صاحبه! چې دلته دا حال دﺉ ، نو په لندن کې به څه حال وي ؟

  مُفسر

د افغانستان د شاهي تسلسل په ځنځیري کړیو کې یو هم امیر شېرعلي خان ؤ . نوموړي د خپل پوځ اړوندو چارواکو ته امر وکړ چې له انګرېزانو سره د افغانستان جګړه ده . هغوی لیرې ویشتونکي توپونه او درنې وسلې لري خو موږ یې نه لرو . باید موږ هم د لیرې واټن ویشتونکي توپونه ولرو . د پوځ په مېخانیکانو کې یوه تن ټټر وواهه چې زه به یو زورور توپ جوړ کړم . نوموړي توپ جوړ کړ . په ظاهره خو د کمیت په لحاظ  توپ ؤ ، ولې د کیفیت له لحاظه د وسلې له هېڅ معیار سره برابر نه ؤ . کله چې امیر شېرعلي خان د توپ له جوړېدو خبر شو ، راغۍ چې لومړی توپ و آزمایي . مخترع مېخانیک چې کله نوموړی توپ فیر ته آماده او انداخت یې ور باندې وکړ ، داسې دوړې یې پرې جوړې کړې چې تر امیر شېر علي خان پورې ټولو حاضرو ناظرینو خپل ځانونه د دوړو له لاسه نه سره پېژندل . امیر شېرعلي خان د توپ مخترع ته وویل چې دا دې څه وکړل ؟ نوموړي په ځواب کې ورته وویل : صیب ! چې دلته یې داسې حال جوړ کړ، نو په لندن کې به څه حال وي ؟ !!!  خو کله چې دوړه ورکه شوه د توپ میل او ورسره ډېره نوره برخه یې له ډ ز سره سمه له مینځه تللې وه .

اوس هم کټ مټ په افغانستان کې همغه د امیر شېرعلي خان د توپ زړه کیسه روانه ده . امریکې او انګرېز لومړی په افغانستان کې د القاعده او ترورېزم پر ضد د خپلې جګړې د دوام له پاره داسې توپ ( سترا تیژي ) جوړه کړه چې له برید سره سم د ترورېزم رېښو ټولو اوپراتیفي  سیمو ته سرایت ترې وکړ . ترورېزم وده وکړه  او په افغانستان کې د امنیت او بیا رغونې په پلمه ناامنۍ نورې هم ور سره زیاتې شوې .

د سرنوشت ورځپاڼې د درېیم کال په (۷۲۵مه) ګڼه کې وکیلانو ویلي چې : ( د مرکزي بغلان امنیه قو ماندان د چارواکو په ملاتړ تر اوسه آزاد ګرځي . د قو ماندان کمین کسانو د اختر د عرفې په ورځ د ملي اردو دوه سر تېري وژلي ، او یو بل یې چې ټپي کړی ؤ ، خپله قوماندان کمین نوموړی ټپي سر تېری په عام محضر کې په ډزو سره وواژه . وکیلانو زیاته کړې چې قوماندان کمین اوس هم په (۳۰۳یم ) لمبر زون کې اوسېږي ، او باید ونیول شي . ځکه دا وړه پېښه نه ده .)

بل ځای همدې ورځپاڼې په خپله همدغه  ګڼه کې د افغان ځواک ویب پاڼې په حواله لیکلي : ( د جنرال مراد ساتونکو د جنرال د سپو په خاطر خلک ډبولي دي . ساتونکو هغه کسان وهلي او ښکنځلي چې د جنرال له سپیو یې د خپلو ماشومانو د خلاصون هڅه کوله . ساتونکو ډبول شویو خلکو ته ګواښ کړی چې که د ا ځل د جنرال مراد سپی ووهۍ ، له سیمې به یې وشړي . )

د باور ورځپاڼې د دوهم کال په (۲۳۳مه ) ګڼه کې د ؤلسي جرګې له خوا ویل شوي وو چې : ( نېرو های امنیتي در ظرف (۲۴) ساعت حکیم شجاعی را دستګیر کنند . اګر دولت شجاعی را دستګیر نکند ، مردم خود شان قدام خواهند کرد . )

