په افغانستان کې سوله  په چل ول او د ټوپک په شپيلۍ نه را ځي

  مُفسر

په دې خو ټوله دنیا پوه ده چې افغانستان د اوږد مهالو سیمه ییزو پوځي او اقتصادي سیالیو په خاطر اشغال شوی .ځکه نړیوالو ځواکونو په آسیایي زېرمو پسې څراغ را اخیستی ، او د خپل پر مختللي پوځي ماشین عصري تيکنالوجي یې سیمې ته را وړې ، تر څو پر مټ یې د مطلوبو سیمو په زېرمو د خپل ځبېښاک پاخه نېشونه ښخ کړي .

امریکایانو بیا په دې اړه د پخواني انګرېز د استعماري آرشیف له مخې په سیمه کې خپل کوردینات  داسې اخیستي چې تېکنالوجي یې په خپل لاس کې ده ، خو د سیمې په هېوادونو کې یې د نفاق او اور بلولو بېلګو ددوی په حضورکې په محسوسه توګه سرونه را ټوکولي . او موږ یې ښکاره نښې د عراق په شیعه ګانواو کوردانو کې ولیدلې چې د سنیانو پر ضد څه ډول په لنډ وخت کې استعمال شول ؟!!! ..... او په  بدل کې یې د عراق ملي شتمنۍ ، د تېلو زېرمې ، او لرغونی تاریخ چا د چا پر مټ لوټ کړ ؟ د کردانو او شیعه ګانو پر مټ ، او که د سنیانو ، د کوم یوه ؟

همدغه ډول  امریکایانو په افغانستان کې هم د خپلو انګرېزي استادانو همغه زوړسبق عملي کړ چې له مخې یې لومړی افغانان په خپلو کې په مذهبونو ، ژبو ، سیمو او قومونو سره ووېشل . بیا یې لږه کي د خپلو کېنول شویو مُهرو پر مټ د اکثریت پښتنو پر وړاندې را وپارول .

اوس چې امریکه او انګرېز دواړه په افغانستان او سیمه کې پوځي حضور لري . په ټولیزه توګه یې د افغانستان ټول همغه  لږه کي د خپلو اهدافو په خاطر په څنګ کې ورسره نیولي او اکثریت ور باندې ټکوي . په اداري جوړښت کې یې پښتون استعدادونه د نالوستو ، ناخبره او بېسوادو متعصبو بې سنده چړیانو ترلاس لاندې ورکړي . هغوی یې په هر څه کې له واکه پرې لیرې کړي . امریکایي او انګرېزي استعمار اوس دغو لږه کیو ته په پټه کې وایي چې : (( نن موږ ستاسو ترڅنګ ولاړ یو ! همدغه ستاسو د انتقام او بدلې وخت دﺉ  ! خپل فرصت له لاسه مه ورکوۍ ! له تېرو یوولسو کالو را په ایسته موږ په خپل لاس پښتون قام په روحي او فزیکي ډول در ته ځپلی او له واکه مو درڅخه لېرې کړي . د ترورېزم او بنسټپال په نومونو جګړه موږ ور باندې تپلې ، د سر سړی په کې سر نه شي پورته کولی . خو لږه کیو ته موږ د تعلیم ، واک چلولو ، تجارت ، او بیا رغونې بشپړې زمینې برابرې کړې دي . تاسې لږه کي باید زموږ دا احسا ن ومنۍ ! دا ځکه چې تاسې موږ د پښتون قام له منګولو او غلامۍ څخه ژغورلي یۍ ! خو په بدل کې یې امریکه او انګرېز له تاسو دا غواړي چې د افغاني ملي منافعو او ملي زېرمو په وړاندې به د امریکې او انګېز ترڅنګ درېږۍ ! د انګېز او امریکې په زړه به معاملې ور سره کوۍ !  اولږه کیو د استعمار دا ټولې غوښتنې د خپل مؤقتي واک په خاطر ور سره منلې هم دي ، چې په افغانستان کې د پښتنو په وړاندې د امریکې ، انګرېزاو لږه کیو سترا تیژي همدغه ده . ترڅو استعماري ځواکونه له یوې خوا پښتانه وټکوي ، او د افغان قامونو ترمنیځ دښمنۍ راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدي .))

