حبيب الله غمخور

د۲۰۱۲ ز کال  ددسمبر اتمه

 

دښاغلي کرزي حيرانوونکی هدايت

دپاکستانی چارواکودلاس وهنوپه وړاندي چوپتيا ملي خيانت دی .دحق غوښتنه اويادحق څخه دفاع ته په کومه ژ به يوڅوک دمنفي تبليغاتو نوم ورکوي؟

په ډله ايزورسنيوکي مي واورېدل چي ښاغلي کرزی صاحب خپلې ادارېدولتي چارواکواو وياندويانو ته شفاهی هدايت ورکړی چي دپاکستان پر خلاف دې له  منفی تبليغاتو نه ډډه وکړي ،ددې تر څنگ داهم ويل کيږي چي دمختلفو امکاناتوه په استفادې سره ئې دډله ايزورسنيو ترگوږ هم تېره کړې چي دوي هم له احتياط نه کارواخلي  ،سره لدې چې دغه هدايت  د اساسي قانون اود بیان د ازادۍ د اصولو پر خلاف  دی .  

په هغه خبرکښي چې دقوس دمياشتي پر شپږمه  دازادی راډيو اوبياوروسته دنورو ډله ايزورسنيو لخوا خپور سو راغلي چې : ((د افغان حکومت ځني سرچینې وايي، چې ولسمشر کرزي دوزيرانوشوراپه غونډه کي حکومت  غړو اوټولو ویاندویانو ته سپارښتنه کړې؛ چې د پاکستان پر ضد له منفي څرګندونو ډډه وکړي.

یوه لوړ پوړي افغان حکومتي مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې ښاغلي کرزي دا سپارښتنه په یو شفاهي حکم کې کړې ده.ده وویل، په ځینو حالاتو کې د افغانستان بل ګاونډی ایران هم یاد شوی، چې افغان حکومتي چارواکي یې باید پر ضد خبري ونه کړي.ښاغلي کرزی وروسته تر هغه دا لارښوونه کوي؛ چې پاکستان ته د سولې عالي شورا یو پلاوی ولاړ اوله پاکستان سره په شوي تړون کې یې ویلي؛ چې افغان حکومتي چارواکي به د دې هیواد پر خلاف څرګندونې نه کوي.))

لمړی به ئې له دېنه پيل کړو چي ښاغلي صلاح الدين رباني ته چاداواک  او صلاحيت ورکړی چي دپاکستاني چارواکوسره ترليدو وروسته دخپل سفرپه  اعلاميه کښي ترخپل صلاحيت وړاندي  لوزونه شامل کړي .زه اوس له دېنه  تېرېږم چي همدا صلاح الدين رباني په پاکستان کي لوي سوی اودپاکستاني چارواکوتر کامل تاثير لاندي دي . يوڅوک چي ماشوم توب ئې په يوه داسي هيواد لکه پاکستان اوديوه داسی چا زوي  وي لکه استاد رباني چي ديوه تنظيم رهبر وو، داطبعی  ده چي دپاکستاني استخباراتوترنظارت لاندي لوي سوی او هغوي پرده باندي معين تاثيرات لرلي .دبلې خوا تراوسه دسولي دشورا دغه اوسنې ترکيب زموږ دملت غوڅ اکثريت  ته دمنلو وړ ندي .

چي کله  دملي امنيت پر رئيس اسد الله خالد ځانمرگی بريد وسواوداسي ويل کيږي چي دې سړې له ځان سره دسولي پيغام درلود دډله ايزو رسنيو لخوا ديو شمير کسانوسره په مرکو کښي  هغوي هم يوځل بيادامسله په ډاگه کړه چي دسولي دعالي شورا ترکيب دمنلو وړندی . دبېلگې په توگه د نظامي چارو کارپوه جنرال امان الله امان محور ورځپاڼي ته ویلې،(( د سولې کمېسیون لا تراوسه سیاسي کمېسیون دی. حکومت په نوم یو څو کسان راټول کړي او د روزي یوه مرجع یې ورته تشکیل کړې ده.))

