی: زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته د یوشمیر راغوښتل شوو عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستو شورویو قوتونو راتګ او دجلاد او خون آشام امین او دهغه وحشی او فاشیستی رژیم د له مینځه تللو او د هغه پرځای د ببرک کارمل تر مشری لاندی دیوه ملی دموکراتیک دولت د برقرارولو عمل د پخوانی شوروی اتحاد، د واقعاٌ سوسیالستی هیوادونو، ملی دموکراتیکو دولتونو، خلقی دموکراتیکو دولتونو، دنړی د کمونستی او کارګری ورونو ګوندونو، ملی آزادی پخښونکی جنبشونو، د وارسا د سوسیالستی کمپ او د نړی د ټول زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو او ټول مترقی او امپریالستی ضد صلح دوست بشریت چی په رأس کی ئی پخوانی شوروی اتحاد قرار درلود له خوا نه یوازی چی هیڅ غندل شوی ندی بلکی کلکه دفاع او ننګه ئی ورڅخه کوله او داچی: خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری له خپلو امینیو ملګرو سره یوځای د نوموړو حقایقو پر خلاف خپلی نوموړی کاملاٌ درواغجنی هلی ځلی ترسره کړی دی او دا ناولی کارئی پدی خاطر ترسره کړی دی چی: د یو څه مؤقتی مودی لپاره د یوه شمیر خلکو سترګوته خاوری اوئکی وروپاشی او پدی توګه سره اوبه خړی کړی او ماهیان پکی ونیسی او داسی نور...........

XXIX : - د (CIA) جاسوس او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نومړی اثر په ځینو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د شورویانو اصل موخه دا وه چی افغانستان د شوروی اتحاد په شپاړ لسم جمهوریت بدل کړی! مایوروف لیکی چی: « د سفیر توست واوراوه. افغانستان د شوروی اتحاد په شپاړلسم جمهوریت اوښتونکی دی او ګواکی هرڅه پدی لور ځی.» د شوروی اتحاد د دی موخی په لاره کی لوی خنډ د خلکو په دموکراتیک ګوند کی هغه ملی قوتونه وو چی له شوروی اتحاد سره ئی د متقابل احترام، د خاوری د بشپړتیا، په کورنیو چارو کی د نه لاسوهنی د اصولو پر بنسټ دوستی غوښتنه. خو پخپل هیواد کی ئی په کورنی او بهرنی سیاست کی د شورویانو لاسوهنه نه منله، روستا تره کی لیکی چی: «شورویانو د پښتون ناسیونالیزم د افغانی ناسیونالیزم تبلور قیاص کاوه له دی کبله د پشتو ناسیونالیستانو پرضد که د خلک دموکراتیک ګوند کی دننه وو (دامین د حکومت په وخت کی) اویا د هغه د باندی وو زیات دښمنانه دریځ درلودد» له دی کبله شورویانو د خپل پوځی تیری او د افغانستان له نیولو سره جوخت د دولت مشر امین وواژه او یو شمیر کسان ئی په اصطلاح د امین د بانډ په نامه یاد کړل، یوشمیر ئی د څرخی پله په زندان کی دسختو روحی او فزیکی شکنجو پخ ورکولو سره د زیاتی مودی لپاره وساتل، یوشمیرئی د باندی ترور کړل، یوشمیر ئی له دنډو څخه ګوښه کړل او نوئی د یرغمل په توګه د جګړی لومړی کرښی ته ولیږل چی د جګړی په دګر کی په زرګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړ .......................... برسیره پردی د دی هیواد اکثریت قوم پښتانه، چی دهیواد د یووالی شمزی ئی جوړوله دشورویانو له هراړخیزی ځپنی سره مخامخ شول. ګاربیف لیکی چی: « رښتیا خبره داده چی دجګړی په کلونوکی پښتانه دیر کمزوری شول، هغوی له ټولو نه دیر تلفات ورکړل، د هغوی په منځ کی کډوال دیر دی.» شورویانو په افغانستان او په خاص ډول د هیواد په شمال کی د ملی پاکونی سیاست تر مخ یووړ، د هغه وخت د کورنیو چارو له وزیرانو څخه ماته یوه تن په هالند کی وویل چی: د ببرک د مزدور باند ستمیانو او نورو ملی نفاق ته لمن وهونکو د شورویانو تر لارښونی او مستقیمی مرستی د هیواد په شمال کی تر اتیازرو زیات پښتانه ووژل .......... د شوروی اتحاد د واکمنو کړیو د پښتنوضد سیاست یوه بله بیلګه هم لوستونکو ته وړاندی کوم: عطامحمد شیرزی چی د ځینو تجارتی چارو لپاره هند ته تللی وه او دیوه ملګری د غوښتنی له مخی ئی غوښتل چی: یو څه فلسفی او آیدیولوژیکی کتابونه واخلی. نوموړی د هند د کمونست ګوند له یوه غړی څخه چی د ده اندیوال وه هیله کړی وه چی د کتابونو په اخیستلوکی او همدا رنګه د دغو کتابونو په وړلوکی چی د هغه هیواد په هوائی دګرکی ئی و وړلو ممانعت کیده ورسره مرسته وکړی، د شیرزی اندیوال نوموړی د مرستی پخاطر د ګوند د دهلی دښار عمومی منشی ته وروپیژنی، عمومی منشی له شیرزی څخه پوښتنه کوی چی «ته په قوم څوک ئی؟» ما ورته وویل چی زه په قوم پښتون یم. نوموړی منشی په خندا شو او راته وئی ویل چی ته خلقی او د تره کی چی پښتون دی ملګری ئی. هغه زیاته کړه چی: مونږته په افغانستان کی د ببرک کارمل ګوند د کمونستی ورونو ګونودونو کی معرفی شوی دی » د شوروی اتحاد د کمونست ګوند د ببرک کارمل ګوند د هند کمونست ګوند ته ورپیژنی او د خلقیانو د نه تائید یوازینی دلیل دا دی چی تره کی پښتون دی ........................... دا هم باید له یاده ونه باسو چی یوه افغان ژورنالیست په هالند کی د یوه ملګری په کور کی دا یادونه وکړه چی: د شوروی د یرغل په هم هغو لومړیو ورځو کی یوه ورځ د پښتنو مشر خان عبدالغفارخان د هیواد دننه په یوه چورلکه کی سفر کولو او د ده افغان ژورنالیست برسیره ډاکټر مجاور احمد زیار، څوتنه شوروی ژورنالیسان او څوکسه نور باوری کسان هم ناست وو. ژورنالیستانو هڅه ږکړه چی : د شوروی د یرغل په هکله د باچاخان نظر څرګنډ کړی، باچاخان ناروغه وه او هڅه ئی وکړه چی د ناروغی په پلمه د خپل نظ له څرګنډولو څخه ډډه وکړی خو ژورنالیستانو دیر زیات په تنګ کړ او پرچمیانو هیله درلوده چی باچاخان به شوروی د یرغل ملاتړ وکړی. خو کله چی دی و پوهیده چی په آرام ئی نه پریږدی نو پخپلو خبروکی ئی په کلکوټکوسره په افغانستان بانډی د شوروی یرغل وغنډه او دهغه دغه خبری د افغانستان په مطبوعاتو کی انعکاس ونه موندلو.

د شوروی د یرغل وروسته د پښتنو د مشر پاچاخان د دریځ برعکس د نشنل عوامی پلټی او د ځینو نورو وطنپالونکو ګوندونو د ملی خائین ببرک کارمل د ګوداګی دولت تر شا ودریدل ........................ د افغانستان دڼڼه لا څه چی د هیواد باندی هم شوروی بمباریو پښتنو ته زیات مالی او د سر زیانونه رسول. د نمونی په توګه د ۱۳۶۱ ه ش کال په وزیرستان کی د انګور پر اډی بانډی چی د دیورنډ تش په نامه کرښی هغی خواته پرته ده، بمباری کی د اعزازی دګرجنرال انګورخان زوی میردل خان پشمول شپیته تنه بی ګناه کسان مړه او یو زیات شمیر ټپیان شول، له دغو شهیدانو څخه د یوه شمیر نومونه په لاندی ډول دی:

۱ - میردل خان ځلی خیل احمدزی وزیر. ۲ - خانی ځیلی خیل احمدزی وزیر، ۳ - سعادت خان ځیلی خیل احمدزی وزیر. ۴ - کوکت ځیلی خیل احمدزی وزیر، ۵ - ازرام ګل تاجی خیل احمدزی وزیر، ۶ - نعمت خان تاجی خیل احمدزی وزیر، ۷ - ایماری تاجی خیل احمدزی وزیر، ۸ - امین خان ګنګی خیل احمدزی وزیر، ۹ ګل ستار ګنګی خیل احمدزی وزیر، ۱۰ - محمدیعقوب ګنګی خیل احمدزی وزیر، ۱۱ - محمدیعقوب ځوان وراره ګنګی خیل احمدزی وزیر، ۱۲ - د شاه براز پلار ګنګی خیل احمدزی وزیر، ۱۳ - د شاه براز ځوان ورور ګنګی خیل، ۱۴ - زنګی د زکیم زوی، ۱۵ - مولاخان د بازدادخان زوی، ۱۶ - میرشاه خان د مولاجان زوی، ۱۷ - سالم د مولاخان زوی، ۱۸ - دین محمد د پیزاخان زوی، ۱۹ - سلام خان د شیر علی زوی او نور .......

همدارنګه په ۱۳۶۲ ه ش کال په وزیرستان باندی بمباری کی د لعل جان ګنګی خپل کور په بشپړه توګه له مینځه ولاړ چی یوازی د نوموړی له کور څخه د لعل جان او دهغه د میرمنی په ګډون د هغه اته کسه ماشومان چی ټول لس تنه کیږی په وحشیانه ټوګه ووژل شول » (۱۷۹ - ۱۸۰ - ۱۸۲ - ۱۸۳ - ۱۸۴ - ۱۸۶ - ۱۸۷ - ۱۸۸ ۹ مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ۱ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی داسی جوت او ښکرور درواغ ویلی دی چی په سپینه رڼا ورځ په پښو باندی مندی وهی ځکه چی افغانستان د خپلو ملی او ځانګړو خصوصیاتو له امله  ملت په کچه د پخوانی شوروی اتحاد له پنځلسګونو جمهوریتونو سره کاملاٌ بیلوالی لری نو هیڅکله او هیڅکله ئی د شوروی اتحاد په شپاړلسم جمهوریت باندی د بدلیدو امکان موجود نه وو او له بله ئپلوه د ببرک کارمل تر رهبری لاندی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د دواړو جناحونو (خلق او پرچم) ګوندی او دولتی رهبری هم د افغانستان د خلکو او د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د دواړو جناحونو (خلق او پرچم) یعنی د خاصو (ماهیتاٌ کمونستانو) او عامو خلقیانو او پرچمیانو (ملی دموکراتانو) د تنی او صفوفو د مطلق اکثریت د معنوی او ارادوی فشار له امله هیڅکله او هیڅکله دا نه غوښتل چی، د پخوانی شوروی اتحاد له ګوندی او دولتی رهبری د شوروی په شپاړلسم جمهوریت باندی د افغانستان د بدلیدو خیالی موضوع طرح کړی او تر آخره یعنی د نجیبی رژیم تر سقوط پوری ئی همدا موضوع طرح هم نه کړه او که چیری د خائین او درواغجن وزیری او دده د شعوری امینیو ملګرو همدی نوموړی ړرواغجنی خیالی او بی بنسته ادعا حقیقت درلودلای نو دخون آشام امین او د هغه فاشیستی او مطلق العنانه رژیم له سقوط څخه وروسته به حتماٌ او حتماٌ افغانستان د پخوانی شورویا اتحاد په شپاړلسم جمهوریت باندی بدل شوی وای. او له بله پلوه دپخوانی شوروی اتحاد واکمنی ګوندی او دولتی رهبری هم د خپلو خلکو او واقعی کمونستانو د معنوی ارادوی فشار له امله د فریدریک انګلس له دی قول چی: « کوم ملت چی په بل ملت باندی ظلم کوی نشی کولای چی آزاد وی ». (سیاسی او اجتماعی اصطلاحات، ۶۵مخ، ژباړونکی شهید ملګری ډاکټر عبدالکریم زرغون) سره سم همدا نومولی مسئله (د شوروی اتحاد په شپاړلسم جمهوریت باندی د افغانستان د بدلیدو مسئله هیڅ نه مطرح کوله او تر آخیره یعنی د پخوانی شوروی اتحاد تر تجزیه کیدو پوری ئی مطرح هم نه کړه ) . نو فلهذا مونږ په حقه یو چی دا و وایوچی: د خائین وزیری همدا نوموړی پوچه لیکنه د خوشیو تشیو برغزونو څخه پرته بل څه ندی او نه به شی. او د تولنیز عینی واقعیت پراساس دا هم وایو چی: د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د ډواړو اړخونو (خلق او پرچم) په داخل کی خون آشام امین او د هغه شعوری شاګردان او ملګری (امینیان) یو ملی قوت نه وو بلکی د (CIA) له خوا یو پټ روزل شوی تش په نامه افغانی خو په عمل کی په بشپړه ټوګه سره یو د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم یوګوداګی او پر دالرو اخیستل شوی او هیواد خرڅونکی قوت وه چی نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند له ورداخلیدو څخه ئی د خپل ژوند تر پایه پوری د ملی دموکراتیک ګوند په وجود کی د هیواد د ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو او هم ئی د پخوانی شوروی اتحاد د واکمنی ګوندی او دولتی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری چی د ټول صلح دوست کمپ په رأس کی واقع وه په یوه شکل نه یوه شکل سره پټه مبارزه کوله او د CIA اصلی توقع هم له دوی څخه همدغه د دوی نوموړی پټه مبارزه وه. او خائین وزیری داهم کاملاٌ درواغ ویلی دی چی «شورویانو د خپل نوموړی هدف د پلی کیدو په خاطر د افغانستان له نیولو سره جوخت د دولت مشر امین وواژه، د امین د باند په نامه ئی یو شمیر کسان بندیان کړل، یو شمیر کسان ئی زندانی کړل او یو شمیر کسان ئی د جګړی لومړی کرښوته ولیږل چی د جګړی په دګر کی په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ» . او دائی ځکه درواغ ویلی دی چی د ټولنیز عینی واقعیت پر اساۍ خون آشام امین او هغه یوشمیر ملګری اصلاٌ او مستقیماٌ شورویانو ندی وژلی بلکی زمونږ د هیواد او د ټولو خاصو او عامو خلقی او ټوله ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو د اوږدی مبارزی په نتیجه کی د پرچمیانو او عمومی خلقیانو له خوا وژل شوی او د دوی د وژنی او دهغوی د وینی بهونکی وحشی او فاشیستی رژیم په له منځه وړلو کی اصلی، عمده او تاکونکی رول زمونږ خلق او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو او فرعی رول شورویانو لوبولی دی. او د جګړی په دګر کی هم په زرګونو امینیان ندی وژل شوی ځکه چی امینیان خو کله په زرګونو کسان وو؟ او په لسګونو کسان به ئی که وژل شوی وای نو په لسګونو کسان به ئی د ثور د انقلاب څخه په جبری دفاع کی وژل شوی وی او وحشی او خون آشام امین او د هغه یو شمیر ملګری ئی په دی خاطر هم ندی وژلی چی دی او د ده ملګرو له شوروی اتحاد سره زمونږ د هیواد د یوځای کیدو په مخ کی خند ؤو بلکی په دی خاطر ئی وژلی دی چی: زمونږ پاک او سپیڅلی هیواد ئی د پاکستان او یا د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم پر یوی نظامی اډه باندی بدلاوه.

۲ - خائین وزیری پخپله نومړی لیکنه کی د خپل استاد او رهبر خون آشام امین د کړو وړو په پیروی د پښتنو خصوصیات هم د افغانستان د نورو قومونو لکه: تاجکو، ازبکو، دری ژبو، ترکمنو، هندیو، هزاره ګیو، نورستانیو، بلوڅو، پشه ئیو اوداسی نورو قومونو له خصوصیاتو څخه په غیرمستقیم ډول سره دیر لوړ بللی او د نوموړو نورو قومونو خصوصیات ئی پست او حقیر شمیرلی دی او پدی ټوګه سره ئی د پښتنو او د نورو نوموړو قومونو ترمنځ ئی د نفاق او بی اتفاقی اورته لمن وهلی ده او د انګریزانو له دغه متل چی: «په یوه قوم کی نفاق واچوه او بیا حکږمت پری وکړه » سره سم ئی غوښتی دی چی: مؤقتاٌ له خپلو نوموړو کړو وړو څخه څه نا څه ناوړه ګته ترلاسه کړی او پدی شکل سره غوالی چی: په خپل ملی دموکراتیک ګوند کی چی د خون آشام امین له خوا ئی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند په داخل کی په پټه سره اساس او تهداب ایښودل شوی وه زیات شمیر پښتانه راټول کړی او د نوموړو نورو قومونو پرضد ئی وجنګوی او د ده همدغه کړه وړه د پرولتاری انترناسیونالیزم پرضد مبارزه کی د افغانی ناسیونالیزم په ګیده کی دننه د پښتونوالی د نشنالیزم اصل کاملا ثابتوی، او بل داچی ده د پښتنو او نورو نوموړو قومونو ترمنځ د نفاق اور ته د لمنی د وهلو توله پړه پر شورویانو، پرچمیانو او عمومی خلقیانو باندی وراچولی ده، نو دائی کاملاٌ درواغ ویلی دی او داچی: ده ویلی دی چی د هیواد په شمال کی اتیازره پښتانه د شمالی والانو له خوا وژل شوی دی ده پخپله د پښتنو کینه او دښمنی له نورو نوموړو قومونو سره زیاته وی او مونږ په دی باب دا وایو چی: شورویانو، پرچمیانو او عمومی خلقیانو په عمومی نسبی ټوګه سره د پښتنو او نورو نوموړو قومونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن نده وهلی او دا د خون آشام امین په پیروی د خائین وزیری پشمول د نورو شعوری امینیانو، ستمیانو، افغان ملتیانو او د افغانستان د خلکو د نورو ډول ډول دښمنانو کار وه او دی. او دا ځکه چی که شورویانو له پښتنو سره کینه، دښمنی او تعصب درلودلای نو د پرچمیانو په رهبری، صفوفو او تنه به ئی له پښتنو سره ملګرتیا او دوستی نه کوله، هم به ئی له تره کی سره داسی مشاورونه وای کړی چی خون آشام امین له مینځه یوسی او دهغه ځای کارمل ته ورکړی او تره کی هم پښتون وه او همدا رنګه بی کفایته او خورد ضابط ګلابزوی، سروری، وطنجار، مزدوریار، زیری، کاروال، مهمند، صافی، لیوال او داسی نورو پښتو ژبیو سره به ئی چی عمومی خلقیان او عمومی زرغونیان وو او پښتانه هم وو پرچمیان سازمانی وحدت ته نه وای پریښودلی او لوړ لوړ ګوندی او دولتی مقامونه او دول دول مادی او معنوی امتیازات نه وای ورکړی، او همدارنګه ده پخپلو نوموړو خائنانه کړو وړو سره د مارکسیزم - لینینزم - استالینیزم، هیواد پالنی او پرولتاری انترناسیونالیزم له اصولو او قانونمندیو سره خپله کلکه کینه او دښمنی څرګنده کړیده او هم ئی زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقیانو د کمونستی عقیدی پرخلاف کلکه کینه او دښمنی ښودلی ده ځکه چی مونږ د کارل مارکس په پیروی دا وایو چی: زیارایستونکو پښتانه او نورو نورو قومونو زیارکښان ټول د یو له بل سره ورونه دی! او دنړی د پرولتاریا لومړنی ستر رهبر کارل مارکس هم داسی ندی ویلی چی: د نړی پښتنو سره یو شی بلکی داسی ئی ویلی دی چی: « د نړی کارګرانو سره یوشی»!  او داسی هم ندی ویلی دی چی: د نړی قومونو سره یو شی، بلکی داسی ئی ویلی دی چی: « د نړی کارګرانو سره یوشی»! او داسی هم ندی ویلی چی: دنړی تاجکو، ازبکو، دری ژبیو، ترکمنو، هزاره ګیو او پښتنو اوداسی نورو قومونو له زیارکښانو څخه پرته د نړی کارګرانو سره یو شی، بلکی داسی ئی ویلی دی چی: « د نړی کارګرانو سره یو شی»! او د تولنیز واقعیت له مخی دا هم وایو چی: د خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری نوموړی ډول خائنانه کړه وړه د (CIA) له لارښونو سره سم او د هغی په ګټه کړه وړه دی.

۳ - خائین او د (CIA) جاسوس وزیری د (CIA) له لارښونو سره سم او دهغی په ګټه پخپله نوموړی لیکنه کی د شوروی اتحاد، هند او پرنورو کمونستی او کارګری ګوندونو باندی دا درواغجن تور لګولی دی چی دا چی نوموړو ګوندونو پرچمیان په رسمیت پیژندلی وو او خلقیان ئی په رسمیت نه وو پیژندلی د دغه تکی عمده دلیل دا وه چی د خلقیانو مشر نورمحمد تره کی پښتون وه نو داسی دول بابولاله او احمقانه خبری خو حتی یو بیسواد ماشوم هم نه کوی لکه وزیری چی کړی دی او له دی څخه دا معلومیږی چی: د وزیری پشمول نور ټول شعوری امینیان « اوبو اخیستی دی خو شا ته مخونه اړوی او ووایی چی د شا له طرفه آسمان را پسی شین دی» او مونږ پدی باب داوایو چی: هرڅوک که په سیاسی لحاظ نور هیڅ هم نه پوهیږی خو صرف ئی د کمونستی انقلابی آیدیولوژی بوی هم تر پزو شوی وی پدی پوهیږو چی کارل مارکس داسی ندی ویلی چی د پښتو له زیارکښانو څخه پرته د نړی کارګرانو سره یو شی، بلکی داسی ئی ویلی دی چی: «د نړی کارګرانو سره یو شی»! او دغه هم وایو چی داچی: د پخوانی شوروی اتحاد د کمونست ګوند پشمول د نړی ټولو کمونستی اوکارګری ګوندونو خلقیان په رسمیت نه وو پیژندلی د دی دلیل دا نه وه چی د خلقیانو مشر نورمحمد تره کی پښتون وه ځکه ئی په رسمیت نه پیژندل بلکی اصلی دلیل ئی دا وه چی: اصلاٌ خو خون آشام امین او شعوری امینیانو د (CIA) له لارښونو سره سم او دهغی په ګټه قصداٌ او شعوراٌ د پرولتاری انترناسیونالیزم پر ضد مبارزه کوله، د دیره پته او مخفی ماهرانه ټوګه سره مبارزه کوله او د افغانی ناسیونالیزم د تقویه کیدو په خاطر ئی کار او فعالیت کاوه او لکه څرنګه چی لازمی وی هم هغسی ئی داسی مؤثری هلی ځلی نه کولی چی خلقیان د ورونو ګوندونو له خوا په رسمیت وپیژندل شی او حتی الوسع ئی دا کوښښ کاوه چی د خلقیانو او د ورونو ګوندونو تر منځ د یووالی د پروسی مخی ته په یوه پلمه نه یوی پلمی سره خنډونه واچوی او دا ځکه چی: د نړی د کمونستی او کارګری ورونو ګوندونو د اصولو له مخی د هرکمونستی او کارګری ګونډ وظیفه دا ده چی: د خپل هیواد بورژوازی دولت را نسکور کړی او هیواد واک کارګری طبقی ته ولیږدوی او په دی مبارزه کی اصلی، عمده او تاکونکی رول د نوموړی ګوند په مشری د نوموړی هیواد د خلکو په غاړه دی خو په نړیوالی کچی سره: د نوموړو ټولو نړیوالو ورونو ګونډونو ګډ او مشترک دښمن نړیوال امپریالیزم او د هغوی اندیوالان او ګوداګی قوتونه دی چی د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو پرضد مبارزه کی: د نوموړو ورونو ګوندونو د اکثریت پریکړو پر اساس تر سره کیږی او هر هغه څوک چی صرف په تشو خولو نه بلکی اساساٌ او عملاٌ د هر ډول استعمار، استثمار او ظلم او ستم پرضد مبارزه کوی بیا پخپله هیڅکله او هیڅکله استعماری، استثماری او ظالمانه کړه وړه نه تر سره کوی، فلهذا: له نوموړو کمونستی او کارګری ورونو ګوندونو سره د خائین وزیری نوموړی ډول کړه وړه د ده او د ده امینیو شعوری ملګرو جوته، ښکاره او څرګنډه کینه او دښمنی ثابتوی.

۴ - دا چی خائین وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی د یوه افغان ژورنالیست له خولی داسی ویلی دی چی: « یوه ورځ د پښتنو مشر خان عبدالغفارخان (باچاخان) د ژورنالیستانو د پوښتنو په وړاندی په افغانستان باندی د شوروی اتحاد یرغل غندلی دی »، نو دائی په بشپړه توګه سره درواغ ویلی دی ځکه چی: دا خو اکثرو خلکوته د لمر په شان ښکاره او جوته ده چی خان عبدالغفار خان د خپل ژوندانه په وروستیو وختونو کی خپل کورنی ته داسی وصیت وکړ چی: « کله چی زه مړ شو نو ما پخپله او آزاده خاوره (افغانستان) کی ښخ کړی» او هغه وه چی خان عبدالغفار خان له مرګ څخه وروسته د هغه له وصیت سره سم د خپلی کورنی او خپلو ملګرو له خوا د ډاکتر نجیب الله د قدرت په وخت کی چی د پخوانی شوروی اتحاد راغوښتل شوو عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست نظامی پوځونه هم زمونږ په خاوره کی میشته وو د افغانستان د جلال آباد په ښکلی ښار یعنی همیشه بهارکی خاورو ته وسپارل شو او ښخ کړل شو او له نوموړی جملی څخه د ده یو مطلب دا وه چی: د افغانستان خاوره ئی خپله خاوره بلله او پدی توګه سره ئی د «دیورند» مصنوعی، جبری او تحمیلی انګریزی استعماری کرښه هیڅکله او هیڅکله نه منله او د لر او بر پښتانه، افغانان او بلوڅان ئی د یوه واحد هیواد افغانستان اوسیدونکی بلل. او په دی باب د پښتو یوه بل مشر اجمل ختک هم داسی ویلی دی چی:

پـیـښـور دی او کـه کـویـته، زمـا کـور دی          کـه کابـل کـه قـندهـار دی، زمـا ورور دی

هـر غاصب چی دی کی خنډ اچول غواړی          که د لـر دی که د بـر دی مـخ ئی تـور دی

او د پاچاخان له نوموړی جملی څخه بل مطلب دا وه چی: د افغانستان خاوره آزاده ده، یعنی په افغانستان باندی د شوروی اتحاد له خوا یرغل او تجاوز نه دی شوی یعنی د شوروی اتحاد نظامی پوځونه را غوښتل شوی عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست پوځونه دی او شوروی اتحادئی یو استعمارګر او یرغلګر هیواد نه دی ښودلی، او داهم وایو چی: د پاچاخان د جنازی د ښخولو په مراسموکی د تښی په نامه او کاملاٌ درواغجنو افغانی او اسلامی ارتجاعی انقلاب ضد باندونو دا د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالزم او دهغه د اندیوالانو او ګوداګیو پاکستانیو او ایرانیو ارتجاعی دولتونو د لاس په نامه نوکرانو او کاسه لیسانو له خوا یو څو بمونه هم منفجر شول چی په هم هغه وخت کی د دوی همدغه نوموړی خائینانه، بیرحمانه او وحشیانه عمل زمونږ په کډون زمونږ د هیواد، سیمی او د ټولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو له خوا یو وحشیانه او خائینانه عمل وبلل شو او په کلکه او جدی توګه سره وغندل شو.

۵ - دا چی خائین او درواغجن وزیری نړی ویلی دی د شوروی د بمباریو پواسطه له هیواد څخه د باندی د انګور اډا په سیمه کی شپیته ټنه بیګناه پښتانه شهیدان شول، داهم کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی:  پدی باب زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری د خپلو سترګو حال داسی بیان وی چی « کله چی د ثور انقلاب ناکام شو او د انقلاب ضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو مرکزونه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلل او د هیواد واک ئی پخپلو لاسو کی واخیست، نو زه هم سمدالاسه په یوه شکل نه یوه شکل سره تبعیداٌ د کابل له ښکلی ښار چی په راتلونکی به د (زرغون ښار په نامه ونوموړ شی) څخه د پاکستان د ارتجاعی حکومت تر لاس لاندی د بڼوی په نامه یوی سیمی ته لاړم او له دوولسو کالونو جدائی څخه وروسته له خپلی کورنی سره چی په بڼو کی اوسیدله یوځای شوم او څو موده وروسته د ډیری ګرمی له امله د پسرلی په موسم کی ما خپله کډه له دوو نورو کډو یعنی الف او شهزاد له کډو سره یوځای له بڼو څخه د جنوبی وزیرستان د واناه په نوری بارکړه او بیا له وانا څخه زمونږ د دریو واړو کډی د باغړ په نامه د انګور اډا یوی سیمی ته ورسیدلی او هماغلته ځاپرځای شوو پاتی دی نه وی چی: الف په هغه وخت کی زمونږ یو سازمانی ملګری وه، اصلاٌ د خوست ټڼی وه او وروسته مرتډ شو او زمونږ له انقلابی سازمان څخه و ایستل شو او شهزاد زمونږ ګیانخیل وه او زما بجه هم وه، یعنی زما او د ده میرمنی سره خویندی وی، او اوس بیرته خپل اصلی موضوع ته راګرزم. ما په:نوموړی سیمه کی خپل کوچی ډوله خیمه ئیز ژوند پیل کړ او څو ورځی وروسته مو هغلته یوڅو اوږدی اوږدی خوشی تشی ړنګی ړنګی مغاری ولیدلی نو د هم هغه ځای له یوه اوسیدونکی شهازار نومی شخص څخه مو د نوموړو مغارو په باب پوښتنه وکړه، هغه داسی راته وویل چی:

« څو کاله په مخکی همدغلته د مولوی صاحب جلال الدین حقانی تر رهبری لاندی د مجاهدینو یو مرکز وه چی دیر سلاحکوتونه، ډول ډول وسلی او مهمات او نقلیه وسایط ئی درلوډل او د خوراکی او پوشاکی موادو ډیپوګانی هم درلوډلی چی له پاکستان څخه مجهز کیدل، ملبس کیدل او تغذیه کیدل. دیر زیات خارجی اګریز او عربی مشاورین هم پکی موجود وو چی زمونږ افغانی مجاهدینو ته ئی تریننګونه ورکول، جنګی روزنه ئی ورکوله، له همدغه ځایه څخه به افغانستان ته افغانی مجاهدین د جنګ لپاره استول کیدل او هماغلته به د خلقیانو، پرچمیانو او روسانو پرضد جنګیدل دلته د هلکانو لپاره مدرسه هم موجوده وه او زیاتی ونی ئی هم پکی کښینولی وی او پکی شنی شوی هم وی، دکانونه هم پکی موجود وو او یو بازار ئی جوړ کړی وه. له افغانستان څخه به ډول ډلو جهازونه را تلل او بیا به بیرته تلل تر څوچی بالآخره یو ما ښام یوڅو جنګی جت جهازونه راغلل ناڅاپاٌ ئی دیر سخت بمباردمان پیل کړ، داسی بمونه ئی غوزول چی آسمان او ځمکه به دواړه لرزیدل، همدغو بمباریو تقریباٌ یو ساعت دوام وکړ ترڅو چی د وسلو او مهماتو پر ډیپو باندی بمونه ولګیدل او دیپو اور واخیست چی تر سهاره پوری ډول ډول مرمی خلاصیدلی، لنده دا چی تمامه شپه ئی پرمونږ باندی پدی دنیاه محشر جوړ کړی وه، کله چی سهار شو نو ټول مړی او زخمیان مو راټول کړل او شپیته تنه مجاهدین شهیدان او د سلو تنو په شاوخوا کی زخمیان شول او همدا مرکز هم سمدلاسه بل کوم ځای ته انتقال شو......» دا وه اصل حقیقت او دا هم وایم چی نومړی مغاری تر اوسه پوری هم موجودی دی او د جلال الدین حقانی د مغارو په نامه شهرت لری. »!

