وزیران استیضاح کړۍ ، پیسې ترې واخلۍ !

  مُبصر

هسې هم د اوبو او برښنا وزیرتورن اسماعیل خان له ډېرو کلونو څخه په ډېرو بېلابېلو تورونو باندې تورن دﺉ چې له پېله نیوکې پرې روانې وې . چا به ویل چې دا یو پوځي سړی دﺉ ، مناسبه خو دا وه چې تورن اسماعیل خان ته باید له خپل مسلک سره سم په امنیتي ځواکونو کې یوه  دنده ور کړ شوې وای ، ځکه د اوبو او پرېښنا وزارت ته یو داسې مسلکي او د ملي روحیې لرونکی انجینیر په کار دﺉ چې غل نه وي ، پر ملت یې زړه خوږېږي ،  تر څو افغانستان د برقي انرژۍ پرمټ د صنعت او زراعت پرخوا ور برابر، او د پردیو وارداتي لینونو او اجارو څخه پرې خلاص او د خپلې تولیدي برقي انرژې خاوند شي ، چې په نږدې راتلونکې کې خپله اضافي انرژي ګاونډیو او د سیمې نورو اړو هېوادونو ته واستوي . او له بل پلوه د کرنې وړ هغه دښتې چې لا تر اوسه پورې د اوبو له نشتوالي شاړې پاته دي ، ټولې په خپلو کانالونو خړوبې او افغانستان به په لنډ وخت کې د خود کفایۍ تر کچې هم ور واوړي ، ددې پر ځای چې مجبور، بېکاره او بې روزګاره ځوان افغانان د کار روز ګار له پاره پردیو هېوادونو ته د ځان په بیه ور واوړي ، په کور د ننه به په کارونو لګیا وي . بې روزګاري به ختمه ، او هېواد به مو د خپلو ځوانانو په ځوانو انرژیو سمسور او خړوب کړی وي . کله چې افغانستان په کور د ننه د خپلې برقي انرژۍ او کرنیزو توکو د تولید څښتن شي ، د افغانستان حکومت او ملت دواړه به نورو ته د سوال کولو لاس ور اوږد نه کړي ، او نه به نور له افغانستان څخه د باج او خراج غوښتلو وس پیدا کړي .

خو افسوس چې په لاس راغلي تېر فرصتونه مو ټول له لاسه ورکړل . دا مهال له افغانستان سره د مرستو ژرندې مخ په پارچاوېدو دي . هغه مرستې چې نړیوالو له افغانستان سره د بیا رغونې ، ښې حکومتدارۍ او امنیت را وستو په موخه وکړې ، اوس د هغو څرک نه لګېږي او ټولې د اسماعیل خان غوندې چارواکو په مجهولو جیبونو کې ورکې شوې . هغه د چا خبره پور پرغاړه ، مېږ مرداره . د نړیوالو او ملت باور ، مرستې او په لاس راغلی فرصتونه دری واړه مو له لاسه ور کړي . په کار خو داوه چې له سره مو باید کار اهل کار ته سپارلی وای . د سیاسي مصلحتونو ، ونډو او نزاکتونو پایلې خو همداسې وي .

د افغانانو ملي وجود ته ژبني ، سمتي ، قومي اوفکري ناروغۍ ور ننوتې او ارثي او ساري بڼه یې خپله کړې ، چې د افغانانو ملي یووالی یې فلج کړی دﺉ . ددغه ناروغیو زیږوونکو پرازیتو هڅه داده  چې د افغان کالبوت جنازه هم بارکړي . ځکه خو د اداري فساد او نا متوازن ګوډ او مات اقتصاد له کبله د افغانستان ټول له بدلو پرزو جوړ مدیریتي ماشین د بهرنیو ، ګاونډیو او سیمه ییزو استخباراتي لاسوهنو له لاسه په ټپه درېدلی او له کاره لوېدلی دﺉ .