 خو د کورنیو چارو وزارت اړوند د محلي پولیسو عمومي ریْس علي شاه احمد زي یې په اړه ویلي چې : ( ما حکیم شجاعي را یکمرتبه ګرفتیم ، ولې پس رها ګرد ید . ما به خاطر حمایت مقامات بلند رتبه دولت و سپیشل فورس امریکایی زور د ستګیرکردن شجاعی را نداریم . )

د یادې ورځپاڼې په همدغې ګڼه کې یو بل خبر خپور شوی چې : (د مزار شریف د کلدار ؤلسوالۍ د حق مسجد په کلي کې یوه (۲۲) کلن ځوان پر (پینځه ) کلنه ماشومه نجلۍ باندې جنسي تېری کړی . )

( په هرات کې د ښځو د وژل کېدو او ځان سوځونې دوامداره مسلکي پروژې روانې دي . )

د ښځو د حقونو فعالانې وایي : ( په مسجدونو کې د ښځو د حقونو (۹۰٪) مخالف خطیبان دې د ښځو د حقونو په باب تبلیغ وکړي . ځکه له ښځو سره د زور زیاتي کچه له حده لوړه شوې ده . ) دا په داسې حال کې ده چې همدغه ښځې کله نا کله د اسلام پر ضد هم په پوره بې علمۍ کې بیانونه ور کوي .

د بشري حقونو سازمان بیا ویلي : ( پرماشومانو باندې د جنسي تیري کچه (۲۰٪ ) لوړه شوې ده . )

په آریایي ویب پاڼه کې بیا یوه لیکوال ویلي چې : ( کشت و تجارت هېرویین در افغانستان به دست ( سي آی اې ) آغاز شد . )

د همدې ویب پاڼې په یو بل مضمون کې لیکل شوي چې : ( پتر یوس سازمان سیا را به ماشین شبه نظامي ترور تبدیل کرد . وپتریوس دستور تخریب کامل چندین روستا در افغانستان را صادر کرد . )

په ؤلسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې هم یو ناما غوندې ادارې او امریکایي او انګرېزي چارواکو د خپلو ذاتي لاسوهنو څه کمی ونه کړ . امریکې او انګرېزغوښتل چې په خپل دې کار سره به له یوې خوا لږه کي له اکثریت سره په غاړه کې واچوي . تر څو جګړه په افغانستان کې نوره هم پرې اوږده کړي ، چې دا کار یې کړی هم دﺉ . او له بل پلوه یې د لږه کیو له همغه مشرانو سره د واک پر ګدۍ د ور کېنولو سر ښورولی ؤ چاچې د داخله او خارجه چارو وزارتونو له آدرسونو څخه د خپل واک پر مهال په (۲۰۰۳) او ( ۲۰۰۵ ) میلادي کلونو کې د پښتون اکثریت د ټکولو ، وژلو ، بېځایه کولو ، له واکه ایستلو او ځپلو په خاطر د ملت او دولت له خوښې پرته جنګي سترا تیژیکي سندونه له امریکا یي چارواکو سره په پټه لاسلیک کړي وو .

اوس چې د ښاغلي کرزي د واک موده مخ پرختمېدو ده ، خو د یادو سندونو دود او لمبې تر ننه پورې په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې بلې پاتې دي .

په طلوع نیوز تلوېزیون کې هره ورځ په قصدي توګه یومجهول الهویه سړی چې کېدی شي د افغانستان به هم نه وي کېنول شوی وي او وایي چې : ((ما د ډېورنډ کرښې په اړه تحقیقات او څېړنې کړې ، او زیاتوي چې ټولو پښتنو واکمنو پرخپل وخت دا کرښه له پاکستان سره منلې ده ، او یوه لوېشت حق نور د افغانانو هغې خواته نه شته . د نوموړي په وینا اوسنی هم باید دا کرښه له پاکستان سره ومني . ترڅو نور د پاکستان لاس له افغانستان څخه لنډ شي . ))