امرېکې او انګرېز د جهاد له پېله د پښتون قام پرضد ګام پورته کړی ؤ ، ځکه خو یې د پاکستاني استخباراتو په لاس د پښتنو ملي یووالی په قصدي توګه پرڅو ټوټو سره ووېشه . افغان جهادي مشران او د پښتنوخاموش اکثریت یې د خپلوناولیو موخوله پاره استعمال کړ . لراو بر پښتون یې یو د بل په وړاندې د شک پر پوله سره و درول . ورغلي فرصتونه یې پرې له لاسه وایستل . د استخباراتو په لاس یې د افغاني جهاد ګټلی نوم د کمونېستي رژیمونو پر پاتې شونو ملېشو بدنام ،  ملت ، دولت او نړۍ یې ټول یو پربل سره شکمن کړل . پاکستان پرخپل دې کار سره د افغانستان په اړه د خپلې پینځمې صوبې اومنځنۍ آسیا ته د رسېدوهغه زاړه خوبونه لیدل کوم چې جنرال ایوب او جنرال ضیاءالحق یې ارمانونه ګور ته ور سره یووړل . ځکه هغه مهال پاکستان ته د افغان ستونځې په اړه ټولې داسې مردمي ، سیاسي ، نظامي او اقتصادي وسلې او وسیلې په لاس ورغلې وې چې د پاکستاني چارواکو هډو په کوپړۍ کې هم نه ورګرځېدلې ، اوچارواکو یې په ډېر افراطي ډول ټولې د خپلوګټو له پاره ترننه پورې د افغانستان د ملي منافعو پرضد استعمال کړې .

پاکستان د افغان جهاد په پلمه د شکمنې امریکې مخ بېرته خپل ځانته ور واړاوه . د نړیوالو بندیزونو پاټکونه یې د خپل اتومي پروګرام د پر مخ بېولو له پاره د ځان په وړاندې د افغان جهاد په پلمه  لیرې کړل . خپل ځان یې په مالي او نظامي لحاظ د خود کفایۍ ترکچې پورې تمویل او تجهیزکړ . له افغانستان سره پرکرښه په عایْقو سیمو کې یې خپلې تاڼې د افغانستان په خاوره کې د ننه جوړې کړې . د ملي یووالي پرځای یې افغان مشران په خپلو کې پر د ښمنیو سره اخته او بد نام کړل . ترخولې پورې وسله واله افغان ملي اردو او ټول پوځي هوایي او ځمکني تجهیزات او ملي تأ سیسات یې د آی اس آی او مجاهد نما افغان خادستانو په لاس له مینځه یووړل او د مجاهدینو اغېزمن مشران یې ور ووژل .

اوس چې ټوله نړۍ په افغانستان کې پوځي حضور لري ، د افغانستان او افغان نظام  د بیا رغونې په پلمه په نړیوالو غونډو کې مرستې ورسره وشوې ، خو هغه په داسې سوریو جیبونو کې ولوېدلې چې تراوسه پورې یې د کوم اغېزناک موجودیت څرک نه لګېږي . لسګونه کلونه تېر شول چې د اسلام ، چپي عقیدو ، ښې حکومتدارۍ ، ښې را تلونکې او بیا رغونې په پلمه پرافغان مېشتو سیمو جګړه ور تپل شوې چې  په زرګونو او لکونو افغانان په کې ووژل شول . سیمې او کورونه یې ړنګ او په هدیرو واوښتل . له تعلیم ، واک او استوګن ځایونو څخه وشړل شول او پښتنو ته د ترورېستانو خطاب وشو .