له دې وړاندې قادري ، امین فرهنګ ، حضرت عمر زاخېلوال ، صدیق چکري ، او نور په دغه ډول تورونو تورن او استیضاح شوي وو . خو دا ځل تورن اسماعیل په دې تور ؤلسي جرګې د استیضاح له پاره ورغوښتی ؤ چې نوموړي ور کړ شوې بودجه له سره نه ده لګولې ، منظور شوي بندونه یې نه دي جوړ کړي ، د برښنا په وزارت کې په مېلیونونو ډالر او عایدات ورک دي ، د وارداتي برښنا په قراردادونو کې پیسې خوړل شوې ، له ایران سره یې د هغوی په ګټه قراردادونه لاسلیک کړي ، د افغانستان د بندونو په جوړولو کې یې په قصدي توګه خنډونه اچولي ، چې ګټه یې ګاونډیانو او ملي تاوان یې افغانستان ته اړولي دﺉ . د امریکې له خوا چې کوم په میلیاردونو ډالر ا سماعیل خان ته د برېښنا د غځولو او برېښنایي پروژوجوړولو له پاره ورکړ شوي وو ، او هغه چورلټ ورک شول ، چې امریکایانو یې په بدل کې د اسماعیل خان پرنیولو او یا لیرې کولو ټینګار کاوه ، او ښاغلي کرزي هغه نه لیرې کاوه ، او نه یې امریکایان د هغه نیولو ته پرېښودل ، چې آخر پایله یې له امریکایانوسره د ښاغلي کرزي په خفګان بدله شوه .

د هلمند د اوبو . کمال خان بند ، د کونړ ، علیشنګ او الینګار او آمو پر سیندونو باندې د اوبو د بندونو جوړولو نقشې خو آن له څو کالو را په ایسته په افغانستان کې د زورواکو او ګاونډیانو په ګډو پلانونو او شومو نیتونو کې ترګونډولاندې شوې دي .

د افغانستان ګاونډیان او د سیمې او نړۍ نور هېوادونه چې په دغه لوبه کې ښکېل اوځان ددې لوبې لوغاړي ګڼي تل یې هڅه کړې چې افغان خاوره ، افغان چارواکي او سیاستوال د خپلو ګټو له پاره د افغانستان د ملي ګټو پر ضد  استعمال کړي . تر څو په بې ثباته او ړنګ افغانستان کې د خپلو حریفانو ماتولو ته ځانونه چمتو کړي . په سیمه کې د پوځي او اقتصادي سیالیو مخ له خپلې خاورې څخه افغانستان ته ور واړوي ، او افغانستان د راتلونکې له پاره د یوه مصرفوونکي هېواد په توګه د خپلو توکو پلورلو په مارکېټ او د نورو په وړاندې د مقابلې سنګر جوړکړي . ځکه یې په افغانستان کې ملي یووالی ، سالمه حکومتداري ، بیا رغونه او ملي حاکمیت نه خوښېږي . او خپله د افغان نظام خلاف افغانانو په لاس په افغانستان کې افغان حکومت او ملت ته لانجې او ستونځې جوړوي . چې په هرات او د هرات په اړوندو سیمو کې د اسماعیل خان له خوا د وسلو وېشل او جهادي شورا جوړول هم د همدغه ډول پېښو زیږنده  او یوه بله نوې پېښه وه چې د ؤلسي جرګې زړه یې بوټ ور خېژولی ؤ .

کله چې د اسماعیل خان د استیضاح خبره په رسنیو کې خورا توده شوه . نو فکر کېده چې دا پلا به نوموړی له دغې دندې لیرې کړی شي . خو خبر نه وو چې اسماعیل خان د خپل واک پرمهال د ؤلسي جرګې پر هغو حرفوي غړو لا دمخه خپل سقاط وېشلی چې په اصل کې هغوی د ملت نماینده ګان نه دي ، او د درآمد ټول عایدات یې د استیضاح د ګمرک له لارې خپلو جیبونو ته ځي .