افغان ؤلسمشر له کارپوهانو او شنونکو سره په غونډه کې وویل : (( څوک چې دغه ډول خبرې کوي ، دا دهغوی خپل شخصي نظر دﺉ . د ډېورنډ کرښې په اړه پرېکړه د ملت حق دي . ))

د ؤلسمشر ویاند اېمل فیضي یې په اړه وویل : (( د افغانستان حکومت د ډېورنډ کرښه نه پخوا په رسمیت پېژندلې ، او نه یې اوس په رسمیت پېزني . ))

سیاسي څېړونکي وایي : (( د ډېورنډ کرښې اوسنۍ ډرامه غربي نړۍ د خپلو موخواو ګټو په خاطر او پاکستان په سیمه او نړۍ کې د خپل دایمي رسمي موجود یت په موخه ، او شمالي تلوالې له پاکستان ، امریکې او انګرېز سره د خپلې پټې معاملې له لارې د امتیازاتو او واک ترلاسه کولو په خاطرد فشار د آلې په توګه د افغان دولت پر ضد په لاره اچولې ده . او دری واړو اړخونو په دې اړه د پښتون قام په وړاندې ځانونه سره غاړه غړۍ کړي .

ایران خپل مذهبي ، کلتوري ، ترمینالوژیکي ، اقتصادي  او د ناامنیو جوړولوهرډول لاسوهنې او  یرغلونه پرافغانستان باندې جاري ساتلي . افغانان یې په دار ځړولي او وژلي دي . د افغان پانګوالو په سلګونو افغاني پروژې یې پرخپلو وارداتي پروژو جوړولو سره ورسقوط کړې . ایران او پاکستان دواړو افغانستان د خپلو وارداتي بې کیفیته تو لیداتو په مصرفوونکي مارکېټ بدل کړی .خو افغان مخالفین یې بیا هم هرکلی کوي !

ولې متأسفانه مروه او پنجده چې روسانو په زور سره همغه وخت تراوسه پورې  د سیمه ییزو معامله ګرو په مرسته نیولي  او دوه زره افغان عسکر او دوه تنه جنرالان هم د خپلې خاورې ددفاع په خاطر په شهادت په کې ورسېد ل ، خو افغان تجزیه غوښتونکي یې په اړه هېڅ هم نه وایي !

لنډه داچې د (۲۰۰۲) میلادي کال له سره تراوسه پورې په افغانستان کې امنیت نه شته . د نړیوالې ټولنې او کینه کښو ګاونډیانو په حضور کې بې ګناه افغانان وژل کېږي ، ورځ تر بلې یې ژوند او روزګار خرابېږي .

د ښوونې او روزنې د ګراف کچه په کمي لحاظ اعلانېږي ، خو د کیفیت او څرنګوالي عملي کچه یې له خلکو ځکه پټه ساتل کېږي چې په مرستو یې په دوبۍ کې د لوړو بیو شخصي بېلډ ېنګونه او شرکتونه جوړېږي .

بریښنایي مرستې او مالیې خو اوس په سر تاسري جهادي شورا جوړولو او تمویلولو کې لګېږي .

روغتیایي چارې هم د خطر تر کرښې آ خوا ور اوښتې . ملي بڼه نه لري . له اړوندو ریاستونو یې یواځې پښتانه چاڼ کړي . او د بااو له دندو یې لیرې کړي دي .  کیفیته دارو درمل او پر مختللې طبي تېکنالوجۍ پر ځای یې له کاره لوېدلې تېکنالوجي او بې کیفیته دارو درمل هېواد ته راوړي چې د ناروغ د تشخیص او درملنې پرځای د خلکو روغتیایي حالت نورهم ور سره خراب شوی . خلک مجبور شوي چې په خپل دغه ګوډ مات اقتصاد سره په پور ، سود او سلم خپل ناروغان له هېواده بهر چېرې یوسي .

کله چې بسم الله محمدي د کورنیو چارو وزیر ؤ رسنیو یې خبر خپور کړ چې نوموړی په شمال کې خپلو اړوند و خلکو ته وسلې ورکوي ، مګر بیا دا خبره سړه شوه .

