پاکستان په سیمه کې د انګلیستان وفا دار وارث

                                                     ابو دانیال

کله چې انګلیسانو په بر صغیر ( لوی هندوستان ) کې د کانګرس د سیمه ییزو پاڅونونو په وړاندې مانې وخوړه ، نو د پاکستان په نامه یې د یوه مجهوال الهویه څېرې علي جناح تر مشرۍ لاندې د هند له وچې دوې داسې برخې را بېلې کړې چې یوې ته یې شرقي ، او بلې ته یې غربي پاکستان نومونه ورکړل . علي جناح چې پاکستان یې خپل قایْد اعظم بولي یوه داسې نا پېژانده څېره وه چې (۳۶) کاله یې په انګلیس کې په مجردۍ کې تېر کړي وو .خو کله چې د پاکستان په نامه د یوه بل نوي هېواد د جوړېدو خبره مطرح شوه ، انګلیسانو خپل دغه با وري عنصر(علي جناح ) ورته را وړاندې کړ. دغه نوی جعلي ( مېډ ان انګلینډ ) هېواد په جنوبي آسیا کې کټ مټ داسې ؤ لکه په منځني ختیځ کې اوسنی جعلي ( مېډ ان امریکا ) اسراْیيلي هېواد .

نیویارک ټایمز د انګلیس له خوا له پاکستان څخه د ملاتړ په اړه لیکلي چې : انګلیس تل په دې هڅه کې دﺉ چې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ د را منځته شویو لانجو او کړکېچونو په هواري کې منځګړتوب وکړي . انګلیس له ترورېزم سره په جګړه کې د امریکا د لومړۍ کرښې کلیدي سترا تیژیک ملګری ، اوپه جنوبي آسیا هېوادونو کې د خپل استعماري ژوند تېرولو له مخې پخه تجربه او تودې اړیکې لري . ځکه خو امریکا د انګلیس سلا اومشورو ته ډېرارځښت ورکوي ، پخوا به  انګلیس پاکستان ته د شبه هندوستان په سترګه کتل . ځکه په سیمه کې انګرېزي واکمنو له همدې ځای نه خپلې قو ماندې چلولې دي . چې زه یې دلته د (ډېورنډ ) ناولې کرښه په ګوته کولی شم . ځکه  د ډېورنډ کرغېړنه کرښه د افغانستان د پښتنو پرسینه باندې د هغه انګېز افسرله خوا را کښل شوې چې نوم یې ډېورنډ ؤ . نوموړي په خپل نامه ددغې کرښې په را کاږلو سره لوی پښتون ټبر د ډېرې مودې له پاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د آزادو قبایْلو په نامه د ترینګلي کړکېچ په توګه د همدغه  اوسني حالت جوړېدو له پاره ترشا پرېښود  چې اوس د ډېورنډ لمسیان د خپل نیکه همغه پروسه پرمخ بیایي .

پر پاکستان باندې د انګلیس بل ستر اغېز د اردو ژبې ترڅنګ  د انګرېزي ژبې رسمي کېدل وو چې پر مټ یې انګرېزي فرهنګ په پاکستاني فرهنګ کې ور د ننه ، او د سیمې د خلکو دودونه رواجونه یې په الفاظو کې ورمسخ کړل . اوس په افغانستان او سیمه کې د همغه ترورېزم او بنسټ پا لنې پر ضد جګړه پیل شوې ، کوم چې نیالګیو ته یې خپله ( سي آی اې ) او ( انټېلېجېنټ سروېس ) اوبه ورکړې ، او موږ ددې ټکي ثبوت هغه خبره وړاندې کوو چې یو نیم کال وړاندې امریکا یي سرچینو خپله وویل : (( په پاکستان کې له تېرو (۵۰ ) کالو را هیسې د پېښور د شبقدر ،  مردان ، اکوړه خټک ، بنو ، کوېټې ، راؤلپېنډۍ ، لاهور ، ملتان او سند صوبې په څېر ټولې سترې دیني مدرسې له مالي پلوه امریکې او انګلیس اکمال کړې دي . خو دا کار امریکې او انګلیس په سیمه کې د کمونېزم د مخنیوي له پاره کړی دﺉ . ځکه روسانو له دې لارې تودو اوبو ته ځانونه رسول . )) له دېنه موږ دا نتېجه اخلو چې د دیني زده کړو له سیاسته لېرې ساتل شوی ناخبره طالب پخوا هم د پردو شومو اهدافو له پاره استعمال شو ، او اوس هم استعمالېږي . او انګلیسي چاراکي له همدې امله  له پاکستان سره خپلې زړې اړیکې پالي .

