دغربت اوښکی

دغربت اوښکی دښاغلی محمد آجان غلجی دڅلوريزو ټولګه ده چه په دی ورستيو وختو کی په سويدن کی دقره کمر دهمکاری فرهنګی ټولنه له خوا ، په 86 پانی او 1000 ټوکه په پيشورکی چاپ شوی دی.

" په افغانستان کی دجګرو پيل ، دروسانو دتيری په نتيجه کی گډوډيو او ورپسی کور ورانونکو تنظيمی جگړو زمونږ ډير هيوادوال دخپل خواږه وطن پريشودلو ته مجبور کړل.

کابو پنځه مليونه افغانان په نورو هيوادو کی مهاجر شول ، يوشمير خو له ډيرو غرونو او سمندرونو هم واوشتل او ډير ليری مسافر شول. په دوی کی شايی داسی کسان هم وی ، چه خپله ژبه يی هيره کړی وی او خپلو کلتوری ارزشتونو ته يی شا کړی وی. دخدای فضل دی تر اوسه داسی کسان نه پيژنم ، خو داسی ديرکسان پيژنم چه په اصطلاح ددنيا په هغه بل سر کی يی هم خپل وطن او خلګ نه دی هير کړی ، که جسما هلته دی روحا له خپلو خلګو سره دی، له هغو له دردونو او کړاوونو خبر دی.

دوی خپله ډوډی له خپلو وطنوالو سره نيموی ، د خپلی ګتی پيسی وطن ته رالېږی، شونځی، روغتونونه او ورکتونونه پری جوړوی ،  د بی وزلو وطنوالو سره مرستی کوی. دوی تفريح ځايونه او نايت کلپونه ته نه ځی، په پيسو يی کتابونه او مجلی چاپوی، کلتوری ټولنه جوړوی او په نورو کلتوری او ادبی فعاليتونو يی لګوی.

په تيرو څو کلونو کی دوی په دی برخه کی ډير کار کړی دی ، چه ټول پری وياړی.

ښاغلی محمد آجان غلجی هم له هغو کسانو څخه دی ، چی خپل خلګ او وطن يی پوه شيبه هم ندی هير کړی ، ترخپله وسه يی په ادبی او کلتوری فعاليتونو کی برخه اخيستی ده.

تيرکال يی د لندی يوه کتاب پخپل لگښت چاپ کړ او اوس يی دادی د بل کتاب چاپلو ته ملا تړلی ده.

دغه کتاب دغلجی صاحب دڅلوريزو ټولګه ده . په دغه زياترو څلوريزو کی ټولنيز درد بيان شوی دی او غلجی صاحب خپل نظريات په منظوم ډول بيان کړی دی.

اوس چه په افغانستان کی کلتوری پلوراليزم دی او د بيان د آزادی لپاره لاره هواره شوی ده ، دکتابونو چاپ يوازی ددولتی ارگانونو په انحصار کی نه دی او گن شمير ليکوال، شاعران او اديبان، کلتوری او ادبی تولنی خپل کتابونه دځان يا د ټولنو له خواه چاپوی دايو ګتوړ کار دی.

زه قدرمن دوست محمد آجان غلجی ته ددغه کتاب دچاپ په مناسبت مبارکی وايم ، باور لرم چی ددی کتاب له خپريدو سره به دی نويو شاعرانو نوشتونو وهڅيږی. هيله ده په راتلونکی  کی دغلجی صاحب د لازياتو شو شعرونو د خپريدو شاهد اوسو. "

دآريايی د ګرانو لوستونکو نه هيله کيږی چه دا فرهنګی اثر مطالعه کړی :

پته :

    tel:0046 31 7073793
Email: gheljailamar@hotmail.com
Mobil nummer:0046  0735090773
 



بالا

صفحة دری * بازگشت