او دا چی خائین او رذیل وزیری نوموړی وژل شوی او زخمیان شوی وزیران پښتانه بیګناه اشخاص بللی دی، نو دائی په ښکاره او علنی ټوګه سره درواغ ویلی دی او خیانت ئی کړی دی، ځکه چی: نومړی پښتانه زمونږ د خلکو او دثور د دموکراتیک انقلاب ضد ارتجاعی عناصر وو او د نوموړی ارتجاعی او داړه مار باند غړی وو او د نوموړی باند د ګوداګیو او وحشی رهبرانو له خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) ارتجاعی لارښوونو سره سم زمونږ د هیواد د زیار کښو خلکو او د ثور د دموکراتیک انقلاب پرضد جنګیدل او د ده د نوموړی لیکنی څخه دا کاملاٌ ثابتیږی چی: د بیګناهی په چوکات کی له نوموړو انقلاب ضد پښتنو څخه د ده دفاع او ڼڼګه په خپل اصل او ذات کی له نوموړه تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو او ګروپونو دفاع او ننګه شمیرله کیږی او له نوموړو ارتجاعی باندونو څخه دفاع او ننګه په نهائی تحلیل کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او دهغه د اندیوالانو او ګوداګیو دولتونو څخه دفاع او ننګه ګڼله کیږی. فلهذا: خائین وزیری اود ده شعوری امینی ملګری په کومو غوږو، په کومو پزو، په کومو سترګو، په کومو خولو او په کومو ژبو باندی داسی وایی چی: دوی خلقیان ؤو او یا خلقیان دی؟ د CIA غړی او یا جاسوسان ندی؟ او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم لاس په نامه نوکران، غلامان، مزدوران او تالی ندی؟ ځکه چی نوموړی ډول کړه وړه د (CIA) د غړو له کړو وړو څخه پرته بل هیڅ ندی اوبل هیڅ کیدای هم نشی. او همدا رنګه خائین او کثیف وزیری د نوموړو انقلاب ضد او خلکوضد مرتجعو پښتنو نومونه ذکر کړی دی او شهیدان ئی هم ښودلی دی او بیګنه ئی هم بللی دی خو زمونږ د ستر او محبوب ملګری رهبر او مؤسس شهید داکټر عبدالکریم زرغون اوزمونږ د یوه شمیر نورو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شهیدانو ملګرو یعنی: عالمی، بائیس، ذکریا، یرغل، نیک محمد، سلام، بسام، کیهان او داسی نورو له نومونو اوشهادت څخه چی د ده دخون آشام استاد او رهبر امین له لارښونو سره سم د ده پشمول د نورو شعوری امینیانو له خوا په دیره بیرحمانه، غیرعادلانه او وحشیانه ټوګه سره بندیان شوی، ډول ډول مادی او معنوی شکنجی ورکړل شوی او بالآخره اعدام شوی او شهیدان شوی دی له یادولو اولیکلو څخه کاملاٌ ډډه کړی ده او پدی خاطر ئی ډډه تری کړیده چی بیا خو په ټولنه کی: د پخوا او اوس په نسبت په راتلونکی کی زمونږ د ستر رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون او زمونږ د نورو نوموړو شهیدانو ملګرو نومونه، سیاسی اتوریته، اعتبار، موقف او نفوذ لانور هم رالوړیږی او د خون آشام امین او خائین وزیری پشمول د ټولو شعوری امینیانو سیاسی اعتبار، اتوریته، موقف اوتفوذ لانورهم را ټیټیږی او دا هم وایو چی: داچی خائین وزیری په وزیرستان کی د بمباریو له امله نوموړی لس تنه په وحشیانه توګه سره وژل شوی بللی دی او زمونږ په عقیده دائی هم کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی: دا نوموړی لس تنه هم د افغانی انقلاب نوموړو ارتجاعی بانډونو غړی دی او یا دهغوی ملاتړی دی، البته ماشوم به ئی هم د هغوی ملاتړی او کمک کونکی وی.

خاطره: داهم باید په یاد وساتو چی د خائین وزیری استاد او رهبر خون آشام حفیظ الله امین هم CIA له لارښونو سره سم د افغانستان د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهلی ده ځکه چی: دا د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند اکثریت غړو ته کاملاٌ جوته ده چی خون آشام امین نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند ته له ورتګ څخه څو موده وروسته د قامولی په خلقی ضد نفاق هلوځلو باندی پیل وکړ او هغه وه چی: د خون آشام امین او د طاهر بدخشی او د دوی د پلویانو ترمنځ د نوموړی نفاق مسئلی په هکله سخت جار و جنجال منځ ته راغی چی: خون آشام امین او ملګرو ئی له پښتنو څخه او طاهر بدخشی له نورو نوموړو قومونوڅخه دفاع کوله، دواړو خواوو د افغانستان د خلکو په پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند کی نوموړی فاسده خلقی ضد ارتجاعی آیدیولوژی پخشوله نو د خلکو د معنوی ارادوی فشار له امله د افغانستان د پخوانی دموکراتیک ګوند پخپل سرتاکل شوی مرکزی کمیتی مجبوره شوه چی دوی دواړو ته حزبی جزاګانی ورکړی، هغه وه چی دواړه ئی د نومړی دمکرات ګوند آزمایښی غړی کړل. چون خون آشام امین چی د (  CIA ) دیر ماهر او چالاک جاسوس وه خپل ځان ئی د مؤقتاٌ یوڅو موده غلی او خاموش ونیو او په پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند کی د یوه پټ ملی دمکراتیک ګوند په نامه ګوند جوړ کړ او خپل ځان او ملګری ئی په نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند کی پریښودل او طاهر بدخشی له خپلو ملګرو او پلویانو سره یوځای له نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند څخه ووتل او ځانته ئی یوه علیحده دله جوړه کړه چی د ملی ستم د دلی په نامه ئی شهرت وموند چی د ثور له انقلاب څخه وروسته طاهر بدخشی د خون آشام امین له خو ووژل شو. فلهذا:

د خائین وزیری پشمول نورو ټولو شعوری امینیانو هم د خپل استاد او رهبر خون آشام د نوموړوخلقی ضد ارتجاعی قومی نفاقی کړو وړو په پیروی خپلو نوموړو ډول خلقی ضد نفاقی ارتجاعی هلوځلو ته دوام ورکړ چی پدی باب زمونږ د نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی ملګری هم داسی وایی چی: « کله چی زه د ۱۳۶۲ ه ش کال د دوبی په موسم کی د خپل دیری اوږدی مودی واقعی زرغون صفته پټو خلقی دموکراتیکو یعنی ( ماهیتاٌ مارکسیستی - لینینستی - استالینستی، هواد پالنی او پرولتاری انترناسیونالستی) انقلابی سیاسی فعالیتونو له امله په داسی حال کی چی: عسکری ته د نه تلو په هکله می د وخت د واکمنو ګوندی او دولتی قوانینو سره سم قانونی او رسمی دولتی او حکومتی اسناد هم پلاس کی درلودل د سانتریست او ابن الوقت ډاکټر صالح محمد زیری او د هغه دلاس په نامه نوکرانو یعنی: د عمومی زرغونیانو د تش په نامه او په واکمنو ګوندی او دولتی لوړو لوړو څوکیو او مقامونو باندی اخیستل شوو او پر خپل سر تأکل شوو رهبرانو د خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) لارښونو سره سم او د میزاعالم حمیدی خوستی شعوری امینی له مستقیمی اشاری سره سم د وخت د کورنیو چارو د وزیر په سیاسی ګوندی لحاظ متلق بیسواده، د امینیانو د کاغذپران، لومپن پرولتر بیکفایته، فاسدالاخلاقه او خورد ضابط سید محمد ګلابزوی په امر: په کاملاٌ غیرقانونی، غیرعادلانه، بیرحمانه او وحشیانه جزائی ټوګه سره د عسکری دوری د تیرولو په پلمه په سپینه رڼا ورځ د کابل د ښار له منځ څخه لومړی د څرخی پله محبس ته او له پنځسو ورځو کوته قلفی څخه وروسته بیا له نوموړی محبس څخه دبدخشان ولایت ته په الوتکه کی تحت الحفظ اختتافاٌ انتقال شوم او هماغلته د بدخشان ولایت د محبس د څارندویو په محافظ ټولی کی د یوه خدمتی سرباز په ټوګه ځای په ځای شوم او له څومودی وروسته می د بدخشان د (۲۴) وسله وال غند د (۷ - ۸) تنو په شاوخوا کی صاحب منصبان چی شعوری امینیان وو او د یوه تن صاحب منصب معصوم نومی چی د نوموړی غند د مخابری د کندک آمر وه له خوا رهبری کیدل وپیژندل او معصوم له کابل څخه د امینیانو له خوا رهبری کیده، او په اوسنی وخت کی معصوم د هیواد دپلوری او شاه شجاع ثانی حامد کرزی صلاح کار او مشاور وزیر دی. او همدا نوموړی امینیان ټول پښتانه وو او د خپلو منجمدو کړو وړو له امله په نوموړی محیط کی له خلکو څخه کاملاٌ تجرید هم وو. او همدارنګه یوشمیر ستمیان او یو شمیر پرچمیان می هم وپیژندل او هم می یوشمیر عمومی خلقیان یعنی د بدخشان د امنیت آمر حسن شاه فروغ، د جنایی آمر عبدالله پروانی چی د پروان وه، مخصوص آمر رحمت الله چی هغه هم د پروان وه، او د څارندوی سیاسی آمر بوستان علی چی هزاره وه وپیژندل! نو ما خپل رفت و آمد (تګ او راتګ، ناسته او ولاړه) د نوموړو ټولو کسانو په نسبت له نوموړو عمومی خلقیانو سره زیات کړ او له څو مودی تیریدو څخه وروسته نوموړی ټول اشخاص په ما باندی کاملاٌ وپوهیدل چی: زه د مطلق بیګناهی په چوکات کی د پټ سترګی، بیکفایته او خورد ضابط سید محمد ګلابزوی له خوا په غیر قانونی ټوګه سره د عسکری دوری د تیرولو لپاره ولیږل شوی یم. نو نوموړو عمومی خلقی ملګرو له ما څخه سخته دفاع کوله او له ما سره ئی هروخت ناسته او ولاړه او کوله، او تر اوسه پوری نوموړی عمومی خلقی انقلابی ملګری ژوندی هم دی.

او دا باید ووایم چی: په فیض آباد کی له څو میاشتو تیریدو څخه وروسته یوه ورځ: د بدخشان ولایت په ملکی شفاخانه کی د دوو ډاکټرانو تر منځ چی یو ئی عبدالرشید مزاری نومیده، دری ژبی وه او بل ئی یو ننګرهاری ډاکټر وه په یوه مسئله باندی غالمغال او جنجال شوی وه، نوموړی دواړه ډاکټران حزبیان نه وو، خو ننګرهاری پښتون ډاکټر له نوموړو پښتنو امینیانو سره شخصی ارتباطات درلودل او هغه بی له دی چی په نوموړی جنجال باندی نور کسان خبری کړی چی د دوی په منځ کی وغږیږی او دوی سره پخلا کړی، په ناڅاپی سره رشید مزاری په بوکس سره دیر سخت وهلی وه او طرف مخ ئي تول شین وه او یو سترګه کاملاٌ پټه وه، ځکه چی نوموړی بوکسر وه او رشید مزاری د همدغی مسئلی په باب د جنائی آمر عبدالله پروانی ته اطلاع ورکړه او نوموړی امینیان جنائی آمر ته ورغلی وو او له ننګرهاری داکټر څخه ئی دفاع کوله او نوموړی جنائی آمر خپل عمومی خلقی ملګری ټول پدی موضوع باندی خبر کړل او امینیانوته ویلی وو چی په دی باب به له فلانی څخه (یعنی زما نوم ئی ورته اخیستی وه) هم پوښتنه وکړو چی هغه څه وائی؟ او زمونږ د نوموړو تولو خلقی په نظر خو ننګرهاری ډاکټر کاملاٌ ملامت او ګرم دی. پدی وخت کی امینی معصوم: ماته دوه تنه امینیان راولیږل او داسی ئی راته وویل چی: تا جنائی آمر غواړی، ته باید داسی ورته ووایی چی: رشید مزاری پری ګرم او ملامت دی، ما ورته وویل چی: زه به یو وار د دوی ترمنځ جنګی موضوع وګورم چی کوم یو زما په نظر ملامت وی هغه ته به ملامت ووایم. دوی راته وویل چی: زمونږ ټول ملګری (امینیان) وایی چی رشید مزاری پری ملامت دی، ته پدی پسی مه ګرزه چی کوم یو ملامت دی؟ ننګرهاری که نور هیڅ هم ندی پښتون خو دی! ما ورته وخندل او ورته ومی ویل چی: زه خو یو واقعی خلقی یم او پرولتری انترناسیونالیست یم، نه قومی پال ژبی نشنلیست! بیا دوی غلی شول او خفه هم شول او را څخه لاړل. او زه مخکی له دی چی له جنائی آمرسره ووینم، د رشید مزاری کورته ورغلم، هلته می چی دی ولیده دیر سخت زخمی وه او نور یو دیر شمیر داکټران او ځینی نور کسان هم هماغلته وو. هغوی ټول په مزاری بانډی خفه وو او پر ننګرهاری باندی ئی بد ویل او ما چی موضوع سمه وپلتله کاملاٌ پری پوه شوم چی مزاری پری ګرم نه وه بلکی ننګرهاری پری ګرم وه، بیرته خپل کاغوش ته لاړم او بیا دجنائی آمر یو سرباز را ولیږه او زه ئی خپل اطاق ته ور وغوښتلم، زه رأساٌ د جنائی آمر اطاق ته ورغلم، د ماپیښینی وخت وی او نوموړی او نور ټول عمومی خلقیان او ځینی نور کسان هم هماغلته ناست وو او زه چی ور ننوتلم دوی ټول راته پاڅیدل او له ما سره روغبړ وکړ، بیا ګښیناستلو او ماته ئی یوه پیاله چای واچاوه او بیا د جنائی آمر زه مخاطب کړم او نوموړی موضوع ئی په مفصله ټوګه سره راته وویله او بیائی راته وویل چی: « مونږ او تاسی خو ټول خلقیان یو، د دی پیښی په باب باید درست قضاوت وکړو او کوم یو چی ګرم وی باید هغه ته ګرم ووایو، که څه هم یو تعداد داسی کسان شته چی ځانونو ته خلقیان هم واېی خو بیا هم هراړخیز او پر ځای قضاوت نه بلکی یوطرفه قضاوت کوی، او دوی پردی باندی خبر نه وو چی له ما سره امینیان پدی باب غږیدلی دی. ما ورته وویل چی: هغه کسان به چی له معقولو دلایلو پرته یوطرفه قضاوت کوی واقعی خلقیان نه وی بلکی په تشو نومونو سره به خلقیان وی او دخپل رهبر له خوا به نوموړی یوطرفه قضاوت په میراث پاتی شوی وی. او بیا جنائی آمر چی پښتون هم وه راته وویل چی: ته راته دا ووایه چی ستا په نظر کوم یو ګرم او ملامت دی؟ ما ورته وویل چی ستاسو په نظر کوم یو ملامت دی؟ ده راته وویل چی مونږ خپل نظر نه درته څرګند وو، ته باید خپل نظر راته وواېی او بیا به مونږ خپل نظر درته څرګنډ کړو. او بیا ما داسی ورته وویل چی: زه خو یو جزائی او معیوب سرباز یم، او تاسی ټول آمران یاستی، آیا زما نظر به ستاسو د تائید وړ وګرځی او که نه؟ او د جنائی آمر چی یو سپین ږیری سړی وه  دیر مؤدب، بانزاکته، خاکسار او حزبی اصولوته دیر زیات پابند وه او سمونوال وه داسی راته وویل چی: ملګریه! زمونږ او ستاسو په منځ کی د آمریت او سربازی مسئله نه شته او مونږ او تاسی د خلقی ملګرتوب په فضأ کی سره ناست یو او نوموړی موضوع سره څیړو، نو مو په دیری آرامی سره داسی ورته وویل چی:

محترم ملګری آمرصاحب! کله چی زه له کابل څخه په غیرقانونی ټوګه سره د جزائی سرباز په صفت بدخشان ته تحت الحفظ راوړل شوم، او دلته د محبس د څارندویو په محافظ ټولی کی د خدمتی سرباز په صفت ځای پرځای شوم، له څو ورځو تیریدو څخه وروسته یوه ورځ زمونږ د ټولی کاتب چی محمد نومیږی، په ستره کی ستمی دی او په ستمیانو کی سفزائی دی، داسی زاته وویل چی «ته پرون ورځ د څارندویو حزبی منشی را څخه وغوښتلی او راته وئی ویل چی: هغه پښتون سرباز چی د ګلابزوی له خوا د جزائی سرباز په توګه رالیږل شوی دی ماته ئی یو وار راوله چی زه ئی وګورم چی څنګه سړی دی » ما ورته وویل چی څه نومیږی، څه رتبه لری، خلقی دی او که پرچمی دی؟ ده راته وویل: عبدالاحمد خان نومیږی، سرڅارمن دی، بدخشانی دی، پخوا له طاهربدخشی سره وه او اوس پرچمی دی، دلتی خدمتی دی او اصلاٌ د بدخشان د واخان د ولسوالی د څارندویو د کندک سیاسی معاون دی او بیائی راته وویل چی راځه چی ورشو، نو زه هم ورسره روان شوم او کله چی دفتر ورغلو او ورننوتلو، دی ته ئی ستړی مشی وکړ او بیائی ورته وویل چی کښینه او ماته ئی په خوله باندی وویل چی « مانده نباشی » یعنی ستړی مه شی، ما ورته وویل چی: خیریوسی. بیا محمود ورته په دری ژبه وویل چی: پښتو ترجمه ئی دا ده چی: هغه پښتون جزائی سرباز چی له کابل څخه رالیږل شوی دی دغه نفر دی او دادی درته رامی ووست او ده ورته وویل چی: «دیر ښه»، زه د ده دفتر د دروازی څنګ ته دننه ولاړ وم او بیائی داسی پوښتنی او ګروپږئی را څخه پیل کړی چی:

د کوم ځای ئی؟ ما ورته وویل چی د افغانستان یو، بیا راته وویل چی په افغانستان کی د کوم ځائی؟ ما ورته وویل چی د پکتیا یم. بیا راته وویل چی په دی باندی زه هم پوهبږم چی د افغانستان د پکتیا اوسیدونکی ئی خو زما مطلب دادی چی په پکتیا کی د کوم ځای ئی او په قوم څوک ئی؟ ما ورته وویل چی په پکتیا کی د اورګون د لوی ولسوالی اوسیدونکی یم او په قوم ګیانخیل یم او په ستری کی سره ځدران یم. نو بیائی وخندل او راته وئی ویل چی: دا خو ته د ګلابزوی وطندار ئی، دی پښتون دی او ته هم پښتون ئی، نو بیائی دلته څنګه د جزائی عسکر په صفت رالیږلی ئی او ولی ئی اورګون ته نه لیږلی؟ ما ورته وویل چی: زما په عقیده « له وینی څخه حقیقی مینه مقدمه ده » او ده راته وویل چی دا څه معنی لری؟ ما ورته وویل چی ده دا معنی لری چی: ( دپکتیا لیوان او د بدخشان لیوان که څه هم په پوستکیو کی به څه نا څه تفاوت سره ولری خو په ماهیت کی دواړه یو لیوان دی، او د پکتیا وزی او میږی که څه هم په پوستکیو کی به څه نا څه تفاوت سره ولری خو په ماهیت کی دواړه یو وزی او میږی دی، او د پکتیا لیوان هم د پکتیا او هم د بدخشان وزی او میږی خوری او د بدخشان لیوان هم د بدخشان وزی او میږی خوری او هم د پکتیا وزی او میږی خوری، نو داسی مه راته وایه چی ګلابزوی هم پښتون دی او ته هم پښتون ئی ولی ئی د جزائی سرباز په صفت رالیږلی ئی؟ نو سرڅارمن عبدالاحمد خان رأساٌ له خپلی چوکی څخه را ووت او غیږ په غیږ او خوله په خوله ئی ستړی مشی را سره وکړ او خپله چوکی ئی پریښود له اوله ماسره دلرګی په اوږده چوکی باندی کښیناست او د خپل دفتر سرباز ته ئی وویل چی: ځه لاړشه چای راوړه او بیائی راته وویل چی: زه هم د واخان د څارندوی د کندک سیاسی معاون یم او دلته خدمتی یم او دا چی ته هم په واخان جزائی سرباز ئی او دلته خدمتی ئی که له ما څخه مخکی لاړی او که شاته لاړی نو هماغلته به زه او ته سره ووینو بیا به زه هغلته هردول کمک چی زما له لاسه پوره وی درسره کوم او بیا مو چای په یوه ځای سره وڅښه او زه بیرته ور څخه ووتلم او خپل ټولی ته لاړم. نو اوس هم تاسوته دا وایم چی: زما په نزد ژبی او قومی اړیکی نه بلکی طبقاتی اړیکی اصلی، عمده او ټاکونکی رول لری او ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده او دلته هم دا درته وایم چی د ننګرهار لیوان او مزار لیوان، د بدخشان او پکتیا د لیوانو په څیر دی او ماهیتاٌ ټول سره یو دی او د ننګرهار او د مزار وزی او میږی هم د پکتیا او د بدخشان وزی او میږو په څیر دی او ماهیتاٌ سره یوشان دی او د نوموړو لیوانو له خوا نوموړی ټولی وزی او میږی خوړل کیږی او دغه درته باید ووایم چی د نوموړی موضوع په باب دی نیجی ته رسیدلی یم چی: پرعبدالرشید مزاری باندی ننګرهاری پښتون دیرسخت ملامت دی او هغه ته د لازمی سزا ورکول هم په تاسو پوری اړه لری، څکه چی د جنائی آمر خو تاسو یاستی. ده راساٌ راته وویل چی: زمونږ نظر هم پدی هکله ستاسو علمی نظر سره کاملاٌ توافق لری ». نو مونږ له نوموړو لیکنی څخه دا نتیجه لاسته راوړو چی: د وزیری پشمول ټول شعوری امینیان د خون آشام امین په پیروی د پښتنو او د نورو نومړو قومونو ترمنځ د ژبنی او قومی نفاق اورته لا اوس هم لمنی وهی او همدا نوموړی ناولی او کرغیړن کړه وړه له خپل استاد او رهبر خون آشام امین څخه په میراث ورته پاتی دی. او داهم وایو چی: دا خبره هم اکثریت خلقیانو ته معلومه او جوته ده چی: خون آشام حفیظ الله امین به کله کله دا خبره کوله چی: « وردک چیرته او انقلابی توب ئی چیرته؟ او وردک مو نه وو لیدلی او انقلابی توب مو ئی نه وو لیدلی؟ ». نو مونږ یو وخت خپل ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهنما ته د خون آشام امین همدا نوموړی خبره وکړه او ورته مو ویل چی خون آشام امین خو همدغه ډول خبری کوی او ده داسی راته وویل چی: دا د (CIA) خوشی تشی او فضول لګیا دی ځکه چی: کارل مارکس خو داسی ویلی دی چی « د نړی کارګرانو سره یو شی!» او داسی ئی هیڅکله او هیڅکله ندی ویلی چی : « د وردګو د قوم له کارګرانو څخه پرته د نړی کارګرانو سره یو شی !» او داسی نور ........

XXX  :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینولاندنیو برخو کی داسی هم لیکلی دی چی: « د څرخی پله زندان: ......... د جدی له شپژمی نیتی څخه وروسته د امینیانو په نامه په مرکز او د هیواد په نورو ولایتونو کی دیر خلقیان بندیان شول چی ځینی ئی له مونږ سره اچولی وو او د یوشمیر نومونه ئی زما په حافظه کی پاټي دی په لاندی دول:

۱ - داکتر شاه ولی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی د سیاسی دفتر غړی او د مرکزی کمیتی منشی، د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، ۲ - پوهاند محمود سوما د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د سیاسی دفتر غړی او د لوړو زدهکړو وزیر، ۳ - عبدالحکیم شرعی جوزجانی د ا.خ.د.ګ د سیاسی دفتر غړی، د عدلیی وزیر او لوی څارنوال، ۴ - عبدالرشید جلیلی د ا.خ.د.ګ د سیاسی دفتر غړی او د کرهنی وزیر، ۵ - پوهنوال محمد منصور هاشمی د ا.خ.د.ګ د مرکزی کمیتی غړی او د اوبو لګولو او بریښنا وزیر، ۶ - محمد سالم مسعودی د ا.خ.د.ګ د مرکزی کمیتی غړی او دپوهنی وزیز، ۷ - عبالقدوس غوربندی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی غړی او د سوداګری وزیر، ۸ - فقیرمحمد فقیر د ا.خ.د.ګ د مرکزیکمیتی غړی او د کورنیو چارو وزیر، ۹ - خیال محمد کټوازی د ا.خ.د.ګ. د مرکزی کمیتی غړی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر. ۱۰ - صاحب جا صحرائی د ا.خ.د.ګ د مرکزی کمیتی غړی او د سرحداتو چارو وزیر، ۱۱ - انجینر ظریف د ا.خ.د.ګ د مرکزی کمیتی غړی او د مخابراتو د وزیر، ۱۲ - انجینر صدیق عالمیار د ا. خ. د. ګ دمرکزی کمیتی غړی او د پلان د وزیر، ۱۳ - محمد اقبال وزیری د ا. خ. د. ګ دمرکزی کمینی غړی او د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی رئیس. ۱۴ - اسدالله امین د ا. خ. د. ګ دمرکزی کمیتی غړی او د کام عمومی رئیس، ۱۵ - صالح محمد پیروز د ا. خ. د. ګ دمرکزی کمتی غړی او د فواید عامی د وزارت مرستیال، ۱۶ - مصطفی خان د ا.خ. د .ګ دمرکزی کمیتی غړی او د کورنیو چارو د وزارت مرستیال، ۱۷ - نظیف الله نهضت د ا. .خ.د. ګ دمرکزی کمیتی غړی او په کیوبا کی دافغانستان د سفیر، ۱۸ - ډاکټرغنی وثیق د ا. خ. د. ګ دمرکزی کمیتی غړی او د ځوانانو د خلقی سازمان منشی، ۱۹-بشیر بشریار د ا. خ. د. ګ دمرکزی کمیتی غړی او دبلخ والی، ۲۰ - محمد جمعه بارکزی د اوبو لګولو او بریښنا د وزارت مرستیال، ۲۱- عبدالاحد سرسام د کرهنی د وزارت مرستیال، ۲۲ - عبدالاحد درمانګر د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، ۲۳- علی ګل پیوند د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستیال، ۲۴ - پیرک شینواری د سرحذونو چارو د وزارت مرستیال، ۲۵ - حکیم مالیار دسواداګری د چارو د وزارت مرستیال، ۲۶ - غلام سخی د هوائی او هوائی مدافع عمومی قوماندان، ۲۷ - محمد علی هوما د ا. خ.د . ګ دمرکزی کمیتی د دارالانشأ امر، ۲۸ - عبدالله امین د شمال د څلورو ولایتونو واکمن، ۲۹ - محمد دوست د مرکزی قول اردو قوماندان، ۳۰ - سلطان احمد بهین د کام سیاسی آمر، ۳۱ - جنداد د ګارد قوماندان، ۳۲ - علی شاه پیمان د کورنیو چارو وزارت د څارندوی قوماندان، ۳۳ - عبدالرحیم سالارزی په پیښور کی د افغانی کونسل، ۳۴ - زلمی کاشفی د ترانسپورت رئیس، ۳۵ - احمدجان ماڼو د څلورمی ځغروالی لوا قوماندان، ۳۶ - شایسته خان د څرخی پله د زندان قوماندان، ۳۷ - ودود د ملی دفاع وزارت د مخابری رئیس، ۳۸ - محمدجان پیګیر په شوروی اتحاد کی د ا. خ. د. ګ د ګوندی سازمان منشی، ۳۹ - حسن ګل کارګر وفاه د ا.خ.د.ګ دمرکزی کمیتی غړی او د کارګری اتحادیو رئیس، ۴۰ - نظام الدین شریک د غزنی ولایت والی، ۴۱ - عزیزالله وګړی د فاریاب د ولایت والی، ۴۲- فخرالدین پټول د کابل د ولایت د څارنوالی رئیس، ۴۳ - صادق عالمیار د بالاحصار د کوماندو د قطعی قوماندان، ۴۴- محمدرحمن کارګر د فراه د ولایت والی، ۴۵ - فضل جان جهش د هلمند د ولایت والی، ۴۶ - هاشم دقیق د سمنګان د ولایت والی، ۴۷ - عباس خروشان د ځوانانو دخلقی سازمان د منشی مرستیال، ۴۸ - عبدالله تلاش د اختصاصی څارنوالی رئیس، ۴۹ - عبدالرحمن د مرکزی قول اردو د سیاسی څانګی آمر، ۵۰ - نورآقا روئین د کام د ریاست د یوی څانګی مدیر، ۵۱ - علی شاه احمدزی د سوداګری د وزارت اداری رئیس، ۵۲ - ضیأ ببرک د روغتیا د وزارت د تخنیکی خدماتو آمر، ۵۳ - عبدالباقی د روغتیا د وزارت د اداری رئیس، ۵۴ - عارف عالمیار د ترانسپورت رئیس، ۵۵ - انجینر عبدالخالق د تیلو او غازو پلټنی عمومی رئیس، ۵۶ - سیدعبدالله د څرخی پله پخوانی قوماندان، ۵۷ - آقاحسین تلاش د بګرامی د نساجی فابریکی رئیس، ۵۸ - عبدالله مهک د کورنیو چارو د وزارت اداری رئیس، ۵۹- ډاکټر جهان نور د معالجوی طب رئیس، ۶۰ - محمد نعیم د کابل د ولایت د ترافیکو مدیر، ۶۱ - سید رحیم سرباز د کندوز د ولایت د څارندوی قوماندان، ۶۲ - سید احمدشاه د کندهار د ښار د ولایتی کمیتی منشی، ۶۳ - سحر د دولتی مطبعه رئیسه، ۶۴ - ازما د مخابراتو د وزارت د پوست رئیس. یو ځای بندیان ښودلی دی او له نوموړو کسان څخه ئی نور زیات کسان هم بندیان ښودلی دی، یعنی ده پدی ځای کی له حد څخه زیاته مبالغه کړی ده چی له نوموړو بندیانو څخه ئی دیر بندیان ښودلی دی او دائی هم کاملاٌ درواغ ویلی دی چی: د نوموړو کسانو نومونه د ده په حافظه کی پاتی دی ځکه چی له یوه پلوه دی دوره قوی حافظه نه لری او له بله پلوه نوموړی کسان امینیان وو او د دوی مکمل لیست ورسره وو او دی یعنی د لیست له مخی ئی د نوموړو امینیانو نومونه لیکلی دی او همدا ډول د نوموړو کسانو په منځ کی یو تن هم د خون آشام امین پرضد نه وو چی د خون آشام امین ضد اوسیدلی وای، ځکه چی نوموړی کسان ټول شعوری امینیان وو، او دا هم وایو چی: نوموړی ټول شعوری امینیان عملاٌ د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند چی دیر کالو نخ مخکی ئی په نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند کی دڼڼه په پټه توګه سره د خوم آشام امین له خوا تهداب ایښودل شوی وه د مرکزی کمیتی او ولایتی کمیتو غړی وو. او ده د خپلو ټولو شعوری امینیو ملګرو نومونه ئی پدی خاطر په خپل نوموړی اثر کی لیکلی دی چی پدی ټوګه سره په ټولنه کی د خپل نوموړو شعوری امینیو ملګرو نومونه را لوړ کړی او خائین وزیری داسی فکر کړی دی چی پدی دول سره به په ټولنه کی د دوی سیاسی اتوریته، اعتبار او نفوذ را لوړ شی خو ده کاملاٌ موضوع غلطه کړیده، ځکه چی موضوع واقعاٌ داسی نه ده بلکی داسی ده چی:

هغه خلک یا د خلکو بچیان او نماینده ګان چی د ده په همدی نوموړی اثر کی د دوی نومونه ولولی نو دهغوی لانورهم دیر نفرت او کرکه ورڅخه پیدا کیږی او طبقاتی کینه ئی لانورهم ورسره زیاتیږی، ځکه چی نوموړو امینیانو هر یوه پخپل محیط کی هریوه دومره خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد تاریخ نه بخښونکی جنایتونه، خیانتونه او قتلونه ترسره کړیدی چی هیڅکله او هیڅکله به ئی خلک او د دوی واقعی بچیان او نماینده ګان ونه بخښی او د بخښیدو وړ هم ندی. او دغه هم باید ووایو چی: مونږ د نوموړو ټولو شعوری امینیانو نومونه ځکه لیکلی دی چی: لومړی ئی زمونږ خپل سازمانی انقلابی ملګری وپیژنی او بیا زمونږ د انقلابی سازمانی ملګرو له خوا باید: دوی او د دوی ملګری او پلویان په بشپړه توګه سره کنترول شی او د امینیو کړو وړو د دوام په صورت کی خلکو او ټول ملی دموکراتیکو او انلابی قوتونو ورښودل شی او له خلکو څخه په کامله ټوګه سره تجرید شی او پخپل وخت او زمان سره په زمونږ خلک زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقیانو (ماهیتاٌ کمونستانو) له خو نوموړی او نور ټول شعوری امینیان د خپلو خائینانه امینیو کړو وړو په سزا ورسیږی او پدی ټوګه سره خائین وزیری په خپله نوموړی زهرآلوده او له کینی او دښمنی څخه ډکه لیکنه کی بیا هم له ګوندیتوب څخه نه یوازی داچی خپل ځان ندی ژغورلی بلکی له خپلو نوموړو خائینو شعوری امینیو ملګرو څخه ئی خپله کلکه ننګه او دفاع کړیده او د شعوری امینیانو په باب زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګرو څه ښه ویلی دی:

{ خلقیان نه دی امینیان دی }

کــه مــونـږ ټوله پدی پوه شو، نور کارونه ټول آسان دی          قـــتلوی مــو خــپل مـــنځ کی، وائی خپل یو غلامان دی

رحـــم نــــلـری مـــغــزوکی، د امـــین پســمانده ګان دی          د جــلاد امـــین پــه شــانـی، جــــلادان او قــاتـــلان دی

دوی پـه سـرو خــلقی جـاموکی، خلقیان نـدی امینیان دی          پــه عــمل او واقــعیــت کــی، د خـــلـقـیانـو دښمنان دی

د وزو مـیـږو په پـوسـتو کی، ټول لیوان او پـړانګان دی          شــپه پـه ورځ ویــنی زسپـنی، د لســټونــیو ښماران دی

دی کی هیڅ شک و شبه نشـته، سی آی ای نمایندګان دی          مــونـږه درسـت دی پــیژنــدلی، مطلب ډوله آشنایان دی

تــرآخــر راه ســره نـه ځـی، دوی د نیم منزل یاران دی          دوی د خـلـکو بـچـیان نـدی، افـغان رنګه منشویکان دی

دوی کی هــیـڅ شـرم حـیا نـشــته، د پــردیو غلامان دی          شاعــر دا وایــی مــلګرو، دوی دیـر سخت بیوفایان دی

«مونږ په سرو وینو لغړو، دوی چکچکی کړی خندا کړی

دا خیالی آرزو لری دوی، چی به کړه مونږ تباه کـــړی »

(هـ پ- افغانستان - کابل- ۹ / ۶ / ۱۳۸۶ ه ش )

- « له وزو وزی، له میږو میږی، له لیوانو لیوان زیږی ----- ای ملګرو چالیدلی د امین بچی خلقی دی؟ » یعنی د خلکو هیڅ یوه آګاه، فعال او لوړ سیاسی شعور درلودنکی بچی هیڅکله او هیڅکله د خون آشام امین شاګرد او پیرو واقعاٌ خلقی ندی لیدلی.