خو د لړم په (۲۹مه ) مې په تاند ویب پاڼه کې په همدې اړه یو بل داسې حیرانوونکی مطلب ولوست چې ( رحیم ګل صالح ) لیکلی او ما دلته په دغه لیکنه کې کټ مټ راوړی . تمه ده چې حتماً یې باید خپله جمهور ریْس و لولي ، او په اړه یې کره معلومات تر لاسه او لازم تصمیم ونیسي .

مطلب په لاندې ډول دﺉ :

 د شمالي ډنډ په ولایتونو کې ټلواله د۲۰۱۴ ورسته کورنيو جګړو ته تابيا نيسي

| یکشنبه, 11.11.2012, 03:39 PM |   (352 لیدل شوی)

 

رحیم ګل صالح

 (( د۲۰۱۴ کال وروسته چې نړیوالو ځواکونو د هېواد څخه  دوتلو مهال ویش ټاکلی ورسره سم په هېواد دننه دغې پریکړې په روان اقتصادي،سیاسي او ټولنیز وضعیت فوق العاده تاثیر اچولې  او  اند ډيری پانګوالو خپلې دسرمایې زیاته برخه دهېواد څخه وباسي  چې له امله یې اوسمهال دپخوا په پرتله ډيری خلک دخراب اقتصادي حالت سره لاس او ګریوان دی.

واشنټن پوست اخبار دیو افغان ماشوم چې دتورخم - کابل په لویه لاره په لاره  بهرنیو ځواکونو په سل ګونه اکمالاتي  لارۍ ددغې لارې څخه تیریږي  یو ماشوم دغه کسانو باندې پیپسي او اوبه خرڅوي او دهمدې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيداکوي، دغه اخبار لیکلي چې داوسمهال دبهرنیانو شتون سره په لکونو کسانو ته کار زمینه برابره شوې ده خو دبهرنیانو په وتو سره به دغه ټول خلک بې کار او دژوند سختو شیبو سره به مخ شي.

ددې  ناخوالو سره سره دسیاسي چارو کارپوهان،کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ او اند بشر حقونو هم د۲۰۱۴ کال د وروسته په هېواد کې دکورنیو جګړو اندیښنې څرګندې کړي او خدای مکړه یوځل بیابه په هېواد کې تیره لسزیزه تکرار شي.

په همدې موخه شمالي ټلوال چې په راس کې یې مارشال،عبدالله عبدالله، بسم الله خان، امرالله صالح او په ښکته کچه قوماندان الماس ،امان الله ګذر او جنرال جرات د۲۰۱۴ کال دکورنیو جنګونو او په دې ویره چې یوځل بیا طالبان واک تر لاسه نه کړي  دشمالي ولایتونو په ډنډ چې دوی یې (ډنډې شمالي) بولي چې پکې دکاپیسا،پروان او دکابل ځینې برخې  پکې شاملې دي غواړي دغه سیمې یوځل بیا دخپلو موخو او نورو قومونو د ځپلو په موخه دجګړې دلومړیو لیکو په قطار کې راولي، په همدې موخه دټلوالې غړو دکوچیني اختر راپدېخوا یې په سیمه کې تراوسه په سل ګونه کسانو ته سپکې او درندې وسلې دهمغه پخواني ټوپک سالارۍ دسیستم له مخې ویشلي دي.

د پروان ولایت  دغلام علیو ولسوالیو دموسی کلاء یوتن اوسیدونکي عیسی په نوم یوتن وویل چې دلوی اختر څخه لس ورځې دمخه دقوماندان  امان الله ګذر همغه پخواني سرګروپان موږ ته راغلي و او غوښتنه یې کوله چې دموسی کلاء کې کسان مسلح کړي او دوی ادعاء کوله چې د۲۰۱۴ کال وروسته بیا طالبان کابل نیسي او موږباید دهغوی په مقابل کې په میړانه دتیر په څير مقاومت وکړو خو عیسی وایي داچې په دغه سیمه کې پښتانه اوسیږي نو داسلحو اخیستلو یې تراوسه ډه ډه کړېده.