خو کله چې په تېره لسیزه کې انګلیسي چارواکو یو ځل بیا د تېر په څېر د خپلو تېرو تجربو او اړیکو اړتیا محسوسه کړه ، له پاکستان سره یې په دوهم ځل خبرو اترو کې پوخي سترا تیژیک تړون ، او له افغان ؤلسمشر حامد کرزي سره یې د سترا تېژیکوهمکاریو تش په نامه یو داسې غیر عملي سند لاسلیک کړچې انعطاف پذیري هم په کې ترسترګو ګېدی شي . ځکه له پاکستان سره د انګلیسانو په ستراتیژیک سند لاسلیک کولو کې داسې مالومېږي چې په هغه کې لندن په سیمه کې د پاکستان په پلوۍ د نوي ډیلي د هسته یي پرو ګرام پر ضد دﺉ .

د می پر ( ۷مه ـ تر ۱۳مې ) نېټې د انګلیس صدراعظم ډېوېډ کامرون د پاکستان صد ر اعظم سید یوسف رضأ ګیلاني لندن ته د سترا تیژیک سند لاسلیک کولو له پاره ور وغوښت . د پاکستان او انګلیستان ترمنځ په دغه سند کې تجارتي ، امنیتي ، فرهنګي ، سیاسي ، پانګې اچونې او نورې اړوندې برخې شاملې دي . د پاکستان له صد ر اعظم سره په دغه سفر کې د یادو برخو وزیران ، د پارلمان ریْس او په انګلیستان کې د پاکستان د نماینده ګۍ ریْس هم شامل وو . پردې سند باندې خبرې او لاسلیک ټول د انګلیس د لسم واټ په رسمي کورکې ترسره شوې دي . له دې پرته پاکستاني چارواکو د انګلیستان له پارلمان او دوهمې الیزابېتې سره د سیمې پر ټولو ژورو او ددوی په آند تر شک لاندې اړخونو داسې خبرې کړې چې په هغو کې د سترا تیژیکو ژورو همکاریو پر نقشې باندې هم هوکړه شوې ده .

د انګلیس صد ر اعظم ډېوېډ کامرون د پاکستان د تولد لومړي کال ته اشاره وکړه ، او زیاته یې کړه چې په (۱۹۴۷) میلادي کال کې پاکستان په دیمو کرا تیکه بڼه په مشترک المنافع سازمان کې ورګډ ؤ ، خو د جنرال ضیاءالحق په (۸) کلنه  دوره او د مشرف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان دغه غړیتوب په ټپه درېدلې ؤ ، ولې اوس یو ځل بیا د یوسف رضأ ګیلاني په راتګ سره بېرته په دې سازمان کې فعاله ونډه لري .

په اقتصادي برخه کې انګلیس له پاکستان سره په دې سند کې هوکړه کړې چې انګلیس به پاکستان ته تر (۲۰۱۵) کال پورې تر میلیاردونو پونډو پورې خپله تجارتي برخه زیاته ، او په اروپایي مارکېټونوکې به پاکستاني توکو ته د بازار موندنې لارې چارې پیدا کړي .

په دغه سند کې پاکستان له هند او افغانستان دواړو څخه سر ټکولی ، او د خپل امنیت د خرابوالي خواوې یې افغانستان او هند بللي . او زیاته کړې یې ده چې پاکستان له هند او افغانستان څخه د امن محیط غواړي . دغه پاکستاني  چارواکي ویلي چې  د مخدرو موادو او ترورېستانو ځالې ،  تمویل ، تجهیز او روزنه په افغانستان کې ترسره کېږي ، او بیا پاکستان ته  را اوړي ، او دا هېواد یې له نا امنیو سره مخ کړی دﺉ . چې مخه یې باید د انګلیستان په مرسته ونیول شي .