- « ځی اتری د وزو پوستکی لری کړو لیوان ښکاره کړو ----- دا د خلقیانو په جامو کی امینیان ښکاره کړو ».

XXXI : - د (CIA ) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په څینو برخوکی داسی هم لیکلی دی چی: « د جدی د میاشتی په دوهمه نیمائی کی ئی مونږ یو ګروپ خلقی بندیان د پوښتنو په نامه د صدارت زندان ته یووړو.... دوی د پلتڼی لپاره څه نه درلودل، مونږته به ئی وویل چی: تاسو د اتلسو میاشتو په جریان کی د خپلو کړو وړو ګذارش په مفصله ټوګه ولیکی، کاغذونه به ئی پریښود، مونږ به دندو د اجراآتو په هکله یو څه ولیکل بیا به ئی د خاد شوروی مشاور راوستلو او په مونږ به ئی فشار زیات کړ چی د امین پرضد درواغ ولیکو. د مثال په توګه: د خاد یو مشاور ئی زما کوتی ته رواستو او نوموړی مشاور وویل چی: د دوی اساسی دنډه دا ده چی: امین باید له سرڅخه نیول د پښوتر نوکانو پوری تخریب شی! د KGB د مزدور باند موخه دا وه چی شورویانو ته مخامخ مونږ ګرم وښئی او بیا دهغوی هوکړه زمونږ د نابودولو لپاره تر لاسه کړی. مونږ پداسی شرایطو کی مجبور وو چی له داسی تاکتیک څخه کار واخلو چی د خاد شروی مشاورینو ته دا پلمه په لاس ورنه کړو چی مخامخ ځانونه ورته ګرم وښیو چی ګواکی له امین څخه ملاتړ کوی، خادستانو به زمونږ له ګذارشونو څخه پوښتنی جوړولی او راز راز تورونه په ئی لګول خو هغه کسان چی: د نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین په وخت کی ئی د KGB په دستور د خلقیانو د حاکمیت د بدناموړو په خاطر جنایتونو تر سره کړی وو. د KGB د مزدور باند د مشر کارمل سره یو ځای په نوی حکومت کی ناست وو، داهم باید ووایم چی د پوښتنی په پروسه کی ئی له داسی تاکتیک څخه کار اخیستلو چی یوی خواته به ئی سختی سپکی سپوری ویلی او له بلی خوا بی خوبی وه چی د شپی په دوو یا درو بجو به ئی له درانه خوب څخه را پاڅولو او پوښتنی به ئی کولی......... څه وخت وروسته ئی بیا یو شمیر ملګری د څرخی پله له جیل نه د صدارت زندان ته د پوښتنو په نامه بوتلل، هغه ورځ یوه دیر سخته شیبه وه چی: له مونږ څخه علی شاه د کورنیو چارو د وزارت د امنیی قوماندان چی له مونږ سره د لومړی بلاک په دریم پوړکی اوسیده د مخه ښه وکړه. څرګنده نه وه چی بیا به سره ووینو که یه؟ هو! دا لدی سره زمونږ د لیدو وروستی ورځ  وه دی خو مو د وروستی ځل لپاره ولید، خو هغه نور ملګری چی له مونږ سره په دریم پوړ کی نه اوسیدل، دوی مو لا ونه لیدل. باید یاونه وکړم چی زمونږ ځینو ملګروته سرتیرو په پټه کوچنی رادیوګانی راوړی وی او د هغه په ذریعه یوتن په تشناب کی په ټیټ آواز چی لوډ سپیکر باندی به ئی غوږ ایښی وه خبرونو آوریدل، یوه ورځ له دغی رادیو څخه مو یو دیر ویرجن خبر اورید چی: دا د هغو دیارلسو تنو د زندی کولو اعلان وو چی ځو ورځی مخکی ئی د پوښتنو په نامه د څرخی پله له جیل نه راواستل، هغه ملګری چی په افغانستان کی شوروی حاکمانو او دهغوی د مزدور باند له خوا زندی شول په لانډی ډول دی:

۱- صاحب جان صحرائی د سرحدونو چارو وزیر، ۲ - انجینرظریف د مخابراتو د چارو وزیر، ۳ - انجینر صدیق عالمیار د پلان وزیر، ۴ - اسدالله امین د کام وزیر، ۵ - جانداد د ګارد قوماندان، ۶ - علی شاه د کورنیو چارو د وزارت د امنېی قوماندان، ۷ - عبدالله امین د حفیظ الله امین ورور، ۸ - ودود د ملی دفاع د وزارت د مخابری رئیس، ۹ - عارف عالمیار د ترانسپورت رئیس، ۱۰ - اقبال د ګارد امنیت آمر، ۱۱ - سید عبدالله د څرخی پله د جیل قوماندان، ۱۲ - وزیر ځیرک د کام کارکونکی، ۱۳ - عمر وردګ د کام کارکونکی. دا هم د یادونی وړ ده چی اسدالله امین ئی له مسکو څخه راوړ او له سختو شکنجووروسته زندی شو، همدا رنګه عارف عالمیار دیرسخت شکنجه شوی او پدی تور چی ګږند ېی د امین په امر ئی میراکبرخیبر تر ورکړی زندی شو، خو وروسته څرګنډه شوه چی میراکبرخیبر د کارمل د راپور په اساس د شوروی سفارت د ګوماندوګانو له خوا پر دی ګناه چی د داؤدخان پر ضد ئی د کودتاّ مخالفت کړی وه له منځه ولاړ. د دی ملګرو له ویر څخه لا څو ورځی تیری نه وی چی: د KGB مزدور باند د دوهم ګروپ د زندی کولو په منظور یو شمیر ملګری د څرخی پله د جیل د لومړی بلاک لومړی پوړته د پوښتنو په نامه جلا کړی، په دغه جمله کی: محمود سوما د لوړو زده کړو د وزارت وزیر، منصورهاشمی د اوبو لګولو او بریښنا وزیر، شرعی جوزجانی د عدلیی وزیر او لوی څارنوال، فقیرمحمد فقیر د کورنیو چارو وزیر، خیال محمد کتوازی د رادیو او تلویزیون وزیر، محمد اقبال وزیری د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی رئیس، محمدخان په مسکو کی د ګوندی چارو مسئول او نور شامل ؤو. نو څه موده تیره شوه کله کله به ئی یو یا دوه سوالونه وکړل، په پای کی ئی له لومړی بلاک څخه ټول ملګری دوهم بلاک ته بوتلل ................. یوه ورځ ئی چی قروانه راوړه نو د منصور هاشمی په کاسه کی داسی کولمه پیدا شوه چی له پچو څخه ډکه وه، په دغه ورځ په تصادفی ټوګه یو شوروی مشاور جیل ته راغی چی په قوم تاجیک وه او افغانستان ته د زندان په چارو کی د مشاور په توګه ئی ډنډه تر سره کوله څو د شکنجو په برخه کی خپل کارملی نوکرانو ته د شوروی زندانو تجربه ور زده کړی، منصورهاشمی دغه مشاورته شکایت وکړ او د خپلی د سوالی لپاره ئی له پچو څخه د که کولمه ورښکاره کړ، د حیرانتیا وړ خبره دا وه چی: مشاور د دی پرځای چی د جیل مسئولینو ته څه ووایی، منصور هاشمی ته وویل چی: دا تاسوته فامیل له خپل کور څخه روړی ده، لدی روېی څخه سړی فکر کولای شی چی د شوروی زندانونو حالت به څنګه وی؟ ...... څو موده وزوسته ئی محمود سوما، فقیرمحمد فقیر او اقبال وزیری د څرخی پله له جیل څخه د صدارت زندان ته به وتلو او زه او فقیرئی په یوه کوته کی واچولو، څلورمیاشتی مو تیری کړی خو پرته له یوڅو تکراری پوښتنو بل څه نه وو، په یوه شپه او ورځ  یعنی: په څلورویشتو ساعتو کی دری ځلی تشناب ته پریښودلو، له دی کبله مو د ډوډی خوړلو، چای او اوبو څښلو کی زښته احتیاط کاوه، دوی د روحی شکنجو تخصص له شورویانو څخه زده کړی ؤو. څلور میاشتی وروسته ئی بیرته د څرخی پله زندان دوهم بلاک ته راوړو چیری چی زمونږ نورملګری بندیان وو. همدلته خبر شوو چی: د پولتخنیک د انستیتیوت محصل علی اکبر په وحشیانه ډول د جیل د پرسونل له خوا په شعوری ډول د دوا د نه ورکولو له امله په قصدی توګه ووژل شو، روح دی ښاد وی! په دوهم بلاک کی چی وګورو چی: د ملګرو ترمنځ د خلیل زمر په لمسون یوڅوتنه د امین برسیره په نورمحمد تره کی پسی تخریب کوی، موږ ملګرو ته وویل چی د جاسوسانو په وړاندی له امین څخه دفاع نشی کیدای ځکه چی: شورویان او دولت ئی تخریبوی خو برعکس دولت او شورویان په ښکاره د تره کی تخریب نه کوی او په پټه ئی تخریبوی، مونږ ته پکار نه ده چی تره کی تخریب کړو او د ملګرو ترمنځ نفاق منځ ته راولو کله چی: د دولت جاسوسان پدی وپوهیدل چی مونږ د ملګرو ترمنځ د بی اتفاقی مخه نیسو نو مونږ دریواله ئی له دوهم بلاک څخه لومړی بالک ته یووړو ............... څه وخت وروسته ئی یولوی ګروپ د زندی کولو لپاره بوتلو. د خاد قاتل نو په دغه ورځ د مازدیګر له څلورو بجو څخه د بندیانو په ایستلو پیل وکړ او نږدی دشپی تر دوو بجو ئی دوام وکړ، د لومړی بلاک د حویلی د دروازی د باندی کنتینرونه ولاړ وو، د بندیانو خولی به ئی د پولی (تړلی)، لاسونه به ئی شاه ته تړی، په سر به ئی توره خولی وراچوله او د کانتینرونو په لورو به ئی کشول، پدی شپه په سلګونو کسان د مرګ کندی ته ولویدل، په دغه دله کی زمونږ له ملګرو څخه دا کسان د اشراری په نامه زندی شول: ۱ - انجینر علاؤالدین، ۲ - عبدالرحمن، ۳ - امتیاز، ۴ - عبدالقدوس، ۵ - میرزامحمد، ۶ - محمد کریم، ۷ - عبدالحفیظ، ۸ - محمد کریم. ............ د چرننکو د واک په موده کی یو څوتنه ملګری الله داد طوفان او هاشم دقیق سره له دی چی د هغوی سرنوشت معلوم وه او د فرمایشی محکمی له خوا په بیلو بیلو مودو په بند محکوم شوی وو زندی شول، بیائی د دوهم بلاک په دوهم پوړ کی په یوهی لوئی کوتی کی واچولو، نږدی وه چی د چرننکو د واک په وخت کی پرچمی دسیسه کارانو زمونږ اکثریت ملګری زندی کړی وای خو له نیکه مرغه چرننکو ته هم مرګ په وخت را ورسیده او په هغه هیواد کی د واک واګی ګرباچف ته په لاس ورغلی، دا د ګرباچف واک ته راتګ وه چی مونږ د KGB د مزدور باند ترتیغ لاندی روغ رمټ پاتی شوو ..................... په شوروی اتحاد کی د ګرباچف واک ته له رسیدو وروسته زمونږ لپاره خو د KGB د مزدور باند له خوا د امین د باند په نامه یادیدو له له جیل څخه د خوښی کیدو شرایط برابر شول، ګرباچف پدی هڅه کی وه چی لومړی هغه بیکفایته لوی غوړه مال، غټ درواغجن او د افغانستان په خلکو کی زښت متنفر سړی کارمل له خپلی دنډی څخه لیری کړی او د هغه پر ځای بل سړی وتاکی او دشوروی پوځونه له افغانستان څخه د مخه پردی چی شوروی اتحاد دننه وچوی وباسی، فکر کوم چی کارمل ته به پخوا هم یو شمیر سیګنالونه وکړل شوی وی چی نور د شوروی مشران ده ته اړتیا نلری ځکه چی هغه وعدی او درواغو ډک راپورونه چی اندروپوف او د هغه نمایندګانو ته ئی ورکوړ له تشو لافو پرته بل څه نه وو. پورته مو یادونه وکړه چی ګرباچف پدی لټه کی شو چی له افغانستان څخه شوروی پوځونه اوهغه بندیان له زندان څخه خوښی کړی چی د امین د باند په نامه د اعدامولو د پاره انتظار باسی.» (۱۹۹ - ۲۰۰ - ۲۰۱ - ۲۰۲ - ۲۰۳ - ۲۰۴ - ۲۰۵ - ۲۰۶ - ۲۱۱ - ۲۱۸ - ۲۲۱ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: خائین او داؤس وزیری پّه خپله نوموړی لیکنه کی هم نه یوازی دا چی خپل ځان له ګوندیتوب څخه ندی ژغورلی بلکی له امینی ډوله ګوندیتوب او له شعوری امینیانو څخه ئی کلکه دفاع او ننګه کړیده ځکه چی: ۱ - ده د خپل ځان پشمول په امینیو بندیانو باندی د خلقی بندیانو نوم ایښودلی دی په داسی حال کی چی بیا هم لیکو چی د ده پشمول نوموړی بندیان شعوری امینیان وو او هیڅکله او هیڅکله عملاْ خلقیان نه وو بلکی د خلقیانو نه پخلاکیدونکی دښمنان او قاتلان وو.

۲ - د ده له نوموړی لیکنی څخه دا هم کاملاْ ثابتیږی چی: د وزیری پشمول نوموړو بندیانو د خپلو ځانونو د مرګ له ډاره خون آشام امین هم تخریب کړی دی او بیائی وروسته خپلو امینیو ملګروته داسی پلمه کړیده چی «بیا خو دوی شوروی مشاورینوته ګرمیدل او ملاتیدل او بیا خوئی وژل نو د دوی په نظر د دوی وژل په هم هغه شرایطو کی لازم نه وی»

۳ - ده په دیر بی حیاګی او سپین سترګی سره پر نوموړو دیارلسو تنو شعوری امینیو ملګرو یعنی: د وزو او میږو په پوستکیوکی د لیوانو او پړانګانو او نورو درنده ګانو او ماهیانو په پوستکیو کی د نیش لرونکو ښمارانو او د خلقیانو په جاموکی د وحشی امینیانو دا د خلکو او خلقیانو د نه پخلاکیدونکو دښمنانو او قاتلانو پر اعدامولو باندی دیر سخت ویراو ماتم ښودلی دی په داسی حال کی چی د دوی اعدامول هیڅکله د ویر او ماتم لایق نه وو بلکی د جشنونو او خوشحالیو د برپا کولو لایق وو ځکه چی: دوی هریوه پخپله ساحه کی له حد او اندازی څخه دومره زیات خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاْ کمونستی ضد) اعمال ترسره کړی دی چی هیڅکله او هیڅکله د بخښلو او ترحم وړ نه وو او نه دی.  او د نمونی په توګه دلته د نوموړو امینیانو له جملی څخه یادونه کوو چی د دوی کړه وړه د نوموړو تولو امینیانو په کړو وړو باندی صدق کوی یعنی:

الف: د هغه جانداد په مرګ باندی ویر او ماتم کړی دی چی دملی دفاع وزارت ته د خون آشام امین له تښتی څخه وروسته د ده په قول « تره کی د ګارد د قوماندان جانداد ته امر کوی چی د دلکشا مانی له خاورو سره برابره کړی خو هغه د تره کی د امر له منلو څخه ډډه کوی، او ورته وایی چی: هلته ملګری امین او نور ملګری دی! او نشی کولای چی په خپلو ملګرو باندی برید وکړی.»

ب : ده د هغه وزیر ځیرک په مرګ باندی ویر او ماتم کړی دی چی د خون آشام امین محافظ وه او تره کی ته د ورتګ په وخت کی له خون آشام امین سره یوځای ورغلی وه او د تره کی د یاورانو (محمد قاسم او ببرک) له خوا پرخون آشام امین باندی د ټوپکو د فیرونو په وخت کی ده له تړون سره یو ځای د خون آشام امین مخی ته ځان اچولی وه، هغه مرمی چی باید پرخون آشام امین باندی لګیدلی وای، د تړون او د ده پر وجودونو باندی ولګیدلی، تړون ئی ځای پرځای وواژه او دی ئی سخت زخمی کړ او له امین سره یوځای د ملی دفاع وزارت ته لاړ او بیا همغلته سمدلاسه روغتون ته ولیږدول شو او وروسته روغ شو.

۴ -  دا چی ده پخپله نوموړه لیکنه کی د میراکبر خیبر وژنه د شوروی اتحاد د سفارت پر کماندوګانو باندی وراچولی ده نودائی کاملاْ درواغ ویلی دی ځکه چی زمونږ په عقیده د تولنیز عینی واقعیت له مخی، میراکبر خیبر د خون آشام امین له لارښونی سره سم د عارف عالمیار له خوا تروراٌ وژل شوی دی، داهم ځکه چی د ده له وژل کیدو څخه محکی نورمحمد تره کی غوښتل چی خون آشام امین دی د افغانی د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی د سیاسی بیرو غړیتوب ته ارتقأ وکړی، خو زمونږ د خاصو او عامو خلقیانو د معنوی ارادوی فشار پراساس نه یوازی داچی د خون آشام امین په باب ئی د تره کی نوموړی پیشنهاد ونه مانه بلکی له تره کی څخه ئی وغوښتل چی خون آشام امین دی د افغانستان د خلکو له دموکراتیک ګوند څخه خارج او وایستل شی چون د خلقیانو د مرکزی کمیتی غړی رویژیونستان او کارګری ارسطوکراتان وو له خپل نظر سره ئی سمدلاسه د دی مارکسیستی مقولی چی « د حقیقت معیار عمل دی » پرخلاف عملاٌ خون آشام امین له نوموړی دموکراتیک ګوند څخه خارج او ونه یوست، فلهذا: خون آشام امین ته موقع په لاس ورغله او د دی لپاره چی خلقیانو او خلکو پام یوی بلی خواته واړوی او د خلقیانو مرکزی کمیته په غیر مستقیمه ټوګه سره وبیروی نوئی د میراکبر خیبر د وژلو پلان ونیو او بیائی د عارف عالمیار چی یو تروریست وه په واسطه سره عملی کړ او بالآخره خلقیانو او پرچمیانو د داؤدی دولت ضد مظاهره وکړه او بیا داؤد د افغانستان د پخوانی خلقی دموکذاتیک ګوند پر مرکزی کمیته برید وکړ او خون آشام امین د خپل ژوند او خپلو شخصی مادی او معنوی ګټوپه خاطر د نوموړی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی د عمومی منشی تره کی له لارښونو سره سمه د انقلاب قومانده صادره کړه چی د ثور انقلاب په سیاسی ساحه کی بریالیتوب ته ورسیده او د خلقیانو د مرکزی کمیتی غړو د خپلو شخصی ګوندی او دولتی لوړو لوړو مقامونو او واکمنو مادی او معنوی امتیازونو پخاطر د خون آشام امین له اخراج څخه له نوموړی دموکرات ګوند څخه کاملاٌ صرف نظر وکړ او د ده په پښو د سپیو په شان ورغړیدلږ

۵ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی د خپل ځان پشمول له نوموړو اوو تنو شعوری امینیانو څخه دفاع کړیده او هم ئی له هغه خائین او بی حیثیته شعوری امینی ملګری منصورهاشمی څخه کلکه دفاع کړیده چی د خائین او ابن الوخت ډاکټرصالح محمد زیری له پیشنهاد سره سم یووار دڅرخی پله له زندان څخه خلاص شوی وه او بیا د بدخشان خلک ببرک کارمل ته ورغلی وو او ورته ویلی ئی وو چی که چیری منصورهاشمی بیرته زندان ته ونه لیږی نو موږ به ئی پخپله ووژنو، نو هغه وه چی بیرته ئی بیا نوموړی زندان ته ولیږه.

۶ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی د خپل شعوری امینی ملګری علی اکبر مرګ په وحشیانه ډولی سره ښودلی او پدی توګه ئی له هغه څخه دفاع کړیده.

۷ - د ده له نوموړی لیکنی څخه دا کاملاٌ په ثبوت رسیږی چی د ده پشمول نوموړو دریو تنو امینیانو ځکه خپلو امینیو ملګروته ویلی دی چی تره کی مه تخریبوی چی بیا د خلقیانو په منځ کی نفاق او بی اتفاقی راځي یعنی د دوی اصلی مطلب دا وه چی «تره کی په پټه سره تخریبوی او په جوته ئی مه تخریبوی او په پټه سره ئی اوس هم تخریبوی او که دوی تره کی نه تخریبولای او یائی دفاع ورڅخه کولای نو د خون آشام امین له امر سره سم د خائین او فاسدالاخلاقه روزی خان له خوا د نورمحمد تره کی په خوله باندی د بالښت د ایښیدلو او د بالښت په واسطه د هغه د وژلو په وخت کی نوموړی دری تنه چیرته وو؟ آیا له ده څخه ئی په هغه وخت کی او یائی له هغه وخت څخه را هیسی  تر اوسه پوری عملاٌ کومه دفاع کړیده؟ او دفاع خو څه کوی بلکی هروخت ئی پټ پټ تخریب کړی هم دی! فلهذا دی شعوری امینیان ؤو او دی.

۸ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی له نوموړو اتو تننو شعوری امینیو ملګرو څخه هم کلکه ننګه او دفاع کړیده.

۹ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی له نوموړو دوو تنو شعوری امینیو ملګرو (اسدالله توفان او هاشم دقیق) څخه هم کلکه دفاع کړیده.

۱۰ - څرنګه چی دا هرچاته د لمر غوندی څرګنده ده چی: مرتد میخائیل ګرباچف او مرتد ایلتشن او د دوی ملګری او پلویان دا د (CIA) له خوا پر دالرو باندی اخیستل شوی او هیواد خرڅوونکی کسان د خپلو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) کړو وړو پراساس د (CIA) غړی او جاسوسان په کمونست ګوند کی دننه پټ فعالیت کاوه تر څوچی ئی بالآخره د نومړی ګوند رهبری اشغال کړه او د پخوانی شوروی اتحاد په تجزیه کیدو کی ئی اصل رول ولوباوه او د وارسا د سوسیالستی کمپ او د دوو المانو ترمنځ د دیوال په ړنګیدو کی ېی هم فعاله ونده واخیستله او دا چی د خائین وزیری په قول « په شوروی اتحاد کی د مرتد ګرباچف او د هغه د ملګرو په راتګ سره د ده پشمول یو شمیر شعوری امینیان له مرګ څخه خلاص شول او هم د ده پشمول ټول شعوری امینیان بالاخره له زندان څخه هم خلاص شول.» اومونږ په دی باب د ټولنیز عینی واقعیت پراساس داسی وایو چی: زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی هم د ګرباچف، ایلسن او د دوی د ملګرو په شان خون آشام امین او د خائین وزیری پشمول نور ټول شعوری امینیان هم د CIA غړی او د هغی جاسوسان وو چی او دی چی د خون آشام امین په مشری ئی د پت ملی دموکراتیک ګوند په چوکات کی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند په داخل کی په پټه سره د (CIA) له لارښونو سره سم فعالیت کاوه چی بالآخره د نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند رهبری په یوه شکل نه یوه شکل سره اشغال کړه، نو ځکه نو ځکه د (CIA) له لارښونو سره سم میخائیل ګرباجف هم خپل لاس په نامه نوکر او فرمانبردار ډاکټر نجیب الله ته یو شمیر نوموړو شعوری امینیانو ته له مرګ څخه او هم نوموړو ټولو شعوری امینیانو ته د څرخی پله له زندان څخه د خلاصون او همدا رنګه زمونږ د خاصو او عامو زرغونیو خلقیانو او عمومی خلقیانو سره د دوی د اختلافاتو د لا سختوالی په خاطر لارښونی وکړله او د نوموړو اختلافاتو په نتبجه کی ئی: یو داچی مرتد کاروال او بی کفایته خورد ضابط سید محمد ګلابزوی شوروی اتحاد ته په یوی پلمی نه یوی پلمی سره وروغوښتل او وئی ډارکړل او مرتد ګرباچف دوی دواړو ته په شوروی اتحاد کی سیاسی پڼاه ورکړه او له بله پلوه زمونږ د عمومی خلقی ملګری جنرال شهنواز ټنی تر رهبری د سره خلقی وسله وال نجیبی ضد پاڅون په ناکامولو کی هم د ګرباچف او نجیب او نوموړو شعوری امینیانو نوموړو ډول کړو وړو فعال رول ولوباوه او پدی ټوګه سره د وزیری پشمول نوموړوټولو شعوری امینیان مؤقتاٌ د (CIA) ناولی، چتله او کثیفه آرزو سرته ورسوله.

خاطره:- داهم تکراراٌ باید په یاد وساتو چی: خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی لیکنی که په XXX او XXXI مادو کی د عمومی خلقیانو، پرچمیانو او د هغوی د پلویانو له خوا دخپل ځان پشمول د نوموړو ټولو شعوری امینیانو له زندانی کولو، هغوی ته د ډول ډول مادی او معنوی شکنجو له ورکولو او د هغوی له اعدامولو د یو شمیر له وژلو څخه یادونه کړیده خو: د خون آشام امین له لارښونو سره سم د ده پشمول د نورو ټولو شعوری امینیانو له خوائی زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس اورهبر شهید ډاکټر عبدالکریم زرغون او زمونږ د نوموړو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شهیدانو ملګرو چی نومونه مو ئی د همدی علمی نقد په مخکینیو لیکنو کی لیکلی دی او همدا رنګه دیوه نورو خاصو او عامو خلقیانو له زندانی کولو، هغوی ته د رنګ رنګ مادی او معنویشکنجو له ورکولو، شهیدانولو، بیکاره کولو، د ګوندی او دولتی وظایفو د نه ورکولواو له تبعیدولو څخه هیڅ یادونه نه ده کړی او نه ئی د هغوی په نومونه لیکلی دی، داځکه چی: بیاخو په ټولنه اوخلکوکی زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس اورهبر شهید ډاکټر زرغون پشمول زمونږ د نوموړو خاصو او عامو ملګرو سیاسی نفوذ، اتوریته او اعتباردپخوا او اوس په نسبت، په راتلونکی کی لانورهم را لوړیږی او د خون آشام امین پشمول د امینیانوسیاسی نفوذ، اتوریته اواعتبار لانورهم را تیټیږی.

XXXII :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری دخپل نومړی اثرپه یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « په خلقیانوباندی دمرګونی وروسی ګذار ډنډه پنجشیری په بریالی ډول د صالح محمد زیری، نیازمحمد مؤمند، شهنواز ټڼی او نورو په وجود کی عملی کوی. اوس د اردو د منسوبینو د تحریکولونو لپاره د دوی درواغو ښتنو شعارو لاندی کوی او د اردو او کورنیوچارو د وزارت منسوبینوته د ګارد د قطعاتو له منسوبینو سره برابر حقوق غواړی خو هغه وخت چی د ګارد قطعاتوته د زیات امتیازاتو موضوع په سیاسی بیروکی وړاندی کیده او پریکړی نیول کیدی نو دوی ترهرچا د مخه خپل لاسونه پورته کول، بیابه چی د ګوند غړو له دوی سره په دغه موضوعاتو خبرورکول غوښتل، نو دوی به په اشارو خپل ملګری پوهیدل چی ګواکی د دوی آوازونه ښتیږی او له ویری به ئی ژبی نه ښوریدی خو کله چی: شورویانو په شا وتمبول نو اس ئی ژبی په خوځیدو راغلی اوله دی ماجراجوئی څخه چا په پړو هم نشو تللی، دا اوطئه د KGB له خوا په دیر مهارت د پنجشیری په وجود کی پلی شوه چی د ټڼی ګلب الدین  د کودتاه په نوم د تاریخ په پانوکی ثبت شوه ................ د ټڼی د کودتاه په تیارولو کی KGB دوی موخی درلودی:  لومړی داوه چی: په خلقیانو وروستی او پریکنده ګذار وکړی، ترڅو چی ونه کړای شی د ببرک کارمل ډله له واکه ایسته کړی او بیا د دوی د واکمنی لپاره له پخوا څخه په نظرکی نیول شویو ګوداګیانو په وړاندی د مسعود او ربانی په وجود کی خنډ شی.

دوهم دا چی: د ملی پخلاینی پروسه چی د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب روانه وه تخریب، د نجیب د حکومت ستنه مکزوروړی او یائی راوغرزوی او شمالی تلوالی ته واک وسپاری او پدی ټوګه داځل د اسلام په جامه کی یو بل اجنت احمدشاه مسعود واک ته ورسوی ترڅو چی د شوروی اتحاد د استعماری ګټی وساتی او دا لرغون هیواد په بشپړه توګه کنترول او لږترلږه تجزیه کړی او د هندوکش هغی خوا ته سیمی جلا او په شوروی جمهوریتونو کی مدغم کړی، پدی منظور د ببرک کارمل په وخت کی هڅه وشوه چی مزارشریف ته مرکز نقل کړی.  له بله خوا د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د آزادی په جګړه کی په اسلامی ګوند باندی د ګلب الدین حکمتیار پا مشری دیره پانګونه وکړه او د خپلو مرستو زیاته ونډه ئی ورته ځانګړی کړی وه خو: ګلب الدین حکمتیار د افغانستان د راتلونکی په هکله د امریکا درول او په سیمه کی د هغه هیواد ګټی چی په ځینو اړخونو کی ئی د افغانستان له ملی ګټوسره سمون درلوډ له وراندوینی نه عاجزوه او د پان اسلامیزم په خیالی سراب کی ډوب او د هیواد ملی ګټی ئی د پردیو له ګټو څخه جار (ځار) کړی او د امریکا د جمهور رئیس رونالد ریګن سره ئی په نیویارک کی له کتنی نه انکار وکړ. خو د افغانستان دښمن برهان الدین ربانی له شوروی نیواکګر سره د خپلو ناروا ګټوپخاطر چی د پښتنو تاریخی سیاسی واک تر پوښتنی لاندی راوړی سازش وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو او د هغوی پلویانو هم هڅه وکړه چی ګلب الدین حکمتیار او د هغه ډله د افغانستان د راتلونکی سیاست له ډګر څخه وباسی، د ګلب الدین د سیاسی سهوه ددی سبب شوه چی د ربانی مسعود دوهمه سقاوی د افغانستان په خلکو واکمنه شی. ددی تکی یادونه هم اړینه ده چی: د کارمل ډله د زیری ډلی ته د نجیب پرضد عمل کی د مرستی وعده ورکوی، غلام دستګیر او د ببرک ډله د شورویانو په دستور ټڼی هڅوی چی د نجیب پرضد عمل وکړی، خو زیری هغه وخت چی د ببرک ډله د ده په ملګرو په دیره بیرحمی سره برید کوی او له منځه ئی وړی فکر نکوم چی د زیری ډلی له دی پیښی څخه لا اوس هم لازمه نتیجه ګیری کړی وی. شورویانو د نجیب پرضد کودتاه کی نه یوازی پنجشیری، زیری، مؤمند او ټڼی تشویقول بلکی په کابل کی د شوروی اتحاد سفیر پاستوخوف به له ټڼی سره یوځای پوځی قطعاتو ته هم تللو چی د داسی مانورو له لاری وښیی چی ګوندی له دوی سره د شوروی ملاتړ شته اوله بلی خوا به ئی ټول زاپورونه نجیب ته ورکول ترڅو چی هغه د خلقیانونابودی ته وهڅوی. پدی ترتیب به ئی د ټڼي وفادار ځواکونه له مرکز څخه ایستل او له نورو سهوڅخه به ئی د نجیب پلوی قطعات او قومی ملیشی کابل ته را انتقالولی چی د دوستم قطعات ئی ښه نمونه کیدای شی. دا حرکتونه هرچا لیدل د ګوند یوشمیر بادرکه کسانو هڅه وکړه د پنجشیری، زیری، مؤمند او ټڼی د KGB ددی خطرناکی توطئی عواقبوته پام واړوی خو هغوی په شورویانو باور وکړ او په خلقیانو باندی ئی د KGB بل ګذارته د عمل جامه واغوسته.

KGB او ISI هڅه وکړه چی په دغه پیښه کی د اسلامی ګوند مشر ګلب الدین په یوه یا بل ډول سره د ټڼي له کودتاه سره وتړی، ویل کیږی چی ګلب الدین حکمتیار یوشمیر خلقی افسران چی د شوروی پوځ د موجودیت په وخت کی د پرچمیانو او شوروی د توطئو نه د وطن او خلکوپرضد راغلی ؤو د ځان په ګټه جذب کړی ؤو. جنرال ولی شاه در راکتو دلوا قوماندان او یوشمیر ملګری ئی د نجیب الله له خوا پدی تور بندیان شول چی ګواکی د افغانستان د اسلامی ګوند له خوا جذب شوی ؤو، د ټڼی له کودتاه څخه څو ورځی وړاندی پاچاګل وفادار پاکستان ته کډوال کیږی، وفادار له ګلب الدین سره ګوری، ګلب الدین پدی کتنه کی له پاچاګل وفادار څخه غواړی چی د اسلامی ګوند او د ټڼی ترمنځ د ارتباط د پل رول ولوبوی، له پاچاګل څخه ګلب الدین هیله کوی چی نوموړی دی یولیک ټڼی ته ولیکی ترڅوچی د ده او ټڼي ترمنځ همکاری صورت ونیسی، پاچاګل ټڼی ته لیک استوی، ټڼی یوازی یوه یا دوی ورځی د کودتاه له مـخه د ګلب الدین له خوا لیک تر لاسه کوی او پخوائی له هغه سره اړیکی نه درلودی، خوپه هرترتیب شوروی خاصی اداری وکړای شول چی خپل ترلاس لاندی نیولی پلان چی د خلقیانو لمسول کودتاه ته او د هغی ناکامولو په ښه ټوګه پلی کړی .» (۲۳۶ - ۲۳۸ - ۲۳۹ - ۲۴۰ - ۲۴۱ ) مخونه.

منونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده دنوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: ۱ - داچی ده پخپله نوموړه لیکنه کی لیکلی دی چی غلام دستګبر پنجشیری دنډه سپارلی وه چی د زیری، مؤمند، ټڼي او داسی نورو په وجود کی د نجیب پرضد کودتاه وکړی نو دائی په بشپړه ټوګه سره داسی ښکرور اوڅښور درواغ ویلی دی چی په پښوباندی په مارش مارش سره مندی وهی. ځکه چی د ټولنیز عینی واقعیت پراساس هیڅکله او هیڅکله زمونږ د عمومی خلقی انقلابی ملګری جنرال شهنوازټنی تر قوماندی لاندی د نجیب او د هغه د ګوداګی رژیم ضد سور خلقی وسله وال پاڅون یوه کودتاه نه وه بلکی یوسور خلقی وسله وال انقلابی پاڅون وه! او هیڅکله او هیڅکله د شورویانو او KGB له خوا غلام دستګیرپنجشیری ته د ډنډی د ورسپارلو پراساس نه ؤو ترسره شوی ځکه چی: نجیب د ګرباچف ملګری او ګوداګی وه، نوګرباچف به څنګه د خپل ملګری پرضد خلقیان کودتاه ته هڅولی وای؟ او داکارئی هیڅ نه کاوه او نه همدغه کار کیدای نشو، او هم په نموړی پاڅون کی غلام دستګیر پنجشیری اصلی رول ندی ندی لوبولای او همدا رنګه د پنجشیری له خوا نوموړی پاڅون ته داکتر صالح محمد زیری، مؤمند، ټڼي او داسی نور اشخاص ندی هڅول شوی بلکی: دنومړی پاڅون اصلی علت دا وه چی عمومی خلقیانو د ابن الوقت ډاکټر صالح محمد زیری تر رهبری لاندی له ډاکټر نجیب الله دا دمرتد ګرباچف د لاس په نامه نوکر څخه غوښتنه وکړه چی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند دوهمه کنګره دایره شی او که چیری په کنګره کی خلقیانو اکثریت وګاته نو د هیواد ټولی کورنی او باندینی لاری چاری باید د خلقیانو له خوا د خلقیانو په خوښه ترسره شی، او که چیری نجیب الله او نور پرچمیانو په نوموړی کنګره کی اکثریت وګاته نو د هیواد ټولی کورنی او باندینی لاری چاری د هغوی له خوا د هغوی په خوښه ترسره شی. او همدا رنګه د یو لړ مهمو موضوعاتو د اجرا کیدو په باب ئی غوښنه ورڅخه وکړه خو د نجیب او د ده د پلویانو او حامیانو له خوا د زیری نوموړی غوښتنی په کامله ټوګه سره ردی او ونه منل شوی، نووضعیت ورځ په ورځ د نجیب او خاصو او عامو خلقیانو ترمنځ نور هم کړکیچی کیدل. او په هم هغه وخت کی زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقی دموکراتیک انقلابی (ماهیتاٌ کمونستی) پټ مخفی سراسری مرکزی سیاسی انقلابی سازمان مرکزی کمیتی هم منفرداٌ په یوه شکل نه یوه شکل سره غونده وکړه او د رایو په اتفاق سره مو د نجیب او د هغه د پلویانو او حامیانو په وړاندی په خاص کی نه بلکی په عموم کی د عمومی خلقیانو څخه دفاع اعلان کړه، څوموده وروسته مو له خپلو مخفی سازمانی انقلابی چینلونو څخه داسی مؤثق معلومات ترلاسه کړل چی د نجیب له خوا جنرال ولی شاه چی یو عمومی خلقی وه او د جنرال ټڼي د دیرو نږدی ملګرو له جملی څخه وه او زمونږ له نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری سره ئی هم په عموم کی دیر زیات ارتباطات درلودل له اخوانیانو سره د ارتباط لرلو په تور نیول کیږی او زندانی کیږی، نو مومږ یږه خپل انقلابی سازمانی ملګری ته وظیفه ورکړه چی جنرال ولی شاه ته وواېی چی له ځان سره فکر وکړه د نجیب د دولت له خوا نیول کیږی او زندانی کیږی، خو کله چی زمونږ نوموړی ملګری دا خبره ورته وکړه ده دهغه په وړاندی دیره زیاته بی پروائی او بی اعتنائی وښودله نو هغه وه چی څو ورځی وروسته جنرال ولی شاه له یو څو تنو نور عمومی خلقیانو سره یو ځای د نجیبی دولت له خوا ونیول شو او زندان ته واچول شول او نجیبی دولت دوی له اخوانیانوسره په ارتباط کی وښودل، نو پدی وخت کی جنرال ټڼی د وخت د ملی دفاع وزیر وه د دارالامان په قصر په خپل دفتر کی کښیناست او د ډاکټرنجیب الله له هر ډول اوامرو څخه سرغړونه اعلان کړه او له نجیب څخه ئی د نومړو ملګرو خلاصون غوښتنه وکړه. او ډاکټر نجیب الله له جنرال ولیشاه څخه پرته نو ټول نوموړی عمومی خلقی بندیان خوښی او آزاد کړل او عمومی خلقیانو په عام د ډاکټرصالح محمد زیری او په خاص د جنرال ټڼی تر رهبری لاندی د نوموړی پاڅون لپاره په تیاری نیولو پیل وکړ. او داهم یو معلومداره او څرګنډه خبره وه چی: د نوموړی پاڅون اصلی محرکین بریدجنرال محمد آصف شور، دګروال محمد کبیر کاروانی او دګروال محمد جعفر سرتیر وو او نوموړی دری واړه عمومی خلقیان وو چی له جنرال ټڼی سره ئی مستقیم ارتباط درلود او جنرال ټڼی ته ئی په یوه شکل نه یوه شکل سره د نوموړی پاڅون د کولو خواته تحرک ورکاوه او زمونږ مخفی انقلابی سازمان هم په خاص کی نه بلکی په عام کی د خپل مرکزی کمیتی له لارښونو سره سم زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری ته دنډه وسپارله چی د عمومی خلقی ملګری شهید شور او شهید کاروانی له لاری له جنرال ټڼی سره ارتباط ټیڼګ کړی او زمونږ نوموړی ملګری هم په خاص کی نه بلکی په عموم کی: د شهید ملګری شور او د شهید ملګری کاروانی له لاری له جنرال ټڼی سره په پرلپسی، دوامداره او نه تسلیمیدونکی ټوګه سره خپل ارتباطات ټیڼګ کړل او داهم وایو چی د نوموړی پاڅون په باب خائین داکتر شاولی، خائین عبدالکریم میثاق، خائین عبدالرشید جلیلی، خائین محمود سوما او د خائین محمد اقبال وزیری پشمول نورو ټولو شعوری امینیانو د عمومی خلقیانو په وړاندی د (CIA) مرتد ګرباچف او مرتد داکتر نجیب له توری او خلقی ضد تګلاری څخه دفاع پیل کړه او نوموړی پاڅون ته ئی په دیری بیشرمی، داؤسی، بی حیاګی او سپین سترګی سره کودتاه، ماجراجوئی او ګدودی ویله او داچی: دوی نجیب الله د مرتد ګرباچف له امر سره سم له زندان څخه خلاص کړی ؤو او ټول حقوق ئی بیرته ورته اعاده کړی وو پدی کی هیڅ ونه شرمیدل چی د خلقیانو پرضد د نجیب او د هغه د پلویانو او حامیانو په پښو کی د سپو په شان ورغړیدل او داسی ژوندئی قبول کړ چی سپی دی وی خو ژوندی دی وی! او د هغوی په څنګ کی او د خغوی په پلوی ودریدل او په دی ټوګه سره خاصو او عامو خلقیانو، پرچمیانو، نجیب او د هغه پلویانو او نورو پرچمیانو او امینیانو ځانته ځانته جلسی دایرولی پریکړی به ئی صادرولی او تصمیمونه به ئی نیول چی بالآخره د نوموړی پاڅون له پیل څخه څو ورځی مخکی مرتد، فاسدالاخلاقه، عیاش او بیکفایته دارن خورد ضلبط سید محمد ګلاب زوی چی د وخت د کورنیو چارو وزیر وه په یوه پلمه نه یوه پلمی سره او هم مرتد او بی وجدانه میرصاحب کاروال د ناروغی په پلمه شوروی اتحاد ته لاړل او دجنرال شهنواز ټڼی پشمول ئی ټول خاص او عام خلقیان په دیری بی ایمانی، بوجدانی، بی حیاګی او داؤسی سره په سپینه رڼا ورځ د نجیب او دهغه ملګری، پلویانو او حامیانو په وړاندی د جګړی په سره دګر کی یوازی پریښودل او دا هم باید ووایو چی:

زمونږ د انقلابی سازمان مرکزی کمیته د خپل دیرسخت، مجرب، ځورول شوی، دسیستاٌ وهل شوی او آزمویل شوی عمومی منشی تر رهبری لاندی (۹۰ -  ۹۵) فیصده پدی باندی و پوهیدل چی د نجیب له خوا پر ټڼی باندی وسله واله حمله کیدونکی ده نو پدی هکله مو په یوه پلوه د شهید ملګری شور او شهید ملګری کاروانی له لاری جنرال ټنی ته په بشپړه ټوګه سره اطلاع ورکړه او په بله پلوه مو د مارکسیزم او قیام په هکله د مارکس مقاله چی لینین اقتباس ورڅخه کړی وه په دیر مخفیانه ټوګه سره د کابل چی په راتلونکی که به د زرغون ښار په نامه ونومول شی په ښار کی پخش کړله او د دیرو عمومی خلقیانو کورونو ته مو وروړله او کله چی: ډاکټر نجیب الله، یعقوبی او د هغوی پلویانو ته میدان خوشی وپریښیده نو زمونږ نوموړی پیشبینی په واقعی امکان بدله شوه! یعنی ډاکټر نجیب الله، جنرال یعقوبی او د هغوی ملګرو سمدلاسه بریدجنرال ټڼی باندی د یوی توری او وحشیانه حملی پلان ترتیب کړ خو جنرال ټڼی د هغوی له پلان څخه روغ رمټ د بګرام هوائی میدان ته ورسیده هغه وه چی: په سپینه رڼا ورځ ئی د مارکسیزم او قیام په هکله د مارکس د مقالی له په نظر کی نیولو څخه پرته د ۱۳۶۸ ه ش کال په شپاړ لسمه نیته ئی د نوموړی سره خلقی وسله وال نجیبی ضد انقلابی پاڅون قومانده صادره کړه، نوموړی پاڅون پر جمهوری ارګ باندی د جنګی الوتکو د بمبار پواسطه پیل شو او ډاکټر نجیب د دیر بد تصادف له مخی په جمهوری ارګ کی ژوندی پاتی شو، د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ سخته وسله واله جګړه پیل شوه، رادیوتلویزیون د نجیب پلاس کی وو او د خپل ځان په ګټه ئی په تبلیغ شروع وکړه. د جګړی په جریان کی دوی پرچمیو پیلوتانو چی د ټڼی په قومانده هغوی هم هوا ته پورته شوی وو د بګرام د هوائی ډګر د الوتکو د ریلی په خط باندی بمونه و غورځول او د جنګی الوتکو پروازونه کاملاٌ سقوط شول. شهید ملګری بریدجنرال محمد آصف شور، شهید ملګری دګروال محمد کبیر کاروانی او شهید ملګری دګروال محمد جعفر سرتیر له یو شمیر نورو خلقی ملګرو سره یو ځای د ډاکټر نجیب الله له خلقی ضد لارښونو سره سم د وخشی جنرال دوستم د وحشی قواوو له خوا محاصره شول، جنرال فاروق چی یو عمومی خلقی وه او د سروبی د فرقی قوماندان وه له ډاکتر نجیب څخه پلوی وکړه، زیړ سترګی او بی پټه محمد اسلم وطنجار د نجیب له خوا د ټڼی پرځای د ملی دفاع د وزیر په صفت اعلان شو او یو شمیر زرمتیان لکه جنرال محمد عظیم زرمتی، جنرال نورمحمد سروضه وال، انجینر نظرمحمد (د تره کی د ورور د زوم) او داسی نورو په دیر پستی، بی ننګی او داؤسی سره له نجیب څخه طرفداری وکړه او ساعت په ساعت جنګی وضعیت د نجیب او د هغه د پلویانو په ګټه څرخیده. د ابن الوقت او ډارڼ زیری او ابن الوقت پنجشیری پشمول د عمومی خلقیانو اکثریت رهبران د نجیب له خوا بندیان شول، له مازپیښین څخه وروسته د کابل په ښار کی داسی آوازه پیل شوه چی: دری تنه خلقی بندیان شوی مشران نجیب ته وروستل شوی وو او ورته ویلی شوی وو او نجیب ویلی وو چی خپل له رادیو تلویزیون څخه خپله تسلیمی اعلان وکړی خو دوی دا خبره ورسره منلی نه وه نو هغوی شخصاٌ د نجیب له خوا په تفنګچه باندی ویشتل شوی او مړه شوی دی او یو تعداد خلقیانو پدی باب داسی فکر کاوه چی دا به ئی زیری او نور خلقیان وژلی وی خو سباته څرګنده شوه چی دا خو زیری او نور خلقیان نه وو بلکی زمونږ عمومی خلقی شهیدان ملګری شور، کاروانی او سرتیر ؤو! ښاد دی وی د دوی پاکی اروا وی! او لنده دا چی:

د نوموړی پاڅون له پیل څخه ۲۴ ساعته وروسته نوموړی پاڅون کاملاٌ ناکام شو او حتی نجیب او د هغه ملګری او پلویان پر خلقیانو باندی کامیاب شول او دلته دغه ټکی هم د یادولو وړ بولو : د نوموړی پاڅون له پیل کیدو څخه مخکی د جنرال ټڼی له لاښونو سره سم مرتد داکتر نیازمحمد مؤمند او هم د هغه کورنی او هم د یوشمیر خلقی جنرالانو او قوماندانانو او ملکیانو کورنی د بګرام هوائی دګر ته انتقال شوی وی او د جنرال ټڼی کورنی هم د نوموړی پاڅون له پیل کیدو څخه مخکی د بګرام هوائی دګر ته انتقال شوی وه، چی د نوموړی پاڅون د ناکامیدو څخه وروسته، نوموړی عمومی خلقیان او دهغوی کورنی ټول په یوه ملکی الوتکه کی د پاکستانی حکومت تر لاس لاندی سیموته وتښتیدل او پخپله جنرال ټڼی او د هغه میرمن او اولادونه هم په یوه نظامی هیلکوپتر کی جمرود ته د جنرال غلام رسول خلقی پیلوت له خوا انتقال شول. نوموړو ټولو عمومی خلقیانو د ګلب الدین حکمتیار تر مشری لاندی د افغانستان د تش په نامه اسلامی حزب سره په ائتلاف کی د پاکستان له وحشی او انقلاب ضد حکومت څخه د سیاسی پناه غوښتنه وکړه او د نوموړی پاکستانی حکومت له خوا د دوی سیاسی پناه منظوره شوه خو په تأسف سره دا باید ووایو چی شهید ملګری شور، شهید ملګری کاروانی او شهید ملګری سرتیر پخپله د نجیب له خواه په دیره بیرحمانه او وحشیانه ټوګه سره شهیدان شول او یوشمیر نور خلقی صاحبمنصبان او سربازان هم د نجیب د پلویانو له خوا شهیدان شول او دلته داهم وایو چی: د ابن الوقت ډاکټر صالح محمد زیری پشمول په سوونو خاص او عام خلقیان او د عمومی خلقیانو اکثریت پخپل سر تأکل شوی رهبران چی منظم او مستحکم تشکیلات، تأکلی تعلیمات، تأکلی نقشه او تأکلی پلان ئی نه درلودل، د نجیب او د هغه د پلویانو له خوا بندیان شول او د ټولنیز عینی واقعیت له مخی دا هم وایو چی د نوموړی پاڅون په ناکامی کی: شورویانو هیڅکله او هیڅکله وسله واله مداخله او لاسوهنه نه ده کړی او هیڅ رول ئی هم ندی پکی لوبولای. او د ټولنیز عینی واقعیت پراساس د نوموړی سره خلقی وسله وال نجیبی ضد پاڅون د ناکامی اصلی علتونه په دیر لڼډ او عمده ډول سره دا وو چی:

۱ - ابن الوخت او ډارڼ ډاکټرصالح محمد زیری د خپل ځان د مرګ له ویری او ډاره د نوموړی پاڅون لپاره د تیاری نیولو له پیل څخه د هغه تر بشپړ ناکامیدو پوری د نوموړی پاڅون د مارکسیزم او قیام په هکله د کارل مارکس د حقالی د خاصو او عامو اصولو او قانونمندیو سره سم لکه څرنګه چی لازم وه هم هغسی رهبری نکړ او څکه د نجیب له خوا مړ هم نشو ځکه چی «هرعمل عکس العمل لری »!

۲ - جنرال شهنوازټڼی هم د نوموړی پاڅون لپاره د تیاری د نیولو له پیل څخه د هغه تر بشپړه ناکامیدو پوری د مارکسیزم او قیام په هکله د کارل مارکس د مقالی له خاصو او عامو اصولو او قانونمندیو سره سم لکه څرنګه چی لازم وه هم هغصی رهبری نه کړ.

۳ - جنرال ټڼی د نوموړی پاڅون ګدونکونکی کیفیتاٌ په تیوریکی او آیدیولوژیکیټوګه سره لکه څرنګه چی لازم ؤو هم هغسی پاخه نه ؤو روزلی او پدی باندی نه پوهیده چی (لومړی باید مغز او وروسته باید لاس مسلح کړل شی ) او یوازی او یوازی ئی د هغوی په کمیت او عمومی روزنه باندی اتکأ کوله او هم ئی پدی باب له خپله ځانه څخه دیره زیاته خوشباوری ښودله.

۴ - زیری او ټڼی له یوه منظم او مستحکم سیاسی تشکل (سازمان) تاکلیو تعلیماتو او د تأکلی نقشی او پلان له درلودلو څخه د نوموړی پاڅون کولو ته په عمومی ټوګه سره هڅه او اقدام وکړ.

۵ - جنرال شهنواز ټڼی هم زمونږ او هم رمونږ د عمومی خلقی شهیدانو ملګرو (شور، کاروانی او سرتیر) او داسی نورو اطلاعاتو او مشاوروته لکه څرنګه چی لازم ؤو هم هغسی اهمیت نه ورکاوه او پخپل ځان باندی دیر مغرور او غره وو او دیر ځله به ئی هغه څه کوړ چی پخپله به ئی خوښ وو.

۶ - جنرال ټڼی د نوموړی پاڅون په باب د دوست او دښمن د محاکمی د وضعیت اصل او د قرار اصل لکه څرنګه چی لازم وه هم هغسی مراعات نکړ او هم ئی د خلقیانو په صرف د یوالی باندی اتکا وکړله او نجیب او دهغه ملګری او پلویان که څه هم په کمی لحاظ لږ وو خو لازم کیفیت ئی درلود او دیر زیات تمرینونه او تطبیقات ئی انجامول.

۷ - جنرال ټڼی خپله یوشمیر اساسی ملګرو لکه شور، کاروانی، سرتیر او داسی نورو ته د خپل وخت او منظمی انقلابی قوماندی له ورکولو څخه پرته د بګرام هوائی دګر ته وتښتیده او له خپلو نوموړو مرکزی مربوطو ملګرو سره ئی کاملاٌ خپل ارتباطات قطع شول او لکه څرنګه چی لازم ؤو هم هغسی ارتباطات ئی ورسره تأمین نه کړای شول.

۸ - جنرال ټڼی د ځمکنیو قواوو په نسبت پر هوائی قواوو باندی زیاته اتکأ وکړه.

۹ - جنرال ټڼی د نوموړی پاڅون په جریان کی د خلاقیت له اصل څخه هیڅ کار وا نه خیست.

۱۰ - جنرال ټڼی په دیر زیاتی خوشباورس سره د خلقیانو په څنګ کی دوو تنو پرچمیو پیلوتانو ته هم قومانده ورکړ چی نوموړو دوو پیلوتانو له خوا د بګرام د هوائی دګر دجنګی الوتکو ریلی خط وویشتل شو او دوی خپلی دواړه الوتکی د مزار په هوائی دګر کی چی د نجیب په لاس کی وه کوزی کړی.

۱۱ -  جنرال ټڼی د هیواد د ولایتونو د ټولو هغو هوائی میدانونو خلقی پیلوتانو ته په یوه وخت سره انقلابی قومانده صادره نشوله کړلی.

۱۲ - د شهید ملګری جنرال شورله انقلابی قوماندی څخه چی د کابل د خواجه رواش دوو تنو هوائی صاحب منصبانو چی یو ئی محمدعارف نومیده او بل ئی عبدالمالک نومیده کاملاٌ سرغړونه وکړه او د هغه انقلابی قومانده ئی عملی نه کړه او نومړی دوه تنه بنیان هم نشول او مړه هم نشول، همدا رنګه دوه تنه صاحب منصبان څوکاله مخکی زمونږ د پټ او مخفی انقلابی سازمان غړی هم وو چی مرتد انجینر سعادت ملوک آزاد، مرتد حبیب الرحمان سباؤون، مرتد میرصاحب کاروال، مرتد شیرګی، مرتد داکتر نیازمحمد مؤمند، مرتد فضل الربی سوله مل، مرتد شیندیګل او د عمومی زرغونیانو داسی نورو تش په نامو او پخپل سر تأکل شوو رهبرانو له خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) لاښونو او لمسون پراساس ئی زمونږ د انقلابی سازمان د اساسی مخفی اصولو سره مخالفت وښود او زمونږ له سازمانی کمونستی انقلابی اوامرو څخه د سرغړونی له امله زمونږ له انقلابی سازمان څخه له نوموړی پاڅون څخه شپږ کاله مخکی شړل شوی ؤو او بیا په جوته سره نوموړو عمومی زرغونیانو ته ورغلی وو او له هغوی سره به ګرځیدل او له شهید ملګری شور سره ئی شخصی او عمومی اړیکی درلودل.

۱۳ - د نجیب خواته د سروبی د فرقی د قوماندان عمومی خلقی غلام فاروق او دهغه ملګرو اوښتل وو چی: له شهید ملګری شور سره د خپل مخکینی وعدی پرخلاف د خلقیانو محاصره چی د دارالامان په قصرکی د عبدالرشید دوستم د وحشی قواوو له خوا محاصره شوی وو ماته نه کړه او له خپلو خلقی انقلابی وسله والو ملګرو څخه دفاع ونه کړه او د نجیب او د هغه د پلویانو او ملګرو په وړاندی ئی د تسلیمتوب شپیلی وغږولی.

۱۴ - د ابن الوخت او مرتد انجینر نظرمحمد (د تره کی د ورور د زوم) تر رهبری لاندی یو شمیر تش په نامه خلقیانو د مرتد توب په چوکات کی: یعنی وطنجار، پکتین، عظیم زرمتی، سروضه وال او داسی نورو د خلقیانو په مړاندی له خائین او وطن خرڅونکی نجیب الله څخه پیروی او طرفداری وکړه.

۱۵ - د این الوخت او ډارن زیری او ابن الوخت پنجشیری او د عمومی خلقیانو د داسی نورو او د عمومی زرغونیو د تش په نامه او او پرخپل سر تأکل شوو او ابن الوختو رهبرانو په تشوخولو د نجیب ضد بی عمله ، بی محتوای، بیمفهومه غوړی، لافی شافی، خبری او ویناوی، لکه څه ښه وایی چی: «غوری سری له پاری دی» ، « د حقیقت معیار عمل دی » او « داچی سړی د جهان واړه علم وکړی، له عمل نه چی خبر نه وی هم هیڅ » او داسی نور ......

۱۶ - د جنرال ټڼی له لارښونو سره سم، د ټڼی د کورنی پشمول د ده د ځینو ملګرو یعنی: ډاکټر نیازمحمد مؤمند او یو شمیر نورو ملکیانو او خلقی جنرالانو او قوماندانانو تلل، د نوموړی پاڅون د پیل کیدو څخه مخکی د بګرام هوائی دګرته چی د دوی همدغه غیرمعقول عمل د بګرام په خلقیانو کی داسی فکر پیدا کړی وه چی: دا خو د نوموړی پاڅون رهبران د نوموړی پاڅون د بریالیتوب په باب په متردد حالت کی واقع دی څکه چی له خپلو ځانونو سره یوځای خپلی کورنی هم راوستلی دی او بل داچی دوی صرف او صرف خپل ځانونه او خپلی کورنی خلاصوی او مونږ نور خاص او عام خلقیان او زمونږ کورنی نجیب او دهغه ملګرو او پلویانو د مادی او معنوی تهدیدونو او شکنجوته پریږدی چی همدغسی هم وشول نو له دی امله لکه څرنګه چی لازم ؤو هم هغسی قاطع اوانقلابی حرکت انجام نکړل ځکه چی د واقعی خلقی انقلابیونوپه نزد: « له شخصی انګیزو څخه اجتماعی انګیزی مقدمی دی، - د وینو له پیوند څخه طبقاتی پیوندمقدم دی، ـ دیوه واقعی خلقی ګوند په جلب او جذب کی که څه هم کورنیوال، شخصی، قومی، کلیوالی، ژبنی، منطقوی او داسی نور اړیکی او ارتباطات رول لری خو د ګوند غړوته باید دا وروپوهول شی چی له نوموړو ټولو اړیکو او ارتباطاتو څخه ګوندی او طبقاتی اړیکی او ارتباطات مقدم او مافوق وګنل شی. - په اصطلاح:  مقتدیان به خود ګډوډوی فکر وکړی چی: ولاړ وی ترینه وړاندی امیام ګډوډ.» او داسی نور .....

۱۷ - د بی کفایته، فاسدالاخلاقه، دارن او ابن الوخت خورد ضابط سیدمحمد ګلابزوی په یوه پلمه نه یوی پلمی سره شوروی اتحاد ته او همدا رنګه د ناروغی په پلی سره دمرتد میرصاحب کارول تښتیدل شوروی اتحاد ته.

۱۸ - د خائین ډاکټر شاه ولی، خائین عبدالرشید جلیلی او خائین وزیری پشمول د نوموړو ټولو شعوری امینیانو د نوموړی پاڅون په هکله د خاصو او عامو خلقیانو په وړاندی د (CIA)، مرتد ګرباچف او د هیواد خرڅونکی نجیب الله له خلقی ضد توری او کرغیړنی تګلاری دفاع او داسی نو....... او داهم وایو چی اوس د لاندینیو تکو لیکل هم لازم بولو چی:

۱ - ۱ خائین او خیواد پلوری داکتر نجیب الله نوموړی پاڅون د کابل له رادیو او تلویزیون له لاری د زرغونیانو په نامه د یوه کوچنی ګرړپ له خوا د کودتاه په نامه یاد کړ، کله چی: زمونږ د انقلابی سازمان د کابل د رادیو او تلویزیون له لاری د نجیب له خولی مستقیماٌ د هغه نوموړی خبری واوریدلی نو په دیری خوشحالی سرمو د همدا نوموړی ډول خبری استقبال کړی ځکه چی: « ناپوه دومره په بل باندی نه کوی لکه په ځان چی کوی» او دا عملاٌ په دی ټوګه سره د زیری، او پنجشیری پشمول د عمومی خلقیانو رهبران او دعمومی خلقیانو یو زیات شمیرکدرونه او صفوف چی د ده له خوا ځینی شهیدان او ځینی نور بندیان شوی وو او همدارنکه د نوموړو عمومی خلقیانو ټول عمومی خلقی پلویان چی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د خلقی جناخ (۹۰) فیصده مطلق اکثریت ئی تشکیلاوه ټول د زرغونیانو په نامه یاد شول ځکه دا دلمر په شان هرچاته جوته وه چی په نوموړی پاڅون کی هم مونږ او هم نوموړو ټول عمومی خلقیانو برخه درلوډه او دازمونږ یو تیوریکی اوآیدیولوژیکی بریالیتوب وه او له دی داکاملاٌ معلومیږی چی: په نوموړی پاڅون کی زمونږ خاصو او عامو زرغونیو اړخونو عمده رول لوبولی دی او له بله پلوه: زمونږ تولی ټولنی، سیمی او تولی نړی ته زمونږ د ستراو محبوب مګری، مؤسس او رهبر عبدالکریم زرغون نوم او تخلص ور په غوږ وشو او له دیری کسانوسره داسی سوالونه پیدا شول چی: « زرغون څوک وه؟ دکوم ځای وه؟ د کومی طبقی وه؟ کومه آیدیولوژی ئی درلوده؟ په کوم ګوند کی وه؟ د چاچا په ضد ئی مبارزه کوله؟ کوم آثار لری او که نه؟ او که لری ئی کوم کوم دی؟ او دچا له خوا شهید شوی دی او ولی؟ شاګردان او پیروان لری او که نه؟ او که لری ئی څوک څوک دی؟ او داسی نور! .. او په داسی حال کی چی: داخو دیرو کسانوته معلومه وه چی زیری، پنجشیری او داسی نورو د عمومی خلقیانو رهبران وو خو زرغونیان نه وو او نه دی، نو ولی دوی ټول د زرغونیانو په نامه یاد شول؟ او داسی نور.....  اومونږ هم د نوموړو ټولو پوښتنو تبلیغولو ته لمن ووهله ترڅوچی ځینو خارجیو ژورنالیستانو ته له نجیب څخه نوموړی ډول پوښتنی پیل کړی او متأسفانه نجیب او د ده پلویان سمدلاسه پدی پوه شول چی: د زرغون د نوم او تخلص یادول، دوی او هم د دیو حامیانوته دیر تاوان دی نوسمدلاسه ئی له رادیو، تلویزیون، اخبار او جرایدو څخه د زرغون نوم او تخلص حذف او لیری کړل.

۲ - زمونږ اقلابی سازمان په اول کی د خپل سازمانی استقلال په ساتلو سره له نوموړی پاڅون څخه کلکه دفاع کوله او شرکت مو هم پکی درلوډ او داسی مو ویل چی: زمونږ ټول خاص او عام خلقیان باید دهیواد بشپړ کوندی، دولتی او حکومتی واک تر لاسه کړی خو کله چی د نوموړی پاڅون له ناکامیدو څخه وروسته خبر شوو چی د نوموړی پاڅون ځینی رهبران لکه جنرال ټنی، مرتد مؤمنداو داسی نور له ګلب الدین حکمتیار او د هغه د تش په نامه اسلامی حزب سره په ائتلاف کی وو او ارتباط ئی ورسره درلوډ او اوس هم ارتباط ورسره لری او هم هغی خواته وروتښتیدل نو سمدلاسه مو بیا هم له نوموړو پاڅونکونکو سره په خاص کی نه بلکی په عموم کی خپله ننګه او دفاع اعلان کړله، او داهم وایو چی: که په اول کی هم مونږ په نوموړی موضوع باندی خبر وای بیابه موهم د نجیب په نسبت له ټنی څخه په خاص کی نه بلکی په عموم کی دفاع کړی وای،

۳ - که چیری چی مونږ ته څوک داسی ووایی چی: تاسو ولی له نجیب څخه دفاع نه کوله  ټڼی خو له ګلب الدین سره اړیکی درلودلی نو مونږ به داسی ورته ووایو چی نجیب او د هغه ملګرو، پلویانو او حامیانو خو ئی هم له تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو سره چی هغوی هم د ګلب الدین او ګلب الدینیانو په څیر د ثور د انقلاب او خلکو ضد وو دملی روغی جوړی توره او کرغیړنه تګلاره اعلان کړی وه او غوښتل چی له هغوی سره یوځای د قدرت په وخت کی د هغوی په واسطه سره د ټول خلقی جنبش خاص او عمومی رهبران، کدرونه او صفوف وتکوی او خلقی جنبش مؤقتاٌ ړنګ کړی، نو د نجیب په نسبت له ټڼی څخه په عموم کی زمونږ دفاع د خلکو په ګټه وه.

۴ - که چیری مونږته څوک داسی ووائی چی په داسی حال کی چی ګرباچف د نجیب له کړنلاری څخه چی د ګرباچف د تګلاری په پیروی او هغی په ادامه وه دفاع کوله او د نجیب سخت او کلک حامی او ملګری وه نو آیا تاسی چی له نجیب څخه قدرت اخیستی وای او خاصو او عامو خلقیانو په ځانګړی ټوګه سره د هیواد د بشپړ ګوندی او دولتی او حکومتی سیاسی واک په لاسوکی اخیستی وای نو آیا تاسو به ګرباچف په رسمیت پیژندلی وای؟ او تاسو به په ځانګړی توګه سره دولت اداره کړی وای او ساتل به مووای؟ نو مونږ به داسی ورته ووایو چی: - هو! ځکه ګرباچف به دخپل هیواد د کمونست ګوند او خلکو د معنوی او مبارزوی فشار له امله هم دشوروی اتحاد د تیرو دولتونو د عادت له مخی هم چی په افغانستان کی به هردول حکومت راتلو نو دوی به هماغه حتماٌ په رسمیت پیژانده نو زمونږ حکومت به ئی هم په رسمیت پیژندلی وای.