نوچې تر اوسه داترکيب دمنلو وړنه دی اورئېس ئې انتصاب سوی دي،څنگه کېداي سي  پاکستان ته دسفرپر مهال دهغه داسي  ژمنې چې دپاکستان په گټه اوزموږپه تاوان وي زموږ ولس ته دمنلو وړ وگرځي . داخبره موږ په  تکرار کړې چي له پاکستان او ايران سره زموږ ديپلوماتيک مناسبات بايد دملي گټوپر بنياد ولاړي وي اوله دوي سره  په اړېکو کښي له نهايي احتياط نه کارواخستل سي .

که له پاکستان سره زموږ داړېکو شاليد ته وگورو نودددې هيوادله جوړېدونه بياتر نن ورځې پوري هيڅ يوه افغان چارواکي دپاکستان سره داخبره نده منلې چي دپاکستان دټولوسپين سترگيوسرۀ به افغان ولس ددوي په وړاندي چوپه خوله  پاته وي .

موږ دپاکستان سره ستر تاريخي ناحل سوی لانجه لرو، دډيورنډکرښه هغه مسله ده چي موږ ته ئې منل پدې ډول لکه چي کرزی صاحب دخلکوپرخولودچوپتيامهرونه  لگوی دمنلو وړ نده .

کرزی صاحب په خپل  فرمان  داپه موږ هير ه وي  چې پاکستان دادوه کاله زموږ مقدسه خاوره پر راکټونوولي ،په زرهاو کورنۍ مودخپل ټاټوبي نه بې ځايه سوې،پدې څولسيزوکښي يې  زموږ دخاورې په سلهاوو کيلومتر مځکه په يوه اوبله بهانه لاندي کړې .داچي دهمدې کرزی په ويناپه افغانستان کښي دجگړې دلمنې پراخېدو اودده په ويناترهگرو زالي هلته دی اوتر پرون  پوري ئې له امريکا اوناټ نه غوښتل چي دکرښي هاخوا ته  دترهگرو زالي په  نښه کړي داپر خپل ځاي  پرېږ ده .حتا کرزی صاحب ډير ځله امريکا اوناټو پدې ملامته بللې چي دوي په افغانستان کي عمليات کوي پداسي حال کښي تي ددې ټولوبدبختيو لامل اوروزنتونونه تر افغانستان بيرون دي .داچي ده هيڅکله دا جرأت ندی کړي دپاکستان نوم واخلي ،خو ټول پرې  پوهېدل چي هدف ئي پاکستان دی .يو وخت ئي يونږدي دوست ورته ويلې وه چي خلک انتقاد کوی ،وايي ولي کرزی صاحب دپاکستان دنامه له اخيستلو نه ډډه کوي ،کرزی په جواب کې ورته ويلې وه چي ددې خبري اړتيا څه ده ،ماشوم هر پرې پوهېږي چي زه څوک يادوم اوپاکستانيان هم پرې پوهيږي چي زه دوي يادوم .

دحيرانتيا خبراه داده چي ولي يودم هرڅه سرچپه سول ؟ اوداچي پاکستاني چارواکو په صلاح الدين رباني دا خبره چې افغان چارواکي به دپاکستان پر خلاف  منفي څرگندوني اوتبلېغات نه کوي ومنل اودسفردگډې اعلاميې يوه ماده ئې وگرځول ،پدې کي هم دې تورلېنگوماهروجنرالانو اوپاکستاني چارواکو دوې موخې درلودې .يوه داچي دصلاح الدين رباني په وړاندي دافغان ولس قهر راوپار وی اوبيادوي له هغه نه يوه بله استفاده وکړي او بل سره له دې چې  دوي پرې پوهیږي چي افغانان  دپاکستان په وړاندي ترهغوچي ټولې لانجې نه وي حل سوی چوپ نه  پاتيږي خپل دحقوقونه دفاع کوي ،پدې صورت کي  به دوي صلاح الدين اويادسولي شورابل غړي ته ويلاي سي چي ستاسو موافقې چي زموږ سره ئي کوی په افغانستان کي دمقاومت اومخالفت سره مخامخ کيږي ،موږ نسو کولاي ستاسو سره  کوم لوز او وعده وکړو،چې یدې ډول داشورام بې اعرتباره کوي اوورته په گوته کوي چي تاسو کوم واک اوصلاحيت نلري هغه د((يک تير ودوپخته خبره ده .))