خو اوس هم د پښتون بچي وینو او اوښکو تویولو ته داسې تږي ناست دي چې د مسلکي قاتلانو او د نا مشروع اړیکو د متخصصینو جنرال پېټریوس او جان آلن ، او د هولبروک او پډي اشډاون غوندې د بوسینیا او هرزه ګووینا د تجزیه کوونکو ماهرینو زړونه  نه دي پرې یخ شوي . ځکه دوی ټول غواړي پښتون په پښتون مېشتو سیمو کې لومړی سرکوب ، او بیا یې د برخلیک په اړه کورکلی هم نورو ته په واک کې ور کړي .

افغانان اوس پردغه لوبه تر بل هر چا ښه پوهېدلي چې انګرېز او امریکې دواړو په افغانستان او سیمه کې د خپلو اوږد مهالو موخو تر لاسه کولو په خاطر په لاندې ډ ول د مار او موش خرما لوبه پیل کړې :

(( په سر کې امریکې د پاکستان له خوا طالبان ترشېرخان ، حیرتانو ، تورغنډۍ او اسلام قلعې بندرونو پورې ورسول . ور پسې خپله را پورته شول . د افغانستان له شمالي پولو یې بېرته جنوبي کرښې ته ور ټېل وهل . د افغانستان او پاکستان ترمینځ په عایْقو سیمو کې یې د جګړه ییزوتجربو لابراتوارونه ور ته جوړکړل . په پښتون مېشتو سیمو کې یې تردې مهاله سره له خپلو سیمه ییزو ملاتړو ترهغو پورې استعمال کړل چې په پایله کې یې پرڅو فزیکي او کېمیاوي توکړو سره ووېشل . بیا یې د خپل دغه جوړکړي جګړه زیږوونکي مېکروب (ترورېزم ) ځینې اغېزناکې برخې منځنۍ آسیا ته هم ور د ننه کړې . خو د افغانستان په داخل کې بیا د اقتصادي ، پوځي ، ښې حکومتدارۍ او بیا رغونې د وینې په رګونو اوعصبي سیستمونو باندې د مافیایي کورني او نړیوال ځبېښاک داسې پرازیت ډوله خپسې ورکېنول شوې دي چې آن له هډوکو یې هم وینه وځبېښله ، او په کوپړۍ کې یې ماغزه ور وخوړل . په افغان چارواکو او اهل خبره مؤثرو کسانو کې هم داسې معالج ډاکټر نه ترسترګو کېږي چې ددغه پرازیت مخه ونیسي . ځکه کوم حکومتي چارواکي او ځینې پېژندل شوې څېرې خپله پر دغه وایرس اخته ، او وېره لري چې موږ به خپله له مینځه په کې ولاړ شو .))

اوس به راشو خپله هغو نړیوالو مسلکي عاملینو ته چې په سیمه کې د اتومي ریاکتورونو په څېر وژونکي پرازیت غني کوي . او ترې و به پوښتو چې آیا ددغه ډول  وایرسونو په ډېرولو کې هغوی څه ترلاسه کولی شي ؟ د سیمې د ؤلسونو بیده کول ، له مینځه وړل  او خپله غیر مشروع اوږد مهاله تغذیه ، او که د خپل ځان نابودول ؟