۵ - که څه هم په بشپړه توګه سره زمونږ ټول خاص او عام خلقیان او هم ټول پرچمیان د ډول ډول کورنیو او باندینیو دښمنانو له خوا له مینځه څخه نه تلل، د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند زمونږ د خاص خلقی سازمان په ګدون نه ړنګیدل او د ثور دموکراتیک انقلاب نه ناکامیده خو بیا هم که زمونږ د خاصو او عامو خلقیانو او پرچمیانو رهبران، کدرونه او صفوف شهیدان شوی وای، شهیدان شوی دی وای او د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند دواړه جناحونه (زمونږ خاص اوعام خلقی جناح او هم پرچمی جناح) د مولوی عبدالرؤف او د سردارواصف تر رهبریو لاندی د افغانستان د مشروطه غوښتونکو د انجمن او لومړنی پت او سری حزب او د محمود طرزی تر رهبری لاندی د افغانستان مشروطه غوښتونکو د دوهم حزب او د افغانستان د داسی نورو پخوانیو ملی احزابو او سازمانونو په څیر مؤقتاٌ ړنګ شوی هم وای ړنګ شوی دی وای او که دثور انقلاب ناکام شوی هم وای ناکام شوی دی وای او لکه اوس چی ناکام هم دی خو نجیب او ټڼي او د دوی ملګرو او پلویانو باید هیڅکله او هیڅکله د افغانی انقلاب او خلکو له ضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی ګروپونو او باندونو سره ملی پخلاینه او جبهه ایز ائتلاف اعلان کړی نه وای اوداهم باید ذکر کړو چی: د افغانستان د مشروطه غوښتونکو د سراج الاخبار په نامه د جریدی پرسر باندی داسی لیکل شوی وو چی:

« ترک مال و ترک جان و ترک سر ---- در راه مشروطیت اولین منزل است » لکه څرنګه چی د نوموړو مشروطه غوښتونکو احزابو رهبرانو، کدرونو او نورو غړو د افغانستان راتلونکو نسلونو ته خپله نوموړی وینا پرخپلو ځانونوباندی عملی او په ثبوت ورسوله نو نجیب او ټڼی او د دوی ملګرو او پلویانو هم خپلو راتلونکو افغانی انقلابی نسلونوته پرخپلو ځانونوباندی زمونږ د انقلابی سازمان او هم زمونږ د عمومی خلقی ملګرو یعنی: شهید ملګری بریدجنرال محمدآصف شور، شهید ملګری محمد کبیر کاروانی، شهید ملګری محمد جعفر سرتیر او داسی نورو په څیر خپل واقعی عمومی خلقی انقلابی توب او پرچمی توب عملاٌ په ثبوت رسولای وای او د اعدام او غرغری پشمول ئی د افغانستان د خلکو د ټولو کورنیو او باندینیو دښمنانو له خوا ډول ډول مادی او معنوی شکنجی او تهدیدونه عملی کړی وای. ځکه چی داسی نشی چی « سړی دی په اصطلاح غازی شی، هم دی شهید شی او هم د کورته روغ رمت راشی »!

۴ - کله چی د نوموړی پاڅون په جریان کی زموږ خاص او عمومی خلقیان د جنرال ټڼی له تښتی څخه خبرشول نو د عمومی خلقیانو پاڅونی روحیه د پخوا په نسبت دیره ضعیفه او کمزوری شوه چی دغه وضعیت هم د نجیب په ګته وڅرخیده، نو له دی امله باید جنرال ټڼی د خپل پاڅونی ملګرو اکثریت تکړه تکړه کدرونه له ګلب الدین سره د خپلو ارتباطاتو په هکله د نوموړی پاڅون له پیل کیدو څخه مخکی خبر کړی وای.

۲- داچی ده پخپله نوموړی لیکنه کی لیکلی دی چی « شورویانو او د هغوی د KGB شبکی پرخلقیانو باندی د وروستی او پریکنده ګذار نیت درلود » نو دائی هم کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی:

۱ - د ټولنیز عینی واقیت پراساس شورویانو او د هغوی د (KGB) شبکی نه یوازی دا چی په خلقیانو باندی د وروستی او پریلنده ګذار نیت نه درلود بلکی د نجیب او ټڼی تر منځ ئی حتی الوسع کوشش کاوه چی دوی له یوه او بل سره پخلا کړی چی پدی باندی اکثریت ګوندیان خبر دی چی یو وار د شوروی سفیر د شوروی په سفارت کی د نجیب او ټڼی تر منځ یو څه مؤقتی سوله او پخلاینه هم وکړه دا ځکه چی: په هغه وخت کی ګرباچف او د هغه په مشری دولت د نجیب سخت او کلک حامی او ملاتړی وه خو د ټڼی او د هغه د ملګرو په نزد « له بدی سولی څخه ښه جګړیه ښه وه » نو دپاڅون لپاره ئی تیاری نیولو ته دوام ورکړ.

۲ - داهم واضح او څرګنده وه چی هم نجیب او هم د عمومی خلقیانو رهبرانو د ګرباچف د «طرز نوین تفکر سیاسی» تګلاری په پیروی د (ملی روغی جوړی) تګلاره منلی وه چی ملګرو ملتون ئی منځګړیتوب کاوه، نو ګرباچف هیڅکله او هیڅکله دا نه غوښتل چی نوموړی خپله تګلاره تخریب کړی او یا د نجیب د حکومت ستنه کمزوری کړی او د هغه پرځای مسعود چی د شورویانو په نزد نجیب د مسعود او ربانی په نسبت څوچنده ښه وه ، نو دا د وزیری او د هغه د شعوری امینیو ملګرو نظر هیڅ عقل او منطق نه منی او دا خبره هم هیڅ عقل او منطق نه منی چی د کارمل په وخت کی شورویانو استعماری ګټی په نظرکی نیولی وی، ځکه چی هغوی عمومی نړیواله امپریالستی ضد صلح دوسته کړنلاره درلوده او شورویانو د افغانستان د تجزیی خیال هم نه درلود ځکه چی زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان یو نه تجزیه کیدونکی وه، دی او وی به.

۳ - ده په ګلب الدین حکمتیار باندی هم انتقاد کړی دی چی هغه د امریکا له رئیس جمهور رونالد ریګن سره له کتنی څخه انکار کړی وه او په برهان الدین ربانی باندی ئی هم انتقاد کړی دی چی له شورویانو سره ئی سازش کړی وه او د ربانی حکومت ئی دوهمه سقاوی بللی ده. نو مونږ پدی باب دا وایو چی: دده همدا نوموړی ډول کړه وړه هم کاملاٌ خائینانه او د خلکو د ګټو ضد کړه وړه دی ځکه چی ده په یوه شکل نه یوه شکل سره له نجیب او د هغه د (ملی روغی جوړی) له تګلاری څخه دفاع کړیده او ئی د ګلب ادین او ربانی په وړاندی د امریکا د متحده ایالاتو له امپریالستی دولتی سیاست څخه کاملاٌ دفاع کړیده او ده پدی ځای کی یوځل بیا هم په لا بشپړه ښکاره توګه سره په ثبوت رسولی ده چی: خون آشام حفیظ الله امین او خائین وزیری پشمول تولو ټول شعوری امینیانو حتماٌ او حتماٌ زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی پاکستانیو او یا امریکائیو استعمارګرو او یرغلګرو پلی کیدو ته زمینه مساعدوله، او داهم وایو چی: د ټولنیز عینی واقعیت پراساس : په هم هغه وخت کی امریکائی امپریالستی سیاست په عمومی نسبی ټوګه سره د ربانی او ګلب الدین له سیاست څخه څوچنده زیات خلکو ته مضر او خطرناک وه او مونږ ځکه په عمومی نسبی ټوګه سره د امریکائی امپریالستی سیاست په نسبت د ربانی او ګلب الدین له سیاست څخه دفاع کړیده. او داهم وایو چی: مونږ واقعی زرغون صفته خلقیانو په هم هغه وخت کی هم د (CIA) او دمرتد ګرباچف او د مرتد نجیب د (ملی روغی جوړی) تګلاره د خپلی منتخبی « زرغونی خلقی لاری » په یوه ګڼه کی هم رده کړی او سخته مو غنډلی ده، ځکه چی ستر لینین او بلشویکانو هم: د سړسیالستی انقلاب له ضد عناصرو سره هیڅکله او هیڅکله «ملی روغه جوړه» نه کوله او د هغوی پرضد ئی په نه پخلاکیدونکی ټوګه سره مبارزه او وسله وال انقلابی او عادلانه جګړه پرمخ بیوله او اوس هم نومړی د «ملی روغی جوړی» تګلاره تخریبوو او په راتلونکی کی به هم تخریب کړو، ځکه چی نوموړی خائینانه تګلاره صرف نظراٌ او خیالاٌ د استثمارګرو او استثمارکیدونکو طبقاتو او د لیوانو او وزو او میږو ترمنځ د پخولاکولو په معنی ده، په داسی حال کی چی د تولنیز عینی واقعیت پراساس عملاٌ هیڅکله او هیڅکله استثمارګر او استثمارکیدونکی طبقات او لیوان او وزی او میږی یو له بل سره نه پخلاکیږی، لکه چی پدی باب زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری څه ښه ویلی دی:

« ټـیـټی لـــوړی طبقی هیڅکله نـــه ســره جـــوړیږی          دا د خلکو ستر متل دی چی «پردی زوی نه خپلیږی»

که هــرڅــو لـه سـترو ســـترو انسانانو سره لـوی شی          پـوه شی پـوه شی، آخر بیاهم «دلیوه زوی لیوه کیږی»

کـه هــرڅــو وکــړی ریښی، پــانی، تنونه او شاخونه

له زرغون خــلـقی شــماله بـه زړی ونـی ړنـــګیږی»

۳ - خائین او درواغجن شعوری امینی له خپله نوموړی لیکنه کی هم کاملاٌ در واغ ویلی ځکه چی: ۱ - د شوروی سفیر پاستوخوف له ټڼی سره یوځای پوځی قطعاتو ته ددی لپاره نه تلو چی د ټڼی سره ملاتړ وښئی بلکی پدی خاطر تلو چی: هه په خپل تګ سره خلکو ته دا وښئی چی: د نجیب او ټڼی ترمنځ سیاسی اختلافات چی د شوروی سفیر ئی مینخګړیتوب کوی له سوله ئیزی لاری حل کیدونکی دی.

۲ - له نوموړو با درکه کسانو څخه د خائین وزیری مطلب یوشمیر هغه شعوری امینیان دی چی د ده په قول ئی زیری ته ویل چی: په شورویانو او پرچمیانو باندی اعتماد مه کوی خو دوی به اعتماد پری کاوه، د خائین وزیری پشمول نورټول شعوری امینیان د ټولنیز عینی واقعیت پرخلاف دغه پوچ، بی بنسته اوخیالی نظرلری چی: یوازی او یوازی که خون آشام امین او دخائین وزیری پشمول له نورو ټولو شعوری امینیانو څخه پرته: د تره کی، زیری، ټڼی او زمونږ د ستر اومحبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکټر زرغون او زمونږ د قهرمان او زړه ور انقلابی شهید ملګری لعل پادشاه عالمی دا زمونږ د ۱۳۵۸ ه ش کال د میزان د میاشتی د ۲۲ می نیتی واقعی زرغون صفته سره خلقی وسله وال امینی ضد پاڅون د رهبر او قوماندان په شمول د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک د دواړو اړخونو (خلق او پرچم) ټول رهبران د شورویانو او KGB له خو غولول شوی، په شا ټپول شوی، تربیه شول، لمسول شوی او د هغوی اجنتان او جاسوسان وو او ټول کوچنی ماشومان او ساده ګان وو او خون آشام امین او د ده پشمول نور ټول شعوری امینیان د امریکائی استعمارچیانو او د هغوی د (CIA) د شبکی له خوا غولول شوی، په شا ټپول شوی، تربیه شوی، لمسول شوی او د هغوی اجنتان او جاسوسان او کوچنی ماشومان او ساده ګان نه وو بلکی په اصطلاح جمیع الکمالان او په اول کی اولین او په آخر کی آخرین وو او دی په داسی حال کی چی: هیڅکله او هیڅکله داسی نه وه بلکی داسی وه او ده چی : خون آشام حفیظ الله امین او د خائین وزیری پشمول نور ټول شعوری امینیان د خپلو عملی کړو وړو له مخی د امرکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو او د (CIA) لاس په ناه نوکران، جاسوسان، مزدوران او ګوداګیان او زمونږ د خاصو او عمومی خلقیانو قاتلان وو او دی او وی به.

۳ - دا هم اوس هرچاته د لمر په شان څرګنده او جوته ده چی: جنرال ټڼی او جنرال ولی شاه د نجیب له خوا د د جنرال ولی شاه د زندانی کیدو څخه مخکی په پټه ټوګه سره له ګلب الدین سره د عمومی ائتلاف په چوکات کی اړیکی نیولی وو دا ځکه چی: نجیب او پلویانو ئی داسی تصمیم درلود چی: د ملګرو ملتونو په منځګړیتوبسره له تش په نامه افغانی انقلاب او خلکو ضد افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو سره د ملی روغی جوړی د بریالیتوب په صورت کی به کږم خلقیان چی د ده په پښوکی نه رغړیږی نو هغوی به د نوموړو ارتجاعی باندونو په واسطه سره ټول نیست او نابود کړی نو د دوی په نظر هم ددی لپآره چی په راتلونکی کی ئی خپل ځانونه او د نورخلیان له نومړی ډول سرکوبی او نابودی څخه ژغورلی وی په خپله خوښه له ګلب الدین سره ائتلافاٌ یوځای شوی وو چی نوموړی نجیبی ضد پاڅون له ناکامی څخه وروسته د نوموړی پاڅون یو اقلیت شمیر ګډونکونکی له جنرال ټڼی سره یوځای پاکستان ته وتښتیدل او هلته ئی د لومړی ځل لپاره د «سولی غورزنګ» په نامه یو حزب هم په مستقلانه ټوګه سره جوړکړ چی تر اوسه پوری دنوموړی حزب رهبری هم د ټڼی په غاړه ده، او د نوموړی پاڅون اکثریت خاص او عام خلقی ګډونکونکی په خپل هیواد افغانستان کی پاتی شول، ځینوئی اعدامونه او ځینوئی زندانونه او ډول ډول مادی او معنوی شکنجی او تهدیدیونه په خپلو ځانونو باندی قبول کړل خو له ګلب الدین سره ئی د ټڼی ائتلافی ارتباط ونه ما نه جنرال ولی شاه هم تر اوسه پوری په یوه باندنی هیواد کی ژوند کوی او د ګلب ادین په مشری د افغانستان د تش په نامه اسلامی حزب غړی هم نه وه او نه دی، نو پدی اساس عملاٌ او عملاٌ د خائین وزیری د نوموړو درواغجنو لیکنو پر خلاف د KGB او ISI د هڅو پر اساس ګلب الدین له ټڼی سره نه دی تړل شوی او همدا رنګه: جنرال ټڼی، جنرال ولی شاه او ددوی نظامی او ملکی عمومی خلقی ملګری هم له پرچمیانو څخه ستړی شوی، تنګ شوی او تر پزونه وه راغلی ځکه چی لوړی لوړی ګوندی او دولتی څوکی ئی په لاسوکی وی او جنرال ټڼی او جنرال ولیشاه او د هغه ملګری د تش په نامه اسلامی حزب له خوا نوموړی ګوند ته جذب شوی هم نه وو او د نوموړی ګوند غړی هم نه وو او نه اوس دی.

۴ - دا چی خائین وزیری په خپله نوموړی لیکنه او هم د خپل نوموړلی اثر په ځینو نورو برخو کی د پاچاګل وفادار ځینی قولونه را نقل کړی دی نو مونږ د پاچاګل وفادار د خواصو، اوصافو د کړو وړو په باب د همدی علمی نقد په مخکینیو لیکنو کی هم غږیدلی یو او د دوهم ځل لپاره د هغو لیکل همدغلته لازم نه بولو.

۵ - او د تولنیز عینی واقعیت له مخی بیا هم دا لیکو چی: د نوموړی نجیبی ضد سره خلقی وسلوال پاځون اصلی محرکین یعنی: شهید ملګری بریدجنرال محمدآصف شور، شهید ملګری دګروال محمد کبیر کاروانی او شهید ملګری دګروال محمد جعفر سرتیر او همدارنګه د نوموړی پاځون رهبران : زیری، ټڼی او او هغوی ملګری د شورویانو او KGB له خوا د نوموړی پاڅون په هکله هیڅکله او هیڅکله غول شوی، په شاتپول شوی، روزول شوی او لمسول شوی نه وو او هیڅ لمسون ئی ورته کړی هم نه وو او نه ئی له ټڼی څخه نجیب ته راپورونه وړی دی ځکه چی: ټڼی او د هغه ملګری خو کوچنی ماشومان، ساده ګان او لیونیان نه وو او په شورویانو او KGB باندی کاملاٌ پوهیدل چی هغوی د دوی په نسبت د داکترنجیب الله دیر سخت او کلک طرفداران او حامیان وو، نو څرنګه به ئی د نجیب په باب د هغه پرضد هغوی ته خبری کړی وای؟ او یا به څرنګه هغوی ته دهغوی پرضد لمسون کولای؟ او که څه ئی ټڼی ته هم ویلای نو ټڼی او ملګرو به هیڅکله او هیڅکله د هغوی لمسون منلی نه وای، او که چیری بیاهم په رښتیا سره شورویان او KGB د نجیب مخالفین او د ټنی پلویان وای نو حتماٌ او حتماٌ به د نوموړی پاڅون له ناکامی څخه وروسته ټڼی او ملګری ئی سمدلاسه ددی پر ځای چی په الوتکی کی پاکستان ته وتښتی، شوروی اتحاد ته تښتیدلی وای او شوروی اتحاد به په یوه شکل نه یوه شکل سره د کارمل او د هغه د ملګرو او وطنجار، سروری او بی کفایته او خورد ضابط ګلابزوی په څیر او یا به ئی د بیکفایته او خوردضابط ګلابزوی او د مرتد او دارن میرصاحب کاروال په پټه کی د نجیب پلویان او دټڼي او دهغه د ملګرو مخالفین و په څیر ټڼی او د ده ملګروته سیاسی پناه ورکړی وای او ساتلی به ئی وای. شورویانو او (KGB) د نوموړی پاڅون په ناکامی کی هم ډول رول ندی لوبولی او په دی باب مو دهمدی علمی نقد په مخکینیو لیکنو کی هم علمی او نه ماتیدونکی دلایل وړاندی کړیدی.

او دا هم وایو چی: د جنرال ټڼی او د هغه د ورسره تښتیدلو ملګرو په عقیده که څه هم: نوموړی پاڅون ناکام خو بی نتیجی پاتی نشو، ځکه چی: ۱ - ټول خلقیان ئی په راتلونکی کی د ملی روغی جوړی د پروسی د بریالیتوب په صورت کی د نجیب له خوا د خلکو او انقلاب پرضد نوموړو تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو پواسطه له بشپړی سرکوبی او نابودی څخه وژغورل.

۲ - نوموړی پاڅون د نجیبی رژیم په له منځه تلو کی اصلی او تاکونکی رول ولوباوه چی پدی صورت کی د نوموړی رژیم له مینځه تلل د دوی د هغه له مینځه تګ په نسبت چی د ملی مصالحی د پروسی د بریالیتوب په صورت کی چی هغه وخت پرته له دی هم له مینځه تلو د خلکو په ګته وه.

۳ - دا چی د نوموړی پاڅون په جریان کی یو شمیر وسله وال خلقیان د نجیب او د هغه د ملګرو او پلویانو له خوا شهیدان شول او جسماٌ له مینځه لاړل د دوی د هم هغه له مینځه تګ په نسبت چی د ملی مصالحی د بریالیتوب په صورت کی د نجیب او د هغه د ملګرو له خوا د خلکو او انقلاب ضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو په واسطه له منځه تلل د خلکو په ګته وه او داسی نور........ او زمونږ په عقیده هم که څه هم نومړی پاڅون ناکام شو خو: بی نتیجی پاتی نشو ځکه چی: ۱ - ټولو خاصو خلقیانو او هم د هغو اکثریت عمومی خلقیانو چی په نوموړی پاڅون کی په دیری میړانی سره د نجیب او د هغه د ملګرو او پلویانو په وړاندی وجنګیدل او دنوموړی پاڅون له ناکامی څخه وروسته له ټڼي سره یو ځای پاکستان ونه تښتیدل او له ګلب ادین سره ئی د ټڼی ائتلافی ارتباط ونه مانه او همدغلته ئی په خپل هیواد کی پرخپلو ځانونو باندی د نجیب له خوا اعدامونه، زندانونه او ډول ډول مادی او معنوی شکنجی وزغملی ټولو هیوادوالو، سیمه والو او نړیوالوته خپله واقعی خاصه او عمومی مستقلانه خلقی انقلابی جنګیالی اراده په ثبوت ورسوله.

۲ - نوموړی سورخلقی نجیبی ضد وسله وال انقلابی پاڅون د خلکو د نور ډول ډول کورنیو او باندینیو دښمنانو په وړاندی د راتلونکو خاصو او عمومی سرو سرو خلقی وسله والو انقلابی پاڅونونو لپاره یو انقلابی تمرین هم وو او داسی نور ......... او داهم وایو چی: مونږ د نوموړی سره خلقی وسله وال نجیبی ضد انقلابی پاڅون په باب په همدغو نوموړو معلوماتو برسیره نور مفصل معلومات هم  د مرتد میرصاحب کاروال د « درسهای تلخ و عبرت انګیز افغانستان » په نامه پر اثر باندی پخپل علمی نقد کی لیکلی دی چی دلته د هغه دوهم ځلی لیکل لازم نه بولو. او دا هم وایو چی : د نوموړی پاڅون په باب زمونږ نوموړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان ملګری هم په خپل یوه شعر کی داسی ویلی دی چی:

« عمومی خلقی ملګرو: شهید بریدجنرال محمد آصف شور، شهید دګروال محمد کبیر کاروانی او شهید دګروال محمد جعفر سرتیر ته په خطاب کښی:» ای عمومی خلقی ملګرو: شوره، کاروانیه او سرتیره!

درود وایـــو پـــر تاســـو عـــمومی خــلقی یــارانو

ای د تــور نجــــیـب د رژیــــم ضـــد قــــهرمانانو

یـو آصف شــور بــل کاروانی او بل ســـرتیر وی          هریو خو پخپل جنګی مسلک کی سخت ماهر وی

تاســـی پـه رښــتـیا هـریـو له ســر او مال تیر وی          پــوه د تــور نجیب د خیانتو په پیښ زور زیر وی

پــــری را جــنګ شــواســت زړورو افـــسرانـــو

ای د تــــور نــجــــیب د رژیـــم ضــد قــهرمانانو

شـــوره! عـموماٌ وی ستر شهید زرغون روزولی          مـــونـږ ته خو ئی هم ته وی په عام کی راښودلی

تــه هـــیـڅ د امــین پــه پـښو کی نه ئی رغړیدلی          هــــم لـه اخــوانـــیانو ســـره تــل ئــی جــنګیدلی

ځــکه خــو مــونـږ تــاتـه احترام کړو په چشمانو

ای د تـــور نــجـــیب د رژیم ضـــد قـــــهرمانانو

کله چی پوه شواست نجیب مو خپل ندی پردی دی          دا د هـــیواد پـــلوری ګـرباچف تور ګوداګی دی

هــــم د نــــړیـوال امــــپریـالــــیزم پـــــلـوی دی          هــــم لــه اخـــوانـــیانو ســره ګــډ د ده نظر دی

تـــاســـو ټــــڼی ځـــان پسی کش کړو هوشیارانو

ای د تـــور نجــیب د رژیــــم ضـــد قــــهرمانانو

تـــــاســو مـونــږ ته هــم د نجـــیب وکړله غندنه          هــــم مــو را نــه وکـــړلــه د ده پـه بـاب پوښتنه

مـــونــږ هــم عــمـومـاٌ در ســره پـــیکــړه کـټنه           شــــپه ورځ مـــو شـــروع یــو لـه بل سره لیدنه

زر مـــــو حــمـایــت کـــړلــړ ټڼی په تانکیستانو

ای د تـــور نـــجــیب د رژیـــم ضـد قـــهرمانانو

وکــــړلــه ټـــڼی د نــجیب وړانـدی اشتباه بیا          دی خــو لـه نـجــیـب سـره مؤقتاً شو پخلا بیا

جــوړه ئـی مــلـګـرو بـانـدی کـړله تماشا بیا          خــپـلو وظایـــفـوتـه ئی ولــیـږل پــه شـا بـیا

زیــری هــم هـــمدا جـوړه تائید کړه آشنایانو

ای د تـــور نـجــیـب د رژیــم ضد قهرمانانو

بــیا مرتد کاوال، ګلابزوی لاړل شوروی ته          دواړو کـړو میدان خالی نجیب او یعقوبی ته

صرف مــونږ او تاسو حرکت وکړو ټنی تـه          دی خو مو تشویق کړو د نجیب سرنګونی ته

زیــری خــو بـیا هم وکړه سستی قوماندانانو

ای د تـــور نــجــیب د رژیــم ضد قهرمانانو

کلـــه چــی قیام پیل شو زیری وه دفتر کښی          جــنرال شهـنواز ټڼی بګرام هوائی دګر کی

دوی لــه فامیلینو سره یوځای وو سفر کښی          تاسی په کابل کی واست په سره جنګی سنګر کی

زیــری او ټڼی دواړو غفلت وکړی دوستانو

ای د تــور نجــیب د رژیــــم ضد قهرمانانو

جــنرال ټڼی لاړ هـیلـکوپتر کی پاکستان ته          زیری خو نجیب مړ نه کړو وئی لیږه زندان ته

تاسی ئی شهیدان کړئی پخپل لاس غوږ شی بیان ته      هم خو ئی اجساد ستاسو ښکاره کړل ټول جهان ته

افرین! تسلیم نه شواســـــت رښتینو فدائیانو

ای د تـــور نجـــــیب د رژیم ضد قهرمانانو

ستاسو پاکو وینو هره خوا شغلی خواری کړی          نـــورئــی لا ټیڼګی د خـــلقیانو ارادی کړی

هم ئی د هغو کسانو لنډی ورځی شپی کړی           چا خو چی زمونږ په غوښو، وینو ښيی مزی کړی

وائی شآاعــر دا دربانـــــدی ویاړو شهیدانو

ای د تـــور نجیب د رژیم ضــــد قهرمانانو

( ه ، پ، - ۲۸ / ۸ / ۱۳۸۶ ه ش - چهارشنبه).

XXXIII :- د CIA جاسوس، خائین او درواغجن ضعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخوکی داسی هم لیکلی دی چی: « په افغانستان باندی د شوروی د یرغل پایلی پخپله د تریوکونکی هیواد لپاره دیری درڼی وی، د افغانستان جګړی د پخوانی شوروی اتحاد نړیوال پرستیژ په مځکه وواهه او دهغه استعماری نیتونه ئی چی د سولی او دوستی د جذابو شعارونو تر چتر لاندی پټ وو نړیوالو ته ښکاره کړل. سړه جګړه د شوروی په ماتی پای ته ورسیده او نړیوال سوسیالستی سیستم ړنګ شو، د شوروی اتحاد امپراطوری ونړیده او د هغی په جغرافیائی ساحه کی پنځلس آزاد هیوادونه منځ ته راغلل،

مایورف لیکی چی: « د افغانستان جګړه د شوروی اتحاد له خوا تر سره شوی وروستی جګړه ده، دا له هغه وروستی ځان وژونکو ماینونو څخه یوه دا وختله چی یو لوی ډولت پری والوت او دړی وړی شو.» د ختیځی اروپا سوسیالستی هیوادونه د شوروی اتحاد او د هغه میراث خوری روسېی د نفوذ له ساحی نه خلاص شول، ړ آلمان یووالی منځ ته راغی او دا اوس دغه هیوادونه د ناتو د تړون او اروپاېی غړیتوب لری. پخوانی یوګوسلاویا تجزیه شوه او هلته د روسېی نفوذ نږدی پایته ورسیده. د پخوانی شوروی اتحاد ځینی جمهوریتونه لکه: لیتوانیا، لیتویا او ایستونیا د ناتو او اروپاېی اتحاد غړی شول، د ګرجستان او اوکراین جمهوریتونه هم کیدای شی چی په نږدی راتلونکی کی د ناتو د تړون غړی شی. دا اوس د پخوانی شوروی اتحاد په ځینو جمهوریتونو کی د امریکا د متحده ایالاتو او د ناتو د تړون پوځی اډی  شتون لری. د شوروی اتحاد د نفوذ په دریمه نړی کی هم نږدی پایته ورسید، دوی هرځای له خپلو دوستانوسره خیانت وکړ. د آلمان فدرالی دولت ته د ختیځ آلمان دمشر: ایریش هونیکر چی د شوروی اتحاد دوست وه سپارل د دی جوته نمونه ده. په افغانستان باندی د شوروی د یرغل پایلی د تیری کونکی هیواد لپاره د روسېی د جمهور رئیس پوتین د (۲۰۰۵ م کال) د اپریل په ۲۵ می نیتی له کالنی وینا څخه چی پارلمان ته ئی وکړه ښه جوتیږی، هغه پدی تیڼګار وکړ چی: « تر ټولو د مخه باید ومنو چی د شوروی اتحاد ړنګیدل د پیړی تر تولو سترګو (تراژیدی) سیاسی ناورین ؤو او د روسېی د خلکو لپاره دا یو واقعی ډرامه شوه.» (۲۴۴ - ۲۴۵ - ۲۴۶ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: خائین، درواغجن او بی پته وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی بیا هم زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ه د پخوانی شوروی اتحاد د یوه شمیر راغوښتل شوو عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی قواؤو راتګ او له خلکو او د ثور له دموکراتیک انقلاب څخه د هغوی عادلانه دفاع زمونږ په خاوره باندی د هغوی تعرض او یرغل بللی دی او نوموړی قواوی ئی متعرضی استعمارګری او یرغلګری قواوی بللی دی. او مونږ په دی باب لکه څرنګه چی په مخکی مو ویلی دی او اوس بیا هم وایو او په راتلونکی کی به همداسی ووایو چی: ده همدغه داسی بشپړ ښکرور درواغ ویلی دی چی له ټولنیز عینی واقعیت سره کاملاٌ په ضدیت او مغایرت کی دی ځکه چی: د پخوانی شوروی اتحاد همدا نوموړی قواوی هیڅکله او هیڅکله  استعمارګری او یرغلګری قواوی نه وی او د افغان - شوروی ترمنځ د دوستی او هرډول همکاری د هغه تړون د پریکړو پر اساس راغلی وی چی د (۱۳۵۷) ه ش کال په منی کی په کریملن کی د نورمحمد تره کی او بریژنف ترمنځ لاسلیک شو او همدا رنګه د ملګرو ملتونو د منشور د (۵۱) مادی پر اساس راغلی او د خون آشام امین او د هغه د فاشیستی رژیم په له منځه وړلو او د ثور دموکراتیک انقلاب د ارزښتونو د پلاس راوړلو او د هغه په ساتلو او زمونږ په خاوره کی ئی د پاکستانیو او یا امریکائیو او نړیوالو استعمارګرو قواوو په نه پلی کیدو له مونږ سره یوځای فرعی رول ولوباوه، او خائین وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی په داسی حال کی چی: یوکوچنی ماشوم او په سیاسی لحاظ دیرساده شخص به هم همدغسی ونه وایی  خو ده همدغسی هم ویلی دی چی: « پرافغانستان باندی د شوروی د یرغل پایلی د تیری کونکی هیواد لپاره هم دیری درنی او د شوروی اتحاد د نړیدو باعث شوی». نو مونږ په دی باب هم د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس لکه په مخکی چی ویلی دی، او اوس بیا هم همدغسی وایو چی:

زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان ته د پخوانی شوروی اتحاد د نوموړو د راتګ او د ثور ددموکراتیک انقلاب څخه دهغوی د عادلانه دفاع له امله پخوانی شوروی اتحاد ندی ړنګ شوی بلکی پخوانی شوروی اتحاد د (CIA) له لارښونو سره سم د شوروی د کمونست ګوند په داخل کی د مرتد میخائیل ګرباچف، مرتد ایلسن او د دوی د ملګرو او پلویانو (دا دامریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم له خوا په دالرو، پوندونو او مارکونو باندی د اخیستل شوو مخفی جاسوسانو) د دیری اوږدی مارکسیستی ضد - لینیستی ضد - استالینستی ضد - هیواړ پالنی ضد او پرولتاری انترناسیونالستی ضد خائینانه او رذیلانه مبارزوی کړو وړو له امله په مؤقتی ټوګه سره ړنګ شو او نامرد بی، پټه او داؤس اقبال وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی په دیره داؤسانه، بیشرمانه، او رذیلانه ټوګه سره د پخوانی شوروی اتحاد له ړنګیدلو، د ده په قول د هغه په پنخلسو آزاد جمهوریتونو باندی لخ ویشلو، د وارسا د سوسیالستی کمپ له ړنګیدلی، د شوروی اتحاد د نفوذ له ساحی څخه د ختیځی اروپا د سوسیالستی هیوادونو له خلاصولو، د غربی او شرقی آلمان ترمنځ د دیوال له تړولو، د دواړه آلمانونو له یووالی ، د ده پقول د سړی جګړی له پای ته رسولو، د ناتو په تړون او په اروپائی اتحاد دواړو آلمانونو دغړیتوب له حاصلولو، د پخوانی یوګوسلاویا له تجزیه کولو او هلته د روسېی د نفوذ له پای ته رسولو، په نانو او اروپائی اتحاد کی د شوروی اتحاد د ځینو جمهوریتونو لکه لیتوانیا، لیتویا او استونیا له شاملولو، د ناتو په تړون کی په نژدی راتلونکی کی د ګرجستان او اوکراین د جمهوریتونو له شاملولو، د پخوانی شوروی اتحاد په څینو جمهوریتونو کی د امریکا د متحده ایالاتو او د ناتو د تړون د غړو هیوادونو د پوځی اډو له شتون، په دریمه نړی کی د شوروی اتحاد د نفوذ د کمولو او د فدرالی آلمان دولت ته د ختیځ آلمان د مشر ایریش هونکر له ورسپارلو څخه ځبله دفاع او زیاته خوشحالی ښکاره کړیده چی له همدغو نوموړو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد یعنی کمونستی ضد کړو وړو څخه د خائین وزری دفاع او د خوشحالی ښکاره کول په بشپړه ټوګه سره د ده د (CIA) رسمی غړیتوب او له مرتد ګرباچف، مرتد ایلسن او د هغوی لخ ملګرو، اندیوالانو او ګوداګیانو سره د ده بشپړ ملګرتوب په ثبوت رسوی. او پدی کی هم هیڅ ډول شک، تردید او شبیه نه شته او دا له هرډول شک او تردید څخه وټلی خبره ده او وی به چی د خون آشام حفیظ الله امین د کړو وړو په پیروی د خائین وزیری پشمول نور ټول شعوری امینیان د (CIA) رسمی غړی وو، دی او وی به. او دا هم وایو چی: مرتد ګرباچف او مرتد ایلسن او د دوی ملګرو او پلویانو نه یوازی دا چی زمونږ له ګران هیواد افغانستان څخه خپل راغوښتل شوی نظامی عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستی قواوی بیرته و ایستل بلکی له یو شمیر نورو سوسیالستی، خلقی دموکراتیکو او ملی دموکراتیکو هیوادونو څخه ئی هم د خپلی (طرز نوین تفکر سیاسی) خلقی او کمونستی ضد تګلاری له مخی خپلی نظامی قواوی وایستلی او زمونږ د هیواد پشمول ئی نوموړی هیوادونه هم د امریکائی امپریالیزم په مشری نړیوال امپریالیزم او د هغوی پلویانو، اندیوالانو او ګوداګیانو تنها پریښودل، او داهم باید ووایو چی: په نوموړو ټولو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (کمونستی ضد) کړو وړو کی مرتد ګرباچف، مرتد ایلسن او د هغوی کورنیو او باندینیو ملګرو او پلویانو هم د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیولانو او ګوداګیانو په ګټه مؤقتاٌ خپل ارتجاعی رول لوبولی دی.