ددې ټولومسايلو په نظر کي نيولوسره کرزی صاحب هم هدايت صادر کړی چي نور دپاکستان پر خلاف دده په وينا منفي تبلېغات مه کوی .پداسي حال کښي چي دپاکستان پر خلاف  ديوه افغان   لخواهم يوه ناحقه خبره نده ويل سوې . دحق غوښتنه اويادحق څخه دفاع ياداچي پاکستان زموږ په کورنيو چاروکي په دوامداره توگه مداخلي کوي اوگواړي دلته پللاسپوڅۍ حکومت ولري دغه اونورو گوتنيونو ته په کومه ژ به يوڅوک دمنفي تبليغاتو نوم ورکولاي سي ؟

زه نه غواړم په تکرار سره دپاکستان دشپږ  لسيزو پرلپسې مداخلو اولاسوهنوته اشاره وکړم  اونه هم داله چاسره منلاي شم  چي موږ دپاکستان پر خلاف دهغوي د ټولومداخلو سربېره دخپلو ملي گټونه دفاع ونکړو او چوپ پاته سو،داچې دې دفاع ته بيا کرزی صاحب د منفي څرگندونو نوم ورکوي داپه هغه پوري اړه لري .

روښانه حقيقت خو دادی چې دپاکستان دجوړېدوراپدې خوادوي زموږ سره ښه گاونډی ندی پاته سوی ،تل ئې زموږ دولس په بدمرغيو اوخواريوکښي خپلې گټې لټولي دي .که پاکستان دا نن زموږ سره دښه گاونډيتوب مناسبات پيل کړي داوعده درکوم چي په افغانستان کښي به په هغه ورځ کراره کراري شي .

هغه ظلم اونارواچي همدا اوس دکوزي پښتونخوااوبلوڅو ورڼوسره کيږي تاريخ ئي مثالونه نلري . دهمدي پاکستاني چارواکولخوادتندلارو اوطالبانوسره داړېکوپه پلمه دپښتنو مشران په نښه سوی اوله منځه تللي . کرزی صاحب تاسوخو دهغه سوال په جواب چي پاکستان زموږ خاوره په راکټو ولي، وويل زه دپولي هاخواچي زموږ  ورونه دي په راکټو نه ولم .

تر راکټو به تيرسو،رابسودې خبرې ته چي ،تاسو داخبره منۍ چي راکټونه پاکستاني پوځ  لخوا پرموږ اورېږي. بيانولي  ولي افغانانوته هدايت کوې چي دپاکستان پر خلاف څه مه واياست،اياموږ دخپلي خاوري ددفاع حق نلرو،که راکټ نلروچي جواب ورکړو،نوژبه  اوقلم  ولي تاسورانه اخلې ؟؟؟سره له دې چا ستاسو دغه غوښتنه يوافغان که رښتيا افغان وی او افغاني مور زېږولی وي اودافغاني مور شيدې ئي رودلي وي نسی  منلاي که په افغانستان کيخلک ډاره وۍ دلته په بهرکي هم افغانان سته دخپلې خاوري  او ملي گټونه دفاع کوي .

وايي پاکستان زموږ سره دسولي  راوستلوپه پروسه کي مرسته کوي . پاکستان تراوسه په رښتيانۍ بڼه دافغانانوسره دسولي په پروسه کي مرسته نده کړې .دجگړې زېږنتون اوپالنتون پاکستان اوپاکستاني جنرالان دي اوتاسو بياواياستپاکستان دسولي په پروسه کي مرسته کوي .پاکستان دايولس کاله داخبره کړې دجنرال مشرف نه ترزرداي پوي داهريوه په تکرار داخبره کړې چي موږ په افغانستان کي دسولي اوثبات سرعلاقه لرو ،خوپه عمل کښي يوه چارواکي هم داخپله خبره نه پياده کړې .