اوس امریکایانو او انګرېزانو دواړو د نازي جرمنیانو په شمول د افغانستان په شمال کې د تېلو را ایستلو او په لوګر کې د عینک د میسو سترې پروژې چینایانو ته ورکړې ، په دې شرط چې چین به د رېل پټلۍ او پاخه سړکونه او د غازو نل لیکې د افغانستان له شمالي پولو تر جنوبي کرښو پورې غځوي . ولې پو ښتنه داده چې آیا چین به د استخراج کار ته هم پرېښوول شي که څنګه ؟ په داسې حال کې چې نن سبا چین په اقتصادي لحاظ په سیمه او نړۍ کې د یو ابر قدرت په توګه را ټوکېدلی .   که چېرې انګرېز او امریکه په افغانستان کې د افغانستان د ملي یووالي ، ملي حاکمیت او حاکم نظام له سلا مشورې پرته  پټ په پټه یوه وړه ډله د یوه یې هویته غیر مسؤل کس په څېره کې د افغان حکومت او ملي حاکمیت خلاف په څنګ کې ور سره نیسي ، له هغوی سره پوځي ، اقتصادي او تعلیمي پټې مرستې کوي . نو دا د افغانستان حکومت او ملت ته د منلو وړنه ده ، ځکه چې دغه ډول کړنې د ملي حاکمیت په وړاندې یوه لویه ضربه ، او د افغانستان په واک کې ښکاره لاسوهنه ده . څه موده وړاندې په رسنیو کې خبر خپور شو چې د حکیم شجاعي په نامه یوه قوماندان په روزګان ولایت کې (۱۲۱ ) تنه بې ګناه ملکي خلک وژلي ، (۱۵۰) کوره یې کډه کېدو ته اړ کړي ، خبره د کورنیوچارو وزارت ته ورسېده ، د نوموړي وزارت د محلي پو لیسو عمومي قوماندان جنرال علي شاه  احمدزي وایي چې یاد قو ماندان یې یوه پلا ونیو ، او بندي یې کړ . خو څو ورځې وروسته بیا خبر خپور شو چې حکیم شجاعي د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي ددوهم مرستیال په ضمانت له بند یخانې آزاد او بېرته په همغه روزګان کې پرخپله پخوانۍ د نده وګومارل شو . بیا په چاپي رسنیو کې خبر خپور شو چې نوموړي قوماندان ځایي پښتنو ته ویلي چې : یا به له خپلو مېنو کډې باروۍ ! یابه شجاعي ته جزیه ور کوۍ! او یا به وژل کېږۍ ! له دې درېیو به یوه  در باندې عملي کېږي . یوه ورځ وروسته د روزګان خلکو رسنیو ته وویل چې پر موږ باندې دغه ډول ظلمونه روان دي . یا دې حکومت زموږ غږ واوري ، او نوموړی قوماندان دې له موږ څخه لیرې کړي ! پر موږ باندې شوي ظلمونه دې تر غور لاندې ونیسي . او یا موږمخالفینو ته ور اوړو ، کډې باروو ، او د هغوی تر څنګ درېږو ! تر دې وروسته ؤلسي جرګې په یوه خوله پرېکړه وکړه چې حکومت دې په (۲۴) ساعتونو کې حکیم شجاعي بېرته ونیسي ! او که دا کار ونه کړي ، نو په وړاندې به یې موږ هم د ؤلس تر څنګ ودرېږو . پر تورن حکیم شجاعي باندې ددې تر څنګ دا تور هم دﺉ چې د محلي پو لیسو عمومي قوماندان ویلي : حکیم شجاعي د غزني اوسېدونکې او د کورنیو چارو اړوند رسمي قو ماندان نه دﺉ .  دغه جنایت پېشه کس روزګان ته ور وړل شوی ، څه باندې سل کسان لري ، د امریکایي سپېشل فورس له خوا د پښتنو پرضد ټرېنېنګونه او خطر ناکې وسلې او مهمات ور کول کېږي چې په روزګان کې یې (۱۲۱) ملکي خلک وژلي ، او کډه کېدو ته یې اړ کړي . ښاغلي احمدزي رسنیو ته ویلي چې د ؤلسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي او امریکایي سپېشل فورس یې ننګه کوي ، چې پر دغه دواړو خواوو زما زور نه رسېږي . ولې یوه ورځ وروسته د کورنیو چارو وزارت اعلان خپور کړ چې د حکیم شجاعي د بېرته نیولو امر ور کړی شو .

د حیرانتیا خبره داده چې کریم خلیلي خو خپله حکومت دﺉ ، هغه خپله د حکومت یوه پښه ده ، دا نظام خو ددوی په تر ټولو غوښن شتون کې مینځ ته را غلی ، نو څه ډول داسې عناصرو ته موقع ورکوي چې ددوی له موقف او نوم څخه سؤ استفاده کوي  چې  پرموقف یې له هرې خوا نیوکې روانې دي . دولتي او غیر دولتي ټول کسان خپله محمد کریم خلیلي ته ګوته نیسي .

