د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند)

(د هیواد د کارګری طبقی او نورو ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو واقعی مخکښ ګوند)

لنډ تاریخ

لمړی برخه

شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون

په افغانستان کښی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان بنسټ ایښودونکی او د خلقی دموکراسۍ مخکښ لارښود

 

لیکوال : تکامل

(د زرغونه خلقی لاری د لیک پلاوی تر نظر لاندی )

اهدأ : د خلقی انقلابی سازمان د ۴۵ کلیزی په ویاړ ټولو هغه خلقی دموکراتــانو ته چه د ټولنیز عدالت لپاره مبارزه کوی او د اسارت ځنځیرونه ماتوی .

 

لړ لیک           

 مخګڼه

1.     یادوونه -----------------------------------------------------------------------     ۴

2.     سریزه ------------------------------------------------------------------------    ۶

3.     نړیوال انقلابی بهیر -----------------------------------------------------------     ۸

4.     د ډاکتر عبدالکریم زرغون لنډه پیژندنه -----------------------------------------   ۱۷

5.     د ډاکتر عبدالکریم زرغون سیاسی ژوند او مبارزه او د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) تاسیس -------------------------------------------------   ۱۸

6.     د مرغومی ( جدی ) له شپـــــــــږمی نیټي څخه وروسته د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) سیاسی او تشکیلاتی انکشاف ----------------------------------------------------------------------   ۴۹

7.     د پټ  واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) سیاسی فعالیت د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب د حاکمیت څخه وروسته د ۱۳۷۱ کال څخه تر ۱۳۹۱ کلونو پوری -------------------------------------------------------------------  ۶۶

8.     د بیلګی په تـــــــوګه د هغو اثارو څخه کټ مټ را اخستنه او یــــــــادوونه چی د شهید ډاکتر زرغون مستقل سیاسی سازمان او د هغه د خلقي دیموکراسۍ تګ لاره پکښی اعتراف شوی ده ---------------------------------------------------------------  ۸۰      

9.     پایله --------------------------------------------------------------------------- ۸۵

10.اخځلیکونه --------------------------------------------------------------------- ۸۸

راز دل زمانه کـــــجا ؟ کی ؟ نهفتنیست
بر چــــــــرخ انچه بگذرد برشمردنیست
تاریخ همچـــــــو پرده‌ٔ نقاش چیره دست
تــــــــصویر صادقانه‌ٔ  از ما کشیدنیست
 (( آذرخش حافظی ))

                                                    

                                                                                                (له زرغونه خلقی سپرغۍ څخه به لمبه پورته شی)

یادوونه :

د انقلابیونو پر ضد استعمارګران او استثمارګران لاس تر زنی ناست نه دی دوی د خپل سیاسی استبداد ، ظلم او استثمار د بقا دپاره د دښمنانه مبارزی له ټولو ډولونو څخه کار اخلی . چه یو خطرناک ازمایښت شوی ډول ئی د انقلابی ګوندونو او هیوادونو له دننه کمزوری کول او ورانول دی . نو ددی لپاره چی د انقلابی هیوادونو او ګوندونو د ویجاړیدو او پاشل کیــدو مخه ونیول شی باید ټولنی ته د دا ډول زیان رسوونکو پیژندنه  وشی .

ی.و.ستالین د انقلابی او غیر انقلابی قوتونو د پیژندنی په اړه داسی خبرداری ورکوی .

(( دوه ډوله مارکسستان دی . دواړه د ماکسیزم تر بیرغ لاندی کار کوی او خپل ځان مارکسستان بولی . دوی په هیڅ ډول یو بل ته ورته ندی. یوه رښتینی دره هغوی سره بیلوی . ځکه چه د هغوی د کار لاری یو د بل سره په بشپړ ډول بیلی دی .

لومړی ډله : معمولاً د مارکسیزم په ظاهری او تشریفاتی بڼه قناعت کوی . ځکه چه دوی نشی کولای او یانه غواړی د مارکسیزم په جوهر پوه شی . دوی نشی کولای او یا نه غواړی چی هغه په رښتینی بڼه پلی کړی .

دوی د مارکسیزم ژوندی انقلابی اصول په بی معنی او مړو فرمولونو تبدیلوی . دوی خپل کار او فعالیت په تجربو او هغه څه باندی چه عملی کار ئی ور زده کوی نه پیلوی . بلکه یواځی د مارکس پر نقل قول اتـــکأ کوی . دوی خپل دستورونه او پایلی د اوسنیو واقعیتونو له څیړنی څخه نه اخلی بلکه د تاریخی ورته والۍ او مقایسو څخه اخلی .

د دغی ډلی بنسټیزه ناروغی د خبری او عمل تر منځ واټن دی .

دوهمه ډله : د مارکسیزم ظاهری او تشریفاتی قبلولو ته اساسی ارزښت نه ورکوی بلکه په رښتینی او اساسی ډول سره د هغه پلی کول غواړی . دغه ډله پر هغه څه تمرکز کوی ، چی هغه د مارکسیزم د تحقق په لارو چارو او طریقو باندی تصمیم نیول دی . په داسی ډول سره چی حالاتو او شرایطو ته مثبت ځواب وی . دوی د حالاتو په بدلون سره خپل د تطبیق لاری چاری بدلوی . د دغی ډلی په باب د مارکس وینا کاملاً صدق کوی : ( مارکسستان د نړی په ترجمه قناعت نشی کولای بلکه دوی باید مخ په وړاندی لاړشی او هغه ته تغییر ورکړی). )).

ستالین وائی دا دوهمه ډله کمونستان بلشویکان دی .

او زه دا وایم چه دا دوهمه ډله په افغانستان کښی د ډاکتر زرغون پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان دی چه د نوي ټولني په جوړولو کښی خلقي دموکراسۍ ته لوړ ارزښت ورکوی .

 

 

 واقعی زرغون صفته خلقی سازمانی انقلابی قهرمانان

(د ستــــــــــــــر زرغون ، د میر سردار او لعل پادشاه ملګرو

                                                        د اقاګل ، محمد حنیف او ذکریا ملګـــــــــــرو

د نیک محمد ، عبدالســـــــــــــــــــــــلام ، سردار وفا ملګرو

                                                         د انورشاه ، عزیز بسام ، اصیل بادشاه ملګرو

تل په زرغــــــــــــــــــــــــــونه خلقی لاره باید کلک و اوسو

                                                        تری خپل سرونه او مالونه کړو فدا ملګـــــرو)

 

 

سریزه :

افغانستان د ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی افغانانو ګډ کور دی او ټول زیار ایستونکی او تر ستم لاندی هیوادوال (ښارمنان) پکښی برابر حقوق لری . تاریخی ویاړنی ئی سره ګډی دی . هیڅ کوم قوم او یا شخص پکښی د ځانګړی تصرف او تفوق حق نلری .

د قومی ، مذهبی ، سمتیزو او ژبنیو تعصباتو هڅونه چی په هره بڼه وی د ګران هیواد د دښمنانو او بهرنیو ګوډاګیانو کار دی . کرکه او ځان غوښتنه د ولسونو او قومونو یووالی ته سخت زیان رسوی او د یو موټی افغانستان ملی سیاسی هویت تر پوښتنی لاندی راولی .

د استعمار او ارتجاع په مقابل کښی د خلکو د دموکراتیکو حقوقو او سیاسی آزادیو د تامین لپاره آزادی غوښتونکی او انقلابی مبارزه یوه ټولنیزه او عینی اړتیا ده .

زمونږ نیکونو ، مشرانو ، علماوو ، ملی او مدنی سیاستوالو د استعمار ، ارتجاع ، استبداد او ظلم پر خلاف په بیلا بیلو بڼو : مسالمت آمیز او غیر مسالمت آمیز ډول سره مبارزه کړی دی چی ثمره ئی د زاړه استعمار له اسارت څخه د سیاسی استقلال ګټل ، د امارت او مطلقه رژیمونو څخه مشروطیت ته او د مشروطه رژیم څخه جمهوریت ته او د جمهوری رژیم څخه دیموکراتیک جمهوریت ته رسیدل دی . په اوسنی زمانه کښی د امپریالستی نیواکګرو پر ضد د ترقی پسنده افغانانو له خوا د سیاسی استقلال او مدنی حقوقو د لاسته راوړلو لپاره ملی آزادی بخښونکی مبارزه روانه ده تر څو افغانان د خپل واک خاوندان شی او خپل برخلیک پخپله وټاکی .

 تر اوسه پوری ډیرو لیکوالانو د افغانی ټولنی د سیاسی مبارزو شخصیتونو پر سیاسی افکارو ، سیاسی تګ لارو او سیاسی سازمانونو په  باب لیکنی کړی دي او خپل تألیفات ئی ټولنی ته وړاندی کړی دی . کولای شو دغه تألیفات په دریو کتګوریو وویشو :

لومړی ډله لیکوالان په خپلو تألیفاتو کښی د خپل سیاسی دریځ او تړون له مخی عمداً ندی غوښتی چه خلکو ته اصلی حقیقت بیان کړی دوی خپل د لیکوالی ضمیر تر پښو لاندی کړی او واقعیتونه ئی تحریف کړی دی .

دوهمه ډله لیکوالان ندی توانیدلی چه اصلی حقیقت ته لاس رسی پیدا کړی او یا ئی په کوم ځانګړی لامل د حقیقت له ښکاره لیکلو څخه ډډه کړيده .

دریمه ډله لیکوالان د خپل وجدانی قضاوت له مخی تر کومی اندازی پوری چه واقعیتونه ورته معلوم ؤ ، حقیقت یی په زړه ورتیا سره لیکلی دی .

رښتیا هم په ټولنه کښی ډیر سخت کار د ظالم حاکم او ظالم مقتدر شخص په مقابل کښی د رښتیا ویل او د حقیقت لیکل دی . رښتیا ویل ستر جهاد او یوه ستره قربانی ده . زه خپل اثر په داسی شرایطو کی لیکم چی نړی یو قطبی شوی دی او زمونږ ګران هیواد افغانستان د امریکا او نړیوال امپریالیزم د نا مقدسو او غیر عادلانه استعماری موخو ښکار شوی دی او نړیوال امپریالیزم زمونږ په خاوره کی نظامی حضور لری . په دغه حساس تاریخ وخت کی چی د افغانستان ټول زیار ایستونکی ولس او ملی مترقی انقلابی قوتونه ، د امریکائی امپریالیزم په مشری د عمومی نړیوال امپریالیزم او د دوی د افغانی ګوډاګیانو په اسارت کی ژوند تیروی . دا ټول ملی مترقی قوتونه په یوه آواز سره د ملی آزادی بخښونکی انقلاب د سرته رسولو لپاره مبارزه کوی او د ملی آزادی بخښونکی انقلاب د بریالیتوب په درشل کی دي .

دغه اثر چی ستاسو تر کتنی لاندی دی . د هغو ټولنیزو ـ سیاسی واقعیتونو پر بنسټ لیکل شوی دی چی نورو لیکوالانو پری کمه رڼا اچولی او یا ئی له لیکلو څخه په اګاهانه ډول ډډه کړی ده .

په افغانستان کښی د اجتماعی عدالت د تأمینولو او د دموکراتیک غورځنګ د رواجولو لپاره ډیرو مخکښو سرښندونکو ځانی او مالی قربانۍ ورکړی دی . زندانونه ئی تیر کړی او په دی لاره کښی شهیدان شویدی . د خلکو په ګټه ددوی هر خدمت او فداکاري ، په خپل ارزښت سره ځانګړی درنښت لری او د قدر وړ بلل کیږی .

سیاسی ، ټولنیز او مدنی پرمختګ لوی وی که کوچنی د انسان د ژوند یوه برخه ده . د ټولنیز عدالت لپاره مبارزه لږه وی که ډیره ، خپلی ویاړنی لری . په اوسنی زمانه کښی واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتان د ټولنیز پرمختګ لپاره لار پرانیستونکی مخکښان دی او د افغانستان په دموکراتیک نهضت کښی د زړه حیثیت لری . ګرانو هیوادوالو سیاست پوهنه مونږ او تاسو ټولو ته اړینه ده او دا دومره سخت کار نه دی . سیاست د اقتصادی ګټو پر بنیاد د ټولنیزو واقعیتونو څیړنه او ارزوونه ده ، او له مونږ سره مرسته کوی چه خپله ټولنه او نړی ښه وپیژنو او د پرمختګ ښه لاره ځان ته وټاکو ، که په لنډه توګه ووایم په ټوله نړی کی د سیاست موضوع اقتصـــــاد دی . نو راځي چه د سیاست پوهنی لاره خپله کړو او د خپل هیواد د پرمختګ لپاره د نوښتګرو انقلابی مخکښانو سره سیاسی ملګرتیا وکړو ، تر څو زمونږ ګران هیواد افغانستان ګړندی ټولنیز پرمختګ ته چمتو شی .

   په درنښت

  

نړیوال انقلابی بهیر

 

نولسمه پیړی د کاپیتالیزم د حاکمیت پیړی وه او شلمه پیړی د امپریالستی زاړه استعماری سیاسیت د زوال ، د مستعمره ولسونو د سیاسی خپلواکی او د مارکسستی – لیننستی انقلابی تیوری د بریالیتوب او په نړی کی د سوسیالستی سیستم د جوړیدو پیړی وه . زیار ایستوونکی او تر استثمار لاندی ولسونه د خپل ټولنیز ژوند په اوږدو کی د تولنیز عدالت د ټینګښت او د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو لپاره تل پاڅونونو او ټولنیزو انقلابونو ته اړ شوی دي ، چی دا لړی تر اوسه پوری ادامه لری .

موږ د نولسمی او شلمی پیړی د ټولنیزو انقلابونو لکه : بورژوا دیموکراتیک انقلاب ، ملی آزادی بخښوونکی انقلاب ، ملی دیموکراتیک انقلاب ، انحصاراتی ضد انقلاب ، خلقی دیموکراتیک انقلاب او سوسیالستی انقلاب د تاریخی تجربو په لرلو سره ، چی هر یوه یی په ټاکلی تاریخی وخت کښی د ټولنیز پرمختګ مفهوم افاده کوی ، په یوویشتمه پیړی کی ژوند کوو . دا پیړی د امپریالستی نړی د سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی بحرانونو سره پیل شوی دی . یوویشتمه پیړی چه لمړی لسیزه ئی ټوله په جنګونو کی تیره شوه د نوی استعمار د زوال پیړی ده یعنی دا چی نوی استعمار خپله اراده د نړی په ولسونو تحمیلوی او ولسونه ئی نه منی ، عکس العملونه ښیی او مقاومت کوی .

په تاریخی لحاظ مونږ د ټولنیز پرمختګ پنځه اقتصادی – اجتماعی ډولونه (فورماسیونونه) پیژنو چی عبارت دی له : لمړی ګډه ټولنه ، د مرئیتوب ټولنه ، فیوډالی ټولنه ، پانګوالی ټولنه اوکمونیزم چی لمړی مرحله ئی سوسیالیزم دی .

دا تاریخی مرحلی پخپل سر یا د کوم بل قدرت په وسیله منځ ته نده راغلی بلکه بنسټ او لامل ئی د ټولنی د یوی ټاکلی تر استثمار لاندی طبقی عمل یا مبارزه ده د یوی بلی ټاکلی استثمار ګری طبقی پر ضد چی د دغی مبارزی پر اثر د یوی ټولنی یو اقتصادی حالت بل اقتصادی حالت ته بدلون مومی . د یوی ټولنی د داخلی قانونمندیو د پروسی پر اساس په یوه ټاکلی وخت کښی تر ځانګړو شرایطو لاندی عمل ته چی کیفی بدلون ولری انقلاب وائی ، او یواځی انسانی عمل دی چی خپل تاریخ جوړوی . د ټولنیزو فورماسیونونو د تبدیلی تسلسل د تاریخی پرمختګ اساسی لوری او د ټولنیزی پرمختیا اصلی پړاوونه دي . د اجتماعی – اقتصادی  فورماسیونونو تبدیلی یوه طبعی تاریخی پروسه ده چی د ټولنیز پرمختګ په قانونمندیو پوری اړه لری . د ټولنیز پرمختګ قوانین د انسانانو د ټولنیزو اعمالو قوانین دی . او د انسان د ټولنیز عمل څخه پرته په بل ډول نه تر سره کیږی . خو پدی باید وپوهیږو چی ، انسانان پخپله شخصی اراده او هره لحظه چی زړه ئی وغواړی ټولنیزو شرایطو ته بدلون نشی ورکولای بلکه هغه وخت کولای شی چی ، دغه شان تغیر په عینی لحاظ په ټولنه کی ضروری وی . پدی قوانینو کښی د خلکو هدفمند او آګاهانه عمل د پرمختګ د ضروری شرط په حیث پیژندل شوی دی .

په بشری ټولنه کښی خلک د تولیدی مناسباتو له مخی یوځای کیږی او فعالیت کوی ، دوی د ځان په وړاندی ټاکلی هدفونه کیږدی او خپل تاریخ جوړوی . ټولنه تل د خلکو د کار او فعالیت په نتیجه کښی بدلون مومی او پر مخ ځی . د خلکو د ژوند محرک عامل اقتصادی ګټی دي چی په ټولنیزو قوانینو کښی د ضروری کړی حیثیت لری . ټولنیز جوړښت ځانته مولده قواوی ، تولیدی مناسبات او د ایډیالوژی مختلف ډولونه لری .

په ټولنیزو علومو کښی د مطالعی مضمون که اقتصادی مناسبات وی ، دولتی مناسبات او یا حقوقی مناسبات دغه ټول له طبقاتی ګټو سره کلک پیوند لری . حاکمی استعمار ګری او استثمار ګری طبقی په ټولنیز ژوند کښی د خلکو دپاره ډیری ستونزی را ولاړی کړی دي . دوی د دغو ستونزو د ماهیت د پوهیدلو سره علاقه نلری او پخپل ټول قوت سره هلی ځلی کوی تر څو د خپل سیاسی – اقتصادی حاکمیت (باداری) اساس له زیار ایستونکو خلکو څخه پټ وساتی .

په اوسنی زمانه کښی نوی استعمار یعنی نړیوال ګڼ ملیتیز انحصارات (نوی امپریالیزم چی د لبرال دیموکراسی تر شعار لاندی غواړی نړی تر خپل سیاسی – اقتصادی او نظامی تسلط لاندی راولی) په نړی کښی د خپل نوی استعماری او استثماری سیاسیت د چلولو په خاطر او د خپلو اقتصادی ګټو د لاسته راوړلو په خاطر ډیری پیسی په سیاسی ګوندونو او ډله ئیزو رسنیو باندی مصرفوی ، تر څو له دی لاری د ولسونو په عامه ذهنیت او دولتی دستګاه او د قانون ګذاری په سیستم واکمن شی لکه چی ګوډاګی حفیظ الله امین او ځینی نور د امریکایی استخباراتو په دستور د افغانستان خلک دیموکراتیک ګوند کښی ځای پر ځای شول او بیا ئی د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره له هغوی څخه ګټه پورته کړه . همدارنګه د نورو هیوادونو په انقلابی ګوندونو کښی ، ورته انقلابی ضد عملیات تر سره شوی دی او تر سره کیږی .

نوی استعمار هم د زاړه استعمار په شان د درواغو او تهمتونو په سیاست تکیه لری او کله چی د سیاسی – اقتصادی او ټولنیزو بحرانونو سره مخ شی نو د درواغو سیاست ته زور ورکوی . سرمایه داری دولتونه که د خپل شکل له مخی بیل وی نو د ماهیت له مخی سره یو دي ، هغه دا چی : پـــــــه بیلا بیلو بڼو حتماً بورژوازی دیکتاتوری په خلکو تحمیلوی .

تر استثمار او ستم لاندی طبقی که څه هم په سیاسی ، اقتصادی لحاظ ډیر وروسته پاتی دي خو غواړی چی د خپلی آزادی په شرایطو پوه شی ، دوی د خپلی آزادی او ټولنیز عدالت د ټینګښت لپاره په متشکله او غیر متشکله توګه سیاسی ، اقتصادی ، ټولنیزه او فرهنګی مبارزه کوی . ډیر ځله د دوی مبارزه د استثمار ګرو حاکمانو له خوا په خونړی توګه ځپل شوی او ناکـامه شوی ده خو بیا هم د مبارزی لړۍ ئی ژوندی ساتل شوی او پر مخ ځی ، لامل ئی دادی چی د ټولنیز عدالت تامینول یو عینی ضرورت دی .

د زیار ایستونکو او تر استثمار لاندی خلکو د مبارزی د بریالیتوب لپاره تاریخی ماتریالیزم چی په هغه کښی د ټولنیز پرمختګ قوانین او د طبقاتی مبارزی څرنګوالی ښودل شوی دی ډیر ښه لارښود دی . کارګری ټولنی او انقلابی ګوندونه د هغه په پیروی سره کولای شی چی مشخص تاریخی شرایط په سمه توګه وڅیړي او د طبقاتی ځواکونو د پرمختګ تمایل او د اړیکو لوری وټاکی . باید وویل شی چی زیار ایستونکی او تر ستم لاندی خلک پرته له خپل ګونده خپلی ګټی نشی تر لاسه کولای . (متشکل هر څه دی او غیر متشکل هیڅ  دی) .

په ټولنه کښی هر ډول سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی اعتراض ، لاریون ، کاربندی او پاڅون یوه تاریخی پیښه ګڼل کیږی . په نړی کښی د هر ولس تاریخ د ځانګړو تاریخی پیښو څخه جوړه شویده ، چی په هره تاریخی پیښه کښی ، عمومی او خصوصی علتونه او د انفرادی تاثیراتو دری واړه اړخونه شامل دی . هره تاریخی پیښه باید د دغو دری واړو اړخونو ارزښت ته په پاملرنی سره وڅیړل شی ، خو باید په یاد ولرو چی : د تاریخی پروسی تاریخی لوری د عمومی علتونو په تاثیر سره ټاکل کیږی چی هغه د مولده قواوو او تولیدی مناسباتو پراختیا ده . پدی پراختیا پوری د ټولنیزو اقتصادی فورماسیونونو د بدلون تسلسل تړلی دی ، او تاریخی ضرورت تر ټولو د مخه په عمومی او ځانګړی (خاص) اړخ کښی څرګندیږی .

د هر هیواد پرمختګ ځانته شرطونه لری چی په هغه کښی د نوموړی هیواد تیره زمانه ، د اقتصادی پرمختګ کچه ، ټولنیز او ملی ترکیب ، جغرافیوی موقعیت ، نړیوال حالت او نور عوامل شامل دی . په ځانګړو علتونو کښی وتلی شخصیتونه چی د دغو یا هغو ټولنیزو سیاسی غورځنګونو په سر کښی ولاړ دی ، د تاریخی پیښو په جریان باندی خپله پوره اغیزه لری لکه د اکتوبر (۱۹۱۷م) په انقلاب کښی د لینن اغیزمن رول او د شوروی اتحاد د سوسیالستی ټولنی په جوړولو او د دوهمی نړیوالي جګړی (۱۹۴۵-۱۹۳۹ م) په ګټلو کښی د ستالین اغیزمن رول ، همدارنګه د نورو هیوادونو په ټولنیزو پرمختګونو کښی د هغوی د انقلابی ګوندونو د مشرانو او ځانګړو ملی او سیاسی شخصیتونو رول .

او همدارنګه د افغانستان د ټولنیز سیاسی اقتصادی پرمختګ لپاره د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په جوړولو کی د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون اغیزمن رول .

د ټولنیزو انقلابونو لپاره لازم عینی او ذهنی شرایط ضروری دی خو انقلابی شرایط په ټولو هیوادونو کښی په یو وخت پوخوالی ته نه رسیږی . د بیلګی په ډول په نولسمه پیړی کښی د انقلابی شرایطو پوخوالی په فرانسه کښی . د دغه هیواد د تاریخی پیښو په لړ کښی د پاریس کمون (د مارچ په اتلمسه ۱۸۷۱ م کال) ؤ چی د پاریس د کارګرانو او زیار ایستونکو د بریالی پاڅون په نتیجه کښی د فرانسی پانګوالی نظام نسکور شو . دا د پرولتاریا د دیکتاتوری د ټینګولو لمړنی تلاش او آزموینه وه چی تر سره شو . د پاریس کمون د نړی په تاریخ کښی د پرولتاریاوو او زیار ایستونکو د حاکمیت نوی باب وو . پدی دوره کښی پرولتاریاوو خپل داسی منظم ګـــــــوند نه درلودل چی په علمی طبقاتی تیوری او سیاسی کړنلاری سمبال وای .

د پاریس په کمون کښی پرولتاریاوو د خپل انقلاب متحدین و نه پیژندل ، چی هغه عبارت له بزګرانو ، ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو څخه وو . د پاریس کمون د بورژوازۍ په مقابل کښی د پرولتاریاوو د دیکتاتوری په پلی کولو کی د عدم قاطعیت له امله له ۷۲ ورځی حاکمیت څخه وروسته له ماتی سره مخ شو.

بله تاریخی پیښه د شلمی پیړی په پیل کښی د روسیی په هیواد کښی د ۱۹۰۷-۱۹۰۵ م کلونو بورژوا دیموکراتیک انقلاب ؤ . دا د امپریالیزم په زمانه کښی د زیار ایستونکو لمړنی انقلاب وو چی په سر کښی ئی کارګره طبقه میدان ته را ووتله ، دا انقلاب یو غښتلی عامل وو چی د مستعمره ولسونو ویښیدلو ته ئی لاره هواره  کــــړه .

دا دموکراتیک انقلاب هم د ځینو تیر وتنو له امله د ماتی سره مخ شو . د روسیی مستبد حکومت د انقلابیونو پر ضد د پوره ظلم ، وحشت او غیر انسانی سلوک څخه کار واخیست . انقلابیون چی په کومو ځایونو کښی نیول کیدل د څلور لارو او عمومی لارو په سر به په دار ځړیدل او مړی به یی تر څو ورځو پوری ځوړند ساتل کیدل . دا کار د دی لپاره وو چی په ټولنه کښی ډار او وحشت حاکم شی او بیا د انقلاب نوم څوک په خوله وانخلی . دغه د انقلاب ضد توره او وحشی دوره د روسیی په تاریخ کښی د ستولیپن (د روسیی صدراعظم) د ارتجاعی دوری په نامه ثبت ده .

بورژوازی په دی نه پوهیده چه انقلاب یو ټولنیز عینی ضرورت ګرځیدلی دی او دهغی مخنیوی په ظلم او وحشت سره نه کیږی .

د ۱۹۰۵ م کال د بورژوازی انقلاب له ماتی وروسته و.ای لینن د سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو حالاتو په څیړنه کښی داسی وویل : (ډیر ژر به نوی خوځښت را څرګند شی . کارګره طبقه د ۱۹۰۵ م کال تر انقلاب ډیر ازمویل شوی دی او بزګران هم پدی ضرورت پوهیدلی دی چی له پرولتاریاوو سره په یووالی کښی مبارزه وکړی . بزګران خپل تیت او پرک سیاسی فعالیت ته د خپل سیاسی سازمان د نشتوالی له امله ځیر شوی دي ........ دولت او حاکم طبقات نشی کولای چی حتی د یوی مسئلی دپاره د حل لاره پیدا کړی . د بل انقلاب دپاره عینی او ذهنی شرایط را ټول شوی دي او انقلاب خامخا کیدونکی او بریالی دی . ځکه چی د ګار ګری طبقی ګوند او بزګران نه یواځی د ۱۹۰۵ م کال نیمګړتیاوی نه تکراروی بلکه اړ دي چی له خپلو تیروتنو څخه پند واخلی . (مارکس ، انګلس ،لینن در زنده ګی خصوصی صفحه ۱۱۶-۱۱۷ ) .

بورژوازی د خپلی دولتی دستګاه په زور خپله دیکتاتوری چلوی ، پر زیار ایستونکو ظلم کوی او کارګران استثماروی .

بورژوازی سیاستمداران او دولتمداران د دموکراسی تر عنوان لاندی د خپل دولت ماهیت له خلکو پټوی او درواغ وائی . دوی د وړی بورژوازی ضعیف النفسه روښانفکرانو ته د خپل ظلم او استثمار له عوایدو څخه یو څه امتیازات ورکوی تر څو د دوی ژبه او قلم خپل خدمت ته راواړوی . دا ریا کاره مزدوران هم د ورکړ شوو امتیازاتو په بدل کښی د بورژوازۍ او امپریالیزم جنایاتو ته رنګ ورکوی او زیار ایستونکی له حقیقت څخه غافل ساتی . دا روښانفکران د پرولتاریا دیکتاتوری خلکو ته بر عکس یو وحشت ناک عمل او یو غیر ضروری اقدام معرفی کوی . حال دا چی د پرولتاریا دیکتاتوری یو عینی ضرورت او د نوی سوسیالستی ټولنی جوړښت دی .

د تیرو ټولنیزو انقلابونو له تاریخی تجربو څخه ، د پاریس کمون د ماتی د علتونو د تحلیل څخه ، او د روسیی د بورژوا دیموکراتیک انقلاب دماتی له تحلیل څخه مارکس او لینن دی پایلی ته ورسیدل چی استثمار ګر طبقات په زرګونو کلونه په پرله پسی توګه د زیار کښانو په نسبت له جبر څخه کار اخیستی دی . پرولتاریا هم اړ دی چی په زور سره خپله طبقه او ټول زیار ایستونکی خلک د استثمارګرانو له استثمار او ظلم څخه وژغوری او سیاسی واک تر لاسه  او په زور ئی وساتی .                                                 

متل دی چی وائی : زور ، زور ماتوی او سوله په زور سره ټینګیږی .

ک.مارکس وائی چی : د انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته هر ډول دولتی موقت سازمان دیکتاتوری ته اړتیا لری . او دیکتاتوری باید ډیره جدی وی .

و.ای.لینن وائی چی : د پرولتاریا دیکتاتوری د طبقاتی مبارزی د ختمیدلو په معنی نه ده بلکه په نوی شکل سره د هغی دوام دی . د پرولتاریا دیکتاتوری یعنی د پرولتاریا هغه مبارزه ده چی بریالی شوی ده او سیاسی واک ئی نیولی دی . دا د بورژوازی پر ضد مبارزه ده چه ماتی ئی خوړلی ده خو تر اوسه پوری محو شوی نه ده او د منځه نه ده تللی ، له مقاومت څخه ئی لاس نه دی اخیستی او خپل مقاومت ته زور ورکړی دی .

د نړی بله تاریخی پیښه د تیرو ټولنیزو انقلابونو له تجربو څخه په استفادی سره د روسیی د بلشویک ګوند په رهبری د ۱۹۱۷ م کال د اکتوبر د ستر سوسیالستی  انقلاب بریالیتوب دی چی د مارکسیزم ـ لینینیزم د علمی نړی لید بریالی او عملی ازموینه شمیرل کیږی . دا ستر سوسیالستی انقلاب د نړی په تاریخ کښی نوی پاڼه وه چی پرانیستل شوه . خان عبدالولی خان پخپل (رښتیا ، رښتیا دی) نومی اثر ۱۳۳، ۱۳۴ مخونو کی د اکتوبر د انقلاب پر ضد د انګریزی استعمار دریځ داسی بیانوی : ( پیرنګی د اکتوبر د انقلاب د نظریاتی قوت د مخنیوی لپاره دي نتیجی ته ورسید چی اسلام د خپل غرض لپاره استعمال کړی او دغه نظریاتی قوت ، د شوروی د انقلابی او نظریاتی قوت د مخنیوی دپاره قوی کړی ...... او یو واری بیا د اسلام د راپورته کولو انتظام وکړی . خو پیرنګی په دي ښه پوه وو چی که د حقیقی اسلام روح قایم پاتی کیږی نو دي کی خو د کافرد پیرنګی تاوان دی . پیرنګی ، اسلام د خپل سامراجی او نو آبادیاتی شهنشاهیت د بچ کولو دپاره استعمالول غوښتل ).

بلشویک ګوند د و.ای. لینن او ی.و. ستالین په لارښوونه د کارګرانو ، بزګرانو او ټولو زیار ایستونکو تر منځ یووالی ټینګ کړ . د ۱۹۲۲ م کال د دسمبر په میاشت کښی د شوراګانو پخپله خوښه یووالی او برابرو حقوقو پر بنسټ د شوروی سوسیالستی جمهوریتونو فدرالی دولت جوړ شو او د شوروی ملت نوی سیاسی – اجتماعی پدیده راوزیږیده . د پرولتاریا د دیکتاتوری د جدی او صحیح تطبیق په نتیجه  کی د انقلاب ضد ډلو مقاومت مات شو ، او داخلی جګړه پای ته ورسیده . شوروی ټولو ولسونو ته د کار ، تعلیم او روغتیایی خدماتو شرایط برابر شول . شوروی ټولنه د پرمختګ په لوری لمړی بریښنایی او بیا صنعتی شو . زراعت میکانیزه شو او د خلکو د ژوند کچه لوړه شوه . د ی.و.ستالین د سیاسی بصیرت او مدبرانه لارښوونی لاندی سوسیالیزم جوړ او دوهمه نړیواله جګړه وګټل شوه . شوروی سوسیالستی دولت د امریکا ، انګلیس ، فرانسی او چین سره په ګډه د ملګرو ملتونو سازمان د ویتو حق په لرلو سره ایجاد کړ . شوروی دولت په لنډه موده کښی اتومی ځواک شو . په نړی کښی سوسیـــالستی سیستم او د وارسا نظامی پکت (د امپریالستانو د نظامی تجاوز په مقابل کی نظامی ځواب) جوړ شو . د ستالین په زمانه کښی شوروی دولت خپله لمړنۍ فضایی څیړنیزه اداره جوړه کړه چی وروسته د هغه په برکت یوری ګاګارین خپله کیهانی بیړی په بریالیتوب سره د سپوږمی پر مخ را کوزه کړه . کله چی مونږ د ک.مارکس ، ف.انګلس ، و.ای.لینین او ی.و.ستالین د علمی او عملی زیار پر بنسټ د انقلابونو د لاسته راوړنو څخه خبری کوو ، مونږ ته د نړی د زیار ایستونکو خلکو د آزاد ژوند انځور تر سترګو کیږی ، چی د شلمی پیړی د طبقاتی مبارزی په ډیر سخت او نه پخلا کیدونکی پړاو کښی د لمړی ځل لپاره زیار ایستونکی خلک خپل نړیوال سیاسی واک ته رسیږی ، او هغه د شوراګانو او نړیوال سوسیالستی سیستم واک دی چی د ټولنیز عدالت د ټینګیدو لپاره مبارزه کوی . لنډه دا چی د لاسته راوړنو په ډګر کی شوروی دولت په نیمه پیړی کښی د غربی اروپا د څو پیړیو سیاسی ، اقتصادی ، تخنیکی او نظامی مدنیت څخه مخکی شو او یو نړیوال ستر ځواک تر ی جوړ شو . پدی باب ستالین شوروی ملت ته ویـــلی وو چی : مونږ د نړی د پرمختللو هیوادونو څخه د ۵۰-۱۰۰ کلونو پوری وروسته پاتی یو . مونږ باید دغه واټن په لسو کلونو کښی بشپړ کړو . که داسی ونه شول دښمنان به مو له منځه یوسی .

ی.و.ستالین د پرولتاری دیموکراسی د جدی تطبیق په نتیجه کښی زیار ایستونکو ته په پراخه پیمانه په دولتی حاکمیت کښی د ګډون زمینه مساعده کړه او شوروی اتحاد د پلان سره سم په دریو لسیزو کښي د یو زراعتی هیواد څخه په صنعتی هیواد بدل شو . همدارنګه د شوروی تجربی تر څنګ د کیوبا ، چین ، منګولیا ، شمالی کوریا ، ویتنام ، او نورو سیوسیالستی هیوادونو د پرمختګ تجربی د نړی وروسته پاته زراعتی هیوادونو ته د ګړندی اقتصادی ـ تخنیکی پرمختګ لپاره ډیر ښه لارښود دی ، چی د خپلو هیوادونو له شرایطو سره سم د دوی له تجاربو څخه سمه ګټه پورته کړی . دغی موخی ته د رسیدو لپاره د پرولتاریا دیکتاتوری ضروری ده .

و.ای. لینن پخپل اثر (دولت او انقلاب ) کښی د پرولتاریا د دیکتاتوری په باب داسی لاښوونه کوی : ( څوک چی یواځی طبقاتی مبارزه منی هغه تر اوسه مارکسست نه دی ..... مارکسست هغه څوک دی چی د طبقاتی مبارزی نظریه منی او هغه ته د پرولتاریا تر دیکتاتوری پوری پراختیا ورکوی ).

د لینن او ستالین بلشویکی رهبری د خلاقی طبقاتی تیوری په رڼا کښی د اسیرو مستعمره او نیمه مستعمره هیوادونو ملی آزادی بخښونکی مبارزی ته ډیر ارزښت ورکاوه او د نړیوال انقلابی غورځنګ سره ئی د هغی پیوستون غوښتل . له همدی امله د اکتوبر ستر سوسیالستی انقلاب تر بری وروسته په ۱۹۲۴ م کال کښی د زیار ایستونکو د انترناسیونالستی پیوستون شعار ته ( د نړی پرولتاریاوو سره یو شی ) پراختیا ورکـــــــړل شوه . او ( د ټولو هیوادونو پرولتاریا او تر ستم لاندی ولسونو سره یو شی ) شعار پورته شو . چی په پایله کښی دا نوی شعار د اسیر شویو ولسونو د استقبال او ملاتړ څخه برخمن شو .او ملی آزادی بخښونکی غورځنګ د یوه غښتلی نړیوال انقلابی بهیر سره یوځای شو.

مستعمره او نیمه مستعمره هیوادونه د نړیوال انقلابی غورځنګ په ملاتړ د امپریالستی استعماری ځواکونو زنځیری کړی ماته کړه او یو د بل پسی ئی خپلي سیاسی آزادۍ وګټلی . په شلمه پیړی کښی زوړ استعمار چی تل پاتی او ابدی معلومیده ، د ولسی پاڅونونو او ټولنیزو انقلابونو له لاری له منځه یووړل شو . په آزادو شویو هیوادونو کښی د امپریالیزم او استعمار ضد ، دیموکراتیک او انقلابی ګوندونه جوړ شول .

ملی دیموکراتیک او خلقی دیموکراتیک ګوندونه د خپل پیدایښت او منشأ په لحاظ که څه هم پرولتاری ځواکونه نه دی ، همدارنګه بورژوازی قوت هم نه دی . بلکه د دواړو تر منځ منځنی خلک دی چی د هغه ریښی په کلیو او بانډو کښی د زیار ایستونکو بزګرو ژور تل ته ننوځی ، او په ښار کښی د هغی فعالین کوچنی کسبګر ، سوداګر او استثماریدونکی قشرونه جوړوی . لارښود او مخکښه هسته ئی هیواد پال ملکی او نظامی منورین جوړوی . په هغی کښی داسی کیڼ اړخی انقلابی جریان شته دی چی په سیاسی لحاظ د زیار ایستونکو او پرولتاریاوو په لور کشش لری او د هغی نړی لید په طبقاتی لحاظ منی او خپلوی ئی .

همدارنګه په هغی کښی داسی محافظه کاری ډلی هم شته چی ښی اړخ ته د ملی بورژوازی په لور کوشش کوی او ناسیونالستی ایډیالوژی مستقروی . دا محافظه کاری ډلی غواړی چی ولس د امپریالیزم له اسارت څخه خلاص شی خو د وړی بورژوازی د ګټو مطابق د استثمار ختمول نه غواړی بلکه محدودول غواړی . په دی توګه د استثمار لړی تازه ساتی . د دوی زړونه د زیار ایستونکو په مظلومیت نه سوزی . په دی پروسه کښی متزلزل روښانفکران د ناچیزو امتیازاتو په بدل کښی د دوی په جنایاتو پرده اچوی او ستاینه ئی کوی .

په افغانستان کښی واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان چی شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون ئی بنسټګر دی ، په خپله خلقی طبقاتی مبارزه کښی کیڼ اړخی انقلابی سازمان دی . نوری ټولی ملی او دیموکراتیکی ډلی هغه محافظه کاران دي چی د ناسیونالستی ایډیالوژی پر بنسټ د ملی بورژوازی په ګټه کار کوي .

دا چی د اکتوبر تر سوسیالستی انقلاب وروسته د ټولنیزو آزادی بخښونکو انقلابونو ، ملی او خلقی دیموکراتیکو انقلابونو لړی پراختیا ومونده ، امپریالستی هیوادونه اړ شول چی خپل استعماری سیاست ته نوی بڼه ورکړی ، تر څو له نوی تاریخی شرایطو سره سم عیار شی .

په نوی استعمار کښی د پانګی صدور د مستعمره او نیمه مستعمره هیوادونو د استعمارولو او استثمارولو تیپیکه بڼه غوره کړه .

نوی استعمار د زاړه استعماری سیاست دوام او نوی بڼه ده . نوی استعمار پرمختللی صنعتی هیوادونو ته اجازه ورکوی چی نور هیوادونه په نابرابره اقتصادی انډول کښی وساتی او له اقتصادی پلوه یی استثمار کړی . دا نابرابره اقتصادی انډول د امپریالیزم د نوی استعماری دوران له عمده نه پخلاکیدونکی تضادونو څخه شمیرل کیږی .

له کومی زمانی څخه چی بشری ټولنه د خپلو ګټو له لحاظه ( د مادی نعمتونو د نابرابر ویش او اضافی تصرف له مخی ) په دوو متضادو قطبونو وویشل شوه او یوه د بل په مقابل کښی ودریدله ، له هماغه وخته یو پر بل دغالب کیدو په خاطر د توطیؤ او دسیسو په فکر کښی شول . حاکم او استثمارګر ځواکونه د خپل تاریخ په اوږدو کښی خپل مخالفین په ډیره وحشیانه توګه له منځه وړی دي . دوی وسله والی ډلی جوړی کړی ، زندانونه او دولتی جوړښت ئی را منځته کړ چی تر اوسنی عصری دولتی جوړښت پوری یی پرمختیا وکړه . دوی د خپلو طبقاتی ګټو د خوندیتوب لپاره دولتی قوانین وضع کړل او د هغه اجراء یی د ټولو وګړو لپاره حتمی وګرځوله چی د نه رعایت په صورت کښی په هغه کښی د مجازاتو وړاندوینه شوی وه . پدی ډول دوی خپل طبقاتی دښمنان کمزوری کول او له منځه ئی وړل .

دا ټولي کړنی ددی لپاره وی چی په ټولو اقتصادی برخو کښی تولید کوونکی او د هغوی سیاسی استازي تر خپل استثمار او اسارت لاندی وساتی . استثمار ګری طبقی د داسی طبقاتی ټولنی د حاکمیت دوام غواړی چی په هغه کښی لږکی استثمار ګران او ددوی سیاسی استازی په مادی او معنوی نعمتونو کښی ډوب وی . او په ملیونونو خلک د بیوزلۍ ، غربت او بدمرغه ژوند په طوفانی ګرداو کښی لاس او پښی وهی او د یوی مړۍ ډوډی د پیدا کولو په لټه ګښی وي . په داسی ټولنه کښی تر استثمار لاندی بیوزلو خلکو ته د روغتیا او زده کړی شرایط نه برابریږی . حاکم استثمار ګران په دولتی او غیر دولتی کچه کوښښ کوی چی زیار ایستونکی خلک د خپلی بیوزلۍ او غربت په علت باندی پوه نه شی . کله چی د اقتصادی ستونزو له امله ددوی له خولی د اعتراض غږ را ووځی نو په هر ډول چی وی خوله یی وربندوی او د اعتراض غږ او لیکه یی ورماتوی ، زندانونو ته یی اچوی او د وحشیانه شکنجو په ورکولو سره یی په درندو مجازاتو محکوموی او شهیدان کوی یی . د حاکمو استثمارګرانو له خوا جزاګانی د تاریخ په اوږدو کښی د تر استثمار لاندی خلکو د لیکو د ټینګیدو ، ویښتابه او انتقامی عکس العملونو سبب کرځیدلی دی چی په مختلفو هیوادونو کښی د لاریونونو ، اعتصابونو ، پاڅونونو ، تاریخی طبقاتی جنګونو او ټولنیزو انقلابونو تر کچی پوری یی پراختیا موندلی ده . د بیلګی په ډول : کله چی د طبقاتی مبارزی پر بنسټ په روسیه کښی د اکتوبر ستر سوسیالستی انقلاب بریالی شو او د شوروی دولت په شکل د زیار ایستونکو حاکمیت را منځته شو ، داخلی استثمار ګرانو د نړیوال امپریالیزم ( د انتانت د ۱۴ هیوادونو ) په مرسته د داخلی جګړی اور بل کړ . کله چی د کارګرانو ، بزګرانو او زیار ایستونکو شوروی دولت د ستالین تر رهبری لاندی په داخلی جګړه کښی استثمار ګرانو او طبقاتی دښمنانو ته ماته ورکړه ، نو شوروی دولت د نړیوال امپریالیزم ( فاشیزم ) تر مستقیمو نظامی حملو لاندی راغی او دوهمه نړیواله جګړه پیل شوه . کله چی شوروی اتحاد په دوهمه نړیواله جګړه کښی لاس بری شو او د فیلډ مارشال ستالین تر رهبری لاندی د می نهمه نیټه یی د غلبی د ورځی په نامه ونمانځله . نو بیا وروسته امپریالستانو په شوروی اتحاد کښی د پخوانیو استثمار پلوه طبقاتو د پاتی شونو په ملاتړ خپل د داخلی تخریب پلان ته زور ورکړ . نړیوال امپریالیزم داخلی استثمار پلوه پاتی شونو ته د خپلو جاسوسی شبکو په مرسته لارښوونه وکړه چی له ښکاره مخالفت څخه لاس واخلی او په ګوندی او دولتی اپاراتو کښی ځانونه ځای پر ځای کړی تر څو په مناسب وخت کښی د شوروی اتحاد کمونست ګوند او سوسیالستی دولت له داخل څخه ړنګ کړی . هماغه وو چی استثمار پلوه پاتی شونی د یو مکروب او مضمن مرض په شکل د ستالین تر مړینی وروسته له وخت څخه ګټه پورته کړه ، ګوندی او دولتی رهبری یی اشغال کړ او په نیمه علنی ډول یی د شوروی دولت تخریب ته ملا وتړله . د خروسچوف څخه نیولی تر ګرباچوف او ایلسن پوری هر یوه پخپل وار ، د سیاسی واک څخه په ناوړی ګټی اخیستنی سره د شوروی ملت ملی ګټو ته شعوری خیانتونه وکړل ، شوروی حاکمیت یی له داخل څخه منهدم ، سوسیالستی بلاک ئی د هغه د نظامی تړون ( وارسا ) سره چی د نړی د زیار ایستونکو ستره تکیه ګاه وه ړنګ کړل او د مترقی بشریت په مقابل کښی یی ستر جنایت تر سره کړل . د شوروی اتحاد په ګوندی او دولتی رهبری کښی دغو پټو طبقاتی دښمنانو د نړیوال سوسیالستی انکشاف تګلاره ئی ، ښی اړخه بورژوازی تګلاری ته انحراف ورکړل . دغه انحراف پانګوالی ګلوبلایزیشن ته نوی ساه ور وبخښله او د هغه دوام ته یی لاره هواره کړه . دا ټولنیزه سیاسی سونامی د شلمی پیړی په وروستیو لسیزو کښی په نړیواله کچه د ټولنیز ژوند په عادلانه پرمختګ کښی یوه  ستره سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی او کلتوری فاجعه وه چی رامنځ ته شوه . خرسچوف ، ګرباچوف ، ایلسن او د دوی سیاسی انډیوالان په کمین ناست وو تر څو سوسیالیزم او شوروی اتحاد له مینځه یوسی او د ملیونونو خپلواکو انسانانو ژوند له تباهی سره مخ کړی . دوی ټوله د شوروی ولسونو حاکمیت او خود ارادیت تر پښو لاندی کړل او د اکتوبر انقلاب او شوروی هیواد د ټولو ولسونو ، قهرمانانو او شهیدانو ارمانونو ته یی په سپک نظر وکتل .   

که څه هم شوروی دولت له داخل څخه منهدم شو خو دا د نورو تاریخی انقلابی تجربو په شان د نړیوالی       کار ګری طبقی او نړیوال انقلابی غورځنګ د سیاسی تجربو په غنامندیو کښی ور زیاته شوه .

د فدراتیفی روسیی د کمونست ګوند عمومی منشی (ګینادی زوګـــــــانوف ) په یوه تلویزیونی مرکه کښی وویل چی :   ( شوروی دوره دخپلو ټولو ستونزو او نیمګړتیاوو سره سره د روسیی تر اوسنۍ زمانی ډیر ځله انسانی او عادلانه وو ).

مارکس لیکی : ((هره ټولنیزه تاریخی دوره خپلو سترو سیاسی شخصیتونو ته اړتیا لری . که دوی دا سیاسی شخصیتونه پیدا نکړل ، لکه څنګه چی هلوسیوس ویلی دی ، دوی دا شخصیتونه ایجادوی )).

ستالین هغه ستر شخصیت وو چی د سوسیالستی ټولنی په جوړولو کی خپل د شخصیت نقش ئی را څرګند کړ ، په همدی دلیل هغه ته د سوسیالیزم د ستر معمار لقب ورکړل شو . ستالین د ټولو شوروی انسانانو د خلاقیت ګډ محصول وو .

چرچیل د ستالین د شخصیت په باب وائی : (( د روسیی (شوروی اتحاد) لپاره ډیره ستره نیکمرغی وه چی د آزمویښت په ډیرو سختو کلونو کی ، هوښیار او د ډیر قوی ارادی درلودونکی رهبر ، یوسف ویساریونویچ ستالین روسیه (شوروی اتحاد) ئی رهبری کاوه )).

ګینادی زوګانوف پخپل (ستالین او تجدد) نومی اثر کی داسی لیکی : (( ستالین د هیواد (شوروی اتحاد) مقدس مفهوم یی د شوروی ملیونونو انسانانو ته تعریف کړ . هغه د شوروی ولسونو تر منځ د داسی ژور نفوذ او اعتبار خاوند وو چی ، د شوروی اتحاد په سترو جګړه ایزو کلونو کی د (ژوندی دی وی هیواد ، ژوندی دی وی ستالین) د شعارونو په ورکولو سره ، په ډاګه د مرګ خواته ورتلل او دښمن ئی ځپل ...... د ستالین نوم د خلکو د قهرمانیو لپاره داسی الهام بخښوونکی وو چی د خپلو ځانونو د قربانولو لپاره آماده کیدل . دا ځکه چی خلکو (شوروی ولسونو) له زرهاوو تاریخی کلونو څخه وروسته د لمړی ځل لپاره خپل خلقی حاکمیت ته رسیدلی وو...... خلکو پر ستالین پوره باور درلود ، او دا د دی لپاره وو چی د هغه لخوا ئی ډیر ژور درناوی نسبت وخپل ځان او هیواد (شوروی اتحاد) ته محسوساوه ...... ستالین نه یواځی د ګوند او پرولتاریاوو بلکه د هیواد پالو بزګرانو ، خلاقو منورینو او علماوو ، نظامی متخصصانو او ملکی کادرونو لخوا د ملی ګټو یو هوډمن او قاطع مدافع رهبر په توګه پیژندل شوی وو ، ځکه ئی له هغه څخه ملاتړ کاوه . خلک په دی پوهیدلی وو چی ، ستالین د دوی په قوت او استعداد باندی د رغنده کارونو په ترسره کولو کی پوره باور لری . او هغه ته د مشکوکو ازمایښتونو لپاره (د یوی انسانی مادی) په سترګه نه ګوری . له دی امله خلکو خپل متقابل اعتماد څرګندول . دا (متقابل اعتماد) د سترو بریالیتوبونو د ګټلو لپاره او د ستر سوسیالستی هیواد په لاره کی د ځان د قربانولو لپاره اساسی منبع وه . او له دغی پرته (د متقابل اعتماد څخه پرته) ، د هیواد په سترو جګړه ایزو کلونو کی د ستر سوسیالستی هیواد څخه دفاع د اشغالګرو فاشستانو په مقابل کی او د هغوی څارل تر خپل کوره پوری ناشونی کار وو . دا (پر فاشیزم باندی غلبه) د رهبر او خلکو تر منځ د متقابلو او ټینګو باطنی اړیکو ښکارندوی دی او شاید : ستر اسقف الکسی تر هر چا ډیر ښه په دی اړیکو پوهیده چی د ستالین د ښخولو په مراسمو کی دغه نه هیریدونکی خبری ئی وکړلی : ( نن یو ډیر ستر معنوی او اجتماعی قدرت ، هغه قدرت چی زمونږ ولسونو خپل قوت په هغه کی محسوساوه ، له مونږ څخه ولاړ ....... ) .

ستالین د ش-ا-ک-ګ په ۱۹ کنګره کی د خپل وینا په ترڅ کی ، چی په حقیقت کی د ده د سیاسی وصیتنامی حیثیت درلود ، د سوسیالیزم په لاره کی د طبقاتی مبارزی د ارګانیک یووالی اصول چی هغه د استقلال او ملی حاکمیت لپاره مبارزه ، د زیارکښانو د خپلواکی او دیموکراتیکو حقوقو لپاره مبارزه ده بیان او اعلان کړ .  

همدارنګه کله چی افغانستان په ۱۹۱۹ م کال د غازی امان الله خان په لارښوونه خپل سیاسی استقلال له انګریزی استعمار څخه وګاټه ، امانی مشروطه ر‌ژیم د انګریزی استعمار له ناروا توطیؤ او دسیسو سره مخ شــو . انګریزی جاسوسانو د افغانی روحانیونو په جامو کښی په ناوړو تبلیغاتو لاس پوری کړه او د افغان ولس د سپیڅلو اسلامی معتقداتو او سیاسی بی سوادی څخه یی ګټه پورته کړه ، او افغان ولس ئی د امانی مشروطه رژیم پر خلاف پخپلو درواغجنو تبلیغاتو پاڅون او انارشی ته وهڅاوه او پر سیاسی استقلال ویاړلی رژیم ئی له دننه څخه ړنګ کړ . انګریزانو د یو پټ ارتباط او تفاهم په اساس لمړی حبیب الله مشهور د سقاو په ځوی حاکمیت ته ورساوه (د حاکمیت دوره ۱۹۱۹ د جنوری ۱۶ــ ۱۹۱۹ د اکتوبر ۱۵) چی د سیاسی استقلال ، اقتصادی او اجتماعی پرمختګ ، ملت او د شلمی پیړی د معاصر علمی – تخنیکی مدنیت له مفهوم سره بلکل نـا آشنا وو ، هغه ته یواځی د خپل ځان حاکم کیدل ارزښتمند ښکاریده . انګریزانو د حبیب الله په واسطه د غازی امان الله خان ټول مترقی اصلاحات لغو کړل او د افغان ولس د بچیانو پر مخ یی د معارف دروازی وتړلی . د ده په دربار کښی یواځی د ده د نژدی انډیوالانو او پایلوچانو بازار ګرم وو . پدی توګه انګریزان و توانیدل چی په لنډه نهه میاشتنی موده کښی حبیب الله خپل افغان ولس ته د ترقی او استقلال دښمن ور معرفی کړی . انګریزانو د امیر حبیب الله له تجرید څخه وروسته د یوی بلی پټی معاهدی په ترڅ کښی خپل وفادار او با سواده سیاسی اجنټ نادر خان واک ته ورساوه چی ددی کورنی تر واکداری لاندی ئی افغانستان پوره نیمه پیړی د نیمه مستعمره هیواد په توګه یو ځل بیا تر خپلی ولکی لاندی راوستله . د حاکمیت پدی دوره کښی ، هم امیر حبیب الله ( مشهور د سقاو په ځوی ) او هم د امانی دوری وفادار استقلال طلبان او آزاد خیاله مشروطه خواهان د پټو او ښکاره توطئو له لاری له منځه یوړل شول .

د تأمل وړ ده چی د افغانستان د استقلال په جګړو کښی د زاړه استعمار پر ضد د مشروطه خواهانو تر څنګ افغان هیواد پالو ملی روحانیونو هم فعاله ونډه لرله او مستقلی جبهی ئی رهبری کولی . خو د نوی استعمار په زمانه کښی یو کًلی بدلون تر سترګو کیږی هغه دا چی امپریالستی هیوادونه د خپل اقتصادی – نظامی طاقت او سیاسی چالاکیو د په کارولو سره یو تعداد افغان منورین او روحانیون د خپل هیواد د ټولنیز پرمختګ او ملی ګټو پر خلاف ودرول او د نوی استعمار په ګټه ئی داسی استعمال کړل چی په ځان پوه هم نشول ، چی د چا له ګټو څخه دفاع کوی .

د امانی دوری څخه نیمه پیړی وروسته کله چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د ثور ملی دیموکراتیک انقلاب د نور محمد تره کی د مخکینی انقلابی قوماندی پر اساس په سیاسی ډګر کی بریالیتوب ته ورسید . تر هر څه لمړی نړیوال امپریالیزم په سر کښی د امریکا متحده ایالاتو او سیمه ایزی ارتجاع د ګډی نا اعلان شوی جګړی سره مخامخ شو . نړیوال امپریالیزم دغه جنګ ته د ثور انقلاب تر ناکامیدو پوری دوام ورکړ . د امپریالیزم د  نا اعلان شوی جګړی نتیجه او لاسته راوړنه دا ده چی اوس افغان ولس له انارشی سره ژوند تیروی . د سیمه ایزو هیوادونو پوری ټړلی ټوپکماری ډلی او د امپریالستی مافیائی نړی پوری تړلی تکنوکراتان پری حاکمیت کوی . په دی دوره کښی د عامه شتمنیو او بیت المال د لوټولو او د سیاسی - اداری فساد بازار ګرم دی .

په دی ډول د افغانستان سیاسی استقلال ، ملی حاکمیت او ملی ګټی په ټوله مانا زیانمنی شوی . افغان ولس اوس په سیاسی او اقتصادی ذلت او بی وسۍ کښی ، د امریکا او ناتو د نظامی استخباراتو په اشغـــــــال کښی ژوند تیروی .

په نړی کښی د سوسیالستی بلاک او دهغه د نظامی پکت ( وارسا تړون ) او د شوروی دولت تر ړنګیدو وروسته نړیوال امپریالیزم د هغی په سر کښی د امریکا متحده ایالات خپل ځان د نړی سوپر پاور بولی ، هر څه چی ئی زړه غواړی ، هغه تر سره کوی ، د چا مشوری او اجازی ته اړتیا نه لری . همدا اوس امریکا د نړی په سلو هیوادونو کښی نظامی اډی لری او پخپل شتون سره د دغو هیوادونو ملی استقلال او ملی حــــاکمیت تهدیدوی .

ټولو نړیوالو ته معلومه ده چی د امریکا جنګی سیاست په اروپایی هیوادونو ، فلسطین ، عراق ، افغانستان ، پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو کښی د ولسونو د غبرګونونو په وجه له رسوایی او ماتی سره مخامخ دی . امپریالستی ګڼ ملیتیز انحصارات لګیاه دی بشریت د نابودی خواته کش کوی . دوی ته دا ښه ښکاری چی انسانان دی وږی وی ، په غیر صحی ژوندانه کښی بی کوره او بی تعلیمه وی ، خو ددوی په ګټه ( سود ) کښی باید کسر را نشی . ګڼ ملیتیز انحصارات د نړی د ولسونو شتمنی لوټ (چور او تالا) کړی او لوټ کوی یی ، خو ددوی سترګی بیا هم نه مړیږی او د نورو ډیرو ګټو په لټه کښی دي . همدا اوس د نړی ۴۰٪ پانګه د ۲۰۰ پانګوالو په لاس کښی لویدلی ده ، بیا هم ددوی ظالمانه استعاری او استثماری سیاست دوام لری .

د امپریالیزم د ظالمانه چلند پر ضد د زیار ایستونکو خلکو اعتراضات په پراخه پیمانه او په ژوره توګه ورځ تر ورځی زیاتیږی . نړیوال فقر او نابرابری مخ په زیاتیدو ده ، چی همدا اوس په نړی کښی تر یو ملیارد ډیر انسانان د مضمن فقر او ولږی څخه ځوریږی چی دا حالت د نړی ولسونو ته د زغم وړ نه دی . د نړی مظلوم ولسونه مجبور دي چی د امپریالستی ګلوبالستی سیاست پر ضد چی عبارت له جګړی ، استثمار ، د چاپیریال ساتنی نابودی ، ظلم ، ستم ، فقر ، بیکاری ، بی تعلیمی ، نژاد پالنه او بی عدالتی ده په جدی مبارزاتو لاس پوری کړی ، او هغه ته به په ګړندی توګه پراختیا ورکړی . همدا اوس د نړی په هر ګوټ کښی د نیو امپریالیزم د ګلوبالستی سیاست پر ضد د ولسونو مبارزه د تشکل او پــراختیا په حال کښی ده . ولسونه یو بل ته د همغږی ، مقاومت او پاڅون بلنه ورکوی . په دغه مبارزاتو کښی د زیار ایستونکو ولسونو تر منځ یواځنی ګډه تګ لاره د نړی والی انقلابی تیوری پر اساس سوسیالستی تګ لاره ده . دا ځکه چی سوسیالستی ټولنه خپل سیاسی – اقتصادی – اجتماعی او فرهنګی برتری پر پانګوالی نظام باندی ثابته کړی ده چی د ۲۱ پیړی په لمړی لسیزه کی د پانګوالی نړی اقتصادی -  اجتماعی بحران خپل د تائید مهر پری لګولی دی . په دی باید وپوهیږو چی نړیواله انقلابی تیوری (مارکسیزم – لیننیزم – ستالینیزم ) کوم نوی دین یا مذهب نه دی بلکه د نورو علومو په شان  ټولنیز – اقتصادی او  سیاسی علم دی ، چی د هغه پر اساس د ټولنی اقتصادی - سیاسی حالات څیړل کیږی او بیا د زمانی د ضرورت سره سم داسی سیاسی – ټولنیز کیفی اقدامات تر سره کیږی چی د عادلانه ټولنیز – اقتصادی پرمختګ لپاره لاره پرانیزی او ټولنیز عدالت ټینګوی .

د یوویشتمی پیړی له پیل څخه د نړی کارګری ، کمونستی او انقلابی ګوندونو د نړیوالی خلاقی انقلابی تیوری پر بنسټ یو ځل بیا خپل سیاسی تشکیلاتی جوړښتونه د زمانی له اړتیا سره سم سمبالوی ، او د تر استثمار او ستم لاندی ولسونو د سیاسی او اقتصادی مبارزی مشرتابه ته ځانونه چمتو کوی .

نړیواله کارګره طبقه د خپلو انقلابی ګوندونو تر رهبری لاندی د لمړی ، دوهم او دریم انترناسیونال د تاریخی تجربو په لرلو سره اوس د څلورم انترناسیونال د جوړولو په درشل کښی ده .

د پانګوالی نظام نړیوال سیاسی – اقتصادی – اجتماعی او نظامی بحرانونه دا ثابتوی چی یوویشتمه پیړی د نړیوال امپریالیزم او دهغه د نوی استعماری سیاست د زوال پیړی ده .

لمړی دا چی د امپریالستی غیر عادلانه مناسباتو پر ضد د نړی سوله غوښتونکی ځواکوانه ، نړیواله کارګره طبقه او د هغه متحدین ، نړیوال سوسیالستی هیوادونه ، د دریمی نړۍ انقلابی او دیموکراتیک غورځنګونه او نړیوال آزادی بخښونکی خوځښتونه د خپلو انقلابی ګوندونو تر رهبری لاندی ، یو بل ته سره ټینګ لاسونه ورکوی او نژدی کیږی تر څو د یو عادلانه ټولنیز نظام د جوړیدو لپاره لاره هواره کړی .

