د احمد میوند لیکنه

ایا افغانانو ته دیوې بایلل شوي جګړې مسئولیت سپارل کیږي ؟!

اوس څرګنده شویده چې نړیوال ځواکونه غواړي د افغانستان نظامي ماموریت پای ته ورسوي او له ۲۰۱۴  کال نه وروسته د ټول هیواد امنیتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري پوښتنه داده چې ایا افغان ځواکونه ددې وړتیا لري ترڅو د ټول هیواد امنیتي چاري سمبال کړي؟ بله پوښتنه داده چې په رښتیا هم ترهګرو په افغانستان کې ماتې خوړلې او له منځه تللي ؟ دریمه او اساسي پوښتنه داچې د نړیوالو ځواکونو د وتلو اساسي دلایل څه دي؟ ایا په رښتیا هم نړیوالو داجګړه ګټلې او که دیوې بایللې جګړې مسئولیت افغانانو ته سپاري؟

د نظامي چارو څیړونکي په دې عقیده دي چې دامهال دافغان ځواکونو سره هغه وسلې ، توپچي او هوايي ځواک نشته چې وکولی شي د ټول هیواد امنیت په بشپړه توګه تامین کړي ، هغوی د امنیتي ځواکونو د روزني په اړوند هم یو لړ نیوکي لري چې دغو ځواکونو ته هغه ډول روزنه نه ده ورکړه شوې چې وکولی شي د ترهګرو سره اوسنۍ پیچلې او خونړۍ جګړه پرمخ یوسي ، دغه راز څیړونکي دا هم زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه د یوې انګیزې او رزمي روحیې پربنسټ نه دي روزل شوي اکثر سرتیري د معاش د ترلاسه کولو د انګیزې پربنسټ په امنیتي ځواکونو کې شامل شویدي ځکه خو داوړتیا نه لري چې د افغانستان اوسنۍ ستونزمنه جګړه په پوره بري سره وړاندي بوځي او د ټولو نه بده لا داچې پریکړه شوې ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو اوسنۍ شمیرچې (۳۵۲) زره اټکل شوې و هغه به (۲۳۵) زره ته راټیټ شي چې داپخپله د امنیتي ځواکونو پروړتیا ناوړه اغیزه ښندي.

خو ددې پرخلاف داسي نظریات هم شته چې افغان ځواکونه د اوسنۍ جګړې د پرمخ بیولو لپاره وړ ځواکونه بولي او مثال راوړي چې د کابل د څو ورځو مخکي ترهګریزو بریدونو په وړاندي افغان امنیتي ځواکونو ستره وړتیا وښودل او د وطنپالني په ستره روحیه یې له ترهګرو سره د سرښندني تر بریده جګړه وکړه او په دې لاره کې د هیواد یوشمیر امنیتي سرتیري په شهادت ورسیدل ، حقیقت دادی چې د افغان سرتیرو روحیه ستره او د ویاړ وړ ده خو کوم امکانات چې هغوی ته د وسلو له مخي ضروري دي هغه نشته په ځانګړې توګه د هیواد په کلیو او بانډو کې چې ترهګر په ډیرو پرمختللو وسلو باندي سمبال دي هلته باید افغان ځواکونو ته پیاوړي او پرمختللي وسلې ورکړه شي ځکه په کومو وسلو او مهماتو چې بهرني سرتیري سمبال ول له افغان ځواکونو سره نشته.

د دوهمي پوښتني په ځواب کې باید وویل شي چې دامهال ترهګر نه یوازي له منځه نه دي تللي بلکي پیاوړي شویدي هغوی نه داچې ماتې نه ده خوړلې بلکي هغوی په ځانمرګو ځنځیري بریدونو سره جګړه ښارونو او ان پلازمیني کابل ته غځولې ده.

خو د بهرنیانو دلایل په دې اړوند بیل دي هغوي وايي چې په ښارونو کې د ترهګرو له خوا دداسي بریدونو ترسره کول دا ښیي چې هغوی نور د جبهه یي جګړو توان له لاسه ورکړی او د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره یوازي د خپل شتون ننداره افغانانو ته ښيي ، د هغوی قوماندانان او لوړپوړي چارواکي وايي چې تیرکال په جنوب کې چې د طالبانو او ترهګرو پیاوړي سنګرونه دي هغوی ته د نړیوالو ځواکونو له لوري سخته ماتې ورکړه شویده او زیات تلفات ورته اوښتي دي ، ددې ترڅنګ هغوی دادلیل هم راوړي چې دامهال د هغو طالبانو لپاره چې له جګړې نه لاس اخلي د سولي او پخلایني لاره خلاصه شوې او دالړۍ مخ په وړاندي روانه ده.