که پرنوموړي تورن کس باندې د روزګان د خلکو ادعأ ، د ؤلسي جرګې او کورنیو چارو وزارت غبرګونونه پرځای وي ، نوبیا خو د ؤلسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي ته په کار دا وه چې د خپل هم نژاده پرځای د خپلو مظلومو هېوادوالو تر څنګ  درېدلی وای . ځکه خپله خلیلي خو د افغانستان د ؤلسمشر له خوا خپل دوهم مرستیال ؤلسي جرګې ته ورپېژندل شوی . او د ملت استازو ده ته د ملت په استازیتوب رأیه ورکړې . اوس د همدې اصل پر بنسټ نوموړی یواځې د شجاعي خېلو مرستیال ؤلسمشر نه ، بلکي د افغانستان د ټولو قامونو مرستیال ؤلسمشر دﺉ . نو دا د مور او میرې چلند له کومې خوا دده په سلوک کې رواج شو ؟

او که حکیم شجاعي ته امریکایي سپېشل فورس دا ډول خاص ټرېنېنګوږنه ور کړي وي ، نو دا خو بیا د افغان نظام او ټولو افغانانو د پاره یوه بله ملي ضد ننګونه او په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده . ځکه چې امریکایي سپېشل فورس ولې یواځې د یوه قوم خاصو خلکو ته د حکومت له خوښې پرته دا ډول ټرېنېنګږنه ورکوي ؟ که چېرې یې هدف یواځې د افغانستان د کورني امنیت راوستل وي ، نو امنیت خو په پیاوړو ملي پو لیسو او ملي اردو باندې مینځته را ځي . هغوی باید ټرېنېنګ ، تمویل او په عصري وسلو سمبال کړي . د افغانستان ملت د څو قومونویو نه بېلېدونکی ترکیب دﺉ . امنیت په یوه سړي او یوه قوم باندې نه راځي .ځکه یو قوم او یو سړی په افغانستان کې ملت نه بلل کېږي ، ځکه خو د امریکایانو دغه کار د افغان ملي یووالي او ددوی د نړیوالو موخو پرخلاف یو داسې عمل دﺉ چې راتلونکې بیه به یې هم خپله امریکه پرې کوي .     

کله چې انګرېز او امریکه په افغانستان او سیمه کې دا ډول لوبې کوي ، نو آیا دا به خپله په سیمه کې انګرېز او امریکې ته سترخطر جوړ نه شي ؟ حتماً به جوړېږي . وروسته ترهغې چې چینایان په افغانستان کې خپلې پانګونې او لګښتونه وکړي ، د افغانستان طبیعي زېرمې را ایستو ته برابرې کړي ، آیا همدغه سپېشل فورس ملېشې به بیا د امریکایانو او انګرېزانو ګټو خوندي کېدو ته ترجېح ور کړي ، او که به د چین او ایران ملاتړ او ننګه وکړي ، د کوم یوه ؟ واضح خبره ده چې هغه مهال به د حکیم شجاعي په څېر روزل شوې ملېشې د چینایانو او اېرانیانو ترڅنګ درېږي . په داسې حال کې چې چین او ایران دا مهال دواړه د انګرېز او امریکې پخواني دښمنان او د شجاعي لرغوني دوستان دي .    

