با د راوړی پاکستان اوس بېرته با د وړي

 څېړونکی  

له نن نه (۶۵) کاله وړاندې انګرېزانو د بر صغیر (هند او پاکستان) د وېشلو عملي ګام پورته کړ. خو له دې نه وړاندې چې د کانګرس په نامه کوم سیمه ییز تحریک د بریتانوي استعمار پر ضد را ټوکېدلی ؤ ، په هغه کې یو هم د اوسني پاکستان همغه  لومړنی رهبر محمد علي جناح ؤ چې پوره (۳۶) کاله په انګلیس کې اوسېدلی  او روزل شوی ؤ . د کانګرس په سیمه ییز تحریک کې د سیمې او اسلامي نړۍ ډېر آزاد خیاله مشران او روڼ آندي شامل وو ، چې له هغو ی نه یوعلامه افغان سید جمال الدین او بل د بریتانوي هند ابوالکلام آزاد ؤ . علامه افغان سید جمال الدین خو د نړیوال استعمار ضد یوه داسې څېره وه چې په افغانستان ، سیمه ، اسلامي او ټوله نړۍ کې یې د ښکېلاک او ځبېښاک پوځي ، سیاسي او اقتصادي خپلسری ،  پردی واک او حکومت نه ما نه ، ځکه یې افغانستان ، هندوستان ، ایران ، مصر ، اروپا او ترکیه ور باندې سره تبۍ اړولې وه ، اوهېڅ ځای یې نه درلود . او ابوالکلام خو بیا مخامخ علي جناح او ور سره نورو ملګرو ته یې ویل چې د پاکستان په نامه بل هېواد جوړول په اصل کې د پردې تر شا د همدغه انګرېزانو په خوله د برصغیر د مسلمانانو وېشل دي . او باید علي جناح له دې کاره تېر شۍ . ځکه کېدی شي چې په لنډ وخت کې بېرته همدغه مسلمانان په څو نورو ټوټو هم د دوی د کا واکه کېد و له پاره په خپلو کې سره ووېشل شي . چې وروسته بیا همداسې وشول . بنګال (شرقي پاکستان ) د اوسني بنګله د ېش په نامه د جنرال یحیی د واک پر مهال د هند په ملاتړ د لاندې شرطونو منلو پر بنسټ ترې بېل شو :

لومړی : هند پر بنګله د ېش ومنله  چې  تر (۲۵) کالو پورې بنګله د یش خپل پوځ نه شي روزلی ، او باید تر هغو پورې د بنګله دېش له پولو هندي عسکر ساتنه وکړي .

دوهم : بنګله د ېشي سوداګر تر (۲۵ ) کالو پورې په خپل سر له نورې نړۍ څخه د خپلې اړتیا وړپاخه توکي نه شي وارد ولی ، لومړی به هندي پاخه توکي په نړیواله بیه اخلي ، او که په هند کې نه پیدا کېدل ، بیا به هند بل هېواد ور ته ټاکي او له هغه څخه به یې را نیسي .

درېیم : که بنګله دېش خپل خام یا پاخه مواد نورې نړۍ ته صادرول ، لومړی به له هند څخه اجازه اخلي ، بیا به که د هند اړتیا ور ته نه وه ، هند به یې په نوره نړۍ کې ورته پلوري .

څلورم : بنګله د ېش به خپلې ټولې دیپلو ماتیکې اړیکې د هند په خوښه له هند او نورې نړۍ سره تودې ساتي . او د بنګله دېشي مشرانوعزل او نصب به هم د هند په خوښه ترسره کېږي . او حزب دیمو کرات ملي ته به د آزاد فعالیت اجازه ور کوي . که داسې نه وي ، هند به د بنګله د ېش له ملاړه لاس په سر کېږي .

همدا لامل ؤ چې د د یمو کرات شېخ مجیب الرحمن تر مشرۍ لاندې یې بنګال ( شرقي پاکستان ) د بنګله د ېش په نامه له پاکستانه بېل ، او د کشمیر سیمه یې د هند او پاکستان تر منځ د عایْقې (نیمه خود مختارې ) سیمې په نامه  وساتله . چې دا ټولې پټې له توطيؤ ډ کې پرېکړې او معاملې د همغه علي جناح پر وخت له هندي چارواکو سره تر سره شوې چې کېدی شي د وخت د انګلیس له خوا د همدغې تو طیْې د عملي کېدو له پاره په کانګرس غونډو کې علي جناح د ستوري ورد ننه شوی وي ، ترڅو له یوې خوا د کانګرس راپورونه انګرېزانو ته ور وړي ، او له بله اړخه خپله داسې سترا تیژیکه سیاسي پروژه پرمخ ور باندې یوسي چې له نیمې پېړۍ هم ډېرې مودې وروسته  بېرته په ډېر لږ جړق ورکولو سره بېرته له منځه ولاړه  شي .