او داهم د یادولو وړ بولو چی: مرتد ګرباچف او مرتد ایلسن او د دوی ملګرو او پلویانو ته به حتماٌ او حتماٌ په پټه ټوګه سره د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم له خوا په لکهاوو او په ملیوناوو ډالر د رشوت په ټوګه ورکړل شوی وی او په څرګڼډه توګه سره ئی مرتد ګرباچف ته لس لکه (۱۰۰۰۰۰۰) دالر د نوبل د سولی جایزی تر پردی لاندی درشوت په ټوګه ورکړل او مونږ له ګرباچف ډوله او ایلسن ډوله « بدی سولی څخه عادلانه جګړه یو په سله ښه بولو » او داهم باید ووایو چی خائین او درواغجن وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی په څرګنده ډول په بشپړو درواغو ویلو سره د روسیی د پخوانی جمهور رئیس پوتین وینا کاملاٌ معکوسه او سرچپه ښودلی ده، ځکه چی پوتین په خپله نوموړی وینا کی هیڅکله او هیڅکله داسی ندی ویله چی: په افغانستان د شوروی د یرغل د شوروی اتحاد ړنګیدل وو چی دا یوه ستره تراژدی وه او د روسېی د خلکو د پاره یو سیاسی ناورین او یوه وتقعی درامه شوه او (افغانستان باندی د شوروی دیرغل پایلی ) جمله د خائین وزیری له خولی ویل شوی ده، او پوتین د خپلی نوموړی وینا په یوه برخه کی د روسېی او د تول پخوانی شوروی اتحاد د جمهوریتونو د کمونستی ګوندونو او د روسېی په شمول د نوموړو جمهوریتونو د کارګرانو، بزګرانو او نورو ټولو زیارایستونکو او ترستم لاندی خلکو د معنوی ارادوی او مبارزوی فشار له امله « په افغانستان باندی د شوروی د یرغل د پایلی» له جملی څخه پرته یوازی او یوازی داسی وویل چی: « تر ټولو د مخه باید ومنو چی د شوروی اتحاد ړنګیدل د پیړی تر ټولو تراجدیو، سیاسی ناورین وه چی د روسېی د خلکو لپاره یو واقعی درامه شوه ».

XXXIV :- د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخوکی داسی هم لیکلی دی چی: « لویدیځو هیوادونو او د دوی متحدینو چی ولیدل چی د ربانی - مسعود واکمنی د پخوانی شوروی اتحاد او د هغه د نننی میراث خوری روسېی په چوپرکی ده نو د طالبانو نهضت ئی رامنځ ته کړ. د طالبانو غورزنګ په لومړی سرکی وکولای شول چی: وسله ټوله، اکنیت ټینګ، د خلکو مال او ناموس خوندی، د کابل په نیولو سره د زبانی - مسعود و واک ماټ او د افغانستان د ویشلو شوروی پلان ناکامه کړی خو طالبانو ځیونو افراطی کړیو د خپلو منځینیو پیړیو وروسته پاتی مفکورو د پلی کولو له مخی ئی دیردیو په لمسون داسی چاروته لاس واچاوه چی هغو له رښتینی اسلام سره سمون نه درلود نو ځکه هیچاته دزغم وړ نه وی، دوی هغه تاریخی کلتوری میراث لکه په ملی موزیم کی ځینی مجسمی چی د ربانی مسعود د واکمنی په وخت کی د هغو د انتقالولو د ستونزو له کبله پاتی وی، د بامیانو د تاریخی بتانو پشمول د پردیو په لمسون له منځه یووړئی، په پای کی طالبان د لویدیځ له کنترول څخه ووتل او د هغوی افراطی ګړی د هغو بهرنیو تروریستانو تر اغیز لاندی راغلی چی د ربانی - مسعود په وخت کی ئی په هیواد کی ځاله جوړه کړی وه او د افغانستان د طبعیت تذکری ورکړل شوی وی، دغو ترهګرو د اسامه بن لادن په مشری د (۲۰۰۱) د سپتمبر په یولسمه نیټه د نیویارک په ښار کی د نړیوال تجارت دوی غبرګونی مانی وتړولی، طالبانو د امریکا د متحده ایالاتو اویا کوم دریم هیواد ته د اسامه بن لادن له سپارلو څخه د میلمه توب تر پردی لاندی ډډه وکړه او په دی ترتیب د امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتو او نړیوالو په ملاتړ دطالبانو رژیم د وسلی په کارولو سره را نسکور کړ او دطالبانو دباندینیو چارو د وزیر وکیل احمد متوکل په وینا نه میلمه او نه کور به پاتی شول. » (۲۴۹ - ۲۵۰ ) مخونه.

مونږ ږاقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو: څرنګه چی په اوسنیو مشخصو ټولنیزو تاریخی شرایطو کی زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی لاندینی دری دوله انقلابی قوتونه وجود لری چی:

۱ - خلقی دموکراتیک انقلابی قوتونه، - ۲ - ملی دموکراتیک انقلابی قوتونه، - ۳ - ملی انقلابی قوتونه.

۱ - خلقی دموکراتیک انقلابی قوتونه: له هغو قوتونو څخه عبارت دی چی د خلقی دموکراسی د ژورو او ګړندیو اصلاحاتو د سرته رسولو لاری یعنی د خپلی انقلابی ټوری په تیره څوکه سره په اول قدم کی د امریکائی امپریالیزم په مشری نړیوال امپریالیزم او په دوهم قدم کی په داخل کی فیودالیزم او توری په پڅه څوکه سره ملی بورژوازی وهیږ

۲ - ملی دموکراتیک انقلابی قوتونه: له هغو قوتونو څخه عبارت دی چی د ملی دموکراسی سطحی (ماهیتاٌ بورژوازی) اصلاحاتو د سرته رسولو له لاری د خپلی توری په تیره څوکه سره په اول قدم کی د امریکائی وحشی امپریالیزم په مشری نړیوال امپریالیزم او په دوهم قدم کی په داخل کی فیودالیزم او د توری په پڅه څوکه سره خلقی دموکراتیک قوتونه وهی.

۳ - ملی انقلابی قوتونه: له هغه قوتونو څخه عبارت دی چی د فیودالی ملی دموکراسی ډوله سطحی اصلاحاتو د سرته رسولو له لاری د خپلی توره په تیره څوکه سره د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د توری په پڅه څوکه سره خلقی دموکراتیک او ملی دموکراتیک انقلابی قوتونه وهی. او داهم وایو چی: زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی د نوموړو ټولو خلقی دموکراتیکو انقلابی قوتونو یعنی: کارګرانو، بزګرانو او نورو ټولو زیارایستونکو او ترستم لاندی خلکو په رأس کی یوازی او یوازی زمونږ واقعی زرغون صفته خلقی دموکراتیک (ماهیتاٌ کمونستی) پټ او مخفی سراسری او مرکزی سیاسی انقلابی سازمان قرار لری او دنوموړو ټولو انقلابی قوتونو د ګټو اصلی، واقعی او رښتینی مدافع، نماینده او بیانونکی هم دی. فلهذا د علمی جهانبینی د عامو او خاصو اصولو او قانونمندیو له مخی باید نوموړی دری واړه انقلابی قوتونه په خاص کی نه بلکی په عموم کی د هیواد کارګری طبقی تر رهبری لاندی پخپل منځ کی یو له بل سره په مستقیم او یا غیر مستقیم، په علنی او یا مخفی ټوګه په عموم ګډ جبهوی انقلابی چوکات کی د امریکائی داړه مار، وحشی، بی پټه او وینو بهوونکی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو پرضد په یوه ډول نه یوه ډول او په یوه شکل نه یوه شکل سره مبارزه او جګړه وکړی او د هغوی استعمارګری او نیواکګری نظامی او ملکی قواوی زرترزره زمونږ له ګران هیواد افغانستان څخه وباسی او د تل لپاره له هغوی څخه د خپل ګران او محبوب هیواد افغانستان هراړخیز ملی استقلال او ملی خپلواکی بیرته تر لاسه کړی، او داهم باید ووایو چی:

په اوسنیو مشخصو ټولنیزو تاریخی شرایطو کی: د اسامه بن لادن په مشری پر نړیوالی استعماری ضد القاعدی پوری تړلی د ملا محمد عمر په رهبری د افغانی طالبانو غورزنګ د یوه افغانی ملی انقلابی استعمار ضد قوت شکل ځانته اختیار کړی دی چی همدا نوموړی القاعده او طالبانو غورزنګ امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو د قوت په نسبت په نننی وخت کی دیر کمزوری قوت باله کیږی. او داهم باید ووایو چیین او هیواد پلوری محمد اقبال وزیری پخپله نوموړی لیکنه کی په ښکاره ټوګه په دیر سپین سترګی، بی حیاګی او په بی وجدانی سره د اسامه بن لادن په مشری نړیوال القاعده او په هغی پوری د ملا عمر په رهبری د افغانی طالبانو غورزنګ د لویدیځ د کنترول له وتلو څخه وروسته: افراطیان، تروریستان او طرهګر بللی دی او پدی ټوګه سره ئی په جوته سره د نوموړی نړیوالی القاعدی او د افغانی طالبانو په وړاندی د امریکائی داړه مار، وحشی او بی پټه امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی له اندیوالانو اوله پاکستانیو دولتی او حکومتی ګوداګیانو څخه کاملاٌ دفاع کړیده، چی د ده همدغه دفاع په بشپړه ټوګه سره د ده د (CIA) رسمی غړیتوب په ثبوت رسوی، فلهذا: مونږ کاملاٌ په حقه یو چی هم مو خون آشام حفیظ الله امین او هم مو دخائین وزیری پشمول نور ټول شعوری امینیان د (CIA) جاسوسان او تش پهړنامه خلقیان او هم مو عملاٌ  د خاصو او عامو خلقیانو جلادان، قاتلان او نه پخلاکیدونکی دښمنان بللی دی، بولوئی او وبه ئی بولو. ځکه چی که چیری دوی په رښتیا سره دخلقیانو دښمنان او تش په نامه سره خلقیان نه وای او په عمل کی واقعی خلقیان وای نو ده باید پخپله نوموړی لیکنه کی له ټولونه مخکی زمونږ له نوموړو خلقی دموکراتیکو انقلابی قوتونو څخه دفاع کړی وای او که زمونږ له نوموړو قوتونو څخه کړی نه وای نو له نوموړو ملی انقلابی قوتونو څخه خوئی خامخا باید کړی وای.

XXXV :-  د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په یوه برخه کی داسی هم لیکلی دی چی: « دامین واکمنی » ....... « امین د ساسی قانون د تسوید کمیسیون وټاکه او د اساسی قانون کار بشپړیدو ته نږدی وه چی د شوروی اتحاد وسله وال تیری په نتیجه کی د هغه کار تم شو. حفیظ الله امین یوشمیربندیان د څرخی پله له زندان څخه خوشی کړل او د بندیانو د خلاصون پروسه روانه وه خو دا پروسه هم د جدی د شپژمی نیتی تیری ودروله.» (۱۲۴ - ۱۲۵) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړی لیکنی په وړاندی داسی وایو چی: د خائین وزیری اصلی مطلب له نوموړی لیکنی څخه دا دی چی حفیظ الله امین خو د اساسی قانون د تسوید کمیسیون وتاکه او هغه ئی د خلکو په ګټه تسویداوه خو د شوروی یرغل د هغه تسویدولو مخه ونیوله، نو ده داهم کاملاٌ درواغ ویلی دی چی ځکه چی: د ټولنیز عینی واقعیت له مخی د (CIA) له لارښونوسره سم خون آشام حفیظ الله امین او د خائین وزیری پشمول نورو ټولو شعوری امینیانو او د دوی اندیوالانو له اول څخه تر همدغه وخته پوری د دوی د خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٍ کمونستی ضد) کړو وړو له امله دا کاملاٌ ثابته وه چی دوی هیڅکله او هیڅکله د کارګرانو، بزګرانو او نورو ټولو زیارایستونکو او تر ستم لاندی خلکو په ګټه په عمل کی اساسی قانون نه تسویداوه او د هغه مواد ئی نه عملی کول که څه هم دوی په تشو ژبو او تش نامه باندی د قانونیت، عدالت او مصئونیت شعارونه وړانی کړل خو ددوی همدا نوموړی شعارونه صرف او صرف مؤقتاٌ د خلکو د غولولو لپاره ړ کاغذ پرمخ باندی وو او هیڅ ډول عملی بڼه ئی نه درلودله او د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د تنی او صفوفو او نورو زیارکښو او تر ستم لاندی خلکو مطلق د پشتو له همدی غوره متل چی « آزمویلی مه آزمائی » سره سم د خلکو په ګټه له دوی څخه د هیڅ ډول عملی کړو وړو هیڅ توقع هم نه درلودله او له نوموړو لیکنی څخه د خائین وزیری بل مطلب دا دی چی: امین خویوشمیر بندیان دڅرخی پله له زندان څخه خوشی کړل او نورئی هم خلاصول خو دجدی د شپژمی نیټی د هغوی دخلاصولو پروسه ودروله، نو دائی هم په بشپړه ټوګه سره درواغ ویلی دی ځکه چی: که څه هم خون آشام امین او امینیانو خو یوشمیر بندیان د څرخی پله له جیل څخه خوشی کړل خو هغوی ئی ټول هغه کسان خوشی کړل چی د تره کی له اجازی څخه پرته ئی د تره کی په وخت کی پخپل سر پخپله نیولی وو او د هغوی د بندی کیدو ټوله پړه په نورمحمد تره کی باندی وراچوله او پدی ټوګه سره دوی غوښتل چی له خپلو ځانونو څخه د خلقیانو او نورو خلکو قهراوغضب مؤقتاٌ کم کړی او همدارنګه داچی: خائین وزیری پخپله نوموړه لیکنه کی شورویان یرغلګر بللی دی نو دا هم ئی کاملاٌ چتیات او درواغ ویلی دی چی مونږ د ټولنیز عینی واقعیت پر اساس په بیابیا توګه سره دا وایو چی: د پخوانی شوروی اتحاد یوشمیر راغوښتل شووعمومی نړیوالوامپریالستی ضد نظامی پوځونو د امریکائی وحشی او داړه مار امپریالیزم به مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو له خوا دجوړشوی امینی اساسی قانون په له منځه وړلو، د امینی وحشی او فاشیست رژیم په سرنګولو، څرخی پله له زندان څخه د نوموړو هغوټولو بیګناه بندیانو چی آن د تره کی په وخت کی پخپل سر پخپله د خون آشام امین او امینیانو له خوا نیول شوی وو په خلاصولو، د ځون آشام امین او یوشمیر امینیانو په وژلو او له منځه وړلو هم د یوشمیر امینیانو په وژلوکی زمونږ له ټولوخلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو سره یوځای خپل عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست فرعی رول ولوباوه.

XXXVI :- د خون آشام حفیظ الله امین شاګرد او پیرو او د (CIA) جاسوس او درواغجن شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینوبرخوکی د ځینوساده عاموخلقیانو او ځینو نورو هغوساده کسانوچی شعوری سیاسی سطحه ئی دیرع ټیټه وی او د ده پخوانی ګوندیتوب او شعوری امینیتوب ورته معلوم نه وی د مؤقتاٍ غولولو په خاطر یعنی چی هغوی د ده په باب داسی فکر وکړی چی دا خو دی ګوندی نه وو او اوس هم ګوندی نه دی، یا امینی نه وو او اوس هم امینی نه دی او یائی اوس په رښتیا سره له ګوندیتوب څخه ځان ژغورلی دی او بیطرفانه قضاوت کړی دی پرخون آشام امین او نورمحمد تره کی باندی یوه سلسله داسی ژوری، اصلی او عمده نیوکی او تنقیدونه نه بلکی دیر سطحی، عادی او معمولی نیوکی هم کړی دی چی اصلاٌ او ماهیتاٌ د ده له ګوندیتوب او امینیتوب یعنی د (CIA) تر رهبری باندی له خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد یعنی: مارکسیستی ضد - لینینستی ضد - استالینستی ضد - هیواد پلنی ضد او پرولتاری انترناسیونالستی ضد امینی ملی دموکراسی توری او کرغیړنی غلامانه تګلاری څخه د ده د انکار په معنی ندی ځکه چی ده په خپل نوموړی اثرکی له سرڅخه ترپایه پوری او په خپلو نوموړو ټولو کړو وړوکی علناً او عملاٌ له نوموړی توری او وحشی تګلاری څخه کلکه ڼڼګه او دفاع کړیده او که چیری: دده همدغه نیوکی له نوموړی امینی تګلاری څخه د ده د انکار په معنی وای، نو ده به هیڅکله او هیڅکله پخپل نوموړی اثرکی په بشپړه ټوګه سره نه یوازی داچی له نوموړی امینی تګلاری څخه دفاع کړی نه وای بلکی یا بالکل دلسرده، پژمرده او یا خاموی پاتی شوی وای او اپولوتستی خصلت به ئی غوره کړی وای اویا به دنوموړی امینی تګلاری پرضدجنګیدلی هم وای. او پدی ترتیب سره: خائین وزیری پخپلو همدغو نیوکو سره له دغه ویناوو څخه کاملاٌ ډډه کړیده او له یاده ئی غوزولی دی چی: استعمارګران، استثمارګران او د دوی شعوری نمایند ګان او ګړداګیان کولای چی یو شمیر خلک د تل لپاره وغولوی او کولای شی چی ټول خلک د یوی مؤقتی مودی لپاره وغولوی خو هیڅکله او هیڅکله دا نشی کولای او نه به وکولای شی چی ټول خلک د تل لپاره وغولوی فلهذا: د همدغو نیوکو په باب خائین او هیواد پلوری محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو لاندینیو برخو کی داسی لیکلی دی چی:

۱ :- ۱ : ۴۸ مخ = ۲ : ۵۶ مخ = ۳: ۶۶ ، ۶۷ مخونه = ۴ : ۷۳، ۷۴ مخونه= ۵: ۷۶، ۷۷ مخونه = ۶: ۸۰، ۸۱، ۸۲ مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده دنوموړو نیوکوپه وړاندی داسی وایو چی: ۱-   « ما په جیل کی په پښتو ژبه د یوه کتاب ژباله او لندیز چی په « پرمختلفو هیوادو کی طبقات او طبقاتی مبارزه » نومیده او په درو توکونو کی په روسی ژبه خپور شوی وه پیل کړ، د دی کتاب دوه توکه مخی ژباړه اولندیز کړل او د باندی می ګوند ته واستول چی سریزه ئی د ثور له انقلاب څخه وروسته د (خلق) په ورځپانه کی خپره شوه او دنور کتاب له نشریدو څخه امین مخنیوی وکړ، له قیوم نورزی څخه می چی د (خلق) د ورځپانی مسئول وه پوښتنه وکړه چی زما کتاب خپریدل ولی بند شول؟ هغه راته وویل چی: امین ورته لارښونه کړیده چی سوما کتاب خپورکړه او د استاد اقبال د کتاب خپرول ودروه.» (۱۴) مخ

۲ - « شورویانو هڅه وکړه چی د داؤو رژیم په بی ثباته کولو کی له ټولو هغو ډلو څخه چی د دوی پلویان دی ګټه پورته کړی، ددی موخی په هیله دوی هڅه وکړه د خلق او پرچم د ډلو ترمنځ یووالی تأمین کړی چی نږدی نهه کاله ئی پخپله (KGB) مخنیوی کاوخ دا موضوع د (ګوند د یووالی مخنیوی) په افغانستان کی د شوروی سفارت غړی موروزف چی د KGB غړی وه په یوی مقالی کی لوڅه کړه چی هم هغه وخت د بی بی سی د رادیو د پښتو او فارسی ژبو په خپرونوکی منعکسه شوه، د دی پلان د عملی کولو لپاره د شوروی اتحاد مشرتابه په نورمحمد تره کی زور زور واچولو چی د پرچم د شرایطو په منلو سره د ګوند یووالی تأمین کړی. نورمحمد تره کی د شوروی فشارته غاړه کیښوده او د پنځوسو فیصدو اصل په نظرکی نیولو سره ئی په غیرعادلانه ټوګه سره پرته لدی چی د ګوند د مشرتابه او د ګوند د غړو شمیر په نظرکی ونیول شی له دغی بدنامی دلی سره د ګوند یووالی ترسره کړ، دا یووالی په بشپړه ټوګه سره مصنوعی وه او د روسانو د پرچم د تینګښت لپاره ور څخه ګټه اخیسته ». (۵۶) مخ.

۳ - « امین وروسته به هغه رساله کی چی د (ثور انقلاب) په نامه ئی د اردو دسیاسی ریاست له خوا خپره کړه او د هغه له خپریدو څخه سیاسی ریاست خبرنه درلود. محمدعلی ئی د اوومی فرقی د قوماندان په حیث لیکلی دی خو واقعیت دا دی چی په انقلاب کی د اوومی فرقی قوماندان اصیل وه ». (۶۶ - ۶۷) مخونه.

۴ - یوه شمیر لیکونکو هڅه کړیده چی دا موضوع روښانه کړی چی ولی امین یوڅه وخت وروسته ترنورو مشرانو بندی شو؟ ماته امین پدی هکله وویل چی ده پخوا لا دا تبلیغ کړی وه چی: « که دولت پرګوند برید وکړی نو ځان مخفی کوم او پارتیزانی جنګ پیلوم، دده په وینا دولت شاید ځکه پرهغه برید نه وی کړی چی ګواکی په دی انتظار وه چی: له کور څخه وتښتی نو هغه به ئی پدی پلمه له منځه یوسی چی تسلیمی نه شو خو دغه نظر ماته سم نه ښکاری ځکه چی هغه د ځان په هکله د نورو کسانو له خوا ستاینه دیره خوشیده او حتی ځینی وختونه ئی پخپله د ځان ستاینه کوله. زما په فکر واقعیت ته دیر نژدی نظریه دا ده چی: KGB دببرک کارمل او پنجشیری په وجود کی دا توطیه پکار اچولی وه چی امین او د هغه پویان له ګوند څخه وباسی، همدوی د خیبر د ځنازی په مراسمو کی له دی سره مخالف ؤو جی امین د خیبر پرقبرباندی وینا وکړی او نه ئی غوښتل چی امین هلته تبارز وکړی، داؤدخان د عدلیی له وزیر او لوی څارنوال وفی الله څخه دا مشوره غوښتی وه چی: آیا هغه کسان چی د خیبر په ځنازه کی ئی بیانیی ورکړی دی د قانون له مخی محاکمی کیدای شی که نه؟ نوموړی داؤد خان ته پدی هکله هو مشاوره ورکړی وه او حکومت پریکړه وکړه چی هغوی بندیان کړی، عبدالصمد غوث پخپل کتاب کی چی «سقوط افغانستان» نومیږی لیکی چی: « پس از شنیدن واضح بیانیه ها در دفتر یوځارنوالی او طریق نوار راډیوکست حکومت فیصله کرد کی رهبران ح . د . خ . ا را برای محاکمه حاضر نماید » ژباړه ( د لوی ځارنوالی په دفتر کی د رادیوکست له فیتی څخه په واضح ډول د بیانیو له اوریدو وروسته حکومت پریکړه وکړه چی د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند مشران د محکمی لپاره حاضر کړی ». څرنګه چی امین پدی مراسمو کی وینا نه وه کړی نو هغه ونه نیول شو. خو وروسته له هغوچی پولیسو د کور په شاوخوا کی د شک وړ حرکات ولیدل نو بیا حکومت د هغه د نیولو امر وکړ او د ورځی نږدی په یوولسوبجو ونیول شو. غوث په یادشوی کتاب کی زیاتوی: « مګر به اساس راپورهای مخفیانه حرکات مشکوک در اطراف خانه او سبب شد که حکومت تصمیم بګیرد تا امین را هم دستګیر نماید ». ژباړه: (خو د پټو راپورونو په بڼست د هغه د کور په شاوخوا کی شکمن حرکتونه د دی سبب شوو چی حکومت پریکړه وکړی ترڅو امین بندی وکړی.» (۷۳ - ۷۴ - ۷۵ ) مخونه.

۵ - « دلته باید یادونه وکړم چی یوشمیر واقعی وطنوالان په خلقیانو باندی انتقاد کوی چی دوی ملی وتحده جبهه جوړه نکړه او سیاسی واک ئی انحصار کړی. دا دیر پرځای انتقاد دی او دا زمونږ یوه لویه تیروتنه هم ده خو داهم باید هیره نکړوچی په مجموع کی د هغه وخت د افغانانو له سیاسی ډلو څخه ډیره کی هم ګډی همکاری ته حاضر نه ؤو او لکه چی وروسته څرګنډه شوه چی افغانان لا اوس هم د بیلوبیلو نظریاتو خاوندان د یوبل په زغملوکی ستونزی لری.......... برسیره پردی شوروی اتحاد ددوستی په جامه کی د خلقیانو پرضد پټی او ښکاره دسیسی ترلاس لاندی نیولی وی، پدی ترتیب خلقیان په دیره بد وضع کی را ګیرشول، له یوی خوا شوروی ضد جبهی پرته له دی چی فکر وکړی په اتوماتیک ډول ئی دا ومنله چی: «دخلقیانو دولت د شوروی د مدار سپوږمی ده » او خپل مخالفت ئی ورسره پیل کړ که څه هم وروستیو پیښو ددی نظر بی بڼسټوب را ښکاره کړ او له بلی خوا د KGB په لمسون شوروی پلوه جبهی په ټول ځواک سره د خلقیانو پرضد ددوستی په جامه کی خپل تخریبات پیل کړل په دی ترتیب د خلقیانو پرضدتوطئه کی نږدی ټوله نړی یولاس شوه پدی کی ترټولو سره ملامتیا د تره کی او امین وه. دا ځکه چی هغوی پوهیدل چی که څه هم شورویان په ظاهری ټوګه ددوی حکومت په رسمیت پیژنی ولی په واقعیت کی ئی د دوی د ګوښه کولو نیت  درلود خو دوی دا هرڅه له ګوند څخه پټول او په ظاهره ئی داسی ښودله چی ګواکی له دوی څخه شورویان ملاتړ کوی. » (۷۶ - ۷۷) مخونه.

۶ - « لکه چی د مخه می یادونه وکړه چی پخوا د افغانستان په وسله وال پوځ کی سیاسی ریاست ګردسره نه وه او په دغه برخه کی مونږ افغانانو هیڅ پخوانی تجربه هم نه درلودله. لازمه وه چی د سیاسی ریاست جوړول له صفر څخه پیل کړو. هرڅه د شوروی دسفارت له مشاورینو څخه زده کړو او بیائی په عمل کی پلی کړو. د افغانستان په وسله وال پوځ کی لا دسیاسی چارو ریاست جوړ شوی نه وه چی محمد اقبال وزیری د هغه ریاست د عمومی رئیس په توګه وتأکل شو. دلته لازمه ګڼم چی ده یادونه وکړم چی: حفیظ الله امین د وسله وال پوځ دسیاسی چارو د ریاست لپاره د ببرک کارمل د ترورزوی وکیل په نظرکی نیولی وه، کیسه داسی وه چی: د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند له یووالی وروسته کارمل وکیل ته ډنډه سپارلی وه چی ځان له امین سره نږدی کړی، پدی منظور وکیل د ګوند د مرکزی کمیتی په کومه غونده کی له امین څخه پلوی کړی وه. له دی وروسته امین فکر کړی دی چی ګوندئی وکیل جذب کړیدی او هم هغه وخت ئی خیال محمد کتوازی ته چی په اردو کی ئی له امین سره کار کاوه دا خبره یاده کړی وه، هغه د امین داخبره رده کړی وه خو امین همداسی پخپل فکر پاتی شوی وه. د ثور د انقلاب له بریالیتوب وروسته چی د شورویانی د لاس وهنی په نتیجه کی پرچمیانو په دولت کی نیمائی څوکی ترلاسه کړی د کارمل له خوا د پرچمیانو د وزیرانو په وړاندی شوی لیست کی د وکیل نوم نه وه، امین فکر کړیدی چی ببرک ځکه وکیل پخپل لیست کی شامل کړی ندی چی د امین پلوی دی، نوباید داسی چوکی ورکړی چی: کارمل ورته ګوټه په غاښوکی ونیسی، حفیظ الله امین پدی منظور وکیل د بهرنیو چارو په وزارت کی د جنرل سکرتر په توګه تاکی. امین ماته وویل چی «څه فکر کوی چی د جنرال سکرتر د پوست برسیره وکیل د وسله وال پوځ د سیاسی چارو د رئیس په توګه وتاکی او ته ئی د مرستیال په توګه کاروکړی؟ ماورسره مخالفت وکړ او ورته ومی ویل چی دا خبره سمه ندی چی وکیل دی ستاپلوی وی. که وکیل د وسله وال پوځ د سیاسی رئیس په توګه وتاکی نو زه د وسله وال پوځ د سیاسی چارو دنډه په غاړه نه اخلم. امین هغه وخت پخپل سهوه پوه شو چی د کورنیوچارو په وزارت کی د تړون اواسدالله امین له خوا د وکیل خبری له نوراحمد نور سره ثبت شوی. وکیل د کورنیو چارو په وزارت کی د نوراحمد نور په دفتر کی له هغه سره ګوری ددی لپاره چی د دوی خبری ثبت نشی رادیو چلنوی خوله دی سره سره د دوی خبری ثبت کیږی. نوراحمد نور وکیل ته وایی چی « نور هم زیات له امین سره ځان نږدی کړه » او وکیل د نوراحمد نور په ځواب کی وایی چی « زه خو دیر کوښښ کوم خو امین پدر ........ را باندی باور نه کوی »! امین وروسته لدی ماته وویل چی: ستا نظر د وکیل په هکله سم وه. وکیل ورته رول د نجیب الله په وخت کی هم ولوباوه. ». (۸۰ - ۸۱ - ۸۲ ) مخونه.

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نومړو نیوکو په وړاندی داسی وایو چی: ۱ - ده پخبله نوموړی لیکنه کی پرځون آشام امین باندی یو داسی معمولی تنقید نیولی دی چی د ده د کتاب پخشول ئی درولی او د محمود سوما د کتاب پخشول ئی پیل کړی دی او زمونږ په عقیده د وزویری د کتاب ځنول د ده او دخون آشام امین ترمنځ د اختلاف په معنی نه وو او یا ده چی ددی معنی ئی نه درلوده چی دی د خون آشام امین ملګری نه وه، ځکه چی ده ته به ئی بیا دومره لوړ واکمنه ګوندی او دولتی دنده ورسپارلی نه وای او ځکه ئی دده د کتاب پرځای د محمودسوما کتاب پخش او خپور کړی دی چی، محمود سوما له دی څخه دیر زیات پوهیده او ددوی د ملی دموکراتیک ګوند پټ ګوند غړی وه او د سوما د کتاب پخشیدل د وزیری د کتاب د پخش په نسبت ملی دموکراتیک ګوند ته چی وزیری ئی هم غړی وه دیر ګټه رسوله.