دوهم دا چی پر مختللی امپریالستی هیوادونه په رقابتی ډول سره د طبیعی زیرمو څخه په بی باکانه او غیر مسئولانه ډول سره ګټه پورته کوی چی همدا اوس دوی د انرژی د بحران سره مخامخ دي چی د خلیج فارس او بحر خزر خواته د نفتی زیرمو د اشغال لپاره پوځی لښکری ځای په ځای کوی .

د طبعی زیرمو کمیدل یو اقتصادی – اجتماعی جبر دی چی امپریالستان د پلان شوی اقتصاد (سوسیالستی اقتصاد) خواته بیائی .

افغانستان چی د زاړه استعمار پر ضد د مبارزی روښانه او ویاړلی تاریخ لری د نوی استعمار په زمانه کښی بیا هم د نړیوال انقلابی غورځنګ تر څنګ خپل تاریخی رسالت تر سره کوی . اوس په افغانی ټولنه کښی واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی مرکزی او سراسری سیاسی سازمان ( ګوند ) د یو انقلابی مخکښ په توګه د نړیوال امپریالیزم پر ضد د خپلو خلکو سیاسی آزادی بخښونکی مبارزه رهبری کوی . د دی سیاسی سازمان عقیدتی پرورش هیواد پالنه ده د پرولتاری انترناسیونالیزم په روحیی سره ، او واقعی زرغون صفته  خلقی دیموکراتیک انقلابی مرکزی او سراسری سیاسی سازمان ( ګوند) په افغانستان کښی پرولتاری انترناسیونالیزم د هیواد پالنی په روحیی سره عملی کوی .

په پای کی غواړم د نړیوال انقلابی بهیر آخرنی برخه د نړی د پرولتاریاوو د څلورم لارښود رهبر ی.و.ستالین په هدفمنده عالی او انسانی وینا باندی ښکلا ور وبښم هیله ده چی د نړی د انقلابی شخصیتونو په سیاسی ژوند کی د دوی د مبارزی سرلیک وی .

ستالین ویل : ( که چیری زما هر قدم د کارګری طبقی د لوړتیا او د دی طبقی د سوسیالستی دولت د ټینګیدو په مخه نه وی چی د کارګری طبقی وضیعت ته ښه والی او ټینګښت ور وبخښی ، په دی صورت کی زه خپل ژوند بی هدفه بولم ) .

ملګری ستالین د ژوند تر آخرنی شیبی پوری خپل دغه وینا ته متعهد پاتی شو ، همدغه کارګری طبقی ته وفاداری او د دوی له ګټو څخه دفاع وو چی طبقاتی دښمنان را وپاریدل او له دښمنی څخه ډک درواغ ، د اسنادو جعل او پروپاګنډ باندی خپلی خولی څیری کړۍ .

مخ په وړاندی په ټوله نړی کی له هر ډول طبقاتو او د فرد لخوا د فرد له هر ډول استعمار ، استثمار او ستم څخه د خلاصی او آزادی ټولنی د جوړولو په لور .

ګل پاچا الفت وایی :

ظالمان د یوه کور دي ، که عــرب وی که عجم ـــــــــ وی ، ابــو لؤلو ، که شمر که رحمـــــــان ابن ملجم

یو ظالم دی ، چی په یو نوم او بل نوم مسمی شی ـــــــ سکندر وی بیا چنګیز شی بیا تیمور یا تیلا(۱) شی

د الفت صاحب د شعر پر لیکه :

ظالمان د یوه کور دي، که خروسچوف(۲) وی او که بوش ــ وی، یزید که ایلسن که یهود(۳)غــوندی خون نوش

یـو ظــالم دی ، چی په یو نــوم او بل نـــوم مسمی شــی ــــــ هټلر وی بیا پنوچیت شی بیا امین ، ټول ظالمین شی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱ ) اتیلا په ۴۰۶ م کال په مجارستان کی وزیږید . اتیلا د خپل ورور بلیدا سره یوځای پوره لس کاله په اروپا کی جنګونه وکړل او سیاسی نظامی بریاوی ترلاسه کړل . اتیلا په خپل ظلم او انسان وژنه کی د دولسمی پیړی د چنګیز څخه کم نه وو . هغه تر دي اندازی پوری ځان غوښتونکی وو چی د خپل حاکمیت په لوړو پوړونو کی خپل ورور ئي هم له ځانه سره جوګه نشو زغملای ، نو په ۴۴۵ م کال یی خپل ورور بلیدا چی ښکار ته تللی وو وواژه . د اتیلا یواځی سره زر ډیر ښوښیده او د هغه د لاسته راوستلو لپاره یی په سلګونو زره انسانان ووژل . د اتیلا جنګونو د روم امپراطوری او د هغی زمانی بډایه ښار (قسطنطنیه) وځپل او د هغه ښار ټوله شتمنی ئی تالا کړه . له حملی څخه مخکی د قسطنطنیی د ښار حاکمانو او خلکو د ۲۸۰۰ کیلو ګرامه سره زر د ورکولو وړاندیز وکړ تر څو پر ښار حمله ونکړی ، اتیلا دغه وړاندیز ونه منل او پر ښار ئی حمله وکړ . اتیلا په جنګونو کی ښارونه ورانول او ښارمنان ئی په بی رحمی سره وژل . اتیلا یو شرابخور او عیاش سړی وو چی وروسته د معدی په سرطان اخته او د معدی د خونریزی له امله مړ شو . تاریخ لیکونکی اتیلا د بشری تاریخ لمړنی تروریست بولی .

(۲ ) نیکیتا خرسچوف چی د پخوانی شوروی اتحاد صدراعظم او د شوروی اتحاد د کمونست ګوند عمومی منشی وو ، د نړی په کمونستی ادبیاتو کی د درواغو کمونیزم نماینده بلل شوی دی یعنی هغه څوک وو چی په درواغو یی په ظاهره ځان کمونست باله او عملاُ د هغه اصول او کړه وړه د کمونیزم پر ضد وو .

(۳ ) له یهود څخه مراد د اسرائیلی دولت صیهونستی سیاست دی .                    


 

د ډاکتر عبدالکریم (زرغون) لنډه پیژندنه

ډاکتر عبدالکریم چی د ولس د سوکالی او هیواد د آبادی لپاره ئی (زرغون) تخلص کاوه ، په ۱۳۲۲ هـ.ش کال د افغانستان د پکتیا د خوست ولایت د اسمعیل خیلو په یوه بزګره کورنی کښی نړی ته سترګی غړولی دی .

پلار ئي ګلریز خان نومیده او د اسمعیل خپلو په قوم پوری منصوب ؤ . ګلریز خان او د ده کورنی چه د زمانی طبقاتی ظلم ځپلی ؤ او په بی وزلی کښی ژوند کاوه ، زړه ئی غوښتل چه د دوی اولاد (عبدالکریم) د سواد او علم خاوند شی ، د ډیرو اقتصادی ستونزو  سره سره ئی خپل ځوی په مکتب کښی داخل کړ . عبدالکریم (زرغون) د خپلی کورنی په کومک او هڅونه خپلی لمړنی زده کړی په لوړه درجه  د څړبن په ښوونځی کښی تر سره کړی . هغه د ابتدائیه ښوونځی په زده کوونکو کښی ډیر ذکی او هوښیار وځلیده چی د وخت د معارف د مدیریت له خوا د ښه استعداد لرلو له امله په امتیازی شکل  د کابل د ابن سینا ښوونځی ته واستول شو . په ۱۳۴۴ هـ.ش کال د ابن سینا ښوونځی څخه په اعلی درجه د یو ممتاز زده کوونکی په توګه فارغ شو او د کابل په دارالمعلمین کښی شامل شو ، چی د عمومی اول نمره د مقام په ګټلو له دارالمعلمین څخه فارغ التحصیل شو . بیا ئی د خپلو عالی تحصیلاتو د تکمیلولو لپاره د کانکور په ازموینه کښی ګډون وکړ او د کابل پوهنتون د طب پوهنځی ته بریالی شو . په ۱۳۵۱ هـ.ش کال کښی خپلی لوړی زده کړی تر سره او د ډاکتری (ام.ډي) دیپلوم ئی واخیست ، چه د وخت د دولت  له خوا په کابل کښی د مسلکی ډاکتر په توګه په دنده و ګمارل شو . په بیلا بیلو روغتونونو او کلنیکونو کښی ئی د معالج ډاکتر دنده تر سره کړه . ډاکتر زرغون د دندی پر محال د ناروغانو او خاصتاً د بی وزلو ناروغانو علاج ته خاصه پاملرنه کوله . ډاکتر زرغون هیځکله د خپل ژوند له کړاوونو او ترخو خاطرو څخه چاته ګیله ونه کړه بلکه تل ئی د ژوندانه له ستونزو سره په کلکه مبارزه ، مجادله  او مقاومت کاوه . ډاکتر زرغون کلک هوډ او اوسپنیزه اراده لرله ، د ډیر اوچت علمی – اخلاقی او سیاسی شخصیت او عظمت خاوند ؤ . چه تر اوسه پوری په سیاسی او ولسی وطنپالونکو حلقو کښی په ډیر درنښت سره یادیـږی .

که فلک دی دزمری په خوله کښی  ورکړی                                                                                                                  د زمــــــری په خوله کښی مه پریږده همت      

د ژوند د بقا لپاره مبارزه طبیعی ده ، د ښه او مدنی ژوند د حاصلولو لپاره مبارزه ضرورت دی او د طبقاتی ژوند د ظالمانه توپیرونو د ختمولو لپاره طبقاتی مبارزه انسانی او اجتماعی مسئولیت دی . ډاکتر زرغون تر هر چا زیاد دغه امر ته متعهد وو چی خپل سر او مال ئی په دغه لاره کی کیښود .

(ريښتینی مبارز هغه څوک دی چی په ټولو حالاتو کی خپلی مبارزی ته دوام ورکړی او په طبقاتی ټولنه کی د ظلم ، استثمار او بیعدالیتیو د ختمولو یواځینی لاره طبقاتی مبارزه وبولی . طبقاتی ظلم او نا خوالی دی چی انسان طبقاتی مبارزی ته هڅوی . که چیری طبقاتی ظلم او نا خوالی نه وای ، طبقاتی مبارزه به نه وای) .
د ډاکتر عبدالکریم (زرغون) سیاسی ژوند او مبارزه

او د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) تاسیس

ډاکتر (زرغون) د خپل طبقاتی نشئت له لحاظه تر استثمار او ستم  لاندی طبقی پوری تړاو لری . د ده سیاسی افکار او انسانی قضاوت په ټولنه کښی د اجتماعی عدالت د ټینګښت  لپاره خلقی طبقاتی مبارزه وه . طبقاتی مبارزه د ښه او مدنی ژوند د حاصلولو لپاره د زیار ایستونکو لخوا سیاسی ، اقتصادی او ایدیولوژیکی مبارزه ده    چی په بیلا بیلو بڼو سره د استثمار ګرانو او تر استثمار لاندی طبقو تر منځ روانه ده او د دوی د ګټو نه پخلا کیدونکی خصلت څرګندوی دا مبارزه ټولنه د خلقی ټولنیز انقلاب خوا ته هڅوی او انقلاب د طبقاتی مبارزی تر ټولو لوړ شکل دی چی د ټولنیز پرمختګ په لار کښی پراته خنډونه لری کوی او ټول ولس ته د ښه مدنی او نیکمرغه ژوند شرایط برابـــــــــــروی  .

د سیاسی مبارزی هدف ئی : د افغانستان د پوره سیاسی – اقتصادی او اجتماعی خپلواکی تر لاسه کول ،  د نوی استعمار پر ضد مبارزه ، د فرد له خوا د فرد استثمار له منځه وړل ، د کارګرانو ، بزګرانو ، زیار ایستونکواو تر ستم لاندی طبقو لپاره  د ډوډی ، کالی ، کور ، روغتیا ، تعلیم او د ښه اقتصادی او کلتوری ژوند برابرول او د نړیوالو انقلابی خوځښتونو  سره همغږی او پیوستون وو ، چی او س هم د پورتنیو اهدافو د تحقق لپاره ټولنیزه – سیاسی مبارزه روانه ده .

پورتنیو سیاسی – اجتماعی  او اقتصادی اهدافو ته د رسیدو لپاره د افغان ولس سیاسی ویښتیا ، یو موټی کول ، او د یوه سیاسی مخکښ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند جوړول ئی یو اړین ګام باله . ډاکتر زرغون پدی عقیده ؤ چه زیار ایستونکی او تر ستم لاندی خلک د یو قوی متشکل او انقلابی ګوند د لرلو څخه پرته خپلی ګټی او اهداف  نشی تر لاسه کولای . ځکه ئی د خپل ژوند اساسی برخه سیاسی مبارزی ته او د یوه واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند جوړولو ته وقف کړی ؤ . الفت صاحب پخپل شعر کښی داسی وایی :                                                                                                                                                                          چه انسانی رڼـ‏ا پیدا شی په مغزو کښی د چـــــا ـــــــــــ هغه کوښښ کړی په عالم کښی انسانان جوړوي                                             ډیر تفاوت شته په انسان کښی دمعنی په لحاظ ـــــــــــــــــــــــــــ واړه مشغول دي ځنی ځان ځنی جهان جــوړوي

ډاکتر زرغون د خپلی طبقی په شان پر ټولو سیاسی – اقتصادی او اجتماعی بی عدالتیو باندی ډیر ځوریده ، نو ځکه ئی د طبقاتی ظلم پر خلاف نه پخلاکیدونکی غوڅ دریځ غوره کړی ؤ ، او په خپله سیاسی او تشکیلاتی مبارزه کښی د مارکس ، انګلس ، لینن او ستالین له انقلابی اصولو څخه یی پیروی کوله . د نړی د پرولتاریاوو څلور واړه رهبرانو په طبقاتی مبارزه کښی د زیار ایستونکی طبقی د رهبری دپاره د یو مخکښ انقلابی ګوند د جوړولو جدی لارښوونه کوله .

ډاکتر زرغون په افغانستان  کښی د یو واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند جوړول یو تاریخی ضرورت باله او د ټولنیز اقتصادی پرمختګ لپاره د خلقی دیموکراسی تګ لاره ئی تر نورو سیاسی تګ لارو غوره بلله . په دی لاره کښی ورته هیڅ ډول انحراف د منلو وړ نه ؤ .                        

کله چه په افغانستان کښی د نور محمد (تره کی) په مشری د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند په ۱۳۴۳ هـ.ش کال د جدی په یوولسمه نیټه تاسیس شو ، د تاسیس په هماغه کال ډاکتر عبدالکریم (زرغون) د ا- خ - د- ګ غړی شو او د کابل پوهنتون د ګوندی سازمان مسؤول وټاکل شو .

ډاکتر زرغون د ګوندی تشکیلاتو د طبقاتی جوړښت په خاطر په مکرره توګه د ا- خ- د- ګ مشر تابه ته خپل وړاندیزونه سپارل ، چه د اساسی ټکیو یادوونه ئی په لاندی ډول سره کیږی .                                                                                                            

۱ــ د ا- خ- د- ګ د نوم سره مطابق د ملی دموکراسی د کړنلاری پر ځای د خلقی دیموکراسی کړنلاره چه د پرولتاریا د دیکتاتوری یو منل شوی شکل دی باید غوره شی .

۲ــ د ګوند د ستراتژیکو او نهایی (وروستی) اهدافو لپاره باید یو ځای مبارزه وشی .

۳ــ د ګوندی لوړو مقاماتو په ټاکلو کښی د دموکراتیک سنترالیزم اصل باید رعایت شی .

۴ــ ګوندی غړو ته دی هیواد پالنه او پرولتاری انترناسیویالیزم د انقلابی تیوری د اصولو او قانونمندیو سره سم تدریس شی .

۵ــ د ګوند غړو ته دی طبقاتی دریځ او مسائل تر نورو ټولو قومی ، ژبنی ، منطقوی ، نژادی مسایلو او ارتباطاتو لوړ ور وپیژندل شی .

۶ــ د نړی د انقلابی ګوندونو په پیروی دی د ګوند د علنی اړخ تر څنګ مخفی اړخ هم ایجاد شی ، تر څو د لزوم په صورت کښی د خلکو په ګټه خپل تاریخی رسالت تر سره کړی .

۷ــ د ګوند په داخل کښی د ښی او کیڼ ریژیونیزم او هر ډول اپورتونیزم پر ضد کلکه مبارزه وشی .

۸ــ خلقیان دی د ببرک کارمل او د هغه د پلویانو سره سازمانی وحدت نه بلکه په یوه دیموکراتیکه جبهه کښی سره یو ځای وی .

ډاکتر زرغون د ا- خ- د- ګ مشر تابه ته ، په ډاګه سره وویل چه : ددغه رغنده وړاندیزونو د نه عملی کیدو په صورت کښی به زما نظر ستاسو له نظر سره مخالف وی .

د ډاکتر زرغون ، نابغه استعداد ، لوړه سیاسی – فلسفی او تاریخی پوهه ، د حالاتو او پیښو ژوره څیړنه ، دقیقی وړاندوینی او مثبت وړاندیزونه ، انقلابی اوصاف او ریښتینولی په لږه موده کښی ډیر مینه وال پیدا کړل .

د ا- خ ـ دـ ګ مشر تابه پلاوی د ډاکتر زرغون پرلپسی وړاندیزونو ته پاملرنه ونکړه ، نژدی دوه کاله په انتظار کښی تیره شوه او کوم مثبت ځواب ئی وانه وریده ، او پدی اړه کوم مثبت بدلون هم و نه لیدل شو . ګمان ئی په یقین  بدل شو چه د ا- خ- د- ګ   مشرتابه په ریښتینی ډول سره د خلقی نوم او د خلقی دموکراسی عقیدی ته وفادار نه  بلکه تش په نامه خلقیان دی .

په دی باب و.ای. لینن د نړی انقلابی خوځښتونو ته داسی لارښوونه کوی : (دا کافی نه ده چه ځانونه مخکښ او مترقی ټولګی وبولو ، په کار دی چه داسی عمل او فعالیت وکړو تر څو نور ټولګی وګوری او په دی باندی اعتراف کولو ته اړ شی چه مونږ د ټولو په مخکی روان یو ). (و.ای.لنین کلیات ۶ ټوک ۸۴-۸۳ مخونه)

و.ای.لینین پخپل ( څه باید وکړو ؟ ) نومی اثر کی داسی لیکی : ( د پرمختللی مبارز رول یواځی هغه ګوند لوبولی شی چی د عمل لارښود ئی پرمختللی تیوری وی ) .

ډاکتر عبدالکریم زرغون د هیواد او سیمی د ټولو پخوانیو ملی انقلابی او نورو ډول ګوندونو ، سازمانونو او جنبشونو له جوړښت او له انقلابی کړو وړو څخه د انقلابی تجربی په اخیستلو او همدارنګه د نړی د پرولتاریایی انقلابی رهبرانو له ویناوو ، تجربو او لارښوونو څخه په ګټی اخیستلو سره د افغانستان په ۵۰۰۰ کلن تاریخ کی د لمړی ځل لپاره د ۱۳۴۵ هـ.ش کال د جدی د میاشتی په یوولسمه نیټه د افغانستان د خلکو په دیموکراتیک ګوند کی دننه د افغانستان مرکز د کابل په ښکلی ښار کی د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک سراسری سیاسی انقلابی سازمان (ګوند) د بنسټ ‌ډبره ، د خلقی دیموکراسی پر بنسټ کښیښوده ، چی : ستراتیژیک (نږدی) مرام ئی : د هیواد د کارګری طبقی تر رهبری لاندی د هیواد د ټولو خلقی ،  ملی دیموکراتیکو او ملی انقلابی قوتونو تر منځ د یوی متحدی دیموکراتیکی او پراخی انقلابی جبهی له جوړولو ، د خلقی دیموکراتیک انقلاب له انجامولو ، د واقعی خلقی دیموکراتیک دولت او د خلقی دیموکراسی له برقرارولو څخه عبارت وه – دی او وی به . او وروستی (نهایی) مرامی ئی : په هیواد کی له هر ډول طبقاتو او د فرد لخوا له هر ډول استعمار ، استثمار او ستم څخه د خلاصی او آزادی ټولنی له جوړولو څخه عبارت وه – دی او وی به .

ډاکتر زرغون د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) له تاسیس سره سم د عمومی خلقی جناح د رهبری له لارښوونی او اجازی څخه پرته په مستقلانه ډول خپل ګوندی سیاسی انقلابی فعالیت په پټه توګه سره پیل کړ چی په مرور د زمان سره ئی د عمومی او خاص خلقی ملکی ساحی په څنګ کی ئی یو شمیر د نظامی اردو منسوبین (سربازان ، واړه ضابطان ، نظامی متعلمین او محصلین ، ضابطان او د مختلفو رتبو صاحب منصبان) هم د خپل پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان او هم د افغانستان د پخوانی خلقی دیموکراتیک ګوند په نامه له ځان او له خپلو خاصو ملګرو سره تنظیم کړل او حزبی سیاسی خلقی پوهه او روزنه ئی ورکوله . په لنډه موده کی د ده د اغیزمن کار له امله په وسله وال پوځ کی ډیری ګوندی کړۍ ایجاد شوی .

دا هم باید ووایو چی د ا.خ.د.ګ د محمد داود خان له کودتاه او د جمهوری رژیم له اعلان څخه وروسته (د چنګاښ ۲۶ د ۱۳۵۲ لمریز کال) خپل منظم ګوندی تشکیلاتی کار په اردو کی پیل کړ چی په لمړی سر کی یی ډاکتر صالح محمد زیری ، عبدالکریم میثاق او حفیظ الله امین ته د ګوندی نظامی څانګی په جوړولو او د هغو په روزلو دنده وسپارله چی له لږی مودی وروسته د نور محمد تره کی په وړاندیز او د مرکزی کمیټی د رایو په اتفاق د ټولی نظامی څانګی مسئولیت خون آشام حفیظ الله امین ته وسپارل شو . یواځنی شخصیت ډاکتر عبدالکریم زرغون وو چی له دغی پریکړی سره ډیر سخت او نه پخلا کیدونکی مخالفت وښود : ځکه چی ده داسی ورته وویل چی (ډیر امکان د دی موجود دی چی د افغانستان وسله وال پوځ حفیظ الله امین پخپله ګټه وڅرخوی) او بلآخره همدغسی هم وشول چی شهید ډاکتر زرغون د هغو وړاندوینه کړیوه . په دغه وخت کی ډاکتر عبدالکریم زرغون د ا.خ.د.ګ د مرکزی کمیټی علی البدل غړی وو .                

ک.مارکس د (عدالت لیګ په دننه کښی د کمونست لیګ پټ سازمان) جوړ کړی ؤ .

و.ای.لنین د (سوسیال دموکرات ګوند په دننه کښی د مبارزی د اتحاد پټ سازمان) جوړ کړی ؤ .

و.ای.لینن په دی باب داسی لیکی : ((مونږ د یوه وړوکی ګروپ په شکل له سختیو او ربړونو څخه په ډکه لاره کښی د یوه او بل لاسونه ټینک نیولی او په وړاندی ځو . دښمنانو مونږ له هری خوا محاصره کړی یو او هره شیبه باید د هغوی تر اور لاندی تیر شو . زمونږ اتحاد پر آزادانه تصمیم ولاړ دی . هغه تصمیم چی مونږ نیولی دی دا دی چی : له طبقاتی دښمنانو سره مبارزه وکړو )).

و.ای.لینن – منتخبات – لمړی ټوک اوله برخه ۲۴۸ مخ . (ډاکتر عبدالکریم زرغون – مستر بل – ۴ مخ).

لینین وائی : پرته له طبقاتی مبارزی څخه سوسیالیزم یو باطل خیال او تشی خبری دي .

همدارنګه د نړی د نورو انقلابی ګوندونو د جوړښت تجربه د افغانستان د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) په تاسیس کښی خپل اثر درلودلای دی .

ډاکتر زرغون غوښتل چه د همدغه پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په ذریعه د ا- خ- د- ګ بالاخره په یوه واقعی خلقی دیموکراتیک او کارګری ګوند باندی واړوی . د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان دوه پر دریمه برخه غړی د ا- خ- د- ګ غړیتوب درلود او دریمه برخه غړی ئی د ګوند څخه دباندی په مستقل ډول سره د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په حوزو کښی تنظیمیدل.

د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ټول غړی د رهبری هیئت په پریکړه د افغانستان د ټولنیزو – سیاسی شرایطو له تحلیل سره سم په کوچنیو تشکیلاتی ګروپونو کی تنظیم شوی وو ، تر څو د طبقاتی دښمنانو او د هغو د ګمارل شویو ګوډاګیانو د مستقیمو او غیر مستقیمو بریدونو څخه خوندی وی .

د افغانستان پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د ډاکتر زرغون تر مدبرانه لارښوونو لاندی په ډیره منظمه او آګاهانه توګه د خپلو طبقاتی دښمنانو تر اور لاندی تیریدل ، او سیاسی تشکیلاتی بریالیتوبونه ئی تر لاسه کول .

څه ښه وائی چه :

لګولی یم خوارانو دهقـــــــــــــــــانانو ــــــــــ بس رڼا یمه په کور د غریبانو

توره شپه کښی ئی امید غوندی ځلیږم ــــــــــ رڼومه تیاره کور د مزدورانـو

د افغانستان پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان دخپل تاسیس له پیله په ټولنه کښی د سیاسی ګوندونو ، سیاسی ډلو او سیاسی شخصیتونو د ورځنیو خبرو په اجندا بدله شوه . پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د بی طبقاتو او غیر استثماری ټولنی د جوړولو په خاطر د کارګرانو ، بزګرانو ، ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د یووالی لپاره د انقلاب د محرکی قوی د مخکښ په توګه خپل سیاسی ژوند پیل کړ او هغه انقلابی هیواد پال ملکی او نظامی روشنفکرانو ته چه دغه اصل ته وفادار ؤ په خپلو لیکو کښی ځای ورکړ .

د انقلاب محرکه قوه: هغه طبقی دي چه انقلاب سرته رسوی ، د ارتجاع مقاومت ماتوی ، زاړه له ښی وتلی او عمر خوړلی تولیدی مناسبات له منځه وړی او پر ځای ئی نوی تولیدی مناسبات ټینګوی .

په شلمه پیړی کښی سوسیالستی لوری تعقیبوونه په ډیرو هیوادونو کښی د ډیرو ګوندونو له خوا چه ځانونه ئی مخکښان بلل اعلان شوی ؤ خو دا خبره ډيره مهمه ده چی : دوی په رښتیا سره غوښتل چه د ولس د مخکښ او لارښود په توګه د ټولنیزو اصلاحاتو په خاطر د هغوی مبارزه رهبری او تنظیم کړی او که نه ؟.

و.ای.لینن په دی باب داسی وائی : (( که چیری د (انقلابی دیموکراسی) کلمی یواځی د جملی په توګه ونه کارول شی او د هغه په معنی باندی فکر وشی نو په دی صورت کښی ، د دیموکرات کیدلو معنی داده چه په عمل کښی د خلکو د اکثریت په ګټو حساب وشی نه د اقلیت په ګټو .

او د انقلابی کیدلو معنی داده چه : ټول مضر او عمر خوړلی چوکاټونه په غوڅه توګه مات کړای شی )).(و.ای.لینن کلیات ۹ ټوک ۳۱۸ مخ)

ډاکتر عبدالکریم زرغون د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د بنسټ ډبره د همدغی پورتنی مفکوری د اصولو پر بنیاد کښیښوده چه باید د اکثریت په ګټو حساب وشی او د ټولنیز پرمختګ په لاره کښی پراته ټول خنډونه لیری شی .

د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) تشکیلاتی جوړښت او اساسات :

د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون لخوا د جوړ شوی پټ واقعی خلقی دیموکراتیک مرکزی او سراسری سیاسی انقلابی سازمان عمده اساسات چی د ده لخوا جوړ شوی وو تر اوسه پوری په هماغه پخوانی حال باقی پاتی دی چی په لاندی ډول سره دی :

الف :

۱ــ ټول سازمانی تشکیلات پټ دی ، ځنځیری شکل لری او د حروفو په کیلی سره جوړ شوی دی . د حروفو کیلی یواځی له عمومی منشی سره دی چی د ده په غیاب او نشتوالی کی د حروفو نوموړی کیلی د هغی نښانی په چوکاټ کی چی د ده لخوا خپل لمړی معاون ته ورښودل شوی وی ، د ده لمړی معاون پخپل لاس کی اخلی .

۲ــ سازمانی حوزی یو نفری ، دو نفری او یا دری نفری وی . سازمانی حوزی پخپلو منځو کی سره نه پیژنی ، د سازمانی حوزو غړو له خپلو مربوطو لوړو مقامونو څخه نور پورته مقامونه نه پیژنی ، ټول ټیټ سازمانی مقامونه د خپلو ټیټو سازمانی مقامونو مکمله شهرت ، حق العضویتونه او اعانی خپلو لوړو مقامونو ته ورکوی ، ټول لوړ سازمانی مقامونه خپلو ټیټو سازمانی مقامونو ته لمبر ورکوی چی د هغوی په غیاب او یا د هغوی له اجازی سره سم هر څوک چی همغه لمبر ورکړی د هغوی لوړ مقام او یا ارتباطی غړی وی .

۳ــ د سازمان د عمومی منشی معاونین ، د سیاسی بیرو غړی او د مرکزی کمیټی غړی په خاص سازمانی شکل سره یو له بله سره نه پیژنی البته په عموم کی لزوماُ یو له بله سره ناسته او ولاړه کولی شی . ټول سازمانی تشکیلاتی غړي یواځی او یواځی عمومی منشی پیژنی ، د سازمان د مرکزی کمیټی په غړو پوری ډیر سازمانی غړی نه مربوطیږی او د سازمان په هغو کادرونو پوری مربوطیږی چی د عمومی منشی لخوا انتصاب شوی وی او یا پخپله په عمومی منشی پوری مربوطیږی . د سازمانی حوزو ځایونه ، ساعت او ورځ د لوړو مقامونو په خوښه وی ، په سازمان کی د سازمانی اصولو سره سم مکافات او مجازات شته او په سازمانی حوزو کی هم د لوړو سازمانی مقامونو او هم د ټیټو سازمانی مقامونو لخوا د لزوم په وخت کی د تالاشی اصل مراعات کیږی ، ځکه چی : (که څه هم اعتماد ښه دی خو کنترول بهتر) .

۴ــ چون سازمان پټ دی نو د علمی نړی لید د اصولو او قانونمندیو پر اساس سنترالیزم د دیموکراسی په نسبت قوی دی ، او ګوندی مسئولین د عمومی منشی لخوا انتصاباً ټاکل کیږی .

۵ــ په سازمان کی د منفردیت په چوکاټ کی رهبری دسته جمعی (د اکثریت خلکو د ګټو په نظر کی نیول) او مسئولیت فردی دی . لوړ سازمانی مقامونه په میراثی شکل سره نه بلکه له سازمانی انقلابی اصولو سره سم ټاکل کیږی ، لوړ سازمانی مقامونه خپلو ټیټو سازمانی مقامونو ته خپل سازمانی موقفونه نه ور ښیی . هر هغه څوک چی له سازمانی کادرونو څخه د مرکزی کمیټی علی البدل او اصلی غړیتوب ته ارتقا‌ء مومی ، نو : د هغوی د انقلابی کړو وړو او اوصافو په باب د مرکزی کمیټی د عمومی منشی لخوا خپلو معاونینو او د سیاسی بیرو نورو غړو ته په منفرده توګه سره معلومات ورکول کیږی او بیا منفردانه رایګیری پری کیږی . که چیری اکثریت غړو مثبته رایه ورکړه نو نوموړی شخص د مرکزی کمیټی علی البدل او یا اصلی غړیتوب ته ارتقاء کوی ، او که نه نوموړی شخص ارتقاء نشی کولای . البته په دی مورد کی عمومی منشی د دوو رایو حق لری . د ارتقاء په وخت کی د مرکزی کمیټی وړاندیز شوی غړی علناً او جسماً د مرکزی کمیټی د عمومی منشی د معاونینو او د سیاسی بیرو د نورو غړو لخوا نه پیژندل کیږی .

۶ــ د سازمان د مرکزی کمیټی د سیاسی بیرو ، د مرکزی کمیټی او هغی د پولینوم جلسی او غونډی په منفردانه توګه سره چی : دا د پټو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی ګوندونو تر ټولو عمده ترین او بهترین انقلابی شکل دی او په راتلونکی کی به په سیمه او نړی که هم وی صورت نیسی ، نه په یوه ځای یعنی دسته جمعی توګه سره . پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ته راتګ پخپله خوښه او داوطلبانه توګه سره دی ، خو : په سازمان کی ټینګ او کلک آګاهانه انضباط او دسپلین وجود لری . او بیرته ور څخه تګ هم داوطلبانه او پخپله خوښه سره دی ، خو په دی شرط چی سازمانی رازونه او اسرار هیچاته ونه ښیی . او که ور ویی ښودل نو د سازمان لخوا : لازمی غیر سازمانی سزاګانی ورکولی کیږی . په سازمانی حوزو کی جر او بحث آزاد دی ، اقلیت د اکثریت او ټیټ مقامونه د لوړو سازمانی مقامونو اطاعت کوی . البته نوموړی پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان تر اوسه پوری خپله انقلابی مرامنامه په مخفی توګه پخش کړیده او ټوله سازمانی اساسنامه یی له نوموړو موادو او د غړیتوب له اساسی شرایطو څخه پرته نه ده پخش کړی او اساسناموی مواد او اساسات په شفاهی توګه سره پکی تدریس کیږی .

 

ب :

د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک مرکزی او سراسری سیاسی انقلابی سازمان (ګوند) د غړیتوب اساسی شرطونه چی د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون لخوا تعین شوی وو تر اوسه پوری په هماغه خپل پخوانی حال باقی پاتی دی ، او په لاندی ډول سره دی :

۱ــ د افغانستان هر تبعه (ښارمن) چی ۱۸ کلن وی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړی کیدای شی . البته په دی باب استثناآت شته .

۲ــ د افغانستان د خلکو د ګټو پر ضد ئی کوم شعوری اقدام نه وی کړی .

۳ــ د سازمان مرامنامه او اساسنامه ومنی او د هغوی د تطبیق لپاره مبارزه وکړی .

۴ــ د سازمان په یوه حوزه کی ګډون او کار وکړی .

۵ــ حق الشمول او حق العضویت ورکړی . البته اعانه جبری بڼه نه لری .

۶ــ له لسو جریبو لمړی درجی ځمکی ، له شلو جریبو دوهمی درجی ځمکی او له دیرشو جریبو دریمی درجی ځمکی څخه زیاته ځمکه ونلری . البته په دی باب له دوو څخه تر دری سلنه پوری استثنا شته .

۷ــ دومره شخصی مال ، دولت او دارائي ونلری چی د سوسیالیزم په جوړیدو کی ورڅخه اخیستل کیږی . البته پدی باب له دوو څخه تر دری سلنه پوری استثنا شته .

د ټولو ګوندی غړو مسئولیت دی چی له خلکو سره سازمانی تماس ولری او سیاسی فعالیت ته هغوی چمتو کړی او د تشکیلاتی اصولو مطابق ګوند ته جلب او جذب وکړی .

دا طبعی ده چی د زیار ایستونکو او دهغوی د استازو شعور له واره سیاسی – طبقاتی مبارزی ته نه چمتو کیږی . له هغوی سره کلیوالی ، قومی ، ملی ، ژبنی ، سمتی او زاړه خرافاتی مناسبات ملګری وی . خو دوی باید و پوهول شی چی طبقاتی مناسبات د نورو کلتوری مناسباتو څخه لوړ وګڼی .

ج :

د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون لخوا د جوړ شوی پټ واقعی خلقی دیموکراتیک سراسری سیاسی انقلابی سازمان (ګوند) د سازمانی رهبری اصول تر اوسه پوری پخپل پخوانی حال باقی پاتی دی چی عمده ټکی یی په لاندی ډول سره دی :

۱ ــ په هر مورد کی لازم فاکتونه (حقایق) را غونډوی او هغه مطالعه کوی .

۲ ــ هغه د علمی نړی لید د اصولو او قانونمندیو پر اساس تحلیل او تجزیه کوی .

۳ ــ له دغه تحلیل او تجزیی څخه شعارونه (د عمل لارښوونی) را باسی .

۴ ــ دغه شعارونه او لارښوونی اجراء کوی .

۵ ــ د نوموړو شعارونو پر اجراء باندی نظارت او کنترول تر سره کوی .

۶ ــ اشتباهات اصلاح کوی او بیا ئی نه تکراروی . او داسی نور ......

د شهید ډاکتر عبدالکریم لخوا د جوړ شوی واقعی خلقی دیموکراتیک سراسری سیاسی انقلابی سازمان (ګوند) په سازمانی حوزو کی چی د ده په وخت کی کوم کړه وړه تر سره کیدل هغه هم تر اوسه پوری په هماغه خپل پخوانی حال باقی پاتی دی چی په لاندی ډول سره دی :

۱ ــ د تیر شوی درس په هکله آماده ګی او تیاری درلودل .

۲ ــ د عمده ، عمده داخلی او خارجی خبرونو په باب د معلوماتو حاصلول .

۳ ــ د محیط ، هیواد ، سیمی او نړی په هکله د عمده ، عمده خصوصی ځانګړو معلوماتو ارائیه کول .

۴ ــ وړاندیزونه ، نیوکی او پریکړی .

۵ ــ اصلی موضوع (د علمی نړی لید د خاصو او عامو انقلابی اصولو او قانونمدیو تدریسول د ټیټو مقامونو له استعدادونو سره سم) .

دا هم باید په یاد وساتو چی : د یوی حوزی د ټاکلی وخت دوی برخی په اصلی موضوع او دریمه برخ ئی په پورتنیو څلورو موادو باندی تیریږی .

تدریسی منابع او موضوع ګانی :

۱ ــ د مبارزی زرغونه خلقی الفباء ، د خلقی دیموکراتیک انقلاب انجامول ، د خلقی دیموکراتیک دولت جوړول ، د خلقی دیموکراسی تطبیق ، د سوسیالستی ټولنی او هم د هغی ټولنی چی په هغه کی هیڅ ډول طبقی او د فرد لخوا د فرد هیڅ ډول استعمار ، استثمار او ستم وجود ونلری د جوړیدلو وظایف او دندی .

۲ ــ د ملی ستم لمنځه وړل او د هیواد پالنی په روحیی سره د پرولتاری انترناسیونالیزم په خاطر مبارزه .

۳ ــ د هیواد د ملی استقلال او هر اړخیزی سیاسی ، اقتصادی ، فرهنګی او اجتماعی خپلواکی د پلاس راوړلو لپاره مبارزه ، یعنی د هر ډول استعمارګرانو ، استثمارګرانو او د دوی د انډیوالانو ، ګوډاګیانو او نماینده ګانو پر ضد مبارزه .

۴ ــ نیوکه او پخپل ځان د نیوکی اصل او هرچاته د هغوی د استعداد په اندازه او د کار اهل ته د کار د ورسپارلو د اصل رعایت ، په مسائلو کی د خاص او عام دواړه او هم کمیت او کیفیت دواړه په نظر کی نیول .

۵ ــ د ښی او کیڼ ریژیونیزم او هر ډول اپورتونیزم ، صیهونیزم ، اپارتاید ، ماکیاولیزم ، اندیویدوالیزم ، هژمونیزم او نورو خلقی ضد ، دیموکراتیک ضد او انقلابی ضد عناصرو ، فراکسیونونو ، سازمانونو او ګوندونو پر ضد مبارزه .

۶ ــ د سازمان په داخل کی هر ډول ریژیونستانو ، اپورتونستانو او داسی نورو ډلو او ټپلو ته هیڅ ځای نه ورکول .

۷ ــ له ټولو هغو عناصرو ، ګروپونو ، سازمانونو او ګوندونو سره چی : واقعاً سوسیالستی او له هر ډول طبقاتو او د فرد لخوا د فرد له هر ډول استعمار ، استثمار او ستم څخه د خلاصی او آزادی ټولنی جوړیدو ته وفادار نه وی ، سازمانی وحدت نه کول . او له ټولو هغو عناصرو ، ګروپونو ، سازمانونو او ګوندونو سره چی په داخل کی د فیوډالیزم او په خارج کی د امپریالیزم پر ضد وی د هیواد د کارګری طبقی تر رهبری لاندی د یوی متحدی ، دیموکراتیکی او پراخی انقلابی جبهی جوړول .

۸ ــ د هیواد د کارګری طبقی د رهبری ، د پرولتاریا د دیکتاتوری (په افغانستان کی د خلقی دیکتاتوری شکل) او د ستراتیژیکو او نهایی اهدافو لپاره یوځای مبارزه .

۹ ــ په هر ډول شرایطو کی د طبقاتی مبارزی د یوه شکل نه مطلقول یعنی له شرایطو سره سمه هم د پټی او هم د علنی ، هم د مسالمت آمیزی او هم د قهر آمیزی مبارزی سرته رسول .

۱۰ ــ د شعوری امینیو عناصرو ، ګروپونو ، سازمانونو او ګوندونو پر ضد سرسختانه مبارزه کول او همدارنګه : په عموم کی د دوی په وړاندی له نورو ټولو مترقی او ملی دیموکراتیکو او استعمار ضد ملی انقلابی قوتونو څخه ننګه او ملاتړ کول .

۱۱ ــ پخپل وخت او زمان سره د (زرغونی خلقی لاری) د ګڼو ، سازمانی دستورونو ، علمی نقدونو او داسی نورو مسائلو خپرول او هم له خپلو نوموړو سازمانی انقلابی خپرونو څخه کلکه دفاع او ملاتړ کول .

۱۲ ــ په هر ډول شرایطو کی لزوماً تر خپل وسه پوری د خپل سازمانی تشکل استحکام او د هغه پر مخ بیول . او داسی نور ......   

د دیموکراتیکی ټولنی او سوسیالیزم د جوړولو په لور د شلمی پیړی د معاصر پرمختګ عمل چه د انقلابی دیموکراتیکو ګوندونو او خوځښتونو لخوا رهبری کیدل تر ټولو مهم ارزښت درلود او لری یی .

په عمومی ډول سره د دغو انقلابی ګوندونو تشکیلاتی جوړښت په دوه ډوله دي :

لمړی‌ ډله : هغه ګوندونه دي چی د واحدی ملی جبهی په ډول د پراخ سیاسی غورځنګ په توګه جوړیږی .

دوهمه ډله : هغه ګوندونه دي چی د خلکو د مخکښ په توګه جوړیږی .

و.ای.لینن تعلیم ورکاوه چی یواځی د زیار ایستونکو پرګنو د مخکښ په توګه ګوند کولای شی چی د نوی ټولنی جوړښت ته لوری او سازمان ورکړی .

په هغو دولتونو کښی چی کارګره طبقه موجوده نه ده ، یا لږه ده د انقلاب د پر مختګ او د زیار ایستونکو خلکو د ګوندونو د سمبالښت لپاره د کار ګری طبقی ایډیالوژی لازمی ده .

د بیلګی په ډول: د منګولیا په خلقی دیموکراتیک جمهوریت کښی خلقی انقلابی ګوند عیناً همدغسی ، د انقلاب په دیموکراتیک پړاو کښی د سوسیالیزم د بنسټونو د جوړیدو او سوسیالستی پړاو ته د انقلاب د تیریدنی لپاره خپلو صنایعو ته پراختیا ورکړه ، چی د هغه سره ملی کارګری طبقی تشکل وموند او د منګولیا ټولنیز او خلقی انقلابی ګوند ولسی ترکیب هم بدل شو .

د ډاکتر عبدالکریم زرغون په مشری د افغانستان پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د زیار ایستونکو خلکو د مخکښ په توګه ، د پورته ذکر شوی تشکیلاتی جوړښت په دوهم ډول تاسیس شوی او فعالیت لری . واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په ټولنه کی د عامو خلکو د سیاسی شعور د ټیټوالی له امله د خپل سیاسی تشکیلاتی انکشاف په لمړی مرحله کښی له ډیرو ستونزو سره مخ وو .

 د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د متشکلو غړو د سیاسی پوهی اندازه هم په لمړی سر کښی په ټیټه کچه کښی وه ، له همدی امله د پټ خلقی انقلابی سازمان ځنی غړی چی د ا- خ- د- ګ غړیتوب یی هم درلوده ، د عمومی خلقی ګوند (ا.خ.د.ګ) او د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ترمنځ یی پوره توپیر نشو کولای . کله چی دوی له نور محمد تـــره کی ، میثاق ، زیری او نورو ګوندی مشرانو سره ملاقاتونه کول ، نو د ګوند د مخفی اړخ په باب به ئی پوښتنی کولی . د ا- خ- د- ګ مشر تابه په ځواب کښی دوی ته ویل چی : زمونږ ګوند مخفی اړخ نلری .

ګله چی د عمومی خلقی ګوند مشر تابه هیئت له ډاکتر زرغون او د ده د نژدی ملګرو څخه د مخفی فعالیت په باب پوښتنی کولی نو دوی به هم ورته انکار کاوه . د عمومی خلقی ګوند مشر تابه او نور ملی دیموکراسی پلوه ډلی په دی سم پوهیدل چی ډاکتر زرغون او دده خلقی دیموکراسی پلوه پیروانو ، پټ خلقی انقلابی سیاسی سازمان جوړ کړی دی .

محمد آقا شیرزاد خپل (د ژوند خاطری) نومی کتاب په ۵۳،۵۷،۵۸،۶۰ مخونو کی په دی باب داسی لیکی : ( د ثور انقلاب د بریالیتوب څخه وروسته ، ما خوشباوری کوله او ټول خلقیان ماته ډیر پاک ، با وجدانه انسانان معلومیدل ...... زه ځوان وم او په دی نه پوهیدم چی څوک او کوم رئیس د چا په ډله کی دی ، خو احساساتی برخورد به می کولو ...... د هنر غیرت لیدلو ته ورغلو چی له انقلاب پخوا په ننګرهار کی د ولایتی کمیټی منشی وو . په دی مهال کی د هوائی ډګر د ګمرک مدیر وو . دي مو ولیدلو ، د خبرو په ترڅ کی راته وویل : که ډاکتر زرغون ووینی ، بده نه ده ، ځکه هغه نږدی ورځو کی امین سره لیدلي او ټولی خبری به درسره وکړی . ما ویل ښه ده . مونږ ورغلو او ډاکتر صاحب مو ولیدلو . دي د اندراګاندی روغتون اداری مرستیال وو چی زمونږ پیژند ګلوی ورسره وشوه ...... ما ځنی وپوښتل چی ډاکتر صاحب تاسو نږدی ورځو کی د امین صاحب سره لیدلی خپله لیدنه څنګه ارزوی ؟ ځکه ستا او د هغه تر منځ خو ډیره جوړه نه وه . ده وویل چی ما سره ډیر ښه چلند وکړو . او ما هم ورته وویل پخوانی خبری پریږدی ، پکار دی چی ټول په ګډه سره کار وکړو او کرار کرار ګامونه باید پورته شی او د انقلاب متحدین وساتل شی .

ما وویل څه ګمان کوی چی د ده برخورد به ستا سره صادقانه وی ؟ ده وویل ، بلی خو هغه یو عادت لری چی په دوستی کی سړی ختموی .

ما لږ ګرمی خبری وکړی ده ته یی خوند ورنکړو . ما د امین او تره کی په هکله لږ انتقادی خبری وکړی د ده خوښی نشوی ، و یی ویل ملګری که زه و وژل شم نو یو نفر یم ، که ته ونیول شی یو نفر یی ، خو هغه څوک چی تا سره نږدی ناسته ولاړه لری هغه هم متضرر کوی . ته باید نرم په حوصله مسائل وڅیړی . همدا ډول ده وویل ما څو ورځی مخکی د تره کی صاحب سره هم ولیدل او دا می ورته وویل چی دا فرمانونه باید په عجله صادر نشی . لمړی باید تبلیغ ورته وشی بیا عملی شی . ځکه زمونږ ټولنه یوه مذهبی ټولنه ده باید زیات احتیاط وشی . مونږ تری رخصت واخیستله او ننګرهار ته راغلو ...... زه یوه اونی وروسته د ګوند ولایتی کمیټی د څیړنو د څانګی لخوا ور وغوښتل شوم ، د شپی تر ناوخته له ما څخه په دی اړوند پوښتنی ګرویږنی وشوی چی عمده پوښتنی زما کابل ته د سفر په هکله او هلته زما لیدنی کتنی په هکله وی . د څیړنو په پایله کی ماته معلومه شوه چی د ګوند به رهبری کی فرکسیونی فعالیتونه او ژور اختلافونه د پخوا په څیر شته . انسان چی مبارزه کوی باید واقع بین وی . که نه نو مبارزه څه معنا لری ) .

د ټولنیزی سیاسی مبارزی په ډګر کی دغه ستر تاریخی سیاسی بریالیتوب (د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان جوړیدل) د ملی دیموکراسی پلوه تش په نامه خلقی او پرچمی ډلو مشرتابه ته ، او نورو سیاسی مخالفینو ته د زغم وړ نه وو .

د ا- خ- د- ګ په ترکیب کښی ټول هغه فراکسیونونه چی د ملی دیموکراسی پیروان وو عملاً د طبقاتی مبارزی د انقلابی اصولو له تطبیق څخه په یو ډول نه یو ډول کاملاً ډډه کوله ، او په یوه خوله د ډاکتر زرغون د خلقی دیموکراسی د طبقاتی تګ لاری پر ضد او د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د تشکیلاتی فعالیت پر ضد په یو ډول نه یو ډول سره کلکه مبارزه کوله .

که څه هم د ا- خ- د- ګ په داخل کښی د ملی دیموکراسی پلوه ډلو ترمنځ : له یوی خوا د طاهر (بدخشی) ، شهرالله (شهیر) ، عبدالظاهر (افق) او حفیظ الله (امین) ترمنځ ، او له بلی خوا د ببرک (کارمل) او حفیظ الله (امین) ترمنځ فراکسیونی ، ژبنی ، قومی ، سمتی او نوری لوړتیا غوښتونکی سر سخته مبارزه روانه وه ، چه د هغی په نتیجه کښی په ۱۳۴۶ هـ.ش کال د ثور په ۱۴ نیټه د ا- خ- د- ګ رسماً په دوو برخو (خلق او پرچم) تجزیه شو . خو بیا هم دوی ټوله د خلقی طبقاتی مبارز ډاکتر عبدالکریم زرغون د خلقی دیموکراسی کړنلاره او د هغه د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په مقابل کښی سره یو وو او د هر یوه اړخ مشرتابه پلاوی هڅه کوله چی دغه سیاسی سازمان ړنګ کړی .

په جناحی دریځونو کښی په ښکاره ډول ببرک کارمل د حفیظ الله امین او دهغه د ډلی لخوا د کا.جی.بی په غړیتوب متهم کیده .

همدارنګه د ببرک کارمل او د هغه د پلویانو لخوا حفیظ الله امین او د هغه دری تنه نږدی ملګری هر یو : عبدالرشید جلیلی ، محمود سوما او منصور هاشمی د سی.آی.ای ګمارل شوی اجنټان بلل کیدل او ویل به یی چی حفیظ الله امین او د هغه نږدی ملګری د امریکائی استخباراتو په لارښوونه او مالی امکاناتو په ګوند کښی ځای په ځای شوی دی ، تر څو په افغانستان کښی د دیموکراتیکو او انقلابی هیوادپالو قوتونو د یووالی مخنیوی وکړی او انقلابی شخصیتونه په فزیکی لحاظ له منځه یوسی .

په افغانستان کښی هیواد پال ملی او دیموکراتیک غورځنګ خپله تاریخی سابقه لری ، چی پخپل وار سره د هری تاریخی دوری پوری مربوط ملی مترقی نهضت د استعماری طاقتونو پر ضد او د ټولنیز اقتصادی وروسته پاته والی پر ضد ئی خپل تاریخی رسالت ترسره کړی دی.

د شلمی پیړی په دوهمه نیمائی کی د افغانستان د راتلونکی ټولنیز پرمختګ لپاره د یوه پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان جوړول د وخت غوښتنه او تاریخی اړتیا وه چی دغه ابتکار ډاکتر عبدالکریم زرغون تر سره کړ . او که چیری ډاکتر زرغون دغه تاریخی ابتکاری اقدام تر سره کړی نه وای نو د افغانی ټولنی عینی تاریخی ضرورت ځانته بل خلاق او مبتکر سیاسی شخصیت حتماً او حتماً ډیر کلونه وروسته زیږاوه . خو د یادولو وړ ده چی په همدغه تاریخی وخت او زمان کی د ډاکتر عبدالکریم زرغون په شان بل خلاق او مبتکر سیاسی خلقی انقلابی شخصیت موجود نه وو او تر اوسه پوری هم د هغه ثانی نه لیدل کیږی . البته دا په دی معنی نه ده چی ټولنیز عینی ضرورت به بل سیاسی خلقی انقلابی شخصیت هیڅ زیږولای نه وای ، ځکه چی : د تاریخ جوړونکی خلک دي نه ځانګړی اشخاص او قهرمانان . علمی نړی لید له شخصیت پرستی سره جوړ نه دی خو د شخصیت له رول څخه هم انکار نه کوی .

دا له امکان څخه لیری خبره ده چی د ټولنیز پرمختګ پروسه او د عینی تاریخی ضرورتونو مخه ، د مخ په زواله طبقاتی دښمن او د هغه د یو څو ګمارل شویو اجنټانو له خوا ونیول شی .

ټولنیز عینی ضرورتونه د تاریخ انقلابی او سیلابی څپی دي چی هری خواته ئی مخه شوه خپله لاره پخپل ډینامیک قوت سره ځان ټه پرانیزی .

د ټولنیز پرمختګ قانونمندی د انسان د ارادی او خواهشاتو څخه دباندی دی . انسان یواځی کولای شی هغه درک کړی ، د ځان او ټولنی لپاره تری ګټه پورته کړی . مونږ او تاسو ولیدل چی د افغانی ټولنی د سیاسی – اجتماعی پرمختګ په بهیر کښی د پټ واقع خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان جوړیدل یو داسی ټولنیز عینی تاریخی ضرورت وو ، چی د سیاسی حریفانو د مخالفتونو سره سره جوړ شو . حفیظ الله امین او د هغه په شان نوری مخالفی ډلی و نه توانیدل چی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د تشکیلاتی جوړښت مخه ونیسی .

په افغانستان کښی د سیاسی حاکمیت پرله پسی بدلونونه او د سیاسی شخصیتونو مرګ ژوبله او ترور او دا د نیمی پیړی جنګونه بلآخره حتماً او حتماً ټولنیز خلقی انقلاب بریالیتوب ته لار پرانیزی . په خلقی دیموکراتیک انقلاب کښی به د مظلومو تر استثمار لاندی خلکو د پیړیو ، پیړیو سیاسی – اقتصادی او اجتماعی آرمان ، چی هغه د یو عادلانه سیاسی نظام جوړیدل او د ټولنیز عدالت ټینګیدل دی ، تر سره شی . د همدغه سیاسی انکشاف (د عادلانه نظام جوړیدل) د لرلید په اساس دی چی د خلقی دیموکراسی د پیروانو پر خلاف د شعوری طبقاتی دښمنانو او د هغوی د لومپنانو له خوا تورونه او دسیسی جوړیږی او تکړه انقلابی کادرونه په شهادت رسیږی . دا ټول جنایتکارانه فعالیتونه ددی لپاره دي چی د خلقی دیموکراتیک دولت د جوړیدو مخنیوی وکړی او یا حد اقل دغه د جوړښت پروسه بطی کړی . له دغه مشکل سره د نړی ټول انقلابی قوتونه مخامخ دي .

متل دی چی وائی : کاروان تیریږی او سپی غپیږی .

حقیقت دا دی چی شاته تلونکی (ارتجاعی) قوتونه د خپلو شخصی او خصوصی ګټو د خوندی ساتلو لپاره د ټولنیز پرمختګ په مخ کی خنډونه جوړوی او د عامه ذهنیت د غولولو دپاره درواغجن منفی تبلیغات کوی ، او پرمخ تلونکی (مترقی) قوتونه د ټولنیز پرمختګ د نوی سیاسی ، اقتصادی او کلتوری مدنیت له کاروان سره یوځای پراته خنډونه لری کوی او پر مخ ځی . 

په شلمه پیړی کښی د بورژوازی پټ او ښکاره استازو په ختیځ او لویدیځ دواړو بلاکونو کښی پخپلو ټولو مادی او معنوی امکاناتو سره ډیر کوښښونه وکړل چی د نړی د خلقی انقلابی ګوندونو په تګ لاره کښی د خورده بورژوازی او بورژوازی مفکوره ور ګډه او حاکمه کړی ، همدارنګه د خلقی انقلابی خوځښتونو او خلقی دیموکراتیکو انقلابونو د زندی کولو لپاره یی پوره هلی ځلی وکړی ، او د ارتجاعی مبارزی ټول ډولونه : تطمیع ، تهدید ، د تورونو لګول د دسیسو جوړول ، د انقلابیونو د زندانی کولو او شهیدانولو پوری وکارول ، خو و نه توانیدل چی د انقلاب د محرکه طاقتونو مخکښ ګوندونه ختم کړی .

په افغاستان کښی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د تاسیس او شهرت موندلو څخه وروسته د خلقی دیموکراسی د دښمنانو او د امپریالیزم د پټو او ښکاره ګمارل شویو ګوډاګیانو ، د فیوډالیزم د نماینده ګانو او د وړی بورژوازی او اشرافیت د سیاسی پلویانو لخوا ډیره شدیده سیاسی او طبقاتی مبارزه په کلونو ، کلونو روانه وه او روانه ده . خو دوی تر اوسه پوری نه دی توانیدلی چی پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ړنګ کړی .

په ۱۳۴۸ هـ.ش کال د شاهی رژیم د پارلمانی ټاکنو په دیارلسمه دوره کښی د ا- خ- د- ګ دواړو لوریو خلق او پرچم د خپل دیموکراتیک سیاسی دریځ له مخی ګډون وکړ . چی له خلقی اړخ څخه ډاکتر عبدالکریم زرغون ، ډاکتر صالح محمد زیری او حفیظ الله امین ، د پرچم له اړخ څخه ببرک کارمل ، اناهیتا راتبزاد او هادی کریم چی غلام دستګیر پنجشیری د هغه د انتخاباتی حوزی ملګری وو ، ولسی جرګی ته کاندیدان شول . ډاکتر زرغون او ډاکتر زیری د ظاهر شاهی پولیسو له خوا په غیر قانونی توګه بندیان شول او حفیظ الله امین د ولسی جرګی غړی شو .

 تر دی لا پخوا ډاکتر زرغون د ځینو کسانو لخوا د کوچنی لینن په نامه تبلیغیده ، تر څو د ظاهر شاهی دولت او طبقاتی دښمنانو پام ورته واړوی . هماغه وو چی په زندان کښی دولتی مستنطق د نورو پوښتنو تر څنګ له ډاکتر زرغون څخه وپوښتل چی :

( یو شمیر خلک تا د کوچنی لینن په نامه یادوی ، ایا ته په رښتیا کوچنی لینن یي ؟ . ډاکتر زرغون په ځواب کښی ورته وویل چی : لینن د نړی د پرولتاریاوو دریم رهبر دی ، خو زه یواځی د افغانستان د کارګرانو ، بزګرانو او ټولو زیار ایستونکو د رهبری استعداد او توان لرم . او  دا هم وایم چی زه د نړی د څلورو پرولتاری رهبرانو د انقلابی زده کړو او لارښونو ډیر کلک پیرو یم ).

ډاکتر زرغون په خوست کښی د خلکو د سترو دولتی ضد مظاهرو له امله څه موده وروسته له زندان څخه خلاص شو . ډاکتر زیری یو څه موده نور هم په زندان کښی پاتی شو .

د پرچم له اړخ څخه هادی کریم او غلام دستګیر پنجشیری هم بندیان شول ، ببرک کارمل او اناهیتا راتب زاد پارلمان ته کامیاب شول .

دستګیر پنجشیری پوهیده چی د ببرک کارمل له خوا بندی شوی دی . نو په ۱۳۵۰ هـ.ش کال کښی له زندان څخه د یوی اعلامیی په ترڅ کښی د شاه محمود حصین چی مرستیال ئی بلل کیده او عبدالحکیم شرعی جوزجانی په ګډون د خپلو نورو پلویانو سره يوځای د پرچم له اړخ څخه خپلی اړیکی پری کړی او د ( خلق کارګر ) په نامه ئی مستقل سازمان جوړ کــړ . څه موده وروسته بیا د خلقی اړخ سره یوځای شو او سازمانی وحدت ئی وکړ . د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مشر تابه پلاوی د تشکیلاتی مبارزی تر څنګ ایډیالوژیکی مبارزی ته ډیر ارزښت ورکاوه . چی په دی برخه کښی ډاکتر زرغون د تیوریک انقلابی آثارو په لیکلو او نشرولو سره خلقی طبقاتی مبارزینو او سیاسی روښانفکرانو ته ستر خدمت ترسره کړی دی . ډاکتر زرغون خپل آثار د افغانی طبقاتی ټولنی د عینی ضرورتونو (په ټولنه کی د طبقاتی ژوند سطحی د ظالمانه تفاوتونو د رفع کولو ضرورت او د ټولنیز عدالت د تامینولو ضرورت) او پر دی بنیاد د نړی د انقلابی ګوندونو د تیوریک علمی نشراتو (خصوصاً د ثور له انقلاب څخه مخکی د ایران د تودی ګوند له نشراتو څخه) او د خلقی انقلابونو د عملی تجربو څخه په استفادی سره لیکلی دی . ډاکتر زرغون پخپلو سیاسی تیوریکو آثارو کښی د افغانستان د نیمه فیوډالی نظام څخه سوسیالیزم ته د تیریدلو ډیره ښه لاره خلقی دیموکراسی ښودلی ده او لارښوونه کوی چی خلقی دیموکراسی د افغانستان د ټولنیز پرمختګ لپاره مناسبه سیاسی کړنلاره ده او دا کړنلاره د زیار ایستونکو او پرولتاریاوو د مواضعو خواته درومی او پرمختګ کوی .

د ډاکتر زرغون لیکلی آثار : د سیاسی او اجتماعی اصطلاحاتو ژباړه په پښتو ژبه ، د مبارزی الفبا‌‌ء ، مستربل ، ملی دیموکراتیک دولت د خلقی دیموکراتیک دولت په څیر نه دی ، له فیوډالیزم څخه تلل سوسیالیزم ته ، او داسی نوری سیاسی لیکنی او لنډی کیسی .

د پام وړ ده چی دغه آثار د ا- خ- د- ګ د دواړو اړخونو (خلق او پرچم) د مشرتابه له اجازی او مشوری پرته لیکل شوی او خپاره شوي دی .

دغه آثار په ټولنه کښی د خلقی دیموکراتانو ، ملی دیموکراتانو او نورو سیاسی روښانفکرانو تر منځ د لوستلو دپاره لاس په لاس ګرځیده او په لږ وخت کښی ئی ډیر مینه وال ځانته پیدا کړل . د ډاکتر زرغون د آثارو د لیکلو او خپریدلو سره د ا- خ- د- ګ دواړو اړخونو (خلق او پرچم) مشرتابه کاملاً مخالف وو او نه ئی غوښتل چی ټولنی ته وړاندی شی .