بریتانوي استعمار دغه سترا تیژي د سیمې د مسلمانانو د ټو ټه کولو او په خپلو کې د وېشلو له پاره جوړه کړې وه . هغه مهال د انګلیس استعماري ځواکونو په هند او لوی افغانستان کې مېشت مسلمانان په څو برخو سره ووېشل . تر څو په خپلو کې سره یو ځای او یو ځواکمن هېوا ترې جوړ نه شي . ځکه یې مسلمان پښتانه د ډېورنډ د ناولې او نا منل شوې کرښې په دسیسه کې په لر او بر ، او د سیمې نور مسلمانان یې پرهندي مسلمان اقلیت ، بنګله دېش او نیمه خود مختاره کشمیرونو سره ووېشل . که چېرې د انګرېز دغې متاع (علي جناح ) دا کار نه وای کړی ، او د پاکستان په نامه د انګرېزانو نوی مولودي هېواد یې د انګلیسانو په خوله او پټ ملاتړ نه وی جوړ کړی ، اوس به د آزادو خپلواکو مسلمانانو شمېر په سیمه کې تر (۶۰۰ ) مېلیونو هم وراوښتی ؤ ، چې په سیمه کې مېشتو انګرېزانو د همدغې وېرې له امله دوی د خپل فورمول له مخې د : (سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) مسلمانان په خپلو کې سره وېشلي دي . او دا دي له شپږ نیمو لسیزو وروسته ترې خوندونه اخلي ، او خپلو وروستیو موخو ته ځانونه پرې ور لنډوي .

یاده دې وي چې خان عبدالصمد خان اڅکزي او بلوڅ مشرانو هم چې په کانګرس کې یې د پاکستان د جوړېدو پر مهال حضور در لود ، له پاکستان سره د یوځای کېد و خبره نه وه منلې . هغوی لا همغه مهال خپله آزادي اعلان کړې وه ، خو پنجاب ادارې بلو چستان ایالت له پېرنګي استعمار څخه  د دوی بډایو طبیعي زېرمو لوټلو  له پاره د انګرېزانو په ملاتړ له ځان سره تر نن پورې یرغمل اوله هر څه نه  محروم ساتلی . مشران یې ور ووژل . همدا اوس (۱۴۰۰۰) بلوڅان په ځېلخانو کې ژوندي ورک دي .

که څه هم انګرېزان په فزیکي ډول له سیمې ووتل ، خو قانون یې تر اوسه په پاکستان باندې حاکم دﺉ . د پاکستان په نامه د محمد علي جناح تر قیادت لاندې نوی هېواد جوړ شو ، او د هند خاوره د هندوستان ، غربي پاکستان او شرقي پاکستان په نومونو په درېیو برخو ووېشل شوه ، په دغه وېش کې (۶۰) زره پاکستانۍ ښځې ، او تر (یو نیم لک ) زیاتې هندي ښځې داسې ژوندۍ ورکې شوې چې کورنۍ یې سره وېشل شوې وې . خو د هند او پاکستان تر منځ یې د کشمیر نیمه خود مختاره سیمه هم همداسې لانجمنه او ککړه پرېښووله . چې پر سر یې د دواړو هېوادونو تر منځ دری ځلې جګړې هم شوې دي . هر هېواد غوښتل چې د کارګل په واورو پوښلې سترا تیژیکه حاکمه نقطه خپله کړي .

بل لور ته انګرېزانو پر افغانستان باندې هم د خپلو مزدورانو پرمټ دری ځلې یرغلونه کړي ، خو اصیلو افغانانو له خپلې خاورې څخه  بېرته سرماتي شړلي . ولې په کور د ننه او بهرکې د پټو ناروا غیر افغاني معاملو له امله انګرېزانود افغانستان پښتون مېشتې سیمې هم په آرام پرې نه ښوولې ، له پخواني هند سره د لوی افغانستان بریدونه یې له بولانه تر کوژک ، له اټکه تر تورخمه ، او له جمو او چتراله تر برګي مټال او دېوه ګل او ماڼوګۍ پورې را واړول ، او د ډېورنډ ناولې کرښه یې د افغانانو پرسینه باندې را کاږله ، چې تر اوسه دغه ناسور زخم جوړ نه شو .    