پاکستان په داسې حال کې دا خبره کوي چې ‍د جوړېدو له پېله یې په افغانستان او هندوستان کې بربنډې ګوتې وهلې او ټوله نړۍ دا څو لسیزې د سر په سترګو پرې شاهده ده . پاکستان  چې په کور د ننه یې واک اختیار تل له پوځي استخباراتي کړیو ، او له کوره د باندې له انګرېزانو سره دﺉ ، په سیمه کې یواځې د سترا تېژیک عمق اوخپل واکمن موجود یت خواته متوجه ، او په سیمه کې د پرختیا غوښتنې پټ پوځي سیاست پرمخ وړي .

په پاکستان کې یواځې هغو (۹۴) کورنیو واک چلولی چې د انګرېزانو له خوا له پېله په څنګ کې نیول شوې ، تمویل شوې ، اوعزل او نصب یې له انګلیستان څخه تر سره کېږي . چې په سر کې یې پنجابیان دي . پنجابي ادارو تل د بلو چستان په طبیعي زېرمو کې د خپل ځبېښاک نېشونه ښخ کړي . د بلوچستان او خیبر پښتونخواه ټول حقوق یې تر ګونډو لاندې کړي ، له واکه یې ایستلي ، او پرفکري او تعلیمي  آزادیو یې د لا شعورۍ او بېسوادۍ مېخونه ور ټکوهلي دي .

 له نن څخه (۴۲) کاله وړاندې په (۱۳۵۳) لمریز کال کې پاکستان د افغانستان د نظام په وړاندې هغه خلک را وپارول او وسلې یې ورکړې چې د داؤد خان په حکومت کې د ځینو کمونېستو چارواکو د شدت له امله پاکستان ته تښتېدلي وو ، او په هلمند ، کندهار ، پکتیا ، لغمان ، او کونړونو کې یې دداؤد خان د رژیم پرضد وسله وال عملیات وکړل . بیا یې په (۱۳۵۴) لمریزکال کې په پنجشېر او بدخشان کې علیات وکړل ، خود رژیم د مخالفینو مشران څه ونیول شول ، او څه نور له منځه ولاړل ، او ژر ناکام شول . پاکستان له هغوی سره هم خیانت وکړ . ځکه همغه وخت یې لا په خپلو کې سره ووېشل . خو کله چې روسانو پر افغانستان باندې پوځي یرغل راوړ، هېواد یې اشغال کړ، پاکستان دری  مخې سیاست د افغان مجاهدینو تر منځ  ولوبا وه . (هم یې دوی په خپلو کې ځکه سره ووېشل چې بله ورځ پاکستان ته د افغان مجاهدینو له یووالي خطره ور پېښه نه شي ، هم یې له نړۍ څخه مالي او پوځي مرستې پرې را ټولې او ځان یې ور باندې تجهیز او تمویل کړ، او هم یې له روسانو سره وجنګول ، او خپل ځان یې له مخامخ جګړې پرې وژغوره . )

کله چې کمونېزم په افغانستان کې ماتې وخوړه ، روسان او په افغانستتان کې روسي پلوه رژیمونه یې پر مجاهدینو باندې ووهل .  مجاهدینو د روسانو پاتې وسلې او مهمات په خپله ؤلکه کې واخیستل ، نو بیا را ولاړ شول د کورنۍ جګړې اور ته یې پطرول ور وشیند ل ، ور پسې یې پر (فور بای فور ) ډاټسنو او کلدارو را نیولي هغه قو ماندانان او مافیایي حرفوي غله  د جهاد بد نامولو او وسلو او مهماتو تباه کولو ته ولمسول چې د مخه یې په مجاهدینو کې د مجاهد په نامه شهرتونه ترلاسه کړي ، خو په اصل کې هغوی خا د ستان وو  چې طالبانو او عامه خلکو په تورو او سپینو لنګوټو کې نه پېژندل . پر هغوی یې هم خپلې ور سپارل شوې دندې داسې تر سره کړې چې هم یې جهاد او مجاهدین پرې بد نام کړل  ، هم یې وسلې او مهمات له منځه پرې یووړل . او هم یې د طالبانو په تحریک کې غټې څوکۍ تر لاسه کړې .