که چېرې له دې کار څخه د استعماري ځواکونو موخه یواځې د سیمې د خلکو بیده کول یا له مینځه وړل اوخپله اقتصادي تغذیه وي ، نو د انګرېز د پاندوچرې کمپنۍ خو په زرګونو د تریاکو بکسونه د چیني ؤلس د بیده کېدو او وژلو له پاره چین ته ور وړل ، خو چینایانو (شل زره ) بکسونه سمندر ته ترې وغورځول ، جګړه پیل او انګرېز په خپل دغه تصمیم کې ناکام شو . نو اوس د څه له پاره په افغانستان کې له دغه ډول خلکو سره مالي ، تعلیمي او پوځي مرستې کوي ؟ که د انګرېزانو او امریکایانو له دې کار څخه موخه دا وي چې پر دې کار سره به له پښتنو خپل غچ واخلي ، پښتون به کاواکه ، بې نظمه او له واکه پرې لیرې کړي .قامونه به په جګړه سره اخته کړي ، د مرکزي افغانستان ځینې سیمې به هغوی ته په واک کې ورکړي . تر څو د چا بهار تر بندر پورې د خپلو ترانزیتي کتارونو امنیت پرې خوندي کړي . خو دا خوب دې انګرېز او امریکه دواړه اوبو ته ووایي . ځکه چې پرته له پښتنو دا کار د بل چا پر وس پوره نه دﺉ . او موږ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ددې بېلګې په خپلو ستر ګو لیدلې دي چې شمالي ټلواله د دووطالبانو له ډاره د تاجګستان پر کولاب  اوایران باندې ور ننوتل ، چې هلته هم توهین او تحقیر شول .

ښایي دغه ډول قوماندانانو د نورو قومونو په وړاندې خپل ځانونه امریکایانو او انګرېزانو ته د همالیې پړانګان ور پېژندلي وي . خو خبره داسې نه ده . ځکه چې په سیمه کې د نړیوالو حضور ( بریا او ماتې ) دواړه د پښتنو له تایید او رد سره تړاو لري . که چېرې نړیوالو د پښتنو شتون ته درناوی او حقیقي ملاتړ یې وکړ ، او په  حکومت کې یې غوښن حضور لکه څنګه چې دي  ومانه ، نو په ریښتیا چې نړیوال هم په افغانستان او سیمه کې په ډاډ منه توګه پاتې کېدی شي . او که پښتنو ته یې د غچ ایستو په سپکه سترګه وکتل ، نو بیا که ټول لږه کي لکه د اوس په څېر پرځان را ټول هم کړي ، سره له خپلو را تلونکو پلانونو به په افغانستان او ټوله سیمه کې ناکام او دروسانو په سر نوشت اخته وي .

امریکایانو ته په کار ده چې په افغانستان کې د پښتنو ملاتړ له لاسه ور نه کړي ، خپل زیانمن باور دې بېرته یقیني کړي . افغانان دې په ریښتیني ډول د ځان ملګري کړي . له لوېدلي حالت څخه یې دې بېرته را پورته کړي . ور سره کړی خیانت دې بېرته اعاده کړي . او د افغانانو اصالت ، سپېڅلتیا ، مېړانه ، هوښیاري او پوهه دې په سیمه او نړۍ کې د خپلې لارې مشال وګرځوي .

خو انګرېزانو ته په کار ده چې د خپلو یرغلګرو نیکونو پر پله دې د افغانانو په وړاندې د دښمنۍ او خصومت پل نه ږدي . له هغوی دې پند او عبرت واخلي . او له افغانانو سره د بدۍ پاللو او غچ اخیستو پرځای دې د ریښتینو مرستو او بشپړې انساني دوستۍ لاره خپله کړي . د لنګ وهلیو تور لنګیو پنجابیانواو افغاني ځان غوښتونکو ننګه دې نه کوي . د خپلو واکوالو نیکونو تېروتنې او ظلمونه دې جبیره کړي . تر څو د افغانانو له زړونو هم دوی ته تېر یادونه له یاده ووځي ، اوپه افغانستان ، سیمه او نړۍ کې افغانان هم ددوی په څېر آرام ، هوسا او بسیا ژوند او ښه راتلونکې ولري . ځکه په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د چړې  په څوکه ، چل ول او د ټوپک په شپېلۍ سوله نه راځي . همدغه د حل لار ده .

 

 


بالا
 
بازگشت