حبيب الله غمخور

 

دتذکرې وېش ملي اړتياده

حبيب الله غمخور

د۲۰۱۳جنوري ۲۵

په نړۍ کښي افغانستان يوازنی هيواد دی چې وگړې ئې دتابيعت اوهويت پېژندنې دولتی سند نلري ،هرڅومره چې ژر کېږي بايد زموږ دهيواد نارينه اوښځې،لوي او واړه دتابعيت دسند خاوندان سي .

پدې ورستيوکې درڼواوشفافوټاکنولپاره دافغانستان اتباعوته دتابيعت دسنددويش پر اړتياخبرې دټولوپر ژبه دي اودغې ملي تشې ته په کتوسره دمخابراتو وزارت دو کاله پخوا په عصري بڼه ددې سند دجوړېدو وعده ورکړه ،چې پدې ورستيوکښي ئي  ددې سند دجوړيو خبر دډله ايزورسنيولخوا خپور سو  .

که څه هم دتابيعت دتذکرې وېش په افغانستان کې اوږ د تاريخ نلري،خو ددې سند دپيدايښت له لمړۍ ورځې نه تراوسه ددې سندترلاسه کول يوڅه ستونځمن وه . لمړئ خودولت داسي شرايط برابرکړی وه چې له هيچانه دتذکرې پوښتنه نه ده سوې،حتا داړتياپه وخت کښي به دولتي مامور ددې ستوزي دحل لپاره درشوت په بدل کښي هرکار اسانه کاوه .

د۱۳۴۳ کال راپدې خواچې دافغانستان اساسی قانون تصويب شو اوهلته دافغانستان داتباعودومسوليتونواودندو په هکله په يو فصل څومادوکې مفصل بحث شوی،ولي بياهم دولتي اړونده ادارو دهمدې اساسی قانون ددې برخې دپلې کيدو لپاره چې بايددهيواد داتباع  د هويت دتثبيت سند لرونکي وي خپل ورسپارل سوې د نده لکه چې اړينه ده سرته نده رسولې .سره له دې چې هغه وخت نه جگړه وه اونه هم دا اوسنی امنيتی ستونزي .فکرکوم  يوازي يوځل په ۱۳۴۵ کال ديوې لنډي مودې لپاره له نيمگړتياونه ډک او هغه هم يوازي دنارينه وو لپاره دتابيعت دتذکرو دوېش لړیترسره سول . پرهمدې بنياد دولايت او ولسوالی په تشکيل کښي داحصائې مديريت شامل سو. داچي بيادې مدير صاحب ددې څانگی دتشکيل دموخوسرته رسېدولپاره ولي کارنه کاوه چاپوښتنه ترې نه ده کړې، په حقيقت کي دايوه ايظافی اداره معلومېده  اومسول ئې خپله ويل زه کوم صلاحيت او مسوليت نلرم .

داستونزه تراوسه دوام لري اوتراوسه زموږ دهيوادکليو اوبانډوکي دهمدې شعبودلاري دتذکرې دويش لپاره هڅه نده سوې،حتاپه  لويوښارونوکي نه ټول نارينه پدې مجبورسوی چي دتابيعت سند ترلاسه کړي اونه هم ښځې دې کارته هڅول سوی چې دتابيعت تذکرې ترلاسه کړې ،دغه داحصائې ادارې په نوم موجودي دي خوعملي گټه ئې موږ ونه ليدل  .

يوشميردتذکرودويش په وړاندي په ځانگړې توگه دښځېنه اتباعو لپاره له يوې خوا دوديزي اوکليوالي ستونزي اودبلې خواعقيده وي ستونزي په گوته کوي، ځکه ولس مو نالسوتۍدی .دويته يوه بي سواده ملاپلانکي ويلي چي عکس اخيستل کفردی،بس دهغه خبره دقرانکريم آيات گرځېدلی،داپوښتنه چانده کړې چي پدي نورواسلامي هيوادونوکي ولي ښځې عکس اخلي اودتابيعت اسناد لري ؟ ولې ښوونځيوته ځی اوپه هيواد کي دننه اوبهر عالي اومسلکی تحصيلات کوي،ولې دنارينه سره اوږه پراوږه په ټولنيزو چاروکي برخه اخلې، متاسفانه داسلام له نامه په نامعقوله استفادې سره داسلام اوعقيدې په نوم زموږ هيواد دهرڅه نه شاته پاته حرکتونوموزيم گرځېدلی اوس هم کوښښ کيږې همدا ډول شاته پاته وساتل شي .