د مستربل کتاب په ۱۳۵۱ هـ.ش کال د پټ واقعی خلقی دیموکراتیکی انقلابی سازمان د ملګرو په همکاری په پیښور کښی چاپ او بیا د افغانستان په مرکز (کابل) او ځینو ولایاتو کښی خلقی مبارزینو او نورو سیاسی روښانفکرانو ته د مطالعی لپاره وړاندی شو . د مستربل کتاب د ښی او کیڼ ریژیونیزم او هر ډول اپورتونیزم پر ضد د غوڅی مبارزی ډیر ښه لارښود دی چی ډیر ژر د سیاسی روښانفکرانو تر منځ د ښه شهرت خاوند شو .

مستربل د نړیوالو تیوریکو انقلابی آثارو په پیروی ټولنی ته ښی او کیڼ رژیونیزم داسی معرفی کوی : ( عموماً د ښی اړخ رژیونستان کارګـــــــــری ګوند د بورژوازی او خورده بورژوازی طبقاتو سره د پخلاکولو لپاره کش کوی .

ولی د کیڼ اړخ رژیونستان کارګری ګوند نه پریږدی چی له دیموکراتیکو قوتونو سره په یوه ټاکلی تاریخی مرحله کښی یوه متحده جبهه جوړه کړی . د مارکسستانو په نزد ښی او کیڼ رژیونستان دواړه محکوم دي . او د دواړو پر ضد خپله سر سختانه مبارزه مخ په وړاندی بیائی ).

مستربل – ۹۲-۹۱ مخونه .

د مستربل خپریدل د افغانی ریژیونستانو ( منشویکانو ) د سیاسی شخصیت په افشا کولو کښی ډیر مثبت رول ولوباوه .

په دی اړه لازمه ده یو ځل د روسیی د بلشویک ګوند تاریخ ته وګورو چی د ۱۹۰۷ م کال د پنځمی کنګری د دایرولو په باب منشویکانو دا هڅه کوله چی د (کارګری کنګری) تر عنوان لاندی پنځمه کنګره منحل کړی .

منشویکانو غوښتل چی پنځمی کنګری ته ټول هغه ګروپونه چی تش په نامه ئی د سوسیالیزم چغی وهلی او له کارګرانو څخه ئی په تشه خوله دفاع کوله راوبولی .

د بلشویک ګوند په تاریخ کښی د منشویکانو د دی نظر په باب داسی لیکل شوی دی چی : (( حتی منشویکانو له کنګری څخه پخوا هم پیشنهاد کاوه چی په اصطلاح ( یوه کارګری کنګره ) دی جوړه شی . د منشویکانو موخه دا وه چی : یوه داسی کنګره دی منځ ته راشی چی په هغه کښی هم سوسیال دیموکراتان او هم اس – آران ، او هم انارشستان ګډون ولری . معلومه نه وه چی دغه ( کارګری کنګره ) باید څه ډول ګوند تشکیل کړی ؟ .    غیر ګوندی او یا له مرام څخه پرته د وړی بورژوازی ( پراخ ) کارګری ګوند .

د لینن د نظر سره سم ،  کنګری د دغه منشویکانو ضررناکه هڅه چی غوښتل ئی ، سوسیال دیموکرات کارګری ګوند لمنځه یوسی او د کارګری طبقی مخکښ ټولی په واړه بورژوازی کښی منحل کړی . لینن د منشویکانو د ( کارګری کنګری ) شعار ئی سخت وغانده )).

د بلشویک ګوند تاریخ فارسی چاپ ۱۴۹-۱۴۸ مخونه .

په افغانستان کښی هم د خلق او پرچم په نامه د دواړو اړخونو مشرتابه پلاوی په ګډ تفاهم سره غوښتل چی د ډاکتر زرغون په مشری پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان دا د افغانستان د زیار ایستونکو مخکښ ټولګی ړنګ کړی تر څو د ا- خ- د- ګ یو پراخ تش په نامه کارګری ګوند پاتی شی . دوی ټولو (د خلق او پرچم مشرتابه پلاوی) تش په نامه د خلقیتوب او سوسیالیزم چیغی وهلی . کله چی د مستربل کتاب په بازار کښی د ویش لپاره وړاندی شو نو خاین حفیظ الله امین د خپل بادار په پیسو د مستربل ډیری نسخی له بازاره څخه راټولی او بیا ئی اور ورته واچاوه . که څه هم د مستربل د کتاب ډیری نسخی وسوځول شوی بیا هم په ټولنه کښی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د ډیر زیات نفوذ او اعتبار سبب وګرځید او د تش په نامه خلقی ګوند دواړو اړخونو (خلق او پرچم) مشرتابه پلاوی باندی ډیره سخته سیاسی ، تیوریکی او نه پخلاکیدونکی طبقاتی ضربه وارده کړه .

لمړنی ډله ایزه او ښکاره سیاسی عکس العمل د حفیظ الله امین په تحریک په ۱۳۵۳ هـ.ش کال د اسد د میاشتی په شلمه نیټه د ا- د- خ- ګ د خلقی جناح د مرکزی کمیټی څخه وو چی د نور محمد تره کی په مشری د یوی غیر اصولی ، غیر عادلانه ، دګماتیک او خلقی ضد پریکړی په ترڅ کښی ډاکتر عبدالکریم زرغون ، میر سردار وفا او د دوی یو تن نظامی افسر ملګری يي له ګونده خارج کړل .

د دغی پریکړی پر خلاف د خوست خلقیانو یو اعتراضیه لاریون وکړل او د ا- خ- د- ګ د مرکزی کمیټی پریکړه ئی په کلکه وغندل او غیر عادلانه ئی وبلل . پورتنی اخراج شوی دوه کسان د ډاکتر زرغون سره تر آخره پوری وفادار پاتی شول او د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په سیاسی او تشکیلاتی فعالیتونو کښی ئی فعاله ونډه واخستله او په تیوریکی برخه کښی هم د سازمان د غړو ډیره ښه روزنه او پالنه وکړله . ډاکتر زرغون په مستربل کښی طبقاتی مخالفینو ته داسی لیکلی وو : ( زما هډوکی ، وینه او د بدن ټولی حجری خلقی دي ، زه د خلقی جنبش او سوسیالیزم صادق او وفادار عاشق یم او په دی لاره کښی هر ډول قربانۍ او فداکاری ته په ورین تندی ولاړ یم او افتخار پری کوم ).

د دوی له اخراج څخه وروسته د خلقی دیموکراسی د دښمنانو د منفی تبلیغاتو په اثر یو تعداد ضعیف النفسه عناصر په بیلا بیلو پلمو او غوښتنو سره له خلقی فعالی مبارزی څخه ګوښه شول او د پټ خلقی انقلابی سازمان سره ئی خپلی اړیکی پریکړلی . لکه مرتد شرین آغا چی د افق ملی دیموکراسی پلوه ډلی ته او بیا وروسته شعوری امینی شو او یعقوب چی حفیظ الله امین ته وتښتید او د ثور تر انقلاب وروسته بیا د دفاع وزارت لوی درستیز شو . او ځینی نور ...... .

که څه هم په کمی لحاظ د سازمان د غړو تعداد کم شو خو په کیفی لحاظ له دی چاڼ څخه وروسته د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د غړو روحیه او مبارزه د ډاکتر زرغون تر عالمانه ، مدبرانه او انقلابی لارښوونو لاندی لا پسی ځواکمنه شوه او زور ئی وموند .  

پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په ټولنه کښی د انقلابی عناصرو د راټولیدو مرکز وګرځید او ګام په ګام ئی ، خپل سیاسی او تشکیلاتی تکامل پړاوونه وهل .

ډاکتر زرغون د سیاسی مبارزی په بهیر کښی د ځینو ځانګړو ملګرو پاملرنه (چی میر سردار ، انور شاه ، او ځینی نور ملګری د دغه مسئولیت د تر سره کولو لپاره داوطلبان وو) د پارټیزانی مبارزی اړتیا ته هم واړوله لکه چی د کیوبا خلقی انقلاب د پارټیزانی جګړو په ملاتړ بریالیتوب ته ورسید . او بیا د هغی په مرسته د انقلاب ضد ډلو مقاومت په آسانی سره مات شو .

ډاکتر زرغون په دی عقیده وو چی افغانستان یو غرنی هیواد دی ، په داسی اراضی کی د پارټیزانی ډلو روزل او درلودل ډیر موثر دی ، چی په راتلونکی کی ډیر ښه استفاده تری کیدای شی او په آسانی سره د انقلاب ضد ډلو مقاومت پری ماتیدای شی .

د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان تشکیلاتی پراختیا او اجتماعی نفوذ د هغه سیاسی مخالفینو ته ډیره سخته اندیښنه پیدا کړی وو ، په همدی دلیل په مرکز او ولایاتو کښی د خلقی دیموکراسی او ملی دیموکراسی د پلویانو ترمنځ تاوده تیوریک بحثونه تر سره کیدل او تیوریک اختلافات را برسیره کیدل . په افغانی ټولنه کښی د سیاسی او ایډیالوژیکی دریځونو څرګندول د وخت یوه تاریخی اړتیا وه ، ځکه چی د افغانستان ټول خلک او روښانفکران د ظاهر شاهی رژیم څخه ډیر سخت ناراضه شوی وو ، او په ټولنه کښی د سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی بی عدالتیو شتون د ولس د نارضایتی ډیر قوی عامل وو ، د مثال په ډول په ۱۳۵۰ هـ.ش کال کی د ډیری سختی وچکالی له امله په ولایاتو کی په زرګونو کسان له ولږی مړه شول او شاهی دولت د فساد د شتون له امله ونه توانید چی نړیوالی مرستی مستحقو کسانو ته ورسوی . دغه د افغان ولس  ولږه او بیکاری او په دولتی دستګاه کی د فساد عوامل پخپله د ټولنیز دیموکراتیک انقلاب د بری لپاره عینی شرایط برابرول .

محمد زائی کورنی چی د شاهی رژیم د زمامداری پوره سیاسی تجربه درلودله په افغانی ټولنه کښی د ولس نارضایتی له یوی خوا او د چپو دیموکراتیکو سیاسی ګوندونو ایډیالوژیکی تاثیرات یی د افغان ولس په فکری ویښتیا کښی له بلی خوا په پوره ډول سره محسوساوه . شاهی محمد زائی کورنۍ دی نتیجی ته رسیدلی و چی د چپو دیموکراتیکو ګوندونو تله ورځ په ورځ درنیږی او د شاهی نظام سره د ولس مخالفت زیاتیږی . شاهی کورنۍ د خپلی نیمی پیړی وروسته پاتی قبیلوی ظالمانه حاکمیت څخه ، کومه خاصه صنعتی ، اقتصادی ، اجتماعی او مدنی تحفه افغان ولس ته نه لرله چی افغانستان ئی د ګاونډیو هیوادونو سره سیال ښودلی وای . ان تر دی چی په هغه وخت کښی د پاکستان د نو بنیاده دولت یوه روپی د دریو افغانیو په ارزښت سره تبادله کیدله .

شاهی رژیم په سیاسی لحاظ د دیموکراتیک نهضت تر فشار لاندی د ۱۳۴۳ هـ.ش کال د اساسی قانون په دوه دیرشمه ماده کښی سیاسی ګوندونو ته ، د سیاسی ګوندونو د قانون پر اساس د فعالیت اجازه ورکړه خو تر پایه پوری د سیاسی ګوندونو د فعالیت قانون توشیح او نافذ نه شو . که څه هم زمونږ ځینو لیکوالو پخپلو سیاسی لیکنو کښی دغه دوره د دیموکراسی او ځینو هم د تاجداری دیموکراسی د لسیزی په نامه یاد کړی ده ، خو د پام وړ خبره داده چی د تاجداره دیموکراسی په لسیزه کښی هم یواځی د شاهی رژیم د پلویانو غوښتنی تر سره کیدلی او بس . حاکمی محمد زائی کورنی پخپل منځی تفاهم سره د دیموکراتیک نهضت د سیاسی نفوذ د مخنیوی په خاطر د یوی سپینی کودتا د ترسره کولو طرحریزی وکړه ، چی د هغه د عملی کیدو په نتیجه کښی په ۱۳۵۲ هـ.ش کال د سرطان په ۲۶ نیټه د شاهی رژیم نوم په جمهوریت بدل شو او د اعلیحضرت ظاهر شاه پر ځای د هغه تره ځوی او اوښی سردار محمد داود خان د دولت د رئیس په توګه اعلان شو . د جمهوری نوی نظام څخه د افغانستان دیموکراتیک نهضت او خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ . د خلکو د ملاتړ په بدل کښی محمد داود خان هم خلکو ته د خطاب په نامه د دیموکراتیکو اصلاحاتو د انجامولو وعدی ورکړی .

افغان ولس ، سیاسی ګوندونه او مترقی شخصیتونو د محمد زائی کورنی بل غړی سردار محمد داود خان ته منتظر وو چی د جمهوریت په پلوشو کښی د دیموکراتیکو اصلاحاتو وعدی عملی کړی . د څه مودی په تیریدو سره سردار محمد داود خان پر دولتی اقتدار باندی منګولی خښی کړی او د خپلی سپینی کودتا ډير نژدی متحدین او انډیوالان چی د محمد زائی کورنی غړی نه وو لمړی بندیان او بیا په مختلفو پلمو او تورونو سره ووژل . داود خان غوښتل چی د محمد زائی کورنی د سیاسی حاکمیت د دوام لپاره خپل سیاسی مخالفین ختم کړی . د ملی غورځنګ په نامه ئی رسماً خپل ګوند اعلان او نور ټول دیموکراتیک او غیر دیموکراتیک ګوندونه ئی غیر قانونی و بلل .

په دی ډول سره محمد داود خان د جمهوریت په نوی نوم باندی د خپلی محمد زائی کورنی سیاسی حاکمیت پنځه کاله نور هم وغزوله .

جمهور رئیس سردار محمد داود خان د خپلو کودتائی متحدینو د وژلو او ځپلو څخه وروسته د ا- خ- د- ګ په رهبری باندی خپلی حملی پیل کړي . د میر اکبر خیبر له شهادت (۱۹۷۸ د اپریل ۱۷ ، ۱۳۵۷ د وری ۲۸) څخه وروسته د ګوند د دواړو خلقی او پرچمی اړخونو رهبران چی تازه د ۱۳۵۶ هـ.ش کال د سرطان د میاشتی په دولسمه نیټه یو ځل بیا په میخانیکی ډول سره یوځای شوی وو او دا وحدت د ففټی – ففټی وحدت په نامه شهرت موندلی وو ، زندان ته واچول .

او بیا ورپسی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ستر رهبر ډاکتر عبدالکریم زرغون د ثور د دیموکراتیک انقلاب په شپه د سردار محمد داود خان د پولیسو لخوا زندانی شو .

سرداد محمد داود خان غوښتل چی د خپلو نږدی کودتائی متحدینو په شان د چپ دیموکراتیک نهضت رهبران هم په مختلفو تورونو متهم او پخپله خوښه د تش په نامه دولتی محکمی په حکم د اعدام حلقی ته ور پورته کړی . مګر له دی څخه غافل وو چی دوی هم افغانان دي ، پټه خوله چاته نه کښینی او ضرور عکس العمل ښیی .

دا څرګنده ده چی د انقلاب عینی او ذهنی شرایط پوره پوخوالی ته نه وو رسیدلی ، خو د انقلابی انګیزی په موجودیت سره چپو دیموکراتیکو خوځښتونو ته ، د ټولنیزو او سیاسی بی عدالتیو د ختمولو لپاره ډیره ښه زمینه برابره شوی وه .

د ۱۳۵۷ هـ.ش کال د ثور د میاشتی په لمړی لسیزه کښی د سردار محمد داود خان د سیاسی استبداد له امله د ا- خ- د- ګ ، اعتراض ، لاریون او پاڅون ته اړ شو . هماغه وو چی د دیموکراتیک نهضت د اعتراضاتو او عکس العملونو لړی د ثور په ۷ نیټه د پنجشنبی په ورځ د نظامی پاڅون بڼه غوره کړه او له دوه ورځنۍ شدیدی جګړی څخه وروسته د هوائی قوائو په ملاتړ ، د افغانستان ټول ملکی او نظامی ځایونه او ودانی د نظامی پاڅون کونکو په لاس ولویده ، د داود خان د سیاسی رژیم د پلویانو مقاومت مات کړای شو او دولتی واک په مخامخ جګړه کښی له داود خان څخه وګټل شو . په دی ډول د ثور انقلاب بریالیتوب ته ورسید .

د ثور انقلاب له بریالیتوب سره سم د افغانستان کارګران ، بزګران ، زیار ایستونکی او تر ستم لاندی خلک ، مترقی روښانفکران ، هیوادپال قومی مشران او روحانیون د لیکلی پیغامونو په را لیږلو سره د ثور انقلاب له بریالیتوب څخه خپل ملاتړ اعلان کړل .

د ثور انقلاب له بریالیتوب سره سم د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند رهبران نورمحمد تره کی ، ببرک کارمل او نور ټول له داودی زندان څخه راوایستل شول او څو ساعته ورسته د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ستر رهبر ډاکتر عبدالکریم زرغون هم له زندان څخه آزاد شو .

د ا- خ- د- ګ د دواړو اړخونو (خلق او پرچم) د ملکی او نظامی غړو څخه انقلابی شورا جوړه شوه چی ملکی او نظامی ، دولتی چاری ئی رهبری کوله .

انقلابی شورا د افغانستان د راډیو له لاری ټولو هیوادوالو ته د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب د بریالیتوب مبارکی وویله ، او د افغانستان سیاسی رژیم ئی د یموکراتیک جمهوریت اعلان کړ .

د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب له  بریالیتوب څخه وروسته د حفیظ الله امین له وړاندیز سره سم د ا- خ- د- ګ مرکزی کمیټي د نور محمد تره کی په مشری ډاکتر زرغون را وغوښت او داسی ئی ورته وویل چی : ( ته ډاکتر زرغون ، میرسردار وفا او ستاسو هغه نظامی افسر ملګری (.........) نوم ئی ورته واخیست ، چی مخکی کلونو کښی مو له ګونده خارج کړی واست ، بیرته ګوند ته راشی او خپل ټول پټ تشکیلات مونږ ته معرفی کړی ، که نه د ټولو ناوړو عواقبو مسئولیت به ستاسو په غاړه وی ).

دوی تکراراً ډاکتر زرغون ته وویل چی ته خپل ملګری مونږ ته وښایه . د ا- خ- د- ګ مشر تابه غوښتل چی پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ړنګ او ټول پټ تشکیلات ئی تر خپلی ولکي لاندي راولي .

کله چی ډاکتر زرغون د تره کی له ملاقات څخه بیرته راستون شو د مخفی تشکیلاتی اصولو سره سم یوی پټی غونډی په ترڅ کښی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټي ته ئی د موضوع په هکله مکمل رپوټ وړاندی کړ . د سیاسی حالاتو د هر اړخیزی څیړنی وروسته داسی پریکړه وشوه چی : د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان یو شمیر ملګری دی په څو ډلو وویشل شی او هره ډله دی په انفرادی ډول سره د ا- خ- د- ګ د مرکزی کمیټی ځینو غړو ته ، او یوه ډله ئی د ګوند  عمومی منشی نورمحمد تره کی ته ورکړل شی ، چی په نهایت کښی به دا ټولی ډلی د پخوا په شان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ګروپی جلسی په مخفی ډول دایروی او خپل ګزارش به مرکزی حلقی ته ورکوی . د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړی په لاندی ډول سره تقسیم او تنظیم شول :

۱ – د لعل پادشاه عالمی تر مشری لاندی یو شمیر سازمانی ملګری نورمحمد تره کی ته ورکړل شول .

۲ – د میر صاحب کاروال تر مشری لاندی یو تعداد سازمانی ملګری ډاکتر صـــالح محمد زیری ته ورکړل شول .

۳ – د فضل ربی سوله مل تر مشری لاندی یو شمیر سازمانی ملګری عبدالکریم میثاق ته ورکړل شول .

پاتی ډیر شمیر ملکی او نظامی حلقی د پخوا په شان د مرکزی تشکیلاتو سره په مستقیمو اړیکو کښی پاتی شول . د دغو ټولو حلقو رهبری د زندانی کیدو تر نیټی پوری پخپله ډاکتر زرغون کوله .

ډاکتر زرغون پورتنی دری ډلی ځکه نور محمد تره کی ، زیری او میثاق ته ورکړل چی د ا-خ-د-ګ په مشر تابه پلاوی کی د دوی د ژوند سطحه (ټولنیز طبقاتی موقف) د اشرافی ژوند په کچه کی نه وو او د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د خلقی دیموکراسی کړنلاری سره برابره وه .

تر دی ویش وروسته په ټولنه کښی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابي سازمان غړی کرار ، کرار د خاصو زرغونیانو او عمومی زرغونیانو په نامه شهرت وموند .

د یادولو وړ ده چی د افغانستان ټولنیز پرمختګ لپاره د امیر شیر علی خان له دوری (۱۸۶۱ ــ ۱۸۶۵م لمړی پلا څلور نیم کاله ، ۱۸۶۸ ــ۱۸۷۹م دوهمه پلا ۱۱ کاله) څخه وروسته په شلمه پیړۍ کښی د افغانستان روڼ آنده غورځنګونه د افغانی ټولنی د عینی اړتیاوو پر بنسټ ، د نړیوال سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی مدنیتونو سره په متقابل تاثیر کی په دریو سیاسی کتګوریو کښی را څرګند شوی دی . لمړی به دغه د متقابل تاثیر پروسی ته یوه لنډه کتنه وکړو او بیا به د افغان ملت د ټولنیز – سیاسی مدنیت په دریو مشخصو تکاملی مرحلو باندی یوه ځغلنده نظر ولرو : په نړی کی خاصتاً په غربی هیوادونو کی د پانګوالی اقتصاد له ودی سره سم د دیموکراسی خبری او اوازی را پورته شوی : په ۱۷ پیړی کی د پارلمانی حقوقو اعلان د انګلستان په شاهی نظام کی د مشروطیت بنسټ کیښود . په ۱۸ پیړی کی د فرانسی د انقلاب په نتیجه کی د بشر د حقوقو اعلان وشو ، او په ۱۹ پيړی کی په شرقی هیوادونو کی د پانګوالی اقتصاد په را پيدا کیدو سره د دولتی واکدارانو لخوا ځینی ریفورمونه تر لاس لاندی ونیول شول لکه په ترکیه کی د رشید پاشا او مدحت پاشا لخوا د اصلاحاتو ترسره کول چی انکشاف ئی د شلمی پیړی په ۱۹۰۸م کال کی د دوهم سلطان حمید لخوا د مشروطه فرمانونو صادریدل دی . په ۱۹ پیړی کی په ایران کی د میرزا تقی خان لخوا د اصلاحی پروګرامونو تطبیق دی چی د هغه اصلاحی پروګرامونو د انکشاف په لړ کی د ۲۰ پیړی په ۱۹۰۷ م کال کی د مظفر الدین قاجار لخوا د مشروطه فرمانونو صادریدل دی . وروسته بیا په مصر ، عراق او سوریه کی یو د بل پسی د اصلاحاتو ترسره کول او د مشروطیت منل دی . په ۱۹ پیړی کی په افغانستان کی د علامه سید جمال الدین افغانی او امیر شیر علی خان د اصلاحی پروګرامونو تطبیق دی ، چی د دوی دغه اصلاحی پروګرامونه ، پر افغانستان باندی د انګریزی استعمار د نظامی تجاوزاتو ښکار شو .

د شلمی پیړی په پیل کی د اکتوبر د ستر سوسیالستی انقلاب د بریالیتوب په نتیجه کی په ټوله نړی کی د تاریخ نوی باب (نوی ټولنیز – اقتصادی پنځم فورماسیون را وزیږید) پرانیستل شو ، چی په نړی کی د مستعمره ولسونو د سیاسی بیداری او د آزادی بخښونکو انقلابونو او د دیموکراتیکو انقلابونو د ترسره کولو لپاره ډیر ستر الهام وګرځید . همدغه د نړیوالو سیاسی – اقتصادی – اجتماعی او کلتوری مدنیتونو متقابل تاثیر وو چی د ۲۰ پیړی په پیل کی د افغانی ټولنی د ضرورتونو پر اساس یو ځل بیا د اصلاحی پروګرامونو د پلی کولو لپاره عملی ګامونه واخستل شو : د جرایدو نشریدل پیل شو ، مکتبونه او مدرسۍ جوړۍ شوۍ ، شخصی کتابخانۍ جوړۍ شوۍ ، تجارت پراختیا وموند ، پانګوالی مناسبات په تجارتی برخه کی پرمختګ وکړ او ملی تجاران رامنځ ته شول . په ۱۹۱۹ م کال کی د افغانستان سیاسی استقلال وګټل شو ، اساسی قانون جوړ شو او د معارف تعمیم لپاره عملی ګامونه واخستل شو . دا ځلی بیا هم دغه ټول اصلاحات د انګریزی استعمار د دسیسو ښکار شو او د جهالت تورو تیارو کندو ته ور وغورځول شو . د ۲۰ پیړی په دوهمه نیمائی (۱۹۶۷م کال) کی د ثور انقلاب بریالیتوب ته ورسید ، د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت اعلان شو او د خلکو په ګټه اساسی قانون جوړ شو . د ا.خ.د.ګ له ټولنیزی سیاسی تګلاری سره سم ملی دیموکراتیک اصلاحات یوځل بیا پیل شو . دا ځلی د ثور ملی دیموکراتیک انقلاب او د هغه ټول ملی دیموکراتیک اصلاحات د نړیوال امپریالیزم او سیمه ایزی ارتجاع د نا اعلان شوی جګړی سره مخامخ شو ، او د نړیوال امپریالیزم د نوی استعماری سیاست ښکار شو .

پورته ذکر شوی اصلاحی پروګرامونه په مختلفو تاریخی پړاوونو کی او په مختلفو ځایونو کی تر سره شوی دي : وګوری چی د انګلستان  د پارلمانی حقوقو د اعلانولو په نتیجه کی په نړی کی مشروطه نظامونه را وزیږیدل ، او د فرانسی د ټولنیز انقلاب په نتیجه کی د لمړی ځل لپاره د بشر د حقوقو اعلان وشو چی لړی ئی تر اوسه پوری ادامه لری او د اکتوبر د ستر سوسیالستی انقلاب په نتیجه کی د لمړی ځل لپاره په فدراتیفه روسیه کی د زیار ایستونکو دولت جوړ او ټینګ شو چی وروسته د شوروی متحده جمهوریتونو په بڼه پراختیا وموندله او د نړی نورو زیار ایستونکو ولسونو ته د  دیموکراتیکو ټولنیزو انقلابونو الهام وګرځید . دا ټوله انقلابی بدلونونه په بشری ټولنه کی د دیموکراسی د ټینګیدو مقدمات دی .

په افغانستان کی د ټولنیز پرمختګ او ټولنیز عدالت لپاره  ، له ډیری پخوا زمانی څخه د مدنی نوښتونو او مثبتو ټولنیزو بدلونونو د راوستلو فکر او خوځښت موجود وو ، چی په نورو هیوادونو ئی خپل متقابل تاثیر درلودلی دی : بیلګه به ئی د افغانستان له ډیر نږدی تاریخ څخه را واخلو : په ۱۹ پیړی کی به د علامه سید جمال الدین افغانی د استعماری ضد او استبدادی ضد ، له سیاسی -  علمی – فکری حرکت او د هغه له ټولنیزی سیاسی فعالی مبارزی څخه یادوونه وکړو . د علامه سید جمال الدین افغانی لوړ علمی – سیاسی افکار او سیاسی مبارزه په نړیواله کچه خپل پلویان او پیروان درلودل . د هغه ستر شخصیت علمی – ادبی – سیاسی او فرهنګی فعالیتونه نه یواځی د افغان ملت په سیاسی بیداری کی بلکه د هند ، ایران ، ترکیی ، عربی ولسونو او نورو ملتونو په علمی سیاسی بیداری کی رغنده او ټاکونکی رول لوبولی دی . همدارنګه کولی شو چی د امیر شیر علی خان د حاکمیت په دوره کی د شمس النهار جریدی له خپرولو څخه یادوونه وکړو چی د هیواد او د سیمی هیوادونو د ولسونو په سیاسی – اقتصادی او کلتوری تنویر کی رغنده رول درلودلی دی . په ۲۰ پیړی کی د مولوی عبدالروف خان قندهاری (خاکی) په مشری د سراج الاخبار له تاسیس څخه یادوونه وکړو ، چی مولوی نجف علی ئی د تحریر معاون ، مولوی محمد سرور خان (واصف) ئی د تحریر غړی او محمود (طرزی) چی له شام څخه تازه هیواد ته راستون شوی وو د سراج الاخبار د همکار او مشاور په توګه کار کاوه . په حقیقت کی سراج الاخبار د افغان ملت د ټولنیز سیاسی ژوند د تنظیمولو لپاره د انقلابی مشروطه غوښتونکو د ملی دیموکراتیک استعماری ضد غورځنګ لمړنی متشکل سیاسی مرکز وو .

لمړنی سراج الاخبار د ۵ شنبی په ورځ د ۱۹۰۶ م کال د جنوری په ۲۲ نیټه په ۱۶ مخونو کی د یوی ګڼی له خپریدو څخه وروسته د انګریزی استعماری محافلو په دستور وتړل شو . د مشروطه غورځنګ سیاسی او تشکیلاتی پټ فعالیت د مولوی عبدالروف خان (خاکی) له مړینی څخه وروسته د مولوی محمد سرور خان واصف الکوزی په مشری د (جمعیت سری ملی) په نوم لمړی مشروطه غوښتونکی ملی دیموکراتیک پټ سیاسی غورځنګ جوړ شو . دوی د انګریزی استعمار پر ضد خپلی ملی آزادی بخښونکی مبارزی ته او د مطلقه استبداد پر ضد خپلی مشروطه غوښتونکی ملی دیموکراتیکی مبارزی ته د پخوا په شان ادامه ورکړل . په ټولنه کی د دوی د سیاسی فعالیت تاثیر دومره زیات وو چی په ۱۹۰۹ م کال د مارچ په میاشت کی د انګریزانو لخوا د ګمارل شوی امیر حبیب الله په یوه صادر شوی فرمان کی د (جمعیت سری ملی) د پټ سیاسی سازمان فعالیت لغو شو او د هغه د مشرانو او غړو د نیولو او زندانی کولو امر صادر شو . مولوی محمد سرور خان (واصف) او ملګري یی د ملی سیاسی مبارزی په ډګر کی د ګوډاګی امیر تر خونړی او وحشیانه بریدونو لاندی راغلل او د شیر پور زندان ته واچول شول . له دوه ورځی زندان څخه وروسته د ملی خاین امیر حبیب الله لخوا په توپ والوزول شول ، او په شهادت ورسیدل . د دوی پاک ارواح دی خاد وی .

د ملی خاین امیر حبیب الله او د هغه د ورور نصر الله په دی هم زړه یخ نشو . خاین امیر د خپل ورور نصر الله په وړاندیز د معارف د محدودولو او تړلو تصمیم ئی ونیول ، او ویل به ئی چی : (معارف مشروطه غوښتونکی زیږوی) . د انګریزی استعمار په دستور د ملی خاین امیر حبیب الله جنایتکارانه ترورستی عمل ، وحشت او اختناق ونه توانید چی د افغانستان د ریښتینو بچیانو د هیواد پالنی انقلابی روحیه مات او یا غلی کاندی . د مشروطه غورځنګ سیاسی او تشکیلاتی فعالیت د پاتی افغان انقلابی روڼ آندو په مشری د ملی بیداری په سیاسی څپو کی د افغان قهرمان ملت په یو موټی کولو سره دوام وموند ، او د محمود (طرزی) په رهبری سره دوهم مشروطه انقلابی غورځنګ د (جوانان بیدار افغان) په نوم یو ځل بیا جوړ شو . د لمړنی سراج الاخبار د بندیدو څخه ۶ کاله وروسته د وخت په تقاضاء او د ښاغلی محمود (طرزی) په ابتکار سراج الاخبار افغانیه په ۱۹۱۱ م کال د اکتوبر په میاشت خپل نشرات له سره پیل کړل ، چی د ۱۹۱۹ م کال د جنوری تر میاشتی پوری نشرات درلودل . سراج الاخبار د افغانستان د ریفورمستانو او منورینو په فکری وده کی ډیر ستر رول لوبولی دی ، او همدارنګه مشروطه ملی دیموکراتیک غورځنګ په هغه وخت کی د افغانستان د ملی خوځښتونو په راس کی د ځوان ملی بورژوازی د مترقی افکارو تبلیغ کوونکی وو . مشروطه پټ غورځنګ او سراج الاخبار له انګریزی استعمار څخه د سیاسی استقلال په ګټلو کی ډیر قوی او فعال رول ولوباوه ، او د آزادی خواهی ډیر ستر فکری او سیاسی مرکز ګڼل کیدل . د لمړی او دوهم سراج الاخبار ټولنیز سیاسی او کلتوری آغیز نه یواځی د هیواد په داخل کی پر استعمار ضد ځوانانو او مشروطه غوښتونکو باندی وو ، بلکه په خارج کی د هند پر آزادی غوښټونکو کړیو ، د ایران پر مشروطه غوښتونکو او د منځنی آسیا پر هغو ځوانانو او منورینو باندی چی د غیر مسئولو او خپل سرو امیرانو د استبداد او استعمار د ظلمونو له امله ، د اور په لمبو کی سوځیدل ، هم وو . مشروطه غوښتونکی غوښتل چی په سراج الاخبار کی د ولسونو د ملی – سیاسی او مدنی فکری ویښتیا تر څنګ ، نړیوال نوی مدنیت خلکو ته معرفی کړی .

د افغانستان په تاریخ کی مشروطه غورځنګ د یو منظم ګوند په حیث خپل سیاسی تګلاره او منظم تشکیلاتی سیستم درلودل .

د مشروطه غورځنګ مرام : مشروطه غورځنګ په لیکلی ډول سره کوم خاص مرام نه درلود ، خو په عموم کی د دوی مرامی فعالیت پر لسو مادو باندی عیار شوی وو : ۱ ــ د مطلقه استبدادی رژیم ړنګول او د هغه پر ځای د مشروطه رژیم ټینګول . ۲ ــ له انګریزی استعمار څخه د سیاسی استقلال ګټل . ۳ ــ د آزادو ټولټاکنو له لاری د ملی شورا تاسیس . ۴ ــ د اساسی قانون جوړول او د قانون حاکمیت . ۵ ــ د عامه خلکو په ژوند کی د نوی مدنیت ترویج او د اداری ریفورمونو تر سره کول . ۶ ــ ټولنیز عدالت ، مساوات او د خلکو د حقوقو تحفظ . ۷ ــ د معارف او مطبوعاتو او د هغو وسایلو تعمیم چی د خلکو په ملی او سیاسی ویښتابه کی مرسته کوی . ۸ ــ له بهرنیو هیوادونو سره د افغانستان د سیاسی او اقتصادی اړیکو آزادانه پراختیا . ۹ ــ د نوی مدنی بنسټونو د جوړیدو لپاره د ساینس او تکنالوژی پراختیا . ۱۰ ــ په افغانستان کی د بریښنایی او صنعتی تاسیساتو جوړول .  د دوهم مشروطه غورځنګ مرام د پخوا په شان عیناً هماغه د لمړی مشروطه غورځنګ مرام وو ، یواځی په تاکتیکی برخه کی لږ څه نور هم پراختیا وموندله ، هغه دا چی : په ځینو رادیکالو او چپو تندروو کړیو کی د وسلی (تمانچی) استعمال او ترور هم جایز ګڼل کیدل ، لکه چی د تندروو ځوانانو لخوا د ۱۲۹۷ لمریز کال د چنګاښ په دولسمه نیټه د شپی لخوا خاین امیر حبیب الله د مشروطه ځوانانو لخوا د لغمان د کله ګوش په سیمه کی ووژل شو . د ځوانانو د قهر آمیزی مبارزی روحیه د هغه وخت په شعر او ادب کی هم انعکاس موندلی وو لکه چی شاعر وائی :

تا کی از جور و ستم شکوه و فریاد کنید !                   سعی بر هم زدن منشاء بیداد کنید !

ننگ دارد بشــــریت ز چنین کهنه رژیم !                    طرح ویرانی این بنگـه بیداد کنید !

د مشروطه غورځنګ تشکیلاتی جوړښت : مشروطه انقلابی غورځنګ د خپل کمی تشکیلاتی جوړښت له نظره د ټول هیواد په کچه یو پراخ سراسری ګوند نه وو ، خو د کیفیت له نظره پخپل سیاسی تصویر کی ، په داخل او په خارج کی د استبداد او استعمار پر ضد د ولسونو په سیاسی ویښتیا او سازماندهی کی ډیر قوی رول درلودلی دی . مشروطه غورځنګ په لیکلی ډول سره اساسنامه هم نه درلودله ، خو پټ اساسناموی اصول د دوی په سیاسی تشکیلاتی فعالیت کی د ځینو نیمګړتیاوو په درلودلو سره بیا هم رعایت کیده : نوۍ غړۍ به مشروطه غورځنګ ته په ډیر محتاطانه ډول سره جزبیدل . البته د غړیتوب په شرایطو کی د بهرنیانو په منلو کی یو څه استثنا موجود وو ، لکه : ګوند ته د برتانوی هند د مهاجرینو جزبیدل . د دی ګوند د سازمانی حوزو تشکیلاتی سیستم د لسو ، لسو ګوندی غړو په تعداد سره جوړیده . په کوچنیو لس کسیزو سازمانی حوزو کی به د نوی غړی پر شخصیت او اهلیت باندی د اعتماد پروسه تکمیلیده ، بیا به په هماغه کوچنی سازمانی حوزه کی د نوی غړی د سوګند مراسم : په قرآن او توره باندی د لاس په ایښودلو سره ترسره کیدل . د نوی غړی څخه به د ګوند د اساسناموی اصولو د رعایت ، او ګوندی مرام ته د فاداری تعهد اخستل کیدل . د کوچنیو ګوندی سازمانی حوزو غړی یو له بل سره نه پیژندل ، یواځی د کوچنیو ګوندی سازمانی حوزو منشیان یو له بل سره پیژندل ، او یو له بل سره د لزوم په صورت کی ګډی غونډی کولی . ګوندی غونډی په ډیر محرمانه شکل سره ، او معمولاً د شپی لخوا دایریدل . دا چی د انګریزی اجنټانو او دولتی استخباراتو څخه د خطر احساس موجود وو ، ټولی غونډی احتیاطاً په شفاهی ډول تر سره کیدل ، او لیکلی پروتکول ئی نه درلودل . د ګوند عمومی منشی او د مرکزی کمیټی هر یو غړی ، د یوی کوچنی لس کسیزی سازمانی حوزی د منشیتوب مسئولیت ئی هم درلودل . ټول ګوندی دستورونه په شفاهی ډول سره وو . د ګوند د ۳ کلن سیاسی – تشکیلاتی فعالیت په جریان کی یواځی د یو ځل لپاره د ګوند مشرتابه پلاوی او د سازمانی حوزو منشیان داسی ګډه غونډه دایره کړه چی په هغه کی د ګوندی غړو د وسله وال کیدو پر مکلفیت پریکړه وشوه ، او دا غونډه د لمړی ځل لپاره تحریری پروتوکول درلود ، او د پروتوکول په پای کی د ټولو ګډون کوونکو غړو لاسلیکونه موجود وو . متاصفانه چی د ګوند د پټی مبارزی د نیمګړو اصولو له رعایت سره ، سره او په بیا ، بیا د ګوندی تحلیف په تازه کولو سره ، سره ، د افغانستان د ترقی او پرمختګ قسم خوړلی دښمنان د دغی غونډی د پروتوکول کاپی او د پریکړو ټول اسرار ئی د ملی خاین امیر حبیب الله دربار ته ورسول . خاین امیر د ۱۹۱۹ م کال د مارچ په میاشت د یو فرمان په صادرولو سره د (جمعیت سری ملی) ټول پټ فعالیتونه ملغاء او د هغه د رهبری او غړو د نیولو او زندانی کولو امر ئی صادر کړ . د مشروطه غورځنګ ترکیب د هیواد پالو استعمار ضد روحانیونو ، دولتی مامورینو ، معلمانو ، کسبه کارانو ، د دربار غلام بچګانو ، د اشراف او فیوډالانو لبرال زامن او نورو څخه تشکیل شوی  وو . استعمار ګرانو او د هغوی ګمارل شویو امیرانو ته هیڅ وخت هیواد پال مترقی خوځښتونه د تحمل وړ نه وی او خوند نه ورکوی . مشروطه غورځنګ د دولتی مخبرانو او ابن الوختو کسانو د خیانت او جنایت په وجه د دولتی غدارو امیرانو او ملی خاینینو له وحشیانه او قاتلانه بریدونو سره مخامخ شو . لازم بولم چی دلته د ځینو مورخینو په حواله د څو تنو درباری جاسوسانو او ابن الوختانو مشخص نومونه ولیکم ، او د هغوی د نومونو یادول د دی لپاره ضروری ګڼم چی له یوی خوا : د استعمار او د دربار اوسنی جاسوسان ، ابن الوختان او مرتدان په دی باندی وپوهیږی چی تاریخ د ژوند آئینه ده . له بلی خوا د اوسنی او راتلونکی زمانی انقلابی شخصیتونو ته خبرداری دی چی له جاسوسانو ، مخبرابو ، ابن الوختانو او مرتدانو څخه غافل پاتی نشی . غفلت د مرګ په معنی دی . د ګوډاګی امیر حبیب الله د دربار د اجنټانو له جملی څخه : د تاریخ شرمیدلی ملا منحاج الدین ، د تاریخ شرمیدلی معلم سردار محمد کبیر ، د تاریخ شرمیدلی عبدالحق ، او د تاریخ یو بل شرمیدلی ابن الوخت مولوی محمد حسین چی د برتانوی هند د مهاجرینو له جملی څخه وو ، او د هندی مهاجرینو د غورځنګ (جان نثاران ملت) غړی وو ، او د نورو هندی مهاجرینو تر څنګ د افغانی مشروطه غورځنګ غړی هم وو . د مولوی محمد حسین شخصیت او کرکتر د زمانه سازی سره پوره سازګار وو : هغه د (افغان پاچا) په نوم په اردو ژبه یو کتاب لیکلی وو ، د کتاب په ټولو پاڼو کی د امانی دوری صفتونه لیکل شوی وو ، خو کله چی د سقاو ځوی حبیب الله کلکانی د کابل حاکمیت ته ورسید ، مولوی محمد حسین په کابل کی د حبیب الاسلام په نوم د ارتجاعی جریدی مدیر مسئول مقرر شو . په دی ارتجاعی جریده کی مولوی محمد حسین د امیر حبیب الله کلکانی د خوشحاله کولو لپاره ډير نا روا او درواغجن تورونه او منفی تبلیغات د غازی امان الله خان پسی ولیکل او نشر ته وسپارل ، چی بیا له څو میاشتو څخه وروسته مولوی محمد حسین له کابل څخه وتښتید . کله چی محمد نادر خان حاکمیت ته ورسید ، دي د افغانستان څخه دباندی (د افغانستان انقلاب) په نوم یو بل کتاب په اردو ژبه ولیکل . په دی کتاب کی له سر څخه تر پایه پوری د محمد نادر خان او د هغه د کورنی ستاینه شوی وو ، او غازی امان الله خان او د هغه د حاکمیت د دوری سیاسی شخصیتونه پکی غندل شوی وو . (جنبش مشروطیت در افغانستان ، ۶ مخ ، مو‌ءلف : پوهاند عبدالحی حبیبی ، چاپ ۱۳۶۳ لمریز کال) .

باز د غرونو په سر ګرځی په همت خپل        چا لیدلی کوم ټپس چی غرنی شی

په دغه بیت کی باز د ځوانانو د انقلابی ارادی ، لوړ همت او بلند پروازی سمبول دی ، او ټپس (یوه مردار خواره مرغه ده) د مفت خوری ، د ارتجاع او استعمار د غلامی او مزدوری سمبول ګڼل شوی دی .

په دی برخه کی غواړم لمړی د افغانستان د مشروطه غورځنګ د دریو انقلابی رهبرانو لنډه پیژندنه وشی او بیا به د تاریخ په رڼا کی د افغان ملت د ټولنیز سیاسی مدنیت دری تاریخی تکاملی مرحلی تر څیړنی لاندی ونیسو . ۱ــ د مولوی عبدالروف (خاکی) لنډه پیژندنه : عبدالروف د مولوی عبدالرحیم (کاکړ) ځوی دی چی په کال ۱۲۶۷ ق کی د قندهار په ښار کی زیږیدلی دی . پلار ئی په ۱۲۹۸ ق کال د قندهار په ښار کی مستقیماً د امیر عبدالرحمان په لاس ووژل شو . د پلار تر شهادت وروسته د امیر لخوا تبعید شو . په کال ۱۳۰۰ ق کی له ۳ کاله تبعید څخه وروسته امیر عبدالرحمان هغه دوباره کابل ته را وغوښت او د دربار د ملا امام په توګه او د شاهی مدرسی د استاذ او د قضاتو د ممتحن په توګه مقرر شو . مولوی خاکی په دریو ژبو : پښتو ، دری او عربی کی ډیر ښه ادیب او لیکوال وو . مولوی خاکی د خپلو نورو ملګرو سره د سراج الاخبار د جریدی خپرولو ته ئی د امیر په اجازه پیل وکړ ، چی د یوی ګڼی له خپرولو څخه وروسته د انګریزی استعمار په دستور دوباره د امیر لخوا وتړل شو . د مولوی خاکی او د هغه د ملګرو هدف د جریدی له نشر څخه ، د افغان ملت سیاسی بیداری او هغوی ته د نړیوالو ټولنیزو پرمختګونو ورپیژندل وو . مولوی خاکی او د ده ملګری د انګریزی استعمار سره په شدید مخالفت کی وو . مولوی عبدالروف خاکی په کال ۱۳۳۴ ق کی د ۶۷ کالو په عمر وفات شو او د کابل په خواجه صفا کی خاورو ته وسپارل شو .

۲ ــ د مولوی محمد سرور (واصف) لنډه پیژندنه : مولوی واصف د مولوی احمد جان خان (تاجر) الکوزی ځوی او د قندهار ولایت د ارغستان څخه وو . پلار ئی عالم ، ادیب او شاعر وو . واصف د علم او ادب زده کړه ئی له خپل پلار څخه وکړ ، دي هم د خپل پلار په شان ادیب ، شاعر ، روڼ آنده هیوادپال او خوش برخورده سړی وو . واصف د حبیبیی په لیسه کی معلم او د سراج الاخبار محرر هم وو . انګریزی استعمار او د امیر حبیب الله استبداد او د دولت مفسد اقتصادی او اداری سیستم ، باالکل د ده نه خوښیده . په لیسه کی د بهرنیو استقلال غوښتونکو هندی معلمانو شتون او له هغوی سره د ده نږدی مناسبات ، د بهرنیو هیوادونو د جرایدو مطالعه او د ده خپل انقلابی طبیعت د ده د سیاسی شعور په وده کی ستر رول درلود ، ان تر دی چی د مشورطه غوښتونکو د پټ ملی ګوند (جمعیت سری ملی) په جوړولو ئی لاس پوری کړ . پټ ملی ګوند له دری کاله سیاسی او تشکیلاتی فعالیت څخه وروسته د ملی خاین امیر حبیب الله تر وحشیانه بریدونو لاندی راغی او د ګوند رهبری د شیر پور زندان ته واچول شو . له دوو ورځو زندان څخه وروسته مولوی واصف او د هغه ورور سعد الله خان او عبدالقیوم خان هملته د شیر پور په زندان کی د خاین امیر لخوا په توپ والوزول شول . د دوی پاک ارواح دی خاد وی .

۳ــ د محمود طرزی لنډه پیژندنه : محمود طرزی د سردار غلام محمد خان بارکزی ځوی او د سردار رحمدل خان کړوسی دی . محمود په ۱۸۶۸ م کال په غزنی کی وزیږید . پلار ئی د انګریزانو لخوا د ګمارل شوی امیر عبدالرحمان سره مخالفت درلود ، له همدی امله په ۱۸۸۲ م کال کی د خپلی کورنی سره یو ځای له هیواد څخه تبعید شو . په دغه وخت کی محمود ۱۵ کلن وو ، چی د دوی کورنی کراچی ته ولاړل . ۳ کاله وروسته له کراچی څخه بغداد ته او بیا په ۱۹۸۶م کال کی دمشق ته ولاړل . له هغه ځایه محمود د خپل پلار لخوا د یوه لیک سره استانبول ته د علامه سید جمال الدین افغان حضور ته واستول شو ، او په ترکیه کی د سید جمال الدین افغان شاګرد وو . محمود طرزی لیکی چی : له علامه سید جمال الدین افغان څخه زما ۷ میاشتنی زده کړه او ژوند ، د ۷۰ کالو زده کړی له ارزښت سره برابره وه . علامه سید جمال الدین افغان خپل شاګرد محمود طرزی ئی دی ته تشویقاوه چی د ټولو اسلامی هیوادونو د ولسونو سیاسی ویښتیا ته ملا وتړی . طرزی د ادبیاتو ، حقوقو ، سیاست ، اجتماعیاتو او طبعی علومو په برخه کی زده کړه ګړی وو . طرزی ډیر ښه لیکوال ، شاعر او سیاستمدار وو ، په پښتو ، دری ، اردو ، ترکی او فرانسوی ژبو باندی ډیر ښه پوهیده او لیک لوست ئی پری کولی شو . طرزی پخپلو سفرونو کی د اروپایی مدنیت ، برق ، صنایعو ، د اورګاډی پټلی (لاری) ، مطبعی ، د جرایدو له خپرولو او نورو علمی پرمختګونو سره آشنا شو . د طرزی پلار په ۱۹۰۱م کال کی په تبعید کی وفات شو ، په همدغه کال امیر عبدالرحمان هم مړ شو . د امیر تر مړینی وروسته په ۱۹۰۲م کال د هغه ځوی حبیب الله پاچا شو . طرزی د هغه مبارکی دپاره کابل ته راغی ، د ملاقات په وخت کی امیر حبیب الله له هغه څخه وغوښتل چی بیرته کابل ته راشی . طرزی د امیر وړاندیز ومنل ، او په ۱۹۰۳م کال کی د خپلی کورنی سره بیرته هیواد ته راستون شو ، او د تالیف او ترجمی په کار بوخت شو ، ډیر آثار ئی ولیکل . طرزی په دی لټه کی وو چی په افغانستان کی د سیاسی فعالیت لپاره په ملی کچه زمینه مساعده کړی . طرزی د لمړنی سراج الاخبار له توقیف څخه ۶ کاله وروسته یو ځل بیا د سراج الاخبار افغانیه جریده تاسیس کړ . په دی جریده کی ملی – ټولنیز – سیاسی – ادبی او فرهنګی مضامین خپریدل ، او افغان ولس ته به ئی د نړی د نویو علمی – تخنیکی – سیاسی او مدنی پرمختګونو په اړه معلومات ورکول ، او غوښتل ئی چی له دی لاری افغان ولس د نړی د مترقی افکارو او پرمختللو علمی لاسته راوړنو سره آشنا شی ، تر څو افغان هیوادپال ولس د خپل هیواد ټولنیز پرمختګ ته وهڅول شی . طرزی د لمړی مشروطه غورځنګ د وارث په توګه د (جوانان بیدار افغان) په نوم سیاسی ګوند جوړ کړ . دوهم مشروطه غورځنګ د اروپائی او ترکی مدنیت څخه متاثر وو .                  د طرزی او د هغه د سیاسی ملګرو ، په سیاسی – ادبی او فرهنګی فعالیتونو کی : د افغانستان د سیاسی استقلال د ګټلو لپاره د انګریزی استعمار او امپریالیزم پر ضد مبارزه ، چی زمونږ د ټولنیز پرمختګ په مخ کی ډیر لوی خنډ وو ـــــ د فیوډالی او نیمه فیوډالی وروسته پاتی اقتصادی سیستم پر ضد مبارزه ، چی د افغان ملت د بیکاری او دوامداره فقر او غربت ډیر قوی عامل وو ــــ د ملوک الطوایفی (خان خانی) د وروسته پاتی سیاسی سیستم پر ضد مبارزه ، چی د افغانستان د مرکزی دولت د جوړیدو په مخ کی لوی خنډ وو – د وروسته پاتی قبیلوی ظالمانه سیاسی حاکمیت پر ضد مبارزه ، چی له پیړیو څخه پر افغان ولس مسلط وو او په سیاسی حاکمیت کی د عامه ولس د ګډون مخه ئی نیولی وو ـــ او داسی نور ...... له ورایه ځلیده .

د دوهم مشروطیت په سیاسی او ادبی غورځنګ کی ډیر هیوادپال ملی شخصیتونه وروزل شول ، چی د دوی د استعمار ضد مبارزی او مترقی افکارو له برکته د افغانستان سیاسی استقلال په ۱۹۱۹م کال کی وګټل شو ، او ملی دیموکراتیک مشروطه اصلاحات ترسره شول . طرزی په امانی رژیم کی د دولت خارجه وزیر وو . د انګریزی استعمار په توطئه کی د امانی رژیم له سقوط څخه وروسته طرزی لمړی قندهار ته ، بیا هرات ته او له هغه ځایه ایران ته ولاړ ، ۸ میاشتی په ایران کی وو بیا له هغه ځایه د ۱۹۲۹م کال د اکتوبر په میاشت کی شوری اتحاد ته او بیا د ترکیی په دولت کی د سیاسی کډوالی ژوند غوره کړ ، او په ستانبول کی میشت شوو . طرزی په ۶۸ کلنی کی د ۱۹۳۳م کال د نومبر په ۲۲ نیټه وفات شو ، او د ابو ایوب انصاری (رح) مزار ته نږدی خاورو ته وسپارل شو . روح دی ښاد وی . طرزی پس له ژونده هم خپلی هیواد پالنی ته ځان متعهد بولی او د وطن په مینه وائی چی :

تابوت مرا بر سر کوهی بګذارید                    تا باد وزد بر سر آن از وطن من

طرزی غوښتل او غواړی چی د خپل مورنۍ هیواد په غیږ کی ، د خپل استاذ علامه سید جمال الدین افغانی په ځنګ کی په ابدی خوب بیده شی . تر څو د دوی د مزار په لیدلو سره د افغان تاریخ ترقی غوښتونکی هیلی راژوندی شی ، او د افغانستان هیواد پال بچیان د خپل هیواد ټولنیز پرمختګ ته وهڅول شی . طرزی هیوادپالو افغانانو ته په انتظار دی ، چی د هغه د ملی او دیموکراتیکو سیاسی ارمانونو د پوره کولو لپاره عملی ګامونه را واخلی .

اوس به د افغان ملت د ټولنیز سیاسی مدنیت له دریو تاریخی تکاملی مرحلو څخه په مشخص ډول یادوونه وکړو : په عموم کی د ټولنیز سیاسی مدنیت په دری واړو تکاملی پړاوونو کی ملی دیموکراتیکه – سیاسی مبارزه د ګډو ملی اهدافو لپاره ترسره شوی دی ، چی هغه : د استعمار او امپریالیزم پر ضد د افغانستان د سیاسی او اقتصادی خپلواکی لپاره ګډه مبارزه ، د ملی حاکمیت او ارضی تمامیت لپاره ګډه مبارزه ، او د افغانستان د ګړندی پرمختګ لپاره د داخلی مستبدو واکدارانو او قبیلوی سیاسی حاکمیت پر ضد ګډه مبارزه ، ده . په دری واړو تکاملی پړاوونو کی د افغانستان د ټولنیزی – سیاسی – اقتصادی – علمی – تخنیکی او کلتوری وروسته پاتی والی پر ضد په دوام داره توګه او په پرله پسی ډول مترقی او دیموکراتیکه مبارزه شوی دی او کیږی .

همدارنګه په دری واړو تکاملی پړاوونو کی داسی توپیرونه هم موجود دي چی په پرله پسی ډول د افغانستان دیموکراتیک سیاسی غورځنګونه ئی د ملی او نړیوالو دیموکراتیکو – سیاسی معیارونو سره همغږی کړی دی ، چی هغه : د نړیوالو دیموکراتیکو سیاسی غورځنګونو سره په متقابل تاثیر کی د دیموکراتیکو ګوندونو د سیاسی او تشکیلاتی جوړښتونو د پوخوالی پړاوونه دي ، او له بلی خوا د دیموکراتیکو سیاسی ګوندونو په ټولنیزو سیاسی تګلارو کی د ټولنیز عدالت د تامینولو لپاره ټولنیز پرمختلونکی ، مترقی او دیموکراتیک توپیرونه دي .

۱ ــ په لمړی کتګوری کښی د مشروطه غوښتونکو د انقلابی غورځنګ ملی – دیموکراتیکه مدنی مبارزه ده ،  چی د دوی د متشکلی سیاسی مبارزی په نتیجه کښی د افغانستان سیاسی استقلال په ۱۹۱۹م کال د ۲۷ کلن غازی امان الله خان تر رهبری لاندی له انګریزی استعمار څخه وګټل شو او سیاسی مدنی اصلاحات تر سره شول .  

په امانی دوره (۱۹۱۹ د فبروری ۲۷ ــ ۱۹۲۹ د جنوری ۱۴) کښی د مشروطه غوښتونکو د سیاسی افکارو تر تاثیر لاندی په هیواد کښی سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی  او فرهنګی  مترقی اصلاحات پیل شول او د امارتی مطلقه رژیم پر ځای مشروطه شاهی رژیم اعلان شو . په افغانستان کښی د لمړنی پارلمانی نظام د بنسټ ډبره کښیښودل شو . د نوی مستقل سیاسی ټولنیز نظام د ټینګښت لپاره یو لړ مترقی قوانین تصویب شول او د لمړي ځل لپاره په افغانستان کښی غلامداري او اجباری کار رسماً لغو شو . زمونږ د هیواد سیاسی استقلال لمړی د شوروی فدراتیفی روسیی لخوا د لینین په مشری په رسمیت وپیژندل شو او وروسته د فرانسی ، المان او نورو اروپایی دولتونو او د اروپا د انقلابی غورځنګونو د سیاسی ملاتړ څخه برخمن شو . زمونږ سیاسی او اقتصادی استقلال چی د انګریزانو استعماری دولت ته د زغم وړ نه وو غوښتل چی افغان ولس یو ځل بیا تر خپل سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی اسارت لاندی راولی . د انګریزی استعمار جاسوسی شبکی چی یو شمیر ضعیف النفسه افغانان (درباری منورین او روحانی شخصیتونه) د هغه غړی وو د مترقی پاچا غازی امان الله خان او د هغه مترقی اصلاحاتو پر ضد په منفی تبلیغاتو او لمسوونو لاس پوری کړل او د افغان ولس د مترقی ټولنیز سیاسی نظام او د هغوی د مترقی پاچا غازی امان الله خان بدنامولو او را پرزولو ته ئی کلکه ملا وتړله . په دی حساسو شیبو کی د انګریزی استعمار پوری د تړلو شبکو په واسطه د کابل په ښار کی د امانی مشروطه رژیم پر خلاف د ۴۰۰ ملایانو غونډه جوړه شوه . چی له غونډی څخه وروسته ئی پر غازی امان الله خان د کفر تور تبلیغاوه . دا په داسی حال کی وو چی غازی امان الله خان پخپل اسلامیت باندی په ښکاره ډول سره اعتراف کاوه . اسلام دښمنه انګریزی ګوډاګیانو ، د کفر او اسلام د شعار په وړاندی کولو سره د افغانستان د سیاسی ، ټولنیز او اقتصادی پرمختګ په مخ کی خنډ واقع شول . او د افغانستان مسلمان ملت ئی پخپلو غولونکو سیاسی شعارونو ، وغولاوه ، او د انګریزی استعمار د ګوډاګیانو دوباره سیاسی تسلط ته ئی زمینه مساعده کړه . انګریزانو د خپلو جاسوسانو په مرسته د افغانی ځان غوښتونکو عناصرو سره خپلی اړیکی ټینګی کړی او هغوی ته ئی د سیاسی – نظامی او مادی امتیازاتو او کومکونو وعدی ورکړی . انګریزانو د افغان ولس د سیاسی بیسوادۍ او مذهبی مقدسو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړه او په پټه سره د خپلو جاسوسی شبکو په مرسته خپلو متعهدو ارتباطی کسانو ته ئی نظامی اکمالات او سیاسی نظامی لارښوونه وکړه . دا داسی کسان وو چی ګواکي د  (ویش نه په تالا او د کور نه په صحرا) خوښ وو او په دی نه پوهیدل چی د ګران هیواد سیاسی استقلال او اقتصادی پرمختګ څه ته وائی ، څنګه لاس ته راځی او څرنګه ساتل کیږی . باید ووایو چی دوی د خپلو نفسانی خواهشاتو غلامان وو او د ملی ګټو د ساتلو فکر ورسره موجود نه وو .

انګریزانو له افغانانو څخه خپل د غچ اخستلو سیاسی پروژه په دوو پړاوونو کښی سازماندهي کـــــــــړۍ وه : ۱ــ لنډ محاله .  ۲ــ اوږد محاله .

په لمړنی لنډه مرحله کښی د انګــــــــریزی ګوډاګیانو په لمسون په پکتیا کی د ګوډ ملا (چی اصلی نوم ئی  عبدالله وو ، ۱۹۲۴م بغاوت) په مشری او په ننګرهار کښی په افغانی جامو کی د انګلیسی ډاکتر لارنس په سازماندهی د خوګیانو او شینوارو ولسی مخالفتونه او بغاوتونه تحریک شول . د کابل په شاو خوا کی هم د انګریزی ګوډاګیانو په لمسون پاڅونونه وشول چی په نتیجه کښی کلکانی حبیب الله مشهور د سقاو په ځوی سیاسی واک ته ورسول شو (د حاکمیت دوره ۱۹۲۹ د جنوری ۱۶ ــ ۱۹۲۹ د اکتوبر ۱۵) . په نتیجه کی امانی مشروطه شاهی رژیم ړنګ او د هغه پرځای یو ځل بیا امارتی مطلقه نظام اعلان شو او بیا ورپسی د غازی امان الله خان(۱) ټول مترقی اصلاحات ملغا شول . هیواد یو ځل بیا د استعمار او ارتجاع توری تیاری کندی ته ور وغورځول شو .

 په دی لنډه څو میاشتنی دوره کښی انګریزی استعمار له افغان ولس څخه پوره غچ واخیست او د سیاسی استقلال ټولی مدنی لاس ته راوړنی یی له خاورو سره خاوری کړی . د یوه سیاسی بیسواده ډلی حاکمیت ، د افغان ولس ټول ملی مترقی او قومی عنعنوی ارزښتونه تر پښو لاندی کړل ، چی په نتیجه کښی د ولس نارضایتی تر پخوا لا زیاته شوه . د یادولو وړ ده چی په اوسنی زمانه کی ځینی سیاسی لیکوالان او صاحب نظران کوښښ لری چی د حبیب الله کلکانی د وسله والی ډلی فعالیت ، چی په آخرو وختو کی د غازی امان الله خان د سیاسی مشروطه رژیم او د هغه د مترقی اصلاحاتو پر ضد وکارول شو ، د بزګرانو طبقاتی غورځنګ ونوموی . په داسی حال کی چی د کلکانی حبیب الله د حاکمیت په نهه میاشتنی دوره کی هیځ کوم عملی ګام د بزګرانو د سیاسی طبقاتی ګټو په دفاع کی پورته شوی نه دی . او پخپله حبیب الله کلکانۍ هیڅ کله خپل ځان د بزګرانو د سیاسی غورځنګ طبقاتی مخکښ نه دی بللی . نو ویلی شو چی دا تعریف د افغانی ټولنی څخه نا سم درک دی او یا په ارادی توګه د تاریخ تحریفول دی .