زماددې خبری  پخلی اغلې شکريه بارکزي  کوي. هغه وايي  : ((طالبانو کله هم ندي ویلي چې له افغان حکومت سره سوله کوي . دسولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم ګڼل د افغان حکومت لویه اشتباه ده  : ((د سولې تګلارې تراوسه هېڅ ګټه نده کړې. یوه داسې تګلاره دې رامنځته شي، چې بشپړه افغاني وي. حکومت د پاکستان له خوا د بندیانو خوشي کول لاسته راوړنه بولي ، خو له دغو بندیانو سره چا حساب وکړ، چې دوی په بند کې د طالبانو استازي ول او که د پاکستان؟ حکومت تل ناکامې پروژې پر مخ وړي. دسولې دناکامې پروژې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ جوته شوه .))

اغلې بارکزۍ زیاتوي، د سولې روان بهیر د ډاکتر نجیب الله د سولې هغه هڅې را تازه کوي، چې هغه یې قرباني شو، خو افغان حکومت ترې پند نه اخلي. په اوس وخت کې د سولې لپاره د طالبانو استازې حنا رباني کهر ده او د مجاهدینو په وخت کې جنرال ضیاءالحق و، خو نه هغې سولې افغانانو ته څه ورکړل او نه به په روان ډول سوله افغانانو ته څه ورکړای شي.)) محور ورځپاڼه

متاسفانه ايران په ايورو اوپاکستان په ډالر اوتشو وعدوچي په راتلونکي ټاکنوپه بهير کي به کي به دکرزي  وروراويابل هغه کس چي  کرزی صاحب  ترخپل ورور  وروسته ددوهم واريانت  په توگه ور باندي کارکوي،چي زه ئي اوس نوم نه اخلم مرسته ورسره وکړي . خلک گيله لري وايي ،تاسودخپلوگټو په خاطر دافغان ولس دملي گټوپه وړاندي درېږئ او دخلکو پرخولې دپاکستان او ايران په گټه دچوپتيامهرونه وهی .

موږ نه پوهېږوچي تاسو ولي دې ملي جفاته  ملاتړلې؟ اخير افغان خوياست ! زموږ دڅولسيزوراپدې خوا زورېدلی ولس سره دنوروجفا گانوتر څنگ داتاريخي جفا هم کوی ؟ چي ولس مودپاکستاني جنرالانوپه وړاندي چوپ پاته شي ؟

له نيکه مرغه خلک درباندي خاندي .چي هرڅومره پاکستان ته وفادار پاته شئ بياهم پاکستان لپاره دتذکرې له مخې افغان ياست اودوي له افغان سره تاريخي دښمني لري . تاريخي پېښو ثابته کړې چي دوي رازېږولي اوروزلې ئې دخټلو گټوترپولي ساتلي ، کله چي ئې دگټو له مخې لازم بللې بيا ئي  هغه  نازولي او روزلي هم قرباني کړي  دي ،.تاسو ئې پیژنۍ زه ئې نومواخلستلونه ډډه کوم  .

پاکستاني چارواکوقسم خوړلی چي د وروستی افغان  تر نابودۍ پوري خپل ټول امکانات په کار واچوي . دبېلگې په توگه طالبان ددوي لخواراپيداسول ،دوي وجنگول ،واک ته ئي ورسول ،بېواکه ئي کړه،دادی وايي چي په زندان کي هم وه .

دادی اوس ئي صلاح الدين رباني ته چي کله پاکستان ته ولاړ  وويل ستاسو دراتگ اوزموږ دښه نيت په خاطربه اته طالب مشران دزندان څخه ازاد کړو،چې حناجانه ورته دمنځنۍ کچي طالبان وايي ،زه نه پوهېږم چي دادمنځنۍ کچي بولي نودلوړي کچې ده ئې څوک اوهغه ېې چيري ساتلي . پاکستاني چارواکو داکار ددې لپاره وکړ چې صلاح الدين رباني ته څرگنده کړي چي موږ داکار ددي لپاره کوو  تر څو تاسو تش لاس ولاړ نسۍ او دبلې خوا مو اعتبارزيات شي .داچي دوي زنداني وه يانه دابله خبره ده .خوپه دې يپلو ماتيک  يې داسي څرگنده کړه چې  دصلاح الدين رباني دسولي دسفر اوهغه دغوښتنې  په خاطر داتو طالبان ازادسول  .