خو په دې وروستیو دوو لسیزو کې پاکستان یو ځل بیا د ډ بل بازۍ په څېره کې را څرګند شو . مجاهدین یې پر طالبانو باندې ووهل ، طالبان یې پر امریکایانو باندې ووهل ، امریکایان او د ؤلسمشر کرزي حکومت یې له ترورېزم سره په جګړه کې اچولی ، او هغه طالبان چې د پاکستان قومانده  نه  مني اوله افغان حکومت سره د سولې غوښتونکي دي ، ټول یې څه ونیول پر امریکایانو باندې یې و پلورل ، څه یې په خپله په بندیخانوکې په شهادت ورسول ، څه یې په زندانونو کې ساتلي، ځینو ته یې اجازه ورکړه چې له پاکستان څخه بل هېواد ته ولاړشي ، د ځینو کورنۍ یې له ځانه سره په سند او پنجاب صوبو کې یرغمل ساتلې او ور ته ویل کېږي چې په افغانستان کې به جنګېږۍ ، خو په کوېټې شورا کې اوس هم داسې طالبان شته چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تیار دي . او په پېښوراو ځینو نورو سیمو کې بیا دغه ډول طالبان له څو ورځو را هیسې نیول کېږي  او په نا مالومو بندیخانو کې اچول کېږي .

پاکستان کله داسې هم کوي چې د ناټو اکمالاتي کتارونه دروي ، د پر مختللې تېکنالوجۍ وسلې ، پیسې او مهمات ترې باسي ، بیا کانتینرو ته اور اچوي . او وایي چې دا کار د پاکستان مخالفینو کړی دﺉ ، خو داسې نه وایي چې دا کار د طالبانو په جامه کې  (آی اس آی ) کړی دﺉ .

پاکستان افغانستان ته په وار وار وسله وال را اړولي ، هغوی دلته د چا ود نو عملیات تر سره کړي ، ځانمرګي برید ونه یې کړي ، ځنځیري وژنې یې کړې ، او کله ناکله خو یې پر سرحدي ولایتونو پوځي یرغلونه هم کړي دي . او د جهاد له پیله تر اوسه پورې پاکستان له عایقو سیمو د ېخوا په اوسط ډول د افغانستان (۴۰ ) کیلو متره خاوره نیولې ، او خپلې تاڼې یې پرې جوړې کړې دي . افغان چارواکو پر ناټو ځواکونو او امریکا یانو باندې د بې باوریو ، وېرې او تش لاس له امله  پټه خوله نیولې . هېڅ عکس العمل یې په وړاندې نه ښیي . د پاکستان استخباراتي شبکو په افغان حکومت کې دومره رېښې غځولې چې آن د ځینو لوړ پوړو چارواکو، تنظیمي مشرانو او د شورا د وکیلانو کورنۍ هلته تراوسه په پاکستان کې اوسېږي . او پاکستان هېڅ هم نه ورته وایي . داسې ښکاري لکه دوی چې هم سیمې ته د ددغې نړیړوالې سترې لوبې د کرېکټرونو او لوبغاړو په جامه کې د تمثیل له پاره راوړل شوي وي .

