عزیزاحمد خوارمل

 

دجنرال "دیویدپترائوس" داستعفا او د دندی څخه دګوښه کیدو راوروسته یوشمیرنوی مسایل راڅرګنده اویولړنور پټ دلایل بربنډه سول!

دخبر اونلین څخه

ژباړونکی : عزیزاحمد خوارمل

سربیره پردی چې دسی آی اي دسازمان دپخوانۍ ر یس داستعفا او د دندی څخه دګوښه کیدوداڅو اونی تیریږی ، مګر هره ورځ د دی پيښی نوی مسایل او هغه دلایل چې لاتراوسه پټ وه دباندی راووتل او نوی بڼه یې راڅرګنده کړ .

یوی فرانسوی خپرونی دټوکی په ډول دیوید پترائوس دغه کاریکتور یې خپور کړ

 

جنرال جان الن په افغانستان کې دجنرال دیوید پترائوس ځای ناستی وټاکل سو او دی د اته شپيته زرو ۶۸۰۰۰ امریکایی سربازانو او افسرانوقوماندان دی .دغه لوړ رتبه جنرال هم دشلو تر دیرشو زرو ایملونه یې ګیل کلی ته لیږلی او یو دبل سره تبادله کړی دی اف بی ای تراوسه پوری ددی مسلی په هکله پوره معلومات ندی ترلاسه کړی چې ولی جان الن دومره لیکونه و ګیل کلی ته یې ورلیږلی او استولی دی . جان الن اعلان وکړ چې په دی پيښه کې په هیڅ دول سره ګډون نه لری .

دلمړی نیوز «اول نیوز» دیورپورټ پربڼسټ ، د«التقدمیه» داطلاع رسونی د شبکی دیولیکوونکی «جرج حداد» په قلم ،په یوه مقاله کې ددا وروستنی رسواسوی پيښی په هکله داسی لیکې ، هغه کومه پيښه چې دامریکا دمرکزی اطلاعاتی سازمان دسی آي اي ریس «دیوید پترائوس» چې په دی پيښه کې تورن دی یو لړ نوی موضوعات چې تر دا اوسه ندی ویل سوی دا هغه واقعیتونه دی چې دهغه داستعفا او ددندی څخه ګوښه کیدو راوروسته بربنډه کیږی اوس راڅرګنده سول .

جرج حداد په دی هکله داسی لیکې : دمالی او اقتصادی کړکیچ په بهیر کې چې امریکا ددی مسایلو سره لاس اوګریوان دی اوهمدا رنګه د دوه ګوندی سیاسی نظام دکړکیچ سره هم مخامخ دی اوسربیر ه دهغه نورو پخوانی کړکیچونو اوسیاسی او اخلاقی رسوای ګانی په شان لکه د«واټر ګیت» کړکیچ، د«کلینتون – لوینسکی» کړکیچ، او یوبل نوی کړکیچ اونوی رسوایی چې په نږدی ورځو کښې په بڼسټيز توګه ددی هیواد دترټولو خطرناکه سازمانونوکې یعنی د امریکا دمرکزی اطلاعاتوپه سازمان د«CIA» په سازمان کې رامنځته سوچې دغه سازمان په امریکاکې «یودولت په دننه دولت کې » ګڼل کیږی او ددی ستری رسوایی پيښی قهرمان بل څوک نه ووبیله «دیوید پترائوس» څخه ،ددی دلیل پربڼسټ چې دامریکا په جګړوکې په عراق او افغانستان کې دامریکایی ځواکونو دقوماندان په توګه یې دندی ترسره کول اودهمدی کبله یې نړیوال شهرت هم ترلاسه کړی وو.

په همدی ډول د دیوید پترائوس دا وروستی اخلاقی رسوایی په ښکاره توګه وده خپل ته ډېر دروند او په لوړه بیه پای ته ورسیدی او دی یې دې ته اړ ایستل چې دسي آي اي دسازمان دریس په توګه دخپلی دندی څخه استعفا او ځان له همدی دندی ګوښه کړی .
څرنګه چې ټول پوهیږی په ټولومختلفوډلیزوخپرونواو رسنیوکې په دی هکله ولیکل سوه چې ددندو څخه ددیوید پترائوس دکوښه کیدو دلیل یو دده هغه خیانت دخپلی میرمنۍ سره دمیړه په توګه ناسمه کړنه وواو ددغی پيښه پربڼست دامریکی دمرکزی اطلاعاتو دسی آي اي دسازمان د ریس او مشرپه توګه ځان یې د دی دندی څخه ګوښه کړ .