ښځوته تذکره نه اخلو،ځکه ملاپلانکی ويلي چي دا کارکفردی،ښونځيو اوعالي تحصيلاتوته انجونې اوپيغلي نه پرېږدو،وايو داسلام سره برابرکارنه دي اونه هم دازموږپه کلتورکي سته .په همدي دوټکوزموږ دهيواددښمنانوموږ نه يوازي داچي له عجيبواوغريبوناخوالو سره مخامخ کړی يو،بلکې دنړيوال پرمختگ له بهيرنه ئي هم شاته ساتلي يو . 

ددې ستونزی دحل لپاره  کېداي سي په ټولوهغوښارونوکي چي امينت سته زموږ دهغوديني عالمانوله پوهی نه استفاده وسي کوم چي په رښتياني بڼه په دينې علوموپوهيږي اوداسلام له دين څخه نه دسياسي اونه هم دشخصی موخولپاره استفاده کوي .

متاسفانه دولتي اړونده ادارې ددې ملي ستونزي دحل اوزموږ دولس دپوهاوی لپاره  نه کوم  تبليغاتي اونه هم دپوهاوی کوم گټور گام اوچت کړي اونه هم زموږ دهيواد ډله ايزورسنيو،ديني عالمانو،قومي مشرانو،سياسي گوندونواو نورو ټولنيز سازمانودغې ملي ستو نزي ته پام راگر ځولی دی،ترڅو زموږ دولس ذهنيتونه روښانه کړي اودېته ئې وهڅوي چي له دولت نه دتذکرودويش ولړۍ ژر تر ژره  دپېلېدوغوښتنه وکړ ي .

متاسفانه تراوسه پوري حالت داسي دی که  چيري کوم وخت يوچاته  ډيره جدي دتذکرې درلودلواړتيا پيداشې، نود مربوطي ادارې دمامورينو غوالنگه شي اودرشوت په مقابل کي دتابعيت سندورکوي .

هغه بهرمېشتي افغانان چي دکوموکارونو لپاره افغانستان ته ځې کله چې راوگرځې قيصه کوي چي دتذکري،يادهغې دمثنی يا نکاح خط  اوپاسپورټ  ترلاسه کولولپاره څومره پيسې بايد رشوت ورکړه شي .ددې رشوت اخيستلولپاره داړونده ادارو چارواکي معين دلالان لري اودهغوي پرلاس داکارونه ترسره کيږي . دوي وايي دهغه چا کورخراب دی چې دا دلال پرې پو ه سي چې دغه کس له بهرنه راغلي،ځکه نو له هغه نه رشوت هم په دالر،ايرو اوپونډ پيمانه کيږي .

همدادليل دی چي دلته په بهرکي ددي هيوادو اړونده ارگانونه په  تعجب  سره داپوښتنه کوي چې ولي افغانا تذکره اويابل کوم دتابعيت سند نلري ؟ که ئې څوک لري اوس پر هغه هم شکمن دي ځکه دوي پرې پوهېدلي چي په افغانستان کي دهر ډول سندو رانيول اوخرڅول عادي کاري .په بهرکي ډير داسي کسان موندل سوی چي په عمرئي افغانستان ليدلی  نه دی ، خودافغانستان دتابعيت تذکره اوپاسپورټ ورسره وي او دهمدې اسنادو نه په استفادې سره دلته په اروپاکي دافغان  په نوم اقامت لټوی .

دسویډن پخوانۍ دبهرنيو چارو وزير ي اغلي اناليند څوکاله پخوا دافغانانوسره دافغانستان په اړونددځينو مسائيلو په هکله دمشورې اوددوي په نظر دپوهېدلوپه خاطرستکهلم ته موږ پنځه نفره دعوت کړو. دهغې غونډې  ټول گډونوال بېله مرحوم محمدهاشم وطنوال  نه  ژوندی دي .پدې غونډه کي دبهرنيوچارو وزارت د(( اې او ام )) دادارې رئيس په پاکستان کي دسويډن سفير اونورو اړونده دولتي جگپوړوچارواکوگډون درلود .

په همدې ناسته کښي هم په افغانستان کي همدا دتذکرې دستونزي خبره ديوې مسلې په اړوند مطرح سول اوپردې ستوزنزي زياتي خبري وسولې .

دعارخبره خوداده چې تراوسه دتذکرې اويادهغې دمثنا ترلاسه کولولپاره درشوت ورکولوپروسه پداسي حال کښي روانه ده چي دولتي اړونده ادارې بايد هيواد وال دمختليفولارودې ته اړيستي اوهڅولي واي ترڅو هغوي تذکره واخلي . له بده مرغه نه پخوانيو اونه هم او سنيو دولتي چارواکو چې دخپلو نه ليدونکو برياوپه صفتو نه مړېږ ي،پدي يولس کاله  ئې ددې لپاره کار ونه کړ چې خلک دتذکرې اخستلوته وهڅوي،همدادليل دی چي زموږ غوڅ اکثريت هيوادوال دتابيعت دتذکرې نلري اونه ئې هم په اهميت نه پوهيږي .