دغه وکیل صاحبان د خپل عادت له مخې چې کله کم خرڅه شي ، نو بیا په خپلو کې سره کېني ، هغه وزیران چې ددوی پرجوړو کړیوکمېسیونونو پورې اړه لري ، او باور لري چې یو څه ترې تر لاسه کېدی شي ، د استیضاح له پاره  ورغواړي . او خپل باج ترې اخلي . خو ملت ته نه وایي چې موږ دغه یا هغه وزیر د خپل باج له پاره راغوښتی دﺉ ، بلکي ور ته وایي چې د ملي ګټو له پاره مو را غوښتی دﺉ . په راغوښتل شویو وزیرانو کې چې څوک د وزارت له پیسو څخه دوی ته خپل عشر ورکړي ، هغوی که هرڅومره خیانت کړی وي ، بیا هم د اعتماد رأیه خپلولی شي . او چې حق یې ور نه کړي او ځانته یې وخوري ، نو بیا د صدیق چکړي او امین فرهنګ په سرنوشت اخته شي ، چې په ؤلسي جرګه کې دا مهال همدغه ډول فرهنګ حاکم  اوپر ملي ګټو باندې دغه ډول سودا بازي او بېزنېس روان دي  چې وکیلان د ملت په کور کې د ملي ګټو پر ځای خپلو سیاسي رشوتونو اخیستو ته ترجېح ورکوي .

اوسنیو وکیل صاحبانو خپله اصلي دنده چې د قانون تصویبول ، او له قانون څخه د تطبیق له پاره نظارت او څارنه ده ، پرې اېښې . پر قانون باندې خپل سوړ تجارت کوي . ددوی ټولې جلسې یواځې پردې سره را ټولې وي چې څه ډول له اجرأیې قووې څخه امتیازات او امکانات ترلاسه کړي ؟ ځکه خو ددوی ددغه ډول استضاح ګانو څخه د زدو بندونو او معاملو کوچ راوزي  او په خپلو کې سره  وایي چې : ((وزیران را وغواړۍ ، او پیسې ترې واخلۍ ! )) 

هسې هم اوسني وکیل صاحبان د ملت اصلي استازي نه ، بلکي پرشخصي ، سلیقه وي ، تنظیمي ، سمتي، ژبني اوپردیواستخباراتي اړیکو پورې تړلي خلک دي . ځکه چې د افغانستان ټولو خلکو ته ددې خبرې ښکاره ثبوت د تېرو پارلماني ټاکنود سترګو لیدلی بهیر ؤ چې د پارلمان د غوڅ اکثریت ټولې ټاکنې د کابل په کوڅو، ناحیو ، او مکتبونو کې د هېواد د نورو ولایتونواوؤلسوالیو په استازیتوب ترسره شوې . په داسې حال کې چې داړوندوولایتونواو ؤلسوالیوخلک دبریالیو وکیلانو تراعلانېدو پورې له سره  خبرنه وو چې ددوی وکیل څوک دﺉ ؟ ځکه هغوی رأیې نه وې ورکړې . له همدې امله دغه وکیل صاحبان اوس یواځې په پارلمان کې د خپل نفس وکیلان دي او بس ، نه د خپلو ؤلسوالیو او خپلو ولایتونو .

خو بل لورته شنونکي وایي چې د یخ ژمي په را رسېدو سره د مني په دغه یخ موسم کې د برښنا اوتجارت وزارتونو ترمنځ د کابل ښاریانو پر ضد یوه بله نخره روانه ده . اوهغه دا چې د تجارت وزارت اړوند د ګازګروپ شرکت له برښنا شرکت سره د کومې پټې معاملې له مخې په خپلو کې پردې هوکړه کړې چې برښنا شرکت دې خپلو پارچاویانو اود برښنا نوبتي کېدو ته دوام ورکړي ، تر څو د ګاز ګروپ شرکت  بې کیفیته وارداتي ګاز او تېل په ښه بیه ورته و پلورل شي .