امیر حبیب الله کلکانی د خپل حاکمیت څخه مخکی او د خپل حاکمیت په دوره کی د بزګرانو د سیاسی غورځنګ په نوم کومه ټولنیزه سیاسی ، اقتصادی کړنلاره نه درلوده . له همدی امله ، د ده په حاکمیت کی ، ده ته نږدی لنډ آنده ځان غوښتونکو ، د ده د دولتی تګ لاری سیاسی محور ئی په ژبنی قومی او محلی بنسټونو باندی کښیښودل ، چی نورو قومونو ته د منلو وړ و نه ګرځید ، او د افغانانو ملی یووالی ته ئی داسی سخت زیان ورساوه ، چی د حبیب الله کلکانی د حاکمیت ړنګیدل یی ګړندی کړ . بیرته را ګرځو اصلی مطلب ته . انګریزی استعمار خپل د غچ اخیستلو د دوهمی مرحلی د تطبیق لپاره د سقاوی دوری څخه د نجات شعار د خپلو خاصو جاسوسانو په

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ(۱) د غازی امان الله خان په ۱۹۲۹ م کال د می په میاشت له افغانستان څخه ووت او ایتالیا ته ولاړ . هلته د زوریخ پخ ښار کی د دوشنبی په ورځ ۱۹۶۰ م کال د اپریل ۲۵ کی وفات شو ، چی د هغه له وصیت سره سم د هغه میت د جلال آباد ښار ته راوړل شو او د خپل پلار حبیب الله ترڅنګ ښخ شو .

 

مرسته په خلکو کښی خپور کړ ، ولس چی د کلکانی امیر حبیب الله د حاکمیت له دوری څخه ډیر ناراضه شوی وو د دی شعار په ملاتړ پورته شول (استعماری دولتونه ، خاصتاً د انګلیس استعماری دولت په نورو هیوادونو کی د خپلو سیاسی – اقتصادی ګټو او نظامی اهدافو د ساتلو لپاره د خپلو دایمی جاسوسانو او اجنټوری شبکو تر څنګ ، موقتی جاسوسانو او اجنټانو ته هم د یوی خاصی سیاسی مرحلی لپاره او یا د کومی خاصی وظیفی د اجراء لپاره ضرورت لری ، چی د هغی خاصی سیاسی مرحلی او یا خاصی وظیفی له اجراء څخه وروسته معمولاً استعمارګر دولتونه خپل هماغه ګمارل شوی جاسوس او یا اجنټ ، چی دوی ته ذاتاً پردۍ دی په یو شکل نه یو شکل سره وژنی تر څو د دوی د استخباراتی شبکی راز افشا نشی) . په دی پړاو کښی انګریزانو سیاسی واک ته د رسیدلو لپاره د محمد نادر خان (د حاکمیت دوره ۱۹۲۹ د اکتوبر ۱۶ ــ ۱۹۳۴م) سره هر اړخیزه مرسته وکړه او سیاسی حاکمیت محمد زائی کورنۍ ته وسپارل شو . انګریزی استعمارګرانو داسی سیاسی لوبه تر سره کړه چی د افغانانو غوڅ اکثریت بیخی په ځان پوه نه شول چی پر مونږ څه تیر شول او څه تیریږی . او زمونږ په هیواد کښی کومه سیاسی ډرامه چلیږی . حتا پر دی هم پوه نه شول چی آیا زمونږ سیاسی ژوند د اسارت خواته ځی او که د استقلال خواته ؟ . هغه کسان چی پوهیدل ، یا له هیواده وتلو ته مجبور شول او یا په یوه ډول نه یوه ډول سره ووژل شول . دا نو د ډیر افسوس ځای دی .                                                

دا ځل پر افغان ولس باندی د یو سیاسی بیسواده امیر پر ځای ، یو باسواده ظالم پاچا وګمارل شو چی د دوی کورنی پوره نیمه پیړی (۱۹۲۹ د اکتوبر ۱۶ ــ ۱۹۷۸ د اپریل ۲۷) پر افغان ولس باندی سیاسی حاکمیت وچلاوه . په دی نیمه پیړی کښی افغانستان د انګریزی استعمار تر تاثیر لاندی نیم مستعمره سیاسی ژوند درلود . دا چی د شلمی پیړی په لمړی نیمائی کی د نړی په اکثره هیوادونو کښی د ټولنیزو دیموکراتیکو انقلابونو د بریالیتو په وجه د شاهی رژیمونو پر ځای جمهوری رژیمونه مسلط شوی وو نو په تاریخی لحاظ په افغانستان کښی هم شاهی رژیم له موده غورځیدلی وو او د وخت له غوښتنی سره برابره نه وه ، او د ټولنیزو سیاسی – اقتصادی پرمختګونو په مخ کی خنډ بلل کیده .

د نړیوالو مترقی ټولنیزو انقلابونو او د جمهوری رژیمونو د استقرار په عصر کی مشروطه سیاسی رژیم او مشروطه غورځنګ هم خپل د انقلابیتوب ارزښت له لاسه ورکړی وو .

د نړیوالو سیاسی او ټولنیزو پرمختګونو تر تاثیر لاندی د زمانی تقاضا‌ء دا وه چی په افغانستان کښی هم نوی ملی او خلقی دیموکراتیک سیاسی او مدنی غورځنګونه راو وزیږیږي او جمهوریت د مشرطیت ځای ناستی شی . د وخت په تقاضا په دی تاریخی دوره کښی د افغانستان ملی او دیموکراتیک ګوندونه جوړ شول ، او افغانانو د نړیوالی ټولنی د غړی په توګه د سیاسی کلتور له لحاظه یو ګام مخ په وړاندی کښیښودل .

۲ ــ د سیاسی مدنیت په دوهمه کتګوری کښی هغه ملی دیموکراتیکی ډلی او ګوندونه شاملیږی چی د مشروطه نهضت د لاسته راوړنو په تائید سره یو ګام مخ په وړاندی ولاړل او د ملی دیموکراسی د سیاسی تګ لاری د پلیکیدو لپاره ئی خپله مبارزه پیل کړل . د ملی دیموکراسی پلویانو د ملی او دیموکراتیکو شعارونو په وړاندی کولو سره په ټولنه کښی ملی سرسري اصلاحات غوښتل او کرار کرار یی د وړی بورژوازی د انکشاف لپاره په ټولنه کښی زمینه مساعدوله . دوی د مشروطه خواهانو په شان د استثمار اساسی سرچینی نه له منځه وړل ، یواځی د ملی بورژوازی د انکشاف دپاره ئی ډیر ځواکمن امپریالستی ضد او فیوډالی ضد خصلت درلودل . په همدی دلیل دوی د انقلابیتوب دعوه لرله او خپل ګوندونه ئی د خلکو مخکښان بلل .

مشروطه غورځنګ د انګریزی استعمار په نظامی حضور کی د ټولو استعماری ضد ملی خوځښتونو په راس کی خپله ملی آزادی بخښونکی انقلابی مبارزه سرته ورسوله ، او خپل تاریخی رسالت ئی ترسره کړل . انګریزی استعمارګرانو له دریو جګړو څخه وروسته وپوهیدل چی پر افغانانو باندی خپل مستقیم استعماری حاکمیت نشی ټینګولی ، نو ئی د خپل غیر مستقیم استعماری حاکمت د ټینګولو لپاره ئی لاری چاری لټولی ، بلآخره یوی داسی پایلی ته ورسیدل چی : د کلکانی حبیب الله او د خپلو پخوانیو خاندانی اجنټانو د محمد نادر خان د محمد زائی کورنی په وسیله (محمد نادر د محمد یوسف زوی د یحی لمسی او د سلطان محمد طلائی کړوسی وو ، چی د دوی دغه پورته ۴ نسله د انګریزی استعمار اجنټان وو او د انګریزانو په خدمت کی لوی شوی وو) او د دوی په وجود کی ، خپل استعماری اهداف  د نورو موجودو انګریزی جاسوسی شبکو په همکاری تطبیق کړی . هماغه وو چی د انګریزی پلان سره سم د امانی دوری څخه وروسته لمړی کلکانی حبیب الله او بیا له هغه څخه وروسته محمد نادر خان او له هغه څخه وروسته د هغه ځوی محمد ظاهر پاچا شو او بیا له هغه څخه وروسته سردار محمد داود د هغه تره زوی او اخشی د جمهور رئیس په نوم حاکمیت ته ورسید .

د دوهمی کتګوری ملی دیموکراتیکو ګوندونو او ډلو په افغانستان کی د مترقی سیاسی نهضت په توګه د انګریزی استعمار په غیر نظامی حضور کی خپل سرونه راپورته کړل ، خو د انګریزی استعمار په لاسپوڅی نظام کی ئی خپله انقلابی مبارزه د افغانستان د ترقی او پرمختګ لپاره سرته رسوله . چی لمړی د ویښ زلمیانو ګوند او بیا د وطن ګوند ، د خلق ګوند ، د کابل د محصلینو اتحادیه او نورو سیاسی ګوندونو او سازمانونو خپله سیاسی مبارزه پیل کړل . غواړم د دغو ګوندونو د سیاسی او تشکیلاتی مبارزی پر څرنګوالی او مشکلاتو باندی لنډ تماس ونیسم :

۱ ــ د ویښ زلمیانو ګوند : د دی لپاره چی د ویښ زلمیانو ګوند په دی پړاو کی تر نورو ګوندونو مخکی خپل سیاسی او تشکیلاتی کار پیل کړی وو ، لږ به زیاته رڼا پری واچوو : د ویښ زلمیانو ګوند په ۱۳۲۵ لمریز کال (۱۹۴۶م کال) د سلواغی (دلو) په میاشت د ننګرهار ولایت د جلال آباد په زاړه ښار کی د قیام الدین (خادم) په کور کی اساساً د دریو ملی انقلابی شخصیتونو هر یو : ګل پاچا (الفت) ، قیام الدین (خادم) او محمد طاهر خان (صافی) لخوا تاسیس شو . ګوند د یوی عالی جرګی لخوا رهبری کیدله . د ویښ زلمیانو د ګوند اکثره غړی هغه سیاسی لیکوالان ، ادیبان او شاعران وو چی چپی تمایلات یی درلودل . د ګوند له تاسیس څخه وروسته په ځینو ولایاتو کی د ولایتی جرګی منشیان وټاکل شول چی : عبدالروف (بینوا) د کابل د جرګی منشی ، عبدالله (بختانی) خدمتګار د ننګرهار د جرګی منشی او محمد علی (بڅرکی) د قندهار د جرګی منشی ، ټاکل شوی وول . د ګوند د تاسیس څخه وروسته د ۱۳۲۵ لمریز کال د سلواغی په ۲۵ نیټه د محمد طاهر خان (صافی) یو شعر چی عنوان ئی (ویښ زلمیان) وو د اتحاد مشرق په اونیزه جریده کی چی مسئول مدیر ئی ګل پاچا (الفت) وو نشر ته وسپارل شو . په دغه شعر کی د لمړی ځل لپاره د ویښ زلمیانو د ګوند مرام په شاعرانه ژبه لیکل شوی وو ، چی د مرام عمده ټکی ئی دا وو : ۱ ــ د عامه خلکو د افکارو تنویر ، د علم او معارف تعمیم . ۲ ــ له هر راز ظلم او رشوت سره مبارزه . ۳ ــ د مضرو او ناوړو رسمونو او رواجونو او خرافاتو سره مجادله . ۴ ــ د ملی وحدت د لا ټینګولو لپاره مبارزه . د پښتونستان د موضوع په اړه د ویښ زلمیانو ګوند دریځ دا وو چی : پښتنو او بلوڅو ورونو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړل شی . نوی ګوند ته د (ویښ زلمیانو) نوم ځکه ټاکل شوی وو چی دغه نوم یو عام فهمه او کمرنګه سیاسی نوم وو ، زیاتره عمومی ادبی حیثیت او ملی تشویقی بڼه ئی درلودله ، او حساسیتونه ئي نه را پارول . لیکلی اساسنامه او برنامه ئی درلودله . کلنی سراسری غونډه ئی د کابل په ښار کی د وږی (سنبلی) په میاشت د جشن د رخصتیو په وخت کی ، هغه هم د دوی د ملګرو په کورونو کی دائریدل . په ۱۳۲۶ لمریز کال کی د پښتو ټولنی د رئیس عبدالروف (بینوا) په ابتکار ټولو فارسی ژبو او پښتو ژبو افغانی لیکولانو ته عمومی بلنه ورکړل شو چی د هیواد د ځوانانو د بیداری په هکله مضامین ولیکی : ډیرو ګوندی او غیر ګوندی لیکوالانو مقالی ولیکلی ، چی په هغه کی د عبدالمجید (زابلی) (د دولت د اقتصاد وزیر) او صلاح الدین (سلجوقی) (د اطلاعاتو او کلتور مستقل رئیس) او د هغه میرمن حمیرا (سلجوقی) هم د موضوع په اړه خپلی مقالی ، پښتو ټولنی ته ورسپارلی وو ، او پښتو ټولنه د (ویښ زلمیانو) په نوم د دغو مقالو څخه یوه ټولګه چاپ کړله . په ۱۳۲۷ لمریز کال کی د ويښ زلمیانو د ګوند یوه عمومی سراسری غونډه په کابل کی جوړه شوه ، او له ولایتی کمیټو څخه منتخب آستازی ورته راغلی وو . په دغه وخت کی نور محمد تره کی هم د ویښ زلمیانو د ګوند غړی وو ، او د کابل د کمیټی په آستازو کی سراسری غونډی ته منتخب آستازی وو .

د ویښ زلمیانو نشراتی ارګانونه : د ویښ زلمیانو ګوند خپل ملی دیموکراتیک افکار په لمړی سر کی د دولتی جرایدو او ورځپاڼو له لاری ، د دولت د سیاست له په پام کی نیولو سره سم خپرول ، بیا په ۱۹۵۱ م کال کی د انګار د جریدی له لاری چی د فیض محمد خان په امتیاز چلیده او د یوی میاشتی فعالیت څخه وروسته توقیف شو . بیا له ۱۹۵۱- ۱۹۵۳ م کال پوری د ولس جریده د ګل پاچا الفت په امتیاز د دوی رسمی نشراتی ارګانونه وو .

۲ ــ د وطن ګوند : د وطن ګوند د ۱۳۲۹ لمریز کال (۱۹۵۰ م) د مرغومی (جدی) په میاشت د کابل په ښار کی د میر غلام محمد (غبار) په رهبری سره جوړ شو . دا ګوند خپل د سیاسی فعالیت اجازه ئی له پاچا څخه واخستله . لیکلی اساسنامه او برنامه ئی درلود . ملی مرامی تګلاره ئی د دیموکراتیکو اهدافو پر بنسټ جوړ شوی وو . د ګوند نشراتی ارګان ئی (د وطن جریده) وه چی په ۱۳۳۰ لمریز کال د وری د میاشتی څخه د همدغه کال تر ژمی پوری چی مصادف دی د (۱۹۵۱ م کال د مارچ د میاشتی څخه د ۱۹۵۲ م کال تر فبروری پوری) نشرات درلود چی وروسته بیا د دولت لخوا مصادره شو .

۳ ــ د خلق ګوند : د خلق ګوند د ۱۳۲۹ لمریز کال (۱۹۵۰ م) کی د کابل په ښار کی د عبدالرحمن (محمودی) په مشری تاسیس شو . د سیاسی فعالیت اجازه ئی له دولت څخه ترلاسه کړی وو . لیکلی اساسنامه او مرام نامه ئی درلودله . ملی مرام ئی د دیموکراتیکو اهدافو پر بنسټ جوړ شوی وو . نشراتی ارګان ئی د (ندای خلق جریده) وه چی د ۱۹۵۱ م کال د اپریل د میاشتی څخه د همدغه کال د جولای تر میاشتی پوری نشرات درلود . وروسته بیا د دولت لخوا توقیف شو .

۴ ــ د کابل د محصلینو اتحادیه : په ۱۳۲۹ لمریز کال (۱۹۵۰م) د کابل د محصلینو اتحادیه جوړه شوه . له دغی اتحادییی سره د کابل د لیسو د شاګردانو ، معلمانو او سیاسی مترقی سازمانونو او ګوندونو حمایت موجود وو .

۵ ــ ملی دیموکرات ګوند : ملی دیموکرات ګوند په ۱۳۲۹ لمریز کال (۱۹۵۰ م) کی د محمد ظاهر شاه په مستقیم امر سره د سردار محمد داود تر رهبری لاندی چی د پاچا د تره زوی او اخشی وو جوړ شو . ملی دیموکرات سازمان د انګریزی استعمار د جاسوسی شبکو او دولتی استخباراتو سره په ګډ تفاهم او همغږی کی چی هدف ئی د ویښ زلمیانو د ګوند ، د وطن ګوند ، د خلق ګوند ، د محصلینو د اتحادیی او نورو مترقی هیوادپالو ملی غورځنګونو د سیاسی او تشکیلاتی فعالیتونو تضعیفول او مخنیوی ، او د ځوانانو او عامه خلکو د غولولو لپاره جوړ شوی وو . د سیاسی فعالیت مقصد ئی له هیوادپالو ملی ګوندونو څخه د عامه خلکو او ځوانانو د پام اړول وو . د ملی دیموکرات ګوند په ترکیب کی له دولتی دربار سره تړلی اریستوکراتان ، غوړه مالان او د استعمار پلویان شامل وو ، چی د محمد زائی سلطنتی کورنی سیاسی حاکمیت او غیر مسئولانه چلند ئی په عمل کی تائیدوله .

کله چی د ۱۳۴۳ لمریز کال په اساسی قانون کی سیاسی ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شو ، نو په افغانستان کی یو څو نور مترقی او غیر مترقی ګوندونه : د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند ، دیموکرات ګوند چی د خپل نشراتی ارګان (مساوات) په نوم مشهور وو ، شعله جاوید ، افغان ملت او ځینی نور بنسټ پال مذهبی ګوندونه جوړ شول . دغه ګوندونو منظمی اساسنامی او برنامی درلودلی ، خو د سیاسی ګوندونو د قانون د نشتوالی په وجه نیمه علنی سیاسی او تشکیلاتی فعالیتونه درلودل . د دغو نویو مترقی ګوندونو د سیاسی او تشکیلاتی فعالیت په مقابل کی او د دوی د ملی دیموکراتیکی سیاسی مبارزی د مخنیوی او ضعیفه کولو په خاطر یو ځل بیا په کابل کی د سردار محمد داود په ریاست او رهبری سره په ۱۳۴۳ لمریز کال کی د ملی کلوپ سازمان جوړ شو ، او منشی ئی استاد خلیل الله (خلیلی) وټاکل شو . د غبار په حواله ویل کیږی چی ببرک کارمل هم د ملی کلوپ غړیتوب درلود . دا چی د سردار محمد داود د ملی کلوپ ګوند او دولتی استخباراتو او د افغانستان د ترقی او پرمختګ ضد نورو ارتجاعی کړیو او د استعمار د جاسوسی شبکو خاصو او عامو چینلونو و نه توانیدل چی د افغانی ټولنی د سیاسی تکامل لاری بندی کړی ، نو په دی باندی ښه وپوهیدل چی د نړیوالو انقلابی بدلونونو مثبت اغیز د افغانستان پر ټولنیزو سیاسی او اقتصادی برخو کی ډیر زیات دی ، او ملی دیموکراتیک سیاسی ګوندونه د نوی استعمار له ارادی څخه دباندی جوړ شول . نو ئی په دغو ملی دیموکراتیکو ګوندونو باندی د خپل آغیز لپاره ، خپل اجنټان او لاسپوڅی ځای پر ځای کړل تر څو دغه مترقی ګوندونه له خپلی اصلی انقلابی تګلاری څخه منحرف کړی او د نوی استعمار په ګټه ئي وکاروی . نړیوال نوی استعمار او د افغانستان لاسپوڅی شاهی نظام په دغو مترقی ګوندونو کی د خپلو ګمارل شویو اجنټانو په مرسته وتوانیدل چی یو تعداد ډیر محدود سیاسیتمداران تطمیع کړی ، هماغه وو چی د مترقی ګوندونو په لوړ پوړو غړو کی په مختلفو بڼو سره ژبنی ، قومی ، سمتی ، مذهبی او متردد نظریاتی اختلاافات راڅرګند شول . د دغو اختلافاتو د راڅرګندیدو په اړه د قیام الدین خادم صاحب یو شعر دی چی وائی  :

شکر ، شکر چی زلمی صاحب د فن شو       بی فکری په خپله فکـــــــر د وطن شو

دمسکو د چانس د پاره کمونســــــــت وو       دیموکرات شو چی ، وار د واشنګټن شو

دغه اختلافات د افغاستان خلق دیموکراتیک ګوند کی تر نورو ګوندونو زیات وو ، ځکه چی دغه ګوند د نړیوالی کارګری طبقی د ایډیالوژی په پيروی د افغانستان د زیار ایستونکو خلکو د ژوند سطحی د ښه کیدو لپاره د انقلابی بدلون ملی دیموکراتیکه لاره تعقیبوله .

کله چی ډاکتر عبدالکریم زرغون د ا.خ.د.ګ په داخل کی د اپورتونیزم او رویژیونیزم او د نوی استعمار او امپریالیزم د ګمارل شویو اجنټانو غلبلی ولیدلی ، نو په ریښتینی ډول سره د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند د جوړیدو لپاره یی د ګوند مشرتابه ته مشخص وړاندیزونه ورکړل ، خو د ګوند مشرتابه پلاوی د ده وړاندیزونو ته کومه خاصه توجه ونکړه . ډاکتر عبدالکریم زرغون مجبور شو چی د خپلو همفکرانو ملګرو سره د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند جوړولو ته ملا وتړی . چی بلآخره د دوی پر سیاسی زیار او زحمت ، واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) د خلقی دیموکراسی تګلاری په تعقیبولو سره جوړ شو ، او تر اوسه پوری د دوی د پیروانو لخوا دغه سیاسی مبارزه روانه ده . د ډاکتر عبدالکریم زرغون او د ده د یو تعداد رښتینی خلقی قهرمانانو ملګرو له شهادت څخه وروسته اوس دغه ګوند د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند په نوم یادیږی ، او د پخوا په شان د خلقی دیموکراسی کړنلاره تعقیبوی .

د ۱۳۵۲ لمریز کال (۱۹۷۳م) د چنګاش په ۲۶ نیټه سردار محمد داود د یوی سپینی کودتا په ترڅ کی جمهور رئیس شو ، او د دریم ځل لپاره ئی د خپلی واکداری په وخت کی د ټولو سیاسی ګوندونو (سیاسی پلورالیزم) پر خلاف ودرید او ټول دیموکراتیک او غیر دیموکراتیک ګوندونه ئی غیر رسمی اعلان کړل . یواځی د ملی غورځنګ نوی ګوند د ده په مشری چی په دولتی امتیازاتو باندی جوړ شوی وو د فعالیت رسمی اجازه لرله . نور ګوندونه مجبور شول چی غیر رسمی پټ سیاسی فعالیت ته ادامه ورکړی . د محمد زائی کورنی شدید استبداد یو ځل بیا د جمهوریت په بڼه کی را ښکاره شو .

د ا- خ- د- ګ دواړه اړخونه (خلق او پرچم) د همدغی دویمی سیاسی کتګوری څخه استازیتوب کوله او د سردار محمد داود په اختناقی رژیم کی د نورو ګوندونو په شان خپلی پټی مبارزی ته ادامه ورکوله .

د غازی امان الله خان د مشروطه رژیم له ړنګیدو څخه نیمه پیړی وروسته د خلکو دیموکراتیک ګوند سیاسی حاکمیت د ثور انقلاب له بریالیتوب سره سم د ۱۳۵۷ هـ.ش کال د غوایی په ۷ نیټه پیل کیږی ، چی د ملت د ملاتړ څخه برخمن وو او ۱۴ کاله ئی دوام وکړ . کله چی د ا- خ- د- ګ د افغانستان د ټولنیز اقتصادی پرمختګ لپاره ملی دیموکراتیک اصلاحات پیلوی د نړیوال امپریالیزم د نا اعلان شوی جګړی سره مخ کیږی ، او د امانی مشروطه رژیم په شان یو ځل بیا د نوی استعمار د جاسوسانو او اجنټانو لخوا د کفر په تور متهم کیږی او د امپریالیزم نا اعلان شوی جګړه د افغان ولس د سیاسی بیسوادی او دینی مقدساتو څخه په ناوړی ګټی اخیستنی سره د کفر او اسلام تر شعار لاندی پر مخ وړل کیدله . ټولو افغانانو ته څرګنده ده چی د نا اعلان شوی جګړی ټول مادی ، لوجستیکی او نظامی ضرورتونه عمدتاً د نړی د امپریالستی کفری هیوادونو او د هغوی د لاسپوڅو ، ګوډاګیو سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو لخوا برابریده . د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب تر ماتی وروسته (۱۳۷۱/۲/۸) ، اوس افغان ولس د امپریالیزم تر اسارت لاندی د ذلت ژوند تیروی . په دی دوره کی (د اشغال دوره) هوسا ژوند یواځی د امپریالستی استعمار د مفسدو اجنټانو او لوټمارو داړه مارانو په برخه دی .

۳ــ د سیاسی او تشکیلاتی مدنیت په دریمه کتګوری کښی د افغانی انقلابی روښانفکرانو دریم نسل شامل دی چی نطفه ئی د افغانستان د زاړه استثماری طبقاتی ټولنی په زړه کی را وټوکیده او د یو واقعی خلقی دیموکراتیک سازمان په شکل د افغانستان په طبقاتی ټولنه کی خپل ټولنیز – سیاسی موقف تثبیت کړ ، او د ټولنیز پرمختګ لپاره ئی داسی نوښتګر انقلابی خوځښت را منځ ته کړل چی هم د استعمار او هم د استثمار سره په تضاد کښی وو . دوی په افغانستان کی د خلقی دیموکراسی د تحقق دپاره مبارزه کوی او غواړی چی په افغانستان کی د استثمار اصلی سرچینی لـــه منځه یوسی . دوی د غیر استثماري بی طبقاتو ټولنی د جوړولو لپاره د پرولتاریا دیکتاتوری ( په وروسته پاتی هیوادونو کښی د خلقی دیکتاتوری شکل ) یو ضروری اصل ګڼي . په افغانستان کښی د ډاکتر زرغون پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د دغی دریمی کتګوری مخکښ استازی دی . د افغانستان پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په ډیره لنډه موده کی سیاسی او تشکیلاتی پراختیا وموندله چی د هغه په تشکیلاتی ترکیب کی د افغانستان له ټولو ولایاتو څخه د مختلفو قومونو زیار ایستونکی ، تر استثمار او ستم لاندی خلک او د  هغوی روڼ آنده مخکښ سیاسی استازی جذب شوی دی . د ډاکتر زرغون په ژوند کی یواځی د اهل هنود ملګرو تر څلویښتو(۴۰) زیات مخکښ روښانفکران د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړیتوب درلود ، چی د نورو ریښتینو انقلابی خلقیانو سره یوځای اوږه پر اوږه د افغانستان د ټولنیز پرمختګ لپاره ئی مبارزه کوله . د افغانی اهل هنود ملګرو سیاسی جسارت او هیواد پالنه د ستایلو وړ ده او په درنه سترګه ورته ګورو . د دوی نومونه او لنډ ژوند لیک به له شرایطو سره سم نشر ته وسپارل شی .

د دوهمی کتګوری ځینی ملی دیموکراسی پلوه ډلی د نوی پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی خوځښت په مقابل کښی منفی دریځ غوره کړی وو او پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ئی تر تهدید لاندی نیولی وو . په همدی وجه د افغانستان پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ستر رهبر ډاکتر عبدالکریم زرغون او دده دوه تنه شاګردان هر یو میر سردار وفا او یو تن نظامی افسر (........) چی یو وار یی د ا- خ- د- ګ څخه غیر عادلانه اخراج شوی وو د دوهم ځل لپاره د ا- خ- د- ګ اصلی غړیتوب ته جبراً راوبلل شول .

حفیظ الله امین داسی فکر کاوه چی که ډاکتر زرغون او دده شاګردان د ګوند د رهبری اجباری بلنه و نه منی په دی صورت کښی به حالات دده په خوښه وچلیږی او دی به په ډیره آسانه توګه وتوانیږی چی ډاکتر زرغون او دده پیروان د تره کی په وسیله له منځه یوسی .

ډاکتر زرغون او د ده ملګری او شاګردان په دی ښه پوهیدل چی د ا.خ.د.ګ ته د دوهم ځل لپاره د دوی ورتګ که څه هم جبری بڼه لری خو بیا هم په هر قیمت چی وی په نهایی تحلیل کی د کارګرانو ، بزګرانو او نورو ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو په ګټه تمامیږی . او که چیری کوم وخت دوی د خون آشام امین لخوا له منځه وړل کیږی نو د نوموړی ګوند له داخل څخه په نسبت یی له هغه څخه دباندی ډیر په آسانی سره له مینځه وړلی شی او له بلی خوا د جبری غړیتوب منل تره کی ته هم یوه سیاسی او تشکیلاتی آسانتیا وه ځکه چی د ډاکتر زرغون راتګ ګوند ته د امین د شومو اهدافو (له تره کی څخه د ګوندی او دولتی لمړیو مقامونو اشغال) د مخنیوی لپاره ډیره ښه او قوی وسیله وه . او بر عکس دا غړیتوب امین ته ډیر دروند تمامیده او ورته د زغم وړ نه وو .

ځکه چی امین په عمل کښی ، خلقیتوب خو لا پریږده چی ملی دیموکراسی ته هم وفادار نه وو . د ډاکتر زرغون بیا غړیتوب ، د ګوند لمړی مقام ته د امین د رسیدلو په مخ کښی لوی خنډ وو . د ټولو ستونزو سره سره ډاکتر زرغون د نور محمد تره کی بلنی ته د ګوند دوهم ځل غړیتوب په باب مثبت ځواب ووایه .

ډاکتر زرغون په دي باور وو چی امین د ا- خ- د- ګ په داخل کښی یو داسی پلورل شوی ګوداګی دی چی د خپلو بادارانو د شومو اهدافو لپاره پر هیچا باندی رحم نه کوی . او وخت دا وښوده چی خاین امین همداسی وو لکه چی څرنګه پیژندل شوی وو .

ډاکتر زرغون او دده پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان او په هیواد کی نور ټول ګوندی او غیر ګوندی سیاسی شخصیتونه ، ملی او وطن پرسته قومی مشران او روحانیون چی د حفیظ الله امین ځان غوښتونکی سیاست ته ئی اطاعت نه کاوه او مخالف   وو ، امین ته د منلو وړ نه وو ، او امین تل د دغسي شخصیتونو د له منځه وړلو په فکر کښی وو .

د ډاکتر زرغون لوړه سیاسی پوهه ، پر ځان باور، انقلابی جرأت او هیواد پالنه ، لوړ اجتماعی اخلاق ، د سیاسی پیښو او حالاتو په اړه ژور تحلیل او د خلقی دیموکراسۍ په اساس غوڅ طبقاتی دریځ ، پر حفیظ الله امین او نورو ځان غوښتونکو سیاسي اشخاصو باندی ډیر دروند  اثر غورځولی وو .

خاین امین د افغانستان د ترقی او آبادی پر ځای ، د ملی دیموکراتیک او واقعی خلقی دیموکرتیک انقلابی نهضت د تیت او پرک کولو او د هغوی د رهبرانو او فعالو کادرونو د له منځه وړلو دنده په غاړه لرله . خاین امین د خپل بانډ د جلادانو په وسیله د خلقی او خلقی نظام تر نامه لاندی زمونږ ډیر خلقیان ، پرچمیان ، د نورو سیاسی دیموکراتیکو سازمانونو غړي ، ملي سیاسي شخصیتونه ، وطن پرسته قومي مشران ، روحانیون او افغان ولس له تیغه تیر کړل . حقیقت دا دی چی خاین امین نه خلقي وو ، نه ملی دیموکرات او نه وطنپرست وو ، ځکه چی خلقی ، ملی او وطنپرسته شخصیتونه دده نه خوښیده او وژل ئی .

خاین امین په ظالمانه ډول تل د ګوند او دولت د لمړی مقام د نیولو په فکر کښی وو او د واک لیونی وو ، تر څو خپل بادار ته له دی لاری ښه خدمت تر سره کړی . دغي موخی ته د رسیدو لپاره لمړی یی د واحد ګوند پرچمی متحدین تر برید لاندی ونیول : تبعید ، زندانی او شهیدان یی کړل ، ورپسی د نورو دیموکراتیکو سیاسی ډلو د غړو سره ئی همداسی چلند وکړ او بیا یی د خلقیانو په وژلو او زندانی کولو پیل وکــــــــړ . چی لمړی یی د ا- خ- د- ګ عمومی منشی او د انقلابی شورا رئیس نور محمد تره کی ، او بیا ئی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ستر رهبر ډاکتر عبدالکریم زرغون او د هغه شاګردان لعل پادشاه عالمی او نور د ده د بریدونو هدف وګرځیدل .

کله چی داکتر زرغون د نور محمد تره کی په بلنه د ا- خ- د- ګ دوباره غړیتوب تر لاسه کړ . خاین امین خپلو جلادانو ته دنده وسپارله چی ډاکتر زرغون اختطاف کړي .

ډاکتر زرغون په دی باندی ښه پوهیده چی خاین امین یی بندی کوی او وژنی یی ، نو دغه موضوع ئی له خپلو څو تنو شاګردانو سره چی د پټ واقعی خلقی  دیموکراتیک انقلابی سازمان د مرکزی کمیټی غړی وو شریکه کړه او د هغوی نظر ئی وغوښت چی څه باید وکړو . د هغوی قاطع اکثریت د خپلو نظریاتو له وړاندی کولو وروسته د خپل رهبر د تحلیلی نظر سره موافقت وښود .

کله چی ډاکتر زرغون دغه مسئله د فضل ربی سوله مل سره شریکه کړه ، سوله مل ورته د پټیدلو او تښتیدلو مشوره ورکړه . ډاکتر زرغون په ځواب کښی ورته وویل چی زه هیڅ چیرته تښتیدلی نشم او نه غواړم چی وتښتم. هر چیرته چی ولاړ شم هلته نیول کیږم او له منځه ځم.

ځکه چی شرقیان ( د بریژنف ډله ) د پرچمیانو دوستان دي او غربیان د اخوانیانو دوستان دی ، هغوی ما حتماً او حتماً زندانی کوی او له منځه می وړی . فلهذا که زه دلته د امین او امینیانو له خوا زندانی یا اعدام شم ، دا د هغه په نسبت ښه بولم چی د شرقیانو او یا غربیانو لخوا زنداني یا اعدام شم . ځکه چی اوس نور محمد تره کی ژوندی دی زمونږ تیښته هیڅ ځای ته لازمه نه ده .  

کله چی ډاکتر زرغون دا موضوع د خپل بل شاګرد سره چی اوس د سیاسی بیرو غړی دی شریکه کړه هغه ورته داسی وویل چی : ډاکتر صاحب تاسی زما او نورو ټولو سازمانی ملګرو په نسبت وضعیت ښه سنجولی شی ، هر څه چی ستا نظر وی زما په عقیده به همغه صحیح وی . ډاکتر زرغون ورته د فضل ربی سوله مل نظر څرګند کړ چی ماته ئی د پټیدلو او تښتیدلو مشوره راکړی او ما ورته خپل ځوابیه نظر داسی توضیح کړ چی په هغه کښی د پوښتنی ځای پاتی نه شو.

مخاطب ملګری د خپل پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د ستر رهبر څخه وپوښتل چی: که چیری ته زندانی او یا اعدام شی مونږ څه وکړو؟.

 ډاکتر صاحب ورته داسی وویل چی: ( ما ، نورو ملګرو ته داسی ویلی دی او تاته هم دا وایم چی زمونږ ټول هغه ملګری ، چی پخوا پیژندل شوی او علنی دی ، د نور محمد تره کی د قدرت په وخت کښی ولو که اعدامیږی هم ، باید هیڅ چیرته ونه تښتی . ځکه چی بیا د نور محمد تره  کی ، امین ، زیری ، میثاق ، پنجشیری او د داسی نورو کسانو لخوا زمونږ پر واقعی خلقی انقلابی سازمان  باندی به ډول ، ډول خلقی ضد ، دیموکراتیک ضد او انقلابی ضد ناروا تورونه ولګیږی او مونږ به د ا- خ- د- ګ څخه تجرید کړی.

کله چی نور محمد تره کی پخپل مرګ مړ شی یا د امین او امینیانو لخوا له منځه ولاړ شی او بالآخره تره کی د خپلو ګوندی او دولتی موقفونو د ساتلو په خاطر له منځه تلونکی هم دی ((لکه څنګه چی په دی وروستیو کی محمود سوما پخپل (د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسله) نومی اثر په ۴۸ مخ کی داسی لیکی : د نور محمد تره کی او حفیظ الله امین تر منځ اړیکی خورا خرابی شوی . نور محمد تره کی ، امین ته وویل چی : څرنګه چی هم د ګوند په دننه او هم دباندی په خلکو کی د ده په باب بد او ناوړه ذهنیت موجود دی . نو ښه به دا وی چی ته (امین) ګوندی او دولتی چاری خوشی کړی او کوم بهرنی هیواد ته د افغانستان د جمهوری دولت د سفیر په څیر ولاړ شی ...... حفیظ الله امین د تره کی په دی چل پوهیده )). ځکه چی امین تل د لمړی مقام د نیولو په فکر کی وو . د نور محمد تره کی له ګوښه کولو څخه وروسته بیا به امین زمونږ د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د فعالو کادرونو او غړو د نیولو او زندانی کولو هڅه پراخه کړی .

کوم وخت چی ته د امینیانو لخوا نیول کیږی ، ځان به ژوندی نه ورکوی ، او که مسئون ځای ته تللی شی ، کولای چی ولاړ شی . ځکه چی زما او ستا او نورو سازمانی ملګرو تر منځ ډیر توپیر دی . په کومه اندازه سره چی د خلکو دښمنان ماته ځیر دی په هغومره اندازه تاسو ته ځیر نه دی ).

ډاکتر زرغون د خلکو طبقاتی دښمنانو ته ډیر پخوا په مستربل کښی لیکلی وو چی: ( دا منم چی زما وینی به توئی کړی خو په دی پوه شه چی زما د وینی هر څاڅکی به د نورو سل هاوو انقلابی ځوانانو د بیدارۍ ، ودی او تکامل سبب شی ).

ډاکتر زرغون د شاه شهید د مور او ماشوم په کلنیک کښی دنده لرله چی د خاین امین په مستقیم دستور د امینی بانډ د جلادانو او بدماشانو لخوا په ۱۳۵۸ هـ.ش کال د چنګاښ د میاشتی په ۲۱/۲۲ نیټه د شپی لخوا اختطاف شو او د خاین امین سره شخصی بندی وو.

ډاکتر زرغون په مستربل کښی لیکلی وو چی: ( ته کولی شی ما بندی کړی ..... ولی هیڅوک نشی کولای حقیقت بندی کړی ) .

د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د ملګرو د لټون او تلاش په پایله کښی پس له څو ورځو ډاکتر عبدالکریم زرغون د شیرپور په زندان کښی ولچک او زولانه ولیدل شو . نوموړی انقلابی ملګری ډیر ژر خپل لوړ سازمانی مقام ته خبر ورکړ .

په دغه وخت کښی نورمحمد تره کی د ا- خ- د- ګ عمومی منشی ، د انقلابی شورا رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان وو . د خون آشام امین لخوا د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) د موسس او ستر محبوب رهبر ډاکتر عبدالکریم زرغون له بندی کیدو ( ۱۳۵۸/۴/۲۱ ) څخه وروسته د افغانستان د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) د مرکزی انقلابی حلقی د پاتی رهبرانو لخوا د ګوند نوم ، د (( افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک مرکزی او سراسری سیاسی انقلابی سازمان (ګوند) )) باندی واړول شو او تر اوسه پوری په دی نوم سره یادیږی .

د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټی د خپل ستر رهبر د خلاصون لپاره حرکت پیل کړ . د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان لخوا د ډاکتر زرغون میرمن (سلطانه اُمید) ته دنده ورکړل شوه چی د یوه عمومی خلقۍ په توګه نورمحمد تره کی ته ولاړه شی او د خپل میړه د اختطاف په باب ورته اطلاع ورکړی . د ډاکتر زرغون میرمن (سلطانه اُمید) د ا- خ- د- ګ غړۍ وه ، خو د افغانستان د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړیتوب یی نه درلود .

نورمحمد تره کی د ډاکتر زرغون میرمن ته په ځواب کښی وویل : ( مونږ خو زرغون او د ده ملګرو ته ډیر نصیحتونه وکړل چی مخفی سازمان مه جوړوی او د ملګری امین پر ضد مبارزه مه ګوی ، خو ده او دده ملګرو زمونږ نه منل . بیا ماته رانشی ، امین ته ورشه ) .

د دغه ځواب له اوریدو څخه وروسته د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټی پریکړه وکړه چی د ۱۳۵۸ هـ.ش کال د زمری په لمړی نیټه د خپل ستر رهبر د غیر قانونی بندی کیدو په هکله یوه شب نامه په کابل او نورو مختلفو ځایونو کښی خپره کړه . په دی شب نامه کښی د ا- خ- د- ګ واکمنه او پخپل سر ټاکل شوي غیر منتخبه ګوندی او دولتی رهبری پکښی سخت غندل شوی وه .

د افغانستان د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) د اعتراضونو او عکس العملونو په اثر ډاکتر زرغون د شیرپور له پخوانی زاړه محبس یعنی له وحشی امینی زندان څخه د څرخی پله دولتی زندان ته ولیږدول شو . بیا د ډاکتر زرغون میرمن د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د مرکزی کمیټی لخوا اسد الله سروری ته د ډاکتر زرغون په خلاصولو کی د کوښښ  په خاطر واستول شوه . هغه د ډاکتر زرغون میرمنی ته د خپل کوشش او همکاری وعده ورکړه خو تر پایه ئی نتیجه منفی وه .

څرنګه چی زمونږ د هیواد او خلکو شرمیدلی او خاین دښمن حفیظ الله امین او د هغه جنایتکار بانډ د حقیقی هیواد پالو انقلابیونو زندانی کولو او شهیدانولو ته موظف وو . نور محمد تره کی د خپل ځان په باب ډیر ناوخته پری وپوهیده او په مسکو کی د افغانی محصلانو یوی غونډی ته داسی وویل چی : د ا- خ- د- ګ او جمهوری دولت په مشرتابه کی د سرطان د ناروغی دانه وجود لری چی باید وویستل شی . امین له دغه پلان څخه د تړون په واسطه خبر شو .   

 راتلونکی حوادث په دی توګه رامنځ ته شول چی ملی خاین حفیظ الله امین د ګوند او دولت د لمړی مقام د اشغالولو په خاطر د ا- خ- د- ګ عمومی منشی او د انقلابی شورا رئیس سپینګیری نور محمد تره کی د ۱۳۵۸ کال د وږی د میاشتی په ۲۴ نیټه لومړی ګرفتار او بیا ئی په ډیره ناځوانمردانه او وحشیانه توګه ، د هغه په خوله د بالښت په ایښودلو سره وواژه او پرته له افغانی دودیزو مراسمو ئی تر خاورو لاندی پټ کړ . روح دی ښاد وی .

ګرانو هیوادوالو پام وکړئ : څه شول هغه د روح او تن ، نوک او وری ، وفادار شاګرد او استاذ شعارونه . محمد آقا شیرزاد د خپل (د ژوند خاطری) نومی اثر په ۷۴ مخ کی چی په ۱۳۸۶ لمریز کال کی چاپ شوی دی په دی اړه داسی لیکی : هلته امین هیر کړل چی په بی شرمی سره به ئی د تره کی لاسونه ښکولول په داسی حال کی چی هیڅ بل ګوندی دا کار نه کاوه .   

دا بیخی رښتیا ده چی ملی خاین امین او د هغه جنایت کار بانډ د عامه ذهنیت د تیروتنی لپاره دا شعارونه ورکول او تکرارول . ډاکتر زرغون او دده پیروانو ، ملی خاین امین او د هغه جنایتکار بانډ لا د وخته پیژندلی وو ، اوس تاسی هم پری قضاوت وکـــــــــــــــړئ چی ملی خاین امین او دهغه جنایتکار بانډ خلقیان وو او که د خلقیانو دښمن ؟ .

د نور محمد تره کی په وژلو سره د عمومی خلقیانو غوڅ اکثریت (۹۰٪) او د پټ واقعی زرغون صفته خلقي دیموکراتیک انقلابی سازمان ټول غړی خفه وو .

د بشپړ ګوندی او دولتی واک لیونی د C.I.A ماهر او چالاک جاسوس او ستر ملی خاین خون آشام حفیظ الله امین د خپل بادار په لارښوونه او د خپل جنایتکار بانډ په مرسته د نور محمد تره کی په غیاب کی او د هغه له علنی محاکمه کولو څخه پرته په ډیری نامردی ، سپین سترګی او بیوفائی سره په سپینه رڼا ورځ د دیموکراتیک سنترالیزم د ټولو زرینو اصولو او موازینو پر خلاف په کاملاً غیر عادلانه ، غیر قانونی او بی رحمانه ډول سره د ۱۳۵۸ لمریز کال د وږی د میاشتی په ۲۵ نیټه د سیاسی بیرو او د مرکزی کمیټی فوق العاده غونډه تر نظامی تهدید لاندی راوبلله او بیا ئی د انقلابی شورا غونډه جوړه کړه او خپل ځان غوښتونکی اراده ئی پری وتپله .

ملی خاین نا امین په غیر دیموکراتیک او ظالمانه ډول سره خپل ځان د ا- خ- د- ګ عمومی منشی ، د مرکزی کمیټی عمومی منشی ، د انقلابی شورا رئیس ، لمړی وزیر ، د بهرنیو چارو وزیر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان اعلان کړ او مطلقه ټولواک وګرځید . نا امین د خپل استاذ په وژولو سره د هغه ځای ناستی شو .

عمومی خلقیان له ابن الوخت د ډاکتر صالح محمد زیری ، له ابن الوخت کریم میثاق ، او ابن الوخت غلام دستګیر پنجشیری او ځینی نورو څخه دا هیله لرله چی د ملی خاین امین د مطلقه ټولواک کیدلو پر خلاف ګوند او خلک رهبری کړی . خو د ټولو خلقیانو او هیوادوالو د هیلو پر خلاف دوی ټوله په یوه خوله ملی خاین نا امین ته په ګوندی او دولتی پوستونو کښی د نورمحمد تره کی د ځای ناستی په توګه موافقه رایه ورکړه . د یادولو وړ ده چی ډاکتر صالح محمد زیری تر نورو ډیر زیات د خاین امین د سیاسی حاکمیت په دري میاشتنی دوره کښی د هغه یو داسی فعال متحد ګرځیدلی وو ، چی پخپل وخت او زمان سره د امین او د هغه د جنایتکار بانډ د جنایاتو د صادریدلو پر خلاف ئی هیڅ ډول مخالفت نه دی کړی ، بلکه ورسره همغږی هم و‍و .

کله چی د خلقیانو او افغان ولس هیلی په ناهیلی بدلی شوی نو دوی پخپله لاس په کار شول ، او د امینی جنایتکار بانډ د حاکمیت پر ضد ئی خپله سازماندهی پیل کړه . د امینی جنایتکار بانډ ظلم او وحشت د یو چنګیزی بربری نظام ښکارندوی وو چی هیڅ ډول قوانینو ته تابع نه وو . د خلقی په نامه ئی خلقیان ووژل ، د دیموکرات په نامه ئی دیموکراتان ووژل او د یو ظالم حاکم په عنوان ئی خپل هیوادوال ووژل . له دی نه دا ثابتیږی چی دوی ضرور په کوم جاسوسی شبکی (C.I.A) پوری مربوط وو او د پردیو ګټی ئی خوندی کولی .

امینی جنایتکار بانډ د هر ډول دیموکراسی په نه منلو سره خلک یی داسی جبری اطاعت او غلامی ته اړ ایستل چی د شپی لخوا خلک مجبور وو د خپلو کورونو کړکیو ته توری پردی واچوی ، د خلکو آزاده ډله ائیزه ناسته پاسته منعه وه ، او حتی د بی.بی.سی او نورو بهرنیو راډیوګانو له لاری د خبرونو اوریدل هم جرم ګڼل کیده . د دغو اوامرو سرغړوونکی مجازات کیدل .

افغان ویاړلی او سر لوړی ولس هیڅکله د چا غلامۍ ته غاړه نه ده ایښی او هر وخت ئی د استعماری اشغالګرو تیری ته او د هغوی د ګوډاګیو نماینده ګانو ظالمانه او تپل شوی حاکمیت ته په افغانی سوک سره تاریخی ځواب ورکړی .

افغان ولس د خپل هیوادپال او مخکښ انقلابی ګوند ( د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند) تر رهبری لاندی امینی نظام ظالمانه او غیر دیموکراتیک نظام بللی دی ، او د امینی جنایتکار بانډ د سیاسی حاکمیت څخه ئي کرکه او نفرت کاوه . دا کرکه او نفرت ورځ تر ورځی زیاتیده چی د یو سیاسی – اجتماعی بحران شکل ئی ځان ته غوره کړی وو . بلآخره په ۱۳۵۸ هـ.ش کال د تلی د میاشتی په ۲۲ نیټه د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د غړو په ابتکار د لعل پادشاه عالمی (د پکتیکا ولایت اوسیدونکی) په مشری او د آقا ګل بائیس (د هرات ولایت اوسیدونکی) ، استاذ عبدالسلام (د هلمند ولایت اوسیدونکی) ، انجینر عبدالعزیز بسام (د قندهار ولایت اوسیدونکی) ، نیک محمد (د وردک ولایت اوسیدونکی) ، استاذ ذکریا (د کنړ ولایت د مزار دری اوسیدونکی) ، رسول کهسان (د هرات ولایت اوسیدونکی) ، استاذ حبیب الرحمن (د ارزګان ولایت اوسیدونکی) ، ډاکتر عوض (د غور ولایت اوسیدونکی) ، محمد حنیف یرغل (د پکتیا ولایت د ځاځیو اوسیدونکی) ، ډاکتر صدری او ځینی نورو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی ملګرو په سازماندهی چی د عالمی سره په رهبری کمیټه کی وو د واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون پریکړه وشوه . لعل پادشاه عالمی چی یو سیاسی او مطبوعاتی شخصیت وو ، د خپلی تقوا او دینی پوهی په اساس په مُلا مشهور وو ، هغه د سیاسی- اجتماعی مسائلو او حالاتو په تحلیل کښی ډیر ښه علمی او سیاسی لرلید درلود او د ډاکتر زرغون د نورو شاګردانو نظریاتو ته ئی پوره پاملرنه کوله . لعل پادشاه عالمی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د رهبری کولو پوره استعداد او توان درلود .

واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون له سیاسی بحران څخه د افغان ولس د آزادی په خاطر او د ملی خاین حفیظ الله امین او د هغه د جنایتکار بانډ د ظالمانه حاکمیت په ضد د میزان د میاشتی په ۲۲ نیټه پلان شوی وو . په پاڅون کښی ټولو ناراضه عمومی خلقیانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوی وه .

پاڅون پخپل وخت ترسره  نه شو ځکه چی د پاڅون قومانده د دوو تنو عمومی خلقیانو د جاسوسی او خیانت له امله او د ځینو ګډون کوونکو د اشتباه له امله د ځنډ سره مخ شو . د پاڅون رهبرانو د انقلابی تیوری له مخی په دی پوهیدل چی د پاڅون ځنډ د پاڅون د مرګ په معنی دی . خو بیا هم دوی دا خطر ، د جلاد امین او د هغه دجنایتکار بانډ د خلقی ضد او ملی ضد خاینانه هویت د افشا کیدو لپاره د خپلو وینو په بیه ، د افغان ولس د بیداری او آزادی لپاره په آګاهانه دول سره منلی وو . د داسی سترو قهرمانانو یاد د افغانستان د انقلابی تاریخ په زړه کښی تل پاتی دی .

که څه هم پاڅون له پیل څخه مخکی افشا شوی وو خو د مرکزی قول اردو د ریشخورو په فرقه کی د علی محمد ټانکست په ابتکار ، پر ټانک باندی د فرقی د قرارګاه په ویشتلو سره پاڅون پیل شو او د فرقی د سیاسی آمر نظیم ګل په خلاقانه رهبری سره نوموړی فرقه په مکمل ډول د نظیم ګل او علی محمد د ملګرو لخوا ونیول شو .

څرنګه چی پاڅون مخکی له پیله افشا شوی وو ،خاین امین وتوانیده چی د خپل جنایتکار بانډ د وسله والو ګروپونو او هوائی قطعاتو په مرسته د ریشخورو فرقه محاصره کړی چی له ۲۴ ساعتونو شدیدی جګړی څخه وروسته انقلابی پاڅون وځپل شو . که څه هم دا پاڅون ناکامه شو ، خو نړی ته ئی دا ثابته کړه چی د خلقیانو قاطع اکثریت او افغان ولس د ملی خاین امین د ظالمانه حاکمیت پر خلاف دي او هغه نه غواړي . ملی خاین امین او د هغه جنایتکار بانډ د پاڅون د حقایقو : یعنی (( د هیواد په سیاسی ژوندانه کی د ا-خ-د-ګ د مطلق هژمونی رول سر مخالفت او د فرد ، کړۍ او خاصی ډلی لخوا پر ګوندی او دولتی اقتدار باندی د منګولو د ښخولو پر ضد قاطع دریځ ، د ولس د جمعی خرد پر اصل اعتقاد او د هیواد په سیاسی ژوندانه کی د خلکو د فعال ګډون د شرایطو د برابرولو او په دولتی اداره او رهبری کی ټولو مترقی ګوندونو او سیاسی ډلو ته د برخی ورکولو قاطع دریځ  ، په ګوند او دولت کی د مسلطی کړۍ ( امینی بانډ) د ځان غوښتنی او زور زیاتی په مقابل کی قاطع دریځ او مقابله ، د ثور انقلاب د ټولنیز پرمختګ او بریالیتوب لپاره د ځانګرو سیاسی ډلو د سیاسی – طبقاتی – اقتصادی او کلتوری انحرافاتو پر ضد قاطع دریځ او مقابله )) د پټولو او بی اعتباره کلولو لپاره هڅه وکړه چی د لعل پادشاه عالمی او د هغه د ملګرو واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون د افغان ملت ګوند د لمړنی مشر غلام محمد فرهاد د پلویانو پاڅون وښیی . په دی کار سره ملی خاین امین او د هغه جنایتکار بانډ غوښتل چی د عمومی خلقیانو ، نورو ملی دیموکراتیکو سازمانونو ، عامو افغانانو او نړیوالو پام له واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون څخه بلی خواته واړوی او خپل جنایتکارانه عمل د خلکو له نظره پټ کړی .

د عالمی او د ده د ملګرو د واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون تر ناکامیدو وروسته واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی ځوانان  ( د افغان ملت کوند مشر غلام محمد فرهاد په نوم) زندانونو ته واچول شول او تر ډیرو سختو غیر انسانی او وحشیانه شکنجو لاندی ونیول شول . د پاڅون رهبران د امینی جلادانو د تحقیق په وخت کښی د پاڅون ټول مسئولیت پخپله غاړه واخیستل او د خپلی اوچتی انقلابی ارادی په اساس ئی خپل نور ارتباطی ملګری افشا نګړل . په دی پاڅون کښی تر ۴۰۰ زیات خلقی انقلابی پاڅون کوونکی د خپلو رهبرانو سره یوځای د ملی خاین امین او د هغه د جنایتکار بانډ په لاس شهیدان شول . نور زندانی خلقیان د امینی جنایتکارانو د جسمی او روحی شکنجو لاندی شپی سبا کولی . پاتی په زرګونو خلقیانو د امینی جنایتکار بانډ له تعقیب څخه ګوښه ځایونو ته ولاړل او مخفی شول .

ډاکتر عبدالکریم زرغون چی د افغانستان د کارګرانو ، بزګرانو ، ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د سیاسی مخکښ او لارښود په جرم په ۱۳۵۸ هـ.ش کال د چنګاښ په ۲۱/۲۲ نیټه د ملی خاین امین لخوا ، د نور محمد تره کی په ژوند او سیاسی اقتدار کی زندانی شوی وو او د نور محمد تره کی پر خلاف د ملی خاین امین د سره کودتا څخه وروسته ، په ۱۳۵۸ هـ.ش کال د تلی د میاشتی په ۲۷/۲۸ نیټه د څرخی پله په زندان کښی د سازا مشر محمد طاهر بدخشی سره یوځای د ملی خاین امین او د هغه جنایتکار بانډ لخوا د توری شپی په زړه کښی په ګولیو وویشتل شول او په شهادت ورسیدل .

د افغانستان د پټ خلقی انقلابی سازمان بنسټ ایښودونکی او ستر رهبر ، د هیواد ویاړلی او قهرمان بچی ، د تر استثمار لاندی زیار ایستونکو خلکو د ګټو څخه د دفاع په خاطر ، د ژوند تر وروستی شیبی پوری د خلقی انقلابی طبقاتی مبارزی څخه لاس وا نه خیست او طبقاتی  دښمن (امین) ته تسلیم نه شو .

ډاکتر زرغون د طبقاتی دښمن د ټولو تطمیع ګانو او تهدیدونو په مقابل کښی پخپل اګاهانه ، انقلابی او اوسپنیز هوډ  د زیار ایستونکو واقعی سیاسی مخکښ او خلقی لارښود پاته شو .

ډاکتر عبدالکریم زرغون خلقی وو او د افغانستان د ټولنیز پرمختګ لپاره ئی د خلقی دیموکراسی لاره غوره کړی وو او د خلقی دیموکراسی د تحقق په لار کښی ئی خپل سر او مال قربانی کړ . او د ستر واقعی خلقی او ملی قهرمان لقب ئی وګټلو او تل پاتی شو . د ده پاک روح ته د ملګرتیا درودونه استوو.

د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان او زیار ایستونکی خلک به د خلقی دیموکراسی طبقاتی بیرغ تل اوچت ساتی .

سعدیــا مرد نیکونام نمیرد هرګز ـــــــــــــــــ مرده آن است که نامش به نیکوئی نبرند

د افغانستان په تاریخ کښی د ملی خاین امین او د هغه د جنایتکار بانډ ۱۰۰ ورځنی ظالمانه سیاسی حاکمیت یوه مطلق العنانه ، بربری ، فاشستی او وحشیانه دوره وه ، چی د افغانستان د ملی او دیموکراتیکو قوتونو یووالی ته ئی ډیر سخت زیان ورساوه . اوس هم ځینی لیکوالان د خپل ضمیر په تر پخو لاندی کولو سره د ملی خاین امین او د هغه د جنایتکار بانډ د برأت لپاره کتابونه او مقالی لیکی لکه چه د سره خمر رهبرانو په کمپوچیا کی د دوه میلونه انسانانو له قتل عام څخه وروسته په بی وجدانی ، بی شرمی او سپين سترګی سره اوس داسی وائی چی مونږ بد خلک نه یو .

مرګ او نفرین دی وی پر ملی خاین امین (افغانی پنوچت) او دده په څیر افغان دښمنه پلورل شویو ګوډاګیانو . افغان ولس د امین او امینیانو نه بخښوونکی جنایتکارانه اعمال په کلکه سره غندي .

 

یو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی شاعر د تلی د ۲۲ نیټي د واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون د ۲۷ کلیزی په یاد ، انقلابی پاڅون کونکو ته خپل شعر نذرانه کړی دی چی عنوان ئی دی (ځار انقلابی لعل پادشاه) . زه په داسی حال کی چی د انقلابی شاعر د پاکو احساساتو قدر دانی کوم غواړم د هغه د نذرانه شوی شعر څو بیتونه د واقعی زرغون صفته خلقی قهرمانانو د انقلابی پاڅون د ۳۳ کلیزی په ویاړ چی د ۱۳۹۱ هـ.ش کال د تلی د ۲۲ نیټی سره سمون خوری ، او د دغه اثر چی ستاسو تر لاس لاندی دی د لیکلو کال دی ، د دوی ستر خلقی مقام ته د درناوی او اخلاص په توګه ولیکم . د افغانستان زیار ایستونکی ولس او د هغوی سیاسی مخکښان خپل قهرمانان نه هیروی .