اودهمدې طالبانوپه نامه ئي يوه اعلاميه هم خپره کړه چي گويا طالبانوهم دا کاردقدروړ وباله اودپاکستان له دې اقدام نه ئي هرکلۍ وکړ . پدې ليکنه کښي ئي اړينه نه بولم دټولوافغانانوداپوښتنه راپورته کړم چي که طالب چارواکي له دوي سره زندانيان وه ،نو دوي له چانه دفاع کول ؟ اوولي دکرزی صاحب په گډون ټولې نړۍ دايوه خبره کول چي پاکستان دطالبانو شاته ولاړدي .تردې لاډيره مهم چي دانسوه معلومه چي دوي په کومه گناه نيول سوی وه ؟ که په جگړه کې دگډون په تور زندانيان سوي وي ،نوپدي کارکشي خو ددوي سره مرسته پاکستاني چارواکو کوله اوکه په بله گناه نيول سوي وه ولې هغه گناه څرگنده نسول ؟

دوي چا کښي محاکمه کړه ؟ که دڅوکلو راپدې خواپه زندان کي وه نوافغان چارواکواونورونړيوالو سازمانو ولې پدې هکله چوپتيا غوره کړې وه؟ زموږ دولت ولي له دوي نه ديوه افغان په توگه دفاع نه کول ؟ داچي دوي ددولت سره مخالفت لري داپدې معنی نده چي دوي افغانان  نه دي .دوي افغانان دي اودولت مکلفيت لري په بهرکي ديوه افغان  وړاندي په هر جرم چي زنداني سوی وي دحقوقونه ئې دفاع وکړي . که په رښتيادوي دپاکستان سره زندانيان وه نوپاکستان څنگه پر هغوخلکو باورکوي چي ددوي په زندانوکي ئې کلونه تير کړي وي ؟ایادداکسان به بله ورځ دپاکستان سره دوستۍ ته زړه ښه کړي ،زندان ،زندان دي . رښتيا خوداده چي پاکستان دسولي له هرې هغې پروسې سره مخالفت کوي په کومه کښې چې ددوي گټې نه وي رانغښتي انه هم په هيڅ صورت ددول له هيوادنه داسي چاته اجازه ورکوي ي ددوي دگټواو ارادې پر خلاف دي نظر ولري .

ويل کيږي چي همدا ملاداد الله اخند دهمدې خپلواک حرکت قرباني سو،چې اوس ېح دمړي اوژوندي درک نسته ،څوک وايي مړدي اوڅوک ئي ژوندی بولي خوپاکستاني چارواکي ددې ټولوسالوپه وړاندي دخپلو ناولومو خولپاره چوپتیا گوره کړې .

کرزی صاحب !همداسي يوه ورځ به دي پلوري .ښه داده چي انسان دخپل ولس سره اوسی .روسان يومتل لري وايي .((په پردوکي دچاعزت نسته ،عزت په خپلوکي دی)) . دافغانستان په تاريخ کي حتا دسقاوزوي هم داخبره نده کړې اونه ئي چاته ويلې چي دپاکستان پر خلاف له تبلېغاتونه لاس واخلي . موږ دپاکستان پر خلاف تبليغ نه کوو،موږ دخپل ولس دلرواوبر افغان دحقوقونه دفاع کوواوپه خپله خاوره کي دپاکستان لاسوهنه په کلکه  غندواوهغه رسوا کوو.