بلخوا افغاني واکمن هم داسې څوک نه وو چې له پردي کټوري او ګډوۍ پرته یې په خپل افغاني لوښي کې اوبه څښلې وای . له غرب او شرق دواړو سره یې په اړیکو کې یواځې خپلې کورنۍ تمویلولې . د افغانستان غم او درد ور سره نه ؤ . هغه مهال افغاني واکمنو تر ( بنګله دېش ) هم خپل ملت وږی ساتلی ؤ . په داسې حال کې چې افغان چارواکو په نیو یارک کې د شاه زاد ګانو په نامه د سرو زرو د خښتو مېخ زینونه هم لرل . او موږ یې د وخت د مالیې وزیرعبدالمالک خان یادولی شو چې په خپل سریې پرته د شاه له مصلحته د پور پر ځای له امریکایي چارواکو سره په نیو یارک کې د افغان شاه زاد ګانو مېخ زینونه مات ، او غنم تر ده د مخه کراچۍ ته را ورسېدل ، چې بیا سملاسي په میدان هوایي کې ونیول او زنداني شو . د دیموکراسۍ په وروستۍ لسیزه کې خو د زابل ولایت د ناوه علم ګل په نامه د ملا میر آخوند له پوښتې څخه روسانو د ممتاز ټراسپورټ په وسیله د خالصو سرو زرو خښتې چې په زرورقو يوښلې وې (۴۲) لس ټنه موټران ډک کړل ، چې په هغو کې یوه هم داسې د سرو زرو مجسمه د روسیې سفارت ته وړل شوې چې په (۱۳) تنو کارګرانو یې  موټر ته ور پورته کړې او ښکته کړې ده  . دا پېښه ماته د همغې سیمې خلکو بیان کړه چې خپله یې په کې کار کړی ؤ ، او ما دغه سیمه په خپلو سترګو ولیدله چې له درېیو خواوو یې نغمونه ور اچولي وو . روسانو په خپله دغه دوستۍ کې د جبل السراج اوغوري سیمنټ ، د کود برق کېمیاوي سره ، د بغلان د قند فابریکې بوره ، او د فارم اډې لال مالټې او نارنج روسیې ته وړل ، او په بد ل کې یې د دوهمې نړیوالې جګړې  د هغه زاړه تخنیک رنګ کړي او له کاره لوېدلي ټانکونه پر افغان دولت پلورلي وو چې د سر دار محمد داؤد خان د صدراعظمۍ د قو ماندې پر مهال ټول له کابله تر چهار آسیاب پورې خراب ولاړ وو .  زه یوه ورځ وزارت داخلې ته ورغلم . ومې لیدل چې له یوولسمې فرقې څخه یې یو خراب او زوړ ولې رنګ کړی ټانک د وزارت داخلې عمومي مستري ته د جوړولو له پاره راؤست ، هلته یو زوړ روسی پوځي مشاور هم ؤ ، کله یې چې پر ټانک سترګې ولګېدلې ، سم لاسي یې وویل چې همدا په دوهمه نړیواله جګړه کې زما ټانک ؤ ، افغانانو ترې وپوښتل چې څه ثبوت یې لرې ؟ هغه په ځواب کې ور ته د ټانک خاص نمبر چې پر انچن یې لیکل شوی ؤ  ووایه . او چې ویې کوت ، همغه نمبر ؤ چې روسي مشاور ور ته ویلی ؤ .

لنډه داچې روسانو هم په اتومي سیالۍ اخته د ګاونډي پاکستان په وړاندې افغان دولت نه تمویلاوه . او په منافقت یې خپله پټه یارانه د څو تنو معامله ګرو وطن پلورونکو افغانانو سره د افغانستان د نیولو له پاره کوله او بس . ځکه یې لومړی چپي ګوندونو ته زور ور کړ ، ور پسې یې سپینو او سرو داسې کود تاوو ته مخه کړه چې ډېر خپل نږدې ملګري یې هم په کې له منځه یووړل .

ولې پاکستان په دغه نړیواله او سیمه ییزه پوځي او سیاسي لوبه کې افغانان داسې و لوبول چې هم یې ځان پرې تمویل کړ، اوهم یې د مجبورو استعمار ضد اصیلوافغانانو د یو والي ، سیاسي ، مالي او پوځي سنګر د قومي ، سمتي ، ګوندي ، مذهبي او ژبني تعصب په  ناروغۍ اخته او ړنګ کړ . جهاد او مجاهدین یې د خپلو اهدافو له پاره یو پر بل بې باوره او بدنام کړل . تر څو خپل مستقیم اشغال ته یې زمینه پرې برابره کړه . د افغاني طالبا نو سپېڅلی هویت یې د پنجابي جنرالانو اوعسکرو په ور ګډ ېد و او ناوړه کړو وړو سره ورخراب کړ. پر طالبانو او د هغوی پر نظام  یې له امریکا سره څو ځلې معاملې وکړې . د قبایْلي سیمو د خپلولو له پاره یې افغان طالبان په خپلو کې پر څو ډلو سره ووېشل . یوه ډله یې  د ملا محمد عمرآخوند تر مشرۍ لاندې له القاعده سره وتړله ، بله د جلان الدین حقاني ډله وه ، بله یې د حزب اسلامي حکمتیار ډله وه . چې په هغوی کې څه  د ملا محمد عمر آخوند له ډلې څه ووژل شو ل . څه یې پر امریکې  باندې  و پلورل . هغوی ګوانتانامو ته یووړل . څه یې د ملا کبیر تر مشرۍ لاندې له امریکایانو سره د پټو خبرو له پاره وګومارل . ځینې یې په خپله بندیان کړی چې د هغوی له جملې څخه څو تنه یې په پاکستاني ځېلخانو کې لکه ملا عبیدالله  او نور وژل شوي ، او ملا برادر او ډله یې چې له افغان دولت سره یې د روغې جوړې هڅه کوله ، په خپله بندیان ساتلي . خو ځینې یې بیا له امریکې سره د پټ تفاهم په نتیجه کې امریکې ته سره له کورنیو ورتسلیم کړل ، چې بیا یې وروسته  قطر ته واستول .