۲ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ د سازمانی وحدت په باب پرشورویانو او نورمحمد تره کی باندی نیوکه کړیده چی پدی ترتیب سره ئی له خون آشام امین څخه دفاع کړیده او د نوموړی مسئلی په ئی خون آشام امین ته کاملاٌ برائت ورکړی دی خو مونږ پدی باب دا وایو چی پدی باب شورویانو پرنورمحمد تره کی باندی هیڅ دول فشار نه اچاوه او خائین وزیری پدی باب کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی: شورویانو نورمحمد تره کی ته اصلاٌ داسی ویلی چی: مونږ پرچمیان په رسمیت پیژنواو تاسو په رسمیت نه پیژنو که چیری تاسو پرمونږ باندی ځانونه په رسمیت پیژنی نوله پرچمیانو سره باید سازمانی وحدت وکړی او له دی لاری څخه تاسی هم په رسمیت پرسمیت پیژندلی شی او دا چی تره کی پخوا له پرچمیانو سره سازمانی وحدت کړی وه نو په دی وحدت کی ئی له پرچمیانو سره د شورویانو له خوا د جبر، فشار او زور له لاری څخه نه بلکی پخپله خوښه سره سازمانی وحدت اعلان کړ او بالآخره خون آشام امین هم له پرچمیانو سره سازمانی وحدت ومانه او زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون په شان ئی تر پایه پوری له نوموړی سازمانی وحدت سره نه پخلاکیدونکی اختلاف او تضاد ونه ښود، دا ځکه چی یوازی او یوازی د مارکسیزم - لینینیزم او استالینیزم د اصولو او قانونمندیو پراساس کمونستان له هغو عناصرو او ګوندونو سره سازمانی وحدت کوی چی واقعاٌ سوسیالیزم او خاص کمونیزم ته وفادار وی او د ببرک او دهغه له ګروپ سره سازمانی وحدت « د وحدت تر چیغو لاندی د وحدت د تخریبیدو په معنی بولی » چی پدی باب زمونږ ستر رهبر شهید داکتر زرغون هم د خپل مشهر «مستربل» نومی اثر په یوه برخه کی علماٌ مفصلاٌ غږیدلی دی. اوداهم وایو چی نوموړی دول سازمانی وحدت صرف او صرف د کارمل او تره کی ترمنځ ندی ترسره شوی بلکی د خلقیانو او پرچمیانو دواړو جناحونو دمرکزی کمیتو د پریکړو پر اساس تر سره شویدی.

یعنی په نوموړی ډول وحدت کی د خون آشام حفیظ الله امین د ابن الوخت داکتر زیری پشمول د خلقیانو او پرچمیانو د مرکزی کمیتو تولو تش په نامه او پرخپل سر تأکل شوو غړو هم رول لوبولی دی تو خائین وزیری د نوموړی ډول وحدت په باب په دیره خائینانه ټوګه سره له همدغه نوموړی ټکی څخه کاملاٌ سترګی پټی کړی دی چی له نوموړی ډول سازمانی وحدت څخه مخکی نورمحمد تره کی زمونږ ستر رهبر شهید داکترزرغون ته هم داسی وویل چی: که چیری له مونږسره نوموړی ډول سازمانی وحدت منی نو تا به بیرته د خلکو دموکراتیک ګوند ته راوړو او د مرکزی کمیتی غړی به دی هم کړو خو زمونږ ستر رهبر شهید داکتر زرغون د تره کی په وړاندی داسی وفرمایل چی: « دا چی له پرچمیانو نوموړی سازمانی وحدت کاملاٌ د مارکسیزم - لینینیزم او استالینیزم له اصولو او قانونمندیو سره مخالف او په تضاد کی دی او دا چی زه خو ماهیتاٌ کمونست یو نو ما پخوا هم نوموړی ډول سازمانی وحدت نه دی منلی، اوس هم نه منم او په راتلونکی کی به ئی هم هیڅکله او هیڅکله ونه منم » خو خون آشام امین له نوموړی ډول وحدت په اول کی پدی خاطر مخالف وه چی ده کوشش کاوه چی د افغانستان د خلکو په دموکراتیک ګوند کی بالآخره پخپله دی ونیسی او بیائی پدی خاطر سره ومانه چی له نوموړی ګوند څخه ئی خارج نه کړی، چی همدغه ډول حرکتونه د ده د واقعی خلقی ګټو په خاطر نه بلکی دخپلو شخصی او ځانګړو ګټو پخاطر تر سره کول.

۳ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی یوه داسی عادی او سطحی نیوکه کړیده چی هیڅ ریښتینی بڼه نه لری بلکی داسی درواغجنه نیوکه ده چی په رڼا ورځ په خپوړوباندی تښتی، ځکه چی دا په هیڅ صورت سره د منلو وړ نده، او نه به ومنله شی چی د ثور د انقلاب په هکله دی دوسله وال پوځ د سیاسی چارو دعمومی ریاست له خوا یوه رساله پخش کیږی خو په نوموړی رساله باندی دی د وسله وال پوځ د سیاسی چارو عمومی ریاست او یا پخپله وزیری خبر ونه اوسی، او ده ځکه دنوموړی رسالی له نشرولو څخه خپل ځان ناخبرښودلی دی چی په نوموړی رساله کی د خون آشام امین له لارښونو سره سم دخائین وزیری پشمول نورو ټولو شعوری امینیانو له خپل استاد اورهبر خون آشام او جلاد امین چی د هندی فلمونو د هیروګانو په شان د خلکو ددموکراتیک ګوند یولوی هیرو جوړ کړی وه چی د خلکو د دموکراتیک ګوند په تاریخ کی هر هغه چا چی په ده باندی ئی نیوکی او تنقید ونه نیولی او له دی سره ئی مخالفت شودلی هغوی ټول په دی باندی ملامت ښودلی او هغوی ټولو ته ئی ماته ورکړی او له ده سره هرډول مخالفت ئی د افغانستان له خلکوسره مخالفت ښودلی ده چی هیڅ ډول واقعی ټولنیزه پڼه ئی نه درلوده او ده داسی ژور نیوکه هم نه ده چی پدی اساس دی د خون آشام امین ملګری او شاګرد ونه باله شی او که د ده په نظر نوموړی نیوکه یو رښتینی او ژوره نیوکه وای نو ده به د خون آشام امین ملګرتوب ته دوام نه وو ورکړی او دسیاسی چارو د عموموی رئیس په توګه به ئی خپله وظیفه پرمخ نه وه بیولی.

۴ - ده په خپله نوموړی لیکنه کی پرخون آشام امین باندی یوه داسی معمولی او سطحی نیوکه هم کړیده چی په اساسی او عمده ټوګه سره د ده او خون آشام امین ترمنځ اختلاف او د امینی خلقی ضد تګلاری څخه د ده د اوښتلو په معنی نه ده. ده ویلی دی چی: امین به چی چاتوصیفاوه نو هغه به دیرخوشحاله کیده او کله کله به ئی پخپله هم د خپل ځان توصیف کاوه اوپرخون آشام امین باندی نوموړی نیوکه ځکه سطحی ده چی: خون آشام امین خو یوواقعی علمی کمونست نه بلکی یو رویژیونست وه او د رویژیونستانو دا خصلت دی چی: هرڅوک ئی چی توصیف کړی نو زیات خوشحالیږی او کله کله پخپله هم خپل ځانونه توصیفوی او له نوموړی نیوکی سره سره ئی له امینی خلقی ضد تګلاری په خپل نوموړی اثر کی له سر څخه ترپایه پوری کلکه دفاع کړیده او همدارنګه ده پخپله نوموړی لیکنه کی بیا هم خپل ځان له ګوندیتوب څخه ندی ژغورلی بلکی له خون آشام امین څخه ئی د هغه د کور په شاوخوا کی د هغه د پټو حرکاتو له امله کلکه دفاع کړیده، یعنی دا چی که چیری ده د خپل کور په شاوخوا کی پټ حرکتونه کړی نه وای نو بیا نه نیول کیده، او پدی باب ده کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی: دا هرچاته حتی کوچنیو ماشومانو ته هم معلومه ده چی کله چی ظالم او وحشی سردار داؤد د خپل حکومت په وروستیووختونوکی یوشمیر باندینیو هیوادونو ته سفروکړ چی د نوموړو هیوادونو دولتونه او حکومتونه د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم ګوداګیان وو، ده له هغوی سره یو سلسله وشاوری وکړی او دهغوی له خوا داسی دستور ورکړ شو چی کله چی بیرته چی افغانستان ته لاړ شی نو په یوی پلمی نه یوی پلمی سره باید د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند له منځه یوسی او منحل ئی کړی، نو هغه وه چی وحشی سردار داؤد چی په لیونی سردار داؤد سره شهرت درلوډ افغانستان ته راغی نو نوموړی خلقی دموکراتیک ګوند ته د پلمو د جوړولو په لته کی شو او دا چی کوم وخت د خون آشام امین او خلقی ضد انفرادی تور تروریست امین له قوماندی سره سم د هغه د لاس په نامه نوکر محمد عارف عالمیار له خوا میر اکبر خیبر په پټه ټوګه سره ووژل شو او د هغه د ځنازی د مراسمو په خښولو کی یوزیات شمیر خلقیانو پرچمیانو ګډون وکړ او د هغه پر قبر باندی د تره کی او کارمل په ګدون د خلقیانو او پرچمیانو څو ټنو رهبرانو ویناوی هم وکړی، نو وحشی، فاشیست او لیونی سردار داؤد او د هغه حکومت اصلاٌ دا پریکړه وکړله چی باید په لومړی قدم کی د خلکو د دموکراتیک ګوند هغه رهبران چی د خیبر د ځنازی د خښولو په مراسمو کی ئی ویناوی کړی دی، په دوهم قدم کی د نوموړی ګوند نورمشران او په دریم قدم کی د نوموړی ګوند کدرونه محکمی ته حاضرکړل شی او بندیان شی او په څلورم قدم کی ټول صفوف ونیول شی او د څرخی پله زندان ورڅخه ډک کړشی او دنوموړی ګوند مشران اعدام او کدرونه ئی هم ځینی اعدام او نور غړی ئی بندیان کړل شی او نوموړی ګوند په بشپړه ټوګه سره له منځه یوول شی او منحل او ړنګ شی، چی د داؤدی حکومت همدغه خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد تصمیم د هرچا د ژبو پرسر وه! نو نوموړی داؤدی فاشیست حکومت په تشه خوله اوظاهری ټوګه سره داسی پریکړه اعلان کړه چی « د خلکو د دموکراتیک ګوند مشران باید محکمی ته حاضرکړل شی » او داسی ئی ونه ویل چی: د خلکو ددموکراتیک ګوند هغه مشران دی محکمی ته حاضر کړل شی چی د خیبر پرقبرباندی ئی ویناوی کړی دی خو په عمل کی ئی خپل نوموړی تصمیم پلی او پیاده کړ. نوخون آشام امین ئی پدی خاطرندی بندی کړی چی درواغجن وزیری په قول چی د ده دکور په شاوخوا کی پټ حرکات موجود وه یعنی که نوموړی پت حرکات نه وای نو بیائی نه بندی کاوه، او همدارنګه وحشی اومستبد لیونی سردار داؤد زمونږ په ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون باندی هم کاملاٌ پوهیده چی، شهید داکتر زرغون یو علمی کمونست دی نو پداسی حال کی چی زمونږ ستر رهبر شهید داکتر زرغون خو په هغه وخت کی د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند غړی هم نه وه او د خیبر پرقبر باندی ئی هیڅ دول وینا هم نه وه کړی او د ده د کور په شاو خوا کی هیڅ ډول حرکات هم نه وو، خو بیاهم هغه د ثور د انقلاب په شپه باندی له خپل کرائی کور څخه اختتاف او وتښتاوه او زندان ته ئی واچاوه او خائین وزیری د ده له زندانی کولو څخه هیڅ یادونه هم نه ده کړی، او داهم باید ووایو چی داچی خون آشام امین ئی د ګوند له نورو مشرانو څخه وروسته نیولی دی خو دا د ده وروسته نیونه پخپله د خون آشام امین له خوا د پارتیزانی فعالیتونو په باب د مخکینیو تبلیغاتو د پخشولو له امله څخه نه وه او همدا رنګه د غوث او د درواغجن وزیری په قولونو د هغه دکور په شاوخوا کی د پټو حرکاتو له امله څخه هم نه وه بلکی د داؤدی حکومت د خپل مخکینی تصمیم پراساس وه. په هرضورت: مونږ پدی باندی پوهیږو چی خون آشام امین د داؤدی حکومت له خوا د ګوند له نورو مشرانو څخه وروسته نیول شوی دی خو پدی باندی ئی هیڅ نه پوهیږو چی ولی د ګوند له نورو مشرانو څخه وروسته نیول شوی دی؟ د ده د همدغه وروسته نیولو مسئله صرف په داؤد او د هغه په حکومت پوری اړه لری، بس او بس!

۵ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی د یوه شمیر کسانو په نیولو باندی اعتراض کړی دی چی خلقیانو یوه ملی متحده دموکراتیکه جبهه جوړه نکړه او سیاسی واک ئی انحصار کړ او ده دغه لویه تیروتنه بللی ده خو ده د نوموړی اعتراف په ترڅ کی په دیری چالاکی سره د ملی متحدی دموکراتیکی جبهی د نه جوړیدو ګناه د هیواد په نورو دیره کیو قوتونو باندی ور اچولی دی او زمونږ په عقیده ده دلته هم داسی ښکرور او ځینیور درواغ ویلی دی چی په پښو باندی په مارش مارش سره تښتی، ځکه چی که چیری د خلقیانو د هم هغه وخت تش په نامه او پرخپل سر تأکل شوی واکمنی ګوندی او دولتی رهبری چی عمده رول خون آشام حفیظ الله امین په کی درلود په رښتیا سره د علمی جهانبینی له اصولو او قانونمندیو سره سم د هیواد له ټول خلقی او ملی دموکراتیکو قوتونو سره  د هیواد د کارګری طبقی تر رهبری لاندی عملاٌ یوه پراخه، متحده او دموکراتیکه انقلابی جبهه جوړه کړی وای او نوموړی کیڼه رویژیونستی دګماتیکه او منجمده تګلاره غوره کړی نه وای نو هیڅکله او هیڅکله به زمونږ د هیواد خلک له وروستیو تراژیدیو سره مخامخ شوی نه وای، نو پدی توګه سره ده د خلقیانو د رهبری چی عمده، اساسی او تاکونکی رول خون آشام حفیظ الله امین پکی درلودله، نوموړی کیڼی رویژیونستی تګلاری څخه دفاع کړیده، او پدی ځای کی ئی بیاهم له ګوندیتوب ځان ندی ژغورلی، او همدارنګه ده پخپل نوموړی لیکنه کی داهم لیکلی دی چی: « خلقیان د شورویانو له خوا ظاهراٌ په رسمیت پیژندل کیدل خو عملاٌ په رسمیت نه پیژندل کیدل او له اول څخه ئی د دوی د لیری کولو نیت درلوډ، خو تره کی او امین له ګوند څخه نومولی موضوع پټوله او د همدی نومړی موضوع  ټوله  پړه  ئی پر تره کی او امین باندی ور اچولی ده، نو ده داهم کاملاٌ درواغ او چتیات ویلی دی ځکه چی:

د ټولنیز عینی واقعیت پراساس پرچمیانو او شورویانو د افغانستان د خلکو له دموکراتیک ګوند او د هغه تر رهبری لاندی له ملی دموکراتیک دولت څخه د خاصو او عمومی خلقیانو د لیری کولو نیت نه درلود بلکی: د شهید داکټر زرغون تر رهبری لاندی زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقیانو د اوږدی امینی ضد طبقاتی او سازمانی مبارزی او د افغانستان د نورو ټولو خلکو د معنوی، اراده وی او مبارزوی فشار له امله ئی یوازی او یوازی د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند له خلقی جناح څخه د خون آشام امین او امینیانو د لیری کولو نیت درلود چی بالآخره ژوند دا وښودله چی د نوموړی دموکرات ګوند له خلقی جناح څخه یوازی او یوازی خون آشام امین او دده شعوری ملګری لیری کول. او بل داچی نورمحمد تره کی او خون آشام امین د شوروی اتحاد له خوا د خلقیانو د په رسمیت نه پیژندلو موضوع په جوته سره د ګوند ټنی او صفوفو ته نه شوه ښودلی ځکه چی له یوه پلوه دوی په ګوند او خلکو کی عمومی شوروی پلوه آیدیولوژی خپروله او له بله پلوه د نوموړی ګوند په تنه او صفوفو کی زمونږ د واقعی خلقی انقلابی سازمان له خوا پرولتاری انترناسیونالیستی آیدیولوژی پخش شوی وه او پخشیدله او په عموم کی مو د پخوانی شوروی اتحاد کمونست ګوند د نړی د کمونستی ورونو ګوندونو په رأس کی ښودلو چی په رأس کس ئی واقع هم ؤو، نو که چیری د خلقیان تنی او صفوفو ته نوموړی موضوع جوته شوی وای، نو بیا خو خلقیان او د هغوی خوشبینان او نور خلک پرچمیانو ته ورڅخه تلل او دوی په ګوند او خلکو کی کاملاٌ تجریدل، او همدا چی نورمحمد تره کی چی یو علمی کمونست نه وه او افغانی پلیخانوف ډوله رول ئی لوباوه دا ئی نه شول کولای چی:

د پخوانی شوروی اتحاد واکمنه ګوندی او دولتی رهبری یوه علمی کمونسته رهبری ونه بولی، بلکی یوه بروژوازی پلوه او هم ئی د نوموړی هیواد د کمونستانو او نورو خلکو د مادی او معنوی ارادوی او مبارزه وی فشار له امله یوه عمومی نړیواله امپریالستی ضد صلح دوسته رهبری وبولی، ځکه چی بیا هم د نوموړی رهبری له خوا د ده په رهبری خلقیان په رسمیت نه پیژندل کیدل، او د ببرک کارمل او دهغه د کلګرو په شان نوموړی رهبری ته هم نه تسلیمیده ځکه بیائی د دواړو جناحونو رهبری ده ته نه ورکوله او له شورویانو سره د ده په نسبت کارمل او د هغه ملګرو دیره سابقه او پیژند ګلوی درلوده نو کوښښ ئی کاوه چی: یوه پلوه خون آشام او دخلقی جناح نور رهبران او ټول خلقیان د کارمل او د هغه د ملګرو پرضد مبارزی ته تحریک کړی او د کارملیانو په وړاندی له خون آشام امین څخه دفاع وکړی او له بله پلوه ئی زمونږ  د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید ډاکټر عبدالکریم زرغون په مشری زمونږ له واقعاٌ خلقی دموکراتیک (ماهیتاٌ کمونستی) انقلابی سازمان په وړاندی هم له خون آشام امین څخه کلکه دفاع کوله او دا فکرئی کاوه چی په مرور زمان سره به د شوروی اتحاد له خوا خلقیانو په رسمیت وپیژندل شی، او که مستقلاٌ ئی خلقیان په رسمیت ونه پیژند نو له پرچمیانو د سازمانی وحدت په صورت به د ده په رهبری سره دواړه جناحونه (خلق او پرچم) په رسمیت وپیژنی، چی په مرور زمان همدغسی وهم شول، او دافکر ئی کاوه چی خون آشام امین له دی څخه هیڅکله او هیڅکله ګوندی او دولتی مقامونه نه شی نیولی، نو خون آشام امین به ئی ترټولو شاګردانو وفادار شاګرد باله او پوره سل سل نمری به ئی ورکولی او داسی به ئی هم ویل چی زه او امین یو له بل سره لکه نوک او وړی داسی او له یوه او بل څخه نه بیلیدونکی یو او خون آشام امین به هم دی دخپل ځان استاد او د افغانستان د ټول خلکو پلار باله او د شرق نابغه به ئی ورته ویل او تره کی دا فکر او خیال هم کاوه چی که چیری احیاناٌ امین د ده د ګوندی او دولتی مقامونو د نیولو په لته کی شو، نو بیا یه ئی سمدلاسه له منځه یوسی، خو متأسفانه کله چی خون آشام امین د ده د ګوندی او دولتی مقامونو دنیولو په لته کی شو، نو ددی پرځای چی خون آشام له مینځه یوسی، خپل ځان ئی له منځه پری یووړ. ځکه چی ده له یو منظم او مستحکم تشکیل له درلودلو څخه په تشه خوله او په تشو لاسونو سره خیالاٌ او خوباٌ د خون آشام امین د له منځه وړلو فکر درلود، په داسی حال کی چی خون آشام امین یو منظم او مستحکم ملی دموکراتیک ګوند تشکیل درلود چی دهغه په واسطه ئی د تره کی په خوله باندی د بالښت په ایښیدلو سره هغه وواژه او له منځه ئی یووړ. او خون آشام حفیظ الله امین هم چی یو علمی کمونست نه وو بلکی د (CIA) دیرسخت ماهر او چالاک جاسوس وه نو دده په باب بیاهم دالیکو چی: ده د (CIA) تر رهبری لاندی له اول څخه تر پایه پوری دا کوښښ کاوه چی په یوه شکل نه یوه شکل سره د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند په داخل کی د ملی دموکراسی (ماهیتاٌ بورژوازی دموکراسی) له لاری، له یوه پلوه واقعاٌ خلقی دموکراتیکه (د خلقی دموکراسی) انقلابی یعنی (ماهیتاٍ کمونستی) آیدیولوژی، له بله پلوه علمی پرولتاری انترناسیونالستی انقلابی آیدیولوژی، او له بله پلوه: د پخوانی شوروی اتحاد عمومی نړیواله واکمنه ګوندی او دولتی امپریالستی ضد صلح دوسته رهبری تخریب کړی. او پدی ترتیب سره د خلقی جناح ټول او بشپړ ګوندی او دولتی واک پخپل لاس کی واخلی او بالآخره زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی پاکستانیو او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم استعمارګرو او یرغلګرو وحشی او نظامی قواوو ته د پلی کیدو زمینه مساعده کړی. خو خوشبختانه زمونږ د تولو خلقی او ملی دموکراتیکو انقلابی قوتونو او ټولو خلکو او هم د شوروی اتحاد د عمومی نړیوالو امپریالستی ضد صلح دوستی واکمنی ګوندی او دولتی رهبری د اوږدی مبارزی له امله د خون آشام امین د همدغه نوموړی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم په ګټه خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) کثیف، چتل او ناولی آرمان تر سره نه شو، او داهم مکرراٌ بیا هم وایو چی: خون آشام امین او شعوری امینیانو ځکه د نړی د کمونستی او کارګری ګوندونو - د پرولتاری انترناسیونالیزم د زرینو اصولو او موازینو او د پخوانی شوروی اتحاد د واکمنی ګوندی او دولتی عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری پرضد د افغانستان په پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند کی دننه او له هغه څخه د باندی عملاٌ په دیره پټه ټوګه سره مبارزه کوله چی:

د پرولتاری انترناسیونالیزم د زرینو او انقلابی اصولو او موازینو پراساس: د هر هیواد د کارګره طبقه د خپل واقعاٌ کمونست ګون تر رهبری لاندی دا وظیفه لری چی د خپل هیواد سرمایه داری رانسکوره کړی او په ملی سطح کی د هغی په سرنګونولو او سرکوبولو او له منځه وړلو کی اصلی، عمده، قاطع او تاکونکی رول ولوبوی او دا چی په نړیواله سطح کی : د تولی نړی د کمونستی او کارګری ګوندونو او خلکو ګډ او مشترک مبارزه یعنی: د نړیوال امپریالیزم پر ضد مبارزه کی د نړی د کمونستی او کارګری ورونو ګوندونو د نمایندګانو د اکثریت له پریکړو څخه باید حتماٌ او حتماٌ هر کمونست او کارګری ګوند ملاتړ او پیروی وکړی نو: خون آشام امین او ملګروئی د پرولتاری انترناسیونالیزم د همدغه نوموړی زرین اصل پرضد د خپل ځان، خپلو ملګرو او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغو د اندیوالانو او ګوداګیانو د شخصی او ځانګړو ګټو په خاطر مبارزه کوله او شعوری امینیان اوس هم د خون آشام امین په پیروی د همدغه زرین اصل پرضد مبارزه کوی.

۶ - خائین او سیاسی مادری وزیری په خپله نوموړی لیکنه کی پر خون آشام امین باندی یوه داسی معمولی نیوکه هم کړیده چی هیڅکله له ده سره د خون آشام امین په مخالفت باندی دلالت نه کوی او دی له شعوری امینیتوب څخه نشی ژغورلی ځکه چی په افغانستان کی چی لا عمومی ریاست نه وه جوړ شوی چی دی د بل چا له خوا څخه نه بلکی د خوڼ آشام امین له خوا د افغانستان د وسله وال پوځ د سیاسی چارو د عمومی رئیس په توګه مقرر شوی وه او که د بل چا له خوا څخه په نوموړی وظیفه باندی مقرر شوی وای نو ده باید سنداٌ د هغه شخص نوم اخیستی وای، او که چیری په رښتیا سره د خون آشام امین له خوا د نوموړی پست لپاره عبدالوکیل تأکل شوی   نو خون آشام امین له دی څخه د ملګرتوب په فضا کی مشاوره غوښتی ده او ده ندی ورسره منلی نو دا تکی هم د ده امینیتوب ثابتی ځکه چی خون آشام امین په هغه وخت کی له خپلو ګوندی ملګرو څخه پرته له بل هیچا څخه د هغوی د وظایفو په باب له هغوی سره مشاوره نه کوله بلکی هرڅوک به ئی چی په هره وظیفه باندی مقررول، مقررول به ئی او هیچا دا توان هم نه درلود چی د خون آشام امین له اوامرو څخه سرغړونه وکړی او د خون آشام امین په عقیده به دا کار د ده او د ده د شعوری ملګرو لپاره ګټور تمامیده چی عبدالوکیل ئی د وسله وال پوځ د سیاسی چارو د عمومی رئیس په توګه مقرراوه او دی ئی د هغه د معاون په صفت تعییناوه خو ده داکار نه ورسره مانه. او داهم باید ووایو چی خون آشام امین لا اوس به پرده باندی دومره ګران دی چی په بشپړه ټوګه سره د هغه خائینانه تګلاره تعقیبوی او د عبدالوکیل پدی جمله کی ئی چی «امین پدر لعنتی» په ده باندی باور نه کوی، د لعنتی کلیمی پرځای ئی نقطی (...) ایښی دی او هغه ئی لیکلی نه ده او عبدالوکیل د مرتد او خائین یعقوب په وژلو باندی پست فطرته بللی دی په داسی حال کی چی خون آشام امین او دهغه شاګرد مرتد یعقوب د عبدالوکیل په نسبت خلکوته دیر زیات مضر او خطرناک وو.

۲ - د (CIA) جاسوس پست فطرته او رذیل محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو برخوکی داسی هم لیکلی دی چی:

 ۱: « په پای کښی نورمحمد تزه کی او حفیظ الله امین د شوروی اتحاد فشار ته غاړه کیښوده او په حکومت کی ئی نیمائی چوکی ورکړی، د انقلاب د بریالیتوب په دریمه ورځ  پوزانوف وروسته له دی له نورمحمد تره کی سره وکتل چی پر هغوئی خپلی خبری ومنلی او د شوروی اتحاد د حکومت له خوائی د افغانستان د دموکراتیک جمهوری حکومت د پرسمیت پیژندلو خبر ورکړ.» (۹۶) مخ.

۲- نورمحمد تره کی چی یو سپیڅلی او خوشباوره سړی وه ، د KGB د رئیس اندروپف په خبرو تیروتلو دی پدی پوه نشو چی اندروپف د ده او امین ترمنځ د بی باوری د پیدا کولو اصلی موخه دا وه چی دواړو کمزوری کړی په یوازی توګه ئی ژر له منځه یوسی او خپل اجنت ببرک کارمل د واک په ګډی کښینوی.» (۱۱۳- ۱۱۴) مخونه.

۳ - « د حفیظ الله امین واکمنی: حفیظ الله امین واک ته ورسید او پخپله لومړنی تلویزیونی وینا کی ئی قانونیت، عدالت او مصئونیت باندی تینګار وکړ او هڅه ئی وکړه چی هغه سهوی او اشتباه ګانی چی د شوروی د سفیر پوزانوف، خپلو مشاورینو او د KGB په دسیسو تو غلطو مشاورئی په ګډه کړی وی او په هغو کی د امین رول زیات وه په تره کی باندی په یوازی ټوګه وټپی.  د نمونی په توګه امین وروسته له هغی چی واک ته ورسیده د یوولسو زرو کسانو د وژنی لیست ئی د کورنیو چارو په وزارت کی په دی موخه وځړولو چی دا ټول په تره کی و پټی، د اګسا نوم په کام واړوه او اسدالله امین ئی د هغی د هغی د مشر په ټوګه وتاکه. اوس امین په عملی ټوګه د هیواد ټول سیاسی واک په لاس کی ونیو، هغه د ګوند د عمومی منشی، د انقلابی شورای رئیس برسیره د ملی دفاع د وزارت دنده ئی هم پخپل لاس کی ونیوه، اسدالله امین چی د ده وراره او هم زوم وه د کام د ریاست برسیره د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، د کابل ا ښار د ګوندی کمیتی منشی او د ټولنیزو سازمانونو د اړیکو مسئول ؤ. عبدالله امین د هیواد په شمال کی د څلور ولایتونو مشر او په عمل ئی هرڅه پخپل لاس کینیولی وو. د وسله وال پوځ د سیاسی ریاست لپاره په اصطلاح خپل خورئی حبیب الرحمن په نظر کی نیولی ؤ » (۱۲۴) مخ.

۴ - « امین د تره کی له لیری کولو وروسته سمدلاسه ماته په شوروی اتحاد کی د افغانی سفارت د سفیر په توګه چی: ګوندی زه هلته بلد یم د تلو خبره کړه، ما د سفارت دنډه ونه منله او ورته ومی ویل چی زه په پولتخنیک کی د استادی دنډ ته برتری ورکوم، امین بیا د فقیر په ذریعه چی د تره کی له لیری کیدو وروسته د کورنیو چارو وزیر شو ماته ګواښ وکړ چی که په خوښه د کورنیو چارو وزارت ونه منم نو په زور باندی به له وطن څخه وباسی. خو ما هغه ته وویل چی: هیڅوک ما په زور له وطن څخه نه شی ویستلی، امین بیا صدیق عالمیارچه له ما سره ئی ښئی اړیکی دلودی ویلی ؤو چی: ما د شوروی سفارت تلو ته وهڅوی خو ما چی خپل دلایل عالمیار ته ولاندی کړل نو هغه د زړه لکومی وویل چی خپله خبره ئی بیرته واخیسته، هغه خیال محمد کتوازی ته هم ویلی ؤو چی ما د تجارت د وزارت چوکی ته تشویق کړی خو ما تری ډډه وکړه ، په پای کی ئی د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر داکتر شاه ولی ته  ویلی وو چی ما مسکو ته د سفیر په توګه واستوی، دا خبره نوموړی ماته د څرخی پله جیل کی وکړه، برسیره پردی د کام له خوا تر څارنی لاندی ونیول شوم چی د څرخی په جیل کی علیشاه احمد زی ته عبیدالله تلاش ویلی وو چی د کام له خوا د استاد اقبال څارنی حیران کړی وه خو دجدی شپژمه نیته را ورسیده او زه بندی شوم، داهم باید یاده کړم چی: د تره کی له وژنی وروسته د امین راتلونکی ځای نیونکی معلوم شو او اوس هغه کسان باید لوړ پوستونه تر لاسه کړی چی د اسدالله امین راتلونکی مشرتوب ته سل په سلو کی وفاداره وی، د مرکزی کمیتی په پلینوم کی سیاسی بیرو او مرکزی کمیتی ته د انجینر صالح محمد پیروز او ګلداد خان پرته نور ټول هغه کسان را پورته شول چی اسدالله امین ته وفادار وو او د لوی درستیز صلاحیت هم لوړ شو.» (۱۲۵ - ۱۲۶) مخونه.

۵ - « هغه وخت چی د انقلاب د بریالیتوب په لومړنیو وختو کی په نیویارک د ملګرو ملتونو په عمومی غنده کی نیویارک ته سفرکاوه، نو په مسکوکی ئی د شوروی اتحاد د باندینیو چارو د وزیر ګرومیکو سره کتلی وو ، ګرومیکو امین ته ویلی وو چی پوزانوف تبدیلوم، امین د دی پرځای چی له دی موقع نه ګټه واخلی او د پوزانوف له تبدیلی سره خوځوی یا لږ ترلږه له هغی سره مخالفت ونه کړی له ګرومیکو څخه غوښتی وو چی پوزانوف تبدیل نه کړی، امین دا خبره په کابل کی پوزانوف ته ورسوله خو هغه ئی خپل تکړو او د تره کی او امین پرضد ئی خپلی دسیسی لا پراخی  کړی، د  وریانکوف  چی د  پوزانوف له سخت مخالفت سره سره کابل ته راغی، هغه تره کی او امین ته په مفصله ټوګه سره هغه خطر چی د پوزانف او د سفارت د زړو کارکونکو له خوا دوی ته متوجه ؤو په ګوټه کړ خو په تأسف سره باید ووایم چی تره کی او امین دومره ساده وو چی د دوریانکوف خبری ورته بی اهمیته ښکاریدی، هغه وخت چی نورمحمد تره کی د یوه لوړرتبه هیئت په مشری شوروی اتحاد ته سفر وکړ بیا په مسکو کی د دوریانکوف ورته وویل شول چی اوس ئی ښه موقع ده او پخپله له بریژنف څخه وغواړی چی پوزانوف او زاړه مشاورین تبدیل کړی او نوی کسان درولیږی خو بیا تره کی د هغه خبرو ته غوږ ونه نیو، وروستیو پیښو وښودله چی دا خبر څومره لوی وه ........... هغه وخت چی د شوروی د سفارت د کارکونکو له خوا هڅی پیل شوی چی ځینی کسان تشویق کړی چی شوروی اتحاد ته وتښتی او امین ته راپورونه ورکړل شول، نو امین د پوزانف ویستلو ته اقدام وکړ خو دا اقدام بی وخته وه او د شوروی د مشرتابه د نور تحریک سبب شو.» (۱۴۶) مخ.

۶ - « برسیره پردی امین داسی ناسم فکر کاوه چی دی په افغانستان کی یوازنی ځواکمن دی نو شورویان مجبور دی چی پرده باندی تکیه وکړی، داسمه ده چی په هغه وخت کی امین په دی ننه که یوازنی ځواکمن وه خو دی دامعنی نه درلود چی دا به دشوروی په څیر یو یو زبر ځواک دی ته مجبور کړی چی خا مخا په ړه تکیه وکړی.» (۱۵۱) مخ.