مگر داپخوا چي تاسو ويل  دترهگرو زالي تر افغانستان دباندي دي هگې خبري حقيقت نه درلود اودامنفی څرگندونې وې ؟ زه نه پوهيږم که اوس له تاسو نه پوښتنه وسي چي دترهگروزالي چيري دي ؟ اوددولت مخالفين له کومه راځې ؟څوک ئې روزې ؟داډول پېچلو ځانوږنکو عملياتوته حي يوځل ئې رباني والوزاوه اودادی اوس ئي داستخباراتو رئېس واژه .ستاسو ځواب  به څه وي ؟داچي دپاکستان پر خلاف دتبليغ نه خلک منع کوی نوخپله ئي هم بايد ونکړي ،پدې صورت کي بايد ددې سوال په ځواب کي ووايي چي دترهگرو زالي په افغانستان کي دي اوپه افغانستان کي داسي عملياتوته تيارېږي چي په هيڅ منطق دمنلو وړنده چي دادې ددې خړوطالبانودکار ثمر وي کوم چې په غرو رغوکي گرځي .د افغان پوځ بېچارگان خو پر خپل ځاي پرېږده ، دنړيوالي ټولنې دپوځ  په وړاندي ،ددې ډول مغلقي اوماهرانه جگړې دوام دهغوتر توان لوړ دی کوم چي د روزل سوی پوځی  اومسلکي کسانولخوا رهبري نشي .

زموږ دولس غوڅ اکثريت داوايي چي داټولي راپېښې سوی ناخوالي په لمړی گام کي د پاکستان اوپه دوهم گام کي دايران ډالی دي .ترڅوچي موږ ئي خپله  احساس نکړو چې دوي  اوس غواړي زموږ سره دوستی وکړی ،دپاکستان دهغودوستانو په هدايت  چي په افغان دولت کي ددوي په سلا اومشوره  دامريکالخواځاي پر ځاي سوي چوپ نسو پاته کېداي .زموږ چوپتيادپاکستان په وړاندي دافغانستان سره ستر خيانت اودملت سره تاريخي جفابولو .

 که پاکستان غواړي چي موږ ئي په وړاندي ددوستۍ خبري وکړو،مهرباني دي وکړي دوي دې په عمل کي ثابته کړي چي موږ ته نورشر نه رارسوي اوزموږ سره ديوه ښه گاونډي په توگه  روابط ساتي .زموږ ولس نه ليونۍ اونه ئي ديواله ته سرنيولي ،خوداتاريخ ثابته کړې چي چائي دروازه نوک وهلې ده ئې جواب په سوک ورکړۍ.

ډيرخوښ  يم دليکنې دوروسيو کرښو ليکلوپر وخت مي په تاند ويب پاڼه داخبرولوست چي خپله کرزی صاحب خپل شفاهی فرمان مات کړ او څرگنده کړې ئې ده چي ((د ملي امنیت پر رييس اسد الله خالد ځانوژونکې حمله په پاکستان کې پلان شوې وه .کرزي وویل:«بې له شکه موږ به له پاکستان څخه توضیح وغواړوځکه چې موږ پوهېږو دا سړی چې له اسد الله خالد سره د کتلو لپاره د مېلمه په نوم راغی له پاکستانه څخه راغلی و.»ددېپلوماسۍ په ژبه دې څرگندونوته گوتڅنډنه اودکرزی صاحب په نوې اصطلاح منفي څرگندونه وايي .

اودمحور ورځپاڼې  تردې سرليک لاندي ((پاکستان پسې وغږېږو؛ که پاکستان پسې نه غږېږو؟!)) ډيره جالبه تبصره خپره کړې .

دمحورورځپاڼې پدې ټکو خپله ليکنه رانغاړم چې ليکلې ئې دي  : محور ورځپاڼې د ولسمشر کرزي دا فرمایش منلی و، چې پاکستان پسې به نه غږېږي . اوس دې ولسمشر ووایي، په اسدالله خالد برید چا وکړ د پاکستان ترهګرو که د امریکا؟

 کرزی صاحب ! دغه دمحور ورځپاڼې پوښتنه دټول ملت  سوال دی ،  بايد جواب ئي ورکړئ . ومن الله التوفيق

 

 


بالا
 
بازگشت