 

ځار انقلابی لعل پادشاه

د توری شرنګ دی ټول خلقیان را ویښوی لعل پادشاه      ځار انقلابی لعل پادشاه ، ځار انقلابی لعل پادشاه

پاکه نامه دی امینیان سخت لړزوی لعل پادشــــــــــــاه      ځار انقلابی لعل پادشاه ، ځار انقلابی لعل پادشاه

ته خو شاګرد د ستر زرغون وی                              د خلکو غم کی ځیګر خون وی

زخمی په زړه او په لــړمون وی                              کلک طرفدار د ستر بدلـون وی

ته وی نظر او په عمل کی سور خلقی لعل پادشــــــاه       ځار انقلابی لعل پادشاه ، ځار انقلابی لعل پادشاه

ستا نوم چی هر ځای کی یادیږی                              امینیان سخت وارخطـــــا کیږی

دوی خو له دی څخه ډاریـــــږی                              چی دی خو بیا را ژوندی کیږی

وی کلک پیرو د مارکسستی ایډیالوژی لعل پادشــــاه       ځار انقلابی لعل پادشاه ، ځار انقلابی لعل پادشاه

ته په جلغر باندی شیـــدا وی                                  مستربل غر باندی شیـــدا وی

پامیر ، خیبر باندی شیدا وی                                  ټول لر او بر باندی شیـدا وی

تا مصنوعی ښودلی کرښه ډیورندی لعل پادشـــــــاه        ځار انقلابی لعل پادشاه ، ځار انقلابی لعل پادشاه

ته په رښتیا مرد د میـــدان وی                                  ملګـــریه ! ډير لوی قهرمان وی

هم سور خلقی لوی پهلوان وی                                تیر له خپل سر او مال او ځان وی

وشو امین ضد پاڅون ستا په رهبری لعل پادشــــاه         ځار انقلابی لعل پادشاه ، ځار انقلابی لعل پادشاه

امین هم ته هم ستا یاران ټول                                 اول داخل کړۍ په زندان ټول

او بیا ئی کړلۍ شهیــدان ټول                                 پر تاسو شول خفه خلقیان ټول

دغه شاعر مو یوه لحظه نه هیروی لعل پادشــــــاه         ځار انقلابی لعل پادشاه ، ځار انقلابی لعل پادشاه

 

د لعل پادشاه عالمی لنډه پیژندنه :   لعل پادشاه د عالم شاه خان ځوی چی په ۱۳۲۰ لمریز کال کی د پکتیکا ولایت د ورژانه په کلی کی زیږیدلی دی . د دینی علومو مدرسه (لمړنی ښوونځی) ئی د خپل اوسیدو په ځای کی په بریالیتوب سره پای ته ورسوله . متوسطه او لیسه دوره ئی د کابل ښار د رحمان بابا په لیسه کی د یو ممتاز شاګرد په توګه په عالی درجه پای ته ورساوه . عالمی د خپل تقوا او دینی پوهی له امله د رحمان بابا د لیسی په شاګردانو کی په ملا مشهور وو . د لیسی څخه وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کی شامل شو . هغه د لیکوالی او سخنوری په برخه کی نسبت نورو محصلانو ته ډیر ښه وځلیده ، چی د تحصیل په دوران کی د ده ډیری مقالی چاپ او نشر شوی . لعل پادشاه عالمی په سیاسی اعتراضاتو کی د پوهنتون د محصلینو په سازماندهی کی ډيره فعاله ونډه درلوده ، چی څو څو ځلی د مسئولو مقاماتو لخوا تر تهدید لاندی راغی . د عالمی ویناوی د متعلمینو او محصلینو په غونډو کی د دوی د ذهنی ویښتیا او هوښیاری او د فقر او طبقاتی ظلم پر خلاف د دوی په تشکل کی ډیر قوی رول درلود . عالمی د تعلیم او تحصیل په دوران کی له ډاکتر زرغون سره د واحد سیاسی فکر او دریځ له امله ډیری نږدی اړیکی درلودلی . عالمی په ۱۳۴۳ کال د ا- خ- د- ګ غړی شو .ډیره موده تیره نه وه چی د ده سیاسی شخصیت نورو ګوندیانو ته د منلو او احترام وړ وګرځید ، او د ډاکتر زرغون د ممتاز سیاسی شاګرد په نوم ئی شهرت وموند . عالمی د عالی تحصیلاتو څخه وروسته د اطلاعات او کلتور په وزارت کی د یوی شعبی د آمر په حیث ، او بیا د هرات د تاریخی عابداتو د ساتلو د رئیس په توګه ، د طبع او نشر د رئیس په توګه ، د دولتی مطابعو د رئیس په توګه ، او د تجارت وزارت د مالی او اداری رئیس په توګه ، دولتی دندی ترسره ګړیدی . د چین ، هانکانګ ، شوروی اتحاد او بلغاریا رسمی سفرونه ئی درلودلی دی . د خاین امین د ګوندی او دولتی کودتاه او د نور محمد تره کی له شهادت څخه وروسته ، عالمی ته د خاین حفیظ الله امین مطلق العنانه ظالمانه رژیم + د یو تعداد سازشکارو سیاسی رهبرانو بی کفایتی ، بیغیرتی او تردد د منلو او زغم وړ نه وو . هغه د خپلو انقلابی ملګرو سره د خپل تاریخی مسئولیت له مخی د ۱۳۵۸ لمریز کال د تلی د میاشتی د ۲۲ نیټی واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون چی د وخت غوښتنه وه ، د خاین امین د فاشستی رژیم پر ضد سازماندهی کړه . پاڅون د دوو معلوم الحاله عمومی خلقیانو د خیانت په وجه ناکامه شوه . عالمی د ۱۳۵۸ کال د تلی د میاشتی د ۲۲/۲۳ نیټه د شپی پر ۹ بجو د عارف عالمیار لخوا له کوره را وویستل شو او زندان ته واچول شو . په سبا ورځ د تلی په ۲۳ نیټه د ده په کور کی ځوی را وزیږید . دی د ژوند تر آخره پوری و نه توانیده چی د خپل ځوی مخ وګوری او هغه پخپل غیږ کی ونیسی ، او لږ تر لږه د یو ځل لپاره پر هغه د پلارولۍ په عطوفت او مهربانی باندی د نوازش لاس را کش کړی . په هر حال هر عاقل ځوی ته د پلار تاریخی افتخارات د پلار د نوازش پر ځای دی  نن ورځ د ده د ځوان ځوی سترګی د پلار د عکس او انقلابی کارنامو سره آشنا دی او پری ویاړی . یو عینی شاهد وائی چی عالمی د خپل انقلابی ملګرو د خلاصون لپاره د خاین امین له مرګونی عذاب او زندان څخه ، هغوی ته وویل چی د تلی د میاشتی د ۲۲ نیټی د واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون پړه پر ما او استاذ سلام باندی واچوی ، تر څو د استاذ حبیب وطنیار غوندی تر امینی شکنجی لاندی ضایع نشی . عالمی او د ده ملګری د جلاد امین په زندان کی ډیری سختی او له انسانی حوصلی څخه دباندی ورځی تیری کړی . سره له دی چی د جسمی او روحی شکنجو لاندی شپی سبا کولی ، بیا هم خپلو ملګرو ته یی د مقاومت او زغم بلنه ورکوله ، او هغوی ته ئی د افغانی اصیلو مبارزینو (ریښتینی زرغون صفته خلقیانو) د بریالیتوب امیدواری ورکوله . د ۱۳۵۸ کال د لیندی د میاشتی په لسمه نیټه کله چی په ډله ایزه توګه د پلچرخی له زندان څخه پرته له محاکمی ، لعل پادشاه عالمی ، استاذ سلام ، آقا ګل بائیس ، غلام رسول کهسان ، استاذ زکریا ، عبدالعزیز بسام ، ډاکتر صدری او ډاکتر عوض د جلاد امین د جلادانو لخوا د وژولو ځای ته وړل کیدل ، په دی وخت کی عالمی خپلو انقلابی ملګرو ته چی د هغه په شاوخوا کی ولاړ وول ، مخ راواړاوه ، او په خلقی انقلابی او افغانی متانت د لوړی هیوادپالنی په روحیی سره داسی وویل : ملګرو د انقلابی مبارزی بیرغ د تل لپاره اوچت وساتی !

دا قهرمانان په همدغه ورځ د امینی جنایتکار بانډ لخوا د پلچرخی په پلیګون کی په ګولیو وویشتل شول ، دوی د افغانستان او افغان ملت د نیکمرغی ، پرمختګ او آزادی لپاره ئی د شهادت جامونه وڅکل .

د دوی پاک ارواح دی ښاد وی ، د دوی یاد تل پاتی دی او مونږ د دوی انقلابی لاری ته ادامه ورکوو .

د استاذ زکریا لنډه پیژندنه :  استاذ زکریا د محمد رحیم خان ځوی د کنړ ولایت د نورګل ولسوالی په مزار دره کی په ۱۳۲۸ لمریز کال په یوه بزګره کورنی کی زیږیدلی دی . ابتدایه ښوونځی یی په مزار دره کی پای ته ورساوه . منځنی ښوونځی یی د ښیوی ولسوالی د سید جمال الدین افغان په ښوونځی کی پای ته ورسوله . د لیسی دوره ئی تر یوولسم ټولګی پوری د ننګرهار په لیسه کی او بیا د هرات جامی لیسی ته سه پارچه واخیستله او په ۱۳۴۹ لمریز کال کی له دولسم ټولګی څخه فارغ شو . په ۱۳۵۰ لمریز کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو پوهنخی د پښتو څانګه کی شامل شو ، او په ۱۳۵۴ لمریز کال په عالی درجه فارغ التحصیل شو . له فراغت څخه وروسته د ګردیز د ښوونکو په عالی موسسه کی د استاذ په توګه په دنده وګمارل شو . په ۱۳۵۶ لمریز کال د کابل د ښوونکو په عالی موسسه کی شامل او په ۱۳۵۷ لمریز کال د فوق لسانس دیپلوم تر لاسه کړ . بیا وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګی د  تدریسی غړی په توګه د علمی کادر غړی شو . او بیا ئی د ادبیاتو پوهنڅی په پښتو څانګه ماسټری واخیستله ، چی د کابل پوهنتون د ماسټری دوری د لمړیو فارغانو څخه ګڼل کیږی . استاذ زکریا لکه څرنګه چی د زده کړی  او تحصیل په دوران کی یو ممتاز شاګرد وو ، د وخت په سیاسی جریاناتو کی هم یو فعال او ریښتینی سیاسی مبارز وو . دي په ۱۳۴۸ لمریز کال د هرات په جامی لیسه کی د ریښتینی انقلابی خلقیانو لخوا د ا –خ –د –ګ غړی شو. استاذ زکریا د کابل پوهنتون په تحصیلی دوره کی د واقعی خلقی انقلابی شخصیتونو سره په نږدی اړیکو کی خپل د سیاسی پوهی کچه دومره لوړه کړه چی د خلقی دیموکراسی د ډیرو فعالو کادرونو څخه ګڼل کیده . د اوږدی سیاسی مبارزی په ډګر کی د ټولنیزو سیاسی حالاتو ډیره ژوره څیړنه او ارزوونه لرله . په ګوند کی د ښی او کیڼ ریژیونیزم او هر ډول اپورتونیزم پر ضد ئی په کلکه مبارزه وکړه . سیاسی افراط او تفریط ئی نه خوښیده . له ډاکتر زرغون سره په نږدی اړیکو کی وو . استاذ زکریا د تلی د میاشتی د ۲۲ نیټی د واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون له رهبرانو څخه وو چی د نور محمد تره کی له وژلو څخه وروسته د خاین حفیظ الله امین پر ضد ترسره شو . له بده مرغه چی واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون ناکامه شو او استاذ زکریا د خپل ډیر شمیر زرغون صفته انقلابی خلقیانو سره د خاین امین او د ده د جنایتکار بانډ لخوا زندانی او بیا د پلچرخی په زندان کی د نورو زرغون صفته انقلابی خلقیانو سره یوځای په شهادت ورسیدل . د دوی پاک ارواح دی ښاد وی ، د ملګرتیا درودونه دی وی ټولو انقلابی شهیدانو ته .

د نورو زرغون صفته انقلابی خلقیانو معرفی به د دوی د لنډ ژوند لیک په تکمیلیدو سره نشر ته سپارل کیږی .

  
 

د مرغومی (جدی) له شپږمی نیټی څخه وروسته د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) سیاسی او تشکیلاتی انکشاف

  تر هر څه لمړی د شوروی اتحاد د محدودو نظامی قطعاتو د راتګ مقدماتو ته یوه لنډه کتنه کوو :

د ۱۳۵۸ هـ.ش کال د جدی له شپږمی نیټی څخه مخکی لمړی نورمحمد تره کی (د حاکمیت دوره ۱۹۷۸ د اپریل ۲۷ ــ ۱۹۷۹ د سپتمبر ۱۶) او بیا حفیظ الله امین (د حاکمیت دوره ۱۹۷۹ د سپتمبر ۱۶ ــ ۱۹۷۹ د دسمبر ۲۷)  د شوروی اتحاد له دولت څخه د نظامی مرستی غوښتنه په داسی حال کی وکړه چی د افغانستان سیاسی ـ ټولنیز او نظامی اوضاع له داخل او خارج څخه د منفی انکشاف خواته روانه وه . د نظامی مرستو دغه غوښتنه لزوماً په ډله ایزو رسنیو کښی نشر ته و نه سپارل شو .

د شوروی اتحاد برژنفی زعامت د نور محمد تره کی او حفیظ الله امین د نظامی مرستی غوښتنه ومنله او په څو محدودو نظامی قطعو کښی خپل یو تعداد نظامی افسران او سربازان افغانستان ته را واستول چی د افغانستان د ګوندی او دولتی رهبری په مشوره په مناسبو موقعیتونو کښی ځای پر ځای شول لکه ۱ ــ د کابل په عسکری کلوپ کی د شوروی نظامیانو د مخابری کنډک د امین په حضور او تر هدایت لاندی ځای پرځای شو . ۲ــ په دارالمان کی د شورویانو مسلمان نظامی کنډک د امین د حفاظت لپاره . ۳ــ د مسلمان کنډک تر قوماندی لاندی د زینت کنډک ، د شوروی اتحاد په سفارت کی د حزبی او دولتی افغانی مسئولینو د محافظت لپاره . ۴ــ د شوروی جنرالانو د محافظت کنډک د شوروی اتحاد په سفارت کی . ۵ــ د فراشوت کنډک په بګرام کی . ۶ــ د شوروی مشاورینو او استاذانو موجودیت په افغان تربیوی مرکز کی د ځمکنیو او هوائی نظامی کادرونو د روزنی لپاره . ۷ــ د میګ ۲۴ او میګ ۲۵ هلیکوپترو د پیلوټانو د کنډک موجودیت . ۸ــ د ا –خ –د – ګ د سیاسی بیرو له اطلاع او مشوری څخه پرته د امین لخوا په پټه د شورویانو دری نظامی کنډکونه راوغوښتل شو ، چی یو کنډک ئی د کابل په بالا حصار او دوهم کنډک په بامیان او دریم کنډ‌ک ئی د کیله ګی په دښته کی ځای پر ځای شول . د افغانستنان په اړه د شوروی اتحاد د مسلط برژنفی زعامت سیاسی دریځ داسی وو چی په هغه کښی د امپریالستی بلاک ضد روحیه لمړی ځای درلود او د مارکسستی – لیننستی نړی لید په اساس انترناسیونالستی روحیه دوهم ځای درلود . همدا لامل ؤ چی په پراخه پيمانه د شوروی  نظامی قطعاتو راتګ عمداً له ځنډ سره مخ شو ، تر څو برژنف پلوه سیاسی شخصیت ببرک کارمل ته د سیاسی واک د ترلاسه کولو شرایط برابر شی ، او عملاً همداسی هم وشو لکه څرنګه چی د کارمل او برژنف لخوا پلان شوی وو .

که دا نظامی قطعات د ثور انقلاب د بری په لمړی سر کی د تره کی د غوښتنی سره سم پخپل وخت د ثور انقلاب د دفاع لپاره په پراخه پیمانه سره راغلی وای نو د ملی خاین امین او د هغه د جنایتکار بانډ ، جنایتکارانه سیاسی ژوند ته د انکشاف شرایط نه برابریده . نه به نور محمد تره کی وژل شوی وای او نه به د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ستر رهبر ډاکتر عبدالکریم زرغون او د هغه د خلقی دیموکراسی زرغون صفته پیروان هـر یو لعل پادشاه عالمی ، آقا ګل بائیس ، استاذ عبدالسلام ، انجینر عبدالعزیز بسام ، نیک محمد ، استاذ ذکریا ، رسول کهسان ، استاذ حبیب الرحمان ، ډاکتر عوض ، محمد حنیف یرغل ، ډاکتر صدری او نور ستر واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی شخصیتونه شهیدان شوي وای او نه به افغان ولس او د هغوی انقلابی او دیموکرات ملی سیاسی مخکښان په امینی زندانونو کی شپی سبا کولی ، نه به د ثور انقلاب په پړاوونو ویشل شوی وای ، او نه به د ثور انقلاب ناکامه شوی وای .

دا ټولی ناخوالی عمدتاً د نظامی مرستو د عمدی او یو اړخیز ځنډ له امله پيښ شو .

د نورمحمد تره کی هدف د شوروی نظامی مرستی له غوښتلو څخه دا وو چی : د هغوی په مرسته له یوی خوا د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب څخه د سیمه ایزی ارتجاع او نړیوال امپریالیزم د نا اعلان شوی جګړی په مقابل کښی دفاع وکړی او له بلی خوا خپل ګوندی او دولتی رهبری د دوهم لمبر شخص (ملی خاین حفیظ الله امین) له تعرض او خطر څخه وژغوری .

د ملی خاین حفیظ الله امین هدف د شوروی نظامی مرستی له غوښتلو څخه دا وو چی : له یوی خوا د شوروی اتحاد د څو نظامی کنډکونو موجودیت د خپلو جنایاتو او سیاسی انحرافاتو مخی ته پرده کړی ، او همدارنګه د خپلو ګوندی مخالفینو په مقابل کښی ئی د ډال په توګه وکاروی .

او له بلی خوا وکولای شی چی روسانو ته ځان سویتست وښیی ، تر څو له سی.آي.ای سره دده د اړیکو او تورو کړنو په رابطه روسان غافل وساتل شی . او دا ځکه چی ، خون آشام امین د ځینو شرایطو پر اساس تر همدغه وخته پوری د امریکا د متحده ایالاتو له امپریالستی دولت ، د پاکستان له نظامی ارتجاعی دولت او د افغانی انقلاب ضد ارتجاعی بانډونو له رهبرانو سره په بشپړه توګه سره لا موافقی ته نه وه رسیدلی چی د دوی تر منځ یوه داسی موافقه لاسلیک شی چی : د هغی پر اساس د پاکستانیو نظامی قواوو او یا د امریکا د متحده ایالاتو کماندویی نظامی قواوو ته چی د کراچی په بندر کی ځای پر ځای وی راتګ ته زمینه مساعده شی . خون آشام امین ډیری هلی ځلی کولی چی د نوموړو اړونده خلقی ضد ، دیموکراتیک ضد او انقلابی ضد قوتونو ترمنځ زر تر زره نوموړی ډول موافقه لاسلیک شی . نو بیا به هغه وخت : امین نوموړو شورویو محدودو نظامی قواوو ته د مصری خائن انور السادات په شان ووائی چی : تاسی باید له افغانستان څخه ووزۍ او د هغوی له وتلو څخه وروسته به بیا سمدلاسه نوموړی پاکستانی نظامی قواوی او یا امریکایی کماندویی نظامی قواوی دلته ځای پر ځای کړی او په دی توګه سره به وتوانیږی چی : (تر خپل ځان هوښیاران غافل او غلط کړی) یعنی پخوانۍ شوریان به غافل او غلط کړی . خو خوشبختانه چی : خون آشام او هیواد پلوری حفیظ الله امین د خپلو همدغو شومو او خاینانه ارمانونو له پلی کولو څخه دوه ورځی مخکی له هغو سره یوځای تر خاورو لاندی شو .  

پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک مرکزی او سراسری سیاسی انقلابی سازمان د خپل ستر رهبر شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون له مخکینیو لارښوونو سره سم د شوروی اتحاد د نظامی مرستو په ارتباط داسی نظر درلود چی : دا درسته ده چی خلقی انقلابی سازمان د افغانستان د طبقاتی مبارزی په سیاسی ډګر کښی د زیار ایستونکو او تر استثمار او تر ستم لاندی خلکو اصلی مخکښ عامل دی ، خو شوروی اتحاد هم د خپل عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست دریځ له مخی دنده لری چی د سیمه ایزی ارتجاع او نړیوال امپریالیزم د دسیسو او تجاوزاتو په مقابل کښی د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب او د افغانستان د زیار ایستونکی ولس د ګټو څخه دفاع وکړي .

د ثور انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته په افغانستان کښی داخلی سیاسی حالات داسی پر مخ تلله چی : هغه ټولی ملی او واقعی خلقی دیموکراتیکی ډلی او سیاسی شخصیتونه چی د ملی خاین حفیظ الله امین ځان غوښتونکی خاینانه او ملی ضد سیاست ته اطاعت نه کاوه ، له یوی مخی تر تهدید او وحشیانه بریدونو لاندی نیول شوی وو ، تبعید او زندانی کیدل ، جسمی او روحی شکنجی ورکول کیدلی او بلآخره شهیدان کیدل .

افغانانو د خپل سر په سترګو ولیدل چی نورمحمد تره کی ، ډاکتر زرغون او د هغه د خلقی دیموکراسی پیروان ، د سازا مشر محمد طاهر بدخشی او سید یوسف میړنی د افغان ملت ګوند له مشر تابه څخه او نور سیاسی او ملی شخصیتونه د ملی خاین خون آشام حفیظ الله امین لخوا په شهادت ورسیدل . د یادولو وړ ده چی د ثور انقلاب په اوله کی د افغان ملت ګوند غوښتل چی د ا.خ.د.ګ د کړنلاری مطابق د دیموکراتیکی سیاسی جبهی په جوړولو کی برخه واخلی . سید یوسف میړنی چی د دغه ګوند د رهبرانو څخه وو د دی هدف لپاره کابل ته راغلی وو ، او غوښتل چی په دی باب د ا-خ-د-ګ د دواړو جناحو د مشرتابه پلاوی سره خبر وکړی ، او یو لړ تماسونه ئی هم نیولی وو . دا هغه ورځی دی چی امین خپل ګوندیان ئی هم نشو زغملای او پرچمی رهبران ئی سفارتونو ته معرفی کړی وو (۱۹۷۸ د جون میاشت) . په دی سیاسی ځان غوښتونکی بحران کی له ورایه څرګندیده چی امین د متحدی دیموکراتیکی جبهی جوړولو ته وفادار نه دی . میړنی صاحب هیواد ته د خدمت په لاره کی د متحدی دیموکراتیکی جبهی د جوړیدو په انتظار کی وو چی د وخت د چنګیز (خاین حفیظ الله امین) لخوا ونیول شو او مظلومانه په شهادت ورسید . روح دی ښاد وی . د امین له دی خاینانه عمل څخه وروسته افغان ملتیانو د انقلاب ضد جبهی ته وکوچیدل او په ننګرهار کی یی د نورو انقلاب ضد ډلو په شان مستقله وسله واله جبهه پرانیستله ، چی په ډیره لنډه موده کی د دوی دا وسله واله جبهه د حکمتیار د اسلامی حزب لخوا دړی وړی شو ، او افغان ملتیان د پیښور مهاجرت ته اړ شول . هلته په مهاجرت کی د دوی ډیر تکړه رهبران او کادرونه د پاکستان د استخباراتی شبکی (آی.اس.آی) د ترورستی بریدونو ښکار شول . بناً د دوی اکثریت د غرب پناهنده ګی ته مخه وکړه ، خلک وائی په غرب کی مفته ډوډی ده او زمونږ افغانی متل دی چی (په باجوړ کی ځوړنده ډوډی ده) ، اوس مونږ د دوی د مهاجرت پایلی ته ګورو چی : د دوی یو تعداد کادرونه د حامد کرزی په حاکمیت کی بیرته هیواد ته راستانه شوی دی او د ناټو له ګریوانه ئی خپل سرونه راویستلی دی ، او د امریکا او غربیانو (نوی امپریالیزم) د پلانونو د عملی کیدو لپاره هلی ځلی کوی ، او د خپل افغان ملت ګوند د ملی برنامی پر خلاف د خپل خوار ولس ګټی د امریکائیانو او غربیانو تر ګټو ځاروی . د افغان ملت دا ټول منفی پرمختګ د خاین امین له لاسه ......

(( محمد آقا شیرزاد خپل (د ژوند خاطری) نومی اثر په ۸۷ مخ کی خپل د سترګو لیدلی حال داسی لیکی : کله چی زه بندی وم په ۱۳۵۸ لمریز کال کی د افغان ملت یو تعداد کادرونه ونیول شول او دومره سزاء ئی ورکړی وه چی یو تن ئی ماته په محبس کی خپلی ډډی راښکاره کړی زخمی زخمی وو او ده ماته وویل استاذه ، نور می طاقت نه درلوده ما ورته وویل هر څه چی تاسو لیکی زما قبول دی او پر ما ئی غلط شیان امضا‌ء کړی دی هغه هلک سید احمد نومیده زما خپلوان او د حصارک لیسه کی زما شاګرد وو . دي یی لږ وروسته له محبس نه یووړ تر ننه ئی درک نشته . او د سیمی یو تعداد روحانی ملایان هم چی هغه وخت د هیڅ تنظیم غړی نه وه بیګناه ووژل شو ...... )).   

کله چی د خاین امین د جنایاتو کچه لوړه شوه ، د افغانستان په داخل کښی یواځنی قوت زرغونی خلقیان وو چی نظامي پاڅون ته ئی ملا وتړله او د لعل پادشاه عالمی تر رهبری لاندی د ۱۳۵۸ هـ.ش کال د تلی د میاشتی د ۲۲ نیټی واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون پلان کړل او د تلی په ۲۳ نیټه تر اجراء لاندی ونیول شو .

واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون نړیوالو ته ثابته کړه چی د خاین حفیظ الله امین سیاسی واکداری په افغانستان کښی هیچاته د منلو وړ نه دی .

حقیقت دا دی چی د میزان د ۲۲ نیټی واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون په افغانستان کښی د امینی ظالمانه سیاسی حاکمیت د بدلون لپاره یو شین څراغ وو ، که دا واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون تر سره شوی نه وای نو د خاین امین توره او وحشی ۳ میاشتنی خلقی ضد ، بربری سیاسی حاکمیت دوره به تر ډیرو کلونو رسوا شوی نه وای او بر حاله به پاته وای .

خوار پرچمی زعامت خو له افغانستانه شړل شوی او ځپل شوی وو او په هیواد کی پاتی پرچمیان ټوله داسی پټ شوی وو چی آثار او علایم ئی نه ښکاریده او د خولی څخه یی آه نه پورته کیده . په حقیقت کښی پرچمیانو د خاین امین په مقابل کښی د پاڅون جرأت او قوت نه درلودل . ببرک کارمل د خپلی تشکیلاتی ناتوانی په وجه تل په دی فکر کښی وو چی د شوروی زعامت د برژنفی ډلی په مرسته ګوندی او دولتی رهبری ترلاسه کړي او حاکمیت ته ورسیږی لکه څنګه چی وخت ثابته کړه ، ببرک کارمل د مخکینی طرحه شوی پلان سره سم د برژنفی ډلی په مرسته د ا- خ- د- ګ عمومی منشی او د انقلابی شورا رئیس شو . د ا- خ- د- ګ په دواړو جناحو کښی ببرک کارمل د برژنف د اعتماد وړ شخص وو چی اقتدار ته ورسول شو .

پخوانی شوروی اتحاد د خپل عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست دریځ له مخی او همدارنګه د خپل هیواد د جنوبی سرحداتو د بی خطره کولو په اساس مجبور وو چی د ثور له دیموکراتیک انقلاب څخه دفاع وکړی .

په افغانستان کښی له یوی خوا د حفیظ الله امین پټ ارتباطات د انقلاب ضد رهبرانو او پاکستانی مقاماتو او C.I.A سره انکار نه منونکی شواهد پرځای پریښی وو ، دغه شواهد د شوروی حاکمیت امنیتی ارګانونو ته ډیر سخت تشویش پيدا کړی وو ، له بلی خوا د افغانستان څخه دباندی په ګاونډیو هیوادونو : پاکستان او ایران کښی د هغوی د استخباراتی شبکو تر لارښوونی او نظارت لاندی د انقلاب ضد ډلو پوځی روزنه پیل شوی وه او د افغانستان په سرحدی ولایاتو کښی د داخلی جګړی د تشدید لپاره سیاسی ، پوځی او استخباراتی لاسوهنی کیدلی .

د پورتنیو داخلی او خارجی منفی عواملو موجودیت او د افغانستان د ملی ګټو تأمین په ګوندی او دولتی رهبری کښی د بدلون غوښتنه کوله ، او دا بدلون د میزان د ۲۳ نیټی د واقعی زرغون صفته خلقی وسله وال امینی ضد انقلابی پاڅون په وجه ګړندی او ممکن شو . او که نه شورویانو ، پرچمی رهبرانو او د دوی عمومی خلقی متحدینو په دومره آسانی سره د ملی خاین حفیظ الله امین او د هغه د جنایتکار بانډ بربری ظالمانه سیاسی حاکمیت له منځه نه شو وړلی .

د وخت غوښتنه وه چی د ا- خ- د- ګ دواړه اړخونه (خلق او پرچم) د پخوانی شوروی اتحاد عمومی نړیوالی امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی قواوو په مرسته د ۱۳۵۸ هـ.ش کال د جدی په ۶ نیټه د ملی خاین حفیظ الله امین سل ورځنی ، خلقی ضد ، ملی ضد ، افغانی ضد ، بربری او ظالمانه فاشستی حاکمیت پای ته ورسوی .

ببرک کارمل د خپل حاکمیت په پیل کښی ټول سیاسی زندانیان د عبدالرب رسول سیاف (د انقلاب ضد ډلو یو فعال تنظیمی مشر) په شمول د پلچرخی له زندان څخه آزاد کړل . د ثور د انقلاب په نوی پړاو کښی د حفیظ الله امین د جنایتکار بانډ په لاس د وژل شویو شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږی په توګه د یوی ورځی لپاره ملی ماتم اعلان او د شهیدانو فاتحه واخستل شوه .

د جدی له شپږمی نیټی څخه وروسته هغه ټولی سیاسی ډلی چی د ا.خ.د.ګ (د واحد ګوند په ترکیب کی) د ببرک کارمل تر رهبری لاندی سره متحد شوی وو ، له یوی مخی د ملی دیموکراسی پیروان وو او په ټولنه کی د ملی او دیموکراتیکو سطحی اصلاحاتو غوښتونکی وو .

په افغانستان کښی یواځی پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان وو چی د خلقی دیموکراسی په پیروی سره په ټولنه کښی د ژورو او بنیادی اصلاحاتو غوښتونکی وو . او دوی اوس هم په دی عقیده دي چی په افغانستان کښی یواځی د خلقی دیموکراسی تطبیق د استثمار اصلی منابع له منځه وړی او زیار ایستونکو خلکو ته د ښه مدنی ژوند لپاره سهولیتونه وربخښی .

د خلقی اصطلاح سیاسی او تیوریک معنی خلقی دیموکراسی ده چی : خلقی په لغت کی د زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو څخه د ملاتړ کوونکی او د خلقی دیموکراسی د پیرو (د امپریالیزم ، فیوډالیزم او د ملی بورژوازی ضد) معنی لری . او د یموکراسی (( (دیموس یعنی خلک)او(کراسی یعنی حاکمیت) )) د ټولو زیار ایستونکو د حاکمیت په معنی دی . او په اصطلاح کی : خلقی دیموکراسی یعنی (د زیار ایستونکو او تر استثمار لاندی خلکو حکومت) چی په اوسنیو شرایطو کی په لمړی مرحله کی په ژوره او ګړندی توګه د خپلی خلقی انقلابی توری په تیره څوکه سره په لمړی قدم کی : امپریالزم او په دوهم قدم کی فیوډالیزم وهی ، چی په دی ساحه کی استعمار او استثمار له منځه وړی او د توری په پڅه څوکه سره : ملی بورژوازی وهی چی په همدی ساحه کی استثمار له منځه نه وړی او صرف تر خلقی ژور کنترول لاندی نیول کیږی . او په دوهمه مرحله کی : د خپلی خلقی انقلابی توری په تیره څوکه سره تقویه شوی بورژوازی وهی او په دی ساحه کی هم استثمار له منځه وړی او سرمایه داری دوری ته د رشد نه ورکولو له لاری سوسیالستی انقلابی وظایف انجاموی او هغی ټولنی ته چی په هغه کی هیڅ ډول طبقی او د فرد لخوا د فرد هیڅ ډول استعمار ، استثمار او ستم وجود ونلری تیریږی . فلهذا  هر هغه سیاسی انقلابی مبارز چی خلقی دیموکراسی نه منی او د هغی د راتګ او استقرار په خاطر مبارزه نه کوی په واقعیت کی واقعی خلقی نه دی او نه به و اوسی . د خلقیتوب سیاسی تګلاره د زیار ایستونکو له ګټو او افغانی فرهنګ سره پوره مطابقت لری . خلقیتوب کوم نوی مذهب نه دی بلکه د ټولنیز پرمختګ لپاره یوه سیاسی – اقتصادی – اجتماعی او فرهنګی تګ لاره ده چی د افغانستان د ترقی او پرمختګ لپاره هڅه او هاند کوی .

د خلقی طبقاتی مبارزی مخالفین تل په دی لټه کښی دي چی واقعی زرغون صفته خلقیان د خلقی دیموکراسی له اصولی لاری منحرف کړي . په دی لړ کښی ببرک کارمل هم وتوانیده چی د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری په مرسته یو تعداد عمومی زرغونی خلقیان د میر صاحب کاروال او فضل ربی سوله مل په مشری د امتیازاتو په بدل کښی د خلقی دیموکراسی له لاری څخه منحرف کړي . د امتیازاتو له اخیستلو سره سم له منحرفینو څخه خپل واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی شناخت هیر شو او دوی د افغانستان د زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکود ګټو پر ځای د خپل ځان د ګټی په فکر کښی شول ، او د ورکړ شویو امتیازاتو په بدل کښی د ډاکتر صالح محمد زیری سره یوځای د ببرک کارمل سیاسی ډُهل ته په ګډا شول .

د کاروال او نورو مرتدو زرغونیو رهبرانو له آګاهانه انحراف څخه بیخبره یو تعداد واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی کادرونه د څه مودی لپاره له دوی سره وو چه د وخت په تیریدو سره ددوی د انحرافی اعمالو په پوهیدلو سره ئی خپلی لیکی ور څخه بیلی کړي او بیرته د خپلو پخوانیو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی ملګرو سره یو ځای شول .

                   قطره دریاست ، اګر با دریاست       ور نه قطره ، قطره و دریا ، دریاست

د کاروال او سوله مل انحرافی ډله او یو شمیر نور مرتدان د خلقی دیموکراسی د پریښودلو په بدل کښی لوړو ، لوړو ګوندی دولتی ، ملکی او نظامی رتبو او منصبونو ته ورسیدل ، خو متاصفانه چی په ټولنه کی د خپل انقلابی شخصیت د ګټل شوی مقام ارزښت ته ئی په سپکه وکتل او هغه ئی په ناچیزه متاع باندی بدله کړه .

له دی ارتداد او انحراف څخه وروسته د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک مرکزی او سراسری سیاسی انقلابی سازمان مرکزی کمیټي خپل تشکیلاتی فعالیت یو ځل بیا له سره سمبال کړ او د وخت له نویو ټولنیزو ملی ، سیمه ایزو او نړیولو حالاتو سره سمه د نړیوال انقلابی خپرونی (ایسکرا) او د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون د انقلابی آثارو په پیروی او دوام ئی د لمړی ځل لپاره د (زرغونی خلقی لاری) په نامه یوه خپرونه پخش کړه . دغه خپرونه د شهید ډاکتر زرغون د ريښتینو سیاسی ملګرو ، شاګردانو او پیروانو لخوا د هغه د سیاسی – ټولنیزو ارمانونو (خلقی دیموکراسی) د تحقق لپاره ژوندی مبارزه او نوی تعهد دی . د نوموړی خپرونی سیاسی علمی تفسیر دا ده چی : په هم هغه وخت کی د عمومی خلقیانو په خپل سر ټاکل شوو رهبرانو ، شعوری امینیانو او حتی د کارمل په شمول د پرچمیانو رهبرانو به هر یوه دا ویل او اوس هم دا وایی چی : مونږ ټول د ا.خ.د.ګ غړی یو او ټول خلقیان یو او پر خلقی لاره باندی روان یو ، او واقعی زرغون صفته انقلابی خلقیانو به هم دا ویل او اوس هم دا وایی چی مونږ خلقیان یو او د خلقی دیموکراسی په لاره باندی ځو ، کوم چی زمونږ ستر او محبوب ملګری ، موسس او رهبر شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون پر هغه باندی تللی او خپل سر او مال یی پری ښندلی دی .  

(زرغونه خلقی لاره) اوس د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ژبه ده او په ټولنه کښی واقعی خلقی انقلابی تیوری خپروی . په ټولنه کښی واقعی خلقی انقلابی خوځښت ته لوری او سازمان ورکوی . کله چی د زرغونی خلقی لاری لمړی ګڼه ولیکل شوه ، تر ۴۰۰ زیاتی نسخی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان د غړو لخوا د کابل ښار ، هوائی پوهنتون ، حربی پوهنتون ، حربی شوونځی ، کابل پوهنتون ، عالی دارالمعلمین ، خوشحال خان بابا ، رحمان بابا ، ابن سینا لیسی ، سره مینه ، خیرخانه او د کابل ښار په نورو ځایونو او د هیواد په ولایاتو کښی د خلقی دیموکراسی سیاسی مینه والو ته ورسول شو .

په لمړی ګڼه کښی د متشکلی مبارزی په ضرورت ټینګار شوی وو او لیکلی وو چی : د افغانستان زیار ایستونکی او تر ستم لاندی خلک پرته له خپل ګوند څخه خپل اهداف نشی تر لاسه کولای . (متشکل هر څه دی او غیر متشکل هیڅ دی) . علامه فردوسی په ټولنیزو ، سیاسی او نظامی مبارزاتو او کشمکشونو کی تشکل او سازماندهی ته لوړ ارزښت ورکاوه ، او پخپل تل پاتی اثر شاهنامه کی چی حماسی روح او قوت لری ، پهلوانانو او د هغوی جنګیالیو ته لمړی مقام ورکوی او هغوی : نجات ورکوونکی ، د شاهانو تاج بخښونکی ، پادشاه جوړونکی ، د ملی ویاړنو ساتونکی او د هیواد مدافعین بولی . په شاهنامه کی رستم د زړه ورتیا ، نارینتوب او عدالت سمبول ګڼل شوی . فردوسی په شاهنامه کی پادشاهانو ته دوهمه درجه مقام ورکوی ، او د جنګیالیو پهلوانانو څخه پرته پادشاهان بی ارزښته بولی . که چیری په هغه زمانه کی د پهلوانانو با نظمه او با دسپلینه نظامی جنګیالیو تشکل ته د وخت ضرورت وو او ستر رول ئی لوبولی شو ، نو نن ورځ د واقعی خلقی انقلابی ګوندونو با نظمه او با دسپلینه قوی سیاسی تشکل ته د وخت ضرورت دی ، چی د زیار ایستونکو خلکو مخکښان شی او هر غړی یی یو واقعی خلقی سیاسی رستم شی تر څو ټولنه له طبقاتی ظلم او ټولنیزو بیعدالتیو څخه وژغورل شی .

پراګنده لشکر نه آید به کــــــار ــــــــــــــ دوصد مرد جنګی به از  صد هزار

                                                                                       ( فردوسی )

د زرغونی خلقي لاري د لمړۍ ګڼی خپریدل په ټولنه کښی ډیر مثبت انعکاس وموند ، دا مثبت انعکاس د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړو او پلویانو ته نوی سیاسی ژوند او نوی زیری وو .

خو برعکس د خلقی دیموکراسی له لاری څخه د انحرافی مرتدو زرغونیو رهبرانو لپاره ډیر سخت سیاسی بحران وو او د یو انقلابی بم د چاودیدلو حیثیت ئی درلود چی د کاروال او سوله مل د انحرافی ډلی د امتیازاتو ماڼی ئی ولړزوله او د دوی د سیاسی تجارت نشه ئی ورماته کړه . له خلقی دیموکراسی څخه انحرافی ډلی دا تصور نه کاوه چه ددوی انحراف به دومره زر رسوا کیږی او بیا به په زرغونه خلقی لاره کښی انعکاس مومی.

انحرافی ډلی د ریژیونست کارمل او ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری په مشوره د ورکړ شوو امتیازاتو په بدل کښی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د تشکیلاتی او نشراتی فعالیت پر ضد په ښکاره او جدی مخالفتونو لاس پوری کړل ، او د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړی یی تر تطمیع او تحدید لاندی ونیول . د (زرغونه خلقی لاری) هر ګڼه به چی خپریدله منحرفینو د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری له انحلال طلبانه لارښوونو سره سم مرتد کاروال او ورسره نورو مرتدو زرغونیو رهبرانو ،  دا ویل چی : دا د خاد لخوا نشریږی .

او د افغانستان د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان وفادارو غړو ته به ئی انتی سویتستان ویل ، له نوموړو درواغجنو ویناوو څخه د دوی اصلی مطلب دا وه چی : نوموړوی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابیون د خاد او شورویانو لخوا تر ډول ، ډول مادی او معنوی تحدیدونو لاندی ونیول شی . پټ واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان پخپل نشراتی ارګان (زرغونه خلقی لاره) کی د شورویانو راتګ یو عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوست عمل باله او په عمومی نسبی توګه سره یی تائیداوه ، نو شورویانو ځکه څه نه ورته ویل . (زرغونه خلقی لاره) که څه هم د ښیو او کیڼو ریژیونستانو او هر ډول اپورتونستانو ضد وو ، او خاد (خدمات اطلاعات دولتی) هم د افغانی ریژیونستانو (کارمل او کارملیانو) تر رهبری لاندی د دولت یوه څانګه وه (د هغه وخت په خاد کی د پرچم تر نامه لاندی د ستمیانو موجودیت ډیره زیاته او ډیره فعاله وه او تر اوسنی وخت یعنی د حامد کرزی په دوره کی هم د ستمی او سمتی سیاسی ډلګیو او سیاستمدارانو نقش پکی قوی دی . د خاد ارګان له هغه وخته څخه تر اوسه پوری په ملی روحیه نه دی جوړ شوی) ، خو د واقعی زرغون صفته انقلابی خلقیانو پر ضد ئی د موثقو اسنادو له درلودلو څخه پرته دوی کوم اقدام کولای نشول . دا ځکه چی د زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان د مرکزی کمیټی لخوا داسی تشکیلاتی حوزه ایز اصول او موازین وضع شوی وو چی نه یواځی کارملی خادستانو دولتی ضد اسناد پری نشول پیدا کولای بلکه د دوی غلامانو او لاس په نامه نوکرانو (په عمومی خلقیانو او عمومی مرتد شوی زرغونیانو کی ، چی د کارمل غلامان شوی وو) هم د زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان کړه وړه نشول کشفولای . که څه هم په دی باب د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری له خاینانه لارښونو سره سم ، د مرتد میر صاحب کاروال او د میرزا علم (حمیدی) خوستی شعوری امینی (په اقتصادی لحاظ د ابن الوخت کریم میثاق او د هغه د کورنی ساتندوی) لخوا : د ګمارل شوی عیاش او بیکفایته شخص (د وخت د کورنیو چارو وزیر) خورد ظابط سید محمد ګلاب ځوی په ذریعه پر زرغون صفته انقلابی خلقیانو باندی ډیری زیاتی اختطافانه او خاینانه حملی وشوی ، چی په نوموړی خلقی ضد ، دیموکراتیک ضد او انقلابی ضد کړو وړو کی بریالیتوب ترلاسه کړی ، خو اعترافاً یی د نوموړو واقعی زرغون صفته خلقی انقلابیونو څخه هیڅ یو پټ سازمانی راز وانه خیستلای شو . او بلآخره د وخت د ټولو واکمنو ګوندی او دولتی نافذو اصولو او قوانینو پر خلاف ئی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان پر مغز او تنی باندی ډیره سخته وحشیانه اختطافانه مادی او معنوی ضربه وارده کړه . خو بیا یی هم : نوموړی پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک مرکزی انقلابی سازمان نه یواخی دا چی منحل نشو کړلی بلکه لا هم پوخ شو . دوی (مرتدان) واقعی زرغون صفته انقلابی خلقیانو ته د حزبی او دولتی مجازاتو تهدیدونه کول . په دی وخت کښی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ، پټ تشکیلاتی فعالیت په ډیر ولایاتو او د کابل په تعلیمی او لوړو تحصیلی موسسو کښی ، په شوروی اتحاد او نورو سوسیالستی هیوادونو کی د افغانی محصلینو تر منځ ډیر فعال وو او په پراخه پیمانه ئی جلب او جذب درلودل .  له هیواد څخه دباندی هم واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی ځوانان د تحصیل له حق څخه په محرومیدو او له سوسیالستی هیوادونو څخه په اخراجیدو تهدیدیدل ، چی د تاجکستان په جمهوریت کی ئی ډیره جدی بڼه غوره کړی وه ، دا ځکه چی د تاجکستان په جمهوریت کی ، د نورو شوروی جمهوریتونو په پرتله د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان له خپل سیاسی او تشکیلاتی اړخه ډیر فعال وو .

د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړي له کښته څخه تر پورته پوری د خپلی خلقی  طبقاتی مبارزی په بدل کښی له چا څخه کوم امتیاز نه دی غوښتی او نه ئی غواړی . دوی د خلقی دیموکراسی په اساس د استثمار ، ظلم او ټولنیزی نابرابری پر ضد د زیار ایستونکو او تـــر ستم لاندی خلکو د سیاسی مبارزی لارښوونه کوی او په دی لار کښی ډیر تکلیفونه ګاللی او ګالی یی .

د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدی له شپږمی نیټی څخه وروسته ، په هغه وخت کی دا سی آوازی اوریدل کیدلی چی : یو شمیر داسی کسان شته چی خلقیان هم دی خو په واکمن ګوند او دولت کی وظیفی هم نلری او ډیر سخت غریبان هم دي او د ډیرو سختو اقتصادی مشکلاتو په وجه د خپلو انقلابی ملګرو په مادی مرستو د دوی په کورونو او اطاقونو کښی شپی او ورځی تیروی ، او د فیوډالیزم ، امپریالیزم ، ښی او کیڼ رژیونیزیم او هر ډول اپورتونیزم ، اپولوتیزم ، د چین هژمونیزم ، صیهونیزم ، د افغانی انقلاب ضد ارتجاعی بانډونو ، پرچمیانو ، ابن الوختو خلقیانو او مرتدو عمومی زرغونیانو د رهبرانو او شعوری امینیانو پر ضد په نه ستړی کیدونکی ، نه ډاریدونکی ، نه تسلیمیدونکی او نه پخلاکیدونکی توګه خپله انقلابی مبارزه پر مخ بیایی ، خو بیا هم واکمنی ګوندی او دولتی وظیفی نه لری او هر څوک چی پوښته ورڅخه وکړی چی تاسی ته د واکمن ګوند او دولت د لوړ پوړو لخوا ولی وظیفی نه درکولی کیږی . دوی ورته وائی چی : (مونږ واقعی زرغون صفته خلقیان یو ځګه وظیفی نه راکولی کیږی) او داسی هم چاته نه وایی چی مونږ پټ او یا څرګند سازمان لرو . د یوه خلقی لیکوال په صفت ما ډیره هڅه وکړه چی له نوموړو ځورول شویو کسانو سره مخامخ لیدنه وکړم خو بریالی نه شوم او پیدا می نکړل . خو زه په دی عقیده یم چی . همدا زرغون صفته انقلابی خلقیان دي چی پخپلی خلقی انقلابی روحیی او لوړ مورال سره له خپلو ډول ، ډول مادی او معنوی مشکلاتو او ستونزو سره ، سره نوموړی پټ واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان رهبری کوی ، او له نوموړو ډول ، ډول مشکلاتو او کړاوونو سره ، سره بیا هم د خلقی دیموکراسی د مخالفینو او د مرتد کاروال په مشری د ورسره عمومی زرغونیو مرتدو رهبرانو انحرافی ډلی له خپلو لومپنانو سره یوځای په واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی شخصیتونو او کادرونو باندی ډول ، ډول درواغجن   تورونه لګول او درواغجن منفی تبلیغات به ئی ورپسی  کول . کیدای شی چی درواغ او تورونه موقت تاثیر ولری ، اما د تل دپاره حقایق نشی پټولای .

د ورونو ګوندونو تاریخی تجربی مونږ ته دا راښیی چی ریژیونستان په ملی او خلقی دیموکراتیکو جنبشونو کښی د کارګری طبقی رهبری نه منی ، د پرولتاریا دیکتاتوری نه منی ( په افغانستان کښی د خلقی دیموکراسی شکل ) ، د نهایی هدف لپاره مبارزه نه کوی ، له یوی پیښی څخه تر بلی پیښی پوری خپله سیاسی تګ لاره ټاکی یعنی جنبش هر څه او نهایی هدف هیڅ .

زه د سیاست د علم او هنر مینه والو ته دا وایم چی : سیاست له ماورأ څخه راغلی کومه نامعلومه پدیده نه ده بلکه د نورو اجتماعی علومو په شان یو اجتماعی – اقتصادی علم دی چی د ټولنیز پرمختګ او اجتماعی عدالت د تامینولو لپاره په ټولنه کښی د انسانانو کړه وړه تنظیموی .

سیاست د نورو علومو په شان خپل علمی اساسات او فرمولونه لری ، کولای شو په آسانه پری وپوهیږو ، هغه دا چی :

تاسی د خپل هیواد د ټولنیزو او اقتصادی پرمختګونو په یوه ټاکلی تاریخی مرحله کښی د انسانانو ټولی ډلی یعنی استثمارګران او تر استثمار لاندی طبقات (غلام او بادار ، بزګر او فیوډال ، کارګر او سرمایه دار ) او د هغوی  د متشکلو او غیر متشکلو ، مسالمت آمیزو او غیر مسالمت آمیزو پاڅونونو علتونه او د هغوی د مخکښو سیاسی ګوندونو تر رهبری لاندی د ټولنیزو انقلابونو تر سره کول ، دا ټوله د تاریخی ماتریالیزم د اصولو په رڼا کښی تحلیل او ارزیابی کړی ، په ډاګه به پری وپوهیږی چی : لمړنی اشتراکی ټولنه څنګه په غلام داری ټولنی باندی بدله شوه ؟. ټولنه څنګه په متضادو طبقاتو وویشل شو ؟. استثمارګر او تر استثمار لاندی طبقات څنګه منځ ته راغلل ؟. دولت څه وخت او د ټولنیز سیاسی – اقتصادی ژوند په کومه انکشافی مرحله کی منځ ته راغلی دی ، او د کومو موخو لپاره جوړ شوی دی ؟. استثمارګران څنګه د دولت په وسیله خپلی ګټی ساتی ؟. ایا قانون په عملی بڼه کی د استثمارګرو طبقاتو اراده تمثیلوی او که د ټول ولس ؟. هر استثمارګر دولت پخپل اساسی قانون کښی لیکی چی : ټول اتباع د قانون په وړاندی برابر حقوق لری . آیا په عمل کښی همداسی دی ؟. دا څوک (کومه طبقه) دی چی زمونږ په افغانی ټولنه کښی اجتماعی عدالت نه غواړی ؟. کوم عوامل دي چی زمونږ د ټولنیز پرمختګ مخی ته خنډ واقع کیږی ؟. بهرنی هیوادونه ولی افغانان غلامی ته اړ باسی او تل د افغانستان د اشغال په فکر کښی دي ؟. دا څوک دی چی مکتبونو او تعلیمی موسسو ته اور اچوی او افغان ولس د جهالت او بی علمی توری او تیاری کندی ته غورځوی او په دی کښی د دوی څه مقصد دی ؟. دا څوک دی چی د افغانستان ترقی غوښتونکی ځوانان وژنی او ولی ؟. دا څوک دی چی غواړی افغان ملت د ډار او وحشت تر سیوری لاندی ژوند وکړی او ولی ؟. آیا د یو منظم ګوند او علمی جهان بینی څخه پرته افغانان کولای شی چی افغانستان له سیاسی – اقتصادی او اجتماعی بحران څخه وباسی ؟. زمونږ د هیواد ګړندی ټولنیز اقتصادی پرمختګ څنګه ممکن دی ؟. او داسی نوری پوښتنی ......

تاسی ددی ټولو پوښتنو سم ځواب د تاریخی ماتریالیزم په فرمولونو کښی پیدا کولی شي . تاسی تیرو تاریخی تجربو ته په مراجعی او مقایسی سره د خپلی اوسنی سیاسی ، اقتصای ، اجتماعی او فلسفی پوهی په اساس د ټولنیزو حالاتو سمه ارزوونه کولای شی . او درست سیاسی دریځ ځانته ټاکلی شۍ .

افغانستان په اوسنی زمانه کښی هغه بیړی ته ورته دی چی په توفان کښی راګیر شوی وی . له توفانه څخه د بیړی د خلاصون لپاره ښه پوه مسلکی او با تجربه بیړی چلوونکی (یو منظم انقلابی ګوند) او ښه قطب نما (پرمختلونکی ایډیالوژی) ته ضرورت دی .

افغان زیار ایستونکی ولس د یو ریښتینی مخکښ خلقی انقلابی ګوند په درلودلو سره چی په علمی نړی لید سمبال وی او په سیاسی مبارزاتو کښی افغان ولس په سمه توګه رهبری کړي ، کولای شی چی ګران هیواد له سیاسی – اقتصادی او اجتماعی بحرانه څخه را وباسی .

دا ګوند په اوسنی وخت کی واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان دی چی کولای شی خپل زیار ایستونکی ولس او ګران هیواد له سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی بحران څخه په بریالیتوب سره را وباسی .

په افغانستان کښی زیار ایستونکی او تر استثمار لاندی خلک د ټولنی ۹۲٪ برخه تشکیلوی او مقابل لوری یی ۸ سلنه تشکیلوی چی د خلکو دښمنان بلل کیږی . خلقیان د دغو زیار ایستونکو او تر استثمار لاندی خلکو زامن  دي . دوی هیڅ کله د خپلی طبقی د ګټو پر ضد نه دریږی او تل د یو سیاسی انقلابی مخکښ په توګه په سیاسی – اقتصادی او اجتماعی مبارزاتو کښی د خپلی طبقی لارښوونه کوی او د هغوی په سر کښی وی . مګر ، د کوم سیاسی ملی خاین ( بهرنی اجنټ ) او یا له خلقی طبقاتی مبارزی څخه د کوم سیاسی مرتد منحرف له لاسه وغولول شی او له خپلی خلقی طبقاتی انقلابی لاری څخه بی لاری شی .

غولوونکی ، انقلابی نما او منحرف خلقیان او کارګری اریستوکراتان دغه تاریخی رسالت ته وفادار نه دي . دوی د خپل شخصی ښه ژوند لپاره لمړی خپل ضمیر او بیا خپله طبقه تر پښو لاندی کوی .

شخصی غرض مرض دی چی کـورونه ورانوی ـــــــــــــــ کارونه په ایثار او صداقت وړاندی ځی

د لوړ مقام خاوند به تورو خاورو کښی ګذار شی ـــــــــــــــ هغه که په ټګی او خیانت وړانــدی ځی

باید پاملرنه وشی ، کوم سیاستمداران چی له خپلی خلقی انقلابی طبقاتی مبارزی څخه انحراف کوی او مرتد کیږی ، هغوی چاته نه وایی چی مونږ منحرف شوی یو او خیانت کوو بلکه تل د خدمت تر شعار لاندی خیانت کوی او د ولس په سترګو کی خاوری شیندی ، درواغ وائي او غولویی یی .

سعدیا عاشق صادق ز بلا نګریزد ــــــــــ سست عهدان ارادت ز ملامت برمند

د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدی له شپږمی نیټی څخه وروسته د ببرک کارمل او د هغه د حامیانو د قوماندی پر اساس : د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری له انحلال طلبانه لارښوونو سره سم د عمومی زرغونیو مرتدو رهبرانو (میر صاحب کاروال ، شازار لیوال ، محمد الله صافی ، ډاکتر محمد هاشم ، حبیب الرحمان سباوون ، ډاکتر نیاز محمد مهمند ، هنر غیرت ، شیندی ګل ، شیر ګل اوستا ، فضل ربی سوله مل ، انجینر سعادت ملوک آزاد او داسی نورو ......) د مرتد کاروال په مشری د کابل په قلعه غیبی کښی د مرتد سوله مل په کور کښی د خپل انحراف د پټولو دپاره یوه غونډه دایره کړه او داسی پریکړه یی وکړه .

۱ــ اوس زمونږ هیواد ته د شوروی اتحاد پوځونه راغلی دي ، او روسان مونږ ته سوسیالیزم جوړوی ، نو ولی مونږ بیهوده پخپلو ځانونو باندی ستونزی او کړاوونه تیر کړو .

۲ــ د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په نوم ، کوم خاص او منظم تشکیلاتی فعالیت ته نور ضرورت نه لیدل کیږی ، خپلی سازمانی حوزی باید ړنګ او نور حق العضویتونه را ټول نکړو ، او که نه انتی سویتستان به وبلل شو او تر تهدید لاندی به راشو .

۳ــ مونږ باید د پرچمیانو او د دوی د شوروی (برژنفی حامیانو) تر لارښوونی لاندی په یوه عمومی زرغونی چوکاټ کښی خپلی مبارزی ته دوام ورکړو .

۴ــ مونږ باید ټولو افغانی سیاسی ډلو او شورویانو ته داسی ووایو چی : دا حقیقت دی چی مونږ د ډاکتر زرغون شاګردان یو او خلقی ارتباطات مو لرل ، خو مونږ نور دغی سیاسی او تشکیلاتی تګلاری ته ادامه نه ورکوو .

۵ــ داسی تبلیغ باید وکړو چی : ډاکتر زرغون او لعل پادشاه عالمی اشتباه وکړل چی له امین څخه و نه تښتیدل او یا پټ نه شول .

۶ــ د عمومی زرغونیانو ملګرو څخه به د خلقی مخالفینو  (امینیانو) ، پرچمیانو او نورو مخالفو ډلو په وړاندی ، دفاع وکړو . د خلق او پرچم د وحدت پر ضد به مبارزه نه کوو .

۷ــ هر هغه څوک چی د پخوا په شان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په چوکاټ کښی مبارزه کوی او زمونږ د عمومی زرغونی حرکت په مخ کښی خنډ واقع کیږی ، اول ورته نصیحت کوو ، که اصلاح نشول هغوی باید افشا او تجرید شی ، او که بیا هم اصلاح نشول ، د لمنځه تلو تر سرحده د هغوی پر ضد باید په کلکه مبارزه وشی.

۸ ــ د خاین میثاق او د هغه د ملګرو پر ضد باید په کلکه او نه پخلاکیدونکی ډول سره مبارزه وکړو .  

باید وویل شی چی د مرتدو زرغونیو رهبرانو انحرافی ګروپ مجبور وو چی : (د سرو زرو چاړه پخپل نس کی ومنډی) یعنی د ورکړ شوو امتیازاتو په بدل کښی همداسی مرتدانه ، انحرافانه او تسلیم طلبانه پریکړه وکړی . د ملی خاین حفیظ الله امین او منحرفو مرتدو زرغونیو رهبرانو تر منځ توپیر دا دی چی : ملی خاین امین ، واقعی خلقی انقلابی ډاکتر عبدالکریم زرغون یی په فزیکی لحاظ ترور کړ او په شهادت ورسول . او د شهید ډاکتر زرغون یو تعداد مرتدو ، فرصت طلبو شاګردانو د بورژوازی له سیاسی نماینده ګانو څخه د اخیستل شویو امتیازاتو په بدل کی د خپل شهید استاد د سیاسی فکر (خلقی دیموکراسی) او سیاسی سازمان (پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان) ترورولو او ړنګولو ته یی ، د بورژوازی په ګټه ملا وتړله . ملی خاین امین او د هغه جنایتکار بانډ له یوی خوا ، او د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری او مرتد میر صاحب کاروال په مشری نورو مرتدو زرغونیو رهبرانو له بلی خوا ، هر یوه پخپل وار سره غوښتل او غواړی چی د خپل جاهلانه او ظالمانه ترورستی اعمالو په ترسره کولو سره د ټولنیز پرمختګ د ډیالکتیکی تکاملی قانونمندیو پر خلاف ودریږی . تاریخ دا ثابته کړیده چی د نړی سیاسی – عقیدتی او فزیکی ترورستانو : آتیلا ، یزید ، چنګیز ، ستولی پین ، زاړه او نوی نړیوالو استعمار ګرانو ، هټلری فاشیزم ، پنوچیت ، یهودی ظالمو عظمت طلبانو ، ملی خاین امیر حبیب الله ، ملی خاین امیر حفیظ الله (امین) او د دوی په شان نورو انسان وژونکو او ټولنیز عدالت وژونکو او د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری او مرتد میر صاحب کاروال په شان د خلقی دیموکراسی وژونکو ظالمانو ونه توانیدل چی پخپل ظلم ، بربریت ، وحشت او ارتداد سره د ټولنیز پرمختګ او ټولنیز عدالت د کاروان مخه بنده کړی . البته دا د تاریخ شرمیدلی شخصیتونه دومره توانیدلی دی چی د ټولنیز پرمختګ او ټولنیز عدالت د ټینګیدو په مخکی موقتی خنډونه (د سیلاب په مخ کی د شګو بندونه) جوړ کړی ، خو د دوی د ظلمونو او جنایاتو سره ، سره د افغانستان او د نړی د ټولنیز پرمختګ او ټولنیز عدالت کاروان له نړیوال دیموکراتیک او انقلابی کاروان سره یوځای مخ په وړاندی روان دی .

کله چی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټه د کاروال او سوله مل د انحرافی ډلی د سیاسی - تجارتی غونډی له پریکړو څخه خبر شول د مرکز او ولایاتو څخه د پټ واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان مسئول نماینده ګان ئی را وغوښتل او د مخفی مبارزی د تشکیلاتی اصولو په رعایت سره په کابل کښی یوه غونډه جوړه کړه . په غونډه کښی ملی سیمه ایز او نړیوال حالات په هر اړخیزه توګه وڅیړل شول ، او بیا د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک مرکزی او سراسری سیاسی انقلابی سازمان په تشکیلاتی مسائلو هم منفردانه نظریات واخستل شو او د رایو په اتفاق یو لړ پریکړی تصویب او صادري شوي :

۱ــ په غونډه کښی د کاروال په مشری د مرتدو زرغونیو رهبرانو انحراف چی د دولتی حاکمو کړیو د امتیازاتو په بدل کښی له خپلی پټ واقعی خلقی دیموکراتیکی انقلابی طبقاتی مبارزی څخه لاس په سر شوی وو په کلکه وغندل شو ، او د دوی دا عمل د افغانستان د کارګرانو ، بزګرانو ، ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو ګټو ته یو آګاهانه او شعوری خیانت وبلل شو . پریکړه وشوه چی مونږ له مرتدو منحرفینو سره هم غږی نه یو او زمونږ پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی طبقاتی مبارزه به د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون د خلقی دیموکراسی تګ لاری په اصولو سره د هیواد د ملی ، سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو د په نظر کښی نیولو سره به د پخوا په شان دوام ولری .

۲ــ  د عمومی زرغونیو رهبرانو اپورتونستی او انحرافی ګروپ د کاروال تر مشری لاندی چی غوښتل ئی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک مرکزی او سراسری سیاسی انقلابی سازمان وحدت مات کړی ، او پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان له داخل څخه ړنګ کړی ، او پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان له خپلی خلقی  دیموکراتیکی تګ لاری څخه منحرف کړی او کاملاً یی په یوه بورژوازی سازمان ئي واړوی . د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان څخه تښتیدلی اشخاص وبلل او پریکړه وشوه چی دوی نور زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړی نه دی .

۳ــ پریکړه وشوه چی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان له تشکیلاتی حوزو څخه دباندی په عموم کښی د هر چا په وړاندی باید داسی وویل شی چی مونږ هیڅ ډول ځانګړی سازمان نه لرو . کوم خواته چی عمومی خلقی جنبش ځي مونږ به هم په هغه لوری ځو او دا حرکت به تر لازم وخته پوری دوام کوی .

۴ــ له هیواد څخه دباندی د ثور انقلاب ضد ګروپونو ایجاد ، نظامی روزنه ، وسلوال کول او د تخریبی عملیاتو لپاره د افغانستان خاوری ته د هغوی لیږدول د پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو د استخباراتی شبکو لخوا ، چی د امریکا د متحده ایالاتو او د هغی د متحدینو په مرسته او ملاتړ تر سره کیدل ، په کلکه وغندل شو . د دوی دا عمل د ملکرو ملتونو د منل شوو نورمونو پر خلاف د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت په خاوره باندی یو څرګند تیری وبلل شو .