عیسی وایي چې د ټلوالې کسانو په رباط،حیصه اول او حیصه دو دکاپیسا، چهاریکار، جبل سراج،جهرچي،پيتاوه، دقره باغ په ځینو سیمو، کلکانو او داسې نور سیمو کې همغه پخواني ټول سرګروپان یې مسلح کړي دي.

درباط کلا یوتن اوسیدونکی جمعه ګل وایي چې حاجی الماس کسانو هم د دوی څخه غوښتنه کړې چې ځانونه مسلح کړي ترڅو یوځل بیا دکورنیو جګړو پرمهال نور قومونه له منځه یوسو. او دخپلې سیمې دفاع وکړي.

د کلا نصرو اوسیدنکی باقی خان وايی چې دټلوالې کسان دخپلو کسانو دمسلح کولوپراساس غواړي چې د۲۰۱۴ کال دمخه یو بل ستر هدف چې په سیمه کې پښتون میشتې سیمې چې ځینې کسان یې داسلامي حزب پورې تړاو لري لمنځه یوسي چې پدې صورت کې به میدان ورته خالي شي.

باقي خان وایي چې دباګرام هوایي ډګر ترڅيرمه چې دحاجی ذال په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوې شرکت چې دایساف ځواکونو ته به یې  هرډول امکانات لیږدول ددې دمخه به دټلوالې یاد قوماندانانو به د دوۍ څخه دباج په توګه تر(۵۰۰۰۰) زردو ډالر دمیاشتې اخیستې خو داچې دلوي اختر څخه درې ورځې دمخه دیاد شرکت مسولینو دپیسو ورکولو څخه ډه ډه کړې وه دهمدغو غیرقانوني مسلحو ګروپونو لخوا یاد شرکت په مرمیو و ویشتل شو او ټول شرکت وسوځيدو چې ددغې شرکت څخه اوس هم لوګي پورته کیږي.

باقي خان وايي چې دپروان والي چې همدغې کړیو مهمه برخه جوړوي په سپین سترګۍ یې وویل چې دغه شرکت دکلا نصرو دسیمې څخه ویشتل شوی داچې کلا نصرو کې پښتانه اوسیږي نو والي په لوی لاس غواړي پښتانه تر فشار لاندې راولي او والي پخوا هم په باګرام باندې دتوغول شوو توغندویو مسولیت دپښتنو په غاړه اچولی و.

دقره باغ یوتن اوسیدونکي چې دنوم ښودلو څخه یې ډه ډه کوله وویل چې دټلوالې لخوا مسلح شوي سرګروپان  دهرې جمعې په ورځ  دمارشال،بسم الله او امرالله صالح په کورونو کې منظمې ناستي لري او دهمدغو سرګروپانو لپاره منظمې تنخواوي او اکمالات ورکول کیږي.))

ښاغلی ؤلسمشر او ګرانو لوستونکو !

څرنګه چې په افغانستان کې اوس داسې کورني ، سیمه ییز او نړیوال غلچکي سازشونه او د ملي یووالي ضد حالات او توطیْې روانې دي ، نو تر (۲۰۱۴) میلادي کال وروسته به چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي ، څه حال وي ؟ !!!

که چېرې سر له اوسه د داسې پټو توطیؤمخه ونه نیول شي ، آیا د شمال مېشتو پښتنو ژوند او موجودیت به د چا ذمه واري وي ؟ د اوسني دولت ، او که د کوم بل اړخ ؟ په داسې حال کې چې اسماعیل خان خو سر له اوسه د داسې جهاد اعلان کړی چې له پښتون پرته به بل هېڅوک په کې په نښه نه کړي .

نو سړي ته یو ځل بیا د شېر علي خان د توپ د ډزو کیسه ور یاده شي چې : (( صیبه ! دلته دا حال دﺉ ، نو په لندن کې به څه حال وي ؟ )

د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو ویلی شو چې په (۲۰۱۲) میلادي کال کې داسې حال وي ، نو په (۲۰۱۴) میلادي کال کې به څه حال جوړ شي ؟  

 

 


بالا
 
بازگشت