چې هلته د پاکستان صدر اعظم یوسف رضأ ګیلاني ورسره پټې خبرې هم وکړې .

 د حقاني ډله یې په د وو برخو ووېشله ؛ چې د جلال الدین حقان سراج الدین حقاني په ظاهره له القاعدې سره یو ځای په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه تر سره کوي ، او د حقاني بل زوی د مولوي خالص د زوی په شمول له امریکایانو سره په خبرو لګیا دﺉ .

خو د حزب اسلامي له ډلې یې ځینې په دولت کې شامل خلک دي ، او ځینې نور یې بیا له حکمتیار سره په سنګر کې د ځان ددفاع له پاره ناست دي .

په مجموع کې دغه دری واړه ډلې د هغې نظار شورا ، هزاره ګانو او ازبېک ملېشو خلاف خلک دي چې په تېر وخت کې یو د بل په وړاندې سره جنګېدلي .چې یادو ډلو په خپلو کې د ایران ، روسانو او تاجیکستان په هراړخیز ملاتړ د شمال په نامه یو ایتلاف په دې هیله سره جوړ کړی ، چې که ناټو له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي ، دوی به په ګډه د عامو پښتنو پر ضد د خپلې دفاع له پاره سره درېږي . ځکه یې ټینګار پردې دﺉ چې باید ناټو له افغانستان څخه ولاړه نه شي .ځکه یې مشرانو له پردو سره هر ډول ناروا غیر ملي سازشونو او معاملو ته ملا تړلې ده . چې د پښتنو په توکړې کېدو او تل پاتې ژوبلو او مرګونو کې  دوی هم له پنجابي واکمنو سره یوه خوله دي . تر څو بله ورځ د پښتنو اکثریت ددوی د اقلیت په وړاندې لکه د هند د مسلمانانو په څېر په اقلیت بدل او دوی ته تل د واک واګې په میراث ور پاتې شي . او پاکستان د خپل ځان د بقأ له پاره همدا پلمه له خدایه غواړي چې په افغانستان کې د افغانانو د اختلاف په نتیجه کې یو داسې څوک را ولاړ شي چې له پنجابي واکمنو سره د د ډېورنډ پر کرښه رسمي معامله له پاکستان سره  وکړي ، چې هغه همدغه د شمال ټلواله ده .

خو نن ورځ چې پاکستان  لکه هوښیاره مرغۍ د خپل ملت اوغربي نړۍ په دوو لومو کې بند پاته دﺉ ، علت یې دادﺉ چې پاکستاني موچي ډوله واکمنو د خپل عمر په دغه ( شپږ نیمو ) لسیزو کې د خپل مسلک خلاف تر بوجلکو پورته کارونه وکړل . په ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو کې یې داسې ګوتې ووهلې چې  اصلاً یې د ګوتو وهلو هېڅ حق نه درلود .

په آسیا کې دغه  په درغلیو او درواغو جوړ مصنوعي هېواد تل د خپل عمر په اوږدو کې خپل ملت ، خپلو ګاونډ یانو ، سیمې او نړۍ ته در واغ ویلي . اوس خپله د پاکستان ملت ، ګاونډیان ، د سیمې هېوادونه او نړیوال ټول پرې بې باوره دي . اوس که دوی ته کورنۍ لانجې جوړېږي ، یا سیمه ییزې او نړیوالې ، هېڅوک به یې هم ملا تړ و نه کړي .نن ورځ بلوڅان او سند صوبې د واړې ترې آزادي غواړي ، خو سبا به داسې هم پېښه شي چې خیبر پښتونخواه صوبه به هم ترې بېله ، نړیوال به یې ملاتړ وکړي ، او پنجاب اداره به یواځې پر میدان پاتې وي . 

ځکه خو موږ باوري یو چې پاکستان په باد او در غلیو منځته را غلی ، او په باد او درغلیو سره به بېرته له منځه ځي .  

 

 


بالا
 
بازگشت