۵ــ پریکړه وشو چی د شوروی اتحاد د محدودو عمومی نړیوال امپریالستی ضد صلح دوستو نظامی قطعاتو د راتګ څخه چی د افغانستان د قانونی دولت یعنی د ملګرو ملتو لخوا په رسمیت پیژندل شوی دیموکراتیک جمهوریت د رهبرانو په غوښتنه ترسره شوی دی او د افغانستان د استقلال ، ملی حاکمیت ، ارضی تمامیت او د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب د ارمانونو د دفاع لپاره راغلی دی هرکلی کوو . دا د هر قانونی دولت حق دی چی په سختو او پیچلو حالاتو کی د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادی پر اساس له خپلو دوستانو څخه مرسته وغواړی . زمونږ له نظره دا مرسته یوه نړیواله عمومی امپریالستی ضد صلح دوستانه مرسته ده او په عمومی نسبی توګه زمونږ د تائید وړ ده .

۶ــ د غونډی په پای کښی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د خپلو پټو تشکیلاتی اصولو په رعایت سره خپل د مرکزی کمیټی غړی ، بیا سیاسی بیرو ، او بیا عمومی منشی او معاونین وټاکل .

د غونډی پریکړه لیک په مرکز او ولایاتو کښی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ټولو تشکیلاتی حوزو ته د پټو تشکیلاتی اصولو په رعایت سره ابلاغ شو .

له دی غونډی څخه وروسته د عمومی مرتدو زرغونیو رهبرانو اپورتونستی او انحلال غوښتونکی ډله د تطمیع او تحدید د میتودونو له په کار اخستلو څخه ، کوشش کاوه چی د خاصو او عامو زرغونیانو یو شمیر نور غړی له ځانه سره هم غږی کړی او د خپل ځان په شان ئی د امتیازاتو منلو ته اماده کړی ، تر څو له دی لاری د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان سیاسی او تشکیلاتی فعالیت بطی کړی . خو و نه توانیدل او د دوی ټولی هڅی له ناکامی سره مخ شو .

نارینتوب باندی لوبیږه سړیتوب ته نژدی کــــــیږه ـــــــــ په رانجو د علم پوهی بینا کیږه ښایسته کــــــــــــــیږه

فضیلت علم او ادب دی نه په مال نه پــه نسب دی ـــــــــ برکت په حــــــــــــــرکت دی سمه لار کښی روانیږه

غم دی ورک شه غم خوری کړه د غمجنو غریبانو ــــــــ غور ئی وکړه څو کوی شی دوی سره بیا خوشحالیږه

د مرتدو زرغونیو رهبرانو انحرافی ګروپ د تطمیع تر څنګ د مستقیمو او غیر مستقیمو تهدیدونو څخه هم کار واخیستل چی عبارت وو له : غیر قانونی او اجباری عسکری ته سوق کول ، بی وظیفی کول ، نا مناسبی تبدیلی ګانی ، د خپلو لومپنانو او بدماشانو په واسطه مستقیم تحدید ، شکنځلی او لاس اچونه ، دسیسی او زندان ، روحی شکنجی ، په ظاهره د اخوانیانو په لاس د انقلابی سازمان د یو تعداد برجسته کادرونو شهیدانول او داسی نور .

د پرچم په ملاتړ د انحرافی ګروپ له دی تحدیدونو سره سره د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د ملګرو انقلابی اراده ماته نشوه او د پخوا په شان ئی خپلی واقعی خلقی دیموکراتیکی انقلابی طبقاتی مبارزی ته دوام ورکاوه .

د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د سیاسی بیرو لخوا هر وخت خپلو سازمانی ملګرو ته په مکرره توګه ویل کیدل چی : (( هیڅ څوک نشی کولای زمونږ واقعی زرغون صفته خلقی اراده ، د هر ډول مادی او معنوی تحدیدونو او تطمیع ګانو په واسطه سسته ، متزلزله او یا ماته کاندی . او تاسی هم په ټینګه انقلابی اراده خپلی خلقی طبقاتی مبارزی ته دوام ورکړی . دا یو قانون دی چی : (هر څه چی آغاز لری ، انجام هم لری) . او ژوند ډیر ښه ښوونکی دی . ژوند به دا ثابته کړی چی مونږ په حقه یو . وروستی او بشپړ بری به حتماً زمونږ په برخه وی )).

د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان سیاسی بیرو د بی طبقاتو ټولنی د جوړیدو په باب داسی عقیده لری چی : (( بی طبقاتو ټولنه له پورته طرفه د فرمانونو په اعلانولو سره (د انقلاب په لمړی مرحله کی د عمومی خلقیانو مشرتابه) ، او د انقلابی اکټونو په تمثیلولو سره (د انقلاب په دوهمه مرحله کی پرچمیان او د هغوی مشرتابه پلاوی) نشی جوړیدلی بلکه د کارګرانو ، بزګرانو ، ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو په پراخه او آګاهانه ګډون سره ، د خپل انقلابی او په طبقاتی نړی لید سمبال ګوند ، له لارښوونو سره سم ، د فیوډالیزم ، امپریالیزم او د هغه د شعوری نماینده ګانو ، ملی بورژوازی او بورژوازی ، ښی او کیڼ رژیونیزم او هر ډول اپورتونیزم پر ضد د مبارزی او د پرولتاریا د دیکتاتوری ( خلقی دیموکراسی ) په تطبیق سره جوړیږی )) .

ټولو ته ښکاره ده چی د پرچم اړخ د ثور انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته هم په ډیر اقلیت کښی وو او د خلقیانو د کمیت څلورمه برخه یی هم نه تشکیلوله ، خو د جدی له شپږمی نیټی څخه وروسته دوی د ګوندی او دولتی امتیازاتو په لمړی صف کښی ځای ونیوه . دغه کار د خلقیانو او نورو ډلګیو نه خوښیده او ورته د منلو وړ نه وو او تل به په واحد ګوند کښی نا رضایتی او عکس العملونه څرګندیدل . د مبارزی په یو واحد صف کښی دوه ګونی ، نا برابره او امتیازی دریځ د ګوند وحدت د خطر سره مخ کړی وو .

په ټولنه کښی په دی اړه داسی ډنډوری هم وی چی پرچمی مشران د خپلو پلویانو د تشویق او ډاډګیرنی په خاطر پخپلو خصوصی محفلونو کښی داسی شعارونه ورکول چی : ( له مجاهدینو څخه مونږ خلقیان ساتی او له خلقیانو څخه مو روسان ساتی ، شما رفقا عیش کنید ) .

په رښتیا سره هم د ا- خ- د- ګ د ژوند واقعیت د سیاسی حاکمیت په دوران کښی همداسی وو .

دا د لمر په شان ښکاره ده چی عمومی خلقیان او پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان او د دوی پلویان د ثور انقلاب په دواړو پړاوونو کی د مبارزی په لمړی صف کښی وو . دوی له یوی خوا د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب له آرمانونو څخه د افغانستان په هر ګوټ کښی په خلقی میړانه او زړه ورتیا سره دفاع کوله او د دوی د توری او میړانی په برکت د ثور انقلاب ۱۴ کاله دوام وکړ ، او که نه د نړیوال امپریالیزم او سیمه ایزی ارتجاع د نا اعلان شوی جګړی په مقابل کښي  ۱۴ میاشتی هم دوام نشو کولای .

له بلی خوا خلقیانو په ګوندی داخلی مبارزه کښی د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په لارښوونه د ملی خاین حفیظ الله امین او د هغه د جنایتکار بانډ او نورو اپورتونستانو او رژیونستانو پر ضد نه پخلا کیدونکی کلکه مبارزه کړی ده . خو له دغو ټولو سره ، سره باید ومنو چی د شوروی اتحاد سیاسی بدلونونو ، تل زمونږ په هیواد باندی خپل مستقیم اثر او رسوخ درلودلی دی . د مثال په توګه :

کله چی ګرباچف د شوروی اتحاد ګوندی او دولتی مشر شو ، د بازسازی او علنیت (پری سترویکا لهآآرنیبمینبتننینینینینیینبببیبشیبیبیبیب

، ګلاسنوست) تر شعار لاندی خپل نوی شوروی ضد او سوسیالستی ضد سیاست پلی کولو ته یی ملا وتړله ، په دی لړ کښي له افغانستان څخه د شوروی نظامی قطعاتو د بیرته ستنیدلو فیصله وکړه . ګرباچف له ببرک کارمل سره  دغه موضوع شریکه کړه ، کارمل د خپلی برژنفی عمومی نړیوال امپریالستی ضد سیاسی صلح دوست دریځ پر اساس د مرتد ګرباچف (ګرباچف هغه شخص دی چی د C.I.A لخوا ورته د نوبل د جایزی په نامه یو میلیون ډالر ورکړل شو . دا یو میلیون ډالر د امریکایی استخباراتی شبکی سره د ده د پټو ارتباطاتو ښکاره بیلګه وه چی د شوروی اتحاد د سوسیالستی دولت د ړنګولو په قیمت یی خپله وفاداری او خدمت امریکا ته وښودله او د نوی امپریالیزم ګلوبالستی سیاست ته یی نوی ساه ور وبخښله) سره ، خپل مخالفت څرګند کړ .

د کارمل له مخالفت څخه وروسته ، ګرباچف د حاکمو پرچمیانو له یوه بل شخص سره توافق ته ورسید او هغه شخص ډاکتر نجیب وو چی د خپلو پټو تماسونو په لړ کښی له ګرباچف سره موافقی ته ورسید . دغه توافق د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب د لاسته راوړنو او د افغانستان د ملی ګټو پر ضد وو ځکه چی افغانان عملاً د سیمه ایزی ارتجاع او امپریالیزم د نا اعلان شوی جګړی سره لاس او ګریوان وو او جګړه په شدت سره روانه وه او هره ورځ په سل هاوو افغانان د خپل هیواد د استقلال او د ثور انقلاب څخه په دفاع کی زخمیان او شهیدان کیدل.

د ډاکتر نجیب له کاملی موافقی څخه وروسته د ا-خ-د-ګ د مرکزی کمیتی په ۱۸ پولینوم چی د ۱۳۶۵ لمریز کال د غوائی د مایشتی په ۱۴ نیټه دایره شوه ، ببرک کارمل چی د ګوند او دولت برحاله رهبر وو د ګرباچف او نجیب له پلان سره سم استعفا ته اړ کړای شو او د کارمل تحریری او له مخکی څخه تایپ شوی استعفا لیک په پولینوم کی د مرکزی کمیتی د تشکیلاتو د مسئول لخوا ولوستل شو . پولینوم د هغه استعفا تائید او د هغه پر ځای ئی ډاکتر نجیب الله د ا-خ-د-ګ د مرکزی کمیټی د عمومی منشی په توګه وټاکل او بیا وروسته کارمل مسکو ته وغوښتل شو ، او هلته د خپلی مریضی د علاج لپاره پاتی شو (د کارمل د حاکمیت دوره ۱۹۷۹ د دسمبر ۲۷ ــ ۱۹۸۶ د نومبر ۲۱) . کارمل د خپل امپریالستی ضد سیاسی دریځ له امله د نجیب د ملی مصالحی د سیاست په نسبت مترقی او د خلکو په ګټه وو .

ډاکتر نجیب الله ته لمړی ګوندی او بیا لږه موده وروسته دولتی ، دواړه مسئولیتونه وسپارل شول . د کارمل پلویانو داسی فکر کاوه چی هغه په مسکو کښی نظربند شو ، دوی چی په کابل کښی د خپل رهبر د بیرته راتګ انتظار کاوه ، نا اُمیده شول او د محمود بریالی په لارښوونه ئی د کابل ښار په سرکونو کښی لاریونونه را وویستل . لاریون کوونکو د نجیب حکومت ئی د کارمل پر خلاف یو فرکسیونی کودتاه وبلله او شوروی ضد شعارونه ئی ورکړل . لاریون د کارمل پلویانو ته کومه ګټه ونکړه بر عکس د نجیب لخوا محمود بریالی او د دوی ځنی نور پلویان زندان ته واچول شول او له دندو ګوښه شول . د کارمل پلویانو نور له ډاره خپل غږ پورته نکړل او غلی شول .  

د ګرباچف  د بازسازی او علنیت (پرسترویکا ، ګلاسنوست) د نوی سیاست په پیروی ، ډاکتر نجیب الله ته د ملی مصالحی (یعنی د افغانی پرسترویکا او ګلاسنوست) د سیاست د اعلانولو توصیه وشوه .

د ملی مصالحی  تر عنوان لاندی غیر قانونمند سیاست له معاصر ، مدنی او دیموکراتیک سیاسی پرمختګ څخه په شا تلل وو او د عقب ګرایی لپاره ئی لاره خلاصوله  . تاسی فکر وکړی ، یو څوک چی د خپلو همسنګرو ګوندی ملګرو سره مصالحه نشی کولای د نورو سره به څنګه مصالحه وکړی . په دی وخت کی د افغانستان د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) مرکزی کمیټی د خپلی منتخبی (زرغونی خلقی لاری) دریمه ګڼه خپره کړه چی په هغه کی د لینین او ستالین د کړو وړو په پیروی چی ویل ئی : (د کلچاک او دنیکن سره د ملی روغی جوړی کول هیڅ امکان نلری) او نه یی ورسره کوله . له افغانی انقلاب ضد ارتجاعی بانډونو سره د خاین ګرباچف او د هغه د افغانی ګوډاګی او لاس په نامه نوکر (نجیب الله) د ملی مصالحی لاره په ډیرو سختو ټکو سره وغندله او دا یی وویل چی (نوموړی ډول پخلاینه هیڅ امکان نلری) ، او وخت دا وښودله چی د نجیب د ملی مصالحی سیاست ناکام او غیر عملی دی . او د ناکامی اصلی علت ئی دا دی چی : د افغانستان په طبقاتی ټولنه کی د طبقاتو او طبقاتی تضادونو له وجود څخه په انکار کولو څوک نشی کولای د مافوق طبقاتی تیوری پر صحت باندی د تائید مهر ولګوی . لکه چی د ډاکتر نجیب الله د ملی مصالحی د مافوق طبقاتی تیوری ناکام سیاست ئی ښکاره بیلګه ده . ډاکتر نجیب چی د ګوند (ا.خ.د.ګ) او دولت رهبر وو په داسی شرایطو کی له طبقاتی تیوری څخه ، مافوق طبقاتی تیوری ته مخ ور واړاوه چی په افغانستان کی عملاُ ګرمه طبقاتی جګړه : د افغانستان د مترقی (پرمخ تلونکو) ، دیموکراتیکو سیاسی خوځښتونو او ارتجاعی زوړ پالو (شاته تلوونکو) ډلو په مشری روانه وه ، او په دغه ټولنیزه سیاسی نظامی مبارزه کی د هغه وخت دوه نړیوال متضاد بلاکونه (نړیوال سوسیالستی سیستم او نړیوال امپریالستی بلاک) چی لمړی یی د افغانستان تر استثمار او ستم لاندی زیار ایستونکو ولسونو د ملی دیموکراتیکی مبارزی په ملاتړ ، او دوهم ئی د ارتجاعی زوړ پالو او غیر دیموکراتیکو ډلو د ارتجاعی مبارزی د ملاتړ په نوم ئی د جګړی ډګر ته را دانګلی وو ، او افغانستان د نړیوالی سړی جګړی په ګرم میدان بدل شوی وو . د ثور انقلاب په دوره کی د افغانی ټولنی اساسی تضاد : د هیواد د وروسته پاتی والی : چی د تیرو سیاسی رژیمونو څخه په میراث پاتی وو ، او د ټولنیزو – اقتصادی او کلتوری پرمختګونو د ضرورت تر منځ تضاد وو . په دغه معینه تکاملی مرحله کی عمده تضاد د انقلابی عناصرو او انقلاب ضد عناصرو ترمنځ وو . په ټولنه کی د ضدینو متقابل تاثیر دی چی تضاد رامنځ ته کوی . د اضدادو وحدت موقتی ، مشروط او تیریدونکی نسبی امر دی ، او د هغوی تر منځ دفع کوونکی متضاد قطبونه لکه حرکت او تکامل مطلق دی . په انتاګونستی ټولنو کی د طبقاتو (استثمار ګرو او تر استثمار لاندی طبقو) ګټی په تقابل کی وی چی یو او بل سره نفی کوی او نه پخلاکیدونکی دی . له دغه ځایه دی چی د تضادونو د حل کولو موضوع په یوه خاص او معین تاریخ وخت کی چی د پوخوالی مرحلی ته رسیدلی وی یو عینی ضرورت ګرځی . په دی مرحله کی د استثمار ګرو او تر استثمار لاندی طبقو تر منځ تضاد ، د انقلابی شدیدو مبارزاتو یواځنی اساسی سرچینه ده چی په انقلابی ډول (د ټولنیز انقلاب په انجامولو) سره ، د بی استثماره ټولنی جوړولو ته لاره هواروی . همدارنګه په نړیواله کچه کی د متجاوزو استعمار ګرو هیوادونو او مظلومو تر استثمار لاندی ملتونو تر منځ تضاد ، د ملی آزادی بخښونکی انقلابی مبارزی یو اساسی علت بلل کیږی . په شلمه پیړی کی د اکتوبر د انقلاب تر تاثیر لاندی د همدغه تضاد د حل کولو لپاره په آسیا ، افریقا او لاتینه امریکا کی مناسب شرایط رامنځ ته شول او د استعمار ګرو هیوادونو مستعمراتی سیستم ړنګ شو ، او نوی آزاد شوی او پرمختلونکی هیوادونه ، نړیوال سیاسی ډګر ته راووتل . په دی نویو آزادو شویو هیوادونو کی د بی استثماره ټولنی جوړولو ته د ولسونو علاقمندی د خپلو مخکښو دیموکراتیکو انقلابی ګوندونو تر رهبری لاندی سوسیالستی سمتګیری ته ډیره زیاته شوه . د یوی ټولنیزی اقتصادی مرحلی څخه و یوی بلی نوی ټولنیزی اقتصادی مرحلی ته انکشاف ، د پخوانی زړی ټولنی د ټولو انسانانو ، او یا د هغی ټولنی د ټولو موجودو تخنیکی وسایلو او ماشین آلاتو او علم – پوهی د لمنځه وړلو په معنی نه دی ، کوم چی د ټولنیز پرمختګ په مختلو مراحلو کی ترلاسه شوی دی . که چیری د ټولنیز پرمختګ په مختلفو مرحلو کی دغه انسانان او د هغوی علمی – تخنیکی لاسته راوړنی له منځه تللی وای نو ، نوی ټولنیز پرمختګ به ننی بڼی ته هیڅ را رسیدلای نه وای . د لمړی کمون څخه را نیولی د سوسیالستی ټولنی تر جوړیدو پوری ، ټولنیز – اقتصادی پرمختګونه پر پنځو مرحلو ( لمړی کمون ، غلامداری ټولنه ، فیوډالی ټولنه ، سرمایه داری ټولنه او سوسیالستی ټولنه چی د کمونستی ټولنی لمړی مرحله ده) باندی ویشل شوی دی ، او د تاریخی تکامل په هر پړاو کی زړه ټولنه د ټولنیزو انقلابونو په زور خپل ځای نوی پرمخ تللی ټولنیزو مناسباتو ته پریښودلی دی . چی هر یوه نوی مرحله تر خپل مخکینی مرحلی پرمختللی او ښه دی ، او د هری نوی پرمختلونکی مرحلی ټینګښت خامخا د تیری دوری د ټولنیز ژوند د شرایطو په نسبت خپلی اسانتیاوی لری . په هر نوی پرمختلونکی مرحله کی له ټولو هغو : علمی ، تولیدی او تخنیکی غنامندیو څخه چی په تیرو ټولنیزو اقتصادی مرحلو کی لاسته راغلی دی ، د نویو کیفی ټولنیزو مناسباتو په ایجادولو کی ګټه پورته کیږی . د انسانانو علمی او تخنیکی بریالیتوب یو ټولنیز ضرورت دی ، چی د دغه ضرورت د رفع کولو په پروسه کی د نوی او زوړ تر منځ مبارزه حتمی وی او همدغه د داخلی تضادونو تر منځ مبارزه د تکامل منبع ده . د طبقاتی ټولنی (غلامداری ، فیوډالی ، سرمایه داری) په هره  ټولنیزه اقتصادی مرحله کی ټولنه له دوو اصلی متضادو طبقو څخه جوړه شوی وی ، او فرعی متضادی طبقی د اصلی طبقو سره په صف آرائی کی قرار لری او د یوی اصلی طبقی د متحدینو له جملی څخه وی ، په ټولنه کی دریم داسی مافوقی طبقاتی قطب نشته چی د هغی لپاره مافوق طبقاتی تیوری را منځ ته شی . فلهذا په طبقاتی ټولنه کی مافوق طبقاتی تیوری او سیاست ته ځای نشته او عملی بڼه هم نلری . او که بیا هم مافوق طبقاتی تیوری د کوم سیاستوال لخوا مطرح کیږی ، دا به د یو څه مودی لپاره د عوامو خلکو د غولولو څخه پرته بل څه نه وی . البته په سیاست کی داسی فرموله شته چی : که چیری پر هیواد باندی د کوم استعمار ګر او یا څو استعمار ګرو هیوادونو لخوا یرغل کیږی او هیواد د دوی لخوا اشغالیږی ، نو په دی صورت کی ټول هیواد پال ملی او مترقی سیاسی خوځښتونه خپل منځی سیاسی مخالفتونه د ګډ هدف تر لاسته راوړلو پوری یوی خواته پریږدی ، او د ګډي موښی لپاره یعنی د ملت د آزادی او ملی خود ارادیت او د هیواد د ملی سیاسی استقلال د ګټلو لپاره ملی آزادی بخښونکی جبهه جوړوی او ملی آزادی بخښونکی انقلاب سرته رسوی . په داسی مرحله کی عمده تضاد د مستعمره ملت او د نړیوال امپریالستی استعمارګرو هیوادونو تر منځ وی چی د هغی د حل لپاره ملی آزادی بخښونکی انقلاب سرته رسیږی . لکه زمونږ د ګران هیواد افغانستان اوسنی حالت ، په دی مرحله کی د ټولو اتباعو (ښارمنانو) ملی مسئولیت دی چی په ملی آزادی بخښونکی انقلاب کی په پوره ایمانداری سره برخه واخلی او خپل تاریخی مسئولیت ترسره کړی .

مونږ او تاسو ولیدل چی د ګرباچف او ډاکتر نجیب الله د نا درست نوی سیاست په نتیجه کښی دواړه هیوادونه شوروی اتحاد او افغانستان بلآخره له ګړندی تاریخی پرمختګ څخه پاتی شول او د ارتجاع او امپریالیزم  توری تیاری کندی ته ور وغورځیدل .

ډاکتر نجیب چی د ګرباچف په زور قدرت ته رسیدلی وو د ګوند او دولت په اداره کولو کښي ځان ډير کمزوری حس کاوه او د خپل حاکمیت له ابتداء څخه د عمومی خلقیانو له یوی ډلی سره چی د زرمتی ګروپ په نامه مشهور وو د راز محمد پکتین ، انجینر نظر محمد او اسلم وطنجار په مشری ائتلاف وکړ . یواځی د زرمتی ډلی قوت د نجیب سیاسی برلاسی ته کافی نه وو . وروسته بیا نجیب د خپلو طبعی تمایلاتو په اساس د امینی جنایتکار بانډ سره ائتلاف وکړ او بیا ئی امینیان د ملی مصالحی د سیاست تر عنوان لاندی د پل چرخی له زندان څخه آزاد کړل او په ملکی او نظامی پوستونو کښی ئی په ښو امتیازاتو سره مقرر کړل ، چی دا د نجیب یو جنایتکارانه ائتلاف وو .

پټ واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان  د ډاکتر نجیب الله منفی کارنامو ته په کتلو سره په دی باور شو چی ډاکتر نجیب د ملی خاین حفیظ الله امین په شان د ثور ملی دیموکراتیک انقلاب د خپل سیاسی او ټولنیز پرمختګ له مسیر څخه وباسی . لکه څنګه چی انګیرل شوی وو کټ مټ همداسی وشول او نجیب عملاً د ملی خاین خون آشام حفیظ الله امین په شان په ملی دیموکراتیکو قوتونو باندی ډیره قوی ضربه وارده کړه .

ډاکتر نجیب د ملی مصالحی تر عنوان لاندی ټول هغه زندانیان خوشی کړل چی د هیواد پر ضد په تخریبی عملیاتو او د هیوادوالو پر ضد د ترورستی اعمالو په ترسره کولو نیول شوی او بندیان شوی وو .

نجیب د خپل ګرباچفی حاکمیت او اقتدار په نشه کښی علناً او په آګاهانه ډول سره د طبقاتی مبارزی ، ملی دیموکراتیکی مبارزی ، پرولتاری انترناسیونالیزم او د ا- خ- د- ګ په نوم او نشان باندی د بطلان کرښه وویستله . د کوم ګوند په واسطه چی روزل شوی وو او سیاسی واک ته رسیدلی وو د هغه ګوند نوم او سیاسی تګ لاره یی نا سمه وبلله او د خپل حاکمیت له سیاسی صحنی څخه ئی لری کړل . او د هغه پر ځای ئی د میر غلام محمد غبار د ۱۳۲۹ لمریز کال د سیاسی مبارزی په دوام او پیروی سره د وطن ګوند په نامه ئی بل نوی ګوند جوړ کړ او افغانستان ئی د سیاسی مدنیت له لحاظه نیمه پیړی شاته وغورځوله . په ولسی اصطلاح سره نجیب چی په کومه کاسه کښی  مالګه خوړلی وه هغه کاسه یی ماته کړه . نجیب او د هغه سیاسی متحدینو د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب ټول ارزښتونه تر پښو لاندی کړل او د انقلاب ضد ډلو ته ئی د دولتی واک د تر لاسه کولو ټول مقدماتی شرایط برابر کړل .

نجیب او د هغه متحدین د افغانستان د کارګرانو ، بزګرانو ، زیار ایستونکو او تر ستم لاندی مظلومو خلکو د سیاسی اعتماد سره لوبی وکړلی او د هغوی سیاسی ارمانونو (چی په یوه سیاسی عادلانه نظام کی د ښه اقتصادی – اجتماعی او کلتوری ژوند درلودل دی) ته ئی داسی اور ور واچاوه ، چی تر اوسه پوری  لوګی تری خیژی .

نجیب چی د خاد ریاست د مرګ ژوبلی پوره تجربه لرله ، پر کارمل باندی له ګوندی او دولتی کودتاه څخه وروسته د خلقی قوتونو د وهلو په فکر کښی شو .

خلقیان په افغانستان کښی طبقاتی مبارزی ته معتقد ، متعهد ، زړه ور او جنګیالی سیاسی - نظامی قوت وو او دي ، چی د نجیب د ثور انقلاب ضد ، منفی او تبعیضی برخوردونو څخه پوره ناراضه شوی وو . نجیب عمداً غوښتل چی ټول خلقی سیاسی نهضت په فزیکی لحاظ د خپل حاکمیت له سیاسی ډګر څخه وباسی . د دغه پلان طرحه ئی په مکمل ډول تکمیل کړی وو او یواځی د تطبیق لاری چاری ئی لټوله .

خلقیان چی د نجیب او د هغه د متحدینو د خاینانه پلان څخه خبر شول ، د هغه د مخنیوی او شنډولو په خاطر د عمومی خلقیانو ، عمومی زرغونیانو او خاصو زرغونیانو د مشرانو تر منځ یو ګډ تفاهم او دفاعی دریځ رامنځته شو . دوی ټوله په دی باور وو چی نجیب غواړی خلقی نهضت په مجموع کښی د یو سیاسی مطرح قوت په حیث د خپل حاکمیت له سیاسی صحنی څخه وباسی . په دی لاره کښی پرچمیان ، د امینی بانډ جنایتکاران ، د عمومی خلقیانو تطمیع شوی زرمتی ډله او د پردی تر شا ګلاب زوی او میر صاحب کاروال د ګرباچف په غوښتنه د نجیب سره ملګری وو . د کارمل ډله چی د نجیب څخه د خپل انتقام په لټه کښی وو د جګړی اور ته ئی لمنه وهله تر څو په نتیجه کښی دواړه خواوی ضعیفی شی او سیاسی میدان د دوی منډو ته آزاده شی . کارملیانو غوښتل چی په یوه تیر باندی دوی نښی باید وویشتل شی . امینیانو هم چی د خلقیانو او افغان ولس د پاڅونونو په وجه له حاکمیته غورځیدلی وو او بیا د خپلو جنایاتو په سزاء زندانونو ته اچول شوی وو د کارملیانو په شان ډیر عقده مند خلک وو او غوښتل یی چی خپل انتقام د افغانستان له ټولو خلکو او خلقیانو څخه واخلی . همدارنګه عمومی خلقی زرمتی ډله چی د نجیب د سیاسی حاکمیت له دولتی او ګوندی مادی او معنوی امتیازاتو څخه پوره برخورداره شوی وو مجبور وو چی د هغی په بدل کښی خپل خلقی ورور ورته مړ کړي . د نجیب ملاتړی ګرباچف په مسکو کښی د ګلاب زوی او کاروال سره تفاهم ته رسیدلی وو چی کاروال او ګلاب زوی به د خلقیانو له دفاعی حلقی سره مرسته نه کوی او ځان به په یو ډول نه یو ډول تری ګوښه کوی تر څو د خلقیانو دفاعی سیاسی - نظامی طاقت کمزوری او سیاسی نظامی مورال ئی مات شی . میر صاحب کاروال پخپل (درس های تلخ و عبرت انګیز افغانستان) نومی اثر په ۲۲۶  مخ کی د خپل ځان د ګوښه کیدو په باب داسی لیکی : (( د نجیب الله او شوروی سفیر پستاخوف له تعهد څخه وروسته زه (کاروال) د شدیدی بیماری له امله د معالجو ډاکترانو په لارښوونه او د خپلو نږدی ملګرو په مشوره د ۱۳۶۸ لمریز کال د سلواغی د میاشتی په ۳ نیټه (۲۲/جنوری/۱۹۹۱م) د علاج لپاره مسکو ته ولاړم او هلته بستر شوم )). میر صاحب کاروال غواړی په دی دوو کرښو کی ځان ته پخپله برائت ورکړی ، او کاروال داسی فکر کوی چی نور خلقیان د ده د پلورل شوی شخصیت د تشخیص قابلیت نلری . حال دا چی خلقیان مستعد خلک دي .

نجیب د خپلی خلقی ضد جبهی په تکمیلیدو سره د خپل خاینانه پلان په تطبیق لاس پوری کړ . د مخکینی طرحه شوی پلان له مخی د نجیبی خادستانو لخوا خلقی جنرال ولیشاه خان او یو شمیر نور خلقیان ونیول شو او زندانونو ته واچول شول .

نجیب غوښتل چی د غلام فاروق یعقوبی د غیر انسانی خادستی شکنجی په زور ، زندانی خلقیان د خپلی دسیسی په دام کښی ښکیل او جبری اعتراف کولو ته اړ کړی . ټول هیوادوال د دی شاهد دی چی د وخت دولتی تلویزیون پخپل وار سره د نجیب په ګټه نشرات کول .

د نجیب دغه خاینانه عمل د افغانستان د خلقی نهضت او خلکو د قاطع اکثریت د شدید مخالفت سره مخ شو . له دی سره سم د نجیبی خادستانو لخوا د افغانستان د دفاع د وزیر ډګر جنرال شهنواز تڼی له وظیفی څخه د لیری کیدلو اوازی خپری شوی . دا د دی لپاره چی د خلقیانو مورال مات کړی .

په دی وخت کښی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د مرکزی کمیټی په ابتکار خلقیان وهڅول شول چی د وسله والی دفاع څخه پرته بله لاره نشته .

بلآخره د خلقی جنبش مشرانو پریکړه وکړه چی د نجیب د خاینانه پلان د شنډولو دپاره باید یوه نظامی دفاعی کمیټه د افغانستان د دفاع وزیر ډګر جنرال شهنواز تڼی تر مشری لاندی جوړه کړي . د ټولو خلقیانو د فعال ګډون په وجه نظامی دفاعی کمیټه ډیر ژر جوړه شوه .

د دفاعی کمیټی له غړو څخه برید جنرال محمد آصف شور ، کبیر کاروانۍ او جعفر سرتیر د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د سیاسی بیرو سره په مستفیم ارتباط او تفاهم کښی وو .

د افغانستان د دفاع وزیر او د دفاعی نظامی کمیټی مشر ډګر جنرال شهنواز تڼی د برید جنرال ولیشاه او نورو خلقیانو د زندانی کیدلو په وجه خپله رابطه د نجیب له حکومت سره د تعلیق حالت ته راوستله . کله چی خلقیانو د دفاع وزارت په خوا او شا کښی خپل دفاعی نظامی قطعات ځای پر ځای کړل ، په دی وخت کښی د ګرباچف سیاسی او نظامی ناظرینو د سیاسی - نظامی کړکیچنو حالاتو ارزونه کوله او په ښکاره د نجیب ملاتړی وو . دوی په دی وپوهیدل چی نجیب د خپلو ټولو متحدینو سره د خلقی جنبش په مقابل کښی ډیر ضعیف او نا توانه دی ، نو ئی د خپل سفیر او میر صاحب کاروال په وسیله منځګړتوب ته را ودانګل او د نجیب او شهنواز تڼی تر منځ د روغی جوړی درواغجنی هڅی ئی پیل کړی ، تر څو د مناسب وخته پوری خلقی جنبش غافل وساتی . د دوی په منځګړتوب د نجیب او شهنواز تڼی تر منځ تش په نامه درواغجنه موقتی روغه جووړه وشوه  چی د هغه پر اساس یو تعداد خلقیان له زندانه خلاص شول او جنرال ولیشاه خان په زندان کښی پاتی شو .

د دغی موقتی او درواغجنی روغی جوړی سره د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټه ، برید جنرال محمد آصف شور ، کبیر کاروانی ، جعفر سرتیر او د دوی نور خلقی ملګری موافق نه وو او په نجیب ئی اعتماد نه کاوه .

د روغی جوړی د موافقی څخه وروسته نجیب له شهنواز تڼی څخه وغوښتل چی خپل دفاعی وسله والو خلقی قطعاتو ته امر صادر کړی تر څو خپله دفاعی حلقه ماته او بیرته خپلو پخوانیو نظامی قرار ګاوو ته ولاړ شی . د نجیب د غوښتنی سره سم په ډیری خوشباوری سره د دفاع وزیر قومانده ورکړه او خلقی نظامی دفاعی قطعات که څه هم خفه وو په پوره اطاعت سره قومانده پر ځای کړه .

باید په ښکاره ووایو چی ټول خلقیان د نظامی دفاعی حلقی په ماتولو او کمزوری کولو ډیر خفه او ناراضه وو ، ځکه چی دوی ټوله د پرچمی ، خادست او ګرباچفی نجیب په ژبه او قول ډاډمن نه وو .

د روغی جوړی څخه وروسته د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان سیاسی بیرو د خپلو پټو تشکیلاتی اصولو سره سم  خپله غونډه دایره کړه او سیاسی – نظامی حالات ئی وڅیړل . په غونډه کښی د ګرباچفی نجیب اوتڼی تر منځ روغه جوړه تکتیکی وبلل شو ، او پریکړه وشو چی د ( مارکسیزم او قیام ) د مقالی ۲۰۰ نسخی ترتیب او د خلقیانو د سیاسی – نظامی پاملرني د جلبولو لپاره لازمو کسانو ته ورسول شی .

د پریکړی سره سم په څو ورځو کښی د ( مارکسیزم او قیام ) ۲۰۰ نسخی ترتیب او د لازمو خلقیانو کورونو ته ورسول شو .

د روغی جوړی څخه څه موده تیره شوی نه وه چی د خلقیانو لرلید د حقیقت جامه ور واغوستله او نجیب په خپلو تعهداتو و نه دریده . ورو ورو د نجیب او تڼی تر منځ اخلافات زیاتیده او حالات د خرابیدو خواته روان ؤ . نجیب د خپلو متحدینو سره ، دا ځلی د کارمل پلوه دوستم په ګډون یو ځل بیا د برید لپاره په لمړی درجه محاربوی  احظاراتو اماده شول .

خلقیان هم مجبور شول چی د افغانستان د دفاع وزیر په مشری د خپلی دفاع لپاره لمړی درجه نظامی احظارات اعلان کړی .

نجیب د ۱۳۶۸ هـ.ش کال د کب د میاشتی  د ۱۶ نیټی په سهار خپلو خادستی نظامی قطعاتو ته د شهنواز تڼی د نیولو او د دفاع په وزارت باندی د حملی امر صادر کړ .

د افغانستان د دفاع وزیر ډګر جنرال شهنواز تڼی د خپلو کشفی ارګانونو له لاری د نجیب له دی قوماندی څخه خبر شو . محل د قوماندی ته ولاړ او د خلقی وسله وال دفاعی پاڅون قومانده ئی صادره کړه .

تر لږ ځنډ وړوسته د دواړو نظامی  قواوو تر منځ ډیره شدیده جګړه ونښتله . د دفاع د وزارت په مقابل کښی د دارالامان په سرک د نجیبی خاد د پنځم ریاست د ودانی په شا او خوا کښی د نجیب ټول محاربوی ضربتی قطعات ځای پر ځای شوی وو .

د جګړی په لمړی نیمه ورځ کښی نجیب پلوه نظامی ضربتی قطعات له پوره ماتی سره مخامخ شول او د خپلو مواضعو څخه په شاه شول او وتښتیدل . د دغه نظامی قطعاتو جګړه ایز وسایل او سنګرونه د زړه ورو خلقی نظامیانو په لاس ولویده او د خلقی هوائی قوتونو لخوا په ارګ باندی هم بمبارد وشو خو نجیب تری ژوندی راووت .

نجیب د خپلو ضربتی قطعاتو له ماتي څخه په خبریدو د ارګ د محل قوماندی څخه وتښتید او  پټ شو . ټولو افغانانو ته معلومه ده چی د جګتورن باته جان تر حمایی او لارښوونی لاندی د یوه ځمکتلی (زیر زمینی) څخه بل ځمکتلی (زیر زمینی) ته په پټه انتقالیده ، په کابل کښی داسی ګونګوسی هم موجودی وی چی نجیب د بابه جان سره یوځای د کابل ښار شمال ته تښتیدلی دی . نجیب د خلقی دفاعی پاڅون له ناکامیدو څخه وروسته د افغانستان د نافذه قوانینو پر خلاف په شخصی ډول ، جګتورن بابه جان ته د هغه د کامیابه انتقالاتی خدمت په بدل کښي د جنرالی فوق العاده ترفیع ورکړه .

کله چی ۱۳۶۸ لمریز کال د حوت د میاشتی په ۱۶ نیټه د بګرام د هوائی ډګر محل قوماندی ته ډګر جنرال شهنواز تڼی (د وخت دفاع وزیر) د مرتد نیاز محمد مهمند او څو تنو نورو نږدو ملکی او نظامی ملګرو سره یوځای ورسیدل . ده او ملګرو ئی خپل فامیلونه د نوموړی پاڅون له پیل څخه مخکی بګرام ته انتقال کړی وو . شهنواز تڼی سمدلاسه د نظامی پاڅون د اصولو او مقرراتو د په نظر کی نیولو څخه پرته یو څو تنو عمومی خلقی پیلوټانو ته پر جمهوری ګارد باندی د بمونو د غورځولو قومانده صادره کړه ، نو نوموړو پیلوټانو په جمهوری ګارد او د هغه پر شاو خوا باندی یو څو بمونه وغورځول او بیرته بګرام ته لاړل ، له همدی لمړی حملی څخه ډاکتر نجیب الله ژوندی پاتی شو . او جنرال شهنواز تڼی پرته له دی څخه چی دغه انقلابی وینا : ( لمړی باید مغز او وروسته لاسونه مصلح کړل شی) په نظر کی ونیسی په ډیری زیاتی خوشباوری سره اشتباهاً یو څو تنو پیلوټانو ته د دوهم ځل لپاره په جمهوری ګارد باندی د بمونو د غورځولو قومانده ورکړه په دی ځل یوه پرچمی پیلوټ هم خپله جنګی الوتکه هوا ته پورته کړه او له هوا څخه ئی سمدلاسه د بګرام د هوائي ډګر د جنګی الوتکو د ریلی پر خط باندی بمباری وکړه او نوموړی خط ئی په بشپړه توګه سره تخریب کړ او پخپله مزار شریف ته لاړ او هلته یی خپله الوتکه کښینوله . په دی وخت کی د شهنواز تڼی او ورسره ملګرو ارتباطاط د کابل له خلقی انقلابی مشهورو قوماندانانو (برید جنرال محمد آصف شور ، ډګروال محمد کبیر کاروانی او محمد جعفر سرتیر) سره وشلیدل له دی سره سم د سروبی د نظامی فرقی قوماندان چی یو عمومی خلقی وو د نجیب په طرف ودرید او خپله فرقه یی د خلقی پاڅون کوونکو په ګټه کابله ته راسوق نکړه ، په کابل کی د دارالامان په قصر کی نوموړی خلقی قوماندانان او ورسره خلقی سربازان د دوستم د ملیشه یی وحشی قواوو لخوا محاصره شول .

د جګړی په دوهمه ورځ شهنواز تڼی د نجیب او د هغه د ملاتړو په مقابل کښی خپل ځان ناتوانه ولید ، نو ورسره ملګری او د هغوی فامیلونه په یوه نظامی مسافر وړونکی الوتکه کی او پخپله تڼی له خپلی میرمنی او اولادونو سره یوځای په یوه جنګی هلیکوپتر کی چی برید جنرال غلام رسول ئی پیلوټ وه د بګرام له محل قوماندی څخه د خپلو مخکینیو پلانونو سره سم د پیښور د جمرود په لوری والوتل او د سیاسی پناهنده ګی او کډوالی ژوند ته اړ شول .

جنرال محمد آصف شور ، کبیر کاروانی ، جعفر سرتیر او له دوی سره نور ډیر تکړه خلقی قهرمانان د ثور د ملی دیموکراتیک انقلاب د ګټو څخه د دفاع په خاطر د ځان غوښتونکی نجیب او د هغه د متحدینو لخوا په اسارت ونیول شول او بیا په ډیره ناځوانمردانه توګه په شهادت ورسیدل .

د ۱۳۶۸ هـ.ش کال د حوت د ۱۶ نیټی د شهیدانو پاکو ارواحو ته د ملګرتیا درودونه استوو .

د دفاعی نظامی پاڅون له ماتی څخه وروسته نجیب د مخکینی طرحه شوی پلان سره سم خپل مخالف خلقیان او د هغوی مشران زندانونو ته واچول او عملاً ئی خلقیان د دولت له سیاسی صحنی څخه لری کړل .

د ګرباچف حکومت کاروال او ګلاب زوی ته په پاڅون کښی د نه ګډون په بدل کښی د خپلو فامیلونو سره په روسیه کښی د سیاسی پناهنده ګی  امتیاز ورکړ .

په دی دوره کښی د افغانستان د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د مرکزی کمیټی د سیاسی بیرو غړی د خپلو انقلابی ملګرو په همکاری د کابل ښار څخه دباندی ساتل کیدل او له هغه ځایه څخه ئی خپل زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان رهبری کاوه او د سیاسی نظامی حالاتو له  تحلیل سره سم یی د سازمان غړو ته دستورونه صادرول .

د حوت د ۱۶ نیټی په پاڅون کښی د عمومی خلقیانو سره یوځای خاصو او عامو زرغونیانو په پراخه پیمانه ګډون کړی وو . له همدی امله د نجیب حکومت د خپلو راډیوی او تلویزیونی نشراتو په پیل کښی دا پاڅون د زرغونی ګروپ د پاڅون په نامه یاد کړ .

کله چی نجیب او د ده متحدین وپوهیدل چی د زرغون د نوم یادول د دوی لپاره ډیر زیات سیاسی تاوان ورپیښ کړی دی نو سم د لاسه د زرغون نوم ئی له خپل ګوندی او دولتی نشراتو څخه حذف کړ او د خلقیانو دفاعی نظامی پاڅون ئی د شهنواز – ګلبدین د کودتاه په نامه نشر ته وسپارله . دفاعی پاڅون که په هر نوم یادیده خو یادیده به . لیکن اصلی خبره دا وه چی د نجیب لخوا عملاً خلقی ضد مبارزه روانه وه.

باید وویل شی چی پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د یو ټولنیز عینی ضرورت په اساس د افغانستان د ټولنیزو شرایطو سره سم د انقلابی افغانانو لخوا د ډاکتر زرغون او د هغه د رښتینو ملګرو او شاګردانو د سیاسی انقلابی لاری په دوام رامنځ ته شوی دی او سیاسی فعالیت لری او د پخوا په شان د هیواد د ټولنیز- سیاسی – اقتصادی او کلتوری پرمختګ لپاره ئی د خلقی دیموکراسی تګ لاره غوره کړی دی .

واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان کوم محلی ناسیونالست سازمان نه بلکه یو هیوادپال او نړیوال پرولتاری انترناسیونالست سازمان دی . په همدی لحاظ د واقعی زرغون صفته خلقی انقلابیونو پر ضد د هغه د مخالفینو سیاسی او دولتی استبداد کومه مثبته پایله نلری او نشی کولای چی واقعی زرغون صفته انقلابی خلقیان له منځه یوسی او یا یی د خپل سیاسی استبداد په وجه د خلقی دیموکراسی له سیاسی تګ لاری څخه واړوی . واقعی زرغون صفته انقلابی خلقیان د افغانستان د زیار ایستونکو خلکو له آرمانونو څخه راټوکیدلی ګلان دی ، دوی پر زیار ایستونکو خلکو اتکاء لری او پر ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو او هیوادپالو انقلابی قوتونو اعتماد کوی .

واقعی زرغون صفته انقلابی خلقیان په ګوندی ژوند کښی د ښی او کیڼ رژیونیزم او هر ډول اپورتونیزم پر ضد مبارزه ، او په ټولنیز سیاسی – اقتصادی ژوند کښی د استثمار او استعمار پر ضد مبارزه د ټولنیز عدالت د تامین په خاطر خپله تاریخی وظیفه ګڼی او په کلکه عقیده لری چی د مرتد میر صاحب کاروال او نورو مرتدو زرغونیو رهبرانو ارتداد زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی ملګرو په طبقاتی مبارزه باندی سیوری نشی اچولی . دوی د وریځو په شان دی او مونږ د لمر په شان .

که څه هم مرتد کاروال او نورو مرتدو زرغونیو رهبرانو غوښتل او غواړی چی د امین او نورو خلقی ضد اشخاصو په شان د شهید ډاکتر زرغون په لاس تاسیس شوی پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د بورژوازی په ګټه ړنګ کړی خو نشی کولای . ځکه چی پټ واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سازمان اوس یو داسی عینی واقعیت دی چی د افغانستان په داخل او خارج کی د هغه سیاسی شخصیت د خپلی خلقی دیموکراتیکی برنامی سره پیژندل شوی دی .

کاروال پخپل ( درس های تلخ و عبرت انګیز افغانستان ) نومی اثر کښی ، او سعادت ملوک آزاد په یو انترنټی سایټ کښی ، خپل استاذ شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون یو پیاوړی خلقی او ډیر ستر سیاسی شخصیت معرفی کړی دی ، په رښتیا هم چی دوی دواړه د شهید ډاکتر زرغون شاګردان دی او د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان غړیتوب ئی درلودل . په همدغه خلقی انقلابی مکتب کښی روزل شوی وو او په ټولنه کښی د نورو سیاستمدارانو په کتار کښی ئی د زرغونیانو لقب ، هم ګټلی وو ، خو د تاصف خبره داده چی دوی دواړه پخپلو آثارو کښی د شهید ډاکتر زرغون د سیاسی سازمان (پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان) له موجودیت څخه عمداً انکار کړی دی او له واقعیتونو څخه ئی سترګی پټی کړی دی . دوی دواړو دا کار پخوا له دی د پرچمیانو لخوا د سیاسی بیرو د غړیتوب (میر صاحب کاروال ته) او د جنرالی رتبی (سعادت ملکوک آزاد ته) د ورکړ شوو امتیازاتو په بدل کښی کول ، او اوس یی د دی لپاره کوی چی د خپل نوموړی خلقی ضد ، دیموکراتیک ضد او انقلابی ضد کار په بدل کی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم لخوا د جوړ شوی اساسی قانون سره سم له نوموړی نړیوال امپریالیزم او د هغوی د افغانیو ګوډاګیانو (حامد کرزی او د هغه د ملاتړو) لخوا یوځل بیا هم خپلی نوموړی مادی او معنوی ګټی او امتیازات لکه پخوا ئي چی له کارمل او د هغه د حامیانو څخه ترلاسه کول ، ترلاسه کړی . په دی صورت کی ویلای شو چی په رښتیا دوی مرتدان شوی دی او د افغانستان د زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د ګټو څخه د دفاع پر ځای د خپل ځان ګټی لټوی . علامه حافظ وائی :

خُفته بر سنجاب شـاهی ، نازنینی را چه غم            گر ز خارو خاره سازد ، بستر و بالین غریب

د یادلو وړ بولم چی: د جدی له شپږمی نیټی څخه وروسته د عمومی زرغونیانو سیاسی او تشکیلاتی جوړښت د کاروال او نورو مرتدو زرغونیو رهبرانو د انحراف او د ځینو نورو مشکلاتو له امله موقتاً د تشتت او پراګنده ګی سره مخ شو . چی د دغی پراګنده ګی د له منځه وړلو لپاره د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټی یوه هڅه وکړه چی د برید جنرال محمد آصف شور تر رهبری لاندی د عمومی زرغونیانو یو واحد سازمان جوړ کړی . په دی لاره کښی ټول مقدماتی کارونه او تماسونه په بریالیتوب سره تر سره شوی وو . برید جنرال محمد آصف شور په دي رابطه یوه سیاسی او تیوریکه لیکنه هم کړی وه چی ډیرو خلقی ملګرو ته د مطالعی لپاره ورکړل شوی وو . خو ډیرد افسوس ځای دی چی د ځان غوښتونکی نجیب د خلقی ضد دریځ له امله د ۱۳۶۸ هـ.ش کال د حوت د ۱۶ نیټی په دفاعی پاڅون کښی محمد آصف شور د نجیب لخوا په شهادت ورسید او د عمومی زرغونیانو د واحد سازمان د جوړښت پروسه له ځنډ سره مخ شو چی په راتلونکی کښی به د سیاسی حالاتو او شرایطو سره سم په دی اړه لازم اقدامات ترسره شی .

دا چی : د ژوند مفهوم مبارزه ده د روښانه راتلونکی په خاطر ، دا مبارزه د ژوندانه د لوړو ژورو څخه تیریږی او ټولنیز پرمختګ ته لاره هواروی . د ټولنیز پرمختګ لپاره د لاری هوارول د یو نسل کار نه دی بلکه سلسلتاً نورو نسلونو ته هم د دغی عقیدی مسئولیت ور رسیږی او هر یو نسل پخپل وار باید په دی لاره کی صادقانه خدمت وکړی او خپل انسانی مسئولیت ترسره کړی .

د (ژوند) په نامه د ګل پاچا الفت یو شعر دی چی وائی :

زه بل څــــــــوک نه یمه اولاد د غریبانو یمه ـــــــــــــ سکنی ورور د عاجزانو د خوارانو یمه

یمه له خاورو نه پیدا ، خورمه له خاورو پیدا ـــــــــــــ د لاس نیالـګی د کاریګرو دهقانانو یمه

ماته آغا ، ماته بادار ، مــاته صاحب مه وایه ــــــــــــ ډیر ویریـــــدلی له نامه د صاحبانو یمه

 

 

د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان سیاسی فعالیت د ثور د ملی دموکراتیک انقلاب د حاکمیت څخه وروسته د ۱۳۷۱ کال څخه تر ۱۳۹۱ کلونو پوری

تر هر څه دمخه د ثور انقلاب سیاسی ژوند ته یوه لنډه کتنه کوو :

د ثور ملی دیموکراتیک انقلاب په داسی وخت کښی بریالیتوب ته ورسید چی په افغانستان کښی د ټولنیز انقلاب د انجامولو لپاره عینی شرایط او انقلابی انګیزه موجوده وه ، خو ذهنی شرایط لا پوخوالی ته نه وو رسیدلی . د ا- خ- د- ګ ډیر ځوان وو او د خپل تاسیس په څوارلسم  کال کښی وو چی حاکمیت ته ورسید او پوره څوارلس کاله ئی حاکمیت وکړ .

د ثور انقلاب له خپل بریالیتوب سره سم د دوو اساسی دښمنانو تر بریدونو لاندی ونیول شو .

لمړی اساسی دښمن : په حاکم واحد ګوند کښی د خلق او پرچم جناحی رقابت وو چی د بهرنیو استخباراتو لاس وهنه پکښی له ورایه ښکاریده . خلقی او پرچمی اړخونو هر یو پخپل وار سره د خپلو ډلګیو د ځان غوښتونکو سیاستمدارانو د صلیقوی نا سالم رقابت سره هم مخامخ وو .

د فراکسیونی ځان غوښتونکو دغه غیر تیوریک او غیر دیموکراتیک چلند ډیر منفی اثرات پر ځای پریښودل .

حفیظ الله امین چی خپل ځان ئی د ثور انقلاب سور ستوری او ټیکه دار باله په ګوند او دولت کښی د لمړی مقام د ګټلو په لټه کښی وو . امین خپل هدف ته د رسیدلو لپاره په ګوند او ټولنه کښی د وینو سیلاب جوړ کړ . د خلقی انقلابی سازمان ستر رهبر ډاکتر عبدالکریم زرغون او د هغه د خلقی دیموکراسی پیروان ، نور ملی دیموکراتان او د هغوی رهبران ، هیوادپال قومی مشران او روحانیون ئی په وحشیانه ډول شهیدان کړل . امین د ۱۳۵۸ هـ.ش کال د وږی (سنبله) د میاشتی د ۲۵ نیټي د کودتاه په ترڅ کښی خپل استا‌ذ نورمحمد تره کی چی د ا- خ- د- ګ عمومی منشی او د انقلابی شورا رئیس وو له خپلی وظیفی څخه ګوښه او بیا ئی په ډير بی رحمانه او ناځوانمردانه ډول سره په شهادت ورساوه .

حفیظ الله امین د شهیدانو پر سینه او د هغوی پر سیاسی افکارو باندی د پښی په ایښودلو سره د ګوند او دولت په لمړیو مقامونو حاکم شو .

یو واقعی زرغون صفته انقلابی شاعر وائي :

تره کی ، ستر زرغون او لعل پادشاه ئی شهیدان کړل ــــــــ هم نیک ، بائیس ، بسام او ذکریا ئی تیر باران کـړل

بی شماره ډیر خلقیان ئی زندانونو کی بندیان کــــــړل ــــــــ یو شمیر ئی له هیواد او له کابل نه فراریان کــــــړل

چاړه ئی په لاسو کی دي نیولی جــــــــــــــــلادان دي ــــــــ ملګرو ! خلقیـــــــــان نه دی  ، د خلقیانو دښمنان دي   

ملی خاین امین چی د افغانانو په وینو ئی لاسونه او سترګی سری وی تل ئی دا شعار ورکاوه چی : ما ته په افغانستان کښی دوه ملیونه نفوس بس دی ، یعنی دا چی امین د خپل حاکمیت د ټینګولو لپاره د ټول ملت وژلو ته تیار وو .

ملی خاین حفیظ الله امین د خپلی دری میاشتنی بربری او فاشستی حاکمیت په دوره کښی د دیموکراسی د ټولو اصولو په تر پښو لاندی کولو سره د ثور انقلاب داخلی او خارجی ملاتړی یی ، دي ته وهڅول چی د امینی ظالمانه حاکمیت د ختمولو دپاره لاس په کار شی ، نتیجه دا شوه چی د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدی د شپږمی نیټی تحول تر سره شو او د انقلاب رهبری د خلقی اړخ څخه پرچمی اړخ ته په لاس ورغله .

ببرک کارمل د خپلی سیاسی مبارزی له ابتداء څخه د شوروی اتحاد په بر سر اقتداره برژنفی ډلی متکی وو او هغه ئی د ځان لپاره حاکمیت ته د رسیدلو یواځنی ټاکونکی مرجع ګڼله . ببرک کارمل چی د خپلو بهرنیو ملاتړو له درکه په خپلو سیاسی حریفانو باندی د لاس بری کوشش کاوه ، په همدی وجه د خلق او پرچم برابر حقوقه وحدت ته هم پوره وفادار نه وو او تل د خپلی برتری په لټه کی وو .

کارمل د پرچمی ډلګیو سره هم خپل مشکلات درلودل او یواځی د خپل زعامت د ساتلو په فکر کښی وو .

کله چی ګرباچف په شوروی اتحاد کښی قدرت ته ورسید او د شوروی نظامی قطعاتو د بیرته ستنیدلو تصمیم ئی ونیو ، ببرک کارمل ئی مسکو ته را وغوښت او خپل تصمیم ئی ورته اعلان کړ . کارمل چی د شوروی نظامی قطعاتو څخه پرته خپل حاکمیت ته دوام نشو ورکولای د ګرباچف له تصمیم سره ئی مخالفت وښود .

د مسکو په دی سفر کښی ډاکتر نجیب الله او نور ګوندی او دولتی جګپوړی چارواکی هم د ببرک کارمل سره ملګری وو . نجیب د عدم اعتماد له دغه سیاسی خلا څخه ګټه پورته کړه او اقتدار ته د رسیدلو لپاره ئی پخپلو علنی او مخفی ملاقاتونو کښی د ګرباچف ټولو شرطونو ته مثبت ځواب ووایه ، او موافقی ته سره ورسیدل .

نجیب الله د ګرباچف په ملاتړ د یوی سپینی کودتاه په ترڅ کښی ببرک کارمل له ګوندی او دولتی مسئولیتونو څخه کوښه کړ او پخپله ټولواک شو . نجیب الله هم د حفیظ الله په شان   د پرچمیانو او خلقیانو په زندانی کولو او وژلو کښی قوی لاس درلود . او د خپل حاکمیت په دوره کښی د ملی او خلقی دیموکراتیکو قوتونو ځپلو ته ئی په ټینګه ملا تړلی وه .

لمړی ئی خپل پرچمی انډیوالان وځپل او بیا ئی خلقیان د حوت د شپاړسمی نیټی دفاعی پاڅون ته مجبور کړل او د خپل حاکمیت له سیاسی اتحاد څخه ئی وویستل . نجیب د ا- خ- د- ګ دواړه اړخونه (خلق او پرچم) داسی سره وپاشل چی تر اوسه پوری نه دی توانیدلی بیرته سره یوځای شی او خپل واحد ګوند جوړ کړی .

ببرک کارمل چی په کودتائی ډول له اقتداره غورځیدلی وو د نجیب څخه د خپل انتقام په لټه کښی وو . تل ئی دا هڅه  کوله چی نجیب له خلقیانو سره وجنګوی ، تر څو دواړه خواوی کمزوری شی .

د دغی پروسی عملی تحریکات د حوت د شپاړسمی نیټی دفاعی پاڅون ته ورسید چی په نتیجه کی ډاکتر نجیب د کارملیانو په مقابل کښی یو وزری شو او له خپلی بلند پروازی څخه پاتی شو . کارملیانو په دی کار سره  داسی فکر کاوه چی په یوه تیر باندی مو دوی نښی ویشتلی دی ، خو د دوی دغه انداز سم نه وو . دا ځکه چی کارملیانو په حقیقت کښی خپل دواړه لاسونه داسی پری کړل ، چی بیا په آخره کی کارملیان پخپله د احمد شاه  مسعود د ډلګی په وړاندی یواځی پاتی شول ، او د شورای نظار لخوا د کارمل کارتونونه چاپ شول چی په ډیر سپک نظر ورته کتل شوی وو او کارمل په یوه کارتون کی د روسانو د ګاډی د آس په شکل داسی ترسیم شوی وو ، چی روسان پر ګاډی سپاره وو او پر کارمل ئی د قمچینو ګذارونه کول .  

د ګرباچف له سقوط څخه وروسته ډاکتر نجیب الله د زمانی په سیاسی نبظ و نه پوهیده او د خپلی بقا دپاره ئی هری خواته لاس واچاوه او په دوو بیړیو کښي ئی پښه کښیښوده .

کارملیانو د خپل انتقام لپاره پر نجیب دومره زیات په غوسه وو چی په شخصی لحاظ نجیب ئی پخپلو منځو کی د بچه اختر په نوم یادولو ، او په سیاسی لحاظ د کارملیانو غوسه دومره زیاته وه چی حتی د راتلونکی وخت له دقیقی سیاسی محاسبی څخه عاجز پاتی شوی وو ، ان تر دی چی د یو نجیب په خاطر ئی د افغانستان ټول ملی او خلقی دیموکراتیک غورځنګ ئی په سیند لاهو کړل.

کارملیانو دا ځل د خپلو ملی او دیموکراتیکو تعهداتو پر خلاف ، او د خپلو کلونو ، کلونو ملی دیموکراتیکی سیاسی مبارزی پر خلاف د هیواد ژبنی ستمی او سمتی نهضت ( د ربانی جمیعت تنظیم ، د احمد شاه مسعود شورای نظار ، د خلیلی د اهل تشیع وحدت ګوند ، د سید منصور نادری د ملیشو او د جنرال دوستم د ملیشو ) سره په اتحاد کښی د شمالی ټلوالی ائتلاف منځ ته راوړ . دوی د نجیب له سیاسی – تشکیلاتی او اداری اشتباهاتو څخه په ګټی اخیستنی سره په خپل لمړنی اقدام کښی د جنرال نبی عظیمی د دوه مخی سیاست په چلولو سره د هیواد د شمالی ولایاتو رابطه تر چاریکاره پوری له کابل سره پریکړه . د نجیب پر ضد د ۱۳۷۱ لمریز کال د وری د میاشتی په ۲۵ نیټه د کارمل د پلویانو (محمد بریالی ، عبدالوکیل ، فرید مزدک ، نجم الدین کاویانی ، نبی عظیمی ، نور الحق علومی او نورو ...) لخوا عملاً حزبی او دولتی نظامی کودتاه تر سره شوی وو .

د افغانستان جمهوریت برحاله خارجه وزیر عبدالوکیل چی د کارمل نژدی خپلوان وو د احمد شاه مسعود سره د ملاقات لپاره چاریکارو ته ولیږل شو ، تر څو د کابل ښار د تسلیمی پروګرام جوړ او د شمالی ټلوالی د نظامی قواوو د داخلیدلو په لارو چارو خپل پلان نهائی کړی .                                          

هماغه وو چی د شمالی ټلوالی د ائتلاف یو تعداد نظامی قطعات د پلان سره سم لمړی په پټه د ملکی وګړو په شکل د کابل ښار ته ننوتل او بیا وروسته د کارملی نظامیانو لخوا په وسلو سمبال شول . جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله چی د وری د میاشتی د ۲۷ نیټي په شپه ، هند ته د ناکامی تیښتی څخه وروسته د ملګرو ملتو دفتر ته چی د جمهوری ریاست د ماڼی په ګاونډ کی واقع وو ، پناه وړی وو . هملته تر داخلی او خارجی فشار لاندی بی وخته استعفا ته مجبور شو . د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوایی د میاشتی په ۳ نیټه د انقلاب ضد ډلی په پیښور کی سره را ټول کړل شول ، او داسی پریکړه وشوه چی د افغانستان د دولتی حاکمیت له انتقال څخه وروسته صبغت الله مجددی د دوو میاشتو لپاره او برهان الدین ربانی د څلورو میاشتو لپاره د جمهورو رئیسانو په توګه دندی تر سره کړی . د غوایی په ۸ نیټه د ډاکتر نجیب الله سیاسی حاکمیت رسماً پای ته ورسید او سیاسی حاکمیت د کارملیانو په مرسته د انقلاب ضد ډلو ته وسپارل شو  .