مونږ وقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړو نیوکو په وړاندی هم داسی وایو چی: ۱ - ده پخپله نوموړی لیکنی کی کاملاٌ درواغ ویلی دی ځکه چی تره کی او امین د شورویانو قار ته نه بلکی مجبوراٌ د پرچمیانو فشار ته غاړه کیښوده ځکه چی پرچمیانو له نوموړی ډول وحدت څخه پرته بل هیڅ ډول وحدت ته غاړه نه ایښودله او شورویانوچی خلقی جناح په رسمیت نه پیژنده بلکی پرچمی جناح ئی په رسمیت پیژندلو، نو تره کی او امین ته د فشار په واسطه نه بلکی د مشاوری په چوکات کی داسی ویل چی :که چیری د پرچمیانو نظر ومنی نو ښه به وی او مشاوره د فشار معنی نه لری او داهم یوه طبیعی خبره ده چی: هرڅو دبل هرچا په نسبت د خپلو ملګرو او دوستانو نظر تائید وی یعنی: کمونستان د کمونستانو، بورژوازان د بورژوازانو او فیودالان د فیودالانو نظر تائیدوی او لکه چی وائی:

( کبوتر با کبوتر باز با باز -------- کند همجنس با همجنس پرواز ) او یا داچی: 

« هریو جنس له خپل همجنس سره جوړیوی ---- ما له باز سره زاغ یار لیدلی نه دی

د کــــوترو پــــه ســـیـلوکی ځــی کـــوتــری ---- مــا له پلی سـره سوار لیدلی نه دی

له مـــاړو سره مــــاړه پــــه یوه لار درومی ---- مــا له موړ سره نهار لیدلی نه دی»

او دا هم وایو چی: دا چی د ټولنیز عینی واقعیت له مخی تره کی او امین دواړه علمی کمونستان نه وو بلکی رویژیونستان وو او خون آشام امین د (CIA) جاسوس او د هغی لاس په نامه نوکر او مزدور هم وه. او که چیری دوی علمی کمونستان وای نو د افغانستان د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند د تأسیس په وخت کی به ئی له پرچمیانو سره هیڅ سازمانی وحدت کړی نه وای او بیا به ئی په (۱۳۵۶ه ش) کال کی له پرچمیانو سره سازمانی وحدت کړی نه وای او له هغوی سره به ئی د هیواد د کارګری طبقی تر رهبری لاندی یوه متحده او پراخه متحده دوموکراتیکه انقلابی جبهه جوړه کړی وای او شورویان به بالآخره مجبور شوی وای چی د فیودالیزم او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم په مقابل کی به ئی د تره کی په مشری د خلقیانو او پرچمیانو جبهه ئیز دموکراتیک انقلابی دولت په رسمیت پیژندلی وای، لکه چی بالآخره ئی د تره کی په مشری د عمومی خلقیانو او پرچمیانو د ګډ دولت په رسمیت پیژندلو ته د خون آشام امین او امینیانو په له منځه وړلو سره غاړکیښوده خو متأسفانه د نورمحمد تره کی او د ملګرو یعنی: وطنجار، سروری، ګلابزوی او مزدوریار او داسی نور د بی کفایتی له امله نومړی ډول دولت منځ ته را نه غی چی همدغه موضوع مو د همدی علمی نقد په مخکینیو پانو کی په مفصله ټوګه سره څیړلی ده او دغلته د دوهم ځل لپاره د هغی څیړل او لیکل لازم نه بولو.

۲ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی په نورمحمد تره کی باندی یوه کاملاٌ درواغجنه نیوکه کړی ده، ځکه چی دا هرچاته د لمر غوندی کاملاٌ څرګنده او ښکاره ده چی تره کی خو دومره کوچنی ماشوم او دومره ساده انسان نه وه چی د اندروپوف په خوله د خون آشام امین پرضد شوی وای او دا هم هرچاته دیره ښه معلومه وه او ده چی نورمحمد تره کی پر امین باندی له خپل حد او اندازی څخه زیات په افراطی ټوګه سره باور او اعتماد درلوډ او دی ئی همیشه خپل وفادار شاګرد وباله او سل سل نمری به ئی ورکولی او د ده په باب ئی اندروپف خو څه کوی بلکی د خپلو دیرو نږدو بیوفاه او د نیمی لاری ډارڼو ملګرو یعنی : بی کفایته خورد ضابط ګلابزوی، سروری، وطنجار، مزدوریار او داسی نورو هم نه منل. او همدا رنګه: زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکټر عبدالکریم زرغون او زمونږ د یوه نور واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګرو یعنی: ماهیتاٌ کمونستانو ئی هم نه منل خو کله چی ده پخپلو سترګو باندی ولیدل چی خون آشام امین خو د ده د واکمنو ګوندی او دولتی موقفو د نیولو خیال لری نو د بل هیچا د فشار په واسطه سره ئی نه پخپله خوښه ئی په تشه خوله او تشو او خالی لاسم نوئی له یوه منظم او مستحکم مسلح تشکل څخه پرته د ده پرضد مبارزه پیل کړه چی متأسفانه د نوموړی مبارزی په جریان کی بالآخره خون آشام امین پر ده باندی کامیاب او بریالی شو او همدغه موضوع د همدی علمی نقد په مخکینیو پانو کی په مفصله ټوګه سره څیړلی ده چی دغلته د هغو دوهم ځل څیړل او لیکل لازم نخ بولو.

۳ - ده په خپله نوموړی لیکنه کی پرخون آشام امین باندی یو داسی معمولی او سطحی نیوکه هم کړیده چی هیڅکله او هیڅکله د (CIA) تر رهبری لاندی د خون آشام له ملی دموکراسی تګلاری څخه د ده د انکار معنی نه لری، یعنی عملاٌئی د هغه نوموړی خلقی ضد خائینانه تګلاره تعقیب کړی هم ده او اوس ئی هم تعقیبوی. یعنی په هغه ټولو خلقی ضد کړو وړو کی ئی چی هغوی په ګډه سره تر سره کړی وو د خون آشام امین رول زیات ښودلی دی، دا ځکه چی نوموړی اکثریت امینی رول اکثریت خلکوته د لمرپه شان جوت وو او ده هیڅکله انکار نه شو تری کولای، خو د ده په قول امین ټول نوموړی کړو وړو یوازی او یوازی پر تره کی باندی ورټپل چی دا هم د ده په تش نظر ښه کار نه دی بلل شوی چی د خون آشام امین همدغه کار هم اکثریت خلکوته دلمر په شان جوت دی، نو ده هم په تشه خوله انکار ندی تری کړی. او بل داچی همدغه سیاسی مادری وزیری په دیری بی وجدانی او پستی سره نوموړی خلقی ضد کړه وړه چی خون آشام امین زیات رول پکی لوبولی دی، د تره کی او امین تولی سهوی او اشتباه ګان بللی دی، چی دائی هم کاملاٌ درواغ، چتیات، بابولالی او برغزی غږولی دی ځکه چی دتولنیز عینی واقعیت له مخی : د دوی نوموړو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاٌ کمونستی ضد) کړه وړه هیڅکله او هیڅکله د دوی اشتباهات او سهوی نه بلکی د دوی شعوری او تاریخ نه بخښونکی خائینانه کړه وړو وو، ځکه چی، لکه څه ښه وایی چی:

« از شکم تا شکم تفاوت است، او سهوی او اشتباه ګانی تر سهوو او اشتباه ګانو پوری فرق لری، - د سهو او اشتباه ګانو تکرار پر چتلو زخمونو باندی اوړی چی پرسخت بد بدبویونه تری خیژی، - او کل هغه چاته ویل کیږی چی د هغه پرسر باندی ویښتان نه وی نه داچی د هغه ماغزه وتل وی، او چی دچا ماغزه وتلی وی نو هغه ته خو ګکری ماتی وایی نه کل!  چی په دی ټوګه سره هم خائین، سیاسی مادری، درواغجن شعوری امینی اقبال وزیری نه یوازی داچی له ګوندیتوب څخه ځان ندی ژغورلی بلکی په یوه شکل نه یوه شکل سره ئی له خون آشم، جلاد او قصاب امین څخه کاملاٌ دفاع کړیده او خلکوته ئی داسی ښودلی دی چی د امین پشمول د افغانستان خلقی دموکراتیک ګوند د خلقی جناح رهبران خو خیانتونه ندی کړی او سهوی او اشتباه ګان ئی کړی دی، یعنی د عفواوبخښنی وړ دی او امین هم کوم خائین نه وه بلکی سهوی او اشتباګان ئی کړی دی چی پدی ځای کی ئی بیاهم خون آشام امین ته برائت ورکړی دی پداسی حال کی چی عینیتاٌ هیڅکله او هیڅکله داسی نه وه، او بل داهم ده کاملاٌ درواغ ویلی دی چی: « امین د وسله وال پوځ د سیاسی چارو د عمومی ریاست لپاره خپل خوریی حبیب الرحمن په نظرکی نیولی وه ځکه چی: په هغه وخت کی د خون آشام، جلاد او قصاب امین مخه هیچا هم نشوه نیولی نو حتماٌ او حتماٌ به ئی وزیری له خپل نوموړی حزبی او دولتی مقام څخه لیری کړی وای او حبیب الرحمن ئی د  ده پرځای باندی په نوموړی وظیفه باندی ټأکلی وای.

۴ - دا پخپله نوموړی لیکنه کی هم پرخون آشام امین باندی یوه داسی سطحی نیوکه هم کړیده چی: له امینی توری تګلاری څخه د ده د انکار معنی نه لری او که نه ده به بیا دخون آشام امین له تګلاری څخه عملاٌ انکارکړی وای او هغه به ئی لکه څرنګه چی تعقیب کړیده هم هغسی به ئی تعقیب کړی نه وای، نو اولاٌ خو: زمونږ په عقیده ده ته به خون آشام امین په شوروی اتحاد کی د افغانی سفیر په توګه او یا د افغانستان د تجارت د وزارت د وزیر په توګه څه نوی ویل او ده هم پدی باب هیڅ ندی ویلی چی ده دخون آشام امین پرضد څه ډول کړه وړه سرته رسولی دی چی ده ته ئی نوموړی خبری کړی دی؟ او که احیاناٌ ورته کړی ئی هم وی، نو دده او د دوی د ملی دموکراتیک ګوند د زیاتو ګټو په خاطر به ئی ورته کړی وی او داچی نوموړی خبری ورسره منلی نه وای، نو څرنګه چی وزیری د خون آشام امین د دیرو نږدی ملګرو څخه وه او دیر زیات پری ګران وه نو څکه به ئی څه نه وی ورته ویلی او پخپل نوموړی مقام به ئی پر ایښی وی، خو دا کاملاٌ جوت او ښکروره درواغ ویلی دی چی: خون آشام، جلاد او قصاب حفیظ الله امین دی د فقیرمحد فقیر له لاری ده ته ویلی وو چی که چیری وزیری پخپله خوښه په شوروی اتحاد کی د افغانستان د سفارت ډنډه ونه منی نو دی به په زور سره له وطن څخه وباسی او ده دی داسی ورته ویلی وی چی: ماله وطن څخه څوک په زور سره نه شی ایستلی ځکه چی: د ټولنیز عینی واقعیت له مخی دا چی خون آشام حفیظ الله امین: الف: زمونږ ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکتر عبدالکریم زرغون له خپل کرائی کور څخه اختطافاٌ تښتولای شو او د شیرپور او بیائی د څرخی پله په زندان کی اچولای شو، ډول ډول مادی او معنوی شکنجی ورکولای شوی او بالآخره هغه ئی اعدامولای او په شهادت رسولای شو، همدارنګه:

ب: زمونږ د زړور او قهرمان ملګری لعل پادشاه په ګډون ئی زمونږ یو شمیر نور واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی شهیدان ملګری لکه: آقاګل بائیس، ذکریا، محمد حنیف یرغل، نیک محمد، انجینر عبدالسلام، انجینر محمد عزیر بسام، رسول کیهان او داسی نور خاص او عام خلقیان زندانی کولای شول، ډول ډول مادی او معنوی شکنجی ئی ورکولای شوی او بالآخره هغوی ئی اعدامولای او شهیدانولای شول، همدا رنګه

ت : یو شمیر عمومی خلقیان لکه: اسدالله سروری، بیکفایته خورد ضابط سید محمد ګلابزوی، محمد اسلم وطنجار او شیرجان مزدوریار ئی له ګوندی او دولتی وظایفو څخه شړلی او له خپل وطن څخه ئی تبعیدولی شول،  او همدا رنګه

ث : ببرک کارمل او د پرچمی جناح یو شمیرګوندی او دولتی رهبران ئی له خپلو لوړو لوړو ګوندی او دولتی وظایفو څخه ئی شړلی شول او همدا رنګه د افغانستان د پخوانی خلقی دموکراتیک ګوند د دواړو اړخونو (خلق او پرچم) مؤسس او د وخت د مرکزی کمیتی عمومی منشی، د انقلابی شورای رئیس او صدراعظم او د ملی دفاع وزیر نورمحمد تره کی ئی له خپلو لوړو لوړو ګوندی او دولتی وظایفو څخه لیری کولای او هغه ئی زندانی کولای شو او ډول ډول مادی او معنوی شکنجی ئی ورکولای شوی او بالآخره د هغه په خوله باندی ئی د خپل فاسدالاخلاقه شاګرد او ملګری روزی خان په واسطه بالښت ایښودلی شو او په دیری پستی او نامردی سره هغه د بالښت په واسطه سره وژلی شو نو حتماٌ او حتماٌ د خائین وزیری چی د نوموړو اشخاصو په نسبت ئی د یوه مچ په شان زور او توان ئی هم نه درلود، لاسونه او پښی ئی هم ورتړلی شول په طیاره کی ئی شوروی اتحاد ته او یا کوم بل هیواد ته تبعیدولای، د خپلوګوندی او دولتی وظایفو څخه لیری کولای او زندانی کولای شو او ډول ډول مادی او معنوی او معنوی شکنجی ئی ورکولای شوی او بالآخره اعدامولای او ووژلی ئی شو او د ده د نوموړی قول معنی دا ده چی: خون آشام حفیظ الله امین دی په زور سره له وطن څخه ایستل نه شو، له لوړو لوړو ګوندی او دولتی وظایفو څخه لیری کولای هم نشو، زندانی کولای ئی هم نشو، ډول ډول مادی او معنوی شکنجی ئی ورکولای هم نشوی، او بالآخره اعدامولای او وژلی هم نه شو.  نو مونږ ته له نوموړی دلایلو څخه دا کاملاٌ په ثبوت رسیږی چی د خائین او بی پته وزیری نوموړی ډول خبری له بشپړو درواغو، چتیاتو، بابولالو، خلوتو او برغزوله غږولو څخه پرته بل هیڅ حه نه دی او نه به شی.

۵ - ده پخپله نومړی لیکنه کی پر تره کی او امین باندی یوه داسی معمولی او سطحی نیوکه کړیده چی د نوموړی امینی تګلاری څخه د ده د انکار معنی نلری او نه یوازی دا چی ده انکار ندی ورڅخه کړی بلکی تعقیب کړی ئی هم ده، یعنی تره کی او امین ئی دواړه ساده ګان ښودلی دی چی د د وریانکوف خبرو ئی د پوزانوف په باب ندی منلی پدی باب تره کی ساده نه وه ځکه پوزانوف امینی ضد مشاورتی مفکوره درلوده او خون آشام امین په لومړنیو وختونو کی پوزانوف ته متجه شوی نه خو کله سم پر وپوهیده د هغه تبدیلولو ته ئی اقدام وکړ چی د هغه په تبدیلولوئی خائین وزیری هم دیر رول لوبولی دی ، که څه هک خون آشام امین په لومړنیو وختونو کی پوزانوف ته سمه توجه نه وه کړی خو بیا د (CIA) تر رهبری لاندی د خپل توری ملی دموکراتیکی تګلاری پرمخ بیولی د بل هر چا په نسبت دیر زیات او عمده رول لوبولی دی او خائین وزیری هم ځکه له نوموړی امینی تګلاری څخه عملاٌ دفاع او پیروی کړی ده او کوی ئی او دا ځکه چی وزیری هم د خون آشام امین تر مشری لاندی د ملی دموکراتیک ګوند غړی وه.

۶ - ده پخپله نوموړی لیکنه کیپه بشپړه درواغجنه ټوګه سره پرامین باندی یوه داسی سطحی نیوکه هم کړی ده چی له نوموړی امینی تګلاری څخه د ده د انکار په معنی نه ده او نه یوازی دا چی له نوموړی امینی تګلاری څخه انکار ندی کړی بلکی عملاٌ ئی له هغی څخه دفاع کړیده او تعقیب کړی ئی ده یعنی پر خون آشام امین باندی داسی نیوکه کړیده چی: (فقط چی شوروی پرده باندی اتکا وکړی نو حتماٌ دی کاملاٌ بریالی کیږی ځکه چی ده خپل ځان ځواکمن قوت باله خو ده دافکر نه کاوه چی څنګه به دی شوروی اتحاد دی ته مجبور کړی چی خامخا پر ده باندی اتکا وکړی؟)، خو ده دا په بشپړه ټوګه سره درواغ ویلی دی ځکه چی:

خون آشام حفیظ الله امین خو دومره ساده او کوچنی ماشوم نه وه، لیونی هم نه وه بلکی روغ رمټ سړی وه او د (CIA) دیر ماهر او چالاک جاسوس، د افغانستان د واکمن خلقی دموکراتیک ګوند د مرکزی کمیتی عمومی منشی، د انقلابی شورا د رئیس، صدر اعظم او د ملی دفاع وزیر او د افغانستان د پټ او مخفی ملی دموکراتیک ګوند رهبر وه او پدی باندی سم پوهیده چی که څه هم ظاهراٌ د هیواد په داخل کی ځواکمن قوت وه خو اصلاً او په ماهیت کی داسی نه وه او پدی باندی هم سک پوهیده چی که چیری شوروی اتحاد په ده باندی اتکاهم وکړی بیا هم دی ګوندی او دولتی واک نشی ساتلی ځکه چی: له یوه پلوه ده او ملګروئی د (CIA) تر رهبری لاندی له اول څخه تر همدغه وخته پوری د هغی او هم د خپل ځان او ملګرو په ګټه د هیواد د تولو خلقی او ملی دموکراتیکو قوتونو،  له بله پلوه د شوروی اتحاد د واکمنی ګوندی او دولتی عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری ( د پرچمیانو او عمومی خلقیانو د حمایت کونکی رهبری)، له بله پلوه د پرولتاری انترناسیونالیزم د زرینو اصولو او موازینو او د نړی د کمونستی او کارګری ورونو ګوندونو اوله بله پلوه ئی د افغانی انقلاب او خلکو ضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو او تنظیمونو چی د پاکستان او ایران په خاورو کی میشته شوی وو  اوله هره پلوه د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د اندیوالانو او ګوداګیانو له خوا روزل کیدل، ملبس کیدل او مسلح کیدل او افغانستان ته د خلقیانو او پرچمیانو سره د غیر عادلانه جګړو لپاره رالیږل کیدل، په یودول نه یوه ډول او په یوه شکل نه یوه شکل سره په پټه او څرګنده ټوګه سره د خپل ځان او خپلو ملګرو د ژوند د بقاه او د هیواد د بشپړ ګوندی او دولتی واک د په لاس راوړلو او د هغه د ساتلو په خاطر مبارزه کړی وه او کوله ئی، او پدی توګه سره ئس بشپړ حاکم واکمن ګوندی او دولتی واک اخیستی وه. ده او ملګرو ئی شپه ورځ هلی ځلی کولی چی د یوی اوږدی مودی لپاره نوموړی بشپړ واکمن ګوندی او دولتی واک وساتی، نو ده داسی پیشبینی کوله چی: لکه څرنګه چی تر همدغه وخته پوری پر خپلو ټولو ډول ډول کورنیو سیاسی مخالفینو باندی کامیاب شوی وه په راتلونکی به هم آغسی د خپلو ټولو سیاسی چلونو او نیرنګونو پکار اچولو سره شورویان هم تر خپل اصلی هدفه پوری وغولوی او هغوی ته به بازی ورکړی او تری کامیاب به شی او بالآخره:

د (CIA) او د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او دهغوی د اندیوالانو لارښونو سره سم به له افغانی انقلاب او خلکوضد تش په نامه افغانی او اسلامی ارتجاعی باندونو او ګروپونو سره به یوه کوچنی او یا لوی ائتلاف کی زمونږ په ګران او محبوب هیواد افغانستان کی پاکستانیو او یا د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم استعمارګرو او یرغلګرو نظامی وحشی قواوو پلی کیدو ته زمینه مساعده کړی. خو خوشبختانه د ده نوموړی خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاْ کمونستی ضد) ناولی او کثیفه پیشبینی زمونږ د هیواد دټولو خلقی او ملی دموکراتیکوانقلابی قوتونو او د شوروی اتحاد د واکمنی ګوندی او دولتی عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستی رهبری د اوږدی مبارزی له امله زمونږ نوموړو قوتونو اصلی او د شوروی اتحاد نوموړی رهبری او د هغوی قوتونو فرعی رول پکی ولوباوه ناسمه او غلط را وختله او په واقعی امکان باندی بدله نشوله او د بشپړه ماتی او ناکامی سره مخامخ شوه ، او داهم وایو چی هرڅوک چی د یوی مرګباری مبارزی په لاره کی قدم ږدی نو مخکی له مخکی د امکان په صورت کی مرګ هم پرځان بادی منی او زمونږ په عقیده خون آشان امین هم په خپله نوموړی خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (واقعاْ کمونستی ضد) تګلاره کی پرخپل ځان باندی د امکان په صورت کی مرګ هم منلی وه. او که دی په اکثریت فیصدی ټوګه سره د خپل ځان او خپلوملګرو له نوموړی مرګ څخه خبروای نو دی به حتماً او حتماً له خپلو ملګرو سره یوځای، خپلو حامیانو او بادارانو یعنی پاکستان او یا غربی امپریالستی مملکتونو ته تښتیدلی وای.

۳ - د (CIA) جاسوس، خائین شعوری امینی محمد اقبال وزیری د خپل نوموړی اثر په ځینو لاندینیو برخوکی داسی هم لیکلی دی چی: ۱- « دا هم باید زیاته کړم چی دستګیر پنجشیری ته په مسکو کی د شورویانو له خوا ډنده ورکړ شوی وه چی افغانستان ته په رسیدوسره له امین څخه هیله وکړی چی د ده د راتګ په مناسبت میلمستیا جوړه کړی او ددی د پاره KGB لا دمخه امین په روحی لحاظ تیار کړی وه او د امین کمزوری نقطه روسانو ته ښه معلومه وی، هغه د نوموړی ځان غوښتنه وه. شورویانو دا موضوع له مختلفو لارو څخه  د امین غوږو ته ورسوله چی ګواکی پنجشیری په مسکو کی د امین کلک ملاتړ کړی او نورمحمد تره کی ئی ګرم ګڼلی دی، د پنجشیری غوښتنه د امین له خوا په خوشحالی سره منل کیږی او د پنجشیری د بیرته راتګ په مناسبت د جدی په شپژمه نیته میلمستیا جوړوی او د سیاسی بیرو غړی هم راغواړی، د KGB آشپزان د سیاسی بیرو غړو ته په دودی کی زهر ورکوی، زهر په ښوروا (سوپ) کی اچوی، ځکه شوروا د امین دیره خوښه وه، د ډوډی د خوړلو په وخت کی پنجشیری په دی پلمه چی ښوروا غوړه ده او ده ته ډاکټر له خوا ویل شوی دی چی له هغی څخه پریز وکړی سوپ نه خوری دا ځکه چی ده ته لا دمخه ویل شوی وو چی سوپ ونه خوری، پدی ټوګه امین، د سیاسی بیرو غړی او لوی درستیز چی له هغه ځای څخه ډوډی ورته راوړل کیدله لوبی څخه وباسی ترڅو چی ونه شی کړای چی د کمبود یا د مشرانو په څیر بهرته و تښتی او د دوی د پلانونو د پلی کیدو وخنډ شی، دا موضوع هغو کسانو پاچاه ګل وفادار ته جوته کړی وه چی له شوروی پوځونو سره یوځای افغانستان ته راوستل شول. » (۱۵۸ - ۱۵۹) مخونه.

۲ - « دا هم باید ووایم چی د امین د واکمنی په وخت کی د نورمحمد تره کی میرمن تاج بی بی د هغه وریری، وطنجار، ګلابزوی او نورو میرمنی او کوچنیان په وحشیانه ټوګه بندیان شول، دی ورته کار شورویانو او د هغوی لاسپوڅو هم وکړ. هغوی د امین د کورنی دالاندی کسان په وحشیانه ټوګه سره زندان ته واچول:

۱- پتمنه د حفیظ الله امین میرمن، ۲ : ګل غوتی د حفیظ الله امین لور، ۳ : ګلالی د حفیظ الله امین لور، ۴ : ملالی د حفیظ الله امین لور، ۵ : وژمه د حفیظ الله امین لور، ۶ : ببری د حفیظ الله امین زوی، ۷ : شکریه د حفیظ الله امین نیږور د عبدالرحمن امین میرمن، ۸: غمی د امین لمسی چی عمر ئی دوی میاشتی وو».

مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان د ده د نوموړو نیوکو په وړاندی داسی وایو چی: ۱ - « ده پخبله نوموړی لیکنه کی پرخون آشام امین باندی کراراً یوه داسی د هغه د ځان غوښتنی سطحی او معمولی نیوکه هم کړیده چی له نوموړی امینی تګلاری څخه د ده د انکار په معنی نه ده بلکی له هغی څخه ئی عملاً کلکه دفاع هم کړیده او د ده د نوموړی لیکنی په باب مونږ د همدی علمی نقد په مخکینیو لیکنو کی هم علمی او نه ماتیدونکی دلایل وړاندی کړیدی، او همدا رنګه ده پخپله نوموړی لیکنه کی خون آشام امین ته په زهرو ورکولو او د هغه په له مینځه وړلو کی ټول رول د KGB په غاړه ور اچولی دی په داسی حال کی چی هیڅکله او هیڅکله داسی نه وه او نه ده، او دائی په بشپړه توګخ سره ښکرور درواغ ویلی دی ځکه چی د ټولنیز عینی واقعیت له مخی خون آشام امین او دهغه ملګروته د KGB له خوا د زهر ورکولو عمل د پرچمیانود رهبرانو او د ورتښتیدلو ډارڼو عمومی خلقیانو لکه اسدالله سروری، بیکفایته خوردضابط ګلابزوی ، وطنجار او ابن الوقت دستګیر پنجشیری له خوښی او غوښتنی سره سم تر سره شوی دی نه په یوازینی ټوګه سره له خپلی خوښی سره. او په نوموړی عمومی نسبی مترقی چوکات کی اصلی، عمده او تاکونکی رول زمونږ د هیواد د ټولو خلقی او دموکراتیکو انقلابی قوتونو او فرعی رول د شورویانو او د هغوی د KGB د شبکی په غاړه دی او که چیری زمونږ د هیواد ټولو او ملی دموکراتیکو مترقی انقلابی قوتونو د خون آشام امین پرضد اوږده مبارزه کړی نه وای او همدا رنګه نوموړو پرچمیانو او عمومی خلقیانو یعنی ملی دموکراانو له شورویانو څخه د نوموړی عمل تر سره کول غوښتی نه وای، نو شورویانو به هیڅکله او هیڅکله نوموړی عمل په یوازنی ټوګه ترسره کړی نه وای او پاچاګل وفادار موهم په خپلو مخکینیو لیکنو لکه څرنګه چی دی هم هغسی معرفی کړی دی.  ۲ - ده پخپله نوموړی لیکنه کی پرخون آشام امین باندی یوه داسی سطحی نیوکه هم کړی ده چی نه یوازی دا چی له نوموړی امینی تګلاری څخه د ده د انکار په معنی نه ده بلکی عملاً ئی له نوموړی امینی تګلاری څخه دفاع هم کړیده او تعقیب کړی ئی هم ده او لا اوس ئی هم تعقیبوی، په پای کښی: زمونږ نومړی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمانی ملګری خائین او درواغجن شعور امینی محمد اقبال وزیری ته په خطاب کی څه ښه واېی چی:

{اقباله}

شاګــــرد ئی د جـــلاد امـــین اقـــباله لـــوی رهزن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

شاګـــــرد ئی د جــــــلاد امـــین دوه مخی او رسوا ئی          ته هـــم د ده پـــه شـــان تـــاریـــخ رټــــلی بی وفاه ئی

د خــــپلو کـــړو او وړو پـــــر اساس مونږ ته افشا ئی          پـه خــــپلو کـــړو وړو کـی لــه خـــلـــقیانو نه جدا ئی

ځـان بــــولی په درواغو خلقی دیر سخت درواغجن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

امـــین مــخالـــفین دی (کی جی بی) پـــــوری تــــړلی          او دوی دی اجـــنـــتان د (کی جی بی) دی ټــــول بللی

اثــــر کی دی لـــه ســــرڅــــخه تـــر پــایه دی غندلی           خـــو تـــا د (سی آی ای) اجـــنـــتان هـــیڅ ندی ئودلی

دا ځـکـه تــه هــم غـــړی (سی آی ای) د تور بدن ئــی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

جــاســوســـه! تـه خـــلـقی نـه ئـی دښمن ئی د خلقیانـو          نـــورو کارګــرانــو، بـــزګـــرانــو، جـــــوالـــــیانـــو

او هــــم خـــو د مــــوچــــیانو، خـټګرانو، مزدورانــو          او هــــــم د چـــوپــانــانـو نـــورو ټـــولـو زیــارکښانو

ظــاهــــرن ســــــور ښکاریږی عملاً تور کرغیړن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

پـــــیرو او طـــرفــــدار ئی د ښــی، کین رویژیونـیزم          مــــزدور ئــی د وحـشی امــــریــکائی امــــــپریالیزم

ســــخـت ضـد ئی د مـارکسیزم، لینینـیزم، اســتالینیزم          هـــــم ضـــــد ئـــی د کارګــرو د انـــــترناســیونالیزم

پــر تــوره (سی آی ای) خــو خــــرڅونکی د وطن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

داؤســـه! تــا زمـــونــــږ د خلکو غوښی دی خـوړلی          او هـــم خـــو دی رزیــــله د دوی ویـــنی دی څــښلی

اثـــــر کـــی خـــو دې تـــشې برغــــزی دی غـږولی          او هــــم دی پـــــکی تـــشی بـــابـــولالــــی دی ویـلی

لایـــق نــــه ئی د ژونـــد، لایــــق د دار او درســـن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

جاسوس د سی آی ای ئی، سی آی ای ته جاسوسی کړی       په دواړو لاســــو بــــندی ورته شپه ورځ سلامی کړی

په ویـــښه او په خوب کی ورته هروخت غلامی کړی          دلالـــه! ورتــــه تـــل زمـــونــږ د خـــلکو دلالی کړی

ته خـــلکوته ژمن نه ئی (سی آی ای) وته خوژمـن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

هــــرڅـــه دی چـــی امـــین ویــــل هماغه به مــنل تا          پـــه خـــلکــو او پــه ګوند کی به شپه ورځ تبلیغول تا

د دو فـــاســد اهـــداف بـه هــر وخـت سرته رسـول تا          خلــقـیان بـه دی د ځـــان او امـــین خـــواتـه کشول تا

بــــی پــــټه او نـــامـــرد ئی ته هیڅ مرد او نه پتمن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

خـــائــینه! تا لـــــه خــــلکو ســـــره کـړی خیانت دیر          امـــین او امـــیـنـیاـنو تـه دیــر کـــړی دی خدمت دیر

امــیـن بـه تـل پــر تــا کـولـو لـــطف وشـــفـقـــت دیر          مـونـــږ ځــکه پرتا وایو سخت نفرین لعنت لعنت دیر

بــی نــــنګه او داؤس ئــی نـــه نـــنګیال او نه پتمن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

ظالــــمه! تـــا خــو کــــړی دی بـــــیحده دیر ظلمونه          قـــتلونـــه، فــــسادونه او خــلــقی ضــد جـــنایــــتونه

د خــــلـکو لــه ســــرو ویـنونه دی کړی دی غړایونه          شــــاعـــر خــو وایی دا تا کــړی دیـر زیات ګناهونه

پــــه تـــشه خـــولـــه سورګل ئی عملاً اغزن اغزن ئی

جاسوس د (سی آی ای) ئی نه د خلکو سخت دښمن ئی

(هـ پ - ۲۰ - ۲ - ۱۳۸۸ ه ش کال )

په بای کښی دا وایو چی: پریږدی چی:

د (CIA) جاسوس، خائین او درواغجن شعوری امینی محمد قبال وزیری په شمول نو ټول شعوری امینیان دا له خون آشام حفیظ الله امین سره: زمونږ د ستر او محبوب ملګری، مؤسس او رهبر شهید داکټر عبدالکریم زرغون په شمول زمونږ له یوه شمیر نورو واقعی زرغون صفته خلقی سازمانی ملګرو اوهم د هغه په نورو ټولو خلقی ضد، دموکراتیک ضد او انقلابی ضد (ماهیتاً کمونستی ضد) خائینانه کړو وړو کی شریکان او دا د (CIA) تر رهبری لاندی د انحصاری ملی دموکراسی (ماهیتاً انحصاری بورژوازی دموکراسی) پیروان لکه سپی داسی وغپیږی خو مومنږ به د همدغو نوموړو شپیو له غپیدا سره سره حتماً او حتماً بالآخره یوه ورځ نه یوه ورځ خپله منتخبه « زرغونه خلقی لاره » خپل استراتیژیک او نهائی هدف ته وروسوو او: « وروستی او بشپړ بری زمونږ په برخه دی ځکه چی حق زمونږ پر خوا دی».

 

د افغانستان د واقعی زرغون صفته خــــلقی دمــــوکــــراتیک

( ماهیتاً کمونستی) پټ او مخفی مرکزی او سراسری سیاسی

انـــقلابــــی ســــازمــان د مــــــرکــزی کمیتی سیاسی بیرو !

                                                                  پای - ۲۸ - ۵ ۱۳۸۹ لمریز کال پنجشنبه.

 

 


بالا
 
بازگشت