په دې شپو ورځو کې کابل ښاریان ټول ددې صحنو شاهدان دي چې ګاز یوه ورځ په یوه بیه ، او بله ورځ ترهغې نه په لوړه بیه پلورل کېږي . د سون د نورو توکو او خوراکي موادو د را نیولو په اړه خو په اصل کې له د کاندارانو سره خبره نه کېږي . تراسپوتي سیستم خو بیا له وزلوبې هم ور اړولې ده . ټکسي او ښاري موټرانو ته په ورختلو کې سېټ پیدا کول د زورورو جواریګرو ، د بېوزله سورلیو جیب وهل د کیسه بورانو ، جامې څیرل ، عزت او آبرو تویول یې د بې شرموکوڅه ډپو ، کرأیه یې د موټر د څښتن میراث دﺉ . د ښاروالۍ د قیېم (کنټرول او تفتیش څانګه ) هم بیده ده چې په ښار کې د پېر او پلور څارنه او نظارت وکړي . او برق هم په ساعتونو ، شواروزونو او شپو شپو نه وي . آن تر دې چې د مېکروریانونو د بلاکونو برق یې هم په نوبت کړی دﺉ . پلمه یې داده چې برق په یوه وار ټولو ته نه رسېږي . خو چې کله د بېلونو د توزېع وخت را ورسېږي ، د زورورو پیسې یې هم په غریبانو پسې لیکلې وي . ځکه د وزیر محمد اکبر خان ، شېر چور مېنې او د ځینو نورو سیمو زورور چارواکي خو بېلونه نه تحویلوي او برښنا شرکت خپله اجاره له هغو بېوزلو کورنیو پوره کوي چې اصلاً د برق غیر عادلانه تقسیم یې په پچه رسېدلی . خو ؤلسي جرګې دا پو ښتنه د برښنا له وزیر څخه هم ونه کړه چې دا یوولس کاله دې څه کول ؟ د بیا رغونې د شخصي کمپنیو ماشینونه خو په کابل کې نه ځایېږي . او پروژې یواځې هغو کمپنیو ته ورکول کېږي  چې په حکومت کې په لویو چارواکو پورې اړه ولري . که نه نو تر اوسه پورې به یا نوي بندونه جوړ شوي وای ، او یا به لږ تر لږه زاړه بندونه پاک شوي وای . خو دا یو کار هم تر سره نه شو.

ځینې کارپو هان او شنونکي شکمن دي چې سره له دومره غټو درغلیو اسماعیل خان غوندې چارواکي د کومو ملي او سیمه ییزو بین المللي اهدفو له پاره حکومت له ځان سره ساتلي ، چې د ولایت پر مهال د ګمرکونو او نورو محصولاتو ټول ملي عایدات په بډه وهلی شي ، وزیران نصب اوعزل کولی شي ، ولایتي تشکیلات په خپله خوښه جوړولی شي ، په اړوند ولایت کې بشپړ قامونه او د هغوی مشران د بهرنیانو پرمټ بمباردولی ، وژلی او ورکولی شي ، خو چې وزارتونه ورته وسپارل شي ، نو بیا جهادي قووتونه هم په کې جوړولی شي ؟ آیا دغه ډول چارواکي له ټولو لګېدلیو تورونو څخه بريء الذمه دي که څه ؟

په دغه ډول چارواکو کې خو هغه انساني جوهر هم نه ترسترګو کېږي چې پر مټ یې افغانستان له چاه بهار او ګوادر سره تړل کېدی شي ؟ او که پر دغه ډول عناصرو باندې له غرب سره خپله ملګرتیا ټینګول هدف وي ، نو بیا امریکې ولې د خپل ستراتیژیک سند د لاسلیک کولو په خاطر پرافغانستان باندې د پاکستان په ملګرتیا له بهره همدا اوس امنیتي فشار زیات کړی ؟ او په کورني نظام کې یې ولې د اداري فساد داسې ګوته ور ته نیولې ده چې خپله اسماعیل خان هم د امریکایانو له خوا په کې په نښه شوی ؤ ؟ 

ؤلسمشر ته په کار ده چې پرحکومت باندې د ؤلس بایللی باور د دغه ډول مشکوکو چارواکو په لیرې کېدو او له هغوی سره د خپلو کړیو عملونو د حساب کتاب له لارې ترلاسه کړي . ځکه دا مهال ملت دومره کړېدلی ځورېدلی چې نورې ناخوالې خو زغملی نه شي ، بلکي اورېدلی یې هم نه شي . حکومت نور باید دغې غمیزې او ملي ناورین ته د پای ټکی کېږدي . ځکه بهرنیا د خپلو ناولیو موخو له پاره افغانانو او افغان دولت ته ډول ډول دسیسې ، فساد او د فساد عاملین جوړوي ، چې مرګ ژوبلې او زیانونه یې د افغانستان ملت او افغان نظام ته ور اوړي ، خو ګټې یې نړیوالې مافیا (امریکې ، ناټو او پاکستان) ته  رسېږي .

 

 

 


بالا
 
بازگشت