دوهم اساسی دښمن د ثور ملی دیموکراتیک انقلاب پر خلاف د نړیوال امپریالیزم نا اعلان شوی جګړه وه چی د سیمه ایزي او داخلی ارتجاع په مرسته ئی تخریبی او جګړه ایز عملیات تر سره کول .

د ثور انقلاب په پیل کی د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت ګوندی او دولتی رهبری مجبور شو چی له خپلو شوروی دوستانو څخه نظامی مرسته وغواړی ، او شورویانو هم مثبت ځواب وویل .

د شوروی اتحاد تر رهبری لاندی د وارسا تړون سوسیالستی هیوادونه د خپلی نړیوالی عمومی امپریالستی ضد صلح دوست دریځ پر اساس د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت مرستی ته را ودانګل او د نړیوال  امپریالیزم او سیمه ایزی ارتجاع د نا اعلان شوی جګړی په مقابل کښی په زړه ورتیا سره وجنګیدل او په دی لاره کښی ډیری قربانی ورکړلی . که څه هم د دوی دغه مرستی او قربانی د امپریالستی نوی استعمار د اجنټانو او د نړیوال امپریالیزم او سیمه ایزی ارتجاع له امتیازاتو څخه برخمن سیاسی ډلی او شخصیتونه غندی ، خو نور د افغانستان ټول زیار ایستونکی او هیوادپال خلک ، رښتینی ملی دیموکراتیک سیاسی قوتونه او سیاسی شخصیتونه او پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ، د دوی مرستی او قربانیو ته په عمومی نسبی توګه سره په درنه سترګه ګوری .

د نړیوال سوسیالستی بلاک د نظامی قواوو له راتګ سره افغانستان د دوو سیستمونو (سوسیالستی سیستم او امپریالستی سیستم) تر منځ د سړی جګړی د سیاست په ګرم میدان بدل شو .

چی په نتیجه کی د جګړی دواړه افغانی غاړی له خپلو واکونو څخه بی واکه شول او د جګړی په عملی سیاسی ډګر کی په دواړوافغانی غاړو کښی چی هر چا د بهرنیانو مطلق اطاعت ته غاړه ایښودله هغه به د هغوی لخوا په هر ډول امتیازاتو نازول کیدل .

د ډاکتر نجیب الله تر جبری استعفا وروسته د افغانستان د سیاسی حالاتو انکشاف داسی وه چی د جمهوری ریاست مرستیال ښاغلی عبدالرحیم هاتف  د یوی دوره تسلیمی په ترڅ کښی دولتی اداره او بیت المال په پوره امانتداری سره د ۱۳۷۱ کال د غوایی د میاشتی په ۸ نیټه د جهادی ائتلاف نماینده ګانو (پیښوری حکومت) ته وسپارل چی دولتی رهبری د لمړی دوو میاشتو لپاره د حضرت صبغت الله مجددی(د حاکمیت دوره ۱۳۷۱/۲/۸ – ۵/۷/۱۳۷۱) او بیا ورپسی د څلورو میاشتو لپاره برهان الدین ربانی ټاکل شوی وو چی برهان الدین ربانی د خپلو مخکینیو تعهداتو پر خلاف تر نورو دریو کلونو او لسو میاشتو او ۲۸ ورځو پوری خپل حاکمیت په غیر قانونی توګه وغزاوه . په ظاهره کښی استاد ربانی په سمبولیک ډول جمهور رئیس وو خو د پردی تر شا د دولت اصلی واک د کارمل د پلویانو او احمدشاه مسعود د ائتلاف په لاس کښی وو او هر څه د دوی په خوښه تر سره کیدل .

خو ، کله چی احمدشاه مسعود د نجم الدین کاویانی او فرید احمد مزدک په مرسته مستقیماً د روسیی د جمهور رئیس ایلسن د ملاتړ څخه برخورداره شو ، نو ورو ورو یی کارملیان د حاکمیت له سیاسی صحنی څخه وویستل او د پرچمیانو برخه ئی هم تر خپلی ولکی لاندی راوستله . په دی ډول د افغانستان ټول سیاسی حاکمیت او بیت المال د انقلاب ضد ډلو په لاس کښی ولویده او د افغان ولس د کړاو نه ډک ژوند پیل شو .

د انقلاب ضد ډلی ، په لمړی قدم کښی ټول پخوانی ملکی او نظامی مسلکی کادرونه چی د دولت او بیت المال ساتونکی وو له دولتی وظایفو څخه وشړل او په دی کار سره یی د بیت المال چور او تالان ته ډیره ښه زمینه برابره کړه .

د بیت المال په چور کښی د شمال ائتلاف څخه دباندی ، نورو جهادی تنظیمونو ته هم پوره حق ورکړل شو تر څو ټول مجاهدین له دوی سره  همرنګه شی .

د بیت المال په چور او په  اداری واحدونو کښی د دولتی پوستونو په تصرف کښی د جهادی تنظیمونو تر منځ جنګونه پیل شول ، دا ځکه چی د انقلاب ضد جنګیالیو ډلګیو او تنظیمونو په مجموع کی د سیاسی فعالیت او دولتداری کلتور نه درلودل .

د شمالی ائتلاف څرګنده ژبنی ستمی او سمتی اتحاد د خپل ټول سیاسی حاکمیت په دوره کی ونه توانیدل چی د ټول ملت اعتماد تر لاسه کړی او خپل سیاسی حاکمیت ته په افغانستان کښی سراسری بڼه ورکړی ، حتی د افغانستان په لس سلنه خاوره کی د دوی حاکمیت نه چلیده . دا ځکه چی د دوی سیاسی حاکمیت په ظاهر او باطن کی عملاً پر قومی ، ژبنۍ او سمتی بنسټونو باندی چلیده ، او نور ټول افغان ملت یی تر خپل لاس لاندی بلل . د دوی دا کار د کلکانی حبیب الله د سیاسی رژیم په شان ډير قومی او سیاسی حساسیتونه را وپارول . د انقلاب ضد ډلی او په مجموع کښی افغان مهاجر ولس د ذیدخلو ، ثور انقلاب ضد هیوادونو لخوا یواځی د هغوی د سیاسی او نظامی مقاصدو لپاره استعمالیدل ، په همدی دلیل د مهاجرت په ژوند کښی افغانان بی سواده ، بی تعلیمه او له نړیوال مدنی ژوند څخه عمداً لیری ساتل کیدل او د عالی تحصیلاتو څخه د محرومیت مقید ژوند تیرول . افغانان د دولت داری له کلتور څخه کاملاً بیګانه روزل کیدل ، دا ځکه چی د سیمی اسلامی هیوادونه د نړیوال امپریالیزم سره په تړاو کښی د افغان جهاد تر عنوان لاندی د خپلو سیمه ایزو ګټو لپاره ، د خپلو جاسوسی شبکو په مرسته د اسلامی اساساتو په تحریفولو سره د خپل مسلمان ورور سترګی لګه د ګاډی اس تړلی وو او د غلامانه اعمالو انجام ته ئی آماده کول او د افغانستان ګوټ ، ګوټ یی د اور په لمبو کی پری سوځول . د دوی یواځنی روزنه او تعلیم په کمپونو کښی نظامی ټریننګ ، په هیواد کښی دننه د منورینو او وطن پالونکو وژلو ته هڅول ، د اقتصادی تاسیساتو ورانول د  مکتبونو سوځول او د افغانی عنعناتو په تر پښو لاندی کولو سره د ټوپک په ژبه په قومی مشرانو او عام ولس باندی د خپلی ارادی تحمیلول وو .

د همدغی منفی روزنی نتیجه وه چی د جهادی تنظیمونو تر منځ خپل منځی جنګونه زیات شول او بیا ئی خپلو نړیوالو امپریالستی او سیمه ایزو ارتجاعی مربیانو ته هم اطاعت نه کاوه .

د دوی د ظلم ، وحشت او نا امنی له لاسه ډیر افغانان بیا کډوالی ته مجبور شول . په دی پروسه کښی د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان یو تعداد کادرونه او غړی هم له هیواد څخه دباندی هستوګنه غوره کړل او د خپل سیاسی سازمان سره ارتباطات او تشکیلاتی کار ئی د اوسیدو له ځایه دوباره پیل کړل .

امریکائیان او غربیان او سیمه ایزو ګاونډیو ارتجاعی هیوادونو هم د جهادی تنظیمونو له خود سریو څخه ډیر نا راضه شول بلآخره امریکا د خپلو غربی او شرقی متحدینو په مرسته ، او د سعودی عربستان ، قطر او پاکستان په مستقیمی همکاری سره او د نورو هیوادونو په ملاتړ او حمایی سره د طالبانو اسلامی تحریک جوړ کړل . نظامی روزنه ئی طالبانو ته ورکړه او د یو غیر مدنی او له اساسی قانون څخه پرته دیکتاتور نظام د جوړولو لارښوونه ئی ورته وکړه . او بیا ئی د افغانستان د دولتی واک په نیولو کښی د پاکستان او سعودی عربستان په وسیله ورسره مرسته وکړه او سیاسی قدرت ته ورسول شول  . طالبانو د ۱۳۷۵ کال د تلی په  ۵ نیټه د پنجابی نظامیانو په مرسته د کابل ښار د ربانی او مسعود د وسله والو ډلګیو څخه د یوی بریالی جګړی په ترڅ کی  ونیو .

طالبانو د پنجابی استعمارګرو نظامیانو د ټوپک په زور ، ټول ټوپکمار تنظیمی قوماندانان داسی وزغلول چی حتی خپل شاته ئی هم و نه کتل . طالبانو د پاکستانیو نظامی پوځیانو په موجودیت او د هغوی د ټوپک او دُری په زور اجباری سوله راوستله ، او حاکمیت ئی اکثری سراسری بڼه غوره کړه . په دی توګه سره زمونږ ګران او محبوب هیواد افغانستان تقریباً ۷۷ کاله وروسته مستقیماً : د امریکایی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم په مرسته د هغوی د ګوډاګی پاکستانی دولت د پنجابی استعمار تر ولکی لاندی راغی . په دی وخت کی یو ملی انقلابی شاعر د افغان ولس تاریخی عظمت ته په کتو سره د پنجابی استعمار ګرانو پر ضد ، د افغان بیده ولس د ویښولو لپاره ، د شعر په ژبه خپل سیاسی غږ ، د پیښور د وحدت په ورځپاڼه کی داسی پورته کوی :

            مانه ئی توره او پټکی د ابدالی واخیسته ـــــــــــ د وخت مغل کړو را په غاړه د پیغور ګذران

نو : د تاریخ په دی ډیرو پیچلو او حساسو ټولنیزو شیبو کی : د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) د نوموړو استعمار ګرانو او د هیواد د خلکو د نورو ډول ، ډول دښمنانو په وړاندی لاس تر زنی ، آرام او بیتفاوته نه کیناست . سمدلاسه ئی د خپلی منتخبی (زرغونی خلقی لاری) څلورمه ګڼه خپره کړه او په نوموړی ګڼه کی ئی د علمی نړی لید د خاصو او عامو اصولو او قانونمندیو پر اساس د خپل تاسیس له وخت څخه تر اوسه پوری په لمړی ځل سره خپل استراتیژیک مرام (نږدی مرام) ته داسی تغیر او بدلون ورکړ چی : پخوا ئی د خلقی دیموکراسی په لمړی مرحله کی د خپلی توری په تیره څوکه په لمړی قدم کی فیوډالیزم او په دوهم قدم کی امپریالیزم ته متوجه وه . او اوس چی افغانستان د بهرنیو استعمارګرانو تر تجاوز لاندی دی په لمړی قدم کی پاکستانیو استعمار ګرو پنجابی قواوو ته او نورو استعمار ګرو قواوو ته او په دوهم قدم کی فیوډالیزم ته متوجه کړه او نور باقی استراتیژیک او نهایی مرام ته ئی د پخوا په شان ادامه ورکړه . په طالبانی نظام کښی هم بشری حقوق تر پښو لاندی کیدل : ښځینه کار کوونکی بی وظیفی شول ، د نجونو ښوونځي وتړل شول او د معارف ټولی تعلیمی موسسی په دینی مدرسو باندی بدلی شوی او د طالبانو د کلیوالی صلیقی سره سم مذهبی بنیاد ګرائی په افراطی شکل خپل اوج ته ورسید ، هر طالب پخپله سیمه کی هم پولیس وو ، هم څارنوال وو ، هم قاضی وو او هم ولسوال ، او د یو مطلق العنانه محلی ټولواک په څیر ئی عمل کاوه . د طالبانو بودیجوی مسارفات د یوی جاسوسی شبکی په څیر د فصل او باب دخل او خرچ نه درلود . طالبانو هم له څو کاله حاکمیت څخه وروسته د جهادی تنظیمونو په شان د سیمه ایزو هیوادونو د استخباراتی شبکو تر تاثیر لاندی راغلل او د امریکا د متحده ایالاتو ګټی له دوی څخه زیانمنی شوی . امریکا چی د ترکمنستان ، ازربائیجان ، ګرجستان ، قزاقستان ، ایران او په مجموع کی د منځنی آسیا د نفتی ذخایرو د خپلولو او د دوی پر اقتصادی او سیاسی سیستم باندی د تسلط او نورو سیاسی نظامی اهدافو په موخه طالبانی نهضت ایجاد کړی وو ، یو ځل بیا مجبور شو چی د طالبانو حکومت هم نسکور کړی . په افغانستان کی د طالبانو د حاکمیت له ړنګیدو څخه لس کاله وروسته د لمړی ځل لپاره د پاکستان خارجه وزیره (حنا ربانی کهر) له خبریالانو سره د طالبانو د سیاسی تشکیل د جوړیدو په اړه ډاګیزه خبری وکړلی او ویی ویل چی : ((ټول هغه هیوادونه چی د طالبانو (فرانکشتاین)(۱) په جوړولــــو کی برخه وال دي باید ترجدی انتقاد لاندی ونیول شی . له پاکستان څخه پرته نور غربی هیوادونه لکه امریکا او انګلیس هم په طالب جوړولو کی لوی لاس درلودل . خو اوس ټول تورونه یواځی پر اسلام آباد واردیږی . طالبان او القاعده دواړه د سیمی او نړی د هیوادونو د جاسوسی سازمانونو په لاس جوړ شوی تشکیلات (مخلوق) دی ، چی د هغه هیوادونو له جملی څخه پاکستان او امریکا څو څو ځلی د طالبانو په ایجادولو کی اعتراف کړی دی )). (د چراغ ورځپاڼه ۱۹۹۳ مسلسله ګڼه ۱۳۹۰/۱۲/۱۴ هـ.ش ــ ۴ مارچ ۲۰۱۲ م ) .

(( (۱) فرانکشتاین ، د هغه ډاکتر داستان دی چی د څو تنو مړو کسانو له جسدونو څخه د هغوی مختلف غړی بیلول ، او د هغو له دوباره پیوند څخه یو نوی مخلوق (انسان) جوړول . بیا به د برقی شارټونو په وسیله هغه مخلوق ئی راژوندی کاوه ، او د یو مستقل انسان په توګه به ئی په حرکت راوستل . په دی راژوندی کړل شوی برقی انسان کی تدریجاً داسی انکشافات رامنځته شول چی د فرانکشتاین له کنترول څخه خارج شول )) .

امریکا د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټی له ترورستی پیښی وروسته د ترورستانو د تعقیب او ګرفتاری موضوع پلمه کړه او په ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷ نیټه ئی په افغانستان باندی نظامی یرغل وکړ او د افغانستان خاوره د امریکائی نظامیانو لخوا اشغال او افغان ملت د امریکائیانو د اقتصادی او نظامی پلانونو ښکار شو .د ملګرو ملتو د امنیت شورا ، په امریکا کی د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټی د ترورستی پيښی څخه وروسته د امریکا په غوښتنه او د امریکا تر فشار لاندی ، د امریکا او د هغه د متحدینو نظامی قواوو ته په افغانستان کی د داخلیدو (یرغل) پریکړه وکړه . د امنیت شورا پخپله پریکړه لیک کی یرغلګرو هیوادونو ته د پنځو مشخصو اهدافو تعریف ورکړ :

۱ ــ په افغانستان کی د طالبانو د سیاسی رژیم را نسکورول ، د القاعدی د ترورستی شبکی د مشر اسامه بن لادن او د هغه جنګیالیو ته د پناه ورکولو په الزام .

۲ ــ په افغانستان کی د تروریزم پر ضد مبارزه او د جګړی د زور زیاتی ختمول او د سولی او امنیت تامینول .

۳ ــ په افغانستان کی د دیموکراسی پلی کول او له افغانانو سره د منتخب دولت په جوړولو کی مرسته .

۴ ــ په افغانستان کی د قانونیت د استقرار لپاره داسی مرسته چی په ټولنه کی لمړی خبره به د قانون وی .

۵ ــ له افغانستان سره مالی مرستی د افغانستان د پرمختګ لپاره : په اقتصادی ، ټولنیزو او فرهنګی برخو کی او همدارنګه په دی هیواد کی بیا رغاوونه د فقر په لمنځه وړولو کی .

امریکا د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پنځه فقره ایز پریکړه لیک تر پوښښ لاندی ، د خپل نظامی تخنیک او B52 جنګی الوتکو په برلاسی سره ، له پرله پسی بمباریو څخه وروسته ، د شمالی ټلوالی په مرسته او ملاتړ ، چی د امریکایی پلی نظامی قوتونو پر ځای جنګیدل ، د طالبانو حکومت را نسکور کړ . اوس چی له دغی خونړی جګړی څخه یوولس کاله تیریږی د امنیت شورا د پریکړه لیک له پنځو مشخصو اهدافو څخه یواځی یو هدف : چی هغه هم د طالبانو د حکومت را نسکورول دی ، نور څلور هدفونه نه دی عملی شوی . نو ویلای شو چی د امریکا او د هغه د متحدینو دغه سیاسی – نظامی – اقتصادی معاصره استعماری پروژه په افغانستان کی د یوولسو کلو جنګونو ، زور زیاتی ، جنون آمیزه خونریزۍ او د افغانانو انسانی کرامت ته له سپکاوی څخه وروسته یو ناکام ماموریت ګڼل کیږی ، او لاسته راوړنه ئی د افغان ملت دښمنی ، کینه او نفرت دی . امریکا د ۱۳۸۰ لمریز کال د لیندی په میاشت د بن د معاهدی په نامه خپل باسواده او تکنوکرات افغانی اجنټان د امریکائی پلوه جهادی انقلاب ضد ډلو سره یوځای د قدرت په ګدی کښیناوه ، او حامد کرزی د ۲۰۰۱ م کال د دسمبر په ۲۲ نیټه د لنډ محالی حکومت مشر شو . د بن لمړنی غونډه چی په افغانستان کی د دیموکراتیک نظام د جوړیدو او د القاعدی او د تروریزم سره د مبارزی په هدف جوړه شوۍ وه ، د بهرنیو پوځونو حضور او لاسپوڅی رژیم ئی پر افغانانو ور وتپله او سیاسی واک ئی یو ځل بیا هغو ټوپکمارو قوماندانانو ته وسپارله چی ملت هغه نه غوښت . بیا په ۲۰۰۲ م کال کی امریکا د افغانستان په داخل کی یو بل د M.T.A تړون د دوو افغان وزیرانو هر یو ، ډاکتر عبدالله (عبدالله) د وخت خارجه وزیر او محمد یونس (قانونی) داخله وزیر سره په غیر قانونی توګه چی د دوی په صلاحیت کی نه وو ، د افغان ملت له خبرتیا پرته او په پټه توګه سره لاسلیک کړل . په دی پټ تړون کی بهرنیو اشغالګرو پوځونو ته پوره واک ورکړل شوی وو چی  د افغانستان په خاوره کی په عام او تام ډول سره او په خلاص لاس سره هر ډول نظامی عملیات ترسره کړی ، او هغوی ته د افغانانو د کورونو د بمباردولو او وژولو او بی له اجازی د هغوی کورونو ته د ننوتلو او خود سرانه تالاشی او په شخصی امریکائی زندانونو کی د افغانانو د زندانی کولو او د غیر انسانی شکنجو د ورکولو صلاحیت ورکړل شوی وو . په دغه پټ قرارداد کی امریکائیان غیر مسئول او د هیچا په وړاندی ځواب ورکوونکی نه دی او د تاوان په ورکولو هم مکلف ګڼل شوی نه دی . دوی د ګمرکی محصول ، ټکس او مالیاتو له ورکړی څخه هم معاف ګڼل شوی دی . تر کومه ځایه چی د بازار ګنګوسی اوریدل کی ، دغه معـاهـده د ۲۱۰ میلیونه ډالـــرو رشــوت په بدل کی لاسلــیک شوی دی . دا معاهده د ګندمک او ډیورند تر معاهدی یو ګام وړاندی دی . ځکه چی د ګندمک او ډیورند په معاهده کی د افغانستان یوه برخه خاوره د افغان ملت له ارادی څخه پرته د برتانوی هند حکومت ته په حجاره ورکړل شوی وو . د ګندمک تړون انګریزانو ته د افغانستان د یوی مشخصی برخی خاوری ، د حجاری پیلامه بلل کیږی ، او په ۱۸۷۹م کال د می په ۲۶ نیټه د انګریزی ګوډاګی امیر یعقوب خان او سرلوئیس کیوناری تر منځ په نهو مادو کی ، د یوه کال لپاره ، د شپږ لکه هندی روپیو په بدل کی لاسلیک شوی وو . بیا د هغی په دوام د ډیورند تحمیلی تړون په شخصی توګه ، هغه هم په نا برابرو حقوقو د انګریزی ګوډاګی امیر عبدالرحمن خان او انګریز ډیورند تر منځ د ۱۸۹۳م کال د نومبر په ۱۲ نیټه لاسلیک شو . دا تړون هم تر ډیره حده د یوی تجارتی معاملی حیثیت درلود ، چی د افغانستان په جنوبی او شرقی برخه خاوره کی : د پیښور ، وزیرستان ، چمن او کوژک څخه تر کویټی پوری ټولی سیمی د کال ۱۲ لکه هندی روپی په بدل کی ، برتانیوی هند ته په اجاره ورکړل شول . انګریزانو دا پیسی په شخصی توګه امیر عبدالرحمن ته ورکول . د ډیورند معاهده د ملی او بین المللی موازینو پر خلاف په پټه توګه (لکه د محمد یونس قانونی او عبدالله عبدالله د ۲۰۰۲م کال د M.T.A پټه معاهده له امریکائیانو سره ) د کابل په چهلستون کی لاسلیک شو . د ډیورند کرښه ندۍ توانیدلۍ چی د افغانستان او برتانیوی هند او یا هم د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدی پوله واوسی ، ځکه چی د بین المللی حقوقو له نظره سرحد (border) هغی پولی ته وائی چی د دوو دولتونو تر منځ داسی بیلتون راولی چی د حقوقی اړیکو نظم ، د دواړو دولتونو په خاوره کی تمثیل کړی . د ډیورند کرښه د داسی سیاسی نفاق کرښه ده چی د هغی په وسیله د افغانستان یوه نه بیلیدونکی برخه خاوره ، د هغه د ملیونونو داسی اوسیدونکو سره چی په وینه ، مذهب ، قوم ، ژبه ، پلارنیو نصبی سلسلو او عنعناتو ، ملی او تاریخی ویاړنو کی سره شریک او برخه وال دي ، بیل کړل شول . د افغان ملی مبارز محمد حسن ولسمل صاحب په خبره چی : (انګریزانو د افغانانو د واحد وجود پر سینه باندی د استعمار چاړه را کش کړل ، او افغانستان ئی په دوو برخو ټوټی کړل). د تاریخ په اوږدو کی د افغانستان او برتانیوی هند طبیعی او قانونی پوله ، اباسین وو ، چی د سیند په یوه غاړه کی هندیان او په بله غاړه کی افغانان اوسیدل . د هغو سیمو مجموعی مساحت چی د ډیورند کرښی په واسطه بیل کړای شوی دی (۴۰ زره مربع میل) خاوره ده ، چی په هغه وخت کی یی د خلکو شمیره ۸ ملیونو تنو ته رسیدل . دا سیمی بیا په دوو برخو ویشل شوی دي : یوه برخه د آزادو قبایلو په نوم چی مساحت ئی (۲۶ زره مربع میل) دی او پر پنځو پولیټیکل ایجنسیو او شپږو قبایلی علاقو باندی ویشل شوی دی . دوهمه برخه هغه محکوم ولایات دي ، چی د اباسین ښی خواته موقعیت لری ، او په غرب کی د سلیمان تر غرونو پوری پراختیا لری او مساحت ئي (۱۴ زره مربع میل) دی . د افغانستان له استقلال څخه وروسته د افغانستان دولت او برتانیوی هند د دولت تر منځ د ۱۹۲۱م کال د نومبر د ۲۲ نیټي د معاهدی د ۱۴ مادی پر اساس چی ۳ کاله ئی وخت درلود ، د ډیورند معاهده خپل حقوقی اعتبار او حیثیت له لاسه ورکړی دی . د یادولو وړ ده چی د افغانستان دولت د پاکستان د دولت له جوړیدو څخه را په دی خوا ، د ډیورند کرښه او معاهده د پاکستان دولت سره په رسمیت نه دی پیژندلی .      

د هندوستان د استقلال څخه وروسته انګریزانو هندوستان تجزیه کړ او د هندی خاوری په یوه برخه کی ئی د پاکستان مصنوعی دولت ( د انګریزانو د سیاسی موخو لپاره جوړ شوی دولت) جوړ کړ ، او د افغانستان څخه په حجاره اخیستل شوی خاوره ئی هم ورسره ملحق کړل . په دی توګه د پاکستان مصنوعی دولت په آسیا کی د انګریزی استعمار د آخرنی مستعمره دولت په توګه پاتی شو . کله چی د انګریزی استعمار د پلان سره سم د هندوستان په بیله شوی خاوره کی د پاکستان په نامه د نو بنیاده مصنوعی دولت د جوړیدو په خاطر د عامه ذهنیت د غولولو لپاره ټول پوښتنی کیدلی ، نو په هره انتخاباتی حوزه کی دوه صندقونه کیښودل شول ، او د نړیوالو نورمونو پر خلاف د یو صندوق دپاسه قرآنکریم ، او د بل صندوق دپاسه د هندوانو مذهبی کتاب (ګیتا) ایښودل شوی وو . په دی وخت کی انګریزانو د خدائی خدمتګار مشر باچا خان او نور خدائی خدمتګاران له دی ویری زندان ته اچولی وو ، چی د افغانستان د حجاره شوی خاوری ولسونه د دوی تر رهبری لاندی د استقلال د اخیستلو او د افغانستان سره د یوځای کیدلو غږ پورته نکړی .په دی اړه خان عبدالولی خان د خپل (رښتیا ، رښتیا دی) نومی اثر په ۱۳۷ مخ کی داسی لیکی : ( پیرنګی که یو خوا په وهلو او جبر او تشدد صرفه نه وه کړی ، نو په دی بل اړخ ئی د دوی قامی تحریک یعنی خدائی خدمتګار تحریک په خلاف ټول خپل اثر او رسوخ ، مال او دولت استعمال کړ او هغه ټولی حربی ئی استعمال کړی چی د هغه په اختیار کی وو ...... خپل ټول قوتونه : انګریزی سران + نوابان + خان بهادران + خان صاحبان + جاګیرداران + افتخاری قاضیان یا آنرریمجسټریان + ټول ګوډاګیان ، را ټول کړل . خدائی خدمتګاران په زرګونو ځلی په جیلونو کی واچول شول ، د خانانو ځامنو د پیرنګی دپاره ډنډه ماران برتی کړل . د خدائی خدمتګارانو کورونه تالا شول ، بچی ئی خوار شول ، د هریپور د جیل خانی نه باهر د غازیانو مقبره جوړه شوله . خو قام دومره بی کچه نرتوب او د بهادری مظاهره وکړه چی دنیا ورته حیرانه پاتی شو ).        

د انګریزی استعمار او د هغوی د اجنټانو تر مستقیم نظامی تحدید لاندی مسلمانان جوپه ، جوپه د رای اچولو لپاره د رای صندقونو ته لیږدول کیدل . هلته مسلمانانو د صندقونو دپاسه د دوو دینی کتابونو په لیدلو سره ضرور خپله رایه هغه صندوق ته وراچوله چی د هغه د پاسه قرآنکریم ایښودل شوی وو . له دی رای ګیری څخه دا ثابتیږی چی مسلمانانو د بودائی دین په مقابل کی خپل د اسلام دین ته رایه ورکړی ده ، نه د پاکستان د مصنوعی مستعمره دولت جوړیدلو ته . له دی څخه  دا نتیجه اخیستل کیږی چی د پاکستان مصنوعی دولت د خلکو د رایو له لحاظه قانونی مشروعیت نه لری ، ځکه چی د پاکستان جوړیدلو ته په مستقل ډول چا رایه نه دی ورکړی . دا چی د خدائی خدمتګارانو تحریک تر شدید نظارت لاندی وو ، د دوی مشران مجبور شول د انګریزانو او د هغوی د لاسپوڅو له تعقیب څخه ګوښه او له پیښور څخه په ډیره لری فاصله کی ، د بنو په علاقه کی د خان امیر محمد خان (د بیګم نسیم ولی پلار) په مشری خپله غونډه جوړه کړی . په غونډه کی دوی په ډاګه سره وویل چی : ( مونږ په تاریخی لحاظ د افغانستان د خاوری جز‌ء یو ، او مونږ دا حق نلرو چی د هندوستان د تجزیی به باب رایه ورکړو . او وویل شو چی ، د پاکستان له جوړیدو څخه وروسته ، اوس مونږ د هندوستان له ګاونډیتوب څخه په لری واټن کی پراته یو . له مونږ څخه باید دا پوښتل شوی وای چی تاسی له افغانستان سره یوځای کیدل غواړی او که مستقل سیاسی ژوند ، او یا له پاکستان سره . خو دا کار د هیچا لخوا ترسره نشو ، او زمونږ خلک د خپلی ارادی او غوښتنی څخه پرته جبراً د پاکستان سره وتړل شول ) . له هغی زمانی څخه تر اوسه پوری د لر او بر ورونو اړیکی دومره نږدی پاتی دی چی د پاسپورت او ویزی څخه پرته د ډیورند د غیر قانونی کرښی دواړو غاړو ته ، ها خوا او دی خوا تګ او راتګ کوی ، او د پاکستان نظامی او ملکی حکومتونو نه دی توانیدلی چی د هغی مخنیوی وکړی .

خو له امریکا سره د عبدالله (عبدالله) او محمد یونس (قانونی) د M.T.A په پټه معاهده کی چی د افغان ملت له ارادی څخه پرته لاسلیک شوی دی د افغانستان د ټولی خاوری واک بهرنیو اشغالګرانو ته ورسپارل شوی دی . دا د ځان پلورنی ( ګوډاګیتوب) معاهده ، د شاه شجاع له ځان پلورنی څخه (ګوډاګیتوب) کمه نه ده .

همدا د ځان پلورو رهبرانو سیاسی فساد ، غلامانه طبیعت او د ملی ګټو په وړاندی خاینانه دریځ دی چی نورو مرتجعینو او د افغانستان د ترقی دښمنانو ته د اداری فساد او سیاسی - اقتصادی خیانت لاره خلاصوی ، چی همدا اوس افغانستان د دوی د سیاسی – اقتصادی او اداری فساد له امله د نړی د مفسدو هیوادونو په قطار کی دوهم مقام لری . کله چی د یو هیواد زعامت فاسد شی ملت ضرور ورسره بربادیږی . یو روسی متل دۍ چی وائی : کبان له مازغو خوسا کیږی .

فساد : د دولتی واکمنی یا عمومی قدرت څخه د خپلو شخصی او خصوصی ګټو لپاره ناوړه استفادی ته وائی .

اوس چی د بن د لمړنی غونډی څخه پوره یوولس کاله تیریږی په افغانستان کی نه دیموکراتیک دولت جوړ شوی دی او نه هم سیاسی واک د افغانانو په اراده چلیږی ، ان تر دی چی ، هغه سیاسی ګوندونو ته چی په مختلفو نومونو سره د دوی تر نظر لاندی په رسمی ډول رامنځ ته شوی دی ، او په اصطلاح قانونی مشروعیت لری ، تر اوسه پوری په حکومت کی د ګډون حق ، او د ملی مسائلو په حل کی د مشوری حق نه دی ورکړل شوی ، چی د بن دوهمه غونډه ئی ښکاره بیلګه ده . په دی اړه د بن د دوهمی غونډی څخه دوه میاشتی مخکی د ویسا ورځپاڼی د ۱۳۹۰ لمریز کال د وږی د میاشتی په ۱۴ نیټه (د ۲۰۱۱ م کال د سپتمبر ۵ نیته) د امریکائی سناتور جیف میرکلی وینا نشر ته وسپارله . میرکلی ویلی وو چی : په افغانستان کی د دولت جوړولو ماموریت ناکام شوی دی ، مونږ ته په کار ده چی د دولت جوړولو لپاره پخپل هیواد کی هڅی وکړو ...... د افغانستان ملی پولیس او ملی اردو به تر هغه بشپړه او پیاوړی نشی چی په دغه هیواد کی فساد له منځه نه وی تللی او څرنګه چی د افغانستان حکومت د فساد په ختمولو کی پاتی راغلی دی ، پکار ده چی امریکائیان له دی هیواده د خپلو پوځیانو په ایستلو کی له بیړی څخه کار واخلی .

د بن دوهمه غونډه د ۱۳۹۰ لمریز کال د لیندی په ۱۵ نیټه ( د ۲۰۱۱ م کال د دسمبر په ۵ نیټه ) جوړه شوه .

انګلا میرکل د المان صدراعظمه د غونډی په پرانیستونکی وینا کی وویل چی : ( د بن په دوهمه غونډه کی د یو
آزاد ، باثباته او آباد افغانستان بنسټ ایښودل کیږی چی د هغه په راتلونکی کی به د سیاسی پروسی رول ډیر ستر وی ) . په غونډه کی افغانستان ته د نړیوالی ټولنی د اقتصادی کومکونو دوام پر پنځو مادو مشروط اعلان شو ، هغه دا چی : ۱ ــ د فساد له منځه وړل . ۲ ــ د قانون برلاسی . ۳ ــ ښه حکومت داری . ۴ ــ د بشر د حقوقو رعایت . ۵ ــ د ښځو د حقوقو خوندی کول .

دا شرطونه د دی ښکاروندوی دی چی نړیواله ټولنه په افغانستان کی د جنایاتو په شتون باندی اعتراف کوی . او که د بن د دوهمی غونډی اصلی پریکړو ته ځیر شو نو په ډاګه پوهیږو چی امریکا او ناتو خپل نظامی حضور او د لاسپوڅی رژیم دوام یوځل بیا پر افغانانو تحمیل کړل . د بن د دوهمی غونډی په تالار کی د آلمان د کیڼ اړخو ګوندونو دری تنه استازو په ډیر اوچت غږ او په انګلیسی ژبه داسی اعلان کړل چی : ( ناتو یو تروریستی تړون دی باید د افغانستان څخه ووځی ) . د آلمان په ورځپاڼو کی د بن د دوهمی غونډی په باب ډیری مقالی نشر شولی ، چی په یوه ورځپاڼه کی داسی راغلی وو چی : ( کله چی یو جمهور رئیس په نړیواله کچه په بډو اخیستلو ، د مخدره موادو په قاچاق ، د هغو قوماندانانو په حمایت چی د بشر د حقوقو ناقضین دي او د فساد په نه مخنیوی ، متهم وی . څرنګه کولی شی د ملت استازی شی . که چیری امریکا کوم وخت ، لیوه ئی د شپون پر ځای مقرر کړی وی ، نو همدا دی ).

په دی وروستیو کی لکه څنګه چی لیدل کیږی بلآخره د ستراتیژیکو همکاریو تر نامه لاندی ، چی په حقیقت کی له امریکا سره د نظامی همکاریو تړون دی ، د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما او د دوی لخوا د ګمارل شوی معتمد سیاسی شخصیت حامد کرزی (د افغانستان نامنهاده جمهور رئیس) تر منځ ، د افغان ملت له خبرتیا او مشوری څخه پرته ، په پټه توګه سره د ۱/۲.۵.۲۰۱۲ م کال په شپه چی د ۱۲/۱۳.۲.۱۳۹۱ لمریز کال سره برابره ده د توری شپی په زړه کی د شپی له دولسو بجو څخه وروسته ، په داسی شرایطو کی چی افغانستان د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم تر نظامی یرغل لاندی دی ، او د افغان ملت نا بللی ملمانه دي یعنی د امریکائی امپریالیزم او نړیوال امپریالیزم نظامی قطعات زمونږ په ټول هیواد کی پخپل ظالمانه نظامی او سیاسی نړیوال زور سره شتون لری ، د ګران افغانستان په پایتخت (کابل) د جمهوری ارګ په میلمستون کی لاسلیک شو ، او په سبا ورځ د هیواد په مطبوعاتو کی خپور شو .

د دی تړون لاسلیک هغه ټوکی ته ورته ده چی وائی :(یوه ډله غله د شپی لخوا د چا د کور دیوال سوری کاوه ، د کور خاوند پری را ویښ شو او په جګ آواز ئی غږ پری وکړ ، های های تاسی څوک یاستی او څه کوی . غلو چی د کور د دیوال په سوری کولو بوخت وو ، په ځواب کی ورته وویل چی : مونږ هنرمندان یو ، ستا د دیوال غاړی ته ناست یو او ډُهل وهو. د کور خاوند ورته وویل چی : دا څنګه ډول وهی چی غږ ئی نه پورته کیږی . غلو ورته وویل : مونږ داسی ډُهل وهو چی غږ ئی سبا پورته کیږی . د کور خاوند بیرته د غفلت په خوب بیده شو . غلو خپل کار ته دوام ورکړ او د کور ټوله شتمنی ئی د شپی په تیاره کی تالا کړل . کله چی سبا شو ، غږ ئی پورته شو چی د پلانۍ کور غلو تالا کړی دی ) . په رښتیا هم چی د دغو نړیوالو استعمار ګرانو او د دوی د ګمارل شویو مزدورانو هنرمندانه غږ به سبا پورته کیږی .

د اوباما او حامد کرزی تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د لس کلن تړون لاسلیک ، د افغانستان په تاریخ کی : د امیر یعقوب خان او انګریزانو (برتانوی هند) تر منځ د ګندمک تحمیلی تړون (۱۸۷۹م کال) . د امیر عبدالرحمان خان او انګریزانو (برتانوی هند) تر منځ د ډیورند تحمیلی تړون (۱۸۹۳م کال) ، د ډاکتر عبدالله (عبدالله) او محمد یونس (قانونی) او په افغانستان کی د یرغلګر امریکا تر منځ د M.T.A تحمیلی او غیر متساوی الحقوق تړون په ۲۰۰۲م کال کی ، دا ټوله سره په یوه لیکه کی دی . اوسنی ستراتیژیک تړون له امریکا سره د M.T.A د تړون تکمیلی بڼه ده . دغه ستراتیژیک تړون د ګندمک او ډیورند او M.T.A د غیر متساو الحقوقو او غیر قانونی تحمیلی تړونونو په شان ، د افغان ملت له مشوری څخه پرته او حتی د افغانستان د ننی تش په نامه پارلمان له بررسی څخه پرته لاسلیک شوی دی . د افغانانو لپاره دغه ستراتیژیک تړون له بارانه تښتیدل او تر ناوی لاندی ودریدل دی .

د دغه تړون د لاسلیک کولو څخه د امریکا مقصد : د نړیوال امپریالیزم خصوصاً د امریکائی امپریالیزم د نظامی اډو د جوړولو دوام او په افغانستان ، سیمه او نړی کی په اوس او په راتلونکی کی د امریکا د استعماری اهدافو لاسته راوستل دي . دغه د ستراتیژیکو همکاریو لس کلن تړون ، د افغانستان د مظلوم ولس د وژنی د دوام او د سیمه ایز استعمار او د نړیوال امپریالستی استعمار لخوا د پلان شویو نا امنیو تضمین دی . نړیوال امپریالیزم په دغسی تړونونو کی خپل استعماری موښو او ګټو ته لمړیتوب ورکوی .

د تاریخ په اوږدو کی دغسی غیر متساوالحقوقه تړونونه تل د افغانستان د ملی ګټو پر خلاف وو او د افغانستان آزاد ملت ئی د استعمار په لومو کی بند کړی دی . دغسی تړونونه چی پورته ئی ذکر وشو ، یواځی د استعمار د سیاسی غلامانو لخوا لاسلیک کیږی او په هره تاریخی دوره کی یواځی د استعمار او امپریالیزم د ګوډاګیانو او پلویانو لخوا ئي ملاتړ شوی دی ، نه د افغانستان د زیار ایستونکی ولس او ملی شخصیتونو لخوا . د اوسنی ستراتیژیک تړون په اړه باید ووایو چی : واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی ګوند پخپل ګران هیواد افغانستان کی لس کاله خو څه کوی بلکه یوه لحظه هم د امریکائی امپریالیزم یا د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د انډیوالانو او ګوډاګیانو د نظامی اډو شتون او موجودیت نشی منلی ، نه ئی منی او نه به ئی ومنی . که څه هم نړی یو قطبی شوی دی خو مونږ د ډیالکتیکی تکاملی قوانینو پر اساس داسی وایو چی بلآخره : یوه ورځ نه یوه ورځ به د همدغه اوسنی وحشی امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د انډیوالانو او ګوډاګیانو پر ضد ، د نړی د پرولتاریاوو څلورم ستر رهبر ی.و.ستالین او ستالینیانو په څیر چی د وحشی هتلر او هتلریانو په وړاندی پیدا شول ، او هتلر ، هتلریان او هتلری فاشیزم یی له بشپړی ماتی او نابودی سره مخامخ کړل ، همدا اوس نړی د زیږون په حالت کی دی او ډیر ژر به یو نړیوال ستر مخالف موازی انقلابی قدرت منځ ته راځی او د نوموړی نړیوال امپریالستی ضد موازی انقلابی قدرت په لازمی هر ډول مادی او معنوی مرستی سره به ، د هیواد د کارګری طبقی په رهبری سره به ، زمونږ د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی غورځنګ ، ملی دیموکراتیکو او ملی انقلابی قوتونو تر منځ یوه پراخه ، متحده او دیموکراتیکه انقلابی جبهه جوړیږی او د هتلریانو ، کیوناریانو او مګناټنیانو په څیر به د امریکائی امپریالیزم په مشری نړیوال امپریالیزم او د هغوی انډیوالان او ګوډاګیان او د هغوی نظامی اډی له بشپړی تاریخی ماتۍ او نابودۍ سره مخامخ کوی .

په اوسنی وخت کی د غیر متساوی الحقوقو ستراتیژیکو تړونونو د غیر قانونی لاسلیک په اړه په ډاګه باید ووایو چی : د نړیوالو امپریالستی قواوو په موجودیت کی ، افغانستان په واقعی ډول سره د سیاسی استقلال خاوند نه دی . د بهرنیو اشغالګرانو په مقابل کی د هیواد په ګوټ ، ګوټ کی د خلکو غبرګونونه ، لاریونونه ، مقاومت او پاڅونونه ، د دغی خبری اثبات دی . فلهذا د بهرنیو هیوادونو سره ټول هغه تړونونه چی په هغه کی د افغانستان ملی ګټی په پوره ډول سره تمثیل شوی نه وی ، حقوقی او قانونی اعتبار نلری .

کله چی د شلمی پیړی په آخره کی ناتو د مشر بوش په امر د عراق په دولت نظامی برید وکړ ، نو د عراق خارجه وزیر طارق عزیز دا یرغل ( د ملګرو ملتو تر بیرغ لاندی د نوی استعمار یرغل ) وبلل . دا یرغل کومه خاصه لاسته راوړنه ئی هم نه لرله .

د یویشتمی پیړی په لمړی سر کی د کشر بوش په امر ناتو یو ځل بیا پر عراق باندی یرغل وکړ . دا ځل د عراق ټوله خاوره ئی ونیوله او د عراق ملت ئی قتل عام کړ ، د عراق جمهور رئیس صدام حسین د کشر بوش په امر د عرفی په ورځ د قربانی لپاره یووړل شو ، او په ډیر ظالمانه او بیرحمانه توګه په شهادت ورسول شو . روح دی ښاد وی . د عرفی ورځ د مسلمانانو لپاره یوه مقدسه ورځ ده . په دی ورځ کی د نړی مسلمانانو د خدای (ج) د رضا لپاره پسونه ، غوایان او اوښان حلالوی . خو په تأصف سره چی کشر بوش د عرفی په ورځ صدام حسین په شهادت ورساوه . امریکا او ناتو په دی ناوړه او غیر انسانی عمل سره نړیوالو ته د ناتو د تروریستی تړون اثبات وړاندی کړ . ځکه د بن په دوهمه غونډه کی کیڼ اړخو آلمانیانو په ډیر جګ آواز ناری ووهلی چی : ناتو یو تروریستی تړون دی ، له افغانستان څخه باید ووځی .

باید وویل شی چی د امریکا او غربی لبرال دیموکراتانو لخوا د بشر د حقوقو شعار یو غولوونکی او نمایشی حرکت دی چی د هغی تر پوښښ لاندی د ګڼ ملیتیزو انحصاراتو ( نوی امپریالیزم ) ګټی او سیاسی اراده ترسره کیږی . د شوروی اتحاد تر ړنګیدو وروسته امریکا غواړی نور مدنیتونه تر پښو لاندی کړی او د لبرال دیموکراسی په ارزښت سره د نړی بیا رغاوونه وکړی . چرچیل له دوهمی نړیوالی جګړی څخه وروسته په ۱۹۴۶م کال کی د دریمی نړیوالی سړی جګړی پیل اعلان کړ چی تر اوسه پوری دوام لری . اوس امریکا او د هغه نږدی انډیولان غواړی د عربی نړی ، ایران ، د قفقاز هیوادونو (ګرجستان ، اذربائیجان ، ترکمنستان) او قزاقستان د تیلو پر زیرمو باندی د قبضه لګولو لپاره دریمه نړیواله سړه جګړه په دریمه نړیواله ګرمه جګړه باندی بدله کړی . که چیری دا جګړه عملی بڼه ونیسی ، لمړی به د ملګرو ملتو اوسنی سازمان تجزیه شی او بیا به په جګړه کی د بشری مرګ ژوبلی او ټولنیزو ناخوالو ټول مسئولیت د امریکا په غاړه وی . امریکا او  د هغه د جګړی متحدین به رسماً د نړی په بشری تاریخ کی د ترورستانو په نوم ثبت شی . لمړی او دوهمه جهانی جګړه په اروپا کی تیره شوه ، او اوس د نړیوال امپریالیزم د نظامی زبر ځواکو هیوادونو د سیاسی – نظامی تحرکاتو څخه ښکاری چی ، دریمه جهانی جګړه به په آسیا کی وی .

د بشری ټولنی تاریخ مونږ ته دا بیانوی چی په نظامی زور سره او په غیر عادلانه نړیوال نظام کی ( نوی نړیوال نظم ) د نړی یو موټی کول امکان نلری ، بلکه د نړی د یووالی یواځنی لاره ، نړیوال ټولنیز عدالت او نړیوال عادلانه نظام د علمی بنسټونو پر اساس باندی دی ، داسی نړیوال نظم چی انسان ته د انسان په سترګه وګوری او برابر انسانی حیثیت ورته قائل وی .

په ۲۰۱۱ م کال کی د ناتو غړی هیوادونه د ملګرو ملتو د دریو بنسټګرانو (امریکا ، انګلیس ، فرانس) په امر د لیبیا د نفتی زخایرو د تصرف لپاره لمړی په هغه هیواد کی د کورنی جګړی اور بل کړ ، او علناً د دولت د مخالفینو څخه خپل ملاتړ اعلان او په وسلو ئی سمبال کړل ، بیا ئی د امنیت شورا په غونډه کی د لیبیا په دولت د درندو بمباریو فیصله وکړه او عملاً ئی بمباری پیل او لیبیا ئی په کنډوالو باندی بدل کړل . بیا ئی د لیبیا جمهور رئیس معمرالقذافی په ډیره وحشیانه توګه په شهادت ورسول . اوس لیبیا د کورنی جګړی په اور کی سوځی او لاسپوڅی رژیم پری حاکم دی .

د لیبیا څخه وروسته د ۲۰۱۲ م کال د فبروری په میاشت کی د ملګرو ملتو همدا دری بنسټګر هیوادونه د سوریی دولت ورانولو ته ئي ، د لیبیا په فرموله ملا وتړله ، چی د دوی له دغه تجاوزګرانه پلانونو سره د ملګرو ملتو دوه نور بنسټګر هیوادونه (چین او د روسیی فدراتیف) مخالفت وښودل او بشر دوستانه دریځ یی غوره کړل . اوس داسی ښکاری چی د ظلمونو او تجاوزاتو دوام د ملګرو ملتو تر بیرغ لاندی ، د ملګرو ملتو د ارګان حیثیت او موجودیت تر پوښتنی لاندی راوستی دی .

د چراغ ورځپاڼه پخپله ۱۹۴۱ ګڼه د ۱۳۹۰ لمریز کال د لیندی په ۱۹ نیټه (د ۲۰۱۱ م کال د دسمبر ۱۰ نیټه) د سخن روز په سر مقاله کی په دری ژبه يو ډیر غټ عنوان (ذبح ګوسفند حقوق بشر در پای اژدهای دیموکراسی) راکښلی دی . ترجمه : ( د دیموکراسی ښامار تر پښو لاندی د بشری حقوقو وری ذبح کیږی ) . او لیکی چی :

...... لبرال دیموکراسی د دی لپاره چی د پانګوالی نظام پر ضعف او کمزورتیا باندی سرپوښ کښيږدی ، په یو داسی غټ ښامار باندی بدل شوی دی چی د نورو ملتونو په وینو تویولو کی خپل د ژوند بقا او دوام ګوری . دیموکرات سردمداران د خپل ژوند د تضمین لپاره باید وینی تویی کړی او د دوی د څو ورځی هوساینی لپاره باید د لیبیا ، عراق ، افغانستان او فلسطین ښځی او ماشومان قربانی شی . هو کی غربی دیموکراسی داسی انګیری چی یواځی د ولسونو په وینو تویولو او بشر د حقوقو په تر پښو لاندی کولو خلاصون پیدا کوی ، او په دی ډول سره د پانګوالی ړنګیدل او انهدام به لږ څه وځنډیږی ...... موږ په داسی حال کی چی د بشر د حقوقو د نړیوالی ورځی او هر انسان ته د بشری حقوقو د اعادی څخه ملاتړ کوو ، د بشری حقونو په اصطلاح له مدافعانو څخه غواړو تر څو هر انسان ته د هغه اساسی حقونه د نړیوالی ټولنی د غړی په توګه په عادلانه ، مساویانه او دلسوزانه توګه پرته له کوم تبعیض څخه ورکړل شی ...... که داسی ونشی په اوسنی زمانه کی نړی د تکنالوجی د پرمختګ په وجه په یوه داسی کوچنی بانډه (کلی) بدله شوی ده چی هیڅ ډول غمازی ، چل او فریب نور انسانان نشی غولولی .

باید وویل شی چی په معاصر وخت کی انترنتی انقلاب او نړیوالی جمعی رسنۍ د نړی د خلکو اړیکی خورا ډیری نږدی کړی دی او ولسونه په آسانی سره او په ډیر لنډ وخت کی د نړی د هر ګوټ له ظلمونو او بی عدالتیو څخه ډیر ژر ، ژر خبریږی او د فیزبوک او میډیاګانو له لاری د ظلم او ټولنیزی بی عدالتی پر خلاف خپل عکس العملونه څوګندوی او د فیزبوکونو له لاری د سیاسی سازماندهی لپاره اړیکی ټینګوی او ټولنیز انقلابونه سرته رسوی .

امریکا اوس لګیا ده زمونږ په خاوره کښی خپلی نظامی اډی جوړوی او له دی ځایه زمونږ ګاونډی هیوادونه تهدیدوی او په سیمه کښی خپلی راتلونکی ګټی ساتی .

امریکائی اشغالګران او د هغه متحدین افغانی کلتور او عنعناتو ته درناوی نه لری ، د خلکو کورونو ته بی له اجازی ننوځی او د هغوی افغانی غرور تر پښو لاندی کوی . د دوی د هوائی بمباریو له امله زمونږ د هیوادوالو کورونه نړیږی ، ښځی او ماشومان شهیدان کیږی او ژوندی تر خاورو لاندی کیږی . افغانان د بګرام په امریکائی شخصی زندانونو کښی زندانی کیږی او له انسانی کرامت څخه دباندی مادی او معنوی شکنجی ورکول کیږی . دا په داسی حال کښی صورت نیسی چی پخوانی جهادی مشران او قوماندانان د پارلمان او دولت په اکثریت چوکیو ناست دی او په رشوت او فساد کښی دومره ډوب شوی دی چی د ملت د اعتراض غږ د دوی غوږونو ته نه رسیږی . دوی اوس هم د پخوا په شان د امریکائیانو لخوا تمویلیږی . امریکائی ډالرو د دوی سترګو ته داسی ډبلی پردی ور اچولی دی چی د څلویښتو هیوادونو نظامی حضور په افغانستان کښی نه وینی او تجاوز ئی هم نه بولی . اوس د دوی خولی د امریکائی ډالرو په رشوت داسی بندی شوی دی چی د آزادی او جهاد چیغی تری نه را وځی او پټه خوله د امریکائی اشغالګرو د هر امر اجراء ته د اسلام تر  پردی لاندی تیار دی . د عامو خلکو په خبره چی دوی له امریکائیانو سره مجاهد دي . ټول افغانان ، ګاونډی اسلامی هیوادونه او اسلامی نړی د افغانستان د تلویزیونونو په صفحو کی ولیدل او واوریدل چی په افغانستان کی د  ۱۳۹۰ لمریز کال د لړم د میاشتی د ۲۴ نیټی په نومول شوی ملی مشورتی لویه جرګه کی د جرګی مشر حضرت صبغت الله مجددی د جرګی په تالار کی د جرګی ۳ زرو انتصابی ګډون کوونکو ته چی ټول د پخوانی جهادی تنظیمونو مشران پکی ناست وو داسی وویل : (د جرګی درنو ګډون کوونکو د دُعا لاسونه پورته کړی چی زمونږ ستراتیژیک تړون له امریکائیانو سره لاسلیک شی . ټولو پخوانیو جهادی مشرانو او ګډون کوونکو ورسره د دُعا لاسونه کړل ). آیا ، دا دُعا د افغانانو له مقدساتو او ملی ګټو سره لوبی نه دي ؟ .

برعکس کله چی د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب د میاشتی په ۲ نیټه د بګرام په هوائی اډه کی د امریکائیانو لخوا په سلګونو نسخی قرآنکریم وسوځول شو ، نو د هغه په غبرګون کی یواځی د افغانستان غیر تنظیمی مسلمان ملت په مختلفو ولایاتو کی د خپل اسلامی احساساتو پر بنیاد راپورته شول او د امریکائیانو پر نظامی قرارګاوو باندی د تیګو ګوزارونه وکړل او د نعرهء تکبیر (اللهُ اکبر) په شعارونو یی په تشو لاسونو ، په بهرنیو نظامیانو باندی حملی وکړلی او خپله کرکه ئی څرګنده کړه . یواځی د اعتراضی لاریونونو په لمړی ، دوهمه او دریمه ورځ په بګرام ، کابل ، ننګرهار ، لغمان ، پکتیا ، هرات ، تخار ، فاریاب ، مزارشریف او نورو ولایاتو کی تر سلو زیات افغانان ټپیان او شهیدان شول . خو په تأصف سره چی هغه پرونۍ جهادی مشران او د آزادی اسلامی پتنګان ، نن چوپه خوله ناست دي او د امریکائیانو دغه نا مقدس عمل نه غندی ، تر دی لا نور هم ډیره بده دا ده چی دوی نورو قهرجنو مسلمانانو ته د تسلیت په ورکولو سره د نه غبرګون بلنه ورکوی .  

امریکا د دغه بی غروره افغانی ګوډاګیانو په واسطه پر افغان ملت خپله باداری چلوی . دا هیواد پلوری رهبران ، غربی لبرال دیموکراسی او د امریکا او د هغه د متحدینو نظامی حضور په افغانستان کښی تائیدوی او ناتو اشغالګر نه بولی .

پرون دوی ځان ته د اسلام او آزادی پتنګان ویل او نن د دوی ګوډاګی هویت افغان ولس ته څرګند شوی دی چی دوی څوک دی او د چا له ګټو څخه دفاع کوی .

پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د خپل تاریخی مسئولیت له مخی د تاسیس له لمړی ورځی څخه د افغانستان سیاسی – اقتصادی – اجتماعی استقلال او ټولنیز پرمختګ غواړی او تل ئی په دی لاره کښی د افغان زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د بیدارۍ لپاره فعاله سیاسی مبارزه کړیده .

د افغانستان له اشغال څخه وروسته پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان افغان ولس ته د وحشی امپریالستی یرغلګرو قواوو او د هغوی د اجیرو وطن پلورو ګوډاګیانو پر ضد ، د ملی آزادی بخښونکی مبارزی بلنه ورکړی دی .

نړیوال انقلابی تعلیمات هم تر ستم لاندی ولسونو ته د انقلاب د چمتو کولو په لاره کښی د عملی اقداماتو او عملیاتو د تر سره کولو او له استعمار څخه د آزادی لپاره د مبارزی لارښوونه کوی .

د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم د وحشی او یرغلګرو قواوو له راتګ څخه وروسته د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د خپلی منتخبی (زرغونه خلقی لاری) پنځمه ګڼه خپره کړه او په هغی کی یی د خپلی څلورمی ګڼی په ادامی داسی وویل چی : په ستراتیژیک مرام کی د خلقی دیموکراسی په لمړی مرحله کی او په لمړی قدم کی باید د امریکائی امپریالیزم په مشری نړیوال امپریالیزم او د هغوی انډیوالان او ګوډاګیان ووهل شی او په دوهم قدم کی فیوډالیزم او د هغوی نماینده ګان باید له منځه لاړ شی او نور پخوانی متباقی مرام ته باید ادامه ورکړله شی .

په معاصر وخت کښی د هر هیواد د ټولنیز اقتصادی پرمختګ لپاره د امپریالیزم د نوی استعماری سیاست پر ضد او د فیوډالیزم پر ضد مبارزه ډیره ضروری ده . په دی مبارزه کښی ملی بورژوازی د څه مودی لپاره مترقی عنصر ګڼل کیږی ، ځکه چی د استعمار ، امپریالیزم ، او فیودالیزم پر ضد مبارزه کوی .  په دی پړاو کښی د ملی بورژوازی د شعار اصلی مضمون : د ملی خپلواکی دپاره مبارزه او د ملی اقتصاد د پرمختګ لپاره مبارزه ده . د سوسیالیزم په باره کښی د هغوی تصورات له هغه څه نه توپیر لری چی د سوسیالستی ټولنی واقعیت دی . د ملی بورژوازی سیاسی نماینده ګان تر یوی ټاکلی مرحلی پوری ، یواځی په تشه خوله د سوسیالستی ټولنی د جوړولو خبری کوی ، تر څو په دی مبارزه کښی د زیار ایستونکو او تر استثمار لاندی خلکو ملاتړ تر لاسه کړی . په حقیقت کښی ملی بورژوازی ذاتاً د استثماری نظام نیالګی دی چی د خپل راتلونکی انکشاف په مسیر کښی د استثمارګر نظام د جوړولو خواته ځی . دوی د استثمار د منابعو د لمنځه وړلو لپاره طبقاتی مبارزه نه کوی او ولس ته د سوسیالستی ټولنی د ژوند آسانتیاوی نه برابروی . په دی نظام کښی هم ، موړ د وږی  په حال او سپور د پلی په حال  خبر نه وی . غریبان ورځ تر ورځی غریب کیږی او سرمایه داران ورځ تر ورځی خپله سرمایه زیاتوی . دا چی په غریبانو څه ناخوالی تیریږی دوی ته مهمه نه ده .

شاه محمود حصین پخپل ( مثلث بی عیب ) نومی اثر کښی د خپلی جهانبینی د نیمګړتیاوو له امله د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان او د هغه د خلقی دیموکراسی تګ لاری پر ضد تخریبی او تحریفی تبلیغات کړی دی ، او درواغ ئی ویلی دی .

پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د خپل تاریخی مسئولیت له مخی د ( زرغونی دفاعی خاطری ) تر عنوان لاندی په ۱۳۸۱/۱۲/۲۵ او ۱۳۸۲/۲/۷ نیټه د حصین په خلقی ضد دریځ باندی یوه انتقادی لیکنه نشر ته وسپارله چی په هغه کښی د شاه محمود حصین بورژوازی پلوه نماینده هویت ټولنی ته افشاه شوی دی . حصین د خلقیتوب تر پردی لاندی خلقیان تخریبوی او د خلقی په نوم د سرمایه داری ټولنی د استقرار لپاره سیاسی مبارزه کوی . خلک باید د ده د خلقیتوب په تشه ادعا و نه غولیږی .

واقعی خلقی انقلابی مبارزان په دی پوهیږی : کله چی یو سیاسی شخصیت خپل ځان ټولنی ته انقلابی او دیموکرات معرفی کوی او بیا د زیار ایستونکو خلکو د ګټو پر خلاف د هغو سیاسی مخکښان تخریبوی ، په حقیقت کی دا پخپله د دغه سیاسی شخصیت د اصلی هویت څرګند تعریف دی چی کومی خواته سیاسی میلان لری . داسی کسان د خپل شهرت او امتیازاتو لپاره لمړی خپل ضمیر او بیا زیار ایستونکی خلک خرڅولای شی.

یواځی د خلقیتوب په تشه ادعا څوک خلقی کیدای نشی . خلقی هغه چاته وائی چی د ژوند تر آخری لحظی پوری د کارګرانو ، بزګرانو ، ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی اکثریت خلکو ګټو ته وفادار وی ، او هر قدم ئی د زیار ایستونکو ولسونو د ژوندانه د ښه کیدو لپاره وقف شوی وی . نه دا چی د امپریالیزم په غیږ کی پروت وی ، د امپریالستانو په سخاوت او ترحم ژوند کوی ، د بورژوازی او وړی بورژوازي (اقلیت) د ګټو لپاره ئی خپل ټول ژوند وقف کړی وی ، او بیا هم ځان ته خلقی وائی او په سپین سترګي سره خلقی مخکښان تخریبوی .    

د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان لخوا په ۲۸/۵/۱۳۸۴ هـ.ش کال کښی د ( زرغونی خلقی لاری ) پنځمه ګڼه تصویب او خپره شوه . په هغه کښی د افغانستان او نړی د سیاسی او نظامی حالاتو څیړنه شوۍ وه او د ملی آزادی بخښونکی مبارزی په ضرورت ټینګار شوی دی .

په پنځمه ګڼه کښی ټولو انقلابیونو ته بلنه ورکړل شوی دی چی قلم په لاس او ټوپک پر اوږه تر هغه وخته پوری خپلی انقلابی ملی آزادی بخښونکی مبارزی ته ادامه ورکړی چی ، د امپریالستی اشغالګرانو یو تن نظامی او ملکی نماینده  زمونږ په ګران او محبوب افغانستان کښی پاتی نشی .