مګر دا دپيښی راڅرګنده څیره وه اما د دندی څخه دګوښه کیدودپیل را ورسته تر پردی لاندی رسوای ګانی هغه وخت بربنده سول چې یوی امریکایی اوسیدونکی د«ګیل کیلی» په نامه دفیدرال دڅیړنو اوګړویږنو ودفتر ته چې «اف بی آی» ورته ویل کیږی خپله عریضه یې ودی دفتر ته وړاندی کړه او په هغه کې لیکلی وه چې دګواښه ډک ډېربیره ونکی الکترونیکی لیکونه «ایملونه یې» دنامعلومو ځایونوڅخه ترلاسه کړیدی او ده داسی سوچ کاوه چې دغه لیږونکی اولیکوونکی د(کیلی) دکورنۍ اود(دیوید پترائوس )دکورنۍ دوست دی .

اف بی آی په خپلو پلټنوکې وکولای سول هغه مسایل را بربنډه کړی چې ددی ټولو ګواښونو اولیکونو اصلی سرچینه «پولا پرودویل»، یوه امریکایی ورځپاڼه لیکوونکی وه دغه ورځپاڼه لیکوونکی چې د دیوید پترائوس دژوند لیک کتاب په لیکلو اوخپره ولو پیل کړی وو او دهغی دغه کتاب هم په امریکا کې دنورو کتابونه په پرتله ډېر خرڅ سول .

په همدی ډول اف بی آی ودی ټکی ته هم ځیر سو چې دغه ګواښونه ښیځېنه هم سترګی اوسیالی دی ځکه څلویښت ۴۰کلنه پولا پرودویل د دیوید پترائوس معشوقه اوه دیرش ۳۷کلنه ګیل یې خپله رقبه اوسیاله لیدله اوګڼله .

پولا پرودویل د اردو یوه متقاعده افسره ده چې دحربی پوهنتون څخه فارغ التحصیله سوه ده او دامریکا په اردو کې دجاسوسی او اطلاعاتو په څانګه کې دجګړنی تر رتبی پوری پنځه لس ۱۵ کاله یې دنده ترسره کړی ده .

اف بی آی وروسته له دی چې د پرودویل ور کورته دننوتلو امر ترلاسه کوی ترڅو ددی ورځپاڼه لیکوونکی په کور کې پلټنی ترسره کړی دهغی انترنيټ یې ور وتړل اوکمپیوټریې دځانه سره یووړ، اف بی آی دپلټنی په وخت کې د پرودویل دکمپیوټر څخه ډېر اشد محرم اطلاعات ترلاسه کړل چې ټوله یې دسی آی اي په سازمان دامریکا په اطلاعاتی او جاسوسی مرکز ی اداری پوری اړه اوتړاو درلودل .
دیوید پترائوس
ددندی څخه داستعفا اودګوښه کیدو په وخت کې واوباما ته په ټينګه سره وه وویل چې دسي آي اي دسازمان نوموړی اشد محرم اطلاعات یې وخپلی معشوقی نه دی ورکړی اوددی اسنادو ورکول یې ونه منل ، اما دڅیړنو او پلټنو په وخت کې بربنډه او څرګنده سوه چې پولا پرودویل په ډېره اسانی سره د پترائوس کاری دفتر ته ،دسی آي اي د مرکزی قوماندانی وکار ی دفترته په هوسا یی سره تګ او راتګ به یې کوله ، او همدا رنګه ژوته سوه چې دی ورځپاڼه لیکوونکی دهغه تر کار لاندی کتاب د خپریدو او نشره ولو دپاره ډېری اوږدی او هراړخیزی مصاحبی دجنرال دیوید پترائوس او دهغه دنږدی کارمندانواو همکارانو سره دیوه کال په موده کې ترسره کړی وه .

د جنرال دیوید پترائوس داستعفا اوددندی څخه د ګوښه کیدو راوروسته دپرودویل دکتاب دخرڅولو بهیر ډېرګړندی سواو ښه بازار یې وموند دغه کتاب په ډېره اندازی سره خرڅ سو.