بلخوا بهرنیانو دا ژمنه هم کړې چې تر ۲۰۱۴ کال پوري به افغان امنیتي ځواکونه په  درنو وسلو سمبالوي او د توپچي او هوايي ځواکونو په پیاوړتیا کې به هم لازمي مرستي کوي او د امنیتي ځواکونو ټولي برخي به پوره پیاوړي او سمبال کړي.

د دریمي او اساسي پوښتني په اړوند چې د بهرنیانو د وتلو دلایل څه دي؟ ایا بهرنیانو داجګړه ګټلی او که بایللې جګړه افغانانو ته سپاري؟ په دې اړه باید وویل شي چې له یوې خوا په نړۍ کې د اقتصادي بحران له امله د بهرنیانو اقتصاد ته زیان رسیدلی او د بهرنیانو د وتلو یو دلیل اقتصادي دلیل دي ځکه د جګړې دوام زیاتو لګښتونو ته اړتیا لري دوهم داچې ددغو هیوادونو حکومتونه په خپلو هیوادونو کې دولس له غبرګون سره مخ شوي او ولسونه یې نور د افغانستان د جګړې دوام د خپلو ګټو پرخلاف ګڼي داچې په دغه جګړه کې بهرنیانو بری موندلی او که نه باید وویل شي چې ډیری شنونکي په دې اند دي چې بهرنیانو په دې جګړه کې هغه بری نه دی ترلاسه کړی چې باور پرې وشي او داجګړه یوه بایلل شوې جګړه بولي دا نطرونه ان د هغو هیوادونو په ولسونو کې ډیر راټوکیدلي چې سرتیري یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرخلاف حګړه کې بوخت دي ، هغوی ددې جګړې دوام منطقي او پرځای نه بولي او ددې جګړې دوام د خپلو ګټو پرخلاف ګڼي ، شنونکي په دې عقیده دي چې دا جګړه له لسو کلونو نه وروسته پیچلې شویده او د جګړې یو اړخ هم د پوره بریالیتوب دعوه نشي کولی ، هغوی دلیل راوړي چې د نړۍ ډیره اوږده جګړه همدغه جګړه ده چې لا تراوسه یې د پای او پوره بریالیتوب څرک نه ترسترګو کیږي ، ویل کیږي جګړه چې اوږده شي د بریالیتوب چانس یې کمیږي او د هیلو پرخلاف جګړه خونړۍ او پیچلې کیږي چې په دغه ناروغي باندي د افغانستان اوسنۍ جګړه هم مبتلا شویده.

شنونکي په دې اند دي چې باید د افغانستان اوسنۍ خونړۍ او پیچلي جګړې ته د حل یوه اساسي او معقوله لاره وموندل شي ترڅو د افغان ولس هیلي او ګټي هم په نظر کې ونیول شي ، دا پرځای خبره نده چې د جګړې پردوام دي ټینګار وشي او دا به هم لویه بې انصافي وي چې افغانانو ته دي یوه خونړۍ جګړه په میراث پریښودل شي په داسي حال کې چې په دې جګړه ځپلي هیواد کې درې نیمي لسیزي کیږي چې په بیلا بیلو بڼو باندي جګړه روانه ساتل شویده.

اوس ددې وخت رارسیدلی چې هم نړیوال ، هم افغان دولت او هم وسله وال مخالفین پردې سلا شي ترڅو د جګړې د پای ته رسولو پریوه معقول او منطقي میکانیزم باندي هو کړه وکړي او په دې جګړه ځپلي هیواد کې د جګړې ټغر ټول شي او ټول افغانان د وروڼو په توګه پخپل هیواد کې له عزته ډک سوله ییز ژوند ته دوام ورکړي خو که داسي ونشول نو د دې هیواد د راتلونکي په اړه هیڅ څوک وړاندوینه نشي کولی ځکه د جګړې له دوام سره به د هیواد ټوله شتمني او بقا له یوه لوی خطر سره مخ شي.

 

 


بالا
 
بازگشت