د ۱۳۸۶ هـ.ش کال د حمل په لمړی نیټه د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د مرکزی کمیټی لخوا د میر صاحب کاروال ( درس های تلخ و عبرت انګیز افغانستان ) نومی اثر باندی یو علمی نقد ولیکل شو . په نقد کی دا جوته شویده چی کاروال په خپل اثر کښی د ډاکتر زرغون سیاسی سازمان د خلکو له نظره کاملاً پټ کړی دی ، په دی وسیله غواړی چه د بورژوازی سیاسی نماینده ګانو ته خپله غلامی ثابته کړی .

په علمی نقد کښی کاروال مرتد بلل شوی دی . د علم او سیاست په ډګر کی مرتد هغه چاته وایی چی په آګاهانه ډول سره خپله اصولی ، علمی ــ سیاسی تګ لاره پریږدی او د اکثریت خلکو د ګټو پر خلاف د لږکیو استثمارګرو په ګټه بل سیاسی دریځ ځانته غوره کړی .

د علمی نقد په ۹۳ مخ کښی داسی لیکل شوی دی چی : کاروال یو ورا نه بلکه څو واره باید مرتد وبلل شی . ځکه چی :

یو وار : د پټ خلقی انقلابی سازمان او طبقاتی مبارزی څخه لاس واخیست او وتښتید . او د ببرک کارمل او د هغه د پخوانیو شوروی حامیانو ( برژنفیانو ) په پښو کښی په ریژیونستی توګه سره ورغړیده او د هغوی ریژیونستی تګ لاره ئی ومنله .

بل واری : له ببرک کارمل څخه منکر شو او له ډاکتر نجیب او د هغه حامی او بادار ( ګرباچف ) سره خلقی ضد ، دیموکراتیک ضد تش په نامه د ملی مصالحی (افغانی بازسازی) لاره ومنله . او د هغو په پښو کښی ورغړیده .

اوس : د دوهم شاه شجاع ( حامد کرزی ) او د هغه د بادارانو ( نړیوال امپریالستی اشغالګر هیوادونه د امریکا په مشری ) په پښو کښی رغړی او غوړه مالی کوی او غواړی چی د دوی د نوی استعماری سیاست په پلي کیدو کښی ونډه واخلی .

نمک حرام کاروال د نورو سوسیالست ضد او کمونست ضد اشخاصو په شان پخپل ( درس های تلخ و عبرت انګیز افغانستان ) نومی اثر کښی د پخوانی شوروی اتحاد امپریالستی ضد ، صلح دوست قوتونه ، چی د کاروال په شمول یو شمیر خلقیان او پرچمیان او نور پټ او ښکاره د دیموکراتیکو سازمانونو غړی او زمونږ ټول زندانی هیوادوال ئی د ملی خاین حفیظ الله امین له زندان څخه خلاص کړل ، متجاوز او یرغلګر قوتونه بللی   دی . کاروال د نوموړو قواوو له راتګ څخه تر بیرته تګ پوری ، د هغوی پوره ننګه او ملاتړ کړی دی . نو اوس دی په کومه خوله او کومو سترګو ، نوموړو قوتونو ته متعرض او یرغلګر وائی ؟ . د تجاوز کلمه د شوروی ضد ایلسن او انقلاب ضد ربانی په پټه دوستانه معاهده کی کارول شوی ده ، چی دا دواړه شخصیتونه د خپلو هیوادونو د ملی ګټو پر ضد په خیانت متهم دی ، او کاروال د دوی د کارول شوی نا معقول اصطلاح څخه پیروی کوی .

کاروال اوس د نړیوال امپریالیزم تجاوزګری او اشغالګری قواوی چی په غیر قانونی توګه زمونږ د دولت او خلکو له بلنی او غوښتنی څخه پرته افغانستان ته راغلی دی او زمونږ خاوره ئی اشغال کړی دی تائیدوی او یرغلګر ئی نه بولی .

د کاروال په شان یو تعداد نوری دیموکراتیکی ډلی او سیاسی شخصیتونه د خپل تاریخی مسئولیت په هیرولو سره د ناتو اشغالګری قواوی ، نړیوال سوله ساتی ځواک بولی . په دی کار سره دوی غواړی امپریالستی اشغالګرو قواوو ته مشروعیت ور وبخښی او په بدل کښي له امپریالستانو څخه د شاباسی او امتیاز په انتظار کښی دی .

د دوی دا عمل د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان له نظره کاملاً محکوم دی .

د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټی د علمی نقد په ۹۶ مخ کښی د افغانستان د سیاسی حالاتو په باب داسی لیکی : که هر څومره ارتجاعی او استثمارګر طبقات ، خلک او د دوی واقعی نماینده ګان تر فشار لاندی ونیسی بیا هم نشی کولای چی د ټولنیز پرمختګ بهیر او دهغه د مترقی مخکښو قوتونو د پرمختګ مخنیوی وکړی . لکه چی د امریکا امپریالیزم په ویتنام کښی د زرګونو ټنو بمونو په اچولو ، او په بنګله دیش کښی د قتل عام په واسطه ونشو کولای چی د آزادی ځلانده لمر او الماس د استعماری او استثماری کړیو په وریځو پټ کړی .

د افغانستان د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په دی عقیده دی چی د بن په لمړی او دوهم کنفرانسونو کی جوړ شوی لاسپوڅی رژیم او نړیوال امپریالستی اشغالګری قواوی نشی کولای چی د افغانانو لپاره عادلانه دیموکراتیک نظام جوړ او ټولنیز عدالت تامین کړی .

د علمی نقد په ۶۳ مخ کښی داسی لارښوونه شوی ده :

زور په زور سره ماتیږی ، عادلانه او همیشنی سوله په زور سره ټینګیږی . مونږ به د عادلانه او همیشنی سولی ونه که د مسالمت آمیزی مبارزی له لاری و نه شول نو د وسله والی مبارزی له لاری پخپلو وینو سره زرغونوو.

زمونږ دا عقیده ده چی د امپریالیزم د نظامی حضور پر ضد به افغانستان د پارټیزانی جنګونو مرکز وګرځی او د دوی دولتی او غیر دولتی ګوډاګیان به خپل نفوس او اقتدار له لاسه ورکړی.

ډیر ښه انقلابی هغه څوک دی چی په سختو شرایطو کښی سختی او درنی وظیفی په غاړه واخلی .

که زه و نه سوځم ، که ته و نه سوځی ، او که مونږ و نه سوځو نو هغه رڼا کومه ده چی دا تیاری روښانه کړی.

که زه کښینم ، که ته کښینی ، او که مونږ کښینو نو څوک به پاڅي ؟

او که زه پاڅم ، که ته پاڅی ، او مونږ پاڅو ، نو ټول به پاڅو .

مونږ له هیڅ چا څخه نه ډاریږو او بی احتیاطی هم نه کوو ، بی احتیاطی د ځان وژنی په معنی دی .

پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان د ۱۳۸۸ هـ.ش کال په پیل کښی د خپلی انترناسیونالستی دندی پر اساس د انقلابی ورونو ګوندونو سره د اړیکو د ټینګولو او پراختیا په لړ کښی خپل نوی مرام هم دوی ته وړاندی کړی دی چی د ځینو هیوادونو د دولتی استخباراتو له ستونزو سره سره بیا هم دا لړی ادامه لری .

همدارنګه د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټه په ۱۳۸۹ هـ.ش کال کښی د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری ( د نیمی پیړی خاطری ) نومی اثر باندی یو علمی نقد لیکلی او نشر کړی دی . په نقد کښی د زیری د کتاب هغو برخو ته د انتقاد ګوته نیول شوی ده چی د عینی واقعیتونو څخه ئی سترګی پټی کړی دی او یا د دوه مخی سیاست په چلولو سره ئی حقایق تحریف کړی دی .

پوهیږو چی لمر د نورو ستورو په شان یو ستوری دی او کله چی په آسمان کښی را وخیژی د هغه د رڼا په مقابل کښي د نورو ستورو رڼا فنا کیږی .

مونږ په ډاګه وایو کله چی د افغانستان زیار ایستونکی او قهرمان ولس د خپلی ټولنی په سیاسی او اقتصادی پرمختګ کښی د خلقی دیموکراسی په اصلی ارزښت وپوهیږی ، ټول به ئی هر کلی وکړی او د هغو کسانو پر ضد به خپله مبارزه سختوی کوم چی د مترقی او دیموکرات په نامه د خلقی دیموکراسی د تطبیق د لاری خنډ شوی دی .

په اوسنیو شرایطو کی دغه اثر به له تاسو سره د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سیاسی لاری په موندلو او ټاکلو کی مرسته وکړی .

دغه انقلابی اثر به د مرتدو منحرفینو او شعوری متحرفینو د شفاهی او تحریری درواغو په مقابل کښی د رښتیا او حقیقت د ځلاندو وړانګو په شان وځلیږی . دغه اثر به د خلقی دیموکراسی په رڼا کښی د خلقی انقلاب مینه والو ته رښتیانی خلقی لاره پوره روښانه کړی .

د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان مرکزی کمیټی د ( علمی نقد ) په مقدمه کښی داسی لیکی چی : هغه کلیمی (سیاسی انقلابی خبری) چی د ډاکتر زرغون له خولی څخه وتلی دی ، ابدی دی او تل تر تله به د کار ګرانو ، بزګرانو او نورو ټولو زیار ایستونکو خلکو په زړو او مغزو کښی پاتی وی .

همدارنګه د علمی نقد په مقدمه کښی د ماکسیم ګور کښی د مور د رومان څخه داسی اقتباس شوی دی : مونږ باید اوس پخپل ژوند باندی لا هم پوه شو چی بی له مونږ څخه به بل هیڅوک مرسته راسره ونکړی . مونږ باید ټول د یوه ، او یو د ټولو لپاره و اوسو .

په پښتو کښی هم متل دی چی وائی : زه تر تا جار ، ته تر ما جار.

( د دی لپاره چی د یوی ټاکلی طبقی لویه برخه خپل ځان او خپلی ګټي و پیژنی او د ځان لپاره یوه جلا او ځانګړی لاره (د هر هیواد د ژبی ، کلتور او عنعناتو سره سم د طبقاتی مبارزی لاره . م) تعقیب کړی نو لازمه ده چی د دی طبقی مخکښ عناصر په هر ډول چی وی سره یوځای شی . که څه هم د دوی شمیر همدغی طبقی ته لږ او هیڅ وی ) . ( لینن د آثارو مجموعه ، روسی څلورم چاپ ، نهم ټوک ، ۲۶۷ ــ ۲۶۸ مخونه )

کارګران ، بزګران ، زیار ایستونکی او تر ستم لاندی خلک بی له خپل سیاسی سازمانه بله وسله نه لری . او دوی له خپل سازمان څخه ویره نه لری . یواځی د دوی طبقاتی دښمنان د دوی له سازمان څخه ویره لری .

پراګـــــــــــــنده لشکر نه آید به کار

دو صد مرد جنګی به از صد هزار

                                                                       ( فردوسی )

ډاکتر زرغون او د ده پیروان د چا په تمه کښینه ناستل چی څوک ورته سازمان جوړ کړی بلکه دوی پخپله د یو کلک واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان په جوړولو پیل وکړل ، او د خلقی دیموکراسی تګ لاری پر بنسټ ئی سازمان جوړ او رهبری کړل ، چه تر اوسه پوری دغه خلاقه ، متشکله ، خلقی انقلابی مبارزه د ده د پیروانو لخوا ادامه لری . دوی به بلآخره استثمارګر طبقات ، د دوی د وهلو ټکولو او سرکوب د آلی سره  ( دولتی ماشین ) په بل مخ واړوی . خلقی دیموکراتیک دولت به اعلانوی او د هغی په مرسته به غیر استثماری بی طبقاتو ټولنه جوړوی .

هیر مو نشی چی د نوی ټولنی په جوړولو کي اصلی رول د داخلی قوتونو او فرعی رول بهرنی مرسته کوونکی قوتونه لری .

                      خــــدا آن ملتی را سروری داد           که تقدیرش بدست خویش بنوشت

تل دی وی افغانستان – ژوندی دی وی خلک – بریالی دی وی واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) .

 

د بیلګی په توګه د هغو آثارو څخه کټ مټ را اخیستنه او یادونه چه د شهید ډاکتر زرغون مستقل سیاسی سازمان او د هغه د خلقی دیموکراسی تګ لاره پکښی اعتراف شوی دی

په افغانستان کښی دیموکراتیک او انقلابی خوځښتونه هغه عینی واقعیتونه دی چی ډیرو لیکوالانو د هغوی د سیاسی مبارزی په باب لیکنی کړی دی او پخپلو آثارو کښی د خپل درک او پوهی په اندازه سیاسی ــ ټولنیز عینی واقعیتونو ته انعکاس ورکړی دی .

د تألیفاتو په دی لړ کښی د هیوادپالو لیکوالانو تر څنګ د استعمار او استثمار نماینده ګانو او پلویانو هم پخپلو آثارو کښی ټولنیز ، عینی سیاسی واقعیتونه په غیر واقعی او تحریفی ډول منعکس کړی دی او د عامه ذهنیت د غولولو لپاره ئی نشر ته سپارلی دی . دوی پخپلو آثارو کښي حقایق او واقعیتونه پټ کړی او کوشش ئي کړی چی صادق او ریښتینی هیوادپال شخصیتونه او د ټولنی راتلونکی نسل د خپلو درواغو په دام کښی ښکیل کړی او له حقیقت څخه ئي بیخبره وساتی . د دوی هدف له دی کار څخه د افغانستان د ټولنیز ګړندی پرمختګ څخه مخنیوی او د ظالم استعمار ګر او استثمار ګر نظام د بقا او دوام لپاره مبارزه ده . دغه ډله لیکوالان عملاً د استعمارګرانو او استثمارګرانو د مادی امتیازاتو څخه برخه من دی .

دغه بی ضمیره اشخاص پخپلو لیکنو کښی د ظالمو استعمارګرانو او استثمارګرانو او د دوی د سیاسی نماینده ګانو توصیف کوی او د هغوی ظلم د خلکو له نظره پټوی .

زه غواړم د خپل تألیف په دی برخه کښی د ډاکتر زرغون او د هغه د سیاسی سازمان د واقعیت په باب د ځینو لیکوالانو مثبت او منفی نظریات د دوی له آثارو څخه اقتباس او محترمو لوستونکو ته وړاندی کړم .

دا کار د دی لپاره ضروری ده چی ځینو سیاسی لیکوالانو د خپل سیاسی غرض له مخی د ډاکتر زرغون د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان له شتون څخه د خپلو انحرافاتو او عقیدتی نیمګرتیاوو په وجه عمداً انکار کوی .

پخپله د ډاکتر زرغون ځینی شاګردان هم په همدغی سیاسی ناروغی باندی اخته دی او د مرفه اشرافی ژوند د ګټلو په سیالی کښی خپل خلقی انقلابی ضمیر آزاد بازار ته د خرڅلاو لپاره داوطلبی ته وړاندی کړی دی ، چی استعماری او استثمار پلوه سیاسی خریداران په ډیری علاقمندی سره پری راټول دی . دا چی څوک په کومه بیه خرڅیږی د خلکو له نظره نه پټیږی .

اوس د لیکوالانو آثارو ته مراجعه کوو او ګورو چی د ډاکتر زرغون د سیاسی سازمان (پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان) او د هغی د خلقی دیموکراسی تګ لاری په باب څه مثبت او منفی نظریات لری :

۱ ــ د امین پر ضد یوی ډلی نامطلوبه عناصرو د ډاکتر عبدالکریم زرغون د مشری په نامه سر راپورته کړ چی تهمتونه او له شرمه ډک درواغ ئی ویل او ډیر خاینانه تبلیغات ئی کول چی وروسته د ګوند د قوت د پیاوړتوب په خاطر ډاکتر زرغون له ګونده وشړل شو .

(( لیکوالان : امینی ګروپ ( د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند لنډ تاریخ ) ۵۲ مخ – چاپ کال ۱۳۵۷ ))

۲ ــ د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند په رهبری کښی ځینو اشخاصو لکه : حفیظ الله امین ، ډاکتر صالح محمد زیری ، ډاکتر زرغون او داسی نورو هم هر یوه خپل ځان ته ډله جوړه کړی وه چی د امین ، زیری او ځینو داسی نورو اشخاصو ډلی د قومی او سمتی ارتباطاتو پر اساس جوړی شوی وی خو د ډاکتر زرغون ډلی د امین او د کارمل دواړو پر ضد فعالیت کاوه .

(( لیکوال : یار محمد تره کی ( نور محمد تره کی څنګه ووژل شو ؟ ) ..... ))

۳ ــ جناه خلق به ګروپ های آتی منقسم شده بود : ۱ ــ خلق کارګر به رهبری دستګیر پنجشیری .  ۲ ــ خلق دیموکراتیک تحت رهبری    تره کی .  ۳ ــ طرفداران حفیظ الله امین .  ۴ ــ سوسیالست های آزاد تحت رهبری ډاکتر زرغون .

(( مؤلف : صدیق الله نطاق ( سیاست روسیه و جهان سوم ) صفحه ۳۵ ــ چاپ ۲۵ اګست ۱۹۸۰ م ))

۴ ــ ‌دوکتور زرغون که طی ایام تحصیل از جمله کادر های شناخته شده و فعال جناح خلق محسوب میشد بنا بر اختلافات شدید با حفیظ الله امین سال های قبل از کودتای ۷ ثور از حزب خارج ګردید . اما طرفداران او به عضویت در حزب ادامه دادند . حفیظ الله امین بعد از به قدرت رسیدن ، دوکتور زرغون را زندانی و بعداً اعدام نمود .

بعد از سقوط حفیظ الله امین و به قدرت رسیدن ببرک کارمل دو فرکسیون خلقی ها : طرفداران نورمحمد تره کی و طرفداران دوکتور زرغون چون با حفیظ الله امین مخالفت داشتند مورد توجه بیشتر قرار ګرفتند .

(( مؤلف : فقیر محمد ودان ( دشنه های سرخ ) صفحه ۵۶ ــ چاپ ۱۹۹۹ م ))

۵ ــ د خلقیانو په منځ کښی د ګوند په دننه د زرغون فراکسیون وو چی د امین پر ضد ئی فعالیت کاوه .

(( لیکوال : محمد اقبال وزیری ( د ثور پاڅون ) ۵۷ مخ ــ چاپ کال ۱۳۸۶ هـ.ش ))

۶ ــ دستګیر پنجشیری د خپل پخوانی عادت له مخی په ډیر مهارت سره د زرغون د ډلی شاته ځان پټ کړ چی د حفیظ الله امین پر ضد جوړه شوی وه چی په ګوند کښی ئی د زرغونیانو په نوم شهرت درلود .

(( لیکول : محمد اقبال وزیری ( د ثور پاڅون ) ۲۳۵ مخ ــ چاپ کال ۱۳۸۶ هـ.ش ))

۷ ــ باید دانست که طاهر بدخشی ، ډاکتر زرغون ، امان الله استوار ، ظاهر افق ، ابراهیم ساحل همه کادر های خلقی بودند .

(( مؤلف : دستګیر پنجشیری ( ظهور و زوال حزب ) صفحه ۵۴ ...... ))

۸ ــ پکتیا بهترین فرزندان خود را از جمله داکتر زرغون و ملا لعل پاچا و صد ها مبارز لشکری و کشوری را در راه انقلاب ملی دیموکراتیک کشور قربان کرده است . روان ایشان شاد باد .

(( مؤلف : دستګیر پنجشیری – سایت انترنت آریایی ــ صفحه ۹ ــ ۲۰۰۹/۴/۱۵ م ))

۹ ــ داکتر زرغون با امین اختلاف تیوریک داشت . از رهبری طبقه کارګر در انقلاب ملی دیموکراتیک و قهر انقلابی دفاع میکرد .

(( مؤلف : دستګیر پنجشیری ــ سایت انترنت آریایی ــ توضیحات بر کتاب ( از موج تا طوفان ) تألیف جمعه نو پرور ))

۱۰ ــ مرحوم داکتر زرغون ..... از حاکمیت خلق به جای جبههٔ متحد ملی که در مرام نامهٔ حزب قید بود طرفداری میکرد .....

امین ..... بعد از رسیدن به قدرت نه تنها به جبهٔ متحد ملی وقع نګذاشت بلکه بخش های مخالف درون حزبی را هم به خاطر قدرت تار و مار ساخت .

(( نامه نوجو ، به جمعه نو پرور ــ از فیض آباد ــ سایت انترنت ــ د لمر رڼا ــ صفحه ۳ ــ ۲۷ اګست ۲۰۱۰ ))

۱۱ ــ در مورد دوکتور زرغون باید ګفت : که او یک تن از وفادار ترین افراد مکتب خلقی ها و از دوستان وفادار نور محمد تره کی بود . امین با وی و ګروه طرفدارانش شدیداً خصومت میورزید .

(( مؤلف : سلطان علی کشمند ( یاداشت های سیاسی و رویداد های تاریخی ) صفحه ۵۷۲ ــ ۵۷۳ ..... ))

۱۲ ــ سال ۱۳۴۸ در جناح خلقی ها بحث داغ پیرامون دموکراسی ملی و یا دموکراسی خلقی اغاز یافت . طرفداران هر دو طرح برای اثبات حقانیت خود از آثار کلاسیک و ایدیولوژیک های معاصر سایر کشور ها استفاده کرده و شواهد ارایه میکردند ..... بلآخره طرفداران دموکراسی ملی که در اصول مرامی حزب قبول شده بود غلبه نمودند و زرغون مدافع طرح خلقی از حزب خارج ګردید . ولی به صفت یک دوست جناح خلق وفادار کامل تا آخر باقی ماند .

(( مؤلف : عبدالقدوس غوربندی ( نګاهی به تاریخ حزب دموکراتیک خلق افغانستان ) صفحه ۲۶ ــ چاپ ۱۳۷۹ ))

۱۳ ــ په ګوند کښی یو بل جریان هم منځ ته راغلی وو ..... د دغی ‌ډلی فعال ملګری عبدالکریم زرغون د پکتیا اوسیدونکی وو . دغه ګروپ په ګوند کښی د خلقی دیموکراسی د پلویانو په نامه یادیدی . زیاتو تکړه ګوندی غړو خلقی دیموکراسی تبلیغوله . دوی د حفیظ الله امین پر ضد هم تبلیغ کاوه .

(( مؤلف : ډاکتر صالح محمد زیری ( د نیمی پیړی خاطری ) ۳۲۳ مخ ــ چاپ کال ۱۳۸۴ ))

۱۴ ــ یک ګروه کوچک خلقی هائیکه بیشتر از خوست بودند و عنوان زرغونی ها به آنها داده شده بود ..... رهبری این ګروپ را معلمی به عهده داشت ..... این ګروپ با تند روی های خود درد سری برای سایر خلقی ها نیز محسوب میشدند ..... اګر در جناح خلق چیزی به نام زرغون و تشکیل معین آن قایل شویم این افتخار تنها نصیب همین ګروپ کوچک است . و ضربهٔ اساسی را نیز قبل از همه از خلقی های خود خورده است .

(( مؤلف : شاه محمود حصین ( مثلث بی عیب ) ..... ))

۱۵ــ د ثور انقلاب نه مخکی هم د خلقیانو په منځ کی د عبدالکریم زرغون په نوم د طب د پوهنځی محصل او بیا ډاکتر ، د حفیظ الله امین پر ضد له هم هغه پخوانی وخت نه ، نه پخلاکیدونکی مبارزه پیل کړه . اصلی خبره د ملی دیموکراسی او خلقی دیموکراسی او پارټیزانی جګړو نه پیل شوه . زرغون په خلقی دیموکراسی ټینګار کاوه او ویل به ئی چی د اطرافو نه پارټیزانی جګړی پیل شی او ځان ئی په انقلابی تیورۍ کی له هر چا نه پوه ګاڼه او پلویان ئی هم ده ته ډیر تبلیغات کول ...... زرغون نه یواځی د حفیظ الله امین پر ضد سخت تبلیغاتی کمپاین پیل کړ ، بلکی د پټو سازمانونو په جوړیدو یی هم اسره ونکړه . همدا سبب وو چی د خپلو غیر اصولی اعمالو له کبله له ګوند نه وویستل شو . خو د زرغون فعالیت د ګوند په دننه کی په دوه لحاظه دوام پیدا کړ ، او هغه دا چی یو خو د زرغون خپل ملګری چی د زرغونیانو په نوم مشهور شول د ګوند په دننه کی موجود وو او د امین پر ضد ئی فعالیت ته دوام ورکړ . او بل سبب دا وو چی د خلقیانو د مشرانو په منځ کی ځینو کسانو لکه دستګیر پنجشیری ، ډاکتر صالح محمد زیری او نورو هم د حفیظ الله امین په نسبت زرغون سره خواخوږی درلوده ...... د ریشخورو په فرقه کی د خلقی رژیم ( امینی رژیم . م ) پر ضد توطئه د زرغونیانو ښکاره بیلګه ده ....... د ریشخورو په فرقه کی د دی ډلی د یو شمیر کسانو وسله وال عمل چی د حکومت ( امینی حکومت . م ) د چپه کیدو لپاره سرته ورسید د خلقی دولت ( امینی دولت . م ) په مقابل کی د دی ډلی د ضدیت داسی بیلګه ده چی د پرچمیانو د ضدیت نه کمه نه وه . دا ډله خلک د زرغونیانو په نوم مشهور وو .

لیکوال : پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلی ( غمیزه څرنګه منځ ته راغله ) ۷۴،۷۵،۸۳ مخونه . چاپ کال ۱۳۸۷

۱۶ــ د خلقیانو په منځ کی د ګروپونو منځ ته راتګ د ثور انقلاب نه مخکی پیل شوی وو ...... د جدی د ۶ نیټي نه وروسته ...... وطنجار ، ګلاب زوی ، مزدوریار او سروری چی د کارمل سره یوځای د قدرت په ګدی کیناستل د تره کی ګروپ په نوم تبلیغ شول . یوه ډله نور کسان بیا د زرغون د ګروپ په نوم فعال شول او په ښکاره ئی د ډاکتر زرغون په نوم په وزیر اکبر خان مینه کی دفتر خلاص کړ او د جذب او جلب لپاره یی هڅی پیل ګړی ...... بله ډله  چی د ثور د ۷ نیټی په انقلاب سره ئی د بیلوالی نښی ډيری خړی شوی وی د زیری او پنجشیری ډله وه .

لیکوال : پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلی ( غمیزه څرنګه منځ ته راغله ) ۱۴۰ مخ . چاپ کال ۱۳۸۷

۱۷ــ د خلق جناح پر ضد ( د ا-خ-د-ګ په دننه کی د امین د ډلګی پر ضد . م ) د پرچم ډلی د توطئو په لړ کی یو شمیر کسان ( یو شمیر واقعی خلقیان . م ) را پیدا شول چی غوښتل د چپ دریځ او موضع څخه د خلق جناح دننه ورانکارو او تخریبی فعالیتونو ته سازمان ورکړی . د دغی ډلګی غړی په دوو برخو : څرګندو او پټو غړو باندی ویشل شوی وو . د ډلګی په څرګندو غړو کی یو شمیر ګوندی کادرونه وو چی د ډاکتر عبدالکریم زرغون د طب د پوهنځی محصل له خوا ئی لارښوونه کیده ...... د دغی ډلګی سره پر صالح محمد زیری برسیره د خلق د جناح د مرکزی کمیټی یو شمیر نورو غړو هم خواخوږی درلوده . دغی ډلګی ، د خلقی جناح تر منځ د دی ادعا تبلیغ کولو چی د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د زیار کښانو او کارګرانو ګوند دی . د دی ګوند استراتیژیک هدف د خلقی دیموکراسی لپاره مبارزه ده . په ګوند کی د زیار کښانو او د دوی د استازو څخه پرته د نورو او په تیره بیا د بورژوازی عناصرو لپاره ځای نشته ...... د نوموړی ډلګی د مبارزی تیره څوکه د حفیظ الله امین په لور وه چی د بورژوازی د نماینده او په نورو راز راز نومونو او بد الفاظو سره ئی سخت تخریباوه . د زرغون چپ نما ډلګی په ظاهر کی د پرچم ډلی سره ډیر سخت مخالفت خودلو او د اشراف زاده ګانو او بورژوازی عناصرو په نومونو ئی تخریب ورپسی کاوه ...... د عبدالکریم زرغون ډلګی د حفیظ الله امین په واکمنی کی د ګوند او دولت پر ضد جګړه یو نوی پړاو ته پورته کړه . دغی ډلګی په ریشخورو کی د پوځی کودتاه په عمل لاس پوری کړ ، چی هغه شنډ شو .

لیکوال : پوهاند محمود سوما ( د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسأله ) ۷،۸،۵۹ مخونه چاپ کال ۱۳۸۷

۱۸ــ څلور  کسان ( اسد الله سروری ، سید محمد ګلاب زوی ، محمد اسلم وطنجار او شیرجان مزدوریار ) چی د نور محمد تره کی سره یی ځانونه خورا نږدی کړی وو له یوی خوا ئی د شوروی سفارت سره خورا نږدی او ټینګی اړیکی درلودی او له بلی خوا ئی د ډاکتر زرغون ډلګی څخه په ګټی اخیستنی سره د حفیظ الله امین پر ضد د ګوند دننه خورا سخت تبلیغاتی او تخریبی کمپاین پیل کړ .

لیکوال : پوهاند محمود سوما ( د ثور وسله وال پاځون او د افغانستان مسأله ) ۴۷ مخ . چاپ کال ۱۳۸۷

۱۹ــ د حفیظ الله امین پر ضد د ګوند دننه مبارزه د زیری او زرغون ډلګی لخوا په وړاندی بیول کیده .

لیکوال : پوهاند محمود سوما ( د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسأله ) ۶۹ مخ . چاپ کال ۱۳۸۷  

۲۰ــ د نجیب الله دولت اړیکی نه یواځی د دولت مخالفانو ( مجاهدینو ) سره کړکیچنی پاتی شوی بلکی د ګوند دننه خلقیانو ( د زیری او زرغون ډلګی او تره کی پلویانو  ) او همدا ډول د کارمل د پلویانو سره هم خورا زیاتی تاوجنی او خرابی شوی .

لیکوال : محمود سوما ( د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسأله ) ۹۸ مخ . چاپ کال  ۱۳۸۷

۲۱ــ د ۱۳۵۷ لمریز کال د لیندی په ۱۸ نیټه کله چی زه (محمد آقا شیرزاد) د ننګرهار د مرستون مدیر وم ، د ولایت د قلم مخصوص مدیر ملګری (شورش) راته تیلفون وکړ چی صاحب جان صحرایی دی غواړی یو ځل ولایت ته راشه ...... زه تر دی دمه نه پوهیدم چی دي (صحرایی) هم د امین سره په ډله کی دی ...... زه ورغلم ...... صحرایی یو په بل پسی ال.ام سګرټ سکوی ماته یی مخ را واړاوه چی ښه ملګری محمد آقا ! په دی ګوند کی څو رهبران شته ، ما ډیر ژر ورته وویل : تره کی صاحب . ده وویل بل شته  دی ؟ ما ویل نه صاحب . ده وویل : امین په انقلاب کی څومره کارنامی کړی او تاسی خاینان ئی تخریبوی او د انقلاب د اتلولۍ او رهبری څخه یی منکر یاستی او پروپاګند هم کوی ، زه په ټولو خبر یم . ته په داسی یو سازمان (دلته د صحرایی مطلب د ډاکتر عبدالکریم زرغون د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان څخه دی . م) کی تنظیم یی چی تر اخوانیانو او پرچمیانو هم بد دی . ته هغه پخوانی ګوندی نه یی او ته ډیر خاین یی ...... زه یی د ننګرهار والی جګړن بهرام ته واستولم . هغه تر صحرایی ډیر په قهر وو ...... ماته یی ډیری سپکی سپوری وکړی . والی زه د پولیسو سر مامور ته وسپارلم او هغه ...... د زندان مسئولینو ته وسپارلو . او د جدی له شپږمی نیټي څخه وروسته له زندانه را ووتلو .

لیکوال : محمد آقا شیرزاد ( د ژوند خاطری ) ۶۲ مخ . د چاپ کال ۱۳۸۶

۲۲ــ ډاکتر زرغون د افغانستان د کارګرانو ، بزګرانو ، ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د سیاسی لارښود او مخکښ رهبر په جرم د ۱۳۵۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتی په ۲۱/۲۲ نیټه زندان ته واچول شو . او د ۱۳۵۸ لمریز کال د تلی د میاشتی په ۲۷/۲۸ نیټه د پلچرخی په زندان کی د توری شپی په زړه کی د ملی خاین حفیظ الله امین او د هغه د جنایتکار بانډ لخوا په شهادت ورسید . په دی ډول د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان بنسټګر او ستر رهبر ، د هیواد له ویاړه ډک قهرمان ځوی ، د زیار ایستونکو او تر استثمار لاندی خلکو د ګټو څخه د دفاع لپاره ، د ژوند تر آخرنی شیبی پوری د طبقاتی خلقی انقلابی مبارزی څخه لاس وانخیست او طبقاتی دښمن ته تسلیم نه شو . ډاکتر زرغون د خپل آګاهانه ، انقلابی اوسپنیز دریځ له امله د طبقاتی دښمنانو د ټولو تطمیع ګانو او تحدیدونو په مقابل کی د افغانستان د زیار ایستونکو خلکو سیاسی مخکښ او خلقی رهبر پاته شو .

                 سعدیا ! مرد نکو نام نمیرد هرګز          مرده آنست که نامش به نکوئی نبرند

لکه څنګه چی افغان ولس د مشروطه پټ ملی دیموکراتیک غورځنګ په مشری د لمړی نړیوالی جګړی څخه مخکی او د جګړی په جریان کی په کابل کی د میشت استقلال طلبو هندی مهاجرینو او بیا د راجا مهندرا پرتاب په مشری د هندی مهاجرینو د موقت حکومت سره ، له انګریزی استعمار څخه د دواړو هیوادونو ( افغان- هند ) د استقلال د ګټلو لپاره د سیاسی مبارزی خورا ډیری نږدی اړیکی درلودلی . همدارنګه افغان ولس د ترکیی او جرمنی دولتونو سره چی په هغه وخت کی د انګریزی استعمار سره په شدید مخالفت کی وو ، د خو او نږدی سیاسی او دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی وو . په دغه وخت کی افغانانو له انګریزی استعمار څخه چی په افغانستان کی سیاسی او نظامی حضور درلودل ، د خپل سیاسی استقلال غوښتونکی هم وو ، او د خپل ګران هیواد افغانستان د ټولنیز – اقتصادی پرمختګ شعارونه ئی پورته کړی وو . په دغه حساس وخت کی امیر حبیب الله د خپل پلار امیر عبدالرحمن په شان په افغانستان او د سیمی په ګاونډیو هیوادونو کی د انګریزی زاړه استعمار د ګټو ساتندویان وول . امیر حبیب الله د افغانی روڼ آندو نوی را منځ ته شوی پټ ملی دیموکراتیک خوځښت ( مشروطه غورځنګ ) چی مولوی محمد سرور خان واصف ئی مشری کوله ، زندانونو ته واچول ، چی بیا د هغوی له جملی څخه مولوی محمد سرور خان واصف ، سعد الله خان د واصف صاحب ورور او عبدالقیوم خان او په ځینو روایتونو له دوی سره د دوی د کورنی څو تنکی ځوانان ، ئی په توپ والوزوله ، او پاتی نور د مشروطه غورځنګ غړی زندان ته واچول شول . خو بیا هم د دی جنایتکارانه او وحشیانه اعمالو له انجامولو سره ، سره د انګریزانو لخوا ګمارل شوی اجیر امیران او د انګریزانو د ګټو ساتندویان و نه توانیدل چی د مشروطه غورځنګ سیاسی او تشکیلاتی فعالیت ، چی د وخت غوښتنه وه ، ختم کړی ، برعکس د مشروطه غوښتونکو ملی دیموکراتیک غورځنګ سیاسی او تشکیلاتی فعالیت نور هم پراختیا وموند ، ان تر دی چی امان الله خان د امیر حبیب الله ځوی هم د دی غورځنګ تشکیلاتی غړی شو ، او مشروطه غورځنګ د محمود طرزی تر رهبری لاندی خپل سیاسی فعالیت ته ادامه ورکړه .          

امیر حبیب الله ، انګریزی استعمار ته د تابعیت او د افغانستان ملی ګټو ته د خیانت په تور د هیواد پالو انقلابی افغانانو (مشروطه خواهانو) لخوا د لغمان د کله ګوش په سیمه کی ووژل شو او د هغه پر ځای د هغه ځوی امان الله خان چی د مشروطه غورځنګ غړی وو ، د مشروطه غورځنګ په ملاتړ پاچا شو .

بلآخره په ۱۹۱۹م کال کی ملی دیموکراتیک آزادی بخښونکی مشروطه غورځنګ وتوانید چی د افغانستان سیاسی – اقتصادی خپلواکی د غازی امان الله خان په مشری له انګریزانو څخه د جنګ او جهاد په اعلانولو سره وګټی . افغان ملت د مشروطه ملی دیموکراتیک آزادی بخښونکی غورځنګ په لارښوونه په ډیر لنډ وخت کی په ټولو جنګی جبهاتو کی انګریزانو ته ډیری ستری ماتی ورکړی . انګریزانو په ډیری سیاسی چالاکی سره د سولی تاکتیکی مذاکراتو ته غاړه کیښودله ، تر څو له یوی خوا خپله شرمناکه ماته د نړیوالو له نظره پټ کاندی او له بلی خوا د افغانی غازیانو د نورو پرمختګونو مخه پری ونیسی . انګریزانو په ۱۹۲۱م کال د نومبر په میاشت د افغانستان خپلواکی ومنله او د استقلال معاهده ئی لاسلیک کړل . د افغانستان د خپلواکی له اعلان څخه ۴۶ کاله وروسته په ۱۹۶۵م کال د جنوری په لمړی نیټه د افغانستان ملی دیموکراتیک پټ غورځنګ د نور محمد تره کی په مشری او د ده په کور کی خپله لمړنی کنګره پرانیستله او د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند په نوم ئی خپل سیاسی او تشکیلاتی فعالیت پیل کړ ، چی سیاسی کړنلاره ئی ملی دیموکراسی وه ، د دغه ګوند مشر نور محمد تره کی وروسته له ۱۵ کاله سیاسی مبارزی څخه د خپل وفادار شاګرد (ملی خاین وحشی حفیظ الله امین) په لاس د یوی ګوندی او دولتی کودتاه له انجامولو څخه وروسته په ظالمانه او غیر عادلانه ډول په شهادت ورسید او د ملی دیموکراسی د لاری قربانی شو . روح دی ښاد وی .

د افغانستان د خپلواکی له اعلان څخه ۴۸ کاله وروسته په ۱۹۶۷م کال د جنوری په لمړی نیټه د افغانستان واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی غورځنګ د ډاکتر عبدالکریم زرغون په مشری د افغانستان د پټ واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) په نوم چی سیاسی کړنلاره ئی خلقی دیموکراسی ټاکله شوی وه خپل سیاسی ټولنیز فعالیت پیل کړل .    

ډاکتر عبدالکریم زرغون او د ده ملګری : لعل پادشاه عالمی (د پکتیا د ولایت) ، استاذ آقا ګل بائیس (د هرات د ولایت) ، استاذ سلام (د هلمند د ولایت) ، انجینر عبدالعزیز بسام (د قندهار د ولایت) ، نیک محمد (د وردک د ولایت) ، استاذ ذکریا (د کنړ د ولایت) ، رسول کهسان (د هرات د ولایت) ، استاذ حبیب الرحمان (د ارزګان د ولایت) ، ډاکتر محمد عوض (د غور د ولایت) ، محمد حنیف یرغل (د پکتیا د ولایت) ، ډاکتر صدری او نور....... ریښتینی خلقیان وو چی  د افغانستان د ټولنیز - اقتصادی پرمختګ لپاره یی د خلقی دیموکراسی لاره غوره کړی وو . دوی د افغان ولس د سوکالی لپاره د خلقی دیموکراسۍ د تحقق په لاره کی خپل ځانونه قربانی کړل او شهیدان شول ، او د سترو خلقی ملی قهرمانانو القاب ئی وګټل . د دوی پاکو ارواحو ته د ملګرتیا درودونه آستوو .

د دوی د لاری پیروان یعنی د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان او د افغانستان زیار ایستونکی ولس به د خلقی دیموکراسی د طبقاتی مبارزی بیرغ تل اوچت وساتی او د واقعی خلقی دیموکراتیک انقلاب په انجامولو سره به د افغانستان ټولنیز اقتصادی پرمختګ ته لاره هواروی .  

لکه څنګه چی د افغانستان ملی دیموکراتیک مشروطه انقلابی غورځنګ او د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د خپلی ملی دیموکراتیکی انقلابی برنامی سره په نه ستړی کیدونکی او قهرمانانه توګه ، خپلی ملی انقلابی مبارزی پرمخ ویوړلی او د سیاسی استقلال او ټولنیز پرمختګ په ګټلو کی بریالی شول ، همدغسی د دوی د ملی دیموکراتیکی انقلابی مبارزی په دوام او انکشاف به د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون د لاری پیروان ، هم په نه ستړی کیدونکی توګه د خپلی خلقی دیموکراسۍ ، انقلابی طبقاتی مبارزی ته په آګاهانه او جدی ډول سره دوام ورکړی ، تر څو یو خپلواک افغانستان او د انسان لخوا د انسان د استثمار څخه آزاده ټولنه جوړه کړی .

مخ په وړاندی د خپلواک افغانستان او افغان ملت ته د ښه او مدنی ټولنی د جوړولو په لور .

( په ژوند کی تا پر خپل ګوند ویاړل ، اوس ستا ګوند پر تا ویاړی) د ایران په نظامی محکمه کی د شهید خسرو روزبه له آخرنی دفاع څخه .

(له پټی واقعی زرغون صفته خلقی انقلابی سپرغی څخه به لمبه پورته شی).


 

پایله

پایلیک به د ستالین په نصیحت چی محمد رضا شاه د ایران پاچا ته کړی وو پیل کړم : ( فیوډالیزم د منځنیو پیړیو سیستم دی او د ایران ځوان پاچا که غواړی چی بریالی شی باید بزګران له استثماره وژغوری او ځمکی هغوی ته ورکړی ) .

مونږ او تاسی ګورو چی ژوند تیریږی او د انسان ښه او بد ، ټولنی ته ، د هغه د مثبت او یا منفی یادګار په توګه پاتی کیږی . ښه انسان د خپل انسانی صفت په ساتلو سره د ظالم پر خلاف د مظلوم دفاع ته دریږی او د ټولنیز عدالت د ټینګښت دپاره مبارزه کوی .

شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون یو له هغو سترو سیاسی شخصیتونو څخه وو چی خپل ټول ژوند ئی د تر استثمار لاندی زیار ایستونکی مظلوم ولس د آزادی او د هیواد د ټولنیز پرمختګ دپاره وقف کړی وو او عملاً ئی د افغانستان د انقلابی تاریخ په زړه کښی خپل نوم د واقعی خلقی لارښود او قهرمان رهبر په توګه ثبت کړ . د شهید ډاکتر زرغون شاګردان او پیروان هم د خپل استاذ او لارښود پر پل باندی پل کښیښودل او د ژوند تر وروستۍ سلګی پوری د خلقی دیموکراسی سیاسی کاروان ته ژمن پاتی شول .

دوی په قهرمانانه ډول سره د افغانستان د زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو ، حاکم طبقاتی دښمن (ملی خاین امین) ته مخامخ وویل چی ته ظالم یی او د هغه پر ضد ئی نظامی پاڅون وکړل  او خپله سیاسی طبقاتی مبارزه ئی جاری وساتله .

دوی د طبقاتی دښمنانو تطمیع او تهدید ته تسلیم نه شول او له خپلی واقعی خلقی انقلابی مبارزی څخه منحرف نه شول .

د ملی خاین حفیظ الله امین چنګیزی او فاشستی بربریت و نه شو کړای چی د دوی انقلابی اراده ماته کاندی .

د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون ملګری او شاګردان د طبقاتی دښمنانو په وړاندی د خپل استاذ او ستر رهبر په شان شهادت ته تیار شول خو د مظلومو خلکو ګټو ته ئی زیان و نه رساوه . او که نه د طبقاتی دښمنانو لخوا هر ډول امتیاز ورته مهیا وو .

د دغو سترو انقلابی شخصیتونو یاد به د افغانستان د انقلابی او ترقی غوښتونکو نسلونو په زړونو کښی تل ژوندی وی . پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان پخپلو قهرمانانو ویاړی .

لعـــــل مه شه پټ په ځمکه نا څرګنده بی زینته            بلکه تخم شه د ګلو خښ په ځمکه چی زرغون شی

یو قــــلم لری یو توره کارول د دواړو زده کړه            داسی لویه کارنامه شه چی نړی ته په یــــادون شی

بس د پوهی ډیوه واخله نیغه لار پسی روان شه           هسی نــــــــــه چی تیر وتلی د پردیو په لمسون شی

                                                                                                                     (ن.غزل)

باالعکس د افغانستان په دیموکراتیک جنبش کښی ځینی سیاستمداران د سیمه ایزو او نړیوالو جاسوسی شبکو تر سیوری لاندی راغلل او خپل افغانی شناخت ور څخه هیر شو . دوی د خپلو شخصی ، قومی او ګروپی ګټو لپاره خپله مستقله ملی او مدنی اراده له لاسه ورکړه او د خپل هیواد او زیار ایستونکی ولس ملی ګټی ئی تر پښو لاندی کړل . دوی د خپلی ټولنی د طبقاتی مبارزی اړتیا او خپل تاریخی مسئولیت ، دواړه هیر کړل .

د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون ځینی سیاسی شاګردان هم لکه میر صاحب کاروال او له دی سره نورو مرتدو زرغونیو رهبرانو د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری په لارښوونه د رژیونست کارمل او د هغه د ملاتړو د  امتیازاتو په بدل کښی له خپلی واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی مبارزی څخه لاس په سر شول او د خلقی دیموکراسی له مخالفینو سره یوځای شول .

دوی (مرتدو زرغونیو رهبرانو) د خلقی دیموکراسی له مخالفینو سره د مبارزی په لمړی صف کښی ودریدل او د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان ړنګولو ته ئی ملا وتړله ، خو شرمیدلی بیا وشرمیدل او پټ واقعی زرغون صفته خلقي دیموکراتیک انقلابي سازمان اوس یو عینی واقعیت دی.

عبــــادت نه دی ، ګناه ده ‌ډیره لویه ــــــــــــــ که طاعت حقیقی نه وی ، د  ریـــا وی

چوکۍ نه ده ، شخصیت دی د ساتلو ـــــــــــــ که چا خپل ځان ، پیژندلی په رښتیا دی

                                                                                                       ( الفت )

کله کله ځینی سیاستمداران چی ملی دیموکراسی ته هم چندانی وفادار نه دی د خپل جعلی شخصیت د تبارز لپاره په ځینو مجالسو او محافلو کښی ځانونه خلقی سپرغی (سکروټی) معرفی کوی او وائی چی زما د وجود ټولی حجری خلقی دی . حال دا چی دوی خلقی ایره هم نه وی او تل د رښتینی انقلابی خلقیانو او خلقی دیموکراسی ضد دریځ ئی پخپله سیاسی مبارزه کښی غوره بللی وی .

په افغانستان کښی د دیموکراتیکی سیاسی مبارزی بهیر د وتلو او ځانګړو سیاستمدارانو د نیمګړتیاوو او انحرافاتو له موجودیت سره ، سره همزمانه پر مخ روان دی . معمولاً ځینی سیاستمداران د امتیازاتو په وخت کښی خپلو نیمګړتیاوو ته نه متوجه کیږی او بیا وروسته پښیمانتیا څرګندوی . د ثور انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته خلقی او پرچمی ملی دیموکراتان ، په داسی حال کښی چی د واحدی سیاسی برنامی خاوندان هم وو ، خپلی ځانګړی نیمګړتیاوی لرلی او په نا سالمی سیالی سره بوخت وو . نو کله به چی دوی د وخت په تقاضا یو د بل کومک او همکاری ته ضرورت پیدا کاوه ، نو بیا یو او بل ته په ګوت نیونی سره د پخلاینی ګیلی کولی .

په دی باب ډاکتر صالح محمد زیری پخپل ( د نیمی پیړی خاطری ) نومی اثر په ۴۵۵ مخ کښی خپله ګیله منده خاطره ، د ګیله مند ببرک کارمل په باب داسی بیانوی :

د جدی له شپږمی نیټی څخه وروسته دستګیر پنچشیری او زه ( زیری ) د ډاکتر شاه ولی او نورو امینیانو سره یوځای د پلچرخی په زندان کښی بندیان وو . کله چی ببرک کارمل ، پنجشیری او زه له زندان څخه را وغوښتلو ، له روغبړ څخه ئی وروسته مونږ دواړو ته داسی وویل :

پر افغانستان د فاشیزم امینی دوره تیره شوه . دی جلاد پر هیچا رحم ونکړ . خلک ئی په وینو کښی ولمبول ، زمونږ په زرګونو ګوندی کادرونه ئی په ډلو ډلو شکنجه او اعدام کړل . حتی لاس ئی د ګوند پر موسس ، سپین ږیری د حزب او انقلاب پر رهبر هم و نه لړزیدی ..... خو تاسو ( زیری ) ولی دغسی نامردانه موضع نیولی وه ........ زیری په ځواب کښی ورته وویل : مونږ به غلطی کړی وی ، درک به مو سم نه وی ، خو ماته نامرد مه وایه . ببرک کارمل ورته وخاندل ....... بیا ئی پنجشیری ته مخ واړوی او ورته وویل : ته له دومره ادعاوو سره څرنګه د داسی ظالم سره همراه شوی وی ....... د پنجشیری مخ سور واوښتی او کارمل ته ئی وویل : ماته داسی تانی مه راکوه او اضافه خبری هم مه کوه ، تر دی می بیرته زندان ته واستوه .

پورتنی ګیله منده تاریخی خاطره و هر دیموکرات او انقلابی شخصیت ته د راتلونکی سیاسی ژوند او مبارزی لپاره د عبرت درس دی ، په دی شرط چی خپل شخصیت او د هیواد ملی ګټی ورته ارزښت ولری .

قلم ښه دی ، هنر ښه دی ، علم ښه دی

خو په ټولو کښی سردار دی نارینتوب

                                                                            ( خادم )

د افغانستان پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) د مرکزی کمیټي بلنلیک : د ظالمو استعمارګرو او استثمارګرو په مقابل کښی د فعالی مبارزی استعداد پخپل ځان کښی وروزی او د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون ، شهید لعل پاچا عالمی او د دوی د شهیدانو ملګرو په شان د ظالمانو په مقابل کښی د نه پخلا کیدونکی واقعی خلقی دیموکراتیک انقلابی مبارزی قابلیت پیدا کړی . که د ځینو مشکلاتو په وجه مو د مبارزی په لمړی صف کښی د ودریدلو توان پیدا نکړل نو په دویم او دریم خط کښی د واقعی خلقی انقلابیونو سره مرسته وکړی ، او که دا کار مو هم په وس پوره نه وو ، نو لږ تر لږه واقعی خلقی انقلابی مبارزینو ته مزاحمت مه کوی او د ظالم طبقاتی دښمن سره لاس مه یو کوی . او که نه د درندو تاریخی عواقبو مسئولیت به ستاسو په غاړه وی .

مخ په وړاندی د نوی دیموکراتیکی او مدنی ټولنی د جوړولو په لور .

افغـــانه وګوره دنیا ته

افغانه وګوره دنیا ته نور عــــــــــــالم څه کوی                ستا په کـــــــــاله کښی د غفلت جبر و ستم څه کوی

حال دی خراب شو په سستی او په غفلت افغانه                څه خو په کار دی نارینه لـــــــــــــره غیرت افغانه

په نـــــــاراستی کښی عاقبت وی خجالت افغانه                څوک چی بیدار وی د داړی هلته ماتم څه کــــــوی

په خوب ویــــــــــــــــــــده یی نور عالم وګوره                میوی د علم په دنیا رقــــــم ، رقـــــــم وګـــــــــوره

صحنه د عقــــــــل په هوا ایښی قــــــدم وګوره                زمونږ په مخکی ګوډ خرګی ضعیف برهم څه کوی

ږیره دی سپینه شــــــــوه د علم محبت وکړه ته                 د ستا نه تیــــــــر یم خپل اولاد ته نصیحت وکړه ته

د آینـــــــــده نسل دپاره څه خدمت وکــــــړه ته                علم ته زده کړه د عالِم په کور کښی غم څه کـــــوی

ځان پاړوګر کړه په اوده باندی ښامار ونیســـه                د چـــــــرمښګۍ نه مه ډاریږه اژدهــــــــــار ونیسه

ځوی د افغان یی په رښتیا افغانی لار ونیســــه                د پاړوګر په وجود زهر د لـــــــــــــــــړم څه کوی

د بی علمی په تبه پروت یمه کـــــــــړیږمه زه                ځکه مجبور یم مجبوری نه نه خلاصیـــــــــږمه زه

د نورو خلکو کمال ګورمه شرمیـــــــــږمه زه                په ګریوان څاڅی ملنګ جان د سترګو نم څه کــوی

 

زه هم د هیواد د نورو ډول ډول لیکوالانو په څنګ کی پخپل وار سره د دغه اثر د پایلیک په پای کی د یو هیوادپال واقعی خلقی او سیاسی لیکوال په صفت دا وایم چی : ما خپل همدغه اثر چی د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) یعنی : (د هیواد د کارګری طبقی او نورو ټولو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو د واقعی مخکښ) د لنډ تاریخ په نوم یادیږی ، د خپل تاریخی خلقی ایمانی او وجدانی مسئولیت د رفع کولو په خاطر لیکلی دی او په دی عقیده یم چی زما همدغه اثر به اوس او په راتلونکی کی د افغانستان کارګرانو ، بزګرانو او نورو زیار ایستونکو او تر ستم لاندی خلکو ته ډیر ګټور تمام شی ، او د ټولنیز پرمختګ غوښتونکو هغو ټولو خلقی او نور ډول ډول انقلابی مبارزانو لپاره می لیکلی دی چی غواړی د نوموړی سازمان په پیروی د ژوندیو کبانو په شان په اوبو کی د اوبو د خط السیر او عادی جریان پر خلاف په پرمخ پورته لوری ، ارادی ګړندی حرکت وکړی یعنی د افغانستان په طبقاتی ټولنه کی د امریکائی امپریالیزم په مشری د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د انډیوالانو او ګوډاګیانو او د حاکمه ارتجاعی طبقاتو د حاکمیت پر خلاف پخپله انقلابی اراده په زړه ورتیا سره مبارزه وکړی ، نه د هغه چا لپاره چی د مړو کبانو په شان د اوبو په سر کی او د اوبو په خط السیر کی له خپلی ارادی څخه پرته د اوبو د جریان په سرعت درومی .

لامبوزن پخپل هنر دریاب کی ګرځی                   بی هنره په اوبو کی لاندینی شی

ویښ ملتونه پرمختګ کوی او بی تعلیمه بیده قومونه ، نه پرمختګ کولای شی او نه ریښتینی خپلواکی ترلاسه کولای شی .

     هر که نیآموخت از ګــــــــــــــزند روزه ګار                      دیګـــــــــــــــــر نیآموزد ز هیچ آموزګار

                       خدای د یوه قوم حالت نه بدلوی ، تر څو هغوی پخپله خپل حال تغیر نکړی  

                                                           په درنښت

(ته کولای شی ما بندی کړی ، ولی هیڅوک نشی کولای حقیقت بندی کړی)

(د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون وینا له مستربل څخه)

چاپ کال  ۲۱/۴/۱۳۹۱ هـ.ش

 

اخځلیکونه :

د دغه اثر د لیکلو دپاره عمده معلومات د واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان (ګوند) د مرکزی کمیټی د نشراتی ارګان (زرغونی خلقی لاری) له لاندنیو خپرونو څخه اخستل شوی دی :

۱ ــ له مستربل څخه (شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون ، ۱۳۵۱ لمریز کال) .

۲ ــ د مبارزی له خلقی الفباء څخه ( شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون) .

۳ ــ د شهید ډاکتر عبدالکریم زرغون له لنډ ژوند لیک څخه .

۴ ــ د شهید لعل پادشاه عالمی له لنډ ژوند لیک څخه (ځ) .

۵ ــ د شهید استاد ذکریا له لنډ ژوند لیک څخه .

۶ ــ د (زرغونی خلقی لاری) له لمړی ، دوهمی ، دریمی ، څلورمی او د پنځمی ګڼو له خپرونو څخه .

۷ ــ د پټ واقعی زرغون صفته خلقی دیموکراتیک انقلابی سازمان له سازمانی دستورونو څخه .

۸ ــ د زرغونی خلقی دفاعی خاطری په چوکاټ کی د شاه محمود حصین پر (مثلث بی عیب) نومی اثر باندی له علمی نقد څخه .

۹ ــ د زرغونی دفاعی خاطری په چوکاټ کی د محمد اقبال وزیری پر (د ثور پاڅون......) نومی اثر باندی له علمی نقد څخه .

۱۰ ــ د زرغونی دفاعی خاطری په چوکاټ کی د مرتد میر صاحب کاروال پر (درس های تلخ و عبرت انګیز افغانستان) نومی اثر باندی له علمی نقد څخه .

۱۱ ــ د زرغونی دفاعی خاطری په چوکاټ کی د ابن الوخت ډاکتر صالح محمد زیری پر (د نیمی پیړی خاطری) نومی اثر باندی له علمی نقد څخه .

۱۲ ــ د متقاعد ډګروال مرتد او درواغجن حبیب الرحمان سباوون د اوسنی معاون یعنی د نجیبی فاسد رژیم د جنرال مرتد او درواغجن انجینر سعادت ملوک آزاد (د خلکو د لاری د وتلی او متعهد مبارز) تر عنوان لاندی پر مقالی باندی له علمی نقد څخه .

همدارنګه ما د خپل نوموړی اثر د لیکلو لپاره د لاندنیو آثارو مطالعه کړی دی :

۱ ــ د ټولنیز پرمختګ قوانین (ګ.ای.ګلیزیرمان د فلسفی علومو پروفیسور)

۲ ــ د ملی آزادی بخښوونکی انقلابونو په باره کی (زوتوف ۱۹۸۴م کال)

۳ ــ نوی استعمار او نوی تمایلات (نوداری سیمونیا ۱۹۸۱م کال)

۴ ــ سوسیالیزم خورده بورژوازی و پرولتاریایی (و.ای.لینین)

۵ ــ ماهیت استعمار نو در دوران کنونی (والنتین شیتینین ۱۹۸۶م کال)

۶ ــ سمت ګیری سوسیالستی یکی از اشکار ګذر به سوسیالیزم (یوری پاپوف ۱۹۸۵م کال)

۷ ــ مارکس ، انګلس ، لینین در زنده ګی خصوصی

۸ ــ د ګنادی زوګانوف تلویزیونی مرکه

۹ ــ ستالین و تجدد (ګنادی زوګانوف د فدرالی روسیی د کمونست ګوند اوسنی رهبر او د فدرالی روسیی د ملی

     او هیواد پالو قوتونو د متحدی جبهی مشر)   

۱۰ ــ چرچیل د ستالین د شخصیت په باره کی

۱۱ ــ د آتیلا د ظالمانه حاکمیت په باره کی له رادیوی نشراتو څخه

۱۲ ــ افغانستان در مسیر تاریخ ، (میر غلام محمد غبار) ، چاپ ۱۹۶۷م کال

۱۳ ــ د تاریخ درسی کتابونه

۱۴ ــ انقلابها در جهان معاصر (اناتولی پلولینکو ۱۹۸۶م کال)

۱۵ ــ تاریخ حزب کمونست اتحاد شوروی (نشرات حزب توده ایران ۱۹۷۸م کال)

۱۶ ــ د افغانستان د ۱۳۴۳ لمریز کال اساسی قانون

۱۷ ــ جنبش مشروطیت در افغانستان ، (پوهاند عبدالحی حبیبی) ، چاپ ۱۳۶۳ هـ.ش

۱۸ ــ زنده ګی نامه مختصر شاهان افغان (بشیر احمد ریان  ۱۳۸۹ هـ.ش)

۱۹ ــ درس های تلخ و عبرت انګیز افغانستان (میر صاحب کاروال ۱۳۸۴ هـ.ش)

۲۰ ــ د حوت د شپاړسمی نیټی د دفاعی پاڅون په باب د ځینو خلقی ملګرو له شخصی یادداشتونو څخه

۲۱ ــ د امریکائي سناتور جیف میرکلی وینا (د ویسا ورځپاڼه ۱۳۹۰ هـ.ش کال د وری ۱۴ نیټه) 

۲۲ ــ د بن د لمړی او دوهمی غونډی په باب اسناد له مختلفو کتابونو ، ورځپاڼو ، مجلو او راډیوی نشراتو څخه

۲۳ ــ ذبح ګوسفند حقوق بشر در پای اژدهای دیموکراسی (د چراغ ورځپاڼه ۱۹۴۱ مسلسله ګڼه)

۲۴ ــ د مور رومان (ماکسیم ګورکی)

۲۵ ــ توده ای ها در دادګاه نظامی (خسرو روزبه) 

۲۶ ــ حافظه تاریخ در مسیر تحلیل حقوقی معاهدات غیر متساوی الحقوق (دوکتور عبدالرحیم)

۲۷ ــ د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند لنډ تاریخ ۱۳۵۷ هـ.ش

۲۸ ــ نور محمد تره کی څنګه ووژل شو ؟ (یار محمد تره کی)

۲۹ ــ سیاست روسیه و جهان سوم (صدیق الله نطاق ۱۹۸۰م کال)

۳۰ ــ دشنه های سرخ (فقیر محمد ودان ۱۹۹۹م کال)

۳۱ ــ د ثور پاڅون (محمد اقبال وزیری ۱۳۸۶ هـ.ش)

۳۲ ــ ظهور و زوال حزب (دستګیر پنجشیری)

۳۳ ــ مضمون سیاسی دستګیر پنجشیری در سایت انترنتی آریایی (۲۰۰۹/۴/۱۵م)

۳۴ ــ توضیحات بر کتاب (از موج تا طوفان) تألیف جمعه نو پرور (دستګیر پنجشیری سایت انترنتی آریایی)

۳۵ ــ نامه نوجو به جمعه نو پرور (سایت انترنتی د لمر رڼا  ۲۰۱۰/۸/۲۷م)

۳۶ ــ یاداشت های سیاسی و رویداد های تاریخی (سلطانعلی کشتمند)

۳۷ ــ نګاهی به تاریخ حزب دیموکراتیک خلق افغانستان (عبدالقدوس غوربندی)

۳۸ ــ د نیمی پیړی خاطری (ډاکتر صالح محمد زیری ۱۳۸۴ هـ.ش)

۳۹ ــ مثلث بی عیب (شاه محمود حصین)

۴۰ ــ غمیزه څرنګه منځته راغله (پوهنوال عبدالرشید جلیلی ۱۳۸۷ هـ.ش)

۴۱ ــ د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسئله (پوهاند محمود سوما ۱۳۸۷ هـ.ش)

۴۲ ــ د ژوند خاطری (محمد آقا شیرزاد ۱۳۸۶ هـ.ش)

۴۳ ــ رښتیا ، رښتیا دی (عبدالولی خان ۱۹۸۷م کال)

۴۴ ــ خوږی نغمی (د ملنګ جان شعری مجموعه) 

۲۱/۴/۱۳۹۱

 

 


 
بالا

صفحة دری
* بازگشت