لیکوونکی لیکی :ددی ورځپاڼه لیکوونکی درسوایی پيښی د امریکا دعدلی چارو دوزیر «اریک هولدر»، اودا اوس مهال په افغانستان کې دامریکایی او ناټودځواکونو قوماندان جنرال «جان آلن»، دغه دواړه یې هم په دی تور تورن کړل .

دامریکا دعدلی چارو وزیر چې داوباما دنږدی دوستانو اوملګرو څخه دی هغه په دی پوهیدی چې اف بی آی جنرال دیوید پترائوس او پولا پرودویل یې تر خپل څیړنی اوکنترول لاندی نیولی دی او همدارنګه په دی هم پوه وو چې اف بی آی د پرودویل دکمپیوټر څخه یې پټ اطلاعات ترلاسه کړی ، اما دا ټوله مسایل یې پټ کړی وواو پټ یې ساتلی وو .

دنوامبر دمیاشتی د۶شپږمی نیټی څخه دغه درسوایی پيښی پیل په څرګنده توګه ډګر ته راووت او بربنډه سو کوم وخت چې «جیمز کلابر»، دامریکا دجاسوسی اداری مدیر دغه پيښه یې پرژبو باندی واچول بیایې نو دیوید پترائوس څخه غوښتنه وکړه چې دخپلی دندی څخه استعفا وکړی اوځان ددی پوست څخه ګوښه کړی .

اف بی آی په خپلو پلټنو او څيړنو کې ژوته کړه چې دوی دواړو‍ ،جنرال دیوید پترائوس او پرودويل ، یو دبل سره د جنسی اړیکو په درلودلو سره اقرار وکړ .مګر دپټو اطلاعاتو راکړه ورکړ یې و نه منل او هغه یې پر ځای ونه بلل .

د پرودويل پلار ویلی وو چې لور یې دهمدی پيښی په اړه نه ، بلکی دیوی بلی پيښی دپټولو په خاطر چې چارواکو ډېر زیار هم په دی اړه رامنځته کړی وه او هغی دغه پيښه یې پټ ساتلی ده له همدی کبله قربانی سول . یوشمیر نور دسي آي اي دسازمان کارکوونکی بیا په دی باور دی چې د جنرال دیوید پترائوس استعفا او د دندی څخه ګوښه کیدل ددی کبله رامنځته سو هغه داچې دهغه دمعشوقی « پولا پرودویل »شته والی دکنګری دغونډو په ځای کې وه، کار کوونکی په دی اړه یې ګڼی ،ځکه په همدی غونډه کې ټاکل سوی وه چې دلیبیا دهیوادپه بنغازی کې دامریکا دکنسولګری پيښه چې دامریکا سفیر او دری کسه نور دکنسولګری کارکوونکی ووژل سول تر څیړنی لاندی ونیول سی .

ددی چارواکو دډلی څخه یوشمیر یې وایې چې دلیبیا دهیواد دبنغازی په ښارکې دامریکا په کنسولګری کې دسي آي اي دسازمان یو پټ محبس شته والی یې درلود اویو شمیر لیبیایی وسله وال کسان هلته بندیان وو چې هغوی ټرورسیټان ویل کیده او دا کړنه دامریکا د دولت دپریکړو پر ضد یو ګړنه وه چې دغه پټ محبس دامریکا بهر او دباندی شته والی یې درلودل چې هرومرو به دا محبس دمنځه وړل سوی وای .

ددی مقالی لیکوونکی په دی اړه لیکی : تر دا اوسه پوری نه دی اشوا سوی چې د پرودويل په واک کې کوم ډول او څرنګه پټ اطلاعات ورکول سوی وه ، اما دغی ورځپاڼه لیکوونکی د ډنور په پوهنتون کې په خپله یوه وینا کې چې داکتوبر دمیاشتی په پای کې کړی وه هم هلته یې ویله وه چې ډېر پټ اطلاعات په خپل لاس کې لری او دا یې بربنډه او څرګنده کوله چې د لیبیا دهیواد دبنغازی دښار دامریکاد کنسولګری په دننه کې یو پټ محبس سته دی او په دی محبس کې د لیبیا دهیواد یو شمیر وسلواله ډله چې په یوی نظامی ډلی پوری اړه لرله ، ددغه ډلی یو شمیر یې په همدی محبس کې بندیان دی او هلته ساتل کیږی .