پاکستان د افغانستان د تخریب له پاره له ایران سره هم یوه خوله دﺉ . ځکه هغه د غازو نل لېکې چې له  ترکمنستان او ازبکستان څخه د افغانستان له لارې هندوستان ته تېرېږي ، ایران او پاکستان دواړه یې د شنډ ولو هڅې کوي . ښوونځي ، کلینېکونه  ، پلونه ، بندونه ، سړکونه او تأ سیسات مورا ته  ورانوي . بیا رغونې ته مو نه پرېږدي ، زده کوونکی ، ښوونکی ، ډاکټر ، انجینیر ، سیاسي فعالین ، حکومتي لوړپوړي چارواکي ، سپین ږیري ، مخور ، جهادي مشران او روحانیون مو را وژني . د ځمکو سیمه ییزې او کورنۍ مافیا دومره وده کړې چې زموږ په مېلیونو هېکتاره سرحدي ځمکو باندې ایران او پاکستان د بین المللي ټولنې په موجودیت کې ګونډې وهلې . خپلې تاڼې یې په کې حوړې کړې . او په کور د ننه په مېلیونو جرېبه ځکمه زورواکو لاندې کړې ، خپلسري شهرکونه او شخصي ودانۍ یې په کې جوړې کړې دي .

ددې ټولو سره سره چې کله د پاکستان او امریکا تر منځ کوم کړکېچ راشي ، نو پاکستان د خپل پلار( انګلیس ) لمن نیسي . انګلیس بیا پاکستان ته بین المللي لارې ورښیي . او د امریکې او پاکستان ترمنځ منځګړتوب کې فعاله ونډه اخلي . انګلیس اوس هم پاکستان له امریکې سره برابر ځکه نه بولي چې پاکستان په جنوبي آسیا کې انګلیس ته داسې ګران دﺉ لکه څومره چې اسرا ایْیل په منځني ختیځ کې امریکا ته ګران دي . دا ځکه چې پاکستان په جنوبي آسیا کې دوهم انګلیستان دﺉ . او پاکستان به خود پرانګرېزانو ګران وي . ځکه پاکستان خو د انګرېزانو د خاړپوڅو ځای دﺉ .

پاکستان انګلیس ته وایي چې قبایلي سیمې زما دي . د افغانستان له خاورې پر قبایلي سیمو د امریکایي بې پیلوټه الوتکوبمباریو زموږ استقلال ته تاوان رسولی . او باید بندې شي . خو دا خبره نه انګلیس او نه هم پاکستاني چارواکي په خوله راوړي  چې ترورېزم له کومه ځایه پر افغان خاوره بریدونه تر سره کوي ، او امریکایانو ته په کوېټه او پېښور کې پوځي اډې چا په واک کې ور کړې ؟ پاکستان ، که بل چا چې د افغانستان خاوره یې پرې اشغال کړه ؟ او همدا اوس د امریکې اکمالاتي کتارونه د چا له خاورې افغانستان ته ورځي ؟ او ټکس او مالیه یې څوک اخلي ؟ پاکستان که بل څوک ؟

دا چې د پاکستان د ملي امنیت ریْس ویلي چې موږ به هېڅکله له هغه چا سره خبرې ونه کړو چې زموږ استقلال ته خطر پېښوي . او په وړاندې یې د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا ویلي چې د ترورېزم پر تمویل ، تجهیز او پټن ځایونو به  زموږ بریدونه دوام لري .

خو اوس خبره داده چې پاکستان د خپلې دوه مخې پالېسۍ قرباني شوی دﺉ .  امریکا مجبوره ده چې پاکستان ته د خپلو ور بهېد ونکو ډالري ویالو درک مالوم کړي چې آیا پاکستان ته ددوی له خوا ور کړ شوي ډالرددوی په ګټه لګېدلي ، که نه ددوی په ضرر ؟ که په ګټه یې لګولي وي ، نو ګټه یې چېرې او څومره ده ؟ او که په تاوان یې لګولې وي نو دا خو بیا خپله د امریکا په حماقت باندې دلالت کوي ، مانا یې داده چې امریکا په خپل لاس خپل د ښمن ته سوټي په لاس کې ور کوي ، او ور ته وایي چې پر دې سره ما ووهه ! اوس خو په دې جګړه کې د امریکې سر او مال دواړه خوشې په خوشې ولاړل . حلوا یې تور لنګیو ته ور کړه ، خو د خپلو مړو په اروا پسې یې ونه رسېده . موږ حیران یو چې دا څنګه خیرات دﺉ ؟

 

   

 


بالا
 
بازگشت