سره له دې چې همدا اوس هم يوشمېر دافغان ولس په همدې شاته پاته اودتذکرې نه درلودلوحالت ساتلو کښي خپلې معينې گټې لري، داسي معلومېږي چي اوس دجمهوری رياست اوپارلمانی چوکی پرسرسيالي يوڅه گرمېدونکې ده اوددې سيالی دگټو لپاره اړينه ده چي زموږ هيوادوال تذکره ولري،واي ((خداي دې داسي شرپېښ کړي چې زموږ خيرپکښې وي)) اميد دی چې دهمدې سياليوداړتياپه برکت دټاکنودکارت سره يوځاي دتابيعت دسند څښتنان شي . ددې ترڅنگ هغه افغان روڼ اندي چي ددې ملي سند ددرلودوپه اهميت پوهېږي په تکراربايد پر دولتی چارواکو فشار راوړي چي خلکوته دتابيعت سند دوېش مسلې ته جدي پاملرنه وکړي،زموږ په نظرداکار به په ټاکنوکښي دمعمولي اوساده درغليودمخنوی لپاره لږترلږه مرسته وکړاي شي .

همدا اوس بېشمېره ايرانيان ،پاکستانيان اونور . . .له افغاني تذکرو سره اوکله کله په افغاني پاسپور ټو اروپا ته راروان دي ،موږ ئې دسرپه سترگو وينوچي داڅوک دی اوداسندئې له کومه ترلاسه کړی .

خبره نوره نه اوږدوم،دډله ايزو رسنيو دمعلوماتو له مخې دادی دمخابراتودوزير په ابتکار به دنوی اوپرمختللي تخنالوژی نه په استفادې سره برېښنايي تذکرې ياهويت کارت دنړيوال ستنډرد پر بنيادجوړ اوډير ژر به د وېش لپاره تيارسی .

اميدواريوچې داځل زموږ خلکوته بېله رشوت نه دابرېښنايي تذکري يوازي ددولتي قيمت په بدل کي،ديوې ملي اړيتيا دپوره کولوپه موخه دملي کمپاين ترنامه لاندي په يو وخت کښي په ټول افغانستان پيل سي . مخکې له دېنه چي دويش پروسه پيلېږي دعامو خلکو دذهنيتونودروښانه کولولپاره له ټولو امکاناتونه گټوره استفاده وشي .

ددولت مخالفې وسله والي ډلې اوسازمانونه  که په رښتياسره دوي افغانان  وي اودعمل اوارادې  ازادي ولري نه بايدزموږ هيوادوالوته دتابيعت دسند دوېش په وړاندي ستوزي پېښې کړي اوياددې کار سره مخالفت وکړي .

ډيره اړينه اوحياتی ده چې زموږ خويندي اوميندي هم دتابيعت سند ترلاسه کړي .د پاسپورټ  ورکړه بايد ترجدی کنترول لاندي وي او دسفرپه وخت کي دهغه توضع  بايد هرڅومره چې ژر کيږي دنړيوال تخنيکی نورم او اصولو پر بنيادوي . ترڅوله دې معتبرافغاني سندنه دانسانانوقاچاقبر اوهم نورو تروريستی سازمانويادنشې توکو(هيروئينو) سوداگرو دلاس رسی مخه ونيول شي .

پدې هليه چي دکورنيو چارو وزارت سره پدې ملي دنده کي تريوې مودې پوري دمخابراتو وزارت اړونده اداروله لاري گډه همکاري دوام ومومی . ځکه دمخابراتو وزارت دتابيعت دتذکرو دويش مسوليت او صلاحيت نه لري،په ټوله نړۍ کښي دتابيعت اسناداوپاسپورټ دکورنيو چارو وزارت دمعينو اداروځانگړې دنده بلل کيږي .

خپله ليکنه پدې ټکي رانغاړم،دهيواد دولتی مشرتابه بايد په هر ډول شرايطوکښي خپلې ملي دندي سرته ورسوی، يوددې ملي دندونه دافغانستان ټولواتباعوته دتابيعت سند ويش دي .

هيله منديو چي تر راتلونکو ټاکنو وروسته زموږ نوی اويازاړه دوباره واک ته رسيدلي چارواکي دغې ملي ناخوالي  ته ديوه افغان په توگه جدي پام  راواړوي ترڅو حد اقل  پدې برخه کي دنړيوالوسره دسيالی جوگه سو. پاي

 

 


بالا
 
بازگشت