په همدی ډول پرودويل په خپله وینا کې ویلی وه چې په بنغازی کې دامریکا پر کنسولګری باندی یرغل دهمدی بندیانو دخلاصون په موخه ترسره سوی وه .

مګر دامریکا رسمی اطلاعات ژوته کوی چې دامریکا پرکنسولګری باندی دغه یرغل دهغه امریکایی فیلیم دخپریدو له کبله صورت موندلی ووکوم چې په فیلیم کې داسلام وپیغمبر حضرت «محمد ص » ته توهین سوی وو نو دغچی په بدل کې دغه یرغل ترسره سوه وو .او دسي آي اي دسازمان چارواکی د پرودويل دغه وینا او ادعا یې بی بڼسټه او غیر ریالیسټيک بللی وو.

د«واشنګټن پست » ورځپاڼی ددی پيښی په اړه یې ولیکل : چې دیوید پترائوس اصلآ په دی هیله نه وو اونه یې غوښت چې استعفا او ځان د دندی څخه ګوښه کړی ،مګر کله چې ودی ته ځیر سو اونه یې سوای کولای چې خپل اړیکی د پرودويل سره پټ وساتی او دغه اړیکی اشوا نکړی و دی کړنی ته اړ ایستل سو . بیا یو شمیر کارپوهان په دی باور دی او وایی دا نا شونی دی چې پرودويل دی د سي آي اي دسازمان ډېر پټ اطلاعات دی دخپل شخصی موخو دپاره ترلاسه کړی وی او يا داچې دکوم لوری یو شمیرنورکسان پرودويل ورځپاڼه لیکوونکی به یې و دی پيل ته اړ ایستلی وی چې دا کړنه تر سره کړی ایا دغه لوری په دننه هیواد کې یوشمیر خلک دی ؟او یا بهرنۍ خلک دی ؟ دا هغه پوښتنی دی چې لا تر اوسه پوری بیله ځوابه پاته سویدی .

لیکوونکی دجنرال دیوید پترائوس اود پرودويل ورځپاڼه لیکوونکی د دغه درسوایی د پيښی په رڼاکې اود هغه دپایښت په اړه لیکی: ډېر نورامریکایی ورځپاڼی دیوی بلی رسوایی څخه هم پرده پورته کړ کوم چې د پترائوس درسوایی څخه لږ ارزښت نلری دغه رسوایی دامریکا دفضایی آژانس «ناسا» دیوځانکړی کمپیوټر ورکیدل دی چې په دی آژانس پوری اړه یې درلودله او په دی کمپیوټرکې ددی فضایی آژانس په دندواخته د زرګونو کار کوونکو شخصی اطلاعات په کې ثبت سوی وه .

دغه کمپيوټر دیو موټر څخه غلا سو کوم چې دناسا دتعمیر ومخ ته پارک سوی وو او د موټر د ور «دروازه » په ماتولو سره دغه کمپيوټر غلا سو که څه هم ټول اطلاعات یې درمز درلودونکی وه اما ددی کمپيوټر ډیسک بله رمز ايښودلو څخه وو او دا په دی معنا دی چې نوموړی غل په ډېره ساده ګې او اسانی سره کولای سی چې ددی کمپیوټر ټول اطلاعات تر لاسه کړی .

دغه موجوده اطلاعات ددی ښکارندوی دی چې دا لمړی ځل نه دی چې په امریکا کې داسی پيښی رامنځته کیږی ، دمثال په توګه په تیر مارس میاشت کې دناسا دفضایی آژانس ډېر شمیر کمپيوټرونه اوسی ډی یانی چې په هغه کې د دی فضایی آژانس د«۲۳۰۰» دوزره درسوه تنو کارکوونکو شخصی اطلاعات ،چې په دی فضایی سازمان یې اړه درلودل او ددوی اطلاعات په کې ثبت او لیکل سوی وه غلا سو،بیله دا چې دامریکا دولت دی په دی اړه کوم څه ووایی او خپل لړلید په دی هکله خپور کړی، نودغه پيښه تر اوسه پوری ځانګړی سوی ندی چې ایا دغه بربنډه او اشوا سوی اطلاعات چې دباندی راوتلی دی کوم چې دسی آي اي په مرکزی سازمان او دناسا په فضایی سازمان پوری اړه یې درلودل ،کومه اړیکه د دی دوو پيښوتر منځ په دی هکله سته دی او که نه ؟ ./

 

 


بالا
 
بازگشت